تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لمونځ او له بديو ژغورنه اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (عنکبوت/۴۵) = هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لمونځ او له بديو ژغورنه

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (عنکبوت/۴۵) = هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي.

 ټکي :

په دې آيت کې خداى خپل پېغمبر ته د قرآن د لوستو او لمانځه لارښوونه د يو بل په څنګ کې کړې او دا ځکه چې قرآن او لمونځ د ځواک ورکولو زېرمې دي. خداى خپل استازي ته د درندې دندې ورکولو خبر ورکوي(إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا) (مزمل/۵) ورته وايي،چې د دې درندې دندې د سر ته رسونې لپاره له دوو ځواک ورکوونکيو ګټنه وکړه:

 الف: د قرآن لوستل (وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا) (مزمل/۴)

 ب: د شپې لمونځ (إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْءًا وَأَقْوَمُ قِيلًا) (مزمل/۶)

هو! د چا چې دروند بار پر اوږو وي؛هم ټينګو ګامونو ته اړين دى،چې پښه يې ښويه نشي او هم پراخې سينې ته چې تر بار لاندې ناروا خبره و نه کړي. د قرآن لوستل او د شپې لمونځ هغه وخت دی چې ټول ويده وي؛نو دا دواړه د کلکو ګامونو او پراخې سينې لپاره اړین دي.

دا آيت د قرآن پر لوستو سپارښته کوي،چې په روايتونو کې هم راغلي دي: قرآن داسې ووياست،چې ويده زړونه راويښ کړي؛نه دا چې موخه مو دا وي،چې ژر تر ژره سورت خلاص کړئ،که د دوزخ آيتونو ته ورسېدئ؛نو ودرېږئ او له خدايه پنا وغواړئ او چې د جنت آيتونو ته ورسېدئ؛نو صبر وکړئ او له خدايه يې وغواړئ. (د مجمع البیان تفسیر)

پردې آيت سربېره، لمونځ او قرآن په نورو ځايونو کې هم په قرآن کې راغلي؛لکه :

يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ  ( فاطر/۲۹)

يُمَسَّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ (اعراف/۱۷۰)

 ((لَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ)) ته څو معناګانې دي؟
الف: لمونځ تر ټولو ستر الهي ذکر دى،چې (َأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي)
(طه/۱۴)  لمونځ د خداى ذکر ګڼي.
 ب: د
خداى ياد ( او د زړه حضور) د لمونځ له ظاهره اوچت مقام لري.
ج: د خداى ياد انسان ته تر ټولو چارو غوره دى.
د: د خداى ياد له فحشاء او
بدیو څخه په مخنیوي کې تر ټولو پياوړى اړم دى.
ه: خداى ياد کړئ، چې ياد مو کړي (فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ) (
بقره/۱۵۲)

( د نور الثقلین تفسیر)

پېغمبر اکرم (ص) ته وويل شول : پلانى هم لمونځ کوي او هم ګناه . رسول الله (ص) ورته وويل: بالاخره يوه ورځ به يې دا لمونځ وساتي. (د مجمع البیان تفسیر)

امام صادق (رح) وايي : که څوک غواړي،چې پوه شي،لمونځ يې قبول شوى که نه؛نو ودې ګوري،چې دې لمونځ هغه له بدیو او فحشاء ژغورلى که نه؟ او بيا امام وويل: څومره چې لمونځ انسان له بدیو ژغوري؛نو هومره يې لمونځ قبول شوى دى. (د مجمع البیان تفسیر)

 پيغامونه:

١ _يوازې د قرآن لوستل،زده کړه او پر مفاهېمو يې پوهېدل بسيا نه دي؛بلکې عمل هم پکار دى. (اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ…. وَأَقِمِ الصَّلَاةَ)

٢ _ د قرآن لوستل او د لمونځ کول د روزنې په سر کې دي. (اتْلُ – أَقِمِ)

٣ _د خداى رسول به له خلکو سره د قرآن په لوستو او الهي لارښوونو اړيکه ساتله او له خپل خداى سره به يې په عبادت او لماځنه اړيکه ساتله (اتْلُ – أَقِمِ)

٤ _ د الهي دستوراتو په ښوونه کې يې حکمت،ارزښت او اغېزې بيان کړئ. (أَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ)

٥ _ خداى ته لمونځ ځانګړى مقام لري. (أَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ) ( د صلوة د ټکي تکرار د ستريا نښه ده)

٦ _ د ټولنې او وګړي په سمونه کې د لمونځ ونډه احتمالي نه؛بلکې پرېکنده ده. (إِنَّ الصَّلَاةَ) ( د ((ان)) ټکى او اسميه جمله- غونډله د قرآن د آثارو د پرېکنده توب ښکاروندى ده)

٧ _ که لمونځ ،انسان له بدیو او فحشاء و نه ساته؛نو د خپل لمونځ په قبلېدو کې دې اړنګ- شک وکړي. (إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى)

٨ _ د نېکو چارو خپرېدل په طبيعى توګه د ګناه د ودې مخه نيسي. (إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى)

٩_د خداى پوهې ته پاملرنه د الهي احکامو د سم پلي کېدو ضمانت دى. (وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ)

 پوښتنه: لمونځ  څنګه وګړي او ټولنه له فحشا او بديو ژغوري؟

ځواب :

١- د ټولو بديو ريښه په غفلت کې ده او خداى غافل انسان تر څاروي هم بد ګڼلى دى.

أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ( اعراف/۱۷۹) دا چې لمونځ د خداى ياد او د غفلت لرې کولو لپاره تر ټولو غوره وسيله ده؛نو د بديو لارې چارې له منځۀ وړي.

٢ _لمونځ کول او الهي رنګ له شيطاني رنګ اخستنې مخنيوى کوي. لکه که چا سپينې جامې اغوستې وي؛ نو په چټل ځاى کې نه کېني.

٣ _ د لمونځ په څنګ کې پر زکات سپارښتنه شوې،چې وګړي د بېوزليو پر وړاندې د کنجوسۍ او بې توپيرۍ له بديو ساتي او ټولنه د بېوزلۍ له بديو ساتي،چې د ډېرو بديو جرړه پکې ده.

٤ _لمونځ کول يو لړ احکام لري،چې پلي کول يې انسان له ډېرو ګناهونو  ژغوري؛لکه:

د لمونځ کوونکي د لمانځه د ځاى او جامو حلال والى يې د نورو پر حقونو له تېري ساتي.

د لمونځ کوونکي د اودس د اوبو،ځاى،جامو او د بدن د پاکوالي شرط يې له ډېرو چټليو ساتي.

د قبلې پر لور د درېدو شرط، انسان هر لوري ته له پامه ساتي.

رکوع او سجده انسان د تکبر له بدۍ ساتي.

په لمانځه کې د مناسبو جامو اغوستل انسان د بې حيايۍ او بربنډۍ له بدۍ ساتي.

د جماعت د لمونځ د امام لپاره د عدالت شرط، انسان له فسق او سرغړونې ساتي.

د جماعت لمونځ انسان له بېځايه ګوښه کېدو ساتي.

د جماعت د لمونځ ډېر شرطونه او احکام ډېر ارزښتونه راژوند کوي. لکه : د خلکو سره يو ځاى کېدل،له مشره مخکې نه تلل،له ټولنې وروسته نه پاتې کېدل،د جماعت د امام د حق خبرې پر وړاندې چوپتيا، نظم و انظباط، د تقوا د خاوندانو درناوى، له تفرقې لرېتوب،د جماعت په لمانځه کې د هر توک، ګوند، قوم او ژبې خلک يو ځاى په يوه ليکه کې درېږي،چې هر يو يې منکر دى.

په لمانځه کې د حمد د سورت په ويلو انسان خپلې ټولې اړتياوې له خدايه غواړي .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!