تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لمونځ لمونځ دوه ډوله دى: واجب (فرض) او مستحب. ستر لمونځونه ورځنې پنځګوني لمونځونه دي، چې د ټولو مسلمانانو پرې اجماع ده او چې څوك ترې منكر شي، يا ترې غاړه وغړوي، مسلمان ندى، كه څه هم شهادتين (د شهادت كلمې) ووايي، ځكه لمونځ د اسلام له ركنونو دى او وجوب […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لمونځ

لمونځ دوه ډوله دى: واجب (فرض) او مستحب. ستر لمونځونه ورځنې پنځګوني لمونځونه دي، چې د ټولو مسلمانانو پرې اجماع ده او چې څوك ترې منكر شي، يا ترې غاړه وغړوي، مسلمان ندى، كه څه هم شهادتين (د شهادت كلمې) ووايي، ځكه لمونځ د اسلام له ركنونو دى او وجوب (فرضيت) د دين د اړتيا په توګه ثابت دى،چې د نظر، اجتهاد، تقليد او پوښتنى ځای پكې نشته.

د مستۍ يا لټۍ له امله،چې پر فرضيت يې ايمان هم وي،د لمانځه پرېښوونكي (تركوونكى) په حكم كې اختلاف دى. مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: وژل يې پكار دي.

حنفيانو ويلي دي: يا دې لمونځ وكړي او يا دې تر ژونده بندي وي .

اماميانو ويلي دي كه څوك ديني فرايض لكه لمونځ،زكات،خمس،حج او روژه پرېږدي، د حاكم يا واكمن د رايې درناوى دې وشي؛خو كه بيا هم سم نشو،دويم ځل دې هم درناوى وشى. كه توبه يې ونه ايسته ،درېم ځل دې هم (د واكمن د رايې) درناوى وشى. خو كه څلورم ځل بيا هم ټينګ وي؛نو ودې وژل شى. (1)

 

نفلي لمونځونه:

مستحب لمونځونه څو ډوله دي، چې يو يې ورځني نفلي لمونځونه دي، چى مذهبونه يې د ركعتونو په شمېر كې يوه خوله ندي.

شافعيانو ويلي دي:يوولس ركعته، دوه ركعته د سهار تر لمانځه مخكې او دوه د ماسپښين تر لمانځه وړاندې، دوه دوه ركعته د ماسپښين،ماښام او ماسخوتن تر لمونځونو وروسته او يو ركعت وتر يا وتيره دي.

حنبليانو ويلي دي لس ركعته دي، دوه ركعته تر ماسپښين مخكې او دوه وروسته دي او دوه دوه ركعته د ماښام، ماسخوتن او سهار تر فرضو وروسته دي.

مالكيانو ويلي دي: په فرضي لمونځونو پسې نفلونه ټاكلى شمېر نلري؛خو غوره يې تر ماسپښين او ماښام وروسته څلور ركعته دي.

حنفيانو ويلي دي: په فرض لمونځونو پسې نفلونه پر مسنونو او مندوبو ويشلي دي. (2)

مسنون لمونځونه پنځه دي: دوه ركعته تر سهار مخكې او څلور تر ماسپښين مخكې او دوه دوه ركعته (له جمعې پرته) تر ماسپښين، ماښام او ماسخوتن وروسته.

اماميه وو ويلي دي: ورځني نفلي لمونځونه څلور دېرش دي: اته ركعته د ماسپښين دي، چې تر ماسپښين لمانځه وړاندې كيږي،اته ركعته د مازيګر نفل دي،چې تر لمانځه وړاندې كيږي.څلور ركعته د ماښام دي،چې تر لمانځه وروسته كېږي او دوه ركعته دماسخوتن دي، چې تر لمانځه وروسته په ناسته كېږي او يو ركعت شمېرل كېږي او وتيره (وتر) يې بولي، اته ركعته د شپې نفلي لمونځ دي، دوه ركعته د شفع كيږي ، او يو د وتر دى، دوه ركعته د سهار نفل دي، چې د فجر يا سهار لمونځ باله شي.

 

د ماسپښين او مازيګر وخت :

فقها لمونځ له ماسپښينه پيلوي؛ځكه دا لومړنى لمونځ دى،چې فرض شوېدی، ورپسې د مازيګر، ماښام، ماسخوتن او سهار دي، پنځګوني لمونځونه د اسرا‌ ء پر شپه په مكه كې د بعثت پر نهم كال فرض شول. دا خبره د اسرا‌ء سورې له 78 ايت نه څرګنده ده:

أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا

ژباړه: د لمر له زواله (ماسپښين) د شپې تر وروستۍ تيارې [=نيمې شپې ] پورې لمونځ وكړه او (په تېره بيا) د ګهيځ د لمانځه (پرکولو پابند اوسه؛ ځکه) چې د ګهېځ (لمانځه) ته (د شپې او ورځې پرېښتې) حاضرېږي. (اسراء/78)

پدې ايت كې د پنځګونو لمونځونو تفصيل راغلى دى.

ټول مذهبونه مني، چې لمونځ د وخت تر رارسېدو وړاندې جايز ندى، چې كله لمر له نمايي اسمانه لويديځ لور ته په كږېدو شي،د ماسپښين وخت ته ورننوځي،چې په اندازه او بريد كې يې اختلاف دى.

اماميانو ويلي دي: د ماسپښين د لمانځه ځانګړې وخت د سيورى د كږېدو (زوال) له پېله تر هغه وخته،چې ايله څلور ركعته پكى وشي او د مازيګر د لمانځه ځانګړې وخت د ورځې له پايه تر هغه وخته،چې ايله څلور ركعته پكې وشي او د لمانځه په پوره كولو ماښام كېږي او د ماسپښين او مازيګر د لمونځونو ترمنځ وخت ددې دواړو لمونځونو ته ګډ وخت ګڼي.(3)

ځكه يې ويلي دي: چې ماسپښين او مازيګر لمونځ په ګډ وخت كې جايز دى. (4)

او كۀ له پايه څلورو ركعتونو د ويلو پۀ اندازه وخت ؤ، د مازيګر لمونځ پر ماسپښين د مخه كيږي، بيا دې ورپسې د ماسپښين لمونځ د قضا پۀ نوم وكړي.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: د ماسپښين د لمانځۀ وخت د لمر د زوال له پيله تر دې چې د هر شي سيورى د همغه شي سره برابر شي، كه لدې كچې سيورى ډېر شو، د ماسپښين د لمانځه وخت تېر شوېدى؛خو شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: دغه كچه پۀ اختياري ځانګړتيا پورې اړه لري؛خو سودايي،د ماسپښين وخت ته تردې كچې وروسته دوام وركوى. اماميانو ويلي دي: د سيوري اوږدوالى د اصل شي پۀ كچه د ماسپښين د فضيلت وخت دى او د هغه دوه برابره د مازديګر د لمانځه د فضيلت وخت وي.

احنافو او شافعيانو ويلي دي: د مازيګر وخت د شي دسيوري له زياتوالي د خپل ځان پۀ كچه برابر پيلېږي اّن تر لمر لويدو پوري.

مالكيانو ويلي دي: مازيګر ته دوه وخته دي، لومړی پۀ خپل واك، دوهم بېړنی، په خپل واك د سيوري زياتيدل له خپله شي پيل ان د لمر تر ژيړوالي پورې وي او بېړنى له ژيړوالي تر لمر لويدو پورې دى. حنبليانو ويلي دي: يو سړي چې د مازيګر لمونځ تر هغو پورې وځنډوي چې د هر شي سيورې د شي له دوه برابره واوړي، د هغو لمونځ تر لمر لوېدو پورې اداء كېږي؛خو هغه لمونځ كوونكى چې دغه وخت نور هم ځنډوي ګناه يې كړېده، ځكه پر هغه حرامېږي او حنبليان پدې قول كې له ډيرو مذاهبو ځانګړي دي.

 

د ماخوستن او ماښام د لمانځونو وخت :

شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: ماښام د لمر د سترګې له وركېدو پيل او له سوربخن مزي سره د لمر لويدو له خوا پاى ته رسېږي.

مالكيانو ويلي دي: د ماښام وخت لږ او بيل دى. او هغه د لمر لويدو له لومړي سره د هغه وخت پۀ اندازه دى چې د اوداسه او اذان او د ماښام د لمانځه له مخې ورته اړتيا ده، او د هغه ځنډول واكمن ته ندي روا؛خو د ماښام وخت پۀ بېړنيو حالاتو كې تر سپيده چاوده پورې دوام لري او د ماښام د ځنډولو ناروا والى له لومړي وخته يواځې مالكيانو بللى دى.

اماميانو ويلي دي: د ماښام د لمانځه ځانګړى وخت د لمر لويدو (1) له پېله هغه د ادا كولو پۀ اندازه سره دى. او د ماخوستن د لمانځه خاص وخت د هغه د ادا كولو په اندازه له نيمې شپې را پدې خوا او د دغو دوو وختونو ترمنځ د ماښام او ماخوستن تر منځ شريك وخت دى او پدې حال كې د دواړو لمونځونو (ماښام او ماخوستن) يوځاى پدې وخت كې ادا كول روا دي.

او دا اختياري حكم دى؛خو په بېړني حالت كې د هېريدو يا بېدۀ كيدو له كبله ددغو دوو لمونځونو وخت تر سپيده چاوده پورې دوام لري او د ماخوستن لمونځ خاص د شپې په اخر او د ماښام لمونځ خاص د شپې د نيمايي له اوله د ادا كولو تر وخته پورېدى.

 

 

د سهار د لمانځه وخت :

د ټولو مذهبونو په اتفاق سره دسهار د لمانځه وخت له صادق سپيده چاوده د لمر تر راختو پورې دى، پرته له مالكيانو چې ويلي يې دي: سهار ته دوه وخته دي: اختياري وخت له سپيده چاوده د خلكو د مخ تر پيژندلو پورې او بېړنې وخت د خلكو د مخ له پيژندلو تر لمر راختو پورې.

(1)- د اماميه وو په وړاندې د لمر د سترګې له ننوتو سره سم ماښام دى، همغه شان چې د څلورګونو مذهبونو پۀ نزد وي؛خو اماميه وو ويلي دي: د لمر د سترګې پټېدل سملاسي د سترګو له نظره د پټيدو سره ندى، بلكې ښايي د لمر ختو له خوا د سور مزي جګوالى د يوه سړي د ونې د جګوالي په كچه وي، ځكه د ختيځ له خوا لويديځ لوري ته سيورى پرېوځي او د ختيځ سور مزى د لمر د نور انعكاس دى پر هغه او هر څومره چې لمر ټيټېږي دغه انعكاس پورتۀ ځي؛خو هغه څه چې مې واوريدل، د روژې په مياشت كې اماميه،څو ستورې راونه خېژي،روژه نۀ ماتوي، بلكي هغه يې د فقې په كتابونو كې ردكړيده، او د هغوى په ګومان چې ستوري تر لمر لوېدو وروسته او لمر راختو د مخه وي يو روايت راغلى چې:ملعون بن معلون دى چې څوك ماښام تر هغو پورې وځنډوي،څو اّسمان له ستورو ډك شي. او ويلي يې دي: دغه رد د ابى الخطاب له ډلې سره د هم غږو پيروانو پر خطابيه دى،او هغوى بدعتيان دي،ويل شويدي امام صادق فرمايلي دي: اهل عراق ماښام تر هغو پورې ځنډوي تر څو چې اّسمان له ستورو ډك شي. بيا يې وفرمايل: دا د خداى د دښمنانو، (ابى الخطاب كار دى.)

“له امام صادق عليه السلام د ” من لايحضره الفقيه باب فى مواقيت الصلاه كتاب پۀ 142 مخ كې چې پۀ 1390 ه كې چاپ شوى روايت راغلى دى”

د خطابيى ډله د ابى الخطاب محمد بن ابى زينب الاجدع اسدي پيروان دي چې د شيعه غلاتو او اسماعيليه ډلې يو ښاخ ګڼل شوېدي او هغوى وايي چې په هره زمانه كې دوه رسوله دي، يو يې ويونكى او بل يې ګونګى. پس محمد (ص) يې ناطق رسول او علي (ع) يې صامت (ګونګى) رسول دى او پدې اړه يې د خداى قول چې فرمايلې يي دي: “ثم ارسلنا رسلنا تترا” تاويل كړېدى او لدې هم پورته تللي دي او ويلي يي دي: محمد (ص) او علي (ص) خدايان دي، چې كله دا خبره حضرت صادق (ع) ته ورسيده پر هغوى يې لعنت ووايه او د برائت اظهار يې وكړ،دې ډلې تر حضرت صادق (ع) وروسته وويل: ابى الخطاب يو مرسل پيغمبر ؤ چې حضرت صادق (ع) هغه راوليږلو او د محمد بن اسماعيل بن امام جعفر صادق (ع) پر امامت باوري دي. (فارسي ژباړن)

 

قبله:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې كعبه قبله ده؛خو دهغه چا د قبلې په اړه چې نږدې دى او قبله ويني، او هغه څوك چې لرې دى او قبله نۀ ويني سره مخالف شويدي.

احنافو،حنبليانو،مالكيانو او له اماميانو ځينو يې ويلي دي:د لرې سړي قبله همغه خوا ده چې پر هغه خوا كعبه واقع ده نۀ خپله كعبه.

شافعيانو او ډيرو اماميانو ويلي دي: بې له څۀ توپيره لرې او نږدې سړي ته خپله كعبې ته مخ كول واجب دي، نو كه په عين كعبه يې باور راغۍ چې معلومه ده همغه مخامخ قبله ده، او كه نه؛ نو پۀ ګومان دې كفايت وكړي. ښكاره خبره ده چې له لرې څوك نشي كولى دا قول حقيقت وګني،ځكه دا ستونزه حال دا چې ځمكه كروي ده محاله ده، پر همدې بنا د لرې سړي قبله هغه خوا ده چې كعبه هغې خوا ته واقع ده نۀ خپله كعبه.

 

پر قبله ناپوه:

هغه څوك چې د قبلې پېژندل ورته ګران وي،واجبه ده چې حقيقت وپلټي او زيار وباسي ،څو پوه شي او يا ګومان وكړي چې قبله پر يوه بيله خوا ده، كه باور او يا ګومان يې رانغی څلورګونو مذهبونو بې له شافعيانو او ځينو اماميانو ويلي: هرې خوا ته يې چې وغوښتل لمونځ دې وكړي لمونځ يې صحيح دى او بيا كول يې پرې واجب ندي.

ډيرو اماميانو ويلي دي: بايد د امر منلو ته،پدې خاطر چې پر واقع يې عمل ترسره كړى وي څلورو خواوو ته دې لمونځ وكړي،او كه د څلور ځلې او څلورو خواوو ته د لمونځ كولو وخت نۀ ؤ يا بې وسه شو چې څلورو خواوو ته لمونځ وكړي، كومو خواوو ته چې كولى شي لمونځ دې وكړي. (5)

مسئله:كه پرته له قبلې كوم بل لوري ته لمونځ وشي او بيا وروسته سهوه معلومه شي، اماميانو ويلي دي: كه د لمانځه په مينځ كې معلومه شي چې ښۍ يا كيڼه خوا ده،پاتې نور لمونځ دې مخامخ د قبلې پر خو اوګرځوي؛خو كه قبلې ته يې شا وي لمونځ باطل او بيا يې دې له سره وكړي، او كه د لمانځه تر پاى ته رسولو وروسته د قبلې لورى معلوم شو،حال دا چې وخت وي بايد له سره يې وكړي او كه نه؛ نو همغه پاتې دې وكړى.

او له اماميه وو ځينو يې ويلي دي:هر كله چې له قبلې كوږوالى كم وي كه د لمانځه پر وخت وي يا پرته له لمانځه په نورو وختو كې بيا له سره كول يې ندي پكار؛خو كه د ختيځ يا لويديځ پر خوا وي.

كه پر لمانځه و بيا يې دې له سره وكړي، او تر لمانځه پرته په نور وختو كې د لمانځه بيا كول لازم ندى. حال دا چې خپل لمونځ يې په خپل وخت يا بې له وخته داسې كړى وي چې قبلې ته يې څټ وي بايد لمونځ له سره وكړي.

احنافو او حنبليانو ويلي دي: هر كله چې قبلې موندلو ته يې پلټنې او زيار و ايست او هيڅ لوري د هغه له نظره غوره والى نۀ لره او هغه يې يوې خوا ته وكړ بيا چې وروسته تيروتنه ښكاره شوه، كه په لمانځه كې و (لمونځ يې كولو) كولى شي هر لوري ته چې د ده باور وي او يا هره خوا چې غوره ورته ښكاري د قبلې په اړه ترجيح وركړي،همغې خوا ته دې مخ واړوي؛خو كه تر لمانځه تماميدلو وروسته پوه شو، لمونځ يې صحيح او پر هغه څه نشته.

شافعيانو ويلي دي: كه په حتمي ډول سهوه ښكاره شوه،د لمانځه بېرته ګرځول واجب دي؛خو كه (ګومان يې راغی)، لمونځ يې صحيح دى او فرق نكوي چې كه د لمانځه په حال كې وي يا ترې وروسته.

د مالكيانو او حنبليانو په نزد هغه سړى چې هلې ځلې او زيار نۀ باسي او تر لمانځه وروسته پوه شي چې لمونځ د قبلې پر خوا دى. لمونځ يې باطل دى؛خو د احنافو او اماميانو په نزد، كه بې لدې چې شك ورته پيدا شي،لمونځ دې وكړي،داسې چې د لمانځه د پيليدو پر وخت د قبلې پر خوا باوري وي، لمونځ يې صحيح دى،ځكه په دې حال كې هغه د نږديوالي نيت او قصد لري.

 

========================================

يادداښتونه:

(1) _ رئيس المحدثين ابي جعفر الصدوق محمدبن علي بن الحسين بن ابويه القمي – په 381 ه كي مړشوېدى.

(2) _ الفقه على المذاهب الاربعه – د تيمم د اركانو بحث.

( 3) _ د ايت معنى: او كه ناروغه يا مسافر وى. يا مو د اودس ماتي له ځايه څه راووتل يا له ښځو سره يو ځاى شوئ (كوروالى مو وكړ) او اوبه مو ونه موندې، په خاورو تيمم وكړئ ( پر خاورو لاس مښئ) او پر مخ يې راكاږى.)

(4) _ كشف الغطاء- د شېخ الكبير- 79مخ، 1317هگ چاپ

(5) _ د بقره سورت 144 اّيت دا چې د مسجد الحرام دې اّيت ته پام واړول شي “فول وجهك شطر المسجدالحرام” او هم په 11 اّيت كې راغلي دي: هرې خواته دې چې وغوښتل مخ واړوه ” ولله المشرق والمغرب اينما تولوا فثم وجه الله” يوې ډلې وويل؛ لومړنۍ د دې باطلوونكى دى او بلې ډلې وويل د تعجب وړ ده، نه باطلوونكى دى او نه له منځه تلونكى او نه خاص او نه عام او لاره جمع ده د دوو اّيتونو تر مينځ لومړنۍ له هغه چا سره ځانګړتيا لري چې قبله پيژني، نو هغه ته پر پاملرنه څرګنديږي، او دويم يې د هغه اريان دريان له پاره دى چې نۀ پوهيږي. خاص دى او حكم يې دادى چې هرې خوا ته يې وغوښتل لمونځ دې وكړي، دا تر ټولو لنډه ده.

 

هغه څه چې اغوستل يې واجب دي اوهغه څه چې هغه ته په وجود كې كتل ناروا دي:

دغه موضوع له هغو موضوع ګانو يوه ده چې ډول ډول احكامو له هغو سرچينه نيولې ده. له هغو ټولو هغه حدود چې پر مكلف واجب دي چې ځان يې تر هغو ځايو پورې پټ كړي او هم هغه حدود دي چې له هغو د بل چا ځان ته كتل ناروا دي، سربيره پردې د نسبي يا سببي محرماتو او غير محرماتو ترمنځ توپير او د انسان د كتلو ترمنځ توپير همجنس يا غير همجنس ته او هم د كتلو او لاس پرې وهلو او پرته له هغو د نورو څيزونو ترمنځ توپير له هغو مسئلو دي چې په لاندې ډول راځي.

 

خپل ځان ته كتل:

1_ مذهبونو د انسان د عورت په پټولو كې چې اّيا خپل ځان ته كتل روا دي كه ناروا، مخالفت ښوولى.

احنافو او حنبليانو ويلي دي: سره لدې چې مخامخ څوك نۀ وي،مكلف ته نده روا چې عورت ته په قصدي ډول وګوري،همدارنګه د خلوت پر وخت د عورت (شرمګاه) لوڅول ندي روا، ترڅوضرورت (اړتيا) ورته پيښه نشي لكه د ميتيازو يا بولو كول يا غسل (ځان مينځل)

مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: ناروا ندي خو مكروه دي؛خو د اړتيا پر وخت ندي مكروه.

اماميانو ويلي دي: حال دا چې بل څوك يې ونۀ ويني نۀ حرام دي او نۀ مكروه.

يوه لطيفه ده له ابن ابي ليلى چې وايي: انسان بايد لوڅ پۀ اوبو كې ونۀ لامبي،ځكه پۀ اوبو كې اوسيدونكي شته. (1)

 

ښځه او محرمان:

2_ مذهبونه د ښځو په وجود پټولو كې له سړيو څخه پرته،له خپلو ميړونو او مسلمانو ښځو څخه سره مخالفت لري. په بل عبارت د عورت يا شرمګاه حد په ښځه كې نظر داسې ښځې ته چې د ځان په څېر يې وي او داسې چا ته چې دهغې محرم وي يا د خپلوۍ په نسبت سببي دي. (2)

احنافو او شافعيانو ويلي دي:پر ښځه واجبه ده چې د خپل نامه او ورانونو تر منځ يې له نورو ښځو پټ كړي.

مالكيانو او حنبليانو ويلي دي:د نامه له غوټۍ او ورانونو تر منځ دې له پرديو ښځو،او ټول ځان دې له مخ اولاسونو پرته له سړيانو پټ كړي.

ډيرو اماميانو ويلي دي: واجبه ده چې خپل شرمګاه ځايونه له محرمو ښځو او سړيانو پټ كړي،د نور ځان پټول پر شرمګاه سربېره غوره والى لري خو واجب ندى،څو د فتنې ويره نۀ وي.

 

 

 

ښځه او پردي:

3_ هغه څه چې ښځې يې له پردو سړيانو پټ كړي، مسلمانان سره يوه خولۀ دي چې د ښځې ټول بدن پرته له مخ او دوو لاسونو عورت دى. د نور د سورت 31 ايت فرمايي:

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

ژباړه: او مؤمنو ښځو ته ووايه چې: ((خپلې سترګې (له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپل ښايست دې نۀ ښكاره كوي؛خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه خپاره کړي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نۀ ښكاره كوي؛خو له دغو خلكو پرته: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو(بنزيانو)،يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [=وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نۀ وي،يا هغو ماشومانو ته،چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نۀ وهي،چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ، ښايې چې بريالي شئ.))

ځكه د ” الا ما ظهر منها” له جملې مقصد مخ او د دواړو لاسونو څپړې دي؛ خو د “خمار” كلمه” يوه ټوټه ده چې ټول سر پټوي خو مخ نۀ پټوى او د “جيب” كلمه تر ستوني لاندې او پر سينه “ټټر” ده، چې ښځو ته امر شوى، پر پړونى دى خپل سر او سينه پټه كړي؛خو د احزاب د سورت 59 اّيت فرمايي:

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

ژباړه: پيغمبره! خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه، چې: ((پر خپلو ځانو د خپلو ټكريو پلوونه راخپاره كړي، دا غوره كار دى چې هغوى وپېژندل شي او و به نۀ ربړول شي.(او كه تراوسه ترې خطا او لنډون شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او خداى ډېر بښونكى (او) لوروونكى دى. (احزاب/59)

 

د نر عورت:

4_ مذهبونو د نر د عورت په كچه كې كه ناظر وي يا منظور خپل مخالفت څرګند كړېدی. يعنې هغه څه چې نر يې بايد د خپل وجود ځينې برخې پټې كړي او هغه چې پر پردي وجود يې بايد سترګې ونۀ لګيږي واجب دي.

احنافو او حنبليانو ويلي دي:پر نر واجبه ده چې د نامه له غوټۍ د خپلو ورنونو (غونډه فاصله) ترګونډو پورې دې بې له خپلې ښځې له نورو ټولو پرديو ښځو او خپلوانو پټه كړي، كه هغه نران وي يا ښځې،محرم وي يا نامحرم؛خو كه د نامه له غوټۍ تر ګونډې پورې له فاصلې پرته چې عورت دى كه نور ځان د نر لوڅ وي روا ده چې ورته وګوري.

مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: د نر عورت ته دوه حالته دي: لومړى اشاره د نر نر ته له نرانو او د خپلو محرمو له ښځو ده، دويم نسبت پرديو ښځو ته دى، په لومړي حالت كې بايد د نامۀ او ګونډو ترمنځ پټ كړي؛خو په دويم حالت كې پرديو ښځو ته د نر ټول وجود عورت دى، كه يې هغه ته وكتل ناروا دي، مګر مالكيانو د نيكبختۍ په صورت كې له خوند اخيستو مخ او لاسونه بېل كړيدي، شافعيانو ويلي دي پردي ته كتل مطلق حرام دي. (3)

اماميانو د هغه څه ترمنځ چې پر ليدونكي او ليدل شوي واجبېږي توپير كړېدى؛نو ويلي يې دي: پر نر د مخ او شا له خوا د شرمګاه پټول ندي واجب؛خو پر پرديو ښځو واجب دي چې بې له خپله مخ او تر څپړو پورې د دوو لاسونو له ښكاره كېدو پرته نور ټول ځان بايد پټ كړي. لنډه دا چې اماميه وايي: نر ته روا ده چې د بل نر وجود ته وګوري او هم د هغې محرمې ښځې وجود ته بې له شرمګاه او خوند اخيستلو وګوري او همدارنګه ښځې ته روا ده چې د بلې ښځې وجود ته او بې له خوند اخيستلو د محرم نر وجود ته له شرمګاه پرته وګوري.

 

صغير:

5_ د صغير په عورت كې حنبليانو ويلي دي: هغه ماشوم چې عمر يې تر اوو كلو پورې نۀ وي رسېدلی وجود يې عورت نۀ بلل كېږي او مباح دي چې پر بدن يې لاس راكش كړي او تر نهو كلونو ډېر كه هلك وي، له مخه او له شانه دواړه ځايونه يې شرمګاه دي، او كه د بلوغ حد ته ورسيد، د هغه حكم د بالغ حكم دى او د نر او ښځې تر مينځ توپير نشته.

مالكيانو ويلي دي:

د ښځې كتل او لاس راكشكول پر هلك تر اتو كلو پورې روا دي،او تر دولس كلنۍ پورې د ښځې كتل ورته روا دي؛خو لاس دې نه ورباندې كشكوي، كه له دوولسو كالو واوښت،حكم يې د سړي دى.

نرانو ته روا ده چې تر دوو كالو او اتو مياشتو د لږ عمر نجلۍ ته وګوري او لاس پرې راكش كي، او څلور كلنې نجلۍ ته كتل روا او لاس پرې راكش كول ناروا دي.

شافعيانو ويلي دي:ابلوڅيدو(بلوغ) ته د ورنږدې هلك عورت لكه د بالغ د عورت په څېر دى. څوك چې شهوت ستايلى شي،عورت يې لكه د بالغ داسې دى، خو څوك چې بلوغ ته ورنږدې ندى،او په شهوت له سره خبر نۀ وي،عورت يې د بالغ غوندې ندى؛خو هغه نجلۍ چې بلوغ ته ورنږدې نده، كه شهوتي وه، د بالغ په څير ده ( د پېغلې په حساب ده ) او كه شهوتى نه وه؛نو بيا يې عورت د بالغې په څير ندى؛خو دهغې فرج ته كتل بې له خپله لارښوده حرام دي.

اماميه وو ويلي دي: له ځانګړيو نښو نښانو سره پر برابر هلك چې له ماشومتوبه له لرې پرې بيل ښكاري،واجبه ده چې خپل ځان پټ كړي؛خود داسې چا پۀ وړاندې چې له ماشوم سره يې څه توپير نۀ وي د ځان پټول ندي واجب له هغه د اغوستلو په اړه، او د هغه عورت ته د وركتلو د روا والي په ارتباط شيخ جعفر د كشف الغطاء په كتاب كې ويلي دي: د يو داسې چا عورت ته له وركتو ځان ساتنه چې عمر يې تر پنځو كلونو كم وي واجب نده. او پر شهوت سره كورټ ناروا ده، او زما له پاره د اهل بيتو له احاديثو ښكاره شوه چې ورته كتل تر شپږ كلنۍ پورې روا دي، نۀ تر پنځه كلنۍ پورې.

 

د ښځې غږ:

6_ ټول سره يوه خوله دي چې كه د پردۍ ښځې غږ د خوند يا د فتنې د ډار سبب نۀ وي، عورت يا ستر نده، د جواهر د كتاب مولف دې ټكي ته د واده د برخې د لومړي باب د پر له پسې ژوندانه په وختونو او ښارونو كې د حضرت زهرا (ع) خطبو او د هغې د لوڼو استدلال كړېدى.

همدا ډول د ښځو خبرې د خداى پاك له رسول (ص)، امامانو (ع) او عالمانو سره داسې چې شميره يې له امكانه وتلې خبره ده او نور بايد سړى پرې خپګان ښكاره نكړي چې د ښځو له پخوا زمانو راهيسې په وير،ماتم او ښاديو كى ساندې او اوازونه ويل،او همدارنګه د نر او ښځې يو له بله سره په معاملاتو كې خبرې اترې كړې او دليل يې راوړى دى چې خداى تعالى فرمايلي دي: ” و لا يخضعن بالقول” يعنى خپل غږ دې نۀ نرى كوي چې له اصله منع نده شوې،بلكې له څرنګوالي او خضوع يې منع شوېده.

 

پرته له حجمه ښكاريدل:

7_ ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي چې د بدن پوستكى پټول واجب دي نۀ د هغه حجم.

د ليكوال څنډه: كه د لباس(كميس،پرتوګ، پوړني او جورابو)رنګ د بدن د بهرنۍ برخې (پوستكي د رنګ پۀ څير وي،داسې چې د هغه دوو تر مينځ څه توپير ونشي، لكه څنګه چې نن په ګوشتي جورابو كې ليدل كېږي؛نو كه داسې لباس وي يا نۀ وي د لوڅ ځان په څير دي. (4)

 

كتل او لاس پرې وهل:

8_ د ټولو مذهبونو په اتفاق : پر هغې چې هر څومره لاس وهل روا وي ورته كتل هم روا دي او هر څومره چې ورته كتل ناروا دي، لاس ورباندې وهل هم ناروا دي، ځكه چې په خوند او ګټه اخيستلو كې لاس پرې وهل تر كتلو ډير پياوړي دي او د مذهبونو له فقيانو يوه يې هم د كتلو او لاس وروړلو ترمنځ روا والي كې د ملازمت دعوا نده كړې، نو روا ده چې نر د پردۍ ښځې مخ او تر مړوندو پورې دواړو لاسونو ته وګوري؛خو لاس ورباندې وهل بې له شرعي اړتيا روا ندي لكه د ناروغې ښځې علاج چې ډاكټر لاس ورباندې وهي، او ډوبې شوې ښځې ته لاس اچول او له مړينې نجات وركول. په حديث كې له امام صادق (ع) راغلي دي:اّيا نر كولى شي پردى نامحرمې ښځې ته لاس په لاس كې وركړي ويې فرمايل: نۀ، څو لاسونه په څادر او پوړني كې سره پټ نكړي.

احناف د زړې عمر خوړلې ښځې سره لاس كې نيول ګوښي بولي،ځكه د ابن عابدين د كتاب دلومړى ټوك په 284 مخ كې راغلي دي: د ځوانې نجلۍ پر مخ او لاسونو لاس راكښل كه څه هم بې له خونده وي روا ندي، خو د زړې ښځې پر لاس باندې لاس وهل كه له شهوته خلاص وي،بې له كومې ستونزې روا دي او همغې ته لاس په لاس كې وركول چې د شهوت سبب ندي، تاوان نلري.

اماميۀ وو او احنافو بې له شهوت او خونده د محرمو پر بدن لاس وهل روا بللي دي، او شافعيانو لاس وهل د هغه چې هغې ته كتل له محرماتو روا ګڼلي منع كړي او ناروا يې بولي چې يو څوك دې د مور پر خيټه او يا شا لاس ووهي او پنډۍ يې دې ټينګې كړي او مخ يې دې ښكل كړي او هم روانده چې لور او خور يې دهغه پښې وموښي.(5)

 

كتل او كشف كول:

9_ اماميه وو ويلي دي: د كشف (لوڅ) او د كتلو د روا والي ترمنځ څۀ تړاو نشته؛نو نر ته روا ده چې د خپلې ښځې بې له عورتينو نور يې ټول بدن لوڅ كړي،خو پردۍ ښځې ته نده روا چې په هغه كې سترګې ښخې كړي له ما سره د څلورګونو مذهبونو ټول ډير كتابونه شته، هيچا دې ته ګوته نده نيولې.

 

زړه ښځه:

10_ خداى پاك د نور سورت په 60 اّيت كې فرمايلي دي:

وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

ژباړه: او (له ځوانۍ ناستې) زړې ښځې،چې د نكاح هيله منې نۀ وي؛ نو كه هغوى خپل ټكرى كېږدي؛ نو څه ګناه پرې نشته؛پدې شرط چې (خلكو ته) ځان سينګار نكړي؛ خو عفت او پتمني ورته غوره ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى.( نور/60)

دا اّيت تر پايه له پرځاى ناستو ښځو سره او سمه ده چې د واده كولو تمه ورسره نشته پروا نلري چې خپلې جامې لرې كړي. حال دا چې ځان نور سينګار نكړي او ورته د عزت او پردې لاره غوره ده او خداى پاك اوريدونكى او پوه دى. كريمه اّيت پردې دلالت كوي زړې ښځې ته چې ورنه زړبودۍ د واده كولو تمه وړې، روا ده چې مخونه او ويښتان او څپړې يې (6) دې لوڅې وي او د اهل بيتو حديثونه پر همدې دلالت لري پدې شرط چې پخپله يې منځ ته رانۀ وړي او بهر ته نشي؛خو اړونده اړتياوو ته، پدې ډول بيا ورته اغوستل غوره دي. خو د حرامو پيښو د مينځته راتلو له امله روا ندي، ځكه كه ښځه هر څومره كلنه هم شي بيا هم د جنسي اړيكو سرته رسولو ته تياره ده د سمو ښځو په برخه كې اّساني ده علت يې دادى چې هغوى لكه صغيرې داسې دي، د شهوت او خوند په لټه كې ندي او كه فرض شي هغه خوند اوشهوت چې پكار يې وي حكم يې د ځوانې ښځې پۀ څير دى.

په ريښتيا سره اسلام د عمر خوړليو (زړو) ښځو سره نرمي ښوولې او پر ځوانو نجونو يې سختي راوستې ده؛خو زموږ وخت د هغه څه پر خلاف عمل كوي، كوم چې پۀ قراّ ن كريم كې راغلي دي. حال دا چې وينو ځوانان (نران او ښځې) خپل ډول او سينګار پردو ته ښكاره كوي او په خپلو اغوستلو كې لنډ فكري كوي. يواځې خپلې روغتيا ته يې پام وي او هغه ښه ساتي او په څه كې چې خداى ټينګه نيوكه ورباندې كړې ( ټينګار يې ورباندې كړى ) پكې سستوالى كوي “لټي كوي” دوى هغه څه ټينګ نيولي چې خداى پاك هغه اّسانه كړيدي.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ المجموع شرح المهذب ، 2ج، 197ص

(2)_ د نور د سورت (31) اّيت كې ويل شويدي، هغه څه چې ښځو ته روا دي خپل د ښايست ځايونه دې نۀ ښكاره كوي دلته ياد شويدي “نساءهن” يعنې مومنې ښځې، اّيت مسلمانې ښځې منع كړي نۀ كافرې. شافعيانو،مالكيانواو احنافو ويلي دي:منع پر حراموالي سره ده، ډيرو اماميانو اوحنبليانو ويلي دي: د مسلمانو او كافرو ښځو ترمنځ توپير نشته، يواځې د اماميه وو پۀ وړاندې د كافرو لوڅول مكروه دي، ځكه هغه خپل ميړه ته د هغه ښځې صفتونه ستايي.

(3)_ الفقه على المذاهب الاربعه- 1ج د ستر العوده بحث.

(4)_ همدارنګه داسې نازك كميسونه چې ځان ترې ښكاري او داسې نور ( پښتو ژباړن )

(5)_ تذكره العلامه الحلى، 2ج، د وادۀ د باب لومړۍ برخه.

(6)_ د لاس څپړه تر مړوند پورې ( پښتو ژباړن)

 

هغه څه چې لمانځه كې يې اّغوستل واجب دي:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې نر او ښځې بايد خپل بدن د لمانځه پر وخت پټ كړي، همغسې چې بې له لمانځه يې له پرديو پټوي؛خو سره مخالف دي په هغۀ څه كې چې له هغه څخه ډير يې بايد ښځه واغوندي مخ او دواړه لاسونه يا له هغه يو څه برخه چې د لمانځه پر وخت واجب او له لمانځه پرته په نورو وختو كې ندي،او هم هغه چې پر نر د نامۀ له غوټۍ تر ګونډو پورې واجب دي؛خو تر لمانځه پرته واجب ندي.

احنافو ويلي دي:پر ښځه ده چې مخ،دواړه لاسونه او د پښو تلي پټې كړي او پر نر ده چې سربيره پر ګونډو د ګونډو او د نامه د غوټۍ ترمنځ ځاى پټ كړي.

شافعيانو او مالكيانو ويلي دي:د لمانځه پر وخت ښځې ته روا ده چې مخ او د لاسو د څپړو څټ او مخ پټ نكړي.

حنبليانو ويلي دي: بې د مخ د لوڅولو ورته نور څه ندي روا.

اماميانو ويلي دي: هغه څه چې پر هره ښځه او نر د لمانځه پر وخت، او له لمانځه پرته واجب دي،هر څومره چې ليدونكى پردى وي،ښځې ته روا ده چې خپل مخ د لمانځه پر وخت د پريو للو په اندازه پۀ اوداسه كې او هم دواړه لاسونه تر مړوندو پورې او دواړه پښې تر بوجلكو پورې لوڅې پريږدي او هم نر بايد د مخ او څټ له خوا خپلې شرمګاه وې پټې كړي، او غوره داده چې له نامه تر ګونډو پورې يې پټ كړي.

 

 

په لمانځه كې د پوښلو شرطونه:

پټولو ته ځينې شرطونه شته چې د واك پر وخت بايد هغه په پام كې ونيول شي:

 

پاكوالى:

1 – د ټولو مذهبونو په اتفاق د جامو او بدن پاكوالى د لمانځه د صحت شرط دى بې له هغه څيزونو چې هر مذهب هغه د لمانځه پر وخت په لانديني تفصيل سره ځانګړي كړي دي:

اماميانو ويلي دي: د دانې وريم (زوي اووينه) كۀ لږ وي يا ډيره، كۀ لرې كول يې پر كاليو او بدن د وخت د نشتوالي ستونزه ولري،د سترګو پټولو خبره ده، او هم د لمونځ كوونكي د يوه درهم د لږې وينې يا له هغه پرته او پدې شرط چې غونډه وي او تيت نۀ وي، او هم د حيض ، نفاس او استحاضې ” له حېض او نفاس ” زياته وينه له وينې نۀ وي او د نجس العين ځناور له وينې لكه د سپې او خوګ نۀ وي او هم د مردارې وينه نۀ وي او هم داسې نجاست نۀ وي چې په هغه سره لمونځ نۀ كېږي لكه كمربند،خولۍ، جورابې ، مسى او ګوته او د پښې د لنګي كړۍ بښل شوې دي، او هغه چې له ځانه سره يې وړي لكه چاقو او پېسې د عفوې په كتار كې دي، او هم د دايي يا پرستارې جامه چې هلك ور په غاړه وي كه هغه يې خپله مور يا بل څوك وي بښل شويدي؛ خو پدې شرط چې د ورځې يې يو ځل پريولي، او بدلول يې ورته ستونزمن وي لنډ دا چې له هر نجاسته پر جامه يا بدن د ناچارۍ له مخې، سترګې پټې شويدي.

مالكيه وو ويلي دي: د لمانځه پر وخت د داسې چا لمونځ چې په پرله پسې ډول يې تشې او ډكې ميتيازې راځي او تل نمجن وي يا بواسير ولري او هغه څه چې د شيدو وركوونكې ښځې پر كاليو او بدن د ماشوم تشې او ډكې ميتيازې لګېږي او هغه چې د قصاب پر لباس او وجود يا د لاس مينځلو او د جراحۍ د روغتون چپړاسي چې روغتون او د پريوللو ظرفونه مينځي او پر وينو او نورو ناولتياوو ككړيږي. هغوى بښل شويدي،او هم له وينې كه هر څومره د خوګ وينه وي؛خو چې له يوه درهمه ډيره نۀ وي او هغه چې له ټپه وځي “زوې او وينې يا وريم”. او د څارويو د فضله موادو كثافت او هغه چې اوس دلته د هغه پېښيدل كم دي او موږ هغه ندي ياد كړي.

احنافو ويلي دي: كه هر كله ككړوالى يا نجاست د يوۀ درهم پۀ اندازه، وينه يا بل څه وي او يا د پشۍ يا موږك ميتيازې د اړتيا پر وخت او د متيازو ترشح او هغه چې د اړتيا پر وخت وينه قصاب ته وروالوزي،او د لارو كوڅو خټې او مردارې اوبه چې ساتل ترې امكان نلري كۀ څه هم له ډير ګډ نجاسته وي، چې كله خپله نجاست په سترګو ونۀ ليدل شي پر دې سترګې پټيږي په پاى كې له لږ نجاسته لكه د حلالې د غوښې ميتيازې كۀ څلورمه برخه د كاليو يا تر هغه هم لږ وي سترګې ورباندې پټيږي.

شافعيانو ويلي دي: هره ناولتيا چې لږ وي او په سترګو ونۀ ليدل شي هغه ناديده نيول كيږي،او هم د كوڅې خټې چې لږ ناولتيا ورسره وي او د ميوې او پنير چينجي او ككړ مايعات چې له بوى لرونكيو دوايانواو درملو سره ګډيږي او د اولوتونكيو له فضله موادو اوهغه لږ ويښتانوچې مردار او له خوګ او سپي پرته د بل شي يا هغو ته ورته وي چې د فقې په كتابو كې په مفصله توګه ياد شويدي.

حنبليانو ويلي دي: وينه او لږ زخم او دهغه لارو كوڅو خټې چې په ناولتيا كې يې څه شك نشته او هغه ناولتيا چې وليدل شي او پر يولل يې تاوان ولري له هغو سترګې پټې شويدي “څه پروا نلري”.

 

د وريښمو جامې اغوستل او د سرو زرو ګاڼه استعمالول:

2_ مذهبونه سره متفق دي چې د وريښمينو جامو اوغوستل او د سرو زرو د ګاڼې اچول چې پسول ورته وايي نرانو ته ناروا او ښځو ته روا دي، ځكه پيغمبر (ص) وفرمايل: د حريرو (وريښمو) جامې او د سرو زرو ګاڼې زما د امت نرانو ته حرامې او ښځو ته روا دي.

او لدې ځايه اماميه وو ويلي دي: د سوچه وريښمو په جامو كې يا د سرو زرو په ګاڼو كې لكه كمربند،خولۍ،جورابې،ګوتې او لاس بند كې د نرانو لمونځ كول صحيح ندۍ، خو په جګړه يا د ناروغۍ پۀ حالت كې چې وريښم واغوندي او لمونځ وكړي هلته روا دي.

شافعيانو ويلي دي: كه كوم سړى له وريښميني لباس سره د وريښمو پر فرش لمونح وكړي، ناروا دي؛خو لمونځ يې صحيح دى. (1)

پاتې نورو مذهبونو ته مې ښكاره عبارت چې د وريښمو په جامو سره د لمانځه پر فساد يا صحت دلالت وكړي،ونه مونده؛خواحناف له شافعيانو سره ورته نظر لري او د حنبليانو په وړاندې په يو له دوو روايتونو چې ورنه ديوې كلي قاعدې په توګه راغلى دى: كه ناروا په لمانځه پورې اړه ونلري او لمانځه ته ور ونه ګرځي، لكه د لمانځه له غصب كولو منع كول،پدې ترڅ كې لمونځ صحيح دى؛خو مكلف پر ناروا فعل ككړ شوی او ورباندې واجبه شوېده؛نوځکه لمونځ له وريښمو سره صحيح دى او د الفقه على المذاهب الاربعه مولف نقل كړيدي چې سره يوه خوله دي پر دې چې پريشانه دې له وريښو سره لمونځ وكړي او بيا له سره كول پرې نشته.

 

د پوښاك مباح والى:

3_ اماميانو شرط ګڼلې چې اغوستل بايد روا وي؛نو كه يو سړى سره لدې چې پردې پوه وي چې دا لباس په زوراخيستل شوى او وايې غوندي لمونځ يې باطل دى.او دا حكم يو له هغو دوو روايتونو دى چې له ابن حنبل رانقل شوېدی،نورو پاتې مذهبونو ويلي دي: پۀ غصبي جامو كې لمونځ روا دى،ځكه له لمانځه منع پكې نشته،څو د صحت مانع يې شي،او اماميه وو د غصب په امر كې ټينګه نيولې اّن تردې چې ځينو يې ويلي دي: كه پداسې جامه كې چې تار يې غصبي دي يا په لمانځه كي له ځانه سره غصبي پيسې يا چاقو يا كوم بل څه ولري، لمونځ يې نۀ كيږي؛خو دوى ويلي دي: كه د ناپوهۍ له مخې يا د هېرې په غصبي جامو كې لمونځ وكړي، لمونځ يې كيږي.

 

 

 

د حرامې غوښې څرمن:

4_ اماميه سره بيل بيل دي: د هغو څارويو په څرمن كې لمونځ كول چې غوښه يې ناروا ده كۀ څه هم د باغي ( اّش) شويوي او همدارنګه په ويښتانو او وزر او لمڅي يې لمونځ نۀ كېږي اوهم د څاروي په ناوليو څيزونو لكه خولې او يا د خولې پر اوبو څه وخت چې لمده وي، كه پر ويښته له پښۍ او په څېر يې نورو د لمونځ كوونكي په كاليو كې وي او ورباندې پوه او لمونځ يې وكړ،دا لمونځ باطل دى،هغوى شمع او شات او د غوماشې او خسك (كټ ملو) او سپږو وينه اوداسې نور چې لدې ډول حشراتو دي چې غوښه نلري،بيل كړيدي، همدارنګه چې د انسان ويښتان او خولې او د خولې لاړې يې استثناء كړېدي.او هم د لمانځۀ پر باطل والي يې چې په جامو كې يوه ټوټه د مردار څاروي وي كه غوښه يې حلاله وي يا حرامه، كه بهيدونكيې وينه پكې وي يا نه وى اّش شوى وي يا نۀ وي حكم كړېدى.

مسئله: كه يواځې داسې جامه موجوده وي چې لا هم ناولې وي،داسې چې لمونځ كوونكى اختيارمن وي، چې له نجس لباس سره لمونځ وكړي يا لوڅ لمونځ وكړي؟

حنبليانو ويلي دي: په ككړ لباس كې دې لمونځ وكړي او بېرته ګرځول يې پرې واجب دي.

ماليكانو او ډيرو اماميانو ويلي دي: په نجس لباس كې دې لمونځ وكړي؛خو بيا كول يې ورباندې نشته.

احنافو او شافعيانو ويلي دي: لوڅ دې لمونځ وكړي،ځكه د نجس لباس اغوستل په لمانځه كې روا ندي.

 

========================================

يادداښتونه:

_ النووى، شرح المهذب، 3ج – 179ص

 

د لمونځ كوونكي ځاى:

غصبي ځای:

اماميه وو شرط ايښى چې د اختيار په صورت كې په غصبي ځاى او غصبي جامو كې سره لدې چې پر غصب والي يې پوهه ولري، لمونځ باطل دى،او نورو مذهبونو ويلي دي: لمونح كېږي؛خو لمونځ كوونكي ګناه كړېده،ځكه له لمانځه ايسار شوى ندى؛خو له غصب ايسار شوېدی، لكه په غصبي جامه كې لمونځ كول.

د څلور ګونو مذهبونو قول د زيديه له قوله ډير ډير لرې دى،ځكه زيديه ويلي دي هغه څښتن چې له ملكه يې غصب شوېدى،حال دا چې غصبي ملك د پرديو په لاس كې دى، لمونځ يې پخپل ملك كې ندى روا، ځكه له تصرفه په غصب سره منع شوېدى.

او د اماميه وو وينا د هغه دوو قولونو ترمنځ يو منځنى حد دى، څرنګه چې اماميه د څښتن لمونځ او د هغه چا لمونځ چې له مالكه يې اجازه تر لاسه كړې وي صحيح بولي او د غاصب لمونځ او د هغه چا لمونځ چې د څښتن بې اجازې يې كوي باطل ګڼي، اماميه په هغه پراخو ځمكو كې لمونځ چې له هغو ځايو ډډه كول خلكو ته ګران او يا ستونزمن وي، كه څه هم له څښتن يې اجازه نۀ وي اخيستې، روا بللى دى.

 

 

 

د ځاى پاكوالى:

څلورګونو مذهبونوويلي دي: د لمونح كوونكي د ځاى پاكوالى له لمدې او وچې ككړتيا د لمانځه د صحت شرط دى، شافعيانو مبالغه كړيده،ځكه ويلي يې دي: هغه څه چې د لمونځ كوونكي پر بدن او كاليو لګيږي او هغه څه چې لمونځ كوونكى پر هغه لاس ږدي،دهغو پاكوالى واجب دى؛نو هر وخت چې لمونځ كوونكې پر ككړ ديوال يا ككړو كاليو او يا كوم بل نجس شي لاس ونيولو او پر لويدلي ككړ طناب لاس ووهي لمونځ يې نۀ كېږي،او احنافو يواځې د دوو پښو او ټنډې د ځاى پر پاكوالي بسنه كړېده. او اماميه د ټنډې د خاص ځاى پر پاكوالي يعنې د سجدې ځاى شرط ګڼي؛خو له هغې پرته نور نجاست د لمانځه د باطليدو سبب نۀ ګڼي، پدې شرط چې د لمونځ كوونكي وجود او جامې ورباندې ككړې نشي.

 

پر شي سپور لمونځ كول:

احنافو او اماميانو شرط كړېده: چې د لمانځه ځاى بايد ثابت وي، پر څاروي روان تخت او داسې نورو سپور لمونځ ندى صحيح، څو اړتيا ورته ونۀ ليدله شي،ځكه معذور سړى يا له بېخه ختلى (مجبور) سړى له خپله وسه سره لمونځ كوي.

شافعيانو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي:د واك او اّرامۍ په حال كې پرڅاروي سپور كه بشپړ او پر شرائطو برابر يې لمونځ اداء كړ،صحيح دى.

په كعبه كې لمونځ:

اماميانو،شافعيانو او احنافو ويلي دي:كه لمونځ واجب وي يا مستحب،د كعبې په مينځ كې روا دى.

مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: د كعبې پۀ مينځ كې د مستحب لمانځه كول روا او د واجب لمانځه كول نۀ دي روا.

 

د نر په څنګ کې د ښځې لمونځ:

د اماميه وو يوې ډلې ويلي دي: كه نر او ښځې په يوه ځاى كې لمونځ وكړي او ښځه لږ څنګ ته يا په يوه كتار كې له نر سره وي او د هغو دوو ترمنځ پرده يا كومه فاصله چې د انسان د لسو څنګلو په اندازه نۀ وي هغه چې لومړى يې لمونځ پيل كړېدى صحيح او هغه چې وروسته يې پيل كړيدى باطل دى، كه يوځاى يې پيل كړېوى، د دواړو لمونځ باطل دى.

شافعيانو،حنبليانو او ډيرو اماميه وو ويلي دي: چې د دواړو لمونځ صحيح دى؛خو كراهت لري.

 

د ټنډې د سجدې ايښودلو ځاى:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې واجبه ده د سجدې ځاى معلوم او د دواړو ګونډو له ځايه دعادت پر خلاف زيات نۀ وي او پر هغه څه چې سجده پرې صحيح ده سره مخالف شويدي.

اماميه وو ويلي دي: سجده نده روا؛خو په ځمكه او هغه څه چې ځمكې رازرغونه كړي او له هغه څه چې د خوړلو يا اغوستلو او معدني دي،نۀ وي پر همدې بناء سجده پر وړيو،مالوچو،معدنو او هغه چې په اوبو كې راشنه شوي صحيح نده، ځكه اوبه ځمكه نده،او سجده پر كاغذ روا ګڼي،ځكه اصل يې د ځمكې له شنو بوټو دى او خپلو مذهبونو ته يې دليل نيولى دى،چې سجده شرعي عبادت دى او څرنګوالې يې بېرته اّيت ته ورګرځي،د مذهبونو فقيان ټول د سجدې پر صحت پر ځمكه او هغه څه چې ځمكه يې راشنه كوي سره راټول دي.

د خبرې لنډون ته د خداى پاك د رسول (ص) غوښتنه بس ده: “ستاسې د هيچا لمونځ نۀ بشپړيږي،څو د خداى پاك له امر سره سم اودس وكړي او بيا داسې سجده وكړي چې ټنډه پر ځمكه كېږدي” او وينا يې ده چې “ځمكه د سجدې ايښوولو ځاى او پاكوونكې پيدا شوېده.”

ښاغلي جناب ويلي دي: موږ د ريګونو “شګو” له تودوخې څخه زموږ په ټنډو باندې د خداى پاك رسول (ص) ته شكايت وكړ. زموږ عرض يې ونۀ مانه كه سجده پر فرش روا واى، شكايت يي نۀ كاوه.

اماميانو سجده پر مالوچو او كتان د اړتيا پر وخت روا بللې ده.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: سجده پر هر شي روا ده. اّن د سر پر پګړۍ يا پټكي، پدې شرط چې پاك وي،بلكې احنافو پر لاس سجده (1) مكروه بللې او د مجبوريت په صورت كې يې روا بللې ده.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ د سجدې كولو ترتېب داسې دې چې اووه هډوكي ټول په ځمكه ولګيږي يعنې ټنډه او پزه د دواړو لاسونو خپړې د دواړو پښو ګوتې او د دواړو ګونډو هډوكې. (پښتو ژباړن)

 

اذان:

اذان په لغت او شريعت كې غږ كول دي د لمانځه وختونو ته په ځانګړيو الفاظو سره چې په مدينه منوره كې د نبوي هجرت په لومړي كال كې پيل شو.د شيعه وو پۀ وړاندې يې د شرعي كېدو سبب دا دى چې جبرئيل د خداى پاك له لوري پر رسول الله مبارك (ص) رانازل شو او د اهل سنتو له خوا داسې ده،چې عبدالله بن زيد په خوب وليدل يو سړي هغه ته اذان وروښود،هغه خپل خوب پيغمبر (ص) ته وړاندې كړ او پيغمبر (ص) هغه جاري كړ.

 

اذان سنت دى:

احنافو، شافعيانو او اماميانو ويلي دي: اذان ټينګ مستحب دى.

حنبليانو ويلي دي: اذان په كليو او ښارونو كې پنځه ګونو لمونځونو له پاره د موجوده نرانو له كبله نۀ دا چې په سفر كې وي كفايي واجب دى.

مالكيانو ويلي دي: اذان په هغه ښار كې چې هلته د جمعې لمونځ كېږي، كفايي واجب دى، كه د ښار اوسيدونكي اذان ترك (پريږدي) له ترك كوونګيو سره د جګړې (جهاد) اذان وكړى.

 

هلته چې اذان ندى روا:

حنبليانو ويلي دي: پر جنازه، نفلونو او نذر اذان ندى روا.

مالكيانو ويلي دي: اذان پر جنازه،نافله او قضا لمانځه ندى روا.

احنافو ويلي دي: اذان د جنازې او اخترونو لمنځونو ته او د كسوف (لمر نيولو) او استسقا او باد او مستحبو لمنځونو ته ندى روا.

شافعيانو ويلي دي: اذان پر جنازه نذر او نفلي لمنځونو ندى روا.

اماميانو ويلي دي: اذان يواځې ورځنيو پنځه ګونو لمنځونو ته روا دى او د قضايې لمنځونو، تقليد په سفر يا حضر كې د جماعت يا ځانګړيو لمونځونو نرانو او ښځو ته مستحب دى او پرته لدې نورو لمونځونو ته كه واجب دى او كه مستحب روا ندى، او همدا ډول پۀ كسوف او پۀ اخترونو كې مؤذن بايد درى ځلې تكرار كړي: الصلاه، الصلاه، الصلاه.

 

د اذان شرطونه:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې د اذان سموالي ته پر له پسې د كلمو راوړل،د فصلونو ترمنځ ترتيب او د موذن نروالى،عاقل والى او مسلماني شرط دی، د هوښيار او بلوغ ته ورنږدې هلك اذان صحيح دى او ټول سره متفق دي چې په اذان كې پاكوالى (اودس) شرط ندى. (1)

له هغه څه پرته چې ياد شول په نورو كې احناف او شافعيان سره مخالف دي او ويلي يې دي: اذان بې نيته صحيح دى او پاتې نورو مذاهبو ويلي دي: نيت لازم دى.

حنبليانو ويلي دي: اذان پر عربي سربيره په ټولو ژبو روا دى.

احنافو،مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: عربو ته ندى روا چې بې له عربي ژبې پر بله ژبه اذان وكړي،او عجم (غير عرب) ته روا ده چې اذان پخپله ژبه ووايي.

اماميانو ويلي دي: د واجب لمانځه د وخت تر روا كيدو د مخه، اذان كول ندي روا؛خو د سهار لمانځه ته روا دي.

شافعيان،مالكيان،حنبليان او اكثره اماميان د سهار لمانځه ته اذان تر وخت د مخه روا ګڼلى او احنافو هغه ناروا ګڼلې او كوم توپير يې د سپيده چاود او نور وخت ترمنځ ندى كړى.

 

د اذان ترتيب:

 

الله اكبر                               د ټولو مذبو له خوا څلور ځلې(2)

اشهد ان لا اله الا الله              دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا

اشهد ان محمد رسول الله      دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا

حى على الصلوا                   دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا

حى على الفلاح                   دوه ځلى د ټولو مذهبو له خوا

حى على خير العمل             دوه ځلې يواځې د اماميه وو له خوا

الله اكبر                               دوه ځلې د ټولو مذهبو له خوا

لا اله الا الله                       يو ځل د څلورګونو مذهبونو له خوا او دوه ځلى د اماميه وو له خوا

ماليكانو او شافعيانو روا بللي،اذان دوه ځلې بايد تكرار شي چې دويم يې سنت دى، او كه له هر يوه ،يو ځل وويل شي، باطلېږي نۀ، لكه څنګه چې اماميانو ويلي دي: دوه ځلې ويلو ته اذان ويل كېږي د “الفقه على المذاهب الاربعه” كتاب له مولفه نقل شويدي: څلور مذهبونه سره يوه خوله دي،چې تر حى على الفلاح وروسته دوه ځلې “الصلوه خير من النوم” يا تثويب ويل مستحب دى، چې اماميه وو هغه منع كړيدي. (3)

 

اقامت:

اقامت نرانو او ښځو ته په ورځنيو واجبو لمونځونو كې مستحب دى او تر هغه وروسته واجب لمونځ كېږي او د اقامت حكم په موالاتو او ترتيب اوعربيت او په څير يې نورو كې د اذان حكم لري، او د اقامت شكل پۀ لاندې ډول دى:

الله اكبر                             د ټولو له خوا دوه ځلې پرته له احنافو چې څلور ځلې يې وايي.

اشهد ان لا اله الله               د شافعيانو ، مالكيانو او حنبليانو له خوا يو ځل، او د احنافو او              اماميانو له خوا دوه ځلې .

اشهد ان محمد رسول الله   يو ځل د شافعيانو او مالكيانو او حنبليانو، دوه ځلې د احنافو او   اماميانو له خوا

حى على الصلواه           يو ځل د شافعيانو،مالكيانو او حنبليانو،او دوه ځلې د احنافو او اماميانو له خوا

حى على الفلاح              يو ځل د شافعيانو ،مالكيانو او حنبليانو؛ دوه ځلې د احنافو له خوا.

حى على خير العمل           دوه ځلې يواځې د اماميانو له خوا

قد قامت الصلواه             دوه ځلې د ټولو له خوا پرته له مالكيانو چې يو ځل يې وايې.

الله اكبر                            د ټولو له خوا دوه ځلې

لا اله الا الله          د ټولو له خوا يو ځل.

له اماميه وو يوې ډلې ويلي دي: مسافر او هغه چا ته چې بيړه يې وي روا ده چې اذان او اقامت له هرې برخې يو ځل ووايي.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ اماميه وو ويلي دي: مستحب دې چې ښځه خپل لمانځه ته اذان وكړي او اقامت ووايي، نۀ اعلام ته او كه د ښځو د جماعت پۀ لمانځه كې يوه يې اذان وكړي او اقامت ووايې داسې چې د هغې غږ نران وانۀ وري، مستحب دى.

(2)_ پرته له مالكيانو، ځكه ويلي يې دي: دوه ځلې دې وويل شي.

(3)_ ابن رشد د “بدايه المجتهد كتاب دلومړي ټوك په 103 مخ كې چې په 1935 ميلادي كال چاپ شوى ويلي دي چې نورو “الصلواه خير من النوم” ندی ويلي ځكه دغه جمله له سنت اذان نده او شافعي داسې ويلي دي،او د مخالفت سبب دادى چې اّيا دغه جمله د خداى د رسول (ص) په وخت كې ويل شويده يا د عمر (رض) پۀ زمانه كې او د “مغني ابن قدامه كتاب د لومړي ټوك د درېيم چاپ په 408 مخ كې راغلي چې ” اسحاق ويلي دي: دا جمله خلكو مينځ ته راوړېده. او ابو عيسى ويلي دي: د علم خاوندان خلك د تثويب له ويلو كراهت لري او څه وخت چې عبدالله بن عمر (رض) دا جمله واوريدله له جوماته ووت.

 

د لمانځه واجبات او اركان يې:

د لمانځه صحت پر پاكوالي سره دى چې اودس وكړي او له تشو او ډكو ميتيازو ځان پاك كړي،د لمانځه تر ادا كولو دمخه بايد جبرا د لمانځه وخت او قبله او د جامو اغوستلو څرنګوالې وپيژني او ورته د لمانځه شرطونه ووايې او دهغوى په برخه كې په تفصيل سره خبرې شوېدي، لمونځ اركانو او واجباتو جوړ كړيدى چې د لمانځه پر وخت يې تر لاسه كولو ته راوړي او شمير يې ډير دى.

 

نيت:

1_ مذهبونه،بلكې ديوه مذهب فقيان پردې چې پر لمونځ كوونكي نيت واجب دى سره مخالفت لري او همداسې د لمانځه د څرنګوالي ټاكل چې د ساري په توګه نيت وكړي دا ماسپښين دى يا مازيګر بشپپړ دى يا نيمګړى، فريضه ده يا قضا، واجب دى يا مستحب او داسې نور.

د نيت حقيقت،لكه څنګه چې د اوداسه په برخه كې تير شو د پاك خداى (ج) د امر او د نيت د منلو څخه عبارت دى؛خو دا چې نيت واجب دى يا مستحب، پر ځاى شوى دى يا قضا‌ د لمونځ كوونكى له نيت سره برابر واقع كېږي، لكه څنګه چې له پېله يې د نفلو نيت،او پرهمدې نيت سره ويل شوى په نفلو كې ګڼل شويدي،او كه د لمونځ كوونكي نيت سهار او مازيګر وي، همغه شمير كېږي؛خو كه د كوم شي نيت ونلري،هسې خوشې ګڼل كېږي او امكان نلري چې يو نيت ونكړي،ځكه هرعمل چې له عمل كوونكې سر ووهي، له نيته بېل ندى،په هر صورت كه د كوم ځانګړي لفظ په شكل يې ووايي يا يې ونۀ وايې او كه خپل نيت ته يې پام وي يا نۀ وي ددې له پاره ټول مذهبونه سره يوه خوله دي چې پر ژبه د نيت ويلو غوښتنه نده شوې،لكه څنګه چې رواجي بلل كېږي امكان يې نشته چې يو سړی دې د ماسپښين د لمانځه نيت د مازيګر د لمانځه پرځاى وكړي، يا د واجب لمانځه پر ځاى د مستحب لمانځه نيت وكړي سره لدې چې پېژندل كېږي او د دغو دوو لمونځونو ترمنځ توپير كولای شي.

خو بيا هم د متقدمينو (ړومبنو) ترمنځ د نيت او د ډولونو خبره يې نده،او هغوى چې دين او شريعت يې مينځ ته راوړېدى،د نيت له څرنګوالي يې كومه خبره نده ياده كړې ښه ده دلته د دوو لويو عالمانو خبرې را واخلو چې يو له هغوى “ابن قيم” د اهل سنتو له فقيانو او بل يې سيد محمد له اماميه وو د “المدارك” د كتاب مولف دى.

د ابن قيم د “زادالمعاد” پۀ كتاب كې كټ مټ همداسې راغلې لكه د ابن قدامه د المغنې د كتاب مولف چې په لومړي ټوك كې راغلي دي: هر وخت به چې پيغمبر(ص) لمانځه ته پورته كيده، ويل به يې، “الله اكبر” او دمخه له هغه به يې څه نۀ ويل او په ژبه به يې نيت نۀ ويل او نۀ به يې ويل داسې لمونځ كوم: مخامخ قبلې ته، څلور ركعته، د امامت په نيت يا د ماموم په نيت او د تقليد يا قضايې نۀ ويل او نۀ يې د ماسپښين وخت واجب بللې، او دغه لس بدعته چا په ضعيف (غريب) يا صحيح سند ندي راوړي او څوك يې له څلورګونو امامانو او تابعانو ښه ندي ګنلي.

دويم سيد محمد د “مدارك الاحكام” پۀ كتاب كې د نيت لومړى بحث لمونځ ويلي : چې په شرعي دلائلو كې ګټه ترې اخيستل كېږي،نيت يواسانه او د اعتبار وړ امر دى، پريكړه يوه ټاكلې كار ته د خداى تعالى د فرمان مننه او دومره امر دى چې هيڅ يوعامل د عبادت ترسره كولو ته،له هغه بې خبره ندى؛ځكه چې له فاضلانو ځينو ويلي دي: كه خداى پاك د دې كار خامخا كيدل كولى چې لمونځ او عبادتونه بې نيته پرځاى كړي تكليف به مو يو نۀ وي.

او شهيد په خاطرو كې ياده كړيده چې زموږ ړومبنيو علماوو نيت، په فقهي كتابو كې نه ياداوه، بلكې ويل به يې،د اواسه له لومړنيو واجباتو د مخ مينځل او د لمانځه له لومړنيو واجباتو تحريمه تكبيريا تكبيره الاحرام دى،او له نيته د اعتبار وړ كچه هغه امر دې چې بېلوالى يې ناشونى دى او له هغه زيات ندی واجب ؛ددې مطلب تائيدوونكى له عباداتو په يوه كې هم د نيت يادونه نشته.پدې هكله د پيغمبر(ص) په ځانګړيوحديثونو كې د اوداسه، تيمم او غسل څرنګوالى ندى راغلی.

 

تكبيره الاحرام:

2_بې له تكبيره الاحرامه لمونځ نۀ بشپړېږي او د رسول الله (ص) د وينا له مخې پدې نامه سره نومول شويدي:”د لمانځه پيل اودس،تحريم يې تكبير،تحليل يې د سلام ګرځول دى”يعنې خبرې كول او هر څه چې لمونځ پرې باطلېږي،په دغه تكبير سره حرامېږې او پر سلام ګرځولو سره لمونځ كوونكي ته هغه څه چې تر تكبير تحريمه وروسته ورته حرام شوي وو حلالېږي او د هغه صورت ” الله اكبر” دى، د اماميه وو، مالكيه وو او حنابله وو له خوا بې له هغه كافي ندى، شافعيانو ويلي دي: الله اكبر،الله اكبر د لام او الف په زياتولو سره پر اكبر سربيره لرې كېږي او احنافو ويلي دي: هر هغه لفظ چې دا مانا ولري كافي دی لكه الله الاعظم والله الاجل: له احنافو پرته ډير سره يوه خوله دي، واجب دى چې د تكبير ويل په عربي ژبه وي كه څه هم لمونځ كوونكى عرب نۀ وي.او كه پر ويلو يې وس نۀ وي، يادول يې واجب دي او كه له يادولو عاجز وي،په خپله ژبه دې يې مانا ووايي،خو احنافو ويلي دي: كه عربي يې نشواى ويلاى،چې په هره ژبه يې ويلای شي، صحيح دی.

مذهبونه سره يوه خوله دې هر څه چې د لمانځه شرط دى، لكه پاكوالى، قبله، د اغوستلو جامې او داسې نور همدغه ډول،ويلو ته تكبير شرط دى،چې بايد په ولاړو او د ځاى پر ځاى دريدو چې اندامونه يې تقرر ونيسي توان ولري،او دا چې بايد د “جلاله” لفظ پر “اكبر” وړاندې وبولي،هر كله كه ددې پر خلاف ووايي كبرالله” ندى روا.

 

ودريدل (قيام):

3_ مذهبونه سره يوه خوله دي چې په واجبو لمونځونو كې د “تكبيره الاحرام” له پيله تر ركوع پورې قيام يا دريدل واجب دي،او پر قيام درېدل او د اندامونو تقرر او خپلواكي د باور وړ ده، نو لمونځ كوونكي ته نده روا چې وس يې وي او دى پر څه تكيه وكړي او كه بېوسه وه په كېناستو دې لمونځ وكړي او كه د كېناستو هم نه ؤ پر ښى اړخ لكه د هغه چا په څېر چې په قبر كې ايښوول شوى وي او د وجود اركان يې مخ پر قبله وي لمونځ دې وكړي او دا حكم د ټولو مذهبونو لخوا دى بې له احنافو ځكه هغوى ويلي دي: هرڅوك چې له كېناستو بېوسې دى، پر شا دې سوني ستغ څملي او دواړه پښې دې د قبلې خوا ته كړي،څو اشاره يې په ركوع اوسجده كې د قبلې پر خوا وي.

كه په ښي اړخ له څملاستو هم بېوسې شو اماميانو،شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: شا پر تخته دې څملې او د سر په اشاره دې لمونځ وكړي او كه د سر په اشاره يې هم وس نۀ و په بڼو دې اشاره وكړي.

احنافو ويلي دي:هر كله كه تردې كچې پورې بېوسې و لمونح پر هغه ندى واجب او له لمانځه خلاص دى،خو چې كله له لمانځه د ايساريدلوعلتونه ورك شول او روغ شو بايد قضا يې پر ځاى راوړي.

مالكيانو ويلي دي:له داسې ناروغۍ لمونځ ورباندې نشته او پر هغه قضا راوړل واجب ندي.

اماميانو،شافعيانو او حنبليانو ويلي دي:لمونځ په هيڅ وخت كې له غاړې نۀ اوړي، هر وخت چې په سترګو له اشارې بېوسه ؤ په خپل زړه كې دې لمونځ اداء كړي او ژبه دې په ذكر او قرائت سره وخوځوي او كه د ژبې له خوځيدوهم بېوسې ؤ،څوعقل يې پر ځاى دى په خپل ذهن كې دې هغه تصور كړي، لنډه دا چې لمونځ پر وسمن او بېوسه دواړو واجب دى او په هيڅ وخت كې نۀ پريښوول كېږي هر مكلف بايد هغه له خپل حال سره سم له دريدلو او كېناستلو،په اړخ او پرشا پريوتلو په بڼو سره په اشاره او په ذهن كې حضور ترسره كړي.

كه د لمانځه په مينځ كې وسمن بېوسه او بېوسه وسمن شو،بايد له خپل حال سره سم په هغه صورت كې عمل وكړي؛نو كه په لومړي ركعت كې په ولاړه لمونځ وكړي،بيا بېوسه شو، پاتې لمونځ دې په كېناستو وكړي او كه په كېناستو يې لمونځ وكړ په عين لمانځه كې يې پر وس پوره شوه، بايد لمونځ په ولاړه وكړي.

 

قرائت:

4_ اّيا په هر ركعت، يا دوو لومړيو ركعتو او يا په ټولو ركعتو كې د فاتحې د سورت لوستل واجب دي او ايا بسم الله حتمي برخه يا پريښوول يې روا دي، ايا په لوړ اواز او لنډ ويل واجب دي يا مستحب،ايا سورت وروسته له فاتحې په دوو لومړيو ركعتو كې واجب دى يا ندى واجب؟ ايا د سورت پرځاى تسبيح ويل روا دي؟ ايا د لاس تړل مستحب دي يا حرام؟ مذهبونه پدې حلاتو كې مخالفت سره لري.

احنافو ويلي دي: په واجبو لمونځونو كې د فاتحې سورت ندى ټاكل شوى او له قراّن چې هر څه قرائت شول كفايت كوي.د خداى تعالى له ويلو سره سم ” فاقرا و اماتيسر من القران” (1) او د فاتحې د سورت ويل يواځې په دوو لومړيو ركعتو كې واجب دي؛خو د ماښام په درېم ركعت او د ماسپښين،مازيګر او ماسخوتن په دوو وروستيو ركعتونو كې لمونځ كوونكى كولاى شي په خپله خوښه چې د فاتحې سورت ولولي يا تسبيح ووايي او يا پټه خوله وي. (2)

او د بسم الله ترك كول روا دي، ځكه سورت ندى او پۀ لوړ اواز لمونځ كول او ټيټ اّواز سره مستحب ندي هغه چې يواځې لمونځ كوي خوښمن دى،چې كه وغواړى خپل ځان واوروي او كه ويې غوښتل بل څوك واوروي او يا يې پټ وكړي،بې د وتر له لمانځه، په اكثرو لمونځونو كې قنوت نشته او لاس تړل مستحب او واجب ندي،غوره ده نران د ښي لاس ورغوى د كيڼ لاس پر شا تر نامه لاندې ونيسي (3) او ښځې دې دواړه لاسونه پر سينه ونيسي.

شافعيانو ويلي دي: په هر ركعت كې د فاتحې سورت واجب دى، بې له څه توپيره د دوو لومړيو ركعتو او نورو ترمنځ او بې له څه توپيره دمستحبو او واجبو ترمنځ او بسم الله د سورت جز دی بايد په هيڅ حال كې پرې نۀ ښوول شي.

او د سهار په لمانځه كې قرائت او د ماښام او ماسخوتن په دوه لومړيو ركعتونو كې په لوړ اّواز او نور يې په ټيټ اّواز وويل شي او قنوت په خاص ډول د سهار په لمانځه كې د ركوع له پورته كيدو وروسته په دويم ركعت كې مستحبه ده،همدارنګه چې د يوې سورې ويل د فاتحې تر سورته وروسته يواځې په لومړيو دوو ركعتو كې مستحب دي، خو لاس تړل ندې واجب او ښځو او ته مستحب دي او غوره ده چې دښي لاس خپړ د كيڼ لاس پر شا تر سينه لاندې ونيول شي (له نامه پورته)چپې خواته وي.

مالكيانو ويلي دي: په هر ركعت كې د فاتحې سورت ټاكل شوېدى او په دوو لومړيو ركعتو،دوو وروستيو ركعتو او د واجبو او مستحبو ترمنځ څه توپير نشته لكه څنګه چې له شافعيانو يادونه وشوه،د يوې سورې قرائت د فاتحې تر سورت وروسته په دوو لومړيو ركعتو كې مستحب دى او بسم الله د سورت جز ندى،بلكې د بسم الله پريښوول مستحب دي او په لوړ اّواز د سهار په لمانځه او د ماښام او ماسخوتن په دوو لومړيو ركعتو كې او هم دسهار په لمانځه كې قنوت نازله مستحبه بولي.

خو هغوى لاس تړل روا ګڼي؛خو په واجبو لمونځونو كې مستحب دي چې دواړه لاسونه ځوړند كړي.

حنبليانو ويلي دي: په هر ركعت كې د فاتحې سورت واجب دى او هم ترسورت وروسته حمد په دوو لومړيو ركعتونو كې،د سورې ويل مستحب دي او د سهار،ماښام او ماسخوتن د لمونځونو په دوو لومړيو ركعتونو كې مستحب دى،چې په لوړ اّواز وويل شي او دا چې بسم الله د سورت يوه برخه ده،بايد ورو وويل شي. نۀ په لوړ اّواز او قنوت د وتر پۀ لمانځه كې دی، نۀ په نورو كې خو پر سينه لاس اېښوول نرانو او ښځو ته مستحب دى او غوره دا ده چې د ښي لاس ورغوى د كيڼ لاس پر څټ تر نامه لاندې ونيسي؛نو څرګنده شوه پر سينه د لاس ايښوولو مانا چې د اهل سنتو فقيان هغه ته قبضه وايي او د شيعه فقيانو هغه تكفير (يعنې مستور لرل) بللي. له څلو رګونو مذهبونو په هيڅ يوه كې واجب ندي.

اماميانو ويلي دي:د فاتحې د سورت لوستل په دوو لومړيو ركعتونو كې په هر لمانځه كې ټاكل شويدي او بې له هغه كفايت نكوي او د ماښام په درېم ركعت او د څلور ركعتي په دوو وروستيو ركعتونو كې نده واجب. بلكې د فاتحې او تسبيح ترمنځ خوښمن دى او هغه دا چې لمونځ كوونكى درى ځلې ووايي: ” سبحان الله والحمدلله ولا اله الا الله والله اكبر” او يو ځل هم كفايت كوي او په دوو لومړيو ركعتو كې يو ټول سورت واجب دى او بسم الله د سورت جز دى او په هيڅ وخت كې پرېښوول يې ندي روا د سهار په لمانځه او د ماښام او ماسخوتن په دوو لومړيو ركعتو كې يواځې د سورت ويل په لوړ اّواز واجب دى. نۀ نور ذكرونه،او د ماسپښين او مازيګر په لمونځونو كې په ټيټ اّواز بايد وويل شي پرته له بسم الله چې په زوره ويل يې مستحب دي او په پنځه ګونو لمونځونو كې قنوت مستحب دی او ځاى يې په دوېم ركعت كې د سورې تر ويلو وروسته او تر ركوع د مخه دى او لږ تر لږه په لوړ اّواز دا دي چې د څنګ ملګرى يې واوري او ورو كچه يې د ويلو داده چې په خپله ويونكى يې واوري،او ښځو ته په لوړ اّواز ويل د ټولو مذهبونو پۀ اجماع سره روا ندي،او هم ښځې بايد داسې لمونځ وكړي چې يواځې پخپله يې واوري. كه لمونځ كوونكي د خفيه پر ځاى په جهر سره ولوست ، يا يې په زوره ويلو پر ځاى كستنه ورو وويل، لمونځ يې باطل دى،او كه د ناپوهۍ يا هېرې له مخى ؤ بيا صحيح دى.

او هم اماميه وو ويلي دي: د اّمين ويل حرام دى او لمونځ باطلوي كه يواځى وي يا له امام يا ماموم سره ؛ځكه اّمين ويل د خلكو له خبرو دې او ندي روا چې په لمانځه كې د خلكو خبرې وشي،څلورګوني مذهبونه د اّمين پر مستحب والي سره يوه خوله دي د ابوهريره د روايت پر بناْ چې پيغمبر (ص) وفرمايل: “كه هر وخت امام وويل غير المغضوب عليهم ولاالضالين” ووايۍ اّمين” ،اماميه وو ددې حديث صحت منع كړى او ډيرو يې ويلي دي: لاس تړلى لمونځ ويل د هغه د نص د ثبوت د نشتوالي له پاره د لمانځه باطلوونكى دى او له اماميه وو ځينو ويلي دي: لاس تړل حرام دي، كه هر چا لاس تړلى لمونځ وكړ، ګناه يې كړې؛خو لمونځ يې ندى باطل او له اماميه وو درېمې ډلې ويلي دي: لاس تړل مكروه دي او حرام ندي.

 

ركوع :

5_ ټول مذهبونه سره خوله دي چې په لمانځه كې ركوع واجبه ده او د هغه د واجب والي په اندازه كې سره مخالف دي، ركوع بايد له طمانينه يعنې د ټولو غړيو ” اندامونو” په تقرر او اّرام والي سره وي.

احنافو ويلي دي: واجبه ده ركوع ته له ټيټېدو سره سم هر څنګه چې وي او طمانينه نده واجبه .

نورو مذهبونو ويلي دي: ټيټېدل تر هغې كچې پورې واجب دي، چې د لمونځ كوونكي د لاسونو ورغوي دواړو ګونډو ته ورسيږي او طمانينه او تقرر په ركوع كې واجب دى.

شافعيانو،حنبليانو او مالكيانو ويلي دي:د ركوع پر وخت ذكر ندى واجب،يواځې مستحب دي چې لمونځ كوونكى ووايي: سبحان ربى العظيم

اماميه او حنابله وو ويلي دي: په ركوع كې تسبيح واجبه ده او هغه حنبليان داسې وايي: سبحان ربى العظيم او اماميه وايي: سبحان ربى العظيم و بحمده يا درې ځلې سبحان الله وي او د اماميه وو په وړاندې تر تسبيح وروسته پر محمد او اّل يې صلوات مستحب دى.

احنافو ويلي دي: له ركوع پورته كېدل او سم سيخ دريدل ندي واجب، بلكې دا بس ده چې سجدې ته ولاړ شي حال دا چې بې له ودريدو مكروه ده.

پاتې نورو مذهبو ويلي دي: پورته ولاړيدل او سم سيخ ودريدل واجب دي،او مستحب دي چې ووايي: سمع الله لمن حمده” او اماميه، طمانينه او د اندامونو تقرر په قيام كې واجب ګڼلي دى.

 

سجدې:

6_ مذهبونه سره يوه خوله دي چې په هر ركعت كې دوه وارې سجده واجبه ده؛خو د سجدو په حدودو كې سره مخالف دي چې اّيا واحب دي چې پر ټولو اوو واړو عضو سجدې وكړي يا له هغو څو غړي بس دي؟ اووه ګوني غړي د ټنډې د دواړو لاسونو ورغوي او دوو ګونډو او دوو پښو د ګوتو څخه عبارت دي.

مالكيانو، شافعيانو او احنافو ويلي دي: سجدې يواځې پر ټنډه واجب او پر نور غړيو مستحبې دي.

اماميانو او حنبليانو ويلي دي: سجدې د بدن پر ټولو اووه ګونو غړيو واجبې دي او له حنبليانو اته غړي نقل شويدي چې پزه يې پر هغو ور زياته كړېده.

او په تسبيح او طماْنينه كې په سجدو كې مخالفت داسې دى لكه په ركوع كې مخالفت؛نو كه هر چا هغلته واجبه وګڼله، دلته يې هم واجبه بولي.

احنافو ويلي دي: د دوو سجدو ترمنځ كېناستل ندي واجب او نورو مذهبونو ويلي دي: واجب دي.

 

تشهد:

7_ پۀ لمانځه كې تشهد دوه ډوله دى: لومړى هغه چې تر دويم ركعت وروسته د ماښام او ماسخوتن، ماسپښين او مازيګر پۀ لمانځو كې دى،چې تر هغه وروسته سلام ګرځول نشته،دويم هغه دى چې تر سلام دمخه وي، كه لمونځ دوه ركعتي يا درى ركعتي يا څلور ركعتي وي. (4)

اماميانواوحنبليانو ويلي دي: لومړى تشهد واجب دى او نورو مذاهبو ويلي دي:مستحب دى؛خو دويم تشهد، شافعيانو،اماميانو او حنبليانو واجب بللى ولې مالكيان او حنفيان يې مستحب ګڼي (5)

 

د مذهبونو له رويه د تشهد شكل:

لومړى – احناف:

التحيات لله والصوات والطيبات، السلام عليك ايها النبى و رحمه الله و بركاته ، السلام علينا و على عبادالله الصالحين ، اشهد ان لا اله الا الله، و اشهد ان محمد عبده و رسوله…

دويم – مالكيه:

التحيات لله الزاكيات لله الطيبات الصلوات لله، السلام عليك ايها النبى ورحمه الله و بركاته، السلام علينا و على عبادالله الصالحين ، اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريك له و اشهد ان محمد ا عبده ورسوله….

درېيم – شافعيان:

التحيات المباركات الصلوات الطيبات لله، السلام عليك ايها النبى و رحمه الله و بركاته، السلام علينا و على عبادالله الصالحين اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان سيدنا محمد رسول الله….

څلورم – حنبليان:

التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك ايها النبى و رحمه الله و بركاته السلام علينا و على عبادالله الصالحين اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريك له، و اشهد اّن محمد ا عبده و رسوله، اللهم صل على محمد…

پنځم – اماميه:

اشهد ان لا اله الا الله وحده لاشريك له ، و اشهد ان محمدا عبده و رسولۀ ، اللهم صلى على محمد و اّل محمد….

 

سلام ويل:

8_ شافعيانو، مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: سلام ويل واجب دي.

احنافو ويلي دي: ندى واجب (6)

اماميان سره مخالف دي پردې چې ځينو ويلي واجب دى او نورو يې ويلي مستحب دی . هغه چې سلام ويل مستحب ګڼي هغوى شيخ مفيد او شيخ طوسي او علامه حلى دى.

د سلام شكل د څلورګونو مذاهبو په وړاندې يو ډول دى، او هغوى وايې چې د” السلام عليكم و رحمه الله ” او حنبليانو ويلي دي: دوه ځلې سلام واجب دى او نورو په يو ځل بسنه كړېده.

اماميانو ويلي دي: “سلام دوه ډوله دى لومړى “السلام علينا و على عبادلله الصالحين” دويم “السلام عليكم و رحمه الله و بركاته” ، چې له دغو دوو،يو يې واجب دى؛ نو كه لومړى سلام يې وويل دويم يې مستحب كېږي،كه دويم يې وويل پر همغه بسنه كېږي او هلته درېږي؛خو السلام عليك ايها النبى و رحمه الله و بركاته” له سلام ندى او يواځې تر تشهد وروسته مستحب دى.

ترتيب :

9_ د لمانځه د برخو ترمنځ ترتيب واجب دى،يعنې تكبيره الاحرام بايد تر سورت د مخه ووايي او د سورت ويل پر ركوع او ركوع پر سجده او سجده پر قعده همداسې تر پايه پورې په ترتيب سره يو پر بل پسې ادا كړي.

 

موالات:

10_ موالات او يو پر بل پسې د لمانځه د برخو راوړل واجب دي،يعنې پيل كوي يې د سورې په ويلو په پرله پسې ډول تر تكبير وروسته او پۀ ركوع سره بيا د سورې تر ويلو وروسته او همداسې نور. او د اّيتونو، كلمو او حروفو تر مينځ بېلوالى نۀ راولي.

 

========================================

يادداښتونه:

(1) – بدايه المجتهد ، 1ج، 122ص- او ميزان الشعراني باب صغه الصلوه

(2)_ النووي شرح المهذب 3ج، 361ص

(3)_ داسې چې د ښې لاس غټه ګوته او كوچنۍ ګوته د كيڼ لاس تر مړ وند ګرده حلقه كړي (پښتو ژباړن)

(4)_ بدايه المجتهد، 1ج- 125ص

(5)_ بدايه المجتهد، 1ج- 126ص

(6)_ بدايه المجتهد، 1ج – 126ص

 

په لمانځه كې رخه (شك) او سهوه (تېروتنه) :

مذهبونه سره يوه خوله دي چې كه هر څوك د لمانځه له واجباتو يو څه پريېدي،لمونځ يې باطل دى او كۀ پۀ سهوه يې پرېږدي د سهوې پر سجدې دې (چې مفصل بيان به يې وروسته راشي) هغه جبيره كړي.

احنافو ويلي دي: د سهوې سجده داسې ده چې دوې سجدې كوي تشهد وايي سلام ګرځوي. پر پيغمبر (ص) درود وايي او دعا كوي،او د دې سجدې ځاى د لمانځه تر سلام وروسته دى پدې شرط چې وخت ډير وي؛نو پر چا چې د سهار لمانځه ته د سهوې سجده ده، [د ساري په توګه مخ كې له هغه چې سجده وكړي لمر راوخوت] سجدې پر هغه نشته؛خو د سهوې د سجدې سبب هغه دى چې لمونځ كوونكي كوم واجب فعل ترك كړى وي يا يو له اركانو چې ركوع او سجدې دې له خپله حده ډېرې اداء كړې وي، كۀ هر وخت يې څو ځلې سهوه وكړه، دوې سجدې بس دي،څرنګه چې د سهوې د سجدې بيا تكرارول د هغوى په نزد ندي روا؛خو كه په سجده سهوه كې يې بيا هم سهوه وكړه ورته بيا بله سهوه نشته. (1)

مالكيانو ويلي دي:د سهوې سجدې دوې دي او تر هغه وروسته تشهد؛خو دعا او پر پيغمبر (ص) درود نۀ ويل كيږي، پرځاى يې بايد سجدې ته پام وكړي،كۀ يواځې تاوان ته،يا تر تاوان ډير يو له بله سره په تاوان كې سره شريك وى د هغه ځاى تر سلام د مخه دى، او كۀ يواځې لږ زياتوالى وي د هغه ځاى تر سلام وروسته دى، اوهمداسې بايد د هغه سبب ته پاملرنه وشي،كه سهوه يې وكړه او كۀ هغه څۀ چې پريښوول شويدي واجب دي پدې ترڅ كې سجده يې نۀ جبيره كوي،بلكې هغه دې پخپله پرځاى كړي، كۀ سهوه د يوۀ شي پر ډيروالي كې وه لكه يوه يا دوې ركوع، او يا يو يا دوه ركعته، د هغه د سهوې سجده دې جبران كړي.

حنبليانو ويلي دي: د سهوې سجده تر سلام د مخه او تر سلام وروسته روا ده د دوو سجدو پۀ ډول او تر تشهد او سلام وروسته، او د هغه سببونه ډير او تاوان او شك دى.

بېلګه: كۀ ډير درېدل او كېناستل صورت ومومي،يعنې يو سړى د دريدو پر ځاى كېني او يا د كېناستو پر ځاى ودرېږي سهوې ته بايد سجده وكړي؛خو تقصان ته يو ځانګړى عمل دى، د ساري پۀ ډول كۀ پر وروستى ركعت كې تر پيل دمخه پر عيب پوه شو، واجبه ده، هغه څه چې سهوه يې كړېده پر ځاى كړي او د سهوې سجده وكړي، او كۀ د وروستني ركعت د قرائت تر پيليدو پورې ورپۀ ياد نشول،لومړى ركعت دې خوشې كړي او دويم ركعت يې پر ځاى دى،او سهوې ته دې سجدې وكړي، لكه دا چې كۀ په لومړي ركعت لګيا ؤ او ركوع يې سهوا وكړه او تر سجدو وروسته ور پۀ ياد شوه، بايد ركوع پرځاى راوړي او بيا دې سجده دويم ځل ته وكړي، كۀ په دويم ركعت كې تر داخلېدلو وروسته ور پۀ ياد شوه او پر قرائت يې پيل وكړ، لومړى ركعت دې پرېږدي او دويم ركعت دې لومړى ركعت وګڼي؛خو هغه شك چې د سهوې د سجدې سبب شوېدى داسې دى لكه چې په ركوع پريښوولو كې شك وكړي او يا د ركعتونو پۀ شميره كې، بايد پر غالب ګومان عمل ترسره كړي او په څه كې چې شك پرې لري ادا يې دې كړي او لمونځ دې پاى ته ورسوي، بيا دې سجده وكړي او ټولو سهوو ته دوې سجدې بس دي، كۀ څه هم سببونه يې ډېر وي، او همداسې ډېرو سهوو ته سهوه نشته يعنې پر خپله سهوه بايد ونۀ درېږي.

شافعيانو ويلي دي:د سهوې د سجدې ځاى تر تشهد او پر پيغمبر (ص) تر درود ويلو وروسته او له سلام ګرځولو دمخه دى؛خو د هغه څرنګوالى داسې دى چې پۀ مخكينيو مذهبو كې ياده شوه او د سهوې د سجدې سبب د ټينګو سنتو پرېښوول دي يا د كلام لږوالى او زياتوالى يا پۀ سهوه سره د فاتحې لوستل او يا پداسې سړي پسې اقتدا كول چې پۀ لمانځه كې يې عيب وى او يا د ركعتونو پۀ شمير كې شك راوړل او يا د يوې ټاكلې برخې پريښوول دي.

خو اماميه وو ويلي دي: د سهوې او شك د حكمونو تر مينځ توپير دى او ويلي يې دي كۀ د لمانځه له فعلونو پۀ يوه شي كې حال دا چې د هغه تر پاى ته رسېدو وروسته وي، شك څرګند كړي،پرې باور ونكړي او هم مقتدي يا ماموم د امام تر پيروۍ وروسته پر خپل شك باور ونكړي او همداسې دې امام د مقتدې له پيروۍ پر خپل شك باور نكوي؛نو هر يو يې چې له دغو دوو،يو د بل پر يادولو سره راوړ له خپل شكه پر شا كېږي، او پداسې شك چې پكې ډېر نور شكونه وي د باور وړ ندى. همدارنګه د لمانځه له عملونو پۀ يوه برخه كې شك د ورپسې فعل تر داخلېدو وروسته، يعنې هر كله چې سورت لوستل كېږي او د فاتحې د سورت پۀ برخه كې شك ورته پيدا شي او يا دا چې د ركوع تر پيلېدو وروسته د سورې پۀ اړه شكمن شو،او همداسې حال دا چې سجدې ته ولاړ شي او د ركوع پۀ اړه شك ورته پيدا شي،واجبه ده چې هغه فعل تر سره كړي. او كۀ څوك د فاتحې پۀ ويلو د سورت تر ويلو د مخه شك واخلي، فاتحه دې ووايي او همدارنګه كۀ تر ركوع دمخه پۀ سورت كى شكمن شو، بايد سورت ووايي.

خو د سهوې سجده چې هر لږ او ډېر ته ده، په لوړ اّواز له ويلو پرته پۀ هغه ځاى كې چې په ټيټ (خفيه) اّواز يې ووايي او يا ورو ويل په هغه وخت كې چې بايد په لوړ اّواز وويل شي، كومه ستونزه نده او هم د لمانځه له اركانو چې ډېر او دهغوى نيمګړتيا د بطلان سبب كېږي، كۀ سهوا وي يا په قصدي ډول د لمانځه اركان د هغوى پۀ نزد پنځه دي، 1-نيت، 2- تكبير ه الاحرام،. 3- قيام، 4- ركوع، 5- دوې سجدې پۀ ركعت كې.

او هره برخه چې له لمانځه پۀ سهوه سره پريښوول شي بيا جبيرې ته هغه تر لمانځه وروسته ندي واجب،ترڅوسجده او تشهد يې نۀ وي پرېښى، څرنګه چې د دغو دواړو بيا قضا راوړل واجب دي؛خو لدې دواړو پرته قضاء نشته.د لمانځه له هيرو شويو برخو او دغه دواړه كۀ تر لمانځه وروسته ادا كړي،بيا د سهوى سجده وكړي، د سهوې سجده داسې ده چې دوې سجدې دې وكړي او په سجده كې دې ووايي، بسم الله و بالله اللهم صلى على محمد و اّل محمد ، يا دې تشهد ووايي او سلام دې وګرځوي. او د سهوې د سجدو شميره د هغه د انګېزو د شميرې پۀ سبب واجبېږي او ډيرو سهوو ته، كومه سهوه نشته، يعنې دومره د پام وړ نده او كۀ په سهوه كې هم سهوه وكړي، كومه سهوه نشته.

 

 

 

د ركعتونو پۀ شمېر كې شك:

شافعيانو،مالكيانو اوحنبليانو ويلي دي: كه د ركعتونو په شميره كې شك ورته پيدا شي او پوه نشي چې څو ركعته يې كړيدي، پر غالب ګومان دې تكيه وكړي او دا همغه لږ حد دى او پاتې دې تر پايه پورې تر سره كړي.

احنافو ويلي دي: كۀ لمونځ كوونكى لومړي ځل پۀ ټول عمر كې يوه پلا شكمن شو،بايد لمونځ له سره وكړي؛خو كۀ هغه له پخوا راهيسې له شك سره مخامخ ؤ پۀ غور دې سوچ وكړي او پر هر څۀ يې چې ګومان بر شو پرې دې عمل تر سره كړي، كۀ بيا هم پۀ شك كې لويدلى پاتې شو، له لږه دې پيل او باوري دې يې وګڼي.

اماميانو ويلي دي: هر كله چې په دوه ركعتې لمونځونو لكه د سهار، مسافر، جمعې، د اخترونو اود كسوف (د لمر نيول) يا د ماښام او يا د څلور ركعتي لمونځونو په دوو لومړيو ركعتو كې يې شك څرګند كړ،لمونځ يې باطل دى او بايد له سره يې وكړي. خو كه په څلور ركعتي لمونځونو كې وي؛نو له ډيرو يې دې پيل او لمونځ دې اداء كړي، او مخكې لدې چې يو شى له لمانځه سره ټكر لري (لمونځ باطلوي) او تر سره يې كړي، لمونځ دى احتياطا وكړى، د سارې پۀ توګه كه تر دوو سجدو كولو وروسته د دوو او درېو ركعتونو ترمنځ شك ورته پيدا شي، له درېو دې لمونځ پيل كړي او لمونځ دې وكړي، بيا دې تر دوو ركعتو وروسته احتياطا كيني يا يو ركعت دې د احتياط له مخې وكړي؛خو كه د درېو او څلورو ترمنځ يې شك راغۍ؛نو له څلورو دې لمونځ پيل او تر پايه پورې يې دې ورسوي، او دوه ركعته دې د احتياط له رويه په ولاړو وكړي؛خو كه د دوو، درېو او څلورو ترمنځ يې شك راغی له څلورو يې دې پيل كړي او دوه ركعته دې په كېناستو وكړي او سبب يې د لمانځه د حقيقت پر ساتلو او له لږ او ډير لرې والي ګڼلى دى. او د هدف روڼ والي ته يې دا بېلګه يادوو چې هر چا د درېو او څلورو ترمنځ شك وكړ،پيل دې پر څلور ركعتونو ورواچوي،او يو ركعت دې تر لمانځه وروسته وكړي.

او كۀ د هغه لمونځ پاى ته ورسيد او لمونځ څلور ركعتي وي،دغه يو ركعت احتياطي پۀ نفلو كې ګڼل كېږي،او كۀ فرضا د هغه لمونځ درى ركعتي ؤ دغه احتياطي ركت د هغه متمم ګڼل كيږي. پۀ هر صورت د احتياط لمونځ پدې ډول چې وويل شو د اماميانو له خپلو ځانګړتياؤ دی.

د اماميانو په نزد دا كار يواځې پۀ واجبو لمونځونو كې دى، پۀ خاصه توګه پۀ څلور ركعتي لمونځونو پورې تړاو لري؛خو لمونځ كوونكى پۀ نفلي لمونځونو كې اختيارمن دى چې له اقل يې پيلوي يا له اكثر څخه؛خو دا چې لمونځ باطل شي؛نو بيا دا اختيار هم نشته څرنګه چې د دوو يا درېو ترمنځ سره لدې چې نفلي لمونځونه دوه ركعتي دي او پردې پوه وي بيا هم شك ورته پيدا شي دلته دې له دوو پيل وكړي چې اقل دي، او غوره داده چې پر ټولو مستحبو لمونځونو كې له اقل پيل مطلق دى چې بايد وېې كړي. كۀ يې د احتياطي لمونځونو پر ركعتونو كې شك پيدا شو؛نو بيا دې بنا له اكثرو پيل كړي؛خو كه پۀ كوم ځاى كې اكثر باطل وو،بيا دې بناء پر اقل ورواچوي او له اماميه وو ځينو يې ويلي دي: ددغو دوو ترمنځ اختيار لري چې بناء پر اقلو پيلوى يا پر اكثرو.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ مجمع الانهر، 1ج باب سجود السهو

 

د ُجمعې لمونځ:

اهل سنت او شيعه ټول مسلمانان د پرله پسې احاديثو له مخې د جمعې د لمانځه پر واجب والي سره يوه خولۀ دي،څرنګه چې خداى تعالى د جمعې پۀ سورت كې فرمايلي دي: “يا ايها الذين امنو اذا نودى للصلوه من يوم الجمعه فاسعوا الى ذكر الله و ذرو البيع” (اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى،چې كله د جمعې د لمانځه اذان وشو د خداى يادولو ته بيړه وكړۍ او اخېستل او پلورل پرېږدۍ)

مذهبونه سره مخالف دي چې اّياد جمعې د لمانځه د واجبېدو پۀ صورت كې د سلطان يا د نايب شتون يې شرط دى،يا پۀ هر حال چې وي د جمعې لمونځ واجب دى؟

احنافو او اماميانو ويلي دي: د جمعې په لمانځه كې د سلطان يا نايب شتون شرط دى او د يو له دغو دوو د يوۀ پر نشتوالي سره د جمعې لمونځ نۀ واجبېږي. اماميانو د سلطان عدالت شرط كړېدى، او كه نه؛نو له هغه شتون او نشتون سره برابر دي؛خو احنافود سلطان په شتون سره كۀ څه هم عادل نۀ وي بسنه كړېده.

شافعيان،مالكيان او حنبليان د سلطان شتون د جمعې لمانځه ته غوره نۀ ګڼي.

او ډيرو اماميانو ويلي دي: كۀ سلطان يا نايب يې د جمعې پۀ لمانځه كې نۀ ؤ،دعادل فقيه پر شتون سره د جمعې د لمانځه يا د ماسپښين د لمانځه ترمنځ د جمعې د لمانځه پۀ غوره والي سره اختيارمن دى.

 

د جمعې د لمانځه شرطونه:

مذهبونه سره يوه خولۀ دي: هغه شرطونه چې نورو لمونځونو ته ياد شويدي هغه د جمعې لمانځه ته هم دې،له پاكوالي او د عورت تر پټوالي او قبلې ته تر مخامخ ودرېدو وروسته د هغه وخت د ماسپښين له پيله (د غرمې له زوال) دى ترڅود هر شي سيورى دهمغه شي له قد سره برابر شي او هم يې د جمعې د لمانځه اداء كول پۀ جومات كې او له جوماته پر بل ځاى كې روا بللي بې له مالكيانو چې ويلي يې دي: بې له جوماته بل ځاى ندى صحيح.

همداسې ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي: چې د جمعې لمونځ پر نرانو واجب او پر ښځو ندى واجب،او هر څوك چې د جمعې لمونځ وكړي،د ماسپښين لمونځ يې له غاړې اوښتى دى او هم د جمعې لمونځ يواځې پر جماعت سره صحيح ګڼي او پر ړندو او معذورو يې واجب نۀ ګڼي.

مذهبونه پۀ هغه شمېره كې چې د جمعې لمونځ پرې كېداى شي،سره مخالف دي؛ ماليكانو ويلي دي: بې له امامه لږ تر لږه بايد دوولس تنه وي.

========================

يادداښتونه:

(1) خوچي سلطان مسلمان اونارينه وي،نه كافر،لادينه اوښځه . “پښتوژباړن”

اماميانو ويلي دي: له امام پرته څلور تنه،شافعيانواوحنبليانو ويلي دي:له امام سره څلويښت تنه، احنافو ويلي دي: پنځه تنه او ځينو له هغو ويلي دي: بايد اووه تنه وي.

پرته له احنافو ډيرى مذهبونه سره يوه خولۀ دي،هغه سړى چې پرې د جمعې لمونځ واجب دى، د غرمې تر زوال وروسته او د جمعې د لمانځه تر اداء كولو دمخه مسافرت نشي كولاى.

 

دوې خطبې:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې دوې خطبې د جمعې د لمانځه د كيدو شرط دى او بايد چې تر غرمې وروسته او د جمعې د لمانځه تر اداء كولو دمخه وويل شي؛خو پدې كې چې د خطبې د لوستلو پر وخت بايد خطيب ولاړ وي سره مخالف دي،اماميانو، شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: واجب دي،احنافو او حنبليانو ويلي دي: ندي واجب؛خو د دوو خطبو د څرنګوالي په اړه، احنافو ويلي دي: پۀ ډير لږ ذكر سره د خطبې امكان شته، يعنې هر كله كۀ امام وويل “الحمد لله او يا استغفر الله” دا بس ده، خو كۀ پرې بسيا وشي، مكروه ده.

شافعيانو ويلي دي:له دوو خطبو پۀ هره يوه كې بايد د خداى (ج) حمد او پر پيغمبر (ص) درود او پر تقوى ټينګار وشي،او لږ تر لږه پۀ يو له دوو خطبو دقراّن يو اّيت تلاوت شي او كۀ په لومړۍ خطبه كې وي غوره دى او پۀ دويمه خطبه كې دې مومنانو ته دعا وكړي.

مالكيانو ويلي دي: هغه څه چې پۀ رواجي شكل هغې ته خطبه ويل كېږي، كفايت كوي او هغه خطبې بايد ډار او تمه دواړه له ځانه سره ولري (خوف او رجاء).

حنبليانو ويلي دي: د مجبورۍ له مخې بايد دخداى (ج) حمد او پر پيغمبر (ص) درود او د قراّن له اّيتونو د يوه اّيت لوستل او پر تقوى ټينګا وويل شي.

اماميانو ويلي دي: پۀ هره خطبه كې د پروردګار حمد او ثنا او پر پيغمبر (ص) او پر اّل يې درود او وعظ او له قراّن د يوه يا څو اّيتونو لوستل واجب دى او پۀ دويمه خطبه كې استغفار او مومنينو او مومناتو ته دعا زياتېږي.

شافعيانو او اماميانو ويلي دي:پر امام واجبه ده چې د دوو خطبو ترمنځ د يوه لنډ كېناستلو پۀ واسطه څه ځنډ راولي،اومالكيانو او احنافو ويلي دي:واجبه نده بلكي مستحبه ده.

حنبليانو ويلي دي: له وس سره سم د خطبې عربي ويل شرط دي.

شافعيانو ويلي دي: حال دا چې لمونځ كوونكي عربان وي شرط ده،چې خطبه عربي وي،خو كۀ له اعرابو پرته نور خلك وي كۀ څۀ هم امام په عربۍ ښه پوهېږي، پخپله ژبه دې خطبه ولولى.

مالكيانو ويلي دي: پۀ عربي ژبه د خطبې ويل واجب دي، كۀ څه هم لمونځ كوونكي له اعرابو پرته نور خلك وي او له عربۍ پر هيڅ هم ونۀ پوهيږي. كه پۀ مينځ كې يې داسې څوك نۀ وي چې پۀ عربۍ ښه پوهېږي د جمعې لمونځ يې له غاړې اوښتى دى.

احنافو او اماميانو ويلي دي: پۀ خطبه كې پۀ عربۍ خبرې كول شرط ندي.

 

 

 

د جمعې د لمانځه څرنګوالى:

د جمعې لمونځ لكه د سهار لمونځ دوه ركعته دى،اماميانو او شافعيانو ويلي دي: مستحب دى، تر حمد وروسته پۀ لومړي ركعت كې د جمعې سورت او پۀ دويم ركعت كې د منافقينو سورت بايد وويل شي.

مالكيانو ويلي دي: پۀ لومړي ركعت كې د جمعې سورت او پۀ دويم ركعت كې د غاشيه سورت وويل شي.

احنافو ويلي دى:د خاص سورت ټاكل مكروه دي.

 

د اخترونو لمونځونه:

د كوچني او لوى اختر د لمانځونو پۀ واجبوالي او مستحبوالي كې سره مخالف شويدي:

اماميانو او احنافو ويلي دي:لكه د جمعې د لمانځه شرطونه عيني واجب دي. كۀ يې يو شرط نۀ ؤ د دواړو خواو پۀ نزد واجب والى يې نشته،اماميانو ويلي دي: كۀ له واجبو شرطونو يې يو شرط نۀ ؤ، كۀ هغه پۀ جماعت سره وي يا پۀ ځانګړي شكل، په سفر وي يا پر خپل وطن د اسحباب له مخې دي يې اداء كړي.

حنبليانو ويلي دي: د اختر لمونځ يو كفايي واجب دى.

شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: هغه مؤكد سنت دى.

د اماميه وو او شافعيه وو پۀ نزد د اختر د لمانځه اداء كولو وخت له لمر ختو تر زوال پورې دى او د حنبليانو پۀ نزد بيا تر لمر راختو وروسته د يوې نيزې پۀ كچه تر غرمې پورې دى.

اماميانو ويلي دي: د دوو بشپړو خطبو ويل لكه د جمعې پۀ لمانځه كې واجب دي او پاتې نور مذهبونه پر استحباب يې قائل دي. ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي چې: د اختر د لمانځه د خطبې ويل دجمعې د لمانځه د خطبې پر خلاف د اختر د لمانځه تر اداء كولو وروسته دي.

اماميانو او شافعيانو ويلي دي: د اختر لمونځ پۀ ځانګړي يا د جماعت پۀ ډول دواړه صحيح دي او نورو مذهبونو ويلي دي: پر جماعت سره واجب دى.

خو د هغه څرنګوالى د مذهبونو پۀ نزد پۀ لاندې ډول دوه ركعته دى:

احناف:

لومړى نيت،بيا تكبيره الاحرام، ورپسې دې پر خداى پاك ثنا ووايي،همغه وخت دې درې ځلې تكبير ووايي، تر هر تكبير وروسته دې د درېو تكبيرونو د ويلو پۀ اندازه پټه خولۀ شي او وروسته كۀ ووايي، چې : سبحان الله والحمد لله و لا اله الا الله والله اكبر” كوم تاوان نلري، بيا دې د حمد سورت او ورپسې دې دقراّن كريم يو بل سورت ووايې او بيا دې درې تكبيره ووايي او ركوع او سجدو ته دې ولاړ شي او لمونځ دي پاى ته ورسوي.

شافعيان:

لومړى دې تكبيره الاحرام ووايي او د استفتاح (1) دعا دې ووايي او بيا دې تر اووه ځلې ورو تكبير د دوو تكبيرونو تر مينځ “سبحان الله والحمد الله و لا اله الا الله والله اكبر” ووايي، بيا دې اعوذ بالله او د حمد او دقاف سورتونه ووايي او ركوع او سجدو ته دې ولاړ شي، او دويم ركعت ته دې پورته شي او د قيام پۀ حال كې دې تكبير ووايي، او پنځه تكبيرونه دې ورزيات كړي او د هرو دوو تكبيرونو ترمنځ دې ووايي “سبحان الله والحمد الله و لا اله الا الله والله اكبر” بيا دى حمد او د اقتربت سورت ووايي او لمونځ دې پاى ته ورسوي.

حنبليان:

د استفتاح دعا دې ووايي او تر شپږ ځلې تكبير وروسته چې د هرو دوو تكبيرونو ترمنځ ورو ووايي: الله اكبر كبيرا والحمد الله كثيرا و سبحان الله بكره و اصيلا و صلى الله على محمد و اله و سلم تسليما” تر اعوذ بالله او بسم الله ويلو وروسته حمد او سبح باسم ربك ووايي، هغه وخت دې لومړى ركعت پوره كړي، او پۀ دويم ركعت كې تر تكبيره الاحرام پرته دې نور تكبير ووايي او هغه چې په لومړي ركعت كې ياد شول همغه دې د هرو دوو تكبيرونو تر مينځ ووايي او بيا دې بسم الله ووايى او د غاشيې د سورت تر ويلو وروسته دې ركوع ته ولاړ شي او لمونځ دې پاى ته ورسوي.

مالكيان:

تكبيره الاحرام دې ووايي، بيا دې شپږ تكبيره ووايي، بيا دې سورت حمد او د اعلى سورت ووايي او ركوع ته دې ولاړ شي او دويم ركعت ته دې ودرېږي او بيا دې پنځه تكبيره ووايي او وروسته دې د حمد سورت او د الشمس سورت يا كوم بل يې پۀ څير ووايي او لمونځ دې پاى ته ورسوي.

اماميان:

تكبيره الاحرام دې ووايي او د حمد اوسورى تر ويلو وروسته دې پنځه تكبيره وويي او بيا دي تر هر تكبير وروسته يوه د قنوت دعا ووايي او ركوع او سجدې دې اداء كړي او پۀ دويم ركعت كې د حمد او سورې تر ويلو وروسته دې څلور ځلې تكبير ووايي او تر هر تكبير وروسته دې يوه د قنوت دعا ووايي او بيا دې ركوع او سجدې اداْ كړي او لمونځ دې پاى ته ورسوي.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ د افتتح يا استفتاح دعا د اهل سنتو پۀ نزد داسې ده “سبحنك اللهم و بحمدك و تبارك اسمك و تعالى جدك و لا اله غيرك”

 

د كسوف او خسوف لمونځ:

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: د لمر او سپوږمۍ د نيولو لمونځ ندى واجب، بلكې ټينګ مستحب دي، او اماميانو ويلي دي: پر هر مكلف پخپله واجب دى او دا لمونځ د احنافو پۀ نزد كوم ځانګړى ډول نلري، بلكې لكه د نفلو لمونځ دا هم دوه ركعته دى او پۀ هر كعت كې يو قيام او يوه ركوع لري چې لمونځ كوونكى كولاى شي دوه يا څلور ركعته يا تردې هم ډير وكړي؛خو دهغو شكل د حنبليانو،شافعيانواومالكيانو پۀ وړاندې دوه ركعته دى او په هر ركعت كې دوه قيامه او دوې ركوع ګانې لري،تكبيره الاحرام،حمد او يو سورت وايي، بيا همغه دم ګړۍ ركوع ته ځي، بيا درېږي او بيا حمد او يو سورت لولي او بيا ركوع او سجدو ته ځي،دويم ركعت ته پورته كېږي او همغه څه چې لكه پۀ لومړي ركعت كې يې ترسره كړي وو لمونځ پاى ته رسوي او روا ده هغه د نافله وو پۀ څير ادا كړي.

د ټولو مذهبونو پۀ نزد ددغو دوو لمونځونو ويل پۀ جماعت يا پۀ ځانګړي شكل څه پروا نلري،پرته له احنافو چې د مياشتې (سپوږمۍ) د نيولو لمونځ يې ځانله كړ ېدى او ويلي يې دي: پۀ جماعت سره پۀ هغه كې ندى روا؛بلكې پۀ ځانګړي ډول پۀ كورونو كې ادا كېږي.

خو ټول مذهبونه پرخپل وخت سره يې يوه خوله دي چې د سپوږمۍ د لومړيو نيولو تر پرېښوولو پورې دى؛خو مالكيان بيا بل څه وايي: د هغه لومړى وخت د لمر راختوله وخته دى، د يوې نيزې پۀ اندازه اّن د غرمې تر زوال پورې .

احنافو او مالكيانو ويلي دي:دوه ركعته لمونځ د زلزلې د ويرې او تيارې او هر ډاروونكي شي او تالندې بريښنا پر وخت مستحب دى.

حنبليانو ويلي دي: مستحب ندى؛خو كۀ زلزله وه بيا مستحب دى.

ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي: چې دا لمونځ اذان او اقامت نلري، بلكې اّواز كوونكى درې ځلې اّواز كوي “الصلوه” او ډير مذهبونه د”الصلوه الجامعه” اّواز كوي.

اماميانو ويلي دي: د مياشتې او لمر له نيولو او زلزلې اوټول اّسماني ډاروونكي لكه تروږمۍ، او ډير سوروالي او لوى بادونه او د اّسمان غورهارى او داسې نور د لمانځه د واجبېدو سبب ګرځي.

كۀ ومو غوښتل چې پۀ جماعت سره لمونځ وكړۍ، قرائت لكه دا نور ورځني لمونځونه امام يې د مقتدي له خوا پر ذمه اخلي؛خو د كسوف او خسوف د لمانځه وخت همغسې چې يادونه يې وشوه دلمر نيولو له وخته او د سپوږمۍ تر بشپړ راښكاره كيدو تر وخته پورې دى، كه څوك پدې وخت كې لمونځ ونكړي بايد قضا يې راوړي؛خو د زلزلې او ډاروونكو نښو او هغه ته ورته نورو ته ندى،چې قضا يې راوړله شي، بلكي چې كله پيښ شول همغه دم ګړۍ واجب دى چې هغه اداء كړي او كۀ ويې نكړ بايد پۀ ټول عمر كې يې يو ځل وكړي؛خو د كسوف د لمانځه كيفيت پۀ لاندې ډول دي:

تكبيره الاحرام دې ووايي، بيا دې حمد او يو سورت ولولي او بيا دې ركوع ته ولاړ شي او سر دې راپورته كړي اوحمد او يو سورت دې وواي، بيا دې ركوع ته ولاړ شي، تر څو چې پنځه ځلې دا عمل تكرار كړي، بيا دې تر پنځمې ركوع وروسته دوې سجدې وكړي او دويم ركعت ته دې ودرېږي او حمد او سورت دې ووايي او ركوع دې وكړي او د لومړي ركعت پۀ څېر دې پنځه ركوع ګانې وكړي او بيا دې دوې سجدې وكړي او تشهد دې ووايي او سلام دې وګرځوي چې ټولې لس ركوع ګانې كېږي.

 

د استسقاء لمونځ:

د باران غوښتلو لمونځ د قراّن په اّيت، سنتو او دمسلمانانو پۀ اجماع سره ثابت دى، چې خداى تعالى فرمايلي دي: ” واذا استسقى موسى لقومه….” “فقلت استغفروا ربكم انه ان كان غفارا يرسل السماء علكيم مدرارا”.

پۀ حديث كې راغلي چې د مدينې پر خلكو قحط راغی،هغه وخت د خداى د رسول(ص) د خطبې پۀ مينځ كې يو سړی پورته شو او ويې ويل: څاروي او ښځې مړې شوې؛نو خداى ياد كړه چې موږ ته اوبۀ راكړي، بيا د خداى پاك رسول (ص) خپل لاسونه پورته كړل او دعا يې وكړه؛ اّسمان لكه ښيښه داسې صاف ؤ باد ولګيد او وريځ يې راوستله وريځې سره ټينګې شوې او اّسمان خپل خيرات راوليږلو موږ دباندې راووتلو او پۀ اوبو كې روان شوو،څو خپلو كورونو ته ورسېدو پوره يوه اوونۍ باران ووريده. بيا همغه سړى پورته شو او ويې ويل: يا رسول الله (ص) كورونه ړنګ شول او قافلې له سفره پاتې شوې بيا خداى پاك ته عرض وكړه،څو باران ودرېږي، د خداى پاك رسول (ص) موسكى شو او ويې ويل: خدايه زموږ پر خواو شايې ووروه او پر موږ يې مه اوروه، بيا چې موږ اّسمان ته وكتل ښار پۀ رنګارنګ ګردونو كې پټ دى “تر ښار شنه زرغونه راتاو (1) ده”.

خو د دې ترمخ لمانځه ته نۀ راتلل؛ باران لږ شو، او ويالې له اوبو ډكې شوې مذهبونه سره يوه خوله دي چې كۀ تر لمانځه وروسته بيا هم باران ونۀ وريد؛ مستحبه ده چې دوه واري لمونځ وكړي،او دري ورځې روژه ونيسى. او خلك د خشوع پرحال كې او له ښځو ماشومانو زړو او څارويو سره يو ځاى ټول په چيغو چيغو پلي د باندې بېديا ته ووځي تر څو پدې توګه د خداى د رحمت وړ وګرځي.

مذهبونه سره يوه خوله دي چې په جماعت او يوازيتوب سره لمونځ صحيح دى،اذان او اقامت نلري او امام ته مستحبه ده چې تر لمانځه وروسته دې خطبه ووايي، خو د لمانځه پر څرنګوالي كې ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي چې دوه ركعته دي او هر يو د هغوى د خپلو مذهبو سره سم لكه دكوچني او لوى اختر لموځ داسې ادا كېږي. پرته له مالكيانو او احنافو چې ويلي يې دي: د اختر د لمانځه په څېر دي؛خو اضافي تكبيرونه نلري، اماميانو ويلي دي: مستحب دى وروسته له هر تكبيره دې لاسونه قنوت ته پورته كړي او داسې دعا دې وكړي چې پكې د مهربانۍ او رحمت د باران د اوريدو غوښتنه شوې وي.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: خطيب دې تر لمانځه وروسته پۀ خطبه كې داسې يوه دعا ووايي، نۀ پۀ لمانځه كې.

 

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ يو ګرد دى د سرو او سپينو زرو سره او نور رنګونه لري چې هغو ته شنه زرغو ته وايي. (د پښتو ژباړن)

 

قضا لمونځ:

مذهبونه سره يوه خولۀ دي چې هر چا يو واجب لمونځ نۀ وي كړى پر هغه واجبه ده چې د هغه قضا پرځاى راوړي، كۀ هغه يې په لوی لاس پرې ايښى وي او يا په سهوه سره او كه هغه د ناپوهۍ له مخې وي يا د خوب له امله، خو پر حائضې او نفاسې قضا راوړل نشته، ځكه پۀ مطلقه توګه له هغې دواړو لمونځ ساقط دى او چې د هغه ادا نۀ وي واجبه، قضا واجبه نده؛خو د ليوني،بي هوښه او مست پۀ برخه كې سره مخالف دي.

احنافو ويلي دي: هغه سړى چې د ناروا نشه يي شيانو لكه شراب او هغه ته ورته نورو پۀ واسطه خپل عقل له لاسه وركړي د لمانځه قضا پرې واجب ده؛خو د ليوني او بېهوښه له غاړې پۀ دوو شرطونو سره اوښتي دي:

لومړى حالت د بېهوښۍ يا پر له پسې ليونتوب دى، داسې چې بايد له پنځه وخته لمونځه ډير وي؛خو كه تر پنځه وخته لمانځه، يا له هغه لږ وي بايد قضا وكړى. دويم كۀ ليونى او بې هوښه د لمانځه پر وخت پر هوښ رانشي،تر هوښ راتلو وروسته واجبه ده چې قضا وكړي.

مالكيانو ويلي دي:د ليوني او بې وښه د لمونځونو قضايي راوړل كه د حرامو له لارې نشه شوى وي واجب دى؛خو كه د حلالو له لارې مست شوى وى، لكه دا چې تروې شيدې يې څښلې او نشه شوى وى، د لمانځه قضا پرې نشته.

حنبليانو ويلي دي: هغه چې د حرامې لارې بې هوښه او نشه شوى وي، د لمانځه قضا ورباندې شته خو ليونى د لمانځه قضايي نلري.

شافعيانو ويلي دي: كۀ ليونتوب يا نشه او مستي ټول وخت واخلي، كه په لوی لاس د ليونتوب او مستۍ سبب نۀ وي شوى، د لمانځه قضا نلري،او كۀ داسې نۀ وي؛نو بيا د لمانځه قضا ورباندې شته.

اماميانو ويلي دي: د شرابو پر څښلو كۀ پر پام وي يا په ناپامۍ، كۀ پر واك وى يا پر بيړه او كراهت سره، د لمانځه قضا واجبه ده؛خو ليوني او بې هوښه ته قضاْ نده واجبه.

 

د قضا راوړلو څرنګوالى:

احنافو او اماميانو ويلي دي: كۀ چا يو واجب لمونځ پرېښود بايد بې له څه بدلون ادلون همغسې چې هغه لمونځ فوت شوى دى قضايي يې دې وكړي، يعنې كه يو سړى پۀ سفر كې وي او وغواړي چې د ټول لمانځه قضايې راوړي بايد هغه ټول وكړي او هم كۀ پر وطن وي او كسري قضايي لمونځ ولري، بايد كسري يې ادا كړي، او همدارنګه پۀ جهر او خفيه لمونځونو كې هم دا ډول دي؛نو كۀ وغواړي چې د ماښام او ماسخوتن د لمانځونو قضا په ورځ كې راوړي،بايد پۀ زوره يې ووايي،او كه د ماسپښين او مازديګر د لمونځونو قضايي د شپې وكړي بايد په خفيه يې وكړي.

حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: كه څوك وغواړي چې يو كسري لمونځ بايد ادا كړي، او ترې قضا شي، كۀ پۀ سفر كې دى،دهغه قضايي دې همغسې راوړي لكه څرنګه چې ترې فوت شوېدى كسري (1) يې دې وكړي؛خو كه په خپل ټاټوبې كې وي؛نو بيا بايد كسري قضا شوى لمونځ ټول پوره ادا كړي؛خو د جهر او خفيه پۀ باب شافعيانو ويلي دي څوك چې د ماسپښن د لمانځه قضايي د شپې له خوا راوړي بايد پۀ لوړ اّواز يې ووايي او څوك چې د ماښام د لمانځه قضا د ورځې له خوا راوړي، واجبه ده چې خفيه يې وكړي او حنبليانو ويلي دي: د هغه څه په قضا چې فوت شويدي،حتمي دې د هغه قضا خفيه اداء كړي، كۀ هغه د جهر لمونځ وي يا د خفيه ، كۀ پۀ شپه كې يې قضا كړى وي يا په ورځ، خو هغه څوك چې امام وي او لمونځ هم پۀ جهر سره وي او د شپې له خوا ورڅخه قضا شوېدی د هغه قضا دې پۀ جهر سره وكړي.

ټول مذهبونه له شافعيانو پرته د لمانځه ترتيب واجب ګڼي چې بايد مخكيني لمونځ تر وروستني لمانځه چې په هغه پسې وي قضايې په ترتيب سره ادا كړي؛نو كۀ د ماښام او ماسخوتن لمونځونه له هغه فوت شويوي بايد د ماښام لمونځ لومړى،او ورپسې د ماسخوتن د لمونځه قضايي ادا كړي. (2)

شافعيانو ويلي دي: د فوت شويو لمونځونو ترمنځ مستحب دى او چا چې د ماسخوتن لمونځ د ماښام تر لمانځه د مخه ادا كړ، لمونځ يې صحيح دى.

 

په قضا شوي لمانځه كې وكيل نيول:

ټول مذهبونه سره يوه خوله دي چې ژوندى انسان، كۀ هغه وس ولري يا يې ونلري، خپلې روژې او خپل لمانځه ته وكيل نيول ورته ناروا دي.

اماميانو ويلي دي: پۀ لمانځه او روژه كې نايب (وكيل) نيول د مړو په برخه كې صحيح دي او څلورګونو مذهبونو ويلي دي: په حج كې نايب (وكيل) نيول بېوسه ژونديو مسلمانانو ته روا دي او مړو ته وكيل كيدل په لومړۍ درجه روا دي. پرته له مالكيانو چې ويلي يې دي: نايب كيدل د مړو او ژونديو له خوا څه اغيز نلري.

اماميان پدې اړه ځانګړى نظر لري داسې چې پر زوى واجبه ده د پلار قضا شوى لمونځ اوروژه پر ځاى كړي،او هم پخپل مينځ كې سره مخالف دي،ځينو يې ويلي دي: هر څه چې له پلاره قضا شويدي واجب دي، كه څۀ هم پۀ قصدي ډول وي، او ځينو يې ويلي دي: هغه څه چې د ناروغۍ له كبله يا د كومې بلې شرعي لارې يې نۀ وي پرځاى كړي قضا يې يې دې وكړي، او يوې بلې ډلې يې ويلي دي: هغه چې د مړينې د ناروغۍ له كبله يې ندي ادا كړي هغه دي ادا كړي او ځينو ويلي :همغسې چې د پلار له خوا قضا راوړي مور ته دې هم قضا راوړي.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ د مسافر واجب لمونځ د سفر پر وخت كۀ څلور ركعتي وي دوه لومړي ركعته يې كيږي او پاتې دوه نور يې الله (ج) بښلي دي د مسافرت له مخې. (پښتو ژباړن)

(2)_ كه د مازديګر لمونځ قضا شوى وي او ماښام هم په قضا كېدو وي، لومړى دى د ماښام لمونځ وكړي، بيا دې د مازديګر لمونځ قضايې وكړي، دا حالت د احنافو پر اّند يو ځانګړى عمل دى، ځكه كه لكه د نورو لمونځونو په څېر د مازديګر قضايي لمونځ تر ماښام دمخه وكړي، د ماښام قضا كيږي ، دا حالت استثنايي دى. (پښتو ژباړن)

 

د جماعت لمونځ:

ټول مسلمانان سره يوه خوله دي چې د جماعت لمونځ د اسلام له نښو دى،د خداى رسول (ص) او راشده خلفا او تر ائمه وو وروسته له هغه پر هغو باندې د دوام ټينګار كاوه، خو پدې كې چې اّيا واجب دى يا مستحب سره مخالف شويدي.

حنبليانو ويلي دي: د جماعت لمونځ پر وسمن سړي واجب دى او كه ېې پرېښود او ځانګړي يې ادا كړ، لمونځ يې صحيح دى؛خو ګناه يې كړېده.

اماميانو، احنافو، مالكيانو او ډيرو شافعيانو ويلي دي:نۀ عيني واجب دى او نۀ كفايي، يواځې ټينګ مستحب دى.

اماميانو ويلي دي: په واجبو لمونځونو كې،جماعت روا دى او پۀ مستحبو لمونځونو كې رواندى؛خو د استسقا او اخترونو پۀ لمونځونو كې شرط ندى. څلورګونو مذهبونو ويلي دي: پۀ جماعت سره لمونځ په واجبو او مستحبو دوړاو لمانځو كې روا دى.

 

د جماعت شرطونه:

د جماعت لمانځه ته لاندې شرطونه دي:

1_ د پورتينو ټولو ائمه وو پۀ اتفاق سره بايد امام مسلمان وي.

2_ پۀ اتفاق سره، د امام هوښياري شرط ده.

3_ د اماميانو، مالكيانو او حنبليانو پۀ نزد د امام عدالت شرط دى چې له امام احمد بن حنبل پۀ يو له دوو روايتونو كې راغلي دي او اماميانو د حضرت رسول (ص) پۀ خبره استدلال كړېدى. “د ښځې امامت نر ته، او فاجر مومن ته ندى روا” او د اهل بيتو پۀ اجماع سره: د لمانځه امامت د مخكښ او لارښود پر غاړه دى، او په هيڅ وخت كې فاسق د دې واك نلري او هم يې ويلي دي: كه يو سړى پر يو چا باور وكړي او ورپسې اقتدا وكړي (لمونځ وكړي) او بيا ښكاره شي چې هغه امام فاسق دى،پرې د لمانځه بېرته اعاده (ګرځول) نده واجب.

4_ د امام نروالى؛ نو د ښځې امامت نرانو ته سم ندى او ښځو ته د ټولو پۀ نزد د ښځې امامت روا دي،د مالكيانو،احنافواو حنبليانو پۀ نزد بلوغ هم شرط دى؛خو شافعيانو ويلي دي: پۀ هغه ماشوم پسې هم اقتدا سمه ده چې د ځوانۍ علامې پكې راښكاره شي، او اماميانو ته دوه قوله دي: لومړى بلوغ (ځوانيدل) او دويم د امامت صحت پۀ ځانګړيو علامو سرۀ كۀ د بلوغ (ابلوڅ) حد ته ورنږدې شوى وي.

6_ د ټول توپير پۀ شميره سره يوه خوله دي چې تر ټولو لږ عدد چې پر هغه د جماعت لمونځ كيږي، د جمعې له لمانځه پرته دوه تنه دي چې له دوو، يو يې پخپله امام دى.

7_ د ټولو مذهبونو پۀ نزد مقتدي (ماموم) له امامه بايد مخكې نۀ وي، بې له مالكيانو چې ويلي يې دي: د مقتدي لمونځ كۀ څه هم له امام تر مخ ولاړ وي نۀ باطلېږي.

8_ پۀ يوۀ ځاى كې شتون او د پردې نشتوالى؛اماميانو ويلي دي:د ماموم لرې والى له امامه داسې چې د عادت پر خلاف وي ندى روا؛خو كه صفونه سره متصل وو، يا كومه پرده موجوده وه چې امام ورڅخه نۀ ليدل كيده او يا دهغه كسانو د نۀ ليدو سبب جوړېده چې امام ويني، ندې روا، بې له ښځې،چې سره له پردې، پۀ نر پسې اقتدا كوي تر هغو چې د امام كړۀ وړۀ هغې ته څه شك ور وانۀ چوي،صحيح ده.

شافعيانو ويلي دي:د امام او مقتدي ترمنځ كه له درى سوه ذراعه ډيره فاصله وي،خو چې كومه پرده ترمنځ نۀ وي كوم بنديز پرې نشته.

احنافو ويلي دي: كه كوم سړي د جومات په امام پسې پۀ خپل كور كى اقتدا وكړه، داسې چې د هغه كور د جومات له څنګه او بې له يوه ديواله نوره فاصله هم ونلري او د امام وضعه پر مقتدى شكمنه نۀ وي، لمونځ يې صحيح دى؛خو كۀ كور يې د كومې ويالې يا كوم هوار ميدان پۀ واسطه بيل وى، اقتدا نده صحيح.

مالكيانو ويلي دي: د ځاى اختلاف د اقتدا د صحت خنډ ندى، چې كله د امام او ماموم (مقتدي) ترمنځ كومه لاره وياله يا كوم ديوال مانع وي، څه وخت چې ماموم وكولاى شي د امام له حال څخه خبروي لمونځ يې صحيح دى.

9_ د مذهبونو په اتفاق مقتدي بايد د جماعت نيت او اقتدا وكړي.

10_ د امام او مقتدى د لمانځه پۀ جماعت سره ټول يوه خولۀ دي چې كۀ دوه لمونځونه پۀ اركانو او افعالو كې سره ګوښي وي، اقتداْ نده صحيح، لكه پنځه وخته هره ورځ لمونځ او د مړي لمونځ او يا د اخترونو لمونځونه؛خو بې له هغو پۀ نورو كې سره مخالف دي.

احنافو او مالكيانو ويلي دي: څوك چې د ماسپښين لمونځ داسې چاته وركوي چې هغه د مازيګر لمونځ كوي، او د قضا يې لمونځ داسې سړي ته چې د فريضي لمونځ كوي، يا د دې پر خلاف اقتدا وكړي نده صحيح.

اماميانو او شافعيانو ويلي دي: پدې ټولو كې صحيح ده،او حنبليانو ويلي دي: د ماسپښين لمونځ دې وروسته له هغه چې د مازيګر لمونځ كوي يا د مازديګر تر لمانځه دمخه صحيح ندى؛خو د ماسپښين قضا شوى لمونځ چې په ماسپښين كې پۀ امام پسې په اقتدا وكړي صحيح دي.

11_د قرائت سموالى،د چا چې قرائت يې ښه دى ،هغه دې امامت وكړي، روا نده د چا چې قرائت ښه ندي او هغه امامت ته وړاندې شي، كۀ وړاندې شي لمونځ يې باطل دى، بې له احنافو چې ويلي يې دي: د دواړو لمونځ باطل دى. او ښه دا ده چې امپړ ( بې سواده يا نالوستى ) د واك پر وخت پداسې سړي پسې اقتدا وكړي،چې قرائت يې سم وي. او يواځې لمونځ كول ورته ندې روا،كه وتوانېږي چې خپل لمونځ پۀ سم قرائت سره وكړي كۀ څه هم په جماعت سره وي ورته روا دي.

پيروي:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې اودس لرونكى پر تيمم وهونكي پسې اقتدا كولاى شي، او پر مقتدي ده چې د ذكرونو پۀ ويلو كې د امام متابعت وكړي لكه سبحان ربى العظيم او سبحان ربى الاعلى او سمع الله لمن حمده او د قرائت د پيروۍ پۀ واجب والي كې سره مخالف دي.

شافعيانو ويلي دي: پۀ هغو لمونځونو كې پيروي چې بايد ورو (خفيه) يې ووايي، نۀ په هغو لمونځونو كې چې بايد پۀ جهر (لوړ اّواز) يې ووايي او د حمد ويل پۀ ركعتونو كې پر ماموم (مقتدي) واجب دى.

احنافو ويلي دي: پۀ خفيه او جهر لمونځونو كې دې د امام د قرائت له متابعته هر وخت ډډه وكړي، بلكې له امام ابوحنيفه نقل شويدي، د مقتدي قرائت پر امام پسې ګناه ده. (1)

مالكيانو ويلي دي: د ماسپښين او مازيګر پۀ لمونځونو كې مقتدي بايد ورو ووايي؛خو پۀ نورو پاتې لمونځونو كې ضروري نده.

اماميانو ويلي دي: د لمونځونو پۀ دوو لومړيو ركعتونو كې د حمد ويل ندي واجب او د ماښام پۀ درېم او د ماسپښين، مازيګر او ماسخوتن په څلورم ركعت كې واجب دي. (2)

ټول سره يوه خوله دي چې د مقتدي پيروي د امام له افعالو واجبه ده؛خو د پيروۍ پۀ څرنګوالي كې سره مخالف دي:

اماميانو ويلي دي:د پيروۍ معنا داده چې مقتدي دې له امام، نۀ وړاندې كيږي، او نۀ خو دې دومره شاته ترې پاتې كيږي چې د دواړو ترمنځ فاصله ډيره شي او بايد له مجبوريته يا هغه ته لږ ور نږدې او يا لږ څه ترې شاته وي.

احنافو ويلي دي: د مقتدي پيروي او ملګرتيا پۀ زغم سره او دامام د كارونو تر حقيقت وروسته كېږي كه مقتدي وروسته لدې چې امام له ركوع سر راپورته كړي او دې ركوع وكړي، يا دمخه لدې چې امام سجدو ته ولاړ شي ركوع وكړي،د امام له ركوع يې پيروي كړېده.

مالكيانو ويلي دي: د پيروۍ معنا داده چې د مقتدي كار د امام له كاره بايد وروسته وي، نۀ دا چې د امام پيروي ونكړي او هم له هغه سره مساوي (يو برابر) نۀ وي او ډير زيات وروسته هم نۀ وي چې د مخه تردې چې امام له ركوع سر راپورته كړي بيا مقتدي ركوع وكړي.

حنبليانو ويلي دي: پيروي دا ده چې مقتدي دې له امام وړاندې والى نكوي او نۀ دې دومره شاته پاتې كیږي چې امام ركوع خلاصه كړې وي او بيا وروسته مقتدي ركوع ته ځي او د امام دعمل تر پاى ته رسيدو وروسته دې مقتدي پۀ هغه پسې اقتدا كوي.

مسبوق:

چې كله امام لمانځه ته داخل شو او يو ياڅو ركعتونه يې ويلي وو، او يو سړى د لمانځه پيلولو ته راشي، ټول سره يوه خوله دي چې لمونځ كوونكى دې د جماعت نيت وتړي او له امام سره دې ملګرى شي؛خو سره مخالف دي، لدې چې مقتدي دې هغه لمونځ چې پر امام پسې اقتدا كوي،لومړى دې خپل لمونځ وكړي يا وروسته، د ساري پۀ ډول كۀ د ماښام د لمانځه درېم ركعت ته رسيدلى وي او ورپسې لمونځ وكړي لمونځ كوونكى ته دوه ركعته پاتې كېږي چې بايد پاى ته يې ورسوى خو اّيا درېم ركعت چې له امام سره يې كړى نسبت مقتدي ته لكه همغه د امام درېم ركعت غوندې دى او پاتې دوه ركعته دي، او يا داچې هغه ركعت چې له امام سره يې كړى د مقتدي لومړى ركعت ګڼل كېږي او دويم او درېم ركعت دې پۀ خپله ځانته وكړي؟

احنافو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: هغه څه چې مقتدي يې له امام سره ووايي د مقتدي وروستى ركعت دى،يعنې كۀ د ماښام درېم ركعت يې ونيوه،هغه دې د خپل لمانځه وروستى وګني او وروسته له هغه دې يو ركعت له حمد او سورې سره ووايي او تر تشهد پورې دې هغه ادا كړي بيا دې يو بل ركعت له حمد او سورې سره ووايي. لنډه دا چې پۀ داسي يو لمانځه كې درېم ركعت پر دوو لومړيو ركعتونو دمخه كوي او هغه چې له امام سره يې ويلى د لمانځه اّخر،او هغه چې وروسته يې راوړي د لمانځه لومړى ګڼل كېږي.

شافعيانو او اماميانو ويلي دي: هغه چې له امام سره يې نيولي دي د خپل لمانځه لومړى يې دې وګڼي نه وروستی؛نو كۀ د ماښام له لمانځه يو ركعت له امام سره ووايي خپل لومړى ركعت يې شميري او پورته دې شي دويم ركعت دې وكړي او بيا دې تشهد ووايي او بيا دې درېم ركعت ادا كړي او لمونځ دې پاى ته ورسوي.

 

امامت ته تر ټولو غوره:

احنافو ويلي دي: كه له نرانو يو شمير لمانځه ته سره راغونډ شول،څوك چې د لمانځه پر احكامو ترټولو پدوى كې پوه دى،هغه امامت ته وړاندې كېږي، بيا هغه چې قرائت يي غوره وي،هغه وخت څوك چې تر ټولو پرهيزګاره دى، تر هغه وروسته هغه چې اسلام يې تر نورو وړاندې وي، بيا هغه چې عمر يې ډير وي، ورپسې هغه چې اخلاق يې غوره وي، وروسته هغه چې ښكلې يې ځواني وي (د مخ نور ولري)، بيا هر څوك چې نسب يې دشرف او عزت څښتن وي، بيا هغه څوك چې تر ټولو پاك وي، كه پردې ټولو كې سره مساوي وو ترمنځ يې پچه اچول كېږي.

مالكيانو ويلي دي: پاچا يا نايب يې مخكې دى بيا د جومات ملا امام او د كور څښتن، بيا تر ټولو پوه عالم چې د لمانځه پر احكامو پوه وي، هغه دم چې ټول پر حديثو علم ولري، بيا تر ټولو عادل، وروسته تر ټولو قاري، بيا تر ټولو پرهيزګاره، بيا هغه چې اسلام يې تر نور وړاندې دى، بيا هغه چې ټبر يې تر ټولو لوړ دى، بيا هغه چې غوره اخلاق ولري، بيا چې جامې يې غوره وي، او كه سره مساوي وو، ترمنځ يې پچه اچول كېږي.

حنبليانو ويلي دي: تر ټولو غوره فقهي چې قرائت يې غوره دى امامت ته وړاندې كېږي،هغه وخت يواځې هغه چې قرائت يې غوره دى، بيا هغه چې د لمانځه پر احكامو ښۀ پوه وي، تر هغه وروسته داسې قاري چې د لمانځه پر احكامو نۀ وي خبر، تر هغه وروسته تر ټولو د ډير عمر څښتن، بيا هغه چې پۀ نسب كې تر ټولو شرافت ولري، بيا ترې وروسته هغه چې وړاندې مهاجر شوى، بيا تر ټولو پرهيزګاره، بيا تر ټولو پاك لمنى او كۀ ټول سره مساوي وو؛ نو پچه دې واچوي.

شافعيانو ويلي دي: والي وړاندې دى، بيا ترې وروسته د جومات ملا، بيا تر ټولو فقهي، بيا داسې څوك چې لمونځ پۀ ډيره سمه طريقه وايي،تر هغه وروسته تر ټولو تقوى لرونكى، تر هغو وروسته پۀ هجرت،چې تر ټولو وړاندې وي، زاهد وي، بيا چې تر ټولو مشر وي، بيا چې په نسب كې تر تولو باندې وي، بيا هر څوك چې تر ټولو ښكلې خوى ولري، بيا هغه چې جامې او ځان، خولۍ او پګړۍ يې تر ټولو پاك وي، تر هغه وروسته د هر چا چې غږ ښه وي، بياچې ښكلې څيره ولري، بيا هغه چې واده يې كړى وي او كۀ سره يو لاس وو؛ نو پچه دې واچوي.

اماميانو ويلي دي: كۀ څو امامان د امامت پۀ ثواب كې هڅونې ته سره مخالفت وكړي ؛خو چې د دنيا كوم هدف اوموخه پكې نۀ وي،هر څوك چې مقتديانو د شرعي غوراوي او ديني موخې ته وړاندې كړ، هغه ټاكل كېږي؛نو كۀ سره مخالف شي،غوره فقيه دى، هغه وخت څوك چې تر ټولو ښه لمونځ ادا كوي، بيا د ژبې فساحت او بلاغت ولري، بيا ترې وروسته هغه چې شرعي برتري ولري.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ النووي، شرح المهذب، 3ج- 365 مخ

(2)_ دجماعت پۀ لمانځه كې دفاتحي اوضم دسورې ويل د لمانځه پۀ دوو لومړيو ركعتو كې پر مقتدي واجب ندي (پښتو ژباړن)

 

د مسافر لمونځ:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې كسري لمونځ د فرضي څلور ركعتي لمونځونو يوه ځانګړنه ده، د ماسپښين مازيګر او ماسخوتن له هر يوه فرضي څلور ركعتي لمانځه يواځې دوه لومړي ركعتونه لكه د سهار د لمانځه پۀ څير ادا كېږي او چې اّيا پۀ سفر كې كسري لمونځ حتمي دى، ترك كول يې روا ندي يا دا چې د كسري لمانځه او نورو ټولو ترمنځ اختيارمن دى، سره مخالف شويدي.

احنافو او اماميانو ويلي دي: هغه حتمي دي وروسته كسر ټاكل شوېدى.

نورو مذهبونو ويلي دي: پۀ خپل واك دى كۀ ويې غوښتل لمونځ دې كسري وكړي، او كۀ زړۀ يې ؤ ټول دې وكړي.

 

د كسري لمانځه شرطونه:

د لمانځه كسر كيدو ته څو شرطونه دي:

1_ د ټولو مذهبونو په اتفاق سره د فاصلې له رويه، او هغه د احنافو پۀ نزد څليرويشت فرسخه يواځې تګ دى، او كۀ لدې مسافې كمه وي، لمونځ نۀ كسرېږي (پوره بايد وكړل شي.)

اماميانو ويلي دي: تګ اته فرسخه يا تګ او راتګ دواړه اتۀ فرسخه وي، (1)

حنبليانو،مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: شپاړس فرسخه يواځې تګ كه لدې فاصلې دوه ميله كمه شوه، فرق نكوي، بلكي مالكيانو ويلي دي:كۀ له اتو ميلو كمه هم وي، د مسافر لمونځ كولى شي.

د “فقه على المذاهب” الاربعه” (2) د كتاب پر بنا فرسخ، پنځه زره څلويښت متره دى پر همدې اساس د احنافو په نزد فاصله يو سل اويا كيلومتره او پنځه سوه شل متره ده، او د درېيو نورو مذهبونو په نزد اتيا كيلومتره او شپږ سوه څلويښت متره ده، او د اماميانو په نزد څلويښت كيلومتره او اته سوه شل متره ده.

2_ د ټولو مذهبونو پۀ اتفاق د مسافرۍ له پيله دې د ټولې فاصلې نيت وكړي او د تابع نيت لكه د ښځې يا چوپړى يا يرغمل او عسكر غوندې دى چې د اّمر د امر د نيت پيرو دي پدې شرط چې مامور، د اّمر او مخكښ پۀ نيت پوه وي، هر كله كۀ پوه نۀ وۀ؛ نو ټول دې پۀ بشپړه توګه وكړي.

3_ د څلور ګونو مذهبونو پۀ نزد د ښار د ماڼيو له پاتې كيدو روسته روا دى.

اماميانو ويلي دي: هغه بس ندي،څو د ښار ديوالونه يې له نظره وتلي نۀ وي، يا دښار اذان وانۀ وري،او همغه حد دى چې د سفر پيل ته د باور وړ دى، پاى ته يې هم د اعتبار وړ بللى،يعنې چې كله له سفره د خپل ښار پر خوا راوګرځي پر هغه ده،څو يې د ښار ديوالونه نۀ وي ليدلي او اذان يې نۀ وي اوريدلى ترهغو پورې دې مسافرانه يا كسري لمونځ كوي.

4_ هغه چې سفر ورباندې روا وي؛نو كۀ مسافري ناروا وه لكه غلا ته ورتګ او پۀ څېر يې نور، د ټولو پۀ اتفاق لمونځ كسري ندى،بې له احنافو چې ويلي يې دي: پۀ هر وخت كې مسافر بايد كسري (مسافرانه) لمونځ وكړي، كۀ څه هم سفر يې ناروا وي، او د پاى ټكى دادى چې هغه پۀ حرام فعل سره ګناه كړېده.

5_ لمونځ كوونكى مسافر دی پر مقيم پسې اقتدا نكوي او پۀ هغه مسافر پسې دې هم اقتدا نكوي چې لمونځ يې پاى ته رسيدلى وي، كۀ دا كار يې وكړ د څلورګونو مذهبونو پۀ نزد ورباندې واجبه ده چې بشپړ لمونځ وكړي؛خو اماميان دا شرط بې اثره ګني او اجازه يې وركړېده چې مسافر دې په مقيم پسې د ماسپښين، مازيګر او ماښام پۀ لمونځونو كې اقتدا وكړي او ورسره دې دوه ركعته وكړي او تشهد دې ورسره وكړي او پخپله دې يواځې سلام وګرځوي او كۀ مقيم پۀ مسافر پسې لمونځ وكړي، بايد دوه ركعته ور سره وكړى، بيا دې نور پاتې لمونځ يواځې وكړي.

6_ د حنبليانو او شافعيانو پۀ نزد كوم لمونځ چې كوي بايد مسافرانه نيت (د كسر نيت) وكړي، كه لمونځ وكړي او نيت يې نۀ وي تړلى؛ نو بشپړ لمونځ دې وكړي.

مالكيانو ويلي دي:د كسر نيت،د كسر د واجبېدو پۀ شرط كې ندى؛نو كۀ د كسر نيت يې نۀ وي كړى، پۀ نيت سره حكم نۀ بدلېږي، ځكه د مسافرت له پيله يې نيت كړېدى،بې لدې چې اماميانو ويلي دي: كه مسافر پۀ كوم ځاى كې د اقامت نيت وكړ،بيا له خپله نيته واوښت، حال دا چې ټول لمونځ يې نۀ وي كړى، بايد كسري (مسافرانه) لمونځ وكړي، كۀ څه هم يو لمونځ وي؛ نوكۀ يو لمونځ يې بشپړ وكړ،بيا د اقامې له نيته وګرځيد كولاى شي چې لمونځ پوره وكړي.

7_ د احنافو په نزد پنځلس ورځې پرله پسې دې د اقامت نيت نكوي، د اماميۀ وو پۀ نزد لس ورځې،د ماليكانو اوشافعيانو پۀ نزد څلور ورځې او د حنبليانو په نزد تر شلو لمونځونو تېرېدو وروسته،اماميانو زياته كړېده، كه يو سړى اريان دريان پاتې شي او د اقامت او مسافرى نيت ونكړى او ونۀ پوهيږي،څو بۀ د ده خپل كار پاى ته ورسېږي ترهغو دې پۀ كسر كې پاتې وي،چې دغه ديرش ورځې تيرې شي، ترې وروسته كۀ څه هم يو لمونځ وي بايد چې مسافرانه يې وكړي.(3)

8_ دا چې د مسافر كار تل سفر نۀ وي لكه يو مكار او چلوونكى او له سوداګرو ځينې يې چې تل پۀ سفر كې وي او لږ پۀ يوۀ ځاى كې ايسارېږي، دا شرط د حنبليانو او اماميانوپه وړاندې د اعتبار وړ دى، نۀ د نورو ډيرو مذهبونو پۀ وړاندې.

9_ دا چې كډه پرشا نۀ وي (كوچنى نۀ وي) چې پۀ هر ځاى كې اوبه او شنه بوټي وي، ورځي، او دا شرط يواځې اماميانو ښكاره (په ډاګه) ويلی دى.

10_ احنافو،حنبليانو اوماليكانو ويلي دي: چې كله مسافر له سفره راوګرځيد او هغه ځاى ته ورغۍ چې سفر يې ورنه پيل كړى ؤ،كه دغه نيت د يو څه مسافې له وهلو د مخه له سفره وي،سفر يې باطل او ورباندې واجبه ده چې بشپړ لمونځ وكړي او كه يې د سفر يو څه فاصله وهلې وه،شرعا بايد كسري لمونځ وكړي،څو بېرته وطن ته راوګرځي.

شافعيانو ويلي دي: د سفر پر وخت يې چې هره ګړۍ له سفره د بېرته راګرځيدو نيت وكړ لمونځ دې بشپړ وكړي (1). او د دې خبرې معنا داده چې پۀ هر وخت كې بايد بشپړ لمونځ وكړي، كۀ څۀ هم له سفره بېرته راګرځيدلى وي،ځكه اوږدې خبرې پريښوول پر ټولو شريك او عامه دليل دى.

اماميانو ويلي دي: كۀ له خپله سفره بلې خوا ته شو يا د يوې فاصلې تر وهلو دمخه دوه زړى شو،پرې واجبه ده چې ټول لمونځ وكړي؛خو كۀ ښه پريكړى تللى ؤ ورباندې واجبه ده چې خپل لمونځ مسافرانه وكړي او څه وخت چې فاصله يې نۀ وي وهلې پرله پسې د سفر نيت شرط دى؛خو د مسافې تر وهلو وروسته دسفر موضوع د غوسې له مخې حقيقت موندلې او پر نيت باندې نده ولاړه.

ټول سره يوه خوله دي چې د لمانځه كسر ته هر يو شرط د اعتبار وړ دى، همغه هم پۀ سفر كې د روژه ماتي روا والي ته شرط دى او ځينو مذهبونه يو بل شرط د روژه ماتي روا والي ته ورزيات كړېدى چې د روژې پۀ برخه كې به ياد شي؛خو اماميانوڅۀ ندي ورزيات كړي او ويلي يې دي : “من افطر قصر ومن قصر افطر، يعنې هر چا چې روژه ماته كړه كسر دې وكړي او هر چا چې كسر وكړ روژه دې ماته كړي.

 

د دوو لمونځونو يوځاى كول:

دمالك،شافعې او ابن حنبل پۀ نزد د ماسپښين او مازيګر د لمونځونو ترمنځ او د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو ترمنځ يو ځاى كول او هم وړاندې او يا وروسته كول پۀ عذر سره پۀ سفر كې روا دي.

ابوحنيفه ويلي دي: د سفر د ستونزې له كبله د دوو لمونځونو يوځاى كول ندي روا، د ويل شوې معنا سره سم چې مخ ته كول او شاته ځنډول دا معنا لري چې د ماسپښين پر وخت دوه لمونځونه ادا شي چې مازيګر مخكې وبولي او يا دواړه د مازيګر پر وخت ووايي چې ماسپښين وځنډوي.

 

ناپوهه او هيروونكى:

اماميانو ويلي دي: چا چې قصدا په مسافرۍ كې خپل ټول لمونځ وكړ، لمونځ يې باطل دى، حال دا چې د لمانځه وخت ولري، خپل لمونځ دې دوه وارې وكړي، بلكې كۀ وخت هم ورباندې تير وي، قضايې يې دې وكړي، څوك چې د مسافر د لمانځه پر واجب والي نۀ پوهېږي په وخت كې دننه يا له وخته دباندې بايد كړى لمونځ بيا له سره ونكړي كه حكم ورته معلوم ؤ او هير كړى يې ؤ او بيا يې ياد ته ورغۍ، كۀ پۀ لمانځۀ كې و، بيا يې دې وكړي خوكۀ تير ؤ؛نو بيا اعاده نشته.

اماميانو ويلي دي:څوك چې د لمانځه په لومړيو كې لمونځ ونكړي او مسافر شي پۀ سفر كې بايد كسري لمونځ وكړي؛خو كۀ مسافر لمونځ يې نۀ وي كړى، د وخت تر تماميدو دمخه وطن ته راورسيد، يا داسې ځاى ته ورسيد چې غواړي هلته لس ورځې پاتې شي، بايد ټول لمونځ وكړي ځكه د لمانځه د ادا كولو پر وخت په وطن كې دى؛نو باوري د ادا كولو حالت دى نۀ د وجوب حالت.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ تردې چې وروسته له دې پوه شو او ژر هغه بېرته راوګرځي، ځكه پدې ډول د هغه سفر پۀ يوه ورځ كې بشپړېږي او ځينو يې ويلي دي: كه نيت وكړي چې تر لس ورځو دمخه بېرته راځې لمونځ يې كسر (مسافرانه) دى.

(2)_ الفقه على المذاهب الاربعه، 4ج-مبحث شروط القصر

(3)_ د اماميانو ګڼو رسالو ته په پام سره اماميان د دې وجود احتمال لري چې د عربي متن پۀ وروستۍ برخه كې بۀ يوه چا چې غلطى شوې دي، پر همدې بنا د “بايد كسر وكړي” پرځاى دې “بايد بشپړ وكړي” صحيح دى.

(4) _ الوجيز للغزالي، صلوه المسافرين.

 

د لمانځه باطلوونكي:

پرڅو كارونو سره لمونځ باطلېږي:

1_ خبرې؛ تر ټولو لږ خبره هغه ده چې له دوو حرفو جوړه وي، كۀ څه هم معنا ونلري،او بې ګټې وي، او همداسې كۀ يو حرف وي چې معنا ترې اخيستل كيداى شي لكه “ق” چې د امر فعل دى له “وقي” يعنې ويې ساته، خو پر يوۀ بې معنا حرف چې معنا نۀ وركوي، لمونځ نۀ باطليږي او همداسې پۀ هغه غږ سره چې له خوشې بې معنا حروفو جوړوي، لمونځ نۀ باطليږي.

احنافو او حنبليانو د لمانځه د باطليدو پۀ حكم كې چې په لوی لاس) او سهوه سره وي څۀ توپير ندى كړى.

اماميانو، شافعيانو او ماليكانو ويلي دي: لمونځ پۀ لنډو او غير قصدى خبرو سرۀ پدې ډول چې د لمانځه شكل پر ځاى پاتې شي نۀ باطلېږي.

د اماميانو او مالكيانو په نزد غاړه تازه كول، كه د ضرورت له مخې وي يا اړتيا ورته نۀ وي نۀ باطلېږي او د ډيرو مذهبونو پۀ نزد كۀ بې له كومې اړتيا وي د باطلېدو سبب ده، او كۀ كوم حاجت ته وي؛نو څۀ پروا نكوي، لكه د غږ ښۀ كېدو ته،څو حروف له خپلو مخرجونو ادا كړي او يا امام د صواب پر خوا سيخ كړي.

مذهبونه سره متفق دي چې د لمانځه پر وخت مغفرت او بښنې ته دعا لۀ خدايه وغواړي او د خير غوښتل روا دي، بې له احنافو او حنبليانو چې ويلي يې دي هغه دعا چې پۀ قراّن او سنتو كې راغلې ده،او يا دعا پر هغه څيزونو پورې چې يواځې له خدايه غوښتل كېږي لكه روزي او بركت روا ده او دا قيد يې له دعا سره زيات كړى دى.

تسبيح ويل(1): دا چې دغه اعلام د لمانځه پر وخت د سلام ځوابول، لمونځ باطلوي؛ نو كۀ يو چا لمونځ كوونكي ته سلام ورواچاوه او ځواب يې وركړ لمونځ يې باطل دى؛خو كۀ د اشارې پۀ ډول د سلام ځواب وركړي نۀ باطلېږي.

اماميانو ويلي دي: پر لمونځ كوونكي واجبه ده، چې كله د سلام ځواب پۀ السلام سره ؤ ، لكه سلام ويونكي چې ووايي. او كۀ صباح الخير او هغه ته ورته پۀ څير ؤ پروا نكوي، او شرط يې بللې ده چې د بشپړ سلام پۀ شكل بې له څه توپيره بايد وي؛ نو كۀ ويې ويل سلام عليكم بايد ځواب لكه پۀ څير يې بې له الف او لام ووايي او كه ويې ويل: السلام عليكم پر الف او لام سره بايد ځواب يې پر الف او لام سره ووايي.

2_ هر يو كار چې د لمانځه شكل له مينځه وړي، داسې چې ليدونكى واّنګيري چې د هغه كار كوونكى پۀ لمانځه كې ندى لمونځ باطلوي او دا شرط دټولو مسلمانانو د منلو وړ دى.

3_ خوړل او څښل لمونځ باطلوي؛ خو پۀ اندازه كې يې سره مخالف دي:

اماميه وو ويلي دي: خوړل او څښل چې فاعل له لمانځه وباسي او يا د لمانځه له شرطونو يو شرط لكه پيروي او داسې نور چې له مينځه يوسي لموونځ باطلوي.

احنافو ويلي دي: هر خوراك او څښاك كۀ لږ وي يا ډير كۀ څه هم د كنځلې يوه دانه يا د اوبو يو څاڅکى وي كۀ قصدي وي يا په سهوه، لمونځ باطلوي.

شافعيانو ويلي دي: د لمونځ كوونكي خيټې ته كۀ هر څومره خوراك ورسېږئ، كۀ لږ وي يا ډير لمونځ يې باطل دى او دا پداسې حال كې دي چې لمونځ كوونكى ئې پۀ قصدي ډول سره لدې چې پر حرام والي يې علم هم لري؛خو كۀ د ناپوهۍ يا د هيرې له رويه وي ډير يې زيانمن او لږ يې تاوان نلري.

حنبليانو ويلي دي: ډير خوراك كه په لوی لاس يا سهوه سره هم وي لمونځ باطلوي او لږ خوراك په قصدي ډول لمونځ باطلوي او كۀ لږ خوراك پۀ سهوه سره وي بيا لموځ نۀ باطلېږي.

4_ د ټولو مذهبونو په نزد د اوداسه يا غسل ماتوالى كۀ هغه د حدث اكبر يا اصغر له مخې وي لمونځ باطلوي بې له احنافو چې ويلي يې دي: د اوداسه ماتوالى كه وروستي تشهد ته تركېناستودمخه وي،باطل دى او كۀ وروسته وي كه سلام يې نۀ وي ګرځولى باطل ندى.

5_ كړس كړس خندا د ټولو مذهبونو پۀ نزد لمونځ باطلوي،بې له احنافو چې حكم يې د مخكيني تفصيل له مخې حدث دى چې وويل شو. لدې نظره چې د لمانځه باطلوونكي د ډيرې پاملرنې وړ دي ډير ډولونه لري او هر مذهب هر يوه ته يې ځانګړې فتوا لري ډيره پر ځاى ده چې د مذهبونو د هر يوه مذهب نظر په لاندې ډول يادوو.

شافعيانو ويلي دي: د لمانځه باطلوونكي عبارت دي له هغه حدثه چې د اوداسه يا غسل سبب جوړېږي او خبرې او ژړا كول پۀ ځينو وختو كې او ډير كار او په نيت كې شك راوړل د لمانځه په ماتولو كې پر ترديد څو څو ځلې دوام او له واجبو لمونځونو نورو لمونځونو ته اوښتل؛نو كۀ لمونځ كوونكى وغوښتل چې په جماعت سره لمونځ وكړي، كولى شي لمونځ پر نفلي لمونځونو واړوي او دعورت لوڅوالي سره لدې چې پر پټو لويې وس وى؛خو لوڅ وى كه د اغوستلو څه ئې وموندل او هغه ككړوالى چې نۀ بښل كېږي، كه يې پۀ چټكۍ له هغه ځان لرې نكړ، او د “تكبيره الاحرام” بيا تكرارول او د ركن په لوی لاس پريښوول او په كافر پسې اقتدا كول چې اقتدا ورپسې نشي كولاى او داسې نور له قصده د ركن زياتوالى او د داسې شي خوړل،چې خېټې ته ورسېږي، له قبلې مخ اړول او د لمانځه د يوۀ ركن وړاندې كول پر نورو لمونځونو.

مالكيانو ويلي دي:د لمانځه باطلوونكي په لوی لاس يا په سهوه سره د يوه ركن پرېښوول دي كه تر سلام ګرځولو پورې ياد نشي حال دا چې پر بشپړېدو يې باوري وي او د عرف له مخې اږد شي او د يو ركن ډيرول پۀ قصدي ډول لكه ركوع او سجدې او د تشهد زياتول چې ځاى يې نۀ وي او په كړس كړس خندا كول پۀ لوی لاس يا په سهوه سره او خوړل او څښل په قصدي ډول او په لوی لاس سره خبرې كول،چې د اصلاح او قوت كېدو او په ډكه خوله قى كول په قصدي ډول يا د ورپيښې ستونزې له كبله وي او د اودس ماتوالي او د عورت لوڅېدل او يا له هغه څخه د لږې برخې ښكاره كېدل او پر لمونځ كوونكي د نجاست پرېوتل او د ډېر كاركول په څلور ركعتي لمونځونو كې چې تر څلورو ركعتو ډير دي، كه پۀ يقيني ډول وي يا پۀ سهوه سره او سجدې تر سلام ګرځولو دمخه او له سنتو د درېو پرښوول پۀ سهوه سره او په سهوه سره له هغه سره د سجدې پريښوول د هغه له پاره.

حنبليانو ويلي دي: د لمانځه باطلوونكي دادي: د نۀ بښونكي نجاست منځته راتلل قبلې ته شا وراړول،د اودس ماتوالى،دعورت لوڅېدل چې پۀ قصدي توګه وي ،د لمونځ كوونكي بې له كومه عذره پر يوۀ شي ډډه وهل،لومړني تشهد ته بېرته ورګرځيدل حال دا چې دمخه يې قرائت پيل كړى وي ورباندې عالم وي او پۀ زړۀ يې وي د يوه ركن زياتېدل، پۀ قصدي ډول د ځينو اركانو د مخه كول ،پر ځينو نورو په لوی لاس هغه غلطي چې معنا ته بدلون وركوي او د سمون وس يې ورسره وي،د لمانځه د نيت ماتول يا پكې ردول، په تكبيره الاحرام كې شك راوړل، په كړس كړس خندا، په لوی لاس يا په سهوه سره خبرې كول، د مقتدي سلام،تر امام دمخه خوړل او څښل، پۀ هېره يا بې علمۍ سره بې له كومې اړتيا د غاړې تازه كول،داسې زور كول چې دوه توري له هغه راښكاره شي او بې له يوۀ خدايه د بل شي د ويرې له پاره ژړا.

احنافو ويلي دي: د لمانځه باطلوونكي دا دي: پۀ پام يا ناپامۍ او د ناپوهۍ يا سهوې له مخې خبرې كول، او داسې دعا چې د عامه خلكو د خبرو پۀ څير وي،يو داسې عمل ډير تر سره كول چې لمونځ ورباندې باطلېږي، له قبلې مخ اړول،خوړل او څښل بې له كومه شرعي عذره د غاړي تازه كول،اف كول له درده زګيروى او نلښت او اّه او ښكل، په زوره ژړل،دعا كول، پرنجيدونكي او تعجب ته “سبحان الله” ويل او يا د ” لا اله الا الله” ويل،اوچا چې تيمم وهلى وي او اوبه وويني او د لمر ختو سره د سهار لمونځ كول، د اخترونو لمونځونه پۀ ماسپښين كې كول په لوی لاس (قصدي) د حدث راوستل خو كۀ حدث پخپله راغي، ندى باطل خو اودس دې وكړي او پاتې لمونځ دې ادا كړي. (1) او د بدخبر د اوريدو پر وخت د ” انا الله” ويل او د ښۀ خبر پر وخت د ” الحمد الله” ويل.

اماميانو ويلي دي: پۀ لمانځه كې ريا كول يا ځان ښكاره كول او پۀ نيت كې شك او     ترديد او هم كۀ د لمانځه تر لږ ويلو وروسته د لمانځه دماتولو نيت وكړي، لمونځ يې باطل دى. او همدارنګه پۀ لوی لاس مخكينې لمونځ پرېښوول او وروستى لمونځ كول داسې چې د ماسپښين لمونځ پرېږدي او د مازيګر لمونځ پيل كړى، يا د مازيګر د لمانځه پر ځاى د ماسپښين لمونځ پيل كړي كومه ستونزه نشته،ځكه د ماسپښين لمونځ د مخه دى؛ نو كۀ فكر يې شو چې د ماسپښين لمونځ يې كړېدي او د مازيګر نيت يي وتړلو او پۀ لمانځه كې يې ورفكر شو روا ده چې بېرته د ماسپښين لمونځ له سره د مازيګر د لمانځه تر مخ وكړي او روا ده چې له جماعته ځانګړي لمانځه ته راوګرځي خو د هغه پر خلاف ناروا دى،داسې چا ته چې واجب لمونځ ځانګړي كوي روا ده،چې استحبابي لمانځه ته وركوږ شي،څو واجب لمونځ په جماعت سره وكړى او هم د تكبيره الاحرام زياتوالى دلمانځه د باطليدو سبب جوړېږي؛ نو كۀ اول يې تكبير ويلي ؤ دويم ځل تكبير يې لمونځ باطلوى او نوي تكبير ته اړتيا شته او كۀ څلورم ځل ته يې تكبير وويلو باطل دى او پنځم تكبير ته اړتيا ليدل كېږي او همداراز پۀ جفتو (غبرګو) تكبيرونو سره چې ډېر وي باطل او پۀ طاقو سره صحيح كېږي او هم د داسې نجاست راتلل چې سترګې ورباندې پټېداى نشي لمونځ باطلوي.

كه پردې ونۀ توانېږي چې هغه تر ځنډيدو پرته لرې كړي د لمانځه له حالته وتلى دى، او كه د اوبو دنشتوالى پرځاى يې تيمم وواهه او پرلمانځه ودريد،بيا يې د لمانځه پر وخت اوبۀ وموندلې تيمم او لمونځ دواړه باطل دي،او كۀ د لومړي ركعت تر ركوع دمخه يې اوبۀ وموندلې لمونځ دې پاى ته ورسوي او سم دى،د هغه لمونځ د ځينو شرطونو پۀ نشتوالي سره لكه داغوستلو شيان او د ځاى نۀ روا والى او د حدث راتلل او پۀ لوی لاس ټول بدن ته كتل،شاته،ښى اړخ ا و چپ اړخ او د ښي او چپ ترمنځ داسې كتل چې قبلې ته له پام كولو ووځې لمونځ باطلېږي او هم په لوې لاس خبرې او ژړا د دنيا امورو ته او كړس كړس خندا چې لمونځ باطل كړي او پۀ خوړلو او څښلو پۀ لوې لاس سره لږ او ډير عيب او له پنځو اركانو ديوه يا څو ركنونو پرېښوول كۀ په لوی لاس وي يا په سهوه لمونځ باطلوي،او پنځه اركان دا دي: نيت، تكبيره الاحرام، قيام ، ركوع، او پۀ هر ركعت كې دوې سجدې، د زوال نيت سره لدې چې پردې علم ولري امكان يې شته؛خو زياتوالى يې پۀ هيڅ شكل امكان نلري.

 

د لمونځ كوونكي له مخې تېرېدل:

مذهبونه سره يوه خوله دي: تېريدونكي او لمونځ كوونكي ته ندي حرام ،يواځې پر لمونځ كوونكي مستحب ده چې خپلې مخې ته يوه ستره (پردۀ) يا هغه څۀ چې د دووشيانو تر منځ مانع شي جوړه كړي، كۀ مخې ته يې پردۀ يا ستره نۀ وه چې د تګ راتګ مخه پرې ونيول شي لكړه يا پړى يا د خاورې د يوې غومبۍ پۀ څېر دې يو څۀ مخې ته جوړ كړي، او كۀ دا هم نۀ وو، لمونځ كوونكى دې د لمانځه د برم او عظمت او د خلكو ايسارول اود حق خوا ته پام وراړولو ته يوه نښه مخې ته كېږدي.

مالكيانو او احنافو ويلي دي د لمونځ كوونكي د لمانځه تر مخ تېريدل پۀ هر شكل حرام دي كۀ پردۀ يې مخې ته وي يا نۀ وي؛خو احنافو او مالكيانو ويلي دي: پر لمونځ كوونكي حرامه ده چې تر مخ يې تګ راتګ موجود وي حال دا چې د دي امكان هم ورسره وي چې له هغه ځايه لرې بل ځاى لمونځ وكړي.

شافعيانو ويلي دي: تګ راتګ هغه وخت حرام دى چې لمونځ كوونكي ستره (پردۀ) نۀ وي ايښې؛خو كۀ ستره موجوده وي او خلك تګ راتګ كوي نۀ حرام دى او نۀ مكروه.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ سبحان الله ويل.

(2)_ لنډون له- الفقه على المذاهب الاربعه كتاب څخه.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!