تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له بديو منع د ازادۍ نښه ده که څوک ووايي چې : له بديو منع اغېز نه لري او ټول چوپه خوله شو؛نو پخپلو لاسونو به مو ټولنه د فساد ډنډ ته ورغورځولې وې ؛نو له ازادۍ د ملاتړ او ساتنې لپاره بايد اواز راپورته کړو.که څه هم څوک ورته غوږ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

له بديو منع د ازادۍ نښه ده

که څوک ووايي چې : له بديو منع اغېز نه لري او ټول چوپه خوله شو؛نو پخپلو لاسونو به مو ټولنه د فساد ډنډ ته ورغورځولې وې ؛نو له ازادۍ د ملاتړ او ساتنې لپاره بايد اواز راپورته کړو.که څه هم څوک ورته غوږ کېنږدي .

پر نېکيو امر او له بديو منع د ځان جوړونې لپاره يو ګام دى،د ځان هڅونه او تلقين دى او د ويښتيا،پوهې او ژمنې نښه ده.

کېداى شي زما نننۍ خبره پر اورېدونکي اغېز ونکړي ؛ خو زما اخروي اجر ثابت دى. پر خداى او معاد د ايمان له برکتونو ځنې يو دادى چې : انسان هېڅکله هم ځان بايلونکى نه بولي. که د خداى د رضا لپاره جومات ته ولاړې او هغه بند وي؛نو د جمعې د لمانځه اجر به مو ګټلاى وي . مخلص انسان له خداى سره جوړجاړی- معامله کوي. د خداى لپاره له يو چا سره خبرې کول، که څه هم چې هغه ورته غوږ کېنږدي؛ ډېر اجر او ثواب لري. د قرآن له نظره هغه غوره کسان دي چې خلک حق ته رابولي :

وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (فصلت/۳۳) = او د هغه چا تر خبرې به خورا ښه خبره د بل چا وي، چې (خلك) د الله لوري ته بلي او ښې (چارې) كوي او ويلي يې وي : ((په حقيقت کې زه له مسلمانانو ځنې يم ؟!))

که څه هم چې دا بلنې اغېزې ونه لري. هو! که زده کړیالان د ښوند- ښوونکي درس زده نه کړ ؛نو د ښوند حقوقو ته زيان نشي اړولاى .

سملاسي اغېزې اړينې نه دي کله ناکله پر نېکيو امر او له بديو منع سملاسي اغېزې نه لري؛خو ډاډه اوسئ چې په راتلونکي کې به يې ولري؛ ځکه د انسان حالات کله داسې وي، چې د حق اورېدل يې له لاسه نه کېږي؛ خو ستاسې خبره کېداې شي په کوم بل وخت کې پرې اغېز وکړي.د امر او منع له لارې د زړورتيا روحيه خوندي پاتې کېږي.

د وجدان ارامتيا:

پر ګناه کوونکي اواز پورته کول د انسان د ايماني وجدان د ارامتيا لامل ګرځي او څوک چې دا کار کوي؛نو هېڅکله به هم ځان د وېرې، چوپتيا او بې پروايئ له کبله و نه غندي. دا د قرآن او د انبياوو لاره ده.

په رښتيا موږ خو له پېغمبرانو غوره نه يو. دوى به پر معجزو او غوره اخلاقو له بديو منع کوله. ډېرى خلکو به ورته غوږ نه ايښووه. قرآن وايي:

((وَ اِذا ذُكِّرُوا لایَذكُرون = که ورته پند ورکړاى شي؛نو پند به يې نه مانه.)) ((اتَیْناهُ ایاتِنا كُلّها فَاَبى = موږ خپلې ټولې معجزې فرعون ته وښوولې؛خو ورته يې غوږ کېنښود))

((وَ اِن یَّرَوْا كُلّ ایَةٍ یُعْرَضُوا وَ یَقُولُوا سِحْر= که يوه معجزه وويني؛ نو مخ اړوي او وايې چې دا کوډې دي )) ]

پر نېکيو امر او له بديو منع پر ګناه کوونکيو غاړ خلاصول دي، چې و نه وايي موږ ته چا پند رانه کړ او همداراز مومن ته هم سند دى، چې په يو وخت کې ورته ونه ويل شي: ولې دې غږ پورته نه کړ؟ قرآن وايي: (( وينا يا د پند لامل دى او يا هم دعذر وسيله ده. ))[عذراً او نذراً]؛يعنې که پوهېږئ او احتمال ورکوئ ،چې زما دا وينا به اغېز ونه لري؛ نو لازم نه دي؛خو منع هم نه دي.تر کومه ځايه چې خداى نه دي منع کړي؛نو مخکې تللاى شو؛خو که خداى د درېدو حکم وکړ؛نو مکلفيت بدلېږي؛لکه په لاندې آيتونو کې چې راغلي:

وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (نساء/۱۸) = او د هغوی توبه نه منل كېږي، چې بدې چارې كوي او د مرګ پر وخت وايي: ((اوس مو توبه وكړه.)) او نه د هغوى قبلېږي، چې د كفر په حال كې مړه كېږي، دوى ته مو دردناك عذاب چمتو كړى دى.

أُولَئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا (نساء/۶۳) = دوى هغه کسان دي، چې الله پوهېږي، په زړونو كې يې څه دي، (له سزا) يې تېر شه، په داسې خبرو نصيحت ورته وكړه، چې اغېز پرې وكړي او د خپلو كړنو پايلې يې تر غوږونو ورتېرې كړه.

وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (انعام/۶۸) = او چې كله داسې کسان وينې، چې زما په آيتونو کې خوشې لګیا وي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې پر بلې خبرې بوخت شي او كه شيطان دا (مخ اړونه) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!

فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاء إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ (روم/۵۲) = [پوه شه چې] ته مړي اورولاى نشې او نه هغو کڼو ته بلنه وراورولاى شې،چې مخ اړولي شا کړي روان وي .

إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاء إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ (نمل/۸۰) = البته ته مړيو ته (خپله خبره) وراورولاى نشې او نه يې هغو کڼو ته وراورولاى شې،چې مخ اړوي تښتي.

وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُواْ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ قُلْ مَنْ أَنزَلَ الْكِتَابَ الَّذِي جَاء بِهِ مُوسَى نُورًا وَهُدًى لِّلنَّاسِ تَجْعَلُونَهُ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًا وَعُلِّمْتُم مَّا لَمْ تَعْلَمُواْ أَنتُمْ وَلاَ آبَاؤُكُمْ قُلِ اللّهُ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِي خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ (انعام/۹۱) = او هغوى الله سم و نه پېژانده، چې و يې ويل : ((الله پر هېڅ بشر کوم څیز نازل كړى نه دی .))  (ورته) ووايه : (( د موسى راوړى کتاب چا رانازل كړى و؟! چې خلكو ته رڼا او لارښوونه وه (؛خو تاسې) یې پاڼه پاڼه كوئ؛ څه ښكاره كوئ او ډېر یې پټوئ او داسې ښوونې درته وشوې، چې نه تاسې پرې پوهېدئ او نه ستاسې پلرونه.)) ورته ووايه : ((چې الله (نازل كړى و) )) بيا يې پخپلو ځېلي خبرو اترو (او اوتو بوتو) کې لوبو کولو ته ورپرېږده .

ذَرْهُمْ يَأْكُلُواْ وَيَتَمَتَّعُواْ وَيُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (حجر/۳) = پرېږدئ يې، چې وخوري او ګټې (او خوندونه) واخلي او هيلو بوخت كړي وي؛ نو ژر به (د خپلو کړنو سزا) ورمعلومه شي!

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!