تبلیغات

۵۱ ـ نېکمرغي په درېیو څيزونو تر لاسه کېږي: د نعمت پر وخت شکر، روزي چې دې ځنډ شوه استغفار ووایه او چې له ستونزو سره مخ شوې نو (( لا حول و لا قوة الا بالله) ډېر ووایه. ۵۲ ـ علم درې ډوله دی: (( فقه )) (د دین پېژندنې) لپاره ، طب د […]

۵۱ ـ نېکمرغي په درېیو څيزونو تر لاسه کېږي: د نعمت پر وخت شکر، روزي چې دې ځنډ شوه استغفار ووایه او چې له ستونزو سره مخ شوې نو (( لا حول و لا قوة الا بالله) ډېر ووایه.

۵۲ ـ علم درې ډوله دی: (( فقه )) (د دین پېژندنې) لپاره ، طب د بدن لپاره او نحو د ژبې د ساتنې لپاره ( د ژبې ګړدود[1])

۵۳ ـ د سختۍ پر مهال د خدای حق، رضا مندي او صبر دی او د سوکالۍ پر وخت یې ستاېنه او شکر ایستل دي.

۵۴ ـ تر توبې کولو د ګناه نه کول ډېر اسان دي او څه یو ساعته بریاوې دي، چې اوږده غمونه ورپسې وي. مرګ د دنیا رسوایي او بې پتي ده، چې هېڅ پوه ته یې څه ښادي او هېڅ عقلمن ته یې کوم خوند ورپرېښی نه دی.

۵۵ ـ علم لارښود دی، عمل چلوونکی او نفس سرغړانده (سپرلي) ده.

۵۶ ـ تر هیلمن څیزه هغه څه ته هیله ولره، چې هیله ترې نلرې ؛ځکه موسی (ع) ولاړ، چې خپلې مېرمنې ته اور راوړي، له خدای سره د خبرو ویاړ ورپرخه شو او په پېغمبري منصب راستون شو. د سبا ملکه (بلقیس ) له خپل هېواده ووته اود حضرت سلیمان (ع) له لوري یې ایمان راووړ، (او بله بېلګه:) د فرعون د دربار جاډوګر د فرعون د تاج و تخت د ساتنې او په دربار کې یې د عزتمنېدو لپاره له حضرت موسی (ع) سره د مبارزې ډګر ته راووتل ؛ خو د موسی (ع) پر خدای مؤمنان راستانه شول.

۵۷ ـ خلک تر خپلو پلرونو ډېر خپلو واکمنو ته ورته وي .

۵۸ ـ خلکو! پوه شئ څوک چې د ځان په باب د نورو له ناحقې خبرې خپه شي؛ نو عقلمن نه دی او هغه چې د ناپوه په ستاېنې خوشحال شي، حکیم نه دی. خلک د هغو نېکو کړنو زامن دي، چې کوي یې او د هر چا ارزښت هماغه دی چې ښه یې ترسره کړي؛ نوعادلانه خبرې وکړئ، چې ارزښتونه مو راښکاره شي.

۵۹ ـ خدای پر هغه بنده لورېږي، چې خپل پالونکی په پام کې نیسي او له ګناه ځان ساتي او له ځاني غوښتنو سره مبارزه کوي ،خپلې هیلې دروغ وګڼي ( او زړه ورپورې ونه تړي) او خپل نفس په تقوا کابو کړي او د نفس پر خوله د الهي ډار قیضه ولګوي، بیا یې پړی او واګې په لاس کې ونیسي، د اطاعت لارې ته یې راکاږي او پړی یې راکاږي او له ګناهونو یې منع کوي، هره شېبه مرګ ته سترګې پر لار او تل په سوچ او فکر کې وي. د شپې دې لږه بيدېږی، زړه دې په دنیا پورې نه تړي او آخرت ته دې هڅانده وي. صبر دې د ژغورنې سپرلۍ او تقوا دې د آخرت زېرمه کړي، دننه التهاب دې د پرهېزګارۍ په اوبو کېنوي، ( د نړۍ له پېښو او تحولاتو دې) پند واخلي او ( د روزګار حالات دې) وسنجوي، دنیا او خلک دې پرېږدي ( او یوازېتوب دې خپل کړي) علم دې د دین پوهېدنې او سم ژوند کولو لپاره زده کړي. زړه دې یې د معاد او قیامت له یاده درون شي؛ نو ځکه خپله بستره دې راټوله او بالښت دې یوې خواته کړي، د خدای له ثوابونو سره دې یې شوق ډېر شي او د هغه له عذابه یې ډار ډېر وي، څه یې چې په سینه کې وي، نه دې یې رابرسېروي او له څه چې پوهېږي، لږې خبرې دې ترې وکړي، دا ډله خلک په ښارونو کې د خدای امانتونه دي، چې په برکت یې له بندګانو بلاګانې لرې کېږي، که یو یې خدای ته قسم ورکړي، اړتیا یې پوره کېږي او وروستۍ خبره یې دا وي: ((الحمد لله رب العالمین؛ ستاېنه نړۍ پال خدای ته ده.))

۶۰ ـ رزق او روزي حماقت ته سپارل شوې، بې برخېتوب عقل او بلا صبر ته (ساده زړي روزي خوري او پر عقل متکي عقلمن بې برخې کېږي او بلا او کړاو بې له صبره څه چاره نه لري).

۶۱ ـ د اشعث ( بن قیس) ورور عبدالرحمن ومړ او امیر المؤمنین علي (ک) په تسلیت کې ورته وویل: که بېتابي وکړې، د عبدالرحمن حق به دې پوره کړی وي او که صبر وکړې، د خدای حق؛ نو که په دې مصیبت کې د زغم لار خپله کړې، الهي قضا درباندې راغلې ده او د ستاېنې وړ یې او که بېتابي وکړې (بیا هم )الهي قضا درباندې راغلې او د غندنې وړ یې (نارې سورې د چارو په بهیر کې څه ونډه نلري، یوازې روح خواروي او د پړې لاملېږي) اشعث وویل: (( انالله و انا الیه راجعون؛ موږ د خدای یو او پر لور یې ورګرځو)).

حضرت علي (ک) وویل د دې آیت پر حقیقت پوهېږې، ویې ویل: نه! ته د علم پای او نهایت یې!

علي (ک) ورته وویل: داچې ودې ويل: (( انا لله)) ،د خدای پر ملک منښته ده ( چې مالک مو خدای دی) او داچې ودې ویل: و انا الیه راجعون؛ پر مرګ او فنا نټه ده ( چې پایند نه یو).

۶۲ ـ یوه ورځ حضرت علي (ک) سپور شو او یو شمېر پلي ورپسې ور روان شول، ویې ویل: ایا نه پوهېږئ، سپور چې پلی بدرګه کوي؛ نو د سپور د تباه کېدو او د پلي د خوارېدو لاملېږي؟ وګرځئ!

۶۳ ـ چارې درې ډوله دي :

۱ ـ هغه چې سموالی یې درته ښکاره دی؛ نو ورپسې شه.

۲ ـ هغه چې ناسموالی یې درته بربنډ دی؛ نو ډډه ترې وکړه.

۳ ـ هغه چې درته شکمن دی، خپل کارپوه ته یې ورپرېږده ( په اړه یې مه نظر ښکاره کوه او مه لاس پورې کوه).

۶۴ ـ یوه ورځ جابر حضرت امیرالمؤمنین علي (ک) ته وویل : کیف اصبحت[2]؟سهار دې څنګه کړ. ورته یې وویل : په داسې حال کې مې سهار کړ، چې الهي پېرزوېنې راباندې ډېرې او ګناهونه مې پرېمانه ول او نه پوهېږم د کوم یو شکر وکاږم: د نېکیو چې راښکاره کوي یې یا بدي مو چې پټوي یې؟!

۶۵ ـ د عبدالله بن عباس (رض) یو نوزېږی ومړ او علي (ک) په تسلیت کې ورته وویل: کوم مصیبت چې پر بل راکېوځي او اجر یې ستا پر برخه شي، په آند مې تر هغه مصیبته ښه دی، چې پر تا راشي او اجر یې د بل پر برخه شي؛ نو اجر دې پر برخه شه، نه ستا لپاره، ته ( د نورو په بېلتون کې) ښه صبر وکړه، نه بل دې په بېلتون کې، خدای دې د دې زوی بدله درکړي؛لکه چې هغه ته یې ستا له (لوري) عوض ورکړی دی .

۶۶ ـ علي (ک) یې وپوښت : د نصوح توبه څه ده؟ امام ورته وویل: د زړه پښېماني، په خوله بښنه غوښتل او پرېښوولو ته یې ټینګ هوډ.

۶۷ ـ د خدای په قدرت پنځول شوي یاست، هرومرو یې مملوک او بندګان یاست، قبرونو ته به ولاړ او خاورې به شئ او د قیامت پر ورځ به یوازې له قبرونو راپاڅئ او حساب به درسره وشي. خدای دې پر هغه بنده ولورېږي، چې پر کړې ګناه منښته وکړي او ( له خدایه) وډار شي او پر ښو چارو لګیا او د خپل پالونکي له سزا وډار شي او اطاعت ته یې ور وځغلي، چې نصیحت ورته وکړې، و يې مني، چې یې وډار کړې، وډار شي، راوګرځي او توبه وکاږي او په نصیحتګرو پسې ولاړ شي او پر پل یې پل کېدي او په پلټنه بوخت شي او دګناه له لاسه وتښتي او بریالی شي، د لارې توښه چمتو کړي او خپل دننه او باطن پاک کړي او د قیامت ورځې ته تیارسئ وي او د هغې ورځې لپاره د تقوا له توښې کار واخلي ،چې له دې نړۍ ځي او پر خطرناکې لارې قدرم ږدي او(هم) د اړتیا او تنګلاسۍ پر وخت ، تلپاتې مېشتځي ته دې له مخکې زېرمه ورولېږي، ځان ته دې وزلې چمتو کړي ‎. هغوی چې د شینکۍ ځوانۍ پېر تېروي، بې له بوډاتوبه بل څه ته سترګې پر لار دي؟! هغوی چې روغ رمټ دي، بې له ناروغۍ بل څه ته انتظار دي؟! او هغوی چې لا تر اوسه ژوندي دي، په دې فکرکې دي، چې ناڅاپي مړینه او د وفات او مرګ وخت یې رانژدی دی؟!

۶۸ ـ د هغه چا په څېر له خدایه وډار شئ، چې لاسونه یې رابډوهلي وي او زړه یې پر دنیوي څيزونو له مینې پاک وي، په ټاکل شوي مهلت کې ارامه هڅه کوي او د دنیا په وحشتځي کې ډارن او لړځنده وي، د شتمنۍ د پرېمانۍ ، د خپل برخلیک او د ورستنېدا د ځای په هکله غور او سوچ وکړي .

خدای ستر څارنوال دی؛ غچ اخستو او ملاتړ ته بسیا دی، جنت بدله او بسیا برخمني ده، دوزخ سزا او کافي ربړونې ته بسیا دی او کتاب الله مقابلې او جګړې ته بس دی.

۶۹ ـ علي (ک) د سنت، بدعت، فرقت(ډلسازي) او جماعت په اړه وپوښتل شو، و یې ویل: سنت د رسول الله (ص) لار او دود دی. بدعت ؛ هر څه چې د سنتو پر خلاف وي. فرقت ( او مخالفه انشعابی ډله) باطل پالي دي، که څه ډېر هم وي او جماعت حقپال دي، که څه ډېر لږ وي او زیاته یې کړه: بنده دې یوازې الله ته هیلمن وسي او یوازې دې له خپلې ګناه وډار شي، عالم ته نه ښایي د ورنه شوې پوښتنې د نه پوهېدو په بڼه کې د (( الله اعلم ( خدای ښه پوهېږي) )) په ویلو وشرمېږي او صبر ایمان ته لکه سر چې تنې ته وي.

۷۰ ـ یو تن ورته وویل: نصیحت وکړه، ویې ویل: سپارښتنه درته کوم، چې نېکې چارې دې ډېرې مه شمېره او ګناه دې- چې څومره وي – لږه مه ګڼه.

۷۱ ـ بل چا نصیحت ترې وغوښت، ویې ویل: ځان ته دې مه تنګلاسي تلقينوه او مه د اوږده عمر وعده ورکوه ( نه ځان ته بېوزلي انځور کړې، چې تل ترې وډار شې، نه د ډېر عمر هیلمن وسې، چې چارې څټ ته وغورځوې).

۷۲ ـ دینوال نښې لري، چې پرې پېژندل کېږي: رښتینتوب، امانتوالي، پر ژمنې وفا، له خپلوانو سره مینه، پر کمزوریو لورنه، ډېر لږ ښځو ته تابع کېدل، نېکي کول، ښه خوی، ډېر زغم ، د علم لاروي او څه چې خدای ته د ورنژدېدو لامل وي، دوی په زړه پورې ژوند ،ښه برخلیک او پای لري .

۷۳ ـ څوک چې خپلې هیلې اوږدوي؛ نو [ د آخرت لپاره به] کړنې هېروي .

۷۴ ـ بنیادم د تلې [پلې] ته ډېر ورته دی یا په ناپوهۍ سپکېږي یا په پوهۍ درنېږي.

۷۵ ـ مؤمن ته کنځل فسق دی، جګړه ورسره کفراو مال یې د ځان ( او وینې) په څېر محترم دی.

۷۶ ـ مال او ځان دې له خپل وروره ورځار کړه، عدل او انصاف دې پر خپل دښمن ولوروه، له ټولو سره په ورین تندي چلېږه او احسان ورسره کوه، پر خلکو سلام اچوه، چې سلام درباندې واچوي.

۷۷ ـ سخیان په نړۍ کې د خلکو ښاغلي دي او په آخرت کې یې پرهېزګاران.

۷۸ ـ غوښتنې ( او څيزونه) دوه ډوله دي: یو دا څه چې نورو ته دي او په تېرو کې مې هم پربرخه شوي نه دي او نه په ګانده کې ورته هیلمن یم او بل دا (غوښتنه یا څیز یو ټاکلی وخت لري ) که د اسمانونو او ځمکې ټولې وسې وکاروم، تر ټاکلي وخته وړاندې مې پر برخه کېږي نه؛ نو دې کوم یو ته خپل عمر تېرکړم؟

۷۹ ـ سکه د مؤمن کتل عبرت دی، چوپتیا یې سوچ او فکر دی، خبرې یې د خدای یاد دی، چې شتمن شي، شکر کاږي او چې تنګلاسی شي، صبر خپلوي، ژر خوشحاله او په ځنډ غوسه کېږي، په لږ نعمت له خدایه راضي کېږي، او ډېر یې سرغړاندی کوي نه، په ښو چارو کې یې نیت تر کړنو ډېر دی ، د ښو چارو د کولو نیت لري؛ خو په عمل کې ټولې کړای نشي ( نیة المؤمن خیر من عمله د حدیث مانا همدا ده) او پر هغو ښو چارو افسوس خوري، چې کړي یې نه دي، چې ولې مې کړي نه دي.

د منافق لیدل د ساتېری لپاره وي، چوپتیا یې غفلت او تېروتنې ته وي، خبرې یې چټیات وي، چې شتمن شي سرغړاندی شي، چې تنګلاسی شي د ذلت لار خپلوي، ژر خپه کېږي او په ځنډ خوشحالېږي، ډېر لږ الهي نعمت یې غوسه کوي او په ډېره الهي ورکړه نه خوښېږي، د شري چارو د کولو نیت ورسره ډېر دی او ( له ښه مرغه) چې پر ټولو یې لاس نه ور رسي، ( نیة الکافر شر من عمله) او پر هغو شري چارو ( او فتنو) افسوس خوري، چې له لاسه يې شوي نه دي.

۸۰ ـ په رښتیا، دنیا او آخرت دوه نه پخلا کېدونکي غلیمان او دوه جلا جلا لارې دي، د چا چې دنیا خوښه وي او زړه یې ورپورې تړلی وي؛ نو آخرت یې غلیم ګڼلی او لاسونه یې ترې وینځلي. دنیا او آخرت د ختیځ او لویدیځ په څېر دي او دواړو ترمنځ لاروی ، چې یوه ته ورنژدې شي؛ نو له بله لرې کېږي.

۸۱ ـ څوک چې له [الهي] ګواښونو وډار شي، لرې ورنژدېږي (مرګ که څه لرې وي، نژدې یې ویني)، څوک چې د دنیا له خوړو موړ نشي ( او د قناعت حس ونه لري) چې څومره راټول کړي، بسیا ورته ندي ( او مړېږي پرې نه) ، څوک چې په دنیا پسې ورځغلي، له لاسه یې وځي او څوک یې چې له غوښتو لاس پر سر شي؛ نو پخپله ورځي. دنیا تر یوې ټاکلې مودې پراخ سیوری دی، خدای دې پر هغه بنده ولورېږي، چې له حکمته ډکه خبره واوري او ښه یې یاده کړي او چې ژغورنې ته وبلل شي؛ ورمخ کړي، د ژغورنده مشر لمن ونیسي، چې وژغورل شي، ښې ( کړنې)مخکې ولېږي، ښې چارې خپلې کړي، ( خپل قبر ته دې )څه زېرمه واستوي او له څه (خطر) چې ډارول شوی، ځان ترې وساتي ، غشی دې په نښه ولي ( چې انعام واخلي) ، هیلې دې دروغ وګڼي، صبر دې د ژغورنې سپرلۍ،تقوا دې د مرګ وزله کړي،د دین له څرګندې او سمې روښانې لار دې پښه نه اړوي، فرصت دې غنیمت وبولي،تر مرګ وړاندې دې ښې چارې وکړي او زېرمه دې یې کړي.

۸۲ ـ علي (ک) یو تن ته وویل: څنګه یې؟ ویې ویل: هیلمن او ډارن یم.

امام وویل: څوک چې د یو څیز هیلمن وي، لاس ته راوړو ته یې ورځغلي او څوک چې له یوه څیزه ډارېږي؛ نو ترې تښتي، نه پوهېږم دا څه ډارن دی،که کوم شهوت او خوند ورمخې ته شي ( د عذاب) له ډاره یې خوشي نه کړي او دا څه هیلمن دی، که کوم کړاو او بلا ورباندې راپرېوځي ( د اجر) په هیله صبر ونه کړي.

۸۳ ـ حضرت علي (ک) عبایة بن ربعي وپوښت : په کوم وس او زور، چې کښته پورته کېږو او کار کوو، څه دی؟ (چې دا زور او وس زموږ خپل دی او په خپلو کړنو کې ازاد یو یا د خدای دی او مجبور یو) .

علی (ک) ورته وویل: د وس په اړه دې وپوښتل: ایا واک یې یوازې له تا سره دی، نه له خدای سره یا له تا او خدای دواړو سره؟

عبایة ځواب ورنه کړ.

ویې ویل: که ووایې، چې د خدای او ستا دواړو دی؛ نو وژنم دې (؛ځکه شرک دی) ، که ووایې چې یوازې زما دی (او د خدای پکې څه کار نشته) بیا دې هم وژنم (؛ځکه کفر دی)

عبایة وویل : نو څه ووایم؟

ویې ویل: ووایه زما په واک کې دی ؛ خو ( نه داسې چې اصلي مالک یې یم؛ بلکې) خدای یې مالک دی؛ خو د هغه واک یې راکړی،که یې راکړي، یوه ډالۍ ده او که را یې نه کړي؛ نو یو الهي ازمېښت دی؛ نو څه چې لرو، آریز خاوند یې الله دی او پر هغه څه حقیقي وسمن هم الله دی، چې زموږ تر ځواک لاندې یې راوستی دی.

۸۴ ـ اصبغ بن نباته، وایي: له امیرالمؤمنین مې واورېدل، چې یې وویل: داسې یو حدیث درته ووایم، چې ښایي هر مسلمان یې زده کړي، بیا یې وویل: خدای تر هغه ډېر بښوونکی او ستر دی ، چې مؤمن بنده ته هم په دنیا کې سزا ورکړي او هم په آخرت کې او تر هغه ډېر بښونکی، ستر او کریم دی، چې یو بنده په دنیا کې عفوه کړي او په آخرت کې عفوه ترې دریغ کړي، بیا یې وویل: شونې ده خدای یو مؤمن د بدن، مال ، اولاد یا مېرمنې په ازمېښت کې راګېر کړي او دا آیت یې ولوست: (( او چې هر (ډول) مصیبت دررسي،لامل یې ستاسې خپلې لاس ته راوړنې دي او له ډېرو (ګناهونو) مو درتېرېږي[3]))

او درې ځل یې خپلې ګوتې ونښلولې ویې ویل: (( او له ډېرو (ګناهونو) مو در تېرېږي))

۸۵ ـ د اړیکو پرې کول، مخ نه ښوول دي، د ژر خپه کېدونکي سړي پر (خپګان) مه خپه کېږه[4] ډېر ناوړه مکافات، په بدیو سزا ورکول دي.

۸۶ ـ د ځان ستر ګڼلو پیل د عقل تباهی ده، څوک چې خپله ژبه کابو کړي، له خطره یې خوندي کېږي، څوک چې خپل خوی ښه نه کړي، ډېر زیان ویني، څوک چې بدخویه وي، کورنۍ یې ترې تنګېږي. ډېر ځل یوه خبره نعمت له منځه وړي ، شکر د فتنې مخه نیسي، پت د مړانې خورا مهم آر دی، د ګناهکار عاجزي شافع ده، په شبهه کې تمېدل د احتیاط بنسټ دی، په پراخو اخلاقو کې د روزۍ زېرمې پرتې دي.

۸۷ ـ مصیبتونه په خلکو کې یو رنګ ویشل شوي[5] ، چې څو د توبې ور پرانستی وي؛ ګناه ته نهیلېږه مه. د ژغورنې لار له شهوتونو سره په مخالفت کې ده. مرګ د هیلو پای ده، کنجوس ته کتل انسان سخت زړی کوي، احمق ته کتل سترګې سپېرې کوي، سخاوت ځیرکي ده او پستي ناخبري ده.

۸۸ ـ تنګلاسي ستر مرګ ( د مرګ مشر ورور) دی او کم عیالي ( د لږو اولادونو درلودل) پخپله پراخي او نیمه خوشحالي ده. غم نیم زړښت دی، منځلاری نه بېوزلېږي، څوک چې سلا مشوره وکړي نه هلاکېږي . یوازې له عیالوار ( یا نېک ځوځاتي) او دینوال سره احسان وکړئ. نېکمرغه هغه دی، چې له نورو پند واخلي، غولېدلی نه د ستاېنې وړ دی او نه د ثواب لایق، نه نېکي له منځه تلونکې ده او نه ګناه هېرېدونکې ده.

۸۹ ـ نېکي وکړئ، چې وستاېل شئ، حقپالنه ( یا شکر کاږنه) خپله کړئ، چې عقلمن درسره مینه پیدا کړي، چټي خبرې پرېږدئ، چې ناپوهان درنه څنډې ته شي . د خپل ملګری درناوی وکړئ، چې غونډې مو ابادې پاتې شي او هغه چې ناسته پاسته درسره لري، ملاتړ یې وکړئ، چې له ګاونډ سره مو مینوال شي، د خلکو په هکله انصاف وکړئ، چې درباندې ډاډمن شي، ښه اخلاق چلوئ، چې د سرلوړۍ لامل دی، له بدو اخلاقو ډډه وکړئ، چې شریف انسان خواروي او ( د مجد او) عظمت ماڼۍ ویجاړوي.

۹۰ ـ قناعت خپل کړئ، چې عزت ومومئ.

۹۱ ـ صبر د نېستۍ ډال دی، حرص د بېوزلۍ نښه ده، د ځان سینګارول له خوارۍ اوکمزورۍ ځان بچول دي، پند او موعظه د هغه پناه ځای دی، چې پناه وروړي.

۹۲ ـ څوک چې د علم او پوهې جامې واغوندي، د خلکو له سترګو به یې عیبونه او نیمګړتیاوې پټې شي.

۹۳ ـ کینه کښ خوشحالي نلري ( او له ژونده بې برخې دی)،خپه او مرور دوستي او مینه نلري او دروغجن مړانه نلري.

۹۴ ـ له یوازېتوب سره مینه پیدا کړه، چې عزت دې پایښتی پاتې شي.

۹۵ ـ هر عزتمن، چې د ځواکمن تر لاس لاندې وي، سپک دی.

۹۶ ـ خلک دوو څیزونو هلاک کړي : له بېوزلۍ ډار او د ویاړنې تر لاسه کول.

۹۷ ـ خلکو! ځان له دنیا سره له مینې وساتئ، چې د هرې ګناه سرچینه ، د هر کړاو د ورننووتو ور، د هرې فتنې مله، او د هر مصیبت لامل دی.

۹۸ ـ ټول ښه په درېیو ځانګړنو کې رانغښتل شوي دي: کتل، چوپتیا او وینا؛ هر کتنه، چې عبرت پکې نه وي، بې پامي، تېروتنه ( او بې خیالي) ده او په هرې چوپتیا کې چې اندنه او سوچ کول نه وي، غفلت دی او په هرې وینا کې چې د خدای یاد نه وي،اوتې بوتې دي؛ نو پر هغه دې خوشحالي وي، چې کتل یې عبرت وي، چوپتیا یې فکر او وینا یې د خدای یاد وي او پر خپلې ګناه وژاړي او خلک یې له شره خوندي وي.

۹۹ ـ د دې انسان حال څه هېښنده دی؟ د هغه څه پر تر لاسه کولو خوشحالېږي، چې له لاسه یې نه وځي او پر هغه څه غمګین دی، چې لاس ته یې ورتلونکی نه دی؛ نو که خپل فکر يې کارولی وای، هرومرو پوهېده، چې د کار تدبیر یې شوی او روزي یې تقدیر شوې [ او په دې لید لوري] یې پر هغه کار لاس پورې کاوه، چې ورته شونی او اسان و او په ستونزمن او ستړي کوونکي کار یې لاس نه ورپورې کاوه.

۱۰۰ ـ علي (ک) په بازارونو کې ګرځېده؛ نو بازاریانو ته یې په نصیحت کې ویل: سوداګرو! تر راکړې ورکړې وړاندې له خدایه خیر وغواړئ، په راکړه ورکړه کې اساني خپله کړئ، چې برکتي شئ، پېروونکیو ته ورنژدې شئ، ځان په زغم وپسولئ، له قسم خوړو ډډه وکړئ، له دروغو ځان وساتئ او پر [پېروونکي] له تېري وډار شئ، له مظلومانو سره په انصاف وچلئ،ربا ته مه ورنژدېږئ، (( تول پوره کوئ او ډنډۍ مه وهئ[6] )) ((او پر ځمکه فساد مه کوئ[7]))

[1] [ د جنتي یادونه: په هغه زمانه کې بل ګټور علم نه و او ته وا موخه یې د هغې زمانې د دوديزو علومو بې ارزښته ګڼل ول؛ لکه پر شعر پوهېدل، نسب پېژندنه، څېره پېژندنه او په څېر یې)

[2] ( یوه غونډله ده،چې په روغبړ کې کارېږي او موږ وایو سهار مو نېکمرغه)

[3] [شوری (۴۲) – ۳۰ آیت:]

[4] ( د متن عبارت ساده نه دی او د نهج البلاغې متن ډېر روان دی: لا تامنن ملولا؛ پر ژر خپه کېدونکي سري مه ډاډمنېږه او امین یې مه بوله، شونې ده په لږ خپګان خیانت وکړي)

[5] (که څه ډول ډول دي او غالبا د نورو له مصیبتونو ناخبره دي او یا خپل مصیبت ستر بولي او روایت هله ښه څرګندېږي چې مانیز مصایب هم په پام کې وي)

[6] [اعراف (۷) – ۸۵ آیت)

[7] [اعراف (۷) – ۷۴ آیت)

 

 

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست