تبلیغات

۱۰۱ ـ حضرت علي (ک) وپوښتل شو: غوره څیز،چې خدای پیدا کړی کوم یو دی؟ ویې ویل: خبره ! وویل شو: ډېر بدڅیز، چې خدا پیدا کړی کوم یو دی؟ ویې ویل: خبره ! بیا یې وویل: خبره ده، چې انسان سپین مخی یا تور مخوي . ۱۰۲ ـ ښه خبرې وکړئ،چې پرې مشهور شئ […]

۱۰۱ ـ حضرت علي (ک) وپوښتل شو: غوره څیز،چې خدای پیدا کړی کوم یو دی؟

ویې ویل: خبره !

وویل شو: ډېر بدڅیز، چې خدا پیدا کړی کوم یو دی؟

ویې ویل: خبره ! بیا یې وویل: خبره ده، چې انسان سپین مخی یا تور مخوي .

۱۰۲ ـ ښه خبرې وکړئ،چې پرې مشهور شئ او ښې چارې وکړئ، چې له نېکچاریو ځنې وګنل شئ.

۱۰۳ ـ که ( د ناروغۍ په څېر) کوم کړاو درورسېد؛ نو مال مو له ځانه ځار کړئ او که ( د دښمن د یرغل په څېر) یو پېښه درپېښه شوه،چې دین مو ګواښي؛ نو ځان مو له دینه ځار کړئ، پوه شئ هغه هلاک شوی، چې دین یې له لاسه ووځي او هغه لوټ شوی ګڼل کېږي، چې دین یې تښتول شوی دی . هن! تر جنت وروسته ، بېوزلي نشته او تر دوزخ وروسته څه شتمني.

۱۰۴ ـ بنده هله د ایمان خوند څکلای شي، چې له دروغو لاس واخلي که په ټوکو وي یا ټینګه .

۱۰۵ ـ مسلمان ته نه ښایي له دروغجن سره ملګرتوب وکړي؛ځکه هومره دروغ وایي، چې په رښتیا خبره یې هم باور نه کېږي.

۱۰۶ ـ خورا ستره ګناه، په ناحقه د خلکو د مال خوړل دي.

۱۰۷ ـ څوک چې له کساته ډارېږي، پر خلکو له تېري دې لاس واخلي.

۱۰۸ ـ د کینه کښ په څېر ظالم مې لیدلی نه دی، چې مظلوم ته ډېر ورته دی.

۱۰۹ ـ ظالم د ظلم ملګری او پر ظلم راضي درې واڼه په ګناه کې شریک دی.

۱۱۰ ـ صبر دوه ډوله دی: د مصیبت پر وخت صبر غوره [ او ښکلی] دی او تر دې غوره او ښه د حرامو پر وړاندې صبر دی . ذکر دوه ډوله دی: د مصیبت پر مهال د خدای یادول ښه او ښکلی دي او تردې غوره د ګناه پر مهال د خدای یادول دي، چې د ګناه مخه ونیسي.

۱۱۱ ـ خدایه ! د خپلو مخلوقاتو یو بدچاري ته مې هم اړین نه کړې او که کومه اړتیا دې راټاکلې وي؛ نو هغو ته یې ور وسپاره چې ترګردو د ښو خویو خاوند، د چارو په ترسره کولو کې سخي ، خوله ور او منت یې ډېر لږ وي.

۱۱۲ ـ پر هغه دې خوشحالي وي، چې د خدای په طاعت کې له خلکو سره مینناک شي او خلک له ده سره هم.

۱۱۳ ـ دا د ایمان له حقیقته ده، چې بنده د رښتینتوب لار خپله کړي ، تردې چې له ګټورو دروغو هم لاس واخلي او خبرې یې د خپلې پوهې له پولې وانه وړي ( پر څه چې نه پوهېږي، ویې نه وايي).

۱۱۴ ـ امانت یې خاوند ته وروسپارئ که څه د پېغمبرانو د زامنو وژونکی وي.

۱۱۵ ـ تقوا د ایمان بنسټ دی.

۱۱۶ ـ هن! هغه ذلت، چې د خدای د اطاعت په لار کې وي، په ګناه کې تر همکارۍ عزت ته ورنژدې دی .[1]

۱۱۷ ـ شتمني او اولاد د دنیا کرنه ده او صالح کړه وړه د آخرت کرنه ده او خدای یوه ډله له دواړو برخمنه کړې ده.

۱۱۸ ـ د تورات به دوو پاڼو کې لیکل شوي : یو دا ، څوک چې پر دنیا غمګین شي؛ نو پر الهي قضا راضي شوی نه دی او هر مؤمن، چې له وررسېدلي مصیبته د خپل دین دښمن ته شکایت وکړي، له خپل پالونکي یې دښمن ته شکایت وروړی دی او څوک چې شتمن ته یې د شتمنۍ په پار تواضع وکړي، د خپل دین له درېیو برخو یې دوه له لاسه وتلې دي او هغه چې کتاب الله لوستی او تر مرګ وروسته دوزخ ته تللی، له هغو ځنې و، چې د خدای پر آیتونو یې ملنډې وهلې او په بله پاڼه کې یې کښلي: څوک چې سلا مشوره ونه کړي، پښېمانېږي او څوک چې یوازې په شتمنۍ راټولو پسې وي، هلاکېږي او تنګلاسي ستره مړینه ده.

۱۱۹ ـ ژبه د انسان ماغزه ( او حقیقت) دی، عقل یې دین دی، مړانه یې په هغې وضعې پورې اړوند ده، چې ځان ته یې رادبره کړې ده، روزې وېشل شوې ده، روزګار لاس په لاس ګرځي او خلک تر حضرت آدم (ع) پورې ټول یو رنګ، برابر ( او وروڼه ) دي.

۱۲۰ ـ حضرت علي (ک) کمیل ته وویل: ارام وسه، ځان مه مشهوروه، ځان پټ کړه، چې نامه دې وانخلي، زده کړه، چې پوه شې، چوپ شه چې سالم او روغ رمټ پاتې شې، که (خدای) خپل دین دروپېژانده؛ نو څه باک نشته، چې خلک ونه پېژنې یا دوی دې و نه پېژني.

۱۲۱ ـ حکیم نه دی هغه چې له هغه سره ګوزاره و نه کړي، چې بې له دې، له بل سره د ګوزارې څه لاره چاره نه لري.

۱۲۲ ـ څلور څیزونه دي، که لاس ته راوړو ته یې پر اوښ سپاره شئ او بیدیاوې ووهي، بیا هم اسان دی:

۱ – څوک دې بې له خپل پالونکي چا ته هیلمن نه وی.

۲ ـ یوازې دې له خپلې ګناه وډار شي.

۳ ـ چې (وپوښتل شي او) پوه نشي؛ نو د (( نه پوهېدو)) له ویلو خجالت ونه کاږي.

۴ ـ او پر څه چې نه پوهېږي، له زده کړې یې سرغړونه ونه کړي.

۱۲۳ ـ حضرت علي (ک)، عبدالله بن عباس (رضی الله عنهما) ته ولیکل: اما بعد؛ څه دې چې پکارېږي، و یې لټوه او څه دې چې نه پکارېږي، پرېږده یې؛ ځکه د هغه څه پرېښوول، چې دې نه پکارېږي، د هغه څه لاس ته راوړو ته دي، چې دې پکارېږي( او انسان نشي کړای هم په ګټورو چارو لاس پورې کړي او هم پر بې ګټو، ځواک یې هرې خواته لګي او او په پای کې کمزورېږي) په حقیقت کې ته (تر مرګ وروسته)هغو څیزونو ته ورځې، چې له مخکې دې استولي دي، نه هغو ته چې شاته دې پرېښوولي دي؛ نو څه چې د قیامت پر ورځ ورسره مخېږې، داسې یې ساز کړه، چې ښه دې ایسي ورسره مخ شې؛ والسلام.

۱۲۴ ـ غوره څیز چې د دوستانو زړونه تر لاسه کولی او د دښمنانو له زړونو کینه لرې کولای شي، ښه روغبړ، پسي شایې د حالاتو پوښتل او مخامخ په ورین تندي چلېدل دي.

۱۲۵ ـ مؤمن هله دایمان خوند څکي، چې پوه شي څه چې باید ورورسي، ور وبه رسي او څه چې نباید ورورسي، ور وبه نه رسي.

۱۲۶ ـ پالونکیه! څه بد مرغه دی هغه(مړزړی) چې څه دې د پاچاهۍ او ځوک ویني، د هغه څه پروړاندې، چې سترګې اوزړه یې نه ویني، ناڅیزه ونه بولي او تردې بدمرغه هغه دی، چې ستا ښکاره او ناښکاره پاچاهي او قدرت ستا(دسپېڅلي ذات) د عظمت او جلال په مقابل کې ناڅیزه ونه ګڼي. یوازې ته حق معبود یې، پاک یې خدایه! په رښتیا چې زه له ظالمانو ځنې یم.

۱۲۷ ـ دنیا د فنا، رنځ، ادلون بدلون او عبرت کور دی. د فنا نښه یې داچې روزګار خپله لیندۍ راښکودې ، غشي یې خطا نه ځي او ټپونه یې نه درملېږی . روغ جوړ د ناروغۍ په غشي ولي او ژوندی د مرګ. د رنځ بېلګه یې داچې؛ انسان څیزونه راټولوي، چې خپله یې نه خوري، ماڼۍ جوړوي، چې پکې نه وسي، بیا د خدای پر لور ور روان شي، نه څه مال له ځان سره وړي او نه د ماڼۍ کومه خښته!

د ادلون بدلون بېلګه یې داچې؛ یو وینې چې یوه ورځ یې د یوه تن پر [نعمت او مال] حسرت خوړ؛ خو نن د زړه سوي دی او یو وینې، چې یو وخت د زړه سوي و؛ خو نن یې پر [نعمت او شتمنۍ] حسرت خوري او داځکه چې نعمت یې له لاسه وتلی و او یا تنګلاسۍ له ګرېوانه نیولی و.

د عبرت دلیل یې دا؛ همدا چې انسان د خپلې هیلې د لاس ته راوړو په درشل کې دی، مرګ یې تښتوي، نه هیله لاس ته ورغلې او نه هیلمن پاتې شوی. سبحان الله ! چې د دې نړۍ ښادي څومره غولوونکې، خړوبتیا یې لا تنده راولاړوي او سیوری يې څومره تود او سوځنده دی! څه چې ول، ته وا بیخي نه ول او څه چې دي ته وا ( له کلونو مخکې) ول. په رښتیا یوازې د اخرت کور د تل تر تله اوسېدانې کور او د جنت او دوزخ ځای دی . د خدای دوستانو په صبر ثواب تر لاسه کړ او په خپلو کړنو خپلو هیلو ته ورسېدل.

۱۲۸ ـ د خدای پر لور، خدای ته غوره لارې دوه غړپه دي : د غوسې غړپ، چې په زغم یې تېره کړې او بله د غم او خپګان غړپ، چې صبر ورباندې وکړې. ( او همداراز) د خدای پر لور، خدای ته ګرانې او محبوبې لارې دوه څاڅکي هم دي: په پخه شپه کې د اوښکې څاڅکی او بل د خدای په لار کې د ویني څاڅکی او د خدای پر لور، دوه ګامونه ګران دي: د مسلمان هغه ګام، چې د خدای د لارې لیکه پرې ټینګه شي او بل هغه ګام، چې د خپلوانو لیدو کاتو ته واخستل شي او دا ګام تر ړومبي ګامه غوره او اوچت دی.

۱۲۹ ـ دوست ته هله دوست ویلای شو ،چې په درېیو ځایونو کې د خپل دوست پت وساتي: په تنګلاسۍ، پسي شا او تر مرګ وروسته.

‍۱۳۰ ـ په رښتیا د ناپوهانو زړونه تمې ( د بوسو د ډکې په څېر) سپکوي، هیلې برمته کوي او چلونه راښکېلوي.

۱۳۱ ـ په چا کې چې یوې ښې ځانګړنې جرړه ځغلولې وه؛ نو نورې یې نالیدې ګڼلای شم؛ خو د عقل او دین نشتون یې بیخي نالیدی نه ګڼم؛ ځکه د دین له لاسه وتل، د امنیت له منځه تګ دی او په ډار او وحشت کې ژوند نه مفهوم لري او نه په زړه پورې دی.

او د عقل زوال، د ژوندانه زوال دی او بې عقله ټولنه یوازې له مړیو سره د پرتلنې وړ ده.

۱۳۲ ـ څوک چې ( تورنو ځایونو ته په ورتلو) تورن شي؛ نو څوک چې پرې بدګومانه شي، نه دې یې ملامتوي او څوک چې خپل راز پټ ساتي؛ نو د ځان واکمن دی ( او که بل ته یې ووایه، واک یې له لاسه وتلی دی)

۱۳۳ ـ خدای شپږ ډلې په شپږو خویونو عذابوي: عربان په عصبیت، خانان په کبر، پاچایان په ظلم، فقها په کینه، سوداګر په خیانت او کلیوال په ناپوهۍ.

۱۳۴ ـ خلکو! الهي تقوا خپله کړئ، چې پر دې خوی (تقوا) صبر، پر الهي عذابه تر صبر کولو اسانه ده.

۱۳۵ ـ په دنیا کې زهد؛ د هیلو رالنډول ،د نعمتونو پر وړاندې شکر ایستل او له حرامو ډډه کول دي.

۱۳۶ ـ په واقع کې څیزونو یو له بل سره ودونه وکړل اوجوړه شول؛ نو لټۍ او کمزورۍ واده وکړ او بېوزلي ترې وزیږېده.

۱۳۷ ـ هن ! ورځې درې ډوله دي : هغه ورځ، چې تېره شوه او [راستنېدا] ته یې هیله نشته، هغه ورځ چې پکې یې او دوام نلري او هغه ورځ، چې راغلې نه ده او څه ډاډ پرې نشته؛ پرون پند و، نن غنیمت دی او سبا څه پوهېږې، چې شته که نه؟ پرون معتبر او منلی شاهد و، نن بېرته ورسپارونکی امانتوال دی او سبا درسره د لېږد ورځ ده .

اوږد غیبت لري، چې ورغلی نه یې ، پخپله به درته راشي . خلکو! بقا تر فنا وروسته ده ( تل تر تلتوب د ژوند په پای پسې دی) . رښتیا يې داده، چې موږ د تېرو وارثان یو او راتلونکي به زموږ وارثان وي؛ نو د هغه په سیوري کې چې ترې کوچېږئ، په آخرت ابادولو لاس پورې کړئ. د خیر لارې ووهئ او د دې لارې د لارویانو د کمښت له امله مه اندېښمنېږئ. دریاد کړئ، چې په دې لاریون کې مو خدای ښه همسفری دی.

هن! نن ( څه چې لرئ) عاریت ( امانت او بېرته درنه اخستونکی) دی او بدلې سبا ته دي . په رښتیا، موږ د هغو جوړو ښاخونه او څانګې یو، چې تېر شوي . جرړه چې ولاړه؛ نو څانګه یې هم ځي .

خلکو! که دنیا پر آخرت غوره کړئ؛ نو په دې ناڅیزه ګټه مو په بیړه د دنیا بلنه منلې او د هیلو پر سپرلۍ سپاره شوي یاست او دا سپرلي به مو د پښېمانۍ اخورې ته راکاږي او هغه به درسره وکړي، چې له تېرو سره یې کړي : د حالاتو ادلون بدلون، د سزاګانو پیدایښت او راتلونکیو ته عبرتېدل .

۱۳۸ ـ نمونځ د پرهېزګارانو د تقرب وزله ده، حج د کمزوریو جهاد دی، هر څیز زکات لري او روژه د بدن زکات دی، د انسان غوره عمل پراخۍ ته انتظار ایستل دي، بې عمله دعا کوونکی؛ لکه بې موخې غشی ایشتونکی، څوک چې پر بدلې یقین لري؛ نو په سخاوت دې ورکړه کوي، روزي په خیرات ورکولو راکوزه کړئ . شتمني مو د زکات په ورکړې بیمه کړئ، منځلاری تنګلاسېږي نه، په اندازه لګښت ژوند دی، د مینې اظهارول نیم عقل دی، غم او خپګان نیم زړښت دی او کم عیال پخپله یوه پراخي ده، څوک چې مور و پلار خپه کړي، تېری یې ورباندې کړی، څوک چې په مصیبت کې ځان ووهي؛ نو ثواب یې له منځه ځي، احسان له عیالوار یا دینوال سره احسان ګنل کېږي، خدای زغم د مصیبت هومره رانازلوي، څوک چې په اندازه لګښت وکړي، خدای یې روزي ورکوي او څوک چې بې ځایه لګښت وکړي، خدای یې بې برخوي،امانتوالي روزي راولي او خیانت کول نیستي. که خدای د مېږي صلاح غوښته؛ نو وزرونه به یې نه ورکول [2].

۱۳۹ ـ د دنیا ګټه؛ لکه وچ واښه او میراث یې سلېښناکه خټه ده، د کفایت هومره یې تر ډېری کولو غوره دي . زړه ورپورې نه تړل تر زړه ورکونې غوره دي، شتمن یې په تنګلاسۍ محکوم دی، څوک چې په سترګې ورباندې پټې کړي بې غمېږي او څوک یې چې پر ښکلا میین شي، د زړه سترګې یې ړندېږي.

څوک يې چې په ښادیو پورې زړه وتړي، زړه یې له غمونو ډکېږي؛ داسې غمونه چې د زړه پر تور خال یې؛ لکه ځګ چې پر شیدو څڅېږي. غم یې خپه کوي، خپګان یې زړه بوختوي، همدغسې عمر ورباندې تېرېږي، تر دې چې ساه اخستل یې خدای ته اسان او ښخول یې نېکانو ته اسان وي، په حقیقت کې مؤمن دنیا ته د عبرت په سترګو ویني، او د اړتیا هومره ترې خوري او په اړه یې خبرې په ناخوښۍ اوري.

۱۴۰ ـ زغم روږدی شه، چې علم او زغم د مؤمن مرستندوی دي ؛ علم یې لارښود، ګوزاره اوسازش یې ورور، عقل یې د لارې ملګری او صبر یې د لښکر بولندوی دی.

۱۴۱ ـ یو تن پر ځان بې حده سختي تېروله، علي (ک) ورته وویل: پلانیه! د خدای کلام دې اورېدلی نه دی چې وایي: (( او خلکو ته د خپل پالونکي نعمتونه ورڅرګند کړه[3])).پر خدای قسم! د خدای ډېر ښه ایسي، چې په عمل کې یې نعمتونه وښیې، نه په خوله .

۱۴۲ ـ علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وویل: سپارښتنه درته کوم، چې الهي تقوا په پام کې ونیسې، پر خپل وخت نمونځ وکړې او زکات په مناسب ځای کې ورکړې او همدغسې سپارښتنه کوم، چې ( د خدای د بندګانو) له ښویېدنو تېر شې، غوسه دې سړه کړه ، له خپلوانو سره اړیکه ټینګوه، د ناپوه پر وړاندې زغمناک وسه، د دین په پوهېدو کې ځیر شه، په چارو کې څېړنه کوه، پر قرآن پابندي لره،له ګاونډي سره ښه چلن کوه، پر نېکیو امر او له بدیو منع کوه، له ناوړو چارو ااو هرې ګناه ځان ساته.

۱۴۳ ـ نړۍ په څلورو ستنو ولاړه ده:

۱ ـ هغه عالم، چې خپل علم کاروي.

۲ ـ شتمن، چې د خپلې وسې هومره احسان کوي.

۳ ـ ناپوهه، چې له زده کړې سرغاړي نه کوي.

۴ ـ نشتمن، چې خپل آخرت د بل په دنیا ونه پلوري؛ خو هغه قوم، چې عالم یې خپله پوهه ونه کاروي او شتمن یې احسان وسپموي، ناپوه یې زده کړه شرم وګڼي او نشتمن یې خپل آخرت د بل په دنیا وپلوري؛ نو مرګ پر دغسې ټولنې.

۱۴۴ ـ علي (ک) وویل: څوک چې ځان له څلورو څیزونو وساتلای شي؛ نو وړ ده،چې هېڅ کړاو به ونه ویني؛ وپوښتل شو، چې کوم دي؟ ویې ویل: بیړه، ځېل، ځان ستر ګڼل او سستي (لټي).

۱۴۵ ـ د خدای بندګانو! پوه شئ، چې پرهېزګاري یوه ټینګه کلا ده او فسق و فجور یوه سسته او بې اعتباره کلا ده، چې خپل اوسېدونکي له زیانه ساتلای نشي او پنا وړونکی ( د دښمن له شره) خوندي کولای نشي. پوه شئ! په پرهېزګارۍ د ګناه د چیچلو مخه نیوای شو، د خدای پر عبادت باندې په صبر الهي ثواب ترلاسه کولای شو او د یقین په سیوري کې لوړو موخو ته رسېدای شو.

د خدای بندګانو! پالونکی له خپلو دوستانو د ژغورنې اسباب نه سپموي؛ ځکه پخپله یې ورښوولي او که توبه وباسي د ګناه په پار يې له خپل رحمته نهیلوي نه .

۱۴۶ ـ چوپتیا حکمت دی، سکوت سلامتي ده او راز ساتنه د نېکمرغۍ یوه برخه ده.

۱۴۷ ـ چارې هومره تقدیر ته تسلیم دي،چې کله تدبیر او چاره سنجونه په خپله آفت شي ( او په هلاکت پای ته ورسي).

۱۴۸ ـ د انسان مړانه هله پوره کېږي او کمال ته رسي، چې دغه ځانګړنې ولري : خپل دین وپېژني ، په ژوند کې منځلاری وي، پر کړاوونو صبر وکړي او کوم تراخه، چې د خپلو وروڼو لخوا ور رسي، خواږه وبولي.

۱۴۹ ـ علي یې وپوښت : مړانه څه ده؟ ویې ویل: چې په پټه هغه کار ونکړي، چې که په ښکاره یې وکړې خجالت شي.

[1] [احمدجنتي: لرې نه ده چې عبارت اوښتی وي او ښایي ا صل یې داسې وي: کوم ذلت چې د خدای د اطاعت په لار کې وي تر هغه عزته به یو عزتمن ته ورنژدې وي، چې په ګناه یې ترلاسه کړی وی].

[2] ( په پښتو کې: میږي ته چې خدای غوسه شي، وزرونه ورکوي) [احمد جنتي: دا یو متل دی، چې کله نعمت بلا کېږي، پیسې او مقام د هلاکت لاملېږي]

[3] [ ضحی (۹۳) – (۱۱) آیت:]

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست