تبلیغات

د امام نسائي په سننو کې د حضرت علي کرم الله وجهه ځانګړنې د صحيح نسائي د (( خصايص اميرالمؤمنين)) پښتو ژباړه  د ژباړن يادونه دا كتاب چې لولئ،د امام نسائي (ابوعبدالرحمن احمد بن شعيب نسائي) په سننو كې د امام علي كرم الله وجهه د ځانګړنو پښتو ژباړه ده. پښتانه امام نسائي پېژني او […]

د امام نسائي په سننو کې د حضرت علي کرم الله وجهه ځانګړنې

د صحيح نسائي د (( خصايص اميرالمؤمنين)) پښتو ژباړه

 د ژباړن يادونه

دا كتاب چې لولئ،د امام نسائي (ابوعبدالرحمن احمد بن شعيب نسائي) په سننو كې د امام علي كرم الله وجهه د ځانګړنو پښتو ژباړه ده.

پښتانه امام نسائي پېژني او په مذهبي مدرسو كې،چې احاديث تدرېسېږي؛نو يو يې هم “سنن نسائي”دى؛نو د قرآني حكم  او نبوي احاديثو  له مخې،چې پر مسلمانانو  له “نبوي كورنۍ”سره مينه لازم شوې او دا چې حضرت علي ددې سپېڅلې کورنۍ يو غړى دى؛نو پر شخصيت د پوهېدو لپاره يې موږ دا كتاب وژباړه،چې له حديثي پلوه پر ځانګړنو يې پوه شو او د امام احمد حنبل رحمة الله عليه (الاستيعاب2/466) دا خبره هم راته څرګنده شي،چې (( په سمو رواياتو کې چې د علي په اړه کوم فضايل روايت شوي؛نو د بل صحابي په باب نۀ دي راغلي)) او هيله من يو،چې دا ژباړه د د فرهنګي ودې پر لور يو ګام وي. بلخوا د علي(ک) د ځانګړنو نورې سرچينې هم تر هر حديث لاندې ښوول شوي،چې دا زيار “ډاکټر فتح الله محمدي نجارزادگان” ګاللى او پردې سربېره ((خوشال بابا)) د امام علي کرم الله وجهه په باب يو ځانګړى ارادت لري، چې پر پوهېدو يې دا کتاب ګټور دى او هغه ارادت دا چې:

محمد علي چې دوه ويني په سترګو

په دا کار کې احولي ده احولي

نو ځکه ددې کتاب لوستل د مذهبي مدرسو پر زده کړو سربېره،هغو محصلينو ته هم ګټور دى،چې د “خوشال پوهنې” په باب څېړنې کوي

د احمد بن شعيب نسائي (په امام نسائي مشهور) لنډه پېژندنه

 احمد بن شعيب نسائي پر 215 س ( سپوږميز ) وزيږېد او پر 303س وفات شوى او د شام په رمله او په بل روايت،په مكه كې ښخ دى. احمد شافعي مذهبى و او د اهل سنتو له سترو عالمانو شمېرل كېږي.

د اهل سنتو ستر عالمان د امام نسائي ځلاند شخصيت داسې ښيي:

د اهل سنتو مشهور ژوند ليك ليكونكى حافظ، جمال الدين يوسف مزي وايي: ((احمد بن شعيب ابوعبدالرحمن نسائي؛قاضي او د سنن او نورو مشهورو كتابو ليكونكى، پوه،مشهور او تكړه حديثپوه دى،چې بې شمېره عالمانو ترې حديثونه نقل كړي دي.منصور فقيه،طحاوي،قاسم مطرز او ابوعلي په باب يې وايي  ((هغه د مسلمانانو له مشرانو  يو  مشر دى.))

وګورئ: تهذيب الكمال: 1/329، رقم ترجمه 48

مشهور رجال پوه،ابن حجر عسقلاني هم په پورته ټكيو ستايلى دى.

وګورئ: تهذيب التهذيب : 1/34-36، رقم ترجمه 52.

د مستدرك كتاب ليكوال،حاكم نيشابوري د نسائي په باب وايي:

له ستر حديثپوه مې تل د مسلمانانو د څلورو تنو مشرانو نومونه اورېدل، چې يو يې نسائي و…

هغه د ابولحسين بن مظفر له قوله وايي:(( په مصر كې مې له خپلو استادانو  تل د نسائي په باب اورېدل:نسائي د لمانځه ، حج، جهاد او د پېغمبراکرم (ص) د سنتو د احيا لپاره له ټولو ړومبى و،له واكمنو سره له ناستې يې ډډه كوله،څو په دمشق كې د حضرت معاويه پلويانو شهيد كړ.))

وګورئ: تهذيب الكمال: 1/333، تهذيب التهذيب 1/35

د ارقطني د  اهل سنتو مشهور حديثپوه او د سنن دارقطني د كتاب ليكونكى د نسائي په باب وايي:

((ابوعبدالرحمن نسائي په خپل وخت كې تر ټولو استادانو پوه او پر حديث پوهنې او رجال پوهنې كې ورته څوك نۀ رسېدل.))

ابوعبدالرحمن سلمي له قوله يې وايي:(( څوك له نسائي سره نۀ برابروم او په څېر يې متقي هم نۀ پېژنم.))

وګورئ: تهذيب الكمال: 1/334

ابوعبدالرحمن ذهبي تاريخپوه او حديثپوه د نسائي په باب وايي: (( ابوعبدالرحمن نسائي د سنن د كتاب ليكوال پر 215 س كال د خراسان په نساء کې  وزېږېد.عالم،متفكر، نقاد او د ښه قلم خاوند و،د علم په لټه كې خراسان،حجاز،مصر ،عراق،جزيره او شام ته ولاړ، تر هغې چې په مصر كې ميشت شو.حديثپوهانو په نسائي پسې كډې ګرځولې. نسائي شافعي و، مخ او ږيره يې ښکلې وه.

وګورئ: تاريخ الاسلام: وفيات (301-310ق) ،106مخ، رقم ترجمه 117، سير اعلام النبلا، 14/125.

تاج الدين سبكي په خپل كتاب كې،چې د شافعي مذهبه عالمانو په باب ليكل شوى،ليكي:(( له خپل عالم استاد ابوعبدالله ذهبي مې وپوښتل:مسلم بن حجاج [د صحيح مسلم د كتاب ليكوال] پر حديثو پوه دى كه نسائي ؟ راته يې وويل: نسائي. ما دغه خبره خپل پلار ته، چې هغه هم د حديثو  په پوهه كې يو ځاى ته رسېدلى و، وويل: هغه هم راته وويل: نسائي.))

وګورئ: طبقات الشافعيه الكبرى: 3/14

نورو هم؛لكه ابن اثير، ابن كثير، ابن خلكان او …..نسائي په ښو ټكيو ستايلى او ورته يې د خپل وخت د حديثپوهانو د مشر په سترګه كتلي دي.

امام نسائي او له حقه دفاع

نسائي تل په ډاډه زړۀ له حقه دفاع كوله او د بې لارو د خوشحالۍ او يا مادي ګټو لپاره يې خپل ديني شخصيت نۀ ټكنى كاوه.

“جمال الدين يوسف مزي” د اهل سنتو “رجال پوه” د نسائي له خولې وايي:(( دمشق مې پر برخه شوى،دلته هغه ناپوهان ډېر دي،چې له علي کرم الله وجهه سره كينه لري.ما د ” خصايص اميرالمؤمنين علي ” كتاب وليكه،كېداى شي، خداى ددې كتاب له لارې هدايت يې كړي.

وګورئ: تهذيب الكمال: 1/338؛ تهذيب التهذيب: 1/36

بيا يوسف مزي وايي: ((په دمشق كې نسائي وپوښتل شو : ايا د معاويه بن ابي سفيان د فضايلو په باب حديثونه نۀ رانقلوې؟

نسائي وويل:(( په باب يې څه ووايم،يوازې دومره ويلاى شم،چې پېغمبر اکرم په اړه يې وويل:خدايه ! هيڅكله په ګېډه يې موړ نۀ کړې.))

وګورئ: پورته سرچينې او تاريخ الاسلام: وفيات (301-310) ، 107مخ، رقم ترجمه117.

“حاكم نيشابوري”د “دارقطني” له  خولې ليكي:(( نسائي چې په مصر كې، په حديثپوهانو کې له ټولو ړومبى شو؛نو كينه ورسره وشوه؛د ناچارۍ له مخې،د دمشق رمله ته ولاړ او هلته ترې د معاويه بن ابوسفيان د فضايلو په باب پوښتنه وشوه،نسائي له ځانه څه جوړ نۀ کړل،چې بيا خلكو وواهه، چې له همدې امله وفات شو. ))

وګورئ: تهذيب الكمال: 1/328

بيا حاكم نيشابوري د نسائي پېښه داسې ليكي:(( ابوعبدالر حمن نسائي د خپل عمر په وروستيو کې،له مصره دمشق ته ولاړ او هلته ترې د معاويه بن ابوسفيان د فضايلو په باب روايتونه وپوښتل شول؛نو ورته يې وويل:(( ايا معاويه بن ابوسفيان پر هغو ټولو دروغو روايتونو،چې ورته جوړ كړي مو دي،چې له علي(ک)سره يې برابر كړئ،خوشحاله نۀ دى،چې اوس له ما هم غواړئ، چې فضايل ورته جوړ كړم؟!)) د دمشق خلكو،پردې خبرې سخت وواهه او له جوماته يې واېست،چې د ور رسېدلو ټپونو له امله پر 303س وفات شو. ))

تاج الدين سبكي، ابن خلكان، اسوي، او ذهبي هم د نسائي د وفات علت همدا وهل او ټكول بولي.

وګورئ:

تهذيب الكمال: 1/339

طبقات الشافعيه الكبرى: 3/16

وفيات الاعيان: 1/77

طبقات الشافعيه : 2/268، رقم ترجمه 1163

تذكرة الحفاظ: 2/699؛سير اعلام النبلاء: 14/132

د حضرت علي لمونځ

له خوارجو سره د جګړې ثواب

179-حديث : حضرت كليب جرمي وايي: له علي(ک) سره وو، له خلكو سره يې خبرې كولې، چې يو سړى راورسېد ، چې د سفر جامې يې اغوستې وې او و يې ويل: اميرالمؤمنان! د يوې خبرې اجازه راكړه: حضرت علي(ک) پر خبرو بوخت و او دې سړي ته يې توجه ونۀ کړه. ما ترې وپوښتل چې څه خبره ده. راته يې وويل: ايا هغوى، چې له سيمې مو وتلي، حروريه نومېږي؟ ورته مې وويل: هو؛ ځكه له كومې سيمې، چې وتلي، ورته “حر وراء” وايي؛نو ځکه ورته حروريه وايي. حضرت عايشې بي بي وويل: هغه به څومره نيكمرغه وي، چې دوى له منځه يوسي. كه علي بن ابيطالب وغواړي؛نو تاسې به د دوى له جريانه خبر كړم، زه د همدې لپاره راغلى يم ، چې د دوى په باب له علي(ک) معلومات واخلم. څنګه ، چې علي(ک) له خبرو خلاص شو؛نو و يې ويل: چا د خبرو اجازه غوښته؟ هغه سړي حضرت علي(ک) ته قيصه وکړه؛ لكه چې څنګه يې ماته كړې وه. علي(ک) ورته وويل: زه د رسول اکرم كور ته ولاړم، چې بې له عايشې بي بي بل څوك ورسره نۀ و. رسول اکرم راته وويل: ((له داسې ډلې سره به څه كوې،چې داسې او هاغسې به وي؟)) ما ورته وويل: خداى او رسول يې ښه پوهېږي. رسول اکرم په خپل لاس ختيځ ته اشاره كوله او ويې ويل: (( له ختيځه به يوه ډله راپيدا شي، چې قرآن شريف به وايي؛ خو له ستوني به يې نۀ تېرېږي،له دينه به داسې وځي؛لكه غشى له ليندۍ . په منځ کې يې يو لنډ لاسى شته، چې لاس يې د تي په څېر دى.)) علي(ک) وويل: پر خداى مو قسم ! ايا له داسې ډلې مې خبر نۀ کړئ؟ورته وويل شول: هو ! علي(ک) وويل: پر خداى مو قسم ، ايا تاسې ته مې نۀ وويلي چې داسې سړى به په کې وي. ورته وويل شو: هو! علي(ک) ورته وويل: ماته راغلئ او راته مو وويل، چې داسې سړى په کې نۀ شته، بيا ما درته پر خداى قسم دركړ، چې په يقين داسې سړى په کې شته (لټه مو پيل كړه، څو مړى يې پيدا شو) او ماته مو راوست، او هماغسې و؛ لكه څنګه مې،چې درته ويلي وو. ورته وويل شو: هو! نو بيا علي(ک) وويل:((رسول اکرم رښتيا ويلي وو.))

178 حديث په نورو سر چينو كې : مسند طيالسي :‌ ص 24 ، ح 168 ؛ مصنّف عبد الرزاق : ج 10 ، ص 157 ، ح 18677 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 329 ، ح 1068 ؛ فضائل احمد : ص 701 ، ح 1198 ؛ صحيح مسلم : ج 2 ، ص 746 ، ح 1066 ؛ سنن ابي داود : ج 4 ، ص 244 ، ح 4767 ؛ صحيح ابن حبّان :‌ ج 15 ، ص 136 ، ح 6739 ؛ معجم صغير طبراني : ج 2 ، ص 100 ، ح 1049 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 330 ، ح 804 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 57 ، ح 81 .

179 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمـد : ج 2 ، ص 453 ، ح 1346 ؛ كتــاب السنـه : ص 427 ، ح911 .

180 . أخبرنا محمّد بن العلاء ،‌ قال : حدّثنا أبو معاوية] محمّد بن خازم [ عن الأعمش ،‌ عن زيد ـ و هو ابن وهب ـ عن عليّ بن أبي طالب ، قال : لمّا كان يوم النهروان لقي الخوارج فلم يبرحوا حتّي شجروا بالرماح ،‌ فقتلوا جميعاً ، قال علي : « اطلبوا ذا الثدية » .فطلبوه[فلم يجدوه ، فقال علي : « ما كذبت و لا كذبت ،‌ اطلبوه » . فطلبوه]فوجدوه في وهدة من الأرض عليه ناس من القتلي ، فإذا رجل علي يده مثل سبلات السنور ،‌ فكبّر عليّ و النّاس ، و أعجبهم ذلك .

180- حديث : حضرت زيد بن وهب(رض) وايي: علي(ک) د نهروان پر ورځ له خوارجو سره پر جګړه بوخت شو، ډېر وخت تير نۀ شو، چې وځپل شول .بيا علي(ک) وويل:((هغه سړى پيدا كړئ، چې لاس يې د تي په څېر دى))؛ خو پيدا يې نۀ کړ. علي(ک) وويل:((هيڅكله مې دروغ نۀ دي ويلي او له رسول اکرمه مې هم دروغ نۀ دي اورېدلي؛بيا يې په لټه کې شئ.)) خلك په لټه کې شول او هغه يې په يوه كنده کې تر مړيو لاندې پيدا كړ. د سړي پر لاس د پيشو د برېتو په څېر ويښتان وو. بيا علي(ک) او خلكو تكبير ووايه او له دې پېښې حيران وو.

180 حديث په نورو سر چينو كې : كامل ابن عدي : ج 1 ، ص 237 ؛ كشف الاستار : ج 2 ، ص 363 ، ح 1858 .

181 . أخبرنا عبد الأعلي بن واصل بن عبد الأعلي ، قال : حدّثنا الفضل بن دكين ، عن موسي بن قيس الحضرمي ، عن سلمة بن كهيل ، عن زيد بن وهب ، قال :خطبنا عليّ بقنطرة الديزجان ، فقال : « إنّه قد ذكر لي خارجة تخرج من قبل المشرق و فيهم ذو الثدية » فقاتلهم ، فقالت الحرورية بعضهم لبعض : لا تكلّموه فيردّكم كما ردّكم يوم حروراء ، فشجر بعضهم بعضاً بالرماح ، فقال رجل من أصحاب عليّ : اقطعوا العوالي . ـ و العوالي : الرماح ـ فداروا و استداروا ، و قتل من أصحاب عليّ اثني عشر رجلاً أو ثلاثة عشر رجلاً ، فقال عليّ : « التمسوا المخدج » . و ذلك في يوم شات فقالوا : ما نقدر عليه . فركب عليّ بغلة النبيّ (ص) الشهباء ، فأتي وهدة من الأرض ، فقال : « التمسوه في هؤلاء » . فأخرج فقال : « ما كذبت و لا كذبت » . ـ فقال : ـ اعملوا و لا تتّكلوا ،‌ لو لا إنّي أخاف أن تتّكلوا لأخبرتكم بما قضي الله لكم علي لسانه ـ يعني النبيّ (ص) ـ و لقد شهدنا ناس باليمن . قالوا:كيف يا أمير المؤمنين ؟ قال:كان هواهم معنا » .

181 حديث : حضرت زيد بن وهب وايي: علي(ک) راته په “ديزجان” نومې ځاى کې وينا وكړه او و يې ويل:((راته ويل شوي،چې له ختيځه به يوه ډله راوځي، چې د يو تي خاوند به په کې وي او راته امر شوى، چې ورسره وجنګېږم.)) خوارجو يو بل ته وويل: ورسره خبرې مۀ کوئ، هغه مو د “حروراء” د ورځې، له جګړى ژغوري. جګړه پيل شوه او د علي(ک) له يارانو يوه چغه كړه. په نيزه يې ووژنئ! خوارج کلابند شول. په دې جګړه کې د علي(ک) له يارانو دولس يا ديارلس تنه شهيدان شول.بيا علي(ک) وويل:((د نيم لاسي سړي په لټه کې شئ.)) ډېره سړه ورځ وه.علي(ک) ته وويل شو: موږ ورپسې نۀ شو ګرځېداى. بيا په خپله حضرت علي(ک) د پېغمبر پر غاترې (شهباء) سپور شو او ورپسې په لټه کې شو او له هغې كندې يې راواېست چې مړي په کې وو.بيا علي(ک) وويل:(( هيڅكله مې دروغ نۀ دي ويلي او نه مې له پېغمبره اورېدلي، د عمل خاوندان شئ او خپل كارونه بل ته مۀ سپارئ. كه له كارونو د ځان پټونې ويره نۀ واى او كارونه مو بل ته نۀ سپارلاى؛نو تاسې به مې له هغه څه خبر كړي واى، چې خداى په دې باب مقرر كړي او د پېغمبر په خوله يې ويلي.)) بيا علي(ک) وويل:((په موږ کې د يمن خلك شته؟)) ورته وويل شول: څنګه امير المؤمنان؟! حضرت علي(ک) وويل: (( ځكه زړونه يې له موږ سره دي.))

181 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 2 ، ص 209 ، ح 848 او ص 410 ، ح 1255 ؛ فضائل احمد : ص 714 ، ح 1224 ؛ انساب الاشراف : ص 283 ، ح 467 .

182 . أخبرنا العبّاس بن عبد العظيم ، قال : حدّثنا عبد الرزاق[بن همام [ ،‌ قال : أخبرنا عبد الملك بن أبي سليمان ، عن سلمة بن كهيل ،‌ قال : حدّثنا زيد بن وهب:أنّه كان في الجيش الّذين كانوا مع عليّ الّذين ساروا إلي الخوارج ، فقال عليّ:« أيّها النّاس ؛ إنّي سمعت رسول الله (ص) يقول : سيخرج قوم من أمّتي يقرؤون القرآن ، ليس قراءتكم إلي قراءتهم بشيء ، و لا صلاتكم إلي صلاتهم بشيء ، و لا صيامكم إلي صيامهم بشيء ، يقرؤون القرآن يحسبون أنّه لهم و هو عليهم ، لا تجاوز صلاتهم تراقيهم ، يمرقون من الإسلام كما يمرق السهم من الرمية ، لو يعلم الجيش الّذين يصيبونهم ما قضي لهم علي لسان نبيّهم (ص) لاتّكلوا عن العمل ، و آية ذلك أنّ فيهم رجلاً عضد و ليست له ذراع ، علي رأس عضده مثل حلمة ثدي المرأة ، عليه شعرات بيض ،[لهُ فتذهبون إلي معاوية و أهل الشام ، و تتركون هؤلاء يخلفونكم في ذراريكم و أموالكم ؟! و الله ! إنّي لأرجو أن يكونوا هؤلاء القوم فإنّهم قد سفكوا الدم الحرام ، و أغاروا في سرح النّاس ، فسيروا علي اسم الله]».قال سلمة : فنزّلني زيد منزلاً حتّي مررنا علي قنطرة[فلما التقيناو [ علي الخوارج عبد الله بن وهب الراسبي ، فقال لهم : ألقوا الرماح و سلّوا سيوفكم من جفونها ، فإنّي أخاف أن يناشدوكم] كما ناشدوكم يوم حروراء [ . قال : فسلوا السيوف و ألقوا جفونها ، و شجرهم النّاس ـ يعني برماحهم ـ فقتل بعضهم علي بعض ، و ما أصيب من الناس يومئذ ألاّ رجلان . قال عليّ : « التمسوا فيهم المخدج » . فلم يجدوه ، فقام عليّ بنفسه حتّي اتى أناساً قتلي بعضهم علي بعض . قال : «جرّدوهم».فوجده مما يلي الأرض فكبّر عليّ و قال : « صدق الله و بلّغ رسوله (ص) ». فقام إليه عبيدة السلماني ، فقال : يا أمير المؤمنين ، الله الّذي لا إله إلاّ هو سمعت هذا الحديث من رسول الله (ص) ؟ قال : إي والله الّذي لا إله إلاّ هو لسمعته من رسول الله (ص) . حتّي استحلفه ثلاثاً و هو يحلف له .

182- حديث : حضرت زيد بن وهب (رض) له خوارجو سره په جګړه کې له حضرت علي(ک) سره و.

182 حديث په نورو سر چينو كې : دا حديث په دغسې سند په نورو سرچينو كې پيدا نۀ شو.

183 . أخبرنا قتيبه بن سعيد ، قال : حدّثنا[محمّد بن إبراهيم [ بن أبي عدي ، عن[عبد الله[ بن عون ، عن محمّد[بن سيرين [ ، عن عبيدة[السلماني [ ، قال : قال عليّ : « لولا أن تبطروا لأنبأتكم ما وعد الله الّذين يقتلونهم علي لسان محمّد (ص) » . فقلت : أنت سمعته من رسول الله (ص) ؟ قال : « إي و ربّ الكعبة ، إي و ربّ الكعبة ، إي و ربّ الكعبة » .

18٣- حديث : حضرت عبديه سلماني وايي : د نهروان خوارج، چې وځپل شول.علي(ک) وويل: (( په مړيو کې په لنډ لاسي سړي پسې وګرځئ! كېداى شي، چې دا هماغه ډله وي، چې پېغمبر اکرم ترې خبر كړى وم.)) تر لټې وروسته مو مړى پيدا كړ او حضرت علي ته مو وښود. علي(ک) درې ځل تكبير ووايه او و يې ويل:((كه نۀ مغرورېدئ؛ نو له خوارجو سره د جګړې له ثوابه به مې خبر كړي واى.)) عبيده وايي: علي(ک) ته مې وويل: ايا په خپله مو داسې له پېغمبره اورېدلي دي؟ درې ځل يې راته وويل:(( هو! د كعبې پر څښتن قسم !))

183 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 2 ، ص 470 ، ح 1378 ـ 1379 ؛ فضائل احمد : ص 714 ، ج 1223 ؛ كتاب السنه :‌ ص 428 ، ح 913 او ص 585 ،‌ ح 1327 ؛ مسند ابو يعلي :‌ ج 1 ، ص 363 ، ح 472 او ص 375 ، ح 482 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 325 ، ح 798 او ص 361 ، ح 839 ؛ دلائل النبوه بيهقي : ج 6 ، ص 444 .

18٤ . أخبرنا محمّد بن عبيد بن محمّد ،‌ قال : حدّثنا أبو مالك عمرو ـ و هو ابن هاشم ـ ،[عن إسماعيل ـ و هو ابن أبي خالد ـ قال : أخبرني عمرو بن قيس ، عن المنهال بن عمرو]، عن زرّ بن حبيش ، أنّه سمع عليّاً يقول:« أنا فقأت عين الفتنة ، و لولا أنا ما قوتل أهل النهروان[و أهل الجمل]، و لولا أنّي أخشي أن تتركوا العمل لأخبرتكم بالّذي قضي الله[عزّ و جلّ]علي لسان نبيّكم (ص) لمن قاتلهم مبصراً لضلالتهم ، عارفاً بالهدي الّذي نحن عليه » .

18٤- حديث : حضرت زر بن حبيش وايي: له علي(ک) څخه مې اورېدلي چې و يې ويل:(( د فتنې جرړه مې واېسته، بې له ما، چا له نهروان (او اهل جمل) سره جګړه نۀ شوه كړاى، كه له كاره د لاس اخېستو وېره نۀ واى، چې اوږې وباسئ؛نو تاسې به مې له هغه څه خبر كړي واى ،چې خداى مقدر كړي او پېغمبر اکرم ويلي؛د هغه ثواب په باب ، چې تاسې جګړه وكړه او پر بې لارۍ يې پوه او پر خپل سم لاريتوب هم پوهېدئ.

18٤ حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه : ج 7 ، ص 555 ، ح 37887 .

18٥ . أخبرنا عمرو بن عليّ ، قال : حدّثنا عبد الرحمان بن مهدي ، قال : حدّثنا عكرمة بن عمّار ، قـال : حدّثنا أبو زميل[سماك بن الوليد]، قال : حدّثني عبد الله بن عبّاس ، قال : لمّا خرجت الحروريّة اعتزلوا في دار و كانوا سِتّة آلاف ، فقلت لعلي: يا أمير المؤمنين أبرد بالصلاة لعليّ أكلّم هؤلاء القوم . قـال:« إنّي أخافهم عليك » قلت : كلاّ . فلبست و ترجّلت و دخلت عليهم في دار نصف النهار و هم يأكلون ، فقالوا : مرحباً بك يا ابن عبّاس ، فما جاء بك ؟! قلت لهم : أتيتكم من عند أصحاب النبيّ (ص) المهاجرين و الأنصار ، و من عند ابن عمّ النبيّ (ص) و صهره ،‌ و عليهم نزل القرآن ،‌ فهم أعلم بتأويله منكم ، و ليس فيكم منهم أحد ،‌لأبلغكم ما يقولون ، ‌و أبلغهم ما تقولون . فانتحي لي نفر منهم ، قلـت : هاتـوا ما نقمتم علي أصحاب رسول الله (ص) و ابن عمّه ؟ قالوا : ثلاث . قلت : ما هنّ ؟ قالـوا : أمّـا إحـداهنّ : فإنّه حكّم الرجال في أمر الله ، و قال الله 🙁 إِن الحكم إلاّ لله )[58 / الأنعام : 6 ، 40 و 67 / يوسف : 12 [ ما شأن الرجال و الحكم ؟ قلت : هذه واحدة . قالوا :و أمّا الثانية : فإنّه قاتل و لم يسب [سباهم [ و لم يغنم ، و إن كانوا كفّاراً لقد حلّ سبيهم ، و لئن كانوا مؤمنين ما حلّ سبيهم و لا قتالهم. قلت : هذه ثنتان ، فما الثالثة ؟ و ذكر كلمة معناها : قالوا : محي نفسه من أمير المؤمنين ، فإن لم يكن أمير المؤمنين فهو أمير الكافرين. قلت : هل عندكم شيء غير هذا ؟ قالوا : حسبنا هذا . قلت لهم : أ رأيتكم إن قرأت عليكم من كتاب الله جلّ ثناؤه و سنّة نبيّه (ص) ما يردّ قولكم أترجعون ؟ قالوا : نعم. قلت : أمّا قولكم : « حكّم الرجال في أمر الله » فإنّي أقرأ عليكم في كتاب الله أن قد صيّر الله حكمه إلي الرجال في ثمن ربع درهم ،‌ فأمر الله تبارك و تعالي أن يحكّموا فيه ،‌ أ رأيت قول الله تبارك و تعالي : ( يا أيّها الّذين آمنوا لا تقتلوا الصّيد و أنتم حرم و من قتله منكم فجزاء مثل ما قتل من النّعم يحكم به ذوا عدل منكم )[95 / المائدة : 5 [ و كان حكم الله أنّه صيّره إلي الرجال يحكمون فيه ، و لو شاء يحكم فيه ، فجاز من حكم الرجال ، أنشدكم بالله أحكم الرجال في صلاح ذات البين و حقن دمائهم أفضل أو في أرنب ؟ قالوا : بلي ، بل في هذا أفضل. و في المرأة و زوجها[قال الله عزّ وجلّ]:( و إن خفتم شقاق بينهما فابعثوا حكماً من أهله و حكماً من أهلها )[35 / النساء : 4]فنشدتكم بالله حكم الرجال في صلاح ذات بينهم و حقن دمائهم أفضل من حكمهم في بضع امرأة ؟‌ خرجت من هذه ؟‌ قالوا : نعم. قلت : و أمّا قولكم : « قاتل و لم يسب و لم يغنم » أفتسبون أمّكم عائشة تستحلّون منها ما تستحلّون من غيرها و هي أمّكم ؟‌ فإن قلتم : إنّا نستحلّ منها ما نستحلّ من غيرها فقد كفرتم ، و إن قلتم : ليست بأمّنا فقد كفرتم ،(النبيّ أولي بالمؤمنين من أنفسهم و أزواجه أمّهاتهم )[6 / الأحزاب:33]فأنتم بين ضلالتين فأتوا منها بمخرج ؟ أ فخرجت من هذه ؟ قالوا : نعم. و أمّا محي نفسه من أمير المؤمنين فأنا آتيكم بما ترضون ،‌ أنّ نبيّ الله (ص) يوم الحديبيّة صالح المشركين فقال لعليّ : « اكتب يا عليّ : هذا ما صالح عليه محمّد رسول الله » . قالوا : لو نعلم أنّك رسول الله ما قاتلناك . فقال رسول الله (ص) : « امح يا عليّ ، اللهمّ إنّك تعلم أنّي رسول الله ،‌ امح يا علي و اكتب : هذا ما صالح عليه محمّد بن عبد الله » . و الله لرسول الله (ص) خير من عليّ و قد محا نفسه ، و لم يكن محوه نفسه ذلك محاه من النبوّه ،‌ أخرجت من هذه ؟‌ قالوا : نعم. فرجع منهم ألفان و خرج سائرهم ، فقتلوا علي ضلالتهم ،‌ قتلهم المهاجرون و الأنصار .

18٥- حديث : حضرت عبدالله بن عباس(رض) وايي: حروريه، چې شپږ زره تنه وو، د علي(ک) له لښكره ووتل او له نورو سره يو ځاى نۀ شول او په يوه ځاى کې راټول شول. هغه مهال مې علي(ک) ته وويل: لمونځ ژر وكړه ،چې ورشم او خبرې ورسره وكړم. علي(ک) راته وويل:(( تشويش لرم،چې زيان در و نه رسوي.)) ورته مې وويل: د تشويش خبره نۀ شته. جامې مې واغوستې او روان شوم او غرمه مهال ور ورسېدم، چې خواړه يې خوړل، راته يې وويل:د عباس زويه! ستړى مۀ شې، په خير راغلې، څه ته راغلى يې؟ ورته مې وويل زه د انصارو، مهاجرو او د پېغمبر د يارانو او د هغه د تره زوى او زوم له اړخه راغلى يم.قرآن په کې نازل شوى او پر تاويل يې ښه پوهېږي،حال دا چې په تاسو کې د پېغمبر اکرم يو يار هم نۀ شته، راغلى يم، چې پيغام مو هغوى ته او د هغوى پيغام تاسې ته ورسوم، په دې وخت کې څو تنه يې د خبرو لپاره راغلل، ما ورته وويل: پر كومو دلايلو د پېغمبر اکرم د يارانو او د تره زوى پر خلاف يې راپاڅېدئ؟ راته يې وويل : په درې خبرو. ورته مې وويل راته يې ووايئ. و يې ويل: لومړى دا : علي،چې څوک (د صفين په جګړه کې) د حكميت او منځګړيتوب لپاره ټاكلى و،د خداى په كارونو کې يې لاس وواهه؛ ځكه خداى وايي: (ان الحكم الا الله) (الانعام 58، يوسف 140او 67 آيتونه) “حكميتيوازې د خداى دى” خلكو ته څه پكار، چې په حكميت کې لاس ووهي؟ ورته مې وويل: دا يو. بيا يې راته وويل: هغه (له ناكثينو سره) وجنګېد او بنديان يې ترې و نۀ نيول، غنيمت او بنديانول يې روا دي او كه مؤمنان وو؛نو ورسره جګړه، بنديانول او غنيمت اخېستل هم ترې روا نۀ وو؟ ورته مې وويل: دا دوه. درېم يې څه دي؟راته يې وويل: په حكميت کې يې له ځانه د اميرالمؤمنان نوم لرې كړ، كه اميرالمؤمنان نۀ دى؛ نو امير كافران دى؟ورته مې وويل: بې له دې كومه خبره لرئ؟راته يې وويل: هم دومره بس دى. ورته مې وويل: كه ستاسې د خبرو پر خلاف مې له كتاب الله او سنت نبوي دلايل راوړل؛نو راسره يې منئ؟راته يې وويل: هو! ورته مې وويل: دا چې وايئ : منځګړو د خداى په كار کې مداخله وكړه، زه به تاسو ته له قرآنه آيت راوړم، چې خداى په کې خلكو ته خپل حكم د درهم د څلورمې پر وړاندې پريښود او خلكو ته يې حکم وكړ، چې په خپلو منځو کې قضاوت وكړئ، آيت دادى: يا ايها الذين امنوا لا تقتلوا لصيد و انتم حرم و من قبله منكم فجزا مثل ها قتل من النعم يحكم په ذو عدل منكم. (المائده 95) “مؤمنانو ! په احرام کې ښكار مۀ وژنئ او كه چا وواژه؛نو د هماغې ښكار په څېر دې كفاره وركړي،چې دوه تنه عادل پرې ګواهي وركړې.)) دا د خداى حكم و، چې خلكو ته يې پريښود، چې په باب يې حكم او قضاوت وكړي او كه غوښتل يې؛ نو په خپله يې حكم كاوه؛ خو خلكو ته يې پرېښود. پر خداى مو قسم! د خلكو د اصلاح او د وينې توييدو د مخ نيوې لپاره د خلكو منځګړتوب ښه دى او كه په حرم کې د ښكار شوې سوې (خرګوش) بيه. راته يې وويل: په خپلو کې اصلاح. بيا خداى د ښځې او سړي ترمنځ د اختلاف په باب وايي: و ان حفتم شقاق بينهما فابعثو حكما من اهله و حكما من اهلها (نسا 35) ” كه د ښځې او سړي له بېلېدو وېرېږئ؛ نو د سړي او ښځې د قومونو له لوريو منځګړي راولئ،چې قضاوت وكړي.)) پر خداى مو قسم، ايا د خلكو حكم د خلكو د اصلاح او د وينې دتوييدو دمخ نيوي لپاره ښه دى او كه د ښځې د ناموس په باب حكم يې؟ راته يې وويل: هو! د خلكو اصلاح ښه ده. ورته مې وويل: ايا په دې خبره قانع شوئ. راته يې وويل: هو! ورته مې وويل: او دا چې ومو ويل: له ناكثينو سره وجنګېد؛ خو د هغوى غنيمت او بنديان يې و نۀ نيول. ايا خپله مور حضرت عايشه مو نيوه،چې د نورو په څېر درته حلاله شي؟! كه وواياست ، چې موږ ته عايشه بي بي د نورو بنديانو په څېر حلاله ده؛نو كافران شوئ او كه ووياست، چې عايشه بي بي زموږ مور نۀ ده؛نو بيا هم كافران شوئ؛ ځكه خداى وايي: (النبى اولى بالمؤمنين من انفسهم و ازواجه امهاتهم) (احزاب6) =پېغمبر پر مؤمنانو له هغوى وړ دى او ښځې يې د مؤمنانو مورګانې دي.))؛نو تاسو د دوو ناسمو لارو په منځ کې ياست (له مور ولۍ انكار، يا د مور بنديانول)؛نو په خپله له دې دوو ناسمو لارو وتو ته يوه لار پيدا كړئ.( بې له هغې، چې علي نيولې) ايا قانع شوئ؟ راته يې وويل: هو! او را به شو دې خبرې ته ، چې له ځانه يې د امير المؤمنان نوم لرې كړ؛ نو زه به تاسې ته ځواب دركړم ، چې ويې منئ. پېغمبر اکرم د حديبې د سولې پر ورځ علي ته وويل: (( علي! وليكه: دا هغه تړون دى ، چې له مخې يې محمد د خداى رسول سوله وكړه.)) مشركانو ورته وويل: كه پوهېداى چې تۀ د خداى رسول يې؛ نو جګړه مو درسره نۀ کوله.رسول اکرم وويل:(( علي! پاك يې كړه او وليكه: دا هغه تړون دى، چې له مخې يې محمد د عبدالله زوى سوله وكړه.)) پر خداى قسم پر دې ښه پوهېږئ ،چې رسول اکرم تر علي غوره دى، چې خپل نوم يې پاك كړ؛ خو نبوت يې پاك نۀ شو، ايا پردې خبره قانع شوئ؟ راته يې وويل: هو.

په دې استدلال له خوارجو دوه زره تنه راوګرځېدل او نور،چې پاتې شول، د خپلې بې لارۍ له امله مهاجرو او انصارو ووژل.

18٥ حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق :‌ ج 10 ،‌ ص 147 ، ح 18650 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 113 ،‌ح 716 ؛ صحيح مسلم : ج 2 ، ص 748 ، ح 1066 ؛ سنن ابي داود : ج 4 ، ص 244 ، ح 4768 ؛ كتاب السنه : ص 430 ، ح 916 او 432 ، ح 917 ؛ امالي سيد ابو طالب : ص 34 ، ح 15 ؛ سنن کبرى بيهقي : ج 8 ، ص 170 ؛ دلائل النبوۍ بيهقي : ج 6 ، ص 432 ؛ شرح السنه بغوي : ج 10 ، ص 230 ،‌ ح 2556 .

18٦ . أخبرني معاوية بن صالح ، قال : حدّثنا عبد الرحمان بن صالح ، قال : حدّثنا عمرو بن هاشم الجنبي عن محمّد بن إسحاق ، عن محمّد بن كعب القرظي ، عن علقمه بن قيس ، قال: قلت لعليّ : تجعل بينك و بين ابن آكله الأكباد حكماً ؟ قال : « إنّي كنت كاتب رسول الله (ص) يوم الحديبيّة فكتبت : هذا ما صالح عليه محمّد رسول الله و سهيل بن عمرو . فقال سهيل : لو علمنا أنّه رسول الله ما قاتلناه ، امحها . فقلت : هو والله ؛ رسول الله و إن رغم أنفك ، لا و الله لا أمحوها . فقال رسول الله (ص) : أرني مكانها . فأريته فمحاها . و قال : أما إنّ لك مثلها ستأتيها و أنت مضطرّ » .

18٦- حديث : حضرت علقمه بن قيس وايي: په حيرانتيا مې علي(ک) ته وويل:تۀ د ځيګر خورې له زوى (معاويه) سره منځګړتوب كوې؟! راته يې وويل: د حديبې د سولې پر ورځ، د رسول اکرم ليكوال وم؛ نو داسې مې وليكل: دا هغه تړون دى،چې له مخې يې د خداى رسول له سهيل بن عمرو ( له قريشو ) سره سوله وكړه. سهيل وويل: كه پوهېدو، چې پېغمبر يې؛ نو درسره نۀ جنګېدو؛هغه نوم پاك كړه. ورته مې وويل: پر خداى قسم كه وغواړې او كه و نۀ غواړې؛هغه پېغمبر دى، پر خداى قسم،چې پاك يې نۀ کړم. رسول اکرم وويل: (( د رسول الله د ټكي ځاى راوښيه.)) ورته مې وښود. بيا رسول اکرم هغه ټكى په خپله پاك كړ او راته يې وويل:((پوه شه،چې داسې پېښه درپېښېږي او مجبور يې و يې منې.))

18٦ حديث په نورو سر چينو كې : مسند طيالسي : ص 24 ، ح 166 ؛ مصنّف عبد الرزاق : ج 10 ، ص 149 . ح 18652 ـ 18653 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 281 ، ح 982 ؛ فضائل احمد : ص 114 ، ح 168 ؛ صحيح مسلم : ج 2 ، ص 747 ، ح 155 ( من كتاب الزكاة ) ؛ كتاب السنة : ص 428 ، ح 912 ؛ سنن ابي داود :‌ ج 4 ،‌ ص 242 ، ح 4763 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 281 ، ح 337 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 56 ، ح 80 ؛ مناقب خوارزمي : ص 262 ، ح 245 .

18٧ . أخبرنا محمّد بن المثنّي و محمّد بن بشار ،‌ قالا :حدّثنا محمّد[بن جعفر [ ، قال : حدّثنا شعبة عن أبي إسحاق ، قال : سمعت البراء قال: لمّا صالح رسول الله (ص) أهل الحديبيّة ـ و قال ابن بشّار : أهل مكّة ـ كتب عليّ كتاباً بينهم ، قال : فكتب : محمّد رسول الله ، فقال المشركون : لا تكتب محمّد رسول الله ، لـو كنـت رسـول الله لم نقاتلك . فقال لعلي : « امحه » . قال : « ما أنا بالّذي أمحاه » . فمحاه رسول الله (ص) بيده ، ‌فصالحهم علي أن يدخل هو و أصحابه ثلاثة أيّام ، و لا يدخلها إلاّ بجلبان السلاح .

18٧- حديث : رسول اکرم چې له اهل حديبيه يا (مکيانو) سره سوله وكړه؛علي(ک) تړون داسې وليكه: ((محمد رسول الله))، مشركانو پېغمبر اکرم ته وويل: د ((رسول الله)) ټكى مۀ ليكه؟ كه تۀ د خداى رسول وې؛ نو جګړه به مو درسره نۀ کوله. رسول اکرم، علي ته وويل: د ((رسول الله)) ټكى ترې پاك كړه.)) علي وويل: زه يې نۀ شم پاكولاى. بيا رسول اکرم په خپل لاس ټكى پاك كړ او ورسره يې سوله وكړه، چېيوازې درې ورځو ته به له يارانو سره مكې ته راځي او تورې به يې په تيكو كې بندې وي.

18٧ حديث په نورو سر چينو كې : الشريعه :ص 32 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 370 ، ح 5750 ؛ تاريخ بغداد : ج 11 ، ص118 . رقم 5814 ؛ دلائل النبوّه : ج 5 ، 189 .

18٨ . أخبرنا أحمد بن سليمان[الرهاوي [ ، قال : حدّثنا عبيد الله بن موسي ، قال : أخبرنا إسرائيل[بن يونس [ عن[جدّه [ أبي إسحاق ، عن البراء بن عازب ، قال: اعتمر رسول الله (ص) في ذي القعدة فأبي أهل مكّة أن يدعوه يدخل مكّة حتّي قاضاهم علـي ان يقيم ثلاثه ايام ، فّلما كتبوا : هذا ما قاضي عليه محمد رسول الله قالوا : لا نقربها ، لو نعلم أنّك رسول الله ما منعناك بيته و لكن أنت محمّد بن عبد الله . قال : « أنا رسول الله ،‌ و أنا محمّد بن عبـد الله » ، قال لعليّ : « امح رسول الله » . فقال : « والله ؛ لا أمحوك أبداً » . فأخذ رسول الله (ص) الكتاب و ليس يحسن يكتب ، فكتب مكان رسول الله محمّداً ، فكتب : « هذا ما قاضي عليه محمّـد بـن عبد الله ، لا يدخل مكّة سلاح إلاّ السيف في القراب ، و أن لا يخرج من أهلها بأحد إن أراد أن يتبعه ، و أن لا يمنـع أحـداً من أصحابه إن أراد أن يقيم » . فلمّا دخلها و مضي الأجل أتوا عليّاً فقالوا : قل لصاحبـك ، فليخرج عنّا . فقد مضي الأجل ، فخرج رسول الله (ص) ، فتبعته ابنة حمزة تنادي : يا عمّ يا عمّ ! فتنـاولها عليّ ، فأخذ بيدها فقال لفاطمة : دونك ابنة عمّك ، فحملتها ، فاختصم فيها عليّ و زيد و جعفر ، فقال عليّ : أنا آخذها و هي ابنة عمّي . و قال جعفر : ابنة عمّي و خالتها تحتي . و قال زيد : ابنة أخي . فقضي بهـا رسـول الله (ص) لخالتها و قال : « الخالة بمنزلة الأمّ » . ثمّ قال لعليّ : « أنت منّي و أنا منك » . و قال لجعفر : « أشبهت خلقي و خلقي » . ثمّ قال لزيد : « أنت أخونا و مولانا » . فقال عليّ : « ألا تتزوّج ابنة حمزة » ؟ فقال : « إنّها ابنة أخي من الرضاعة » .

18٨- حديث : حضرت براء بن عازب (رض) وايي: رسول اکرم وايي: د ذي القعده په مياشت کې د عمرې لپاره مكې ته روان شو، د مكې خلكو مخه يې ونيوه تردې،چې پېغمبر ورسره تړون وكړ، چې يوازې درې ورځې به په مكه کې پاتې كېږې. تړون يې داسې وليكه: دا تړون د ((محمد رسول الله)) له اړخه دى. كفارو ورته وويل: موږ يې درسره نۀ منو! كه پردې پوهېدو، چې د خداى رسول يې؛نو د خداى له كوره به مو نۀ منع كولې، تۀ محمد د عبدالله زوى يې. رسول اکرم ورته وويل:((زه د خداى رسول او محمد د عبدالله زوى يم.)) بيا يې علي ته وويل:((د رسول اکرم ټكى ترې پاك كړه.)) علي وويل: پر خداى قسم ! دا كار نۀ شم كړاى؛ بيا رسول اکرم حکم وكړ ، چې د رسول اکرم د ټكي پر ځاى محمد وليكي؛نو تړون يې داسې وليكه : دا هغه تړون دى ، چې ((محمد د عبدالله زوى)) تړلى او له مخې يېيوازې يوه توره؛ هغه هم په تيكې کې راوړاى شي. كه له مكې څوك ورسره يو ځاى شو؛ هغه به نۀ بوځي او كه څوك ترې پاتې شو؛نو ستنېدو ته به يې نۀ اړ باسي، چې د تړون وخت پوره شو؛نو مشركان علي(ک) ته راغلل او ورته يې وويل: ملګري (رسول الله) ته دې ووايه، چې وخت دې پوره شو او له مكې ولاړ شي. رسول اکرم چې له مكې وته؛ نو د حضرت حمزه لور ورته غږ كړ: تره! تره! علي(ک) ورپسې ورغى او له ځان سره يې راوسته اوفاطمى بي بي ته يې وويل: د تره لور دې له ځان سره كېنوه. بي بي فاطمى له ځان سره كېنوله. بيا علي ، زيد او جعفر د ساتنې په باب يې اختلاف وكړ. علي وويل :ما راوستې او زما د تره لور ده.جعفر وويل: زما د تره لور ده او ترور يې (خاله) زما كورودانې ده. زيد هم وويل: دا زما د دينې ورور (زيد او حمزه يو بل ته ورور ويلى وو) لور ده. رسول اکرم هغه خپلې ترور (خاله) د جعفر كورودانې ته وسپارله او ويې ويل:(( ترور د مور په شان وي.)) علي(ک) ته يې وويل:(( تۀ له ما او زه له تايم. )) جعفر ته يې وويل:((تۀ په بڼه او خوي كې ماته يې.))

علي(ک) رسول اکرم ته وويل: ايا د حمزه له لور سره نكاح کوې؟رسول اکرم ورته وويل: ((هغه زما د رضاغي ورور لور ده)) (ما او حمزه له يوې موره شيدې خوړلې او حمزه زما رضاعي ورور دى او زه يې د لور تره يم)

18٨ حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق : ج 10 ، ص 149 ، ح 18651 او ص 150 ، ح 18657 او ص 152 ، ح 18663 ؛ مسند احمد : ج 3 ،‌ ص 426 ، ح 908 ـ 909 او ص 445 ، ح 943 ؛ مسند حميدي : ج 1 ، ص 534 ، ح 1271 ؛ كتاب السنه :‌ ص 430 ، ح 915 او ص 433 ، ح 919 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ،‌ ص 334 ، ح 797 او ص 327 ـ 328 ، ح 799 ـ 800 ؛ تاريخ بغداد : ج 7 ، ص 249 ـ 250 او ج 12 ، ص 452 او 480 او ج 13 ، ص 282 او ج 14 ، ص 362 ـ 363 ؛ مسند ډبو يعلي : ج 1 ، ص 296 ، ح 358 او ج 4 ، ص 242 ، ح 2354 ؛ كفاية الطالب كنجي : ص 180 .

1٨9 . أخبرنا محمّد بن عبد الله بن المبارك ، قال : حدّثنا يحيي ـ و هو ابن آدم ـ ، قال : حدّثنا إسرائيل عن أبي إسحاق ، عن هانئ بن هانئ و هيبرة بن يريم ، عن عليّ: « أنّهم اختصموا في ابنة حمزة ، فقضي بها رسول الله (ص) لخالتها و قال : الخالة أمّ . قلت : يا رسول الله ألا تزوّجها ؟ قال : إنّها لا تحلّ لي ، إنّها ابنة أخي من الرضاعة » ، و قال لعليّ :‌ « أنت منّـي و أنـا منك » ، و قال لزيد : « أنت أخونا و مولانا » ، و قال لجعفر : « أشبهت خلقي و خلقي » .

١٨٩- حديث : دا حديث د 70 حديث په څېر دى. نسائي په بل سند داسې رانقلوي : هغوى (علي، جعفر، زيد) د حضرت حمزه(رض) د لور د ساتنې په باب اختلاف وكړ. رسول اکرم هغه خپلې ترور (خاله) ته وسپارله [؛يعنى د جعفر ښځې ته] او ويې ويل: ترور (خاله) د مور په شان وي. رسول اکرم ته مې وويل: ايا د حمزه لور ځان ته نكاح كوې؟ رسول اکرم وويل: (( راته روا نۀ ده؛ ځكه د رضاعي ورور لور مې ده (؛ځكه حمزه او رسول اکرم له يوې موره شيدې خوړلې) بيا يې علي(ک) ته وويل:((ته له ما او زه له تا يم)) او زيد ته يې وويل:((تۀ مو دوست او ورور يې.)) او جعفرته يې وويل: ((تۀ راته په بڼه او خوي کې يې.))

١٨٩ حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق : ج 10 ، ص 157 ، ح 18678 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 84 ، ح 656 او ج 5 ، ص 263 ، ح 3178 ؛ كتاب الاموال : ص 172 ، ح 445 ؛ المعرفة و التاريخ :‌ ج 1 ، ص 522 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 367 ، ح 474 ؛ معجم كبير طبراني : ج 10 ، ص 257 ، ح 10598 ؛ جامع بيان العلم : ج 2 ، ص 103 ؛ مستدرك حاكم : ج 2 ، ص 150 او 152 ؛ سنن کبرى بيهقي : ج 8 ، ص 181 ـ 179 ؛ مناقب خوارزمي : ص 260 ، ح 244 .

پاى

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست