تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ( بقره/۲۴) ژباړه : او كه (دغسې) و نه كړئ – او هېڅكله به يې و نه كړاى شئ – (؛نو) له هغه اوره (ځان) وساتئ،چې سون توکي يې د (ګناهګارو) خلكو (بدنونه) او (د بوتانو) ډبرې دي،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ( بقره/۲۴)

ژباړه : او كه (دغسې) و نه كړئ – او هېڅكله به يې و نه كړاى شئ – (؛نو) له هغه اوره (ځان) وساتئ،چې سون توکي يې د (ګناهګارو) خلكو (بدنونه) او (د بوتانو) ډبرې دي،چې كافرانو ته چمتو شوى دى .

 

دا آيت وايي دوه څېزونه د دوزخ اور بلوي: انسانان او ډبرې. په دې آيت كې له ډبرو مراد، ډبرين بوتان دي، چې د خداى پر ځاى نمانځلېږي، لكه چې خداى د انبيا په 98 آيت كې مشركانو ته وايي: (اِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ حَصَبُ جَهَنَّـمَ ۭ اَنْتُـمْ لَهَا وٰرِدُوْنَ 98)

د آيت ډېر مهم ټكى دا دي، چې وايي: ځينې انسانان د دوزخ خس دي، دا راښيي له انسانه چې ناوړه اندونه او كړه وړه راولاړېږي او پخپله او نور پرې اخته كوي په قيامت كې به يې د اور په بڼه له بدنه بل شي او پخپله او نور يې چې بدلامي – بېلارې كړي وبه يې سوځوي، لكه د جنهم په هكله د همزه سورت په 4 و 7 آيتونو كې راغلي دي « د خداى بل كړى اور چې له زړونو ژبغړاندېږي» .(اطيب البيان، 1 / 463 مخ او الميزان 1 / 92 مخ)

«وَقود» يعنې څه چې د ښه بلولو وړتيا او استعداد لري، د قيامت پر ورځ ځينې انسانان شته چې په نړۍ كې يې دغسې استعداد تر لاسه كړى او د بكرې او تيلي په څير شوي، چې د ځان او نورو د سوځولو لامل وي او دا هماغه جهنم دى، چې په نړۍ كې يې ځان ته بل كړى، ځكه د آيت شريف په ورستيو كې وايي: «كافرانو ته چمتو شوى دى» يعنې دوزخ مخكې چمتو شوى او ځانونه يې د بكرې او تيلي په څېر، سوځولو ته چمتو كړي دي.( موضوعي تفسير، 5/ 379)

له اميرالمؤمنين علي (ک) څخه تر دې آيت لاندې روايت شوى چې: « زما پلیونو – لاريانو! الهي تقوا ولرئ او له دې ځان وساتئ چې د هغه اور خس اوسئ او كه څه هم تاسې پر خداى كافران نه ياست، خو پر خپلو مؤمنو وروڼو باندې له تيري نه په ډډې كولو، ځانونه د هغه اور له شره بچ كړئ».( تسنيم، 2 /463)

 

سرچینه : شرح منتخب آيات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!