تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ _ له رسول الله  (ص) سره د نجران د استازيو مناظره     “نجران” د مكې او يمن تر منځ يو ښار دى، چې  73 كلى لرى او د اسلام په لومړيو وختونو كې هلته عيسوى مذهب رواج و او دلته به پاپ او ستر ستر عيسوى عالمان اوسيدل او نجران د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

_ له رسول الله  (ص) سره د نجران د استازيو مناظره

    “نجران” د مكې او يمن تر منځ يو ښار دى، چې  73 كلى لرى او د اسلام په لومړيو وختونو كې هلته عيسوى مذهب رواج و او دلته به پاپ او ستر ستر عيسوى عالمان اوسيدل او نجران د نننى “واتيكان” غوندى و.

   د نجران ولسوال او سياسي مشر “عاقب”، مذهبى مشر يې “ابوحارثه” او بل مخور او د ولس د درناوى شخصيت يې “ايهم” نوميدل.

    د اسلام اوازى چې خورى شوى؛ نو عيسوى عالمان خو په تورات او انجيل کې د پېغمبر د راتګ پر زېرى خبر وو؛ نو ځكه د اوازو پر وړاندې حساس وو او پلټنه يې كوله .

   د نجران عيسويانو درې ځلى رسول الله ته خپل پلاوى ولېږل، چې له نژدې يې د نبوت پر رښتينولې پلټنه وكړى. يو ځل يې له هجرته مخکې په مكه کې له رسول اكرم سره مناظره وكړه او دوه ځل يې له هجرته وروسته په مدينه كې. دلته د دى مناظرو لنډيز را اخلو:

1-  د نجران د استازيو ړومبى مناظره

   هغوى د كعبې شريفى په څنګ کې له رسول اكرم (ص) سره وليدل او خبرې اترې يې پيل كړى پېغمبر په خوښى سره د هغوى خبرو ته غوږ ايښى و او بيا به يې ځواب وركاوه په آخر کې  رسول اكرم له قرآنه څو آيتونه تلاوت كړل، چې پر هغوى يې اغېز ه وكړه او بې اختياره يې له سترګو اوښكې روانې شوې او له پلټنى وروسته يې د تورات او انجيل زېرى رښتونى وموند او مسلمانان شول[1].

    مشركان (او په تېره بيا ابوجهل) په دې مناظره خپه شول كله، چې د نجران استازى له مناظرې وروسته راپاڅيدل؛ نو ابوجهل او څو تنو د هغوى مخه ونيوه او په سپكو سپورو يې ورته وويل: موږ خو له تاسو خو ليونيان ياستى، چې له خپل قوم سره مو خيانت وكړ اوله خپله دينه واوړيدئ او اسلام مو ومانه، هغوى ورته په نرمۍ ځواب وركړ او ويې ويل:ستاسو له موږ سره څه كار، كوم مرام مو چې غوره كړ د هغه مسووليت زموږ پر غاړه دى[2].

2_ د سترو عيسوى استازيو دويمه مناظره

     عبدالله بن شرحبېل او جبار بن فيض په شان نومياليو سره سلا مشوره وكړه، دغو ورته وويل، چې دا موضوع له نبوت سره اړه لرى؛ نو ځكه موږ څه نه شو ويلاى.

   هغه دا موضوع جرګى ته وړاندې كړه او نتيجه دا شوه، چې د پوهانو او هوښيارانو يوه ډله دې له محمد سره د كتنى لپاره مدينې ته ولاړه شى او په دې باره كې دى ورسره بحث او مناظره وكړى، چې حقيقت ښكاره شى.

   بالاخره يو شپيته تنيزه جرګه، چې څوارلس تنه يې د نجران ستر عالمان وو (عاقب (عبدالمسيح)، “ابوحارثه” او “ايهم” هم په کې وو) له رسول الله سره د مناظرې لپاره مديني ته روان شول.

   بې له شور او ګړپړ نه آزاد بحث او مناظره يوه ډېره ښه او منطقي طريقه ده، خو كه څوك وغواړى، چې دا طريقه په چل ول، ټګى، چالاکۍ او دسيسې بدله كړى او عوام تېر باسى؛ نو لازم دى، چې په ټينګه يې مخنيوې وشى.

   په هر حال د نجران استازيو پړق پړوق جامې اغوستى وى، چې د مدينوالو پام ځانته را واړوى او په دې ډول د ضعيف النفس خلكو په زړونوکې کې لاره پيدا كړى[3] .

   پېغمبر اكرم په ډېرې هوښيارۍ د چارو ټول اړخونه څارل او دا په آزاد بحث کې مهم د پام ټکې دى د دغې پټ چل ول د شنډولو لپاره يې منفى مبارزې وكاروله داسې، چې كله استازى په شان و شوكت او پړق پړوق جامو سره رسول الله ته راغلل؛ نو رسول اكرم ورته څه خاصه توجه ونه كړه او خبرې يې هم ورسره ونه کړى، هغوى درې ورځې په مدينه کې حيران او پريشان ګرځيدل ان تردى چې استازيو له حضرت عثمان او حضرت عبدالرحمن بن عوف نه د پخوانى آشنايې له مخې د دې بى اعتنايي د علت پوښتنه وكړه هغوى استازى امام علي ته بوتلل او كيسه يې ورته وكړه، امام علي ورته وويل:

   “ځى ولاړ شئ او دا پړق پړوق او قيمتى جامې وباسىاو په عادى ډول پېغمبر اكرم ته ورشى، چى مطلب مو تر لاسه شى” هغوى د حضرت علي وينا ومنله او كار ترسره شو.

   په مناظره کې يو بل اهم ټکې آزادى او له فضا جوړونى او هياهو څخه مخنيوې دى رسول اكرم پينځه واړه لمونځونه په جومات کې په جمعى سره كول چې ټول مسلمانان به راغونډيدل عيسويان د مسلمانانو راغونډيدو ډېر حيران كړى وو او هغوى د خپلى ګروهې سره سم په پوره آزادى سره د بيت المقدس پر  لوري لمونځ كاوه ځينو مسلمانانو غوښتل، چى دهغوى د آزادى خنډ شى؛ خو ګران رسول يې مخه ونيوه له دغې تاريخى پېښى معلوميږى چې هغوى په مدينه کې پوره پوره آزادى لرله او د چاپيريال تر اغېز  لاندې نه وو.

   بالاخره له درې ورځو وروسته په جومات کې له لمونځ وروسته د خبرو اترو غونډه جوړه شوه د نجران د عيسويانو شپيته تنه استازى له رسول الله سره  كېناستل مسلمانان هم د خبرو اترو اورېدو ته كيناستل او د مزې خبره خو دا چې يو شمېر يهوديانو هم په غونډه کې ګډون وكړ او له عيسويانو او مسلمانانو سره يې بحث پيل كړ.

   ړومبى رسول اكرم په خبرو پیل وكړه او د نجران ميلمنو ته يې هر كلى ووايه او په ډېرى  مينى يې اسلام او توحيد ته راوبلل او ويې ويل:

   راځى چې موږ ټول د يو الله عبادت وكړو او ټول په يوه لاره روان شو او د خداى پاك د حكم تر جنډى لاندې راټول شو بيايې د قرآن مجيد يو څو آيتونه تلاوت كړل.

پاپ: كه له اسلام نه ستاسو مراد پر خداى ايمان او د خداى پر احكامو عمل كول وى؛ نو موږ له تاسو مخكې مسلمان وو.

ګران پېغمبر: حقيقي اسلام څه نښى نښانى؛ لرى درې داسې عملونه دى، چې ستاسو دنه مسلمانى دليل دى؛ ړومبى دا چى تاسو د صليب عبادت كوى، دويمه دا چې د خنزير غوښه حلاله ګڼې او درېمه دا چې تاسو ګروهه لرى چې خداى پاك زوى لرى.

د نجران استازى: زموږ په ګروهه حضرت عيسى خداى دى؛ ځكه چې مړى به يې ژوندى كول او بې علاجه رنځورانو ته به يې شفا وركوله او له خټى نه يې مرغه جوړ كړ او په کې يې پو كړل او هغه خټه په رښتيا مرغه شو  او والوتله او … چې دا ډول كارونه دهغه د خدائۍ نښه ده.

پېغمبر اكرم: نه هيڅكله دا كارونه د خدائۍ دليل نه دى؛ بلکې هغه د خداى پاك نېک بنده دى، چى خداى پاك د بي بي مريم په رحم کې كېښود او بيا يې ورته دا معجزې وركړى، هغه غوښه، پوټکې، رګونه او اعصاب لرل خواړه به يې خوړل او اوبه به يې څښلى؛ نو داسې څوك خداى کېداى نه شى خداى پاك سارى او نظير نه لرى.

يو استازى! حضرت عيسى د خداى زوى دى دا ځكه چې چا هم له بي بي مريم سره واده نه و كړى او ويې زيږو او دا پېښه د دې دليل دى، چې د هغه پلار خداى دى او هغه د خداى زوى دى.

پېغمبر اكرم (د سوره ال عمران 61 آيت نه په استفادې سره) وويل:

   د حضرت عيسى مثال د حضرت ادم په شان دى، چې هغه خداى پاك بې له مور او مور پلاره له خاورې پيدا كړ كه د پلار نه شتون د دې دليل وى، چې عيسى د خداى زوى دى؛ نو ادم خو نه پلار درلود او نه مور؛ نو له هغه سره ښايي، چې د خداى زوى وى. د نجران استازى پوه شول، چې كه څومره پوښتنې او خبرې كوو؛ نو هم دا ډول ځواب اورو؛ نو له دې كبله، چې له مخکې نه يې (د دنيا د واكمنىپه خاطر) پرېکړه كړى وه مسلمانان نه شى مناظره يې نيمګړى پريښوده او ويې ويل: دا خبري موږ نه نشى قانع كولاې موږ دې ته تياريو، چې “مباهله” وكړو؛ يعنې په پوځانى کې راغونډ شو او خداى ته په دعا كېنو او دروغجن ته ښېرې وكړو، چى خداى پاك دروغجن هلاك كړى.

   ګران رسول د خداى پاك لخوا د وحى (سوره ال عمران 61 آيت) په رسېدو سره د مباهلې وړانديز ومانه، ټول مسلمانان له دى نتيجى خبر شول، هر خوا د مباهلې په باره کې خبرې وې او يو بل ته به يې ويل چى رښتيا په  مباهله کې به څه کېږي؟! ټول په بې صبرى سره د مباهلې په طمع وو ټاكل شوى نيټه (د ذيحجى د مياشتى 24 نيټه نهم هجرى كال) راورسېده د نجران استازيو له مباهلې مخکې د سلا مشورى په غونډه کې له يو ټکې نه (چې له نفسياتى او روانى پلوه يې اهميت درلود) استفاده وكړه او هغه دا چې خپلو كسانو ته يې حكم وركړ، چې كه تاسې وليدل، چې محمد په شورو غوغا، په ګنې، ګوڼى او په درز غوبل مباهلې ته راغى؛ نو مباهله ورسره وكړى او ونه ويريږى؛ ځكه پوه شئ، چې په كار کې يې څه حقيقت نه شته؛ نو په دې وجه له چغو سورو او هاهو نه كار اخلى؛ خو كه چېرې له لږو كسانو؛ يعنې له خپلو بچو اوخاصو نزدې كسانو سره راغى نو بيا له مباهلې نه ډډه وكړى، چې بيا ورسره مباهله خطرناكه ده.

   د نجران استازى د مباهلي ځاى ته ولاړل او د تورات، انجيل په لوستلو سره دعا ته چمتو شول او د رسول الله د راتلو په تمه شول . ويى ليدل چې رسول اكرم له څلور تنو سره (حضرت فاطمه زهرا، حضرت علي او امام حسن او امام حسين) راروان دى.

   د نجران داستازيو يو نامتو عالم “شرجيل” خپلو ملګرو ته وويل: په خداى مې دې قسم وى چې زه داسې صورتونه وينم، چې كه له خدايه وغواړى، چې غرونه له خپل ځايه راونړوى؛ نو بې شكه چې همداسې به وشى ووريږئ او مباهله ونه کړئ كه له محمد سره مو مباهله وكړه؛ نو د نجران له عيسويانو څخه به هيڅوك پاتې نه شى زما خبره واورئ لږ تر لږ همدا يو ځل زما خبرې ته غوږ کېږدئ بيا خير دى زما خبره مه اورى.

   د شرجيل ټينګار او تاکيد د نجران پر استازيو اغېز ه وكړه او يوه عجيبه وارخطايي پرې راغله او له مخې سره يې يو سړى رسول اكرم ته ولېږه او د مباهلې د پريښودو غوښتنه او د سولې د تړون وړانديز يې وكړ.

   د خداى ګران رسول د هغو په باب له مهربانى نه كار واخست او ويې ويل: چې له هغوى سره پر آسانو او نرمو شرائطو باندې د سولې تړون وكړى د سولې په لوظنامه کې څلور ټکې وو:

1_ د نجران خلك موظف دى، چې (اسلامي حكومت چې د هيواد امنيت ساتى او هم د نورو چارو د چلولو په بدله کې) هر كال دوه زره جوړى جامې په دوو پيرو کې اسلامي حكومت ته وركړى.

2_ د حضرت محمد (ص)استازي دى تر يوې مياشت يا زياتى مودى پورې په نجران کې د ميلمستيا حق ولرى.

3_ كه په يمن کې د اسلام پر خلاف بغاوت وشو؛ نو د نجران خلك به ديرش زغرې، ديرش اسونه او ديرش اوښان د ضمانتى امانت په توګه اسلامي حكومت ته وركړى.

4_ له دې لوظنامې وروسته په نجران کې سود منع دى.

   او په دى توګه د نجران پلاوى د ” ذمى شرائطو” ته غاړه كېښوده او پداسې حال کې چې واقعاً يې په آزاد بحث کې ماتى خوړلى وه له مديني منورې نه نجران ته روان شول[4].

   په دى ترڅ کې بايد ووايو چې “د مباهلې آيت” (سوره ال عمران 61 آيت) د پاكو او سپېڅليو اهلبيتو پر عظمت او ستريا باندې يو ژوندى او لوى سند دى.

3_ د نجران دعيسويانو درېمه ډله

    دا ډله د “بني حارث” له قبېلې وه، چې هم هلته په نجران کې يي په څيړنه او تحقيق پیل وكړه او يو شمېر كسان د هغوى په نمائندګۍ له خالد بن وليد سره مدينې ته راغلل او د رسول اكرم په مخ کې يې اسلام ومانه او ويى ويل:

“موږ د خداى پاك شكر وباسو، چې ستاسو له لارى يې راته سمه لار وښوده”

رسول اكرم له هغوى پوښته وكړه:”تاسو څنګه پر دښمنانو غالب شوﺉ؟”

هغوى وويل:”موږ هيڅ كله په خپلو کې بى اتفاقه شوى نه يو او بل دا چې پر چا مو لومړى تېرى نه دى كړى[5].”

   ګران رسول وويل:”صدقتم (رښتيا مو وويل) پايله(نتيجه):

   ومو ويل چې د نجران د عيساييانو ړومبى او درېمې ډلې د اسلام حقانيت درك كړ او مسلمانان شول؛ خو دويمى ډلې چې خبره يې تر مباهلې ورسوله او بيا يې مباهله پريښوده هغوى هم د اسلام په حقانيت پوه شول، كه څه  په ظاهره يې اسلام ونه مانه، چې دلايل يې دادى:

1_ پاپ د رسول اكرم ليك څيرى كړى و، دا د هغه د تعصب او اقتدار غوښتنې دليل دى، چې د حق د منلو خنډ ګرځې.

2_ هغوى مباهلې ته حاضر نه شول. كه هغوى د اسلام او د رسول اكرم حقانيت نه وې درك كړى؛ نو ولې خپلى تجويز شوى مباهلې نه تېر شو؟ دا مسْاله ښيئ، چې هغوى د محمد مصطفى او د هغه د لارى پر حقانيت پوه شوى وو.

3_ په تاريخ کې راغلى دى چې نجران ته په ستنيدو کې يو استازى د ګران رسول په شان کې ګستاخى وكړه، نو “ابوحارثه” (پاپ) هغه ته په غوسه شو او ورته يې وويل، چې ولې د يو مرسل پېغمبر په شان کې ګستاخى كوې؟ د همدې خبرې په اورېدو هغه سړى مدينې ته ستون شو او د رسول الله په مخ کې يې اسلام ومانه دغه تاريخى اهمه واقعه دا ښيئ، چې د نجران دغه استازى د رسول اكرم پر حقانيت پوه شوى وو.

4_ كله چې دغه پلاوى نجران ته ستون شو او خپله ټوله كيسه يې د نجران خلكو ته تېره كړه؛ نو د نجران پر يو راهب يې دومره اغېز ه وكړه، چې په صومعى کې يې چغه كړه:”اى خلكو راشىاو له صومعى نه مې لاندې راكوز كړى ګنې په خپله به ځان لاندې راوغورزم”

   خلكو هغه له صومعى نه لاندې راكوز كړ مدينې ته روان شو او له حضور اكرم سره يې وكتل او څه موده يې ترې علمي استفاده وكړه او د قرآن مجيد آيتونه يې واورېدل او بيرته نجران ته راستون شو، د راستنيدو په وخت يې له پېغمبر اكرم سره لوظ وكړ چې مدينې ته به راستنيږم او مسلمانيږم به خو په راستنيدو کې كامياب نه شو….[6]

دا مسْالى ښيئ، چې عيسوى استازى د اسلام پر حقيقت پوه شول خو پر عيساويانو د مشرۍ، د عامو خلكو تر اغېز  راتلل او د خلكو د ويرى په شان عواملو د هغوى د لارې خنډ شوې وو.

سرچینه : مناظرې، لیکوال : محمد محمدي اشتهاردي

 

[1] په دې باب د مائدى 83 آيت نازل شو: وَإِذَا سَمِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ

[2] (وګورئ: سيره حلبى 1/383)

[3] په عين حال کې چې رسول الله د دغه چل ول او چالاکې مخه ونيوه بالآخره قيمتى او پړق پړوق جامو پر يو شمېر ضعيف النفسو باندې اغېز ه وكړه. داسې چې ارمان او هيله يې كوله، چې كاشکې د عيسوى نمائندګانو په څير ماړه او شتمن واې چې بيا د سوره آل عمران 15 آيت د هغوى په ردکې نازل شو چې معنى يې داده: “اى پېغمبره! ووايه آيا تاسو له داسې څيزنه خبر كړم چې له دې (مادى پانګى) نه غوره دى؟ هغوى چې تقوي اختيار كړى د پالونکی په نزد ورته جنتونه دى چې نهرونه پکې جارى دى هغوى به د خداى پر رضا سربېره له سپېڅليو ښځو سره تل هلته وى او خداى پاك د بندګانو له حاله خبر دى.

[4] (وګورئ: بحار الانور 27/319-324)، سيره ابن هشام (2/175)، فتوح البلدان، 76 مخ او د سيد بن طاووس اقبال له 496 مخ وروسته.

[5]  (وګورئ: البدايه 5/98)

[6] (وګورئ: البدايه 5/55)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!