تبلیغات

دعا ((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ(بقره/١٨٦)= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي،(نوووايه:)چې زه نژدې يم او بلونكى،چې ما وبلي؛نو دعا يې قبلوم؛نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي […]

دعا

((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ(بقره/١٨٦)= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي،(نوووايه:)چې زه نژدې يم او بلونكى،چې ما وبلي؛نو دعا يې قبلوم؛نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي )

د دعا روحانيت

دعا اجر او ثواب لري او د دعا د منل کېدو ژمنه شوې؛خو که دعا له ژبې تېره شي او ژبه له زړه سره همغږي پيدا کړي او د انسان روح ولړزوي؛نو ستر روحانيت لري؛داسې به وي؛لکه چې انسان ځان په رڼا کې ډوب ويني او هله به د انسان د شرافت ګوهر احساس کړي. هغه مهال به پوه شي،چې په نورو وختو کې،چې نورو وړو څيزونو پر ځان بوخت کړى و او کړاوه يې،څومره پرېوتي ول.

انسان چې کله بې له خدايه څه غواړي؛نو د بې پتۍ احساس کوي؛خو چې له خدايه څه غواړي؛نو د پت احساس کوي؛نو دعا هم طلب (غوښتنه) ده او هم مطلوب.هم وسيله ده او هم موخه.هم سريزه ده او هم پايله. الهي اولياوو د دعا هومره بل هېڅ څيز هم ښه نه ايسېدل،د زړه ټول حال يې خپل واقعي محبوب ته وايه او تر مطلوبونو يې ډېر خپلو طلبونو،دعاګانو او راز و نياز ته ارزښت ورکاوه،په دعاګانو نه ستړي کېدل؛لکه څنګه چې حضرت علي (ک) “کميل نخغي” ته وايي:

((ناڅاپه د بصيرت د حقيقت په کمال کې آګاهي يې پر زړونو راکېووته او د يقين خوند يې درک کړ او د هغه له حقيقت سره يې اړيکه ونيوه او له څه نه،چې دنيا لمانځي په وېره کې دي او ناوړه او ستونزمن يې ګڼي؛دوى ته نرم،په زړه پورې او خوښ دي او له هغه څه سره مل شوي،چې ناپوهان ترې په تېښته کې دي او له دنياوالو سره يې په هغو بدنونو معاشره کړې،چې د بدنونو روح يې په ربوبي عالم پورې اړوند دى.))

پر عکس يې هغه تور،قلف شوي او زنګ وهلي زړونه دي،چې د خداى له درشله شړل شوي دي.

له زړه نه خداى ته لار

هر څوک له زړه نه خداى ته لار لري.له ټولو زړونو د خداى پر لوري ور شته.ان تر ټولو ستر ګناهګاران،چې په سختيو کې راښکېل شي او ټول ورونه پرې وتړل شي؛نو خداى ته زارۍ کوي،چې دا د انسان په وجود کې يو فطري او طبيعي لېوالتيا ده؛خو کله پرې د ګناه او سرغړونې دوړې غورځېږي.په سختيو کې،چې دا دوړې والوځي؛نو په خپله دا لېوالتيا تحريک او په خوځښت شي.

يو سړي امام صادق وپوښت: د خداى پر وجود څه دليل دى؟ امام: تر اوسه په بېړۍ کې سپور شوى يې؟ و يې ويل: هو ! امام :تر اوسه پېښ شوي،چې په سمندر کې توپان شي او بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وي او له هر ځايه دې هيله پرې شي؟ و يې ويل: هو داسې راپېښ شوي ول. امام وويل:هغه مهال دې زړه يو ځاى ته متوجه و او پناه يې غوښته او له يو ټکي يې غوښتل،چې و يې ژغوري؟و يې ويل: هو! امام :هغه هماغه خداى دى،چې په هغو سختو حالاتو کې دې ترې پناه غوښته.

امام صادق (رح) سړي ته د زړه له لارې يې خداى وروپېژانده.

((وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (ذاريات/٢١)= او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟!))

دا لېوالتيا،چې د بشر په فطرت کې ده،هغه مهال راښکاره کېږي،چې له نورو اسبابو يې تمه پرې شي،چې په خپله دا لېوالتيا دداسې ځواک پر شتون دليل دى او که نه و؛نو د انسان وجود به داسې لېوالتيا نه درلوده.

البته دا سره توپير لري،چې يوه لېوالتيا د انسان په وجود کې وي او دا چې انسان هغه لېوالتيا پوره وپېژني او په موخه يې پوه شي.د شيدو خوړو لېوالتيا له پيله په ماشوم کې وي،چې کله وږى شي او دا اړتيا يې په وجود کې پيدا شي؛نو دا لېوالتيا هڅېږي، چې د ناليدي، ناپيژاندي او ناروږد تي پر لور يې هدايتوي.دا لېوالتيا په خپله يو لارښود دى،چې خوله يې پرانځي او د تي په لټه کې شي او که و يې نه موند؛نو په ژړا کېږي او په خپله ژړا کول له موره د مرستې غوښتنه ده؛هماغه مور،چې تر اوسه يې نه پېژني او له وجوده يې خبر نه دى؛خو په خپله ماشوم نه پوهېږي،چې ددې لېوالتيا موخه څه ده،ددې ژړا موخه څه ده،ولې يې دا لېوالتيا په وجود کې ايښوول شوې ده؛نه پوهېږي،چې هاضمي سيستم لري او دا سيستم يې خواړه غواړي او نه پوهېږي،چې د څه لپاره شيده غواړي.

موږ د انسانيت عالي لېوالتياوو،خداى غوښتنې،خداى پلټنې او دعا ته د هماغه ماشوم حالت لرو،چې نه يې تى ليدلى او نه مور او نه مور پېژني.

((إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ(بقره/١٥٦)= موږ د الله يو او لوري ته يې ورستنېدونکي يو!))

((أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الأمُورُ(شورى/٥٣)= خبر اوسئ چې (ټولې) چارې يوازې د خداى لوري ته ورګرځي!))

البته که تى او شيده د ماشوم له معدې سره مناسب نه ول؛غريزې به هم هغې لوري ته نه راکاږه.ددې خوړو او هغې لېوالتيا ترمنځ اړيکه او پيوستون دى او همداسې دي د انسان د وجود نورې لېوالتياوې. يوه لېوالتيا هم د انسان په وجود کې بېځايه نه ده پنځول شوې او ټولې د انسان د اړتيا له مخې او د اړتيا پوره کولو لپاره پنځول شوي دي.

اضطراري پرېکون او اختياري پرېکون

شونې ده،چې انسان په دوو حالتو کې خداى ياد کړي:يو هغه مهال، چې علل او اسباب ترې پرې شي او په سختۍ کې راښکېل شي او يو وخت هغه مهال،چې روح يې پورته والوځي او په خپله ځان له اسبابو او عللونو راوشلوي. د اضطرار او د اسبابو د پرې کېدو پر مهال انسان په خپله د خداى پر لوري ځي او بلنې ته اړتيا نه لري،چې دا انسان ته کمال نه دى او د انسان د نفس کمال په دې کې دى،چې په خپله ځان له اسبابو او عللو راوشلوي او روح يې والوځي.

د دعا شرايط

دعا خپل شرايط لري او لومړى شرط يې دادى،چې واقعاً غوښتنه د انسان په وجود کې راپيدا شي او د بدن ټولې ذرې يې دا غوښتنه څرګنده کړي،چې واقعاً څه چې غواړي د اړتيا،غوښتنې او دعا په بڼه شي؛لکه څنګه،چې د بدن په يوه برخه کې يې،چې څه ته اړتيا پيدا شي؛د بدن ټول غړي يې په فعاليت پيل وکړي او ان يو غړى خپل کار رالږ وي،چې د بل غړي اړتيا پوره شي.د بېلګې په توګه: که انسان تږى شي او د تندې اغېز يې په ټول بدن کې راښکاره شي؛د بدن ټول غړي يې په يو ځاى وايي: ((اوبه !))

ټولې نړۍ ته د انسان اروايي او مانيزه اړتيا_چې د هستۍ يوه برخه ده_ همداسې ده. د انسان اروا د هستۍ يوه برخه ده؛که واقعاً يې په وجود کې اړتيا راپيدا شي؛نو د هستۍ ستره غونډاله-دستګاه يې بې برخې نه پرېږدي.

((أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ(نمل/٦٢)=يا هغه چې د اړمن دعا قبلوي،كړاو لرې كوي او تاسې د ځمكې ځايناستي كوي، ايا له الله سره بل معبود شته؟ تاسې ډېر لږ نصيحت منئ.))

د دعا پر قبلېدو ايمان او ګروهه

د دعا بل شرط د خداى پر ناپايه رحمت ايمان دى،چې هغه هېڅکله خپل لورنه او فيض له خپلو بندګانو نه سپموي،ايمان ولري،چې د خداى د لورنې ور هېڅکله پر بندګانو نه تړل کېږي او ټولې نيمګړتياوې د بنده له لوري دي.امام علي بن الحسين زين العابدين د “ابوحمزه” په مشهوره دعا کې _چې هيلې او ډاډ پکې څپې وهي او امام به د رمضان په مياشت کې ويله_ خپل خداى ته وايي:

(( خداىه ! له تا يې غواړم او تاته هيله من يم،ستا له فضل او لورنې غوښتنه سمه ګڼم او ستا د درشل ورونه تل هغوى ته پرانېستي دي،چې له تا يې غواړي او په ډاډ پوه يم،چې ته د دعا کوونکيو د دعا قبلېدو او پناه غوښتونکيو ته پناه ورکولو ته چمتو يې او همداراز ډاډمن يم،چې ستا په بښنه او رضا……

د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي

د دعا بل شرط دادى،چې د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي.دعا هغو موخو ته د رسېدو لپاره مرسته غوښتل دي،چې د تکوين او تشريع قانون ورته ټاکلي وي او که دعا داسې وي؛نو د يو طبيعي غوښتنې بڼه به ولري او داچې په خلقت کې توازن او تعادل دى؛نو په هر ځاى کې،چې اړتيا وي،فيض او مرسته به وررسي؛خو د هغو څيزونو غوښتنه،چې د تکوين او تشريع د قانون پر خلاف وي؛لکه په دنيا کې تلپاتې ژوند؛نو دا ډول دعاګانې واقعي دعاګانې نه دي.

د دعا کوونکي د نورو چارو همغږي

د دعا بل شرط دادى،چې د دعا کوونکي د ژوند نورې چارې له ژوند سره همغږي ولري؛يعنې هغوى د تکوين او تشريع له موخو سره همغږي ولري؛پاک سوتره زړه ولري؛ګټه او کسب يې حلال وي او پر خلکو يې تېرى نه وي کړى.په دې هکله امام صادق (بحارالانوار٩٣/٣٢١) وايي:

(( که غواړئ دعا مو ومنل شي؛نو خپله ګټه او کسب-ورهڼه حلال ساتئ،د خلکو حق پر غاړه مه پرېږدئ؛ځکه د هغه بنده دعا پورته نه وړل کېږي،چې د چا حق يې پر غاړه وي.))

د دعا مورد د ګناه پايله نه وي

د دعا بل شرط،چې بالفعل کوم حالت لري او هيله من وي،چې حالت يې بدلون او غوراوى ومومي،په دنده کې يې د ناغېړۍ پايله نه وي. په بله وينا : د کوم حالت د بدلېدو دعا،چې کوي،د ګناهونو منطقي عقوبت او پايله يې نه وي،چې په دې بڼه کې څو يې توبه نه وي کړي او ددې حالت موجبات يې له منځه نه وي وړي؛نو حالت به يې بدل نشي. د بېلګې په توګه: پر نېکيو امر او له بديو منع فرض ده. د ټولنې سمونه او ورانونه د همدې آر په پلي کولو او نه پلي کولو پورې اړه لري.” پر نېکيو امر او له بديو د منع” د پرېښوو منطقي پايله داده،چې د ټولنې ډګر به اشرارو ته تش وي او پر خلکو به واکمن شي. که خلک په دې دنده کې ناغېړي وکړي او ددې ګناه پر منطقي پايله او عقوبت اخته شي او بيا وغواړي په دعا له دې بلا ځان وژغوري؛نو دا ناشونى چار دى.يوازېنۍ لار يې داده،چې توبه وکړي او بيا د خپلې وسې هومره ” پر نېکيو امر او له بديو منع” وکړي؛البته په دې توګه به په تدريج خپلې موخې او مطلوب ته ورسي.

((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ(رعد/١١)= په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي،څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى))

الهي سنت داسې دى،چې څو په خپله خلکو هغه چارې نه وي بدلې کړي،چې په ځان پورې يې اړه لري؛نو خداى يې هم نه بدلوي .

په معتبرو احاديثو کې راغلي : ((پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ؛ګنې نو ناوړه وګړي به درباندې واکمن شي او که بيا مو نېکچاري دعا هم کوي؛نو نه به منل کېږي.))

په حقيقت کې دا ډول دعاګانې هم د تکوين او تشريع د قانون پر خلاف دي.

همداراز که څوک عمل نه کوي او يوازې دعا کوي؛نو دا کار يې د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف دى.په دې هکله امام علي (بحارالانوار٩٣/٣١٢) وايي: (( هغه چې عمل نه کوي او دعا کوي؛نو د هغه کس په څېر به وي،چې په بې ربړه-تسمې ليندۍ غشى ايشتل غواړي.))؛يعنې عمل او دعا د يو بل بشپړوونکي دي او دعا بې له عمله اغېز نه لري.

دعا بايد د فعاليت ځايناستې نشي

د دعا بل شرط دادى،چې واقعاً د اړتيا ښکارندوى وي او هغه مهال وي،چې انسان مطلوب ته لاسرسى نه لري او بېوسه وي؛خو که د يوې اړتيا د پوره کېدو کونجي د انسان په لاس کې وي او هغه کفران نعمت کوي او د کونجې له کارولو ډډه کوي او له خدايه غواړي هغه ور ورته پرانېځي،چې کونجي يې د دعا کوونکي په لاس کې ده او په کونجي د ور د پرانستلو وس ترې واخله؛نو داسې دعا د منل کېدو وړ نه ده.

دا ډول دعاګانې هم بايد د تکوين او تشريع د قانون پر خلاف وګڼل شي. دعا د وس لاس ته راوړو لپاره وي.

په روايت (بحارالانوار٩٣/٣٥٦) کې راغلي دي: پينځه دعاګانې نه منل کېږي:يو د هغه کس دعا،چې مېرمن لري او خپله مېرمن کړوي او له لاسه يې پوزې ته راغلى وي او غواړي بې له مهر ورکولو يې طلاقه کړي؛خو طلاق نه ورکوي او تل وايي: خدايه ما ددې ښځې له شره خلاص کړې . بل د هغه دعا،چې مريى لري او تل ترې تښتي او بيا يې هم له ځان سره ساتلى وي،ووايي: خدايه ما ددې مريي له شره خلاص کړې،حال داچې کړاى شي دا مريى وپلوري.بل د هغه کس دعا نه منل کېږي،چې د يو کوږ دېوال تر غاړې روان دى او پوهېږي،چې راغورځېږي؛خو ترې نه لرې کېږي،ووايي: خدايه و مې ساتې. بل د هغه دعا،چې بل کس ته يې پور ورکړى وي؛خو ناغېړي يې کړې وي،شاهد و نه لري او سند يې نه وي ليکلى او پورړوى يې پور نه ورکوي او پورورکوونکى تل دعا وکړي : خدايه ! پور مې له پوروړي واخله،حال دا چې په خپل لاس کې يې ول،چې شاهد ونيسي او يا سند وليکي.بل د هغه دعا نه منل کېږي،چې په کور کې ناست وي،ورهڼه-کار و کسب يې پرېښى وي او تل ووايي: ((اللهم ارزقنى-خدايه روزي راکړې.))

روښانه ده،چې يوازې همدا پنيځه ځايونه نه دي.دا يې بېلګې ته راوړي دي.

په هستۍ کې دعا ددې لپاره نه ده،چې د عمل ځايناستې شي. دعا د عمل بشپړونکې ده؛نه ځايناستې.

دعا او د قضا و قدر

د دعا په هکله پخو او نن خورا پوښتنې شوي دي؛لکه: دعا د قضا و قدر له ګروهې سره اړخ نه لګوي او که ومنو،چې هر څه الهي قضا وقدر ټاکلي دي؛نو دلته د دعا اغېز څه دى؟

دعا او حکمت بالغه

يا داچې دعا له دې ګروهې سره اړخ نه لګوي،چې خداى حکيم دى او ټول کارونه يې د حکمت او مصلحت له مخې دي او څه چې دي او موږ يې په دعا بدلول غواړو،له مصلحت او حکمت سره اړخ لګوي که نه.که له حکمت سره اړخ لګوي؛نو نه ښايي موږ له خدايه هغه څه وغواړو،چې له حکمت سره اړخ نه لګوي او نه ښايي خداى داسې دعا ومني او که له حکمت سره يې اړخ لګوي؛نو څنګه منلاى شو،چې د هستۍ په چارو کې د حکمت او مصلحت پر خلاف چار وي،حال دا چې هستي د خداى د حکميانه مشيت له مخې پنځول شوې ده؟

دعا او د خوښۍ مقام

يا دا چې دعا د انسان د رضا او خوښۍ له مقام سره اړخ نه لګوي؛يعنې پر هغه څه خوښ نه وي،چې خداى ورکړى دى.

دا ويينې او پوښتنې ډېره مخينه لري ان زموږ د ادبياتو يوه برخه ده؛خو پردې خبرو د ويينو وخت نشته او ددې ټولو نيوکو سرچينه داده،چې انګېرلي يې دي،چې دعا د قضاوقدر او الهي حکمت له حوزې وتلى چار دى،حال داچې په خپله دعا هم د الهي قضاوقدر يوه برخه ده او احياناً د ځينو قضاو قدرونو مخه نيسي؛نو ځکه نه پر قضا له خوښۍ سره منافات لري او نه له الهي حکمت سره.

د قدر شپې

((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ(بقره/١٨٦) = او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي،(نوووايه:)چې زه نژدې يم او بلونكى، چې ما وبلي؛نو دعا يې قبلوم؛نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي ) .

دا آيت د رمضان د مياشتې د آيتونو په منځ کې دى او کېداى شي دا آيت يې ځکه د رمضان د مياشتې په آيتونو کې راوړى وي،چې دا مياشت دعا او استفغار ته ځانګړې ده او ديني مشرانو په دې شپه ويښ ول او عبادتونه او دعاګانې يې کولې.

د رمضان وروستۍ لس شپې به چې شوې؛نو د خداى رسول به ويل : “بستره مې د روژې تر پايه مه اچوئ” او په دې شپو کې به تل په عبادت او دعاګانو بوخت و.

علي بن الحسين به د رمضان په شپو کې نه ويدېده،د شپې به يې يا لمونځونه کول،يا دعا او يا د بېوزليو لاسنيوى او په پشمني کې به يې ځانګړې دعا ويله،چې په “ابوحمزه ثمالي”مشهوره ده.

د دعا خوند او له خلکو پرېکون

هغوى چې د دعا په خوند پوه شوي او له خلکو يې خداى ته مخه کړې وي؛نو په دې خوند يو خوند ته هم لومړيت نه ورکوي؛دعا هغه مهال لوړې،ستريا او خوند ته رسي،چې دعا کوونکى ځان په نېکمرغۍ کې ډوب او د خداى د ځانګړې پېرزو او د دعا د منل کېدو نښې وويني. ((خدايه !په هغه څه کې راته حسن نظر راوښيه،چې درنه مې غوښتي دي او د دعا د منل کېدو خوږلنى راباندې وڅکه.))

وګ : “صحيفه سجاديه اوومه دعا”

پوهان وايي: “علم اليقين”،”عين اليقين” او “حق اليقين” سره توپير لري،وايي: فرض کړئ پر يو ځاى اور لګېدلى دى.يو وخت تاسې ددې اور اغېز مثلاً لوګى وينئ او له لوګي پوهېږئ،چې هلته اور دى.دا “علم اليقين” دى.يو وخت په خپله اور له نږدې وينئ. دا “عين اليقين” دى،چې تر پوهې اوچت دى او مشهود دى. يو وخت اور ته دومره ورنږدې کېږئ،چې د اور تودوخه مو بدن ته رارسي او ګرموي مو.دا “حق اليقين” دى.

شونې ده،چې انسان خداى ښه وپېژني او پر سپېڅلي ذات يې ايمان ولري؛خو په ژوند کې يې هغه پېرزو او عنايت و نه ويني،چې خداى يې خپلو بندګانو ته ورکوي.دا د “علم اليقين” درجه ده؛خو کله داسې وي، چې عملاً د توحيد اغېز ويني،دعا کوي او خپله دعا منل شوې ګڼي،په چارو کې پر خداى ډاډ او توکل کوي او له “غيرالله” يې ډاډ پرې کېږي او ددې توکل،ډاډ او دعا اغېز په خپل ژوند کې ويني او دا د “عين اليقين” درجه ده. د خداى هغه بندګان خوند اخلي،چې پر خداى ډاډ لري او د خپل توکل،ډاډ او دعا اغېز په خپل ژوند کې ويني او له هغو نېکمرغيو برخمنېږي،چې موږ يې لږ تصور کړاى شو؛البته تردې اوچته درجه هغه ده،چې دعا کوونکى ځان نېغ په نېغه د حق له ذات سره په اړيکه کې وويني او ځان ورته نه ښکاري؛فعل د هغه فعل،صفت د هغه صفت او په هر څه کې هغه ويني.

انسان،چې کله کوم هنر،علم او فن زده کړي،ډاکټر يا انجينر شي؛نو تر کلونو کلونو زحمتونو وروسته،چې د خپل کار او زحمت اغېز او پايله ويني،د بېلګې په توګه،چې کله ناروغ ورته راشي او درملنه يې وکړي او ناروغ روغ شي او انجينر د خپلې نقشې جوړ شوى کور وويني؛نو په خوشحالۍ کې ډوبېږي او په خپل ځان کې عزت احساسوي.تر ټولو غوره خوند هغه دى،چې انسان د خپل هنر اغېز وويني.

نو څومره به انسان خوشحاله وي،چې پر خداى د ايمان د هنر اغېز؛ يعنې پر ځان د خداى پېرزو وويني.کوم عزت،خوشحالي او برى،چې لري؛تر هرې درجې لوړ دى او خوند يې تر ټولو خوندونو خوږ دى.

خداى دې موږ ددې وړ کړي،چې د دعا کولو توفيق ومومو او ددې سپېڅلي روحاني حالت له نعمتونو برخمن شو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!