تبلیغات

 حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت  پينځم څپرکى د امام ابوحنيفه (ره) له ليدلوري د اهلبيتو مقام که څه د اهلبيتو د مرجعيت په باب د امام ابوحنيفه د ليدلوريو په باب منسجم خبرونه په لاس کې نه لرو؛خو سره له دې د هغه د څرګندونو او نظرياتو له ټولګې او اهلبيتو سره د اړيکو […]

 حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت

 پينځم څپرکى

د امام ابوحنيفه (ره) له ليدلوري د اهلبيتو مقام

که څه د اهلبيتو د مرجعيت په باب د امام ابوحنيفه د ليدلوريو په باب منسجم خبرونه په لاس کې نه لرو؛خو سره له دې د هغه د څرګندونو او نظرياتو له ټولګې او اهلبيتو سره د اړيکو مطالعه او همداراز د هغه د سياسي او ټولنيز کړنو او کړنلار پر بنسټ،کولاى شو تر يو څه بريده يې د اهلبيتو پر وړاندې د هغه دريځ روښانه کولاى شو .

په دې څپرکي کې به لومړى د امام ابوحنيفه (ره) سياسي نظريه وو ته اشاره وکړو او بيا به يې له صادقين او  علويانو سره د اړيکو شننه وکړو. ددې مواردو په څېړنه به يې د اهلبيتو پر وړاندې ځينې دريځونه روښانه شي .

١.د امامت مساله او د امام ابوحنيفه سياسي نظريه

١-١.د راشده خلفاوو د تفضيل اوډون

د اسلامي فرقو د تاريخ په اوږدو کې يوه خورا حساسه  مسله د پېغمبر اکرم د ړومبنيو ځايناستيو مساله او د څلورګونو راشده خلفاوو پر وړاندې دريځ او د هغوى د تفضل اوډون او ترتيب دى .

د دويمې پېړۍ په لومړۍ نيمه کې،په غير شيعي او غيرخارجي ډلو کې د شيخينو ( حضرت ابوبکر (رض) او حضرت عمر (رض) ) پر تفضيل ګروهه يو متداول چار و؛خو د ختين (حضرت عثمان (رض) او حضرت علي (ک)) په باب نه يوازې د تفضيل له نظره د راى اختلاف و؛بلکې هغه ډله،چې د “ړومبۍ مرجئه” په نامه پېژندل کېده، د هغوى دواړو د ايمان د اصل په باب پر تمېدو قايل وو . د وروستۍ ډلې پېژندلى شوى وګړى “محارب بن دثار” د امام ابوحنيفه (ره) له شيوخو ځنې دى .[1]

په دې باب د امام ابوحنيفه (ره) د دريځ په باب په نظر کې اختلاف دى . “صميري” د عراق متقدم حنفى ګروهمن دى،چې امام ابوحنيفه (ره) او زده کړيالانو يې ابويوسف او شيباني پر عثمان د علي پر تفضيل ګروهم وو .[2] موفق مکي هم ګروهمن دى،چې  امام ابوحنيفه (ره) د خلفاوو درجه په دې اوډون ګڼله،چې حضرت ابوبکر (رض) او حضرت عمر (رض) له امام علي (ک) نه په مخکې درجه کې و؛خو علي (ک) پر عثمان (رض) افضليت درلود .[3] مکي په خپلو مناقبو کې نقلوي،چې حماد له خپل پلاره؛ابن عبدالبر نقل کړى،چې امام ابوحنيفه (ره) وويل : ” على احب الينا من عثمان=موږ ته علي تر عثمانه ګران دى “[4] . ابن عبدالبر په بل ځاى کې وايي : “قال ابوحنيفه الجماعة ان تفضل ابابکر و عمر و عليا و عثمان = ابوحنيفه ويلي دي،چې جماعت پردې دى،چې ابوبکر او عمر او بيا علي او عثمان غوره وګڼو.”[5] ابن ابي العزيز هم وايي : ” و قد روى عن ابي حنيفه تقديم على (ک) على عثمان (رض)= له امام ابوحنيفه (ره) نقل شوي دي،چې علي پر عثمان د(په فضيلت کې) غوره دى” .[6]

ملا علي قاري هروي هم د فقه الاکبر په شرح کې راوړي دي،چې : ” و روى عن ابي حنيفه تفضيل على (ک) على عثمان (رض) “[7] داچې دا نظريه د جمهورو اهلسنتو له نظر سره مخالف دى؛نو قاري يې امام ابوحنيفه (ره) ته د انتساب په صحت کې ترديد کوي .[8] او پر حضرت عثمان (رض) د علي (ک) تفضيل ان د امام ابوحنيفه (ره) د زده کړيالانو  په روايتونو کې هم راغلى دى . له ابويوسف نه د يو روايت له مخې، د ” د شيخينو د تفضل او ختين د مينې (البته پر حضرت عثمان د حضرت علي په تفضيل سره )” نطريه امام ابوحنيفه (ره) ته  نسبت ورکړ شوې ده .[9] محمد بن حسن شيباني د امام ابوحنيفه (ره) بل زده کړيال هم په ” السير الکبير” کې وايي : ” ان نوح بن ابي مريم سال ابا حنيفه عن مذهب اهل السنة فقال : ان تفضل ابابکر و عمر و تحب عليا و عثمان [10] =نوح بن عمر امام ابوحنيفه (ره) د اهلسنت مذهب په باب وپوښت؛ امام ابوحنيفه (ره) يې په ځواب کې وويل : [ د اهلسنتو مذهب] دادى،چې ابوبکر اوعمر يې غوره ګڼلى او له علي اوعثمان سره مينه وکړې .”

ابن شهر آشوب د امام علي (ک) او حضرت عثمان په باب د امام ابوحنيفه (ره) په تمېدو ګروهمن دى او نقلوي،چې امام ابوحنيفه (ره) ويل : ” څه چې د علي اوعثمان ترمنځ راپېښ شوي دي،خداى ته دې وسپارل شي “[11] دا دريځ په واقع کې هماغه د سياسي مرجئه دريځ دى،چې د حضرت علي او حضرت عثمان ترمنځ په رامنځ ته شويو شخړو کې له ورمندون او قضاوته ډډه کړې ده او په دې باب قضاوته يې خداى او د قيامت ورځې ته پرېښى دى او د همدې ګروهې ( په ارجاء ګروهه او قيامت ته د قضاوت ځنډول) له مخې ورته مرجئه ويل شوي دي . کلامي ارجاء هم بيا تر همدې لېوالتيا لاندې رامنځ ته شوه .

احمد پاکتچي ګروهمن دى،چې د حضرت علي او حضرت عثمان په باب د امام ابوحنيفه (ره) تمېدل،د محارب بن  دثار او ړومبيو مرجئه پر خلاف د هغوى د ايمان په اصل او ولايت کې نه و؛بلکې د هغوى د کردار په باب يې تمېدنه وه . هغه تمېدنه او له “متخاصمينو” سره خوشبينانه چلن، د يوې ټوليزې کړنلارې په نامه په “العالم و المتعلم” کې مطرح شوى دى،د “ختين په کردار کې د تمېدنې” د نظريې د انتساب په صحت – او نه د هغوى د ايمان په باب _ يې امام ابوحنيفه (ره) ته تلقي کوي .”[12]؛خو له امام ابوحنيفه (ره) نه پر حضرت عثمان د حضرت علي د تفضيل په باب په بېلابېلو روايتونو کې ښکاري،چې امام ابوحنيفه (ره) ته د توقف د نظريې انتسابول به بې بنسټه وي .

په هر حال امام ابوحنيفه (ره)،حضرت علي (ک) په خپلو ټولو جګړو کې په حقه ګڼلى او د هغه دښمنان يې باغيان شمېرلي دي .مکي نقلوي ،چې امام ابوحنيفه (ره) وويل : ” ما قاتل احد عليا الا و على اولى بالحق منه[13] =هېڅ څوک له علي سره و نه جنګېد؛خو داچې علي ترې په حق کې غوره او وړ و .”

ابن حجر حيتمي هم نقلوي،چې امام ابوحنيفه (ره) ويلي دي : ” ما قاتل احد عليا الا و على اولى بالحق منه و لولا ما شاع من على فيهم ما علم احد کيف السيرة فى قتال بغاة المسلمين[14]=هېڅوک له علي سره و نه جنګېد؛خو داچې علي ترې په حق کې وړ و او که له مخالفينو سره د علي چلن راته نه و رارسېدلى؛نو هېڅوک به نه پوهېدل،چې د مسلمانو باغيانو په باب سيره او کړنلار څه ده .”

قاضي عبدالجبار معتزلي او شيخ مفيد هم نقلوي،چې امام ابوحنيفه (ره) د جمل د جګړې په باب ويلي دي :

” لو لا السيرة اميرالمؤمنين فى اله البغى ما کنا نعرف احکامهم =[15]که د باغيانو په باب د حضرت علي سيره نه وه؛ نو موږ به د باغيانو په باب په احکامو نه پوهېدو .”

همداراز امام ابوحنيفه (ره) د جمل د جګړې په باب وپوښتل شو،په ځواب کې يې وويل :

“سار على فيه بالعدل و  موا علم المسلمين بالسنة فى قتال اهل البغى[16] =امام علي د جمل په جګړه کې د عدالت له مخې چلن وکړ او له اهل بغى سره په جهاد کې يې د مسلمانانو بېرغ د سنتو له مخې پورته کړ .”

امام ابوحنيفه (ره) له حضرت علي سره د حضرت زبير او حضرت طلحه د چلن په باب وايي :

” لا شک ان اميرالمؤمنين عليا انما قاتل طلحة و الزبير بعد ان بايعاه و خالفاه[17] =شک نشته،چې اميرالمؤمنين علي له طلحه او زبير سره تر هغه وروسته وجنګېد،چې هغوى دواړو له حضرت علي سره بيعت وکړ او بيا يې پر مخالفت لاس پورې کړ او خپل بيعت يې مات کړ .”

امام ابوحنيفه (ره) تر امام علي (ک) وروسته هم  زوى يې امام حسن مجتبى د خليفه او پرحقه امام په نامه پېژانده .[18]

د ددې ډېرو روايتونو پر وړاندې په حنفي اهلسنت او جماعت کې امام ابوحنيفه (ره) ته په ځينو منسوبو روايتونو کې د څلور ګونو خلفاوو تفضيل يې د خلافت پر ګدۍ د ناستې پر بنسټ مطرح کړى دى.[19] څرګنده ده،چې په حنفي اهلسنت او جماعت کې دا روايتونه د اهلسنتو د عمومي باور تر اغېز لاندې دي او امام ابوحنيفه (ره) ته “پر حضرت عثمان (رض) د حضرت علي (ک) د تفضيل” د نظريې انتساب او په اهلسنتو کې دود ګروهې نه يې وتل ورته ګرانه پرېوتي دي .

دلته يو ټکى پاموړ دى او هغه داچې امام ابوحنيفه (ره) ډېر لږ د چا ستاينه کړې ده او له هغه د چا او د کوم صحابي په ستاينه کې کومه خبره چا نه ده اورېدلې؛خو د امام علي (ک) په باب ترې نقل شوې ده .هغه نه يوازې په صحابه وو کې د چا ستاينه نه ده کړې؛بلکې ځينو صحابه وو کرامو ته يې منفي ليد هم درلود،چې حضرت ابوهريرة (رض) يې يو دى؛لکه څنګه چې امام ابوحنيفه (ره) په صحابه وو کې حضرت طلحه،حضرت زبير او معاويه بن ابي سفيان،چې د حضرت علي (ک) پر خلاف جنګېدلي،باغي نومولي .د حضرت ابوبکر،حضرت عمر او حضرت عثمان د فضايلو په باب او يا د هغوى پر ويناوو او کړنو يې استناد،په تېره بيا په سياسي چارو کې،د حنفي اهلسنت او جماعت په سرچينو کې هم له امام ابوحنيفه (ره) نه کوم نقل نشته .بې له هغه تاييداتو،چې مخکې مو ورته اشاره وکړه .حال داچې امام ابوحنيفه (ره) په څرګنده د حضرت علي (ک) له کړنو او ويناوو ملاتړ کوي او په ځينو ځايونو کې يې پر ويناوو او کړنو استناد کړى دى .بې له هغه ځايونو،چې پورته وويل شو،د عباسي خليفه؛منصور پر خلاف د ابراهيم بن عبدالله حسني (١٤٧ س) په پاڅون کې امام ابوحنيفه (ره) ابراهيم ته وليکل :

“پر دښمن،چې برلاس شوې،له جمليانو سره دې د نيکه علي بن ابيطالب په سيره عمل مه کوه،چې ماتې خوړلي يې و نه وژل او د هغوى مالونه يې وا نه خستل او په تښتېدلي پسې نه شو او ټپي يې له منځه يو نه ووړ؛ځکه هغوى ملاتړ ډله نه درلوده :بلکې په صفين کې دې خپل نيکه پر سيرت عمل وکړه،چې اسيرول به يې کول او ټپيان يې له منځ وړل اوغنيمتونه يې ايشل؛ځکه ددې لښکر تر شا شاميان وو او هلته يې ژوند کاوه .”[20]

دا سپارښتنه پر پورته ويل شويو خبرو سربېره،په خپله ددې ټکى ښکارندوى دي،چې په ديني ښوونو کې امام ابوحنيفه (ره) ډېرى امام علي (ک) د مرجع په نامه مانه او د حضرت علي سيره يې د لازم الاتباع سيرې په نامه مطرحوله .

٢-١ . د مشرۍ او خلافت وړ وګړي

په شيعه سياسي فرهنګ کې د اسلامي ټولنې د مشرۍ لپاره د “امامت” له اصطلاح کار اخستل شوې ده او دا منصب يې اهلبيتو ګڼل کېږي او د شرايطو د چمتوتيا په صورت کې،د جائر مشر پر خلاف راپاڅېدل هم واجب ګڼل کېږي .

پر وړاندې يې د اهلسنتو په سياسي فرهنګ کې،په دې باب د “خلافت” اصطلاح کارول کېږي او اهلسنت ددې ترڅنګ،چې د شيعه وو  د اهلبيتو د مشرۍ عقيده نه مني،په جائر مشر پسې راپاڅېدل هم جايز نه ګڼي او له هر مشره لاروي که څه جائر هم،واجبه ګڼي . د “تغلب” نظريه د اهلسنتو په سياسي اندو کې د مشروعيت يو بنسټ ګڼل کېږي ؛نو ځکه د امويانو او عباسيانو د ټولو خلفاوو حلافت اهلسنتو ته د منلو وړ دى او اسلامي خلافت يې ګڼي .

په دې باب امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى د اهلسنتو له رسمي ليدلوري سره څرګند توپير لري او د شيعه وو نظريې ته خورا نږدې دى او امام ابوحنيفه (ره) په دې باب ددې ترڅنګ چې د “امامت” او “امام” له ټکيو کار اخلي،د شيعه وو په څېر په جائر امام پسې راپاڅېدل هم واجب ګڼي . پردې سربېره د ابن بزازي د مناقبو د وينا له مخې امام ابوحنيفه (ره) امامت او خلافت له حضرت فاطمې نه د حضرت علي د اولادې حق ګاڼه او ګروهمن و،چې د هغوى معاصر او همپېرو خلفاوو يې حق غصب کړى او د اهلبيتو پر حق يې ظلم کړى و .[21]

د سعد اشعري،نوبختي او مسعودي نظريه داده،چې امام ابوحنيفه (ره) ګروهمن و،چې : له قريشو هر وګړى،چې ولس کتاب،سنت او په عدل عمل ته راوبلي؛نو امامت يې ثابتېږي او په خروج کې پر نورو همراهي واجبېږي .[22] ناشي اکبر د مرجئه وو د عمومي عقيدې په نامه راوړې ده،چې هغوى پر مفضول د فاضل پر تقدم ټينګار کاوه او په دې پسې وو،چې که مفضول په امات وټاکل شي؛نو د امت علماوو ته په کار دي،چې د ټاکونکيو تر ژغورنې وروسته او د ژغورنې د ګټې نه ورکولو په صورت کې،قدرت ته د فاضل د رسولو لپاره جهاد وکړي .[23] که څه دا روايتونه تر څه بريده يو له بل سره توپير لري؛خو په يو څيز کې سره ګډ دي او هغه د امامت او خلافت په باب د اهلسنتو له عمومي عقيدې نه د امام ابوحنيفه (ره) وتل او شيعي ليدلوري ته يې ورنږدېدل دي . د علويانو له پاڅونه ملاتړ او له امويانو او عباسيانو سره امام ابوحنيفه (ره) مخالفت (چې اشاره به ورته وشي) پخپله ددې خبرې مويد ده،چې امام ابوحنيفه (ره) د اهلبيتو (لږ تر لږه پر سياسي)  مرجعيت ګروهمن و؛خو د هغه د نظريې په جزيياتو کې يو لړ ابهامات دي .د روايتونو له ټولګې کولاى شو،چې دې پايلې ته ورسو،چې د امامت په باب د امام ابوحنيفه (ره) نظريه د زيديه عقيدې ته نږدې کېږي؛بلکې په دې د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى کټ مټ د امامت او خلافت په باب د ډېرى زيديانو عقيده ده .[24]

٣_١.د امام يا خليفه د ټاکلو لار

امام ابوحنيفه (ره) امامت په وصايت پورې منصوص نه ګاڼه،هغه سره له دې،چې ټينګار کاوه،چې امامت د علي د ځوځات دى،د هغه په آند د امام د ټاکلو لار داوه،چې امام پر مسلمانانو تر واک پيدا کولو مخکې،بايد له پخوا په پوره بيعت د مسلمانانو له خوا ټاکل شوى وي . امام ابوحنيفه (ره) له ليدلوري،امامت او خلافت په وصايت او يا داچې وګړى ځان په خپله امام فرض کړي،نه ثابتېږي او نه مشروعېږي؛که څه بيا ترې مسلمانان لاروي وکړي او له خلافته يې خوښ وي؛ځکه خلافت بايد واک ته تر رسېدو مخکې د حکم پر تولى د پخواني ازاد اختيار له مخې لاس ته راغلى وي .[25]

٢.له امام محمد باقر (ره) سره د امام ابوحنيفه (ره) اړيکې

په ډېرى شيعي او سني سرچينو کې امام باقر (ره) د امام ابوحنيفه (ره) د استاد په نامه مطرح دى .[26] له امام باقره د امام ابوحنيفه (ره) روايتونه امام ابوحنيفه (ره) په مسانيدو او روايتونو کې ليدل کېږي .[27] په سرچينو کې راغلي،چې له اهلبيتو ځنې امام باقر (ره) لومړى تن و،چې امام ابوحنيفه (ره) ترې علم زده کړى دى .[28] ابن حجر حيتمي له اهلبيتو ځنې درې تنه د امام ابوحنيفه (ره) استادان ښيي : امام باقر،امام صادق او زيد بن علي .[29]

لکه څنګه چې وويل شول،د امام ابوحنيفه (ره) مهم او اصلي استاد حماد بن ابي سليمان و .په ځينوسرچينو کې راغلي،چې حماد او همداراز حفص بن غياث نخعي د امام ابوحنيفه (ره) نور استادان وو،چې د امام باقر له اصحابو ځنې وو .[30]

که څه امام باقر په مدينه کې او امام ابوحنيفه (ره) په عراق کې اوسېده؛خو په ډېرى سرچينو کې راغلي،چې د مدينې له علماوو نه د علم د زده کړې په موخه امام ابوحنيفه (ره) دې ښار ته خورا سفرونه کړي دي .ظاهرا په يوه سفر کې امام ابوحنيفه (ره) دوه کاله په مدينه کې مېشت شو او په دې باب يې مشهوره جمله ” لولا السنتان لهلک النعمان” ددې ښکارندوى ده،چې امام ابوحنيفه (ره) له امام باقر نه خورا علمي ګټنه کړې ده . آلوسي وايي : ” هذا ابوحنيفه و هومن اهلسنة يفتخر و يقول بافصح لسان :لو لا السنتان لهلک النعمان “[31] . ( البته هغه دا جمله له امام ابوحنيفه (ره) نه د امام صادق په باب رانقل کړې ده .)

آيت الله واعظ زاده خراساني په خپله يوه وينا کې وايي : امام باقر ته په مدينه کې د تبليغ او خپلو ښوونو او اندو د خپرولو زمينه چمتو نه وه او آنحضرت نشو کولاى،چې په ازاده توګه ممبر ته ولاړ شي؛خو امام ابوحنيفه (ره) به په کوفه کې د آنحضرت د اندو د خپرولو لپاره زمينه چمتو کوله،چې آنحضرت د کوفې د جوماتونو پر ممبرونو خپلې اندې او افکار او د اهلبيتود ښوونځي ښوونې خلکو ته ورسوي .

البته موږ داسې يو څرګند روايت و نه موند،چې په دا خبره په څرګنده توګه په ډاګه کړي او کېدى شي،چې د آيت الله واعظ زاده خراساني دا خبره له امام باقر سره د امام ابوحنيفه (ره) له اړيکو نه د خپل برداشت پر بنسټ وي.

امام ابوحنيفه (ره) په کوفه کې غوره ټولنيز موقعيت درلود او نه يوازې د هغه پياوړى فقيه او د فقيهان مخکښ و؛بلکې پياوړى متکلم هم و او په حقيقت کې د کوفې فکري او فرهنګي نبض يې په لاس کې و .دا احتمال شته،چې امام ابوحنيفه (ره) له خپل دې موقعيته ګټنه کړې وي او د امام باقر لپاره يې زمينه چمتو کړې وي .

په حنفي متاخرو سرچينو کې هم د امام باقر،امام صادق او امام ابوحنيفه (ره) اړيکې دوستانه ښوول شوې دي او ددوى ترمنځ د اختلاف په باب کوم مطلب نشته . د اهلسنتو په معاصرو څېړنکيو کې،يو لړ يې؛لکه امام محمد ابوزهره له امام باقر او امام ابوحنيفه د روايتونو او د هغوى د خبرو په رانقلولو هڅه کوي،چې د دوى دواړو اړيکې دوستانه وښيي او ګروهمن دى،چې امام ابوحنيفه (ره) د امام باقر په نزد تلمذ کړى دى او په هغه کې تشيع ته پياوړې لېوالتياوې وې .[32]

٣. د امام صادق (ره) او امام ابوحنيفه (ره) اړيکې

په شيعي او سني سرچينو کې راغلي،چې امام ابوحنيفه (ره) د امام صادق د شخصيت او علمي مقام تر اغېز لاندې و او په دې باب يې ويل : ” والله ما رايت افقه من جعفر بن محمد الصادق .”[33] پر شيعي سرچينو سربېره ډېرى د اهلسنتو سرچينو هم امام صادق د امام ابوحنيفه (ره) له استادانو ځنې يو ګڼي .[34]

ابوزهره د امام ابوحنيفه (ره) دا جمله “لو لا السنتان لهلک النعمان” د امام صادق په باب ګڼي،وايي :احتمالا دا دوه کاله هماغه وي،چې امام ابوحنيفه (ره) د ابن هبيره نه حجاز ته مهاجرت او تېښته وکړه او په حجاز کې يې دوه کاله له امام صادق سره زده کړيالي وکړه .[35]د ځينو روايتونو له مخې د امام ابوحنيفه (ره) مور د څه مودې لپاره د امام صادق په نکاح کې وه .[36] البته ځينې دا نسبت له ابوالبختري قرشي سره د امام ابوحنيفه (ره) له خلطه ګڼي .[37]

ډېرى حنفي روايتونه او کتابونه هم وايي،چې د امام ابوحنيفه (ره) او امام صادق ترمنځ دوستانه اړيکې وې . د امام ابوحنيفه (ره) په جامع المسانيد کې راغلي دي،چې : يوه ورځ د حج په مراسمو کې امام ابوحنيفه (ره)،امام صادق ته راغى او امام صادق ورسره معانقه وکړه او د هغه او د هغه د کورنۍ په باب يې وپوښتل .يو وپوښتل :يابن رسول الله ! دا سړى پېژنې ؟امام صادق وويل : زه يې حال او احوال او د کورنۍ پوښتم او ته وايې،چې پېژنې يې که نه؟ دا ابوحنيفه د خپل ښار پياوړى فقيه دى .[38]

د يو بل روايت له مخې،يو سړى امام ابوحنيفه (ره) ته راغى، و يې ويل :نذر مې کړى،چې څه پيسې يو عادل  امام ته ورکړم،وړانديز دې څوک دى ؟ امام ابوحنيفه (ره) وويل : که غواړې عادل امام وپېژنې او خپل مال دې ورکړې؛نو خپل نذر دې جعفر بن محمد ته ورکړه .[39]

ابوالقاسم بغار هم د امام ابوحنيفه (ره) او امام صادق د اړيکو په باب رانقلوي :

“حسين بن زياد روايت کړى،چې امام ابوحنيفه (ره) ددې پوښتنې په ځواب کې،چې وپوښتل شو،چې تر اوسه دې تر ټولو فقيه څوک ليدلى دى؟ وويل : جعفر بن محمد او دا هغه مهال وو،چې منصور په ما پسې يو څوک راولېږه او و يې ويل : اى ابوحنيفه ! خلک پر جعفر بن محمد راټول شوي او ورته خورا لېواله شوي دي؛نو يو لړ ستونزمنې چارې راټولې او و يې پوښته (چې له ځوابه يې عاجز او د امام صادق محبوبيت کم شي) څلوېښت مسلې مې چمتو کړې او بيا په حيره کې منصور ته ولاړم .منصور له مخکې امام صادق راغوښتى و او هغه په غونډه کې ناست و؛چې پر جعفر بن محمد مې سترګې ولګېدې؛نود هغه دبدبه او پرتم راباندې دومره کېناسته،چې د منصور راباندې نه وه ناسته . سلام مې وکړ او منصور اشاره وکړه،چې کېنم .بيا يې جعفر بن محمد ته مخه کړه،و يې ويل : ابا عبدالله ! دا ابوحنيفه دى ! هغه وويل : هو ! پېژنم يې .منصور راته وويل : خپلې مسلې له اباعبدالله وپوښته .ما ترې خپله يوه يوه مسله وپوښتله او هغه يې ځواب راکاوه او ويل يې :په دې باب ستاسې نظر (د عراقيانو او اهل راى) داسې دى او د مدينه والو (اهل حديثو) داسې دى او زموږ نظر هم دادى .په دې مسلو کې کېداى شي له تاسې سره او يا له مدينه والو سره هم نظره ووسو او کېداى شي له دواړو ډلو سره مخالف او خپلواک نظر ولرو تر دې چې څلوېښت واڼه پوښتنې مې پاى ته ورسېدې او يوه يې هم بې ځوابه پرېنښووله . بيا امام ابوحنيفه (ره) وويل : ” اليس اعلم الناس اعلمهم باختلاف الناس =آيا ترټولو پوه د خلکو پر اختلاف تر ټولو پونه دى ؟”[40]

ځينو معاصرو اهلسنتو ليکوالانو هم د امام صادق او امام ابوحنيفه (ره) دوستانه اړيکې منلې دي او ددې ترڅنګ يې ويلي دي،داچې دا دواړه د عمر له نظره يو شان و؛نو په دقيقه معنا يې د استادۍ او شاګردۍ اړيکه نه درلوده؛بلکې دا اړيکې يې د معرفت او علم د تبادل په ډګر کې وې .[41]؛خو امام ابوزهره وايي : ” علماوو امام جعفر صادق د امام ابوحنيفه (ره) له استادانو ځنې شمېرلى دى که څه دواړه همزولي وو .”[42]

په بل روايت کې داسې راغلي دي :

” امام ابوحنيفه (ره) د امام صادق د کور مخې ته راغى،امام صادق له کوره ووت،حال داچې همسا ورسره وه . امام ابوحنيفه (ره) امام صادق ته وويل : ابا عبدالله ! دا همسا څه ده ؟د عمر غوښتنه دې نه ده،چې دې همسا ته اړتيا ولرې . امام صادق وويل : هو ! خو دا د رسول الله همسا ده او  غواړم ځان پرې سپېڅلى کړم . امام ابوحنيفه (ره) وويل : که پوهېدم،چې دا د رسول الله همسا ده؛نو هغه به مې ښکل کړې واى . امام صادق وويل : سبحان الله ! او امام ابوحنيفه (ره) يې مټه راونيوه،و يې ويل : نعمانه ! ته پوهېږې چې دا [وېښته مې] د رسول الله وېښته او دا [پوټکى] مې د رسول الله پوټکى دى؛نو ولې دې ښکل نه کړل ؟ امام ابوحنيفه (ره) ټيټ شو،چې د امام صادق لاس ښکل کړي،د امام صادق لاس ته يې زور ورکړ او د امام کور ته ننووت .”[43]

په بل روايت کې راغلي دي :

” امام ابوحنيفه (ره) امام صادق ته وويل : ځار دې شم ! يو حديث راته ووياست،چې درنه يې روايت کړم. امام صادق ورته وويل : پلرونو مې له رسول الله څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : ” خداى زما د اهلبيت ميثاق او طينت له اعلى عليين څخه واخست او زموږ د شيعيانو طينت له هغې واخست او که ځمکوال او اسمانوال کوښښ وکړي،چې له دې حقيقته څه بدل کړي؛نو نه يې شي کولاى او تردې وروسته امام ابوحنيفه (ره) او يارانو يې خورا وژړل .”[44]

په بل روايت کې راغلي دي :

” امام صادق،چې عراق ته راغى؛نو “حيره” ته ولاړ او امام ابوحنيفه (ره) ورغى او د څو مسلو په باب يې وپوښت،چې ځنې پوښتنې يې داوې :ځار مو شم ! “په نېکيو امر” څه دى؟ امام صادق ورته وويل : نېکي په اسمان او ځمکه کې نېکي وي او هغه اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب دى . بيا امام ابوحنيفه (ره) وويل : ځار مو شم ! بدي څه ده ؟ امام صادق وويل : چا چې پرې ظلم وکړ او د هغه حق يې په زور واخست . بيا امام ابوحنيفه (ره) وويل : داچې څوک په ګناه بوخت وي او له خدايه په سرغړونه بوخت وي او منع يې کړې،څه دي ؟ امام صادق وويل :دا په نېکيو امر او له بديو منع نه ده؛بلکې  هغه خير دى،چې هغه وګړي ته وروړاندې کېږي . بيا امام ابوحنيفه (ره) وويل : ځار دې شم ! د “ثم لتسئلن يومئذ عن العيم [45]” د آيت تفسير څه دى ؟ امام صادق ورته وويل : ستا په آند،چې څه دى؟ امام ابوحنيفه (ره) وويل :امنيت،بدني روغتيا او اوسنى ځواک . امام صادق وويل : “نعيم” موږ يو؛هغه چې خداى په واسطه خلک له ضلالته خلاص کړي دي او زموږ په واسطه يې خلک يې ړوندتوبه بينا کړي دي او په موږ يې هغوى له ناپوهۍ پوه کړي دي . امام ابوحنيفه (ره) وويل :داچې قرآن راته بې له زمانه بل زمان نه دى،چې د وخت په تېرېدو زوړ شي،که داسې واى؛نو قرآن به د نړۍ تر فنا کېدو مخکې فاني کېده .”[46]

قاضي نعمان مغربي وايي :

“ابوعبدالله جعفر بن محمد او اصحابو يې،داچې امام ابوحنيفه (ره) او د هغه عراقي اصحاب يې تشيع ته د نږدېوالي له امله نه ردول؛ځکه هغوى خپلې ديني ښوونې په عراق کې د [امام علي] له اصحابو اخستې وې؛نو ځکه امام صادق او ياران يې هيلمن وو،چې امام ابوحنيفه (ره) او اصحاب به يې حق ته راستانه شي .”[47]

آيت الله واعظ زاده خراساني وايي : ” زما په عقيده دوى [ د اهلسنتو څلورګوني امامان] له سياسي پلوه شيعه وو؛ځکه ګروهمن وو،چې خليفه بايد له آل علي وي او ددې  عقيدې په لار کې يې خورا هلې ځلې وکړې .په دوى کې يوه له خلافته ملاتړ نه  کاوه .دا بايد موږ خلکو ته ووايو . زما په عقيده،داچې مذهب يې پاتې دى؛د حکومتونو پر وړاندې يې همدا ولسي اړخ دى . ډېرې هلې ځلې وشوې،چې امام ابوحنيفه (ره) د منصور د حکومت د قضاوت او درالافتا مصب ومني؛خو و يې نه منله .دا سمه نه ده،چې پر منبرونو ووياست،چې امام ابوحنيفه (ره) يې ځکه مطرح کړ،چې د امام صادق پر وړاندې خپله هټۍ پرانځي يا داچې هغه به له حکومته پيسې اخستې . امام ابوحنيفه (ره) تل د امام صادق او اهلبيتو درناوى کاوه او امام ابوحنيفه (ره) په خپله يو شتمن انسان و او عباسيانو ته يې په ښه سترګه نه کتل ….”[48]

٤ . امام ابوحنيفه (ره) او علويان

٤-١ له امويانو او عباسيانو سره مخالفت او له علويانو سره همکاري :

څه چې د امام ابوحنيفه (ره) دسياسي ليدلوري په باب راغلل،د هغه له سياسي کړنلار سره،چې اموي اوعباسي حکومتونو سره مخالف و او د خپل وخت د حکومتونو پر خلاف د علويانو له پاڅونه يې ملاتړ کاوه؛په بشپړه توګه يو له بل سره همغږي دي .

داچې امام ابوحنيفه (ره) اموي او عباسي حکومتونه مشروع نه ګڼل؛هېڅکله چمتو نه شو،چې له دې حکومتونو سره د همکارۍ بلنه و مني .ابن هبيره په عراق د اموي مروان عامل له امام ابوحنيفه (ره) سره خبرې وکړې،چې هغه د کوفې د قضاوت چارې سمبال کړي؛خو امام ابوحنيفه (ره) ورسره و نه منله او له دې امره يې سرغړونه وکړه او د همدې سرغړونې له امله ابن هبيره، امام ابوحنيفه (ره) يوسل او لس کوړې وواهه (د يوولسو ورځو لپاره هره ورځ لس کوړې)؛خو بيا هم امام ابوحنيفه (ره) د قضاوت منصب و نه مانه .[49]

په ځينو روايتونو کې راغلي دي،چې ابن هبيره غوښتل،چې د بيت المال د سمبالونې چارې امام ابوحنيفه (ره) ته ورکړي؛خو امام ابوحنيفه (ره) ورسره و نه منله او ابن هبيره ددې سرغړونې له امله په کوړو وواهه .ويل شوي دي،چې کله به امام احمد حنبل (ره) ته امام ابوحنيفه (ره) ته د قضاوت د منصب وړانديز راياد شو؛نو ژړل به يې او دا تردې وروسته وو،چې امام احمد بن حنبل (ره) هم په کوړو وهل شوى و .[50]

پر امام ابوحنيفه (ره) د ابن هبيره له خوا د فشار زيادښت ددې لامل شو،چې امام ابوحنيفه (ره) کوفه پرېږدي او مکې ته وتښتي او دوه کاله د امويانو له واکمنۍ لرې هلته تېر کړي .[51]

د عباسيانو تر بري وروسته،چې سفاح واکمن شو؛نو امام ابوحنيفه (ره) کوفې ته راستون شو[52] او د عباسيانو په باب هم تقريبا ټولې سرچينې يوه خوله دي،چې امام ابوحنيفه (ره) د عباسيانو خلافت نه مانه او هېڅکله يې سفاح او منصور سره بيعت و نه کړ.

خطيب بغدادي ليکي : ابوجعفر منصور (عباسي) امام ابوحنيفه (ره) بغداد ته راوغوښت،چې د قضاوت منصب ورکړي او په دې خبره يې خورا ټينګار هم وکړ؛خو امام ابوحنيفه (ره) ترې سرغړونه وکړه بيا منصور حکم وکړ،چې امام ابوحنيفه (ره) بندي کړئ او تردې وروسته يې څو ځل له زندانه منصور ته راوست او منصور ورته بيا هم د قضاوت د منصب د منلووړانديز وکړ؛خو امام ابوحنيفه (ره) هېڅکله ورسره و نه منله .[53]داچې منصور ټينګار کاوه،چې د امام ابوحنيفه (ره) پښه د خپل حکومت قضايي چارو ته راکاږي، کېداى شي د هغه د سياسي مخينې له امله وي.”[54] منصور پوهېده،چې امام ابوحنيفه (ره) له هماغه پيله د امويانو او عباسيانو پر ضد له پاڅونونو ملاتړ کاوه او دربار ته يې د امام د پښې په راکاږولو تر څارنې لاندې نيوه . د قضاوت د منصب وړانديز،چې ګټور نه شو؛نو بندي يې کړ او ويل کېږي،چې  په پاى کې يې مسموم کړ؛ځکه د امام ابوحنيفه (ره) د  ژوند په وروستيو ورځو کې منصور بغداد ته راوغوښت او بندي يې کړ او څو ورځې وروسته امام په بند کې ومړ . زفر بن هذيل (د امام زده کړيال) ويل،چې امام ابوحنيفه (ره) ته يې په بند کې زهر ورکړل .[55]

امام ابوحنيفه (ره)د امويانو او عباسيانو پر خلاف د علويانو له پاڅونه په کلکه ملاتړ کاوه .

٢-٤ . امام ابوحنيفه (ره) او زيد بن علي

امام ابوحنيفه (ره) يې د زيد بن علي د پاڅون له اصلي ملاتړو ځنې ګڼلى دى؛البته د زيد بن علي  او امام اړيکې يوازې له سياسي اړيکو هاخوا ژور علمي اړخ هم درلود . زيد بن علي په ډېرو شيعي او سني سرچينو کې د امام ابوحنيفه (ره) له استادانو ځنې مطرح دى او په ځينو روايتونو کې راغلي دي،چې په حجاز کې د امام ابوحنيفه (ره) د دوو کالو د مېشتېدو په موده کې يې له زيد بن علي سره زده  کړيالي هم کړې ده .[56]

ځينو روايتونو د دوو کالو لپاره د زيد بن علي په نزد د امام ابوحنيفه (ره) زده کړيالي کمزورې ښوولې  او ويلي يې دي،چې له زيد بن علي نه د امام ابوحنيفه (ره) زده کړيالي خپره وره وه .[57] په هر صورت،شک نشته،چې امام ابوحنيفه (ره)د زيد بن علي زده  کړيال و او په خپله امام ابوحنيفه د زيد د علم،فقهې،حاضر ځوابۍ،ښکلې وينا او د اقناع د ځواک ستاينه کړې ده .[58]

ابوزهره وايي : ” امام ابوحنيفه (ره) د عباسيانو په باب څه و نه ويل،چې د علي زامنو د عباسيانو پر وړاندې راپاڅېدل او ددوى ترمنځ شخړه شوه . امام ابوحنيفه (ره) د علي د ځوځات مينوال و او پر هغوى يې ځانګړى تعصب درلود او د هغوى لپاره به يې سرښندنې کولې او طبيعتا د هغوى په غوسه به غوسه کېده،په تېره بيا د د نفس زکيه،ابراهيم او د هغه د ورور د پاڅونونو پر مهال،چې امام ابوحنيفه (ره) يې پلرونو سره کوټلې علمي اړيکه درلوده او د امام ابوحنيفه (ره) له شيوخو ځنې ګڼل کېدل .[59]

ابن بزازي په خپلو  مناقبو کې وايي :

“چې کله زيد بن علي زين العابدين پر ١٢١ هجري کال په هشام بن عبدالمالک پسې راپاڅېد؛ امام ابوحنيفه (ره) يې په هکله وويل :ضاهي خروجه خروج جده رسول الله يوم البدر=د هغه خروج يې د د خپل نيکه په څېر د بدر پر ورځې خروج  دى .[60]

امام ابوحنيفه (ره) ته يې وويل : ولې تا په خپله له هغه سره خروج و نه کړ ؟ په ځواب کې يې وويل :ځکه د خلکو امانتونه راسره دي؛نو و مې نه شو کولاى،چې همراهي ورسره وکړم،دا امانتونه مې ابن ليلي ته ورکول؛خو هغه وا نه خستل؛نو ووېرېدم،چې جاهلانه و نه مرم .

بل روايت دادى،چې د زيد بن علي په پاڅون کې د امام ابوحنيفه (ره) په پوځي پاڅون کې د نه ګډون په باب راغلي دي :

“که ډاډ مې درلوداى،چې خلک به يې نه پرېږدي او يوازې به يې نه پرېږدي؛لکه څنګه يې چې د هغه پلار ځان ته پرېښود؛نو هرومرو به مې ورسره جهاد کړى واى؛ځکه هغه پر حقه امام دى؛خو اوس يې په خپله شتمنۍ همراهي او ملګرتوب کوم .”[61]

په بېلابېلو سرچينو کې راغلي دي،چې تردې وروسته امام ابوحنيفه (ره) لس زره درهم زيد بن علي ته ولېږل او خپل سفير ته يې [چې ظاهرا فضيل بن زبير و] وويل : “عذر مې زيد ته ووايه .”[62]

ابوالفرج اصفهاني،چې په خپله اموي النسب؛خو علوي الاعتقاده دى[63]،په دې باب د فضل بن زبير له خولې ليکي : ” امام ابوحنيفه (ره)راته وويل : له فقهاوو ځنې چا د زيد بن علي ملګرتوب کړى دى؟ و مې ويل : سليمة بن کهيل،يزيد بن ابى زياد،هارون بن سعد،هاشم بن بريد،ابوهاشم رماني او حجاج بن دينار . امام ابوحنيفه (ره)وويل :زيد ته ووايه،چې ما د دښمنانو پر خلاف ستا د جهاد پياوړتيا ته يو امکانات او مئونه ځانګړې کړې ده او ته او ملګري دې کولاى شئ،چې جنګي وزلې او وسله پرې وپېرئ .فضيل وايي : بيا يې په پام مرسته ماته راکړه،چې زيد ته يې ورکړم او زيد هم هغه رانه واخستل .”[64]

٣-٤ . له نفس زکيه او ابراهيم بن عبدالله سره د امام ابوحنيفه (ره) اړيکې

محمد بن عبدالله بن حسن بن علي ابيطالب پر “نفس زکيه” مشهور پر ١٤٥ هجري کال په مدينه کې د منصور عباسي پر خلاف پاڅون وکړ . “نفس زکيه” خپل ورور ابراهيم بن عبدالله بن حسن بصرې ته ولېږه،چې د هغه ځاى خلک او شيعيان يې مرستې ته راوبلي .

د عراق ځينو فقهاوو د نفس زکيه او ابراهيم بلنې ته مثبت ځواب ورکړ،چې له هغوى ځنې د عباد بن عوام،يزيد بن هارون،ميثم بن بشير، شعبة بن حجاب او امام ابوحنيفه (ره) نوم اخستاى شو .په دوى امام ابوحنيفه (ره)تر ټولو جدي فقيه و،چې  له نفس زکيه او ابراهيم نه په ملاتړ کې يې له خپله نفوذه خورا کار واخست . هغه خلک د ابراهيم ملګرتوب ته راوهڅول او په يوه ليک کې يې ابراهيم ته بلنه ورکړه،چې کوفې ته راشي،چې ډېره مرسته درسره وکړو .[65]

خطيب بغدادي روايتوي :

“ابواسحاق فرازي ويلي دي،چې له عراقه مې د ورور د مرګ خبر راورسېد (چې له ابراهيم بن عبدالله طالبي سره يې پاڅون کړى و) کوفې ته راغلم او خبر راورسېد،چې هغه مړ شوى دى او له سفيان ثوري سره يې [له ابراهيم بن عبدالله سره د خروج په باب] مشوره کړې وه .سفيان ثوري ته راغلم او د خپل ورور د وژنې خبره مې ورته وکړه او و مې پوښت،چې آيا هغه له تا سره له ابراهيم سره د پاڅون په باب استفتا کړې وه ؟ و يې ويل : هو ! ورته مې وويل : څه فتوا دې ورکړه ؟ و يې ويل : هغه مې له پاڅونه منع کړ . بيا مشوره کړې ته راغلم او مې پوښت،چې آيا له تا يې استفتا کړې وه؟ و يې ويل : هو ! و مې ويل : څه فتوا دې ورکړې وه ؟ و يې ويل :د پاڅون فتوا مې ورکړې وه . بيا مې ورته وويل : خداى دې خير نه درکوي . [امام] وويل : دا [د ابراهيم بن عبدالله د پاڅون تاييد او خوښول] زما نظر دى . بيا مې د هغه د نظر د رد لپاره له رسول اکرمه يو حديث رانقل کړ. امام راته وويل : دا حديث خرافه [او نامعتبره] دى.[66]

زفر بن هذيل [د امام ابوحنيفه زده کړيال ] وايي :

” امام ابوحنيفه (ره) د ابراهيم له پاڅونه په ملاتړ کې خپل غږ پورته کړ او فتوا يې ورکړه،چې خلک دې ورسره پاڅون وکړي . هغه اضافه کوي : امام ابوحنيفه او مسعر بن کدام، ابراهيم ته وليکل،چې کوفې ته دې راشي او هغوى ورسره ژمنه کوي،چې ملګرتوب به يې کوي او خلک به يې مرستې ته هڅوي .په دې باب مرجئه پر امام ابوحنيفه (ره) او مسعر بن کدام نيوکې کړې دي .”[67]

ابو الفرج اصفهاني نقلوي :

“ابواسحاق فرازي وايي : امام ابوحنيفه (ره) ته راغلم او نيوکه مې پرې وکړه،و مې ويل :له خدايه نه ډارېږې،چې زما ورور ته له ابراهيم سره د پاڅون فتوا ورکړه،چې ومړ ؟ امام ابوحنيفه (ره) په ځواب کې وويل :د ورور وژل کېدل دې په بدر کې له وژل کېدو سره برابر دي او د ابراهيم تر څنګ يې شهادت تر ژونده غوره دى .فرازي اضافه کوي،چې و مې پوښتل :نو ولې په خپله ولاړ  نه شوې ؟ امام ابوحنيفه (ره) وويل : د خلکو امانتونه راسره وو .”[68]

 ابراهيم بن سويد حنفي وايي :

“د ابراهيم د پاڅون پر مهال امام ابوحنيفه (ره) مې مېلمه و،و مې پوښت:تر واجب حج وروسته له دې وګړي سره پاڅون غوره دى که مستحب حج ؟ امام ابوحنيفه (ره) وويل :تر حجة الاسلام وروسته يو جهاد تر پنځوسو [مستحبي] حجونو غوره دى .[69]

همداراز ابراهيم بن سويد روايتوي :

“يوه ښځه امام ابوحنيفه (ره) ته راغله ورته يې وويل : زوى مې له دې سړي [ ابراهيم بن عبدالله حسني]سره د پاڅون په تکل کې دى،زه يې منع کوم؛په دې باب ته څه وايې ؟ امام ابوحنيفه (ره) ورته وويل :هغه مه منع کوه .”[70]

حماد بن اعين وايي :

” امام ابوحنيفه (ره) خلک له ابراهيم بن عبدالله سره پاڅون ته راهڅول او خلکو ته يې له هغه د لاروۍ حکم ورکاوه .”[71]

ابن بزازي نقلوي،چې کله به د امام ابوحنيفه (ره) په نزد د ابراهيم بن عبدالله واخستل شو؛نو په سترګو کې به يې اوښکې راټولې شوې .”[72]

عبدالله بن ادريس هم وايي :

” امام ابوحنيفه (ره) پر ممبر ناست و،دوو تنو ترې له ابراهيم بن عبدالله سره د پاڅون په اړه استفتاء وکړه او هغه  ورته په ځواب کې وويل ،چې پاڅون وکړئ .”[73]

همداراز ابوالفرج اصفهاني په مستنده توګه له محمد بن منصور رازي د مشايخ له خولې روايتوي،چې امام ابوحنيفه (ره) ابراهيم بن عبدالله ته په يوه ليک کې ويلي وو :پر دښمن،چې برلاس شوې؛نو د جمل په جګړه کې دې د خپل نيکه؛علي بن ابيطالب په سيره دې عمل مه کوه،ماتې خوړلي يې و نه وژل او د هغوى مالونه يې وا نه خستل او تښتېدلي يې تعقيب نه کړل  او ټپيان يې له منځه يو نه ووړل؛ځکه هغوى ملاتړ نه درلود؛بلکې په صفين کې دې د خپل نيکه په سيره عمل وکړه،چې بنديوانول يې کول او ټپيان يې وژل او غنيمتونه يې ويشل؛ځکه ددې لښکر تر شا د شاميانو لښکر و او هلته يې ژوند کاوه .دا ليک د ابوجعفر منصور لاس ته ورغى؛نو ځکه يې امام ابوحنيفه (ره)راوغوښت او مسموم يې کړ او بيا په بغداد کې خخ شو .”[74]

ابن حجر حيتمي او محمد بن يوسف صالحي د عقود الجمان خاوند هم د منصور په حکم لس ورځې د امام ابوحنيفه (ره) کوړې وهل د ابراهيم بن عبدالله په پاڅون پورې اړوند بولي :

“منصور ابوحنيفه د قضاء لپاره او داچې د هغه په واکمنۍ کې يې د اسلامي هېوادونو قاضي وي،راوغوښت؛خو امام ابوحنيفه (ره) سرغړونه وکړه .منصور غوسه شو او قسم يې وکړ،چې که و يې نه مني؛نو په زنداني به يې کړي او سخت به يې وکړوي . امام ابوحنيفه (ره) بيا هم و نه منله او منصور هغه زنداني کړ .تردې وروسته منصور به ورته تل پيغامونه استول،چې که غواړې ازاد شې؛نو بايد د قضاء د منصب چارې ومني . امام ابوحنيفه (ره) همداسې مقاومت کاوه تردې چې په خپله سرغړونه يې ټينګار کاوه؛منصور حکم وکړ،چې هره ورځ يې له زندانه راوباسئ او لس کوړې يې وهئ او په بازار کې ګرځوئ .دا حکم پلى شو او هره ورځ به يې داسې سخت په کوړو واهه،چې بدن به يې په وينو ککړ شو او په چغو او سورو به يې په بازارونو کې ګرځاوه او بيا به يې زندان ته بوته . په زندان کې سم خوراک څښاک هم نه ورکاه تردې چې پينځه وروسته په ژړغوني او د دعا په حال يې له دنيا سترګې پټې کړې .”[75]

ابن حجر او محمد بن يوسف صالحي په يو بل نقل کې راوړي دي :

“يوه ډله روايتوي،چې [په زندان کې يې] امام ابوحنيفه (ره) ته يوه کټورى ورکړ،چې زهر پکې وو . امام ابوحنيفه (ره) يې څښلو ډډه وکړه او و يې ويل،چې  زه پوهېږم،چې په کټوري کې څه دي؛نو د خپل نفس په وژنه کې درسره همکاري نه کړم .بيا يې په زرو پرې په کټوري کې څښاک پرې وڅښه او هغه ومړ . ويل شوي،چې دا پېښه د منصور مخامخ وشوه او چې کله امام ابوحنيفه (ره) احساس کړل،چې مري؛پر سجده شو او د سجدې پر حال ومړ .”[76]

ابن حجر اضافه کوي ،چې :

“ويل شوي،چې يوازې د قضا د منصب له منلو سرغړونه د منصور لپاره ددې زړه بوګنونکې وژنې دليل کېداى نه شو . اصل لامل هغه و،چې د امام ابوحنيفه (ره) ځينو دښمنانو منصور ته خبر راووړ،چې ابراهيم بن عبدالله بن حسن بن حسين (رضى الله عنهم)،چې په بصره کې په منصور پسې راپاڅېدلى و،امام ابوحنيفه د منصور د حکومت پر خلاف راپارولى و؛نوداچې امام ابوحنيفه (ره) له منصور سره له همکارۍ ډډه وکړه او په خورا شتمنۍ يې د ابراهيم ملاتړى کړى و؛نو ابراهيم ته يې له لېوالتيا و ډار شو؛ځکه امام ابوحنيفه (ره) د تجارتي مخينې له کبله خورا شتمن و؛نو ځکه منصور امام ابوحنيفه (ره) بغداد ته راوغوښت او داچې د وژنې لپاره يې پلمه نه درلوده؛نو ترې و يې غوښتل،چې د قضاء منصب ومني؛سره له دې چې پوهېده،چې هغه به يې ورسره هېڅکله و نه مني،چې د قضاء له منصبه په بيا سرغړونه يې د وژنې لامل شي .”[77]

ځينو ليکوالانو له علويانو سره د امام ابوحنيفه (ره)،له زيد بن علي يې زده کړيالي او د هغه له ورو؛ نفس زکيه او د هغه له ورور ابراهيم بن عبدالله سره يې د اړيکو په پار “زيدي شيعه” او “بتري شيعه” نومولى دى،چې له دوى ځنې شهرستاني [78] او فضل هاشم جاحظ[79] ته اشاره کولاى شو .

که څه دا نسبت د ګوند پېژندنې دقيق مفهوم نه دى؛[80] خو بايد تر اوسه روښانه شوې وي،چې د امام ابوحنيفه (ره) پر سياسي کړنلارې سربېره د امامت او خلافت په اړه يې ليدلورى (د ځينو روايتونو له مخې) کټ مټ هماغه د زيديه ليدلورى دى . له دې چې راتېر شو که موږ د دويمې هجري پېړۍ د دويمې نيمې سياسي فضا ته ستانه شو؛نو په لږ تسامخ ويلو شو،چې “زيدي شيعه” هغه ته ويل کېږي،چې د علوي پاڅون پلوى و او د علويانو سياسي مشري مني؛البته که دا تسامح ونشي؛نو “زيدي شيعه” په تېره بيا په دريمه او تر هغه وروسته هغوى ته ويل کېږي په تدريج د شيعه او حنفي فقه او معتزلي کلام ترکيب لري؛خو امام ابوحنيفه (ره) وخت؛هغه هم هغه مهال،چې زيد بن علي نوى پاڅون کړى دى،تر اوسه ددې فرقې ګروهې د ډېرى نورو فرقو په څېر د يو ټاکلي اعتقادي نظام په څېر نه و راواندې شوى او البته د کېدو پر حال و .

په هر حال ،تر درېمې پېړۍوروسته د زيدي شيعي فقهې،حنفي فقهې او معتزلي اعتقاد د ګډېدو شاهدان-لووي يو . سره له دې چې زيديه په شيعه وو کې شمېرل کېدل او په ځينو چارو کې يې شيعي فکرونه پلي کول،په تدريج تر ډېره کچه حنفي فرقې ته نږدېدل .د پيځمې هجري پېړۍ د عالمانو څېړنې په ډاډ راښيي،چې حنفيان او معتزليان په زيديه کې يو بل ته رسېدلي دي او زيديه په ډېرى فقهي چارو کې حنفي او له کلامي پلوه معتزلي شوي دي؛البته ټول حنفيان نه زيدي دي او نه معتزلي؛بلکې بله لار يې ټاکلې ده او لکه څنګه تېر شول،په واقع کې يوازې يو څه په فقه کې او نه په کلام او سياست کې يې له امام ابوحنيفه (ره) لاروي کړې ده ،[81]چې په باب به په اووم څپرکي کې هم توضيح ورکړه شي .

ددې ځواب،چې ولې زيديه او حنفيه په زيديه کې يو بل ته ورسېدل، د دويمې هجي پېړۍ د هماغه انقلابي او فکري بدلونونو او په دوو زيدي پاڅونونو (د نفس زکيه او د هغه د ورور ابراهيم پاڅون) کې پټ دى .پر امام ابوحنيفه (ره) او يو لړ نورو فقيهانو سربېره،ځينو معتزله مشرانو هم ددې پاڅون ملاتړ کړى دى .د وخت په تېرېدو دا نږدېوالى لامل شو،چې حنفي فقه او معتزلي کلام په زيديه کې دود شي . دې لړۍ تر اوومې هجري پېړۍ پورې دوام وموند ،يو څرګندو بېلګو يې موفق بن احمد خوارزمي حنفي دى،چې هم حنفي دى او هم معتزلي او هم زيدي . هغه د شپږمې هجري پېړۍ په لومړۍ نيمه کې د خوارزم مشهور خطيب او د “مقتل الحسين” او “مناقب علي بن ابيطالب” د کتابونو ليکوال دى .

له علوي پاڅونونو سره د امام ابوحنيفه (ره) يو ځايوالى په تدريج ددې لامل شو،چې بيا ځينې نور حنفيان هم ددې پاڅوننو ملاتړي شي؛که څه په غوره توګه دا چار په حنفيانو کې دود نه شو او د امام ابوحنيفه (ره) په لارويانو کې يې دا انقلابي دود شاته واچول شو .[82]

موفق مکي هم امام ابوحنيفه (ره) د خپل سياسي او کلامي کړنلارې له کبله شيعه ګڼي،وايي : په هغه کې شيعي نزعه وه .[83] د موفق مکي د وينا له مخې ، امام ابوحنيفه (ره) په خپله د يو لړ هغه دښمنيو دليل داسې ويلى،چې ځينو محدثانو ورسره درلوده :

“له موږ سره د محدثانو دښمني ددې لپاره ده،چې موږ د رسول الله (ص) له کورنۍ او اهلبيتو سره مينه لرو او د هغوى پر فضايلو منښته او اعتراف کوو. “[84]

محمد بن جعفر ديباج د امام صادق زوى او د زيديو يو مشر، د امام ابوحنيفه (ره) د ستاينې تر څنګ يې له زيد سره د هغه د ملګرتيا دليل له اهلبيتو سره مودت او دوستي ګڼلې ده . ابوالفرج اصفهاني نقلوي،چې محمد بن جعفر بن محمد (باقر) به په دارالاماره کې چغې وهلې :

 “رحم الله اباحنيفه لقد تحققت مودته لنا فى نصرته زيد بن علي و فعل بابن المبارک فى کتمانه فضائلنا و دعى عليه[85] = خداى دې پر ابوحنيفه ولورېږي،چې له موږ اهلبيتو سره يې دوستي،له زيد بن علي يې ملاتړ او همداراز له ابن مبارک سره چلن او ورته په ښېرې کولو،چې زموږ فضايل يې پټول،جوته شوه .”

٥. د اهلبيتو په روايتونو د امام ابوحنيفه  ډاډ

لکه څنګه چې په څلورم څپرکي کې تېر شول، امام ابوحنيفه (ره) به له رسول الله (ص)په رانقل شويو روايتونو کې سخت دريځي کوله او د اهلسنتو له لارې ډېرى را روايت شوي احاديث به يې نه منل . هغه به د حضرت ابوهريره (رض) په څېر راويان،چې په اهلسنتو کې يې ځانګړى مقام درلود، شنل او نقدول او د هغوى رانقل شويو ته به ډېر خوشبين نه و.

حال داچې هغه په دې ضمن کې چې معتنابه  روايتونه يې د اهلبيتو له امامانو رانقل کړي،چې د هغه په مسانيدو کې ډېرى ليدل کېږي [86]، له اهلبيتو څخه په رانقل شويو روايتونو يې په اسانه ډاډ کاوه او ان ددې روايتونو په سندي لړۍ پسې به هم نه ګرځېده،په باب شيخ مفيد دا روايت رانقل کړى دى :

“محمد بن يزيد الباني وايي،چې له جعفر بن محمد سره وم، چې عمر بن قيص ماصر،ابوحنيفه او عمر بن ذر له خپلو يارانو سره راننووتل او آنحضرت يې د ايمان په باب وپوښت . آنحضرت وويل : قال رسول الله (ص) : لا يزانى الزانى و هو مؤمن ، و لا يسرق و هو مؤمن ، و لا يشرب الخمر و هو مؤمن .” په غونډه کې ناستو يو بل ته وکتل او عمر بن ذر آنحضرت ته وويل : نو دوى ته څه ووايو ؟ آنحضرت ورته وويل : څه چې ورته خداى ويلي دي او په خپلو کړنو يې؛خداى وايي : “و السارق و السارقه ….”[87] او ويلي يې دي : “الزانية و الزانى …”[88] ناستو يو تل وکتل … او چې له غونډې ووتو؛نو عمر بن ذر امام ابوحنيفه (ره) ته وويل : ولې دې و نه پوښتل ،چې (امام صادق دا روايت د چا له لارې له رسول الله (ص)رانقل کړى دى) امام ابوحنيفه (ره) يې په ځواب کې وويل : له هغه چا  (نېغ په نېغه) وايي : “قال رسول الله؛نو د [سند د] پوښتنې اړتيا نشته .”[89]

په روښانه او څرګنده توګه ددې روايت منځپانګه داده،چې امام ابوحنيفه (ره) له امام صادق نه روايت بې د سند له ويلو منلى دى او پر هغه دومره ډاډمن و،چې د روايت په منلو کې يې د سند راوړل اړين نه ګڼل .

د يو بل روايت له مخې، امام ابوحنيفه (ره) د امام صادق په باب وايي :

“ما د حديث رجال ليدلي او له هغوى مې حديثونو اخستي دي؛خو جعفر بن محمد صحفي دى .دا خبره چې امام صادق ته ورسېده؛نو په خندا شو و يې ويل : زه صحفي يم،ما د خپل نيکونو او د ابراهيم او موسى (ع) صحيفې لوستې دي.”[90]

له امام باقر او امام صادق نه منقطع منقول روايتونه،چې دوى نېغ په نېغه “قال رسول الله (ص) وايي،د امام ابوحنيفه (ره) له لارې، د ابويوسف (د امام ابوحنيفه زده کړيال) په کتاب کې ډېرى تر سترګو کېږي، د بېلګې په توګه : د نافله لمونځ په باب او نورو په باب داسې راوايتونه راغلي دي :

” روى ابويوسف عن ابي حنيفه عن ابي جعفر محمد بن علي عن النبي (ص) انه کان يصلى بعد العشاء الاخرة الى الفجر، فيما بين ذلک ثماني رکعات،و يوتر بثلاث،و يصلى رکعتى الفجر .”[91]

ابوزهره وايي : ” امام ابوحنيفه (ره) په منقطع توګه حديث له امام باقر نقلوي،چې سند يې له خپل ځانه (امام باقر) مخکې نه ځي او امام ابوحنيفه (ره) په دې بڼه له بل هيچا حديث نه مني؛خو داچې هغه وګړى ورته د ډاډ او ثقه توب له پلوه لومړى شخص وي؛ځکه (له امام باقر نه دا روايت) په حقيقت کې د علم يو ډول اخستل دي؛نه يوازې د روايت اخستل .”[92]

٦. امام ابوحنيفه (ره) د اهلبيتو فضايل رانقلول

لکه څنګه مو چې په څلورم څپرکي کې هم ورته اشاره وکړه، امام ابوحنيفه (ره) يوازې د اهلبيتو او په دې پورې د اړوندو وګړيو ستاينه کوله او بې له دې يې د هيچا ستاينه نه ده کړې او د چا فضايل يې نه دي رانقل کړي . بې له هغو خبرو، چې د امام علي،صادقين او زيد بن علي په باب په تېرو څپرکيو کې راغلل،له امام ابوحنيفه (ره) نه د اهلبيتو نور فضايل هم رانقل شوي دي .

ابن حجر عسقلاني په تهذيب التهذيب کې نقل کړي،چې امام ابوحنيفه (ره) به ويل :

“د څه وخت لپاره مې له جعفر بن محمد سره تګ راتګ کاوه؛هغه به تل په يو له دې درې حالتونو کې مونده : يا يې لمونځ کاوه،يا به روژه و او يا به يې د قرآن تلاوت کاوه او هېڅکله مې و نه ليدل،چې بې اودسه يې حديث رانقل کړى وي .”[93]

همداراز له امام ابوحنيفه (ره) څخه رانقل شوي،چې د امام صادق په باب يې ويل :

” سترګو لا تراوسه د جعفر بن محمد په څېر څوک په پوهه،عبادت او پرهېزګارۍ او ځان ساتۍ کې نه دى ليدلى،يو غوږ هم نه دي اورېدلي او د يو بشر فکر ته هم نه دى راغلى .”[94]

په نورو روايتونو کې هم له امام جعفر صادق سره د امام ابوحنيفه د مذاکراتو تر راوړلو وروسته وايي :

” امام ابوحنيفه (ره) د امام صادق سر ښکل کړ او د آنحضرت له کوره ووت او حال داچې ويل يې : (امام صادق) تر ټولو پوه دى او تر هغه اوچت عالم نه دى ليدلى .”[95]

په بل روايت کې امام ابوحنيفه (ره) د امام موسى کاظم ستاينه کړې او د آنحضرت د پوهې په باب يې خبر راکړى دى :

“محمد بن سنان له داود بن کثير رقي روايتوي،چې امام ابوحنيفه (ره) ابن ابي ليلى ته وويل : يوه ورځ موسى بن جعفر ته ولاړو،چې د بندګانو د کړنو په باب يې وپوښتو او دا مهال امام جعفر صادق ژوندى و او موسى ماشوم و … [امام موسى کاظم] وويل :که د بندګانو کړنې يې د خداى له لوري وي؛نه د بندګانو له لوري؛نو خداى تردې لوړ مقامى او عادل دى،چې بندګان يې د هغه کړنو په پار وکړوي،چې په خپله يې کړى دى او که کړنې د خداى او خلق له لوري (ګډ) وي؛ نو خداى تردې لوړ مقامى او عادل دى،چې بندګان يې د هغو کړنو په پار وکړي،چې (خداى او خلق) يې په ګډه ترسره کړى وي .که د بندګانو کړنې د خداى له لوري وي (په دې بڼه کې) که خداى يې وکړوي؛نو د عدل له مخې به يې وي او که ترې تېر شي؛نو هغوى به متقيان او اهل مغفرت وي .بيا امام په دې باب يو لړ شعرونه وويل ….”[96]

دا روايت سيد بن طاووس هم رانقل کړى دى او په ادامه کې يې ويلي دي،چې امام ابوحنيفه د امام کاظم ددې خبرو تر اورېدو وروسته د آنحضرت په شان کې وويل :”ذرية بعضها من بعض والله سميع عليم .”[97]

شيخ مفيد دا روايت په دې بڼه رانقل کړى دى :

“ابوحنيفه (ره) ويل :مدينې ته ولاړم او امام صادق ته ورغلم او سلام پرې واچاوه او چې ترې راوتم،هغه زوى مې موسى [امام کاظم] وليد،چې په ښوونځي کې ناست دى حال داچې وړوکى ماشوم و، و مې پوښت :پردى او نا اشنا به ستاسې په کوڅه کې چېرته اودس ماتى کوي ؟ [امام کاظم] وويل : د نهار د ليکو لاندې،تر بڼونو لاندې،د ويالو تر غاړې، پرانستو لارو،کارېزونو سره او د جومات تر غاړې له دې چاره ډډه کوه او بې له دې ځايونو په بل ځاى کې پروا نه کوي . امام ابوحنيفه (ره) وايي :دا خبره مې چې واورېده په سترګو کې متين او په زړه مې ستر وبرېښېد ،ورته مې وويل : ځار دې شم ! ګناه چا ته نسبت ورکول کېږي ؟ [امام موسى کاظم ] راته ژوره کتنه وکړه،چې ترې اغېزمن شوم، و يې ويل :کېنه،چې درته يې ووايم .کېناستم،چې راته يې وويل : ګناه يې د بنده له لوري ده يا د خداى له لوري او د دواړو له لوري .که د خداى له لوري وي؛نو هغه تر دې عادل او منصف دى،چې پر خپل بنده تېرى وکړي او د هغه چار له امله يې وکړوي،چې کړى يې نه وي . که د دواړو له لوري وي؛نو دواړه پکې شريک دي او پياوړى په انصاف کې خپل کمزوري بنده ته اولى دى .که يوازې د بنده وي؛نو چار هغه ته اړوند او نهې ورته متوجه ده او ثواب او عذاب هغه ته دى او دوزخ او جنت پرې واجبېږي . ابوحنيفه (ره) وايي : داچې مې واورېدل،و مې ويل : ” ذرية بعضها من بعض و الله سميع عليم “.[98]

په خواشينۍ په همدې ځاى کې هم د هغه عمومي ناوړه ګومان له مخې،چې په ځينو شيعي سرچينو کې امام ابوحنيفه (ره) ته دى،ويلي يې دي،چې دا پوښتنه ابوحنيفه (ره) د ازمېينې لپاره وکړه او غوښتل يې په دې پوښتنه،چې احتمال يې ورکاوه،چې  امام کاظم يې ځواب نشي ورکولاى و يې ازمېيي او له دې لارې يې شرمنده کړي .[99]

خو که د بدبينۍ عينکې لرې کړو،له اهلبيتو سره د امام ابوحنيفه (ره) دايمي تګ راتګ او له دوى نه يې دايمي علمي ګټنه،دا قضاوت به صحت ولري،چې له امام موسى کاظم نه يې پوښتنه هم د زده کونې په پار وه او هغه آنحضرت د اهلبيتو د يو غړي په څېر په چارو پوه ګاڼه . لکه څنګه چې په کنزالفوائد کې رانقل شوى روايت په دې معنا دى .

په تحف العقول کې تر همدې روايت لاندې راغلي دي،چې امام ابوحنيفه (ره) غوښتل د جبر او اختيار په باب د پوښتنې لپاره امام جعفر صادق ته ولاړ شي او چې د پوښتنې ځواب يې له امام کاظمه ترلاسه کړ؛نو د آنحضرت په ځواب يې اکتفا وکړه او نوره يې اړتيا و نه ليده،چې امام صادق ته مراجعه وکړي .[100]

٧. د اهلبيتو د علمي مرجعيت منل

په شيعي سرچينو کې ځينې روايتونه څرګندوي،چې امام ابوحنيفه (ره) د اهلبيتو علمي مرجعيت مانه او ددوى د ويناوو پر وړاندې يې مخالف دريځ نه نيوه ،د بېلګې په توګه : په کافي کې له معاوية بن عمار روايت دى،چې وايي :

“له کورنۍ مې يوې ښځې راته د خپل مال د درېمې برخې وصيت وکړ،چې پرې يو مريى ازاد کړم،حج پرې وکړم او نور يې صدقه کړم . شتمني يې ددې چار لپاره بسيا نه وه او په دې باب مې امام ابوحنيفه وپوښت . امام راته وويل : هغه مال درې برخې کړه؛يوه درېمه يې عتق ته، يوه درېمه يې حج او بله درېمه يې حج ته ځانګړې کړه .امام صادق ته ولاړم،و مې ويل :په کورنۍکې يوه ښځه مړه شوې او وصيت يې راته کړى،چې د مال په درېمه يې مريى ازاد کړم،صدقه ورکړم اوحج وکړم . مال ته مې،چې وليدل؛نو دې ټولو چارو ته بسيا نه دي . [امام ] وويل : لومړى حج وکړه،چې حج الهي فريضه ده او نوره شتمني د مريانو د مريانو د ازادوونکيو او صدقې لپاره ځانګړې کړه . د امام صادق دا خبره مې امام ابوحنيفه ته وکړه؛نو امام ابوحنيفه له خپلې پخوانۍ خبرې تېر شو او د امام صادق خبرې ته يې غاړه کېښووله .”[101]

همدا روايت شيخ طوسي په تهذيب الکلام کې رانقل کړى او په روايت کې يې راغلي،چې معاوية بن عمار وايي :

” ما ابوحنيفه ته وويل،چې د يوې په باب مې امام صادق وپوښت او په ځواب کې يې راته داسې وويل .امام ابوحنيفه وويل : ” پر خداى قسم،چې خبره يې حق ده ” او د امام صادق نظر يې ومانه او خپلو اصحابو ته يې هم اعلان کړه .زه  د امام ابوحنيفه په غونډه کې کېناستم او وامې ورېدل،چې اصحابو يې د امام صادق د خبرې په باب يو له بل سره خبرې کولې؛ځينو اصحابو د امام ابوحنيفه د پخوانۍ څرګندونې په باب خبرې کولې او هغوى چې يې د نظر  بدلېدل اورېدلي وو[هغوى چې د امام ابوحنيفه د لومړي نظر خبره کوله] يې تخطئه کوله .[102]

په يو بل مفصل روايت کې،چې د امام ابوحنيفه او امام صادق خبرې رااخستي،راغلي،چې تر خبرو اترو وروسته امام ابوحنيفه د اهلبيتو او امام صادق په باب وويل :” الله اعلم حيث يجعل رسالته [103]” (خداى تر ټولو پوه دى،چې رسالت يې چېرته کېږدي) .

شيخ صدوق رانقلوي،چې امام ابوحنيفه به ويل : “لو لا جعفر بن محمد ما علم الناس مناسک حجهم[104] =که امام صادق نه واى؛نو خلک به د خپل حج په مناسکو نه پوهېدل .” مخکې هم تېر شول،چې امام ابوحنيفه،امام صادق په خلکو کې تر ټولو پوه وګړى معرفي کاوه او دې ورته تعبيرونه د امام علي (ک) او امام باقر په باب هم له امام ابوحنيفه رانقل شوي،چې په پخوانيو برخو کې تېر شول .

نور روايتونه،چې د اهلبيتو پر روايتونو د امام ابوحنيفه د ډاډ په برخه کې راغلي وو او نور روايتونه،چې تر دې وروسته به راځي،ټول ښيي، چې امام ابوحنيفه (ره)،اهلبيت په ديني او علمي چارو کې مرجعيت منلي وو او تل به يې دوى ته مراجعه کوله او خپلې پوښتنې به يې له دىو کولې .

بل ټکى داچې  په ډېرى دې روايتونو کې امام ابوحنيفه په “يا بن رسول الله” سره امام صادق مخاطباوه،چې په خپله د اهلبيتو په مقام د امام ابوحنيفه د اعتقاد او دوى ته يې د درناوي څرګندوي .

٨.په شيعي سرچينو کې له اهلبيتو نه د امام ابوحنيفه (ره) روايتونه

د امام ابوحنيفه (ره) پر هغو روايتونو سربېره،چې د اهلبيتو فضايل پکې دي،هغه په يو لړ نورو روايتونو کې هم په شيعي سرچينو کې د اهلبيت د راويانو په لړ کې دى . په دې روايتونو کې،چې د هغه له لارې په شيعي سرچينو کې رانقل شوي دي، امام ابوحنيفه (ره) د يوې مسلې د حکم د لاس ته راوړلو لپاره،د اهلبيتو امامانو ته مراجعه کوي،چې دا چار يې په خپله د اهلبيتو د علمي مرجعيت د منلو په معنا دي .

د بېلګې په توګه څو روايتونه راوړل کېږي :

په کافي کې راغلي دي :

“علي بن ابراهيم له پلاره،له قاسم بن محمد منقري،له نعمان بن عبدالسلام له ابوحنيفه روايت کړى دى،چې امام ابوحنيفه (ره) وويل : اباعبدالله (امام صادق) مې د يو کس په باب وپوښت،چې بل ته يې ويلي وو ږ: ( فاسقه !) [امام صادق] وويل : حد پرې نه جاري کېږي او تعزيرېږي .”[105]

په کافي کې په بل روايت کې راغلي دي :

” علي بن ابراهيم له پلاره،له احمد بن محمد بن ابي نضر له اسماعيل بن ابوحنيفه  او هغه هم له خپل پلاره؛ امام ابوحنيفه (ره) روايتوي،چې و يې ويل : ابي عبدالله (امام صادق) ته مې وويل : څنګه په وژنه کې دوه شاهدان بسيا دي او زنا ته څلور شاهدان بسيا دي،حال داچې وژنه تر زنا سخته ده ؟ [امام صادق] وويل : ځکه وژنه يو عمل دى او زنا دوه عمله دي ….. زموږ ځينې اصحاب روايتوي،چې امام ابوحنيفه (ره) وويل : [امام صادق] راته وويل : ابوحنيفه ! ستاسې په نزد څه [حديثونه] دي ؟ امام ابوحنيفه (ره) وايي : ورته مې وويل : زموږ په نزد بې د حضرت عمر (رض) له حديثه،چې وايي خداى په شهادت کې پر بندګانو دوه کلمې غوښتې دي،بل څه نشته . [امام] راته وويل : [ابوحنيفه !] داسې نه ده . په زنا کې دوه حده دي او جايز نه دي؛ خو داچې “دواړه” پر يوه شهادت ورکړي؛ځکه هم پر ښځه او هم پر سړي بايد حد جاري شي؛حال داچې وژونکى وژل کېږي،چې له وژل شوي دفاع کېږي .”[106]

همدا روايت د بلې لړۍ له لارې،چې پکې محمد بن حسن صفار او علي بن مهزيار وغيره دي،له امام ابوحنيفه (ره) نه په علل الشرايع کې هم رانقل شوي دي .[107] شيخ طوسي هم دا روايت د امام ابوحنيفه (ره) له لارې په تهذيب کې رانقل کړى دى .[108]

شيخ صدوق په “خصال” کې له رسول الله (ص) نه د امام ابوحنيفه له لارې د نکاح په باب يو روايت کړى دى .[109]

٩. امام ابوحنيفه (ره) او امام حسين (رض) وير

عبدالجليل قزويني په “النقض” کې د امام حسين د وير په غونډه کې د امام ابوحنيفه (ره) ګډونه ته اشاره کوي . هغه د يو ناپېژندونکي ليکوال “بعض فضايځ الروافض” په ځواب کې،چې وايي : د شيعيانو يو بدعت دادى،چې د امام حسين د شهادت پر ورځ خپل سر او سينه وهي او وير کوي،وايي :دا دود يوازې په شيعه وو پورې ځانګړى نه دى او د اهلسنتو مشران او له هغوى ځنې امام ابوحنيفه (ره) او امام شافعي هم دا دود پلي کړى دى او دا دود يې ساتلى دى؛نو پردې بنسټ که دا دود يو عيب او نيمګړتيا وي؛نو لومړى بايد پر امام ابوحنيفه (ره)،امام شافعي او اصحابو يې نيوکه وشي او بيا پر شيعه وو .[110]

که څه قزويني ددې خبرې جوتولو ته کوم سند نه دى راوړاندې کړى؛خو د ادعا منل يې بعدي نه لري . امام حسين ته وير غونډې جوړول د امام ابوحنيفه (ره) په ډېرى لارويانو کې هم دود و او نن هم شاهدان يو،چې ځينې حنفيان د امام حسين په وير غونډو کې ګډون کوي . په حنفي علماوو کې هم سترو علماوو ته اشاره کولاى شو،چې نه يوازې د امام حسين په وير غونډو کې ګډون کوي؛بلکې په خپله ددې دود راژوندي کوونکي  وو . تر ټولو ستره بېلګه يې ملا حسين واعظ کاشفي (٩١٠ س مړ) دى،چې له بېخه د لومړي ځل لپاره د امام حسين د عزادارۍ لپاره د “روضه” ټکى ددې لخوا کېښوول شو او دا اصطلاح د هغه له “روضة الشهداء” څخه اخستل شوې ده .موږ به په دې باب په اووم څپرکي کې توضيحات راوړو .

١٠. له صادقينو سره د امام ابوحنيفه (ره) مناظرې

څه پاتې کېږي،هغه ګڼ روايتونه دي،چې د امام ابوحنيفه (ره) او امام باقر،امام صادق او امامي علماوو؛لکه محمد بن علي د الطاق (مؤمن الطاق) ليکوال،فضال بن حسن و هيثم بن حبيب صيرفي سره مناظرې پکې دي . په شيعي سرچينو کې ددې ترڅنګ،چې کله امام ابوحنيفه (ره) شيعه او په ډېرى دې سرچينو کې د امام باقر او امام صادق زده کړيال ښوول شوى دى او په لوى لاس په هغو سرچينو کې،چې د امام باقر او امام صادق او شاګردانو سره يې د امام ابوحنيفه (ره) مناظرې پکې راغلي دي،د دوى ترمنځ اړيکې خړې او کړکېچنې انځور شوې دي. ددې مناظرو غټه برخه “قياس” دى،چې په دې مناظرو کې امام باقر او امام صادق  تر پړنې لاندې نيسي . بې د قياس له موضوع نور موضوعات هم شته،چې پکې د اهلبيتو امامانو او احياناً اصحاب يې پر امام ابوحنيفه (ره) نيوکې کوي او دا خبرې اترې ددوى ترمنځ يو ډول د اوبو خړوالى او دايمي ټکر ښکاروندى دى .

ښکاري،چې ډېرى دا مناظرات او خصمانه خبرې اترې سندي يا متني ستونزې لري او بايد و څېړل شي .البته د اهلسنتو په سرچينو کې هم د امام صادق او امام باقر او امام ابوحنيفه (ره) تر منځ خبرې اترې او مناظرې راغلې دي؛خو له شيعي سرچينو سره يې توپير په دې کې دى،چې د اهلسنتو په سرچينو کې دا خبرې اترې او مناظرې خورا دوستانه او په صميي فضا کې انځور شوې دي .که د خبرو تر پېلېدو د مخه د اهلبيتو د امامانو او  امام ابوحنيفه (ره)  ترمنځ کوم سوء برداشت وي،په نهايت کې خبرې اترې په ډېره دوستانه او صميمي بڼه پاى ته رسي،سوء برداشت له منځه ځي او دوستي لاپسې ټينګېږي . په دې خبرو کې هم د لاسوهنې او دخل او تصرف اغېزې تر سترګو کېږي،چې ددې مدعا له شواهدو ځنې يو دادى،چې ددې خبرو اترو منځپانګه او د خبرو اترو متن له شيعي سرچينو سره کټ مټ يو شان دي؛خو د خبرو اترو ادبيات پکې بدلون مومي او لکه څنګه چې وويل شول،په بشپړه تګه دوستانه دي او بل داچې سائل او مجيب هم بدلون مومي . په شيعي سرچينو کې پوښتونکى امام باقر او امام صادق او د اهلسنتو په سرچينو کې پوښتونکى امام ابوحنيفه (ره) او ځواب ورکونکي صادقين ښوول شوي دي .

له امام باقر او امام صادق سره د امام ابوحنيفه (ره) د مناظراتو په باب،چې ډېرى يې د بحارالانوار د لسم ټوک،١٢ باب او ٤٦ ټوک په ٩ باب کې راغلي دي،آيت الله شيخ آصف محسني وايي : د ٤٦ ټوک د ٩ باب ټول روايتونه نامعتبره دي بې له ٣،٦ او ١٣ روايتونو څخه [111]،چې دا درې روايتونه هم بې له امام ابوحنيفه (ره) څخه له بل چا سره د امام باقر خبرې اترې دي .

له امام صادق سره د امام ابوحنيفه (ره) مناظرې هم،چې شاوخوا ٢٥٠ دي،د بحارالانوار د ٤٧ ټوک په ٧ باب کې راټولې شوې دي،په دې باب د شيخ آصف محسني نظر دادى،چې په دې باب کې يوازې د ٢،١٠،١٥ او ١٨ راوايتونه معتبر دي او نور روايتونه سندي اعتبار نه لري .[112] د ٢،١٠،١٥، او ١٨ رديف روايتونه هم بې له امام ابوحنيفه (ره)له نورو (زنادقه وغيره) سره د امام صادق خبرې اترې دي .

له متني نظره هم ښکاري،چې ډېرى دا روايتونه ستونزې لري او د منلو وړ نه دي؛دلته يوازې ځينو روايتونو ته او ستونزو ته يې اشاره کېږي :

ځينې دا روايتونه ډېرى چيستان ته ورته دي ، د بېلګې په توګه : په يو روايت کې راغلي دي،چې :

“امام ابوحنيفه (ره) امام صادق وپوښت،چې د ختيځ او لويديځ ترمنځ څومره  واټن دى ؟ آنحضرت يې په ځواب کې  وويل : د يوې ورځې د بهير هومره؛بلکې ترې لږ .دا ځواب امام ابوحنيفه (ره) ته هېښنده او د منلو وړ نه و . امام وويل : عاجزه ! ولې له دې ځوابه منکر شوې ؟ په تحقيق،چې لمر تر يوې ورځ لږ له ختيځه راخېژي او په لويديځ کې پرېوځي .”[113]

دا روايت بې له دې،چې غواړي د امام ابوحنيفه (ره) او امام صادق ترمنځ يو ډول بدبيني وښيي او نامناسبه ادبيات هم لري،کوم معرفت او ارزښتمن ټکى هم نه لري او لرې ده،چې امام صادق په دې ادبياتو، داسې د چيستان په توګه يې ځواب ورکړى وي او يا داچې امام ابوحنيفه (ره) داسې يوه پوښتنه،چې دومره ارزښت نه لري، له امام صادق څخه کړې وي .

يو بل روايت هم شته،چې د هغوى پوښتنه او ځواب بې له دې،چې معتنابهي علمي ارزښت ولري،يوازې ددې ښکارندوى دى،چې د دوى ترمنځ يو ډول د اوبو خړوالى او بدبيني ده او يا امام صادق او امام ابوحنيفه (ره) په دې هڅه کې وو،چې يو د بل آبرو يوسي .[114]

ځينې دا روايتونه داسې دي،چې معاذالله امام صادق اضافه وخت درلود او بېکاره و او له امام ابوحنيفه (ره) سره يې بې له ويينو او نااړينو خبرو اترو بل کار نه  درلود .بلخوا،امام ابوحنيفه (ره) به هم په بې ادبه بڼه د امام صادق پوښتنو ته ځوابونه ورکول،د بېلګې په توګه په روايت کې راغلي دي :

” امام صادق،امام ابوحنيفه (ره) ته وويل : ولې دې د خره د پښو په هغه دوو ټکيو کې وېښته نه رازغونېږي ؟امام ابوحنيفه (ره) وويل : د هغه ددو ټکو پنځونه ستا د سترګو او غوږونو د پنځونې په څېر دي (چې وېښتان پکې نه رازغورنېږي) امام صادق ورته وويل : دا قياس دې باطل دى؛ځکه سترګې مې ليدو او غوږونه مې اورېدو ته دي؛خو دا دوه ټکي په ټولو څارويانو کې بې ګټې دي .”[115]

همدا روايتونه په ځينو نورو سرچينو کې په بله بڼه راغلي،چې دا بې ادبه تعبيرات پکې نه دي راغلي او خبرې اترې خورا ګټورې او مسالمت آميزه دي او د خبرو اترو په پاى کې هم امام ابوحنيفه (ره) د امام صادق په باب وايي : ” الله اعلم حيث يجعل رسالته “.[116]

 په حقيقت کې ځينې روايتونه امام صادق ته يو ډول ناړين توريه يا العياذبالله د دروغو او نفاق نسبت ورکوي او د آنحضرت د اصحابو يو نامناسب شخصيت انځوروي، د بېلګې په توګه راغلي دي،چې :

“محمد بن مسلم وويل :امام صادق ته ورغلو،چې امام ابوحنيفه (ره) ورسره و .آنحضرت ته مې وويل،چې يو هېښنده خوب مې وليد . آنحضرت وويل : خوب دې ووايه،چې د خوب د تعبير پوه راسره ناست دى (او په لاس يې امام ابوحنيفه (ره) ته اشاره وکړه) . ما وويل : خوب مې وليد،چې کور ته ننووتم او و مې ليدل،چې مېرمنې مې خورا غوزان مات کړل او زما پر سر يې وشيندل . امام ابوحنيفه (ره) وويل : ته به د کورنۍ د ارث په باب له پرېوتيو انسانانو سره دښمني او شخړه وکړې او له ډېرو ستونزو سره تر مخېدو وروسته به دې اړتيا پوره شي . امام صادق وويل : ” اصبت والله يا اباحنيفه =پر خداى قسم،چې رښتيا دې وويل اى ابوحنيفه “.

ابن مسلم وايي :بيا امام ابوحنيفه (ره) له امام صادقه بهر ووت او ما آنحضرت ته وويل :ځار مو شم ! زما ددې ناصبي [!] تعبير بدې ايسي . امام وويل : ابن مسلمه ! خداى دې مه خواروه ! نه ددې (ناصبيانو !) تعبير زموږ له تعبير سره موافق او نه زموږ تعبير د هغوى له تعبير سره موافق دى ددې [خوب] تعبير دا نه دى،چې ابوحنيفه وويل . و مې ويل : ځار مو شم ! ابوحنيفه ته مو وويل،چې رښتيا مو وويل او قسم مو هم وخوړ ؟! آنحضرت وويل : هو ! قسم مې وخوړ،چې هغه په خطا کې مصيب و!

بيا مې آنحضرت وپوښت،چې د خوب تعبير مې څه دى ؟ آنحضرت وويل : ته به له يوې ښځې برخمن شې او له کورنۍ سره به دې دا خبره شريکه کړې او ښځه به دې ستا نوې جامې وشلوي . ابن مسلم وايي : يوه ورځ وروسته د وره په خوله کې ولاړ وم،چې يوه وينځه مې په مخ کې تېره شوه .زوى ته مې وويل،چې هغه وينځه راستنه کړه .هغه وينځه مې کور ته رادننه کړه او ګټنه مې ترې وکړه،چې ښځه مې پوه شوه او راننووته .وينځې د ور پر لور منډه کړه او زه دننه [په کور کې] پاتې شوم او ښځې مې هغه جامې څېرې کړې،چې په اخترونو کې مې اغوستې.”[117]

ړومبۍ پوښتنه،چې دلته ماغزو ته راځي،داده،چې څه اړتيا وه،چې امام صادق العياذ بالله په دروغو د امام ابوحنيفه (ره) نظر تاييد کړي او قسم هم وخوري ؟ آيا امام ابوحنيفه (ره) حکومتي چارواکى و،چې آنحضرت يې مخالفينو ته د خبرو د رسېدو د مخنيوي په پار تقيه کړې وي ؟ ان که دا ناشونى محال هم ومنو؛نو قسم او ټينګار ته څه اړتيا وه ؟ که له دې راتېر شو،له بېخه دا روايت د امام صادق په نزد د امام ابوحنيفه (ره) د څېرې د منفوريت د انځورولو په تکل کې دى؛خو  ټول روايت مخکې له دې،چې دې موخې ته ورسي،د ستر شخصيت ابن مسلم او امام صادق د شخصيت او وګړه تخريبوي . ايا د ابن مسلم په څېر د يو ستر شخصيت کار به دا و،چې د کور مخې ته به درېده،وينځې ښکار کړي ؟!

داسې روايتونه ډېر دي،چې کله پکې قرآني آيتونه په نامناسبه بڼه تفسيرېږي او دا ډول روايتونه دومره علمي او معرفتي ارزښت نه لري .[118]

له همدې ډلې دى له امام ابوحنيفه (ره) سره د امام باقر او امام صادق مناظرې،چې موضوع يې “قياس” دى .البته،چې په شيعي فقه کې د امام باقر او امام صاق په نزد قياس هېڅ ځاى نه لري او پرېکنده ده،چې په قياس کې د امام ابوحنيفه (ره) کړنلار د اهلبيتو امامانو ته د منلو وړ نه و؛خو لکه څنګه چې ويينه او مناظرې په دې روايتونو کې طرحېږي، ډېر د اوبو خړوالى پکې ښکاري او ښکاري،چې ويينې تر دې مسالمت آمېزې وې،چې دا مناظرات يې ښيي .

د تاريخ د شهادت او معتبرو روايتونو له مخې،له مخالفانو او د نورو مذهبونو له لارويانو سره د امام صادق او امام باقر چلن خورا جوړونکى، رغونکى و او له هغو ادبياتو سره خورا توپير لري،چې ځينې بېلګې مو يې راوړې .د امام باقر علمي موقعيت داسې و، د اسلامي ښوونو تږي که شيعه وو که سني له حجاز،عراق،خراسان او د اسلامي ټولنې له نورو ځايونو به ورته راتلل،چې له علمه يې ګټنه وکړي او د منصور عباسي د وينا له مخې،هغه “المفتون به اهل العراق”[119] و .

امام صادق هم د خپل پلار په څېر يه شيعه او اهلسنتو کې هماغه مقام درلود او که داسې واى،چې هغه به په ستغو،توندو او وچو ادبياتو له خپلو مراجعينو سره چلن کاوه (لکه څنګه چې په ځينو روايتونو کې راغلي دي)؛نو هېڅکله به يې دومره برى نه په برخه کېده .تاريخ ګواه دى،چې صادقين نه يوازې د اهلسنتو مخاطبو؛بلکې د نورو اديانو دمخاطبانو را جذبولو کې خورا بري وو . او ددې بري راز يې پر علمي اړخ سربېره محمدي خوي او سيره هم وه .ددې مبارکو پراخه سينه و ان د مخالفينو زغمل دومره وه،چې د اهلسنتو د علماوو لخوا پر “واسع العلم” سربېره پر “وافر الحلم” هم ستايل شوي دي .[120]

په واقع کې په دې خويونو پسولل شوي وو،چې د اهلسنتو ډېرى علماوو ستاينې ته خوله راسپړلې ده.[121] مالک بن انس له مراجعينو سره د امام صادق د چلن په باب،چې له هغوى ځنې يو يې په خپله و،وايي :

“چې کله به جعفر بن محمد الصادق ته ورغلم؛نو زما درناوى به يې کاوه او خپله بالښت به يې ماته راکاوه او راته به يې ويل : مالکه ! ته راباندې ګران يې او خوښ يم او ددې دوستۍ په پار د خداى منندوى يم .”[122]

حال داچې تر مالکه له علوي کورنۍ او صادقينو سره د امام ابوحنيفه (ره) تګ راتګ او راشه درشه ډېره وه؛نو څنګه ومنو،چې صادقينو له مسيحي او يهودي علماوو او ان ځينو توکيزپالو سره مهربانه او دوستانه چلن درلود او له امام ابوحنيفه (ره) سره يې په چلن کې له توندو،ستغو او وچو ادبياتو ګټنه کوله او يا به يې پرې ملڼدې وهلې ؟! په واقع کې همدا دوستانه چلن د نبوي علومو ترڅنګ و،چې د مناظرو په پاى کې به ډېرى هغه وګړو په عقيده کې بدلون راوست او اسلام يا تشيع ته به رااوړېدل،چې له آنحضرت سره به يې خبرې اترې او مناظرې کولې .[123]

په هر حال د کاڼي کرښه ده،چې د صادقينو او امام ابوحنيفه (ره) ترمنځ علمي ويينې وې؛خو د منلو وړ نه ده،چې خبرې اترې له تاوتريخوالي او دښمنۍ ډکې وې .يوه هغه مناظره،چې د قياس په باب ده، به راوړو،چې هم په شيعي او هم د اهلسنتو په سرچينو کې راغلې ده .لکه څنګه چې مخکې هم وويل شول،ددې مناظرې منځپانګه په شيعي او سني سرچينو کې يو شان ده؛خو د خبرو اترو ادبيات او پوښتونکى او ځواب ورکونکى يې توپير لري .په شيعي سرچينو کې دا دا مناظره د امام باقر او امام ابوحنيفه (ره) او کله د امام صادق او امام ابوحنيفه (ره) څخه رانقل شوې ده؛خو مشهوره داده،چې دا مناظره د امام صادق او امام اعظم ترمنځ داسې شوې ده :

“يوه ورځ امام ابوحنيفه (ره) د امام صادق کتو ته کور ته يې ورغى او د کتو غوښتنه يې وکړه،امام صادق اجازه ور نه کړه . امام ابوحنيفه (ره) وايي :د وره ترڅنګ د څه مودې لپاره تم شوم،چې له کوفې نه څه خلک راغلل او د کتو غوښتنه يې وکړه؛ [امام صادق] ورته د کتو اجازه ورکړه او زه هم ورسره ننووتم؛نو چې ورغلم،و مې ويل :غوره به وي،چې کوفې ته مو يو استازى ولېږئ او د هغه ښار وګړي د حضرت محمد (ص) اصحابو ته له کنځلو منعې کړئ؛په دې ښار کې تر لسو زرو ډېر وګړي د پېغمبر اکرم يارانو ته کنځلې کوي .

امام صادق وويل : زما خبره نه مني . امام ابوحنيفه (ره) وويل : څنګه به شونې وي،چې خبره مو و نه مني،حال داچې د پېغمبر اکرم ځوځات ياست ؟ آنحضرت وويل :ته په خپله هم يو له هغوى ځنې يې،چې خبرې ته مې غوږ نه ږدې؛مګر بې زما له اجازې رانننوتې او بې له دې چې درته ووايم،کېناستې او بې اجازې په خبرو شوې؟ اورېدلې مې دي،چې د قياس پر بنسټ فتوا ورکوې ؟

امام ابوحنيفه (ره)  وویل : هو ! امام صادق ورته وویل : پر ځان ووېرېږه! لومړى تن،چې پر دې بنسټ يې فتوا ورکړه،شيطان و او چې کله خداى حکم ورکړ،چې آدم ته سجده وکړه، و يې ويل : سجده نه کوم؛ځکه زه دې له اوره پنځولى يم او هغه دې له خاورې . بيا يې وويل :ستا په آند د يو چا پر ناحقه وژل مهم دي که زنا ؟ امام ابوحنيفه (ره) وويل : پر ناحقه د چا وژل . امام صادق وويل :نو ولې د وژنې جوتولو ته دوه شاهدان بسيا دي؛خو د زنا د اثبات لپاره څلور شاهدان ؟ آيا د اسلام دا قانون له قياس سره همغږى دى او سمون ورسره خوري ؟ امام ابوحنيفه (ره) وويل : نه ! امام صادق وويل : متيازې ډېرې مردارې دي که مني ؟ امام ابوحنيفه (ره) وويل : متيازې . امام صادق وويل :نو ولې خداى تر متيازو کولو وروسته خلکو ته د اودس امر کړى دى؛خو د مني په باب يې د غسل حکم کړى دى ؟ ايا دا حکم له قياس سره سمون خوري ؟ امام اعظم وويل : نه !

امام صادق وويل : لمونځ مهم دى که رژه ؟ امام وويل : لمونځ . آنحضرت وويل :نو ولې پر حائضې ښځې د فرض روژې قضا فرض ده او لمونځ نه؟ ايا دا حکم له قياس سره سمون خوري . امام وويل : نه !

امام صادق : اورېدلې مې دي،چې دا آيت ” ثم لتسئلن يومئذ عن النعيم[124] =د قيامت پر ورځ به هرومرو د نعمتونه په باب وپوښتل شئ ” داسې معنا کوې،چې : “خداى به خلک د خوندورو خوړو او سړو اوبو،چې په دوبي کې ترې ګټنه کوي،پوښتي ؟

امام وويل :سمه ده ! زه دا آيت همداسې معنا کوم . امام صادق وويل : که څوک دې کور ته راوبلي او په خوندورو خوړو او سړو اوبو دې مېلمستيا وکړي او بيا ددې مېلمستيا په پار درباندې منت کېږدي؛نو دداسې وګړي په باب به څنګه قضاوت او ورمندون کوې ؟ امام وويل :و به وايم،چې کنجوس دى . امام صادق وويل : ايا خداى کنجوس دى ؟ امام وويل :نو د هغو نعمتونو مراد،چې قرآن وايي،انسان به يې په اړه پوښتل کېږي،څه دى ؟ آنحضرت وويل : مراد ترې زموږ د رسالت د کورنۍ دوستي دى . “[125]

دا مناظره په بېلابېلو شيعي سرچينې کې راغلې ده؛خو تر څه بريده ددې کيسې په متن کې په بېلابېلو سرچينو کې څه نا څه اضطراب دى . سربېره پردې چې د ددې داستان بېلابېل نقلونه د بحث او  مناظرې د څرنګوالي او د داستان په راويانو کې سره توپير لري، په تېره بيا د هغه ځاى په باب،چې دا مناظره پکې شوې ده،هم اختلاف دى .ډېرى روايتونه دا مناظره په مدينه او د امام صادق په کور کې ګڼي .[126] حال داچې د ځينو روايتونو له مخې،دا کيسه په مکه کې د حج په ورځو شوې ده .[127]

بله خبره،چې په دې کيسه کې ده،داده،چې په بېلابېلو نقلونو کې او همدارز په ورته روايتونو کې،په پيل کې امام صادق امام ابوحنيفه (ره) پوښتي،چې څوک يې ؟دنده يې څه ده ؟له کوم ځايه دى ؟ …. حال داچې امام صادق په ښه توګه امام ابوحنيفه (ره)پېژانده او پورته پوښتنو ته هېڅ اړتيا نه وه .ان که فرض کړو،چې په پيل کې امام صادق، امام ابوحنيفه (ره) نه پېژانده؛خو په يو ځل کتنه اوپه يوه غونډه کې معرفي، ښکاري،چې  بيا به په نورو غونډو کې معرفۍ ته اړتيا نه وي او العياذ بالله د آنحضرت حافظه هم دومره کمزورې نه وه،چې امام ابوحنيفه (ره) هېر کړي او په بله کتنه کې ترې بيا وغواړي،چې ځان معرفي کړي .حال داچې په قياس پورې په اړوند کيسو کې،لومړى امام ابوحنيفه (ره) پوښتي،چې هغه څوک دى .

څه چې له دې ټولې کيسې و بېلابېلو نقلونو يې لاس ته راوړاى شو دادي،چې امام صادق او امام باقر د قياس په باب د امام ابوحنيفه (ره) کړنلار نه خوښوله او په دې تکل کې وو،چې هغه پر قياس له عمل کولو منع  کړي (که څه پر قياس د امام ابوحنيفه (ره) عمل لکه څنګه چې تېر شول،په ځانګړيو ځايونو پورې ځانګړى و؛خو صادقينو پر دومره قياس هم ډډه کول نه جايز نه ګڼل)خو د امام ابوحنيفه (ره) او صادقينو ترمنځ تراخه چلنونه او هغه تفصيلات،چې د صادقينو او امام اعظم تر منځ د اوبو خړتوب راښيي،په قوي احتمال سره ويلاى شو،چې ځينو راويانو به له ځانه جوړ کړي وي او امام اعظم ته به يې له بدبينۍ راولاړېږي . دا تفصيلات لکه څنګه چې امام ابوحنيفه (ره) له اهلبيتو لرې ښيي،په خواشينۍ سره،چې په ځينو ځايونو کې يې د اهلبيتو د امامانو او د هغوى د ځينو اصحابو څېره په ناځانخبري او ناغوښتي ډول نامناسبه انځور کړې ده .

بل ټکى داچې په ډېر احتمال د متنوعو قياسونو په باب ټول روايتونه يوازې يوه کيسه ده؛ځکه په دې روايتونو کې ډېرى الفاظ او تعبيرونه هم سان او مشترک دي او يوازې يې د پردازش ډول توپير لري .

د قياس په باب همدا مناظره،د اهلسنتو په سرچينو کې د امام ابوحنيفه (ره) او امام باقر ترمنځ راغلې ده .د اهلسنتو ځينې معاصر ليکوالان او له هغوى ځنې امام محمد ابوزهره او مصطفى شکعه د امام ابوحنيفه (ره) او امام باقر ترمنځ د دوستانه اړيکو د انځورولو په موخه او داچې ترمنځ يې کوم بنسټيز اړپېچ نه و؛نو دا مناظره يې د مکي له مناقبو او د ابن بزازي له مناقبو (چې په دواړه سرچينو کې يې متن تقريبا يو شان دى)رانقلوي . د ابن بزازي او مکي د نقل له مخې،هغه مهال،چې امام ابوحنيفه (ره) ځوان و،له امام باقر سره يې په لومړۍ کتنه کې يې ورسره فقهي خبرې اترې او مناظره رامخې ته شوه،چې د مناظرې په پاى کې د قياس په کارونه کې د امام ابوحنيفه د افراط په باب د امام باقر سوء تفاهم او نور مسايل حل شول او دا مناظره په خپله د هغوى ترمنځ د مودت،دوستۍ او يو له بله د روايتونو د اخستلو لامل شوه .ددې خبرو اترو متن د له مخکې ويل شويو سرچينو له مخې داسې دى :

“امام باقر امام ابوحنيفه (ره) وپوښت،چې د رټنې متضمن و او ويې ويل :ته هماغه يې،چې زما د نيکه دين او احاديث يې دې په قياس اړولى دى ؟ امام ابوحنيفه (ره) په صداقت او له دې نسبته يې د ځان د تبرئه کولو په موخه وويل : معاذ الله ! امام باقر وويل : بلکې بدل کړې دې دى ! او امام باقر دا خبره په ډاډ او د صداقت له مخې وکړه؛ځکه له غاليانو يې د امام ابوحنيفه (ره) د فتواوو په باب ډېرى خبرې اورېدلې وې،حال داچې امام ابوحنيفه (ره) له دې توره پاک او لرې و؛نو ځکه يې امام باقر ته وويل :پر خپل ځاى دې هغسې کېنه،چې درسره يې ښيي،چې زه هم هغسې کېنم،چې راسره ښيي؛په تحقيق،چې ته راسره هغه  درناوى لرې،چې نيکه دې په خپل ژوندون په خپلو اصحابو کې درلود . امام باقر کېناست حال داچې په ادب کې يې د اهلبيتو مړانه څرګنده وه . امام ابوحنيفه (ره) يې مخې ته کېناست او له امام باقره يې خپلې پوښتنې وکړې، و يې ويل :زه دې درې څيزونه پوښتم،چې ځواب يې راکړې : سړى کمزورى دى که ښځه ؟ امام باقر وويل :ښځه . امام اعظم وويل :دا دې د نيکه خبره ده که ما دې د نيکه دين اړولى و؛نو د قياس له مخې غوره وه،چې سړى يوه برخه او ښځه دوه برخې ولري؛ځکه ښځه تر سړي کمزورې ده .

امام ابوحنيفه خپله دويمه پوښتنه وکړه : لمونځ مهم دى که روژه ؟ امام باقر ځواب ورکړ ،چې :لمونځ مهم دى . امام ابوحنيفه (ره) وويل :دا دې د نيکه خبره ده که ما دې نيکه دين اړولاى و؛نو د قياس له مخې غوره وه ښځه له حيضه تر پاکېدو وروسته يې د لمونځ قضا راګرځولې واى نه روژه .

د امام اعظم درېمه پوښتنه داوه،چې :متيازې ډېرې مردارې دي که مني ؟ امام باقر وويل : متيازې مردارې دي . امام ابوحنيفه (ره) وويل :که د نيکه دين مې دې په قياس اړولاى و؛نو حکم مې ورکاوه،چې تر متيازو کولو وروسته د غسل وشي او د مني تر راوتو وروسته دې اودس وشي؛خو معاذ الله له دې چې په قياس دې د نيکه دين واړوم؛نو دلته وو،چې جليل مشر باقرالعلوم له ځايه راولاړ شو او امام ابوحنيفه (ره) ته يې غاړه ورکړه او د امام اعظم څېره يې ښکل کړه .”[128]

خو ددې خبرو اترو په باب دې وويل شي،چې :

١.څه چې له دې خبرو اترو لاس ته راځي دادي،چې امام باقر و قياس وجه او قياسي حکم علت،چې امام ابوحنيفه لاس ته راوړى و،د بېلګې په توګه،د قياس پر بنسټ بايد دوه برخې يې د کمزورۍ له امله ښځې ته ورکړل شوې وې؛خو د امام باقر اقرار او ددې منل،چې د قياس کچه،چې امام ابوحنيفه (ره) ورته په عقل رسېدلاى و،شونى نه دى؛ځکه د حکم مناط هغه نه دى،چې امام ابوحنيفه ورسېدلاى و .[129]

٢.له بېخه دا خبرې اترې (يا لږ تر لږه ځينې عبارتونه او برخې يې) له ځانه جوړې شوې دي؛ځکه کټ مټ همدا خبرې اترې؛لکه څنګه مو چې وليدي د امام ابوحنيفه (ره) او امام صادق ترمنځ هم رانقل شوې . ابوزهره،چې د “الامام ابوحنيفه” په کتاب کې يې دا مناظره د موفق مکي او ابن بزازي په نقل راوړې ده ،[130] په خپله د “الامام الصادق” په کتاب کې دا خبرې اترې د امام ابوحنيفه (ره) او امام صادق ترمنځ بولي او د الکليني له الکافي کتابه يې همدا مطلب رانقل کړى دى .[131] . ابوزهره د “مسند الامام احمد بن حنبل” د ٢٩٣ مخ په لومړي لمنليک هم د کليني په روايت ډاډ کړى او هغه يې ذکر کړى دى .[132]

يوازېنى څيز،چې د قياس او دې مناظراتو  او د امام ابوحنيفه (ره) او صادقينو د اړيکو په باب منلاى شو،دادى،چې څرګنده ده،چې امام باقر او امام صادق د امام ابوحنيفه (ره) په قياس کارونه نيوکه کوونکي وو او په دې باب يې ويينه علمي او دوستانه وه؛نه هغه د شيعه وو هغه توند او ستغ ادبيات صحت لري او نه د د ځينو اهلسنتو له ځانه جوړې شوې خبرې،چې د امام ابوحنيفه د ستاينې بيه يې د صادقينو د کړنلار بدل ښوول ؟؟؟؟؟

١١.د اهلبيتو مرجعيت که د اصحابو کرامو ؟

يوه بنسټيزه او راهبردي مسله،چې هم د شريعت د احکامو په استنباط او هم د اعتقادي مسايلو په راوړاندې کولو کې،تر قرآن کريم او رسول الله تر کړنو او ويناوو وروسته،د دين د لومړي مفسرانو په نامه پر هغه لومړۍ ډلې د ډډې کچه،چې مسلمان پرې بايد ډډه وکړي ده .د شيعه وو له ليد لوري دا ډله د اهلبيتو امامان دي،چې ددوى خورا ستره ځانګړنه “عصمت” دى .شيعه  پر عصمت پر ګروهه او په هغې پسې د اهلبيتو ديني مرجعيت (چې په دواوړ ځايونو کې استناد د قرآن کريم پر آيتونو او د پېغمبر اکرم ويناوې دي) له دينه يې په بشپړه پوهه او د هغوى په تفسير يې بشپړ ډاډ پيدا کړى او د دوى سنت د پېغمبراکرم د سنتو په څېر ځان ته حجت ګڼي .پر وړاندې يې اهلسنتو د اهلبيتو پر ځاى په ټولو ديني ښوونو کې،اصحاب اکرام او تر هغوى وروسته تابعين مرجع ګرځولي دي .

داچې د صحابه وو يا د اهلبيتو مرجعيت د ديني ښوونو په هر ځاى کې له ځانګړي ارزښته برخمن دي،اهلسنت د شيعه وو په مذهب کې د اهلبيتو د عصمت پر ځاى د “اصحابو پر عدالت” ګروهمن دي او پردې ګروهه او د پېغمبراکرم (ص) ټولو اصحابو ته په خوشبينۍ،د هغوى پوهه،تفسير او د ټولې کړنې يې پر ځان حجت ګڼي .شيعه د اصحابو په باب پر تفضيل قائل دي؛يعنې نه ټول اصحاب له يوې مخې عادل ګڼي او نه ټولو ته بدبين دي؛بلکې هغوى معمولي انسانان ګڼي،چې ځينې پکې د دين په پوهه او د پېغمبر اکرم (ص) د ستنو په رانقلولو کې له ځانګړي مقامه برخمن دي او د ځينو نورو په خبرو او کړنو هم ډاډ نه شو کولاى .اصحاب له شخيصتي پلوه هم په اخلاقي ځانګړنو کې ذو مراتب دي او ټول په يو مقام او ځاى کې نه دي .د پېغمبر اکرم (ص) تر رحلت وروسته او د صحابه وو کړنې په ښه توګه  ددې مدعا شاهدان دي او د صحابه وو توپير لرونکي او متناقضې کړنې په خپله يې له عدالت سره په ټکر کې دي .حال داچې موږ د اهلبيتو په کړنو کې هېڅ ډول ټکر او اړپېچ نه وينو .

په دې ټوله ليکنه کې زموږ اصلي دغدغه هم همدا ده،چې روښانه کړو،چې د امام ابوحنيفه (ره) کړنلار کوم ښوونځي ته نږدې ده . ښکاري،چې د صحابه وو په باب د امام ابوحنيفه (ره) ځينې څرګندونو يې د عمومو اهلسنتو له ګروهې لرې کړى دى او د شيعه ليدلوري ته يې ورنږدې کړى دى .هغه ټول اصحاب کرام عادل نه ګڼل او پر تفضيل قائل و .[133] ابوجعفر سکافي (معتزلي متکلم) د امام ابوحنيفه (ره) له خولې وايي،چې هغه ځينې اصحاب؛لکه حضرت انس بن مالک (رض) او حضرت ابوهريرة (رض) له عادلو صحابه وو ځنې نه ګنل .[134]

سره له دې هغه د حضرت عثمان (رض) او د يو سلف سب هم جايز نه ګڼي .  خطيب بغدادي نقلوي،چې امام اعظم په مکه کې له عطاء بن ابي رياح سره مخ شو،عطاء ورته وويل : ” انت من اهل القرية الذين فرقوا دينهم و کانوا شيعا ” بيا يې وويل : ” من اى  الاصناف انت ؟” امام اعظم يې په ځواب کې وويل : “ممن لا يسبب السلف و يؤمن بالقدر،و لا يکفر احدا بذبب .”[135]

د امام ابوحنيفه (ره) دا وينا هم د شيعه وو له ليدلوري سره هېڅ توپير نه لري که څه په اهلسنتو کې ډېرى داسې کسان شته،چې د صحابه وو سب شيعيانو ته نسبت ورکوي؛خو دا نسبت له بېخه بې بنسټه دى او په اماميه شيعه مذهب کې هېڅکله صحابه وو ته د سب سپارښتنه نه ده شوې . څه چې شيعه پرې ټينګار کوي دادى چې د ټول اصحابو عدالت ورته موجه نه دى او ګروهمن دي،چې تر پېغمبر اکرم وروسته ځينې اصحاب له هغې لارې کاږه شول،چې پېغمبراکرم ورته انځور کړې وه . (د اهلبيتو ديني مرجعيت)

فخرالاسلام بزودي،چې په خپله حنفي مذهبى دى،وايي : امام ابوحنيفه (ره) او زده کړيالانو يې په خپلو څرګندونو که د صحابه وو له ويناوو سره مخالفت کړى دى .[136] امام سرخسي بل حنفي عالم دى او ګروهمن دى،چې په هغه ځاى کې،چې  د راى او اجتهاد ځاى وي؛نو امام ابوحنيفه به د صحابه وو له نظرياتو سره مخالفت کړى دى .[137] په څلورم څپرکي کې مو په دې باب د امام ابوحنيفه ليدلوريوته اشاره وکړه او په شپږم څپرکي کې به هم يو لړ روايتونه راوړو .

په هر حال، امام ابوحنيفه (ره) په بشپړه توګه په هر  څه کې ځان له صحابه وو او تابعينو نه د لاروۍ لپاره ملزم نه ګاڼه او پر اجتهاد يې چې کومه ګروهه او ورته يې کړنلار درلوده، د هغوى پر وړاندې،چې ځانونه له اصحابو او تابعينو نه د کټ مټ لاروۍ ملزم ګڼل؛نو هغه به خپل اجتهاد ته ارزښت ورکاوه،ويل يې : ” هم رجال و نحن رجال “[138]؛يعنې که اصحاب کرام د اند او فکر خاوندان وو؛موږ هم د اند او فکر خاوندان يو؛نو ولې په خپله اجتهاد و نه کړو او پر کوم پرېکنده دليل په پټو سترګو د سلف له پوهې لاروي وکړو ؟

د هغه څه په رڼا کې،چې په تېرو مخونو  کې مو د اهلبيتو په باب د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى راووړ،کولاى شو،چې دې پايلې ته ورسو،چې هغه د اصحابو د عدالت او د صحابه او تابعينو د مرجعيت پر ځاى ډېر د اهلبيتو پر مرجعيت ګروهمن او ډاډمن و؛خو په عين حال کې خپل اجتهاد ته هم ذاتي او استقلالي ارزښت قايل و او نه شو کولاى ادعا وکړو،چې هغه په بشپړه توګه د اهلبيتو لاروى دى . (لکه څنګه چې د شيعه وو رسمي ډلې په تېره بيا اماميه د اهلبيتو پر ديني مرجعيت قائل او ګروهمن دي) .

[1] . دائرة المعارف بزرگ اسلامي ،د امام ابوحنيفه مدخل ٥/٣٨٣ .

[2] .حسين بن علي صميري،اخبار ابي حنيفه ،١٣٢ مخ .

[3] .موفق مکي،مناقب ابي حنيفه ٢/٨٣ .

[4] .هماغه سرچينه

[5] .ابن عبدالبر،الانتقاء من فضائل الائمة الثلاثة الفقهاء،١٦٣-١٦٤ مخونه .

[6] . الحنفي ، ابن ابي العزيز ،شرح العقيده الطحاوية،٥٧٠ مخ .

[7]  . ملا علي قاري هروي،شرح فقه الاکبر ،١٣٩ مخ

[8] . هماغه سرچينه .

[9] .ابن عبدالبر،الانتقاء من فضائل الثلاثة الائمة الفقهاء،١٦١ مخ .

[10] . محمد بن حسن شيباني ،السير الکبير ١/١٥٨ .

[11] . ابن شهر آشوب ،المناقب له دائرة المعارف بزرگ اسلامي،مدخل ابوحنيفه ٥/٣٨٣ مخ .

[12] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه .

[13] .موفق مکي،مناقب ابي حنيفه ٢/١٦٠ .

[14] . ابن حجر حيتمي،الخيرات الحسان فى مناقب الامام االاعظم ابي حنيفه النعمان ، ٨٦ مخ .

[15] .قاضي عبدالجبار ،شرح اصول الخمسه،١٤١ مخ؛شيخ مفيد،الجمل ١/١ (مجموع آثار شيخ مفيد) ،٢١ مخ .

[16] . هماغه سرچينه ،٨٤ مخ .

[17] . موفق مکي،مخکنۍ سرچينه،٨٣ مخ .

[18] .هماغه ٣/١٠٤ .

[19] .امام ابوحنيفه ،الوصية،١٤ مخ؛ملا علي قاري هروي،شرح فقه الاکبر،٤ مخ .

[20] .ابوالفرج اصفهاني،مقاتل الطالبيين،٣١٥ مخ .

[21] .ابن بزازي،مناقب ابي حنيفه ٢/١٦ .

[22] . نوبختي،فرق الشيعه،١٠ مخ؛سعد بن عبدالله اشعري،المقالات  و الفرق،٨ مخ؛ مسعودي،مروج الذهب ٣/٢٢٤ .

[23] .ناشي اکبر،مسائل الامامة،٦٢-٦٣ مخ .

[24]  .زيديه د امامت په باب ګروهمن دي،چې :١. امام علي د پېغمبر اکرم د نور صحابه وو په پرتله د خلافت او د پېغمبر اکرم د ځايناستۍ ته وړ او افضل دى؛په عين حال کې مفضول امامت (ابوبکر (رض) او عمر (رض)) هم جايز دى .٢. امامت د فاطمې زامنو ته ځانګړى دى .٣.د امامت د ګدۍ د صحت او مشروعيت شرط،ځان ته ښکاره بلنه او له ظالمانو سره د جګړې لپاره وتل دي . (وګورئ : شهرستاني،الملل و النحل ١/١٥٥؛ ابوالحسن اشعري،مقالات والاسلاميين ١/١٢٩؛ابن خلدون،مقدمه،١٩٧ مخ؛ ابن مرتضى،البحر الزخار١/٤٠).

دا اعتقادات په خپله زيد بن علي ته هم نسبت ورکړ شوي دي . (هماغه سرچينه)؛ خو د اماميه وو له نظره؛په خپله  زيد يوامامى مذهبى و او د امام باقر او امام صادق  امامت ته د زمينې د چمتو کولو لپاره يې پاڅون وکړ او د هغه پاڅون د هغوى په خوښه او اجازه ترسره کېده . د زيد بن علي له خوا د حضرت ابوبکر او حضرت عمر د خلافت تجويز يې،د ځينو علماوو په آند،د هغه رښتيونى اعتقاد نه و او ددې لپاره يې دا څرګندونه کوله،چې له اهلسنتو ځنې هغه کسان له ځان سره وساتي،چې ورسره يې پاڅون کړى و . (وګورئ : علامه مجلسي،بحارالانوار ٤٦/١٦٩؛شيخ صدوق،عيون اخبار الرضا ١/٢٤٨-٢٥٣؛آيت الله خويي،معجم رجال الحديث ٧/٣٤٥-٣٥٧؛ابوالقاسم الخزاز،کفاية الاثر ،٢٩٥-٣٠٢)

د زيديه عقيدې او همداراز د امام ابوحنيفه (ره) په باب يو ټکى دادى،چې له حضرت فاطمې نه د حضرت علي په اولاده د امامت ځانګړتوب،د شيخينو د خلافت له تجويز سره په ټکر کې دى .زيديانو دا ستونزه داسې هواره کړې ده،چې د شيخينو خلافت يوه استثناء ګڼل کېږي . (وګورئ :اشواق احمد مهدي غليس،التجديد فى فکر الامامة عند الزيدية ،٥٦ مخ)

د ياودنې وړ ده،چې د امامت او خلافت په باب د ټولو زيديانو عقيده يو شان نه ده او يو له بل سره اختلافات لري،چې دلته يې ويل ناشوني دي.

[25] . ابن بزازي،مناقب ابي حنيفه،١٦ مخ؛لکه څنګه چې څرګنده ده د امام ابوحنيفه (ره) دا ليدلورى هم د ډېرى زيديانو د ليدلوريو په څېر دى . (وګورئ : احمد شوقي ابراهيم عمرجي،الحياة السياسة الفکرية للزيدية فى المشرق الاسلامي،٩٤ مخ؛ قاضي اسماعيل بن علي اکوع، الزيدية نشاتها و معتقداتها ،٤٨ مخ)

[26] .رجال الطوسي،٣٢٥ مخ ؛فضل هاشم جاحظ،رسائل،١٠٦.

[27] .ابويوسف،الآثار،٣٤-١٢٤؛ابوالمؤيد خوارزمي،جامع مسانيد ابي حنيفه ١/٣٨٨.

٢.موفق مکي،مناقب ابي حنيفه؛ ابن بزازي،هماغه .

[29] .ابن حجر حيتمي،الخيرات الحسان،٧٤،٩٣،١٢١ مخونه .

[30] . شيخ طوسي،رجال،١٨١،١٧٥،٤٧١؛ خضري بک،تاريخ التشريع الاسلامي،٨٦ مخ.

[31] . اخستل شوى دى له : شاه ولي الله دهلوي،التحفة الاثناعشرية،٨ مخ .

[32] .محمد ابوزهره،مخکېنۍ سرچينه ،٥٢-٤٩ او ٧٢-٧٣ مخونه .

[33] .مصطفى الشکعه،مخکېنۍ سرچينه،٥٧ مخ .

[34] .شاه ولي الله دهلوي،تحفة الاثناعشرية،٨ مخ؛عمر بن بحر الجاحظ،رسائل الجاحظ، (سندوبي)،١٠٦  مخ؛ ابن حجر حيتمي،الصواعق المحرقة،١٢٠ مخ؛ ابوالعباس احمد بن يوسف الفرماني،اخبار الدول و آثار الاول، له داود الهامي، امامان اهلبيت د گفتار اهلسنت،٣٦٤ مخ؛احمد حسن الباقوري،على امام الائمه،٤٨ مخ؛مير شمس الدين محمد سامي الارنبوري الروميو،قاموس الاعلام ٣/١٨٢١؛ محمد ابوزهره،امام ابوحنيفه حياته و عصره – آراوه و فقه،٧٢ مخ؛هماغه،الامام الصادق حياته و عصره-آراوه وفقه ،٣١ مخ .

[35] .ابوزهره،الامام الصادق،٣١ مخ .

[36] .ابن شهر آشوب،مناقب آل ابيطالب ٤/٢٤٨ .

[37] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه،٣٨٦ مخ .

[38] .ابوالمؤيد خوارزمي،جامع مسانيد ابي حنيفه ٢/٣٧٦ .

[39] .محمد تقي مدرسي،امامان شيعه و جنبش هاى مکتبي ،١٠٠ مخ .

[40] . ابن شهر آشوب،مخکېنۍ سرچينه ،٣٧٨ مخ .

[41] .محمد رئوف توکلي،چهار امام اهلسنت و جماعت ،١٨ مخ .

[42] .محمد ابوزهره،مخکېنۍسرچينه،٧٣ مخ .

[43] .علامه مجلسي،بحارالانوار ١٠ ټوک،١٣ باب،٢٣ حديث،٢٢٢ مخ .

[44] . هماغه سرچينه ،اتم حديث (٢٠٤ مخ)؛شيخ مفيد،الاختصاص،١٨٩ مخ؛قاضي نعمان مغربي،دعائم الاسلام١/٩٥ .

[45] .تکاثر /٨

[46] .علامه مجلسي،بحارالانوار ١٠/١٣ باب ، لسم حديث (٢٠٨-٢٠٩ مخونه)

[47] .قاضي نعمان المغربي،دعائم الاسلام ١/٩٥ .

[48] .له آيت الله واعظ زاده خراساني سره د هفت آسمان فصلنامې مصاحبه .درېم کال نهمه او لسمه ګڼه ٢٩-٣٩ مخونه ،١٣٨٠ پسرلى او دوبى .

[49] .خطيب بغدادي،مخکېنى سرچينه ،٣٢٦-٣٢٧ مخونه .

[50] .هماغه سرچينه /٣٢٧ مخ .

[51] .هماغه .

[52] .هماغه سرچينه .

[53] .خطيب بغدا دي،هماغه سرچينه،٣٢٧-٣٣٠ مخونه .ابن بزازي،مناقب ابي حنيفه ٢/١٥ .

[54] .خطيب بغدادي ،هماغه سرچينه ،٣٨١ مخ .

[55] .هماغه سرچينه ،٣٢٩-٣٣٠ مخونه .

[56] .ابن حجر حيتمي،الخيرات الحسان فى مناقب الامام اعظم ابي حنيفه النعمان ،٨٦ مخ؛مصطفى الشکعه،الائمة الاربعه ،٥٢-٥٤ مخونه .محمد ابوزهره ،امام ابوحنيفه ، ٧٠ مخ .

[57] .هماغه سرچينه .

[58] .مصطفى الشکعه ،هماغه سرچينه ،٥٤ مخ؛ محمد ابو زهره،هماغه سرچينه /٣٩ مخ .

[59] . محمد ابوزهره ،هماغه سرچينه .

[60] .هماغه سرچينه .

[61] .هماغه سرچينه .

[62] .ابوالفرج اصفهاني،مقاتل الطالبيين ،١٤١ مخ .

[63] .رسول جعفريان ،مقالات تاريخي،دفتر هشتم،٤٥ مخ .

[64] .ابوالفرج اصفهاني، هماغه سرچينه .

[65] . هماغه سرچينه ،٢٤٠-٢٤٣ مخونه؛خطيب بغدادي،مخکېنۍ سرچينه،٣٢٩ مخونه

[66] .خطيب بغدادي،مخکېنۍ سرچينه،٣٩٧-٣٩٨ .

[67] .ابوالفرج اصفهانيومخکېنۍ سرچينه،٣١٠ او ٣١٤ مخونه .

[68] .هماغه سرچينه .

[69] .هماغه سرچينه /٣٢٤ مخ .

[70] .هماغه سرچينه/٣٢٥ مخ .

[71] .هماغه سرچينه .

[72] .ابن بزازي،مخکېنۍ سرچينه٢/٧٢ مخ .

[73] .مخکېنۍ سرچينه /٣٢٥ مخ .

[74] .هماغه سرچينه ،٣١٥-٣١٦ مخونه .

[75] . ابن حجر حيتمى،الخيرات الحسان فى مناقب الامام الاعظم ابي حنيفه النعمان،٩١ مخ؛ محمد ابن يوسف الصالحي،عقود الجمان ،٣٥٧ مخ .

[76] .ابن حجر حيتمي،هماغه،٩٢ مخ؛محمد بن يوسف الصالحي،هماغه ٣٥٨-٣٥٩ مخونه .

[77] . ابن حجر حيتمي،هماغه .

[78] . محمد بن عبدالکريم شهرستاني،الملل و النحل ١/١٢٦-١٢٧

[79] . فضل هاشم جاحظ،رسائل جاحظ،١٠٦ مخ .

[80] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،٥ ټوک، د ابوحنيفه مدخل،٣٨٣ مخ .

[81] .هماغه ،٤٤ مخ (له لږ تصرف سره)

[82] .هماغه ،٤٤ مخ . (له لږ تصرف سره)

[83] . موفق مکي،مناقب ابي حنيفه ١/٩٢ .

[84] .هماغه ٢/٨-٩ مخونه .

[85] . ابوالفرج اصفهاني ،پخوانۍ سرچينه ،٩٩ مخ .

[86] . خوارزمي ،جامع مسانيد امام ابوحنيفه .

[87] . مائده /٣٨

[88] .نور /٢ .

[89] .شيخ مفيد ،الامالي،٢٢ مخ .

[90] .ميرزا محمد باقر موسوي،روضات الجنات ٨/١٦٩ له رسول جعفريان،حيات فکري و سياسي امامان شيعه،٣٥٧ مخ نه په نقل سره .

[91] . ابو يوسف،الآثار ،٣٤ مخ .

[92] .محمد ابوزهره،امام ابوحنيفه ،١٦٥ مخ .

[93] . ابن حجر عسقلاني،تهذيب التهذيب ١/٨٨ مخ .

[94] .حيدر اسد،الامام الصادق و مذاهب الاربعة١/٥٣ .

[95] .شيخ صدوق،علل الشرائع ١/٩١

[96] .ابوالفتح کراجکي،کنزالفوائد ،١٧١ مخ؛شيخ صدوق،عيون اخبار الرضا ١/١٣٨؛ علامه مجلسي،بحارالانوار ٥/٥٨ .

[97] .سيد بن طاووس حسني ، الطرائف،٣٢٨ مخ .

[98] .شيخ مفيد،الفصول المختارة من العيون و المحاسن (مصنفات شيخ مفيد ٢/٧٢-٧٣ مخونه .)

[99] . علي بن يونس العاملي،الصراط المستقيم ٢/١٧٤؛علامه مجلسي،بحارالانوار ٥/٨٥ .

[100] .ابن شعبة الحراني،تحف العقول ،٤١١ مخ .

[101] .کليني،الکافي ٧/١٩

[102] .شيخ طوسي،تهذيب الاحکام ٦/٢٧٧.

[103] .تاج العقائد،له قاضي نعمان المغربي ،دعائم الاسلام ١/٩١ نه په نقل سره .

[104] .شيخ صدوق،من لا يحضره الفقيه ٢/٥١٩ .

[105] .محمد بن يعقوب کليني،الکافي ٧/٢٤٢ .

[106] . هماغه ،٤٠٤ مخ .

[107] . شيخ صدوق،علل الشرايع ٢/٥١ .

[108] .شيخ طوسي،تهذيب الاحکام ٦/٢٧٧ .

[109] .شيخ صدوق،الخصال ،٣١٦ مخ (٩٨ رديف)

[110] . عبدالجليل قزويني،النقض،٤٠٢ .

[111] .الشيخ محمد آصف المحسني،مشرعة بحارالانوار ٢/١٦٥ .

[112] .هماغه ،١٧٠-١٧١ مخونه .

[113] .هماغه سرچينه ،١٧٠-١٧١ مخونه .

[114] .لکه :بحاراالانوار ١٠ ټوک،١٣ باب،٧ او ٨ حديثونه،٢٠٣-٢٠٤ مخونه او ١٣ حديث ، ٤١٢-٤١٤ مخونه .

[115] .ابن شهر آشوب،مناقب آل ابيطالب ٢/٢٨ .

[116] .قاضي نعمان المعربي،دعائم الاسلام ١/٩١ .

[117] .محمد بن يوسف کليني،الکافي ٨/٢٩٢ مخ؛ علامه مجلسي،بحارالانوار،٤٧ ټوک ،١١ حديث ،٢٢٣-٢٢٤ مخونه .

[118] .بحارالانوار ٤٦ ټوک،٩ باب او ٤٧ ټوک،٧ باب .

[119] .شمس الدين ذهبي،سير اعلام النبلاء ٤/٤٠٥ مخ .

[120] .ابن ابي الحديد،شرح نهج البلاغه ١٥/٧٧ .

[121] .شمس الدين ذهبيوسير اعلام النبلاء؛باقر شريف القرشي،حيات الامام الباقر ؛ اسد حيدر،الامام الصادق و مذاهب الاربعة .

[122] .علامه مجلسي،بحارالانوار ٤٧ ټوک،٤ باب،١٦ مخ .

[123] .بحارالانوار ٣/١٥٢-١٥٣ مخونه .

[124] .تکاثر /٨

[125] .علامه مجلسي،بحارالانوار ١٠ ټوک،١٣ باب ،٢٢٠ مخ .

[126] .محمد بن يعقوب کليني،اصول کافي ١/٥٨؛شيخ طوسي،الامالي،٦٤٥ مخ؛شيخ صدوق،علل الشرايع ١/٨٦-٨٩ مخونه؛ احمد بن علي طبرسي،الاحتجاج ٢/١١٤؛ علامه مجلسي،بحارالانوار ١٠/٢٢٠؛علي بن يونس العاملي ،الصراط الستقيم ٣/٢١١ مخ ؛قاضي نعمان المغربي،دعائم الاسلام ١/٩١؛هماغه سرچينه،شرح الاخبار ٣/٢٩٩.

[127] .احمد بن محمد بن خالد البرقي،المحاسن ٢/٣٠٤ .

[128] .موفق مکي،مناقب ابي حنيفه١/١٦٧ مخ؛ ابن بزازي،مناقب ابي حنيفه ٢/١٧ .

[129] .محمد بيومي مهران،الامامة و اهل البيت ٣/٤٣-٤٥ مخونه .

[130] .محمد ابوزهره،امام ابوحنيفه،٨٧-٨٨ مخونه .

[131] .هماغه ،الامام الصادق ،١٤٢ مخ .

[132] .محمد ابوزهره،مسند الامام احمد بن حنبل،٢٩٣ مخ، لومړى لمنليک .

[133] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي ، د ابوحنيفه مدخل ،٥/٣٨٥ .

[134] .ابن ابي الحديد،شرح نهج البلاغه ٤/٦٨ .

[135] .خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ ١٣/٣٣١.

[136] .علي بن محمد بزودي،اصول الفقه ،٩٢٧ مخ .

[137] . ابوبکر سرخسي،اصول الفقه له محمد ابوزهر،الامام ابوحنيفه ،٣١١ مخ نه په نقل سره .

[138] .ابن عبدالبر،الانتقاء  من فضائل الائمة الثلاثة الفقهاء،١٤٣ مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!