تبلیغات

  امام ابوحنیفه (ره) او اهلبیت اووم څپرکى   د اهلبیتو او  تشیع په باب د امام ابوحنیفه او حنفیانو د لیدلوري پرتلنه ١. د امام ابوحنيفه (ره) په لارويانو کې څو لاسي د امام ابوحنيفه (ره) د اندو او نظرياتو د لاروۍ مدعيان په خپلو کې يوه خوله نه دي او د امام ابوحنيفه […]

 

امام ابوحنیفه (ره) او اهلبیت

اووم څپرکى

 

د اهلبیتو او  تشیع په باب د امام ابوحنیفه او حنفیانو د لیدلوري پرتلنه

١. د امام ابوحنيفه (ره) په لارويانو کې څو لاسي

د امام ابوحنيفه (ره) د اندو او نظرياتو د لاروۍ مدعيان په خپلو کې يوه خوله نه دي او د امام ابوحنيفه (ره) له اندو يې قرائتونه سره خورا توپيرونه لري؛لکه څنګه چې په درېم څپرکي کې مو ورته اشاره وکړه،د امام ابوحنيفه (ره) لومړني لارويان دوه ډلې وو : د امام ابوحنيفه (ره) عقلپال او ګروهيز لارويان د “د کلامي او عقلپالو حنفيانو” په نامه او فقهي لارويان يې د “اهلسنت او جماعت ” په نامه پېژندل کېدل،چې فقهي لارويان يې ډېرى حديثپالي لېوالتياوې لري .دويمه ډله نن په خپله په بېلابېلو ډلو وېشل کېږي،چې کله ددوى د ليدلوريو ترمنځ توپير له شيعه او حنفي ډلو ترمنځ له توپيره خورا ډېر وي او واټن یې هم ډېر وي .ځينې دا ډلې د اهلبيتو له ښوونځي سره خورا واټن لري او تشيع ته هم خورا بدو‏ين دي،حال داچې ځينې پکې تر څه بريده د اهلبيتو ښوونځي او تشيع ته نږدې کېږي؛نو پردې بنسټ د ټولو هغه وګړيو په باب يو ډول قضاوت نه شو کولاى،چې ځانونه د امام ابوحنيفه (ره) لارويان ګڼي .

په ادامه کې به ځينې حنفي ډلو او ځينو توپيرونه ته يې اشاره وکړو او هم هغه لاملونو ته چې ځينې حنفي ډلې يې د اهلبيتو له ښوونځي لرې او بدبينه کړې دي .

 

١-١ . ماتريدي حنفيان

د امام ابوحنيفه (ره) ډېرى لارويان هغه وګړي دي،چې په کلام کې د ابومنصور ماتريدي لارويان دي او د ماتريدي له لارې خپل کلام هم د هغه له روايت له مخې، په امام ابوحنيفه (ره) پورې نښلوي؛لکه څنګه چې مخکې هم ورته اشاره وشوه ،ماتريدي کلام سره له دې،چې د امام ابوحنيفه (ره) کلامې اندې اهل حديثو ته نږدې کوي؛خو بيا هم د اهلسنتو په کلامي مذهبونو کې د اهلبيتو ښوونځى ته خورا نږدې او وړ ښوونځى دى .

د اهلبيتو په باب د ماتريدي حنفيانو ليدلورى تقريباً منځ لارى ليدلورى دى او د اهلبيتو ډېرى فضايل مني . د بېلګې په توګه : ملا علي قاري هروي د فقه الاکبر شارح د امام ابوحنيفه (ره) د وينا په شرحه کې وايي :

” و نشهد … فاطمة و زينب و رقيه و ام کلثوم کن جميعا بنات رسول الله (ص) “،راوړي دي :

” د امام ابوحنيفه (ره) په ويناوو کې پر زينب د فاطمې لومړيتوب په رتبه کې یې د لومړيتوب له امله دى .روايت دى ،چې:فاطمه ځکه فاطمه نومول شوې ،چې خداى هغه او ځوځات يې د دوزخ له اوره لرې ساتي … په بل روايت کې راغلي،چې فاطمه ځکه فاطمه نومول شوې،چې خداى هغه او مينوال يې د دوزخ له اوره ساتي .همداراز بتول نومول شوې؛ځکه هغه له خپلو همپېرو ښځو نه په فضيلت ،دين،حسب او نسب کې غوره ده … له علي (ک) سره يې واده د الهي وحې په حکم و او په کورنۍ کې پېغمبر اکرم (ص) ته تر ټولو ګرانه وګړې وه.رسول الله (ص) به چې له کوم سفره راستون شو؛نو فاطمه به لومړۍ تنه وه،چې له پېغمبراکرم (ص) سره به يې کتل .پېغمبر اکرم (ص) وويل:فاطمه مې د بدن ټوټه ده،څوک يې چې وځوروي،زه يې ځورولاى يم ….همداراز پېغمبر اکرم (ص) ورته وويل : خوښه نه يې،چې د نړۍ د مېرمنو اغلې ووسې ؟ په بل روايت کې راغلي،چې هغه د جنتي ښځو اغلې ده …. فاطمې،علي (ک) ته حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي وزېږول … او محسن،چې په ماشومتوب کې ومړ او ام کلثوم او زينب . د رسول الله (ص) ځوځات يوازې د فاطمې له لارې دى او له فاطمې يې ځوځات يوازې له دوو لمسو حسنينو څخه پاتې دى .”[1]

ملا قاري هروي د حضرت امام مهدي په باب وايي :

” اما په اخرالزمان کې د امام مهدي راښکاره کېدل او داچې نړۍ به له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له تېري او ظلمه ډکه شوې وه او داچې امام مهدي د پېغمبراکرم (ص) له عترت او د فاطمې له ځوځاته دى .جوته شوې ده او په دې باب له رسول الله (ص) خورا روايتونه رانقل شوي دي .”[2]

٢-١ .دولس امامي حنفيان

دولس امامي سنيان هغوى ته ويل کېږي،چې د عمومي اهلسنتو د ګروهې له مخې،د راشده خلفاوو د خلافت د منلو ترڅنګ،د اهلبيتو د دولس ګونو امامانو پر لوړ مقام هم د الهي فيض او واسطې په توګه ګروهن دي او له اهلبيتو سره مينه کوي . دا ډول لېوالتيا په سني صوفيانو کې دود ده او دا ډول وګړي ډېرى په نهمه او لسمه هجري پېړۍ کې وو .

دوى د شيعه وو ځينې ګروهې؛لکه تبرى،رجعت،بداء او … نه مني؛خو د اهلبيتو فضايل او مناقب خورا رانقلوي او پر راشده خلفاوو سربېره د دولس ګونو امامانو امامت مني او له دوى تبرى او ورته کنځل او ښېرې کول جايز نه ګڼي .د دولس ګونو امامانو امامت هم د صوفيه سترو اقطابو او روحاني مشرانو په توګه مني او سياسي مشري د اهلبيتو د امامانو نه ګڼي .په امام مهدي هم ګروهن دي او د اماميه وو په څېر ګروهن دي،چې هغه د امام حسن عسکري زوى دى؛البته په دوى کې ځينو ويلي دي،چې هغه مړ شوى دى او ډېرى يې هم پر ژونديتوب ګروهن دي .

ډېرى ليدل کېږي،چې په شيعه او سنيانو کې کمزور بنسټه ليکوالان او ويناوال،چې دداسې وګړيو په مذهبي دريځ سم پوه شوي نه دي ، په باب يې يو اړخيزې خبرې کوي . ځينې شيعه مذهبي ګروهن دي،چې د بېلګې په توګه: مولانا بلخي،سنايي او يا …. شيعه وو او د خبرې ادعا يې په اشعاور کې يې د اهلبيتو ستاينه ده ،پر وړاندې يې ځينې اهلسنت ليکوالان کوښښ کوي، شيعه توب  يې رد کړي او د خبرې ادعا يې ددې وګړيو له لوري د راشده خلفاوو د خلافت منل دي. حال داچې دا ډول وګړي د شيعه او سني په هغه قالب کې نه رانغاړل کېږي،چې د نننيو محترمو ليکوالانو په پام کې دي .

دا ډله وګړي؛لکه څنګه چې مې وويل،په عين حال کې چې په خپل فقهي مذهب کې د اهلسنتو يو له څلورګونو امامانو (ډېرى يې د امام ابوحنيفه) لارويان دي او د راشده خلفاوو خلافت د راپېښېدو په ترتیب – اوډون مني،اهلبيتو ته هم ،په تېره بيا په علمي او مانیز- معنوي ډګر کې په ځانګړي مقام قايل دي او ددوى په اند ددې دوو راټولول هېڅ پروا نه کوي او بايد داسې وي .

په حنفيانو کې د داسې لېوالتيا په باب (چې ددې لېوالتيا ډېرى وګړي حنفي مذهب او بيا شافعي دي) لاندې وګړيو ته اشاره کولاى شو :

 ١-٢-١ . مولانا جلال الدين بلخي (٦٠٤-٦٧٢ س)

ستر عالم او مشهور عارف جلال الدين محمد مولوي بلخي،په خپلې شعري ټولګو؛مثنوي او د شمس تبريزي په کلياتو کې اهلبيتو ته خپله مينه څرګنده کړې ده .هغه د اميرالمؤمنين علي (ک) د وګړې- شخصيت پر ستاينې سربېره،کربلا د سترې پېښې په باب هم له درد او درکه ډکه شاعري کړې ده،چې په اهلبيتو يې د زړه بايلو څرګندوى ده . مولوي د عاشورا پېښه په عرفاني ليد ګوري او د شهيد، د دين خسرو،د غيب خسرو، فدايي ،پارسا ، مخکښ او د سلوک مخکښ په نامه  د ټکيو له لارې د سيد الشهداء مقام راپېژني .

مولانا د مثنوي په لومړي دفتر کې د حضرت علي (ک) ستره وګړه راسپړلى او د هغه ستر او بشپړ انسان د خوى پر بنسټ په هڅه کې دى،چې مسلمانانو ته ترې زده کړې ورکړي .د مولانا بلخي دا اوږده شعرونه ځکه دلته راوړو،چې د اميرالمؤمنين علي (ک) په باب يې ليد لورى روښانه شي :

از علي آموز اخلاص عمل

شير حق را دان منزه از  دغل

در غزا بر  قهرمانى دست يافت

زود شمشيرى کشيد و برشتافت

او خدو انداخت در روى على

افتخار هر نبي و هر ولى

آن خدو زد بر رخى که روى ماه

سجده آرد پيش او در سجده گاه

در زمان انداخت شمشير آن على

 کرد او اندر غزايش کاهلى

گشت حيران آن مبارز زين عمل

وز نمودن عفو و رحم بى محل

گفت :بر من تتغ تيز افراشتى

از چه افکندى مرا بگذاشتى ؟

آن چه ديدى بهتر از پيکار من

تا شدى تو سست در شکار من؟

آن چه ديدى که چنين خشمت نشست

تا چنان برقى نمو د باز جست؟

آن چه ديدى که مرا زان عکس ديد

در دل و جان شعله اى آمد پديد؟

آن چه ديدى برتر از کون و مکان

 که به از جان بود و بخشيدم جان؟

در شجاعت شير ربانيستى

در مروت خود بدانى کيستى

در مروت ابر موسايي به تيه

کآمد از وى خوان و نان بي شبيه

ابرها گندم دهد کان را به جهد

پخته و شيرين کند مردم چو شهد

ابر موسى پر رحمت بر گشاد

پخته و شيرين بى زحمت بداد

از براى پخته خواران کرم

رحمتش افراشت در عالم و  علم

تا چهل سال آن وظيفه و آن عطا

کم نشد يک روز  زان اهل رجا

تا هم ايشان از خسيسى خاستند

گندنا و ترده و خس خواستند

امت احمد که هستيد از کرام

تا قيامت هست باقى آن طعام

اى على که جمله عقل و ديده اى

شمه اى وا گو از آنچه ديده اى

تيغ حلمت جان ما را چاک کرد

آب علمت خاک ما را پاک کرد

باز گو اى باز عرش خوش شکار

تا چه ديدى اين زمان از کردگار؟

چشم تو ادراک غيب آموخته

چشم هاى حاضران بردوخته

راز بگشا اى على  مرتضى

اى پس از سوء القضا، حس القضا

يا تو وا گو آنچه عقلت يافته است

يا بگويم آنچه بر من تافته است

از تو بر من تافت چون دارى نهان

مى فشانى نور چون مه بى زبان

ليک اگر در گفت آيد قرص ماه

شب روان را زودتر آرد به راه

از غلط ايمن شوند و از  ذهول

بانگ مه غالب شود بر بانگ غول

چون تو بابى آن مدينه علم را

چون شعاعى آفتاب حلم را

باز باش اى باب رحمت تا ابد

بارگاه ما “له کفوا احد”

گف :فرما، يا اميرالمؤمنين

تا بجنبد جان به تن در چون جنين

چون جنين را نوبت تدبير او

از ستاره سوى خورشيد آيد او

چونکه وقت آيد که گيرد جان جنين

آفتابش آن زمان گردد معين

اين جنين در جنبش آيد زآفتاب

 کآفتابش جان همى بخشد شتاب

از کدامين ره تعلق يافت او

در رحم با آفتاب خوب رو؟

از ره پنهان که درو از حس ماست

آفتاب چرخ را بس راه هاست

باز گو اى  باز پر افروخته

باشه و با ساعدش آموخته

باز گو اى باز عنقا گير شاه

اى سپاه اشکن به خود،نى باسپاه

امت وحدى يکى و صد هزار

باز گو اى بنده،بازت را شکار

در محل قهر،اين رحمت زچيست

اژدها را دست دادن راه کيست؟

گفت :من تيغ از پى حق مى زنم

بنده حقم،نه مامور تنم

شير حقم نيستم شير هوا

فعل من بر دين من باشد گوا

من چو تيغم پُر گهرهاى وصال

زنده گردانم،نه کشته در قتال

خون نپوشد گوهر تيغ مرا

باد از جا کى برد ميغ مرا ؟

که نيم،کوهم زحلم و صبر و داد

کوه را کى در ربايد تند باد ؟

آنکه از بادى رود از جا خسى ست

زانکه بادناموافق خود بسى ست

باد خشم و باه شهوت باد آز

بُرد او را که نبود اهل راز

کوهم وهستى من بنياد اوست

 ورشوم چون کاه بادم باداوست

جز به یاد او نجنبد میل من

نیست جز عشق احد سرخیل من

خشم بر شاهان شه و ما را غلام

خشم را هم بسته ام زیر لگام

تیغ حلمم گردن خشمم ز دست

خشم حق بر من چو رحمت آمده است

غرق نورم گرچه سقفم شد خراب

روضه گشتم گرچه هستم بو تراب

چون در آمد در میان غیر خدا

تیغ را اندر میان کردن سزا

تا “احب لله” آید نام من

تاکه “ابعض لله” آید کام من

تا که “اعطا لله” آید جود من

تا که “امسک لله” آید بود من

بخل من لله،عطا لله و بس

جمله لله ام، نیم من آن کس

وآن چه لله می کنم تقلید نیست

نیست تخییل و گمان جز دیدنیست

ز اجتهاد و از تحری رسته ام

آستین بر دامن حق بسته ام

گر همی پرم همی بینم مطار

ور همی گردم همی بینم مدار

ورکشم باری بدانم تا کجا

ماهم و خورشید پیشم پیشوا

بیش ازین با خلق گفتن روی نیست

بحر را گنجایی اندر جوی نیست

پست می گویم به اندازه عقول

عیب نبود، این بود کار رسول

اندر آ من در گشادم مر تو را

تف زدی و تحفه دادم مر تورا

پس جفا گر را چنین ها می دهم

پیش پای چپ چه سان سر می نهم

پر وفاگر را چه بخشم؟ بو بدان

گنج ها و ملک های جاودان

گفت: امیر المؤمنین با آن جوان

که به هنگام نبرد، ای پهلوان

چون خدو انداختی در روی من

نفس جنبید و تبه شد خوی من

نیم بهر حق شد و نیمی هوا

شرکت اندر کار حق نبود روا

نقش حق را هم به امر حق شکن

برزجاجه دوست سنگ دوست زن

گبر این بشنید و نوری شد پدید

در دل او تا که ز ناری برید

گفت: من تخم جفا کاشتم

من تو را نوعی دگر پنداشتم

تو ترازوی احد خو برده ای

بل زبانه هر ترازو بوده ای

تو تبار واصل و خویشم بوده ای

تو فروغ شمع کیشم بوده ای

من غلام موج آن دریای نور

که چنین گوهر برآرد در ظهور

عرضه کن بر من شهادت را که من

مر تو را دیدم سرافراز زمن

قرب پنجه کس زخویش و قوم او

عاشقانه سوی دین کردند رو

او به تیغ حلم چندین خلق را

وا خرید از تیغ چندین حلق را

تیغ حلم از تیغ آهن تیزتر                      بل ز صد لشکر ظفر انگیز تر[3]

 

مولانا بلخي د شمس تبريزي په شعري ټولګه کې د کربلا د شهيدانو په باب داسې وايي :

کجایید ای شهیدان  خدایی

بلا جویان دشت کربلایی

کجایید ای سبک روحان عاشق

پرنده تر ز مرغان هوایی

کجایی ای شهان آسمانی

بدانسته فلک را در گشایی

کجایید ای ز جان و جا رهیده

کسی مر عقل را گوید کجایی؟

کجایید ای در زندان شکسته

بداده وامداران را رهایی

کجایید ای در مخزن گشاده

کجایید ای نوای بی نوایی

در آن بحرید کین عالم کف اوست

زمانی بیش دارید آشنایی

کف دریاست صورتهای عالم

زکف بگذار اگر اهل صفایی

دلم کف کرد کین نقش سخن شد

بهل نقش و به دل رو گر زمایی

بر آ ای شمس تبریزی ز مشرق

که اصل اصل اصل هر ضیایی

 د شمس تبريزي په شعري ټولګه کې په يو بل ځاى کې هم کوښښ کوي،چې حسين بن علي او د کربلا شهيدان راوپېژني :

چیست با عشق آشنا بودن

به جز از کام دل جدا بودن

خون شدن خون خود فرو خوردن

باسگان بر در وفا بودن

او فداییست هیچ فرقی نیست

پیش او مرگ و نقل یا بودن

رو مسلمان سپر سلامت باش

جهد میکن به پارسا بودن

کین شهیدان ز مرگ نشکیبند

عاشقانند بر فنا بودن

از بلا و قضا گریزی تو

ترس ایشان ز بی بلا بودن

شیشه می گیر و روز عاشورا

تو نتوانی به کربلا بودن[4]

 

په يوه بل غزل کې يې د يزيد او حسين تقابل داسې شرح کړى دى :

ز سوز شوق دل همی زند عللا

که بوک در رسدش از جناب وصل صلا

دلست همچو حسین و فراق همچو یزید

شهید گشته دو صدره به دشت کرب و بلا

شهید گشته بظاهر حیات گشته به غیب

اسیر در نظر خصم و خسروی بخلا

میان جنت و فردوس وصل دوست مقیم

رهیده از تک زندان جوع و رخص و غلا

اگر نه بیخ درختش درون غیب ملیست

چرا شگوفه وصلش شکفته است ملا

خموش باش و ز سوی ضمیر ناطق باش

که نفس ناطق کلی بگویدت افلا[5]

د حلب د شيعيانو په داستان کې (د مثنوي شپږم دفتر) هم مولانا د امام حسين پر اسماني او ستره وګړه رڼا اچوي :

روز عاشورا نمی دانی که هست

ماتم جانی که از قرنی به است

پیش مؤمن کی بود این غصه خوار

قدر عشق گوش عشق گوشوار

پیش مؤمن ماتم آن پاک روح

شهره تر باشد ز صد طوفان نوح[6]

او د حسيني ويرجنو پر زیان پېژندنه رڼا اچوي او وايي،چې د حسين غم د هغه چا لپاره خورا ستر او درون دى،چې د خداى او د خداى د استازي رښتين لاروى وي ؛ځکه څوک چې له حضرت محمد (ص) سره مينه کوي؛بايد له امام حسين سره هم مينه وکړي،چې ” حسين منى و انا من حسين ” قدر عشق ګوش عشق گوشوار؛لکه څنګه چې د انسان غوږ خوښ دى،غوږوالى يې هم خوښه ده؛له غوږه مراد حضرت محمد (ص) او له غوږوالۍ مراد امام حسين دى . د مؤمن له نظره د سيد الشهداء د پاک روح درناوى او ورته وير کول د نوح تر سلو توپانونو هم مشهور دى . مولوي په ٧٩١ او ٧٩٢ دوو بيتونو کې د مؤمن پر ټکي له ټينګار سره او  د کيفيت نسبت له حسين تولاى حسين او همداراز د امام حسين له دښمنانو تبرى کول د ايمان اومؤمن له نښو ځنې معرفي کوي؛ته وا د مولانا د امام حسين د زيارت دې برخې ته پام و،چې وايي : ” يا ابا عبدالله لقد عظمت الرزيه و جلت و عظمت المصيبه بک علينا و جميع اهل الاسلام = ابا عبدالله ! په رښتيا چې وير دې ستر او پر موږ او ټولو اسلاموالو دې غم او خپګان درون دى .” حسين د روح سلطاني او شاهنشاه په نامه يادېږي،چې د مولانا د نورو اشعارو په رڼا کې او مراد ترې د عشق سلطان دى . ( و ګ : صفوي –سيد سليمان -١٣٨٦) او همداراز حسين ته د دين خسرو ويل شوى دى ،مولوي د پېغمبر اکرم (ص) يو صحابي او خليفه هم په دې لقبونه نه دى ياد کړى .امام حسين د صادق او واصل عشق ستره بېلګه ده او هغه د دين خسرو او د عاشقانو شاهنشاه دی،چې د دنيا له قيده خلاص شوى او د غيب عالم ته يې استعلا کړې ده .

بيا مولانا وايي : ويرجنو ! د ځان پر حال وژاړئ،چې له حسيني ارزښتونو سره خورا واټن لرئ .پر حسين مه ژاړئ،بايد پر خپل خراب ايمان او زړه وژاړئ،چې ددې فاني دنيا په مزخرفاتو مو زړه تړلى دى او بيا د دين د دروغجنو مدعيانو ځواب ورکوي، وايي : دينوالي خپلې نښې لري،چې له هغوى ځنې : “توکل”- “سرښندنه” –”معنوي فرخي” او “بښنه” ده،چې په تاسې کې نه ليدل کېږي.که حسيني ياست او د الهي عشق شراب مو څښلي وي؛نو ولې يې ستاسې په کړنو او ويناوو کې اغېز نه ليدل کېږي ؟

پس عزا برخود کنید ای خفتگان

ز آنکه بدمرگی است این خواب گران

روح سلطانی ز زندانی بجست

جامه چه درانیم و چو خاییم دست

چونکه ایشان خسرو دین بوده اند

وقت شادی شد چو بشکستند بند

سوی شادروان دولت تاختند

کنده و زنجیر را انداختند

روز ملک است و گش و شاهنشهی

گر تو یک ذره از ایشان آگهی

ورنه ای آگه برو بر خود گری

ز آنکه در انکار نقل و محشری

بر دل و دین خرابت نوحه کن

که نمی بیند جز این خاک کهن

ور همی بیند چرا نبود دلبر

پشتدار و جان سپار و چشم سیر

در رخت کو از می دین فرخی

گر بدیدی بحر کو کف سخی

آنکه جو دید آب را نکند دریغ

خاصه آن کاو دید آن دریا و میغ[7]

 

مولانا په دې غزل کې هم په مقارنه اى مطالعې کوښښ کوي ،چې له حسين،حسيني عاشقانو او پاتې شونيو د غوره پوهې له لارې د کربلا حماسي لار  وښيي .

چیست با عشق آشنا بودن

بجز از کام دل جدا بودن

خون شدن خون خود فرو خوردن

با سگان بر در وفا بودن

او فداییست هیچ فرقی نیست

پیش او مرگ و نقل یا بودن

رو مسلمان سپر سلامت باش

جهد میکن به پارسا بودن

کین شهیدان ز مرگ نشکیبند

عاشقانند بر فنا بودن

از بلا و قضا گریزی تو

ترس ایشان ز بی بلا بودن

شیشه می گیر و روز عاشورا

تو نتانی به کربلا بودن[8]

 د ميرزا حسن نوري په کشف الاستار کې د دولس ګونو امامانو په ستاينه کې يوه بله قصيده مولوي ته نسبت ورکړل شوې ده، چې لومړي او وروستي بيتونه يې دادي :

” ای سرور مردان علی مستان سلامت می کنند”

تردې چې په پاى کې د دولس ګونو امامانو تر شمېرلو وروسته وايي :

“با میر دین هادی بگو با عسکری مهدی بگو

با آن ولی مهدی بگو مستان سلامت می کنند”[9]

 ځينې ګروهن دي،چې له شمس نه د مولوي مراد هم موعود مهدي دى.ډېرى مولوي پېژندنکيو ويلي،چې د شمس تبريزي په نامه وګړى وجود نه درلود،چې د مولانا همپېرى او له مولانا سره و او هغه د مولانا د تخيل زوکړه ګڼي؛خو که د ددې شمس مصداق هماغه غايب او موعود مهدي وي؛نو دا چار منطقي برېښي او نور به د مولانا د همپېري شمس د لټون اړتيا نه وي . دا ټکى مو هم په ګوته کړ،چې ډېرى حنفي عرفاوو،چې دلته مو د دولس امامي حنفيانو په نام ياد کړل،دا په ډاګه کړې،چې موعود مهدي د امام حسن عسکري زوى دى،چې پټ شوى دى او هغه مهال به راښکاره شي،چې خداى وغواړي او نړۍ به له عدل او انصافه ډکوي . په ډېرى روايتونو کې حضرت مهدي په “شمس” تعبير شوى او په ځينو روايتونو کې “والشمس والضحى” په حضرت مهدي تاويل شوى دى .دا غايب شمس او د حقيقت دې لمر له مولانا زړه وړى او د هغه د راښکاره کېدو او وصل لپاره د شمعې په څېر سوځي. د لاندې شعرونو مخاطب بې له موعود مهدي بل څوک نه شو ګڼلاى :

می بده ای ساقی آخر زمان

ای ربوده عقل های مردمان

خاکیان زین باده بر گردون زنند

ای می تو نردبان آسمان

له دې شعرونو سره  :

این کیست این این کیست این

این یوسف ثانی است این

خضر است و الیاس این مگر

یا آب حیوان است این

این باغ روحانی است این

یا بزم یزدانی است این

سرمه سپاهانی است این

یا نور سبحانی است این

خورشید رخشان می رسد

مست و خرامان می رسد

با گوی و چو گان می رسد     سلطان میدانی است این

٢-٢-١ .شيخ فريدالدين عطار نيشابوري (٥٠٧ س مړ)

محمد بن ابراهيم فريدالدين عطار د صوفيانو ستر شيخ او حنفي عالم دى،چې د اهلبيتو په ستاينه کې شعرونه ويلي دي . هغه “تذکرة الاولياء” د امام صادق د حال په شرحې پيلوي او دا د ټولو دولس ګونو امامانو د ياد په څېر ګڼي :

” هغه د مصطفوي ولس سلطان،هغه د نبوي برهان حجت …يو څو ټکي به له هغه (امام صادق) څخه راوړو،چې دوى (اهلبيت) ټول يو دي او چې د هغه ذکر وکړې؛لکه د ټولو،چې دې کړى وي .ګورې نه ! څوک يې چې په مذهب وي [ امامي شيعيان/اثناعشري/جعفري] د دولس ګونو امامانو په  مذهب دي؟؛يعنې يو دولس دى او دولس يو دى …. [10]

بيا په دې باب د شافعي مشهور شعر ته اشاره کوي،چې :

“لو کان رفضا حب آل محمد

فليشهد الثقلان انى رافضى “[11]

عطار د اهلبيتو په ستاينه کې شعرونه لري،چې په پيل کې يې وايي :

 

” مصطفی ختم رسل شد در جهان

مرتضی ختم ولایت در عیان

جمله فرزندان حیدر اولیا

جمله یک نوراند حق کرد این ادا”

د دولس امامانو تر شمېرلو وروسته وايي :

“صد هزار اولیا روی زمین

از خدا خواهند مهدی را یقین

یا الهی مهدیم از غیب آر

تا جهان عدل گردد آشکار

مهدی هادیست تاج اتقیاء

بهترین خلق برج اولیاء

ای ولای تو معین آمده

بر دل و جانها همه روشن شده

ای تو ختم اولیای این زمان

و از همه معنا نهانی جان جان

ای تو هم پیدا و پنهان آمده

بنده عطارت ثنا خوان آمده”[12]

 

٣-٢-١ . حکيم سنايي غزنوي (٤٧٣-٥٤٥ س)

ابوالمجد مجدود بن آدم سنايي،نوميالى حکيم او د مدينة الاولياء؛ غزني مشهور عارف په “حديقة الحقيقة” کې له اهلبيتو سره خپله مينه څرګنده کړې ده . هغه څو ځلې د “ثقلين” حديث د ” انى ترکت فيکم الثقلين کتاب الله و عترتى ” په عبارت راوړى دى .[13]

د سنايي په ليکنو کې هم د اهلبيتو ستاينې تر سترګو کېږي او هم د راشده خلفاوو ستاینې .[14] هغه د حضرت علي (ک) په ستاينه کې خورا شعرونه لري،چې وايي :

آنکه بر مرتضی برون آید

سوی عاقل امام چون آید

مصطفی گاه رفتن از دنیا

 چون بسنجید منزل عقبی

جمله اصحات مرو اورا گفتند

که چه بگذاشتی بر آشفتند

گفت بگذاشتم کلام الله

عترتم را نکو کنید نگاه

هغه د امام حسن او امام حسين فضايلو ته ځانګړى څپرکى ځانګړى کړى دى او دا باب يې داسې پيل کړى دى :

” فى فضيلة اميرين العادلين، و السبطين قرتى العينين،سيدا شباب اهل الجنة،الحسن و الحسين رضوان الله عليهما،قال النبى (ص) : اولادنا اکبادنا فان عاشورا حزنونا و ان ماتوا قتلونا،و قال ايضا (ص) : نعم الراکب و نعم الجمل و ابواهما خير منهما رضى الله عنهما .”[15]

هغه د امام حسن د شهادت پېښه بيانوي او د هغه د دښمنانو پستي روښانوي [16] او د امام حسين ستاينه داسې پيلوي ،چې :

 “ذکر الحسين يضيى العينين سلالة الانبياء و اولاد الاصفياء و الاولياء و الاوصياء و شهيد الکربلا و قرة عين المصطفى،بضعة المرتضى و کبد فاطمة الزهراء رضى الله عنه و عن والديه،قال الله سبحان و تعالى عز من قائل فى محکم کتابه : ان الذين يؤذون الله و رسوله لعنهم الله فى الدنيا و الآخرة و اعدلهم عذابا مهينا و اولئک هم الخاسرون و قال النبي (ص) : ترکت کتاب الله و عترتى فاخبر ان و عدالله حق .”[17]

 ٤-٢-١. ملاحسين واعظ کاشفي (٩١٠ س مړ)

کمال الدين حسين بن علي سبزواري په واعظ کاشفي مشهور، د امام حسين د وير د دوديزو مراسمو په بياژواکۍ – احياء کې يې خورا ونډه درلوده .هغه يو نقشبندي صوفي او حنفي فقيه دى،چې په حنفي فقه کې يې يوه خپلواکه رساله هم  ليکلې ده [18]. هغه پر ٩٠٨ هجري کال په هرات کې مهم او لومړى کتاب د حسيني وير لپاره وليکه او د “روضة الشهداء فى مقاتل اهل البيت ” نوم يې پرې کېښود.ددې کتاب ليکنه د مرشدالدوله عبدالله،چې د سلطان حسين بايقرا د تيمور له لمسيانو او د هرات واکمن په غوښتنه وليکل شو .[19] دا کتاب د پېغمبرانو کړاوونه او د دولس ګونو امامانو په تېره بيا د کربلا پېښه رانغاړي.”روضة الشهداء” په خپل وخت کې په سيمه کې ‌خورا مشهور شو او ويل يې په غونډو کې دود شوى و .ان تردې چا به چې چاته نصيحت کاوه او امامانو پر کړاوونو به يې ژړاوه،ورته به يې  ویرنبولی یا”روضه خوان” وايه .[20]

او دا نوم تر ننه په شيعيانو کې دود دى او ددې نوم ايښوونې سرچينه د ملا واعظ کاشفي “روضة الشهداء” ده.  په عراق کې تر ننه يو ممبر ته “قاري” وايي،چې په عربۍ کې په لنډه د پارسي د روضه خوان ژباړه ده . (قارى الروضه).”[21]

په اسلامي هېوادونو کې په شيعه مېشتو سيمو کې د روضة الشهداء کتاب لوستل د “داستان هاى قهرماني” او “هزار و يک شب” ځايناستى شو او ان تر صفويه د مخه په محرم او صفر مياشتو کې پر ممبرونو لوستل کېده .[22]

په خپله کاشفي په اهلسنتو کې ( په شامي معنا  تشيع : له درې لومړيو خلفاوو سره د نه مخالفت ترڅنګ له اهلبيتو سره مينه ) د امام حسين د وير دود ته اشاره کوي :

” د اهلبيتو مينوال هر کال د محرم د مياشت په رارسېدو،د سيدالشهداء د خپګان وير ته کېني او د پېغمبر اکرم (ص)  د زامنو لپاره وير کوي .”[23]

هغه وايي،چې د مقتل په کتابونو کې د خبرو د خپراوي له امله يې هوډ وکړ،چې په يو کتاب کې يې راټول کړي او د همدې موخې لپاره يې د “روضة الشهداء” کتاب وليکه .[24] واعظ کاشفي يو بل کتاب هم لري،چې شيعه ته لېوالتيا په ډاګه کوي او هغه ” فتوتنامه ى سلطانى ” دى .دا کتاب پر پېغمبر اکرم (ص) ،څلورو خلفاوو (رضی الله عنهم) او د پېغمبر اکرم (ص) پر آل او اصحابو په درود پيل شوى دى او تر يوې سريزې وروسته د کتاب د موضوع په هکله يې توضيح ورکړې،بيا يې پر علي بن موسى الرضا درود ويلى دى او بيا وايي : ” د فتوت مبداء او ښکارندوى يې ابراهيم خليل الله دى او فتوت قطب علي مرتضى دى او فتوت خاتم به مهدي وي .[25] هغه بيا وايي،چې فتوت هم د نبوت په څېر په پېغمبرانو کې يو پټ ميراث و،چې حضرت محمد (ص) ته او له هغه څخه حضرت علي (ک) او نورو امامانو ته رسېدلى دى .[26] هغه د حضرت علي د فتوت لپاره د ” لا فتى الا على لا سيف الا ذوالفقار” مشهور خبر شاهد راوړى دى [27] او په دې دوو آيتونو يې ټينګار کړى دى : ” و من الناس من يشرى نفسه ابتغاء مرضات الله “[28] او “يؤثرون على انفسهم ولو کان بهم خصاصة “[29] او همداراز د بېل بېل امام فتوت يې تاييد کړى دى . [30]وروسته تردې،چې جوت کړي يې دي،چې حضرت علي (ک) اصل فتوت و،درې زامن حسن، حسين او محمد بن حنفيه یې د اسلامي فتوت مخکښان شمېرلي دي .[31] هغه ليکي،چې د فتوت له آدابو ځنې يو دا دى،چې مقرر دي،چې هغه حلوا وخوري،چې په اور پخه شوې نه وي،د هغه د وينا له مخې، داسې حلوا د خم غدير تر غونډې وروسته پر خلکو وويشل شوه .[32] هغه په کوم ځاى کې،چې د فتيان د جشن پر شرحه بوخت شوى دى،د عبدالرزاق له “فتوتنامه” يې يو نص راوړى دى،چې په هغې کې د دولس ګونو امامانو نوم يو په بل پسې راغلى دى او حضرت مهدي داسې وصف شوى دى : “د ځمکوالو او اسمانوالو حجت،صاحب الزمان او قاطع البرهان “.[33]

 

٥-٢-١ . خواجه محمد پارسا (٨٢٢ س مړ)

خواجه محمد پارسا،حافظ او بخاري زاهد او د “فضل الخطاب” کتاب خاوند او ستر نقشبندي حنفي عالم دى . هغه پر خپل تسنن باندې د ټينګار ترڅنګ د اهلبيتو د دولس ګونو امامانو د حال شرح په خپل کتاب کې راوړې ده  هغه د ځينو اهلسنتو علماوو له خولې،د دولس ګونو امامانو په باب ليکي :

“څومره سپېڅلې ځمکه ده،چې خداى تعالى په داسې سپېڅليو او پاکو بدنونه پسوللې ده،چې د خداى د فيض تر پام لاندې او د خداى د ناپايه لورنې د نازلېدو ځاى دى .”[34]

 

٦-٢-١ .فضل الله بن روزبهان خنجي (٩٢٧ س مړ)

هغه د “وسيلة الخادم الى المخدوم” او ” پر څوارلس معصومينو د درود شرح” کتابونو ليکوال دى . فضل بن روزبهان په خپله په ډاګه کوي،امام مهدي هم د نوروو اماميه وو په څېر په دې ځانګړنو مني،چې د امام حسن عسکري زوى دى . هغه د “امام مهدي د ختم ولايت” په باب ليکي :

“پوه شئ،چې د امام مهدي نسبت نورو امامانو او اولياوو ته داسې دی لکه د خاتم الانبياء نسبت،چې نورو انبياوو ته دى سره له دې،چې د پخوانيو ټول بشپړ کمالونه پکې دي او د هر يو د ځانګړيو کمالونو وارث دى ….”[35]

 هغه د دولس ګونو امامانو د شان او عظمت تر بيانولو وروسته د حضرت امام مهدي په باب ليکي :

“والقوة و المرضوية و المکارم الحسنية و العزائم الحسينية و العبادة العلوية و العلوم الباقرية و الامامة الصادقية و الاخلاق الکاظمية و المعارف الرضوية و الکرامات التقوية و المقامات النقوية و العساکر العسکرية،الذى فاق الانام کرامة و فضلا،الامام المودود و المظهر المووعود،ابى القاسم محمد المهدى العبد الصالح و الحجة القائم  المنتظر لزمان الظهور”[36]

خو سره له دې يې د علامه حلي د “کشف الصدق” د کتاب په رد کې د “ابطال الباطل” کتاب ليکلى دى . هغه دولس ګوني امامان علمي خلفاء ګڼي او دوى ته پر سياسي مشرۍ قايل نه دی.د خم غدير حديث هم رانقلوي؛خو هغه د اهلبيتو د امامانو د سياسي خلافت لپاره دليل نه ګڼي.فضل، اموي حکومت هم نه مني او صفويانو ته هم په منفي سترګه ګوري .هغه وايي،چې د امام حسين د ويرن بولۍ د اورېدو ځواک نه لري او لېواله و،چې په مشهد کې خخ کړاى شي د هغه په آند بايد د اهلبيتو او صحابه وو کرامو دوستي بايد سره يوځاى وي .[37]

 

٧-٢-١ . عبدالرحمن جامي (٨١٧-٨٩٨ س)

ستر شاعر او عارف جامي،بل حنفي عالم دى،چې ځان سني معرفي کوي او د خلافت په باب خپلې ګروهې بيانوي او ځان د اهلبيتو مينوال ګڼي . هغه ګروهن دى،چې سني نه بايد د صحابه وو ترمنځ د شخړو له امله،د هغوى ترمنځ د دوستۍ او دښمنۍ ليکې راکاږي؛خو په عين حال کې پوه دې شي،چې په دې اړپېچونو کې حق له علي سره و :

و آن خلافى که داشت با حيدر      در خلافت صحابـــــــي ديگر

حق در آنجا به دست حيدر بود     جنگ با او خطا او منکر بود[38]

ژباړه :کوم اړپېچ،چې د خلافت په باب نورو صحابه وو له حيدر سره درلود،په دې کې حق له علي سره و او ورسره جنګېدل تېروتنه او ګناه وه .

جامي په عين حال کې،چې له رفض او رافضه څخه په دې مانا کرکجن و،چې څوک صحابه وو ته کنځل کوي،د شافعي مشهور،چې شعر وايي :

“لوکان رفضا حب آل محمد     فليشهد الثقلان انى رافضى”

په درى کې داسې وايي :

گـــــــــــر بــــــــود رفــض حب آل رسول

يـــا تــــولى بـــــــه خانـــــــدان بتـــــــول

گــــــو گــــــواه بــــــاش آدمــــــى و پرى

که شـــــدم مـن ز غيـــــر رفـــــض بــــرى

کيش من رفض و دين من رفـض است

رفع من رفض و مابقى خفــــــض است .[39]

جامي په سنيانو او شيعيانو کې پاتې و يو خوا،چې کله بغداد ته ولاړ؛نو د روافضو په باب د اشعارو په پار ورته د بغداد شيعيانو سپکې سپورې وکړې بلخوا،چې کله د اميرالؤمنين علي بن ابيطالب په باب شعرونه وويل؛نو د خراسان سنيانو وراټه . جامي ليکي :

“داچې په سلسلة الذهب کې مې د حضرت علي او د هغه د سپېڅلي ځوځات ستاینه کړې؛نو د خراسان له سنيانو په وېره کې وم،چې کله نا کله مې پر رفض تورن نه کړي،څه پوهېدو،چې په بغداد کې به د روافضو په جفا ککړېږم “.[40]

جامي،چې د امام حسين زيارت ته ځي،داسې وايي :

کردم زدیده، پای سوی مشهد حسین

هست این سفر به مذهب عشاق فرض عین

خدام مشهدش به سرم گر نهند پای

حقا که بگذرد سرم از فرق فرقدین

کعبه به گرد روضه او می کند طواف

رکب الحجیج این تروحون أین أین

از قاف تا به قاف پر است از کرامتش

آن به که حیله جوی کند ترک شید و شین

آن را که بر عزار بود جعد مشکبار

از موی مستعار چه حاجت به زیب و زین

جامی گدای حضرت او باش تا شود

با راحت وصال مبدل عذاب بین

می ران ز دیده اشک که در مذهب کریم

باشد قضای حاجت سايل، ادای دین[41]

د اميرالمؤمنين زيارت ته چې ځي،داسې وايي :

اصبحت زائرالک يا شحنة النجف

بهر نثار مرقـد تو نقد جان به کـــــف

تو قبــــــله ى دعــــايي و اهل نياز را

روى اميد سوى تو باشد ز هر طرف

هغه د دولس ګونو امامانو په باب شاعري لري،چې لومړى او ورستى بيت يې داسې دى :

من زمهر حيدرم هر لحظه اندر دل صفاست

از پى حيــدر حسن ما را امام و رهنما است

تردې چې وايي :

عسکـــرى نور و دوچشم عالم است و آدم است

همچو يک مهدى سپهسالار در عالم کجاست[42]

 

٨-٢-١.ابوالمؤيد خوارزمي (٤٨٤-٥٦٨ س)

ابوالمؤيد موفق بن احمد مکي،خوارزمي خطيب او ستر حنفي عالم دى،چې د امام حسين په باب يې د “مقتل الحسين” ستر کتاب ليکلى دى .نور کتابونه يې : “مناقب ابي حنيفه”،”قضايا اميرالمؤمنين”،”ردالشمس على اميرالمؤمنين” دي،چې دوه وروستي کتابونه يې بې درکه شوي دي .[43] د هغه د “المناقب” کتاب،چې د حضرت علي (ک) او د اهلبيتو د فضايلو په باب دى او همداراز “مقتل الحسين” کتاب ترې پاتې او چاپ شوي دي .د اهلبيتو په باب يې يو شعر دادى :

و قدمنعوا الحــسين الماء ظلما

و جـدل بالطعـــان و بالضـــــراب

و لولا زينــــــــب قتــــلوا علـــــــيا

صغـــــــير قتـــــل بــــق او ذبــاب

و قد صلبوا امام الحــق زيـــــــدا

فيــــــا لــله مــــــن ظلم عـــــــجاب

بنات محمد فى الشمس عطشى

و آل يـــــــــزيد فى ظل القبــــــــاب

لآل يزيــــــد مـــــــــن آدم خيــــــــام

و اصحـــــــاب الکساء بلا ثياب[44]

 

٩-٢-١.حافظ حسين کربلايي تبريزي ( ٩٩٣ س مړ)

هغه د اولياوو د قبرونو د زيارت په باب د “روضات الجنان و جنات الجنان” کتاب کښلى او په دويم ټوک يې د دولس ګونو امامانو د حال شرح راوړې ده .

 

١٠-٢-١.قاضي عمده ساوه اى حنفي (٥٦٧ س مړ)

هغه به د طغرل په جامع جومات کې د امام حسين وير غونډې جوړولې . عبدالجليل قزويني وايي :

” ستر ساوه يي حنفي قاضي،چې خوله ور او مشهور سړى و،د طغرل په جامع جومات کې يې د شل زرو تنو په شتون کې يې دا کيسه [د کربلا د شهداوو د شهادت کيسه] داسې وکړه،چې ټولو خلکو له غمه سرونه بربنډ او جامې يې وشلولې .”[45]

 

١١-٢-١. عبدالوسع باخزري

هغه نقشبندي حنفي عالم او د “مقامات جامي” کتاب ليکوال دى،چې پکې دولس ګوني امامان تاييد کړي؛خو په عين حال کې يې د شيعه وو په رد کې هم مطالب راوړي دي .

 

١٢-٢-١. حنفي قندوزي (١٢٢٠-١٢٩٤ س)

سليمان بن ابراهيم بلخي قندوزي،دولس امامی حنفي دى،چې د اهلبيتو د فضايلو په باب یې د “ينابيع الموده” درې ټوکه پېړ کتابونه کښلي دي .هغه دا کتاب په سل بابونو کې ترتیب- اوډون کړى او په سريزه کې يې د مودت آيت [قل لا اسئالکم عليه اجرا الا المودة فى القربى[46]] او تطهير آيت ته په اشارې وايي :

“خداى د خپل استازي د خپلوانو او اهلبيتو مودت او مينه واجبه کړې ده او اراده يې کړې،چې دوى په بشپړه توګه له هر ډول چټلۍ پاک کړي؛ ځکه خداى د “تطهير آيت” په “انما” پيل کړى دى ،چې د اهلبيتو تطهير ته د خداى تعالى د ارادې د حصر ښوونکى دى او دا مطلب يې د ” تطهيرا” په مطلق مفعول “موکد” کړى دى او داچې ددوى مينه او مودت بايد د بصيرت او څېړنې له مخې وي؛نو مودت يې پر مناقبو او فضايلو ولاړه ده او داچار هم په دې پورې اړه لري،چې د تفسير او احاديثونو پر څېړنه او مطالعه بوخت شو،چې اهلسنت او جماعت پرې ډاډ لري؛لکه صحاح سته ….. او د مناقبو کتابونه او ….”.[47]

بيا د نورو اهلبيتو پر ستاينه بوختېږي او د ينابيع المودة کتاب له ليکلو خپله موخه داسې بيانوي :

” د پېغمبراکرم (ص) اهلبيت؛اهل عباء د سترو نېکمرغيو وسايل او کبريايي برکتونو کانونه دي .دا کتاب هم د هغوى د خوښۍ د راجلبولو په هيله او د رسول الله (ص) او اهلبيتو د شفاعت په هيله کښل کېږي”[48]

 د ټولو هغو دولس امامي حنفي علماوو يادونه او حال شرح راوړل،چې د اهلبيتو په باب يې يا کتاب کښلى او يا یې ستايلي دي،دلته ناشوني دي؛نو ځکه په ادامه کې يوازې د هغوى د ځينو نومونو په راوړلو بسيا کوو :

١٣-٢-١. عفيف الدين طائفي حنفي (١٢٠٧ س)

د “اتحاف السعداء بنماقب سيدالشهداء” کتاب ليکوال .

١٤-٢-١.قادربخش بن حسن علي حنفي (١٢٧٣-١٣٣٧ س)

د “جور الاشقياء على ريحانة سيد الانبياء” کتاب ليکوال .

١٥-٢-١. مولوي عبدالعزيز بن شاه ولى الله دهلوي (١١٥٩-١٢٣٩)

د  امام حسين د شهادت د فلسفې په باب يې د” سرالشهادتين” کتاب کښلى دى .

١٦-٢-١.شيخ علي انور بن علي اکبر علوي حنفي (١٢٦٩-١٣٢٤)

د “شهادت الکونين فى مقتل سيدنا الحسين السبط” کتاب ليکوال .

١٧-٢-١. محمد معين بن محمد التتوي الحنفي (١١٦١ م)

د ” قرة العين فى البکاء على الحسين” کتاب ليکوال .

١٨-٢-١. محمود بن عثمان حنفي رومي (٨٧٨-٩٣٨)

د “مقتل الامام الحسين بن علي ابنطالب” کتاب ليکوال .

١٩-٢-١ .خواجه علي غزنوي حنفي (٥٥١ م)

په بغداد کې يې د عاشورا په ورځو کې د وعظ او ويرن بولۍ غونډې جوړولې او واکمنانو به يې په غونډه کې ګډون کاوه .[49]

٢٠-٢-١. خواجه محمود حدادي حنفي

هغه به له ابوالفتوح نصر  آبادي او … سره د کوشک په کاروانسراى او د رى په سترو جوماتونو کې د امام حسين او د کربلا د شهداوو لپاره ويرغونډې جوړولې .[50]

 

٣-١ .سلفي حنفيان

په دې وروستيو کې ځينې حنفيان د سلفيانو او وهابيانو په جال کې راګېر شوي دي او نه يوازې له شيعه وو سره؛بلکې له ټولو حنفيانو او له هغوى ځنې له غير سلفي حنفيانو؛لکه ماتريديه وو،چې د حنفيانو ډېرى برخه يې جوړه کړې ده،کږلاري ګڼي او امام ابوحنيفه (ره) ته يې په ناحقه منسبوبين ګڼي .ددې ډول حنفيانو ليکنو ته مراجعه،چې په حقيقت کې سلفیان دي ،راښيي،چې ځينې ننني حنفيانو د حنفي او امام ابوحنيفه (ره) د مذهب په تحريفولو کاږه روان دي او تراوسه لا څوک پيدا شوي نه دي،چې ورته ووايي : اين تذهبون ؟

سلفي حنفيان کوښښ کوي،چې امام ابوحنيفه (ره) يو سلفي مسلک وښيي او د هغه اندې له سلفیت سره همغږې کړي. د امام ابوحنيفه (ره) د دريځ پر خلاف حضرت ابوهريرة (رض) سپېڅلى کېږي او د سلفي جمود د حديثپالۍ څادر  د امام ابوحنيفه (ره) عقلپال تن ته وراغوندي او په پايله کې ان ابومنصور ماتريدي،ماتريديان او منځ لاري حنفيان مبتدع او له  دين څخه بهر ګڼي !

ددې ډلې يوه څرګنده بېلګه شمس سلفي افغاني دى؛هغه ګروهن دى،چې امام ابوحنيفه (ره) يو سلفي مذهبى دى او ماتريديان امام ابوحنيفه (ره) ته منسوبيداى نشي.شمس سلفي افغاني د “عداءالماتريديه للعقيدة السلفيه” په نامه په خپل کتاب کې وايي :

“نوم يې د مسمى له مخې دى او مبنا يې پر مانا دلالت کوي . د [عداء] ټکى مې د کتاب په نامه کې زيات کړ،چې وښيي،چې ماتريديه د سنيانو په ډله کې نه راځي؛بلکې د سلفيه وو د ګروهې دښمن دي .[51]

هغه زياتوي،چې د خپل کتاب تر تاليف وروسته،چې د خپلو هم اندو او همفکرانو له دوو رسالو سره مخ شوى دى،هغه دا دوه رسالې داسې وصفوي :

“بيا د ماتريديه وو په نقد کې له دوو رسالو سره مخ شوم،چې هغوى د ماتريديه وو په سترګو کې اغزي او په ستوني کې هډوکي او د سلفيه وو د سترګو تور دي . لومړۍ رساله د ابي عبدالرحمن محمد الخميس ده،چې د کنجوسو بدعتپالو پر خلاف يو لشکر دى او جوت کړي يې دي،چې ماتريده سني نه دي؛بلکې جهمي دی او امام ابوحنيفه (ره) د سني ګروهې مخالف دي .

بله رساله زموږ د دروند ورو احمد حربي ده،چې د غبي معاند ماتريديه محارب دى او د ماتريديه وو د اسرارو په کشف جوتوي،چې ماتريده اهلسنت نه دي؛بلکې د امت بدعتپاله ډله ده .”[52]

شمس سلفي افغاني ددې ترڅنګ،چې د ابومنصور ماتريدي خبرې د جهمياتو تاويلات ګڼي[53]،پر احمد حربي نيوکه کوي،چې ولې يې ټول بدعتپال ماتريدي متکلمان شنلي او نقد کړي نه دي :

” پر حربي څو نيوکې دي :

١.هغه د ماتريديه وو شپږ تنه اعيان (له هغوى ځنې ملا علي قاري) شنلي دي؛خو پر نورو يې نيوکه نه ده کړې،چې تر هغه مشهور او خورا بې لارې دي،چې دا دي : صدرالشريعه،تفتازاني،صنغاني،بياضي،اسفراييني ،طاش کبرى زاده،ابن عربشاه، خيالي، مقدسي، حافظ الدين نسفي،کستلي،ابوليث سمرقندي، علاء الدين بخاري، جامي، جرجاني، قونوي، قرشي، سيالکوټي او نور .

٢. هغه معاصر ماتريديان؛لکه کوثريان [د محمد زاهد کوثري لارويان]، بريلويه او ديوبنديان نه دي شنلي “.[54]

ليکوال د خپل کتاب د سريزې په پاى کې هيله کوي،چې حنفيان د سلف ګروهې ته راستانه شي او له ماتريديه او جهمي له ځانه جوړه شوې عقيدې توبه وکړي .[55]

څرګنده ده،چې په دې کتاب او نورو کتابونو کې د “قبوريه وو” په باب د شمس افغاني ګروهه،به پشپړه توګه له سلفیت څخه اغېزمنه ده .په خپله د شمس افغاني د وينا له مخې،هغه لومړى د “عداء الماتريدية للعقيدة السلفية” کتاب د خپلې ماسترۍ د تزيس په بڼه د “لماتريدية و موقفهم من توحيد الاسماء و الصفات” په نامه د مدينه منورې په پوهنتون کې وړاندې کړې وه او بيا يې د نوم په بدلولو سره پراخه کړه .”[56]

 ٢. د اهلبيتو له ښوونځي او تشيع نه د ځينو حنفيانو د لرېوالي لاملونه

سره له دې چې په اهلسنتو کې صوفي حنفيان،اهل تشيع او اهلبيتو ته خورا نږدې دي؛خو د ځينو عامه او  حنفي علماوو اړيکې د اهلبيتو له ښوونځي او تشيع سره نه يوازې د تاريخ په ځينو بهيرونو کې سوله ییزې نه وې،چې ان په ځينو علمي ويينو او سياسي- ټولنيزو ډګرونو کې هم د حنفيانو او تشيع ترمنځ اړيکې ترېنګلې شوې دي . دواړو لوريو (شيعيانو او حنفيانو) يو بل ته منفي ليد درلود . په دې وروستيو کې دا بدويني دومره ډېره شوه،چې د ځينو حنفي علماوو لخوا د شيعه وو پر خلاف سرسخته مخالف دريځونه ونيول شول او خپلې دا خبرې يې پخوانيو حنفي مشرانو ته نسبت ورکړې. بياضي عاملي، زمخشري ته چې د حنفيانو ستر او لومړى درجه مفسر دى، نسبت ورکوي،چې هغه د “هو الذى يصلى عليکم و ملائکته [57]” د آيت په تفسير کې ويلي دي : ” جوز الصلوة بمقتضى هذه الآية على اجود المسلمين،لکن لما اتخذ الرافضة ذلک فى ائمتهم،منعناه [58]!=ددې آيت له مخې،پر غوره مسلمانانو درود ويل غوره  دي ؛خو  داچې روافض [شيعيان] د خپلو امامانو په شان کې په دې آيت عمل  کوي؛نو موږ [د پورته آيت له مخې] پر غوره مسلمانانو درود منع کړ !” که څه دا نسبت زمخشري ته ورکول شوى دى؛خو ما د کشاف تفسير په نويو چاپونو کې په هېڅ ځاى کې دا عبارتونه و نه موندل . زمخشري [الکشاف ٣/٥٤١-٥٤٢ او ٥٦٧-٥٦٨ مخونه] د احزاب سورت په ٤٣ او ٥٦ آيتونو کې پر پېغمبر اکرم (ص) د درود په باب ويينه کړې ده؛خو پورته رانقل شوي عبارتونه پکې نه دي راغلي . پردې سربېره ،ښکاري،چې په خپله زمخشري په خپله د اهلبيتو مينوال و . هغه په کشاف تفسير کې دشورا سورت د ٢٣ آيت په تفسير کې له اهلبيتو سره د مينې د وجوب په باب او ورسره د دښمنۍ د ناوړه پايلو په باب روايت راوړى دى :

 “عن النبى صلى الله عليه وسلم ،انه قال :من مات على حب آل محمد مات شهيداً الا و من مات على حب آل محمد مات  مغفوراً له الا و مان مات على حب آل محمد مات تايبا الا و  من مات على حب آل محمد مات مؤمنا مستکمل الايمان الا و من مات على حب آل محمد بشره ملک الموت بالجنة کما تزف العروس الى بيت زوجها الا و من مات على حب آل محمد فتح له فى قبره بابان  الى الجنة الا و من مات على حب آل محمد جعل الله قبرة مزار ملائکة الرحمة الا و من مات على حب آل محمد مات على السنتة و الجماعة الا ومن مات على بغض آل محمد جاء يوم القيامة مکتوبا بين عينيه آيس ن رحمة الله و من مات على بغض آل محمد مات کافراً الا ومن مات على يغض آل محمد لم يشم رائحة الحنة[59] .= له رسول الله (ص) نه روايت دى،چې ويلي دي :څوک د آل محمد (ص) په مينه ومري،شهيد دى؛پوه شئ ! څوک چې د آل محمد (ص) په مينه ومري؛نو بښل شوى مړى شوى دى؛پوه شئ !څوک چې د آل محمد (ص)په  مينه ومري؛نو توبه کوونکى به مړى شوى وي؛خبر وسئ !څوک چې د آل محمد(ص) په مينه ومري؛نومؤمن او له بشپړ ايمان سره مړ شوى دى؛پوه شئ ! څوک چې د  آل محمد (ص) په مينه ومري؛نو ملک الموت او بيا نکير او منکر به ورته د جنت زېرى ورکوي .پوه شئ ! څوک چې د آل محمد(ص) په مينه ومري،جنت ته به داسې بيول کېږي؛لکه ناوې،چې د زفاف په شپه د ناوې کوټې ته په درناوي بيول کېږي؛پوه شئ ! څوک چې د آل محمد(ص) په مينه ومري په قبر کې به يې د جنت پر لور دولس ورونه پرانستل شي؛پوه شئ !څوک چې د آل محمد(ص) په مينه ومري؛نو له سنت او جماعت سره به مړ شوى وي؛پوه شئ!څوک چې له آل محمد(ص) سره په مينه ومري؛نو قبر يې د رحمت د پرښتو زيارت ځاى وي؛پوه شئ! څوک چې له آل محمد(ص) سره په کرکه ومري؛نو د قيامت پر ورځ به په داسې حال راپاڅي،چې د ددو سترګو ترمنځ به ورته ليکلي وي : د خداى له رحمته نهيلى ؛پوه شئ !څوک چې له آل محمد(ص) سره په کرکه ومري؛کافر مړ شوى دى؛پوه شئ !څوک چې له آل  محمد(ص) سره په کرکه کې ومري؛نو د جنت بوى به حس نه کړي .”

 په خواشينۍ،چې بياضي عاملي په صراط المستقيم کې يوه بله خبره  د “الهدايه” ليکوال ته نسبت ورکړې، چې يو حنفي عالم دى چې ويلي يې دي :

“مشروع داده،چې ګوته په ښي لاس په ګوته کړو [التختم باليمين]؛خو داچې په يمين تختم په رافضيانو [شيعيانو] کې دود او روږد شوى دى؛نو موږ د کيڼ لاس په ګوته کې ګوته اچوو .”[60]

په هر حال ځينې ننني عام حنفيان او ډېرى لوستي یې، شيعه وو او امامانو ته يې بدوينه دي ان تردې،چې په ځينو ډلو کې يې دا بدويني له پخوا راهيسې ان په دښمنۍ هم اوختې ده .

پوښتنه داده :له تشيع او اهلبيتو سره د امام ابوحنيفه (ره) د ښو اړيکو سره سره او ددې خبرې په پامنيوي،چې امام ابوحنيفه (ره) د نورو مسلمانانو له تکفيرولو سره مخالف و او داچې ډېرى حنفي علماء او عارفان دولس امامي دي؛نو ولې په دې باب په امام ابوحنيفه (ره) پورې منسوب لارويان يې په سيره عمل نه کوي ؟ په ډېرى حنفيانو کې په تدريج د ليدلوري د بدلېدو لاملونه دادي :

١.د کلامي اوعدل ګرا حنفي ښوونځي له منځه تګ او د هغه اهلسنت او جماعت ډلې برلاسي،چې د حنفي فقهې لارويان وو ؛٢. او په حنفيانو کې د بخاري د کړنلار او اندې او د هغه د “صحيح” نفوذ ؛٣.د عثمانيانو او صفويانو سياسي شخړه ؛٤.په حنفيانو کې د سلفیت د متعصبې او افراطي اندې نفوذ .

اوس به پردې لاملون رڼا واچوو :

 ٢-١.د کلامي او عدل ګرا حنفيانو له منځه تګ- افول

په خواشينۍ،چې تر پينځمې هجري پېړۍ وروسته کلامي او عدالپال حنفي ښوونځى مخ په ورکېدو شو او د اهلسنت او جماعت حنفي ښوونځى، چې له ٢ او ٣ لسيزې راپدېخوا مخ په ځلېدو و ،د ابوجعفر طحاوي او ابومنصور ماتريدي په واسطه، چې د امام ابوحنيفه (ره) د کلامي اندو لارويان وو،د اسلامي نړۍ په بېلابېلو برخو کې خپور شو . لکه څنګه مو چې پخوا هم وويل،چې له انديز پلوه کلامي او عدلپال حنفيان د اهلبيتو له ښوونځي او شيعي اندو سره خورا همغږي دي. کلامي او عدلپال حنفي بهير،چې عمدتا په بلخ کې متمرکز و او ددې بهير اند او کړنلار،چې له عقلپالۍ،عدلپالۍ،تساهل او ازادانديشۍ سره اغږل شوى و،له معتزلي او شيعي تفکر سره خورا نږدې و او په واقع کې کولاى شو،چې په دې بهير پورې اړوند حنفيان په اسلامي نړۍ کې لومړۍ روښانفکره ډله وګڼو .د عدلپالو او عدلپالو حنفيانو کړنلار کولاى شي،چې نننۍ اسلامي ټولنې ته بېلګه وي. ‏بلخ د تساهل،مدارا او عقلپالۍ په ځانګړنو سمبال د اندونو، ښوونځيو او تفکرونو زېرمتون دى،چې په خواشينۍ سره نن د ناپوهۍ او افراط تر دوړو لاندې خخ پاتې دی او ددې ازاداندېشۍ او مدارا د کان ارزښت لا تر اوسه موږ ته روښانه نه دى .د ليکوال په اند په دې حساس وخت کې ددې عقلي ښوونځي بياژواکي او په بلخ کې ددې اندې د پاتې شونيو لټول او پر بېلابېلو ګوټونو يې رڼا اچول زموږ د اسلامي ټولنې د پوهانو او  انديالانو يوه بنسټيزه دنده ده .

د کلامي او عقلپال حنفي ښوونځي افول،اهلسنت او جماعت حنفيان يو څه د اهل حديثو اندو ته نږدې شول او له هغوى نه په اغېزمنېدو یې يو څه د امام ابوحنيفه (ره) له اصلي اندو څخه واټن واخست ،چې له شيعي اندو سره يې نسبي همغږي درلوده او په هغو اهلسنت او جماعت کې د امام ابوحنيفه (ره) کړنلار او ان کلامي او سياسي اندې په تدريج مخ په ډوبېدو شوې،چې  د امام ابوحنيفه (ره) فقهې لارويان وو او په حنفيانو کې همدا تدريجي بدلونونه ورو ورو په خپله د دوو حنفي او تشيع مذهبونو ترمنځ د واټن لامل شو .که څه تر اوسه لا ماتريدي حنفيانو د اهلبيتو له ښوونځي سره ډېر واټن نه دی کړى او دا وروستي لاملونه وو،چې دا واټن يې لاپسې نور هم ډېر کړ .

 

٢-٢ . په حنفيانو کې د صحيح بخاري نفوذ

د اهلسنت او جماعت برلاسي او خپرېدل او د کلامي او عدلپال حنفي ښوونځي د ځوړ پايله په حنفيانو کې د صحيح بخاري د ليکوال محمد بن اسماعيل بخاري د نفوذ لامل شو .ورو ورو بخاري او صحيح يې په حديثپالۍ کړنلار،په حنفي اهلسنت او جماعت کې خورا ځاى لاس ته راووړ تردې چې دوى ته صحيح بخاري تر قرآن وروسته خورا غوره کتاب شمېرل کېږي او په حديثي پوهه کې سارى نه لري .

که څه اوس هم له کلامي پلوه،حنفيان له اهل تشيع سره  خورا ګډ ټکي لري او د ډېرى حنفيانو (د ترکيه، عراق، افغانستان،منځنۍ آسيا،هند او پاکستاني حنفيانو) کلامي مذهب تر اوسه هم ماتريدي دى او د ماتريدي نظر او کړنلار،چې د اهل حديثو او افراطي معتزله وو نظر تعديلوي،په ډېرى کلامي مسايلو کې (بې د امامت له مسلې) شيعه وو ته خورا نږدې کېږي .طحاويه مذهب هم،چې د مصر،افريقايي حنفيانو او د اسلامي نړۍ د ځينو نورو حنفيانو کلامي مذهب دى،له ماتريدي مذهب سره خورا توپير نه لري؛خو د طحاويه په باب دې وويل شي،چې په طحاويه مذهب کې د مقلد ايمان سم دى او طحاوي د دين په اصولو کې عقلي او نظري بحث نه مني او ويل يې،چې بې ځنډه دې بايد په دې اصولو ايمان راوړل شي .[61]

په طحاويانو کې دا ټکى لاملېږي،چې ډېر په څېړنې او علمي ويينو پسې نه وي (او په ډېره اسانه ډېرى ګروهيزې چارې،چې په خپله يوه سرچينه کې يې وويني،مني) .بله مهمه خبره داچې په حنفيانو کې اهل حديثو ته د لېوالتيا پټ ځواک دی که څه هم په طحاوي او ماتريدي کړنلار او ليدلوري تعديلېږي؛خو ددې پټ ځواک د زور اخستنې لېوالتيا تل په حنفيانو کې شته،چې حنفيان يې د اهل حديثو په لومه کې راګېر کړې دي . په حنفي اهلسنت او جماعت کې حديثپالو ته لېوالتيا ددې لامل شوې،چې امام بخاري ته پر ستر ارزښت قايل شي او په حنفيانو کې د بخاري نفوذ هم اهلبيتو او تشيع ته د بدوينۍ لامل شوى دى. امام بخاري اهلبيتو او تشيع ته خورا منفي ليد لري . د بېلګې په توګه :

١. بخاري د حضرت فاطمة الزهرا مناقبو ته يو حديث او د حضرت عايشې په مناقبو کې يې اته حديثه رانقل کړي دي .[62]

٢.هغه د حضرت علي (ک) د مناقبو په باب کې حدودا پينځه حديثونه رانقلوي،چې يو هم تقريبا هيڅ منځپانګه نه لري؛خو د حضرت عمر (رض) او حضرت عثمان (رض) په مناقبو کې يې غوره او ډېر احاديث رانقل کړي دي .[63] همداراز د معاويه بن ابي سفيان مناقبو ته يې يو باب ځانګړى کړى دى او د اميرالمؤمنين په نامه يې يادوي او درود پرې وايي .[64]

٣. که څه د انحضرت (ص) د مناقبو په باب د “فاطمة بضعة منى ….” حديث رانقلوي؛خو په بل باب کې ددې حديث شان ورود يو بې بنسټه او جعلي کيسه ښيي،چې پکې حضرت علي (ک) له حضرت زهرا سره ناسم چلن کوي او وايي،چې حضرت علي د ابوجهل پر لور مرکه وکړه او حضرت زهرا په دې چلن خپه شوه او خپل پلار ته يې شکايت وکړ .رسول الله (ص) وويل : علي دې يا زما لور طلاقه کړي او يا دې د ابوجهل پر لور مرکې ته شا کړي،چې “فاطمة بضعة مني فمن آذاها فقد آذانى ” [65]

٤. په “ذکر اصحاب النبى” کې يې يو حديث رانقل کړى،چې مضمون يې د پېغمبر اکرم (ص) له لور؛زينب سره يې د خپل مېړه؛ابوالعاص چلن ته له حضرت فاطمې سره د حضرت پر چلن غوراوى ورکول شوى دى او هغه تر حضرت علي (ک)،پېغمبر اکرم (ص) ته يې خورا وفادار او پتمن  معرفي کړى دى . [66]

٥.په يو بل حديث کې راغلي،چې رسول الله (ص) به حضرت علي (ک) او  حضرت زهرا د سهار او يا د شپې د لمانځه لپاره راپاڅول.حضرت علي په دې خبره خپه شو،و يې ويل :زړونه مو د خداى په لاس کې دي،که وغواړي؛نو په خپله  مو راويښوي .رسول الله (ص) ددې خبرې تر اورېدو وروسته د حضرت علي او زهرا بي بي له وره راستون شو او دا آيت یې له ځان سره زمزمه کاوه : ” وکان الانسان  اکثر شى جدلا “[67]،[68] .

دا ډول مغرضانه کيسې او له ځانه جوړ شوي احاديث،چې د اهلبيتو د سياسي دښمنانو لخوا او په تېره بيا د حضرت علي (ک) د مخالفانو لخوا جعل شوي دي،د هغو څلورو زرو حديثونو له جملې ځنې دي،چې امام بخاري له شپږ سوو زرو احاديثو ځنې ټاکلي دي !

٦.بخاري له خوارجو؛لکه عمران بن حطام او … حديثونه رانقلوي او هغوى توثيقوي،[69]حال دا چې په ټول صحيح بخاري کې يې له امام جعفر صادق نه يو حديث هم نه دى رانقل کړى .

٧.د اهلبيتو پر وړاندې د بخاري د دريځ په باب،د هغه د استادانو څېړنې او هغه وګړي،چې  بخاري ترې اغېزمن دى،ګټور دي . ابن حجر عسقلاني وايي،چې بخاري خپل کلامي مسائل له کرابيسي او ابن کلاب څخه اخستې دي .[70] چې دا دواړه منحرفان وو او اهل رجال دواړه مجروح ګڼي.

ابن حجر په خپله په تهذيب التهذيب کې ليکي،چې ابن کلاب نصراني و او بيا د کلابيه منحرفې ډلې مشر شو .[71]

ابوبکر بن ابي شيبه د “المصنف” خاوند

د امام بخاري يو استاد دی،چې هغه يې د افکارو او ګروهو تر اغېز لاندې و.عباسي متوکل هغه او د هغه ورور؛عثمان بن ابي شيبه ته ډګر پرېښود،چې په دوو سترو جوماتونو کې تدريس وکړي او حديث نقل کړي . ابوبکر بن ابي شيبه به رصاصه جومات کې  غونډې جوړولې .[72] متوکل د خپلو پخوانيو د کړنلار پر خلاف،د محدثانو په پياوړي کېدو لاس پورې کړ او د ابي شيبه ابناوو ته يې ځانګړي حقوق او انعامونه ځانګړي کړل،چې د معتزله وو په رد او د خداى د ليدل کېدو د تاييد د نظريې لپاره یې احاديث رانقل کړي؛نو ځکه محدثانو متوکل ته لېوالتيا پيدا کړې وه .

پردې سربېره،متوکل هغه کس و،چې له اهلبيتو سره په ناوړه چلن او په ټولنه کې يې د مقام په راټيټولو او له تشيع سره پر دښمنۍ يې لاس پورې کړ . هغه د امام حسين د قبر زيارت کول منع کړل او د آنحضرت قبر يې ويجاړ کړ او ليکلي يې دي،چې  د امام حسین قبر يې په اوبو لاهو کړ او حکم يې وکړ،چې د قبر په ځاى کې يې کرهڼه وکړئ .[73]

متوکل د اهلبيتو له لسم امام حضرت امام علي النقي سره تر ټولو ناوړه  دښمني وکړه .هغه يو ټوکمار درلود،چې په غونډو کې به يې خلکو ته ويل،چې زه د حضرت علي پېښې کوم او پر حضرت علي به یې ملنډې وهلې،چې په غونډه کې ناست وګړي وخندوي.[74]

د متوکل په غونډو کې له حضرت علي او اهلبيتو سره د دښمنۍ سياست دومره و،چې ذهبي په تاريخ الاسلام کې ليکي :علي بن جهم،چې شاعر او د متوکل له ندماوو ځنې و، په خپلو شعرونو کې يې خپلو پلرونو ته کنځلې کولې،چې ولې يې د هغه نوم علي ايښى دى .[75]

د متوکل د پير په دې شرايطو او غونډو يې د ابي شيبه د ابناوو فکري وضعيت په ډاګه کېږي،چې په خپله د بخاري له استادانو ځنې دى .که په بخاري کې اهلبيتو ته منفي ليد ليدل کېږي او ان په صحيح کې يې د حضرت علي د وګړې- شخصيت تنقيض ته روايتونه ليدل کېږي؛نو د ابوبکر بن شيبه په څېر له وګړيو د اغېزمنېدو پايله ده،چې له متوکل نه به يې پيسې اخستې او د تدريس خورا غوره غونډې يې په لاس کې وې .

هېښنده- عجبیه خو داده،چې کوم مقام،چې صحيح بخاري په حنفيانو کې لري،حال داچې حنفيان په فقه کې د امام ابوحنيفه (ره) لارويان دي او په حديثو کې يې خپل مشر بخاري ټاکلى دى ،د امام ابوحنيفه (ره) سرسخته دښمنان بخاري او استادان يې دي !،چې دا چار د امام ابوحنيفه (ره) او بخاري او د هغه د استاد د دوو مخالفو کړنلارو له امله دی . امام ابوحنيفه (ره) پر “من کذب على متعمدا فليتبوء مقعده من النار” حديث پر استناد،د آحادو پر حديث په عمل کې خورا محتاط و او ويل يې :پر هر هغه حديث عمل کول،چې صحت او موثق توب يې جوت نه  وي؛پر پېغمبراکرم (ص) د دروغ تړلو په کنده کې ورګوزارېدل دي .

لکه څنګه چې په تېرو څپرکيو کې هم تېر شول، امام ابوحنيفه (ره) محدثين درمل پلوري او فقها يې طبيبان ګڼل. هغه حضرت ابوهريرة (رض) مجتهد نه ګاڼه او ويل يې،چې ابوهريرة  (رض) يوازې د پېغمبر اکرم (ص) احاديث اورېدلي دي او د ناسخ او منسوخ په علم نه پوهېده .[76]

د امام ابوحنيفه (ره) همدې کړنلارې،محدثين دهغه  دښمنان کړل ،چې د حکومتونو په سياسي او مالي ملاتړ ورپسې راپاڅېدل او ان د حديثو په  وضع او جعل يې لاسونه پورې کړل .د بېلګې په توګه:ابوعصمه نوح بن ابي مريم وپوښتل شو،چې تاته له عکرمه له ابن عباس څخه درته د قرآن د ټولو سورتونو د فضايلو په باب احاديث رارسېدلي؟!په ځواب کې يې وويل : “داچې ومې ليدل ډېرى خلکو له قرآن څخه مخ اړولى او د ابوحنيفه او مغازي محمد بن اسحاق پر فقه بوخت شوي؛نو دا روايتونه مې جعل کړل .”[77]

د امام ابوحنيفه (ره)،د هغه کړنلار او د اهل حديثو ددې وضع په پامنيوي،د امام ابوحنيفه (ره) پر وړاندې د امام بخاري د دريځ نيونې په باب د څو خبرو کول اړین دي :

١.راغلي دي،چې لومړى تن،چې له امام ابوحنيفه (ره) سره يې پر مخالفت لاس پورې کړ، په مکه کې،عبدالله بن زبير حميدي و.هغه د حرم شيخ و او په مسجدالحرام کې به کېناسته او حديثونه يې رانقلول .د امام ابوحنيفه (ره) نوم به يې چې اخسته؛نو “ابوحنيفه” پر ځاى به يې “ابوجيفه” [د لاش او مردار شوي پلار] [78] وايه،حال داچې حميدي يو له هغو ثقات مشايخو ځنې و، چې بخاري پرې په خپلو روايتونو کې ډاډ کړى دى او حميدي پرې تر ټولو مشايخو خورا ګران و .

٢.صحيح بخاري سريزه نه لري او بخاري د خپل کتاب د سريزې او خطبې پر ځاى د حميدي روايت ايښى دى او له “بسم الله الرحمن الرحيم “وروسته ليکي :

“حدثنا الحميدي….” امام ابوحنيفه (ره) ته د حميدي د هغه دريځ په پامنيوي پايله اخستاى شو،چې ولې بخاري خپل کتاب د حميدي په نوم پيلوي او په حقيقت کې دا چار يې د امام ابوحنيفه (ره) پر خلاف دريځ نيونه ده .[79]

٣. په صحيح بخاري کې لومړى حديث “انما الاعمال بالنيات” دى .دا په خپله د امام ابوحنيفه (ره) پر خلاف د بخاري د دريځ څرګندوى دى؛ځکه امام ابوحنيفه (ره) په دې حديث نیوکه کوي او په عبادتونو او معاملاتو کې یې نه مني . حال داچې دا روايت بخاري اوه ځل [80] په خپل صحيح کې راوړى او نوموړی دا حديث په معاملاتو،نکاح او ان په طلاق کې هم نافذ یا جاري ګڼي .[81]

٤.بخاري بې له امام ابوحنيفه (ره) څخه،درې تنه نور د نورو څلورګونو مذهبونو امامان په خپل نوم سره معرفي کوي؛خو چې کله امام ابوحنيفه (ره) ته رارسي؛نو د “بعض الناس” يا “قول بعض الناس” په عبارتونو يې په کنايه يادوي .دا تعبير د صحيح بخاري د “حيل” په کتاب کې يوازې ٢٧ ځل راغلى دى .د صحيح بخاري شارحين ټينګار کوي،چې دا تعبير د امام ابوحنيفه (ره) کنايه او کله يې د ځينو زده  کړيالانو؛لکه شيباني او ابويوسف کنايه ده .[82]

٥. بخاري په خپل هبه کتاب کې پر امام ابوحنيفه (ره) سخت بريد کوي او تر ” وقال بعض الناس” تر عبارتونو وروسته ټينګار کوي،چې کله هغه د “بعض الناس” تعبير راوړي؛نو دا عبارتونه د پېغمبر اکرم (ص) له سنتو سره د مخالفت په حکم دى [83]؛يعنې د بخاري له نظره،د امام ابوحنيفه (ره) اقوال د پېغمبر اکرم (ص) د سنتو مخالف دي .

٦.ابن عبدالبر د “الانتقاء” په کتاب کې وايي : بخاري په خپل کتاب “الضعفاء و المتروکين” کې امام ابوحنيفه (ره) ته سپکې سپورې کړې دي او همداراز بخاري له خپل استاد نعيم بن حماد مروزي نقلوي،چې ويلي يې دي،چې له ابي سفيان سره وم،چې د امام ابوحنيفه نوم واخستل شو. سفيان وويل : “لعنع الله کان يهدم الاسلام عروة عروة،و ما ولد فى الاسلام مولود اشر منه [84] =د خداى لعنت دې پر ابوحنيفه وي،چې اسلام يې ټوټې ټوټې کړ او له منځه يې يووړ او په اسلام کې تر هغه بله شريره زوکړه نه وه ” .دا مطلب د “الضعفاء و المتروکين” د کتاب په نويو چاپونو کې لرې کړای شوى دى .

٧.بخاري په پيل کې حنفي و او پلار او نيکونه يې ټول حنفي وو ،بې له درېم نيکه يې چې مجوسي و .عموما په مرو،ستر خراسان او بخارا کې حنفي مذهب،دود مذهب و او په دې سيمو کې ټولو د امام ابوحنيفه (ره) په فقه عمل کاوه. بخاري،چې مکې ته راغى،حنفي مذهب يې پرېښود او شافعي مذهب ته يې مخه کړه او په خپله يې ويلي،چې دا د مذهب بدلول يې خپلو استادانو د اغېزمنېدو له امله وو .[85]

٨.د بخاري له شيوخو او بلاواسطه استادانو ځنې يو هم، نعيم بن حماد مروزي دى . ابن حجر او ذهبي وايي که نعيم بن حماد په خپله د سنتو د مقام د پياوړي کولو لپاره تل حديثونه جعلول او دا يې د امام ابوحنيفه (ره) پر خلاف دريځ نيونه وه .[86]

٩.ابوبکر بن ابي شيبه د بخاري له استادانو ځنې يو دى،چې د خپل کتاب “المصنف” په وروستۍ برخه کې د “الرد على ابى حنيفه ” په نامه  يو کتاب لري،چې پکې يې اهل راى او اهل حديثو ترمنځ اختلافي ټکي راټول کړي دي .

١٠-ځينې ګروهن دي،چې بخاري له امام ابوحنيفه (ره) سره په تعارض او ټکر له اسحاق بن راهويه،نعيم بن حماد مروزي حميدي او ابوبکر بن ابي شيبه نه اغېزمن و.[87]

نو پردې بنسټ،له اهلبيتو سره د بخاري د مخالفت او تربګنۍ پر دليل د پوهېدو لپاره او همداراز له امام ابوحنيفه (ره) سره پر دښمنۍ د دليل د پوهېدو لپاره بايد د بخاري استادان او د هغوى فکري منظومه او منځپانګه او له خپلو معاصرو خلفاوو سره  د دې استادانو مقام او له اموي او عباسي خلفاوو نه يې د فکري خپلواکۍ پر څومره والي او څرنګوالي پوهېدنه اړينه برېښي .

څرګنده ده،چې د اهلبيتو او تشيع پر وړاندې د ډېرى حنفيانو د ليدلوري په بدلېدو کې د بخاري او صحيح ونډه يې خورا اغېزمنه وه او څوک ترې نمښته – انکار  نشي کولاى.

نو پردې بنسټ بخاري هم له اهلبيتو سره ستونزه لري او هم له امام ابوحنيفه (ره) سره.شيخ عبدالرشيد نعماني وايي :

” ان صنيع الامام البخاري مع الامام الاعظم يشبه صنيعه  مع الامام جعفر صادق = له امام ابوحنيفه (ره) سره د امام بخاري دښمني او چلن يې له امام جعفر صادق سره د دښمنۍ او چلن په څېر ده  [88].”

ذهبي هم په تذکرة الحفاظ کې د امام صادق په ژباړه کې وايي :

” لم يحتج به البخارى و احتج په سائر الائمة = بخاري د امام صادق پر ويناوو استناد و نه کړ،حال داچې [د اهلسنتو] نورو امامانو یې پر ويناوو استناد کړى دى .”[89]

د صحيح بخاري د اعتبار څومره والى،د تدوين بڼه يې، او پکې د اسرائيلياتو شتون…. نورې مهمې  موضوع ګانې دي،چې په دې مقاله کې يې د راوړو ځاى نشته .[90]

 

٢-٣ .د عثمانيانو او صفويانو سياسي شخړې

د مسلمانانو ترمنځ دا دومره پراخه درزونه او اړپېچونه سياسي او تاريخ منځپانګه هم لري او يوازې مذهبي ښکارنده نه ده . مراد دادى،چې ددې ټولو لاملونو د ودې او تکامل لامل هغه سياسي اړپېچونه دي،چې د اسلام له تاريخه د څو پېړيو په راتېرېدو يې اوسني حالت ته رارسولي دي.په پيل کې اړپېچ دومره ژور او پراخه نه و او د وخت په تېرېدو دې بريد ته رارسېدلى دى .څه چې د مسلمانانو د مذهبي ډلو د بېلتون په نامه له موږ سره دي، مخکې او ډېر تر دې،چې  په “کلام” او “مذهب” کې ريښه ولري،په “سياست” او “تاريخ” کې ريښه لري،بې له دې،چې د مذهبونو بېلتوني منځپانګه پکې په پام ونيول شي .

د اسلام د تاريخ په ترڅ کې مذهب د سياست یوه وسیله و او دا سياستوال وو،چې د سياسي دلايلو له امله يې مذهبي اړپېچونو ته لمن ووهله او ددې اړپېچ سکروټې يې سرې کړې او همداراز پراخه او ژرو يې هم کړل؛ګنې نه د راشده خلفاوو (رضي الله عنهم) په پېر کې او نه د اهلبيتو د امامانو په ٢٥٠ کلن پېر کې،د نن په څېر د اسلامي مذاهبو ترمنځ بېلتون په دې بڼه او دومره نه و .[91]

د حنفيانو او شيعيانو د اړيکو په باب هم؛لکه څنګه چې مخکې مو هم وويل،په تدريج د حنفي اهلسنت او جماعت ځينې لارويان د بخاري او د هغه د صحيح تر اغېز لاندې له اهلبيتو څخه په واټن کې شول او د تشيع پر وړاندې يې منفي ليدلورى پيدا کړ؛ خو دا بدويني او منفي ليد ځينو سياسي لاملونو لاپسې ډېر کړ ،چې ورو ورو يې د شيعه د تکفيرولو بڼه خپله کړه او په ځينو اهلسنتو کې يې تشيع له غلو سره ورته کړه .له دې لاملونو ځنې يو مهم لامل يې د حنفي مذهبه عثمانيانو او شيعه مذهبه صفويانو ترمنځ سياسي شخړه وه. د عثمانيانو او صفويانو ترمنځ سياسي اړپېچ او شخړې د شيعيانو او حنفيانو د اړيکو په ترېنګلتیا کې خورا مهمه او ستره ونډه درلوده.

عثماني دولت له شيعي صفوي دولت سره په سخت جنګي حالت کې و .داچې دا دولت وکولاى شي،چې شيعي ايرانيانو سره د جګړې لپاره خپل ولس وهڅوي؛نو د شيعه وو پر تکفيرولو او د هغوى د وينې د تويېدو د مباحېدو پر پروژې يې لاس پورې کړ. دا نقشه هندوستان  ته هم ننووته او “شاه عبدالعزيز دهلوي” ددې پروژې تر اغېز لاندې د “تحفة الاثنى عشرية”په نام يو کتاب وليکه .عثماني دولت په ځانګړي توګه دا کتاب په اهلسنت مېشتو سيمو کې خپور کړ او د شيعه او سني اړپېچونو ته يې لمن ووهله. د اثنى عشري شيعيانو د عقايدو د څېړنې په برخه کې پر سلفي مذهبو وګړيو نوموړی کتاب خورا اغېزمن پرېوت؛لکه څنګه چې دا اغېز د تشيع په بابد د احسان الهي ظهير په ليکنو کې ښه تر سترګو کېږي او د هغه ليکنو هم د اثنى عشريانو په باب د راوروسته سلفي مذهبو وګړيو په ليکنو خورا اغېز وکړ. کوم سياسي شرايط،چې په نوموړي کتاب کې ليکل شوي،له مورخينو پټ نه دي .ټول هندي مورخين يوه خوله دي،چې دا کتاب د دولسمې هجري پېړۍ په پاى کې او په داسې سياسي شرايطو کې خپور شو،چې په لکهنو کې د “واده” واکمن –چې له تشيع يې ملاتړ کاوه –او د اهلسنتو د واکمنو ترمنځ سياسي شخړه وه .همداسې چې کله به په تاريخ کې د شيعي او سني واکمنو ترمنځ سياسي شخړې راوچتې شوې؛نو دا ډول کتابونه به واکمنانو ته ورډالۍ کېدل .په ورته شرايطو کې،محمود شکري آلوسي،نوموړى کتاب سلطان عبدالمجيد خان عثماني ته ورډالۍ کړ او هيلمن شو،چې د اهلسنتو په ګټه او د تشيع په پوپناه کېدو کې اغېزمن وي .[92]

د عثماني دولت د سياست غوښتنه وه،چې په جدي بڼه د تشيع مذهب اپوټه معرفي کړي،په تېره بيا هغه مهال،چې  کله بغداد د شيعي ايران په لاس نسکور شو؛نو په کلکه يې خپل شتوالی په خطر کې وليد .عثماني دولت ښه پوهېده،چې اهلسنت له شيعيانو سره خونړۍ جګړه نه کوي؛خو داچې دا  مطلب ورته وويل شي، چې شيعيان کافر غاليان دي او مسلمانان نه دي .[93]

لومړى سلطان سليم عثماني (١٥١٢-١٥٢٠ م)،چې د استبداد او سخت دريځۍ له امله يې ورته کلک زړی – سنګدل وایه،تر لښکر لېږدنې د مخه،خپل مقام ته د خطرونو د لرې کولو په پار يې حکم وکړ،چې ټول ورونه او ورېرونه دې يې ووژل شي. سليم له کورنۍ حساب پاکونې وروسته له شاه اسماعيل صفوي سره مقابلې ته راووت.سليم پر شاه اسماعيل تر بريد دمخه د ختيځ آناتولي شيعيان وځپل او څلوېښت زره تنه يې پکې ووژل .[94] ددې څلوېښت زرو تنو وژل کېدل په خپله د عثماني دولت په رسمي سرچينو کې ثبت شوى دى .د عثماني دولت مدافع شاعر په دې باب وايي :

(شعر @)

پر ٩٢٠ هجري کال سلطان سليم له يوسل او شل زره لښکر سره د آذربايجان پر لور روان شو . هغه دعثماني هېواد د خلکو د لا هڅونې په موخه په شاه اسماعيل صفوي پسې خورا ډنډورې پيل کړل او د هغه هېواد له يو شمېر علماوو نه يې د شيعيانو د تکفير حکم واخست .له صفويه سره د عثمانيانو له دې جګړې په ټولو راپاتيو اسنادو کې راغلي،چې سلطان سليم له دې جګړې موخه له تسنن دفاع او تشيع له منځ وړل عنوان کړي دي . سليم د سني مسلمانانو د خليفه په نامه ځان ددې مذهب مدافع ګاڼه او په دې تکل کې و،چې په دې سيمه کې د تشيع جرړه وچه کړي .[95]

د سلطان سليم له لښـکره د يني چري جنګياليو لخوا ورپسې خورا مخالفتونه راپاڅېدل .عثمانيانو له کفارو سره په غزا کولو شهرت درلود او اوس له مسلمانانو سره جګړه کې،هغه هم په دومره پراخه کړۍ کې . د شپې ځينې سرتېرو يو ليک په غشي کې بند کړ او سلطان سليم خونې ته يې واستاوه،چې پکې يې د مسلمان وژنې شکايت او ګيله کړې وه. ددې اعلاميې په ځينو برخو کې راغلي وو :

” ايا په هېواد کې،چې د اهلسنتو په څېر پينځه وخته محمدي اذان کېږي،اودس کوي او په جماعت لمونځ کوي،روژه نيسي،خورا قرآن وايي،حج کوي، تل د “لا اله الا الله محمد رسول الله “سپېڅلې او پاکه کلمه پر ژبه راوړي؛نو دا خلک په کوم شرعي اړخ وژل کېداى شي؟… موږ به د دين په نامه له ايرانيانو سره نه جنګېږو او هر مهال مو چې وويل،چې جګړه  مو د هېواد پر سر ده؛نو دا ويجاړ هېواد يې په دې دومره وينو نه ارزي،چې نيولو ته يې تويې شي .”[96]

پر ٩٤٤ هجري کال (د سلطان سليمان خان قانوني پېر) هم د عثمان پاشا په مشرۍ عثماني لښکر پر تبريز يرغل وکړ او د هغه ځاى مېشت وګړي يې قتل عام کړل .د قاضي احمد قمي د وينا له مخې،عثمانيانو جوماتونه او ممبرونه ددې لپاره وسوځول ،چې پکې صحابه وو ته کنځلې شوې وې .پر دې سربېره ټول حديثي او کلامي کتابونه يې وسوځول . په دې بريد کې که له ماشومه تر سپين ږيري او ښځينه وو او نارينه وو اته زره وګړي قتل عام شول .

بلخوا په داسې له تعصب په ډک مذهبي حالاتو کې د دنيوي چارو پر سر د عثماني او صفوي حکومتونو د اړپېچ له امله وو. صفوي دولت هم پر مذهبي تعصب اخته و،حال داچې اهلسنتو په صفوي واکمنۍ کې د فعاليت حق نه درلود،مسحيت او غربي مبلغانو په اسانۍ کولاى شول ،چې په ايران کې فعاليت وکړي او څو کليساوې په خپلو تبليغو چارو بوختې وې .

يوازې “رافائل دومان فرانسوي،د کاپوسن د فرقې مشر د څلوېښت کالو لپاره د خپل دين د تبليغ لپاره په اصفهان کې پاتې شو .”[97]

په ايران کې مذهبي افراط او مخالفانو ته يې په کنځلو کې  د مخې خلاصېدل،د مذهبي جګړې د اور په بلونه کې اغېزمنه وه ؛خو تر ټولو مهمه ستونزه يې دا و،چې په نورو سيمو کې به شيعيان کړېدل .ليکل شوي ،چې ځينو شيعه علماوو په شريفو حرمينو کې د ايران علماوو ته ليک وليکه :

” انکم تسبون ائمتهم فى اصفهان و نحن فى الحرمين نعذب بذالک اللعن و السب [98] = تاسې په اصفهان کې د اهلسنتو مشرانو ته کنځل کوئ او موږ ستاسې د کنځلو په پار په مکه او مدينه کې کړېږو .”

شاه اسماعيل صفوي يوازې د امامانو په دوستۍ بسيا و نه کړه ؛ځکه ډېرى سنيان هم په دې اصل کې ورسره يوه خوله او همغږي وو او له اهلبيتو سره يې مينه کوله .

هغه څه چې شاه اسماعيل صفوي يې په تکل کې و،هغه د دولس امامي تشيع د بنسټ د ډبرې ايښوول وو،چې هم يې پر تولى او هم يې تبرى اډانه کوله .په دې معنا،چې ددې مذهب په منلو سره يې بايد د اهلبيتو له دښمنانو خپله کرکه څرګنده کړې واى .د جهان  آرا په تاريخ کې راغلي :

“وټاکل شول ….چې تر اذان وروسته د محمدي دين له دښمنانو تبرى او ورته ښېرې وشي او پر آل محمد (ص) تولى وکړي او تبرائيانو ته يې وټاکل،چې په کوڅو او بازارونو کې دې ګرځي او سنيانو او دولس ګونو امامانو دښمنانو او وژونکيو ته دې وکنځي او اورېدونکيو ورسره د “ډېر دې وي او کم دې نه وي” په شعار بدرګه وو ….”[99]

د مير مخدوم شريفي په نامه حنفي د عثمانيانو مدافع،چې د دویم شاه عباس صفوي د سلطنت په پېر کې مشاور و. هغه د اهلسنتو پر وړاندې د شاه اسماعيل د ليد په بدلولو کې خورا ونډه درلوده تردې چې ان شاه هڅه وکړه،چې د دولس ګونو امامانو نوم له سيکو لرې کړي او د امامانو په باب يوازې د خپل شعر په ليکلو راضي شو .

خو ميرزا مخدوم شريفي د علماوو او قزلباشانو د دباو له امله د شاه له سترګو ولوېد او اروپا ته وتښتېد او هلته د قاضي په نامه په کار بوخت شو او پر ٩٨٧ هجري يې د شيعه مذهب په رد کې “النواقض على الروافض”په نامه يو کتاب وليکه .[100]

 

٢-٤ . په ځينو حنفيانو کې د سلفیت نفوذ

ځينو احنافو پل په پل له اهلبيتو په تېره بيا له شيعيانو څخه په واټن کې شول.په دې لار کې خورا اغېزمن ګام بخاري اوچت کړ؛البته لکه څنګه چې تېر شول بخاري هم د خپلو درباري استادانو تر اغېز لاندې و،چې دا استادان د عباسي واکمنانو په چوپړ کې او د اهلبيتو دښمنان وو او همداراز د غاليانو تر اغېز لاندې او له غالي او تشيع څخه د ناوړه تفسير تر اغېز لاندې و . دکتر على يحيى عصام العماد،چې په خپله له سلفي مذهب څخه تشيع ته راوختى دى،له اهلسنتو سره د ډېرى سلفیت د ګډېدو او د غلو او تشيع د ګډېدو د ناوړه پایلو په باب ليکي : “د تشيع او غاليانو د ګډولو ګرفتاري د عثماني سياسي شرايطو تر سيوري لاندې وشوه او د سلفیانو په لاس –چې د هماغه عثماني پير له ليکنو يې ګټنه وکړه –خپاره شول او هېره دې نشي،چې خورا غوړه او شديده هم شوه . خو دا ټول کتابونه يوازې تبليغي وو،نه علمي او تحليلي او څرګنده ده،چې د غير علمي تبليغاتو موخه د رقيب د څېرې اپوټه ښوول او ورسره له هر ډول عملي ويينې څخه ډډه او تېښته ده . د عثماني دولت تر راپرځېدو وروسته،د اهلسنتو ډېرى مشرانو،له شيعيانو سره د اهلسنتو د پخوانيو مشرانو پر کړنلار پر عمل ټينګار وکړ .په داسې شرايطو کې چې دا کړنلار د عثمانيانو پر مهال هېره شوې وه،”شيخ محمد شلتوت” د مصر د الازهر پوهنتون مشر او د اهلسنتو ستر عالم فتوا ورکړه،چې شيعه مذهب هم د اهلسنتو د نورو څلورګونو مذاهبو په څېر يو مذهب دى او ځان ته يې ټاکلى شو .”[101]

خو سلفیت له هماغه فکري نظام او  “التحفة اثنى عشريه” کتاب له مطالعې د اغېزمنېدو له امله هماغه کړنلار مخکې ونيوه او په تېرو لسيزو او په اوسني وخت کې يې خپل فکري نظام د اهلسنتو په بېلابېلو برخو او له هغوى ځنې په حنفيانو کې خپور کړ .

په هر حال بخاري د احنافو او تشيع ترمنځ واټن رامنځ ته کړ . په حنفيانو کې د بخاري په نفوذ د امام ابوحنيفه (ره) عقلپالي او  اعتدالي او عقلپال حنفي ښوونځى مخ په ورکېدو شوه او له نورو لاملونو نه په اغېزمنۍ (لکه د ماتريديه او طحاويه اندې او د فقه الاکبر ليکوالان (٣)) حنفي ښوونځى،اهل حديثو ته نږدې کېږي.  د وخت په تېرېدو،چې صحيح بخاري په حنفيانو کې ستر مقام لاس ته راوړی او د عثماني او صفوي سياسي پېرونو تر سيوري لاندې له شيعيانو سره د اهلسنتو او حنفيانو د اړيکو تر ترېنګلتیا وروسته،سلفیت رامنځ ته شو او ددې بهير شيعي ضد اندو په ځينو حنفيانو کې نفوذ وکړ .

بې له هغو تاريخي سياسي لاملونو،چې مخکې ورته اشاره وشوه له افراطي ګرۍ او د سلفیت له تعصبه د نوموړيو سيمو د عامه حنفيانو اغېزمنېدل،عمدتا د دوو دليلونو له مخې دى :

١.د مذهبي سواد له منځه تلل او څو سوه کلن فرهنګي فطرت ،چې ټول افغانستان،پاکستان او منځنۍ آسيا يې د ناپوهۍ په تورتمونو او د مذهبي پوهې په افول کې ډوب کړي دي .

له بريده ډېر د صحيح بخاري دودېدل او ددې سيمې په مېشتو کې يې خورا ستر مقام لاس ته راوړل .په هغه ځايونو کې چې د حنفيانو ديني او مذهبي پوهه او  د حنفي ښوونځي له عناصرو يې پوهه او پېژندنه ژوره او غوره وه؛نو د سفلیت په څېر له افراطي بهيرونو يې اغېزمنېدل هم لږ وو.(لکه په افغانستان کې د اهلسنتو اسلامپالو بهير) البته د اخوان المسلمين او ځينې نورو سلفي بهيرونو اغېزمنېدل هم په اسلامپالو کې ليدل کېږي؛البته دا اغېزمنېدل ډېرى په استعمارځپنه کې د اسلامي خوځښتونو  په اسلامپالو کې ليدل کېږي او نسبتا په اسلامي نړۍ کې يو خپرېدونکى چار دى و اخوان السملين ان د ايران پر انقلاب او ځينو شخصيتونو يې هم اغېز وکړ . په هر حال د حنفي اسلامپالو اغېزمني نسبتا تر څه بريده له ديني بصيرت سره يو ځاى وه .

دا يوه جدي پوښتنه ده،چې دې ډول حنفيانو څنګه حنفي مذهب او د امام ابوحنيفه (ره) اندې د بخاري له کړنلار او سلفي لېوالتيا سره جمع کړي دي ؟! له اهل حديثو او سلفیانو او په خپله له بخاري سره د حنفي مذهب بديهي ټکر،سنت،صحابه وو او سلف ته يې دریځ دى.بل داچې تصوف په اهلسنتو او حنفيانو کې خورا دود دى او سلفیت په سخته له تصوف سره په دښمنۍ کې دى .

په حقيقت کې د سلفیت پر وړاندې دوه بهيرونه دي : يو د تشيع بهير…. او بل تردې خورا پياوړى دى او هغه د تصوف بهير دى. په اهلسنتو کې تصوف له بېخه پر يو اصل اوختى دى؛يعنې هر وګړى بايد په فقه کې د يو امام؛لکه ابوالحسن اشعري [او ….] او په تصوف کې هم بايد د قطب او يا يوې لړۍ لاروى وي او دا د دين برخه شوې ده .په سوډان کې د تصوف اووه اصلي لړۍ دي،چې ټول ګروهن دي،چې رباني فيض د حضرت علي (ک) له لاسه اخستل کېږي .دوى،چې ټول سنيان دي،ولايت پر رباني فيض معنا کوي،وايي،چې دا پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي [؛خو] سلفیت په سخته تصوف ځپي؛ځکه ډېر نفوذ لري .”[102]

د ټولو اسلامي مذاهبو (شيعي او سني) ترمنځ ګډ ټکى،په يو نه يو ډول يې له اهلبيتو سره په تړاو کې دي  او هر يو په يو نه يوه بڼه مشر،مخکښ،پير، مراد او د خپل د هدايت او ښيون څراغ ګڼي او په دې بهير کې ورته پر ځانګړي مقام قايل دي .ټول صوفي اهلسنت،اهلبيت مانیز- معنوي او روحاني مشران او د رباني فيض په لاس ته راوړو کې د ولايت څښتان ګڼي . آيت الله واعظ زاده خراساني وايي :

“ما استقصا کړې،چې د شيعه وو او اهلسنتو صوفيه فرفې د خپل ولايت سلسلې حضرت علي (ک) ته رسوي بې له نقشبنديه فرقې ،چې خپله لړۍ حضرت صادق ته رسوي او ګروهن دي،چې حضرت صادق ولايت له خپل مورني نيکه قاسم بن محمد او هغه له خپل پلاره محمد او هغه له  حضرت سلمان (رض) او حضرت ابوبکر (رض) او پېغمبر اکرم (ص)  څخه اخستى دى.  په مصر کې ټولې صوفې ډلې ګروهنې دي،چې که د ولايت لړۍ حضرت علي (ک) ته و نه رسي؛نو د منلو وړ نه دي . د هغوى د ګروهې له مخې،له شيخ او مراد سره يې بيعت [چې هر کال د رسول الله (ص) د زوکړې پر سپېڅلې ورځ ترسره کېږي] له حضرت علي سره بيعت او د هغه په واسطه له رسول الله (ص) سره بيعت دى .”[103]

د سلفیت ستونزه کوږ اندي او فکري سختوالى دى،چې له ديني مفاهيمو يې د ځانګړې اخستنې لامل شوى دى او د همدې کوږ فکرۍ او جمود له امله دي،چې :

١.له توحيد،شرک او … په څېر له ديني مفاهيمو خورا تنګ نظرى تفسير راوړاندې کوي .

٢.عرفان او تصوف په هره بڼه،چې وي،مردود ګڼي او ورسره مقابله کوي .

٣.غلو له تشيع سره مساوي او يوه ګڼي [104] او ټول شيعيان تکفیروي بې له دې،چې دهغوی له ديني،مذهبي او ګروهيزو بنسټونو څخه یې خبر وي او سند يې هم يو لړ غير علمي او مغرضانه ليکنې دي،چې د واقعي تشيع له معارفو تشې دي .

په واقع کې د هغوى په پام کې کافر شيعه د هغوى د ذهن په جعلياتو،تورونو او بې بنسټه تورونو کې پټ دى او په بهرنۍ نړۍ کې [بې له غاليانو،چې شيعه وو هم ورته شا کړې ده]داسې شيعه له داسې ګروهو سره نه وه او نشته؛خو سلفیانو د خپل ذهن دا جوړ کړى انځور په شيعيانو منطبق کړى او ددوى په تکفير يې لاس پورې کړى دى؛البته سلفیان نور اهلسنت هم په خپل مذهب او لار کې په نېغه نه بولي او خوښ دي،چې هغوى هم له سره د توحيد کلمه ووايي او د خپلو ګروهو چاڼ وکړي؛خو په يوه واحده ټلوالې کې په يو وخت کې له ټولې اسلامي نړۍ سره لاس او ګرېوانېداى نشي؛نو ددوى نوبت تر تشيع وروسته دى که څه سلفیت تر څه بريده له اهلسنت او تشيع سره په يو وخت کې مبارزه کوي؛خو تېره توره یې ډېره تشيع ته اړولې ده .

[1] .ملا قاري هروي،شرح فقه الاکبر ،٢٢٤-٢٢٥ مخونه .

[2] .هماغه سرچينه ،٤١٢ مخ .

 مثنوی معنوی، دفتر اول، ابیات ۳۷۲۱-۳۸۲۵.[3]

 هماغه سرچينه، غزل ۲۱۰۲.[4]

 هماغه سرچينه، غزل، ۲۳۰.[5]

 ب۷۹۳-۷۹۰- دفتر ششم مثنوی.[6]

 مثنوی معنوی، دفتر ششم،بیت های ۷۹۵-۸۰۵.[7]

 کلیات شمس، غزل ۲۱۰۲.[8]

 میرزا حسین نوری، کشف الاستار، ص۸۱.[9]

[10] .فريدالدين عطار،تذکرة الاولياء ١/٢١ .

[11] .هماغه سرچينه /٢٢.

 هماغه سرچينه.[12]

[13] . حديقة الحقيقة و شريعة الطريقة ،٢٦٠-٢٦٦ .

[14] . هماغه سرچينه ٢٢٦-٢٦٦ مخونه .

[15] . هماغه ،٢٦٠ مخ .

[16] . هماغه،٢٦٢ مخ .

[17] .هماغه /٢٦٦ مخ .

[18] . د ملاحسين واعظ کاشفي په تخلص کې “سبزواري” د هرات د سبزوار  له “شين ډنډ” څخه اخستل شوى دى،چې په دې سيمه کې زيږېدلى دى او بيا وروسته ددې سيمې نوم “شين ډنډ” شو .

[19] .اسماعيل بغدادي،هدية العارفين ١/٣١٦ .

[20] .محمد خوانساري،روضات الجنات ،٢٥٦ مخ؛ الدکتور کامل مصطفى الشيبى،الصلة بين التشيع و التصوف ٢/٣١٠ .

[21] .مصطفى الشيبى،هماغه ٢/٣١٠

[22] .هماغه؛پر “لب لباب مثنوي” د  نفيسي سريزه، ث مخ .

[23] .واعظ کاشفي،روضة الشهداء،٦ مخ؛دکتر کامل مصطفى الشيبى،هماغه،٣١١ مخ .

[24] . واعظ کاشفي،هماغه؛دکتر کامل مصطفى الشيبي،هماغه،٣١٢ مخ .

[25] .واعظ کاشفي،فتوتنامه،٢ مخ؛مصطفى الشيبي،هماغه،٣١٢-٣١٣ مخونه .

[26] .واعظ کاشفي،هماغه،٧ مخ؛مصطفى الشيبي،هماغه،٣١٣ مخ .

[27] .واعظ کاشفي،هماغه،١٥-١٦ مخونه؛مصطفى الشيبى،هماغه .

[28] . بقره/٢٠٧.

[29] .حشر /٩ .

[30] .واعظ کاشفي،هماغه،٥ مخ؛مصطفى  الشيبي،هماغه .

[31] . واعظ کاشفي،هماغه،١٠٠ مخ؛مصطفى الشيبانى،هماغه .

[32] .واعظ کاشفي،هماغه،٩٤-٩٥ مخونه؛مصطفى الشيبي،هماغه .

[33] .واعظ کاشفي،هماغه،١٠٤-١٠٦ مخونه؛مصطفى الشيبي،هماغه .

[34] .فضل الله بن روزبهان،وسيلة الخادم الى المخدوم،١٨٢ مخ؛دادو الهامي،امامان اهلبيت د ګفتار اهلسنت،٣١٧ مخ .

[35] . فضل الله بن روزبهان،وسيلة الخادم الى المخدوم،١٨٢ مخ؛دادو الهامي،امامان اهلبيت د ګفتار اهلسنت،٣١٨-٣١٩ مخونه .

 

[36] . هماغه سرچينه ،٢٩٠ مخ .

[37] .و ګ : فضل الله بن روزبهان،وسيلة الخادم الى المخدوم،هماغه،ابطال الباطل .

[38] .عبدالرحمن جامي،سلسلة الذهب،١٧٨ مخ؛رسول جعفريان،مقالات تاريخي، دفتر هشتم،٥٩ مخ .

[39] .هماغه سرچينه،١٤٦ مخ،له هماغه نه ،٦٠ مخ .

[40] .نجيب مايل هروى،جامي،١١٨ مخ .

دیوان جامی، ص۷۸.[41]

[42] .حنفي قندوزي،ينابيع المودة؛ميرزا حسين نوري،کشف الاستار،٦٥ مخ .

[43] .رسول جعفريان،مقالات تاريخ،دفتر هشتم،٦٢ مخ .

[44] .ابوالمؤيد خوارزمي،مقتل الحسين،٣٩٠ مخ .

[45] .عبدالجليل قزويني رازي،النقض،٣٧٢ مخ .

[46] .شورى /٢٣ آيت .

[47] .حنفي قندوزي،ينابيع المودة،١ مخ (سريزه)

[48] .هماغه /٦ مخ .

[49] .عبدالجليل قزويني رازي،النقض و٣٧١ مخ .

[50] .هماغه /٣٧٢ مخ . ددې وګړيو پر ليدلوريو د پوهېدو لپاره و ګ : عبدالجليل قزويني رازي،النقض؛ ميرزا حسين نوري طبرسي؛کشف الاستار عن وجه الغائب عن لابصار؛ داود الهامي،امامان اهلبيت د گفتار اهلسنت؛ سيد محمد طاهر هاشمي شافعي، مناقب اهلبيت از ديدگاه اهلسنت؛رسول جعفريان،مقالات تاريخي،دفتر هشتم؛ الدکتور مصطفى کامل شيبي،الصلة بن التشيع و التصوف،٢ټوک .

[51] .الشمس السلفي الافغاني،عداء الماتريدية للعقيدة السفلية ،١٠ مخ ( د کتاب سريزه)

[52] .هماغه /١١-١٢ .

[53] .هماغه /١٢ مخ .

[54] .هماغه سرچينه/١٣ مخ .

[55] .هماغه سرچينه،٢١ مخ نه وروسته .

[56] .هماغه سرچينه/١٠ مخ .

[57] . احزاب /٤٣ آيت .

[58] .البياضي العاملي،الصراط المستقيم ٣/٢٠٦ مخ .

[59] .زمخشري،کشاف تفسير ٤/٢٢٠-٢٢١ .

[60] .البياضي العاملي،هماغه سرچينه .

[61] .و ګ : م .م . شريف،تاريخ فلسفه در اسلام ١/٣٤٨-٣٤٩ همداراز  و ګ : العقيده الطحاوية د نجم الدين محمد الدرکاني په سمونه او تعليق ،٥١ مخ .

[62] .صحيح بخاري،پينځم ټوک،د فضائل اصحاب النبي کتاب،٦١ باب،٩٦ مخ ( مناقب حضرت زهرا) او ٦٢ باب،٩٨-٩٦ مخونه (د حضرت عايشې فضايل)

[63] .هماغه ،٣٦ باب،٧٠-٧٤ مخونه (مناقب عمر بن الخطاب)،٣٧ باب،٧٤-٧٨ مخونه ( مناقب عثمان (رض)) او ٣٩ باب،٧٩-٨١ مخونه ( مناقب علي (ک))

[64] .هماغه سرچينه،٦٠ باب،٩٦ مخ (ذکر معاويه بن ابي سفيان)

[65] .هماغه سرچينه ٤ ټوک ،٣١٢-٣١٣ مخونه .

[66] .هماغه سرچينه ،باب ذکر اصحاب النبى،٨٦-٨٧ مخونه .

[67] .کهف /٥٤

[68] .صحيح بخاري،هماغه ،٣ټوک،٢٥٣-٢٥٤ مخونه .

[69] .هماغه،اووم ټوک،کتاب اللباس،باب ليس الحرير،٣٣-٣٤ مخونه .

[70] .ابن حجر العسقلاني،فتح الباري ١/٤٢٣ مخ .

[71] . ابن حجر العسقلاني،تهذيب التهذيب ٢/٣١٠؛ذهبي،سير اعلام النبلاء ١١/ ١٧٥؛ابن حزم اندلسي،الفصل فى الملل و الاهواء و النحل ٥/٧٧؛ابوالحسن اشعري،مقالات الاسلاميين ١/١٥٤ مخ .

[72] . ذهبي،تاريخ الاسلام،حوادث السنه ٢٣٠-٢٤٠ هجري .

[73] .ذهبي،سير الاعلام النبلاء ١٢/٣٥؛ ابن الجوزي،المنتظم ٢/٢٣٧؛ابوالفرج اصفهاني ،مقاتل الطالبيين ،٤٨٧ مخ .

[74] . ابن اثير،الکامل فى التاريخ ٤/٣١٨-٣١٩؛النويري،فنون الارب ٢٢/٢٨٢ .

[75] .ذهبي،تاريخ الاسلام،وفيات ،١٤٢-١٤٥ او ٣٥٦-٣٥٥ مخونه .

[76] .مسند الامام ابى حنيفه (برواية الامام الحصکفي)،٢٢ مخ .

[77] .ابن جوزي،الموضوعات ١/٤١؛العراقي،التقليد و الايضاح ،١٣٢ مخ؛تدريب الراوي،٢٨٢ مخ .

[78] .خطيب بغدادي،مخکېنۍ سرچينه؛ذهبي،تاريخ الاسلام؛هماغه ،ـسير اعلام النبلاء ،له الشيخ حسين غيب غلامي،البخاري او وصحيحه ،٢٦ مخ نه په نقل سره.

[79] .الشيخ حسين غيب غلامي،البخاري و صحيحه،٢٦ مخ .

[80] .دا حديث د صحيح بخاري په دې بابونو کې راغلى دى : ١.د کتاب سريزه .٢. کتاب الايمان ،٣.کتاب العتق ،٤.کتاب مناقب الانصار ،٥.کتاب النکاح،٦.کتاب الايمان و النذور .٧.کتاب الحيل .

[81] . الشيخ حسين غيب غلامي،البخاري و صحيحه،٢٧ مخ .

[82] .بدرالدين محمود بن احمد العيني،عمدة القاري ٩/١٠٠؛محمد بن يوسف الکرماني، الکواکب الدراري ١١/٥٤؛عبدالغني الغنيمي الميداني، کشف الالتباس عما اورده البخاري على بعض الناس،٦٤ مخ؛محمد الخضر الشنقيطي،کوثر المعاني الدراري ١١٢/٤٦٠ مخ .

[83] .صحيح البخاري ،کتاب الحيل؛الشيخ حسين غيب غلامي،الامام البخاري و فقه اهل العراق،١٩٧-١٩٩مخونه .

[84] .ابن عبدالبر الانتقاء من فضائل الائمة الثلاثة الفقهاء،١٤٩ مخ .

[85] .الشيخ حسين غيب غلامي،البخاري و صحيحه،٣٠ مخ .

[86] .ذهبي،سير اعلام النبلاء ١٠/٥٩٥؛ابن حجر العسقلاني،تهذيب التهذيب ١٠/٩، ٨٣٣ شمېره؛الشيخ حسين غيب غلامي،البخاري و صحيحه،٣١ مخ .

[87] .الشيخ حسين غيب غلامي،هماغه سرچينه،٣٢ مخ .

[88] . وهبي سليمان غاوجي،ابوحنيفه النعمان،٢١٧-٢١٨ مخونه .

[89]  .هماغه،٢١٨ مخ .

[90] . و ګ : الشيخ حسين غيب غلامي،البخاري و صحيحه،هماغه سرچينه، الامام البخاري و فقه اهل العراق .

[91] .www.tebyan.net

[92] .الدکتور عصام على يحيى العماد،المنهج الصحيح و الجديد فى الحوار مع الوهابيين،٧٢-٧٣ مخونه .

[93] .هماغ سرچينه ،٧١-٧٤مخونه .

[94] .نورمن ايتسکويتس،امپراطوري عثماني و سنت اسلامي،د  احمد توکلي ژباړه،٢٤٣ مخ .

[95] .جي، شاو. استانفورد،تاريخ امپراطوري عثماني او ترکيه جديد،د محمود رمضان زاده ژباړه،٥٠-١٥٢ مخونه؛رسول جعفريان،هماغه،٥٧-٥٨ مخونه .

[96] .رسول جعفريان،هماغه ،٦٠ مخ .

[97] .هماغه سرچينه ،١٨٤ مخ .

[98] .خوانساري اصفهاني،روضات الجنات ٤/٣٦٢ (له رسول جعفريان،صفويه در عرصه دين ،فرهنگ و سياست ١/٤١ نه په نقل سره)

[99] .هماغه سرچينه ،٣٩ مخ .

[100] . هماغه سرچينه ،١٤٨-١٤٩ مخونه .

[101] .الداکتر عصام على يحيى العماد،المنهج و الصحيح فى الحوار مع الوهابيين،٧٤ مخ .

[102] .له  آيت الله واعظ زاده خراساني سره مصاحبه (فصل نامه هفت آسمان،سال سوم، ٩ او لسمه ګڼه،٢٧-٢٦ مخونه،١٣٨٠ پسرلى او دوبى)

[103] .هماغه سرچينه،٢٠-١٩ مخونه . (البته د نقشبنديه په باب دې وويل شي،چې دا طريقه څو لړۍ لري او د هغوى په نزد تر ټولو غوره لړۍ “سلسلة الذهب” ده که  په دې لړۍ کې د اهلبيتو امامان دي .دا لړۍ له امام حسن مجتبى نه علي بن موسى الرضا ته رسي . و ګ : شيخ امين علاء الدين نقشبندي،حقيقت تصوف و بحثي از طريقه نقشبنديه )

[104] . الدکتور عصام على يحيى العماد،المنهج الصحيح و الجديد فى الحوار مع الوهابيين،١٣٦-٧١ مخونه .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!