تبلیغات

له طاغوتيانو سره په چلن کې د معاد ونډه فرعون غوښتل حضرت موسى کليم الله بې پته کړي؛نو دې چار ته يې له ټولو ښارونو جادوګران او ساحران راوغوښتل او دې ساحرانو،چې تر دې مهاله پر معاد ايمان نه درلود او يوازې د فرعون پيسو ته په تمه ول تر دې،چې ټولو وويل : ((إِنَّ […]

له طاغوتيانو سره په چلن کې د معاد ونډه

فرعون غوښتل حضرت موسى کليم الله بې پته کړي؛نو دې چار ته يې له ټولو ښارونو جادوګران او ساحران راوغوښتل او دې ساحرانو،چې تر دې مهاله پر معاد ايمان نه درلود او يوازې د فرعون پيسو ته په تمه ول تر دې،چې ټولو وويل : ((إِنَّ لَنَا لأَجْرًا)) (اعراف/۱۱۳) (٤٣)؛يعنې که موږ   حضرت موسى بې پته کړ؛نو آيا مزدوري به راکوې ؟ او د فرعون د پيسو پر وړاندې پر کار بوخت شول او څومره يې چې له لاسه کېدل او زده يې ول ويې کړل،چې پر دې مهال حضرت موسى خپله همسا پر ځمکه ګوزاره کړه ،همسا ښامار شو او د هغوى ټول زحمتونه يې يو کپ کړ او تېر يې کړل .

ساحران،چې پوه شول د حضرت موسى کار معجزه ده او جادو او سحر نه دى ؛نو هملته د فرعون په مخ کې يې ايمان پرې راوړ. فرعون،چې له غوسې د ټپي مار په څېر چورليده؛هغوى ټول يې وګواښول، ويې ويل:آيا زما له اجازې مخکې مو ايمان راوړ؟! زه به درنه سرچپه پښې او لاسونه غوڅ کړم او په ونو کې به مو را زوړند کړم؛خو هغوى تر هغه مهال،چې پر خداى او معاد ايمان نه درلوده او يوازې د فرعون پيسو ته په تمه ول؛خو اوس پر خداى او معاد د ايمان له امله په سړه سينه د فرعون مخې ته ودرېدل او ورته يې وويل :

((إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا(طه/۷۲)= چې ته يوازې په دنيوي ژوند کې حکم چلولاى شې. (٤٥)

قَالُوا لَا ضَيْرَ إِنَّا إِلَى رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ(شعراء/۵۰)= هغوى ځواب وركړ:(( مهمه نه ده (څه چې دې له لاسه كېږه،و يي كړه؛ځكه) موږ بېشكه د خپل پالونكي لوري ته ورتلونكي يو. (٤٦)

دا ټوله پېښه د اعراف په سورت کې له ۱۱۲ څخه تر ۱۲۶ ايته او د شعراء په سورت کې له ۳۷ آيت څخه تر ۵۱ او د طه په سورت کې له ۵۶ آيته تر ۷۲ پورې ويل شوې ده. (٤٧)

په رښتيا،چې پر معاد ايمان دوى ته څومره مړانه ورکړه ،چې د فرعون له ځواک او پيسو تېر شول او بيخي چرت يې پرې خراب نه کړ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست