تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې له متقي خوندیینه او خیر ته یې هیلمني درلودل  حضرت علي (ک) وايي: « مكظوما غيظه. الخير منه مامول و الشر منه مامون = خپله غوسه یې سړه کړې ده، خیر ته یې هیلمني شته او له شره یې خوندیینه» د غوسې په باب رسول اکرم (ص) یو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو ځانګړنې

له متقي خوندیینه او خیر ته یې هیلمني درلودل

 حضرت علي (ک) وايي:

« مكظوما غيظه. الخير منه مامول و الشر منه مامون = خپله غوسه یې سړه کړې ده، خیر ته یې هیلمني شته او له شره یې خوندیینه»

د غوسې په باب رسول اکرم (ص) یو روایت منقول دی چې یې ویلي:

شر الناس يوم القيمه الذين يكرمون اتقاء شرهم[1]

« دقیامت پر ورځ هغه بدترین انسان دی چې [په دنیا کې] نور یې د زیان وررسونې له ډاره درناوی کوي»

یعنی دومره شري، بد چاری دی چې خلک یې ځکه درناوی کوي هسې نه چې شر يې راورسي او د خپل پت ساتنې لپاره پر وړاندې يې چوپېږي.

متقي کټ مټ د دغسې تن په مقابل لوري کې دی. یعنې ټول ترې آسوده خاطر او بې غمه دي او نه یوازې دا چې ترې ډاډمن وي چې له اړخ یې څه ازار نه وررسي او له شره او ځورونې یې خوندي دی؛ بلکې ښو ته یې هم هیلمن دی او تردې ورهاخوا ورته سترګې پرلار دی، چې تېروتنې یې پټې او لورنه هم پرې وکړي.

انسان ددې لپاره چې نور يې له شره خوندي وي، دوه لارې ټاکلای شي:

 لومړی ځان داسې وروزي، چې لاس و پښې ، ژبه و فکر او سترګې و غوږونه یې ورته اېل شي او بې اجازې یې ونه خوځي.

دویم که د تهذیب او ادبونې دې درجې ته رسیدلی نه وي لږ تر لږه ځان دې قدرت او پراخو امکاناتو ته نه وروړاندې کوي او د مست نشه يي په څېر دې توره په لاس کې نه اخلي، او د نفس ښاماران دې د بېلتون په واورو کې وساتي چې له ډېرې یخنی او مړاویتوبه ونه خوځي.

نفست اژدرهاست او كى مرده است

از غم بى آلتى افسرده است

اژدها را دار در برف فراق

هين مكش او را به خورشيد عراق

(مثنوي درېیم دفتر)

له دوو حالاتو وتلی نه دی: یا د نفس ښاماران د انسان د عقل تر واک لاندې راغلي، چې په دې حال کې انسان حق لري د ځواک پر ښامارانو لاس ووهي او یا دا چې تر اوسه انسان د نفس په کابو کونې کې بریالی شوی نه دی؛ باید دغسې وګړی د ځان بچونې یا پرهیز تقوا خپله کړي.

دست را بر اژدرها آن كس زند

كه عصا را دستش اژدرها كند

(مثنوي درېیم دفتر)

در تو نمرودى است آتش در مرو

رفت خواهى اول ابراهيم شو

(مثنوي لومړی دفتر)

غالبا ځواک او پراخه شتمني فساد راولاړوي، په تېره هغه ته چې ځان یې پاک کړی نه وي. یا دا چې د رسول اکرم (ص) په څېر يې شیطان په خپل لاس مسلمان کړی وي[2] او په دې حال کې « یزیدي» «بایزید» کېږي او بې برخې روستی بریا ته رسي.

اسلم الشيطان آنجا شد پديد

كه يزيدى شد ز فضلش بايزيد

(مثنوي شپږم دفتر)

نو ځکه انسان باید له دننه خپل لاسونه و پښې زولانه کړي وي او یا لږ تر لږه ځان د ځواک آفت ته وروړاندې نه کړي او په داسې ځای کې کېننی چې د خبرې اغېز او د هر حرکت انعکاس یې څو څو ځله ستر شي. او یوه لږه اشاره او کوچنی فرمان یې په یوه ستره سیلۍ واړوي. داسې وي چې د سعدي په وینا، د خلکو د ځورونې زور ونلري:

من آن مورم كه در پايم بمالند

نه زنبورم كه از دستم بنالند

كجا خود شكر اين نعمت گزارم

كه زور مردم آزارى ندارم؟

(ګلستان سعدي)

او د زیان رسونې او آفت راولاړنې کړۍ یې ډېره تنګه وي. دغسې یو وګړی چې خپل حد او پوله پېژني تقوا ته ډېر ورنژدې دی او تردې ورنژدې هغه دی چې هڅه کوي ځان خطرناکو او خطر راولاړونکیو ډګرونو ته ورچمتو کوي.

[1] اصوال کافۍ، ۲ ټوک، باب من یتقی شره حدیث، ۴.

[2] قال رسول الله “ص”: ما منكم من احد الا و له شيطان قال و انتم يا رسول الله “ص”؟ قال: و انا الا ان الله عز و جل اعاننى عليه فاسلم فلا يامرنى الا بالخير “المحجه البيضاء، ج 5. ( یعنې نفس اماره مې حکم مني ) او د مولانا بلخي په وینا : عشق ديوانه است و ما ديوانه ى ديوانه ايم // نفس اماره است و ما اماره ى اماره ايم

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!