تبلیغات

 له مخالفانو سره د پېغمبراکرم  چلن   خداى خپل پېغمبر ته حکم ورکوي : (( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ الْسَّمِيعُ الْعَلِيمُ( انفال/۶۱) = [ او كه كفار سولې (او روغې) ته لېوالتيا وښيي؛نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر خداى توكل وكړه!(ځکه) چې په حقيقت يوازې هغه […]

 له مخالفانو سره د پېغمبراکرم  چلن

  خداى خپل پېغمبر ته حکم ورکوي : (( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ الْسَّمِيعُ الْعَلِيمُ( انفال/۶۱) = [ او كه كفار سولې (او روغې) ته لېوالتيا وښيي؛نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر خداى توكل وكړه!(ځکه) چې په حقيقت يوازې هغه اورېدونكى (او) ښه پوه دى . ))

 البته د انفال د سورت په ٥٨ آیت کې راغلي :  (( وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى‏ سَوَاءٍ إِنَّ اللّهَ لاَيُحِبُّ الْخَائِنِينَ (انفال/۵۸) =[ اوكه (د كومې نښې په راښكارېدو) د كومې ډلې له خيانته ډارېدې (چې ژمنه يې ماته کړې او ناببره بريد كوي)؛نو پر ښکاره يې تړون ورمات کړه؛ځكه خداى خائنان نه خوښوي .]

دا قرآن دى،چې وايي : (( قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى‏ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلَّا اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئاً وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ (آل عمران/٦۴)= ورته  ووايه : ((کتابيانو ! راځئ زموږ او ستاسې ترمنځ په منل شوې خبرې پسې ولاړ شو:)) اوهغه دا چې يوازې ((الله)) ونمانځوو او هېڅ څيز ورسره سيال ونه ګڼو او له موږ دې هېڅوك د ((الله)) پرځاى څوك پر ربوبيت نه نيسي؛ نو كه ( له دې وړانديزه) يې مخ واړاوه،ورته ووايئ : ((شاهدان وسئ  چې موږ خو مسلمانان يو (نه تاسې).))

  په يوبل آيت کې وايي : د مخالفينوله هغو غونډو ځان لرې ساته،چې پکې بې منطقه او باطلې ویینې کېږي،کېداى شي هغوى خپله لاره واړوي .

 ((لِّكُلِّ نَبَإٍ مُّسْتَقَرٌّ وَسَوْفَ تَعْلَمُونَ(انعام/۶۷) = [هرخبر (چې خداى دركړى؛ نو يو) ټاكلى وخت لري( او پخپله وعده تر سره كېږي) او ډېر ژر به پوه شئ.))

  پېغمبر اکرم به د مخالفينو خبرو ته داسې غوږ نيوه،کفارو به فکر کاوه،چې پېغمبر ژرباورى دى (وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ توبه/ ٦١)؛خو په عمل کې یې کله هم د خبرو تر اغېز لاندې نه  راته .

  د مبارزې لپاره يې له هر راز پوځي ‏امکاناتو ګټه اخسته،د غشي ايشتنې زده کړه يې ځوانانو ته  اړينه ګڼله او په دې باب يې سيالۍ ايښوولې او ګټل او بایلل يې پکې جاېز ګڼل،ویل يې: ددې يو غشي په پار،چې ددښمن په لور ايشتل کېږي؛نو هم يې ايشتونکى،هم يې پلورونکى،هم يې پېرونکى جنت ځي،چې د اسلام سرتېرو ته يې ورکړي .

 ګورو،چې پېغمبراکرم د منافقانوجومات ورانوي او چې د تبوک د جګړې پر مهال خبر شو،چې یوه ډله منافقان په يوه کور کې راټول شوي او دسیسه جوړوي؛نو کور يې پرې ور ويجاړ کړ .

 پېغمبراکرم له منافقينو سره په تريو تندي او سختۍ چلېده او د منافق د مړي جنازه يې نه کوله .

 ((وَلاَ تُصَلِّ عَلَى‏ أَحَدٍ مِنْهُم مَاتَ أَبَداً وَلاَتَقُمْ عَلَى‏ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ (توبه / ٨٤) = (( د هغوى پر يوه مړي هم هېڅكله (د جنازې) لمونځ مه كوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پر قبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او د سرغړاندۍ په حال كې مړه شوي دي .))

ناغېړۍ ‏او بې پروایي‏ یې په لار کې ځاى نه درلود. ابولهب د پېغمبراکرم  تره و؛خو د المسد سورت يې په هکله نازل شو. هو! په لار کې د څاه ايستونکي لاس بايد پرې شي،ان که د پېغمبر تره وي . په دې آیت کې خداى دا خبره سپينه کړې،چې پېغمبر او مؤمنان حق نه لري مشرکانو ته دعا وکړي ،چې که مشرکان يې خپلوان هم وي .

 ((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُوْلِي قُرْبَى‏ مِن بَعْدِ مَاتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ(توبه / ١١٣)= له پېغمبر او مؤمنانو سره دا وړ نه وه، چې مشركانو ته،که څه هم خپلوان يې وي (له خدايه) بښنه وغواړي، حال داچې ورڅرګنده شوې ده،چې هغوى دوزخيان دي .))

  په ډېرو آېتونو کې خداى خپل پېغمبر ته تسل ورکړى،چې د دښمن دسيسه او کوښښ دې نهيلى نه کړي،پر کړخت يې سترګې پټې کړه او پر خداى توکل وکړه .

 ((وَلاَ تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ وَكِيلاً (احزاب/ ٤٨ ) = (( او د كافرانو او منافقانو(حكم) مه منه او ربړ(ونې) يې ناليدې وګڼه (او ترې تېر شه) پر خداى توكل وكړه او د خداى چارسازي بس ده.))

کله هم مه غمجنېږه او چلونو ته یې مه وارخطا کېږه : (( وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلاَ تَكُ فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ(نحل/ ١٢٧) = (( او صبر وكړه او ستا صبر دې يوازې خداى ته او د خداى په توفيق وي او(د چارو) له امله يې مه خپه كېږه او مه يې پر دسيسو زړه تنګى كېږه.))

  موږ دې د دښمن له ټولوپټواو ښکاره نقشوخبر يو :((فَلاَ يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ( يس/ ٧٦) = (( نو پر خبرو يې مه خپه كېږه، بېشكه چې موږ ته يې ټول پټ او ښكاره معلوم دي .))

  ستا دنده صبر او تسبيح ده : (( فَاصْبِرْ عَلَى‏ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ( ق/٣٩) = (( نو چې څه وايي،صبر پرې وكړه او تر لمر ختو او لمر پرېوتو مخكې د خپل پالونكي تسبيح او ستاېنه ووايه.))

 يوه ورځ د پېغمبر اکرم يوه دښمن راغى او د ((اسلام عليک)) پرځاى يې وويل: ((اسام عليک))؛يعنې مرګ دې پر تا وي او پر ډېرې بې ادبۍ يې دا خبره څو ځل وکړه؛خو سره له دې چې پېغمبراکرم د غچ اخستو ته پوره ځواک درلود؛خو ځواب يې يوازې ((عليک)) و،هلته ځينې ناست کسان ډېر زيات خپه شول؛ نو پېغمبراکرم  ته يې وويل : ولې دې ددې دومره سپکاوي ځواب ورنه کړ؟! ویې ويل : د هماغې ((عليک)) پر ټکي مې ځواب ورکړ؛يعنې پر تادې وي .(کافي٢/٥)

  د اسلام دښمنان په ډول ډول قالبونوکې دي :ځينې د بې خبرۍ له امله مخالفت کوي؛خو له مسلمانانو او اسلامي نظام سره کار نه لري . ځينې اوازو او تبليغاتو تېرايستي دي .ځينې د خپلو ګټو خونديېنې ته مخالفت کوي او له خپلې کږلارۍ لاس نه اخلي .ځينې د ستر ځواکوو له وېرې له مسلمانانو سره نه يوځاى کېږي . ځينې د اړنګ – شک له امله پرمختګ نه کوي .ځينې يوه ورځ تړون تړي او بله ورځ د خپلو ګټو له امله له تاوانه د تېښتې لپاره هماغه تړون لتاړي .ځينې نېغ په نېغه پر اسلام بريد کوي .ځينې خاینان دي او تاريخ لووى-شاهد دى،چې ددې خلکو ايمان راوړل له هماغه پیله  دسيسه وه .

اسلام ددې هرې ډلې لپاره حکم لري؛نو ځکه په آيتونو او روايتونو کې ډول ډول  احکام ليدل کېږي،چې دا د اسلامى عالمانو کار دى،چې را و يې باسي اوخلکو ته يې اعلان کړي .

  دلته د قرآن د تعبيرونو څو بېلګې را اخلو:

 کله به منافقينود پېغمبراکرم وخت نيوه اوخيال يې کاوه،چې تبليغ يې کړى دى او په دې ګومان ول،چې پېغمبراکرم يې پر ټولو خبرو باور کړى دى،چې دې ډلې بې له دې کاره بل کار نه درلود،قرآن یې په هکله وايي :

((وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ– توبه /۶۱) هغوى وايي ،چې ته راته غوږ يې،ورته ووايه :ستاسې خبرو ته زما غوږ نيول ستاسې پرګټه دي .))

  يوه بله ډله وه،چې  بې له خبرو يې خلک هم بې لارې کول او د خداى له لارې یې منع کول،چې ددې ډلې حساب سخت دى .

   درېمه ډله ځان ته ځالې جوړوي او د ضرار جومات جوړوي،چې د جومات په نوم پکې راټول شي،چې خپل نمښت -انکار او هڅو ته سازماني او تشکيلاتي بڼه ورکړي او د خلکو د تېرايستو لپاره ان پېغمبر اکرم ته بلنه ورکوي،چې راشه او دا جومات پرانځه او داسې ډلې د اسلامي ټولنې په زړه کې ځاله جوړوي؛نو پېغمبر اکرم ورسره انقلابي چلن وکړ او جومات يې ورړنګ کړ.

  ځينوبه هر وخت خپل تړونونه ماتول .

((إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللّهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لاَيُؤْمِنُونَ( انفال/۵۵) =بېشكه د خداى په نزد بتر خوځنده هغوى دي،چې كافران شوي دي او ايمان نه راوړي . ))

 ((الَّذِينَ عَاهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لاَيَتَّقُونَ ( نفال/۵۶)= هماغوى چې درسره يې ژمنه وكړه؛خو هر ځل خپله ژمنه ماتوي او( د وعدې  ماتولو او خيانت ) څه پروا نه لري .))

خوځينې دي،چې له شا څخه ملاتړ کوي او په اسلام پسې يې راخستې ده ،چې قرآن یې په هکله وايي : (( فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ( انفال/۵۷)=[ اوكه دوى د جګړې (په ډګر) كې په لاس درشي؛نو داسې بريد پرې وكړه،چې ورپسې لارويان يې خپاره واره شي (او خپل حواس بايلي) ښايي عبرت واخلي .))

خو د لاسوندونو-شواهدو په رڼا کې،هغوى چې د خيانت قصد لري؛ نو قرآن یې په هکله وايي :

 (( وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى‏ سَوَاءٍ إِنَّ اللّهَ لاَيُحِبُّ الْخَائِنِينَ(انفال/۵۸)=((اوكه (د كومې نښې په راښكارېدو) د كومې ډلې له خيانته ډارېدې (چې ژمنه يې ماته کړې او ناببره بريد كوي)؛نو پر ښکاره يې تړون ورمات کړه؛ځكه خداى خائنان نه خوښوي. ))

هو! په مهمو پوځي ‏او ټولنيزو چارو کې مسلمانان بايد مخکې تر مخکې چمتووالى ولري،همداچې و یې ننګېرل څوک خيانت کوي؛نو تر خيانته مخکې دې لستوڼي بډ وهي (وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً)؛نو چې تړون مات کړي؛نوکه ته يې هم ورسره مات کړې؛نودا خبره له عدالت سره سمون خوري او پر تړون ژمنه تر هغې په کار ده،چې له دسيسې وېره نه وي؛خو همداچې د خيانت او دسيسې ننګېرنه‏ وشو؛نو ځاى پر ځاى بايد مقابل لوري ته د تړون د ما تېدواعلان  وشي .

له مشرکانو سره د پېغمبراکرم  چلن

  مشرکانو له رسول الله وغوښتل،چې يا د بوتانو درناوى وکړي او يا دې ورته يو کلن مهلت ورکړي،چې بيا هم د يو کال لپاره د بوتانوعبادت وکړي،نږدې ول،چې پېغمبر اکرم ورسره خوښي وښيي؛خو خداى پر غوږ  وواهه . قرآن وايي : (( وَإِن كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذاً لَاتَّخَذُوكَ خَلِيلاً ( اسرا/۷۳) = [ نژدې وه،چې دوى تا (پخپلو وسوسو سره) له هغه څه راواړوي،چې موږ تا ته وحې كړې ده،چې ته له هغه (قرآن) پرته (يو بل څه په دروغو) په موږ پورې وتړې؛نو هله يې ته په دوستۍ نيوې.]

((وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئاً قَلِيلاً ( اسرا/۷۴) = اوكه ته موږ (پرحق باندې) ټينګ كړى نه واى (او دعصمت د مقام په رڼا كې له بې لارۍ خوندي شوى نه وې؛نو) نژدې وه،چې لږ څه به د هغولوري ته ورمات شوى وې . ))

((إِذاً لَأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيراً (اسرا/۷۵) = (كه داسې دې كړي واى؛نو ) موږ به پر تا په دنيا كې (د مشركانو) د مجازاتو د دوه ګرايه او ترمرګ وروسته هم (د هغوى د مجازاتو) د دوه ګرايه عذاب خوند څكلى واى،بيا به دې زموږ پر وړاندې ( د عذاب د لرې كولو لپاره) كوم مرستندوى نه واى موندلى. ]

  د پېغمبر اکرم خوى بايد له دې آېتونو راوايستل شي :

کفارو تر ټولو ستر مقام د راجذبولو هڅه هم درلوده،الهي مشران بايد هوښيار وي،چې له اصولو د پر شا تګ پر بيه اړيکې ارزښت نه لري. خداى په حساسو شېبو کې خپل اولياء ساتي او که د خداى پام او ساتنه نه وي ؛نو د پېغمبرانو عصمت هم د ټېنګې نه دى .

 انبياء بايد غوڅ ‏اونفوذ نه منونکي وي .پوټى کوږوالی هم له پېغمبرانو د منلو وړ نه دى . خداى هم پېرزوېنه لري اوهم غضب،چې د پېغمبر په څېر انسان ته د نورو په پرتله دوه ګرایه عذاب ورکوي او يوازې له کفارو سره لږ څه خوښي ښوول،هغه د تل لپاره له الهي نصرته بې برخې کوي(ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيراً) او پردې خبره هم پوهېدل پکار دي،چې دښمن پرلږه خوښ نه دى .

  قرآن وايي : ((وَلَنْ تَرْضَى‏ عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى‏ ان‏ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى‏ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِى جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ( بقره/۱۲۰) =او يهود او نصارا به هېڅكله درڅخه تر هغې خوښ نشي ترڅو(په بشپړ ډول غوښتنو ته يې غاړه كېنږدې او) د(اړول شوي) دين لاروي يې وكړې،ورته ووايه: ((يوازېنۍ لارښوونه،الهي لارښوونه ده.)) او كه تر پوهې وروسته په هيلو او غو ښتنو پسې يې ولاړ شې؛ نو د خداى له لوري به دې هېڅ دوست او مرستندوى نه وي .))

((وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ ( قلم/۹) =هغوى هيله لري،چې كه ته څه نرمي وکړې،چې هغوى (هم) نرمي وكړي (؛داسې نرمي،چې د حق له بهيره څه كږليچ پكې وي) ))

((وَلاَ تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ وَكِيلاً (احزاب /٤٨) = او د كافرانو او منافقانو(حكم) مه منه او ربړ(ونې) يې ناليدې وګڼه (او ترې تېر شه) پرخداى توكل وكړه او د خداى چارسازي بس ده. ))

((وَلاَ تُصَلِّ عَلَى‏ أَحَدٍ مِنْهُم مَاتَ أَبَداً وَلاَتَقُمْ عَلَى‏ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ (توبه /٨٤) = [پر يوه مړي يې هم هېڅكله (د جنازې) لمونځ مه كوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پرقبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او د سرغړاندۍ په حال كې مړه شوي دي . ))

هو! له منافقانوسره منفي مبارزه پکار ده. د لمانځه له اړمه يې هڅونې‏او رټنې ‏ته ګټه واخلئ،د منافقانو د جنازې سپکاوى پکار دى؛البته د پېغمبر اکرم انقلابي چلن يوازې له قسم خوړليو منافقانو سره دى؛ هغوى چې ان پر اوښکو تويولو يې هم اعتبار نه دى پکار؛لکه د حضرت يوسف ورونه،چې ژړغوني خپل پلار ته راغلل، و يې ويل : يوسف لېوه وداړه .(يوسف /١۷) نه يې پر قسم اعتبار پکار دى،چې قسم یې سرغړونې ته يو ډال دى .

((اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ(مجادله /١٦) = هغوى خپل قسمونه [لکه] ډال ګرځولي دي او (خلك يې) د خداى له لارې منع كړل؛نو له همدې امله سپكوونكى عذاب يې په برخه دى .))

  نه يې پر خبره اعتبار پکار دى،چې د هغوى خبرې ته چې پېغمبر هم حيرانوي (مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ– بقره / ٢٠٤) نه يې پر لمانځه اعتبار پکار دى، چې په ناغېړۍ یې کوي او نه يې پر زکات اعتبار پکار دى،چې په ناخوښۍ يې ورکوي .

  ((وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلاَ يَأْتُونَ الصَّلاَةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَى‏ وَلاَ يُنفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ (توبه/ ٥٤) = [ او هېڅ شى د هغوى د نفقو د نه منلو لامل نشو؛خو داچې هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شول او زړه ماتي نمانځه ته راځي او ( د خداى په لار كې ) په ناخوښۍ نفقه وركوي .))

   نه یې جومات جوړول منل کېږي؛ځکه جومات يې ضرار دى . منافقينو د لارې لرېوالى او د خلکو زوړوالى او کمزوري پلمه کړ او د پېغمبر اکرم د جومات پر وړاندې ‏يې جومات جوړ کړ،چې ددې جومات پر نوم په خلکو کې درز  واچوي او ان له آنحضرته يې وغوښتل،چې په دې جومات کې د پرانستيا لمومځ وکړي،چې دې جومات ته رسميت ورکړي،آيت راغى،چې ددې جومات د جوړونکيو موخه مسلمانانو ته زيان رسول دي،کله هم په دې جومات کې لمونځ و نه کړې او پېغمبر اکرم دا جومات ړنګ ‏کړ .

((وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِداً ضِرَاراً وَكُفْراً وَتَفْرِيقاً بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَاداً لِمَنْ حَارَبَ اللّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَى‏ وَاللّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (توبه / ١٠٦) = [ او(له هغوى يوې بلې ډلې) يو جومات جوړ كړ،چې (مسلمانانو ته) زيان ورسوي او كفر (غښتلى) كړي او په مؤمنانو كې بېلتون واچوي او هغه چا ته ((څارځى)) وي،چې تر دې مخكې يې د خداى او د هغه د پېغمبر پر خلاف په مبارزه لاس پورې كړې دى (؛نو ) هغوى سخت قسمونه خوري،چې: (( موږ خو د نېك ( كار او چوپړ) په نيت ( دا جومات جوړكړى دى))؛ خوخداى شاهدي وركوي،چې هغوى بيخي دروغجن دي .))

  په زړه پورې خو دا ده،چې د منافقينو مشر او ددې جومات جوړونکى د حضرت حنظله (رض) پلار؛ابوعامر و. حضرت حنظله(رض) هماغه ځوان صحابي و،چې د واده پر شپه يې بې له غسل کولو د واده کوټه پرېښووه،جګړې ته ولاړ او شهيد شو،چې آنحضرت (ص) یې په هکله وویل : ((هغه ته پرښتوغسل ورکړ.))

 له عادي کفارو  او منافقانو سره د پېغمبر اکرم چلن

 له دې خلکو سره د پېغمبر(ص) چلن په ګوزاره کولو ولاړ و. قرآن،آنحضرت ته وايي : که کوم مشرک درنه پناه او امان وغوښت ؛نو ور يې کړه،چې د خداى کلام واوري او بيا هغه د امن ځان ته ورسوه ؛ ځکه هغوى ناپوهه ډله ده او کېداى شي د آيتونو او مينې په ليدو ایمان راوړي؛ځکه اسلام د ښیون – هدايت دين دى او د هغه ايمان پلوى دى ، چې بنسټ يې فکر،تدبر، ټاکنه اوخپله خوښه وي؛نه هغه ايمان،چې د وېرې له امله وي؛نوځينو ته بايد وخت ورکړ شي؛ځکه د ډېرو ايمان نه راوړل يې د ځېل له امله نه وي؛بلکې له دې امله وي،چې موږ نه وي ور رسولاى .

هو! پام مو وي،چې اسلام هغوى ته،چې د ښیون احتمال يې وي،د څېړنې او فکر وخت ورکوي .

  کوم  ښوونځى،چې سول-منطق لري؛نو بيړه نه کوي او پردې سربېره اسلام حکم کوي : هغوى چې له تاسې امان غوښتې؛نو په امن کې يې کور ته ورسوئ،چې ماغزه يې څيړنې او فکر ته آرام وي .

 هو! کله ددې خلکو په هکله ځاى دومره نري ټکي ته رسي،چې ان له پېغمبراکرمه هم دا حق اخستل کېږي،چې خپلو کږلاريو خپلوانو ته دعا وکړي .

((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُوْلِي قُرْبَى‏ مِن بَعْدِ مَاتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ (توبه/١١٣) = [ له پېغمبر او مؤمنانو سره دا وړ نه وه، چې مشركانو ته که څه خپلوان يې وي (له خدايه) بښنه وغواړي،حال داچې ورڅرګنده شوې ده،چې هغوى دوزخيان دي .))

پېغمبر اکرم ته دنده ورکړه شوې وه،چې ان يوې شېبې ته هم له خپل دښمن سره جوړجاړى ونه لري .

  خداى خپل رسول ته وویل : ټول عزت له خداى سره دى : ( فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً – نساء /١٣٩) . ټول ځواکونه دهغه دي : ( أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً – بقره/ ١٦٥)  ورته يې وویل : پر هغه توکل وکړه ؛نوڅوک به هېڅ تاوان در ونه رسوي ( فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا) په غوڅه ورته داخبره وکړه،چې خپل کار مې د خپل ځان لپاره او ستاسې د خپل ځان لپاره دى (لِي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ – يونس/٤١) دومره پرېکندتوب يې درلود،چې نه يې په خپله او نه يې يارانو حق درلود،چې مشرکو خپلوانو ته دعا وکړي . (توبه/١١٣) .

 له ګوندونو سره د پېغمبراکرم  چلن

  سره له دې،چې پېغمبر اکرم ټولو ته د رحمت سرچينه وه؛خو خداى ورته وایي،چې څنګه له مخالفينو او هغوى چې په لار کې کويان باسي،چلن ولرې

((ا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (توبه/۷۳)=پېغمبره ! له كافرانو او منافقانو سره جهاد او سخت چلن وكړه، ورتګ يې جهنم ته دى،چې خورا ناوړه هستوګنځى دى!))

  قبرونوته يې مه ورځه اوجنازه يې مه کوه : (( وَلاَ تُصَلِّ عَلَى‏ أَحَدٍ مِنْهُم مَاتَ أَبَداً وَلاَتَقُمْ عَلَى‏ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ ( توبه / ٨٤) =پر يوه مړي يې هم هېڅكله (د جنازې) لمونځ مه كوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پر قبر درېږه؛ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او د سرغړاندۍ په حال كې مړه شوي دي .))

د (( لا تتبع)) په حکم یې ورته وویل،چې ‏لاروي یې مه کوه او هم يې ورته وویل : (اعرض) ؛يعنې مخ ترې واړوه  او د پېغمبراکرم د تسل لپاره يې وویل ،چې د خداى تسبيح کوه،پرې توکل کوه؛نو نصرت به درکړم .

که يوه ورځ هغوی پېغمبر د خپلو بېځايه ازار خنډ ګاڼه؛خو داسې وخت به راشي،چې د همدې پېغمبر شتون به پرې د الهي عذاب د نه راتګ لامل شي .

((وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ(انفال /٣٣) = خو (پېغمبره!) څو ته يې په منځ كې يې (؛نو) خداى يې نه په عذابوي او (همداراز) تر هغه چې بښنه غواړي؛خداى به يې عذابونکى نه وي . ))

که په يوه وخت کې کفارو د سولې پر مهال حضرت على  دې ته پرېښنود، چې د پېغمبراکرم له نوم سره د “رسول الله” ټکى وليکل شي؛ نو د خداى آیت د “محمد رسول الله” له –غونډلې جملى سره را نازل شو، چې همدا قرآن ميليونونو خلکو ولوست .

((فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً . إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً(الشرح/۵ ،۶) ‏=نو په حقيقت كې له (هرې) سختۍ سره اسانتيا شته.په واقع كې له (هرې) سختۍ سره اسانتيا شته.))

په زړه پورې خو داده،چې د “عسر” ټکى،چې د سختۍ پر مانا دى، ١٢ځلى په قرآن کې راغلى او د “يسر” ټکى ،چې د هوسايې پر مانا دى، ٣٦ځل راغلى دى .

 له اشرارو سره د پېغمبراکرم چلن

  يوه ډله مشرکان له مکې څخه مدينې ته راغلل،ايمان يې راوړ؛خو دا چې ناروغ ول؛نود پېغمبر اکرم په حکم له مدينې بهر ښه هوا لرونکې سيمې ته واستول شول او چې د زکات او د اوښانوله شيدو هم ګټه واخلي؛خوهمداچې روغ شول؛نومسلمانان شپاڼه يې ونيول،پښې او لاسونه يې ترې غوڅ کړل،سترګې يې ترې وايستې،چې بيا د خداى رسول حکم ورکړ،چې و يې نيسئ او هماغه ورسره وکړئ،چې له مسلمانو شپڼوسره يې کړي ول .

خدای وایي : (( إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَاداً أَن يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِنْ خِلاَفٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( مایده/۳۳) = [ هغوى چې د خداى او د هغه له استازي سره جنګېږي او په ځمكه كې د فساد خپرولو هڅې كوي (او د خلكو پر ځانو،مالونو او ناموس وسله وال تېرى كوي)؛نو سزا يې داده،چې ووژل شي يا پر دار وځړول شي، يا يې [ښى] لاس (څلور ګوتې) او (کيڼه) پښه تېروبېرغوڅې شي او يا له وطنه وشړل شي؛دا خو يې په دنيا كې رسوايي ده او په آخرت كې ورته لويه  سزا ده .]

  هو! د ټولنې سمونې ته له خبرو او نصيحت سره له زوره هم کار اخستل پکار دي؛نو داچې د اشرارو جنايتونه توپير لري؛نو ډول ډول سزاګانې هم ورته وضع شوي دي،چې واک اواختيار یې د اسلامي واکمن په لاس کې دى ،چې د جنايت له مقدار سره سم ورټاکل کېږي .

  روايتونه وايي،چې که څوک پر وسله د چا پر مال،ځان او ناموس ګواښ وکړي؛نو دا سزا پرې پلي کېږي او له ټولو خو مهمه خبره داده،چې قرآن دا ډول خلک له خداى سره جګړه کوونکې ګڼي،چې د پښې اولاس له غوڅولو یې مراد د څلورو ګوتوغوڅول دي .که په دې آيت کې د رحيم خداى له لورې د رحمت پېغمبر ته د اشرارو د وژولو حکم ورکړ شوى دى؛نو ځکه دى،چې د الهي نظام راپرزول او د عمومي امنيت خرابول هغه څه نه دي،چې پر خبرو او استازي ورلېږلو هوار کړاى شي .

  د اسلام په دين کې د بينات (څرګندې معجزې )،کتاب،اسماني قانون او ميزان ترڅنګه،چې د قسط اوعدالت نښه ده د اوسپنې خبره نوموتې-مطرح ده؛يعنې لومړى خبره او بيا زور .

هو! له اشرارو سره،چې د عدالت د پراختيا مخه نيسي؛نو بې له اوسپنې،چې د ځواک او پرېکندتوب نښه ده،په بل هېڅ څیز نه سمېږي . که د حديد سورت ٢٥ آيت ته وکتل شي؛نو پوه به شو،چې که چا ته دنده ورکوو؛نو ورته د کار وسايل هم ورکول پکار دي .

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ( حدید/۲۵) = په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او ورسره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې پكې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي،چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى . ))

ټولنه درې ځواکونو ته اړتيا لري  :

مقننه قوه : (أَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ) .

قضائيه قوه : (الْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ) .

مجريه قوه : (أَنزَلْنَا الْحَدِيدَ).

له پښېمانه خلکو سره دپېغمبر اکرم چلن

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ ( آل عمران/۱۵۹)=[ خلكوته دالهي رحمت (په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛نوخلك درځنې خپرېدل؛نو له هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه توكل كوونكي د خداى خو ښېږي . ))

   هغوى چې د احد په جګړه کې د مسلمانانو ماتې د خپلې تېښتې پايله ګڼله؛نو د پېښمانۍ په اور سوځېدل؛نو د پېغمبراکرم  په شاوخوا کې راټول شول ،بښنه يې وغوښته،چې حکم راغى :

١_  هغه ظلم يې چې درباندى کړى؛نو ويې بښه (فَاعْفُ عَنْهُمْ) .

هو! د اسلام د حکومت بنسټ پر مينه ايښوول شوى دى او سخت دريځه پرخلکو واکمني نشي کړاى .

٢_  له خدایه يې،چې کومه سرغړونه کړې؛نو ورته د مغفرت غوښته وکړه . (وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ ) .

٣_  سره له دې،چې د احد په جګړه کې ورسره مشورې ماتې رامنځ ته کړه؛خوداسې چارې دې بايد اړ نه کړي ،چې ورسره سلامشوره ونه کړې (وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ) ؛ځکه چې سلامشوره زياتې ګټې لري ؛لکه :

الف : خلکو ته  تسل او ارزښت کول .

ب:  د استعدادونو زرغونېدل .

ج: دوست له دښمنه پېژندل .

د: غوره نظريه منل .

ه : مينه زياتوي .

و: له ځانځانۍ ژغورنه .

ز: نورو ته عملي درس .

ح : د بري پرمهال د نورو د حسادتونوله راپارېدو مخنيوى کوي .

ط: د ماتې پرمهال د غم شريکو زياتېدل .

دا خبره دې سپينه شي،چې سلامشوره له واحد حاکميت،پرېکندتوب او له توکل سره منافات نه لري؛نو ځکه  د مشورې ترڅنګ حکم راغلى ، چې نهايي هوډ نيونه پر تا ده او بايد پرخداى توکل وکړې .

له مخالفو ګوندونوسره پر ورين تندي او پراخ سينه چلن

 خداى خپل رسول ته پراخه سينه ورکړې وه اوهم زغم،چې د خداى فرمان ورورسي (وَاصْبِرْ ان‏ يَحْكُمَ اللَّهُ– يونس /١٠٩) صبر وکړه،چې د صبرکونکیو ثواب نه ضايع کېږي.

 ((وَاصْبِرْ فإِنَّ اللَّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ( هود/١١٥) = [صبر وكړه (؛ځکه) چې  په حقيقت کې الله  د نېكانو اجر نه  لاهو كوي .))

صبر وکړه؛لکه مخکېنيو اولوالعزمه پېغمبرانو،چې صبر یې وکړ ((فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ– احقاف /٣٥ ) صبر وکړه ؛ځکه خداى به د صبر تر سيوري لاندې وده درکړي (وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ– مدثر/٧ )

  صبر وکړه؛ځکه بې خبري به درباندې وخت راتنګ کړي،حضرت يونس صبر و نه کړ او د کب په ګېډه کې راګېر شو .(فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلاَ تَكُن كَصَاحِبِ الْحُوتِ إِذْ نَادَى‏ وَهُوَ مَكْظُومٌ( قلم ،٤٨ )= نو(اوس چې داسې ده) د خپل پالونكي حکم ته دې صبر وكړه او د كب د خاوند[=يونس] په څېر كېږه مه، چې له ډېره غمه يې خداى وباله))

 صبر وکړه؛ځکه له صابرانوسره کړې ژمنې مو غوڅې دي  : (( فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ (غافر/٧٧ )=نو (پېغمبره!) صبر وكړه، چې د خداى وعده رښتينې ده او كه  موږ تا ته د هغه عذاب يوه برخه وښيو،چې موږ يې له هغو سره وعده كوو يا (له عذابه مخكې يې) ستا(ساه) پوره واخلو؛نو (مهمه نه ده؛ځكه) يوازې زموږ لوري ته راګرځول كېږي .))

هم د ناوړه خبرو پر وړاندې،هم د تورونو؛ملنډو او سپکاويو پر وړاندې اوهم د ناروا کړنو پر  وړاندې صبر وکړه.

((اصْبِرْ عَلَى‏ مَا يَقُولُونَ ( ص/۱۷) = په خبرو يې صبر وكړه.))

((وَاصْبِرْ عَلَى‏ مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْراً جَمِيلاً =او (دښمنان) چې څه وايي، صبر پرې وكړه او په ښه توګه ترې لرې  شه .))

 داچې د مخالفانو د خبرو پر وړاندې څلورځل د صبر  حکم راغلى دى (فَاصْبِرْ عَلَى‏ مَا يَقُولُونَ -ق ٣٩) ؛نو جوتېږي،چې تر هر څه زيات پېغمبر اکرم بېځايه پلمو،پېغورونو،تبليغاتو،او اوازو او بې ځايه تمو کړاوه .

 د صبر لاملونه

 د هغو ټولو اوازو،منفي تبليغاتو؛بې ځايه تمو،کږلاريو او تورونو پر وړاندې څه شي د پېغمبراکرم سينه پراخه کړې وه اوصبر يې درلود ؟

 قرآن ته چې وکتل شي؛نو ليدل کېږي،چې خداى له ډول ډول لارو د هر راز پېښو پر وړاندې خپل پېغمبر ته صبر ورکړ،چې موږ هم څو بېلګې راخستې دي .

 وعده يې ورکړه،چې دين به يې پر ټولو دينونو برلاسى شي،که څه مشرکان ونه غواړي  :

 (( هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى‏ الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ شَهِيداً (فتح/۲۸)= (الله) هغه دى، چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى دى،چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د خداى شاهدي بس ده.))

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ(توبه/۳۳)  = [ او (الله) هغه دى،چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق  دين سره ولېږه،چې پرټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه  مشركان ناخوښه وي.]

وعده يې ورکړه،چې کتاب به يې تحريف او وانه ړول شي او له ټولو دسيسو به يې  وساتو.

((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ(حجر/ ٩) =په حقيقت کې موږ قرآن پخپله نازل كړى دى او بېشكه،چې موږ يې پاسوالان يو.))

  وعده يې ورکړې،چې که څوک وغواړي،چې پر پوکي د خداى رڼا مړه کړي؛نوخداى به يې خپله رڼا له منځه يوسي .

((يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (توبه/۳۲)=(کافران) غواړي د الله رڼا په خپلو خولو مړه كړي؛ خو الله بې له دې هېڅ نه مني،چې خپله رڼا به پوره کوي،كه څه كافران ناخوښه وي .))

 وعده يې ورکړه،چې د کافرانو نقشې به خاورې ايرې کړي .

((ذَلِكُمْ وَأَنَّ اللّهَ مُوهِنُ كَيْدِ الْكَافِرِينَ(انفال/۱۸) = [( د مؤمنانو او كافرانو برخليك) هماغه و (چې و مو ليد!) او په حقيقت کې خداى د كافرانو د چلونو سستوونكى دى .))

وعده يې ورکړه ،چې د ملنډې وهونکيو پر وړاندې‏،موږ درته بس يو.

((إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ)) (حجر/۹۵) =(ځکه) چې موږ به تا د ملنډو وهونكيو له شره وژغورو.))

وعده يې ورکړه،چې د ځمکې وارثان به صالح انسانان وي .

(( وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ(انبياء/ ١٠٥) = او په حقيقت كې مو په” زبور” كې تر تورات وروسته ليكلي دي چې :(( زما صالح بندګان به دځمكې (دحكومت) وارثان شي.))

د نړۍ د راتلونکي حکومت واکمن به هغه ايمانوال وي،چې د صالح عمل خاوند وي .

((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى‏ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُولئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (نور/ ٥٥) =[ خداى له تاسې له هغو كسانو سره،چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي،وعده كړې،چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛لكه چې تر هغوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او خپل دين به يې ورته،چې خداى غوره كړى،د هغوى د ګټې لپاره پر پښو (پر ټينګو بنسټونو) ودروي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما نمانځي او له ما سره به هېڅ شريك نه کړي او څوك چې تردې وروسته كافر شي؛ نو همدوى فاسقان دي .))

وعده يې ورکړه،چې د خداى لښکر برلاسى او پېغمبران به يې بريالي وي .

((وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ . إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ. وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمْ الْغَالِبُونَ ( صافات/ ۱۷۱، ۱۷۲، ۱۷۳) = او په  يقين زموږ د لېږل  شويو بندګانو (د بريا) ژمنه لا له پخوا شوې ده. بېشكه يوازې له هغوى سره به مرسته كېږي او بېشكه همدا زموږ لښكر بريالى دى .( صافات/۱۷۳)

وعده يې ورکړه ،چې کوثرتا ته زموږ ډالۍ ده.

((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ(کوثر/١) =په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ. ))

 پېغمبراکرم ته د خداى تسل

  ترځان وروسته د فتنوپه باب اندېښمن و،چې خداى ورته وايي :

((فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُنتَقِمُونَ (زخرف/۴۱) =[ نو كه موږ تا (له نړۍ) بوځو؛نو بېشکه موږ له هغوى غچ اخستونكي يو.]

د کږلاريو پرمختګ او بيړې اندېښمن کړى و،چې خداى ورته وويل :

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا سَمّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَواضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا وَمَن يُرِدِ اللّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللّهِ شَيْئاً أُولئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( مایده/۴۱)= (دخداى) استازيه! هغوى دې تا اندېښمن نه کړي،چې د كفر په لار كې په بيړه هلې ځلې كوي او په خوله وايي :(( ايمان مو راوړى))؛خو زړونو يې ايمان نه دى راوړى ! او(همداراز) هغه ډله يهود،چې ستا خبرو ته ښه غوږ ږدي،چې ستا د دروغجنولو لپاره پلمه پېدا كړي،دوى د نورو ځري دي،چې تا ته پخپله نه دي راغلي،هغوى خبرې له اصلي مفهومه اړوي او(يو بل ته) وايي:((كه تاسې ته دا( چې موږ يې غواړو) دركړ شو (او محمد ستاسې د غوښتنو له مخې قضاوت وكړ؛) نو و يې منئ كه نه (ترې) لرې شئ )) ؟ (خو) خداى چې چا ته ( د هغه په پرله پسې ګناهونو) سزا وركوي؛ نو ته يې د ژغورلو لپاره څه نشې كولاى، دا هغه كسان دي،چې خداى نه دي غوښتي،چې زړونه يې پاك شي، دوى ته په دنيا كې رسوايي او په آخرت كې سترعذاب په برخه دى .))

  د مخالفانو د شمېر زياتوالي اندېښمن کړى و؛خو مه اندېښمنېږه :

 ((قُل لاَ يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ فَاتَّقُوا اللّهَ يَاأُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (مائده/١٠٠)= ورته ووايه : (هېڅكله) ناپاك او پاك سره برابر نه دي، كه څه تا د ناپاكانو ډېروالى حيرانوي!؛نو عقلمنو! د خداى له مخالفته ځان وژغورئ، ښايي وژغورل شئ.))

  کړاونو پرېشانه کړى و؛خو خداى ورته وویل  :

((وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِن قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَى‏ مَاكُذِّبُوا وَأُوذُوا ان‏ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِن نَبَإِ الْمُرْسَلِينَ( انعام / ٣٤)=[او بېشکه تر تا مخكې هم ډېر پېغمبران دروغجن ګڼل شوي دي،چې د دروغجن ګڼلو پر وړاندې يې صبر وكړ او( په دې لار كې يې ) كړاوونه ګالل،تردې چې هغو ته زموږ مرسته ورسېده.( ته هم همداسې وسه او دا يو الهي سنت دى ) او د الهي  سنتو د بدلولو وس په هېچا كې نشته او هرومرو درته د استازيو حال پوره راغلى دى . ))

اندېښمن و،چې دروغجن ګڼل شوى؛خو خداى ورته وايي،چې ورته ووايه :

((وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنتُم بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَا بَرِي‏ءٌ مِمَّا تَعْمَلُونَ (يونس /٤١) = او كه تا دروغجن وګني؛ نو ووايه :زما عمل زما لپاره دى او ستاسې كړه ستاسې لپاره دي،څه چې كوم تاسې يې له مسؤوليته خلاص ياست او څه چې كوئ،زه يې له مسووليته خلاص يم .))

 رښتيا! څوک چې خداى لري ؛نو څه به کم ولري ((فَقُلْ حَسْبِيَ اللّهُ)) (توبه/۱۲)

   د مخالفانو شمتنۍ او د مؤمنانو بېوزلۍ وارخطا کړى و،چې خداى ورته وویل :

((فَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ(توبه/۵۵)= تا دې د هغوى د شتمنيو او اولادونو (زياتوالى) حيران نه كړي، خداى غواړي هغوى په همدې وسايلو په دنيوي ژوند كې په کړاو اخته كړي او د كفر په حال كې يې ساګانې ووځي . ))

((وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ (توبه/۵۸) = او له هغوى ځينې د صدقاتو ( او د غنيمتونو) په وېش كې پر تا نيوكې كوي ،كه هغوى ته له دې (غنېمتونو څه برخه) وركړه شي؛نو خوښېږي كه ور نه كړاى شي،غوسه كېږي (حق يې وي يا نه وي )  ))

  د مخالفانو اوږد عمرخپه کړى و،چې خداى ورته وويل :

((وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِن قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ (رعد/٣٢) = [ (يوازې پر تا ملنډې نه دي وهل شوي ) او بېشكه تر تا مخكې هم پر ډېرو پېغمبرانو ملنډې وهل شوې وې؛ خو ما كافرانو ته مهلت وركړ، بيا مې هغوى ونيول؛ نو څرنګه وه (زما) سزا ؟!]

  د خلکو نمښتې- انکار او د يار نه درلودو وارخطا کړى و،چې خداى ورته وویل :

((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللَّهِ شَهِيداً بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ( رعد/٤٣) = هغوى چې كافران دي،وايي :(( ته استازى نه يې .)) ووايه : (( چې زموږ او ستاسې ترمنځ خداى او څوك چې په كتاب پوهېږي ( او پرقرآن هم خبر وي ) د شاهدۍ لپاره بس دى .))

  پرکفر یې اندېښنه  مه کوه،دومره ارزښتنه نه لري،چې ته پرې خپګان څرګنده کړې .

((وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ(بقره/۲۳) =[ اوكه تاسې د هغه څه په باب شكمن ياست، چې ما پر خپل بنده [= پېغمبر] نازل كړي دي (؛نو لږ تر لږه) دهغه په څېر يو سورت راوړئ؛ نوكه رښتيا وايئ (ددې كارلپاره له خداى پرته) خپل شاهدان راوبلئ.]

  مه اندېښمنېږه ،چې دا اندېښمني به دې له نورو کارونو وباسي .

((وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلاَّ بِاللّهِ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلاَ تَكُ فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ(نحل/۱۲۷) = او صبر وكړه او ستا صبر دې يوازې خداى ته او د خداى په توفيق  وي او (د چارو) له امله يې مه خپه كېږه او مه يې پر دسيسو زړه تنګى كېږه . ))

  مه اندېښمنېږه،چې د هغوى کفر هېڅ تاوان نشي در رسولای .

((إِنَّمَا النَّجْوَى‏ مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئاً إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ( مجادله/ ١٠)  = [ (د ګناه لپاره) پټې خبرې كول، يوازې د شيطان (كار) دى،چې مؤمنان پرې خپه كړي؛خو د خداى له اجازې پرته هغوى ته هېڅ زيان نشي رسولاى او مؤمنان نو بايد يوازې پرخداى توكل وكړي.))

 ولې خپه کېږې تا خو پرې خپله غاړه خلاصه کړې،مه خپه کېږه ؛ځکه چې ځي ځي ؛نوهم ما له به راځي .

((وَمَن كَفَرَ فَلاَ يَحْزُنكَ كُفْرُهُ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ  ( لقمان / ٢٣) = او څوك چې كافر شي؛نو د هغه كفر (منل) دې تا غمجن نه كړي (؛ځكه) بېرته راتګ يې زموږ پر لور دى؛نو موږ به يې کړنې(او شومې پايلې) ورته په مخ کې کېدو،[ځكه] چې خداى د سينو پر پټو رازونو پوه دى.]

 بېلابېلو سيمو ته د کفارو تګ راتګ اندېښمن کړى و،قرآن وايي :

((لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي الْبِلاَدِ (آل عمران/ ١٩۶) = [ تا دې په ښارونو كې د كافرانو (بريمن) تګ را تګ هېڅکله ونه غولوي! ]

د ځينوتګ اندېښمن کړى و،چې خداى ورته وویل :

((أُولئِكَ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هؤُلاَءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْماً لَيْسُوا بِهَا بِكَافِرِينَ (انعام/ ٨٩) = [ دا هماغوى دي،چې  موږ ورته كتاب،حكم او نبوت وركړى دى او كه (فرضاً) دوى ترې منكرېږي (څه پروا نشته او حق  دين بې ملا تړه نه پاتې کېږي؛ځكه) موږ به يې نور (داسې) خلك  پاسوال كړو، چې منكر ترې نه دي .))

  داچې درباندى د شاعر تور تړي؛نو مه خپه کېږه؛ځکه موږ درته شعر نه دی ښوولی او نه درسره شعر ویل ښایي .

((وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ ( يس / ٦٩) = [ او موږ هغه (=پېغمبر)ته شعر نه دى ښوولى او نه ورسره (شعر  ويل) ښايېږي دا (اسماني كتاب) يوازې پند او ښكاره قرآن دى . ))

اندېښمن و،چې خلک به ورته مجنون وايي؛خوخداى ورته وویل  :

((مَا أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ ( قلم / ٢) =[چې]  ته د خپل پالونكي په فضل لېونى نه يې.))

اندېښمن و،چې ولې قرآن يو غيرعرب ته،چې له مکې بهر اوسېده،نسبت ورکول کېږي .

((وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ ( نحل /١٠٣) =[ او په يقين موږ پوهېږو،چې هغوى وايي: (( دا آيتونه كوم انسان ده ته ورښيي .)) ( نه داسې نه ده؛ ځكه) د هغه چا ژبه چې دوى ورته اشاره كوي،عجمي ده؛ خو دا (قرآن) څرګنده عربي ژبه ده. ))

 او وايي ،چې محمد د پلاني شاګرد دی حال داچې :

الف: دا به څنګه وشي دوه تنه ،چې د يوبل پر ژبه نه پوهېږي ؛نو يو بل ته به څه ورزده کړي؟

ب: دا څنګه وو،چې چا هم په هغه وخت کې يو ځل هم ونه ویل ،چې زه د پېغمبر ښوونکى يم .

ج: دا به څنګه وشي هغه خبرې،چې په ٢٣کالوکې په  بېلابېلو شرايطو کې نازلې شوې وې، يو له بل سره اړپېچ- اختلاف نه لري ؟

د: ولې په خپله ښوونکي د نبوت ادعا ونه کړه ؟

ه:داڅنګه شونې ده،چې هغه مهال څوک داسې خبرې وکړي،چې نن هم پرې ډېر پوهان نه پوهېږي؟

کتاب اړونې او تحريف ته دې مه اندېښمنېږه ،چې موږ په خپله درلېږلى او په خپله به يې ساتو.

((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ(حجر/ ٩) =په حقيقت کې موږ قرآن پخپله نازل كړى دى او بېشكه موږ يې پاسوالان يو.))

  پر خلکو د الهي عذاب له راتګه مه وېرېږه؛ځکه څو ته پکې يې؛ نوپرعذاب به يې نه کړم او څو خلک استغفار کوي؛نو زموږ عذاب به ور ونه رسي .

((وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ( انفال/ ٣٣) =خو (پېغمبره !) څو ته يې په منځ كې يې (؛نو) خداى يې نه په عذابوي او (همداراز) تر هغه چې بښنه  غواړي؛خداى به يې عذابونکى نه وي . ))

  حضرت على (ک) د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته وویل : (( په ځمکه کې دوه څيزونه د خداى له عذاب د خوندېينې لامل ول،يو اخستل شوى؛خو بل ومومئ او منګولې پرې ولګوئ؛ رسول اکرم امان و، چې اخستل شوى دى او پاتې امان،له خدايه د بښنې غوښتنه ده.)) ( نهج البلاغه / ٨٨ حکمت )

په روايتونوکې راغلي،چې پېغمبر اکرم تر خپلې مړينې وروسته د څوڅيزونو په باب اندېښمن و او ویې وویل :

١_  هر منافق  خوله ور دی . (بحارلاانوار ٣٣/۵۴۹ – ۹/ ۱۱۰) .

٢_  منحرف مشران .

٣— د قرآن بې ځايه تاويل ( بحارالانوار ٧٢\٦٣- ٢ \ ٤٢) .

٤_  دعالم ښویېدنه (بحارلاانوار٧٢/ ١٥٠) .

مخ اړونې

  د قرآني احکامو له مخې د پېغمبراکرم  يوچلن دا و،چې په ځېنې ځايونو کې به پېغمبراکرم(ص) مخ اړو او ځينې خلک او يا ډلې به يې په ناسته کې په څرګندنه- اصطلاح باېکاټ کولې او د هغوى سپکاوې به يې کاوه ،چې په روایتونو کې هم دا خبره ډېره ليدل کېږي .

(( وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي اياتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ ان‏ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى‏ مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ( انعام/۶۸) = او چې كله تا وليدل،چې زموږ پر آيتونو ملنډې وهي؛نو مخ ترې واړوه، تردې چې په نورو خبرو بوخت شي او كه  شيطان دا( مخ اړونه ) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې ظالمې ډلې سره به نه كېنې ! ))

  له بديو مخ اړونه او له بدچارو سره منفي مبارزه له بدیو د منع يوه لار او پر يوه ښوونځي د غيرت او زړه سوي ښکارندوى ده .

انسان ته پکار نه دي،چې په فاسده ټولنه کې هضم شي؛بلکې پکار دي، چې ټولنه بدله کړي او که دا کار يې له لاسه نه کېده ؛نو له هغه  ناستې يا سيمې پر وتو او هجرت دې دا باطل کار او خبره وغندي ، په حديث کې لولو: له اشرارو سره ناسته پر ښوخلکو د بدګومانۍ لامل دى .

((وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحَصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلاَ تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَداً وَأُولئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (نور/۴) = [ او څوك چې پر پاكلمنو ښځو (د زنا) تور لګوي، بيا (د خپلې ادعا لپاره) څلور شاهدان رانه ولي؛نو اتيا دورې يې ووهئ او هېڅكله يې هېڅ شاهدي مه منئ او همدوى فاسقان دي .))

   که ځینې  آیتونه ټينګار کوي،چې له ځېنوسره مشوره مه کوئ،واده ورسره مه کوئ ، په سفرکې ورسره مه ملګري کېږئ،چې دا ټولې خبرې یې يو ډول ټولنېزکلا بندي کول دي .

((وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا ان‏ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لاَمَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ( توبه/۱۱۸)= [ او(همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل،چې ( د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي ول(او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي وو (؛نو په دې وخت كې ) هغوى وګڼله،چې پناه ځاى يوازې د خداى د رحمت لمنه ده، بيا خداى پرې خپل رحمت ولوراوه (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي،بېشكه خداى توبه قبلوونكى (او) مهربان دى . ))

 هغه دريو تنومسلمانانو،چې د تبوک په جګړه کې برخه نه وه اخستې (کعب بن مالک ، مراده بن ربيع ،حلال بن اميه) پښېمانه شول او عذر غوښتنې لپاره آنحضرت(ص) ته راغلل؛خو آنحضرت  ورسره خبرې و نه کړې او حکم يې وکړ،چې له هغوى او مېرمنوسره دې څوک مړى ژوندى نه کوي . هغوى پر ژړا او استغفار بوخت شول،چې تر پينځوسو ورځو وروسته یې خداى توبه ومنله . (بحارلانوار ٢١/ ٢٣٧ )

  دا آیت دا پيغامونه راکوي :

١_  هغوى چې د مشر له خبرې سرغړو‏ي؛نو بايد سزا ورکړه شي او د يوې مودې لپاره ورته شا واړول شي .( خُلِّفُوا).

٢_ غوسه،بې اعتنايي او باېکاټ د سرغړونکېو او مجرمانو روزنې ته يوه لار ده.( وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لاَمَلْجَأَ مِنَ اللّهِ ) .

٣_  له سرغړونکيوسره منفي مبارزه به ټولنه ورته زندان کړي (ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ) .

٤_  سره له دې،چې پېغمبر اکرم د الهي رحمت ښکارندوى و؛خو د يو ښوونکي په توګه کله کله د غوسې له اړمه  هم کار اخلي . (وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ)

٥_  له عذابونو ځنې يو هم  د وجدان عذاب دى (وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ).

٦_  له خلکو نهيلي د توبې او خداى ته د پام لامل دى . (وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ) .

٧_  د توبې توفيق هم الهي پېرزوینه ده (تَابَ عَلَيْهِمْ)،چې انسان د توبې توفيق پېدا کړي (لِيَتُوبُوا) او همداچې توبه کوي؛نو بيا يې خداى هم توبه مني  (إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ)

٧_  د منفي مبارزې تر پړاو وروسته د سرغړونکيو بيا رغېدو ته مناسبه فضارامنځ ته کړئ او بيا ورسره پر لورنې چلن وکړئ (تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ).

 د پېغمبراکرم وېره او اندېښنې

  د آنحضرت (ص) ستره اندېښنه کومه ده؟

  پېغمبراکرم ويلي :(( زه د خپل امت د ځاني غوښتنو له لاروۍ او اوږدو هيلو ته اندېښمن يم . ))

  په يوبل حديث کې راغلي،چې پېغمبراکرم(ص) وويل: (( تر هرڅه زيات زه ستاسې په باب د وړکي شرک په هکله اندېښمن يم .)) وپوښتل شو: د خداى رسوله! وړوکى شرک څه دى؟ ويې ویل: (( ريا او ځانښوونه .))

  په يوبل حديث کې راغلي،چې پېغمبراکرم(ص)وویل : (( ستاسې په باب له بې لارې مشرانو وېرېږم،چې د بدعت ايښوونکېو ريئسان وي.))

  حضرت علي (ک) وايي : د پېغمبراکرم  سر زما په غېږ کې و،چې ويده شو او موږ يوه ډله وو،پېغمبر اکرم په داسې حال کې له خوبه راپاڅېد، چې څېره يې سره اوښتې ده او ويې ویل:(( زه بې له دجال هم ستاسې په باب وېرېږم،له بې لارې کوونکيومشرانو او زما د عترت له وينې تويېدو څخه.))

 په يو بل حديث کې راغلي،چې پېغمبراکرم(ص) د خپل امت د عالمانو د پښې ښويېدنې،د واکمنانو د غوښتنو او له دينه د ناروا تاويلونو په هکله اندېښنه درلوده.

   په يو بل حديث کې راغلي دي،چې پېغمبر اکرم وویل : (( زه د خپل امت حرامې ګټې ، پټو شهوتونو او ریا په اندېښنه کې کړى يم .))

  په يوبل حديث کې راغلي دي ،چې د خداى رسول به تل ویل : (( تاسې به هغه وخت څه کوئ،چې فتنې درځنې راتاوې شي،چې ماشومان به په هماغه فتنوکې وده وکړي ،مشران به پکې زاړه شي اوخلک به ورسره عادت وکړي او هماغه به قانون او دود شي او که دا فتنې بدلون ومومي؛نو وبه ویل شي ،چې اصلي سنت له منځه ولاړ.))

 همداسې آنحضرت (ص) خپلې اندېښنې بيانولې تردې،چې ويې وویل: ((ان په دين کې نفقه او پوهېدنه به هم  د خداى لپاره نه وي .زده کړې به دعمل لپاره نه وي(داهرڅه به د شهرت،سيالۍ او شتمنۍ د لاس ته راوړو لپاره وي )او د آخرت  پر چارو به خلک خپلې دنيوي موخې ترلاسه کوي .))

 او وروسته د خداى رسول د خپل امت لپاره پر خوږ ژبومنافقينو خپله اندېښه څرګنده کړه .

*د پېغمبراکرم  د زحمتونو او هلوځلو پایله دا شوه،چې شرک یې له منځه یووړ،توحيد یې رامنځ ته کړ،د لور د زوکړې ننګ يې پرعزت واړو او ښځې ته يې وویل،چې تاسې د مېړه د ټاکنې‏،ارث او زده کړې حق لرئ او په حج، د جماعت او جُمعې په نمانځه کې د ګډون حق هم لرئ او ښځمنو ته يې وويل،چې په ټولنه کې علمي، مانیز ،فرهنګي ، هنري، اقتصادي او سياسي کمالاتو ته رسېداى شئ .

  قرآن چې د اولوالالباب او هوښيارانو خبره رامنځ ته کوي؛نو وايي: ((هوښياران د ځمکې او اسمانونو په پيدایښت کې اندنه-تفکر کوي، ايمان راوړي او له خپل خداى سره خبرې او دعا ګانې کوي)) او په پاى کې وايي : خداى ددې هوښيارانو دعا قبلوي او وايي،چې زه به ستاسې عملونه ضايع نه کړم  که ښځه وي  که نارينه ،چې ټول له يو بله دي .

  ښځې چې د جاهليت پر مهال هېڅ حق نه درلود؛نو په قرآن کې له اولوالالباب ځنې شوه او د ټولو حقونو څښتنه شوه .

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لاياتٍ لَأُوْلِي الْأَلْبَابِ ( آل عمران/۱۹۰) = [ په رښتيا چې د اسمانو او ځمكې په   پېدايښت او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي . ))

((الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَاماً وَقُعُوداً وَعَلَى‏ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هذَا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ( آل عمران/۱۹۱)= هغوى چې خداى  په ناسته،ولاړه او ملاسته يادوي او د اسمانو او ځمكې په پيدايښت كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه ! دا دې عبث او(او بې موخې)  نه دي پيدا كړي،ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه وساته . ))

((رَبَّنَا إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ وَمَا لِلْظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ( آل عمران/۱۹۲)= پالونكيه! تا چې څوك ( د هغه د كړنو له امله ) په اور كې وغورځاوه؛ نو هغه دې خوار او رسوا كړ او د ظالمانو ته هېڅ مرستندوى نشته .))

((رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِياً يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّآتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ ( آل عمران/۱۹۳) = پالونكيه ! موږ واورېدل،چې بلونكي ( خلك) ايمان ته رابلل،چې: ((پرخپل پالونكي ايمان راوړئ .)) ؛نو ايمان مو راوړ، پالونكيه ! زموږ ګناهونه وبښه او بدي رانه لرې كړه او موږ له نېكانو سره (او د هغوى په بهېر كې) مړه كړه.))

((رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدْتَّنَا عَلَى‏ رُسُلِكَ وَلاَ تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّكَ لاَ تُخْلِفُ الْمِيعَادَ ( آل عمران/۱۹۴) = پالونكيه ! تا چې د خپلو پېغمبرانو له لارې له موږ سره د څه  وعدې كړي؛نو ترسره يې كړه او د قيامت پر ورځ مو مه رسو اكوه (؛ځكه) ته له (خپلې) وعدې نه اوړې . ))

((فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُم مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى‏ بَعْضُكُم مِن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُم سَيِّآتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَاباً مِنْ عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ( آل عمران/۱۹۵) =نو پالونکي يې غوښتنې ومنلې (اوويې ويل ) زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم ، نارينه وي كه ښځه، ټول له يوه جنسه ياست، هغوى چې زما په لار كې هجرت كړى او له خپلو كورونو شړل شوي او زما په لار كې ځورول شوي او جګړه يې كړې او وژل شوي دي؛نو هرومرو يې ګناهونه بښم او هغو جنتي باغونو ته يې ننباسم،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي،دا د خداى له لوري ثواب دى او له خداى سره تردې هم ښه ثوابونه شته .))

  که د احزاب د سورت په ٣٣ آيت کې د پېغمبر اکرم  مېرمنو ته وايي ، چې په خپلوکورونوکې پاتې شئ؛نومفهوم يې دانه دى،چې په کور کې پاتې کېدل د شاته پاتې کېدو پر مانا دي .

((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى‏ وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيراً(احزاب/۳۳) = [ او پخپلو كورونوكې وسئ او د وړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ او لمونځ  پرځاى کړئ او زكات وركړئ او د خداى او د هغه د استازي اطاعت وكړئ؛ بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي .))

 خو  په ٣٤ م آیت کې وايي :

((وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى‏ فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ اياتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفاً خَبِيراً (احزاب/۳۴) =[ او ستاسې په كورونو كې چې د خداى آيتونه او د حكمت او پوهې (خبرې) لوستل كېږي (؛نو) ياد يې كړئ ، په حقيقت كې خداى ژورليدونكى او ښه خبر دى . ))

هغه الهي آيتونه او حکمتونه تلاوت کړئ ،چې ستاسې په کور کې نازل شوي دي . په دوو يو په بل پسې آېتونو کې د پېغمبراکرم (ص) پر  مېرمنو دوه امرونه شوي دي : (قرت،واذکرن)؛يعنې په کور کې پاتې کېدل ؛خو پوهانې کېدل ؛چې بيا وايي : له کوره د وتو پرمهال تبرج مه لرئ .تبرج له برج څخه اخستل شوی ،چې لوړو سا ختمانونو ته ويل کېږي او تَبَرُّجَ ؛يعنې ((ځان ښوول))؛نواسلام وايي،چې ښځه بايد پوهه او حکيمه وي؛خو ځان ښوونه و نه لري او په ٣٥آیت کې وايي :

((إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ( احزاب/۳۵) =[ په حقيقت کې چې خداى مسلمانو نارينه وو او مسلمانو ښځمنو، مؤمنو نارينه وو او مؤمنو ښځمنو د خداى امر منونكيو نارينه وو او د خداى امر منونكيو ښځمنو رښتينو نارينه وو او رښتينو ښځمنو او زغمناکو نارينه وو او زغمناکيو ښځو او عاجزي كوونكيو نارينه وو او عاجزي كوونكيو ښځو او صدقه وركوونكيو نارينه وو او صدقه وركوونكيو ښځمنواو روژه تيانو او (ښځمنو) روژه تيانيو، پاكلمنو نارينه وو او پاكلمنو ښځمنو او د خداى ډېر يادوونكيو نارينه وو او ښځمنوته بښنه او لوى اجر چمتو كړى دى .))

ښځې او سړي په لس کمالونو کې اوږه په اوږه کړاى شي  الهي بښنه تر لاسه کړي .

 د پېغمبراکرم ځوځات بیلګه دى

   د آنحضرت (ص) ځوځات هم د هغه په څېر بیلګه دى. په څوارلس معصومو کې يوه بیلګه ښځه هم په کار وه (سره له دې، چې حضرت زهرا د خپل پلار پر مهال یې د پلار تابع وه او تر پلار وروسته د خپل مېړه تابع وه،کله هم ‏ خپلواکه ‏نه وه)؛ځکه که ټول معصومين سړي ول؛نو دا دومره سپارښتنې،چې د ښځو لپاره راغلي؛لکه ګډ ژوند،کورنى ژوند، موروالى،ستر، عفاف، صبر او سختيو ته سينه پراخول؛نو دا هر څه به يوازې په ټکيو کې پاتې شوي ول او کېداى شي زموږ ښځوله ځان سره ويلي واى : که په معصومينوکې يوه ښځه واى او له حاله يې خبر واى ؛ نو دا دومره سپارښتې به زموږ لپاره نه واى .

  فاطمه بي بي يوه بیلګه وه،چې ښځوته جوت شي ،څه چې اسلام  وايي د عمل وړ دي؛نه يوازې فاطمه بي بي؛بلکې لور یې زينب بي بي هم  د تاريخ ښځو ته بیلګه ده. فاطمه بي بي دومره عالمه وه،چې د وينځې (نفسه) لور یې داسې ځاى ته ورسوله،چې شل کاله پر قرآن خبرې کوي . فاطمه بي بي يوازې په يو څو مسئلو کې بېلګه نه ده؛بلکې په ټولوچارو کې ښځوته بیلګه ده ،چې موږ يې څو راخستې دي .

  که په قرآن کې له والدینو سره د احسان خبره راغلې؛ نو هغې دومره احسان وکړ،چې پېغمبراکرم یې په هکله یې وايي : ته دې د خپل پلار، مور يې ؛يعنې ته تر يوې لوره زياته له ما سره مينه کوې . (ام ابيها).

    که قرآن د بښنې خبره کوي؛نو فاطمه بي بي د واده پر شپه د خپل ناوېتوب کميس په بښنه کې نشتمن ‏ ته وروباښه .

  که قرآن وايي،چې د خیر پکار کې بيړه وکړئ ؛نو حضرت علي په رکوع کې خپله ګوتمه نشتمن ته وربښي او فاطمه بي بي د خپل واده کميس د واده پر شپه فقير ته ورکوي او امام حسين د عاشورا پر ماسپښين؛نه يوازې خپل فرض لمونځ نه پرېږدي ؛بلکې مستحبات هم ترسره کوي .

  که قرآن وايي : هجرت وکړئ ؛نو زهرابي بي هجرت وکړ؛نو دا ټول په زهرابي بي کې وو.

   که په قرآن کې د علم او حکمت خبره راغلې؛نو فاطمه بي بي د مصحف په نامه کتاب لري،چې معصوم امامان د راتلونکي په هکله ورته مراجعه کوي .

  که قرآن سپارښتنه کوي،چې کار و کوښښ وکړئ؛نو په کار د فاطمه بي بي پر لاسونو تڼاکې راوختې، که قرآن  پرعدالت ټينګارکوي؛نو فاطمې بي بي کار پر ځان او وينځې په مساوي توګه اېشلى و.

    که په قرآن کې پر آخرت د ايمان او ورسره د مينې خبره شوې ده؛ نوهمداچې فاطمه بي بي له خپل پلاره واورېدل،چې تر هغه وروسته به تر ټولو وړومبۍ، ورسره يوځاى کېږي؛نوخوشحاله شوه .

  دا ټولې خبرې په ګوته کوي،چې فاطمه بي بي بیلګه وه . په تېر فرهنګ، شعر او ان  ننني فرهنګ او متلونوکې د ښځې سپکاوی شوى او کېږي؛خو قرآن ټولو سړيو او ښځو ته وايي ،چې د فرعون مېرمن مو خپله بېلګه کړئ .هغه په ماڼۍ کې وه ؛خو ماڼيو ته خوشحاله نه شوه، د فرعون بدمعاشي يې وليده؛خو ونه وېرېده،د هوساېنې ‏ډول ډول څيزونه يې  ليدل،چې فرعون پرې ځان ته خداى وايه؛هغه به ویل : ايا داټولې ويالې،چې زما تر پښو لاندې جاري دي،د مصرحکومت او واکمني زما لپاره نه ده ؟ ښځې به يې ویل : خدايه ! زه له تا سره ځاى او مقام غواړم .پالونکيه ! په جنت کې ما ته يو ځاى راکړه ) په دې آیت کې تر جنت اوجنتې کوره مهم د(عندک ) ټکى دى .

هو! ښځه کړاى شي  له شتو خوندونو سترګې پټې کړي،پرهغه څه زړه وبایلي،چې له خداى سره دي .

 زموږ دنده

 له پېغمبراکرم(ص) سره ادب :

   د حجرات د سورت په پيل کې راغلي،چې په هېڅ کار کې له خداى او د هغه رسوله مخکې کېدل په کار نه دي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (حجرات/۱)= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي په مخكې (څه شى) وړومبى مه ګڼئ (او پر هغوى مه ور مخكې كېږئ) او (خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى . ))

 نو خلکو ته په کار نه دي،چې د خپل حدس،ګومان،غوښتنې ،نوون ‏او ازاد خيالۍ په پلمه داسې هوډ ونيسي،چې د خداى او له حکمه یې مخکې  شي . د خداى حکم ته شا کول او خپلو دودونو ته غاړه ايښوول له خداى او رسوله يو ډول مخکې کېدل دي  .

د حلالو حرامول او د حرامو حلالول د خدای د قانون پر وړاندې بل قانون جوړونه ده،ډېرې سخت دریځۍ یا ناغېړي هم  له خدای او رسول یې مخکې کېدل دي .

په صدر اسلام کې له آنحضرت (ص) څخه د مخکې کېدو څو بېلګې دا دي :

۱- په غټ اختر کې ځینو تر رسول الله(ص) مخکې قرباني وکړه، ورته وویل شو: ((لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ))

۲- آنحضرت (ص) تبلیغ ته یوه ډله کفارو ته ولېږله، کفارو د آنحضرت استازي ووژل او یوازې درې کسان په تېښته بریالي شول . په راستنېدو کې دې درې کسانود غچ په موخه د بني عامر د ټبر دوه کسه ووژل،حال داچې دې دوو څه ګناه نه درلوده. ددې خپلسرې کړنې له کبله قرآن دوی ورټل،چې ولې بې د رسول له حکمه مو دا کار وکړ. ((لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ))

۳-  د بني تیمم ټبر له آنحضرت(ص) امیر او واکمن وغوښت، لومړي او دویم خلیفه (رضی الله عنهم) بېل بېل کس رامخې ته کړ او په دې اړه یې یو له بل سره په ناندرۍ شول،چې زما نوماند غوره دی، آیت نازل شو:

((لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ….. لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ))

۴- معصوم امام چا ته وویل : دا دعا ووایه : (( لا اله الا الله …..)) چې تر دې ځایه راورسېد : (( یحیی و یمیت)). کس پکې له ځانه غوڼدله – جمله اضافه کړه او ويي ویل : (( و یمیت و یحیی)) امام ورته وویل: ((غونډله دې سمه ده؛خو څه چې زه وایم،هماغه ووایه.)) بیا یې ورته وویل : ((لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ))

۵- د آنحضرت (ص) ځینو اصحابو کرامو( رضي الله عنهم) خوراک څښاک او له خپلو مېرمنو سره کوروالى پر ځان بند کړ. آنحضرت (ص) خپه شو او خلک یې راټول کړل او ورته یې وویل : (( زه خپله خواړه خورم، ویده کېږم، له مېرمنې سره مې ژوند کوم، دا زما ژونددود او تول او ډول- طریقه دی؛نو څوک چې ترې پلوي و نه کړي،له ما ځنې نه دی .)) (( فمن رغب عن سنتي فلسی مني))

۶- د هجرت پر اتم کال،چې آنحضرت (ص) د مکې سوبې ته له مدینې راروان شو؛نو ځینو مسلمانانو په  دې سفر کې خپله روژه ماته نه کړه، په دې،چې پوهېدل مسافر روژه نه لري او لیدل یې،چې آنحضرت (ص) روژه ماته کړې؛خو دوی له آنحضرت (ص) څخه مخکې شول.

 زموږ لاروي

   پيغمبراکرم په وحې معصوم دى ((وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْآنَ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ (نمل/۶) = او په حقيقت كې قرآن درته  د حكيم (او) پوه خداى له لوري درښوول کېږي .))اوهم  د وحې په ساتنه کې معصوم دى .(( سَنُقْرِئُكَ فَلاَ تَنسَى‏(اعلى /٦ ) = موږ ژر (قرآن) پر تا لولو؛نو نه به يې هېروې ))

  د وحې په لېږد او ښوونه کې هم معصوم دی . ((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى (نجم/۴) =او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي  )) .

نه د پېغمبراکرم  سترګې تېروځي ((مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى‏ ( نجم ،١٧)= نظر(يې بلې خوا ته) وا نه ړاوه او و نه ښويېد(څه يې،چې وليدل واقعيت و) ] او نه يې زړه کږيږي  ((مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى (نجم /١١) = څه چې (د پېغمبر پاک)  زړه وليدل، ترې منکر نشو .))

هو!  داسې معصوم بايد د ټولوبېلګه شي اوټول خلک ترې لاروي وکړي؛ځکه  له هغه څخه لاروي ،له خداىه لاروي ده .

((مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى‏ فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظاً ( نساء /٨٠ ) = چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛ نو د خداى اطاعت يې كړى دى او چا چې ترې مخ واړاوه ؛ نو ته موږ ورته ( دهمېشه) ساتونكي( په توګه) نه يې لېږلى ( او پر وړاندې يې مسوول نه يې)  ))

او خداى هم معصوم امامان ځکه راليږلي،چې خلک ترې لاروي وکړي .

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرَوا اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللّهَ تَوَّاباً رَحِيماً (نساء/۶۴) =موږ هېڅ پېغمبر بې له دې بل څه لپاره نه دى لېږلى،چې د خداى په حكم د هغه اطاعت وشي او كه دې مخالفينو ( داسې كړي واى )، چې تر ګناه (او د الهي قوانينو تر  لتاړلو) وروسته تا ته راغلي واى او له خداى يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى (؛نو) هرومرو خداى يې  توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده .))

 نوځکه قرآن وايي :

((مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى‏ رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى‏ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى‏ وَالْيَتَامَى‏ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لاَ يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (حشر/٧)  =څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې تاسې ته د (خداى) استازي راوړي دي؛نو هغه واخلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ؛ خداى سخت عذابى دى . ))

((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً مُّبِيناً(احزاب/ ٣٦) = (( او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نه لري د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پر خلاف) اختيار ولري او څوك چې د خداى او د هغه له استازي سر وغړوي؛ نو په يقين چې په څرګنده بې لارې شوى دى .))

   نن  که په چا کې کوم کمال وي؛نو په هرځاى کې په هره تول او ډول – طريقه چې وي ،هغه به خلکو ته ښيي؛خو د پېغمبراکرم(ص)چلن داسې و ،چې هر چېرې به لازم و؛ نوځان يې معرفي کاوه او خپل کمال يې چې وايه ؛نوله هر يوه سره يې ویل،چې ماته دا کمال د خداى له اړخه راکول شوى دى او زما نه دى .

 په يوه حديث کې راغلي،چې پېغمبر اکرم وویل : (( زه د آدم د زامنو ښاغلى يم ؛خو وياړنه نه ده؛ټول انبياء مې تربېرغ لاندې دي؛خو وياړنه مې  نه ده ،زه د شفاعت مقام لرم ؛خو وياړنه مې نه ده.))

هو! دا د پېغمبر اکرم خوى و،چې هرڅه يې د خداى ګڼل . حضرت سليمان خپل حکومت او واکمني د خداى ګڼله اوویل يې: ((هذَا مِن فَضْلِ رَبِّي))(نمل/٤٠)]؛خو قارون ویل : زما شتمني زما د خپل کوښښ اوتجربې پایله ده .

 ((قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى‏ عِلْمٍ عِندِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ مِنَ الْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعاً وَلاَ يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ= (قصص/۷۸)  (قارون) وويل : (( دا(شتمني) ما ته د خپلې پوهې له مخې راكړاى شوې ده!)) ايا هغه نه پوهېده،چې بېشکه خداى ترې مخكې داسې خلك هلاك كړي دي، چې تر ده غښتلي او شتمن وو؟ او(چې كله الهي عذاب راورسي؛نو) له مجرمانو د هغوى د ګناهونو پوښتنه نه كېږي .( او سيده دوزخ ته ځي)  ))

 زموږ دنده

  زموږ دنده څه ده ؟

لکه څنګه ،چې هر څه ته د آنحضرت (ص) کتنه کريمانه وه او د هر څه ارزښت ورسره و او د هر څه  يې د هغه د شان  له مخې درناوى کاوه،چې په همدې کتاب کې د آنحضرت(ص) د خوى اوچلن څو بېلګې راغلي دي .

   پرماشومانو يې سلام اچاوه،د مشرانو درناوى يې کاوه، د ټبر له مشر نيولې تر عادي انسانه ‏د هر چا درناوی يې کاوه ،د چا په مخ کې يې پښې نه غځوولې، د ناروغانو پوښتنه يې کوله،مشوره يې کوله ،د خطر پرمهال نه يوازې خلک يې ځان ته ‏نه پرېښوول،د حضرت علي(ک) د وينا له مخې، آنحضرت(ص) په جګړوکې دښمن ته تر ټولو نږدې و. د هر چا بلنه يې منله او د هېڅ خوړو ‏سپکاوې يې نه کاوه،پر ښځو يې سلام اچاوه او د کتابيانو اواسماني کتابونو درناوى يې کاوه .

  موږ هم د پېغمبراکرم  پر وړاندې يو لړ دندې لرو،چې ورته اشاره کوو.

١_   پېژندل یې؛پوه شو چې هغه طبيب او کتاب يې زموږ شفا دى، په خپله زموږ لپاره په دنيا کې بېلګه او په آخرت کې مو شفيع دى .

٢_  تر پېژندنې وروسته موږ پرې ايمان راوړ او ورسره ملګري شو او د رسالت بدله یې ورکړو،چې له اهل بيتو سره یې مينه کول ‏دي او په دې هم پوه شو،چې داهل بیتو د مينې او درناوۍ اجر به بېرته موږ ته راوګرځي .

٣_  څه یې،چې راوړي،هرومر پرې عمل وکړو(وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ) او له څه چې یې منع کړې يو،و یې نه کړو. ((وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا)) (حشر/٧) .

٤_ لاس پر سينه یې احکام پلي کړو او په احکامو کې يې خبرې راونه باسو ،قرآن وايي :

((فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ ان‏ يُحَكِّمُوكَ فِيَما شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً (نساء/٦٥) = [ خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم، چې هغوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي،چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته، تا پريکړه کوونكى نه کړي او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ (زړي او خپه ونه مومي) او بيخي ورته غاړه كېږدي.))

پټه دې پاتې نشي،چې خداى او رسول ته يې تسليمدل ،د عقل د شا ته اچولو پر مانا نه دي؛ځکه عقل راته وايي ،چې تر بشپړې پېژندنې او معرفت وروسته بايد لاروي وکړو . هو! همداچې په عقل مو طبيب وپېژند او نسخه يې بې له کومې خبرې پلي کوو؛نو څوک هم نه وايي، چې د طبيب پر نسخه عمل د عقل شاته اچول دي او که ناروغان ووايي،درمل به تر هله و نه خورو،چې پر واقعي رازونو یې پوه نشو؛نو دا کار به ددې لامل شي ،چې ډېر ناروغان ومري ؛ځکه هر ناروغ د هر درمل پر رازونو د پوهې وس نه لري .

٥_  پر پېغمبراکرم(ص)او کورنۍ يې درود،زموږ دنده ده او پردې خبره د احزاب دسورت په ٥٦ آیت کې ټينګار شوى دى .

 ((إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً ( احزاب/۵۶) = ((په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پرې  درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ.))

هو! چې د هستۍ خالق اومعصومې پرښتې په پرله پسې توګه پر پېغمبراکرم(ص)درود وايي؛نو که موږ دا کار و نه کړو؛نو يو ډول تېرى به موکړى وي .

  که په هستۍ او تکوين کې درود وي ؛نو ولې بايد زموږ په کړلار او تشريع کې نه وي .

 پر پېغمبر اکرم د درود طريقه

همداچې د(صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً)آيت راغى ؛نواصحابو کرامو وپوښتل ، چې څنګه درود ووايو؟

پېغمبر اکرم وویل :((اللهم صل على محمد و آل محمد)(صحيح بخاري/ ٥٨٨حديث )

 د درود لپاره ډېر آثار او ثوابونه نقل شوي دي .

  د خداى رسول وويل : ((څوک چې په خپله ليکنه کې پر ما درود ووايي؛نو چې دا ليکنه وي،ورته به ثواب وي .))

 د پېغمبراکرم(ص) نړیوال رسالت

  د پېغمبر اکرم رسالت نړيوال و؛ځکه قرآن وايي :

((قُلْ أَيُّ شَيْ‏ءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً قُلِ اللّهُ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هذَا الْقُرْآنُ لِأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللّهِ آلِهَةً أُخْرَى‏ قُل لاَ أَشْهَدُ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِي‏ءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ (انعام/١٩)‏= ورته ووايه: ((د چا شاهدي تر ټولو لويه  ده ؟)) (او په خپله ځواب وركړه او) ورته ووايه: ((خداى زما او ستاسې ترمنځ ګواه دى (او غوره دليل يې دادى، چې) دا قرآن پرما وحې شوى،چې تاسې او چا ته چې دا(قرآن) رسي،ټول خبردار كړم (او د خداى د حکم له مخالفته يې ووېروم) ايا تاسې په رښتيا شاهدي وركوئ، چې له ” الله ” سره نور معبودان هم شته ؟)) ورته ووايه: (( زه خو هېڅكله دغسې شاهدي نه وركوم.))  ورته ووايه : ((خداى خو هماغه يو دى او بېشكه زه له هغه څه بېزاريم ، چې تاسې يې له خداى سره شريكوئ)).

په بل ځاى کې وايی  :((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ (سبا/،٢٨) = (( او موږ ته  ټولوخلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي .))

په بل ځاى کې وايي : (( قُلْ يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعاً الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُوا بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (اعراف /١٥٨) = (ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه خداى استازى يم، چې د اسمانو او ځمكې واكمني يې ده،بې له هغه بل معبود نشته، همدا يې ژوندي كوي او مړه كوي ؛ نو پر” الله ” او د هغه  پر هغه پېغمبر او نالوستي استازي ايمان راوړئ، چې په خداى او د هغه په كلمو (او ښوونو) ايمان لري او ددې پېغمبر لاروي وكړئ ، چې سمه لار ومومئ .))

ډېرى قرآن ويلي دي : ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (توبه/۳۳) = او (الله) هغه دى،چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق  دين سره ولېږه،چې پر ټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه هم  مشركان ناخوښه وي . ))

((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى‏ الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ شَهِيداً (فتح/۲۸) = (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى دى،چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د خداى شاهدي بس ده. ))

 ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (صف/۹) [= (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې هغه پر ټولو دينونو بريالى كړي او كه څه مشركان پرې خوښ نه وي.))

 په روایتونوکې راغلي ،چې د خداى رسول وویل : (( زه د هر سپين،تور او سور پوټکي لپاره معبوث شوى يم. )) (امالي شيخ طوسي /٤٨٤)

حديث دی :(( د حضرت محمد (ص) حلال د قيامت تر ورځې حلال او حرام يې د قيامت تر ورځې پورې حرام دي . ))

 پېغمبراکرم د حبشې،ايران ،بحرين ، روم،جندل، مصر ، دمشق ، يمامه،عمان ،حضرموت،نجران ،يمن ،سماوه او د ١٨٥ ټبرونو مشرانو ته ليکونه او پيغامونه واستول،دا ټول راښيي،چې د پېغمبر اکرم رسالت نړيوال و.

   د پېغمبراکرم د رسالت نړيوالتوب په لاندې آیتونو کې راغلی دی :

((أُولئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُل لاَأَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى‏ لِلْعَالَمِينَ (انعام/۹۰) = هغوى (پېغمبران) داسې كسان دي،چې خداى ورته لار ښوولې ده؛ نو ته هم د هماغو پرلار ولاړ شه (او) ووايه :((چې  زه (ددې رسالت) له تاسې څه اجر(او باړه) نه غواړم دا(رسالت او قرآن ) يوازې نړيوالو ته نصيحت دى!))

((وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلاَمِ دِيناً فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ( آل عمران/۸۵)= او څوك چې له اسلام ( او د حق د فرمان له غاړه ايښووو ) پرته بله لار (دين) غوره كړي؛نو هېڅكله به ترې و نه منل شي او په اخرت كې به له زيانكارانو وي . ))

((تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى‏ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيراً ( فرقان/۱) =[ ډېر برکتي(او پايند) دى هغه ذات،چې فرقان [=د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ،چې نړيوالو ته وېروونكى وي.))

  پوښتنه : که د پېغمبراکرم رسالت نړيوال و؛نو ولې د قرآن په ځينو آېتونو کې ورته دنده ورکړه شوې ،چې خپلوان دې راوبله . ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ)) (شعراء/۲۱۴) ((وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى‏ وَمَنْ حَوْلَهَا))(انعام /٩٢).

ځواب : آیتونه او روایتونه د پېغمبراکرم د رسالت نړيوالتوب جوتوي ؛ خو د هرې ټوليزې کړلار د پلي کېدو لپاره حرکتونه،ګام په ګام دي .

  لومړى پېغمبر باید پر ځان پام وکړي،ځان له چټلۍ پاک کړي،هم له ظاهري چټلۍ [وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ] (مدثر/۴) اوهم له مانیزې چټلۍ څخه [وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ ] (مدثر/۵) هم خالصانه صبر[وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ] ( مدثر/۷)

او هم پرتمه نه کېدل [وَلَا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ ] ( مدثر/۶)اوبيا خپلوان ، بيا خپله سيمه اوبيا نورو هېوادونو ته ورسي ‏.

 زېرى

  داعراف د سورت په ١٥٧آېت کې لولو:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/۱۵۷)= هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي،دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه  لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

د صف د سورت په ٦ م آیت کې راغلي :

((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هذَا سِحْرٌ مُبِينٌ (صف/۶)= او (درياد كړه) چې كله عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په واقع كې زه درته د خداى استازى يم [حال دا چې] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى يې ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم چې تر ما وروسته راځي [او] نوم يې “احمد” دى))؛ نو  چې كله هغه [= احمد] ورته له معجزو او روښانه دلايلو سره راغى (؛نو) ويې ويل: (( دا خو ښكاره كوډې دي.))

زموږ خبره خو دا ده،چې که د پېغمبراکرم(ص) نوم په تورات اوانجيل کې نه و راغلى ؛نو ویل به يې چې نه دى راغلى او له دې لارې به يې د خپلې خبرې پخلى کاوه اوهم به يې د اسلام  بې آبرو کاره ‏اوهم به يې ځان له جګړو،جزيه ګانو او نورو ستونزو خلاصاوه،ګورو چې يهودانو جګړې کولې،مسيحيانو جزيې ورکولې ؛خو تورات او انجيل يې نه رامخکې کاوه؛نو جوتوي،چې د پېغمبراکرم(ص) نوم او نښه راغلى و، که څه په ننني توراتونو او انجيلونو کې ډېر زيات بدلونونه راوړل شوي دي؛خو قرآن وايي،چې د يهودو او نصاراوو عالمانو،پېغمبراکرم  د خپل اولاد په څېر پېژانده،په زړه پوري خو داده،چې ځینو عالمانو د پېغمبر اکرم د راتګ زېري کول،چې په نوي پېغمبر به پر دښمنانو برلاسي شي؛( وَكَانُواْ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُواْ)؛خوهمداچې هغه پېغمبر،چې هغوى په خپله پېژنده،ورته راغى ؛نو پرې کافران شول .

١_  خداى خپل پېغمبرته وايي :

((وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ( زمر/ ٦٥) =  ((او په يقين چې تا او تر تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې ده،چې: كه شرك دې وكړ؛نو (ټول) كړه دې تباه كېږي او هرومرو به له زيانمنو شې. ))

٢ = د حاقه په سورت کې راغلي :

((وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ. لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ. ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ ( حاقه/ ۴۴، ۴۵، ۴۶) =[او كه هغه (په دروغو) پر موږ كومه خبره تړلې واى، موږ يې ښى لاس نيوه،بيا به مو ښهرګ يې پرې کړى واى!]

 د جاهليت  څېره

  حضرت علي  د نهج البلاغې په ١،٢ ،٨٩ ،٩٥ ،١٩١ ،١٦٦ ،١٠٤ ،١٤٧ ،١٩٦ ،١٥١ ،او٢٦ خطبو کې د جاهليت د وخت په هکله وينا کړې ده ،چې موږ راخستې ده .

  خلک ډلې ډلې ول،چې په ډول ډول ځاني غوښتنو پسې به تلل،ځينو به خداى خلکو په څېر ګاڼه،د ښیون ‏څراغ مړ و او له رحمان خدایه سرغړونه کېده ،د پوهانوخولې ټپې وې او د ناپوهانو درناوى کېده ،د جګړې د اور لمبې بلې وې، خواړه يې مردار ول، وېره يې شعار و، پوهې پکې ارزښت نه درلود،خلک په ناپوهۍ او کفر کې مړه کېدل ،اوبه يې مردارې وې،وينې يې تويېدې ،کورنۍ شلېدلې وې او بوتان ولاړ وو، قران له سل ګونو بوتانو ځنې د يولسو بوتانو نوم راوړى دى او د نحل دسورت په ٥٩ آېت کې د لور پر زوکړې د شرم خبره راغلې ده .( أَيُمْسِكُهُ عَلَى‏ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ) .

 د تورونو ځوابونه

  پخپله ووياست، هغه پېغمبر، چې خپل دښمن ته د دوومياشتو پرځاى  څلور مياشتې مهلت ورکوي او د مکې په سوبه کې د خپل تر ټولو ستر دښمن کور د امن ځاى ګرځوي،خپل ټول مخالفين بښې، پینځلس کاله ډول ډول زحمتونه ګالي، د دښمن د یرغل پر وړاندې له ځانه د د فاع د حکم له کبله، یا د جهاد د ازادي غوښتونکي حکم له کبله دې پرې ډول ډول تورونو وتپل شي،چې له مسلمانانو غواړي، خلک د زور ځواکو له جغه وژغوري او په دې لار کې پراته خنډونه لرې کړي ؟!

  د اسلام دښمنان وايي : اسلام د تورې پر زور راغلی،حال داچې د پېغمبر اکرم پر مهال د وژل شویو شمېره دا ده :

١—د بدر په جګړه د وژل شويو شمېر له ٨٤ تنوڅخه تر٨٦ تنوپورې ښوول شوى دى .

٢_احد : ٧٠ – ١٠٩ .

٣_  خندق : ٩ – ١١ .

٤_  بى قريظه : ٧٠٠ –  ٩٠٠ .

٥_  بى المصطلق : ١٠ – ١٢.

٦_  خيبر- ٣ – ٢١.

٧_  موته : ٣ – ٢١.

٨_  دمکې سوبه : ٢١- ٣٩.

٩_  دحنين اوظايف غزاګانې : ٨٥- ١١٢.

١٠_  د نورو جګړو وژل شوي له ١١٩ نه تر ٣٣٣ ښوول شوي دي .

   د وژل شويو کسانو شمېر له دې کتابونو اخستل شوى دى : تاریخ طبري ، طبقات يعقوبي ، بحار او د ابن هشام سيرت ،چې ددې ټولو وژل شويو شمېر له ١١٠٣څخه تر١٧٢٤ نه زيات نه دى .

 د پېغمبراکرم په ښوونځي کې روزل شوي

حضرت علي د يو کور له مخې تېرېده،چې د ماشومانوغږ يې واورېد، د ننووتواجازه يې وغوښته،چې ورننووت؛نو ويې ليدل،چې يوې کوڼدې خپل ماشومان له ځان سره پر لوبو بوخت کړي دي او يو ديګ يې هم  پر نغري باندې کړى،اوبه يې پکې اچولي دي،چې ماشومانو يې خيال کاوه،مور مو پکې اینګولی پخوى او له دې لارې مور خپل واړه ويده کول . حضرت علي  پر بيړه خپل کور ته راغى،څه کجورې ،وريجې، غوړي، او بوره يې د هغه پلارمړیو- يتيمانو کور ته يووړل،پخپله حضرت علي په خپلو لاسونو د يتيمانوپه خوله کې ايښوول . ماشومان يې پر ځان راسپاره کړل او د بع بع چغې يې د ماشومانو د خوشحالۍ لپاره کولې ، قنبر له حضرت علي ددې کار دليل وپوښت،چې يتيمانو ته خواړه رسول خو ستاسې همېشنى چار دى؛خو نن دې ماشومانو پرځان سپاره هم کړل او د بع بع غږ دې هم وايست، دا ولې ؟

   حضرت علي وويل: کور ته چې ورننووتم ؛نوماشومانو ژړل غوښتل مې ویې خندوم، پر خوړو ورکولو مې پر شونډو یې موسکا ونه ليده ؛نو بې له دې مې بله لار و نه مونده،چې د اسلامي حکومت مشر د اوزې غږ وکړي،چې پلارمړي پرې وخاندي . (علامه علي؛کشف اليقين/ ١١٥مخ)

   پر خداى مو قسم،چې دنړۍ د کوم ښوونځي په زده کړيال کې به دا خوى پېدا کړئ . اسلام داسې څېرې روزلې دي،چې په يوقلم يې هم څوک نشي ستاېلى .

 

سرچینه : سیرت النبي، لیکوال شیخ محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!