تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه له مور و پلار سره نیکي وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

له مور و پلار سره نیکي

وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿ احقاف/۱۵﴾ = او انسان ته مو له خپل موروپلار سره د ښېګڼې سپارښتنه كړې؛ مور يې په سختۍ د یو پیټې په څېر پر ځان زغملی او په تکلیف يې زېږولى او د پر ګېډه كېدو او له تي پریکون يې دېرش مياشتې دی، تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسي او څلوېښت كلن شي، وايي: ((پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم، چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې ترسره كړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په رښتینه كې ستا درشل ته مې توبه كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو ځنې يم.))

انسانه! له مورو پلار سره دې نيكي وكړه: دې آيت، ټول انسانان له مورو پلار سره نېكۍ كولو ته وربللي او ددې مطلب هڅونې ته يې هغو سختيو ته اشاره كړې، چې مور یې د دوه ځانۍ (حاملګۍ)، زېږون او تي وركولو پر مهال زغمي.

پام مو وي، چې دا آيت د دوه ځانيتوب لږ تر لږ وخت (؛يعنې شپږ مياشتې) او پرې سربېره د تي وركولو حد اكثر وخت (يعنې دوه كاله= 24 مياشتې) ته اشاره لري، چې ټولې دېرش مياشتې كېږي.

په تاريخ كې ډېر ځل ښوول شوي، چې ځينو ښځو تر شپږو مياشتو دوه ځانيتوب روسته زېږون كړى او اولاد يې هم روغ رمټ پاتې شوى دى. (الميزان، 18: 205 مخ) په هر حال مور دېرش مياشتې (دوه ځانيتوب او تي وركولو وختونه) د خپل اولاد په باب ستره سرښندنه او فداكاري كوي.

 د څاڅكي د غوټه كېدو له لومړيو ورځو، د مور حالت اوړي او يو په بل پسې تكليفونه ورباندې ورځي، چې څومره جنين وده مومي، د مور له تنه ډېر مواد اخلي او ان پر هډوكيو او اعصابو يې اغېز پرې باسي.

 كله يې خوب، خواړه او دمه ګډوډېږي او د دوه ځانيتوب په روستيو وختونو كې تلل، ان كېناستل او پورته كېدل ورته ستونزمنېږي؛ خو په زغم او له اولاد سره د مينې په پار، چې به زېږېږي او په غېږ كې به ورته خاندي، دا ټولې نادودې زغمي.

د زېږون وخت د مور د ژوند سختې شېبې دي، تر دې، چې كله مور خپل ځان تر اولاد  بلهاروي (قربانوي).

په هر حال، دا دروند بار، چې ځمكې ته ورسېد، بل سخت پېر پيلېږي؛ د شپې او ورځې د خپل اولاد څارنه، داسې پېر، چې مور بايد د خپل كوچني ټولې اړتياوې پوره كړي. كه درد لري، د درد ځاى ښوولاى نشي او كه له لوږې، تندې، تودوخې او يخنۍ په تكليف دى؛ خو ويلاى یې نشي؛ خو داچې وژاړي او مور بايد په څېړنه، ځيرنه او زغم يوه يوه اړتيا يې په ګوته او ورپوره يې كړي.

دا چې دلته قرآن د مور له كړاوونو خبره كوي او د پلار په اړه څه خبره نشته، په دې پار نه ده، چې پلار مهم نه دى؛ بلكې داچې د مور برخه ډېره ده؛ نو ډېره ډډه پرې وهل شوې ده؛ له همدې لامله په رواياتو كې هم د مور په باب ډېر ټينګار شوى دى.

بل ټكى داچې آيت پر څلوېښت كلنۍ ټينګار كوي؛ ځكه انسان غالباً په څلوېښت كلنۍ كې د عقلي كمال پړاو ته رسي او ويلي دي، چې ډېرى پېغمبران په همدې عمر كې پر نبوت ټاكل شوي دي.

په يو حديث كې راغلي: ((چې څوك څلوېښت كلن شي او له ګناه توبه ونه كاږي؛ نو شيطان يې پر مخ خپل لاس وركاږي او وايي: پلار مې له دې هغه ځار، چې بيخي نه ژغورل كېږي.)) (نمونه تفسیر، 21: 326 مخ)

 يو سړي د خپلې مور د بدخويۍ په اړه پېغمبر اکرم (ص) ته شکايت وکړ؛ خو په ځواب کې يې ورته وويل : چې نهه مياشتې يې پر ګېده وې؛نو بدخويه نه وه! سړي وويل : هغه بدخويه ده. آنحضرت ورته وويل: او چې دوه کاله شيدې يې درکړې؛نو داسې نه وه! سړي وويل: هغه بدخويه ده. هغه وخت چې ستا لپاره د شپې نه ويدېده او د ورځې يې تنده تېروله؛نو داسې نه وه . سړي وويل : بدله مې يې ور پوره کړه. پېغمبر اکرم وويل : څه دې ورته ورکړل؟ويې ويل: پر شا مې حج ته بوتله. ورته يې وويل:ان د لنګوال د يو درد بدله دې هم نه ده ورکړې . ( زمخشري،کشاف تفسير: ٢/ ٤٤٥)

يو سړى رسول اکرم (ص) ته راغى او د مور و پلار د نېکۍ په اړه يې وپوښت :حضرت ورته درې وارې وويل : له مورسره دې نېکي وکړه او درې ځل يې وويل :له پلار سره دې هم نېکي وکړه (او له موره يې پيل کړه ) . ( مشکاة الانوار : ١٥٩)

يو سړى رسول اکرم ته راغى او و يې پوښت : مړو شويو مور و پلار ته څه خېر ښېګڼه رسي؟ ورته يې وويل: هو! پر هغوى درود ويل (ورته لمونځونه کول) بښنه ورته غوښتل پر ژمنو يې وفا کول،د دوستانو يې عزت کول او زړه سوى . (مستدرک الوسايل ٢\ ١١٤)

يوسړي رسول اکرم  ته وويل : له چا سره نېکي وکړم ؟ ورته يې وويل : له خپلې مورسره دې . بيا له چاسره ؟ورته يې وويل : له خپلې مورسره.بيا له چاسره.ورته يې وويل : له خپلې مورسره،(څلورم ځل يې) وپوښتل چې له چاسره نېکي وکړم ؟  ورته يې وويل : له خپل پلار سره . ( جامع الاخبار ٩٨ مخ )

رسول اکرم (ص ) له مورسره پرنېکۍ کولو درې ځل سپارښتنه کړې او له پلارسره يو ځل . ( جامع الاخبار:٩٨ مخ )

پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي:

د مور و پلار بې احترامي او ترې سرغړوى، عمر  لنډوي. (مستدرک الوسايل: ١٢/ ٣٣٤)

مور و پلار ته په مينه کتل عبادت دى .( الجعفريات : ١٨٧)

په عبادت کې شمېرل کېږي : عالم ته ليدل،عادل واکمن ته ليدل،په مينه مور و پلار ته کتل او هغه ورور ته کتل، چې د خداى لپاره يې ښه ګڼې . ( الامالي للطوسى)

له مور و پلار سره نېکي او زړه سوى د قيامت د ورځې حساب اسانوي . (بحارالانوار ٧١/ ١٢٧)

درې سترې ګناوې دا دي : (١ )  له خداى سره شرک . (٢)  له مور و پلار سرغړونه. (٣ )  پر ناحقه شاهدي ورکول . (بخاري : ٢٦٥٤  حديث )

له مور و پلار سره ښه وکړه،چې جنت ته ولاړ شې او که هغوى عاق کړى یې او جفا کار یې؛نو له اور سره جوړ جاړى وکړه . (الکافي  ٢\٣٤٨)

  مور و پلار مو ستاسې جنت اودوزخ دي . ( ابن ماجه )

د مور و پلار له عاق او نفرته ځان وژغورئ؛ځکه د جنت بوى،چې تر زر کاله واټن وروسته پوزې ته رسي؛نو د مور و پلارعاق شوى،سخت زړى،بوډا زنا کار او هغه ګاونډي ته نه رسي،چې وياړمني او کبرجنې جامې اغوندي؛ځکه ستريا او کبر يوازې له نړۍ پال خداى سره ښايي . (الکافي ٢\٣٤٩)

حضرت ابن مسعود (رض) وايي : رسول اکرم مې وپوښت : د خداى کوم يو عمل ډېر ښه خوښېږي؟ راته يې وويل : په خپل وخت لمونځ .بيا مې وپوښت : تر دې وروسته بيا بل څه عمل ؟ راته يې وويل : له مور وپلار سره نېکي کول .ومې پوښت :چې بيا څه ؟ راته يې وويل : د خداى په لارکې جهاد کول .( الخصال ١\ ١٦٣)

علي! مور و پلار ته په مينه، قرآن او کعبې ته کتل عبادت دي. (وسايل ٦\٢٠٥)

مور ته دې پام وسه! مورته دې پام اوسه! مورته دې پام اوسه! بيا دې پلار ته او ورپسې څوک چې درته نږدې وي .(نهج الفصاحه : ١٠٩ مخ)

د خداى رضا د مور و پلار په خوښۍ او غوسه يې د هغوى په غوسه کې نغښتل شوې ده .( مستدرک الوسايل ١٥\ ١٧٤)

د خداى په لار کې ډېر غوره لګښت پر موروپلار لګول دي. (مستدرک الوسايل ١٥\٢٠٤)

له مور و پلار سره ښه کول او زړه سوى د قيامت حساب اسانوي . (تفسيرالعياشي ٢\ ٢٠٨)

له خداى سره شرک کول،(د مور و پلار) عاقېدل او دروغ ستر ګناهونه دي .( ارشادالقلوب ١\ ١٨٥)

له خلکو سره ښه چلن کول،له کړاو ځپليو سره ملګري،له مور و پلار سره مينه کول او تر لاس لاندې سره احسان کول، هغه ځانګړنې دي،چې که څوک يې ولري؛نو د قيامت پر ورځ به يې خداى د خپل رحمت تر سيوري لاندې راولي او جنت ته به يې ننباسي.( بحارالانوار  ٦٦\٣٨٦)

يوسړى رسول اکرم ته راغى او و يې پوښته : تکړه ځوان يم او د خداى په لارکې مې جهاد خوښېږي؛خو مور مې نه پرېږدي . پېغمبر اکرم ورته وويل :مور ته دې ولاړشه . پر هغه قسم ،چې زه يې پېغمبر کړى يم، له تا سره دې د مور يو شپه مينه،د خداى په لار کې تر يوه کال جهاد غوره ده . ( الکافي ٢\ ١٦٣)

مور و پلار ته په مينه کتل  عبادت دى .( تحف العقول : ٤٦)

خداى  له خپل مور و پلارسره د نېکۍ کوونکيو عمر زياتوي . ( کنز ١٦/٤٦٥)

څوک چې د خپلې مور تندى ښکل کړي (؛نو) ځان به يې له اوره ژغورلى وي . ( کنز ١٦/٤٦٢ )

  له مور و پلارسره د ښه چلن او نېکۍ له امله،خداى د انسان عمر زياتوي .( ابن منيع- ابن عدى )

د مور و پلار تر مړينې وروسته ورته د بښنې دعاوکړئ،له چاسره يې چې ژمنه کړې وي؛پوره يې کړئ او د خپلوانو عزت يې وکړئ اوحقوق يې ورکړئ . ( ابن حبان )

له خداى سره شرک،د موروپلار ځورونه،ناحقه وژنه او د دروغو شاهدي ستر ګناهونه دي . ( بخاري )

خوښ دې هغه وي،چې له موروپلارسره نېکي کوي او خداى يې عمر زياتوي . ( کنز :٤٥٤٨٣ح )

د پالونکي خوښي د مور و پلار په خوښۍ کې نغښتې ده . ( کنز ٤٥٥٥١ح )

له خپلو پلرونو سره نېکي وکړئ ،چې اولادونه مو درسره نېکي وکړي. ( کنز ١٦/٤٦٦)

پر پلار د اولاد يو حق داهم دى،چې ښه نوم پرې کېږدي اوښه يې وروزي .(بيهقي)

د قيامت پر ورځ هغه د نېکانو ښاغلى دى،چې له خپل موروپلار سره تر مړينې وروسته نېکي وکړي . ( سفينة  البحار/٢ /٦٨٧)

و مې ليدل،چې د جنت پر “وره” ليکل شوي وو،چې : ته پر هر بخيل ، رياکار،عاق او چغلګرحرام يې. (جامع الاخبار: ٩٨ مخ )

چاچې خپل مور و پلار خپه کړل؛نو سر غړونه يې ترې کړې ده . (بحارالانوار٧٧/٥٨)

خداى دې پر هغه موروپلار ورحمېږي،چې خپل اولادونه هڅوي ، چې ورسره  مرسته وکړي . (جامع الاخبار: ٩٨ مخ )

پر هغه موروپلار دې د خداى لعنت وي،چې خپل اولادونه هڅوي ، چې سرغړونه  ترې وکړي .(جامع الاخبار: ٩٨ مخ )

خداى د هغه عمر زياتوي،چې له خپل موروپلار سره نېکي کوي . (روضة  الواعظين: ٣٦٨ مخ )

په مينه  موروپلارته کتل عبادت دى .(تحف العقول : مواعظ النبي)

د خداى پوره خوشحالي د مور و پلارپه خوشحالۍ کې او غوسه يې د هغوى په خپګان کې ده . (جامع الاخبار: ٩٨ مخ )

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!