تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له هشام سره په مناظره کې د عبدالله د يصاني مسلمانېدل        هشام بن حكم د امام جعفر صادق (رح) تكړه شاګرد و، يوه ورځ له خدايه منكر “عبدالله د يصانى” له هشام سره وليدل او پوښتنه يې وكړه: آيا ته خداى لرى؟ هشام: هو، عبدالله: آيا ستا خداى قادر دى؟ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

له هشام سره په مناظره کې د عبدالله د يصاني مسلمانېدل

       هشام بن حكم د امام جعفر صادق (رح) تكړه شاګرد و، يوه ورځ له خدايه منكر “عبدالله د يصانى” له هشام سره وليدل او پوښتنه يې وكړه:

آيا ته خداى لرى؟

هشام: هو،

عبدالله: آيا ستا خداى قادر دى؟

هشام: هو، هم ځواكمن دى او هم پر هر څه برلاس او مسلط دى.

عبدالله: آيا ستا خداى ټوله دنيا په يوه هګى کې ځايولاى شى؛ خو بې له دې چې دنيا ورته وړه كړى.

هشام: د دى پوښتنې د ځواب لپاره مهلت راكړه.

عبدالله: يو كال مهلت دركوم

   هشام سور شو او ځان  يې امام جعفر صادق ته ورسو او ويى ويل: اى د رسول اكرم زويه! عبدالله ديصانى راغلى و، پوښته وكړه او ځواب لپاره يې د خداى په هيله تا ته راغلى يم.

امام: پوښتنه څه وه؟

هشام: هغه وويل: آيا خداى دومره وس لرى، چې دومره غټه دنيا په هګى کې ځاى كړى بې له دې چې دنيا ورته كوچنى او يا هګى ورته ستره كړى؟

امام: اى هشامه! ته څو حسونه لرى؟

هشام: زه پينځه حسونه لرم (د ليدنى، څكنې اورېدنې، بويونې او تماس كونى يا لامسى حس)

امام: په دوى کې كوم يو حس تر ټول وړوکې دى؟

هشام: د ليدنى حس.

امام: د ليدنې د وسيلې (د سترګى د عدسيې) اندازه څومره ده؟

هشام: د مسور د دانى هومره يا له هغى نه هم وړه.

امام: اى هشامه! پاس او شاوخوا نظر وكړه او ووايه چې څه وينى؟

هشام وويل: اسمان ځمكه، كورونه، ماڼى، بيابانونه، غرونه او نهرونه وينم.

امام: نو خداى پاك چې قادر دى دا پراخه څيزونه، چې ته وينې ستا د سترګى په عدسى کې کېدى؛ نو دا هم كولاى شى، چې ټوله دنيا په هګى کې ځاى كړى بې له دې چې دنيا ورته وړه او يا هګى لويه كړى.

   دا وخت هشام ټيټ شو او د امام پښې لاسونه يې موچې كړل او ويې ويل: اى د رسول الله زويه! همدا ځواب راته بس دى[1].

هشام خپل كور ته ستون شو او بله ورځ عبدالله ديصانى ورغى او ورته يې وويل:

   زه هسې ستا سلام ته راغلى يم نه د هغى پوښتنې ځواب ته.

هشام: كه د پوښتنې ځواب اورى؛ نو واوره، بيا يې ورته د امام ځواب ووايه.

 عبدالله ديصانى (هوډ ونيو چې په شخصى توګه د امام جعفر صادق ليدو ته ولاړ شى او يو لړ پوښتنې ترې وكړى) د امام په لور روان شو او له امام سره كېناست او ويې ويل: اى جعفر بن محمده! ماته مو معبود لاره وښيه.

امام: نوم دې څه دى؟

   عبدالله ورته نوم ونه ښود او بهر راووت، ملګر يې ورته وويل: ولې دې ورته نوم ونه ښود.

عبدالله: كه نوم مې ورته ښودلى واې چې عبدالله (د خداى بنده) دى نو رانه يې پوښتنه كوله چې هغه څوك دى چې ته يې بنده يې؟

دوستان: امام ته ستون شه او ورته ووايه چې زما د معبود په لور زما لارښوونه وكړه او د نوم پوښتنه رانه مه كوه.

   عبدالله ستون شو او امام ته يې وويل: زما د معبود په لور زما لارښونه وكړه او د نوم تپوس مى مه كوه.

امام ورته وويل: چې هلته كينه.

   عبدالله كېناست، دا وخت د امام د ماشوم په لاس کې هګى وه او لوبې يې ورسره كولې امام ماشوم ته وويل: هګى ماته راكړه

   امام هګى په لاس کې ونيوه او عبدالله ته يې وويل:

اى ديصانى! دا هګى يوه پټه مورچه ده:

1_ كلك پوټکې لرى.

2_ تر كلك پوټکي لاندې يې يو نازك پوټکې وى.

3_ تر نازك پوټکې لاندې د سپينو زرو غوندى روان سپين دى.

4_ بيا او به شوى سره زر (زيړ) دى، چې نه اوبه شوى سره زر له روانو سپينو زرو سره او نه دا مايع سپين زر له هغو مايع سرو زرو سره يوځاى کېږي او هر يو په خپل حالت کې وى، نه كوم جوړونکې د هغې له منځه راوتلى چې ووايى چې دا ما جوړه كړى او نه كوم خرابكار له بهر نه ورته دننه ننووتى چې ووايي ما ويجاړه كړه او څرګنده نده چې هګى د نر يا ښځې بچى پيدا کېدو ته جوړه شوى ده.

ناڅاپه څه موده وروسته وچوى او د طاووس په شان رنګين مرغه ترې راوځى؛ نو ستا په خيال د دى ډول جوړښت، تدبيرونکې به څوك نه وى؟

   عبدالله ديصانى د دى پوښتنې پر وړاندې سر ځوړند نيولې و سر يې راپورته كړ او ويې وويل:

زه ګواهى وركوم چې له يو خداى پرته بل معبود نشته او هغه يو، بى مثله او بى نظيره دى، ګواهى وركوم چې محمد د خداى بنده او رسول دى او ته خلكو ته د خداى حجت او امام يې او زه له خپلې باطلې عقيدې او كړو نه پښېمانه يم او توبه وباسم[2].

سرچینه : مناظرې. لیکوال : محمدمحمدي اشتهاردي

[1] پام مو وى چې د خداى قدرت له محال او ناشونى څيز سره اړه او تعلق نه نيسى، خو امام په خپل ځواب سره غوښتل چې عام خلك قانع كړى لكه يو څوك چې ووايي ايا انسان هوا ته الوتلاى شې؛ نو ځواب به يې دا وى چې انسان كولاى شى الوتكه جوړه كړى او بيا په کې سور شى؛ نو الوتى شى امام د سترګى د عدسيى په مثال کې غواړى چې ووايي: چې كه د خداى پر قدرت باندې پوهېدل غواړى؛ نو له دې لارې ځان پوه كړه نه په هګى کې د دنيا د ځاى كولو په شان د نامعقوله مثال راوړل يا يې ويل چې كه په يوي هګى کې د ټولې دنيا انعكاس مطلب وى؛ نو دا كار ناشونى او محال نه دى او خداى پاك پرې قادر دى او كه نه وى؛ نو ناشونى او محال دى او د خداى قدرت له ناشونىو خېزونو سره اړه او تعلق نه نيسى لكه چې ووايو ايا خداى پاك قادر دى؛ چې دوه او دوه پينځه كړى په هر حال دا ډول پوښتنې ناسمى دي.

[2] اصول کافي 1/79-80

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!