تبلیغات

تجدد او تنوع ته لېوالتيا انسان داسې حالت لري،چې په يکنواختۍ کې يې زړه تنګېږي. تجدد او نوخواهي د انسان په وجود کې يوه اړتيا ده؛خو دا چې ددې کار راز څه دى،ولې بشر يو څيز په پوره لېوالتيا غواړي؛خو همدا چې ورورسېد؛نو لېوالتيا يې لږېږي او په تدريج يې دا لېوالتيا پر کرکه اوړري،چې […]

تجدد او تنوع ته لېوالتيا

انسان داسې حالت لري،چې په يکنواختۍ کې يې زړه تنګېږي. تجدد او نوخواهي د انسان په وجود کې يوه اړتيا ده؛خو دا چې ددې کار راز څه دى،ولې بشر يو څيز په پوره لېوالتيا غواړي؛خو همدا چې ورورسېد؛نو لېوالتيا يې لږېږي او په تدريج يې دا لېوالتيا پر کرکه اوړري،چې نه غواړم نن پر دې ويينه وکړم.

ځينې انګېري،چې دا د بشر ذاتي ځانګړنه ده.بشر تل هغه څيزونو ته لېوالتيا او هيله يې لري،چې نه يې لري.درلودل د مينې،لېوالتيا او غوښتلو قبر دى؛خو ځينې نور پخه څرګندونه لري . وايي: که واقعاً يو څيز د بشر غريزي او ذاتي مطلوب وي؛نو ناشونې ده،چې نښلون-وصال يې سوړ او مړاوى کړي.د بشر په سټه کې بشپړ معشوق او محبوبه ده؛هغه محبوب،چې لايتناهي کمال دى.په هر محبوب پسې، چې ځي،په حقيقت کې د اصلي او واقعي محبوب نښه پکې ويني او د اصلي محبوب په ګومان ورپسې ځي؛خو تر وصال وروسته داچې د اصلي محبوب نښـې پکې نه مومي او احساسوي،چې دا موجود نشي کړاى د وجود تشه يې ډکه کړي؛نو په بل محبوب پسې ځي او همداراز…..خو يوه ورځ به له خپل واقعي او اصلي محبوب سره يو ځاى شي؛هغه له ناپايه کمال سره په وصال خپل واقعي کمال ته ورسي او په بشپړه نېکمرغۍ کې ډوب شي او همېشه ارامي مومي او هېڅکله به ستړيا،مړاويتوب او خپګان ورته لار نه مومي .

((الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ(رعد/٢٨)= همدغسې خلک هغوى دي،چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د “الله” په ياد سره ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو سره (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))

هو ! د خداى په ياد زړه ارام مومي.

قرآن کريم د جنت په هکله وايي:((خَالِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا(کهف/١٠٨) =هلته به تل اوسېږي او له هغه ځايه هېڅ لېږد نه غواړي .))

يعنې د دنيا او اخرت د نعمتونو توپير دادى،چې انسان په دنيا کې بدلون غواړي؛خو په آخرت کې د بدلون غوښتل او نوي کېدل نه وي.

په هر حال څرګنده ده،چې انسان په دې دنيا کې د تجدد او تنوع غوښتونکى دى.تجدد د خاطر د انبساط او زرغونېدو لامل دى، په تېره بيا که دا تجدد او تنوع د ژوند او د ژوند د تازه کېدو په لوري کې وي. تجدد او تنوع له ذهنه خپګان او زړه تنګي لرې کوي.

په تشريع کې هم دې ټکي ته پام شوى؛په اونۍ کې يوه ورځ او په کال کې يوه مياشت عبادت ته ځانګړې شوې؛يعنې تشريع د تکوين ښه راغلاست ته ورغلې ده. د جمعې ورځ په اونۍ کې او د رمضان مياشت په کال کې له له مادي دوړو د مانيز ژوند پاکول دي.

په روايت (کافي ٢/٦٣٠) کې راغلي: ((هر څه پسرلى او د نوي کېدو فصل لري؛پسرلى او د ايمانوالو په زړونو کې د قرآن د ژوند د نوي کېدو فصل د رمضان مياشت ده.))

حضرت علي (ک) وايي: (( قرآن زده کړئ،چې د زړونو پسرلى دى.))

طبيعي پسرلى لمر رامنځ ته کوي،چې د څه مودې لپاره له ځمکې لرې و او اوس په خپله تودوخه بيا مړ طبيعت راژوندى کوي او مړه ځمکه راويښوي او د قرآن ځلنده لمر په مړو زړونو او مړاويو ارواحو کې مانيز پسرلى راټوکوي. هم بايد له مانيز پسرلي ګټنه وشي او هم له طبيعي پسرلي. رسول اکرم (ص) د مانيز پسرلي- رمضان _ په هکله وايي:((له خدايه په پاک زړه او رښتينو نيتونو وغواړئ،چې د بندګۍ او الهي کتاب د تلاوت توفيق درکړي.))وګ:(عيون اخبار الرضا١/٢٩٥)

له پسرلي د انسان برخه

په قرآن کريم کې د ځمکې د بيا راژوندي کېدو په هکله څو ځل يادونه شوې؛خو د زده کړې او د بشر د لارښوونې لپاره له دې فصله بايد څه ګټنې وشي او الهام ترې واخستل شي.

د ځمکې ټوله اولاده له بوټي نيولې تر څارويو او انسانانو په دې ژوند ورکوونکي فصل کې برخه او حق لري : په دې فصل کې ګلان او شنه بوټي ځان د کمال ودې ته رسوي. څاروي ځان اوبو او وښو ته رسوي او ځان چاغوي او مستي کوي .

انسان هم داچې عقل پوهه ،احساسات او عواطف لري؛نو له دې عام فيضه څه برخه لري؛نو د انسان برخه څه ده؟

ځينو خلکو ته د پسرلي ژوند ورکوونکى فصل الهاموونکى دى،زده کړه ده او رمزونو،ټکيو او حقيقتونو ته پکې رسي؛خو په خواشينۍ، چې له دې فصله د نورو ګټه يوازې د يو څاروي هومره وي او څه الهام نه اخلي او له دې فصله يې برخه يوازې جنايت،انسان وژنې، اخلاقي فساد او د انساني بريدونو ماتول .

په هر حال پسرلى د ځمکې د بيا راژوندي کېدو فصل دى؛د ځمکې د خوشحالۍ او تازه کېدو فصل دى؛هغه فصل دى،چې ځمکه پکې په تازه شرايطو کې واقع کېږي او دې ته چمتو کېږي،چې ستر الهي نعمتونه بيا ورکړل شي.

په قرآن کريم کې دا حالت پينځلس ځل ياد شوى،چې ځمکه پکې بيا راژوندۍ کېږي؛خو د زده کړې او ښوونې په نامه.

د ژوند آثار او حقيقت

دا چې د ژوند حقيقت څه دى،تر اوسه د بشر پوهې ترې پرده نه ده اوچته کړې او د ځينو څېړونکيو د وينا له مخې: کله به هم له دې رازه پرده اوچته نشي؛ځکه ددې ډلې په ګروهه : د ژوند او وجود حقيقت يو دى او لکه څنګه چې د وجود حقيقت د تعريف او انګېرنې وړ نه دى؛د ژوند حقيقت هم د تعريف او انګېرنې وړ نه دى او لکه څنګه چې د وجود حقيقت شديدې او ضعيف،اشدې او اضعفې درجې لري،د ژوند حقيقت هم داسې دى.هر موجود،چې له وجوده څومره ګټه لري،د ژوند له حقيقته برخمن دى. د ځمکې او بل هر مړ موجود ژوندي کېدل دا دي : د ژوند يو لوړه او پشپړه درجه لاس ته راوړل. مطلق مړى نشته؛مطلق مړى،مطلق له منځه تلل دي.

په عين حال کې،چې بشر ته د ژوند حقيقت مجهول دى او يا د درک وړ نه دى؛د ژوند او ژوندون آثار ورته تر هر څه ښکاره او څرګند دي. سره له دې،چې خپله ژوند نه احساسوو_؛يعنې په خپله ژوند نه ګورو،نه يې لمسوو او نه يې څکو_؛خو آثار يې ګورو او لمسوو يې.د ژوند آثار ښکاره دي او ژوند پخپله باطن دى؛موږ له دې ظاهره پر هغه باطن پوهېږو او له دې “قشر” او “پوټکي” هغه “لُب” او “زڼي” ته رسو.

نامحسوس حقايق

په نړۍ کې ځينې کسان راپيدا شول،چې و يې ويل: موږ يوازې پر هغو څيزونو ايمان لرو،چې و يې وينو او يا يې په خپل يو حس، حس کړو او هغه څه نشته،چې محسوس نه دي؛نو وايو طبيعت شته؛ځکه نېغ په نېغ د لمس او احساسولو وړ دى او “له طبيعت هاخوا” نشته؛ځکه چې د لمس او احساسولو وړتيا نه لري.

دا منطق-سول په خپل حد کې نيمګړى دى؛ځکه ولې او په څه دليل هغه څه نشته،چې زه يې نه احساسوم؟ په دې څرګندونه کې بله ستره نيمګړتيا داده،چې په خپله طبيعت کې داسې څرګند او نه منکرېدونکي حقايق شته،چې موږ په خپلو حواسو نه دي درک کړي؛خو له وجودي آثارو مو پېژندلي دي،چې يو له هغوى ژوند دى او پکار نه ده،چې هر څه نامحسوس دې،”له طبيعت په هاخوا” پورې اړوند وي. “له طبيعت هاخوا” نامحسوس دى؛خو هر نامحسوس “له طبيعت هاخوا” نه ګڼل کېږي.

آيا موږ په خپله جسم او ماده نېغ په نېغې احساس او لمسوو؟ څه چې نېغ په نېغه زموږ حواس يې درک کوي؛رنګ،ډول،بڼه،اندازه،څومره والى ،تودوخه،زيږتوب او يا نرموالى دى،چې دا يو هم کټ مټ په خپله ماده نه ده او دا ټول د مادې عوارض او آثار دي .طبيعي ژوند،چې ځمکې او اولاد ته يې پيدا کېږي،څرګند حقيقت؛خو ورسره نامحسوس دى او داچې موږ يې په آثارو،ځلاوو او تجلياتو کې ډوب يو؛نو انګېرو،چې نېغ په نېغ حواس مو له مادې سره سرو کار لري.موږ په ګل کې څه وينو؟ وده،تازه توب،رنګ او ښه بوى او د همدې چارو د شتون له امله حکم کوو،چې ژوند پکې پيدا شوى دى.ددې ګل د باطن په اړه ورمندون مو،چې هماغه د ژوند حقيقت دى،په ظاهري حواسو نه دي؛ په يو بل ځواک دي،چې هغه هم زموږ باطن شمېرل کېږي.موږ په خپل ظاهر او پوټکي _؛يعنې په خپلو بدني حواسو او بدني اوزارو_ د عالم ظاهر او پوټکى درک کوو او په خپل باطن او زڼي _؛يعنې په خپل عقل او ضمير_ څه نا څه د عالم له باطن او زڼي سره اړيکه پيدا کوو؛يعنې نامحسوس حقايق درک کوو.

په قرآن حکيم کې “لُب”

په قرآن کريم کې يو لطيف تعبير دى،چې کله غواړي د ظاهرو تر پردې لاندې د حقايقو په باب ويينه وکړي،وايي:((اولوا الالباب دا حقيقت مومي؛يعنې د لُب خاوندان. لُب؛يعنې سوچه ماغزه،چې له پوټکي جلا شوي وي. “المنجد” (يوه ډکشنري ده) وايي: (( اللب خالص کل شىءٍ،العقل الخالص من الشوائب.)) “راغب اصفهاني هم د غريب القرآن په مفرداتو کې وايي: (( اللب العقل الخالص من الشوائب.))؛يعنې لُب هغه عقل ته وايي،چې له ناخالصو جلا شوى وي ( د لرو پښتنو په تعبير:چې ملاوټ پکې نه وي) نه وايي: له شوائبو تش عقل،وايي سوچه عقل؛يعنې له شوائبو جلا شوى؛ځکه په پيل کې،چې واقعاً د انسان فکر خام وي؛نو محسوسات،تخيلات او معقولات سره ګډ وي او عقل ته هغه مهال “لُب” ويل کېږي،چې له خيالونو،محسوساتو او مقهوريته سوچه شي.

انسان که په پوهه او معرفت کې کامل شي؛نو عقل يې له حس،وهم او خيالونو خپلواکېږي او ددې په احکامو کې نه تېروځي او سره يې نه ګډوډوي؛نو دا مهال دې سړي ته ((لبيب)) ويل کېږي؛يعنې هغه سړى،چې عاقله ځواک يې خپلواکي تر لاسه کړې ده.

عارفان وايي: د انسان د وجود پړاوونه د عوالمو له وجود سره متطابق دي؛انسان په خپل وجودي مراتبو کې جبروت،ملکوت او ناسوت لري او د خپل وجود او هستۍ په هر پړاو کې کړاى شي د ټوليز عالم له يوې مرتبې او درجې سره په اړيکه کې شي.

د انسان فکر او عقل ته همدا حواس سټه ورکوي او د ځواک تومنه پکې اچوي؛معقولاتو ته د رسېدو لار په محسوساتو کې تېره شوې ده. قرآن کريم په همدې محسوساتو کې د تدبر سپارښتنه کوي؛ځکه له همدې محسوساتو بايد معقولاتو ته ورسوو او نه ښايي د محسوساتو په عالم کې تم شو:

((اِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ. الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ(آل عمران/١٩٠،١٩١) = په رښتيا چې د اسمانو او ځمكې په   پېدايښت او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي . هغوى چې خداى په ناسته، ولاړه او ملاسته يادوي او د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه ! دا دې عبث او(بې موخې) نه دي پيدا كړي، ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه و ساته .))

يعنې د اسمانونو او ځمکې په پيدايښت او د همدې تنې په مشاهدې کې داسې نښې او دلايل شته،چې هستي زڼى لري؛خو هغوى ته،چې په خپله لُب او زڼى لري او له حسه پاک سوچه شو،پياوړى عقل لري.څوک چې خداى په خپل زړه کې يادوي او په خپل لُب او زړه کې يې د هستۍ له روح سره اړيکه پيدا کوي،په ګردو حالاتو کې کې هغه يادوي؛په ولاړه،ناسته،ملاسته،سستۍ او سختۍ کې په ټولو حالاتو کې په هستۍ کې فکر کوي؛هغه ځان ته رسي،چې د موجوداتو په غايي حرکت پوه شي او پوهېږي،چې چټي او عبث نه دى؛پخپله هم عبث نه دي پنځول شوي او قيامت او د کړنو پايلو ته رسېدل په لار کې دي .

په بل ځاى کې وايي:

((فَبَشِّرْ عِبَادِ. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (زمر/١٧،١٨)= نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دا هغه خلك دي، چې خداى ورته سمه لار ښوولې ده او يوازې همدوى عقلمن دي.))

انسان په غوږ خبره اوري،غوږ زموږ د بدن يو حس دى او غوږ ته توپير نه لري،چې څه اوري او د خبرو تميزول،توپيرول او چاڼول د غوږ دنده نه ده؛ خو په انسان کې يو بل ځواک دى،چې د غوږ اورېدلي څېړي، توپيروي او چاڼوي يې او هغه ځواک باطن او نامحسوس دى؛نه ظاهر او محسوس او دنده يې محسوسه نه؛بلکې نامحسوسه ده.

هو ! انسان په خپل پوټکي،ظاهر او محسوسه برخه د نړۍ له پوټکي، ظاهر او محسوساتو سره اړيکه ټينګوي او پخپله زڼي،ماغزه او نامحسوسه برخې د نړۍ له باطنو او نامحسوسو سره اړيکه ټينګوي.

يو سړي اميرالمؤمنين علي وپوښت: خپل خداى دې ليدلى دى؟ امام وويل: ما د هغه خداى عبادت نه دى کړى،چې ليدلى مې نه دى. هو ! خداى ليدل کېږي؛خو نه د سر په سترګو. سترګه دې چار ته اوزار نه دى او دې چار ته نه ده پنځول شوې او خداى د ايمان په رڼا په روښانه زړه ليدل کېږي او د زړه سترګې دي،چې هغه شهودولاى شي. (وګ:توحيد صدوق/٣٠٥ او همداراز:نهج البلاغه/١٧٨ خطبه.)

د حواسو محدوديت

د انسان بدن او جسم خورا محدود دى؛په ځانګړيو شرايطو کې پاتې کېداى شي؛د هوا په ځانګړې درجه،تودوخه،خوړو او د ځانګړې وخت لپاره خپل ژوند ته دوام ورکولاى شي؛خو په خپل باطن کې دا بريدونه او قيودات نه لري او دا شرطونه او کچې ورته نشته او که انسان په خپل روح کې دې بڼو،شکلونو او قالبونو ته متقدر او متعين و؛نو نه يې شو کړاى،چې ټوليز او نامحدود مرسل _؛يعنې همدا ټوليز قواعد،چې په طبيعي علومو او رياضي کې دي_ درک کړي؛داځکه چې د جسم په برخه کې محدود،متعين او متقدر دى؛هر څه چې په جسماني اوزارو؛يعنې په يو حس درک کوي،محدود او متعين دي او بې د محدودو له درکولو بله چاره هم شته او همدا محدود،نامحدود ته د رسېدو لار ده.بشر له محدوده،نامحدود ته،له جزيي نه ټوليز ته او له نسبي نه د مطلق پر لور روان دى. ناشونې ده،چې انسان وکړاى شي نامحدود په خپل يو جسماني حس درک کړاى شي؛خو کړاى شي په نامحدود کې تعقل وکړي.انسان کړاى شي پر بصيرت او غيرجسماني سترګه،نامحدود شهود کړي؛خو ناشونې ده،چې نامحدود په محدود او نامتعين په متعين کې ځاى شي.

مولانا جلال الدين بلخي وايي:

چشم حس همچون کف دست است و بس

نيست کــــــــــف را بر همـــــــه آن دســـترس

دا بيت يې د يو مثال په ترڅ کې د همدې موضوع؛يعنې د ادراکاتو د محدوديت لپاره راوړى دى.

په “هندوستان” کې يې،چې خلکو ته “فيل” راوړ؛دې خلکو د فيل نوم اورېدلى و؛خو ليدلى يې نه و او دا فيل يې په تياره کې ودراوه.خلک ورتلل او “فيل” يې په تياره کې په لاس لمساوه او راوتل او په هکله يې ورمند کاوه.د يوه لاس د “فيل” پر “خرطوم” لګېدلاى و؛وپوښتل شو:فيل څرنګه و؟ و يې ويل:د “ناوې” په څېر و.د بل لاس،چې د فيل پر غوږ لګېدلاى و؛و يې ويل،چې فيل د “بادپکي” په څېر دى.د بل لاس،چې د فيل په پښه لګېدلى و؛و يې ويل،چې فيل يو عمودي شکل دى او د بل لاس،چې د فيل پر شا لګېدلى و؛و يې ويل،چې فيل د تختې په څېر دى.

قرآن کريم او پسرلى

قرآن کريم وايي:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ . ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (حج/٥،٦)= خلكو! كه تر مرګ وروسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛نو دې ټكي ته پام وكړئ چې:) موږ تاسې له   خاورې پيداكړي ياست، بيا له څاڅكي،بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې) بيا له يوې بوټۍ غوښې،چې ځينې يې شكل او خلقت لري او ځينې يې بې شكله وي .( دا موږ ددې لپاره ښيو) چې تاسې ته څرګنده كړو (چې موږ پر هر كار قادر يو )او جنينونه، چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې پورې يې (د ميندو) په رحمونو(زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا تاسې د يو ما شوم په بڼه راباسو،بيا موخه دا ده چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسېږئ، په دې ترڅ كې (له تاسې) ځينې مړه كېږي او ځينې دومره عمر كوي، چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسېږي؛داسې چې پر هر څه تر پوهېدو ورسته، بيا پرهېڅ نه پوهېږي (بلخوا) او ته ( په ژمي كې ) ځمكه وچه او شاړه وينې؛خو چې كله پرې باران ووروو؛نو خوځېږي او ډډه شي او هر ډول ښكلي (بوټي) راټوكوي . دا له دې امله دي، چې ( پوه شئ) الله حق دى او هغه دى،چې مړي راژوندي كوي او پر هرڅه قادردى .))

د نړۍ په ټولو موجوداتو کې ساه کښ دي او که بې ساه؛يو ډول همغږي او حساب و کتاب ليدل کېږي،چې هستي د يو بدن په څېر څرګندوي. ددې بدن د غړيو تر منځ تړون او همغږي ده او ښيي يو ټوليز مشيت او تدبير په ټوله هستۍ کې شته،چې ټولې هستۍ ته وحدت او همغږي ورکوي؛ ښيي ددې هستۍ برخې خوشې ايله نه دي او د هستۍ حالات دلالت کوي،چې د هستۍ هر برخه د يو مېخ،پېچ يا لولې (نټ او بولټ) په شان دى،چې په يوه کارخانه کې ايښوول شوي دي او سره له دې،چې ځان ته يوه دنده لري،کار يې د کارخانې په نورو برخو پورې هم اړوند دى او کوم تعبير،چې په قرآن شريف کې راغلى،د نړۍ ټول موجودات د يوې ارادې او مشيت ((مسخر او ايل)) دي. دا هماغه لار ده،چې په هستۍ کې د نظم او انتظام له لارې،پر ناظم او نظم ورکوونکي منښته کوي؛انسان له دې لارې خداى د نظم،صنع او اتقان په ځلاوو کې ويني.

د ساه کښو په اړه يوه بله ښوونه هم ده او هغه داچې خداى مړيو موجوداتو ته ژوند ورکوي؛يعنې پر نظم او انتظام سربېره،هغه کمال او حقيقت ورکوي،چې نه يې لري. د هستۍ مړو ذرو ته،چې په هره بڼه،چې نظم او اوډون ورکړو؛نظم نشي کړاى هغه حقيقت شته کړي،چې نشته؛خو د ساه کښو په اړه يوازې نظم او بڼه نه ده؛بلکې هغه حقيقت پکې اضافه کېږي،چې وجود يې نه درلود.

په مړې ماده کې ژوند نشته؛ژوند پکې راپيدا کېږي.شعور او ادراک پکې نشته؛شعور او ادراک پکې راپيدا کېږي.مينه او محبت په کې نشته؛مينه او محبت پکې پيدا کېږي.عقل او هوښياري پکې نشته؛ عقل او هوښياري پکې پيدا کېږي او دا ټول پکې پيدا کېږي.دا دى،چې موږ په ژونديو ژويو کې خداى د بښنې،فياضت،تکميل او د وجود د کمال په زياتولو،د قبض او بسط په جامو،ژوندي کولو او مړه کولو ورکړه او اخستو،شته کولو او منځه وړو په جامه کې وينو.

په دې اړه آيتونه درې ډلې دي:يوه ډله هغه آيتونه دي،چې د ځمکې راژوندي کول د توحيد لارښود بولي . بله ډله آيتونه دا چار د قيامت بېلګه ښيي او په درېمه ډله آيتونو کې توحيد او قيامت دواړو ته پکې اشاره ده.

سرچینه : بیست ګفتار، استاد مرتضی مطهری

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!