تبلیغات

له ښځو سره سلا مشوره   ولې له ښځو سره له سلا مشورې منع شوې ده؟ له مشورې موخه، د ستونزو هواري ته غوره لارې چارې لټول دي. دا مساله لاملېږي، چې د سلا کار په ټاکنه کې، دقيق شرايط رعايت شيز په اسلام کې د مشورې په اهميت او د سلاکارانو په خرنګوالي کې […]

له ښځو سره سلا مشوره

 

ولې له ښځو سره له سلا مشورې منع شوې ده؟

له مشورې موخه، د ستونزو هواري ته غوره لارې چارې لټول دي. دا مساله لاملېږي، چې د سلا کار په ټاکنه کې، دقيق شرايط رعايت شيز په اسلام کې د مشورې په اهميت او د سلاکارانو په خرنګوالي کې ډېر نصوص راغلي دي.

 

وړتياوې او ناوړتياوې

په ديني نصوصو کې د سلا مشورې په اړه ډېرې ځانګړنې او وړتياوې او څار شوې دي، لکه: ايمان )1(، عقلمني )2(، کارپوهي )3(، خيرخواهي )4(، الهي ډار )5(، تقوا او ځان ساتنه )6( دينوالي )7(، زړه سواندي، صميميت او وروري )8(، خواله ساتنه )9(، بخل، ډار، او حرض د سلا مشورې له خنډونو ښوول شوى دى. امام علي )ک( وايي: ))له کنجوس، ډارن او حريض سره مشوره مه کوئ، ځکه په دوى هريو کې کمزوري ټکي شته، چې حقيقت ته د ور رسېدو په لار کې دې خنډېږي)10(، بلخوا ))پر زده کړيالانو د شويو پلټنو له مخې، له پينځو اساي هيجاناتو )ښادي، عشق، ډار، غم او غوسه( څلور يې تر نارينه و په ښځو کګې سخت او ډېر ليدل شوي دي. او يوازې په ))غوسه(( کې نارينه تر ښځو وړاندې دي. ښځې نه يوازې ظريف هيجانونه )ښادي، عشق، ډار، غم( سخت او ښه پرېمانه تجربه کوي، بلکې په ښو او بدو حالاتو کې، هيجانونه ښه تشخيصوي او ډېر يې ځوابوي(()11(، مېرمن ))کليوډالسون(( د يوې ارواپوهې په توګه اعلانوي: ))دې پايلې ته رسېدلې يم، چې اغلي د احساساتو ايل او ښاغلي د عقل ايل دي(()12(.

))اتو کلاين برګ(( هم ليکي: ))ښځې ډېرې له کورني کارونو، شيانو او ذوقي کړنو سره مينه ښيي او داسې چارې يې ښه ايسي، چې بايد مواظبت او ډېر زړه سوى پکې وشي، بلکه د کوچنيانو کمزوريو او بېنوا وګړيو مواظبت، ښځې عموماً تر نارين و خورا احساساتي دي(()13(.

پايله دا، چې د ښځو د طبيعي او حکيمانه احساساتو په پار او په ټولنه کې يې ډېر لږ حضور، چې په دې چارو کې يې د لږې تجربې لاملېږي.

لامل شوى، چې له سلامشورو يې لږه ګټه واخستل شي. له امام علي )ک( په يو روايت کې راغلي: ))اياک و مشاورة النساء فان رايهن الى افن و عزمهن الى و هن(( ))له ښځو سره له سلا مشورې ډډه وکړه، ځکه راى يې سستې او په هوډ نيونه کې بې وسې دي(()14(.

البته دواړه مسالې د لاملونو په لرې کولو يې د جبران وړ دي، نو ځکه په بل روايت کې په ))اياک و مشاورة السناء(( پسې راغلي دي: ))الا من جربت بکمال عقل((، ))خو هغه ښځې، چې د عقلمنۍ په کمال ازمېيل شوې دي(()15(.

دا، خو د ښځو په پار و، که نه ډېر نارينه شته، چې احساساتي يا کم تجربه دي او سلا مشوره ورسره ګټوره نه ده او ددې روايت له مخې، د عقل کمال او پهه له سلا کار سره شرط ده او ښځتوب، که پوه وي، د سلا مشورې د جواز مانع نه دى.

بلخوا، په هغو چارو کې، چې ښځې بلدې وي، سپارښتنه شوې، چې مشوره ورسره وکړئ. رسول اکرم )ص( ويلي: ))ائت مروا النساء فى بناتهن((، ))د نجونو په اړوند چارو کې له ښځو سره مشوره وکړئ(()16(.

په قرآن کريم کې د ځينو کورني مسايلو هوارۍ، د مېړه او مېرمنې په سلا مشورې او خپل منځي پوهاوي ګڼل شوى دى:

بقره 232_ 233 آيت: )) وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ =(( له ))تشاور(( ځنې مطلب، د مېړه او مېرمنې تر منځ سلا مشوره ده او دا، چې مور د اولاد په روزنه کې په داسې څيزونو پوهېږي، چې پلار پرې نه پوهېږي، نو که مشوره ونکړيو اولاد ته يې زيان وررسي.

له تېرو څرګندېږي، چې له ))ښځو سره له سلا مشورې ډډه کولو(( مطلب دا دى، چې د عادي ښځو او يا هوسيو کم عقلو او بې مغزو ښځو، چې زړونه په دينوي غولوونکيو څيزونو کې راګېر او سترګې يېه له اوچتو حقايقو پټې دي، نو په خبرو او اندونو کې يې له ځيرنې او دقته کار واخلئ.

خو هغه ښځې، چې له دنيوي پړق و پړوقه يې مخ اړولى او پر تعقل بوختې دي، د نارينه و په خېر، د سلا مشورې وړ دي. د يو ديني عالم په تعبير، د ))اياک و مشاورة النساء الامن جربت بکمال عقل(( په څېر روايت، د اسلام په کورني غونډال کې له ))دننه شورا او دباندې د مېړه پالندوينې(( نظر يې تاييدوونکي دي)18(، نو ځکه تېر روايات ټولې اغلې نه رانغاړي، دا قود هله تر لاسه کېږي، چې نور روايات، آيتونه، د پيغمبر اکرم )ص( او امامانو عملي سيرت په پام کې ونيول شي، ځکه دوى په خپلو سلا مشورو کې، ښځې هم راګډولې )19(.

)1( ابى القاسم فرات بن ابراهيم، کوفي، تفسير فرات الکوفي، تحقيق محمد الکاظم، 625 مخ.

)2( بحار الانوار 72/ 105 مخ.

)3( هماغه 100 مخ.                   )4( هماغه 105 مخ.         )5( هماغه 98 مخ.            )6( هماغه 100 مخ.

)7( صدوق، الامالي، 306 مخ، منتخب ميزان الحکمه 1/ 557 مخ. )8( هماغه. )9( هماغه.

)10( سيد جعفر شهيدي، ترجمه و شرح نهج البلاغه، نامه 53، 328 مخ.

)11( کارل، هافمن )و ديګران( روان شناسي عمومي از نظر تا کار برد، 2 ج.

)12( سيد ابراهيم، حسيني، فمينيزم عليه زنان، کتاب نقد، شماره 17، 64 مخ.

)13( هماغه، 65 مخ.                 )14( نهج البلاغه، 31 ليک.

)15( بحار الانوار 103/ 253 مخ.

)16( نهج الفصاحة، 2 مخ، 7 مخ.

)17( محمد رضا، رجب نژاد، خرد زيبا )بررسي شبهه نقصان عقل( 91 مخ.

)18( هماغه.                 )19( هماغه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!