تبلیغات

لسمه برخه   له ښځو سره سلا مشوره   كورنۍ يوه كوچنۍ ټولنه ده، خو اداره كول يې خورا ستونزمن چار دى او په رښتيا مور و پلار، چې د كورنۍ اصلي زړي دي كه له بنسټيزې ښاندې برخمن نه وي او د منطقي او پر ځاى هوډينوي واك ونه لري، نو د دې كوچنۍ […]

لسمه برخه

 

له ښځو سره سلا مشوره

 

كورنۍ يوه كوچنۍ ټولنه ده، خو اداره كول يې خورا ستونزمن چار دى او په رښتيا مور و پلار، چې د كورنۍ اصلي زړي دي كه له بنسټيزې ښاندې برخمن نه وي او د منطقي او پر ځاى هوډينوي واك ونه لري، نو د دې كوچنۍ ټولنې د تنظيمولو چارې له ستونزو سره مخېږي.

د كورنۍ اداره كول بېلابېل اړخونه لري، لكه وتيز، فرهنګي روغتيايي، حقوقي، اخلاقي، او خورا مهم يې روزنيز دى. دا اړخونه د مېړه او مېرمن د او اولادونو او يو بل ته د اولادونو او مورو پلار په اړيكو كې شتون لري. كوچني او لوى مديريتونه يو لړ يو رنګتوبونه لري او په يوشمېر آرونو او شرايطو كې يو له بل سره ګډ دي، نو ځكه په كوچنۍ ټولنې كې كوچنى مدير يا مديران بايد په سترو ټولنو كې له لويو مديرانو الهام واخلي او بريالۍ ترجربې او چلنونه يې په كورنۍ يا كوچنۍ ټولنې كې پلي كړي.

هغه مدير بريالى دى، چې چارې يې په سلا مشوره وي، كه څه وروستۍ هوډ يو تن نيسي، خو بيا هم دوى په خپلو كړ لارو كې سلا مشوره كوي او له دې چاره دوه بنسټيزې پايلې تر لاسه كېږي: ړومبى دا، چې د يوې ټولګې وګړيو ته وګړه وركوي او په دوى كې پر ځان د ډاډمنتوب حس ورغوړوي، بل دا، چې د يو سازمان د وګړيو له پوهې او تجربې ګټنه كوي. نو، ځكه په اسلام كې پر سلا مشوې ټينګار شوى او په قرآن كريم كې په درېيوځايونو كې او څار شوې ده:

آل عمران: 159 آيت: )) وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ…(( په چارو كې سلا مشوره ورسره وكړه.

حضرت علي )ك( ويلي: ))له عقلمن سره ښاييو چې پر خپله رايه د عقلمنو رايه ور زياته كړي…(( )1( الحياة 1/314 )فارسي ژباړه(.

په تېر آيت كې خداى پيغمبر )ص( ته امر كوي، چې په چارو كې له امت سره لا مشوره كوه، البته نه په قانون كې، ځكه په اسلام كې يوازې خداى قانون ايښوونكى دى،بلكې د قانون د پلي كېدو په دود او طريقه لكه، چې پيغمبر اكرم به په غزاګانو كې له خپلو اصحابو كرامو سره سلا مشورې كولې او د بېلګې په توګه د حضرت سلمان فارسي )رض( په نظر يې د خندق په غزا كې خندق وكنه.

بل ځاى وايي: شورى: 38 آيت: ))… وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ ((. ))او چارې يې يو له بله سره په سلا مشوره دي…((.

دا آيت د ګرد اسلامي امت په اړه دى، ځكه د آيت په سر كې دا غونډله ده: وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ …هغوى، چې د خپل پالونكي بلنه مني. او دا يعنې ګرده مسلمانه ټولنه. ددې ټولنې د چارو كچه په سلا مشورې ولاړه ده.

درېيم ځاى په كورنۍ كې سلا مشوره ده، چې د ))تشاور: يو له بله سره سلامشوره كول(( څرګندنه پكې راغلې ده:

بقره: 233 آيت: ))… فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا … =((

))تشاور((، يعنې د دواړو لوريو سلا مشوره او د فكر تبادل. دا تعبير ښايي دې حقيقت ته پام ور اړوي، چې په كورنۍ او د اولادونو د روزنې په مهمو مسايلو كې، سلا مشوره لازم ده، يعنې مېړه او مېرمن دې د يو بل نظر وپوښتي او د كورنۍ د دواړو مديرانو ګډه پوهه او تجربه دې د كورني مسايلو لارښود شي. په جمع البيان )2/235 مخ( كې راغلي: ))تشاور يعنې د مېړه او مېرمن تر منځ سلا مشوره او يو خوله كېدل. البته د اولاد روزنې ته د دواړو )مورو پلار( خوښي او د دواړو نظر يې شرط دى: ځكه مور د اولاد د روزنې په اړه په ځينو څيزونو خبره ده، چې پلار پرې نه پوهېږي، نو كه سلا مشوره ونكړي، د اولاد پر زيان تمامېږي((.

نو، ځكه ))تشاور(( د اولاد په روزنه كې د مېړه او مېرمن سلا مشورې ته پام ور اړوي.

د قرآن دې بنسټيزې ښوونې ته په پامنيوي، چې ))تشاور(( په كورنۍ كې د يو آر په توګه او څار دى، د مېړه او مېرمن ګډ مديريت څرګندوي كه څه د كور چارې بايد د كار پر ويش تر سره شيو خو ټولنيز مديريت د مېړه او مېرمن په سلا مشورې ولاړ دى.

د طلاق په شپږم آيت كې د كورنۍ او د اولاد د روزنې په مسايلو كې هم دا مانا راغلې ده.

طلاق: 6 آيت: )) أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلاَ تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِن كُنَّ أُولاَتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى =((.

د )) وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم (( غونډلې ته درې ماناوې يادې شوې دي: په مجمع البيان )9، 10/309 مخ( كې:

1_ د يو بل ښه خبره منل، ځكه دا د خداى امر دى.

2_ ماشوم ته د تي د وركړې په باب يو بل ته ښه خبره وكړي.

3_ )) وَأْتَمِرُوا (( د مشاورې پر مانا دى لكه )) يَأْتَمِرُوا ((، چې د ))يتشاورون(( پر مانا دى.

4_ شيخ طبرسي وايي: ))دا، چې مورني عواطف له منځه ولاړ نشي، نو د اولاد د روزنې چار او خواړه وركونه دې په تدبير اوهمكارۍ تر سره شي…((.

په څلورواڼو ماناوو كې د ښځې وګړې ته درناوى او په كورني مسايلو او اولاد په روزنه كې ورسره سلا مشوره كول دي، قران وايي: ))يو له بل سره خبرې اترې وكړئ، وړانديز وكړئ او د يو بل ومنئ(( او په هرې يوې مانا كې سلا مشوره پرته ده. او په ټول كې دا آيت د پلار سالارۍ يا نارينه سالارۍ نا سمه اندنه نفې كوي.

نو، ځكه مېړه او مېرمن بايد په كورني مسايلو او د اولاد په روزنه او جسمي او روحي وده كېيو له بل سره سلا مشوره وكړي او يوازې د مېړه د خبرې له تپلو دې ډډه وشي.

 

¯¯¯


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!