تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په وړوکتوب کې د موروپلار او رزونپوهانو دندې عواطف او احساسات د انسان له مهمو فطري مسایلو ځنې دي، چې تخم یې د وګړیو په خټه کې شیندل شوی دی. معمولاً عاطفي لېوالتیاوې د ژوند په لومړیواوونیو او ښایي لومړیو ورځو کې په خپور وور ډول ښکاره کېږي او د عمر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په وړوکتوب کې د موروپلار او رزونپوهانو دندې

عواطف او احساسات د انسان له مهمو فطري مسایلو ځنې دي، چې تخم یې د وګړیو په خټه کې شیندل شوی دی. معمولاً عاطفي لېوالتیاوې د ژوند په لومړیواوونیو او ښایي لومړیو ورځو کې په خپور وور ډول ښکاره کېږي او د عمر تر پایه پاتېږي؛هغه مهال چې د کوچني د عقل او اندنې غونډال پوره ويده دی او هېڅ ډول د استدلال درک نه لري ؛خو احساسات او عواطف ویښېږی.

په کوچني کې ددې عواطفو پالنه یوه ستره روزنيزه مساله ده ،چې له پيله باید په سم چاپېریال کې له مناسبو شرایطو سره تر څارنې لاندې ونیول شي، چې وده وکړي او خپل مطلوب تکامل ته ورسي.

د کوچني په خټه کې دوه ډوله غريزې او لېوالتیاوې شته؛یوه ډول یې بالقوه دي؛ لکه جنسي غریزه او له مال سره مینه، چې د وخت په تېرېدو د عمل ډګر ته راوځي او بل ډول یې بالفعل دي؛ لکه خوړو ته اړتیا او د مینې غوښتنه،کوچنی لکه څنګه چې خوړو ته اړتیا او لېوالتیا لري ، مینې ته هم اړتیا لري، د ماشوم  فطرت؛ لکه څنګه چې د لوږې او تندې د لرې کولو لپاره په تیونو پسې ځي، د مور د زړه د غږ او نازوونکي لاس په لټه کې هم چورلي، چې د مینې خوږ خوند وڅکي،په بله وینا انسان له جسم و روح ځنې یو جوړ شوی موجود دی،چې هر یو یې خوړو ته اړتیا لري. شیدې د جسم خواړه دي او مینه د روح خواړه دي او ماشوم چې مینې ته کومه اړتیا لري ، هډو شیدو ته تر اړتیا څه کمه نده .

ماشوم د موروپلار مینې ته سخته اړتیا لري اوکه دا اړتیا پوره نشي کینه ورسره پیداکېږي او که دا کینه په یوه پړاو کې درمل نشي ، روح به یې ووژني.

د ټولنې ډېری مجرمان، سرغړاندي او بې لاري هغوی دي،چې په وړوکتوب کې مینه ورسره شوې نه ده او درناوی یې شوی نه دی او د مینې پر کمښت یا د سپکاوۍ پر کینې اخته شوي دي.

پولنډي څېړونکی ډاکتر((آلیس میلر))ګروهن دی چې: « د تنکیو ځوانانو د تاوتریخوالي چلن،یوازې له دوی سره  د بدچلنۍ زوکړه نه ده؛ بلکې له کوچنیانوسره په مینه کې غفلت او لنډون هم د تنکیو ځوانانو د ناسم چلن یو آریز لامل دی[1]»

هلک او نجلۍ، چې په کور او د موروپلار په توده غېږکې مینه و نه ویني ؛نو که یوه نجلۍ یا هلک یا سړی یا ښځه لږ شانته مینناک چلن ورسره وکړي ورجذبېږي او له کوره تښتي؛ځکه دوی د مینې تږي دي او تږی د اوبو په لټه کې وي،که یې پاکې اوبه وموندې ،ګټنه ترې اخلي،که نه په چټلیواوبو خپله تنده ماتوي؛نوځکه ټولنه پر فساد اخته کېږي او رسوایي رامنځ ته کوي؛خو هغه کوچنیان چې په مینه ماړه شوي وي، اروایي خوشحاله،زړه یې هیلمن او بانشاطه،روح یې آرام او زړه یې پاک دی او دوی زړه سواندي، چوپړیالان، عادل، ډاډمن او د وګړې خاوندان دي او له نورو سره هاغسې چلي،چې له دوی سره شوی دی.

دې اهمیت ته په پاملرنې رسول اکرم (ص) پېړۍ پېړۍ مخکې کوچنیان تر خپلې ځانګړې پېرزوینې لاندې نیولي او خلکو ته یې مهمې سپارښتنې کړې دي: « له کوچنیانو سره مینه وکړئ او په مهربانۍ ورسره وچلئ[2] »

« له ما ځنې نه دی هغه چې د لویانو احترام و نه کړي او پر کوچنیانو لورنه او مینه و نه کړي[3] »

امام صادق(رح) ویلي: دچاچې خپل اولاد ډېر ښه ایسي،پالونکی پرې ځانګړې لورنې لوروي[4]»

پېغمبراکرم(ص) وپوښتل شو: «رسول الله ! له چاسره نېکي وکړم؟ ورته یې وویل : له موروپلار سره دې . سړي وویل:موروپلار نلرم. پېغمبر(ص) وویل:له اولاد سره دې نېکی وکړه،اولاد دې د موروپلارپه څېر حق درباندې لري[5]»

حضرت موسی بن عمران علیه السلام له پالونکي سره د مناجات پر مهال وویل : خدايه ! په نزد دې ښې کړنې کومې دي؟ خدای وویل: د کوچنیانو ښه ایسېدل[6] »

هو د کوچنیانو ښه ایسېدل هومره مهم او ارزښتمن دي،چې په ګردو صالحوکړنوکې د خدای پر وړاندې اوچت عمل دی او له همدې امله د اسلام عظیم الشان پېغمبر(ص) د الهي روزنې د سترې بېلګې په توګه له کوچنیانو سره هېښنده چلن درلود، چې په اړه یې کښل شوي دی :

« کان رسول الله (ص) ارحم الناس  بالصبیان والعیال؛ رسول اکرم (ص) پر خپلو کوچنیانو اوکورنۍ خورا لورین و[7] »

انس (رض) د پېغمبر اکرم (ص)چوپړیال وایي: « پر خپلو مېرمنو او اولادونو مې تر پېغمبر(ص) خورا لورین لیدلی نه دی[8] »

د پېغمبر اکرم (ص)د سیرت په باب یې کښلي دي : « والتطف بالصبیان من عادة رسول الله (ص) ؛کان اذااصبح مسح علی رئوس ولده وولد ولده= له کوچنیانو سره مینه د رسول اکرم (ص) عادت او دود و، د حضرت کړنلاره وه،چې هر ګهیځ به یې د خپلو اولادونو او لمسیانو پر سر لاس راښکوده»[9] .

له « کان اذااصبح» غونډ لې ګټنه کېږي، چې لومړی : د پېغمبر اکرم (ص) نازول او مینه تل او هره ورځ وه او دویم داچې آنحضرت د ګهیځ نازولو ته ځانګړې پاملرنه درلوده؛ځکه کوچنی تر څو ساعتونو خوب او محبت نه لیدو روسته؛لکه څنګه یې چې جسم خوړو ته اړتیا لري، روح یې هم مینې ته اړتیا لري او رسول اکرم (ص) یې په لومړیو وختونوکې دا اړتیا ورپوره کوله .

نازول د کوچني یو اروایي خواړه دي او چې  ماشوم یې غواړي ؛نو ژاړي  په مازې چې مور په غېږ کې ونیو او د مور د زړه غږ یې واورېد ؛نو ار آمېږي، له همدې امله یې په وړوکتونونوکې د مور د زړه غږ صبط کړی او چې ماشوم ژاړي ،دافېته ورته چالانوي چې چوپ شي .

د عبدالله یربوعي (رض) لور وایي: پلار مې پېغمبراکرم ته بوتلم او و یې ویل: ای رسول الله ! لور ته مې دعا وکړه . رسول اکرم په مینه په خپلې غېږکې کېنولم او لاس یې زما پرسر کېښود او دعا یې راته وکړه[10].

په نمانځه کې له کوچنیانو سره د پېغمبر(ص) هېښنده چلن

پېغمبر اکرم(ص) دومره کوچنیانو ته ارزښت ورکاوه او مینه یې ورسره کوله، ان په نمونځونو کې چې باید په پوره پاملرنه تر سره شي، کوچنیانو ته یې پاملرنه او درناوی نه سپماوه.

عبدالله بن مسعود(رض) وايي: چې پېغمبر(ص) به په نمانځه کې سجدې کولې ؛نو حسنین به یې پر شاورسپرېدل ،نورو چې دا پېښه څارله ، غوښتل یې مخه يې ونیسي؛خو پېغمبر اکرم (ص)اشاره کوله چې یې خوشې کړئ او مخه یې مه نیسئ او پر همدې څرنګوالي یې نمونځ پای ته رساوه، بیایې پخپله غبږ کې کېنول او ویل یې: « د چا چې ښه ایسم؛نو دادواړه دې هم ښه وایسي[11]»

داچې پېغمبراکرم(ص) په جماعت نمانځه او د خلکو په مخ کې د کوچنیانو حالات رعایتول، علت یې دوه څيزونه دي:

لومړی داچې :له کوچني سره مینه کول دکوچني مسلم حق دی او تامین یې هومره مهم او بنسټیز دي، چې ان په نمانځه کې یې رعایت هم لازم دی او داپاملرنه د نمانځه له ثواب او فضیلته نه کموي؛ ځکه د تېر روایت له مخې له کوچنیانوسره مینه د خدای پر وړاندې اوچت عبادت دی.

دویم داچې : رسول اکرم(ص) په قرآن کې د خدای د وینا له مخې ، د خلکو بېلګه ده او آنحضرت په دې چار د خپل ښوونځي لارویانو ته له کوچنیانو سره چلندود ښيي،تردې چې کله یو یهودی په نمانځه کې له امام حسین سره د پېغمبر اکرم چلن ویني ، هېښېږي او پېغمبر(ص) ته وایي: له کوچنیانو سره داسې چلئ؛چې بیخي ورسره نه چلو او رسول اکرم ورته وايي: تاسې هم که پر خدای او پېغمبریې ایمان راوړی وای ، پر کوچنیانو به لورین وئ[12] یعنې کوم دین چې مې راوړی،پر کوچنیو د مینې او لورنې دین دی او څوک چې پردې دین ایمان راوړي، باید په څېر مې پرکوچنیانو لورین وي .

مینه دې څرګنده شي

له اولاد سره مینه درلودل یو غریزي چار دی ؛یعنې په معمول او طبیعي ډول هر موروپلار له خپل اولاد سره مینه لري او ښایي ډېر لږ موروپلار پیداشي، چې خپل بچی به یې ښه نه ایسي؛ خو یوازې زړګنۍ مینه بسیا نده؛ بلکې باید په خوله او ژبه یې څرګنده کړو؛ځکه هر څوک په تېره کوچنی غواړي نورو ته ګران وي او غواړي پوه شي، چې موقعیت یې د نورو پر وړاندې څنګه دی ،ایا مینه ورسره لري که نه ؟

په زړه کې مینه په بوتل کې د عطرو په څېر ده،که وغواړو د عطرو له ښه بویه خوند برخمن شو او نور یې هم بوی کړي، باید د بوتل سر پرانزو او ګټنه ترې وکړو،که نه کوم عطر،چې څوک بوی نه کړي او پخپله هم ترې ګټه وانخلو ؛نوڅه ګټه لري، که څه بوتل یې په جېب کې ګرځوو.

کوچنی هغې مینې ته اړین دی،چې اغېزې یې د موروپلار، روزونکیو او چاپېریال په کړچارو کې څرګند وي او له ښکولولو،موسکا،په غېږ کې نیوو،نازولو،ټوکیو ټکالیو،لوبو،ډالۍ ورکولو او له دې څېر مسایلو پوهېږي، چې مینه یې ورسره ده او ددې مطلب له درکه خوند اخلي.

اسلام چې یو اوچت او غوره الهي دين دی ، دا ټګي یې په پام  کې نیولي او ددې هر یوه په اړه یې د کوچنیانوته ټینګې سپارښتنې کړې دي.

د اولادونوښکلول

ښکلول د مینې څرګندولو خوار غوره ډول او غوره دود دی، چې د اولاد تنده د مینې په شاتو ماته شي . ښکلول د هغې مینې یوه نښه ده، چې باید له اولادسره په تېره په وړوکتوب کې ورسره وشي.

ښکلول د هغې لورنې ښکارندوی ده که په کورني جنت کې و نه موندل شي؛ نو د پالونکي جنت ته ورننووتل به ناشوني او یا ستونز من وي .

یو سړی پېغمبر اکرم(ص) ته ورغی و یې ویل: بیخي مې خپل یو ماشوم هم ښکل کړی نه دی،همداچې سړی مخ پر روانېدوشو؛رسول اکرم(ص) وویل: له نظره مې؛ داسړی دوزخي دی[13] .

ام المؤمنین عایشه بي بي وایي : یو بېدیانی پېغمبراکرم ته راغی و یې ویل : ایا کوچنیان ښکلوئ ؟ ځکه موږ یې نه ښکلوو. رسول اکرم (ص) وویل : څه وکړم، چې خدای دې زړه بې لورنې کړی دی[14]  .

ښکلول د زړه سوي نښه او د ایمان پولي ته د انسان د ورننووتو ځواک دی او نشتون یې د سخت زړۍ نښه او د ایمان له پولو او د پالونکي له لورنې وتل دي .

رسول اکرم (ص) حسنین  ښکلول، اقرع بن حابس (رض) چې دا پېښه ولیده،ویې ویل : زه لس اولادونه لرم او بیخي مې یوهم ښکل کړی نه دی.  پېغمبراکرم(ص) وویل: څوک چې و نه لورېږي ،لورنه ورباندې نه کېږي.

او د روایت له مخې ،رسول اکرم(ص)ددې خبرې تر اورېدو روسته دومره خپه شو،چې رنګ یې واوخوت ورته یې وویل: که خدای دې له زړه نه لورنه اخستې ؛نو زه څه وکړم، څوک چې زموږ پر کوچنیو و نه لورېږي او د مشرانو مو درناوی و نه کړي، له موږ ځنې نه دی[15].

د اسلام ښوونځی او د دین مشران د اولاد ښکلولو ته په فوق العاده  ارزښت قایل شوي دي .

رسول اکرم (ص) ویلي : څوک  چې خپل اولاد ښکل کړي ،خدای ورته یوه نېکي لیکي[16].

امام صادق (رح) ویلي :اولادونه مو ډېرښکل کړئ؛ځکه هرې موچې ته مو په جنت کې یوه درجه ده،چې د هرې درجې تر منځ یینځه سوه کاله واټن دی[17] .

امام صادق  ویلي : پېغمبراکرم (ص) فاطمه ډېره ښکلوله[18].

او په بل روایت کې ،څو یې د فاطمې مخ ښکل کړی نه و،نه ویدېده[19].

رسول اکرم (ص) چې له سفره راستنېده، خپله لور فاطمه يې ښکلوله او چې فاطمه به ورتله ؛نو پېغمبر(ص) به له خپل ځایه ورپاځېده،له لاسه یې نیوه ،ښکلوله یې او پر خپل  ځای یې کېنوله [20] .

حضرت ابن عباس (رض) وایي : پېغمبر اکرم راغی، امام حسن یې پر یوې اوږې او امام حسین یې پر بلې اوږې و،پېغمبر(ص) یو ځل حسن او بل ځل  حسین ښکلاوه[21].

انس (رض) وایي: پېغمبر اکرم (ص) پر خپلو مېرمنواو اولادونو خورا مهربان و،چې دغسې مې بل څوک لیدلی نه دی .

په ډېری روایاتوکې راغلي، چې پېغمبر اکرم(ص) به حسنینو لمن پورته کوله ، ګېډې او د بدن نور ځایونه یې ورښکلول او ان په نمانځه کې یې د دوی له ښکلولو او ورسره له مینې ښوولو دریغ نه کاوه[22].

ابراهیم  زوی یې د تي خورۍ پر مهال له مدینې دباندې په «عوالي » سیمه کې و، پېغمبر اکرم ورتله او موږ هم ورسره تلو . آنحضرت به کور ته ورننووت، ابراهیم به پر ځمکه  آرام پروت و، را وا به یې خست ،په غېږ کې به یې ونیو ، ښکلاوه یې او بیابه راستنېده [23] .

پېغمبراکرم (ص) له خپلو اولادونو سره خورا مینه درلوده

حضرت عبدالله ابن عمر(رض) وایي : پېغمبراکرم(ص) پر منبر وینا اوروله، چې امام حسین جومات ته راننووت،پښه یې په خپلو جامو کې ونښته راولوېد او پر ژړا شو،بې درنګه پېغمبر(ص) له منبره را کوز شو او په غېږ کې یې راونیواو و یې ویل : خدای دې شیطان ووهي،په حقیقت کې اولاد ازمېښتوزله ده،پر هغه خدای قسم، چې زما روح یې په لاس کې دی؛بېواکه له منبره راکوزشوم[24].

او په بل روایت کې راغلي، چې آنحضرت پر منبر د حنسینو ژړا  واورېده اندېښمن راکوز شو،بیا یې وویل : خلکو! اولاد خو یوازې ازمېښتوزله ده،په دوی پسې راولټېدم،حال داچې عقل مې راسره نه و (؛یعنې کړه مې د عاطفې له مخې ول،نه عقل).

اولاد او ورته پاملرنه دومره اهمیت لري، چې پېغمبراکرم(ص) په مازې چې د خپل لمسي ژړا اوري، وینا پرې کوي او بې له کومې ملاحظې له منبره راکوزېږي او ځان خپل ګران زوی ته ورسوي، په غېږکې یې رانیسي او خلکو ته اعلانوي او پر خدای قسم خوري، چې بېواکه له منبره راکوزشوم ؛یعنې بې اختیاره راکوز شوم یاداچې ویې ویل: له منبره راکوز شوم او عقل مې راسره نه و؛یعنې کړه مې د تفکر او تعقل له مخې نه؛ بلکې د عاطفې او احساساتو له مخې ول؛ځکه د عقل او عاطفې او د احکامو ترمنځ یې توپیر دی؛عقل د عدل او علم په څېر سوړ او بې مینې دی؛خو عاطفه ، له احساساتو،تودوخې،دوستۍ او دښمنۍ ډګه ده ،د عقل احکام د استدلال او برهان له مخې دي؛ خو عاطفه له محاسبې او استدلال سره څه کار نلري ، منطق نه پېژني ، عواطف یوازې عشق دی او عشق علمي او عقلي دلیل نه پېژني ،عاشق پر دلیل نه پوهېږي،عقل او منطق ته پاملرنه نه کوي ،ځان بايللی او مجذوب دی .

پېغمبراکرم (ص)په خپلې کړنې او وینا دا ټکی څرګندوي، چې د کوچني په اړه نباید تل د عقل او منطق له مخې چلن وشي؛بلکې کله باید عشق،عاطفه او مینه وکارېږي او مینه ورسره وشي.

کوچنیوته ډالۍ

خلکو په تېره کوچنیانو ته د مینې د څرګندولو یوه وزله او نښه ډالۍ ورکول دي.

ام المؤمنین عایشه بي بي وايي : پېغمبراکرم(ص) ته د سرو یوه ښکلې غاړه کې ورډالۍ شوه او په کورکې یې ټولې مېرمنې راټولې شوې وې او «امامة» د ابی العاص بن ربیع لور(او د پېغمبراکرم د لور له خوا لمسۍ ) د کور په یوې څنډې په خاوروکې لوبې کولې . رسول اکرم (ص) ښځوته وویل: دا څنګه غاړه کۍ ده ؟ موږ ټولو وروکتل و مو ویل: تر اوسه موتردې غوره او ښکلې لیدلې نه ده. آنحضرت (ص) واخسته و یې ویل:پر خدای قسم دا به په تاسې کې هغې ته ورپرغاړه کړم، چې تر تاسې ټولو راته ګرانه ده. عایشه بي بي وایي:په دې خبره سر راباندې وګرځېد،چې هسې نه بې له ما د بلې ښځې پر غاړه یې واچوي او نورو هم زما په څېر ننګيرنې درلودې،ټولې له سختې اندېښنې چوپ وې، ناڅاپه آنحضرت له ځایه راپاڅېداو «امامة»خوا ته ورغی او غاړه کۍ یې ورترغاړې کړه؛اویخې کېناستو[25].

همداراز پېغمبراکرم (ص) ته به چې مسلمانانو لومړۍ پخه شوې مېوه راوړه؛نو تر دعا روسته به یې خپل کوچنی اولاد راغوښت او مېوه یې ورکوله[26].

په کوڅه کې له کوچنیانو سره مینه

چې رسول الله به له سفره راستنېده او په لارکې به له کوچنیانو سره مخ شو، درناوي ته یې درېده- حال داچې پر سپرلۍ به سپور و- بیایې ویل : دوی راپورته کړئ او مخکې او شاته یې راکېنوئ او خپلو اصحابو کرامو ته یې هم ویل، چې له ځان سره ځینې کوچنیان راسپاره کړي،کوچنیان له دې خوشحالوونکې نندارې ډېر خوشحالېدل او خوند یې ورکاوه او تل یې دا خواږه خاطرات یادول او راروسته یې په ویاړ یو بل ته ویل[27].

له عبدالله بن جعفره(رض) روایت شوی :ما او د عباس دوو زامنو – قثم او عبیدالله – په وړوکتوب کې لوبې کولې،چې پېغمبر(ص)پر یوې لار راسره مخ شو،و یې ویل : دا (عبدالله )راپورته کړئ او را یې کړئ همداسې وشول او زه یې پخپل مخ کې کېنولم ،بیا یې وویل دا( قثم) راپورته کړئ او را یې کړئ ،همداسې وشول او پېغمبراکرم بې له دې چې له خپل تره وشرمېږي، خپل شا ته ته يې کېناوه ؛ځکه عبیدالله یې پلار ته دېرګران و؛ بیایې درې ځل زماپرسرلاس راښکوداو…[28].

کوچنیان به د پېغمبر(ص) کور ته ورتلل

رسول اکرم (ص) یو خاورین لوښی درلود،چې اوبه یې پرې څښلې او اوداسه ته یې هم کاراوه، خلکو به خپل ممیز او بېلونکي بچیان ورلېږل، کوچنیان به آنحضرت ته ورتلل ،که په لوښي کې به اوبه وې ؛ نو د تبرک لپاره یې څښلې، پر سر،مخ او بدن یې موښلې او رسول اکرم(ص)به له دې کاره نه منع کول[29].

امام حسن(رض) ویلي: «یوه ښځه له خپلو دوو بچیانوسره پېغمبراکرم (ص) ته راغله او څه یې وغوښتل،آنحضرت درې کجورې ورکړې، ښځې هر یوه ته دوه کجورې ورکړې او یوه یې ځان ته پرېښووله، بچیانو یې خپلې کجورې وخوړې، بیا خپلې مور ته وچونګېدل،مور یې خپله کجوره نیمه کړه او هر یوه ته یې نیمه نیمه ورکړه . مهربان پېغمبر ددې نندارې تر لیدو روسته وویل: «خدای پر خپلو کوچنیانو د لورنې په پار، خپله لورنه  پرې وکړه[30]»

علي مې روزلی دی

حضرت علي (ک) وایي: « وړوکی وم، چې پېغمبر اکرم په غېږ کې نیوم، پخپلې سینې پورې نښلوم او په خپله بستره کې یې ویده کولم او له مینې یې خپل مخ او بدن راپورې مښود او د خپل خوږ بوی له بویولو یې برخمنولم، مړۍ یې لومړی په خپله خوله کې ژوله بیا یې په خوله کې راکوله او… په پېغمبر اکرم(ص)پسې روان وم؛ لکه چونګی چې نوی له تي غوڅ شوی وي او د مور په پله او سیوري پسې روان وی  او هره ورځ یې خپل نېک خویونه را زده کول[31]  .

د حضرت علي (ک) مور فاطمه بن اسد وایي: پېغمبر اکرم دېرش کلن و، چې علي وزیږېداو ډېره مینه یې ورسره درلوده ، تردې چې راته یې وویل: زانګو یې زما له بسترې سره نژدې واچوه او ډېره روزنه یې د پېغمبر(ص) پر غاړه وه، وینځه یې، شیدې یې ورکولې،چې ویدېده زنګاوه یې ،چې به ویښ و،خبرې  یې ورسره کولې او نازاوه یې او په غرونو درو، بیدیاوو او د مکې د چاپېریال په لاروکې یې ګرځاوه[32] .

هو! پېغبراکرم(ص) له علي (ک) سره خورا مینه درلوده،تردې چې فضل بن عباس (رض) وایي: پلار مې وپوښت : پېغمبر اکرم ته یې کوم یو زوی خورا ګران و؟پلارمې وویل: علي بن ابیطالب . و مې ویل د پېغمبر(ص) زامن مې وپوښتل . بیا یې ځواب راکړ، علي تر ټولو اولادونوورته ګران و او تر ټولو ورباندې لورین و،له وړوکتوبه یې له ځانه نه بېلاوه؛خو چې کله د خدیجې بي بي لپاره پر سفر و، داسې پلار چې پر خپل زوی خورا لورین وي؛ لکه پېغمبر(ص) چې پر علي لورین و او داسې زوی ،چې پلار ته یې غاړه ایښودې وي، تر علي مې پېغمبر ته لیدلی ندی[33].

د پېغمبراکرم(ص)دا فوق العاده مینه او لورنه وه،چې علي یې هومره پر پېغمبر عاشق کړی و ،چې بیخي تري نه جلا کېده او پل په پل په پېغمبر اکرم (ص) پسې و او ددې لایق روز نپوه ټولې ښوونې یې پلې کولې اوپه دې توګه د رسول الله (ص) په غېږ کې وروزل شو، چې پېغمبراکرم (ص) وویل: « علی ادیبی ؛علي مې روزلی دی[34] »  .

اودا حکمتي روزنې او پالنې وې، چې په لنډه موده کې یې په علي کې پراته استعدادونه او وړتیاوې رابرسېره کړې .

[1] روز نامه خراسان، ۲۴\۷\۱۳۷۸

[2] مکارم الاخلاق ۱ټ \۴۲۰مخ . کافي ۶ټ\۴۹مخ .بحارالانوار ۱۰۴ټ\ ۹۲مخ . وسایل ۱۵ټ\۲۰۱مخ .من لا یحضره الفیته ۲\۱۵۷مخ.

[3] حاکم،مستدرک ۴ټ\۱۹۷مخ .مجمع الزواید۸ټ\۱۴مخ. بحارالانوار ۴۳ټ \۲۸۳مخ  . محجةالبیضاً۳ټ\ ۳۶۵مخ.

[4] وسایل ۱۵ټ\ ۲۰۱مخ . مکارم الاخلاق ۱ټ \۴۱۹مخ. بحارالانوار۱۰۴ټ\۹۱مخ .

[5] محجة البیضاً، ۳ټ\۴۳۶مخ .

[6] بحارالانوار ۱۰۴ټ\ ۹۷مخ . مکارم اخلاق ۱ټ\۴۵۲مخ .

[7] متقي هندي ، کنزالعمال ۷ټ\۱۵۵مخ .

[8] ابن کثیر ،السیرة النبویة، ۴ټ\۶۱۲مخ .

[9] محجة البیضاً ۳ټ\ ۳۶۶مخ .بحارالانوار ۱۰۴ټ\۹۹مخ .سنن النبي ۱۵۴مخ . عدة الداعي،۱۰۹مخ.

[10] مجمع الزوائد،۹ټ\۲۶۶مخ .

[11] مجمع الزواید ۹ټ\ ۱۷۹مخ .فرائد السمطین ۲ټ\ ۱۰۸مخ . بحارالانوار ۴۳ټ\ ۲۸۳مخ .

[12] بحارالانوار ۴۳ټ\۲۹۶مخ .

[13] بحارالانوار ۱۰۴ټ\۹۹مخ.کافي ۶ټ\۵۰مخ .

[14] صحیح بخاري ۸ټ\۹مخ .

[15] ابی داوود،سنن ۴ټ\ ۳۵۵مخ .صحیح بخاري ۸ټ\۹مخ.تاریخ المدینة المنور۲۵ټ ۵۳۳مخ. بحارالانوار ۴۳ټ\۲۸۳مخ .

[16] کافي ۶ټ\۴۹مخ . وسائل ۱۵ټ\۱۹۴مخ.

[17] مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۲۱مخ . وسائل ۱۵ټ\۲۰۳مخ.

[18] بحارالانوار۴۳ټ\۶مخ.

[19] مناقب آل ابی طالب ۳ټ\۳۳۴مخ.بحارالانوار۴۳ټ\۴۲مخ.

[20] مجمع الزواید،۸ټ\۴۲مخ.سنن ابی داوود،۴ټ\۳۵۵مخ.

[21] بحارالانوار۲۷ټ\۱۰۶مخ.

[22] مجمع الزوائد۹ټ\ ۱۸۶-او ۱۸۷مخونه . مناقب آل ابی طالب ۴ټ\۲۵مخ . بحارالانوار۴۳ټ\۲۹۵ –او۳۱۷مخونه.

[23] ابن سعد،طبقات،۱ټ\۱۳۶مخ.سیرة النبویه۴ ټ\۶۱۲مخ.

[24] مناقب آل ابی طالب،۴ټ\۷۱مخ.بحارالانوار ۴۳ټ\۲۹۵مخ.

[25] ابن سعد،طبقات۸ټ\۴۰مخ.امام احمدحنبل ،مسند۷ټ\۱۴۷مخ مجمع الزواید،۹ټ\۲۵۴مخ .

[26] اسلام وتربیت کودکان ،۲ټ  ۳۵مخ.

[27] ابن ماجه ،سنن ،۲ ټ\۱۲۴۰مخ .ابن کثیر سیرة النبویه،۳ټ\۴۷۹مخ.

[28] .محجة البیضاّ، ۳ټ\۴۷۹مخ .امام احمد حنبل،مسند، ۱ټ\۳۳۸مخ.مجمع الزواید،۹ټ\۲۸۵مخ.

[29] محجة البیضاً ۴ټ\۱۴۵مخ.

[30] محجة الزواید۸ټ\۱۵۸مخ.

[31] دفیض الاسلام ژباړه نهج البلاغه ، ۸۱۱مخ.اعیان ۱ټ\۳۳۵مخ.منهج التربیة عندالامام علي ، ۲۱مخ . ابن ابی الحدید، دنهج البلاغې شرح، ۱۳ټ\۱۹۷مخ . دابن میشم د نهج البلاغې شرح، ۴ټ\۳۰۶مخ.

[32] کشف الغمة ، ۱ټ\۸۴مخ .

[33] ابن ابی الحدید، دنهج البلاغې شرح، ۱۳ټ\۲۰۰مخ.

[34] مکارم الاخلاق ۱ټ\۳۴مخ . سنن النبي ، ۸۰مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست