تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ (هود/۸۳)   ژباړه : (داسې کاڼي چې) ستا د پالونكي نښې پرې شوې وې او دا (عذاب) له (نورو) ظالمانو څه لرې نه دى.   لواط غټه ګناه ده ويل شوي، چې په دې آيت كې له ظالمانو مراد د مكې ظالمان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ (هود/۸۳)

 

ژباړه : (داسې کاڼي چې) ستا د پالونكي نښې پرې شوې وې او دا (عذاب) له (نورو) ظالمانو څه لرې نه دى.

 

لواط غټه ګناه ده

ويل شوي، چې په دې آيت كې له ظالمانو مراد د مكې ظالمان يا د پيغمبر صلى الله عليه و آله وسلم د قوم مشركان دي.

نو ځكه د آيت مانا داسې كېږي، چې لرې نه ده، چې د مكې پر ظالمانو هم دغسې تيږې وورېږي. ښايي د آيت مانا دا وي، چې د لوط د قوم ښارونه (چې لاندې باندې شول) د پيغمبر( صلى الله عليه و آله وسلم) د قوم له ظالمانو لرې نه وي؛ ځكه چې د مكې او شام پر لار پراته وو او تر څنګ يې تېرېدل. د حجر سورت په 76 آيت كې لولو:(( وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُّقيمٍ )) ((او د هغې سيمې كنډرې (د كاروانونو د تلو راتلو) په لويه لار كې پرتې دي)) همدا راز د الصفات سورت په 137 او 138 آيتونو كې لولو:

وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِم مُّصْبِحِينَ. وَبِاللَّيْلِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ = او په حقيقت كې هر سهار يې پر كنډرو تېرېږئ او (همدا راز) ماښام هم؛ نو ايا عقل نه كاروئ؟!

دا هم ښايي، چې آيت ټول ظالمان ګواښلي وي؛ يعنې شوني ده، چې هر ظالم د لواط قوم په عذاب كې راونغاړل شي. له امام باقر (رح) وايي : (( په دې ظالمانو كې د پيغمبر (صلى الله عليه وآله وسلم) د امت هغه كسان دي، چې د لوط قوم ناوړه ګناه كوي)) (الميزان تفسیر، 10: 332 مخ).

همجنس پالي، كه په نارينه وو كې وي يا په ښځينه وو كې، په اسلام كې له خورا سترو ګناهونو ځنې ده. د اسلام له مشرانو، چې ددې ګناه په رټنه او غندنه كې روايت شوي دومره ډېر او لړزوونكي دي، چې په لوستو يې هر څوك ننګیري- احساسوي، چې ددې ګناه بدي دومره ده، چې ډېرې لږې ګناوې ورپسې وررسي له عزتمن نبى (صلى الله عليه وآله وسلم( په يو روايت كې لولو: (( چې هغه وخت د لوط قوم هغه (ننګينې) كړنې وكړې؛ نو ځمكې داسې وژړل، چې اوښكې يې اسمان ته ورسېدې او اسمان داسې وژړل، چې اوښكې يې عرش ته ورسېدې. په دې وخت كې، خداى اسمان ته وحې وكړه، چې تيږې پرې ووروه او ځمكې ته يې وحې وكړه، چې ډوب يې كړه))

البته ښكاره ده، چې ژړا او اوښكې د تشبيه او كنايې اړخ لري، د قيامت پر ورځ په جنابت كې محشر ته ورځي، داسې چې د دنيا اوبه به يې پاك نه كړاى شي. بيا يې خداى لعنتوي او دوزخ ورچمتو كوي، چې څه ناوړه ځاى دى! بيا يې وويل: ((چې نر له نر سره كوروالى وكړي، په پار يې د خداى عرش لړزېږي)) (نمونه تفسیر، 9: 192 مخ)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!