تبلیغات

پينځلسم څپرکی   لوړې زده کړې ۲۹۴ مساله: په هغه چاپېریال کې مېشتېدل جایز نه دي، چې پخپل دین عمل ونکړای شي یا دا چې په کبایرو اخته کېږي او یا پوهېږي،چې ماشومان به یې په دې چاپېریال کې له خپل دین سره اشنايي نشي پیدا کولای. ۲۹۵ مساله: په هغو ځایونو کې هستوګنه آزاده […]

پينځلسم څپرکی

 

لوړې زده کړې

۲۹۴ مساله: په هغه چاپېریال کې مېشتېدل جایز نه دي، چې پخپل دین عمل ونکړای شي یا دا چې په کبایرو اخته کېږي او یا پوهېږي،چې ماشومان به یې په دې چاپېریال کې له خپل دین سره اشنايي نشي پیدا کولای.

۲۹۵ مساله: په هغو ځایونو کې هستوګنه آزاده ده، چې شرعي ستونزه نلري او دولت حق نلري له هغه فرض څخه پرته، چې شرعاً پکې د تبعید حکم کېږي،څوک تبعید کړي.

۲۹۶ مساله: که ښاریان پاسپورټ او ویزا ته اړتیا ولري؛ نو دولت دې په خورا لږ وخت او خورا لږ زحمت په دې اړه اقدام وکړي.

۲۹۷ مساله: په هغو ځایونو کې چې دیني علمي حوزې وي؛ نو دې ځایونو ته ویزا او پکې د اقامت ورکول پر دولت شرعي واجب دی؛یعنې د علم د تحصیل د کفايي وجوب په فرض کې،پر دولتونو لازم دي، چې د علم د ترلاسه کوونکیو وګړيو ( خپلو خلکو) ته پاسپورټ ورکړي او هغه هېوادونه هم دې ورته ویزا او اقامت ورکړي،چې علمي حوزې یې تر ولکې لاندې وي.

۲۹۸ مساله : همدا حکم د تجربي علومو د زده کړیالانو لپاره هم دی،چې د دوی تعلم ژوندون غونډال ساتنې ته واجب کفايي وي. هغه ناروغان،چې په خطرناکو ناروغیو اخته دي؛ نو هغه هېوادونو ته ورځي چې پرمختللي پوهنتونونه او روغتونونه پکې وي،که لرې هېوادونو ته تګ شونی نه وي؛ نو پر نږدې هېوادونو واجب عیني کېږي.

۲۹۹ مساله: په داسې شرایطو کې ژوندن غونډال پېچلی شوی دی؛نو په ابتدايه،متوسطه او ثانویه او په دولتي پوهنتونو کې د علمي سويې لوړول او په تجربي څانګو کې د دوکتورا تر کچې دولت ته پکار دي او پر مستعدو زده کړیالانو د دوکتورا تر بریده د هغې تعلم واجب دی، ترڅو د اسلامي هېوادونو تړاو په هغو دولتونو راټیټه شي،چې توکیز غونډالونه لري او دا موضوع دې د هېواد په اساسي قانون کې قید شي، چې د مسامحې په فرض کې،موظف وزیر یا د وزیرانو رییس د مثال په ډول عزل شي.

۳۰۰ مساله: د معارف، ارشاد، لوړو زده کړو( او اکادمي علوم)، عامې روغتیا وزارتونو ته دې دولت ډېره پاملرنه وکړي او د دوی کلنۍ بودجه دې ډېره وي او له تشریفاتي لګښتونو دې مخنیوی وشي.

 

۳۰۱ مساله: په دې درې وزارتونو کې دولتي خدمات دې د دولت د مالي وسې تر بریده وړیا وي ترڅو نشتمن بااستعداده وګړي وکولای شي په اسانه توګه ښو علمي مقامونو ته ورسي او په بدل کې د شتمنو زده کړیالانو اولیاء د پوهنتونونو، ابتدايه، متوسطه او ثانویه ښوونځیو ودانیو جوړولو ته وهڅول شي او دولت ته یې وسپاري.

۳۰۲ مساله: په نننۍ نړۍ کې تعلم د هر ځوان حق دی او ان دیني حاکم د مصلحت په فرض کولای شي عمومي تعلیمات اجباري کړي او بیسوادي غیری قانوني اعلان کړي.

۳۰۳ مساله: که دولت د زده کړیالانو په اولیاوو او یا هم خپله د زده کړیالانو په ټولنو د پوهنتونو په ګټه مرستې راجذبې کړي او پوهنتونونو ته پرې لابراتوارونه چمتو کړي؛ نو ګټور به وي.

۳۰۴ مساله: که دولت د هېواد سترو متخصصینو ته چې دوی ټولنې ته فاضل شاګردان وړاندې کړي وي یا د هېواد لومړۍ، دویمې او درېمې درجې لیکوالانو ته په کال کې یوه اوونۍ ځانګړې کړي او په تلویزون، ورځپاڼو او یا هم مجلو کې یې انځورونه خپاره کړي او کوچنۍ ډالې ورکړي او درناوی یې وکړي؛ نو ښې پایلې به ولري . په فلاکت باره هېوادونو کې مفلوک او بې عاره چارواکي د نڅاګرو او ډمانو درناوی او هڅونه کوي،چې دا کار د غریبو خلکو د لوږې ته هېڅ ګټه هم نه رسوي او شرعاً هم دا کار حرام دی او د خلکو او دولت ترمنځ واټن لاپسې زیاتوي.[1]

۳۰۵ مساله: د بېلابېلو پوهنتونو د جوړولو انحصار دې له دولته وپېرل شي او د دولت پر څارنه دې علمي کچه لوړه شي، چې ډېره ګټوره ده او په ابتدایه، متوسطه او ثانویه دورو کې دې هم داسې وشي؛لکه څرنګه چې په ځینو هېوادونو کې هم دي.

۳۰۶: خپله دولت یا خصوصي سکتور دې په هر ولایت کې لږترلږه دوه یا درې فاکولتې جوړې کړي،چې د خدای په حکم به دا کار د هېواد برخلیک بدل کړي.

 

[1] په رښتیا دې هم وژاړو،په یو مسلمان مېشتو هیواد کې چې سل ګونه؛بلکې په زرګونو خلکو د ملي واکمنۍ او سیاسي خپلواکۍ او دین ساتنې لپاره خپل ځانونه بلهار کړل؛خو هغه حکومت چې ددې وینو په ملاتړ رامنځ ته شوی؛نو ددې حکومت یو وزیر د یو سندرغاړي قبر اعمار کړ؟ دا هم د هېواد د زرګونو ورکنومو د مننې یو ډول!!!

سرچینه

 

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!