تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه په نوې ښوونه او روزنه کې یو مثبت او رغنده بدلون، د ماشومتوب اهمیت ته پاملرنه ده. ماشومتوب د انسان په ژوند کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی او معمولاً د انسان د شخصیت- وګړې بنسټ په همدې پېر کې جوړېږي. په تېرو کې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه

په نوې ښوونه او روزنه کې یو مثبت او رغنده بدلون، د ماشومتوب اهمیت ته پاملرنه ده. ماشومتوب د انسان په ژوند کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی او معمولاً د انسان د شخصیت- وګړې بنسټ په همدې پېر کې جوړېږي. په تېرو کې د انسان په برخلیک کې د ماشومتوب اهمیت او ونډې ته لازمه پاملرنه نه کېده او موروپلار او روزنپوهان پردې ګروهه ول، چې ماشوم د یو انسان په برید کې د پاملرنې وړ نه دی او په دې توګه یې په روزنه کې هڅاندي نه ول؛ نو ځکه له ماشومانو سره په بې پروایۍ او تاوتریخوالي چلېدل او وهل ډبول یې د روزنې او تادیب غوره وزله ګڼله. کله له ماشومام سره ډېر ځیګ او وحشي چلېدل او بې له دې، چې بدني او اروایي ځواک یې په پام کې ونیسي، سزا یې ورکوله.

دا ناسم دود نه یوازې زموږ په  ټولنه؛ بلکې په ګردو ټولنو کې پوره دود و. د ارواپوهنې او نویو روزنیزو پوهو رادبرېدل او د روزنیزو مسالو په اړه څېړنو دا ټکی راښکاره کړ چې:

[د انسان ډېری اروایي او اخلاقي ناودودې په ماشومتوب کې له ناسمې روزنې راولاړې شوې دي.]

د اروایي کینو راسپړل او د انسان په راتلونکي ژوند کې يې اغېز، دا مساله په ډاګه کړه، چې د غټوالي په پېر کې د انسان روحي او اروايي سلامتیا تر ډېره بریده په ماشومتوب کې ددې کینو د پیدایښت په مخنیوي کې نغښتې ده.

په نوې ښوونه او روزنه کې د ماشوم پالنه ځانګړی مقام لري او د روزنیزو فعالیتونو د منځ ټکی دی. د ماشوم د پېژندنې په هکله د بېلابېلو ارواپوهنیزو څانګو څېړنو، روزنیزو علومو او هم د ماشوم د ودې په جلاجلا پېرونو کې یې د ذهني او اروايي ځانګړنو له څېړنو په ډاګه شوي، چې باید د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه ولرو.

د اولادونو ګانده مو د دوی د ماشومتوب په روزنه کې نغښتې ده

علمي څېړنې ښيي، چې ماشومتوب د ژوند د نورو پېرونو په پرتله بېخبنایي ونډه لري او ارواپوهان یې  د بنسټیز پېر په نامه یادوي. په دې پېر کې د یو سالم او نېکمرغه ژوند بنسټ ايښولای او په ګانده کې د ډېری ستونزو د رادبرېدو مخه نیوای شو، چې دا یو خورا مهم ټکی دی، چې باید په اړه یې تامل او سوچ وکړو.

ډېری لیدل کېږي، چې کورنۍ له خپلو تنکیو اولادونو سره په چلن کې له جدي او ټینګوستونزو سره مخېږي، چې ښايي تل یې په اسانۍ حل کړای نشو. په یوه علمي څېړنه کې موندلای شو چې:

[د تنکیو ځوانانو او ژڼو د ډېری ستونزو جرړه د ماشومتوب په روزنیزو نیمګړنو کې نغښتې ده.]

نو ځکه که کورنۍ د اولادونو په روزنه کې له سمو بنسټونو او دودونو کار واخلي؛ نو ډېری دا ډول ستونزې نه راولاړېږي.

د دې ستونزو یوه برخه په ماشومتوب کې د ناسمو عادتونو له بڼې نیوو راولاړېږي؛ کوم ماشوم، چې روږدی شي تل په زور او دباو خپله خبره عملي کړي او د خپلو ناسولیزو غوښتنو پر وړاندې له هېڅ ډول مقاومت سره نه مخېږي، د چا پر وړاندې مسوول نه دی؛ نو چې عمر یې لوړېږي څرنګه تمه درلودلای شو، چې ځانمنی، توند، ځیږ، هوسپالی، راحت طلب او سرغړاند دې نه وي؟ دغسې یو وګړی به د موروپلار څه پروا او درناوی ونه لري.

اپوټه، کوم ماشوم، چې تل د خپلې کورنۍ له لوري په ډول ډول لارو چارو؛ لکه تاوتریخوالي او وهلو ډبولو سپکېږي؛ نو په ضمیر کې یې د سپکاوی کینه رادبرېږي، چې په ناځانخبري ډول یې د غچ اخستو پر لور ورکاږي. دغسې وګړی که د کوم مقام خاوند شي؛ نو د نورو سپکاوی پیلوي. تجربې او علمي څېړنې راښيي، دغه ډول وګړي، چې غټ شي او کورنۍ جوړه کړي؛ نو له خپلې مېرمنې او اولادونوسره استبدادي او سپک چلي. ددې چلن آریزه انګېزه هماغه اروايي کینه ده، چې په ناځانخبرۍ یې دې ډول چلن او دریځ ته راکاږي.

دا چار په هغو کارونو او دودونو کې هم رښتین دی، چې ماشومان یې په کورنیو او د خپل موروپلار په چلن کې ویني. کومه منیه او عادت چې په ماشومانو کې رادبرېږي په تېره که پکې پوخ او ټینګ شي؛ نو معمولاً د عمر تر پایه پکې پاتېږي او ځانګړیو لوریو ته یې ورکاږي، یا لږ تر لږه روزنه یې په جګو عمرونو کې ډېره ستونزمنوي .

په هر حال په ماشومتوب کې چې کوچني پر کومو ارزښتونه، عادتونه او خویونه روږدېږي؛نو معمولاً د ژوند تر پایه پکې پاتېږي. ددې لیکنې په جلاجلا ویینو کې به ددې واقعیت له ډېرو بېلګو سره اشنا شو.

نو ځکه، یو ځل بیا پر دې بنسټیز ټکي ټینګار کوم چې:

[ که په ځوانۍ او غټوالي کې د خپلو اولادونو سم چلېدل غواړو او دا مو ورلورېږي،چې د انډولې وګړې پر بنسټ روغ رمټ ژوند ولري؛ نو باید په ماشومتوب کې یې روزنې ته ټینګه پاملرنه ولرو.]

او تل مو پام وي، چې د ماشوم روح د وترې ځمکې او زموږ چلن او کړنې د هغو تخمونو په څېر دي، چې په وترې ځمکه کې راټوکېږي او په راتلونکې کې ژر یا لرې ثمر ته رسي؛ نو ځکه په ځیر مو پام وي، چې څرنګه تخمونه پکې شیندو، چې په ګانده کې یې د ناکامیو مخه ونیسو.

همدغسې دې حقیقت ته په پامنیوي، موندلای شو، چې کورنیو ته د سمې روزنې ورزده کړه د ټولنې په فرهنګي او ټولنیزه وده کې څومره اغېزمنه ده.

روزنه له څه وخته پیل کړو؟

امریکايي ارواپوه ډاکټر ((سیلوانوس ستال)) په خپل کتاب کې کاږي :

یو حکیم وپوښتل شو: روزنه څه وخته پیل کړو؟

ورته یې وویل: له زوکړې شل کاله وړاندې! او که پایلې ته ونه رسېدئ؛ نو معلومېږي، چې باید لا مخکې مو ترې پیل کړی و.

دا له حکمته ډکه او پاموړ خبره ده او مانا یې د شته نسل په اروايي ژوند کې د مخکیني نسل مانیز شتون دی. په دیني روایاتو کې هم لووي-شواهد شته چې اولادونو ته له موروپلاره د روحي او اخلاقي زمینو  لېږد تاییدوي . شته پرېمانه تجربې هم پر دې مساله لووي دی؛ که څه له علمي پلوه یې زور رسېدلی نه دی، چې په دقت او ځیرنه یې پولي وټاکي؛ نو ځکه نن چې کوم ماشوم زېږي، بېلابېلې ارثي زمینې ورسره ملې وي .

[کله هم د اولاد په روزنه کې د ارثي زمینو ونډه او اهمیت نالیدی ګڼلای نشو.]

د تېرو څرګندونو له مخې په یو دقیق نظر کې، د ماشوم روزنه تر زوکړې یې  کلونه کلونه وړاندې پیلېږي او د وګړې لومړی تخم یې باید په موروپلا کې ولټو. نن چې په ښځې یا نارینه کې کومې لېوالتیاوې بڼه مومي او سوکه سوکه په ثابت خوی اوړي، ډېر ځل په راتلونکې کې له دوی نه په رازېږېدو اولادونو کې د دې لېوالتیاوو زمینه رادبره کوي. پر دې سربېره، د کوروالي پر مهال د موروپلار روحي حالات او په تېره د دوه ځانۍ پر مهال د مور روحي او عاطفي حالات په جنین کې د اروايي زمنیو په بڼې نیوو کې پرېمانه اغېز لري . په دې باب اسلامي سپارښتنې د ماشوم په برخلیک کې ددې لاملونو ونډه راښيي.

د اولادونو شمېر

موروپلار مخکې تردې چې د اولاد خاوند شي، باید بېلابېل اړخونه یې وسنجوي او تر څېړنې او سنجونې روسته اولاد راوړو ته هوډ وکړي، نه داچې بې هوډه یې اولاد وشي. په دې هوډ کې باید ولیدل شي، چې ایا د کورنۍ شونتیاوې او شرایط؛ لکه موروپلار ته د اولاد د روزنې وخت چمتو دی که نه، پر دې سربېره باید ټولنیزې شونتیاوې هم د اولادونو د شمېر په ټاکنه کې تر پام لاندې ونیول شي، که څه ټکره اولادونه یو انساني ځواک دی، چې ټولنې ته یو ګټور چار دی او په اسلامي ښوونو کې هم په دې باب سپارښتنې شته؛ خو که د نفوسو د ډېروالي له پلوه ټولنیز خنډونه او محدودیتونه وي؛ نو کورنۍ باید د بېخرته اولادونو د راوړو مخه ونیسي. اوس ټولنه مو په داسې شرایطو کې ده، چې روغتیايي، د ښوونې او روزنې، ورزش او ان خوراکي توکیو د امکاناتو له کمښت سره مخ ده؛ نو ځکه:

[په اوسنیو شرایطو کې ټولنه مو د بېخرته اولادونو راوړو ته چمتو نه ده، که څه په کورنۍ کې مادي او روزنیز شرایط ورته چمتو وي.]

د دوه ځانۍ پېر

مور په دې پېر کې پر بدني روغتیا سربېره باید خپل اروايي روغتیا ته هم پاملرنه وکړي او چاپېریال یې ارام او خوشحاله وي؛ ځکه اروايي تاوتریخوالی او روحي خپګان پر جنین بد اغېز شیندي. په دې پېر کې پلار حساسه او خطرناکه دنده لري، او پام دې یې وي چې:

[ مور چې په ګېډه کې کوم ماشوم پالي؛ نو ورسره مینه یې له هغې مینې اغېزمنه ده، چې مېړه یې له خپلې مېرمن سره لري.]

له کومو میندو سره، چې خپل مړونه ښه مینه کوي؛ نو مور هم د ژوند په لومړیو شېبو کې خپل نوی زېږېدلی ماشوم له خپلې مینې خړوبوي، چې دا چلن په ټولنه کې د سالمو کوچنیانو رادبرېدو ته لار هواروي. کورنۍ ستونزې او احیاناً د مېړه او مېرمن ترمنځ لانجې د ماشوم پر بدن او اروا ناوړه اغېزې لري او ماشوم د پالنې په لومړیو ګامونو کې له ستونزې سره مخوي.

په اسلامي ښوونو کې سپارښتنه شوې، چې مور دې  د دوه ځانۍ په پېر کې پر ځان د واکمن روحي او مانيزو شرایطو څارونکي وي او د خدای له یاد او د قرآن کریم له لوست دې غفلت ونه کړي؛ ځکه د مور د روحاني حالت غښتلتیا لاملېږي، چې پر جنین مانيزه رڼا هم ورواچوي او د جنین روحاني برخه  ورپیاوړې کړي .

په دې پېر کې دې مور خپل بدني روغتیا ته هم اهمیت ورکړي، سمه او بسیا خورونه، له سالمې او پاکې هوا ګټنه او له سختو او کړمنو فعالیتونو ډډه کول د ماشوم پر جسمي او اروايي روغتیا ژورې اغېزې لري.

[دا چې د انسان اروايي او اخلاقي حالات یې له بدني او مزاجي وضع سره نژدې اړیکه لري؛ نو د مور بدني روغتیا د ماشوم پر اروايي او اخلاقي وضعیت ډېره اغېزمنه ده او نه ښايي په ټیټه ورته وګورو.]

د زېږون ښکارنده هم د ماشوم په ژوند کې یوه حساس او ستونزمن چار دی او باید هڅه وشي، چې دا پړاو په سلامتۍ ووهل شي. په دې پړاو کې ناپامي، شونې ده د ماشوم بدن او اروا ته نه جبرانېدونکي تاوانونه ور واړوي. د دې پړاو په وهلو، ماشوم د امن او ارامۍ تېر چاپېریال پرېږدي او نوې نړۍ ته راځي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!