تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ماشوم ته مور کیڼ خوا ته ویده کړئ امام جعفر صادق (رح) به ميندو ته ويل چې شيدي خوړونکيو ماشومان خپل کیڼ خواته وده کوئ. ښايي دا  سپارښتنه د پيړيو لپاره خلکو ته بي ګټي ښکارېده او لامل يې دا و،چې خلک يې له ګټي خبر نه و.ځينو به دا کار […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ماشوم ته مور کیڼ خوا ته ویده کړئ

امام جعفر صادق (رح) به ميندو ته ويل چې شيدي خوړونکيو ماشومان خپل کیڼ خواته وده کوئ.

ښايي دا  سپارښتنه د پيړيو لپاره خلکو ته بي ګټي ښکارېده او لامل يې دا و،چې خلک يې له ګټي خبر نه و.ځينو به دا کار له ګواښه ډک کار ګڼه او ويل به يې که ماشوم د مور کیڼ لورې ته واچول کيداي شي مور د شپي واوړي او ماشوم ځان لاندي کړي. محمد بن ادريس شافعي په کال ١٥٠ سپوږمیز کي د جعفر صادق له مړينى دوه کاله وروسته وزيږيده،چا وپوښت،ايا مور بايد شوده خوړوړنکي ماشوم خپل کیڼ لورې ته وچوي که ښي لوري ته ؟ هغه په ځواب کې وويل: ښي او کیڼ  توپير نه لري مو ر يې چې هر لورې ته اچوي وادې چوي.

کله به د جعفر صادق وينا له عقل څخه لري ګڼل کيده ويل به يې ښي له کیڼ څخه ډېر درناوي لري او مور بايد خپل ماشوم ښي لورې ته ويده کړي،چې د ښي کرامت خاوند شي.

په شرق او غرب کې د جعفر صادق پردې وينا چا غوږ ونه ګرو او هيڅ دانشمند هم ونه ويل چې د جعفر صادق دا وينا کومه علمي بڼه او ګټه لري او که نه. نوولسمه پيړۍ راورسېده او د دى پيړۍ په نيمايي کې په امريکا کې د کورنيل پوهنتون جوړ شو.عزرا کورئيل ددې پوهنتون بنسټ ايښودونکې وه او په ماشومتوب کې يې د شيدو جوړلو خورا کړکيچن پړاو تير کړى و، تصميم يې ونيو، چې په دې پوهتون د شيدو خوړونکيو کوچنيانو لپاره يو څيړنيز مرکز پرانيزي.دا انسټيټيوټ د کوچنيانو او ماشومانو په هکله هر راز پلټنې کوي او په ټوله نړۍ کې يې سارى نشته،دى انسټيټيوټ د ماشوم په هکله هر راز پلټنى کړى او داسې کومه موضوع نشته،چې دوى پرى څيړنى نه وى کړى،دوى د هغو عکسونو په هکله هم څيړنى کړى،چې مور خپل ماشوم په غيږ کې  نيولي وي. دى مرکز د نړى د عکسونو ټول هغه موزيمونه وکتل چې پکې به مور خپل ماشوم په غيږ کې  نيولي و، دوى د نړۍ ٤٦٦ مشهورو موزيمونو ته ولاړل ويې ليدل،چې په ٣٧٣ عکسونو کې ميندو خپل ماشومان کيڼ اړخ کې نيولى و او ٩٣ عکسونو کې يې په ښي اړخ کې  نيولى و؛نو په سلو کې  په اتيا عکسونو کې  ميندو خپل ماشومان په کيڼ اړخ کې  نيولى و. د نيويارک په ښار کې خورا زيږنتونونه په همدې پوهنتون پورې تړلي دي. د دى زيږنتون په يو راپور کې راغلى له زيږيدنى څخه وروسته په لومړيو ورځو کې به چې کله ميندو خپل ماشومان په کيڼ اړخ کې اچول؛نو د ښي اړخ په پرتله به ماشوم ارام ويده و .که ماشوم به يې د مور په ښي اړخ کې واچوه، نو ډېر ژر به له خوبه راپاسيده او ژړل به يې.

څيړونکيو دا څيړنى له سپين پوستو امريکايانو څخه برسيره تور پوستو او زيړ پوستو کې  هم ترسره کړي.

تر يوې اوږدې څيړنې وروسته جوته شوه،چى که ټول ماشومان په تېره بیا تر زيږون وروسته په لومړيو څو ورځو کې  که د مور کيڼ  اړخ ته واچول شي؛نو د ښي خوا په پرتله به ارام وي او دا واقعيت په ټولو نژادونو کې عمومى بڼه لري.

د کورنيل پوهنتون دا موضوع لاپسې وڅيړله.

ډېر ساعت به يې د دوه ځانې مور ګيډه په مجهولو وړانګو ليدله،چې  د مور په خيټه کې ماشوم وويني؛خو د ماشوم په هکله به څه لاس ته نه ورتلل. تر دې وروسته د هلوګرافۍ دستګاه کشف شوه،د هولوګرافى له لارې دى پايلى ته ورسېدل،چې د مور د زړه ټکان چې په ټول بدن کې خپريږي، ماشوم يې هم اوري. تر دې وروسته يې غوښتل وويني چې آيا د مور د زړه د ټکانونو پر ودريدو،ماشوم کوم غبرګون ښيي، دا کار په میندو کې ناشونى بريښده؛ځکه د مور د مړينى لامل کيده دا پلټنى يې په ځناور کې پېل  کړي، د هغو ځناورو زړه به یې چې کله ودراوه،چې په زېلانځ – رحم کې به يې جنين و؛نو وبه يې ليدل چې جنين غبرګون ښيي،په ګڼو تۍ لرونکي ځناورو کې دا ازموينى ترسره شوى او په ټولو کې دا خبره ثابته شوه که د مور د زړه ضربان ودريږي،جنين غبرګون ښيي او د مور تر مړيني وروسته جنين هم  مري دا ځکه چې د مور له زړه څخه وينه د غټ شريان يا آئورت له لارې جنين ته ځى او ورته خواړه ورکوي،چې کله د مور زړه ودرېد ؛نو جنين ته خواړه نه رسي او مرى .تر ګڼو ازموېنو وروسته د دى مرکز دانشمندان دى ټکې ته ورسيدل، هغه ماشوم چې د مور په ګيډه کې دى نه يوازې د مور د زړه د ټکان په اوريدو عادت کېږي؛بلکې همدا ټکان د جنين په ژوند پورې هم تړلى دى چې کله د زړه ټکان ودريږي، نو ماشوم به هم له لوږي مړ شي.

جنين په  زېلانځ کې  د مور د زړه د ټکانونو په اوريدو عادت کېږي او تر زيږيدنې وروسته هم  که د زړه دا ټکانونه وانه وري؛نو پريشانه کېږي،ماشوم د مور د زړه اوازونه ښه تشخيصولاى شي؛نو ځکه چې کله ماشوم د مور کیڼ اړخ ته واچول شي؛نو د مور د زړه ټکان اوري او اراميږي؛خو په ښي اړخ کې د زړه ټکان نشي اوريدلاى او نا ارامه کېږي.

که دې پوهنتون پر ماشومانو دا شان پلټنى نه واى تر سره کړى؛نو د جعفر صادق دى وينا چې ميندو ته يې کړى و، څوک به يې په ګټه او مصلحت نه واى پوه شوي.

نن د دې پوهتون په ټولو زيږنتونونو او روزنتونونو کې داسې خونه جوړه شوى او داسې يوه وسيله يې پکې ايښى،چې د انسان د زړه مصنوعى ټاکنونه توليدوي او د هر ماشوم په تخت کې يې لګلولى ،چې دا مصنوعى اوازونه واوري.

په عادي توګه د ښځى او سړي د زړه ضربان په يوه دقيقه کې ٧٢ ځله دى. دې پوهنتون څو څو ځلى دا ازموينه کړى که د زړه دا مصنوعي ټکانونه چې د ماشومانو په خونه کې لګيدلى شميره يې په يو دقيقه کې يو سل او لس يا يو سل او شلو ته ورسيږي،ټول ماشومان په ژړا کېږي؛نو د زړه دا مصنوعي ټکانونه بايد ٧٢ ته راکوز شي،چې ماشومان آرام شي.

دى پوهنتون يوه بله ازموينه هم  کړى ده.

دوى ځينې ماشومان په يوه داسې خونه کې  وچول چې پکې ماشوم د مصنوعي زړه ټکانونه اوريدل او ځينې نور ماشومان يې په يوه بله خونه کې واچول چې پکې د مصنوعې زړه ټکانونه نه وه.

دواړو خونو ته يې شان خواړه هم ورکول دوى دى پايلې ته ورسيدل په کومه خونه کې چې ماشومانو د مصنوعي زړه ټکانونه اورېدل؛نو  دهغې بلې خونې په پرتله دې ماشومانو ډېر ژر وزن اخستى او غټ شوى دى.په کومه خونه کې چې د مصنوعى زړه ټکانونه ول؛نو دې ماشومانو ښه اشتها درلوده او ډېر خواړه يې خوړل او په هغې بلې خونه کې چې د مصنوعي زه ټکانونه نه ول؛نو ماشومانو يې هم لږه اشتها يې درلوده.

همداراز دى پوهتون د خپلو څېړونو لړى لاپسې  وغوزوله او په يوه بله څيړنه کې دى پايلى ته ورسيدل که د مصنوعى زړه د ټکانونو شدت زيات شي؛نو ماشومان پريشانه او ژړوي.

 د دى پوهنتون يو ډاکتر د نړۍ بېلابېلو قارو ته سفر وکړ، هغه وايي: ومې ليدل چې په ټول قارو کې ډېرى ښځو خپل ماشومان په کیڼ اړخ کې نيولي و.

کومې ميندى به چې له دى زيږنتون څخه رخصتيدلی؛نو دى ډاکتر به پوښتلې ايا تاسې پوهيږئ چې ولې مو ماشوم خپل کیڼ اړخ کې  نيولى؟

يوى مور هم ځوار ورنکړ.

او هغه دا چې زړه په کیڼ اړخ کې  پروت دى او د هغه اوازونه چې کله ماشوم واوري ؛نو اراميږئ، ميندى پرته له دى چې پر دې خبره پوه شي، خپل ماشومان به يې په کیڼ اړخ کې نيول.

د افريقا د ټبرونو ښځې هم خپل ماشومان په کیڼ اړخ کې نيسي. دوى وايي چې په کیڼ اړخ کې مو ماشوم ښه شيدې خوري او اشتها يي د ښي اړخ په پرتله ډېره ښه وي.

دا ډاکټر په يو بل راپور کې وايي: په نيمه شپه کې چې کله ماشوم وږي شي،نو په تپه تياره کې د مور چپ تى پخپله پيدا کوي او شوده خوري. ميندې حيرانيږي چې په تپه تياره کې څرنګه ماشوم د مور تی پيدا کوي او پخپله تري شوده خوري، لامل يې دا دى چې ماشوم د مور د زړه ټکان اوري او له لارې تۍ هم پيدا کوي.

سرچینه : امام جعفر صادق ،    څېړنه : د استراسبورګ اسلامي مرکز

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!