تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مور ونډه د ماشوم زوکړه، له موره یې د تړاو د پرېکون لومړی پړاو دی، چې نوم یې غوڅ شي؛ نو له خپلې مور سره یې فزیکي تړاو پرې کېږي او نسبي خپلواکۍ ته رسي؛ خو تر اوسه یې په مخ کې ډېر پړاوونه پراته دي، چې د یوه خپلواک […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د مور ونډه

د ماشوم زوکړه، له موره یې د تړاو د پرېکون لومړی پړاو دی، چې نوم یې غوڅ شي؛ نو له خپلې مور سره یې فزیکي تړاو پرې کېږي او نسبي خپلواکۍ ته رسي؛ خو تر اوسه یې په مخ کې ډېر پړاوونه پراته دي، چې د یوه خپلواک انسان په توګه پخپلو پښو ودرېږي او خپلې اړتیاوې لرې کړي.

ماشوم یو بېوسې موجود دی، چې همېشنۍ څارنې ته اړتیا لري او شونې ده ډېره لږه شانته بې پامي سخت زیانونه ور واړوي؛ نو په دې حال کې مور یې د امنځي په څېر په خپله مینناکه غېږ کې ځایوي؛نو د مور چلن دې داسې وي، چې زېږېدلی ماشوم، چې نوې او ناپېژاندې نړۍ ته راغلی او هر څه ورته پردي دي، امنیت او ارامي وننګېري.

[دا ننګېرنه، د ماشوم بنسټېزه اروايي اړتیا ده.]

پنځون غونډال له مور سره ددې کمزوري زېږېدلي ماشوم مینه هومره سکڼلې، چې مور یې په ساتنه کې هر ډول کړاو په اسانۍ زغمي او هېڅ ډول ښندنه نه سپموي او دا  په پنځون غونډال کې د حکمت او تدبیر ښکاره نښې دي. ته وا مور د پنځګر څښتن استازې او ماموره ده، چې دا بېوسی مخلوق وساتي، چې د مور په ملاتړ  په یو بل پسې د ودې او تکامل پړاوونه ووهي او ځوان منګی شي.

نه یوازې په انسان، چې په څارویو کې هم همدا حال دی.

مور د خپل زېږېدلي ماشوم ساتنې ته ځان په خطر کې اچوي او په ساتنه کې یې زیار ګالي او په دې لار کې هر ډول کړاوونه زغمي .

په انسان کې مورنۍ مینه او عاطفه تر څارویو پراخه او له ځانګړې ستریا برخمنه ده. معمولاً په څارویو کې تر هغې چې بچی پر خپلو پښو ولاړ نه وي؛ نو د مور له مینې برخمن دی، تر دې پړاوه روسته، چې بچی پر ځان بسیا شي؛ نو مور یې خوشې کوي او هر یو پر خپله لار ځي؛ خو په انسان کې مور ته خپل بچی د ژوند تر پایه د زړه له کومي ګران وي او په خپلې خوږې مینې کې یې رانغاړلی وی.

وګړیز توپېرونه نالیدي ونه ګڼو

یو مهم ټکی، چې نالیدلی دې و نه ګڼل شي، په ماشومانو کې د وګړیز توپېرونو شتون دی. نن چې له موره کوم ماشوم زېږي، دې ته په پامنیوي چې یو لړ جسمي او اروايي شرایط، چې له ارثي او یو شمېر نورو ناپېژاندو لاملونو اغېزمن دي، ځان ته ځانګړې ځانګړنې لري، داسې چې له نورو ماشومانو سره یې پرتله کولای نشو؛ نو ځکه:

[ د ماشوم د روزنې لارې چارې او ورسره زموږ د چلن څرنګوالي او هم کومې تمې، چې ترې لرو؛ نو دا باید د ماشوم له شرایطو او ځانګړو ځانګړو سره انډول وي.]

دې ټکي ته پام لاملېږي، چې موږ د یو یا څو تنو ماشومانو په اړه روزنيزو تجربو ته عمومیت ورنه کړو او په هر ډول شرایطو کې یې پایلو ته سترګې پر لار نه وسو؛ ځکه د یوه ماشوم په هکله یوه کړنلار او دود ګټورېدای شي؛ خو بل ته نه.

دا توپيرونه ان په هغو خویندو او وروڼو کې هم لیدل کېږي، چې له یوه موروپلاره زېږېدلي وي؛ نو ځکه موروپلار دې هڅه وکړي، چې خپل هر اولاد د اروايي ځانګړنو له پلوه سم وپېژني او چې څومره یې له وسې پوره وي، په سمه روزنه کې یې زیار وباسي؛ خو له ټولو اولادونو دې یو ډول تمه نه لري او له نورو ماشومانو سره دې هم نه پرتله کوي، به بله وینا:

[تمه دې و نه لرو، چې د ټولو ماشومانو په باب د روزنې پایله، ان په یوې کورنۍ کې یو رنګ وي.]

څه وخت ته ماشومتوب ویل کېږي؟

معمولاً د زوکړې له وخته تر ۱۳-۱۲ کلنې پورې مودې ته د ماشومتوب پېر ویل کېږي. دا پېر له دوو برخو جوړ شوی دی؛ په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې پېر او د ښوونځي پېر.

په اسلامي ښوونو کې هم د ودې پړاوونه په درېیو مشخصو اوه کلنو پېرونو ویشل شوي دي.

لومړي اوه کلونه، چې تقریباً په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې کلونو سره سر خوري او د ((سیادت او ښاغلیتوب وخت)) ورته وايي. دویم اوه کلونه یې د ((د اطاعت وخت)) یا د ((تادیب او ښوونې وخت)) دی او درېیم اوه کلونه یې د ((وزارت  پېر)) نومولي دي.

په دې ویشنه کې هر پېر، ددې د آریزې ځانګړنې په پامنیوي نومول شوی دی.

ښوونځي ته تر شاملېدو وړاندې پېر (له زوکړې تر اوه کلنۍ)

دا پېر د ماشوم د ژوند اوه لومړي کلونه دي، چې په کوچنیو پړاوونو ویشل کېږي . د ماشوم د زوکړې  لومړۍ دوه اونۍ یې د ((نوزېږۍ پړاو))، دوه یا درې لومړي  کلونه یې  د ((کوچنیتوب پړاو)) او له درېیو تر اوه کلنۍ یې د ((کمکیتوب پړاو)) نومولی دی.

البته نورې ویشنې هم شته، چې په هرې یوې کې ځانګړي اړخونه په پام کې نیول شوي دي.

ارواپوهان او د ښوونې او روزنې عالمان دا یو بنسټیز پېر یادوي؛ ځکه په دې پېر په تېره لومړیو کلونو کې د ماشوم وګړه بڼه مومي او د ده د راتلونکیو عواطفو او چلنونو زمینې او لارې چارې  رادبره کوي.

د ماشوم ړومبۍ تجربې

ماشوم تر زوکړې روسته ځان له ناپېژاندې نړۍ سره مخامخ ویني. له هماغو لومړیو میاشتو، له ذهني او بدني ودې سره جوخت، د چاپېریال څیزونه یې نظر ځان ته را اړوي او د پلټنې حس پکې راپاروي . غواړي له خپل چاپېریال سره اشنا شي؛ په دې موخه تل هر  څه ته لاس وروړي او په لمسولو او پکې په ځيرنه، له بهرنۍ نړۍ یې ړومبۍ تجربې بڼه مومي.

په همدې پړاو کې که کورنۍ په تېره مور د ماشوم بریالیو او په زړه پورې تجربو ته لازمې چارې چمتو کړي او ماشوم ته دا فرصت ورکړي، چې په لاس وروړو د خپل چاپېریال څیزونه سوکه سوکه وپېژني؛ نو په ماشوم کې د بریا، خوښ وینۍ او پر ځان د ډاډمنتیا ننګېرنه بڼه مومي، چې دا یې ژوند او چاپېریال ته د کتنې ړومبۍ ستنې دي.

خو که ماشوم څيزونو ته له لاس وروړو منع شي او کورنۍ په تېره مور یې دباندني څيزونه ګواښوونکي او خطرناک ورمعرفي کړي؛ نو په دې حال کې ماشوم، نړۍ یو خطرناک ځای ګڼي.

همدا انګېرنه لاملېږي، چې ماشوم له پیله د نړۍ او ژوند په اړه پیکه ننګېرنه پیدا کړي او امنیت پکې ونه ننګېږي[1]. له دې ځایه موندلای شو چې:

[کوچنی چې د ژوند په لومړیو کلونو کې په ظاهره ناخبره وي؛ خو کورنۍ چلن یې د شخصیت په جوړونه کې ډېر اغېزمن دی.]

د دې آفت د مخنیوي لپاره، باید د ماشوم په لومړیو کلونو کې د ژوند چاپېریال ساده او تر وسې وسې له قیمتي څیزونو او خطرناکو وزلو؛ لکه تېره څیزونو تش وي، چې مور اړه نشي ماشوم تل دې یا هغې وزلې ته له لاس وروړو منع کړي او و یې ډاروي.

داچې دا همېشنۍ ډارونې او منع کول د ماشوم د ړومبیو تجربو په بهیر کې پېښېږي؛ ناوړه اغېزې ورشیندي . پردې سربېره، ماشوم دې بې خطره څیزونو او وزلو ته لاسرسی ولري، چې په اسانۍ لاس ورړوي او په خپل ماشوم فکر یې وارزوي او په واقع کې، په دې چار خپله شاوخوا نړۍ راسپړي او پېژني؛ له همدې کبله دا چار له ځانګړي اهمیته وربرخمن دی.

دغسې د ماشوم د ژوند د پیل په پړاوونو کې یې نورې تجربې هم  ډېر اهمیت لري.  ځینې کورنۍ له پیله ماشوم په غوسه او ډبولو له ماشومانه چارو منع کوي، ځینې میندې په تاوتریخوالي د ماشوم متیازې کول کابو کوي او په ډول ډول پلمو یې وهي[2]. څېړنو ښوولې چې:

[کوم ماشوم، چې د ژوند په ړومبیو کلونو کې پر تشویش او اندېښمنۍ اخته کېږي یا یې موروپلار ډېر وهي ډبوي؛ نو شونې ده په راوروستو پړاوونو کې له ډول ډول چلندیزو ستونزو سره مخ شي.]

له بېخه باید دې ټکي ته بنسټیزه پاملرنه ولرو، چې تر وسې وسې ماشوم په لومړیو کلونو کې ونه وهو. په دې پړاو کې تشویق او هڅونه اغېزمنه ده.

تجربې ښوولې، چې په دې عمر کې وهل ډبول، د ماشوم د لټۍ لاملېږي او په ګانده کې ډېرې چلندیزې ستونزې ورته راولاړوي.[3]

[1] رضا نوري او علي رضا مرادي، روان شناسي تربیتي، ۸۹ مخ.

[2] داکتر غلام حسین شکوهي، تعلیم و تربیت و مراحل آن، ۱۲۵ مخ: ((د متیازو او ډکو متیازو کابو کول له (۱۶-۱۵) میاشتو وروسته پیلېږي او تر دې مخکې په ماشوم کې دې چار ته طبیعي چمتوالی نشته؛  نو له همدې امله تر دې وخت وړاندې یې د متیازو او ډکو کابو کولو ته لاس پورې کول څه ګټه نه لري. د دې لپاره چې د ماشوم متیازې او ډکې کابو کړای شي؛ نو د ورځې یې څو ځل ودروئ چې متیازې او ډکې یې وکړې؛ ویې نازوئ، داسې چې ماشوم د متیازې کولو او نازولو په اړیکه پوه شي، چې دا چلن یې د متیازې کابو کولو ته اړباسي.

[3].تېره سرچینه ۱۰۰ مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!