تبلیغات

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت پرله پسې دویمه برخه د ځان جوړونې پړاوونه : زويه! په رښتيا سپارښتنه درته کوم، چې له خدايه وډار شه او تل یې د احکامو لاروي کوه او خپل زړه دې د هغه پر ياد ژوندى ساته او پر رسۍ يې منګولې ولګوه، چې له الله […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

پرله پسې دویمه برخه

د ځان جوړونې پړاوونه :

زويه! په رښتيا سپارښتنه درته کوم، چې له خدايه وډار شه او تل یې د احکامو لاروي کوه او خپل زړه دې د هغه پر ياد ژوندى ساته او پر رسۍ يې منګولې ولګوه، چې له الله سره دې ډاډمنه وزله ده؛ که منګولې پرې ښخې کړې؟

زړه دې په ښو ورمونو – نصيحتونو ژوندى کړه، ځاني غوښتنې حرامو ته په پر شاکولو مړې کړه او زړه دې په يقين غړیالی، په حکمت رڼا او د مرګ پر يادولو آرام کړه او اړ يې کړه، چې پر خپل مرګ منښته وکړي او د دنيا د پيکه او بې خونده ونج ونجون –  ادلون بدلون په څېړنو یې سترګې ور پرانځه او څه چې پر ړومبنيو راغلي، ورياد یې کړه، پر کورونو او اثارو يې وګرځه او غور وکړه، چې څه يې کړي؟ له کومه راکډن شوي او چېرې راکېووتي؟ له خپلو دوستانو بېل شوي او د غربت نړۍ ته يې سفر کړى او ډېر وخت به تېر نشي، چې ته به هم يو له هغوى ځنې يې!؛ نو خپل ګانده – راتلونکى هستوګنځى دې اباد کړه او آخرت په دنيا مه پلوره او په څه چې نه پوهېږې،مه وايه او څه چې درباندې لازم نه دي، پر خوله مه راوړه او پر هغه لار پښه مه ږده، چې له بېلارۍ يې ډارېږې؛ ځکه د ځلبلاندۍ – سرګردانۍ او بېلارۍ پر مهال ځان ژغورنه په تباهۍ کې تر ورلوېدو غوره ده.

ټولنيز اخلاق  :

پر نېکيو امر کوه او پخپله هم نېک وسه او په لاس او ژبه د بديو مخه نيسه او هڅه کوه،چې له بدکارانو لرې وسې او د خداى په لار کې؛لکه څنګه چې ښايي هاندوهڅه کوه او د خلکو ټپسورۍ دې له دې هڅې وا نه ړوي. حق ته په ستونزو کې لامبو وهه، په دين کې پوهېدنه دې کمال ته ورسوه، د ستونزو پر وړاندې له زغم سره ځان روږدى کړه، چې د حق په لار کې زغم يو غوره عادت دى. په ټولو چارو کې ځان خداى ته سپاره،چې دا ډېر ډاډمن او غړیالی “پناه ځى” دى. خداى ته په اخلاص دعا کوه، چې ورکړه او نه ورکړه یې په لاس کې ده او له خدايه ډېر خير غواړه او په وصیت مې ځان ښه پوه کړه او ساده ترې مه تېرېږه؛ ځکه هغه غوره خبره ده، چې ګټوره وي. پوه شه! هغه پوهه،چې ګټوره نه وي؛ نو خير پکې نشته او کومه پوهه، چې ګټوره نه وي؛ نو د زده کړې وړ نه ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!