تبلیغات

  بســــــــم الله الرحمــــــن الرحيـــــم د لوراند او لورين څښتن په نامه   د محمد سورت انځور دا سورت (٣٨) آيتونه لري او په مدينه کې نازل شوی دى .د دې سورت په دويم آيت کې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد (ص) نوم راغلى ؛نو ځکه د “محمد” نوم پرې ايښوول شوی دى . […]

 

بســــــــم الله الرحمــــــن الرحيـــــم

د لوراند او لورين څښتن په نامه

 

د محمد سورت انځور

دا سورت (٣٨) آيتونه لري او په مدينه کې نازل شوی دى .د دې سورت په دويم آيت کې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد (ص) نوم راغلى ؛نو ځکه د “محمد” نوم پرې ايښوول شوی دى .

د اسلام له دښمن سره جهاد او جګړه تر ټولو مهمه موضوع ده،چې په دې سورت کې مطرح شوې ده؛نو ځکه ځينو پرې د “قتال” نوم ايښى دى .

غټ مطالب يې د مؤمنانو او کفارو پرتلنه او په دنيا او آخرت کې ددې ډلو حالت ته کتنه ده اوهمداراز د مدينې منافقانو ته يې هم پام کړى،چې په مدينه کې به يې ورانى کاوه . پردې سربېره د جنګي بنديانو د بنديتوب او ازادۍ،انفاق ته بلنه اوله دښمن سره له بې ځايه جوړجاړي منع شوي يو.

په يو حديث کې راغلي،چې که څوک غواړي زموږ د اهل بيتو او دښمنانو پرحال ځان خبر کړي؛نو د محمد سورت دې ووايي . (د مجمع البیان تفسیر)

همداراز په يو روايت کې راغلي،چې د خداى رسول به دا سورت د ماښام په لمانځه کې لوسته .

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ = دلورانداولورين څښتن په نامه

﴿۱﴾ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ= [خداى] د هغو کافرانو کړه وړه پوپناه [ او بې ارزښته] کړل،چې (خلك) يې د خداى له لارې منع کړل . ))

ټکي :

*د قرآن په يو سل و څوارلس سورتونو کې د يوولسو سورتونو پيل د دښمن پرګواښ او رټلو دى :

١- انعام سورت ((….. الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِم يَعْدِلُونَ = (؛خو) بيا هم كافران خپل پالونكي ته په شريک قايلېږي . ))

٢- د توبه سورت ((بَرَاءةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ=خداى او رسول يې له کفارو برائت لري . ))

٣- د احزاب سورت (( يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ=پېغمبره! د خپل خداى له (مخالفته) ډډه وكړه او د كافرانو او منافقانو مه منه .))

٤- د محمد سورت ((الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ))

٥- د ممتحنه سورت (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء= مؤمنانو! زما اوستاسې دښمنان دوستان مه نيسئ! .))

٦- د منافقون سورت ((إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ …=چې كله منافقان درته را شي….. ))

٧-د معارج سورت((سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ = پوښتونكي پېښېدونكى عذاب وپوښت،چې پېښ شو. ))

٨- د بينه سورت (( لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ = د کتابيانو كافران او مشركان (له خپل دينه) لاس اخستونکي نه ول څو څرګند دليل ورته راشي. ))

٩-د فيل سورت (( أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ) ودې نه ليدل،چې پالونكي دې له فيل سپرو [= د ابرهه لښكر چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟! ))

١٠- د مسد سورت ((تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ=د ابو لهب دواړه لاسونه دې غوڅ وي او پر هغه دې مرګ وي!))

* د ((وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ)) عبارت دوه ډوله مانا کولای شو:

الف : مخ اړونه؛يعنې د خداى له لارې یې مخ واړاوه .

ب : مخنيونه؛يعنې خلک يې د خداى لارې ته پرېنښوول . ( د مخزن العرفان تفسیر)

* د ((أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ)) عبارت دوه ډوله مانا کولاى شو:

الف : د کفارو او مشرکانو ښه کړنې؛لکه نشتمنو ته د صدقې ورکړه او انفاق،چې د کفر او د خلکو بې لارې کولو د دلیل له مخې یې ورکوي؛نو خدای یې دا کړه باطل او بې اغېزې ګڼي،چې په آخرت کې به يې په کړنليک داښېګڼه نه وي ليکل شي .

ب: خدای به د هغوی هڅې بې اغېزې کړي،چې د مسلمانانو او اسلام د منځه وړو ته یې کوي تر څو خپلې موخې ته و‏ نه رسي .

* د کفارو ټولې کړنې تس نس دي ‏((أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ))،چې دا تس نسېدنه ‏په قرآن کى په څو تعبيرونو ويل شوې ده ‏:

((مَّثَلُ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِمْ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ(ابراهیم/۱۸) = هغوى چې پر خپل پالونكي كافران شوي دي، د كړنو بېلګه يې هغو ايرو ته ورته ده، چې د توپاني ورځې بړبوكۍ الوزولي وي . ))

((فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ(کهف/۱۰۵)= د کفارو کړنې له منځه ځي . ))

((بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ ( نور/۳۹)= د کفارو کړنې ‏د ‏ سراب په څېر دي، تږې انګېري‏،چې اوبه دي . ))

پيغامونه :

١- د تبليغاتو ارواپوهنه وايي،چې کله کله بايد خبره بې سرېزې وشي . ( بسم الله الرحمن الرحيم الَّذِينَ كَفَرُوا… )

٢- معمولاً هر کوږوالی په ځان پسې بل کوږوالی راوړي، ځينې لومړى کفر کوي او بيا د نورو د ايمان مخه نيسي . (كَفَرُوا وَصَدُّوا) .

٣- د کفارو هڅه ناکامه ده،کوښښ يې عاقبت نه لري او ژر يا وروسته به خلک له حقيقته خبر شي . (وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ) .

٤- خدايي لار دښمن لري او دښمنان بېکاره نه دي ناست.( وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ)

٥- د کفارو د کړنو له منځه وړل يې الهي سزا ده. (كَفَرُوا…. أَضَلَّ )

 

﴿۲﴾ ((وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ= او هغوى چې ايمان يې راوړى دى او ښې (چارې) يې كړي دي او پر هغه حق يې ايمان راوړى، چې د پالونكي له لوري يې پر “محمد” نازل شوى دى، خداى يې ګناهونه رژولي او د دوى کاروبار يې سم كړى دى . ))

ټکي :

* “بال” د يادګار،حالاتو او رسمونو په مانا دى يا د روح او زړه په مانا .

* د (( آمنوا )) تکرار دې ته دى،چې پر وحې او احکامو ايمان دې پر خداى له ايمان او خداى پېژندنې سره هم وزنه وي اوسم نړۍ ليد او ښه کړه يوازې د خلاصون لامل نه دي؛بلکې د اسلام د پېغمبر پر رسالت او شريعت یې هم ايمان پکار دى .

* له (َعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ) مراد ټولې نېکې کړنې نه دي؛ ځکه د ټولو کول يې انسان ته ناشوني دي؛لکه څنګه چې مراد يې دا نه دى،چې د مؤمنانو ټولې کړنې نېکې دي ‏؛ ځکه ورپسې راغلي دي : (كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ) بدۍ به یې جبران کړو . ( د اطیب البیان تفسیر‏)‏؛بلکې په هره برخه‏ کې د خپل وس له مخې ‏ښې چارې کول دي .

* له (بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ) مراد الهي وحې ده ،چې هم پکې قرآن شاملېږي اوهم پکې د خداى د رسول سنت ؛ لکه څنګه چې په قرآن کې لولو :

((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى(نجم/۳)=او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي. ))

* لکه څنګه چې لمونځ او روژه پر پېغمبر اکرم نازل شول، د ځايناستي د يقين حکم هم ورته په حجة الوداع کې راغى . (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ… ) (مایده/۶۷) ؛نو په دې آيت کې زېرى هغوى ته ځانګړى دى، چې پر ټولو هغه څه ایمان ولري،چې پېغمبر اکرم ته راغلي وي،‏نه پر يوه برخه يې .

پيغامونه :

١-ايمان درجې او پړاوونه لري او کمال منونکى امر دى. (آمَنُوا…. آمَنُوا)

٢-ايمان او عمل يو له بله نشي بېلېداى . (آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا)

٣-هغه ايمان ارزښت لري،چې پايله يې د ټولو الهي احکامو منل وي . (بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ)

٤-د انبياوو د احکامو لاروي د حق له مخې دي. (وَهُوَ الْحَقُّ)

٥- احکام،دين اوشريعت د انسان ودې ته دي . (نُزِّلَ… مِن رَّبِّهِمْ) ( په حقيقت کې د الهي ربوبيت غوښتنه ‏ده،چې خداى د انسانانو ودې او روزنې ته حقيقي او له کږلارۍ لرې کړلار راولېږي.)

٦- د وحې او خداى له احکامو سره سمون د حق اوحقيقت کچه ده . (وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ)

٧-د اسلام پېغمبر له ځانه خبره نه کوي،څه چې وايي وحې ده . (نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ)

٨- د الهي نعمتونو لاس ته راوړو ته يوازې ايمان بسیا نه دی‏؛بلکې نېکچاري او د خداى د رسول لاروي هم پکار ده . (آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ… كَفَّرَ عَنْهُمْ… وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ)

٩-ايمان او نېکچاري تېر وخت جبرانوي او د راتلونکى ضمانت کوي . (َكَفَّر… أَصْلَحَ )

١٠-کفر د عمل له منځه تللولامل او نېکچاري د سمون لامل دى . (الَّذِينَ كَفَرُوا … الَّذِينَ كَفَرُوا – وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ… وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ)

١١-ګناه او بدۍ د انسان له سمونې مخنيوى کوى ؛نو لومړى هغه بايد شا ته واچول شي،څوسمون ته ميدان خوشې شي . (كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ)

١٢- پاک خدای کفارو ته په ګواښ (أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ) او مؤمنانو ته په زېري ورکولو سره (َصْلَحَ بَالَهُمْ)پېغمبر او د ايمانوالو ته ډاډ ‏ورکوي .

﴿۳﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَأَنَّ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ = ځکه كافران په باطلو پسې تللي او دا چې مؤمنان د هغو د پالونكي له لوري [درغلي]،حق لارويان دي،په دې توګه خداى خلكو ته يې (د ژوند) بېلګې څرګندوي . ))

ټکي :

* د کافرانو او مؤمنانو د پای پرتلنه انسان روزنې ته د قرآن يوه لار ده،چې په راتلونکي آيتونو کې راغلې ده.

* په دې آيت کې ايمان او کفر د حق او باطل پر بنسټ يو له بله بېل شوي دي،چې راښيي قرآن څومره له خپلو مخالفانو سره سولیز- منطقي چلن کوي .

پيغامونه :

١- د انسان برخليک او ښه عاقبت يې پخپلو کړنو ‏پورې اړه لري .( أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ … وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ – ذَلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا… .).

٢- هره لار،چې د حق پر وړاندې وي باطله او بې بنسټه ده . (الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ)

٣- او د حق او باطل ترمنځ درېمه لار نشته .( اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ… اتَّبَعُوا الْحَقَّ)

٤-باطل د انسان له لوري دى او په خداى پورې اړه نه لري؛خو حق د خداى له لوري دى او اسماني حقايق منځتشي – پوچ نه دي . (الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ)

٥-د حق روښانه مصداق قرآن دى (اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ) [ په تېرآيت کې مو ولوستل : (بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ) ]

٦-مثال؛بېلګې او د نېکمرغۍ او بد مرغيو د لاملونو بيانول د قرآن روزنيز آرونه دي .( ذَلِكَ بِأَنَّ… كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ) .

 

﴿۴﴾ فَإِذا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبيل اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ= او چې كله تاسې (د جګړى په ډګر كې له جنايتكارو)كافرو سره مخ شوئ؛ نو څټونه يې غوڅ کړئ (او دې کار ته دوام ورکړئ) چې ښه يې وځپئ؛نو(په دې ترڅ كې يې بنديان) كلك وتړئ بيا يا ورسره ښېګڼه وكړئ (او خوشې يې كړئ) او يا(د خوشې کېدو په بدل كې) ترې فديه [= غرامت] واخلئ (او دا حالت بايد) تر هغه پورې وي، چې جګړه (مار) خپله وسله پر ځمكه كېږدي (هو) دا(د خداى حكم دى) او كه خداى غوښتلاى؛نو پخپله به يې ترې غچ اخستى واى؛ خو (غواړي) چې تاسې په يو بل وازمېي او هغوى چې د خداى په لاركې وژل شوي؛نو خداى هېڅكله د هغوى كړنې له منځه نه وړي؛ ))

ټکي :

*((أَثْخَنتُمُوهُمْ)) له (( ثخن )) اخستل شوی،چې پر دښمن د بشپړ برلاسۍ په مانا دى . (( ثاق )) د تړلو وسيله ده ؛لکه رسۍ .

* په اسلام کې د جهاد فلسفه :

الف : له خپل ځان او يا له مظلومه دفاع ته وي .

((أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا)(حج/۳۹)

((كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَآفَّةً)) (توبه/۳۶) .

ب : د فساد او فتنې له منځه وړو ته وي. ((وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ)) (بقره/۱۹۳)

ج : د توحيد د مرکزونو ساتلو ته وي . ((وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ)) (حج/۴۰)

د: د خداى له احکامو دفاع ته وي. ((قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ)) ( توبه/۲۹)

* دا آيت د جګړې په ډګر پورې تړاو لري‏ ؛يعنې د جګړې په ميدان کې،چې کافران مو مخې ته ودرېدل او ستاسو د وژلو نيت يې درلود؛نو تاسې هم په ټينګه ورسره وجنګېږئ او وروسته تر دې،چې تر پوره برلاسۍ مو ډاډ پيدا کړ؛نوبنديان ترې ونيسي او د جګړې تر خلاصېدو وروسته دا د اسلامي مشر په هوډ پورې اړه لري‏،چې دا بندیان ازادوي که له نورو بنديانو سره یې بدلوي؛نو ځینې،چې ‏ګومان کړی،چې آيت وايي :هر کافر مو،چې په هر ځاى کې وليد؛نو ويې وژنئ ؛نو دوی د “حرب” ټکي ته پام نه دی کړی،چې د جګړې او په جګړه کې د بندي توب په مانا دی‏ .

* دا آيت حکم ‏کوي،چې تر جګړې وروسته يا د تاوان په اخستو او يا يې بې له هغې ‏ازاد کړئ ؛خو اړینه ‏نه ده،چې هرومرو يې مريان کړئ او يوازې هغه وخت پکار دي،چې اسلامي مشر سلا وويني .

* د خداى رسول وپوښتل شو: د خداى د لارې شهيد څوک دى؟ اياهغه دى،چې د خپلى مړانې جوتولو ته يا د ټبر،کورنۍ ،يا ژبې په پارشهيد شوى وي؟

پېغمبر اکرم وويل: شهيد هغه دى،چې د خداى د لارې اعتلا ته جنګېدلى دی .

پيغامونه :

١-په کافرانوکې يوازې هغوى له منځه يوسئ ،چې تاسې له منځه وړي. (فَإِذا لَقِيتُمُ )

٢- مسلمان سرتېرى بايد تل چمتو وى . (فَضَرْبَ الرِّقَابِ)

٣-پر دښمن د يرغل اصلي موخه،کليدي او حساسې سيمې دي .( الرِّقَابِ )

٤-څو پر دښمن په بشپړه توګه برلاس شوي نه ياست؛نو د بنديانواوغنيمت راټولو فکر ذهن ته مه راوړئ . (حَتَّى إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ)

٥-د جګړې پرمهال ټينګ هوډ پکار دی،چې دښمن ناوړه ګټنه و نه کړي او بنديان ونه تښتي . (فَشُدُّوا الْوَثَاقَ )

٦-د جګړې په مورچه ‏کې بايد واک مشر ته ورکړ شي. (مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء)

٧- له جهاده موخه له ظلم مخنيوى او له منځه وړل يې دي؛نو د اسيرانو ازادول د اسلام سپارښتنه ده .( فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء )

٨-په اسلامي جهاد کې هم ځواک پکار دى( فَضَرْبَ الرِّقَابِ) اوهم مينه او لورنه (فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء) .

٩- که بنديان بې بدلې ‏خوشې شي؛نو دا چار په بدل کې تر خوشې کېدو غوره دي ‏.( فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء)

١٠-جګړه او جهاد د الهي ازمېښتونو لار ده . (لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ)

١١-په اسلام کې جهاد دين ساتنې ته دى؛نه د هېواد پراختيا،ښکېلاک،ګواښ،سيالۍ او غچ ته (.. فِي سَبِيلِ اللَّهِ)

١٢-په جګړه کې ځينې شهيدانېږي؛خو خداى یې خوارۍ نه لاهو کوي او موخې ته به ورسول شي . (قُتِلُوا فِي سَبېل اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ)

١٣-جګړه د الهي ازمېښت ډګر ‏دی،کفار د ازمېښت وسيلې او شهيدان ددې ازمېښت بريالي دي .( لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبېل اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ)

 

﴿۵﴾ سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ =ژر به لار وروښيي او کاروبار به يې سم کړي؛ ))

﴿۶﴾ وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ= او ورپېژندل شوي جنت ته يې ننباسي،[چې له پخوا يې ورته د هغه ځانګړنې په ګوته کړې وې] ))

پیغامونه :

١-الهي لارښوونه تل وه ان ترمړينې او شهادت وروسته هم دوام لري. (قُتِلُوا… سَيَهْدِيهِمْ )

٢- جګړه او ‏جبهې ته د تګ پر مهال د خپل ځان او کورنۍ غم مه خورئ . ( َيُصْلِحُ بَالَهُمْ )

٣-د خداى په لار کې شهادت يې ټولې ورانۍ جبرانوي، تېروتنې يې بښل کېږي او پر عيبونو يې سترګې پټېږي.(يُصْلِحُ بَالَهُمْ)

٤-د شهيد د چارو سنبالنه ‏د خداى پر غاړه ده . (سَيَهْدِيهِمْ… َيُصْلِحُ …)

٥- هڅونې او ستر ثوابونه د انګېزې رامنځ ته کونې ته تر ټولو غوره ‏وسيلې دې . ( فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ… سَيَهْدِيهِمْ…. وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ) .

٦- د ثواب مخکنۍ پېژندګلوى یې د اخستو پرمهال ‏خوند لاپسې زیاتوي ‏. (الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ)

 

﴿۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ =مؤمنانو! كه د خداى (د دين) مرسته وكړئ؛ نو هغه به درسره مرسته وكړي او قدمونه به مو ټينګ كړي . ))

 ټکي :

* انسان محدود موجود دى او د خداى له اړخه هم ورته محدوده مرسته راځي؛خو خداى ناپايه دى او د مرستې جرړه یې په نامحدود واک ‏کې ده .

*   خداى څو څيزونه د څوڅيزونو په ګرو کې پر ځان لازم کړي دي :

که خلکو ياد کړ؛نو هغه به يې هم ياد کړي . (فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ) ( بقره/۱۵۲)

که خلکو ورسره مرسته وکړه؛نو هغه به هم مرسته وکړي. (إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ)

که خلکو يې شکر وکړ؛نو هغه به برکت ورکړى. (لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ) . (ابراهیم/۷)

که خلکو ورسره وفا وکړه؛نو هغه به هم وفاوکړي. (اوفوبعهدى امضابعهدکم ) ( بقره/۴۰)

*حضرت علي وايي : که له خداى سره مو ياري وکړه؛نو درسره به ياري وکړي او ګامونه به موغښتلي کړي….. خداى د خوارۍ او نارچارۍ له مخې ‏له تاسې ياري نه غواړي ….‏په داسې حال کې ياري غواړي ،چې پخپله عزيز،حکيم او د ځمکې او اسمانونو د لښکرو واک لري. هغه مو ازمېينې ته درنه ياري غواړي.

(نهج البلاغه ۱۳۸ خطبه)

پيغامونه :

١- الهي سزا او ثواب د انسان د کړنو له مخې دى. (تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ) .

٢- څوک چې په خپله ژبه ،اند ‏او کړنې له اسلام سره ياري وکړي؛نو خداى به هم ورسره ياري وکړي . (تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ)

٣-په الهي مرستو کې تر ټولو غوره د ګام ټينګوالى دى . (تر الهي مرستې وروسته ټينګوالی راغلى دی ) (يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)

٤- الهي ثواب زموږ د کړنو په پرتله ډېر زيات دى . (إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)

٥- عمل او د دين خپرونه د ايمان لازمه ده. (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ)

٦- الهي پېرزوينو‏ ته د رسېدو لار د انسان خپل کوښښ دى .( إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ) ( بې کوښښه د الهي مرستې تمه يوه بې ځايه تمه ده )

 

﴿۸﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ= او هغه کسان، چې کافران شوي دي؛نو مرګ پرې! او كړنې دې يې وركې وي؛ ))

﴿۹﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ= ځکه د خداى نازل شوي څيزونه يې بد وګڼل؛نو خداى يې (هم) كړنې تس نس كړې. ))

ټکي :

* ((تعس)) ښويېدو،غورځېدواو پر مخ راپرېوتو ته وايي .

* د روزنې غوره لار د پرتلنې ‏لار ده.په تېر آيت کې يې د شهيد شويو مؤمنانو په هکله وويل : (فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ) او په دې آيت کې د کفارو په هکله وايي : (أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ)،چې دا پرتلنه ‏پر مؤمن زېرى دى . همداراز د مؤمنانو په هکله يې وويل : (وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ) ؛يعنې خداى به يې ګامونه ټينګ کړي او په دې آيت کې د کافرانو په اړه ‏وايي : (فَتَعْسًا لَّهُمْ )؛يعنې هغوى به پرمخ راوغواځوو .

پيغامونه :

١- پر ځيلي کفارو لعنت ويل روا دي . (فَتَعْسًا لَّهُمْ ) [ لکه څنګه چې په يوآيت کې وايي : (تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ ) .

٢- کفر د تباهۍ او له منځه تللولامل دى . (كَفَرُوا…. أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ).

٣- له الهي حکمونو کرکه د انسان په وجود کې د کفر يو ډول نښه ده . (وَالَّذِينَ كَفَرُوا…. كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ)

٤- الهي سزا د انسان په کفر پورې اړه لري (كَفَرُوا…. ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ….)

٥- له قرآنه کرکه او ترې مخ اړول د کړنو تس نسېدل ‏دي . (كَرِهُوا… فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ)

 

﴿۱۰﴾ أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ دَمَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا= نو ايا هغوى په ځمكه کې نه دي ګرځېدلي،چې وګوري؛ تر دوى پخوا خلکو پاى څرنګه وه،خداى هغوى وځپل او كافرانو ته به همدغسې سزاګانې وي! ))

ټکي :

*((دمر)) له (( تدمير)) څخه اخستل شوی،چې د نابودۍ،هلاکت او لاندې باندې کېدو په مانا دى،چې که تر څنګ ورسره ((على)) راشي ؛نو د شدت مانا رارسوي.

* قرآن وايي : د خلکو هلاکت او له منځه تلل يې د کړنو له امله دي :

*ځينې د سرغړونې له امله منځه ولاړل .( فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ) ( حاقه/ ۵)

*ځينې د نمښتې- انکار له امله.( تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا… إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ) ( احقاف/۲۵‏)

*ځينې د مکر او ټګۍ برګۍ ‏له امله . (فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ). ( نمل/ ۵۱)

*ځينې د ګناه له امله .( فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ) ( انفال/۵۴)

*ځينې د تېري له امله.(أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا) ( کهف/۵۹)

پيغامونه :

١- هغوى چې د تېرو له هلاکته عبرت نه اخلي؛نو د رټنې وړ دي . (أَفَلَمْ يَسِيرُوا)

٢-چکر،ګرځېدل او سياحت بايد موخه ولري او د تېرو ملتونو له برخليکه د عبرت لپاره وي. (أَفَلَمْ يَسِيرُوا…. فَيَنظُرُوا)

٣-د تاريخ مطالعه او د ملتونو پر برخليک پوهېدنه د انسان پر نړۍ ليد او ايمان اغېز لري .( أَفَلَمْ يَسِيرُوا… فَيَنظُرُوا )

٤- د يو کار پاى او عاقبت مهم دى .( كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ)

٥- ټولې خدايي چارې حکمت او قانون لري.(دَمَّرَ اللَّهُ….. وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا)

٦- الهي اراده پرتاريخ اوطاغوت واکمنه ده . (دَمَّرَ اللَّهُ …)

٧-خداى په هره بڼه خپل عذاب رالېږلای شي. (وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا)

 

﴿۱۱﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ= ځکه خداى د مؤمنانو پالندوى (او چار سازى) دى؛ خو د كافرانو پالندوى (او مرستندوى) نشته . ))

ټکي :

له ((مولى)) څخه مراد ملګرى او دوست دى. ټولې الهي چارې د خداى تر ولايت لاندې دي اوپه دې اړه په مؤمن او کافر کې توپيرشته .

* مؤمنان چې په ظاهره يې ملګري اوملاتړ نه درلود او يوازې اډانه یې خداى ده؛نو ‏د قيامت پر ورځ به یې خداى يار وي (اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا) چې په دنيا کې هم داسې دي( اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا)؛خو کافرانو،چې په دنيا کې دوستان او ياران درلودل(وَالَّذِينَ كَفَرُواْ أَوْلِيَآؤُهُمُ الطَّاغُوتُ) ( بقره/۲۵۶)؛نو د قيامت پر ورځ به ورته پته ولګي،چې هغوى یې واقعي دوستان نه ول . (وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ)

پيغامونه :

١- ايمان د الهي ملاتړ لامل او کفر د الهي ملاتړ مخنيوى کوي. (اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ)

٢-په قيامت کې د کفارو يو ملاتړ يې هم پکار نه راځي. (وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ)

﴿۱۲﴾ إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ= په حقيقت كې خداى هغوى چې ايمان يې راوړى دى او ښه (كارونه) يې كړي دي، هغو جنتونو ته ننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او كافران [د ژوند له ظواهرو] ګټه اخلي او د څارويو په څېر خوراک کوي [او بېدېږى] او وروستى هستوګنځى يې او [دوزخ] دى . ))

ټکي :

*په دې آيت کې د کفارو خوړل د څارويو له خوړو سره تشبيه شوي دي او دا شباهت له څو اړخونو شونې دی ؛ لکه :

الف-د څارويو ټول همت او هڅه خوړو ته رسېدل وي، حضرت على وايي :((همّها علفها))( نهج البلاغه ۴۵ لیک) ؛يعنې د څارويو ټول غم خوړل وي.کفار هم بې له کاميابۍ‏ بله اراده نه لري.(وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) ( نجم/۲۹)

ب – څاروي غافل دي،کفارهم له قيامت او مسووليته يې غافل دي . (أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ)(اعراف/۱۷۹)

ج -څاروي د خوړو له حلالو او حرامو خبر نه وي،ځينې انسانان هم د حلال او حرامو په فکرکې نه دي او د قرآن د وینا له مخې‏همداچې ارث او بې زحمته مال ته ورسېدل؛ نو د نورو د حق پکې په پام کې نه نیسي او خوري یې . (وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَّمًّا) ( فجر/ ۱۹)

*حضرت علي وايي: ((چا چې خپل ټول زور خېټې ته لګولى وي ؛نو ارزښت يې هماغه دى،چې ترې بهر وځي .)) (غررالحكم)

پيغامونه :

١-الهي ولايت مؤمن انسانان جنت ته ورننباسي . (بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا… إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ)

٢-د ايمان او نېک عمل خاوندان پر يو داسې مقام دي، چې خداى ورسره د جنت ژمنه کړې ده. (إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ…)

٣- د کار پاى اوعاقبت مهم دى؛ګنې نو توکیز- مادي امکانات خو هر چا ته وررسي . (جَنَّاتٍ تَجْرِي… وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ)

٤- حق ته د رابلنې پر مهال د خلکو له طبيعي غوښتنو ګټنه پکار ده .( په طبيعي توګه د انسان ويالې او بڼونه ښه ايسي) (جَنَّاتٍ تَجْرِي)

٥- د الهي قانون په چوکاټ ‏کې کاميابي او لاس ته راوړنه جايز دي ( قرآن د څاروي په څېر موخې ‏ته رسېدل رټلي دي ) . (يَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ)

٦- نس پالنه د انسان له مخوتې – برجسته ځاني غوښتنو ځنې ده؛ځکه مال،شهوت او مقام کله نا کله انسان ته رامخې ته کېږي؛خو خېټه تل ربړنده- مزاحمه وي.( خدای د کامیابۍ د عنوان تر څنګ د خوړو نوم بېل راوړی دی) (يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ)

٧- د کفارو ژوند د څاروي دى او پايله يې دوزخ دى. (كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ)

 

﴿۱۳﴾ وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ هِيَ أَشَدُّ قُوَّةً مِّن قَرْيَتِكَ الَّتِي أَخْرَجَتْكَ أَهْلَكْنَاهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ= او ډېر كلي وو(چې اوسېدونكي يې) ستا د هغه كلي (تر اوسېدونكيو) ډېر ځواكمن وو، چې ته يې ترې ايستى يې (خو) موږ (په داسې شان) هلاك كړل (چې د عذاب په لرې كولو كې) ورسره هېڅ مرستندوى نه و. ))

ټکي :

* په قرآن کې معمولا د هغه ځاى خلکو ته ((قریه)) ویل شوې،چې ايمان یې نه درلود او له پېغمبرانو سره یې دښمني کوله او تر ایمان راوړو وروسته یې ورته‏ ((مدینه)) ویله .

* سربېره پردې،چې پر پېغمبرانو د شاعر، کاهن،جادوګر او لېوني تورونه لګېدل،له ډول ډول خطرونوسره هم مخ ول؛لکه :

الف – وژنه ((إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ) ( قصص/ ۲۲)= يوه ډله دې وژنې ته سلامشوره کوي . ))

ب – ځوروازار ((لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ( شعراء/۱۱۶)= نوح ته وويل شول : ته بايد سنګسارشې . ))

ج – تبعيد او شړل (( لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ ( اعراف/۸۸)= شعيبه ! موږ به دې وشړو.))

د- زندان((لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ(شعراء/ ۲۹)= موسى ! بندي به دې کړو .

* دا آيت پېغمبراکرم ته ډاډ ‏ ورکوي،چې پخواني قومونه مو هلاک کړل،سره له دې چې د مکې تر خلکو ډېر غښتلي ول .

* سره له دې چې د خداى رسول پخپله اراده هجرت کړى و؛خو د مکې کفارو پر پېغمبر اکرم (ص) ژوند ورتريخ کړ او هجرت ته يې اړ کړ؛نو خداى د پېغمبر اکرم (ص) وتل د مکې پر خلکو وتاپه . (أَخْرَجَتْكَ)

پيغامونه :

١-له تاريخ سره اشنايي له ستونزو سره د مقاومت لامل دى .( كَأَيِّن)

٢-په تاريخ کې هلاک شوي ظالم قومونه ډېر دي. (وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ… أَهْلَكْنَاهُمْ)

٣- له غير الهي ځواکونو ‏مه وېرېږئ،چې د الهي ځواک ‏پر وړاندې هېڅ نه دي . (أَشَدُّ قُوَّةً مِّن قَرْيَتِكَ… أَهْلَكْنَاهُمْ)

٤- کفار پر اخروي عذاب سربېره (النَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ) دنيوى عذاب هم لري . (أَهْلَكْنَاهُمْ)

٥-د زورمټو ‏ستر ځواکو ‏د کار پايله ورکېدل دي. (أَشَدُّ قُوَّةً… أَهْلَكْنَاهُمْ)

٦- ډېرى سختۍ او دباوونه ‏د خوځون – حرکت او برکت لامل دي .(أَشَدُّ قُوَّةً… أَهْلَكْنَاهُمْ)

٧- ديني مبلغان او مصلحان بايد د خدای په لار کې د هر ډول آزار او کړخت تيارى ولري. (أَخْرَجَتْكَ)

 

﴿۱۴﴾ أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ كَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ=نو ايا هغه چې د خپل پالونكي له لوري پر څرګند دليل وي،د هغه چا په څېر دى،چې ناوړه کړنې يې ورته ښايسته ښکاره شوې او پخپلو ځاني غوښتنو پسې روان وي؟! ))

ټکي :

* ((بينه)) په اصل کې هغه څيز ته ويل کېږي،چې د دوو څيزونو ترمنځ واټن ‏پيدا کړي،چې ‏يو له بل سره تړون و نه لري؛نوځکه هغه روښانه دليل،چې حق له باطله بېلوي، بينه ورته وايي . ( تفسیر نمونه)‏

* پېغمبر اکرم به له سول- منطق سره خلکو ته ورتله ؛خو خلکو به د ځاني غوښتنو په لاروۍ خپله لار‏ سمه ګڼله ‏او د آنحضرت (ص) د مخې خنډېدل .

*د خداى د رسول رسالت له څرګند دلیل ‏ سره و،هغه د خداى له لوري دنده درلوده،چې له خپل اړخه يوه خبره هم و نه کړي او پردې خبره يې ټينګارهم درلوده .

پيغامونه :

١-د مؤمن د چارو بنسټ دليل او برهان وي (بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ)؛خو د کفارو د کار بنسټ ځاني غوښتنې وي ‏. (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ)

٢-ځان مني د خداى محورۍ مقابل ټکى دى او هغوى چې دليل او استدلال نه مني ؛نو د خپلو ځاني غوښتونو‏ لاروى به وي . (بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ…. اتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ)

٣- د انسان فطرت له بدۍ سره مخالف دى او چې غواړي کوم بد کار وکړي؛نو لومړى ورته د ښو رنګ ورکوي. (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ)

٤- د دليلونو روښانول د ربوبيت غوښتنه ‏ده. (بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ)

٥- ځینې چارې “قبح ذاتي” وي ؛يعنې که څه په ظاهره ښکلې شي؛خو ذات او حقیقت یې نه بدلېږي . (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ)

٦- انسان خپلو ځاني ‏غوښتنو ته رسېدو ته خپلو بدو او رټل شويو چارو ته داسې پلمه راوړي،چې کول يې ښه کار ګڼي. (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ)

 

﴿۱۵﴾ مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاء غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاء حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ = د هغه جنت بېلګه،چې وعده يې له پرهېزګارانو سره شوې (د هغه باغ په څېر ده چې) د اوبو ويالې پکې دي، چې [رنګ،بوى او خوند يې] نه اوړي او د شيدو لښتي دي،چې خوند يې نه دى اوښتى او څښونکيو ته د خوندورو شرابو ويالې دي او د نږه شاتو لښتي دي او هغوى ته په هغه (بڼ) كې هر ډول مېوې وي او (له دې ټولو اوچته خو يې) د پالونكي بښنه ده! (ايا د دغسې په زړه پورې بڼ څښتن) د هغه چا په څېر دى،چې تل په اور كې دى او داسې خوټېدلې اوبه پرې څښل كېږي (چې) كولمې يې پرېكوي؟! ))

ټکي :

* هغه ته چې په دولسم آيت کې جنت ويل شوى و (جَنَّاتٍ تَجْرِي) دلته پرې رڼا اچول شوې ده . (فِيهَا أَنْهَارٌ… وَأَنْهَارٌ … وَأَنْهَارٌ )

* په دې آيت کې ډول ډول جنتي ويالې اوڅار- مطرح شوي؛خو ځانګړې ډلې ته ځانګړې چينه ده .

((عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ (مطففین/۲۸)=هماغه چينه چې (خداى ته) نژدې خلک يې ترې څښي. ))

*هر څه يو کمال لري،چې د اوبو کمال د بوى نه درلودل دي،د شيدو کمال د خوند نه بدلېدل او خوند یې دی ‏او د شاتو کمال نږه توب دى.

* داچې ((انهار)) بیا ځلې راغلی دى؛نو پوهېداى شو، چې هر يو شيدې،شات،شراب او اوبه ګڼ نهرونه لري.

* امام حسين وويل : هغه مغفرت،چې په جنت کې د جنتيانو په برخه کېږي،ورته تر ټولو سترنعمت دى . ( بحار ۸/ ۱۴۰) او بيا يې د توبې سورت پر٧٢ م آيت استناد وکړ. (وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ) (توبه/۷۲ )

* کېداى شي په جنت کې له مغفرته مراد د جنتيانو له ذهنونو د دنيا د تېروتنو پاکول وي،چې په رايادولو يې خوا بده ‏نشي . ( تفسیر راهنما ) ‏

پیغامونه :

١-داچې خلک ښو ته راوبلئ؛نو د جنت ښايست ورته بيان کړﺉ. (مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ …)

٢-هغوى چې د تقوا له امله له ژر تېرېدنکيو نامشروعو کاميابيو ډډه کوي؛نو تلپاتې برياليتوب ته به ورسي . (وُعِدَ الْمُتَّقُونَ )

٣-خلکو ته ښه هيله ورکړئ،چې عاقبت به مو ښه وي ؛نو ښو ته به راواوړي . (وُعِدَ الْمُتَّقُونَ )  

٤- د شمېر زياتوالی د انسان طبيعي غوښتنه ده . (أَنْهَارٌ… أَنْهَارٌ)

٥- په جنت کې د توکیز- مادي او جسماني نعمتونو ترڅنګ مانیز- معنوى او اروایز – روحي نعمتونه هم دي . (أَنْهَارٌ… مَغْفِرَةٌ )

٦-جنتي نعمتونه آفت،نيمګړتيا او بدلون نه لري.( غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ … مُّصَفًّى )

٧-جنتي اوبه او هوا د نعمتونو خوند نه اړوي؛نه يې ورستوي او پکې بدلون نه راوړي . (لَّمْ يَتَغَيَّرْ.. )

٨-جنتيان د الهي مغفرت تر سيوري لاندې نعمتونو ته رسي. (مَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ)

٩-په جنت کې هرڅه پراخ پيدا کېږي. (كُلِّ الثَّمَرَاتِ)

١٠-په دوزخ کې کفارو ته په ذلت خوټېدلې اوبه ‏ورکول کېږي. (سُقُوا )

١١-رټنه اوستاينه کې يو د بل ترڅنګ وي؛نوګټه لري. (أَنْهَارٌ… مَاء حَمِيمًا)

١٢- معاد جسماني دى. ( شيدې او شات د جسماني برياليتوب نښه ده؛لکه څنګه چې د کفارو د کولمو ټوټه ټوټه کېدل پرې هم دلالت کوي) (فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ)

١٣- په دنيا او آخرت کې د انسان د بدن حسابونه سره توپير لري . (په دنيا کې که د يوانسان کولمې ټوټې ټوټې شي؛نو مړ به شي؛خو په آخرت کې داسې نه ده) (فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ)

 

﴿۱۶﴾ وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّى إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِندِكَ قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ آنِفًا أُوْلَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ= او له هغوى ځينې تا ته غوږ نيسي (او ستا خبرې اوري) خو چې كله له تا بهر ووځي؛نو هغو ته چې علم وركړاى شوى (په ملنډو) وايي: (( (دې سړي) همدا اوس څه وويل؟!)) دا هغه كسان دي، چې خداى د هغوى پر زړونو مهر لګولى دى او پخپلو ځاني غوښتنو پسې تللي دي (؛نوځكه پر څه نه پوهېږي).

ټکي :

* د مؤمنانو او کفارو پر ځانګړنو رڼا واچول شوه؛دا آيت د پېغمبر اکرم(ص) له خبرو سره،چې سرچينه يې وحې ده، د منافقانو چلن ته اشاره کوي او پېغمبر اکرم(ص) ته وايي :هغه کافران،چې په ظاهره مسلمانان دي،ستا په جرګه کې به ګډون کوي،قرآن ته به غوږ هم ږدي؛خو دا چې ستا او ستا د کتاب پر حقانيت ايمان نه لري؛نه پرې پوهېداى شي او نه يې منلاى شي؛نو ستا لارويانو ته چې پر تا ايمان لري او ستا په خبره پوهيدلي وي راورسي؛نو پر سپکاوۍ او ملنډو ورته وايي : “دا څه خبرې دي،چې دا سړى يې کوي”؛خو پېغمبره ! ګومان و نه کړې،چې خبرې دې د پوهې وړ نه دي ؛بلکې دهغوی ځېل ‏ددې لامل شوى،چې خداى يې پر زړونو ټاپه ووهي،چې ‏د حقيقت پوهنې واک ‏و نه لري او يوازې د خپل نفس لارويان شي .

* پام وکړئ،چې د (وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ ) غونډله تر (طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ) وروسته راغلې ده ؛نو راښيي،چې که انسان د پوهې او عقل لار پرېښووه ؛نو د خپل نفس او شهوت پر لار به روان شي .( د هدایت تفسیر )

پيغامونه :

١-د پېغمبر اکرم(ص) په ناسته ‏کې د هر ډول خلکو ان د کافرانو او منافقانو ګډون هم ازاد و. (وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ)

٢-د دښمن پر پټو چارو هم بايد خلک ځان پوه کړئ . (وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ…)

٣- منافقان تل په دې فکر کې دي،چې د حق د لارويانو په ځانګړنو کې بېلتون رامنځ ته کړي. (سْتَمِعُ… قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ)

٤-هغه پوښتنه رټل شوې،چې د ايمان د سستولو، کمزورولو او سپکاوۍ ته وشي . (مَاذَا قَالَ آنِفًا)

٥- الهي وحې او د پېغمبر اکرم خبرې له انسانه پوهاند جوړوي . (أُوتُوا الْعِلْمَ )

٦-په مسلمانانو کې درز اچول يو ډول کلتوري يرغل دى. (مَاذَا قَالَ آنِفًا)

٧- انسان په خپلو فاسدو کړنو ‏پرخپل زړه ټاپه لګوي او ځان د الهي ښوونو له پوهې خلاصوي.(أُوْلَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ)

٨-د حاضرانو ډلې او اورېدونکيو ته مه خوشحالېږئ ؛ ځکه ډېری يې حق نه مني. (وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ… طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ)

٩-   په قرآن او وحې ملنډې وهل زړه تياره کوي او له حقيقت پوهنې يې مخنيوى کوي. (مَاذَا قَالَ آنِفًا… طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ)

١٠-پر يو زړه،چې ټاپه ووهل شوه؛نو د خداى او رسول خبره هم پرې اغېز نه لري . (طَبَعَ اللَّهُ)

١١- د انسان زړه او روح ‏په فطري توګه د حق منونکى دي، ځينې لاملونه دي،چې د انسان پر زړه د ټاپې لګولو لامل ګرځي .[ ((طبع )) هغه وخت پکارېږى،چې لومړی يوه لار ‏خلاصه وي او بيا وتړل شي. ]

١٢- چاچې له پېغمبر اکرم سره مخالفت وکړ؛نو په حقيقت کې یې ځان د خداى مخالف ‏کړ. (يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ… مَاذَا قَالَ آنِفًا.. طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ)

١٣-انسان ډېرې بې بنسټه او ځاني غوښتنې ‏هم لري . (اتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ)

١٤ – د نفس لاروي د خداى له لاروۍ سره سمون نه خوري . (طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ)

﴿۱۷﴾ وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْواهُمْ = او هغوى چې سمه لار موندلې ده (خداى) يې لاپسې ښيون [هدايت] ورزياتوي او لا يې پرهېزګاران کوي . ))

ټکي :

په تېر آيت کې مو وويل: ځينې سره له دې چې له پېغمبر اکرم(ص) يې د حق خبره هم اورېده؛خو بيا يې هم نه منله . دا آيت وايي: ځينې دي،چې د هماغه خبرو په اورېدو مانیزه او اروایزه ‏وده کوي.

* د (زَادَهُمْ هُدًى) او (زِدْنِي عِلْمًا) په څېر عبارتونه يوازې د لاښوونې او پوهې د ډېروالي ښکارندوى نه دي؛بلکې د هغه انسان اروایزې ‏ودې ته هم اشاره کوي،چې دا پوهه او لارښوونه لري .

* څوڅيزونه دي،چې د انسان لارښوونه زياتوي :

الف : الهي معارف او آيتونه .

ب : د پېغمبر اکرم (ص) ويناو .

ج : د منافقانو د ملنډو پر وړاندې پراخه سينه.( تفسیر صافی)

پيغامونه :

١- که انسان ښیون – هدایت ومني؛نو‏خدای به یې ښیون لاپسې ډېر کړي.(اهْتَدَوْا زَادَهُمْ)

٢- ښیون پړاوونه او مراتب لري.(زَادَهُمْ هُدًى)

٣-د ښیون ‏منل‏ د انسان اروایز ظرفیت لاپسې پراخوي. (زَادَهُمْ) او و يې نه ويل : (زادهدايتهم )

٤- د انسان حرکت د خداى برکت (اهْتَدَوْا ) د انسان له لوري دی او(زَادَهُمْ وَآتَاهُمْ) د خداى له لوري دی .

٥-رښتينې لارښوونه هغه ده،چې انسان تقوا ته ورسوي. (اهْتَدَوْا …. وَآتَاهُمْ تَقْواهُمْ)

 

﴿۱۸﴾ فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ = ايا هغوى [= كافران] يوازې د ساعت (راتلو) ته سترګې پر لار دي،چې ناڅاپه پرې راشي (هله ايمان راوړي)؛نو په يقين،چې د هغه نښې خو راغلې دي،چې كله (قيامت) ورته راشي؛نو بيا چېرې پند(او ايمان ) يې ورته ګټه لري؟ ))

ټکي :

* ((اشراط)) د ((شرط)) جمع ده ،چې نښې او علامت په مانا دى او په دې آيت کې که له (فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا) مراد د پېغمبر اکرم (ص) د وینا له مخې د آنحضرت بعثت ‏دى . ( د مجمع البیان تفسیر‏)؛ځکه د خداى وروستى رسول او کتاب پر خلکو نازل او د خداى غاړه پر خلکو خلاصه شوه؛نو هر ډول ګناه،فساد کفر او نمښته – انکار قيامت رانږدې کوي .

*((السَّاعَةَ)) معمولا د قيامت په هکله کارول کېږي؛خو پروا نه لري،چې په همدې دنيا کې ‏الهي قهر او د خلکو د هلاکت وخت ته وکارول شي،چې پخپله د قيامت د عذاب سریزه ده.

*حضرت ابن عباس(رض) وايي: به “حجة الوداع” کې ‏حال داچې تر ټولو ‏سلمان فارسي پېغمبر اکرم (ص)ته نږدې و، ویې ويل : ((ايا د قيامت له نښو مو خبرکړم؟)) او بيا يې وويل : (( لمونځ ته پام نه کول،له ځاني غوښتنو ‏لاروي، د نشتمنو ‏سپکاوى او د شتمنو درناوى او دين پر دنيا پلورل .)) ( د برهان تفسیر)

پيغامونه :

١- سخت زړي کفار سره له دې ټولو دليلونو بيا هم ايمان نه راوړي او وروستي مهلت ته په تمه وي. (فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ)

٢-قيامت او د کفارو عذاب ناڅاپه راتلونکى دى. (بَغْتَةً )

٣- قيامت نښې او سريزه لري . (فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا)

٤-فکر مه کوﺉ،چې ‏د توبې ور به تل ‏پرانستی ‏وي. (فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ )

﴿۱۹﴾ فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ= نو پوه شه،چې په حقيقت کې بې له “الله” هېڅ وړ معبود نشته او د خپلو ګناهونو او هم نارينه او ښځمنو ايمانوالو ته بښنه وغواړه او خداى ستاسې له تلو راتلو او هستوګنځي خبر دى .))

ټکي :

*((متقلب)) له “ميمي مصدر” سره د پاڅون او ځاى پر ځاى کولو او ((مثوى)) له “ميمي مصدر” سره هستوګنې او آرام ځاى ته ويل کېږي .

*د غافر سورت په ٥٥ م آيت کې هم د (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ) غونډله راغلې ده او ددې خبرې په پامنیوي‏،چې ټول انبياء سپین لمني – معصوم او له ګناه لرې دي،دا د بښنې او استغفارغوښتل څو چارو ته کېداى شي :

الف : استغفار يو عبادت دى، که څه ګناه دې نه وي کړي .

ب : د اولى پرېښوولو ته استغفار؛يعنې هغه چارې،چې ګناه نه وي؛خو غوره وو،چې د پېغمبر په څېر يو انسان ‏نه ‏ واى کړي .

ج : دا چې ګناه ته بښنه غوښتل خلکو ته ‏سنت او لار شي .

د : استغفار د پېغمبر درجه لوړوي .

ه : موخه ترې هغو ګناهونو ته استغفار دی،چې خلکو د پېغمبر اکرم پر وړاندې کړي دي .

و : استغفار تل له تقصيره نه وي؛بلکې کله له قصوره هم وي،بنده چې د خداى عزت او دبدبه او خپل ذلت وويني؛ نو بښنه غواړي . (د مجمع‏البيان، كبير فخررازى و الميزان تفسیرونه)

*ځينو مفسرينو ويلي دي: ((ذنب)) تل د ګناه او سرغړونې په مانا نه وي؛بلکې د ((ذنب فعل)) د افعالو د تبعاتو او رفتار مانا هم ورکوي؛نو د پېغمبر د (( ذنب)) مانا د خدای لوري ته د پېغمبر اکرم د بلنې تبعات دي، چې د شر او بدو رسېدنه د مخالفانو له لوري ده؛لکه سپکاوی،وژنه او ځوروازار.

څومره چې الهي بلنه درنه وي؛نو ذنب او تبعات یې هم ستونزمن وي او ډېر استغفار ته اړتیا لري او استغفار هم په دې مانا دی،چې له خدایه وغواړو د مخالفانو له شره مو خوندي کړي.

*په قرآن کې له نورو پېغمبرانو؛لکه حضرت داوود، حضرت موسى او حضرت ابراهيم هم استغفار رانقل شوی دى .

* عامو خلکو ته ‏ د سترو خلکو استغفار هم په قرآن کې څو ځل راغلى دى؛لکه مور و پلار، مؤمنينو او ان تره ته یې د ‏ابراهيم علیه السلام دعا، خپل ورور ته د موسى علیه السلام استغفار،زامنو ‏ته د يعقوب علیه السلام دعا او خلکو ته د پرښتو استغفار او په دې آيت کې مؤمنو نارينه وو او ښځمنو ته د پېغمبراکرم (ص) دعا، چې پخپله يو ډول شفاعت دى‏.

پيغامونه :

١-اوس،چې دې وليدل خداى مؤمنانو ته ثواب او کافرانو ته سزا ورکوي؛نو پوه شه،چې ټول واک د خداى دى . (فَاعْلَمْ )

٢-ايمان او توحيد بايد د پوهې له مخې وي . (فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ( د عقايدو په اصولوکې تقليد جايز نه دى) .

٣-په الهي نظام کې الهي اولياء د خلکو لپاره ‏د الهي پېرزوينو د لاس ته راوړنې ‏ واسطې دي، سره له دې چې خداى کړاى شي، د پېغمبر اکرم له دعا پرته خلک وبښي؛خوخپل نازولي پېغمبر ته د خلکو د بښنې د غوښتنې امر ورکوي . (اسْتَغْفِرْ….. لِلْمُؤْمِنِينَ)

٤-مشر بايد پر خلکو زړه سواندی وي. (اسْتَغْفِرْ… ِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ)

٥-پېغمبراکرم هم ښځې ته دعا کوي او هم نر ته ،د پېغمبراکرم د دعا ملاک مؤمن والى دى،نه جنسيت. (لِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ)

٦-يوازې د پېغمبراکرم(ص) پر دعا بسیاېنه ‏مه کوﺉ؛ بلکې پخپله هم حيا وکړئ او د خداى په محضر کې ګناه مه کوئ. (وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ)

٧-انسان باید تر نورو لومړی‏ ځان سم کړي. (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ…)

٨-ټول خلک ان الهي رسولان هم الهي پېرزوينو ته اړين دي . (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ )

٩-خداى غواړي خلک وبښي؛نو ځکه خپل پېغمبر ته حکم کوي،چې خلکو ته بښنه وغواړي او واسطه يې شي. (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ…)

١٠-خداى له هر څه خبر دى؛نوځکه وايي،بښنه وغواړئ. (اسْتَغْفِرْ…. وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ)

١١-د خداى علم محدوديت نه لرى اوهېڅ څه يې له کتنې نه پاتې کېږي.( زموږ حرکت يا سکون خداى ته توپير نه لري ) (يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ)

﴿۲۰﴾ وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَأَوْلَى لَهُمْ= او هغوى چې ايمان راوړى دى،وايي: “ولې (د جهاد په باب) كوم سورت نه نازلېږي؟!” نو چې كله محکم (او څرګند) سورت نازل شي او جګړه پکې ياده شوې وي؛ نو ته هغه كسان وينې،چې په زړونوكې يې (يو ډول) ناروغي ده، چې تاته داسې ګوري؛لکه پر چا چې د مرګ وېره خپره شوې وي؛ نو مړينه او پوپناه ورته خورا وړ ده! ))

ټکي :

*((سوره)) يوه قرآني څرګندنه – اصطلاح ده؛نه داچې وروسته ايښوول شوې وي .

*هغوى چې په زړونو کې يې رنځ دى؛په دې آیت کې ترې مراد منافقان نه دي؛ځکه منافقان مؤمنان نه دي او آيت د مؤمنانو په باب دى .(د المیزان تفسیر )

کله ايمان وي؛خو زړه روغ نه وي.

*له ((سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ))مراد هغه سورت دى،چې آيتونه يې،محکم او رښانه وي؛نه داچې متشابه او مبهم وي.

پيغامونه :

١-يوه ډله مؤمنان تل د جهاد حکم ته په تمه وي اوپخپله دا چمتوالی په ژبه راوړي . (وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا…)

٢-مؤمنانو د خپل ژوند ټول بنسټونه پر الهي احکامو ايښي دي . (وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ)

٣-د جهاد د حکم بنسټ بايد وحې او الهي حکم وي . (لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ)

٤- د جهاد دليل بايد روښانه وي. (سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ)

٥-جنګ اوجهاد د الهي حکمونو اصلي موخه نه؛بلکې يوازې يو حکم دى. (ذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ)

٦-د جهاد حکم د خلکو د ازمېینې ډګر دى. (وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ…)

٧-خلک یې له نړۍ ليده ‏پېژندلاى شو. (رَأَيْتَ…. يَنظُرُونَ إِلَيْكَ)

٨- له جهاده وېره د زړه رنځ دى او سست ايمانه وګړي د جهاد په حکم خپل مرګ په سترګو ويني؛لکه څنګه چې انسان د ځنکدن پر مهال خپل مرګ ويني . (فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ)

٩- د مړينې او “مرګ دې وي پرې” او له نورو د تبرى د شعار جرړه په قرآن کې ده . (فَأَوْلَى لَهُمْ)

﴿۲۱﴾ طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ فَإِذَا عَزَمَ الْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ= (خو زموږ لارښوونه) اطاعت او سنجول شوې خبرې دي؛نو چې كله د كار(جهاد) هوډ ونيول شو؛ نو كه له خداى سره يې رښتياويلي واى؛نو هرومرو ورته غوره وو. ))

ټکي :

*له (طَاعَةٌ)) مراد يو ټوټه لاروي ده او ((عَزَمَ الْأَمْرُ)) هغه حالت ته وايي،چې اراده پکې پلي کېږي او ځينو د جګړې پر تودېدو هم مانا کړې ده .

*سست ايمانه له جهاده د وېرې له امله سربېره پردې،چې سرغړونه کوي او له جهاده پښې سپکوي، بې بنسټه خبرې او دليلونه هم راوړي،چې قرآن هم په ډېرو آيتونو کې یې پلمو ته اشاره کړې ده،چې ويل بې :

١- د جګړې وس نه لرو (لاَ طَاقَةَ لَنَا) ( بقره/۲۴۹)

٢- کورنۍ مو امنيت نه لري (بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ) ( احزاب/ ۱۳)

٣- هوا ګرمه ده (لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ) ( توبه/۸۲)

٤- که په جګړه کې ګډون وکړو؛نو په ګناه به ککړشو. د تبوک په جګړه کې یې پلمه ‏وکړه،چې رومي نجونو ته کتل مو وسوسې راپاروي؛نو ځکه جګړې ته نه ځو؛خو قرآن يې له جګړې د پښوسپکولو پلمه فتنه ګڼي. (أَلاَ فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ) ( توبه/ ۴۹)

٥- وېرېږو،چې تاوان و نه کړو (نَخْشَى أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٌ) ( مائده/ ۵۲)

٦-اوس د جګړې مناسب وخت نه دى؛نوښه به وي،چې وځنډېږي (لَوْلا أَخَّرْتَنَا/ نساء/۷۷)

*په دې آيت کې وايي : که د جګړې د حکم د راتلو پر مهال دا ډول پلمې ‏را نه وړئ او اطاعت وکړﺉ او نېکې خبرې وکړﺉ‏؛نو ښه به وي .

پيغامونه :

١- مؤمن د جهاد حکم ته لاس پر سينه دى. (طَاعَةٌ)

٢- خبره او کړه وړه دواړ بايد سم او پر ځاى وي. (طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ)

٣-د الهي حکمونو پر وړاندې خوله ورانه خوځول نه دي پکار. (وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ)

٤- د عقل او فطرت له نظره جهاد او دفاع ستايل شوې ده. (وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ)

٥-له جهاده د وېرې نښه په صادقانه عمل نه کولو کې ده. (فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ)

٦-خداى د انسان ګټې ته د جهاد حکم ورکوي (نه د خداى ګټې ته ). (لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ)

 

﴿۲۲﴾ (( َهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ= نو كه (له دې لارښوونو) مخ واړوئ،نو لرې نه ده که واک په لاس درشي پر ځمكه به فساد پيل كړئ او د خپلې خپلولۍ مړي به پرې كړئ؟! ))

ټکي :

* مفسرانو ((تَوَلَّيْتُمْ)) دوه ډوله مانا کړى دى :

الف : مخ اړول اوجګړې ته شا کول او پر سرغړونو بوختیا او ‏له خپلوانو سره اړيکې پرې کول .

ب : د خلکو ولايت په لاس کې اخستل او بيا پر نورو لوبې کول؛خو دويمه مانا له آيت سره سمون نه خوري. (د المیزان تفسیر)

*آيت د هغو سست ايمانو په باب دى،چې خپل ځان ساتنې ته له جهاده مخ اړوي،چې وايي : ګومان و نه کړئ د جهاد په پرېښولو به بچ شئ؛ځکه له جګړې له تېښتې سره به پر ځمکه وژنې او فساد ته لار برابروي،چې په تاسې پسې به هم راشي . د جاهليت د وخت په څېر به ان د خپل اولاد وژل هم درته جايزکړي .

پيغامونه :

١-له ديني اوقرآني احکامو مخ اړول تباهۍ او فساد ته لار ده. (إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ ….)

٢- د ‏خپلوۍ د اړيکو پرېکول هغه ګناه ده،چې پر ځمکه له فساد سره يو ځاى راغلې ده . (تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ)

٣-که فساد خپور شي؛نو انسان ان ‏پرخپلوانو هم رحم نه کوي. (تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ)

﴿۲۳﴾ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ=دا هغه كسان دي،چې خداى له خپل رحمته لرې كړي دي؛نو هغوى يې كاڼه كړي،سترګې يې ورړندې كړې دي . ))

پيغامونه :

١-له جهاده پر تښتېدونکيو،فساد کوونکيو او د خپلوۍ د اړیکو ‏پر پرې کوونکيو د خداى لعنت ويل شوى دى . ( َوَلَّيْتُمْ .. تُفْسِدُوا … تُقَطِّعُوا…. أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ)

٢- له الهي لورنو بې برخې کېدل مو د خپلو کړنو ‏پايله ده. (تُفْسِدُوا… تُقَطِّعُوا… لَعَنَهُمُ اللَّهُ )

٣-له امکاناتو ګټنه نه کول یې ‏‏د نه منلو په مانا ده ( غوږ لري؛ خوحق نه اوري،سترګې لري؛خو حقيقت نه ويني ) (لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ)

٤-تر ټولو ستر مانیز- معنوى بې برخې کېدنه ‏له حقيقت پېژندنې بې برخېتوب ‏دى.(لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ) .

٥- له الهي ورکړيو استعدادونو نامشروعه او بې ځايه ګټنه‏ له الهي رحمت د لرې توب نښه ده . (لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ)

 

﴿۲۴﴾ ((أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا= نو ايا په قرآن كې غور او تدبر نه كوي يا زړونو ته ( يې د غفلت) کولپونه اچول شوي دي. ))

ټکي :

* د((ص)) سورت په ٢٩ م آيت کې هم د قرآن د تدبر پر مسله ټينګار شوى دى.( كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا اياتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ) قرآن هغه سپېڅلى مبارک کتاب دى،چې موږ درولېږه،چې په آيتونو کې يې تدبر وشي اوهوښياران ترې پند واخلي .

* دا آيت هم د تېر آيت په تداوم کې په قرآن کې د تدبر نه کولو لامل پرحقيقت کوڼتيا او ړوندتيا بولي،چې د الهي لعنت له امله پرې انسان ککړ شوی دى .

پيغامونه :

١-قرآن يوازې تلاوت او تجويد ته نه دى؛بلکې د “تدبر” او اندنې – تفکر کتاب دى او تلاوت بايد د تدبر سريزه وي. (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ)

٢-ټول دنده لري په قرآن کې اندنه وکړي،چې دا خبر په يوې ځانګړى ډلې پورې ځانګړې نه ده. (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ) .

٣- خداى هغوى رټلي،چې قرآن ته رغۍ – سطحي کتنه لري او پکې تدبر نه کوي. (أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)

٤-د قرآن له سترو‏ ښوونو د ګټنې شرط پراخه سينه،پاک او روغ زړه او روح او په قرآن کې تدبر دى. (أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)

٥-د خداى د پېژندو يوه لار د زړه لار ده. (أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)

٦-روغ زړه او هوښيار عقل به په قرآن کې تدبر کوي. (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا )

﴿۲۵﴾ (( ِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ= په حقيقت کې هغه کسان، چې د سمې لارې تر روښانتيا وروسته، بېرته مخ پر څټ وګرځېدل او (حق ته يې شاكړه)،شيطان ورته (ناوړه كړه) ښكلي انځور كړل او په اوږدو هيلو يې تېر ايستي دي. ))

ټکي :

* ((سَوَّلَ لَهُمْ)) يا د بديو ښايسته ښوولو يا د واقيعتونو سرچپه ښوولو ته وايي او يا د ((تسهيل))؛يعنې اسانولو ( اسان ښوولو) په مانا دی؛يعنې شيطان کږه لار انسان ته اسانه ښيي .

*په قرآن کې د شيطان سراسر د شر کارونه دا دي : وسوسه، بديو ته رابلل،بدۍ ته ښايسته رنګ ورکول،د دښمنۍ ،وېره او ترهه اچول ،د نشتمنۍ او بېوزلۍ ژمنه، د ژمنې خلافېدل،اسراف،د خداى له ياده منع،چې البته قرآن انسان ته له شيطانه تېښتې او درمل ته دوې لارې ښوولي دي،يو داچې د دښمن په سترګه ورته وکتل شي . (إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا) ( فاطر/۶) بل داچې له هغه رټل شوي خداى ته پناه يوسو . (وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ) ( اعراف/ ۲۰۰‏) ‏

که داسې مو و نه کړل؛نو بهرنی (الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ) او دنننى شيطان (وَكَذَلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي) (طه/۹۶) به مو د نابودۍ او هلاکت په لوري بوځي .

پيغامونه :

١-د شيطان وسوسو ته پام د ايمان آفت دى،چې بې له ارتداد او بد پایلۍ ‏بل هېڅ پايله نه لري. (إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا)

٢-ترحقيقت پوهېدنې وروسته بېرته ګرځېدل رټل شوي دي. (ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ…)

٣- د حق لار روښانه ده. (مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى)

٤-که له وسوسو سره ټینګه مبارزه ونشي ؛نو يوازې پوهه هم پکار نه راځي. (تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ)

٥-بديو ته د ښکلا رنګ ورکول او اوږدې هيلې شيطاني چار وي . څوک چې بد کار ته ښه وايي شيطان صفتی دى. ( الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ)

 

﴿۲۶﴾ ((ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ = ځکه هغوى د الهي وحې د نزول بد ګڼونكيو ته وويل : (( موږ به ژر په ځينو چارو كې په تاسې پسې ولاړ شو.)) حال داچې خداى د هغوى پر پټو (خبرو او مشورو) ښه پوهېږي . ))

ټکي :

*منافق خپل ځان ساتنې ته په ډول ډول خلکو پسې ځي او له هر چا به هومره لاروي او ورسره مرسته کوي،چې ورسره ګډ اندی وي،چې په مدينه کې منافقانو هم د پېغمبراکرم(ص) له مخالفو يهودانو سره دا ډول چلن درلود . ( تفسیر نمونه )

* له (لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ) مراد هغه کافران دي،چې د سورت په پيل کې راوړل شول: (الَّذِينَ كَفَرُوا…. كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ) ( د المیزان تفسیر)

پيغامونه :

١-ناراضي وګړي تل د مخالفانو د دسيسو په جال کې ښکېلېږي . ( قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا…. سَنُطِيعُكُم)

٢-منافقان ورته د ملاتړ ژمنه ‏ورکوي،چې له الهي احکامو ناراضى وي. (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ)

٣- منافقان،کفار او د اسلام دښمنان يو موټى دي. (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ)

٤-له ناراضيانو او کفارو سره د زړه يووالی د ارتداد نښه ده . (ارْتَدُّوا…… سَنُطِيعُكُمْ)

٥- له کږلاريو په ځينو ځایونو‏ کې لاروي هم رټل شوې ده. (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ)

٦-ځينې د خپلو ګټو په پار منافقت کوي،په ځينو چارو کې له مؤمنانو سره او په ځينو کې له کفارو سره وي ،چې دا چار رټل شوى دى. (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ)

٧- د منافقانو چارې په پټه وي . (وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ)

٨-منافقان دې پوه وي،چې خداى يې له چارو خبرېږي او هره شېبه يې رسوا کولاى شي . (وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ)

٩-که يو انسان باور ولري،چې خداى يې له ټولو ښکاره او پټو چارو خبرېږى؛نو هېڅ کله به منافقت و نه کړى . (وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ)

 

﴿۲۷﴾((فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ = نو په هغه وخت كې، حال به يې څرنګه وي،چې (د مرګ) پرښتې يې (ساه ګانې) په بشپړ ډول اخلي او (پرښتې) يې پر مخونو او شاګانو وهي؟! ))

﴿۲۸﴾ ((ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ = ځکه د هغه څه لاروي يې وكړه، چې خداې پرې غوسه كېږي او د هغه (خداى) خوښي يې نه خوښوله؛ نو (خداى)يې كړه وړه تس نس كړل . ))

ټکي :

*((توفى)) انسان ته د يو ورکړ شوي څيز په بشپړه توګه بېرته اخستنې ته وايي،چې دا ټکى په قرآن کې مرګ ته کارول کېږي؛ځکه مرګ په حقيقت کې له جسمه د روح بېرته اخستو ته وايي .

*د انفال سورت په ٥٠ م آيت کې هم د کفارو د ساه اخستو خبره راغلې ده.

پيغامونه :

١-هغوى چې نور له حق سره مقاومت ته رابلي؛نو ډېره سخته به ترې ساه اخستل کېږي . (فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ…. ) .

٢-مرګ له منځه تلل نه دي؛بلکې په بشپړه توګه د پرښتو په واسطه د اروا‏اخستل دي . (تَوَفَّتْهُمْ)

٣-د مرتدو منافقانو عذاب یې له ساه ورکولو پيلېږي. (تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ)

٤-د انسان د عمر لنډوالى او الهي عذاب ته کتل انسان له ډېرو ګناهونوساتي. (فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ.. يَضْرِبُونَ ..)

٥-له وحې او قرآن سره دښمني د خداى غوسه راپاروي او کړنې ‏له منځه وړي. (ذَلِكَ.. فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ)

٦-کافران د خپلې کړنلار په ټاکنه ‏کې واک لري(اتَّبَعُوا …. كَرِهُوا)؛خو ناچاره دي،چې پايلې او اغېزې یې هم ومني . (فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ) .

٧-کله انسان د خپلو نېکيو درمند ته اور اچوي. (اتَّبَعُوا …. كَرِهُوا… فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ)

٨- هغه لار رټل شوې ده،چې موخه يې خداى نه وي. (اتَّبَعُوا …. كَرِهُوا… فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ )

 

﴿۲۹﴾ ((أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُم ْ= ايا هغوى چې په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده، انګېرلې ده،چې خداى به يې هېڅکله (له مؤمنانو سره) (پټې) كينې ښكاره نه کړي؟!. ))

﴿۳۰﴾ ((وَلَوْ نَشَاء لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ = او كه موږ وغواړو؛ نو هرومرو به يې دروښيو،چې له (حقيقي) څېرو يې وپېژنې، که څه د خبرو اترو له طرزه يې هم پېژنداى شې او خداى ستاسې د كړنو [په ظاهر او باطن] پوهېږي .))

ټکي :

* ((ضغن)) د سختې کينې په مانا دى .

حضرت علي وايي : څوک چې کينه يوازې پخپل زړه کې وساتي؛نو په خبرو او څېره کې يې معلومېږي . (نهج البلاغه ۲۶ حکمت)

* چې کله د خداى رسول په “خم غدير” که حضرت علي خپل ځايناستى کړ؛نو ځينو وويل : محمد (ص) د خپل تره زوى د مټ په جګولو کې څومره بيړه کوي (؛يعنې له کورني لقبه کار اخلي )،چې دا آيتونه راغلل . (د برهان تفسیر)

پيغامونه :

١-بېشکه خداى مو ( د راز ساتونکى) دى؛خوموږ ته هم حيا کياه کول پکار دي .(أَمْ حَسِبَ)

٢-ګناهګار يوازې د قيامت پر ورځ نه رسوا کېږي؛بلکې په دې دنيا کې يې هم د رسوا کېدو امکان شته. (يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ)

٣-د منافقانو په رسوا کولو یې نقشې خاورې ايرې کړئ. (وَلَوْ نَشَاء لَأَرَيْنَاكَهُمْ….) .

٤- حسادت او کينه د نفاق او دوه مخۍ د رنځ لامل دى. (فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ…. أَضْغَانَهُمْ)

٥-د انسان دنننى خلق و خوى یې پر بهرنۍ څېره اغېز لري،چې د انسان څېره یې تر يوه بريده د سيرت ښکارندوی ده . (فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ)

٦- نه يوازې د خبرې اصل؛بلکې لحن يې هم بايد ادب ولري . په خبرو کې د منافقانو بې ادبي يې د دننني نفاق ښکارندوى ده . (َلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ)

 

﴿۳۱﴾ ((وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ = او البته موږ تاسې ټول ازمېيو،چې معلوم شي په تاسې کې واقعي مجاهدين او صابران څوک دي؟ او ستاسې(په اړوند) خبرونه او ځانګړنې وڅېړو( او وارزوو، چې تر کومه بريده سمې دي). ))

ټکي :

* ((اتبلا)) کله د حقيقت معلومولو ته د خلکو ازمېينې ته ويل کېږې او کله هم د خلکو د دنننيو حالاتو د ښکاره کولو په موخه د بېلابېلو لارو رامنځ ته کولو ته وايي؛ لکه همدا آيت.

*((حَتَّى نَعْلَمَ))؛يعنې ((معلومو يې)) له ((علم)) اخستل شوى،چې د ملامت او نښې په مانا دى،نه ((د علم )) له مادې چې د ناپوهۍ مقابل لورى دى؛يعنې د الهي ازمېینې د پېژندلو نښه ده .

* په تېر آيت کې مو وويل : خداى مو له عمله خبر دى (وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ) او خپلې پوهې ته ازمېينې ته اړ نه دى؛نو ازمېينه دې ته ده،چې انسان يوغبرګون وښيي،يو کار وکړي او د هماغې عمل له مخې ورته ثواب يا سزا ورکړي؛لکه څنګه چې موږ د خلکو له ورهڼې – کسب او کاره خبر يو؛خو داچې مونږ يې له ورهڼې خبر يو ورته مزدوري نه ورکوو‏؛بلکې چې کله یې کار وکړ؛نو بیا ورته مزدوري ورکوو.

*د انسانانو بېلوالى یو له بل سره توپیر لري‏ : په لومړي پړاو کې انسانان په کفراو ايمان يو له بله بېلېږي،په دويم پړاو کې د ايمانوال؛جهاد ته په تګ او تېښتې بېلېږي او په دويم پړاو کې جهاد کوونکى په ډېر صبر او استقامت؛ نو ګرانو! الهي ازمېينې په يو بل پسې راځي .

* له ١٦م آيته تر دې پورې د منافقانو او د رنځور زړونو د خاوندانو خبره وه،چې هغوى يې راوپېژندل ؛نو ښه به وي،چې ځانګړنې يې راټولې کړو :

١- د پېغمبر اکرم د خبرو سپکاوى . (مَاذَا قَالَ آنِفًا) ( ١٦ آيت)

٢- د جهاد له حکمه وېره .( فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ )( ٢٠ م آيت)

٣-پر ځمکه فساد او له خپلوانو سره اړيکې پرې کول. (تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ)( ٢٢ م آيت)

٤-ارتداد او له حقه ګرځېدل . (ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى) ( ٢٥آيت )

٥- د شيطان پر ژمنو ‏غولېږي. (الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ) (٢٥ آيت)

٦-له نورو مخالفانو سره لاس يو کول او خپله هم ورانکاري وي . (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ)( ٢٦ م آيت)

٧- د داسې چارو لاروي،چې خداى غوسه کوى.(اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ) ( ٢٨ م آيت )

٨-پر هغه چارو خپګان څرګندول،چې خداى پرې خوشحالېږي. (وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ) (٢٨ آيت)

٩- کينه (أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ)(٢٩ آيت) ددې ټولو چارو پر وړاندې خداى يې پر زړونو د ټاپې لګولو،لعنت ويلو، له رحمته پر لريتوب،عذاب،سخته ساه ورکونې او د کړنو په له منځه وړو ګواښي .

پيغامونه :

١-د خلکو ازمېښت هرومرو او يو الهي سنت دى. (وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ)

٢- د انسانانو د ازمېښت يو ډګر د جګړې ډګر دى،چې منافقان پکې رسوا کېږي. (حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنكُمْ)

٣- په جهاد کې زغم او استقامت خورا مهم رول لري . (الْمُجَاهِدِينَ مِنكُمْ وَالصَّابِرِينَ )

٤-د انسان خبرې او ادعاګانې د عمل په ډګر کې ازمېیل کيږي. (َبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ)

٥-د الهي ارزونې کچه په عملي ازمېښتونو کې برياليتوب دی. (وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ )

 

﴿۳۲﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الهُدَى لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ= په حقيقت کې هغوى چې كافر شول او (خلك يې) د خداى له لارې واړول او هغوى د سمې لارې ترڅرګندتيا وروسته (بيا د خداى) له استازي سره مخالفت كوي (؛نو) هېڅکله خداى ته د هېڅ شي زيان نشي رسولاى او ډېر ژر به يې ټول كړه وړه تس نس كړي . ))

ټکي :

*په بېلابېلو لارو انسان د خداى له لارې کږېداى شي ؛ لکه : د الهي قانون تحريف او اړونه ،په دين کې بدعت،د خلکو په زړه کې شک اچول؛لکه (أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُّرْسَلٌ) ( اعراف/۷۵ ) (له کومه پوهېږئ،چې صالح د خدای استازی دى ؟) د الهي مشرانو کمزورول (؛لکه ورته شاع،کاهن،جادوګر او لېونى ويل ) د خلکو د ايمان راوړو په صورت کې یې ګواښول،خلک پر بې ځايه او نااړو چارو بوختول،د جګړې او شخړې رامنځ ته کول،له الهي چارو مخنيوي ته مخنيونکى قانون ايښوول،په ديني چارو کې د نا اهله او ناپوهو وګړيو راتلل او د لايقو وګړيو خلاف د دروغو پروپاګن کول .

*   انسان ددې پرځاى چې حق ومني او د کمال او ودې په لور ګام اوچت کړي؛نوپه حق پسې را اخلي او ځان تر ټولو موجوداتو بدوي :

١- له خداى سره دښمني او ځېل کوي . (كَفَرُوا….. بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ)

٢- له پېغمبر اکرم سره سخت مخالفت . (شَاقُّوا الرَّسُولَ )

٣-له خلکو سره دښمني کوي او له ايمان راوړو يې مخنيوى کوي . (سَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ)

پيغامونه :

١- کفر پر ځان،ټولنه او پېغمبر اکرم د ظلم سرچينه ده . (كَفَرُوا… صَدُّوا …. شَاقُّوا الرَّسُولَ )

٢-خداى د کمال او ودې د لارو په ښوولو پر خلکو غاړه خلاصوي . (تَبَيَّنَ لَهُمُ الهُدَى)

٣-کږ لاري او د کفر هلې ځلې خداى ته تاوان نه رسوي. (لَن يَضُرُّوا اللَّهَ)

٤- تر پوهې وروسته ځېل د کړنو د تس نسېدو لامل دى . (سَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ)

٥-ځينو پخپلو کړنو له لمدو سره وچ هم سوځوي. (وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ )

 

﴿۳۳﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ = مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او (د خداى) د استازي اطاعت وكړئ او (په ګناهونو) خپلې كړنې مه پوپنا کوئ. ))

ټکي :

*په آيتونو او روايتونو کې ځينې کړنې او خبرې د کړنو له منځه وړونکي راپېژندل شوي دي ؛لکه :

١-د نشتمنو کړول او پرې منت ايښوول د انفاق ثواب سوځوى . (لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى) (بقره / ۲۶۴) .

٢-د الهي مشرانو سپکاوى. (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ) (حجرات/۲) خپل غږ مو د پېغمبر له غږه مه لوړوئ،چې کړنې مو له منځه وړي . ))

٣-حسد او کینه‏ ((الهى عبّدنى لك و لا تفسد عبادتى بالعجب)) (د مکارم اخلاق دعا) امام صادق وايي : حسد،نېکي داسې له منځه وړي؛لکه اور،چې وچ خس سوځوي . (کافي ۲/ ۳۰۶)

٤- شرک (لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ)( زمر/۶۵) که شرک مو وکړ؛نو اعمال به موله منځه ولاړ شي .

٥-ريا،چې يو ډول شرک دى.( وَالَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاء النَّاسِ)( نساء / ۳۸ )

* د خداى رسول (ص) وويل :څوک چې يوه “سبحان الله” ووايي؛نو په جنت کې ورته يوه ونه کرل کېږي.)) يو وويل :که داسې وي؛نو ( موږ خو تل پردې کار بوخت يو) موږ خو به ښه ډېر باغونه لرو؛نو رسول الله ورته پورتنى آيت ووايه،ويې وويل :(( پام کوﺉ،چې پخپله خپل باغ ته اور و نه لګوﺉ.)) ( د نور الثقلین تفسیر)

* د ((وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ)) عبارت د آيت په رڼا کې درې ډوله مانا کولاى شو :

الف : خپل ايمان وساتئ،شرک مه کوئ،چې اعمال مو باطلوي. (لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ)( زمر/۶۵)

ب :د خداى د رسول د لاروۍ په پريښوولو خپل اعمال مه تباه کوﺉ .

ج: پر پېغمبراکرم(ص) له منت ايښوولو خپل اعمال مه تباه کوئ،خداى وايي: (يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم)( حجرات/۱۷)

پيغامونه :

١- که څه د قرآن مخاطبين مؤمنان دي؛خو د ځينو آيتونو په پيل کې د داسې عبارت راوستل يې درناوى دى . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ..)

٢- لومړیتونه او سلسله مراتب ته پاملرنه وکړﺉ . دلته د خداى نامه د پېغمبر تر نامه مخکې راغلى دى . (أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ) .

٣- د خداى او رسول حکمونو ته غاړه ایښوول ‏اولاس پر سينه ورته درېدل د ايمان غوښتنه ده . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ) .

٤-دين دوه ډوله احکام لري؛يو ډول يې ثابت دي،چې د خداى له لوري دي . (أَطِيعُوا اللَّهَ ) او بل بدلېدونکي احکام دي،چې د وخت په تېرېدو او د وخت له غوښتنونو سره د اسلامي واکمن له لوري ورکول کېږي. ( َأَطِيعُوا الرَّسُولَ)

٥- د اسلام پېغمبر سپین لمنی – معصوم دى او ورڅخه د بې قيد وشرط لاروۍ حکم یې د عصمت نښه ‏ده. (َأَطِيعُوا الرَّسُولَ )

٦- مؤمنان دې خپلو کړنو ته نه غره کېږي،چې کړنې ‏يې په خطرکې دي. (الَّذِينَ آمَنُوا…لَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ )

 

﴿۳۴﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ = په حقيقت كې هغوى چې كافران شول او (خلك يې) د خداى له لارې واړول بيا د كفر په حال كې مړه شوي؛ نو خداى به يې هېڅکله ونه بښي . ))

ټکي :

* دا آيت د دوو آيتونو په منځ کې واقع شوى،چې مؤمنانو ته خطاب دى او مؤمنانو ته د ارتداد د خطر خبر ورکوي،چې د کفر لامل یې ګرځي او ډېره بده پایله لري .

*سره له دې،چې خداى ټول ګناهونه بښي. (إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا) (زمر/۵۳) او د توبې ور يې ټولو ته تر مرګه خلاص پرېښى دى؛خوهغوى چې د کفر په حال کې له دنيا ځي او يا مرتدېږى او بېرته نه راستنېږي او يا منافقان؛نو نه بښل کېږي . (إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ) ( نساء/۴۸‏) (فَلَن يَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ) .

پيغامونه :

١-کفر د کړنو‏ د بطلان لامل دى ( َلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ…. الَّذِينَ كَفَرُوا.. ) .

٢- دا مهمه ده،چې انسان د مړينې پر مهال مؤمن وي که کافر(كَفَرُوا… مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ) .

٣-کفر او ځېل بد څيز دى؛ځکه له ښو چارو مو مخنيوى کوي. (كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ)

٤- الهي بښنه د مړينې تر خولې پورې شونې ده . (مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ )

 

﴿۳۵﴾ فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ= نو سستي مه كوئ او(کافران) سولې ته مه رابولئ،حال داچې تاسې ډېر لوړ ياست او خداى له تاسې سره دى او هېڅکله به ستاسې د كړنو (ثوابونه) كم نه كړي. ))

ټکي :

* ((يَتِرَكُمْ)) له (( وتر)) اخستل شوى،چې د تاوان او کمېدو په مانا دى .

* پوښتنه : قرآن په يوځاى کې وايي : وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا (انفال/ ۶۱)؛يعنې که دښمن سولې ته غېږ پرانسته؛نو تاسې هم ورته تندى ورين کړﺉ؛خو دې آيت ‏پر سوله ‏نيوکه کړې:(فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ) ؛نو موږ ته څه پکار دي ؟

ځواب : هر آيت پر يوه اړخ رڼا اچولې ده، د وېرې او سستۍ په پار سوله رټل شوې ده؛ځکه دښمن د زړه ارمان مه پوره کوﺉ،(وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ) (قلم/۹)؛خوهغه سوله،چې د واک له موضع پر کمزوريو د زړه سوي لپاره وي؛نو دا سوله ستايل شوې ده،چې په کراره تګ کله د جسم د ضعف او ناغېړۍ له امله وي او کله له ماشومانو او زړو سره يو ځاى تګ ته،چې تېز نشي. اسلام وايي : تاسې بايد د روحيې،ځواک ‏او امکاناتو له مخې بشپړ سمبالتيا ولرئ؛نو پرهغه مهال که دښمن د سولې وړانديز درکړ؛نو ورسره يې ومنئ .

* له مؤمنانو سره د الهي معيت او هملارۍ ‏(وَاللَّهُ مَعَكُمْ) مراد عمومي الهي معيت نه دى،چې ويلي يې دي : (وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ) (حدید/۴)؛بلکې ‏ځانګړى معیت دی،چې دلته د عزت،نصرت او د الله په لار کې مجاهدینو ته د الله ‏د ځانګړي ښیون- هدايت په مانا دى . ( د فرقان تفسیر) لکه چې په نورو آيتونو کې هم دې هملارۍ ‏ته اشاره شوې ‏: (وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ)(عنکبوت/۶۹ ) ‏

* چې سپېڅلي څښتن مؤمنانو ته وويل : (وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ)؛نو شونې وه‏،چې مؤمنانو د خپلو کسانو د کمښت او د دښمن د ډېروالي په ليدو په زړه کې شک او ترديد رامنځ ته شوی واى؛نو خدای بې ځنډه وويل : (وَاللَّهُ مَعَكُمْ) . ( د فخر رازي تفسیر )

پيغامونه :

١-مؤمن ناغېړی نه وي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ… فَلَا تَهِنُوا )

٢-د داخلي چارو سبمالول پر بهرني دښمن د برلاسۍ لومړى شرط دى.( فَلَا تَهِنُوا..)

٣- د ايمان د جبهې له لوري بايد د سولې او جوړجاړۍ وړانديز ونشي،که مقابل لوري ورته وړانديز وکړ؛نو و دې مني .(فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ)

٤-مسلمانان د ښه چارو له امله پر شا وټپوئ او ارزښت يې ورته بيان کړئ . (وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ)

٥-الهي مرستې تل له مؤمنومجاهدينو سره وي. (وَاللَّهُ مَعَكُمْ)

٦-خداى د مجاهدينو د ثواب ضمانت کړى دى.(وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ)

 

﴿۳۶﴾ ((إِنَّمَا الحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ =په رښتيا چې د دنيا ژوند خو يوه لوبه او ساتېري ده او كه ايمان راوړئ او پرهېزګاري وكړئ (؛نو) خداى به يې اجرونه دركړي او شتمني مو نه غواړي . ))

ټکي :

*په تېر آيت کې له ناغېړۍ او کفارو سره له جوړجاړۍ منع ‏شوو، دا آيت راغلى او د ناغېړۍ پر لامل یې رڼا اچولې،چې دنياپالنه ده،وايې : دنيا مو و نه غولوي .

* حضرت ‏يوسف علیه السلام پلار ته ګران زوى و ،د ورونو په نظر کې يو رقيب و، د کاروانيانو په نظرکې ، چې له څاه يې راوايست،مريى و؛د زليخا په نظر کې معشوق او د بنديانو په نظرکې د خوب تعبيرونکى و .

*دنيا هم د ډېری ‏خلکو په نظر کې د سرګرمۍ اوکاميابۍ وسيله ده؛خو د مؤمنانو په نظر کې د خداى پېژندنې ټولګى دی،چې ټول څيزونه يې الهى آيتونه دي،د صالح عمل، د سوداګرۍ ‏بازار ،د آخرت د کرنې او يېبرې-حاصل ‏ پټى دی .

* د الهي پيداېښت بنسټ لهو او لعب نه دى.

 ((وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ(الدخان/۳۸) = [موږ اسمانونه او ځمكه او د دواړو ترمنځ څيزونه (بې موخې او) لوبو ته نه دي پيدا كړي .]؛بلکې دا انسان دى،چې د خپلې ناسمې ګټې په پار يې د لوبو او ساتېرۍ ‏وسيله ګرځوي. ))

پيغامونه :

١- د مؤمنانو د ناغېړۍ لامل پر دنيا زړه تړل دي .(فَلَا تَهِنُوا .. إِنَّمَا الحَيَاةُ الدُّنْيَا)

٢-دنيا له ايمان او تقوا پرته هېڅ ارزښت نه لري. (لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا)

٣- تقوى د ايمان لوړه درجه ده. (تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا)

٤-ايمان او تقوا هغه دوه لامله دي،چې د انسان نړۍ له ساتېرۍ ‏راباسي. (لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ)

٥-ايمان او تقوا درلودل د شتمنۍ له درلودو سره ټکر نه لري. (تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا…. وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ)

٦-د انفاق،اطعام،زکات،خمس او صدقې حکم زموږ ودې ته ورکړ‏ شوې ‏او د لارښوونې مزدوري نه ده. ( لَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ)

﴿۳۷﴾ إِن يَسْأَلْكُمُوهَا فَيُحْفِكُمْ تَبْخَلُوا وَيُخْرِجْ أَضْغَانَكُمْ = (ځکه) كه (شتمني) مو په ټينګه وغواړي (؛نو) کنجوسي كوئ او كينې به مو را برسېره كړي. ))

ټکي :

*((فَيُحْفِكُمْ)) له ((احفا‏ء)) اخستل شوی،چې په غوښتنه کې ټينګار ته وايي . ((اضغان )) د((ضغن )) جمع ده ،چې د سختې کينى په مانا ده .

* ځينوانسانانو پر دنيا دومره زړه بايللى وي،چې ان‏ که خداى هم ترې څه وغواړي ؛نو زړه ته کينه اچوي .

پيغامونه :

١- د انسان ځانګړنې له الهي احکامو سره په مخامخېدو کې رابرسېرېږى. (إِن يَسْأَلْكُمُوهَا….. تَبْخَلُوا)

٢-پر دنيا زړه بايلل او کنجوسي رټل شوي دي. (إِن يَسْأَلْكُمُوهَا….. تَبْخَلُوا)

٣-خداى انسان ته ملا ماتی او ځورنده ‏حکم نه دى ورکړى. (فَيُحْفِكُمْ)

٤- د ملګري ملګرتيا د سخاوت او کنجوسۍ پر مهال جوتېږي . (يُخْرِجْ أَضْغَانَكُمْ)

﴿۳۸﴾ ((هَاأَنتُمْ هَؤُلَاء تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ = هو! تاسې هماغه خلک ياست، چې د خداى په لار كې د مال لګولو ته رابلل كېږئ؛نو له تاسې څوك کنجوسي كوي او څوك چې کنجوسي كوي؛ نو په حقيقت کې له ځان سره به يې كړې وي او خداى غني دى او تاسې اړمن ياست او كه مخ واړوئ (؛نوخداى) به ستاسې پرځاى بل قوم راولي،چې هغوى به بيا ستاسې په څېر نه وي (او په خلاص مټ به د خداى په لار کې لګښت کوي) ))

ټکي :

*پوښتنه : په تېرو دوو آيتونو کې يې وويل : (لَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ)، موږ ستاسې له ماله نه غواړو او په دې آيت کې خلک انفاق ته رابللي او له خلکو غواړي؛نو دا آيتونه څنګه يوله بل سره سمون خوري؟

ځواب : له ((لَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ)) مراد دا دى ،چې موږ ستاسې د لارښوونې او ايمان په بدل کې ‏درنه څه نه غواړو او يا د خپل ځان لپاره تاسې ته اړ نه يو؛خو په دې آيت کې انفاق ته رابلنه د ټولنيز عدالت او وحدت، د دوستۍ رامنځ ته کېدو ته او د تبعيض او کينو د لرې کولو ته دى،پوړیز- طبقانى توپير د انسان په زړه کې د غچ چاودنه ‏جوړوي؛نو انفاق ته رابلل د انسانانو د ژوند نظام ساتلو ته دى ؛نو خداى وايي :

څوک چې کنجوسي کوي،پخپل تاوان يې دى او خداى له هر اړخه غني دى اوچاته اړ نه دى .

په ښوونه او روزنه کې باید‏ ځینو ‏پړاوونو ته پاملرنه وشي :

الف : مخاطب ته خبردارى ورکول (هَاأَنتُمْ )

ب : بلنه (تُدْعَوْنَ….)

ج : توجيه او استدلال (فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ)

د : تکرار او پرېکندتوب ( وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء)

٧: غاړه خلاصول او ګواښ ‏(وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ ..)

پيغامونه :

١-باید په تبليغ کې خبرې اورېدو ته ‏مخاطب حساس شيَ . (هَاأَنتُمْ …)

٢- چې له لاسه موکېږي انفاق وکړئ،چې وارثان به مو دا کار درته و نه کړي . (لِتُنفِقُوا)

٣-خداى انسان له اخلاص سره کار ته رابلي . (لِتُنفِقُوا فِي سَبېل اللَّهِ)

٤-خلک بايد له نورو سره مرستې ته راوبلل شي ؛خو بايد ازاد پرېښوول شي،چې پخپله ګام اوچت کړي (فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ) .

٥-څوک چې کنجوسي کوي،فکر کوي نور يې له خپلې شتمنۍ بې برخې کړي،حال داچې خبر نه دى،چې ځان يې الهي درشل ته له ورنږدېدو بې برخې کړى دى. (فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ) .

٦- کنجوسي د انسان په روحيې پورې تړاو لري او لازمه یې د شتمنۍ درلودل نه دي؛ځکه داسې ډېر کسان دي، چې شتمني لري؛‏خو کنجوس نه وي. (فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ)

٧- انفاق ته رابلنه د خداى د اړينتوب نښه نه ده. (وَاللَّهُ الْغَنِيُّ) .

٨- په تبليغ کې مخاطبين مه مغرورئ . ( ُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا… وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء)

٩- په تبليغ او بلنه کې د خلکو غوړه مالي ‏مه کوئ ،چې د الهي احکامو کرامت وساتل شي.( تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا… وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ) .

١٠-ستاسې په نه پلي کولو د الهي احکامو کډه نه بارېږي. (إِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ) .

١١-چې تاريخ د عبرت زړه کړه ده،راتلونکی ليد هم ګټور دی . (يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ) .

١٢-له انفاقه لاس اخستل دومره خطرناک دي ،چې کېداى شى ددې کار په پار خداى د يوه ملت يا رژیم بېخ راوباسي . (إِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ..)

١٣-ښوونې او روزنې ته دې کله نا کله ‏‏ له زوره کار واخستل شي‏‏. (إِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ)

١٤-ځمکه به ‏کله هم له نېکانو ‏تشه ‏نشي. (يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ) .

١٥-خداى ته لاس پر لاس بندګان پکار دي (قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ) (الهي دين خپل پايښت ته هېچا او ډلې ته اړ نه دى )

والحمد لله رب العالمين

 

سرچینه : تفسیر نور، مفسر شیخ محسن  قرآیتی

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!