تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر مدثر سورت   بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه یا أَیُّهَا الْمُدَّثِّرُ«1» قُمْ فَأَنْذِرْ«2» وَ رَبَّکَ فَکَبِّرْ«3» وَ ثِیابَکَ فَطَهِّرْ«4» وَ الرُّجْزَ فَاهْجُرْ«5» وَ لا تَمْنُنْ تَسْتَکْثِرُ«6» وَ لِرَبِّکَ فَاصْبِرْ«7»=ای د خوب څادر پر ځان راکښونکی! (او په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

مدثر سورت

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه

یا أَیُّهَا الْمُدَّثِّرُ«1» قُمْ فَأَنْذِرْ«2» وَ رَبَّکَ فَکَبِّرْ«3» وَ ثِیابَکَ فَطَهِّرْ«4» وَ الرُّجْزَ فَاهْجُرْ«5» وَ لا تَمْنُنْ تَسْتَکْثِرُ«6» وَ لِرَبِّکَ فَاصْبِرْ«7»=ای د خوب څادر پر ځان راکښونکی! (او په بستره كې پروته)! پاڅه او (نړيوالو ته) خبردارى وركړه،او پالونكى دی ستر ګڼه، او جامې دې پاكې کړه،او [د شرک] له چټلۍ ډډه وکړه،او (د ورکړې) منت مه ږده او (چار دې) ستر مه شمېره، او د خپل پالونكي په پار زغمناک اوسه؛

 

ټکي:

* په قرآن کې، دوه ځل د «قُمِ» کلیمه راغلې او دواړه ځل یې خطاب پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته دی، یو یې تهجد لمانځه او ځان جوړونې ته «قُمِ اللَّیْلَ» او بل یې ښیون، ارشاد او ټولنسازۍ ته. «قُمْ فَأَنْذِرْ»

«مدثر» له «دثار» اخستل شوی او هغو اوږدو جامو ته وايي، چې د نورو جامو له پاسه اغوستل کېږي او یا یې خوب مهال پرځان اچوي[1]. (د«شِعار» پر وړاندې چې لانداغوستن دی.)

د «کَبِّر» حکم د اذان او اقامې په تکبیرونو، تکبیرة الاحرام او همداراز د فرض لمونځونو په تسبیحاتو کې تر سترګو کوو.

امام صادق (رح) وویل: له «وَ ثِیابَکَ فَطَهِّرْ» مراد دادی، چې جامه دې لنډه کړه؛ ځکه په جاهلیت کې دود و، چې مشرانو به یې دومره اوږدې جامې اغوستې، چې یوه برخه یې پر ځمکه راکښودل کېده او ځینې وګړي به یې اجیر کړي وو، چې جامې ورسره یوسي.

او امام کاظم (رح) وویل: له «ثِیابَکَ فَطَهِّرْ» مراد، پر ځمکه له راښکلېدو او له چټلېدو مخنيوي ته د جامو اوچتولو ته وايي[2].

د «رجز» کلیمه د «رجس» مترادفه او د پلیدۍ او چټلۍ په مانا ده؛ نو هر ډول ګناه، شرک، بوت، عذاب او ناوړه اخلاقي کړنو ته کارېږي.

په حدیث کې لولو:«لا تعطی تلتمس اکثر منها»؛ یعنې بل ته داسې څیز مه ورکوئ، چې بیا د ډېر تمه ترې ولرې.

او په یو بل حدیث کې راغلي: «لا تستکثر ما عملت من خیر لله»؛یعنې د هغه نېک کار حساب هېڅکله مه کوئ، چې الله (ج) ته دې کړی[3].

په مزمّل سورت کې د شپني عبادت کړلار او له الله (ج) سره اړیکه اوڅار شوه: «قُمِ اللَّیْلَ» او په دې سورت کې ورځېنۍ کړلار او له خلکو سره اړیکه اوڅار ده. «قُمْ فَأَنْذِرْ»

د «الله اکبر» ذکر په دې آیت د عمل ستر مصداق دی. «وَ رَبَّکَ فَکَبِّرْ»

*الله (ج) ستر ګڼل د نورو د کوشني پېژندو په مانا دي؛ لکه څنګه چې الوتکه، څومره پورته خېژي، ځمکه او څه چې پرې دي، کوشني کېږي. هغه ته هم چې الله (ج) ورته ستر دی او د زړه له کومې الله اکبر وايي، دنیا یې په نزد کوشنۍ ده او له هېڅ زبرځواکه نه ډارېږي[4]. لکه څنګه چې د نهج البلاغې د همام خطبې د متقیانو په ځانګړنو کې لولو:«عظم الخالق فی انفسهم فصغر ما دون ذلک»

* د الله (ج) ستریا مطلقه ده، تر ټولو لیدونو، اورېدنو، لیکنو، فکرونو او ستاینو.

په ارشاد او انذار کې څو ټکي اغېزمن دي: ظاهري پاکوالی: «وَ ثِیابَکَ فَطَهِّرْ»، مانیزه پاکي: «وَ الرُّجْزَ فَاهْجُرْ»، په عمل کې اخلاص: «وَ لا تَمْنُنْ تَسْتَکْثِرُ» زغم او زیارکښي :«وَ لِرَبِّکَ فَاصْبِرْ»

 

پېغامونه:

۱-د پېغمبر اکرم ټولو حالاتو ته د الله (ج) ځانګړی پام دی. «یا أَیُّهَا الْمُدَّثِّرُ»

2-د خلکو د خلاصون شرط دادی، چې دیني مشران حرکت وکړي او ګوښیتوب او هوساینې پرېږدي. «قُمْ فَأَنْذِرْ»

3- سره له دې چې انبیاء هم زېری ورکوي او هم ګواښګرندي کوي؛ خو د خلکو راويښولو او غفلت لرې کونې ته یې ګواښګرندي په کار ده، نه زېری. «فَأَنْذِرْ»

4- انسان ته ډول ډول خطرونه پر لار ناست دي او د انبیاوو دنده داده، چې بشر له ډول ډول دنیوي او اخروي خطرونو خبر کړي. «فَأَنْذِرْ»

5-الهي دندې ترسره کونې ته دې په ټول وجود راپاڅو. «قُمْ فَأَنْذِرْ»

6-د انبیاوو قیام د وحې پر بنسټ دی، نه ریاست غوښتنې، غواروۍ غوښتنې او ځاني غوښتنو ته. «قُمْ فَأَنْذِرْ»

7- الله (ج) هم په زړه کې ستر وګڼئ او هم په خوله. «رَبَّکَ فَکَبِّرْ»

8-هغه چې الله (ج) ستر وګاڼه؛ نو د دښمن پېغورونه، دوکې او کړاوونه کوشنۍ ګڼي. «وَ رَبَّکَ فَکَبِّرْ»

9- ستریا الله (ج) ته ځانګړې ده، نه نورو ته. (د «رَبَّکَ» کلیمه تر «فَکَبِّرْ» مخکې راغلې او ځانګړتوب راښيي.)

10-د الهي مشر د وینا د اغېز شرط دادی، چې لمنه یې له هر ډول ګناه پاکه وي. «وَ ثِیابَکَ فَطَهِّرْ»

11- د توحید او تکبیر ترڅنګ د پاکوالي راتګ، نظافت ته د دین توجه راښيي.«وَ رَبَّکَ فَکَبِّرْ وَ ثِیابَکَ فَطَهِّرْ»

12- نه یوازې د بدن پاکوالی؛ بلکې د جامو پاکوالي ته هم د اسلام پام دی. «وَ ثِیابَکَ فَطَهِّرْ»

13-د اسلامي ټولنې مشر دې له هر ډول چټلۍ لرې وي، چې بېلګه شي. «وَ الرُّجْزَ فَاهْجُرْ»

14- ځانسازي پر ټولنسازۍ لومړۍ ده. هغه چې غواړي ټولنه له چټلیو پاکه کړي، پخپله دې هم له هر ډول چټليو پاک وي. «وَ الرُّجْزَ فَاهْجُرْ»

15- نه په عبادت او انفاق پر الله (ج) منت ږده او مه دې کړنې ډېرې شمېره او د الله (ج) پر بندګانو منت مه ږده. «وَ لا تَمْنُنْ تَسْتَکْثِرُ»

16- منّت ايښودل او په نفقه ورکولو او خیراتونو کې تمه درلودل، د روح د چټلۍ مصداقونه دي. «وَ الرُّجْزَ فَاهْجُرْ وَ لا تَمْنُنْ تَسْتَکْثِرُ»

17- منت نه ایښودل او خپلې کړنې ډېرې نه شمېرل، د مبلغانو او مشرانو د بریا له شرایطو ځنې دي. ((قُمْ فَأَنْذِرْ … وَ لا تَمْنُنْ تَسْتَکْثِرُ))

18- دیني مشر دې له خلکو تمه نلري. «وَ لا تَمْنُنْ تَسْتَکْثِرُ»

19- هغه څوار – استقامت او صبر ارزښتمن دی، چې د الله (ج) لپاره وي؛ ګنې ځېل دی. «وَ لِرَبِّکَ فَاصْبِرْ»

20- خواري کښ انسان وده کولای شي. «وَ لِرَبِّکَ فَاصْبِرْ»

21- که څه د معصیت، ګناه، کړاو او لاروۍ پر وړاندې صبر په کار دی؛ خو د خلکو ښیون ځانګړي صبر ته اړتیا لري.(( قُمْ فَأَنْذِرْ … وَ لِرَبِّکَ فَاصْبِرْ))

22-د اسلامي ټولنې مشر دې هراړخیز صبر ولري. د تورونو، کړاوونو او دروغجنولو پر وړاندې او په تبلیغ، انذار او عبادت کې صبر .(( قُمْ … فَاصْبِرْ))

23-د خلکو ښیون ځانګړې ارادې ته اړتیا لري.(( فَأَنْذِرْ … فَاصْبِرْ))

 

فَإِذا نُقِرَ فِی النّاقُورِ«8» فَذلِکَ یَوْمَئِذٍ یَوْمٌ عَسِیرٌ«9» عَلَی الْکافِرِینَ غَیْرُ یَسِیرٍ«10» ذَرْنِی وَ مَنْ خَلَقْتُ وَحِیداً«11» وَ جَعَلْتُ لَهُ مالاً مَمْدُوداً«12» وَ بَنِینَ شُهُوداً«13» وَ مَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِیداً«14»=نو چې په “شپېلۍ” كې پوكى وشي؛ نو دا ورځ، يوه سخته ورځ ده، [چې] پر كافرانو نااسانه ده! ما هغه ته ورپرېږده،چې يوازې مې پيدا كړى دى! او ډېره شتمني مې وركړې ده،او (چوپړ ته چمتو او) ملاتړي زامن (مې وركړي دي)، او (ژوندون وزلې) مې پوره ورچمتو كړي دي .

ټکي:

«ناقور» هغه څیز دی، چې د غږ تولید ته وهل کېږي؛ لکه ډهول او لکه شپېلۍ چې پوکی ورکول کېږي او دلته مراد ترې هماغه په شپېلۍ کې پوکل دي، چې په نورو آیتونو کې هم وايي:«فَإِذا نُفِخَ فِی الصُّورِ[5]» 

د مرغیو مښوکې ته «منقار» وايي؛ ځکه د وهلو او سوري کولور وزله ده او د شپېلۍ غږ، ته وا غوږ سوری کوي او مغزو ته ورننوځي.

په قرآن کې په شپېلۍ کې دوو پوکلو ته اشاره شوې ده، لومړی پوکی، چې له لامله یې ټول مري او دویم پوکی، چې له لامله یې ټول بیا راژوندي کېږي.

 * مسجدالحرام ته نږدې د «دارالنّدوه» په نامه یو مرکز و، چې مشرکان پکې مشورې ته راغونډېدل. ولید بن مغیره یو مخور او په عقل او تدبیر درلودو مشهور سړی و، ددې مرکز په یوې غونډې کې یې وویل: راځئ خبره مو د محمد خلاف سره یوه کړو او د کعبې زایرانو ته د محمد په باب یو ځواب ولرو. یو یې وویل: و به وایو چې محمد شاعر دی. بل وویل: و به وايو چې پالي دی او درېیمي وویل: و به وایو چې لېونی دی. ولید وویل: ما ډېر شعرونه اورېدلي او خبرې یې شعر ته ورته نه دي، د لېونتوب نښې هم پکې نشته او خبرې یې له پالیانو سره خورا توپير لري. لنډه دا چې هوډ یې وکړ، چې ووايي: محمد کوډګر دی او د کورنیو غړيو ترمنځ درز اچوي او ان د هغو کورنیو د غړیو په منځ کې یې درز اچولی، چې ایمان یې پرې راوړی.

په دې آیتونو کې الله (ج) د ولید په باب وايي: ما هغه پنځولی او ډېر مال او اولاد مې ورکړی؛ خو هغه له خپل فکره ناوړګټنه وکړه او زما د پېغمبر پر وړاندې ودرېد؛ نو مرګ دې پرې وي.

 * په «خَلَقْتُ وَحِیداً» کې له «وَحِیداً» مراد یوه لاندېنۍ مانا ده:

1-«وحید»، د مخلوق صفت دی؛ یعنې هغه یوازې، بېوسې او نشتمن و او ما نعمت ورکړ.

2-«وحید»، د خالق صفت دی؛ یعنې ما په یوازې ځان وپنځاوه او اوس به یوازې زه ورسره حساب وکتاب کوم.

 

پېغامونه:

1- ددې نړۍ پای او د بلې نړۍ پیل، په یوې وېرونکې غږ سره ده. «نُقِرَ فِی النّاقُورِ»

2- قیامت د کافرانو لپاره سخت دی او په وخت تېرېدنه کافر انسان ورسره نه روږدېږي او ورته نه اسانېږي.((عَسِیرٌ … غَیْرُ یَسِیرٍ))

3- الله (ج) خپل استازي ته ډاډ ورکوي، چې دښمن دې ماته راپرېږده.(( ذَرْنِی …))

4- د پنځون آر او د ژوند چارې د الله (ج) په لاس کې دي.(( خَلَقْتُ … جَعَلْتُ))

5-که مال او اولاد لرو؛ نو غره دې نشو او هېر دې نکړو، چې یوه ورځ یوازې راغلي وو او یوازې به ځو. «خَلَقْتُ وَحِیداً»

6-د بشر شتمني د الله (ج) په مشیت پورې اړوند ده، درکړل شوي نعمتونه د خپلې پوهې او هنر پایله مه ګڼئ.(( جَعَلْتُ … مَهَّدْتُ))

 

ثُمَّ یَطْمَعُ أَنْ أَزِیدَ«15» کَلاّ إِنَّهُ کانَ لِآیاتِنا عَنِیداً«16» سَأُرْهِقُهُ صَعُوداً«17» إِنَّهُ فَکَّرَ وَ قَدَّرَ«18» فَقُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ«19» ثُمَّ قُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ«20» ثُمَّ نَظَرَ«21» ثُمَّ عَبَسَ وَ بَسَرَ«22» ثُمَّ أَدْبَرَ وَ اسْتَکْبَرَ«23» فَقالَ إِنْ هذا إِلاّ سِحْرٌ یُؤْثَرُ«24» إِنْ هذا إِلاّ قَوْلُ الْبَشَرِ«25»=بيا [هم] تمه لري،چې ورزيات يې كړم. هېڅكله به داسې ونشي[؛ځكه] هغه خو زموږ د آيتونو سخت دښمن شوی دى. ژر به يې له زیاتېدونکي کړاوونو سره ورمخ کړم؛ [ځكه] (له قرآن سره مبارزې ته) یې سوچ وكړ او (طرحه يې) وسنجوله . نو مرګ پر ده! څرنګه يې (له حق سره د مبارزې طرحه) وسنجوله؟!  بيا هم مرګ پر ده، چې څرنګه يې (طرحه او خپله شيطاني نقشه) وسنجوله؟!  بيا يې وكتل،ورپسې يې مخ تريو او تندى ګونجې كړ؛ بيا يې (حق ته) شا واړوله او لويي يې وكړه،او و يې ويل: ((دا (قرآن) بېدو له پخوا راروانې کوډې دي. دا هسې د بشر خبرې دي (نه د خداى وينا).))

 

ټکي:

«عنید» له «عناد» اخستل شوی؛ یعنې کافران په حق پوهېږي؛ خو د ځېل او دښمنۍ له مخې یې منلو ته چمتو نه دي.

«ارهقه» له «ارهاق» اخستل شوی او یو کس ستونزمن کار اړ ایستو ته وايي.

«صعود» هغه پېچومي ته ویل کېږي، چې ترې تېرېدل او ورختل ستونزمن وي.

 * له «قَدَّرَ» نه مراد «تقدیر» دی او هغه هم د قرآن، کوډو، شعر او پالیتوب ترمنځ پرتلنه ده.

قرآن د کفر او دروغو په باب یوازې یو ځل د «قُتِلَ» کلیمه کارولې ده:

«قُتِلَ الْإِنْسانُ ما أَکْفَرَهُ[6]» مړ دې (هغه بې ایمانه) انسان وي، چې دومره کفر کوي.

«قُتِلَ الْخَرّاصُونَ[7]» مړ دې وي هغه چې دروغ پورې کوي.

خو د پېغمبر اکرم او قرآن پرخلاف دسیسې په باب وايي: «فَقُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ ثُمَّ قُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ»

په 23 آیت کې یې وویل: «ثُمَّ أَدْبَرَ وَ اسْتَکْبَرَ»، اوس دې وګورو، چې د هغوی حال به څنګه وي، چې حق ته شا او مخالفت ورسره کوي؟

هغوی چې پر حق له پوهې سره سره بیا هم کفر کوي او مخ ترې اړوي؛ نو قرآن یې په اړه وايي: داسې کسان به په بېلابېلو عذابونو اخته شي؛ لکه:

په ژوند کې خپله موخه له لاسه ورکوي.« اسْتَهْوَتْهُ الشَّيَاطِينُ فِي الْأَرْضِ حَيْرَانَ [8]» د شیطان دوکو پر ځمکې کړهاند او لالهاند کړي دي.

زړه تنګي به یې تر دباو لاندې کړي: «یَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَیِّقاً حَرَجاً[9]

تنګلاسی به شي: «وَ مَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِکْرِی فَإِنَّ لَهُ مَعِیشَهً ضَنْکاً[10]» څوک چې زما له لاروۍ او یاده سرغړونه وکړي؛ نو لاس به یې تنګ کړم.

بدمرغه به شي: «إِنَّ الْخِزْیَ الْیَوْمَ وَ السُّوءَ عَلَی الْکافِرِینَ[11]

په سمه لار کې به د الهي نعمتونو له ګټنې بې برخېږي.قرآن وايي: «خَتَمَ اللّهُ عَلی قُلُوبِهِمْ وَ عَلی سَمْعِهِمْ وَ عَلی أَبْصارِهِمْ غِشاوَهٌ[12]=» 

کړنې یې په بیدیا کې د بوړبوکۍ په څېر پوچې او تش منځې دي: «أَعْمالُهُمْ کَسَرابٍ بِقِیعَهٍ[13]

«أَعْمالُهُمْ کَرَمادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّیحُ فِی یَوْمٍ عاصِفٍ[14]

هره شېبه یې تاوان ډېرېږي: «وَ لا یَزِیدُ الْکافِرِینَ کُفْرُهُمْ إِلاّ خَساراً[15]»

پرله پسې له حقه لرې کېږي: «ضَلُّوا ضَلالاً بَعِیداً[16]»

بې دوزخه بله لار نه لري: «وَ لا لِیَهْدِیَهُمْ طَرِیقاً إِلاّ طَرِیقَ جَهَنَّمَ[17]» 

امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه په نهج البلاغه کې مسلمانان رټي، چې دښمن مو په فکر او پروګرام مخې ته روان دی؛ خو تاسې ویده او غافل یاست((تکادون و لا تکیدون…لا ینام علیکم و انتم فی غفله[18]))

*کینه کښ او ځيلي انسانان معمولا سختدریځي شي او په ټولیزه توګه خپل اعتدال له لاسه ورکوي. سره له دې چې «عَبَسَ» او «بَسَرَ» تقریباً په یوه مانا دي. د دواړو کلیمو راوړل یې سختدریځي راښيي.«عَبَسَ وَ بَسَرَ»؛ لکه څنګه چې مخ اړونه د کبر له مخې ده؛ خو دلته د «ادبار» او«استکبار» دواړه کلیمې راغلې دي: «ثُمَّ أَدْبَرَ وَ اسْتَکْبَرَ»

 

پېغامونه:

1-له الله (ج) لرې انسان، تمه کوونکی او ډېر غواړی دی. «یَطْمَعُ أَنْ أَزِیدَ»

2- دښمن، خپلو ټولو هیلو ته نه رسي.(( یَطْمَعُ أَنْ أَزِیدَ کَلاّ …

3-د بېځایه تمو پر وړاندې پرېکنده او کلک چلن وکړئ.(( یَطْمَعُ … کَلاّ))

4- کینه او ځېل، چې په انسان کې راپیدا شو؛ نو الهي آیتونه دروغجنوي. «کانَ لِآیاتِنا عَنِیداً»

5- کینه او ځېل، د نعمتونو د ځوړ لاملونه دي. «یَطْمَعُ أَنْ أَزِیدَ کَلاّ إِنَّهُ کانَ لِآیاتِنا عَنِیداً»

6-کینه د زیاتېدوني عذاب لامل دی. «عَنِیداً سَأُرْهِقُهُ صَعُوداً»

7- په دنیا کې د غفلت خوندونه او هوساینه، په قیامت کې د سخت کړاو لاملونه دي.( په هر ځوړ پسې پیچومی دی.) ((جَعَلْتُ لَهُ مالاً مَمْدُوداً … سَأُرْهِقُهُ صَعُوداً))

8-دښمن په فکر او پروګرام مخې ته ځي. «إِنَّهُ فَکَّرَ وَ قَدَّرَ».

9-د دښمن پروګرام له قرآن او الهي آیتونو سره مبارزه ده.(( کانَ لِآیاتِنا عَنِیداً … فَکَّرَ وَ قَدَّرَ))

10- هر اند ارزښت نه لري او هر اندیال ارزښتمن نه دی. «إِنَّهُ فَکَّرَ وَ قَدَّرَ فَقُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ»

11-دسیسه چیان دې پوه وي، چې راتلونکي به هم پرې لعنت وايي. «فَقُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ»

12- پر دښمن لعن او ورته ښېراوې نه یوازې جایز؛ بلکې لازم دي. «فَقُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ ثُمَّ قُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ»

13- فاسدو مشرانو ته او هغوی چې په خپل فکر او پروګرام، فرهنګي ګوزار کوي، باید تل ښېرې ورته وشي. «فَقُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ ثُمَّ قُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ»

14-ناوړه اند د خطرناک او ناوړه هوډ سریزه ده .(په آیت کې د «فقتل کیف فکر» پر ځای یې دوه ځل وویل: «فَقُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ»)

15-یوه شېبه د اوږدې مودې لپاره د نېکچارۍ یا بدچارۍ لامل شي. د «فَکَّرَ» کلیمه یو ځل او د «قَدَّرَ» کلیمه درې ځل تکرار شوې ده.

16- دښمن په څارنه او ارزونه، د دین پر خلاف خپلې کړلارې ژورې غځوي.(( إِنَّهُ فَکَّرَ وَ قَدَّرَ … ثُمَّ نَظَرَ))

17- له دښمنه د موسکا او خندا تمه مه لرئ. «ثُمَّ عَبَسَ وَ بَسَرَ»

18- دښمن خپلې بریا ته ډېر وخت لګوي او صبر ورته کوي. «ثُمَّ نَظَرَ ، ثُمَّ عَبَسَ ، ثُمَّ أَدْبَرَ» («ثُمّ» کلیمه معمولاً هغه مهال کارېږي، چې زماني واټن ډېر وي.)

19- ان کافرانو ته هم قرآن زړه راښکونی او جادويي کتاب دی. «إِنْ هذا إِلاّ سِحْرٌ یُؤْثَرُ»

 

 

سَأُصْلِیهِ سَقَرَ«26» وَ ما أَدْراکَ ما سَقَرُ«27» لا تُبْقِی وَ لا تَذَرُ«28» لَوّاحَهٌ لِلْبَشَرِ«29» عَلَیْها تِسْعَهَ عَشَرَ«30»= (خو) ژر به يې سقر [= ځوروونكي دوزخ] ته ورننباسم او (سوځوم يې)! او ته پوهېږې، چې ((سقر)) څه دى؟! (داسې اور دى،چې له بدنه) څه نه ترې پاتېږي او نه څه خوشې کوي. چې سوځنده دى [او د] پوټكي [رنګ] تور اړوي. چې [د عذاب] نولس تنه (پرښتې) پرې ګومارل شوي دي.

 

ټکي:

«سَقَرَ» د دوزخ یوه نامه ده او په آر کې د لمر تودوخې ته د ویلي کېدو په مانا ده[19].

«لواح» او«تلویح» په تور یا سور رنګ اوړېدو ته وايي.

 * «بشر» د «بشره» جمع او د پوټکي ظاهر ته وايي.

په تاریخ کې راغلي: هغه مهال چې ابوجهل واورېدل، چې دوزخ نوولس تنه ماموران لري؛ نوملګرو ته یې وویل:

ستاسې هر لس تنه دې د هغوی یو تن مغلوب کړي. یو زورواکي قریش وویل: زه به یې اوولس تنه مغلوب کړم او تاسې پاتې دوه مغلوب کړئ[20].

* ځینو ویلي: د دوزخ اور نه مړه کول کوي او نه دې ژوندی ساتي؛ لکه د «لا یَمُوتُ فِیها وَ لا یَحْیی[21]» په څېر آیت او د «کُلَّما نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْناهُمْ جُلُودا))[22] په څېر آیت.

 

پېغامونه:

۱-د دوزخ حقیقت یوازې په وحې درک کېدای شي. «وَ ما أَدْراکَ ما سَقَرُ»

2-د دوزخ اور هم پراخه دی: «لا تُبْقِی» ، هم نه مړ کېدونی دی. «لا تَذَرُ»

3- معاد جسماني دی. «لَوّاحَهٌ لِلْبَشَرِ»

4-هغه چې الهي وحې اپوټه کوي او څېره یې کوډې انځوروي؛ نو سزا یې داده چې د دوزخ په اور یې د بدن پوټکی اپوټه کېږي. «لَوّاحَهٌ لِلْبَشَرِ»

5-چې یوه پرښته له ټولو خلکو ساه ایستای شي او چې کله دوه پرښتې د لوط ښار لاندې باندې او ټول ورک کولای شي؛ نو نولس پرښتې خو په دوزخ کې ټول مجرمان په عذابولای شي. «عَلَیْها تِسْعَهَ عَشَرَ»

 

وَ ما جَعَلْنا أَصْحابَ النّارِ إِلاّ مَلائِکَهً وَ ما جَعَلْنا عِدَّتَهُمْ إِلاّ فِتْنَهً لِلَّذِینَ کَفَرُوا لِیَسْتَیْقِنَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ وَ یَزْدادَ الَّذِینَ آمَنُوا إِیماناً وَ لا یَرْتابَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ وَ الْمُؤْمِنُونَ وَ لِیَقُولَ الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَ الْکافِرُونَ ما ذا أَرادَ اللّهُ بِهذا مَثَلاً کَذلِکَ یُضِلُّ اللّهُ مَنْ یَشاءُ وَ یَهْدِی مَنْ یَشاءُ وَ ما یَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّکَ إِلاّ هُوَ وَ ما هِیَ إِلاّ ذِکْری لِلْبَشَرِ«31»= او د دوزخ چوپړيان مو بېدو (د عذاب) پرښتې ټاکلي او موږ يې شمېر يوازې كافرانو ته ازمېښت ګرځولى، چې كتابيان [= يهود او نصارى] يقين پيدا كړي او د مؤمنانو ايمان زيات شي او كتابيان او مؤمنان (ددې اسماني كتاب په حقانيت كې) شكمن نشي او داچې د زړونو رنځوران او كافران ووايي: ((له دې شمېره (=١٩) د الله څه منظور دى؟)) په دې توګه د الله چې چا ته خوښه شي (د دوی د كړنو له لامله) يې بېلارې كوي او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او ستا د پالونكي د لښكرو [پر شمېر] يوازې پخپله الله پوهېږي او دا (آيتونه) انسانانو ته بې له پنده بل څه نه دي.

 

ټکي:

فخر رازي په کبیر تفسیر کې وايي: د 19 شمېره، چې د دوزخ د چارواکیو شمېر دی، له څو لارو د کتابیانو او مسلمانانو د ډاډ لاملېدای شي:

الف)ځکه همدا شمېره په تېرو آسماني کتابونو؛ یعنې تورات او انجیل کې هم راغلې، کتابیانو وویل: یو نالوستی ترې څنګه خبر شو؟ هرومرو وحې ورته شوې ده.

 ب)د قرآن پر حقانیت د کتابیانو ایمان، د مسلمانانو د ایمان زیاتېدا لاملېدای شي.

ج)داچې د دوزخ د چارواکیو شمېر دې ۱۹ وي، ځینو ته هېښنده او ملنډې ښکاري او معمولا انسان داسې څه نه وايي، چې نور پرې ملنډې ووهي.اوس چې قرآن دا شمېره د دوزخ د چارواکیو شمېره ښوولې؛ نو څرګندېږي، چې دا کلام وحې دی.

* د قرآن په ځینو آیتونو کې د خلکو بېلارول، الله (ج) ته ورمنسوب شوي دي؛ لکه د همدې آیت په پای کې چې وايي: «یُضِلُّ اللّهُ مَنْ یَشاءُ»؛ خو پوه دې شو، چې له «اضلال» مراد، پر خپل حال پرېښوول دي؛ یعنې الله (ج) نا اهل انسان پر خپل حال پرېږدي؛ لکه بزګر، چې وراسته زڼي او دانې پرېږدي او شاته یې اچوي؛ خو روغ زڼي او دانې ساتي او ودې ته یې اسباب چمتو کوي.

*د مؤمنانو د ایمان زیاتېدو یوه لار داده، چې تورات او انجیل ولوستل شي او بیا له قرآن سره پرتله شي؛ ځکه د هغو دوو پخوانیو اسماني کتابونو پر آرونو به پوه شي او هم به ډېری ګډ ټکي پکې وموندل شي، چې د قرآن حقانیت جوتوي.

*له احکامو او دیني مطالبو سره درانه چلئ او هېڅکله د هغو چارو سپکاوی مه کوئ، چې زموږ سر پرې نه خلاصېږي او راته هېښنده دي.

داچې د دوزخ د چارواکیو شمېره یې نوولس تنه ښوولې، هغو ته یو ډول ازمېینوزله ده، چې څوک یې مني او څوک یې نه مني.

 * د هستۍ سمبالنه او تدبیر ډېر دقیق او حساب شوی دی. د هستۍ نظام چارواکي، د اړتیا هومره په هر ځای کې ګومارل کېږي، نه یې یو کم او نه یې یو ډېر.

د الهي پوهې له مخې،د دوزخ او دوزخیانو چارسمبالنې ته ۱۹ پرښتې بسیا دي؛ نو یوه به هم پرې ورزیاته نشي او دا مدیرانو ته یوه غوره زده کړه ده، چې د اړتیا له مخې دې کارمندان په دنده وګوماري.

 

پېغامونه:

1- پرښتې د دوزخ چارواکي دي. «ما جَعَلْنا أَصْحابَ النّارِ إِلاّ مَلائِکَهً»

2-هغوی کولای شي د الهي قوانینو پلی کوونکي ووسي، چې په خپله پر هغه څه ککړ نه وي، چې نور ترې منع کوي. «وَ ما جَعَلْنا أَصْحابَ النّارِ إِلاّ مَلائِکَهً»

3-د دوزخ د ساتندویانو د شمېرې ویل، د کفارو ازمېیلو ته وو. «إِلاّ فِتْنَهً لِلَّذِینَ کَفَرُوا»

4-په کتابیانو کې هم انصاف لرونکي وګړي شته، چې د اسلام د حقانیت په جوتېدو ایمان پرې راوړي.(( لِیَسْتَیْقِنَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ …))

5- قرآن په راتلونکي کې په زړه رنځورو پلمه ګرو خبر ورکوي.(( وَ لِیَقُولَ الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ …))

6-د الله (ج) بېلارول لومړني نه دي؛ بلکې د کافرانو سزا ده. (؛لکه یو غل چې کور ته ورننووتی وي او تاسې تمبې ورپسې بندې کړئ؛ نو دلته د غل بندي کول سزايي اړخ لري.) «یُضِلُّ اللّهُ مَنْ یَشاءُ»

7- کفار او منافقان، له اسلام سره په دښمنۍ کې همغږي دي. «وَ لِیَقُولَ الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَ الْکافِرُونَ»

8-کله یو ساده مطلب ځینې ښیون – هدایت او ځینې ورکلاري کړي. «ما ذا أَرادَ اللّهُ بِهذا مَثَلاً کَذلِکَ یُضِلُّ اللّهُ مَنْ یَشاءُ وَ یَهْدِی مَنْ یَشاءُ»

 

کَلاّ وَ الْقَمَرِ«32» وَ اللَّیْلِ إِذْ أَدْبَرَ«33» وَ الصُّبْحِ إِذا أَسْفَرَ«34» إِنَّها لَإِحْدَی الْکُبَرِ«35» نَذِیراً لِلْبَشَرِ«36» لِمَنْ شاءَ مِنْکُمْ أَنْ یَتَقَدَّمَ أَوْ یَتَأَخَّرَ«37»=هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري) پر سپوږمۍ قسم! او پر شپه قسم، چې (لمن راټوله او) شا كړي! او پر سهار قسم، چې روڼ شې! بېشكه چې دا (قيامت يا قرآن) يو له سترو (نښو) ځنې دى. په ګردو بشري ټولنو کې انسانانو ته ګواښګرندی دى؛ستاسې خوښه، چې (د لارښوونې او نېكۍ پر لور) وړاندې ځئ که روسته (ترې) پاتېږئ.

ټکي:

«أَسْفَرَ»له «سفر» اخستل شوی او د پردې اوچتولو او بربڼدولو په مانا دی او بې حجابه ښځو ته«سافرات» وايي.

«کبر» د «کبری» جمع او د خورا ستر/تر نورو ستر په مانا دی؛ یعنې هغه عذاب، چې په آیتونو کې وویل شو، له الهي عذابونو ځنې یوازې یو یې دی او تر هغوی نور هم ستر عذابونه شته دی.

* داچې سپوږمۍ د ځمکې په شاوخوا چورلي، په شپه کې رڼا کوي، ښکلا لري، طبیعي نېټه ټاکي، جزر و مد جوړوي او په هستۍ کې یې د نورو ونډو په پار وړ ده، چې قسم پرې یاد شي.

*الله (ج) په قرآن کې په ټولو وختونو قسم خوړلی دی؛ خو په ګهیځ یې درې قسم خوړلی دی«وَ الْفَجْرِ[23]، «وَ الصُّبْحِ[24]»، «وَ الضُّحی[25]«وَ الْعَصْرِ[26]»هر یو یې یو ځل راغلی؛ خو هغه مهال چې شپه پای ومومي او ګهیځ شي، په درېیو تعبیرونو سره راغلی دی: «وَ اللَّیْلِ إِذْ أَدْبَرَ[27]»«وَ اللَّیْلِ إِذا یَسْر[28]، «وَ اللَّیْلِ إِذا عَسْعَسَ[29]» 

امام کاظم (رح) وویل: څوک چې زموږ ولایت منلو ته رامخکې شو، له دوزخه لرې کېږي او چې زموږ له ولایته پر شا شو؛ نو دوزخ ته به ورمخکې شي[30]. «لِمَنْ شاءَ مِنْکُمْ أَنْ یَتَقَدَّمَ أَوْ یَتَأَخَّرَ»

 

پېغامونه:

1-په طبیعت کې د الله (ج) پنځول شوي دومره ارزښتمن دي، چې د سوګند خوړلو وړ دي.(( وَ الْقَمَرِ ، وَ اللَّیْلِ … وَ الصُّبْحِ))

2-د پېغمبر اکرم (ص) ګواښګرندي ټول بشر ته ده. «نَذِیراً لِلْبَشَرِ»

3- ښیون – هدایت ته ګواښګرندي اړین چار دی. «نَذِیراً لِلْبَشَرِ»

4- انسان واک او اراده لري. «لِمَنْ شاءَ»

5-دینوال انسان تر نورو مخکې دی او بې دینه شاته پاتې دی. «لِمَنْ شاءَ مِنْکُمْ أَنْ یَتَقَدَّمَ أَوْ یَتَأَخَّرَ»

 

 

 

کُلُّ نَفْسٍ بِما کَسَبَتْ رَهِینَهٌ«38» إِلاّ أَصْحابَ الْیَمِینِ«39» فِی جَنّاتٍ یَتَساءَلُونَ«40» عَنِ الْمُجْرِمِینَ «41» ما سَلَکَکُمْ فِی سَقَرَ«42» قالُوا لَمْ نَکُ مِنَ الْمُصَلِّینَ«43» وَ لَمْ نَکُ نُطْعِمُ الْمِسْکِینَ«44» وَ کُنّا نَخُوضُ مَعَ الْخائِضِینَ«45» وَ کُنّا نُکَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّینِ«46» حَتّی أَتانَا الْیَقِینُ«47»= هر څوك په خپلو كړنو کې ښکېل دى؛ خو بې د ښي لاس والاوو،چې په جنتي باغونو كې يو بل پوښتي، د مجرمانو په باب: ((تاسې څه څيز ځوروونکي دوزخ (سقر) ته بوتلئ؟!))  وايي : ((موږ له نمونځ کوونکيو ځنې نه وو، او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول، او تل له باطل پالو سره ملګري او يوه خوله وو، او تل مو د جزا ورځ دروغ ګڼله،تردې چې مرګ مو راغى.))

 

ټکي:

له اصحاب یمین څخه مراد هماغه ډله ده، چې په واقعه سورت ۲۷ آیت کې وویل شول:

وَ أَصْحابُ الْیَمِینِ ما أَصْحابُ الْیَمِینِ فِی سِدْرٍ مَخْضُودٍ … هغوی چې کړنلیک یې په قیامت کې په ښي لاس کې ورکول کېږي.

* په قیامت کې، ترخې خوږې خبرې، سلام او ښېرې، پوښتنې رټنې، پر نورو پړه او ګناه وراچول او یو بل لعنتول ډېر دي او له مؤمنانو سره د مؤمنانو خبرې، له مجرمانو سره د مجرمانو خبرې، له مجرمانو سره د مؤمنانو خبرې، له مؤمنانو سره د مجرمانو خبرې او همداراز له مجرمانو او مؤمنانو سره د پرښتو خبرې راغلي دي.

*مسکینانو ته له خوړو ورکولو مراد یا فرضي زکات دی چې پرېښول یې د دوزخ لامل دی او یا ان که زکات هم ورکړل شي؛ خو که په ټولنه کې کوم وږی وي؛ نو مړول یې واجب دي او په اړه یې بې توپیري د دوخي کېدو لاملېږي.

 * ښايي مسکین ته د خوړو ورکولو مراد، ټولې اړتیاوې یې وي؛ کور، جامې او ډوډۍ؛ نه یوازې خواړه.

هم د قیامت دروغجنول د ګناه سریزه ده «أَ رَأَیْتَ الَّذِی یُکَذِّبُ بِالدِّینِ فَذلِکَ الَّذِی یَدُعُّ الْیَتِیمَ[31]»او هم گناه، انسان کفر او دروغجنولو ته ورکاږي: «ثُمَّ کانَ عاقِبَهَ الَّذِینَ أَساؤُا السُّوای أَنْ کَذَّبُوا[32]»؛ نوځکه دا آیت «وَ کُنّا نُکَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّینِ» په تېرو آیتونو کې د مجرمانو د کار لاملېدای شي او هم یې د ګناهونو معلولېدای وي.

* په دې آیت کې له «یقین» نه مراد مرګ دی، یا په دې پار چې د ټولو په نزد خورا ډاډمن چار دی او هېڅوک پکې اړنګ-شک نه کوي او یا په دې پار چې په ځلکدن کې ټول حقایق انسان ته رابرسېره شي او ټول د یقین درجې ته رسي. «حَتّی أَتانَا الْیَقِینُ»

*هغه لمونځ چې کله ناکله وشي، انسان په لمونځ کوونکي کې نشي راوړای. «لَمْ نَکُ مِنَ الْمُصَلِّینَ»؛ یعنې لمونځ مو استمرار او تلتیا نه درلود. په ماعون سورت کې هم راغلي دي: «فَوَیْلٌ لِلْمُصَلِّینَ اَلَّذِینَ هُمْ عَنْ صَلاتِهِمْ ساهُونَ (([33]او داسې یو لمونځ انسان د شافعانو د شفاعت په لیکه کې نه کوي.(( لَمْ نَکُ مِنَ الْمُصَلِّینَ … فَما تَنْفَعُهُمْ شَفاعَهُ الشّافِعِینَ(([34]او دا هماغه د امام صادق (رح) مشهور حدیث دی، چې پکې یې ګواهي ورکړه، چې خپلوان مې راحاضر کړئ او هغوی ته یې وویل: «لا ینال شفاعتنا من استخف بالصلاه[35]»

خلک یا فائز دي یا خائض؛یعنې یا بریا ، ژغورنې، خلاصېدنې، فلاح او رستگارۍ ته رسي، چې فائز دي او یا په اپلتو او باطلو کې لامبو وهي، ورډوبېږي، چې خائض دي.

*د اهلسنتو مشهور مفسر؛ قرطبي (رح) له امام باقر (رح) نه رانقل کړي: ما او لارویان مو اصحاب یمین یو او څوک چې له موږ اهلبیتو سره په زړه کې کینه ولري، ګرو دي. «نحن و شیعتنا اصحاب الیمین و کل من ابغضنا اهل البیت فهم المرتهنون[36]»

 

پېغامونه:

1-د انسان کړنې یې، شخصیت جوړوي. «کُلُّ نَفْسٍ بِما کَسَبَتْ رَهِینَهٌ»

2-د انسان ژغورنه او په قیامت کې یې له الهي عذابه خلاصون په دې پورې اړه لري، چې د الهي عدل په نیاوتون – محکمه کې د پوښتنو ځوابونه ورکړي. «کُلُّ نَفْسٍ بِما کَسَبَتْ رَهِینَهٌ»

3-په قیامت کې له مجرمانو پرله پسې پوښتنې ګروېږنې ورته یو ډول روحي عذاب دی. «یَتَساءَلُونَ عَنِ الْمُجْرِمِینَ»

4- څوک په یوه ځل ګناه کولو دوزخ ته نه ځي، پر فساد او ګناه ټینګار، د دوزخي کېدو لامل دی. (د «لَمْ نَکُ» او «کُنّا» عبارتونه د استمرار فعل دی.)

5- مسکین ته خواړه ورکول په کار دي، که څه مسلمان نه وي. «لَمْ نَکُ نُطْعِمُ الْمِسْکِینَ»

6- چټي عمر تېرول نه بښل کېدونی جرم دی. «کُنّا نَخُوضُ مَعَ الْخائِضِینَ»

7-د دوزخي کېدو یو لامل له فاسدو سره یورنګېدل دي. «کُنّا نَخُوضُ مَعَ الْخائِضِینَ»

8-ناوړه ملګری د دوزخي کېدو لاره چاره او زمینه ده. «کُنّا نَخُوضُ مَعَ الْخائِضِینَ»

9- مرگ ورکاوی نه؛ بلکې د توکیزې نړۍ له بنده خلاصون او د ماورايي ورهخوا حقایقو لیدل دي. «کُنّا نُکَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّینِ حَتّی أَتانَا الْیَقِینُ»

 

فَما تَنْفَعُهُمْ شَفاعَهُ الشّافِعِینَ«48» فَما لَهُمْ عَنِ التَّذْکِرَهِ مُعْرِضِینَ«49» کَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُسْتَنْفِرَهٌ«50» فَرَّتْ مِنْ قَسْوَرَهٍ«51» بَلْ یُرِیدُ کُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ یُؤْتی صُحُفاً مُنَشَّرَهً«52» کَلاّ بَلْ لا یَخافُونَ الْآخِرَهَ«53» کَلاّ إِنَّهُ تَذْکِرَهٌ«54» فَمَنْ شاءَ ذَکَرَهُ«55»=نو (ځکه له همدې لامله) د سپارښتګرو سپارښت ګټه نه وررسوي؛ نو څه پرې شوي، چې له پنده (قرآن) مخ اړوونكي دي؟!  لكه چې دوى بېدیاني ترهیدلي خره دي، چې له زمري تښتېدلي وي! بلكې هر يو يې غواړي (د الله له لوري) پرانستى ليك وركړاى شي. هېڅكله داسې نه ده (چې وايي يې)؛ بلكې له اخرته نه وېرېږي. هېڅكله داسې نه ده (چې وايي يې) په رښتینه كې دا (قرآن) یوه یادونه ده؛  نو د چاچې خوښه وي، پند دې ترې واخلي؛

 

ټکي:

حُمُرٌ»د «حمار» جمع او وحشي خر (ګوړه خر یا ګوره خر) ته ویل کېږي. «گور» بیدیا ته او ګورخر؛ یعنې بیدیانی خر.

*له قرآنه د کفارو تېښته، له زمري نه د ګوره خره په تشبیه کولو کې یو لړ ټکي نغښتي دي؛ لکه:

 الف) له زمري د ګوړه خر تېښته د عقل او شعور له مخې نه ده.

ب)دا تېښته له وېرې سره مل ده.

 ج)تېښته ځانګړې موخه نه لري.

د)تښتېدونی ځواک تازه کونې ته فرصت او ځواک نه لري او په پای کې به بندي او اسیر شي.

 * «قَسْوَرَهٍ» له«قسر» اخستل شوی او د قهر او لاسبرۍ په مانا دی او د زمري یوه مانا ده او په ځینو ځایونو کې د ښکاري په مانا هم راغلې ده. داسې بريښي، چې مراد به یې له زمري یا ښکاري د ګوړه خر تېښته وي.

* په ځینو روایتونو کې راغلي، چې ابوجهل او یوه ډله قریشو پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله ته وویل: تر هغه به درباندې ایمان را نه وړو، چې له آسمان راته یو لیک را نه وړې، چې عنوان یې دا وي: د نړیوالو د پالونکي له لوري، پلاني د پلاني زوی ته، چې نېغه په نېغه پکې موږ ته حکم شوی وي، چې ایمان درباندې راوړو[37].

*د قرآن کریم په ځینو آیتونو کې د کفارو بېځایه تمې راغلي دي؛ لکه چې وايي: «وَ لَنْ نُؤْمِنَ لِرُقِیِّکَ حَتّی تُنَزِّلَ عَلَیْنا کِتاباً نَقْرَؤُهُ[38]» هېڅکله به درباندې ایمان را نه وړو؛ خو داچې پر موږ یو کتاب رانازل کړې، چې و یې لولو. د انعام سورت هم ددې سورت د ۵۲ آیت په څېر دی، چې و یې ویل:

«لَنْ نُؤْمِنَ حَتّی نُؤْتی مِثْلَ ما أُوتِیَ رُسُلُ اللّهِ[39]))ایمان نه راوړو؛ خو داچې هغه څه موږ ته هم راشي، چې انبیاوو ته به راتلل. ددې بېځایه تمو په ځواب کې الله (ج) وايي: «اللّهُ أَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسالَتَهُ[40]»الله غوره پوهېږي، چې خپل رسالت چېرې کېدي.

شفاعتګر په قیامت کې

په قرآن او روایتونو کې لولو، چې الله (ج) ځینو ته په قیامت کې اجازه ورکوي، چې د نورو شفاعت وکړي. له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله نه په یوه روایت کې لولو: «انا اول شافع[41]»لومړی کس چې (د خپل امت) شفاعت کوي، زه یم.

قرآن :

 امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه وايي: د قیامت پر ورځ، قرآن له شفاعت کوونکيو ځنې دی[42].

انبیاء :

په روایتونو کې راغلي، چې انبیاء په قیامت کې شفاعت کوي:«یشفع الانبیاء[43]»

معصوم امامان او واقعي مؤمنان :

 له معصوم امام نه په روایت کې لولو: په قیامت کې به شفاعت موږ او زموږ لارویانو ته وي. «لنا شفاعه و لاهل مودتنا شفاعه[44]»

پرښتې :

د قیامت پر ورځ به پرښتو او شهداوو ته اجازه ورکړه شي، چې د هغوی شفاعت وکړي (چې غواړي یې) :«یؤذن للملائکه و الشهداء ان یشفعوا.[45]»

شهداء:

 په قیامت کې هر شهید د خپلې کورنۍ د اویاوو تنو شفاعت کوي[46].

عبادتونه:

د بندګانو عبادتونه به په قیامت کې د شفاعت له اسبابو ځنې وي:«الصیام و القرآن شفیعان للعبد یوم القیامه[47]»

 

د شفاعت کېدونکیو شرایط

قرآن او روایتونه هغوی په شفاعت کې رانغاړلي ګڼلي، چې لاندې شرایط ولري: الف) چې ایمانوال، لمونځ کوونکي، د الله (ج) په لار کې انفاق کوونکي وي او عمر یې چټي نه وي تېر کړی. «فَما تَنْفَعُهُمْ شَفاعَهُ الشّافِعِینَ»

ب)الله (ج) یې د شفاعت کېدو اجازه ورکړې وي«مَنْ ذَا الَّذِی یَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاّ بِإِذْنِهِ»(بقره/۲۵۵)

ج)ایمانوال له دنیا تللی وي.

د)د شفیع او شفاعت کېدونکي ترمنځ باید یوه اړیکه وي، هغوی چې له شافعانو سره ښوونځیزه اړیکه ونلري، په شفاعت کې یې نه رانغاړل کېږي.

 

پېغامونه:

1- په لمانځه، انفاق، د اړمنو په لاسنیوي کې ناغېړي او چټي عمر تېرول په قیامت کې له شفاعته د بې برخېدو لاملونه دي.((فَما تَنْفَعُهُمْ شَفاعَهُ الشّافِعِینَ …))

2-الله (ج) په قیامت کې ځینو ته د شفاعت کولو اجازه ورکوي؛ خو ډېر وګړي د شفاع کېدو وړتیا نه لري. «فَما تَنْفَعُهُمْ شَفاعَهُ الشّافِعِینَ»

3- په قیامت کې شفاعت کوونکي بېلابېل دي: انبیاء، اوصیاء، شهداء، قرآن او… «الشّافِعِینَ»

4-د اسلام مخالفان د الهي آیتونو او وحې نه منلو ته هېڅ دلیل نه لري. «فَما لَهُمْ عَنِ التَّذْکِرَهِ مُعْرِضِینَ»

5-له حق خبرې مخ اړونکي عقل نه لري. «کَأَنَّهُمْ حُمُرٌ»

6-له الله (ج) د بېځایه تمو ساتل (لکه له الله د لیک غوښتل) د حماقت نښه ده.(( کَأَنَّهُمْ حُمُرٌ … یُرِیدُ کُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ …))

7- کفار مغرور دي او په تمه دي، چې حق لار رابللو ته دې، د هر یوه ښیون – هدایت ته ځانګړی لیک راواستول شي. «بَلْ یُرِیدُ کُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ یُؤْتی صُحُفاً مُنَشَّرَهً»

8-بېځایه تمو ته پرېکنده منفي ځواب ورکړئ.( الله د برهان او معجزې په رالېږلو غاړه خلاصه کړې او ځانګړي ليک را استولو ته اړتیا نشته.) «کَلاّ»

9- ایمان راوړو ته د کفارو بېځایه غوښتنې یوازې یوه پلمه ده.((یُرِیدُ …کَلاّ))

10-د قیامت په اړه بې پروايي، له نبوته د نټې لامل دی.((عَنِ التَّذْکِرَهِ مُعْرِضِینَ … بَلْ لا یَخافُونَ الْآخِرَهَ))

11- انسان د ګروهې او اندنې په ټاکنه کې واک او اراده لري. «فَمَنْ شاءَ»

12- قرآن د بشر ښیون – هدایت ته مناسبه زمینه ده؛ خو له دې زمینې ګټنه او ښیونېدل، د انسان په خپلې غوښتنې پورې اړه لري. «فَمَنْ شاءَ ذَکَرَهُ»

 

وَ ما یَذْکُرُونَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ هُوَ أَهْلُ التَّقْوی وَ أَهْلُ الْمَغْفِرَهِ«56»= او پند ترې هله اخلي، چې د الله خوښه شي، (په يقين) خداى د تقوا ( او ځان ساتنې) سرچينه او د بندګانو د بښنې اختيارمن دى.

 

پېغامونه:

1-که څه انسان اختیارمن دی: «فَمَنْ شاءَ ذَکَرَهُ»؛ خو یوازې د ده غوښتنه بسیا نه ده او چې الله (ج) و نه غواړي، هېڅ هم نه کېږي. «وَ ما یَذْکُرُونَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ»

2- له الهي تذکراتو پند اخستل هم الهي توفیق غواړي. «وَ ما یَذْکُرُونَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ»

3- ځېلي او سرسخت کفار بیخي ایمان نه راوړي؛ خو دا چې الله (ج) وغواړي او اړ یې کړي ( چې الله هم داسې نه کوي). «وَ ما یَذْکُرُونَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ»

4- یوازې الله (ج) ددې وړ دی، چې ترې پروا وشي او که کومه سرغړونه مو وکړه؛ نو یوازې هغه مو بښلای شي. «هُوَ أَهْلُ التَّقْوی وَ أَهْلُ الْمَغْفِرَهِ»

 

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1] .ژباړن: په پښتنو کې دې ډول جامې ته پټو یا څادر وايي.

[2] – کافي،ج 6،ص 455.

[3] -نورالثقلین تفسیر.

[4] -داچې امام خمینی په الله اکبر ګروهن و؛نو ویل: امریکا زموږ هېڅ هم نشي کولای.

[5] – مؤمنون،101 و حاقّه،13.

[6] – عبس،17

[7] – ذاریات،10

[8] – انعام،71.

[9] – .انعام،125.

[10] – طه،123.

[11] – نحل،27.

[12] – .بقره،7.

[13] – نور،39.

[14] – ابراهیم،18.

[15] – .فاطر،39.

[16] – .نساء،167.

[17] – نساء،169.

[18] – نهج البلاغه،خطبه 34.

[19] – مفردات راغب.

[20] – مجمع البیان تفسیر.

[21] – اعلی،13.

[22] – .نساء،59.

 

[23] .فجر،1.

[24] – مدثر،34.

[25] – .ضحی،1.

[26] – .عصر،1.

[27] – مدثر،33.

[28] – فجر،4.

[29] – .تکویر،17.

[30] – نورالثقلین تفسیر.

[31] – .ماعون،2 و 3.

[32] – .روم،10.

[33] – ماعون،5 و 6.

[34] – مدّثر،43 و 48.

[35] – کافي،ج3،ص270.

[36] – قرطبي تفسیر.

[37] – مراغي تفسیر.

[38] – اسراء،93.

[39] – انعام،124.

[40] – انعام،125

[41] – صحیح مسلم،ج2،ص130

[42] – نهج البلاغه،خطبه 176

[43] – مسنداحمد،ج3،ص12

[44] – مسند احمد،ج 5،ص 43.

[45] – سنن ابي داود،ج3،ص15.

[46] – سنن ابي داود،ج3،ص15.

[47] – مسند احمد،ج 2،ص 174.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!