تبلیغات

موږ د بلا ګانو او قېدونو په نړۍ کې ژوند کوو. غېر انساني غوښتنو، ځانمنۍ ، ناپوهۍ، کرکې، خپګان، وېرې او د حرص چاقوانو مو اروا ټپي کړې . اروا مو ډېره ټپي ده ،پر دې ټپونو بايد مرهم کېښوول شي،چې چوپتیا ددې ټپونو درمل دى .  مراقبه څه شې دى؟ د مراقبى ټکى د […]

موږ د بلا ګانو او قېدونو په نړۍ کې ژوند کوو.

غېر انساني غوښتنو، ځانمنۍ ، ناپوهۍ، کرکې، خپګان، وېرې او د حرص چاقوانو مو اروا ټپي کړې . اروا مو ډېره ټپي ده ،پر دې ټپونو بايد مرهم کېښوول شي،چې چوپتیا ددې ټپونو درمل دى .

 مراقبه څه شې دى؟

د مراقبى ټکى د لايت له ټکي (ميډيټيشن) ځنې اخستل شوې،چى د التيام يا درمل په مانا دى .

موږ د جاذبو او قېدونو په نړۍ کى ژوند کوو، غېر انساني غوښتنو،ښاڅمنۍ- غرور، ناپوهۍ، کرکې، خپګانونو، وېرى او د حرص چاقوانو مو ذهن ټپي کړى،اروا مو ډېر ټپونه اخستې؛ دا ټپونه بايد درمل شي او يوازې چوپتیا ددې ټپونو درمل دى .

توما مرتن د ((رازهاى سکوت)) په کتاب کې ليکلي:

که غواړئ چى درمل شئ، پاک شئ او خپلو دندو د سرته رسولو لپاره ځواک پېدا کړئ؛ نو بايد هره ورځ د سکوت په اوبو کې غوپه ووهو. محبوب دادا به ويل : چې څومره مو له لاسه کېږي د درملنې لپاره بايد په ځان کې ژوره غوپه ووهو. بل څوک هم نشي کړاى، چې موږ ته دا کار وکړي . هر څوک بايد پخپله له ځان سره مرسته وکړي،چې ارامتیا ته ورسي . بايد خپله ذهني نا ارامي، ګډوډي، غرورو، تعصب او ځانمني لرې ګوذاره کړي.

د نورو مانیزو تجربو په څېر مراقبه مو له بهره نه په نصيب کېږي .

د مانیز پرمختګ په لومړيو پړاوونو کې بهرني لاملونه کړاى شي،چى دنننی ژوند مو اغېزمن کړي.څه چى ننګېرو،فکر کوو، لولو،اورو يا وايو، په هغه ساعتونو کې،چى په چوپتیا‏کې يې تېروو ؛نو په ذهن کې مو منعکسېږي؛نو ځکه بايد د ژوند د بهرني چاپېريال خيال وساتو . بايد د خپلو ټولو اندونو،ننګېرنو،غوښتنو، کلام او کړو خيال وساتو.

مراقبه؛ يعنې د ذهن دا سيمه پرانستل ‏او دنننه کتل دي ،له بهرني لاملونو ‏مخ اړونه او دننه کتنه ده او په هغه يواځينې واقعيت پسې ګرځېدل دي .

دا زيارت کوونکى چې څومره هم په سکوت کې ډوب شي؛نو هماغومره به ډېر حقيقت وپېژني.هغه به په دې چوپتیا ‏کې دې خبرې ته ورسي،چې په ځاى او وخت پورې محدود مخلوق نه دى؛بلکى د ابديت زوکړه ده،چې همدا اوس دلته حضور لري،هغه ګوښه ګیر ‏موجود نه دى؛بلکى د ناپایه ‏سمندر څپې دي.

د ابديت پر لور په سفر کې بايد د خدايي عابدانو له پېرزو‏ ‏او لارښوونې ګټنه وکړو. څوک چې د څښتن لپاره ژوند کوي او ژوندى دى چې داسې کسانو ته ګورو يا مانیز ‏استاد ويل کېږي.

هغه اشراق ته رسېدلې او د ‏زرګونو کتابونو تر ښوونې غوره وي.

که غواړو چې د ژوند پر خواله – راز ‏پوه شو؛ نو پوه شئ، چې دا خواله همغه څښتن دې،نو غوره به دا وي،چې د داسې کس په لټه کې شو، چې پاک، سپيڅلې او له هر قېد او بنده خلاص وي او په پېرزوېنه به یې پردى لار پرمختګ راته اسان شي.

مانیزې پرمختيا ته بايد ځان له دنیوي جنجالونه او لانجو لرى وساتو،هره ورځ بايد لږ تر لږه ‏يو ساعت په چوپتیا کې تېره کړو. په پیل کې به دا چوپتیا ‏ډېره په سختۍ کې تېرى کړو او بيا باید دا وخت زيات کړو؛خو خبره دا ده،چې څرنګه چوپتیا ‏وکړو؟ د امکان په صورت کې د طبيعت داسې يو ګوډ وټاکو،چې د ګاډو او خلکو له چېغوڅخه لرې وي، که دا ځاى مو پېدا کړ؛نو شونې ده،چې‏ نوي غږونو واورو،ځکه چې غږونه دوه ډوله  دي : بهرني ‏او دننني غږونه.له بهرني غږونو څخه لري کېدنه او شاته اچول یې خورا اسان دې؛خو دننني غږونو ټپول ‏سخت کار دې، چى دا دننني غږونه مو دغوښتنو او د اندونو‏ د لانجو او ګډوډى پايله ده.

وايي يوه ورځ يو واعظ ګورونانک ته وويل: ته، چې وايې مسلمانان، مسيحيان، هندوان او زرتشتيان ټول د خدى بندګان دي او ګروهمن يې، چې هغوې ټول پر څښتن ګران دي او ټول څښتن ته مساوي دې، نو راځه زموږ په بڼه عبادت وکړه.

ګورو نانک ورسره ومنله او له واعظ سره یې عبادتګاه ته ولاړ، واعظ ورته د عبادت کولو لار ورښوه او بيا واعظ عبادت پیل کړ؛خو د عبادت په ترڅ کې پوه،چى ګورونانک ولاړ دې او عبادت نه کوي، ورته يي وويل: ولى د ونې غوندې بې حرکته ولاړ يې او زما غوندې عبادت نه کوې ،ګورونانک ځواب ورکړ: اى وروره! که تا يواځى عبادت کولای؛نو ما به هم عبادت کړى وې، ‏حال دا ‏چې په شونډو دې سپېڅلې کلام دى ؛خو ذهن دې په بل ځاى کى دې او سرګردانه یې او د خپلې غوا په فکر کې دې یې، چې لنګېږي ا و فکر وړې يې، چې سخۍ به سپینه راړوي که توره.

هو! په موږ کى هم داسې کسان کم نه دي. موږ چوپتیا ‏اوعبادت کوو. پر شونډو مو دعا او عبادت وي؛خو ذهن مو پر نورو موضوعګانو بو‏خت وي، د چوپتیا ‏پرمهال ‏د ورځى تېر شوي کارونو ته مو ‏پام کېږي او چې څومره یې هم شړو؛نو د شملو د مچ غوندې هماغومره ‏مزاحمېږي.

ښه، نو څه به کو؟ هېڅ نه ،چوپ ووسئ،غلې کتونکې ووسۍ، چې د ذهن بلابېلى مخې په ننداره وي.

د يو کتونکې غوندې،چې په يو سالن کې ناست وي او هنرمند ته ګوري ،چې راځي خپل رول لوبوي او بېرته.هغه بي شميره افکار‏،چى له ذهن څخه مو راوځي پرېږدئ،چې راشي دا افکار به ډېر ژر ولاړ شي او تېر به شي او د ذهن په خونه کې به مو له پخوانه ډېره رڼا ‏پېدا شي. که ذهن دا خېري او چټلي پرېمنځى نو ښاد به شی. پام مو اوسه چې دى پرېمنځلو بد بوي مو له خپل کاره پښيمانه نه کړي. په کلار او د وخت ‏په تېرېدو سره به مو د څاه د اوبو په څېر ‏ذهن ړون او پاک شي همداسې ذهنونه دي،چې د ښاد‌ او بې نهایته ارامتیا‏ سرچېنه وي.

د چوپتیا ‏لپاره بايد چوپ اوسېدل زده کړو، يعنې دا چې هېڅ کار و نه کړو. يو انګليسي عارف ويلي. انسان،چې ‏څومره هم ډېر فعاليت وکړي هماغومره به ډېر ژوندى وي او چې څومره کارنده- فعاله او ژوندى وي ؛نو څښتن به په هغه کې کارند او ژوندى دې، نو د چوپ اوسېدنى لپاره بايد خپل ذهن له ګڼې ګوڼې څخه د راويستو هنر زده کړو.

لاندې تمرين کړاى شي،چې ګټور ووسي،خپل ذهن يوه ‏خونه انځور کړئ او یو کونج پکې خوښ کړئ ،هغه پاک کړئ او له د وړو يې وڅنډئ بيا هلته کېنئ او د ذهن حرکتونو او ټبونو ته مو وګورئ، که کړاى شی،چې ځان له دى اندونو ‏جلا کړئ. په واقع کې ذهن په مو تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستې او نفس به نړولی وي،چې ستاسې او د څښتن په منځ کې ديوال و ‏ بيا به يوې نوې پوهې ته رسېدلي ياست،چې په کارونو او ورځنې دندو کې خپل زړه په څښتن متمرکز کړئ.

بل تمرين: کله،چې په چوپتیا ‏کې ناست ياست؛نو خپل ذهن څښتن ته ور ډالى کړى،‏چې کله فکر کوې،چې ذهن مو تښتې؛نو هغه خداى ته ور وګرځوئ ،ان که يو ساعت مو هم پرې تېر شي،‏همدا ‏کار پر مخ یوسی، په کلار کلار به مو ذهن ارام شي او د چوپتیا ‏خوږ ژوند به پخپله وڅکئ.

دا چې چوپتیا پيل کړئ؛نو بايد د څښتن نوم تکرار کړې او يا د څښتن د واقعيت پر يو اړخ باندې فکر وکړي او د څښتن د عاشقانو او عابدانو د ژوند په اړه په فکر کې ډوب شئ، د څښتن بې شميره نومونه او ‏صفتونه دى؛خو کوم صفت يا نوم چى درباندې ښه لږي يا درباندې ګران وي همغه تکرار کړې دا نوم يوازې پرخوله مه تکراروي؛بلکې د زړه پر ژبه يې تکراره کړي په مينه یې نوم واخلئ ،حال دا چې اوښکې به مو له سترګو رابهېږي، د هغه نوم تکرار کړئ ،تر څو،خپل ځان ورک کړى او د هغه مبارک حضور وننګېرئ.

وايې، چې ابوسعید ابوالخیر په پیل کې مشهور شاعر و،هغه به د دنيا شعرونه ويل. يوه يوه ورځ یې سترګې خلاصې شوې او د شهرت لار يې پرېښوه او د يو استاد شاګر دي يې ومنله استاد يې ورته وويل: د څښتن له اړخه ‏يو لک او څلورويشت زره پېغمبران ؛ځکه ‏راغلي چې، خلکو ته ووايي، د الله نوم په زړه کې وواياست او ځان هغه ته وروسپارﺉ،هغوى چې پرغوږو واورېدل؛نو پر ‏بل غوږ يې له ماغزو وويستل او هغوى،چې په زړه اورېدلې و،هغه يې له روح سره يوه ځاى اخلي،هغوى د دنيا له ظلمه خلاص شوي دي او په هغه کلام کې ‏ورکش شوى دي او ځان يې نور نه دى پېدا کړي.

زما په ګروهه د څښتن نوم د يو تړل شوې ور مثال لري. که هغه مو خلاص کړې وې؛ نو موږ به هم د څښتن د ابدې حضور په لور لار پېدا کړې وې د دې ور د خلاصولو چاره،عشق دی.

مايسترا الهارت ويلې دي، څوک،چې عبادت په ‏تجلي کې کوي؛نو په هغه کې پټ څښتن به يې له لاسه ورکړي وي. نو هر هغه تجلى مو چې پر زړه ښه لږي په هماغه کې تعمق وکړئ او له هغې مخکې ولاړ شئ ،چې ځان هغه چا ته ورسوى، چې تر دې ټولو تجلي ستر او غوره دې.

بودا پنځه قسمه مراقبه ويلى ده.

لومړى مراقبه د عشق ده، ان له خپلو دښمنانو سره په مينه ټيګار شوی دی.

دويم ه مراقبه د شفقت مراقب ده، چې پکې د ټولو غم ځپلو موجوداتو په اړه فکر کوو،دهغوى غم او خپګان انځوروو،چې پر وړاندې یې خپل حقيقي شفقت ‏راوېښ کړو.

څلورمه مراقبه ،اخلاقو ته د نه پاملرنې د پایلو په اړه فکر دی. په مراقبه کې به پوه شو،چې مادي خوندونه څومره ژر تېرېدونکى دي او څومره ناوړه پايلې لري.

پينځمه مراقبه د ارامتیا مراقبه ده، چې په هغې کې له عشق،کرکې،شتمنۍ او غوښتنې مخکې ځو او خپل تقدير ته د ارامتیا ‏په سترګه وينو.

مراقبه بايد له کار سره يوځاى وي،ځکه چى موږ بايد خپلې دنيوى دندې هم په ښه توګه سرته ورسوو او يوازې مراقبه و نه کړو؛بلکې په ورځ کې لږې ‏مودې ته بايد له دنيوې کارونو ځان لرې کړو او ځان څښتن ته ورکړو. تر مراقبى وروسته بايد کار ته راستانه شو او له مراقبې اخستل شوى انرژى پخپل کار کې ولږوو. په داسې کار به سپېڅلي‏ شی او څښتن به له ځان سره وننګېر‏ئ. داسې کار د څښتن او انسان ترمنځ پول وي؛نو په يو لاس بايد کار وکړو او په بل لاس څښتن یاد کړو؛خو اصلي خبره دا ده، چې څرنګه په ورځني ژوند کى څښتن ‏ياد کړو.

١ – کله ناکله څومره‏،چې مو له لاسه کېږي پخپلو کارونو کې ځنډ ‏وکړئ او زړه مو څو شېبوته له څښتن سره خبرو ته اړ کړﺉ،چې ورسره ‏،ګړېږي، داسې ته با وا لکه له خپلې مور يا نږدى ملګري سره ګړېږئ، ستاسې دا خبرې نبايد ډېرې ادبي يا داسې خبرې وي، چى ميخانیکي مو له يو سپیڅلي کتابه زده کړي وي،‏څه ،چې څښتن ته واياست بايد په طبيعي توګه ستاسېې د زړه ټکې وي.

دادا ويلي دي:

خدايه! زړ مې ستا د مينې د رڼا ‏تږې دی.

هرو افکارو او غوښتنو ته مې راشه.

خوب،خندا او ژړا ته مې راشه.

په ذهن کې مې له رحمت سره وګرځه.

عبادت،ژوند او مرګ ته مې راشه.

د وېري او درد پر مهال څښتن یادی کړﺉ‏،ان که ‏پښې مو خوېدلې وي او ګناه مو کړي، بيا هم لاسونه پورته کړئ او وواياست: خدايه ! مرسته راسره وکړې . چې ورځنۍ دندې سر ته رسوی له خدایه وغواړئ،چى په څنګ کې مو وي، ترڅو که هر کوچنی کار ‏هم کوى ورسره پراړيکه کې بدل شي،هغه مې کارونو ته اړتيا نه لري؛خو زموږ ډېری هغه کارونه یې خوښ دي، چې په مينه یې کوو.

٢ – داسې کارونه کړئ،چې د ذهن او زړه ارامتیا مو له مينځه يو نه سي، خپل ورځنى ژوند داسې تنظيم کړئ،چې دنننۍ ارامتیا ‏مو غښتلې کړي او‏ له مينځه یې یو نه سي؛نو په کارونو کې مو افراط مه کوئ، کله هم بيړه مه کوئ، کارونه مو په کلاره او مينه وکړئ ذهن او زړه مو خدا ى ته ورډالى کړئ؛نو هله به وي، چې اروا به مو غښتلې شي او ټول عالم به درته خاندي.

٣- په کارونو کې ان په دعاګانو کې بيا بيا يوې شېبې ته خپل زړه ته ورننوځي له خداى سره خبرې وکړئ، د زړه پر سترګو یې جمال ووينئ، حضور يې وننګېرئ، دا کار د،چې د ورځې څو څو ځلې کوی؛نو اروا ژورو ته بیايي،څه چى ياست او درسره دي،څښتن ته يې ورډالى کړئ او د هغه ،عشق او ابدى رحمت څخه مننه وکړئ.

ډاډمن اوسئ، چى په يوه ورځ،اونې يا مياشت کې ‏دې پړاو ‏ته نشی رسېداى؛خو دا هم ده،هغوی چې په ايمان او اخلاص د عمل لار وهي؛نو څه هم ورتا ناشونې نه دي،مګر څښتن نه دي ويلي،چې په پرله پسې هڅې او قلبي ارادت کړاى شی،چې ځان ماته راورسوی.

د چین خلک وايي: د کلونو کلونو سفر يواځى په يو قدم شروع کېږي کېداي شي،چې له موخې لري يو؛خو که په دې لار کې سم قدم پورته کړو؛نو ډاډمن اوسئ، چې مخکې تللي ياست او هر قدم ، چې مو د څښتن په لوري اخستى؛نو ډاډمن اوسئ ،چې هغه سل قدمه مخې ته راځي؛ ځکه انګېرو چى هغه غواړو، حال دا چې هغه دې، چې زموږ په پلټه کې دی.

څرنګه مخکې ولاړ شو؟

دلته به څو وړانديزونه درکړو؛نو پکار نه ده،چې يوازې پر همدې بسنه وکړئ،مراقبه شخصي تجربه ده، هر څوک مراقبې ته ‏يوه کړنلار لري، هر څوک،چې مراقبه کوي د عشق زېږی وي، تل په حرکت کې وي او خوښ وي،چې ځان نور هم په سمندر کې ډوب کړي ترڅو ځان هغه ته ورسوي، چې پاک او سپيڅلې رڼا ده .

١ – يو خلوت ځاى وټاکی،چى له هر ډول غږ لري وي .

٢- غوره به دا وي، چې تر لمر راختو مخکې پاڅېږو.تر لمر راختنې درې ساعته مخکې ته برهما امودرا ويل کېږي،چې ‏مراقبې ته غوره مهال دی په دې وخت کې د ځمکى فضا ارامه او پاکه وي،بدن دمه کړې وي، ذهن هوښيار وي،خو کارنده – فعال نه وي،د لمر د ډوبېدو مهال هم مراقبې ته ښه مهال دی، که ‏دا دوه وختونه ‏درته متاسب نه وي؛نو هر وخت ‏چې درته اسانه وي دا کار وکړئ.

٣ –  که د مراقبې پر مهال خوب يوړئ؛نو کړاى شی،چې قهوه يا چاى وڅکى يا يو دوه قدمه واخلي يا يو سپک ورزش وکړئ.

٤   _ ښه به دا وي،چې مراقبه په يو مهال او ځاى کى وشي، دا کار به ددى لامل وګرځي کله هم،چې د مراقبې وخت راورسي، تاسې به پخپله مراقبه کې شئ.

5   _ مراقبه بايد لږ تر لږه تر ډوډۍ خوړلو دوه ساعته وروسته ‏وشي او همداسې بايد داسې وخت ‏کې وشي.

٦ –   ښه به دا وي چې د مراقبې پر مهال غټې او نرمې جامې واغوندﺉ.

۷- ناستې ته د کوم ځانګړي حالت سپارښتنه نه کېږي خو ‏داسې حالت     وټاکئ،چى اوږ‏دې مودې ته پکې کېنی او حرکت ونه کړئ او ښه به دا وي، چې کوټه په يو پټو يا فرش وپوښى او هم کړاى شی،چى پر چوکۍ کېنى، چى پښې مو پر ځمکه لګېدلي وي پام مو اوسه چۍ ملا ‏مو نیغه وي، ترڅو حياتي انرژى په بدن کې په اسانۍ حرکت وکړي.

٨   – که د مراقبې پر مهال مو که بدن درد يا خارښ وکړ؛نو ځان ونه خوځوئ، بلکې په ذهن کې مو وواياست ، درد… درد… نو درد به مو به ورک شي او کړاى شي، چې مراقبې ته ادامه ورکړئ او که درد يا خارښ مو د زغم وړ نه و داسې هغه ځای وګروئ، چى ملا مو کږه نشي .

٩ –   ښه به دا وي، چې د مراقبې پر مهال مسکي شي ،چې دا کار ذهن روښانوي.

١٠ – ارام شئ، يو څو ژورى ساګانې اوباسې د څښتن نوم داسې تکرار کړئ، چې نغمه يې په خپل ذهن کى واورئ،

زړه: له زړه څخه مطلب فيزيکى زړه نه دى ؛بلکې مانیززړه دی.

د سر له پاسه

هر هغه ځاى، چې پوهه مو هلته په اسانى مستقرېدلي شي.

١١ – مجبور نه ياست   چې پردى ځيونو تمرکز وکړئ؛بلکې د نقطو ته مو پام اوسه او خپله پوه هغه ځاى ته ور متوه کړئ.

نو له دې ووسته به مراقبه شروع شي.

څو ډوله مراقًپى دي، دمراقبى لارى هم زياتى دي؛خو هغه لار انتخاب کړئ،چى درته استانه وي.

١٢ – په پيل کې، چى غواړي ذهن متمرکز کړئ، نو ذهن به مو اخوا او دې خوا زې راځي داطبعى خبره ده، دا د ذهن عادت دې او بايد دا کار وکړي. ذهن به مو ډئر کار وکړي، نو تاسې بايد د ذهن دې ګډووډى سره په مهربانۍ برخورد وشي. پدې هره ګډوډى يو نوم کېږدي، مثال تېر شوي، راتلونکي، ارزښتناک ، بې ارزښته ، حسادت ، غبطه، کرکه، غوښټنى؛خود خواهې او داسې نور کله و، چى پر هغې نوم کېښود، نو هغوى به درنه ليري شي او تاسې به کالره پرېږدي کله   چى د ذهن ګډوډى ورکه شوه، نو ذهن به مو مراقبى ته تيار شي.

١٣ – که د مراقبى په دوراک کى مو کوم شکل يا تصوېر وليد، يا مو کوم غږ واورېد يا کوم بوى مو استمشمام کړ پرته له کومى وابستګى يي هم وګورئ، واوري يا بوى کړئ، غرور مه کوئ او په همدى حال هغه شړى ستړى هم يمه. هغه د بويايې بينائى، او شنوايى حواسو د ظريف کېدو علامي دي، ځينى خلک دا تجربه لي او ځينى يي نه لي يوازې تجربه ارزښت نه لري هغه څه چى ارزښټ لي پاکى ارامش، عشق، شفقت، ښادى او د ځانګړنى ژوند کې بدلون راوستل دي.

١٤ –   په مراقبى پسې يو دم مو کارونه مو پيل کوې بلکى خو دقيقي ارم کښينئ او په کلار کلار د سکوت له عالم څخه د فعاليت نړۍ ته ورننوځئو هغه ارامش او تجربه مو، چى مراقبه کى لاس ته راوړي بايد د ستاسې برخورد کى له خلکو سره منعکس وي، بايد کرکه، غوسي، بدغوښټنى، حرص؛خودپرستۍ، پستى، حسادت او اضطراب احساسات شاته واچول شي.

 

[ سرچینه: با خالق هستي: جي پي واسواني]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!