تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مرګ و ژوند؛ ازمېښت وزلې دي   الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ ﴿۲﴾ = هغه [ذات] چې مرګ او ژوند يې پيدا كړى، چې ومو ازمېيي، چې له تاسې كوم يو خورا نېکچارى دى او هغه ناماتى (او) ډېر بښونكى دى.  مرګ كه د فساد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

مرګ و ژوند؛ ازمېښت وزلې دي

 

الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ ﴿۲ = هغه [ذات] چې مرګ او ژوند يې پيدا كړى، چې ومو ازمېيي، چې له تاسې كوم يو خورا نېکچارى دى او هغه ناماتى (او) ډېر بښونكى دى.

 مرګ كه د فساد او نېستۍ پر مانا وي؛ نو ځكه پنځون – پيدايښت په شتو چارو پورې تړاو لري؛ خو پوهېږو، د مرګ حقيقت، له يوې نړۍ بلې ته لېږد دى او دا بېشكه يو شته چار دى، چې مخلوقېداى شي او كه دلته مرګ تر ژونده مخكې ياد شوى، د هغه ژور اغېز په پار دى چې مرګ ته پاملرنه یې د انسانانو په ښو كړنو كې لري.

د خداى له ازمېښته مطلب هم يو ډول روزنه ده؛ په دې مانا چې انسانان د عمل ډګر ته راباسي چې تكړه پاك او خداى ته د ورنژدېدو وړ شي. پاموړ دا چې د ازمېښت موخه یې غوره كړنه ښوولې او نه د كړنې ډېروالى. دا پردې دليل دى چې اسلام ((څرنګوالي)) ته اهميت وركوي، نه ((څومره والي ته)) مهمه دا ده چې كړنه نږه او خداى ته وي، كه څه د څومره والي له پلوه لږه وي. له پېغمبر (ص) څخه په يو روايت كې راغلي: ((مطلب دا دى چې كوم يو مو پوره عقلمن دى او ډېر له خدايه ډارېږي او د خداى د اوامرو او نواهيو ډېر باخبره دى؛ كه څه لږې مستحبې كړنې وكړي)).

ښكاره ده، پوره عقل، كړنه پاكوي، نيت سوچه كوي او بد له زياتوي.( نمونه تفسیر، 24: 316 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!