تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   له ابوشاکر سره د امام جعفر صادق (رح) د مناظرې دویمه برخه) که مړينه نه واى امام جعفر صادق (رح) : نادان خلک مړينه يو ستر تيرى بولى چې خداى انسان ته ورکړې؛خو د انسان مړينه د مصلحت له مخې ده او که  مړينه  نه واى؛نو بشر به منقرض شي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

له ابوشاکر سره د امام جعفر صادق (رح) د مناظرې دویمه برخه)

که مړينه نه واى

امام جعفر صادق (رح) : نادان خلک مړينه يو ستر تيرى بولى چې خداى انسان ته ورکړې؛خو د انسان مړينه د مصلحت له مخې ده او که  مړينه  نه واى؛نو بشر به منقرض شي او کومو پوهانو،چې پخوا لټه کوله مړينه له منځه یويسي؛نو غلطي يې کوله او راتلونکيو پوهانو ته هم وايم دا زيار دې نه اوباسي،چې مړينه له منځه یويسي؛ځکه که مړينه له منځه ولاړه بشر په هم مصدوم شي. اى ابوشاکره! لږ څه فکر وکړه که مړينه نه واى او انسان پوهېداى چې تل لپاره به ژوندى وي؛نو تيرى کوونکيو او داړه مارانو به د خلکو مالونو چور کړي واى او بېوزلو به د خپل مال ساتنه هم نه شواى کولاى، تيرى کونکي به تل برلاسي وه؛ ځکه چې په طبیعي توګه به مړينه نه و او د قتل له لارې به يې بيوزلى وژل. اوس خو هر تيري کوونکي پوهېږي،چې يوه ورځ به مري او دا ورځ ډېره ژر راتلونکى ده.

که مړينه نه واى ژوند به د چا لپاره هم خوندور نه و،که کار نه وي، دمه هم خوند نه کوي؛نو د مړينې ويرې د خلکو لپاره ژوند خوندور کړى دى.

اى ابوشاکره! که مړينه نه واى د سړى په زړه کې به حتى د خپل زوى لپاره هم رحم نه و، نن مور و پلار له خپلو زامنو سره زړه سوی کوي؛ځکه پوهيږي چې يوه ورځ به مړه کېږي او زامن به يې په دې دنيا  کې د هغوي یادګار وي.

اى ابوشاکره! که مړينه نه واى؛نو دخداى عبادت کوونکي به له خداى څخه نه ويريدل. نن هر څوک پوهيږي که د خداى له احکامو سرغړونه وکړي؛ نو له مړينى وروسته به يې سزا وويني. که مړينه نه واى؛نو معاد به هم نه واى د معاد لازمه دا ده چې سړى مړ شي،ترڅو بيا راژوندى شي او خداى يې په همدې دنيا کې دا ټول حساب وکړي له مړينى څخه ويره د دې لامل کيږي،چې د خداى عبادت کوونکي د خداى احکامو ته غاړه کيږدي او د ظلم مخنيوى وکړي او زه دا نه وايم،چې ظلم نه رامنځ ته کېږي، دا ځکه چې د مړينې له ويرې سره سره ظلم له منځ نه دى تللى او هغه کسان چې په خداى ګروهمن نه دي ؛نو په نورو تيري کوي.

که څوک په خدای ګروهمن وي او احکامو ته يې غاړه کيږدي په  نورو به ظلم و نه کړي. که فرض کړو چې مړينه نه واى د انسان په ژوند به هم بل شان و. په دې حالت کې به خلک په ګرمو او يخو سيمو کې نه اوسيدل او ځان به يې معتدلو سيمو ته رساوه، د هغې ځاى خلک به يې وژل او پر ټوله شتمنې به يې ورته خيټه اچوله او که زور يې پرى نه رسيده؛نو بل ځاى ته به تلل ، د ځمکى پر مخ به د انسان شميره دې حد ته رسېدلى وه،چې ټول ځناور به يې خوړلي واى او له دې څه به هم تير شوي ول او د يو بل غوښو ته به هم ناست وه.

د انسانانو شميره به دومره زياته شوې واى،چې د کرنى لپاره به ځمکې نه واى،کرنه به ټوله د منځه تللې واى انسانانو به د ځناورو په خوړلو پېل کړى واى او چې کله ټول ځنارو خلاص شوي وای؛نو انسان به د يو بل غوښو ته ناست وه.مړينه ده چې نه پريږدي د ځمکى پر مخ داسې حالت  راشي او انسان دى ته اړ کوي تر څو د خداى احکامو ته غاړه کيږدي مړينه د انسان په زړه کې رحم پيدا کوي او له تيري کوونکيو مخنيوى کوي. مړينه د انسان ژوند خوندوروي.هر څه چې خداى پيدا کړې د مصلحت له مخې يې پيدا  کړي .

اى ابوشاکره! ته غرونه وينې چې له ډېرو تيږو پيدا شوي له ځان سره فکر نه کوی چې دا د څه لپاره پيدا شوي، په دې کې د خداى مصلحت دى. به هر ځاى کې چې غرونه وي هلته روانې اوبه هم وي؛ځکه چې د غرونو پر څوکو واوره او اورښتونه کېږي او له کبله يې چينې او نيرونه او ولې پيدا کېږي او د ولو اوبه پټي خړوبوي؛نو له همدې کبله خلک د غرونو په لمن کې ميشت کېږي؛ترڅو کرنې وکړي. چېرته چې غر وي په اوړي کې به یې هوا يخه وي؛نو هغه خلک چې په تودو سيمو کې اوسېږي په اوړي کې غرنۍ سيمو ته ځي.

هغه  کورونه او کلي چې د غره په لمنو کې اوسېږي له هغو طوفانونو څخه به خوندي چې د غره له شا څخه راځي او غر د دې طوفانونو ستر خنډ ګرځي او خلک خوندي ساتي، شنه غرونه د ځناورو څرولو لپاره ګټور دي په اوړې کې خلک خپل مالونه شنو غرونو ته وړي. په دې غرونو کې د حلالي غوښې لرونکې مرغان هم زيات وي. هغه غرونه چې شنه نه دي؛نو دا هم بې ګټي نه دي که دا غرونه راوسپړل شي مکن ډېر ښه معدنونه پکې وي،چې د انسان لپاره ګټور دي. د جعفر صادق تر خبرو ورسوته ابوشاکر په فکر کې ولاړ او  دا يې احساس کړ چې د جعفر صادق د وينا تر اغېزى لاندې راغلى دى‌.

جعفر صادق: آيا قايل شوى چې نه ليدونکى ایکي یو خداى شته او يا دا چې قايل شوې ستا په بوت کې  دننه بوت نه ؛بلکې، نه ليدونکى خداى دى؟؟

ابوشاکر: تر اوسه نه يم قايل شوى، خو پکې ترديد رامنځ ته شو.

جعفر صادق: د بوت پالۍ په هکله ترديد د نه ليدونکى ایکي یو خدای د عبادت پيل دى.

ابوشاکر: د مړينى په هکله ستا خبرو زه په  حيرت کې واچولوم.

جعفر صادق: له څه څيز دى حيرت وکړ.

ابوشاکر: له خبرو دى داسې پوه شوم چې موږ بايد ژر تر ژره خپل ځان ووژنو.

جعفر صادق: ولى بايد ځان ووژنو؟

ابوشاکر: ځکه تا وويل چې د خداى مصلحت دا دې چې انسان  مړ شي؛نو چې د خداى مصلحت دا وي؛نو ښه ده،چې ژر تر ژره مړه شو.

جعفر صادق: اى ابوشاکره! هغه کس چې ځان وژني د خداى له حکم به يې سرغړونه کړي وي. ځکه خداى ويلي چې موږ بندګان بايد خپله ځان د ساتنې په لار کې کوښښ وکړو او يو طريقه دا ده چې په خوړولو او څښلو کې افراط و نه کړو،ځکه سړى د همدې افراط له کبله له مودى مخکې پښې غوځوي. په دې هکله زما نيکه وايي: له خپلې  ګېډې د ځناور قبر مه جوړوی.

 ابوشاکر: د دې مانا څه ده؟

جعفر صادق:  يعنې دا چې زياته غوښه مه خورئ

ابوشاکر: خو زه له غوښې خوند اخلم او پريښودلاې يې نشم.

جعفر صادق: د زياتې غوښې له خوړو ځان وژغوره.

ابوشاکر: ولى ځان ژغورم.

جعفر صادق: د زياتې غوښې د خوړو له امله ځېنې انسانان مضاجاه (يا سکتى) په مرګ مري.

ابوشاکر: لومړى ځل دى چې دا اورم.

جعفر صادق: داسې نه ده ګنې ټول خلک چې غوښه خوري په دې مړينه به اخته شي، په ځېنو کې مضاجات مړينه رامنځ ته کېږي.

ابوشاکر: دمضاجات مړينه څه ته وايي؟

جعفر صادق: دا هغه مړينه ده چې ناڅاپى سړي د اغما حالت ته وړي او هغه وژني سړى به په ښکاره روغ رمټ وې؛خو په باطن کې به ناروغه وى.

ابوشاکر: ايا باطنى ناروغى هم لرو؟

جعفر صادق: ځينې کسان باطنى ناروغان وي.

خو د ناغروغۍ اغيزې په ځان کې نه احساسوي،هغه کسان چې د غوښې او قوت لرونکيو خوړو په خوارک کې اسراف کوي ممکن په باطن کې ناروغه وې پرته له دې چې اشتها يې کمه وې او د درد او بې خوبى احساس ولري.

ابوشاکر: دا زه نه منم چې انسان له نارورغۍ پرته هم مري. ممکن په نښته يا شخړه کې مړ شي؛خو له ناروغۍ پرته انسان نه مري.

جعفر صادق: تا وويل چې داسې سړى يم تر څو مې چې څه لېدلى نه وي، وجود يې هم نه منې او تر ننه پورې دى څوک د مفاجاه په مړينه نه دى لېدلى.نه منې چى انسان له ناروغۍ پرته هم ناڅاپه پښې غوځولاى شي. په دې پوه شه چې د مفاجاه مړينه په درې ډوله ده:

يوه د مغر له امله ده. بله د زړه له امله ده او بله د وينې له امله ده [دا خبره په هغه وخت کې د علم له اړخه اعجاز ته ورته والى لري. نن د سکتۍ مړينه درې کلى  لاملونه لري:

١ –  په مغزو کې يو لخته يا ټوټه د وينې مخنيوى وکړي يا دا چې په مغزو کې  وينه تويدنه وشي.

٢ –  په زړه کې يو ټوټه يا لخته د وينى بهير بندوي او د زړه د حجراتو يوى برخى ته اکسيجن نه رسي. يا د رګ د شليدلو له امله د زړه ځېنى حجرات له خوړو بې برخى پاتې کېږي.

٣ –  د وينى سکته د وينې د بهيدولو په بهير کې  يو ټوټه يا لخته رامنځ ته کېږي او رګ بندوي او دى رګ چې کومو حجراتو ته وينه رسوله، هغه حجرات له خوړو بې برخى کېږي]

ابوشاکر: څه کېږي چې زموږ ماغزه زړه او وينه ناڅاپې موږ وژني.

جعفر صادق: هر ډول فجا (يا سکته) په اخرينى پړ‏او کې د وينې د غلظت څخه رامنځ ته کېږي او د وينې غلظت هم د زياتې غوښې او نورو قوي خوړو څخه رامنځ ته کېږي هر څوک چې په دې خوړو کې افراط وکړي او د وينې غلظت يې زيات شول د فجا يا سکتى  عوارض په مغزو، زړه او وينه کې رامنځ ته کېږي او انسان وژني. د عربو قبيلى په صحرا کې اوسيږي لا تر اوسه پورې څوک د فجا يا سکتى له کبله نه دى مړه شوی؛ځکه د صحرا خلک غوښه ډېره کمه خوري او دغوښې د خوړلو لپاره د حج په وخت کې مکې ته ځې او په کال کې يوازې يو ځل غوښه خوري او نور ټول وخت اوربشې يا شېدې خوري؛نو وينه يې نه غليظيږي او د فجا له مړينې سره نه مخ کېږي .

اى ابوشاکره! په مدينه کې څو کسان پيژنې چې سل کلن وي؟

ابوشاک: څوک نه پيژنم.

جعفر صادق: په دې ښار کې هم تر کومه چې خلکو د غوښې او قوي خوړو په خوارک کې افراط نه کاوه؛نو سل کلنې ښځې او سړې پکې وه او قوي خوړو د دې ښار د اوسیدونکيو عمر را لنډ کړى دى.په مدينه کې دم ګړۍ سل کلن سړى يا ښځه  نشته؛خو که د مدينې شاوخوا قبيلو ته ولاړ شي سل کلن سړي او ښځې به پکې وي؛ځکه دوى د     غوښې او قوي خوړو په خوراک کې افراط نه کوي.

ابوشاکر: مړينه څه ته وايي؟

جعفر صادق: مړينه د بدن د کړو وړو د دمې پړاو دى په تېره بیا د زړه او څاه اخستنې.

ابوشاکر: انسان ولې مري؟

جعفر صادق: انسان له دوو څېزونو څخه مري. لومړۍ یې ناروغي ده،چې  ومې ويله. دويم زوړوالی دی. که سړى روغ هم وي؛ نو د زوړوالى له امله به مړ شي، يو قديمى ډاکتر بقراط وايي: زوړوالى هم يو ډول ناروغۍ ده. پر کومه ورځ چې د دې ناروغې درمل پيدا شو؛ نو انسان به مړ نشي.

ابوشاکر: ډاکتران ناروغې نشي درملولاى؟

جعفر صادق: زه ګروهمن یم،چې ډاکتران به کله هم دا ناروغي درمل نه کړي.

ابوشاکر: ته څرنګه پوهېږې چې ډاکتران يې درمل نشي پيدا کولای؟

جعفر صادق: مړينه د خداى مشيت دى او د خداى قدرت او مصلحت مړينه پيدا کړی؛نو ډاکتران د زوړوالي د ناروغۍ (بقراط په وينا) درمل هم نشي پيدا کولای. خداى مړينه مقرره کړي او څه چې خداى مقرر کړي د بدلون وړ نه دي.

خداى ويلي چې له هغه پرته به ټول خلک مړه شي. مړينه هم له یو حالت څخه بل حالت ته بدلون دى او یو څېز به هم په يو ځای کې پاتې نشي،حتى که خداى هم مړينه نه واى مقرره کړې، د بشر صلاح به په دې کې وه،لکه څرنګه چې مې مخکې وويل،بايد مړينې وي، مړينه د بشر د حيات لپاره ضروري ده. که  مړينه نه واى؛نو انسانانو به د خپل حيات او بقا  لپاره په خپله په مرګ لاس پورې کاوه او نور انسانان يې له منځه وړل، چې پخپله ژوندي پاتې شي.

ابوشاکر: ما اورېدلى خداى د هر چا لپاره د مړينى يو ځانګړى وخت ټاکلی، چې مړينه يې راورسي نه يوه شېبه مخکې ځى او نه وروسته.

 جعفر صادق: هو دا د خداى کلام دى او په قرآن کې هم راغلي. ابوشاکر: تا ونه وويل که څوک ډېره غوښه وخوري يا قوي خواړه وخوري له ودې مخکې به مړ شي؟

 جعفر صادق: هو دا مې وويل.

ابوشاکر: ستا خداى وايي، چې د هر چا د مړېنى نيټه معلومه ده چې راورسي،نه مخکې ځي او نه وروسته. ته وايي که هر څو ک غوښه وخوري ژر به مړي شي؛نو له دې مخې ته د خپل خداى له کلام څخه منکر شوى؟

جعفر صادق: اول خو دا مې نه دي ويلى که هر څوک غوښه او قوي خواړه وخوري، نه په فجا (سکته) به اخته شي او ومې ويل،ځينې کسان،چې د غوښې او نورو قوي خوړو په خوراک کې افراط کوي ممکن په فجا (سکته) اخته شي. دويم دا چې د طبيعې عمر او هغه عمر ترمنځ توپير شته کوم چې انسان په خپلو لاسونو لنډوي. طبيعى عمر هغه دى چې په عادي توګه يې بايد وکړي او دا عمر يوه ځانګړې موده لري او لکه څرنګه چې خداى ويلي چې کله دا موده پوره شي؛نو نه  مخکې کېږي او نه وروسته کېږي او په هماغه شېبه انسان مري.

بله هغه مړينه ده چې انسان يې پخپلو لاسونو ځان ته چمتو کوي. دا  مړينه له طبيعى مړينې سره توپير لري او ورته ځان وژنه ويل کېدای شي. هغ کس چې ځان پخپله وژني، خداى ورته کېداي شي اتيا، نوي يا سل کاله د عمر موده ټاکلې وي؛خو دا کس له مودې مخکې ځان وژني، دا کس کېداشي شي دغوښي او نورو قوي موادو په خوړو کې افراط وکړي. د وينې غلظت به يې لوړ شي او د ځان وژنې زمينه ځان ته پخپله چمتو کوي.

 نو دغوښي او نورو قوي موادو په خوړو کې افراط کول يو  ډول ځان وژنه ده او دا خلک به له خپلې طبيعې مړينې څخه مخکې مري او دا خلک د خداى د وينا په ډله کې نه راځي، چې وايي د هر سړي لپاره د اجل معلومه نيټه ټاکل شوې،چې مخکې او وروسته به نشي.

اى ابوشاکره! پوه شه چې پر قرآن بآندې زه له تا ښه پوهيږم چې خداى په قرآن کې د مړينى په هکله څه ويلى او زما له خولې به چا تر اوسه د خداى پر ضد او خلاف کوم څه نه وي اوريدلى او نه به يې واوري.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!