تبلیغات
|

مشعرالحرام ((لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُواْ فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُواْ اللّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّآلِّينَ(بقره/۱۹۸)=تاسې په دې نۀ ګناهكارېږئ چې د حج په مراسمو كې د پالونكي د فضل (ګټې وټې) تر لاسي په لټه كې شئ، بيا چې له عرفاته راکېوتئ؛ نو […]

مشعرالحرام

((لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُواْ فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُواْ اللّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّآلِّينَ(بقره/۱۹۸)=تاسې په دې نۀ ګناهكارېږئ چې د حج په مراسمو كې د پالونكي د فضل (ګټې وټې) تر لاسي په لټه كې شئ، بيا چې له عرفاته راکېوتئ؛ نو په مشعر الحرام كې خداى ياد كړئ او الله هسې ياد کړئ؛ لکه چې تاسې يې پر سمه لار بېولي ياست او تاسې تر دې دمه بې لارې واست. ))

واجب دي چې حاجيان د ذې الحجة د نهمې ورځې له ماسپښينه تر لمر پريوتو پورې په عرفات کې پاتې شي او د لمر پرېوتو پرمهال مشعر الحرام ته وکوچېږي ،چې د مکې په لار کې دى او له عرفاته تقريباً لس کيلومتره لرې پروت دى .

د نړۍ له ګوټ ګوټ راغلي مسلمانان ،چې په عرفات کې پرې خداى لورېدلى اوس د مشعرالحرام پر لورى کوچېږي د حج په کړنو کې،چې څومره مخکې ځوو؛نو لاپسې ساده ،بې نومه او مطلقېږو. په پيل کې له خپلې مېنې،کلي،بانډې،ښاراوهېواده راووتو، خپلې، جامې څپلۍ ،خولۍ او سينګارمو ايسته کړل او مکې ته راغلوو .طوافونه مو وکړل ،له کعبې هم راووتوو او مخ پر دښتو شوو. اوس چې دعرفات ماښام دى په عرفات کې له خپلو خيمو راووځو او تش لاس او په يواځې ځان بايد د مشعرالحرام پر لوري ولاړ شو. په عرفات کې خيمه وه،رڼا وه او په ډله کې ناسته وو؛خو په مشعرالحرام کې دا يوهم نشته. د اسلام په لومړيو وختونو کې قريشو په دې ګومان،چې د کعبې واکمن دي او تر نورو غوره دي په دې ښه پوهېدل ،چې په عرفات کې تم کېدل د حج له کړنو ځنې دي ؛خوعرفات ته به نه تلل . دا آيت نازل شو .

((ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ(بقره/۱۹۹)=بيا له همغه ځايه راکېوځئ چې (نور) خلک راکېوځي او له خدايه بښنه وغواړئ،چې سکه خداى بښاند لوراند دى.))

د حج کړنې را ته د قيامت ورځ راپريادوي.د احرام پېرودل را ته د کفن پېرودل راپر يادوي.له خپلوانو چې بېلېږو ؛نو د مړينې بېلتون راپريادوي. د لبيک ويل را ته د لقاءالله پرلوري تګ راپريادوي،د سفر وېره را ته د قبر وېره راپر يادوي. يواځېتوب،په ډله کې تګ،دښتې ، رڼاګانې اوتيارې او دا چې هر څوک په خپل غم کې وي ؛نو دا ټول را ته قيامت راپريادوي ؛خو د خواشينۍ ځاى دى ،چې انسان له دې ټولو بېلګو تېرېږي ؛خو نه پوهېږي او ناخبره وي.له کومې شېبې چې له خپل کوره وځي ددې پرځاى چې د عبادتونو او دعاګانو په هکله فکر وکړي د الوتکې،ډوډۍ او استوګنځي غم ورسره وي.خداى له خلکوګيله کوي او وايي:

((وَكَأَيِّن مِّن آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ (يوسف/۱۰۵)=او په اسمانو او ځمكه كې د خداى څومره ډېرى نښې دى، چې پرې تېرېږي او مخ ترې اړوي.))

د عرفات د ورځې پر ماښام بايد له يوې دښتې بلې دښتې ته وخوځېږو،له عرفاته بايد مشعر الحرام ته ولاړ شو .له پوهې اوهغه ځايه چې جبرائيل حضرت ابراهيم ته د حج مناسک ورښوولي ول د شعور او مشعر پرلوري خوځوو .

مشعر د شعور ځاى دى لکه ،چې عرفات هم يو ښوونځى و؛خو مشعر الحرام ترې لږ لوړ دى. د عرفات ښوونځې د ورځې و؛خو د مشعر الحرام ښوونځې د شپې دى،دا دواړه دښتې ښوونځي دي. په لومړي ښوونځي (عرفات) کې زده کوونکيو ته برنامه له مخکې و،ځاى او خواړه يې هم له مخکې ول؛خو په دې بل ښوونځي کې له مخکې کومه برنامه نشته،معلوم ځاى هم نه لري او دا ښوونځى کعبې او مکې ته نږدې پروت دى او د شپې وېره او ورکېدل هم پکې شته.

په مشعرالحرام کې انسان ستړى ،يواځې او تش لاس وي؛خو په لوړه کچه او مرتبه کې وي . په همدې ستړيا کې بايد د وسلې په فکر کې وي. پر سبا ورځ به شيطان ولي؛نو ايشتلو ته يې په همدې ځاى کې بايد کاڼي راټول کړي،دلته هر څوک پر خاورو منګولې لګوي او سبا ته ځان ته کاڼي برابروي . د قيامت ورځې ته هم د دنيا په تپو تيارو کې بايد د خپلې ژغورنې وسايل چمتو کړو .

هو !

د ورځې نښتې ته بايد ځان له شپې چمتو کړو . خداى پېغمبراکرم (ص ) ته وايي :

قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا (مزمل/۲)=د شپې راپاڅېږه؛ خو لږ.

نِصْفَهُ أَوِ انقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا (مزمل/۳)= نيمايي شپه ياترې لږه كمه.

أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا(مزمل/۴)=يا پر هغې (نيمايي)يو څه زياته كړه او قرآن په ځير، کراره کراره او واضح لوله؛

إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا(مزمل/۵)=ځكه، چې موږ به ژر پر تا درنه وينا نازله كړو.

إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْءًا وَأَقْوَمُ قِيلًا (مزمل/۶)=په حقيقت كې د شپې عبادت ته پاڅېدل (د زړۀ او ژبې همغږۍ او د نفس کابو کولو ته ) ډېر اغېزمن (چار) دى او يادونه او لوست (پکې) پايند دى.

إِنَّ لَكَ فِي اَلنَّهَارِ سَبْحًا طَوِيلًا(مزمل/۷)= [ ځكه ] تۀ د ورځې په اوږدو هڅو بوخت يي.

د ټولنې چارواکيوته دا يو زده کړه ده ،چې ګهيځ وختي پاڅېږي،خداى ياد کړي او خپله اروا له دې لارې تازه او پياوړى کړي،چې د ورځې په ورين تندي له خلکو سره خبرې اترې وکړي او ستونزي يې اوارې کړي او پرسمه لار روان شي .

مومنان چې د شپې کومې اوښکې تويوي؛نو د قيامت پر ورځ به يې د ژغورنې وسيله شي . په حج کې انسان شيطان په وړو وړو کاڼو ولي او په ورځني ژوند کې د خداى له وېرى د شپې اوښکې تويوي او له ځانه د دوزخ د اور لمبې لرې کوي. واړه کاڼي او د شپې اوښکې دواړه وسيلې دي په يو شيطان ولي او په بل د اورلمبې وژني .

د عرفات او مشعرالحرام دښتې ساده،بې رنګه او له تشريفاتو پرته د خداى مېلمستونونه دي. هو! خداى ته نږدې کېدو ته بايد داسي ځاى ته ولاړ شو،چې پکې ستر او پرده نه وي ؛ځکه دنيا او سينګارونه يې په دې لار کې خنډونه دي. خداى زموږ د ګناهونو د بښنې له لارې موږ مېلمانه کوي . حضرت مهدي آخر زمان راسره پردې مهال يوځاى وي او زموږ دعاګاني هم قبلېږي. دلته په موږ کې د اندیز‏ او اخلاقې بدلون د رامنځ ته کېدو له لارې خداى زموږ مېلمستيا کوي او دا پوښتنه ذهن ته راځي ،چې ولې دا دومره ډېر خلک يوځاى راټول شوي او سپين کفونونه يې اغوستي دي. دا شان پاملرنه او فکرکول د بې خبره کسانو ودې ته يو سترعامل دى او يو ډول مېلمستيا هم بلل کېږي. خداى موږ د دنيا له منډو ترړو او پړک وپړوکه راباسي او موږ يوې ساده او بې سينګاره سيمې ته بوځي او خپل سرپه ګرېوان کې ښکته کوو او له دې لارې خداى زموږ مېلمستيا کوي .

په زړه پورې خبره دا ده ،چې خداى په هغه ځاى کې زموږ مېلمستيا کوي چې هلته يې د حضرت ابراهيم،حضرت موسى،حضرت عيسى ، حضرت محمد او د نورو انبياووعليهم السلام،امامانو او اولياوو مېلمستيا هم کړې ده .

د خداى د کور زيارت کوونکيه !

که د ورځني ژوند په چارو کې ګړندى نه وې ؛نو دلته په دعا کولوکې بايد چابکي وکړې. که ګاونډيانو،انډېوالانو،دنيا، سينګارونو،ښځې او بچو بې لارې کړى يې؛نو په دې ځاى کې ستا بې لارېتوب ته هېڅ دليل نشته. ته کوربه داسې دښتې ته راوستى يې،چې خاوره يې په تاريخ کې د اوليا‌ءالله په اوښکو لمده شوې او داسې فضا ده،چې د خداى د مېړنو چغې او سورې په کې ثبت دي. پر دې ځمکه مهدى آخر زمان زموږ ګاونډې دى، د ناستې ټغرمو تشه ځمکه ده، وينا او خبرې دعاګانې دي يواځې د حاجيانو چغې او سورې ترغوږه کېږي او يواځې مخلص سپين کفني تر سترګو کېږي،زموږ دنده په مېلمستيا کې ګډون دى او څه ،چې په مېلمستيا کې د خداى له خوا دي هغه زموږ د دنيا او آخرت نيکمرغي ده. په مېلمستيا کې ګډون دومره خوند لري،چې قلم يې د ليکلو وس نه لري. خداى که هرڅه ته نظر وکړي ؛نو ډېر برکت پيدا کوي .خداى يوې ځمکې ته نظر وکړ او دومره برکت يې پيدا کړ،چې هرکال په زرګونو خلک پکې له ګناه وينځل کېږي او دا ځمکه دومره جاذبه لري،چې په بل يوځاى کې هم نشته. خداى وخت ته نظر وکړ؛نو د عرفات شپه ،د لوى اخترشپه او د قدرشپه راپيدا شوه . خداى مکان ته نظر وکړ؛نوکعبه اوعرفات راپيدا شو . خداى يو پلارمړي(يتيم) ته نظر وکړ او پېغمبراکرم (ص) ترې جوړ شو. د غڼې تار ته يې نظر وکړ او په غار کې د پېغمبراکرم(ص) د ساتنې لامل شو. په دعا کې يې د حضرت ابراهيم (ع) دعا ته نظر وکړ او کوم پرتم او دبدبه چې مکه لري د حضرت ابراهيم ددعا د قبلېدو له کبله ده .

په مشعرالحرام کې ټوله شپه تر لمرراختو پورې پاتې کېږو دا شپه د لوى اختر شپه ده .دا د شعور او شعار ځمکه ده او ميليونو انسانانو،سپين کفنونه اغوستي او په دې دښته کې خداى يادوي .امام صادق وايي: ” که کړاى شئ ؛نو پر دې شپه ويښ پاتې شئ؛ځکه پر دې شپه د آسمان ورونه پرانستي وي او پربندګانو د خداى لورېنې ورېږي او موږ په دې دښته کې د خداى مېلمانه يو او خداى پخپله وايي :پرما دي ،چې دعاګانې موقبولې کړم ” .( کافي ٤ \ ٤٦٩)

[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!