تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر مطففین سورت تفسیر   مطففین سورت ۳۶ آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. که څه د ځینو روایتونو له مخې، لومړي آیتونه یې مدني دي. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د ډنډۍ وهونکیو په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

مطففین سورت تفسیر

 

مطففین سورت ۳۶ آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. که څه د ځینو روایتونو له مخې، لومړي آیتونه یې مدني دي.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د ډنډۍ وهونکیو په مانا ده.

دا آیت ډنډۍ وهونکيو ته په خبرداري پیلېږي او ددې کار جرړه د قیامت پر ورځ په باور نه درلودو کې ده.

د فاجرو ګنهګارانو او متجازو سرګذشت او له الهي آیتونو سره یې چلن، چې د دوی د زړونو د زنګ څرګندوی دی، ددې سورت بله برخه رانغاړي.

البته د همېشنیو نعمتونو یادونه او د جنتیانو خوښۍ، د مؤمنانو په زړونو کې د هیلو رڼا رڼا کوي او د مجرمانو د پېغورونو پر وړاندې ډاډ ورکوي، چې د هغوی ملنډې او سپکاوي یې خپه نکړي.

د روایتونو له مخې، په لمانځه کې د مطففین سورت د تلاوت پایله د قیامت پر ورځ د اور له عذابه خوندیتوب دی او الله (ج) به یې په جنتي څښاک خړوب کړي[1].

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَیْلٌ لِلْمُطَفِّفِینَ«1» اَلَّذِینَ إِذَا اکْتالُوا عَلَی النّاسِ یَسْتَوْفُونَ«2» وَ إِذا کالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ یُخْسِرُونَ«3» أَ لا یَظُنُّ أُولئِکَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ«4» لِیَوْمٍ عَظِیمٍ«5» یَوْمَ یَقُومُ النّاسُ لِرَبِّ الْعالَمِینَ«6»=افسوس پر ډنډۍ وهوونكيو! هغوی چې له خلكو په پيمانه (څه) اخلي (؛ نو) پوره يې اخلي؛ خو چې نورو ته پيمانه وركوي يا څه ورتلي (؛ نو) كم يې وركوي. ايا دوى ګومان نه كوي، چې راپاڅول كېږي، [د قيامت] د سترې ورځې [د حساب] لپاره؟!  هغه ورځ، چې خلك به نړۍ پال ته درېږي.

 

ټکي:

* «وَیْلٌ» د هلاک او عذاب پر مانا دی او د روایتونو له مخې، په دوزخ کې د یوې درې یا د یوې تمبې نامه ده.

* «طفیف»او قلیل یوه مانا لري او«تطفیف» د کمولو او کم ایښوولو په مانا دی او جرړه یې له «طف» ده، چې د څنډې او ګوښې په مانا ده. هغه پلورونکی، چې د توکي له څنډې وهل کوي،«مطفف» وايي.

حضرت ابن مسعود (رض) رانقلوي: څوک چې له خپل لمانځه کم کړي، په دې آیت کې رانغاړل کېږي[2].

*هر ټولګی خپله ډنډۍ لري: ښووند، کارگر، لیکوال، هټیوال، مهندس، ډاکټر او نورې دندې، چې د خپلو دندو په سرته رسولو کې لنډون وکړي، ډنډۍ یې وهلې ده.

*ډنډۍ وهونکی ځان ځیرک بولي، له خلکو سره مینه نه لري، الله (ج) رازق نه ګڼي او پر ټولنه وټيز – اقتصادي تېری کوي.

*ډنډۍ وهل یوه کبیره ګناه ده؛ ځکه د عذاب ژمنه یې شوې ده.

*د ډنډۍ وهلو شونتیا او یا په کیل کې حساسیت، تر وزن ډېر دی؛ نو په لومړي آیت کې یوازې د کیل او په ورپسې آیت کې، لومړی کیل او بیا د وزن خبره راغلې ده.

*په روایتونو کې لولو: خلک چې پر ډنډۍ وهلو اخته شي؛ نو ځمکه ترې خپل راټوکوونکي سپموي او خلک په سوکړه ګواښل کېږي[3].

* انضباط او وټيزه ځيرنه د انبیاوو د سمونپالو کړلارو په سر کې ده؛ لکه څنګه چې حضرت شعیب خپل قوم ته وویل: ((أَوْفُوا الْکَیْلَ وَ لا تَکُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِینَ وَ زِنُوا بِالْقِسْطاسِ الْمُسْتَقِیمِ وَ لا تَبْخَسُوا النّاسَ أَشْیاءَهُمْ وَ لا تَعْثَوْا فِی الْأَرْضِ مُفْسِدِینَ[4]= پيمانې پوره پوره وركوئ او (په ډنډۍ وهلو كې نورو ته) له زيان وررسوونكيو مه ياست؛او په سمه تله تول كوئ؛او د خلكو څيزونه کم مه وركموئ او په ځمكه كې بدچاري مه خپروئ؛ ))

 

پېغامونه:

1- خطر په ګواښوونکیو کلیمو اعلانوئ. «وَیْلٌ لِلْمُطَفِّفِینَ»

2-په ډنډۍ وهلو حرام مال، د انسان د پرېوتو لامل دی. «وَیْلٌ لِلْمُطَفِّفِینَ»

3-په اخستو او ورکولو کې توپیر کول، ډنډۍ وهل دي، څه چې دې ځان ته نه وي خوښ، بل ته یې هم مه خوښوه.( اِکْتالُوا … یَسْتَوْفُونَ – کالُوهُمْ … یُخْسِرُونَ)

4-له هر چا سره ډنډۍ وهل ناروا دي، ان که مسلمان هم نه وي. «عَلَی النّاسِ»

5-تر ګناه اوچت پر ګناه روږدېدل دي، داسې چې ډنډۍ وهل د انسان بوختیا شي. «یُخْسِرُونَ» (مضارع فعل،د استمرار او تلتیا نښه ده.)

6-له وټيزو مفاسدو مخنیوي ته باید د معاد یاد د خلکو په زړونو کې راژوندی کړو. «أَ لا یَظُنُّ أُولئِکَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ»

7-پر معاد ګروهه، ان د ګومان تر بریده هم مخنیوونکې ده. «أَ لا یَظُنُّ أُولئِکَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ»

8-د قیامت پېښې سترې او وېرونکې دي. «لِیَوْمٍ عَظِیمٍ»

9-د ډنډۍ وهلو او حق الناس پوښتنه به کېږي. «یَقُومُ النّاسُ لِرَبِّ الْعالَمِینَ»

10- مجرمانو ته سزا ورکول، د الهي ربوبیت له چارو دي. «یَقُومُ النّاسُ لِرَبِّ الْعالَمِینَ»

 

کَلاّ إِنَّ کِتابَ الفُجّارِ لَفِی سِجِّینٍ«7» وَ ما أَدْراکَ ما سِجِّینٌ«8» کِتابٌ مَرْقُومٌ«9» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«10» اَلَّذِینَ یُکَذِّبُونَ بِیَوْمِ الدِّینِ«11» وَ ما یُکَذِّبُ بِهِ إِلاّ کُلُّ مُعْتَدٍ أَثِیمٍ«12» إِذا تُتْلی عَلَیْهِ آیاتُنا قالَ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ«13»=هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې د قيامت په باب انګېري) بېشكه د بدچارو كړنليكونه په ((سجين)) كې دي. څه پوهېږې، چې ((سجين)) څه دى؟! يو ليكل شوى كتاب (او حتمي برخليك) دى. پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! هغوى چې د جزا ورځ دروغ ګڼي. او دروغ یې نه بولي؛ خو بې له پولو وراووښتي ګناهګاران. (هماغه) چې زموږ آيتونه ورولوستل شي؛نو وايي: (( [دا] د پخوانيو قيصې دي.))

 

ټکي:

* «سِجِّینٍ» له «سجن» اخستل شوی او د زندان په مانا دی او وزنِ فِعّیل د مبالغې لپاره دی : سخت او همېشنی زندان.

* «مَرْقُومٌ» له«رقم» اخستل شوی او د سمې او څرګندې لیکنې په مانا دی، داسې چې له نورو لیکنو سره اشتباه نشي؛ نو پردې بنسټ، «کِتابٌ مَرْقُومٌ»؛ یعنې د فاجرانو برخلیک څرګند او ټاکل شوی دی او هغوی په همېشني زندان کې ښکېل دي.

* په قیامت پورې په اړوند آیتونو کې له «دین» مراد، سزا ده. «یُکَذِّبُونَ بِیَوْمِ الدِّینِ»؛ لکه څنګه چې په حمد سورت کې د «مالِکِ یَوْمِ الدِّینِ» آیت، د سزا ورځې د څښتن په مانا دی.

* «أَثِیمٍ»له «اثم» اخستل شوی او هغه ته ویل کېږي، چې په ګناه کې ډوب وي.

* «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ» غونډله – جمله دوه ډوله تفسیرولای شو:

الف:افسوس پر هغه ډنډۍ وهونکي، چې برخلیک یې له قیامته نټه شي.

ب: افسوس پر هغو ډنډۍ وهونکيو، چې د قیامت پر ورځ د ډنډۍ وهونکیو پر سزا باور نه لري.

* ښايي له «مُکَذِّبِین» مراد ، عملي تکذیب وي، نه زړګنی او ژبنی؛ یعنې ډنډۍ وهل او د خلکو حق نالیدلی ګڼل د قیامت عملي دروغجن ګڼل دي.

* «أَساطِیرُ» د «اسطوره» جمع او د افسانې په مانا ده، چې ښکلي او په زړه پورې مطالب لري؛ خو واقعیت نه لري او د کیسه ویوونکيو د ذهن او خیال اوبدنه وي. «أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ»؛ یعنې داچې پخوانیو افسانې جوړې کړي او پېغمبر یې وايي.

* د عاشورا په تاریخ کې لولو، چې امام حسین څو ځل د یزید لښکر ته نصیحت وکړ، چې مګر زه ستاسې د پېغمبر د لور، فاطمې زوی نه یم، مګر کوم حلال مې حرام او کوم حرام مې حلال کړی دی؟ مگر په زرونو لیکونو مو را و نه بللم؟ او… په پای کې وايي:

«قد ملئت بطونکم من الحرام» ستاسې نسونه له حرامو ډک شوي او نور مو پر روح حق خبره اغېز نه کوي.

نن د نړۍ د روزنیزو علومو او ارواپوهنې پوهنځي یو هم د انسان پر روزنه او روح د حلالې او حرامې مړۍ د اغېز خبره نه اوڅاروي او د ختیځ او لویدیځ پوهان، پر روزنه د خوړو او خورونې له اغېزه غافل دي.

 

پېغامونه:

1-ډنډۍ وهونکی فاجر دی او د دیانت پردې څېروي. (لِلْمُطَفِّفِینَ … اَلفُجّارِ)

2-د فاجرانو برخلیک، پرېکنده او ټاکل شوی دی. «کِتابٌ مَرْقُومٌ»

3- گناه،انسان کفر او د حقایقو انکار ته اړ باسي. «وَ ما یُکَذِّبُ بِهِ إِلاّ کُلُّ مُعْتَدٍ أَثِیمٍ»

4- هغوی د قرآن آیتونه افسانه او اسطوره ګڼي، چې د ګناه او سرغړونې په زخمه کې ورډوب وي. «کُلُّ مُعْتَدٍ أَثِیمٍ إِذا تُتْلی عَلَیْهِ آیاتُنا قالَ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ»

5-وحې ته د افسانې مخونه ورکول، کافر پاتېدو ته یوه لار ده. «قالَ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ»

6- حرامه مړۍ انسان د کفر تر بریده مخکې بیایي.(د سورت په پیل کې د ډنډۍ وهلو خبره وه، چې د حرامې مړۍ لاس ته راوړو لامل دی، په ورپسې آیتونو کې د فجور خبره وشوه او په دوام یې د دروغجنولو خبره ده.) «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ»

7-د انسان کړنې، پر ګروهو او باورونو یې اغېز کوي. بریدماتونه او پرله پسې ګناوې انسان دروغجنولو ته اړباسي. «وَ ما یُکَذِّبُ بِهِ إِلاّ کُلُّ مُعْتَدٍ أَثِیمٍ»

8-پر یوه تذکر او ګواښنه دې قناعت ونشي، تذکر او تلاوت دې دايمي وي. «تُتْلی عَلَیْهِ آیاتُنا» (مضارع فعل، د استمرار او تلتیا نښه ده.)

9- قرآن، ان مخالفانو ته هم په زړه پورې دی. «قالَ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ» (اسطوره ښکلیو او په زړه پورې کیسو ته وايي.)

 

 

 

 

کَلاّ بَلْ رانَ عَلی قُلُوبِهِمْ ما کانُوا یَکْسِبُونَ«14» کَلاّ إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ یَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ«15» ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصالُوا الْجَحِیمِ«16» ثُمَّ یُقالُ هذَا الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تُکَذِّبُونَ«17»=هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري؛) بلكې (ناوړو) کړنو يې زړونه خيرن کړي دي. هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري)؛ بېشكه دوى پر هغه ورځ د خپل پالونكي له (ليدو) بې برخې شوي دي . بيا په يقين، دوى هرومرو دوزخ ته ورننوتوونکي دي (او سوځي)! بيا (ورته) ويل كېږي: ((دا هماغه څه دي، چې تل مو دروغ ګڼل!))

 

ټکي:

* «رین» د هغو دوړو په مانا دی، چې پر ګرانبیه څیزونو کېني. امام باقر (رح) وايي: هر مهال چې ګناه پر انسان لاسبرې شي، نو بریا ته به یې هیله نه وي او دا د «کَلاّ بَلْ رانَ عَلی قُلُوبِهِمْ» آیت مانا ده[5].

* امام باقر (رح) وویل: داسې بنده به نه وي، چې زړه یې سپین نه وي، په هره ګناه یې پر زړه یوه توره رټه لګي، که توبه وکړي، نو رټه پاکېږي؛ خو که پر ګناه ټینګار وکړي، رټه یې خپره شي او ټول زړه رټه کړي او بیا انسان کله هم خیر او نېکمرغۍ ته نه ورستنېږي[6].

* امام رضا (رح) وویل: له «إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ یَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ» مراد دادی، چې له الهي ثوابه بې برخې دي؛ که نه الله (ج) خو مکان نه لري[7].

 

پېغامونه:

1-د قرآن افسانه ګڼل، د زړه د خیري پایله ده. «کَلاّ بَلْ رانَ عَلی قُلُوبِهِمْ»

2- گناه د انسان روح اړوي او د حق له درک کولو مخنیونکې ده. «بَلْ رانَ عَلی قُلُوبِهِمْ ما کانُوا یَکْسِبُونَ»

3- د انسان فطرت روغ دی؛ خو ګناه یې پوښي او دوړونوي یې. «رانَ عَلی قُلُوبِهِمْ»

4-د قرآن په فرهنګ کې، زړه د حقایقو د درک مرکز دی. «رانَ عَلی قُلُوبِهِمْ»

5-پر ګناه ټینګار او دوام، زړه خیرنوي. «ما کانُوا یَکْسِبُونَ»

6- عمل، د انسان پانګه ده، چې ښېګڼې او بدۍ پرې لاس ته راوړي. «کانُوا یَکْسِبُونَ»

7-د ګناه خیری، چې په دنیا کې د حقیقت له درک کولو مخنیونکی دی، په آخرت کې هم د الهي پېروزینو د لاس ته راوړو مخنیونکی دی. «إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ یَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ»

8-د دوزخ چارواکي، دوزخیان رټي. «ثُمَّ یُقالُ هذَا الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تُکَذِّبُونَ»

 

کَلاّ إِنَّ کِتابَ الْأَبْرارِ لَفِی عِلِّیِّینَ«18» وَ ما أَدْراکَ ما عِلِّیُّونَ«19» کِتابٌ مَرْقُومٌ«20» یَشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ«21» إِنَّ الْأَبْرارَ لَفِی نَعِیمٍ«22» عَلَی الْأَرائِکِ یَنْظُرُونَ«23» تَعْرِفُ فِی وُجُوهِهِمْ نَضْرَهَ النَّعِیمِ«24» یُسْقَوْنَ مِنْ رَحِیقٍ مَخْتُومٍ«25» خِتامُهُ مِسْکٌ وَ فِی ذلِکَ فَلْیَتَنافَسِ الْمُتَنافِسُونَ«26»وَ مِزاجُهُ مِنْ تَسْنِیمٍ«27» عَیْناً یَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ«28»=هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې د معاد په باب انګېري) بېشكه د نېكانو كړنليك په ((عليين)) كې دى. او څه پوهېږې، چې ((عليين)) څه دى؟! [هغه] يو ليكلى كتاب او (حتمي برخليك) دى،چې الهي مقربان یې څاري او شاهدي پرې ورکوي. بېشكه نېكان هرومرو په ډول ډول نعمتونو كې دي. پر تختونو (ناست او د جنت د ښكلاوو) نندارې کوي. او په څېرو كې به يې د نعمتونو د پرېمانۍ خوښي له ورايه وپېژنې. سرپټي نږه شراب پرې ورڅښل كېږي. مهر یې له مشکو دی او ددې (جنتي نعمتونو د لاس ته راوړو لپاره) دې سيالان يو له بل سره عزتمنه سيالي وکړي. په دې (پاكو) شرابو كې ((تسنيم)) ګډ دي؛یوه چينه ده، چې ( الله ته) نژدې خلک يې ترې څښي.

 

ټکي:

* «عِلِّیِّینَ» د «ِعِلِّیِّ» جمع او د لوړو درجو او تر ناپایه لوړپوړیو ته وايي.

* له ((کِتابَ الْأَبْرارِ)) مراد، په قیامت کې د نېکانو برخلیک دی او «مَرْقُومٌ»؛ یعنې څرګند او په نښه شوی، داسې چې له نورو لیکنو سره نه اشتباه کېږي.

* «ارائک»د«اریکه» جمع اود هغه تخت په مانا دی، چې پسولل شوی او ویدېدو ته چمتو وي.

* «نَضْرَهَ» د ښکلا او خوښۍ په مانا او «نَعِیمٍ» د ډېر نعمت په مانا او «رَحِیقٍ» نږه شرابو ته وايي.

* «تنافس»یا له «نفیس» نه اخستل شوی؛یعنې دوه تنه د یوه نفیس څیز لاس ته راوړو ته هڅې کوي او یا له «نفس» نه اخستل شوی؛ یعنې دوه تنه، د یوه څیز لاس ته راوړو ته، هڅې ته له خپلې روستۍ ساه هم کار اخلي[8].

* په جنت کې مېلمستیا پړاوونه او درجې لري:

ځینو ته«یُسْقَوْنَ» او ځینو ته «سَقاهُمْ رَبُّهُمْ[9]»؛یعنې ځینې په واسطه او ځینې بې واسطې الهي پېرزوینې تر لاسه کوي.

*ځینو ویلي چې په «خِتامُهُ مِسْکٌ» کې له مسک مراد، مُهر ولاک شوي شراب دي.

* مقربان یې له تسنیم څښي؛ خو ابرار به هغه څښاک څښي، چې له تسنیم سره ګډ شوي وي.

* جنتي څښاک ډول ډول دی: ځینې په ویالو کې بهېږي: «أَنْهارٌ مِنْ ماءٍ ، أَنْهارٌ مِنْ لَبَنٍ ، أَنْهارٌ مِنْ خَمْرٍ ، أَنْهارٌ مِنْ عَسَلٍ[10]»ځينې په مُهر ولاک شويو لوښو کې دي: «خِتامُهُ مِسْکٌ» او ځینې د جنت له آسمانه یا یې له پورته پوړیو رابهېږي، چې هماغه تسنیم دي[11].

* امام باقر (رح) وویل: تسنیم د جنت غوره څښاک دی او پېغمبر او اهلبیتو ته یې ځانګړي دي او په کورونو کې یې بهېږي[12].

 

پېغامونه:

1-د نېکانو د ثواب په اړه الهي ژمنې حتمي دي. «إِنَّ الْأَبْرارَ لَفِی نَعِیمٍ» (د ((انّ)) کلیمه او د لام حرف او اسمیه جمله ، د ژمني د حتمیتوب په مانا دي.)

2-د نورو په شتون کې د نعمت تر ګوتو کول جلا خوند کوي. «یَشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ»

3-لوړ پوړ او له هغه ځایه ښکلې نندارې لیدل، د جنتیانو نعمتونه دي.«عَلَی الْأَرائِکِ یَنْظُرُونَ»

4- د انسان له روحي او اروايي حالاتو یې جسم اغېزمن دی. «تَعْرِفُ فِی وُجُوهِهِمْ» (انسان ته د جنتیانو ځلنده څېرې څرګندې دي.)

5-د جنتي نعمتونو نږه توب، یو ارزښت دی. «مَخْتُومٍ»

6-جنتي خوندونه، عوارض نه لري. «خِتامُهُ مِسْکٌ»

7-د اسلام په فرهنګ کې، دنیا د سیالۍ ډګر دی؛ البته د اخروي نعمتونو لاس ته راوړو ته سیالي. «وَ فِی ذلِکَ فَلْیَتَنافَسِ الْمُتَنافِسُونَ»

8- جنتیان درجې او پوړونه لري.«الابرار-المقربون»

 

إِنَّ الَّذِینَ أَجْرَمُوا کانُوا مِنَ الَّذِینَ آمَنُوا یَضْحَکُونَ«29» وَ إِذا مَرُّوا بِهِمْ یَتَغامَزُونَ«30» وَ إِذَا انْقَلَبُوا إِلی أَهْلِهِمُ انْقَلَبُوا فَکِهِینَ«31» وَ إِذا رَأَوْهُمْ قالُوا إِنَّ هؤُلاءِ لَضالُّونَ«32» وَ ما أُرْسِلُوا عَلَیْهِمْ حافِظِینَ«33» فَالْیَوْمَ الَّذِینَ آمَنُوا مِنَ الْکُفّارِ یَضْحَکُونَ«34» عَلَی الْأَرائِکِ یَنْظُرُونَ«35» هَلْ ثُوِّبَ الْکُفّارُ ما کانُوا یَفْعَلُونَ«36»=په رښتینه كې (په دنيا كې) ګناهګارانو تل په مؤمنانو پورې خندل، او چې تر څنګ به یې تېرېدل؛ نو د ملنډو سترګكونه یې ورپورې وهل. او چې خپلو كورنيو او هم اندو ته ورستنېدل؛ نو [له خپلو ملنډو به] خوشحال او خندان ورستانه شول [او هلته يې هم په خپلمنځي ټوکو کې پر مؤمنانو ملنډې وهلې] او چې دوى (مؤمنان) یې ليدل (؛ نو) ويل يې: (دا يو بېلارې ټولى دى.)) حال دا [كافرانو ته] پر دوى [= مؤمنانو] د څارنې دنده نه وه سپارل شوې.  نو نن مؤمنان په كفارو پورې خاندي،پر خپلو تختونو ناست (او سپېره برخليك ته يې) ګوري. [چې وګوري] ايا كافرانو ته د خپلو کړنو سزا وركړه شوه؟

 

ټکي:

* «غَمز»په سترګک د نورو عیب پلټنې ته وايي.

 

پېغامونه:

1- مؤمنان دې د ګنهګارانو او مجرمانو ناروا چلن ته چمتو وي. «إِنَّ الَّذِینَ أَجْرَمُوا»

2-د نورو ملنډې، خنداوې، سترګکونه او پېغورونه مو نهیلي نه کړي؛ ځکه هغوی پخپله مجرمان دي. «إِنَّ الَّذِینَ أَجْرَمُوا»

3-ملنډې او سپکاوی د مجرمانو پخوانی دود دی. کانُوا … یَضْحَکُونَ

4- مجرم پر خپله ګناه قانع نه دی، پاکان سپکوي او روحي ګوذار پرې کوي. «یَضْحَکُونَ ، یَتَغامَزُونَ»

5-پر مؤمنانو ملنډو ته فکاهي، طنز او لطیفې جوړول د مجرمانو یوه کړنلار ده. «انْقَلَبُوا فَکِهِینَ»

6-پر ګناه ټینګار د انسان لید او ورمندون/ قضاوت بدلوي. (په زړه پورې خو دا چې مجرمان، مؤمنان ورکلاري ګڼي.) «قالُوا إِنَّ هؤُلاءِ لَضالُّونَ»

7- گنهګاران د مؤمنانو په اړه د ورمندون او نظر څرګندونې وړتیا نه لري. «قالُوا إِنَّ هؤُلاءِ لَضالُّونَ وَ ما أُرْسِلُوا عَلَیْهِمْ حافِظِینَ»

8-مؤمنان دې په تمه نه وي، چې مخالفان به یې تایید کړي. «وَ ما أُرْسِلُوا عَلَیْهِمْ حافِظِینَ»

9-ته وا مجرمان ځانونه د مؤمنانو قیّم او پالندویان ګڼي، چې دا ادعا یې خدای نفې کوي. «وَ ما أُرْسِلُوا عَلَیْهِمْ حافِظِینَ»

10- مؤمنان په قیامت کې د مجرمانو د روحي کړاو لامل دي؛ ځکه هلته به مؤمنان پرې خاندي. «فَالْیَوْمَ الَّذِینَ آمَنُوا مِنَ الْکُفّارِ یَضْحَکُونَ»

11-په قیامت کې سزا، په دنیا کې د ګناه له مخې ده.( په دنیا کې د ملنډو د خنداوو سزا، په قیامت کې درباندې خندېدل دي.) (اَلَّذِینَ أَجْرَمُوا کانُوا … یَضْحَکُونَ – اَلَّذِینَ آمَنُوا … یَضْحَکُونَ)

12-د قیامت سزاوې، د انسان د خپلو کړنو انځور دی. «هَلْ ثُوِّبَ الْکُفّارُ ما کانُوا یَفْعَلُونَ»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

[1] – نورالثقلین تفسیر.

[2] – نمونه تفسیر.

[3] – المیزان تفسیر.

[4] – شعراء،181-183.

 

[5] – مجمع البیان تفسیر.

[6] – نور الثقلین تفسیر.

[7] – توحید صدوق،ص 162.

[8] – راهنما تفسیر.

[9] – .انسان،21.

[10] – محمّد،15.

[11] – نمونه تفسیر

[12] – برهان تفسیر

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!