تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر معارج سورت تفسیر دا سورت ۴۴ آیتونه لري او له مکي سورتونو ځنې دی، که څه لومړي آیتونه یې په مدینه کې نازل شوي دي. د سورت نامه یې له درېیم آیته اخستل شوې، چې په آسمانونو کې د پرښتو د عروج […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

معارج سورت تفسیر

دا سورت ۴۴ آیتونه لري او له مکي سورتونو ځنې دی، که څه لومړي آیتونه یې په مدینه کې نازل شوي دي.

د سورت نامه یې له درېیم آیته اخستل شوې، چې په آسمانونو کې د پرښتو د عروج ځای ته وايي.

د نورو مکي سورتونو په څېر یې چورليځ معاد، د مشرکانو او مخالفینو روستی عاقبت دی، په قیامت کې د کافرانو حالات او د جنتیانو او دوخیانو ځانګړنې ددې سورت نورې برخې رانغاړي.

البته د سورت لومړي آیتونه په دنیا کې د عذاب راکېووتو په باب دي، چې د حضرت علي کرم الله وجهه د ولایت منکر پرې اخته او هلاک شو، چې د کیسې تفصیل یې د آیت په تفسیر کې راغلی دی.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

سَأَلَ سائِلٌ بِعَذابٍ واقِعٍ«1» لِلْکافِرینَ لَیْسَ لَهُ دافِعٌ«2» مِنَ اللّهِ ذِی الْمَعارِجِ«3» تَعْرُجُ الْمَلائِکَهُ وَ الرُّوحُ إِلَیْهِ فِی یَوْمٍ کانَ مِقْدارُهُ خَمْسِینَ أَلْفَ سَنَهٍ«4»=یو غوښتونكي پېښېدونی عذاب وغوښت. چې دا (عذاب) يوازې د كافرانو لپاره دى [او] هېڅوك يې مخه نيولاى نشي. او د ذى المعارج [د اسماني درجو د څښتن] الله له لوري دى. پرښتې او روح [= د الله مقربه پرښته] پر هغه ورځ ورخېژي، چې د پنځوس زرو (۵۰،۰۰۰) كالو هومره ده،

 

ټکي:

* «معارج» د «معرج» جمع او د پورته کېدو، عروج او د صعود د ځای په مانا ده او مراد ترې آسمانونه دي، چې د پرښتو د نزول او عروج (کېوتو او پورته کېدو) ځای دی.

* مرحوم امیني په الغدیر کتاب کې[1] له درېیمې پېړۍ نه تر څلورمې پېړۍ د دېرشو مفسرینو او محدثینو نامې راوړي، چې ویلي یې دي: د «سَأَلَ سائِلٌ» آیت شأن نزول په هغه سړي پورې اړه لري، چې پیغمبر اکرم ته یې وویل: په غدیر ورځ دې خلافت ته د علي ټاکنه له خپل لوري وه، که د الله له لوري؟ موږ ته دې د حج، روژې او زکات حکم وکړ، درسره مو ومانه؛ خو خوښ نه شوې، تردې چې د تره زوی دې پر موږ واکمن کړ! بیا یې وویل: «اللّهُمَّ إِنْ کانَ هذا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِکَ فَأَمْطِرْ عَلَیْنا حِجارَهً مِنَ السَّماءِ[2]»یا الله! که دا چار حق دی؛ نو له آسمانه ډبره راووروه (چې ورک شم او داسې څه په سترګو و نه وینم)، ډبره راغله او سړی یې ورک کړ او دا آیت رانازل شو. «سَأَلَ سائِلٌ بِعَذابٍ واقِعٍ»

 

پېغامونه:

1-د ځینو وګړیزو او ناڅیزه پېښو رانقلول، د نورو عبرت ته پکار دي او باید وساتل شي.(سائل یو کس و، چې الهي پرغز – قهر ورک کړ؛ خو دا کیسه په قرآن کې اوڅارېږي، چې په تاریخ کې یې ټول ولولي.) «سَأَلَ سائِلٌ بِعَذابٍ واقِعٍ»

2-بې ځایه، مغرضانه او ځېلي غوښتنه کولای شي پېښه وزېږوي. «سَأَلَ سائِلٌ بِعَذابٍ واقِعٍ»

3- تر هغه چې الهي عذاب نه وي راغلی؛ نو په صدقه او توبه د عذاب د لرې کولو لار پرانستې وي؛ خو له پېښېدوني عذابه د بچېدو لار نشته.(( بِعَذابٍ واقِعٍ … لَیْسَ لَهُ دافِعٌ ))

 

فَاصْبِرْ صَبْراً جَمِیلاً«5» إِنَّهُمْ یَرَوْنَهُ بَعِیداً«6» وَ نَراهُ قَرِیباً«7» یَوْمَ تَکُونُ السَّماءُ کَالْمُهْلِ«8» وَ تَکُونُ الْجِبالُ کَالْعِهْنِ«9»=نو په غوره زغم زغمناك وسه؛ [ځكه] چې دوى یې لرې انګېري،او (موږ) يې نژدې وينو. هغه ورځ، چې اسمان د ويلي شويو غوړيو (يا فلز) په څېر شي،او غرونه به د رنګينو ډانډس شويو وړيو په څېر شي!

 

ټکي:

* په خم غدیر کې امامت ته د حضرت علي په ټاکنه، د یو شمېر مسلمانانو او مخالفینو له لوري، پېغمبر اکرم اسلام صلی الله علیه و آله وسلم ته پېغورونه دومره ډېر وو، چې الله (ج) ورته د صبر سپارښتنه وکړه. (( سَأَلَ سائِلٌ بِعَذابٍ … فَاصْبِرْ صَبْراً جَمِیلاً))

* کافران، د معاد آر لرې چار شمېري او له عقل او ذهنه یې وتلی ګڼي؛ خو له خدای سره قیامت پرېکنده او هرومره پېښېدونی چار دی؛ نو نږدې دی. «إِنَّهُمْ یَرَوْنَهُ بَعِیداً وَ نَراهُ قَرِیباً»

*الله (ج) په قرآن کې شاوخوا شل ځل، خپل استازي ته د صبر سپارښتنه کړې، هغه هم د جمیل صبر، چې پکې ناروا خبرې نه وي. البته د صبر خطاب پېغمبر ته دی؛ خو امت هم باید صبر ولري.

* قیامت پېښېدو ته د ځمکې او آسمانونو شته نظام یو مخې اوړي، په قرآن کې یو لړ آیتونه دي، چې دا ګډوډي بیانوي؛ لکه چې وايي: «یَوْمَ نَطْوِی السَّماءَ کَطَیِّ السِّجِلِّ لِلْکُتُبِ[3]»

 

پېغامونه:

1- ان پېغمبر هم د صبر او پایښتۍ سپارښتنې ته اړمن دي. «فَاصْبِرْ صَبْراً جَمِیلاً»

2-هغه چې قیامت نږدې ويني؛ نو د ستونزو پر وړاندې صبر او څوار – استقامت کوي. ((فَاصْبِرْ … نَراهُ قَرِیباً))

3-په اسمانونو کې شته نظام پای لري او یوه ورځ به ړنګ شي. «یَوْمَ تَکُونُ السَّماءُ کَالْمُهْلِ»

 

وَ لا یَسْئَلُ حَمِیمٌ حَمِیماً«10» یُبَصَّرُونَهُمْ یَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ یَفْتَدِی مِنْ عَذابِ یَوْمِئِذٍ بِبَنِیهِ«11» وَ صاحِبَتِهِ وَ أَخِیهِ«12» وَ فَصِیلَتِهِ الَّتِی تُؤْوِیهِ«13» وَ مَنْ فِی الْأَرْضِ جَمِیعاً ثُمَّ یُنْجِیهِ«14» کَلاّ إِنَّها لَظی«15» نَزّاعَهً لِلشَّوی«16» تَدْعُوا مَنْ أَدْبَرَ وَ تَوَلّی«17» وَ جَمَعَ فَأَوْعی«18»=او دوست به دوست و نه پوښتي. دوستان ورښوول كېږي (خو هر څوك پخپلو خولو كې ډوب وي) ګناهګار هيله كوي،چې كاش د هغې ورځې له عذابه د ( ژغورلو لپاره) خپل زامن په بدل کې ورکړي؛ او (همداراز) خپله مېرمن او خپل رور،او (همداراز) خپل ټبر، چې تل يې ملاتړ ترې كاوه،او (همداراز) څه چې په ځمكه کې دي، ټول يې (په تاوان كې وركول)، چې و یې ژغوري؛ (خو) هېڅكله داسې نه ده (چې په دې به وژغورل شي.هو!) په رښتینه كې دا (دوزخ) يو ژبغړاندى اور دى! (چې) د سر او وریت شوي بدن پوټكی وباسي. (دوزخ) هغه رابولي (او رانغاړي)، چې [حق ته يې] شا كړې او [له ايمانه يې] مخ ګرځولى وي،او (همداراز هغه چې شتمني يې) راټوله او زېرمه كړې وي.

 

ټکي:

* «یَفْتَدِی» د فدیه له جرړې دی او د خلاصون لپاره بدلې ورکولو ته وايي.«فصیله» د هغه کورنۍ په مانا ده، چې انسان ترې بېل شوی دی. «تُؤْوِیهِ» له«مأوی» اخستل شوی او پناه ورکولو ته وايي.

«لَظی» د اور نږه لمبه ده.«اوعی» له «وعاء» اخستل شوی او د لوښي په مانا دی او مراد ترې په لوښي کې د یو څه زېرمولو ته وايي.«شوی» پر بدن پوټکي ته وايي.

* مجرم په قیامت کې درې هیلې لري:

الف) له خاورو سره خاورې شي. «لَوْ تُسَوّی بِهِمُ الْأَرْضُ[4]»

ب) له کړنو یې لرې شي. «أَمَداً بَعِیداً[5]»

ج) په فدیه ورکولو وژغورل شي.((یوم یَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ یَفْتَدِی …))

* مجرم فدیه ورکولو او بچېدو ته، وګړی یا ډله نه ټاکي؛ بلکې وايي:

ټول ونیسئ؛ خو ما خلاص کړئ؛ اولاد، مېرمن، رور، کورنۍ او پر ځمکه ټول خلک (کلیمې د ((و)) په حرف عطف شوي، نه په «اوْ» )

پر هغې ورځې د زویولۍ عاطفه، د مېرمنی غیرت، د رورولۍ مینه، کورنی ملاتړ او ولسي اشنايي، ټول بلهارېږي؛ خو څه ګټه؟!

*ددې آیتونو پر بنسټ، د دوزخي کېدو لاملونه څلور څیزونه دي: وګړی په ظاهره حق ته شا کوي: «أَدْبَرَ» په زړه کې کرکه لري او مخ اړوي: «تَوَلّی» شتمني ټولوي: «جمع» او نورو ته یې نه ورکوي. «فَأَوْعی»

 

پېغامونه:

۱-د دنیا په ملګرتیاوو او اړیکو زړه مه تړئ، چې په آخرت کې په کار نه راځي. «لا یَسْئَلُ حَمِیمٌ حَمِیماً»

2- په قیامت کې بدني او روحي کړاو یو ځای دي، انسان ته صمیمي ملګري او نږدې خپلوان او اپوټه، ستر روحي کړاو دی. «یُبَصَّرُونَهُمْ»

3- مجرم پر هغه ورځ، له کړاوه ځان ژغورنې ته د ټولو نابودي غواړي. ((یَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ یَفْتَدِی … بِبَنِیهِ وَ صاحِبَتِهِ وَ أَخِیهِ … وَ مَنْ فِی الْأَرْضِ جَمِیعاً ثُمَّ یُنْجِیهِ))

4- پام چې په دنیا کې د مېرمن او اولاد هوساینې او د دوستانو او خپلوانو خوښۍ لپاره ځانونه دوزخي نه کړئ؛ ځکه پر هغه ورځ یو هم مو مرسته نشي کولای او په کار مو نه راځي.(( لَوْ یَفْتَدِی … بِبَنِیهِ وَ صاحِبَتِهِ وَ أَخِیهِ))

5- د حب ذات غریزه، تر ټولو لوړه غریزه ده.(( لَوْ یَفْتَدِی … مَنْ فِی الْأَرْضِ جَمِیعاً ثُمَّ یُنْجِیهِ))

6-د دوزخ اور شعور لري او مجرم پېژاندی دی. «تَدْعُوا مَنْ أَدْبَرَ وَ تَوَلّی»

 

إِنَّ الْإِنْسانَ خُلِقَ هَلُوعاً«19» إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعاً«20» وَ إِذا مَسَّهُ الْخَیْرُ مَنُوعاً«21» إِلاَّ الْمُصَلِّینَ«22» اَلَّذِینَ هُمْ عَلی صَلاتِهِمْ دائِمُونَ«23»په رښتيا، انسان حريص او بې حوصلې پيدا شوى دى،چې كړاو ورورسي؛ نو ژړا انګولا كوي،او چې ښېګڼه ورورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)؛ خو بې له لمونځ كوونكيو (چې له دې نيمګړتيا ژغورل شوي دي)، هغوى چې تل خپل لمونځونه كوي؛

 

ټکي:

* «هلوع» بې صبره او حریص انسان ته وايي.

* پوښتنه: الله (ج) په ځینو آیتونو کې د انسان پنځون، غوره پنځون شمېرلی دی: «خَلَقْنَا الْإِنْسانَ فِی أَحْسَنِ تَقْوِیمٍ[6]» او ځان یې غوره پنځګر شمېرل دی: «أَحْسَنُ الْخالِقِینَ[7]»؛ خو په دې آیتونو کې وايي: انسان حریص او کنجوس پنځول شوی دی؛ نو دا دوه څنګه سره جمع کړو ؟

ځواب : په انسان پنځون کې متضادې چارې ایښوول شوي او دا د تکامل خواله ده. نفس، انسان بدیو ته راکاږي: «إِنَّ النَّفْسَ لَأَمّارَهٌ بِالسُّوءِ[8]»؛ خو عقل انسان ترې ژغوري: «نَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوی[9]»او د انسان وده ددې دوو مخامېدو په ټاکنه کې ده، چې پایله یې د انسان تزکیه او روزنه ده.

*د روایتونو له مخې، غوره کړنه هغه ده، چې دوام ولري[10]. «الَّذِینَ هُمْ عَلی صَلاتِهِمْ دائِمُونَ»

* په غرر الحکم کې د حرص په باب ډېر روایتونه راغلي، چې ځینو ته یې اشاره کوو:

«الحرص لا یزید فی الرزق» حرص، رزق نه ډېروي.

((من کثر حرصه…ذل قدره)) هغه خوار او ذلیل شو، چې حرص یې ډېر شو.

«رب حریص قتله حرصه» شته داسې حریص انسانان، چې خپل حرص یې وژني. «لیس لحریص غناء»حریص، کله هم نه مړه خوا کېږي.

«الحرص یرزی بالمروه» حریص، خپله پتمني او ځوانمردي له لاسه ورکوي. «الحرص مطیه التعب» حرص،د کړاوونو زمینه ده.

«لا حیاء لحریص» حریص، حیا نه لري.

 «الحریص الاسیر» حریص، بندیوان دی.

«الحرص علامه الفقر» حرص، د بېوزلۍ نښه ده.

«الحرص یفسد الایقان» حرص، پر الهي مقدراتو ډاډ ویجاړوي.

«الحرص موقع فی کثیر العیوب»حرص، انسان په ډېرو نیمګړتیاوو کې ورډوبوي.

«لا یلقی الحریص مستریحا» حریص انسان ، هوساینه نه لري.

 

 پېغامونه:

1- د حریصتوب دوې نښې دي: په ستونزو کې جَزَع، ژړا انګولا او په بریا کې کنجوسي کوي. «هَلُوعاً إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعاً وَ إِذا مَسَّهُ الْخَیْرُ مَنُوعاً»

2-د ډېری ګډوډیو جرړه په حرص او کنجوسۍ کې ده.(( جَزُوعاً … مَنُوعاً))

3- انسان زړه تنګی دی، له ستونزو سره په مخېدو کې په چغو او کوکو شي او کنجوسي کوي. ((مَسَّهُ … مَسَّهُ))

4-له ناوړه خویو ژغورنلار، پر لمانځه ټینګار دی.((خُلِقَ هَلُوعاً … إِلاَّ الْمُصَلِّینَ))

5- د انسان توکیزه طبع حرص او کنجوسۍ ته ورلېواله ده؛ خو لمونځ او د الله (ج) یاد یې مخنیوی کوي.(( إِنَّ الْإِنْسانَ خُلِقَ هَلُوعاً … إِلاَّ الْمُصَلِّینَ))

6- انسان بې له لمانځه وارخطا دی.(( جَزُوعاً … مَنُوعاً … إِلاَّ الْمُصَلِّینَ))

7-د لمانځه آثار او اغېزې یې په دوام کې دي. «الَّذِینَ هُمْ عَلی صَلاتِهِمْ دائِمُونَ»

 

وَ الَّذِینَ فِی أَمْوالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ«24» لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ«25» وَ الَّذِینَ یُصَدِّقُونَ بِیَوْمِ الدِّینِ«26» وَ الَّذِینَ هُمْ مِنْ عَذابِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ«27» إِنَّ عَذابَ رَبِّهِمْ غَیْرُ مَأْمُونٍ«28» وَ الَّذِینَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حافِظُونَ«29» إِلاّ عَلی أَزْواجِهِمْ أَوْ ما مَلَکَتْ أَیْمانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُومِینَ«30» فَمَنِ ابْتَغی وَراءَ ذلِکَ فَأُولئِکَ هُمُ العادُونَ«31»=او هغوى چې په مالونو كې يې يو ټاكلې برخه وي،د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي)، او هغوى چې د جزا ورځې حقانیت تصدیقوي،او هغوى چې د خپل پالونكي له عذابه وېرېږي؛ (ځكه) چې د خپل پالونكي له عذابه يې ډاډمنتیا نشته،او هغوى چې (په جنسي چارو كې) پاكلمني دي،خو بې له خپلو مېرمنو او وينځو، چې په حقيقت كې (په دې اړه) پړه پرې نشته؛ نو څوك چې له دې [پولې] پښه واړوي؛ نو همدوى پوله ماتي دي.

 

ټکي:

* د مفسرانو د وینا له مخې، دا آیت د خمس او زکات تر فریضې مخکې راغلی دی.

* امام صادق (رح) «حَقٌّ مَعْلُومٌ» په اړه وپوښتل شو، و یې ویل: دا حق بې له واجب زکات دی او مراد دادی، چې الله (ج) انسان ته شتمني ورکړې ده او هغه ترې یوه برخه بېله کړې او صله رحم پرې کوي او د خپلوانو ستونزاواری پرې کوي[11].

امام باقر (رح) هم ددې آیت په باب وپوښتل شو، و یې ویل: «حَقٌّ مَعْلُومٌ» بې له زکات دی[12].

* په نهج البلاغه کې لولو:

«انّ اللّه سبحانه فرض فی اموال الاغنیاء اقوات الفقراء فما جاع فقیر الاّ بما متّع به غنیّ و اللّه تعالی سائلهم عن ذلک[13]= په رښتینه، الله د بېوزلیو ځواک د شتمنو په مالونو کې ایښی او داسې وږی به نه وي، چې شتمن یې له ماله ګټنه نه وي کړي او الله یې په دې باب پوښتونی دی.

 * د «لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ» عبارت ښيي، چې په ټولنه کې ځینې اړمن وګړي، سوال نه کوي او خپله نشتمني نه څرګندوي؛ نو شتمنو ته په کار دي، چې دا ډول وګړي وپېژني او حقوق یې ورکړي.

*د بېځایه دودونو او حساسیتونو پر وړاندې دې مقاومت وشي او هغه چارې حرامې نه کړو، چې الله (ج) حلالې کړې دي. په ټولنه کې ځینې دودونه دي که هلک او نجلۍ پر وخت واده وکړي، خلک یې ملامتوي؛ خو د قرآن له نظره نباید پړه وګڼل شي؛ بلکې هغوی دې ورټل شي، چې بې له واده، په نورو لارو جنسي غریزه مړوي.

* استمناء (موټک) ستره ګناه. امام صادق (رح) د استمناء په اړه وپوښتل شو:آنحضرت وویل:«اثم عظیم نهی الله عنه فی کتابه»یوه ستره ګناه ده، چې الله ترې منع کړې یو. وپوښتل شو: په کوم آیت کې: آنحضرت ورته د «فَمَنِ ابْتَغی وَراءَ ذلِکَ فَأُولئِکَ هُمُ العادُونَ» تلاوت کړ[14].

* حضرت علي کرم الله وجهه خپل زوی ته وايي: داسې له الله وېره ولره، چې که ټولې ښېګڼې ولرې، احتمال ورکړه، چې درنه یې و نه مني او داسې هیله ترې لره، چې که د ځمکې پر مخ د ټولو خلکو بدۍ ولرې، احتمال ورکړه، چې و دې بښي[15].

* پر قیامت ایمان او له عذاب وېره، لمانځه او انفاق ته د پاملرنې زمینه ده.

 

پېغامونه:

1- هلوع، جزع او کنجوسي لري؛ خو مصلی، لمونځ او انفاق لري((. هَلُوعاً … جَزُوعاً .. مَنُوعاً – إِلاَّ الْمُصَلِّینَ … حَقٌّ مَعْلُومٌ لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ))

2- لمونځ او د بېوزلیو لاسنیوی یو له بله نه پرېکېدونې چارې دي.(( إِلاَّ الْمُصَلِّینَ … حَقٌّ مَعْلُومٌ لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ))

3- انفاق، د کنجوسۍ او حرص روحیه اړوي.(( خُلِقَ هَلُوعاً … جَمَعَ فَأَوْعی … فِی أَمْوالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ))

4- مؤمن او رښتونی لمونځ کوونکی، ځان د خپلې ټولې شتمنۍ څښتن نه ګڼي او څه برخه یې د نورو هم ګڼي. «فِی أَمْوالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ»

5- نشتمن د شتمنو په مال کې برخه لري او پکې شریک دي. «حَقٌّ مَعْلُومٌ لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ»

6- د بېوزلۍ په ختمولو کې یوازې د وګړیو ظاهر ته مه ګورئ، ځینې بېوزله دي، خپل مخ په سپېړه سور ساتي؛ خو سوال نه کوي. «وَ الْمَحْرُومِ»

7-د وګړي نېکمرغي، د ټولنې له نېکمرغۍ بېله نه ده.((اَلْمُصَلِّینَ … لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ))

8-اړتیا، د اخستو شرط دی، مؤمن وي که نه وي. «لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ»

9- جامع دین هغه دی، چې هم یې ټولنیزو چارو ته پام وي. «حَقٌّ مَعْلُومٌ لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ» او هم یې ګروهیزو چارو ته. «الَّذِینَ یُصَدِّقُونَ بِیَوْمِ الدِّینِ»

10- اسلام فطري دین، هم باید غریزې په سمه لار مړې شي او هم د فحشا او ګناهونو مخه ونیول شي.((اَلَّذِینَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حافِظُونَ … إِلاّ عَلی أَزْواجِهِمْ))

11- اسلام، جنسي غریزې ته له شا کولو سره مخالف دی. «إِلاّ عَلی أَزْواجِهِمْ»

12- خطر تل په کمین کې وي: د کږلارۍ او ناوړه عاقبت خطر، توبې ته د شا کولو خطر، د کړنو د نه منل کېدو خطر، د کړنو د ورکاوي خطر او… «وَ الَّذِینَ هُمْ مِنْ عَذابِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ»

13- په مشروع واده کې ملامتیا نشته. «فَإِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُومِینَ»

14- په حرامو لارو د جنسي غریزې مړول یو ډول تیری دی. «فَمَنِ ابْتَغی وَراءَ ذلِکَ فَأُولئِکَ هُمُ العادُونَ»

 

وَ الَّذِینَ هُمْ لِأَماناتِهِمْ وَ عَهْدِهِمْ راعُونَ«32» وَ الَّذِینَ هُمْ بِشَهاداتِهِمْ قائِمُونَ«33» وَ الَّذِینَ هُمْ عَلی صَلاتِهِمْ یُحافِظُونَ«34» أُولئِکَ فِی جَنّاتٍ مُکْرَمُونَ«35»=او هغوى چې خپل امانتونه او ژمنې پالي، او هغوى چې پر خپلو شاهديو ولاړ وي، او هغوى چې خپل لمونځونه ساتي، همدوى په (جنتي) باغونو كې عزتمن شوي وي.

 

ټکي:

* د معارج سورت له 22 تر 35 آیتونو پورې د اسلامي امت او آرماني ټولنې څېره انځور شوې ده:

له الله سره په لمانځه دایمي او بشپړه اړیکه لري.

د بېوزلیو ستونزو ته یې پام دی او د خپلې شتمنۍ څه برخه د دوی ګڼي.

له معاد او د کړنو له حساب و کتابه د وېرې په پار یې، پر وینا او کړنو تقوا واکمنه ده.

امانتونه ساتي او ژمنماتي نه دي.

د خلکو له حقوقو ملاتړ کوي او که شهادت او ګواهۍ ته وغوښتل شي؛ نو مني یې.

د جنسي غریزې په مړولو کې، په حلالې لار، کورنۍ جوړولو او پاک ځوځات پسې دي.

* امانت، مانیز امانت هم رانغاړي؛ لکه پازوالي، د خلکو خوالې، پت او آبرو.

* هره ژمنه او هوکړه لازم الاجرا ده: له خلکو سره، له الله (ج) سره، له دیني مشر سره، له کورودانې سره او…

* ښايي له «عَلی صَلاتِهِمْ دائِمُونَ» عبارته مراد[16]، لمونځ نه پرېښوول او له «عَلی صَلاتِهِمْ یُحافِظُونَ» نه مراد د لمانځه جدي ګڼل دي؛ لکه لمانځه ته په تمه کېدل، د لمانځه د وخت تر رارسېدو مخکې اودس کول، په جماعت او جومات کې لمونځ کول او د لمانځه قبلېدو ته شرایط په پام کې نیول[17].

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سلم، په امانت کې خیانت، په ژمنه وفا نه کول او دروغ ویل د نفاق نښې ګڼلي دي[18].

 

پېغامونه:

1- د ایمان نښې یوازې لمونځ او انفاق نه دي، پر ټولنیزو ژمنو وفا کول هم د ایمان شرط دی. «وَ الَّذِینَ هُمْ لِأَماناتِهِمْ وَ عَهْدِهِمْ راعُونَ»

2-د پوهانو چوپتیا جرم او پر حق ګواهي ویل د ایمان نښه ده. «بِشَهاداتِهِمْ قائِمُونَ»

3-د ټولو کمالاتو پیل او پای لمانځه ته پاملرنه ده. په پیل کې یې وویل؛«الَّذِینَ هُمْ عَلی صَلاتِهِمْ دائِمُونَ» او په پای کې یې هم وویل: «وَ الَّذِینَ هُمْ عَلی صَلاتِهِمْ یُحافِظُونَ»

4- جنتیان له توکیز «فِی جَنّاتٍ» او مانیز «مُکْرَمُونَ» پلوه تأمین او خوندي دي.

 

فَما لِ الَّذِینَ کَفَرُوا قِبَلَکَ مُهْطِعِینَ«36» عَنِ الْیَمِینِ وَ عَنِ الشِّمالِ عِزِینَ«37» أَ یَطْمَعُ کُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ یُدْخَلَ جَنَّهَ نَعِیمٍ«38» کَلاّ إِنّا خَلَقْناهُمْ مِمّا یَعْلَمُونَ«39»=نو پر دې كافرانو څه شوي، چې په منډو درځغلي؟ له ښي او كيڼ لوري، ډله ډله (درنه چاپېرېږي)! ايا هر يو یې (په خپلو ناوړه كړنو سره) تمه لري، چې د نعمتونو ډك جنت ته ورننايستل شي؟!هېڅكله داسې نه ده؛ په حقيقت كې دوى مو له هغه څه پيدا كړي، چې [پخپله] يې پېژني.

 

ټکي:

* «مُهْطِعِینَ» سر ښکاره کول، یا خړ خړ لیدل او یا په منډه د یوه څیز پلټنې ته وايي.

* حضرت علي کرم الله وجهه وايي: رسول الله تل له منافقانو سره ګوزاره کوله او تل یې په خپل ښي او کیڼ لوري کې کېنول، تردې چې الله (ج) اجازه ورکړه، چې له ځانه یې لرې کړه او په دې آیت یې استناد وکړ: «فَما لِ الَّذِینَ کَفَرُوا قِبَلَکَ مُهْطِعِینَ[19]»؛ ځکه کفر غاړه نه ایښودو ته وايي، نه ((نه پېژندو)) ته؛ لکه چې شیطان، الله (ج) پېژانده، قیامت یې مانه؛ ځکه ویل یې: «أَنْظِرْنِی إِلی یَوْمِ یُبْعَثُونَ[20]))؛ خو بیا هم الله (ج) ته تسلیم نه شو.

په هر حال، علم له ایمان سره توپیر لري. منافقانو پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله پېژنده؛ خو غاړه یې ورته نه ايښووله او نه ورتسلمېدل؛ نوځکه د کافر لقب ورته کارېدلی دی.

* «قبل»د مخامخ په مانا او «عِزِینَ» د «عزه» جمع او د شیندلیو ډلو په مانا ده.

* عُمر سعد د عاشورا پر سهار د امام حسین وژلو ته خپل لښکر ته وویل:«یا خیل الله ارکبی و أبشری بالجنه[21]» ای د الله لښکره! پر اسونو سپاره شئ او پر تاسې دې د جنت زېری وي.

* کفارو په ملنډو ویل: که د جنت په باب د پېغمبر خبرې سمې وي؛ نو موږ هم جنتیان یوو او ان ژر به هلته ورشو «أَ یَطْمَعُ کُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ یُدْخَلَ جَنَّهَ نَعِیمٍ»

 

پېغامونه:

1- قرآن، جاذبه درلوده، چې ان مخالفان به یې اورېدو ته د پېغمبر شاوخوا ته راغونډېدل او سر به یې ورښکاره کاوه. «فَما لِ الَّذِینَ کَفَرُوا قِبَلَکَ مُهْطِعِینَ»

2-د پېغمبراکرم سینه دومره پراخه وه، چې ان مخالفان به هم ترې راتاوېدل. «عَنِ الْیَمِینِ وَ عَنِ الشِّمالِ عِزِینَ»

3-د خلکو هرې غونډې ته زړه مه خوشحالوئ«مُهْطِعِینَ عَنِ الْیَمِینِ وَ عَنِ الشِّمالِ عِزِینَ»

4-دښمن د مؤمنانو پر حالاتو ځان پوهونې ته، د دوی پر شاوخوا ورتاوېږي. (الَّذِینَ کَفَرُوا … عَنِ الْیَمِینِ وَ عَنِ الشِّمالِ عِزِینَ))

5-کفارو به له پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله نه مخ اړاوه او دا منافقین وو، چې ځانونه به یې پېغمبر ته ورنږدې کول.«عَنِ الْیَمِینِ وَ عَنِ الشِّمالِ عِزِینَ»

6- منافق په خپلو کړنو غره دی او جنت ته په تمه دی. «یَطْمَعُ کُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ یُدْخَلَ جَنَّهَ نَعِیمٍ»

7- منافقان په تمه دي، چې بې ایمانه او بې ښو کړنو به جنتیان شي. «یُدْخَلَ جَنَّهَ نَعِیمٍ»

8- دښمنانو او بېځایه هیلو ته یې پرېکنده ځواب ورکړئ.(( یَطْمَعُ … کَلاّ

9-هغوی چې پوهېږي، له پرېوتیو اوبو مو پنځولي؛ نو ولې دومره غره دي، چې له کفر او نفاق سره سره بیا هم د جنت په تمه دي. «کَلاّ إِنّا خَلَقْناهُمْ مِمّا یَعْلَمُونَ»

10- هغوی چې خبر دي، له څه مو پنځولي؛ نو پوه دې شي، چې د بیا پنځولو وس یې هم لرو. «إِنّا خَلَقْناهُمْ مِمّا یَعْلَمُونَ»

 

فَلا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشارِقِ وَ الْمَغارِبِ إِنّا لَقادِرُونَ«40» عَلی أَنْ نُبَدِّلَ خَیْراً مِنْهُمْ وَ ما نَحْنُ بِمَسْبُوقِینَ«41» فَذَرْهُمْ یَخُوضُوا وَ یَلْعَبُوا حَتّی یُلاقُوا یَوْمَهُمُ الَّذِی یُوعَدُونَ«42» یَوْمَ یَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْداثِ سِراعاً کَأَنَّهُمْ إِلی نُصُبٍ یُوفِضُونَ«43» خاشِعَهً أَبْصارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّهٌ ذلِکَ الْیَوْمُ الَّذِی کانُوا یُوعَدُونَ«44»= نو د ختيځونو او لوېدیځونو پر پالونكي قسم، چې بېشكه موږ وسمن يو، داچې پرځاى يې تر دوی غوره خلك راولو او موږ بېوسې نه يو؛ نو پر خپل حال يې پرېږده، چې [په خپلو باطلو كې] ورګډ وي او لوبې کوي، تر هغه وخته، چې له خپلې هغې ورځې سره مخ شي، چې ژمنه يې ورسره كېږي. پر هغه ورځ، چې په تلوار له (خپلو قبرونو) راوځي؛ لكه چې ته وا د لګول شویو نښو پر لور په منډه وي؛ سترګې به يې (له شرم او ډاره) ټیټې او خړې وي او سپكاوي به رانغښتې وي! دا هماغه ورځ ده، چې ژمنه یې ورسره كېده.

 

ټکي:

* له «الْمَشارِقِ وَ الْمَغارِبِ» مراد د لمر ختیځونه او لویدیځونه دي؛ ځکه لمر د کال په هره ورځ کې بېل بېل ختیځ او لویدیځ لري او له یوه ټکي راخېژي او په بل ټکي کې لویږي او هېڅکله یې له پروني ختیځه بیا نه راخېژي او په پروني لویدیځ کې بیا نه لویږي[22].

 * له «خَیْراً مِنْهُمْ» نه مراد په ایمان کې غوراوی دی؛ یعنې موږ یې وسه لرو، چې منافقان له منځه یوسو او پر ځای یې ایماندار وګړي راوړو، چې د حق لارویان وي او انکار ترې نکوي.

* د ختیځ او لویدیځ په باب په قرآن کې درې ډوله تعبیر راغلی دی:

په مفرده بڼه : «الْمَشْرِقُ وَ الْمَغْرِبُ[23]»،په تثنیه بڼه : «الْمَشْرِقَیْنِ و اَلْمَغْرِبَیْنِ[24]» او د جمعې په بڼه «الْمَشارِقِ وَ الْمَغارِبِ»

په ټولیزه لیدنه کې یو لوري ته ختیځ او بل لوري ته لویدیځ دی.

په بله کتنه کې، په دوبي او ژمي کې د مدار بدلون دی، چې د دوبي مدار په شمال کې او د ژمي مدار په جنوب کې دی؛ نو لمر دوه ختیځه او دوه لویدیځه لري.

او په دقیق لیدنه کې، هره ورځ د راختو (ختیځ) او لوېدو (لویدیځ) یو ټکی لري، چې په رښتینه کې ۳۶۵ ختیځ او ۳۶۵ لویدیځ کېږي. له حضرت علي کرم الله وجهه نه یو حدیث هم ددې خبرې جوتونکی دی[25].

*د ۴۱ آیت په څېر، الله (ج) په نورو آیتونو کې کافران، مشرکان او منافقان ګواښلي، چې وس یې لري، له منځه یې یوسي او تر هغوی غوره راوړي:«إِنْ یَشَأْ یُذْهِبْکُمْ وَ یَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِیدٍ[26]»، «إِنْ تَتَوَلَّوْا یَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَیْرَکُمْ ثُمَّ لا یَکُونُوا أَمْثالَکُمْ[27]» 

*ددې سورت 42 آیت هم د زخرف سورت 83 آیت په څېر دی.((فَذَرْهُمْ یَخُوضُوا …

* له قبرونو راوتل له پرېشانۍ سره دي. «یَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْداثِ سِراعاً» لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: «یَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْداثِ کَأَنَّهُمْ جَرادٌ مُنْتَشِرٌ[28]»او یا «مِنَ الْأَجْداثِ إِلی رَبِّهِمْ یَنْسِلُونَ[29]»

* «نُصُبٍ» هغو نښو ته ویل کېږي، چې په لارو کې لګول کېږي، چې لار ورکه نشي؛ البته ځینې مفسران د «وَ ما ذُبِحَ عَلَی النُّصُبِ[30]» آیت په پامنیوي، چې د بوتانو په پښو کې د قرباني کولو په اړه دی، په دې آیت کې یې له «نُصُبٍ» مراد بوتان ګڼلي، چې دا مانا د الله (ج) له کلامه لرې ده[31].

* په قلم سورت 44 آیت کې لولو: «فَذَرْنِی وَ مَنْ یُکَذِّبُ بِهذَا الْحَدِیثِ سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَیْثُ لا یَعْلَمُونَ وَ أُمْلِی لَهُمْ إِنَّ کَیْدِی مَتِینٌ= نو اوس ما او هغه سره پرېږده، چې دا خبر (= قرآن) دروغ ګڼي، موږ یې له داسې ځايه رو رو د عذاب خوا ته وركاږو، چې خبر به ترې هم نه وي. »

* د پېغمبراکرم پر وړاندې ټلواله د دنیا او آخرت ذلت دی: «یُحَادُّونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ أُولئِکَ فِی الْأَذَلِّینَ[32]». «تَرْهَقُهُمْ ذِلَّهٌ»

*هغوی چې په دنیا کې قصد او نیت لري، په خپلو سترګو پېغمبر اکرم ته زیان ورسوي «لَیُزْلِقُونَکَ بِأَبْصارِهِمْ[33]» په قیامت کې خړسترګي او ټيټ سترګي دي. «خاشِعَهً أَبْصارُهُمْ»

 

پېغامونه:

1-پر ختیځ او لویدیځ د الله (ج) سوگند باید انسان د دوی په اړه فکر ته اړ کړي. «فَلا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشارِقِ وَ الْمَغارِبِ»

2- ختیځ او لویدیځ تر الهي ربوبیت لاندې دي. «بِرَبِّ الْمَشارِقِ وَ الْمَغارِبِ»

3- د هستۍ نظام پر پېیون – نظم او حکمت ولاړ دی، داسې چې د هرې ورځ د ختیځ او لویدیځ ټکی په دقیق ډول حسابولای شو. «الْمَشارِقِ وَ الْمَغارِبِ»

4- هم پنځون د هغه په لاس کې دی او هم یې بدلون. ((خَلَقْناهُمْ … نُبَدِّلَ خَیْراً مِنْهُمْ

5-هېڅکله ځان غوره مه ګڼئ، چې الله (ج) تر تاسې غوره راوړای شي. «نُبَدِّلَ خَیْراً»

6- چې د اغېز احتمال وي؛ نو ارشاد په کار دی؛ خو له ښیونه – هدایت تر نهیلۍ روسته لاس ترې واخلئ. «فَذَرْهُمْ»

7-د دین او دیني مشرانو په باب چټي او بې بنسټه خبرې، انسان د ګناه کندې ته ورګوزاروي او پر ځان یې بوختوي. «یَخُوضُوا وَ یَلْعَبُوا»

8-د بلنې او ارشاد دنده تر هغه ده، چې منلو ته یې زمینه وي؛ خو که هغوی اوتې بوتې وايي او هر څه ورته لوبې ښکاري؛ نو پر خپل حال یې پرېږدئ. «فَذَرْهُمْ یَخُوضُوا وَ یَلْعَبُوا»

9-د ځیلي خلکو پرېښوول دوی ته هماغه مهلت ورکول دي. «فَذَرْهُمْ یَخُوضُوا»

10- معاد، بدني دی. «یَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْداثِ»

11- په ګڼ جمعیت کې منډه، په قیامت کې د کافرانو د وېرې او اندېښنې نښه ده.«سِراعاً»

12- په قیامت کې به کافران په رسوايۍ او ذلت کې نغښتې وي. «تَرْهَقُهُمْ ذِلَّهٌ»

13- انبیاوو تل خلکو ته د قیامت په باب ګواښګرندي کړې ده.))یَوْمَهُمُ الَّذِی یُوعَدُونَ …اَلْیَوْمُ الَّذِی کانُوا یُوعَدُونَ ((

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] -الغدیر،لومړی ټوک،له 239 تر 246 مخونه.

 

[2] – انفال،32.

[3] انبیاء،104. – نورو معلوماتو ته د لیکوال معاد وګورئ.

 

[4] – .نساء،42.

[5] – آل عمران،30.

[6] – تین،4.

[7] -مؤمنون،14.

[8] – یوسف،53.

[9] -نازعات،40.

[10] – نورالثقلین تفسیر.

[11] – نورالثقلین تفسیر.

[12] – بحارالانوار،ج92،ص95

[13] – نهج البلاغه،حکمت 328.

[14] – .بحارالانوار،ج 101،ص 101

[15] – نمونه تفسیر.

[16] – .معارج،23.

[17] – د فخررازي کبیر تفسیر.

[18] – سفینه البحار،ج2،ص131

[19] – نورالثقلین تفسیر

[20] – .اعراف،14.

[21] – اطیب البیان تفسیر.

[22] – المیزان تفسیر.

[23] – بقره،115.

[24] -الرّحمن،17.

[25] – نورالثقلین تفسیر

[26] – فاطر،16.

[27] – محمّد،38.

[28] – قمر،7.

[29] – یس،51.

[30] – مائده،3.

[31] – المیزان تفسیر.

[32] – مجادله،20.

[33] – .قلم،51.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!