تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ أَمْ تُرِيدُونَ أَن تَسْأَلُواْ رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى مِن قَبْلُ وَمَن يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ (بقره/۱۰۸) معجزه: د نبوت اثبات ته يوه وزله ده، قرآن په بې شمېره ځايونو كې دا مطلب څرګند كړى چې قوم يې له حضرت موسٌى (ع) داسې غوښتنې كولې چې لامحال وې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

أَمْ تُرِيدُونَ أَن تَسْأَلُواْ رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى مِن قَبْلُ وَمَن يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ (بقره/۱۰۸)

معجزه: د نبوت اثبات ته يوه وزله ده، قرآن په بې شمېره ځايونو كې دا مطلب څرګند كړى چې قوم يې له حضرت موسٌى (ع) داسې غوښتنې كولې چې لامحال وې يا مصلحت نه وه، چې ترسره شوې واى، بلكې د بقرې سورت په 55 آيت كې يې له خولې لولو[وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ] او د زخرف سورت په 53 آيت كې د فرعون له خولې راغلي: [فَلَوْلَا أُلْقِيَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِّن ذَهَبٍ أَوْ جَاء مَعَهُ الْمَلَائِكَةُ مُقْتَرِنِينَ ] خداى هم د همدې پلمو او بې ځايه غوښتنو له امله (چې د حق نه منلو لامل يې وه) سخت په عذاب كړل. د قريشو مشركانو او د پېغمبر د زمانې يهودو هم له نبي كريم(ص) دغسې غوښتنې درلودې لكه چې د اسراء (بني اسرائيل) سورت په (90 -93) آيتونو كې يې له خولې لولو:

[وَقَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا. أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا. أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ قَبِيلًا. أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاء وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إَلاَّ بَشَرًا رَّسُولًا]

واقعيت خو دا دى پېغمبرانو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره او دا چې د خداى استازي دي، د خداى په امر او اجازې او د خپلې زمانې د خلكو د پوهېدنې او شعور هومره، داسې چارې خلكو ته ورښووې، چې خلک یې له كولو بېوسې ول؛ ځكه دې چارو ته معجزې وايي. دا آيت د اسلام د پېغمبر(ص) ناباندي – مخالفين رټي، چې بې ځايه غوښتنې دې نه كوي،كه نه د موسٌى (ع) د قوم په څېر به پر الهي عذاب اخته شي. له آره خو معجزه د انبياوو عليهماالسلام د نبوت د ثبوت لپاره وه، نه چې وګړي د خپلو ځاني غوښتنو له مخې چې څه وغواړي ورته راوړي او د الهي رسالت لمن يې د خلكو په ټوكو او نندارو واوړي.(اخستل شوى له: اطيب البيان، 2 / 145)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!