تبلیغات

    د معجزى د نفې د آيتونو څېړنه هر پوه او څېړونکى ښه پوهېږي،چې قرآن د اسلام ستره معجزه ده او دا هم ټولو ته څرګنده ده ،چې قرآن تر ټولو هغو معجزو غوره دى،چې تر اوسه پېغمبرانو راوړي دي،چې موږ په تېرو بحثو کې د قرآن د اعجاز څو اړخونو ته اشاره وکړه […]

 

 

د معجزى د نفې د آيتونو څېړنه

هر پوه او څېړونکى ښه پوهېږي،چې قرآن د اسلام ستره معجزه ده او دا هم ټولو ته څرګنده ده ،چې قرآن تر ټولو هغو معجزو غوره دى،چې تر اوسه پېغمبرانو راوړي دي،چې موږ په تېرو بحثو کې د قرآن د اعجاز څو اړخونو ته اشاره وکړه او دلته هم وايو،چې د خداى د استازي معجزه يوازې په قرآن پورې ځانګړې نه؛بلکې رسول الله په ټولو هغو معجزو کې شريک و،چې نورو پېغمبرانو راوړي او څه چې نورو پېغمبرانو راوړي،د اسلام پېغمبر هم راوړي؛خو قرآن په حضرت “محمد” مصطفى(ص) پورې ځانګړى دى او هغه امتياز دى،چې يوازې همدا ترې برخمن دى .

 

يوه ناسمه انګېرنه :

لکه څنګه، چې دروغجنو پېغمبرانو د پېغمبرانو اعجاز نفې کړى؛ نو ځينو ناپوهو او غولوونکيو هم ليکلي،چې د قرآن له ځينو آيتونو څرګندېږي،چې د اسلام پېغمبر بې له قرآن بله معجزه نه ده راوړې او ددې آيتونو په رڼا کې د رسول اکرم يوازېنۍ معجزه،چې پر نبوت يې ګواه ده،قرآن دى او بس .

موږ دلته هغه آيتونه راخستي،چې دوی پرې استدلال کوي او بيا به ځواب ورکړو :

 

د اعجاز د نفې لومړى آيت :

((وَمَا مَنَعَنَا أَن نُرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَن كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفاً ( اسراء/ ٥٩) = او (هېڅ شي) موږ (د پلمه ګرو په غوښتنه) د معجزو له لېږلو نه يو منع كړي؛خو دا چې مخكېنيو(چې همدا غوښتنې يې درلودې او له دوى سره همغږي وو) دروغ ګڼلي دي (؛لكه:) موږ د ثمود قوم ته اوښه وركړه،چې څرګنده (معجزه) وه؛ خو پر هغې يې تېرى وكړ (او اوښه يې ووژله) موږ معجزې يوازې (د خلكو) د وېرولو او غاړه خلاصولو(اتمام حجت )لپاره لېږو. ))

دوى وايي : له دې آيته څرګندېږي،چې د خداى استازي بې له قرآن بله معجزه نه درلوده؛او ځکه يې بله معجزه ور نه کړه . خداى چې نورو پېغمبرانو ته معجزې ورکړې وې؛ نو ورسره يې و نه منلې او دروغ يې وګڼلې.

ځواب :

دا آيت په بشپړ توګه له پېغمبره د معجزې ترسره کول نه نفې کوي او نه غواړي ووايي: هېڅ معجزه يې نه ده ښکاره کړې؛ بلکې د آيت مفهوم دادى :پېغمبر اکرم ته، چې د مشرکانو له خوا د کومو معجزو وړانديز وشو؛نو د خداى استازي ورته مثبت ځواب ور نه کړ او د هغوى په خوښه یې معجزې رانه وړې .

په بله وينا: دا آيت يوازې له هغو معجزو انکار کوي،چې مشرکانو د خپلو ځاني غوښتنو لپاره د خداى له استازي غوښتې وې،چې موخه يې ترې يوازې پر پېغمبر ملنډې وې،چې دا آيت هم يوازې له دې ډول معجزو منکر دى؛نه له ټولو.

اوس ددې خبرې پخلى:

١- د” آيات” اصطلاح د” آية” جمع ده،چې د نښې په مانا ده،چې په دې آيت کې له (( الف و لام )) سره راغلې ده او په ټوليزه توګه په دې ((الف و لام)) کې درې احتماله دي :

د ( الآيات ) په ټکي کې ((الف و لام)) يا جنسي دي،چې په دې ترڅ کې به د آيت مانا داسې وي،چې خداى هېڅ داسې دليل خپل پېغمبر ته نه دى ورکړى،چې نبوت يې جوت کړي؛نو د پېغمبر اکرم د را لېږلو احتمال به بې ګټې وي؛ځکه پېغمبر،چې د خپلې ادعا لپاره ګواه او دليل و نه لري؛د عقل له مخې، د تصديق وړ نه دى او يا “جمعي الف و لام” دي،چې په دې ترڅ کې به له ټولو هغو معجزو انکار شوى وي، چې کړاى شي، د پېغمبر پر نبوت ګواه وي؛خو دا احتمال هم د تېر احتمال په څېر په هماغه دليل باطل او د منلو وړ نه دى؛نو مجبور يو درېم احتمال ومنو او هغه دا چې : الف و لام د (الآيات) په ټکي کې ((عهدي)) دى او له هغو ځانګړو آيتونو ځنې دى، چې قرآن له پېښېدو انکار کوي،چې کافرانو به د ملنډو لپاره پېغمبر ته د خپلو ځاني غوښتنو له مخې غوښتې.

٢- که د مشرکانو انکار د ټولومعجزو د نه راتګ لامل وي او دا يوه ټوليزه خبره واى؛نو په دې ترڅ کې به قرآن د اسلام ستره معجزه هم نه راتله؛نو له ممنوع معجزاتو مراد ځانګړې معجزې دي،نه ټولې .

٣ _ په دې آيت کې د معجزو ترسره کېدل، د تېرو قومونو په انکار پورې تړل شوې،چې دا خبره به هله سمه واى،چې د معجزې د پېښېدو لپاره غوښتنه وه او څه يې مخنيوی و نه کړي؛نو که داسې وي؛نو استناد او تړاو يې مانا نه پیدا کوي؛ځکه سمه نه ده،چې د مثال په توګه ووايو :

د اور په نه شتون کې د لرګيو نه سوځېدل په لوندوالي پورې یې اړوند وبولو،څه چې د معجزې پېښېدل غواړي،هغه له دوو څيزونو زيات نه دي : د خداى حکمت، د خلکو غوښتنه.

که د خداى د حکمت غوښتنه وي،چې د خلکو د لارښوونې لپاره پېغمبر يې معجزه ښکاره کړي؛نو په دې ترڅ کې د تېرو قومونو انکار د معجزې خنډ کېداى نشي؛ځکه خداى د نورو د انکار له امله د خپل حکمت پر خلاف عمل نه کوي او بله دا: که د خلکو انکار د معجزې د نه تر سره کېدو لاملېداى شو؛نو د پېغمبر د راتګ مخنيوى يې هم کړاى شو؛نو پاتې کېږي‌ دویمه مانا،چې د خلکو د خوښۍ خبره ده؛يعنی پر خلکو د غاړې خلاصېدو او د معجزو تر ليدو وروسته، چې د خپلو ځاني غوښتنو لپاره یې نورې معجزې غوښتې؛ نو خداى هم ورسره و نه منلې.

٤- د قرآن نور آيتونه هم پر دې ګواه دي،چې په دې آيت کې له نه عملي کېدونکې او ممنوع معجزو مطلب هغه معجزې وې،چې مشرکانو د ملنډو او خپلو ځاني غوښتنو له امله غوښتې؛نه ټولې معجزې؛لکه څنګه چې نورو آيتونو ته په کتو ليدل کېږي،چې مشرکينو د ځان لپاره عذاب غوښته او يا يې داسې معجزې غوښتې،چې د انکار له امله یې پر هغوامتونو د خداى عذاب راکېوتى و؛ لکه :

((وَإِذْ قَالُوا اللَّهُمَّ إِن كَانَ هذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِندِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِنَ السَّماءِ أَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ( انفال/۳۲)= او (درياد كړه)چې كله مې وويل : ((خدايه ! كه دا ( كتاب) په رښتيا سره حق او ستا له لوري وي؛نو پر موږ له اسمانه ډبرې ووروه! او يا راباندې كوم دردناك عذاب راوله! ))

((وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ( انفال/۳۳)=خو (پېغمبره!) څو ته يې په منځ كې يې (؛نو) خداى يې نه په عذابوي او (همداراز) تر هغه،چې بښنه غواړي؛ خداى به يې عذابونکى نه وي. ))

((فَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا لَوْلاَ أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَى‏ أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَى‏ مِن قَبْلُ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ( قصص/۴۸)= خو چې كله هغوى ته زموږ له لوري حق راغى(؛نو) ويې ويل: (( ولې دې پېغمبر ته هماغه څه نه دي وركړ شوي؟،چې موسى ته وركړل شوي وو))؛خو (د دوى په څېر پلمه ګر) له هغو معجزو منكر شول، چې مخكې موسى ته وركړل شوې وې او ويې ويل: ((دا دواړه (=موسى او هارون) دوه كوډګر دي،چې( زموږ د بېلارۍ لپاره) يو لاس شوي دي ))او(( په حقيقت کې موږ دواړه نه منو))

((قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَشْعُرُونَ(نحل/۲۶) =هغوى چې تر دوى پخوا تېر شوي دي، دغسې دسيسې يې جوړې كړې وې؛خو خداى يې(د ژوند) بنسټونه له بيخه ونړول او(د دوى دكوټو) چت يې پرې له پاسه را وغورځاوه او له داسې لوري پرې (الهي) عذاب راغى، چې نه پوهېدل.))

((كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَشْعُرُونَ( زمر/۲۵)= تر دوى مخكېنيو خلکو هم (زموږ آيتونه) دروغ ګڼلي وو او له هغه لوري پرې ( داسې الهي) عذاب راغى، چې فكر يې نه كاوه. ))

٥ – موږ له آيته پردې ويل شوې مانا سربېره، له قرآنه نور شواهد او دليلونه هم لرو او تر بحث لاندې آيت په تفسير کې د اهل سنتو او شيعه وو له لارې روايتونه هم راغلي،چې د هماغې مانا پخلى کوي،چې څو يې دا دي:

١- امام “باقر” وايي : ځينو د اسلام له پېغمبره معجزه وغوښته،چې حضرت جبراييل امين راکوز شو او ويې ويل: خداى وايي: د هغوى د غوښتليو معجزو د ترسره کېدو لپاره کوم ممانعت نشته؛خو د پخوانيو خلکو په څېر ترې منکرېږي؛نو که موږ د قريشو غوښتل شوې معجزه تر سره کړه او ايمان يې را نه ووړ؛نو د پخوانيو په څېر به پرې عذاب راکېوځي؛نوځکه موږ د داسې معجزو په ترسره کولوکې ځنډ کوو.

وګورئ :

تفسير برهان١/ ٦٠٧ .

۲ – د حضرت ابن عباس(رض) روايت دى،چې د مکې خلکو د خداى له استازي وغوښتل چې ( صفا) غونډۍ د سره زرو کړي او د مکې د شاوخوا ټول غرونه هوار کړي،چې پکې کرونده وکړي . په دې وخت کې د خداى استازي ته وحې راغله،چې که وغواړې؛ نو د دې غوښتنې په ترسره کولو کې به څه ځنډ وکړم،کېداى شي،څه ايمان راوړونکي پکې پیدا شي او که غواړې؛نو غوښتنه يې تر سره کړم؛خو که بيا يې هم انکار وکړ؛ نو په خپل عذاب يې اخته کوم . د خداى استازي ورته وويل : خدايه! ګوزاره ورسره وکړه او څه مهلت ورکړه،چې بيا دا آيت راغى: ( دمعجزي په رالېږلوکې څه ممانعت نشته؛خو مخکني خلک د خپلو پېغمبرانو له معجزو منکر شول او عذاب پرې راکېووت.

وګورئ :

طبري تفسير ١٥ / ٧٤ .

په دې با ب نور روايتونه هم شته،چې بايد د تفسير او احاديثو کتابونه ولولئ.

پايله داچې نوموړى آيت د لومړنيو معجزاتو لپاره نه دى،چې پېغمبرانو به د خپل نبوت د اثبات او د خلکو د لارښوونې لپاره راوړل؛بلکې د هغو معجزو لپاره دى،چې ځېلي کفارو به يوازې د پلمې او پر پېغمبرانو د ملنډو په موخه غوښتې،چې دې خلکو به ددې معجزو له غوښتو موخه، پر حقيقت د ځان پوهول نه وو،چې قرآن دداسې معجزو ترسره کېدل،چې اصطلاحاً ورته (افتراحي معجزات) ويل کېږي،منتفي ګڼلي او د داسې معجزو ترسره کېدل يې د عذاب د راکوزېدو لامل هم ګڼلى دى .

 

د اعجاز د نفې دويم آيت :

نور آيتونه، چې استدلال پرې شوى،چې رسول اکرم بې له قرآنه بله معجزه نه درلوده، دادى :

((وَقَالُوا لَن نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى‏ تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْأَرْضِ يَنْبُوعاً ( اسراء/۹۰)= او و يې ويل:(( موږ به تر هغو پر تا ايمان رانه وړو،چې له دې ( وچې اوسوځنده ) ځمكې دې راته چينه نه وي بهولي .))

 ((أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْأَنْهَارَ خِلاَلَهَا تَفْجِيراً ( اسراء/۹۱)= او يا (بايد) ستا د كجورو او انګورو يو باغ وي او ته پکې ښه ويالې وبهوې .))

((أَوْ تُسْقِطَ السَّماءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفاً أَوْ تَأْتِيَ بِاللَّهِ وَالْمَلاَئِكَةِ قَبِيلاً( اسراء/۹۲)=يا لكه څنګه چې ګومان كوې،پر موږ د اسمان (د ډبرو) ټوټې راوغورځوې او يا خداى او پرښتې راته مخامخ راولې (چې ښكاره يې ووينو) ))

((أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى‏ فِي السَّماءِ وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى‏ تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَاباً نَّقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إِلَّا بَشَراً رَسُولاً( اسراء/۹۳)=يا ستا لپاره د سرو زرو يوكور وي،يا اسمان ته وخېژې او ستا پرختلو به (هم) باور و نه كړو،څو پر موږ يوه ليكنه راكوزه كړې، چې و يې لولو!(او ستا تصديق په كې وي) )) ووايه :(( پالونكى مې( له دې بې مانا خبرو) پاك دى! ايا (زه) بې له يو بشري استازي بل څه يم ؟!))

له دې آيتونو داسې ګټه اخستل کېږي،چې مشرکانو د خداى له استازي معجزې وغوښتې؛خو پېغمبر اکرم ورته دا کار و نه کړ او د مشرکينو پر وړاندې يې پر خپلې بېوسۍ منښته وکړ او ويې ويل: زه هم يو بشر يم ((قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إِلَّا بَشَراً رَسُولاً)) او بشر دداسې چارو له کولو بېوسې دى؛نو جوتېږي، چې د اسلام پېغمبر بې له قرآنه بله معجزه نه درلوده.

ځوابونه :

دا خبره بېلابېل ځوابونه لري،چې موږ يې يوې برخې ته اشاره کوو:

١- هغه معجزې،چې په آيت کې راغلي،هماغه “اقتراحي معجزې” دي،چې مشرکانو د ځېل له مخې، د ملنډ‌و په توګه مطرح کړي؛ځکه که دا وړانديز یې د دې لپاره واى،چې تر ترسره کېدو وروسته به د پېغمبراکرم نبوت تصديق کړي؛نو که په رښتيا په حق پسې ول؛نو پر هماغه معجزه به يې بسنه کړې واى، چې د پېغمبر اکرم د نبوت تصديق يي کاوه . بل داچې ويل یې: يا بايد اسمان ته ور والوزې؛خو بيا به هم تر هغه پر تا ايمان را نه وړو،چې له اسمانه دې له ځان سره کتاب نه وي راکوز کړى؛نو که هغوى په رښتيا په حق پسې وو او ځېل يې نه درلود؛نو دا دومره پلمې يې د څه لپاره وې ؟ ‌آيا يوازې اسمان ته الوتل معجزه وه ؟

٢- بل ځوا ب يې دادى، چې رسول اکرم ورته د معجزې د راوړو بېوسي نه ده ښوولې؛بلکې د((سبحان ربى )) په راوړو يې دا ويل غوښتل،چې زما خداى له بېوسۍ پاک دى او هغه کار يې له وسې پوره دى،چې پر عقل برابر دى او هغه تر دې ستر دی، چې وليدل شي او د جسم په څېر د انسان پر وړاندې راښکاره شي او تردې ستر دى،چې د بشر د وړانديز او غوښتنې پوره کولو ته مجبور شي.

پېغمبر اکرم هم بشر دى،چې د خداى حکم او ارادې ته سينه پر لاس او سترګې پر لار دى او ټول کارونه د يوه خداى له لوري دي او څنګه چې یې خوښه وي،هماغسې کوي .

٣- درېم ځواب دا چې: مشرکانو، چې له پېغمبر اکرمه کومې غوښتنې کړې وې او دې آيت هم ورته اشاره کړې،يوه برخه يې ناشونې وه او د کولو وړ نه وه او بله برخه يې سره له دې،چې ناشونې نه وه ؛ خو ترسره کېدل يې د پېغمبراکرم د نبوت د صدق شاهد او ګواه کېداى نه شوه؛ نو ځکه که غوښتل شوې او اقتراحي معجزې واجب العمل هم وي ؛ نو بيا به هم داسې وړانديزونو ته مثبت ځواب ور نه کړاى شي.

توضیح دا چې: څه چې مشرکانو د خداى له استازي غوښتي ول؛ ددې آيت په رڼا کې شپږ دي،چې درې يې د عقل له مخې نه کېدونکې او درې يې که څه ناشوني نه دي؛خو د پېغمبراکرم د نبوت پر صدق ګواه کېداى نشي :

 

١- د اسمانو راکوزېدل :

د فضايي کُراتو ټوټې ټوټې کېدل او ځمکې ته راغورځېدل يې نه کېدونکى کار دى،چې دې کار به ځمکه او ځمکمېشتي له منځه وړي واى او دا کار به هله ترسره کېږي،چې د نړۍ عمر پاى ته ورسېږي،چې د پېغمبر اکرم هم ددې حقيقت خبر ورکړى،چې (( کما زعمت = لکه څنګه چې یې انګېرې))جمله هم همدې خبرې ته اشاره ده او قرآن هم څو ځايه ددې خبرې سپيناوى کړى دى:

 ((إِذَا السَّماءُ انشَقَّتْ(انشقاق/١)=چې كله اسمان [= اسماني كرات] وچوي .))

((إِذَا السَّماءُ انفَطَرَتْ( انفطار/١) =چې كله اسمان [= اسماني كرات] وچوي .))

((أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفاً مِنَ السَّماءِ(سباء / ٩)=يا پرې له اسمانه (د ډبرو)يوه ټوټه راغورځوو. ))

او دا چار ځکه ناشونى دى،چې ترسره کېدل يې د الهي حکمت د غوښتنې خلاف دي؛ځکه د خداى د حکمت غوښتنه دا ده،چې خلک په نړۍ کې وساتي او د نېکمرغۍ لار ور وښيي او د يو حکيم لپاره ناشونې ده،چې د خپل حکمت پر خلاف وچلېږي.

 

٢- د خداى راوستل :

ويل یې،چې خداى راوله او زموږ مخې ته يې ودروه،چې له نږدې يې ووينو او ايمان پرې راوړو،چې دا نه کېدونکى کار دى او هېڅکله به و نه شي؛ځکه سترګې له ليدو یې بېوسې دي او نه ليدل کېږي؛ ځکه که وليدل شي؛نو بايد په ځانګړي ځاى پورې محدود وي او ځانګړى رنګ او بڼه ولري،چې دا ټول د خداى په باب ناشوني او نه کېدونکي دي .

٣ _ د خداى له لوري د ليک راوړل او له ليکه يې مراد داسې ليکنه نه وه،چې پیدا کړاى شي؛بلکې مراد يې دا و،چې خداى بايد په خپلو لاسو ليکلې وي؛ځکه په نظر يې دې ډول ليک ته اسمان ته ختل،بيا خداى ته درېدل او لاسليک اخستو ته يې اړتيا وه او که نه،منځ ته راغلى ليک خو اسمان ته ختل نه غوښتل .

او شک نه شته،چې دا وړانديز يې ناشونى او نامعقول و؛ځکه خداى خو څه د انسان په څېر غړي نه لري،چې قلم په لاس کې ونيسي او ليک وليکي . ( تعالى الله عن ذلک علوا کبيرا )

 

 

درې غیرعقلي شوني وړانديزونه :

الف – چينه راخوټول او کارېز بهول .

ب- له ونو د ډک باغ خاوند،چې ويالې او کاريزونه پکې بهېږي .

ج- د سرو زرو د کور خاوند.

د دې وړانديزونو پوره کول، پېغمبر اکرم ته شوني وو؛خو دا خبرې د رسول اکرم په نبوت پورې هېڅ تړاو نه لري او ډېر کسان شته،چې دا هر ‌څه ورسره وي او نه يوازې داچې پېغمبران نه وو؛بلکې پر خداى يې ايمان هم نه درلود؛نو حال داچې دا خبرې د پېغمبر اکرم د نبوت په ادعا پورې هېڅ اړه نه لري او د رسول اکرم ادعا پرې رښتنې کېداى نه شي،چې ددې چارو ترسره کول به د پېغمبر اکرم لپاره بې ځايه کار و او پېغمبر اکرم هم؛ بې ځايه چارې نه کوي؛ ځکه چارې يې د حکمت پر بنسټ دي.

 

د يوې پوښتنې ځوا ب :

کېداى شي ذهن ته راشي: دا درې څيزونه هله د نبوت د صدق دليل کېداى نه شي،چې له عادي او پېژندل شوې لارې لاس ته راشي او که هماغه چارې په غیر طبيعي اوغیرعادي بڼه ترسره شي؛نو معجزه به وي او کېداى شي د نبوت د رښتينولۍ دليل شي.

دا انګېرنه هم ناسمه او باطله ده؛ځکه غوښتل یې، چې پېغمبر اکرم بايد دا کار له طبيعي لارې وکړي او پېغمبر بايد شتمن انسان وي او د نبوت مقام بايد په شتمنو کې وي؛ نه په نشتمنو او بېوزليوکې . قرآن په دې باب انګېرنې یې داسې بيانوي :

 ((وَقَالُوا لَوْلاَ نُزِّلَ هذَا الْقُرْآنُ عَلَى‏ رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ(زخرف / ٣١)= او ويې ويل: (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) د دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي نه دى رالېږل شوى ؟!))

د همدې ګروهې پر بنسټ،هغوى له پېغمبراکرمه دغسې غوښتنې او د شتمنۍ او مالي امتيازونو د خاوند تمه درلوده. زموږ ددې خبرې بل شاهد يې دا غوښتنه وه،چې پېغمبر بايد د باغونو او سرو زرو د کور خاوند وي او دا چارې که له غیر طبيعي لارې ترسره شي؛نو د منلو وړ نه دي او که موخه يې دا وه،چې که دا چارې د معجزې په بڼه اوغیر طبيعي توګه تر سره شي او پر نبوت يې ګواه شي؛نو په دې حال کې د سختو شرايطو ايښوولو څه مفهوم نه درلود؛ځکه د انګورو د يو وږي او يا يو مثقال سرو زروپیدا کول، معجزې کېدو ته بسنده دي او همداغیر طبيعي چارې د نبوت پر رښتينولۍ دليل کېداى شي او هغوى چې ترې چينه بهول غوښتل،ځان ته يې چينه نه غوښته؛بلکې موخه يې دا وه، چې ته بايد شتمن يې او چينه ولرې،چې د نبوت د مقام وړ شې .

 

د اعجاز د نفې درېم آيت :

هغوى چې ددې پلويان دي،چې د اسلام پېغمبر بې له قرآنه بله معجزه نه لري؛د خپلو ويناوو لپاره دا آيت راوړي :

 ((وَيَقُولُونَ لَوْلاَ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِن رَبِّهِ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلَّهِ فَانتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُم مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ(يونس / ٢٠)= او وايي:(( ولې پر هغه د خپل پالونكي له لوري كومه معجزه نه راځي؟!)) (ورته) ووايه : ((غيب ( او معجزې ) يوازې له خداى سره دي (او په حكم یې دي،ښه ده؛نو) سترګې پر لار اوسئ او زه هم درسره منتظر يم ! ( تاسې د هغې معجزې په تمه اوسئ او زه به هم ستاسې د مجازاتو په انتظار كې يم!) ))

د معجزې مخالفين وايي : له دې آيته پوهېداى شو،چې مشرکانو له پېغمبراکرمه معجزه غوښته؛خو ورته یې وويل : معجزه زما په واک کې نه ده؛بلکې واک يې له خداى سره دى او له دې ځوابه جوتېږي، چې د اسلام پېغمبر بې له قرآنه بله معجزه نه درلوده،چې البته په همدې مضمون يو بل آيت هم شته،چې د مانا له پلوه نږدې او ورته دى :

 ((وَقَالُوا لَوْلاَ نُزِّلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِن رَبِّهِ قُلْ إِنَّ اللّهَ قَادِرٌ عَلَى‏ أَن يُنَزِّلَ آيَةً وَلكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَيَعْلَمُونَ(انعام /٣٧)=او وايي به :((ولې پر هغه د خپل پالونكي له لوري كومه نښه (او معجزه) نه نازلېږي ؟!)) ورته ووايه : ((د خداى د وسې پوره ده، چې نښه نازله كړي؛ خو ډېرى يې نه پوهېږي!))

((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلآ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ(رعد/ ۷)=او هغوى چې كافران شوي دي وايي :(( ولې پرې د خپل پالونكي له لوري نښه (او كومه معجزه) نه ده نازله شوې؟!)) ته يوازې وېروونكى يې او هر قوم ته يو لارښود دى (او دا ټولې پلمې دي،نه د حقيقت پلټنه) ))

 

دا آيتونه هم دوه ځوابونه لري :

لومړى :

کومې معجزې،چې دا ‌آيتونه نفې کوي،ټولې معجزې نه دي؛بلکې مراد ترې يوازې افتراحي او غوښتل شوې معجزې دي،چې په تېرو آيتونو کې پرې رڼا واچول شوه؛ځکه مشرکانو هغه معجزه نه غوښته، چې د پېغمبراکرم پر نبوت ګواه وي؛بلکې هغوى د کينې او ملنډو له مخې د ځانګړو معجزو غوښتونکي وو. دا معجزې یې د حق د خبرې د سپيناوي لپاره نه غوښتې او که د پېغمبراکرم د نبوت د تصديق لپاره يې غوښتاى؛نو د خداى رسول به ورته ترسره کړې واى او منفي ځواب يې نه ورکاوه؛بلکې لږ تر لږه هغوى ته يې قرآن ور وړاندې کړى، چې ډېر ځل يې مشرکين مبارزې ته رابللي ول. لنډه داچې:

١- د پېغمبراکرم په معجزه کې يوازې قرآن و،چې ټول بشر ته يې د سیالۍ بلنه ورکړې ده،چې دا کار بې له قرآنه په بل څه نه شي ترسره کېداى؛ځکه همېشنۍ او نړيوال نبوت،تلپا تې او نړيواله معجزه غواړي او داسې اعجاز يوازې په قرآن پورې ځانګړى دى،چې په نورو معجزو کې يې تلپاتې والى او نړيوالېدنه انځورېداى نشي .

٢- د معجزې راوړل د پېغمبر په واک کې نه دي؛بلکې هغه يوازې د نبوت د مقام خاوند دى او په ټولو چارو کې ان د معجزى په ترسره کولو کې هم د خداى د حکم منونکى دى،چې ان د خلکو غوښتنه هم د معجزې په راوړو کې ډېر لږ اغېز نه لري،چې دا مطلب يوازې د اسلام په پېغمبر پورې ځانګړې نه ده؛بلکې ټول الهي پېغمبران داسې ول،چې بې د خداى له حکمه يې، معجزه نه شوه کړاى،چې خداى تعالى په دې اړه وايې :

 ((وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ(رعد / ٣٨)= او هېڅ يو پېغمبر (له ځانه) معجزه نشي راوړاى؛خو د خداى په اجازه،د هر وخت لپاره يو كتاب دى (او هركار ته ټاكلې موده ده ) ))

 ((وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ(غافر/ ٧٨)= او د يو استازي هم داحق نه و،چې بې د خداى له اجازې معجزه راوړي؛نو چې كله د خداى حكم راشي (؛نو) په حقه به پرېكړه وشي. ))

 

دويم :

په خپله په قرآن کې داسې آيتونه شته،چې د اسلام پېغمبر ته بې له قرآنه نورې معجزې هم جوتوي؛لکه :

((اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ( قمر/۱)= د سپوږمۍ چاودنې ټاکلى وخت راورسېد او سپوږمۍ وچاوده. ))

((وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ( قمر/۲)=او كه ( دا ځېلي خلک هره) نښه او معجزه وګوري؛نو مخ اړوي او وايي: (( دا خو له پخوا راهيسې سترې كوډې دي.))

((وَإِذَا جَاءَتْهُمْ آيَةٌ قَالُوا لَن نُؤْمِنَ حَتَّى‏ نُؤْتَى‏ مِثْلَ مَاأُوتِيَ رُسُلُ اللّهِ(انعام / ١٢٤)=او چې كله ورته کومه نښه راشي؛ نو وايي: (( موږ تر هغه ايمان نه راوړو،څو د هغه څيز په څېر را نه کړل شي،چې الهي استازيو ته ورکړل شوي وو.))

په دې آيتونو کې له ((آیه)) څخه مراد “تکويني آيتونه” او معجزې دي،نه قرآني آيتونه؛ځکه که مراد ترې قرآنى آيت واى؛نو د اورېدو ټکي به يې پر وړاندې کارول شوي واى؛خو په لومړي آيت کې د سپوږمۍ په چاودېدو وضاحت شوى،چې ورپسې په دويم آيت کې د ليدو ټکى کارول شوى،چې په درېم آيت کې هم د راتلو په ټکي تعبېر شوى،چې دا ټول له معجزې او تکوينې آيت سره اړخ لګوي،نه له قرآني آيت سره؛نو له دې آيتونو ګټنه کېږي،چې د اسلام پېغمبر پر قرآن سربېره،نورې معجزې هم درلودې او له (سحرمستمر) جملې داسې جوتېږي،چې د پېغمبر اکرم دا معجزې د يو ځل لپاره نه؛بلکې همېشه والى يې درلود .

ددى آيتونو د منځپانګې په پامنيوي که مخکېني آيتونه د معجزو د نفې لپاره وبولو،حال داچې موږ نه دي منلي؛نو په دې حال کې ددې دواړو ډلو آيتونو د راټولولو په باب بايد ووايو: هغه آيتونه،چې د معجزو نفې راښيي،په يوه ځانګړي پېر پورې اړه لري،چې يوازې په هماغه ځانګړي پړاو کې له پېغمبره معجزه نه ترسره کېده، نه د تل لپاره او هغه آيتونه،چې د معجزې د پېښېدو خبرې کوي،په را وروسته پړاو پورې به تړاو لري،چې د معجزې د نه تر سره کېدو د دوران تر پاى ته رسېدو وروسته نازل شوي او د معجزې د ترسره کېدو خبر يې ورکړى دى .

 

 

په تورات او انجيل کې

 د حضرت ” محمد” (ص) نبوت

قرآن په ډېرو ځايو کې په ډاګه ويلي،چې حضرت موسى (ع ) او حضرت عيسى (ع ) د اسلام د پېغمبر د راتګ زېرى کړى و او خپل لاروي يې له دې خبرې خبرکړې وو؛لکه په دې آيتونو کې :

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ (اعراف/ ١٥٧)=هغوى چې (د خداى د استازي،” اُمي” پېغمبر لاروي وكړي، چې ( نوم او ځانګړنې ) یې په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر،چې) دوى ته د غوره چارو(په ترسره كولو) امر كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي .))

((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي اسراييل إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ(صف/٦) = او (درياد كړه) چې كله عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په واقع كې زه تاسې ته د خداى استازى يم [حال دا چې] تورات،چې تر ما مخكې راغلى،رښتينى يې ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم، چې په ما پسې راځي [او] نوم يې “احمد” دى .))

پردې سربېره،د پېغمبر اکرم په زمانه کې او تر هغه وروسته يوې ډلې يهوو او مسيحيانو د حضرت محمد (ص) نبوت او اسلام ومانه،چې د اسلام د پېغمبر په وخت کې اسلام ته د نورو اديانو د لارويو له لوري لېوالتيا په دې مانا ده،چې له مخکې “انجيل” او “تورات” د حضرت محمد(ص) د راتګ زېرى کړى و؛ ځکه که دا نوم په تورات او انجيل کې نه واى؛نو د هغه وخت د مخالفينو به دا ښه پلمه وه،چې ددې پېغمبر نوم په تېرو کتابوکې نه دى راغلى؛نو ځکه يې نه منو.

څوک، چې پر حضرت موسى (ع ) او حضرت عيسى (ع) ايمان لري؛نو بې له کومې معجزې غوښتنې بايد پر حضرت محمد(ص) ايمان راوړي .

هغوى چې پر حضرت موسى (ع ) او حضرت عيسى(ع)ايمان نه وي راوړى؛نو د حضرت محمد(ص) د نبوت د تصديق لپاره به معجزه غواړي او پخوا مو دا خبره پخه کړه،چې حضرت محمد(ص) هم معجزه درلوده او هم د خپل نبوت د تصديق لپاره شاهد او ګواه؛ځکه چې له يوه اړخه قرآن د پېغمبراکرم همېشنۍ معجزه ده او د نبوت پر ادعا يې تصديق دى او هم موږ ته د پېغمبراکرم نورې معجزې،پر له پسې او په تواتر را رسېدلې،چې د نورو پېغمبرانو د معجزې په پرتله په ښه توګه،موږ د حق لوري ته ورسيخوي؛ځکه د پېغمبراکرم د معجزې له روايته ډېر لږ وخت او د نورو پېغمبرانو له معجزو ‌ډېر وخت تېرشوى دى.

 

 

د اعجاز د نفې د آيتونو شان نزول

هغه روايتونه، چې د قريشو د افتراحي معجزو په اړه راغلي، په هماغه مانا مو،چې ددې آيتونو په تفسير کې راوړل، پرې ګواه دي؛ لکه چې په “برهان” تفسير کې تر هماغې آيت لاندې روايت شوى،چې د خداى استازى د کعبې په څنګ کې ناست و،چې يوه ډله چې”وليد د مغېره مخزومي زوى”،”ابوبختري د هشام زوى”، “ابوجهل د هشام زوى”،”عا صم د وائل سهمي زوى”،”عبدالله د بني اميه مخزومي زوى” او نور هم پکې ول،له پېغمبراکرمه راتاو شول . رسول الله خپل يوه يار ته د خداى کتاب لوسته او د خداى حکم يې ورته څرګنداوه . هغوى يو بل ته وويل : (( د “محمد” دين ‌ډېر پر مخ روان دى او خبرو يې خورا پلويان پیدا کړي؛نو راځئ تنګ يې کړو،دلايل ورته راوړو او خبرې يې رد کړو،چې د يارانو په مخ کې يې مقام راټيټ شي او خبرې يې بې ارزښته شي،له خپلې بې لارۍ لاس واخلي او پښېمانه شي او که له دې لارې مو يې مخه و نيولاى شوه ؛ نو ښه ترښه که نه؛نو په توره به ورسره مبارزه وکړو.)) خبره چې تردې راورسېده؛ابوجهل وويل:(( څوک به دا کار پر غاړه واخلي او له “محمد” سره خوله ووهي او مات يې کړي .))

“عبدالله بن ابي اميه” وويل : (( دا کار ماته راوسپارئ، چې اصيل او شريف يم او پخې خبرې کوم.))

“ابوجهل” وويل: (( درسره منو يې ،ټول پېغمبر ته ولاړ شئ.)) “عبدالله” خپلې خبرې پيل کړى : (( محمده ! غټې غټې خبرې کوې او وايې،چې د خداى پېغمبر يې؛خو موږ دا وايو،چې د هستۍ له خداى سره نه ښايي ستا په څېر استازى او پېغمبر ولري؛ځکه ته خو زموږ په څېر عادي سړى يې او تر موږ هیڅ لوړتيا نه لرې،زموږ په څېر خورې،څښې او په بازار او کوڅو کې ګرځې . دا د “روم” او “فارس” پاچايان دي،چې خورا زياتې شتمنۍ لري؛دنګې دنګې ماڼۍ او ډېر مريان لري؛نو نړۍ پال،چې تر ټولو پاچايانو ستر دى او ټول يې بندګان دي؛ نو استازى يې هم تر هغوى غوره بويه؟؛نو که وغواړي پېغمبر راولېږي؛نو شتمن رالېږي،نه بېوزلی او نشتمن، چې ته وايې دا قرآن د خداى له لوري دى؛نو ولې د دوو سترو ښارونو پر سترو خلکو نازل نه شو؟ او ولې په مکه کې پر شتمنو؛ “وليدبن مغېره” او يا په “طايف” کې پر “عروة بن مسعود ثقفي” نازل نه شو؟!))

د “عبدالله” خبره، چې تردې ځايه راورسېده؛نو د خداى استازي ورته وويل: (( د خدای بنده ! خبرې دې پاى ته ورسېدې؟))

عبدالله : ((هو ! ؛خو دا مې هم واوره،چې پر تا به ايمان را نه وړو؛خو دا چې د مکې په سيمه کې چينې راوخوټوې؛ځکه مکه یوه دره ده ، چې هواره یې کړې او چينې پکې راوخوټوې،چې موږ ورته اړ يو او د کجورو او انګورو باغونه ولرې،چې هم ترې په خپله ګټه واخلې او هم ترې نورو ته ګټه ورسوې او هم اسمان ټوټې ټوټې کړې او پر موږ يې راګوزارکړې؛لکه څنګه چې ته په خپله وايي :”که د اسمان ټوټې پرې راکوزې شي؛نو هغوى به وايي،چې يوازې راغونډې شوې وريځې دي” او کېداى شي موږ هم هماغه خبره ورته وکړو. که دا ټوې چارې وکړې؛نو بيا به هم پر تا ايمان را نه وړو؛خو داچې خداى او پرښتې يې راولې او زموږ پر وړاندې يې ودروې، چې له نږدې يې ووينو او د سرو زرو کور ولري او موږ ته هم پکې برخه راکړې او موږ غني کړې؛ځکه ته په خپله وايې :”انسان، چې ځان غني وليد؛نو سرغړنه کوي” او يا دا چې اسمان ته والوځې؛خو يوازې اسمان ته د الوتو له امله هم درباندې ايمان نه راوړو؛بلکې د خداى له لوري بايد موږ ته ليک راوړې،چې پکې يې ليکلې وي :” دا ليک د خداى له لوري “عبدالله بن اميه مخزومي” او يارانو ته يې دى، چې پر “محمد بن عبدالله” ايمان راوړئ؛ ځکه هغه زما پېغمبر دى او ويناوې يې رښتينې وګڼئ ؛ځکه خبرې يې زما ويناوې دي “.محمده ! څه مو، چې وويل،که و دې کړل؛ نو بيا هم نه پوهېږم، چې ايمان به درباندې راوړو او که نه او که اسمانو ته مو هم يوسې؛نو کېداى شي ووايو جادو دې را باندې کړى وي.))

رسول الله صلی الله علیه و آله وويل : (( خدايه ! ته د هرې خبرې اورېدونکى يې او له هر څه خبر يې !! بيا يې وويل:

((را به شو ستاسې خبرې ته،چې و دې ويل: د “روم” او “فارس” پاچايان خپل استازي له شتمنو او زورورو ټاکي، چې کار یې په خپل ځاى کې سم دى؛خو کار یې د خداى له کار سره توپير لري او خداى په خپل کار کې ځانګړى تدبیر لري او هغه خو څه ستاسې پر لار روان نه دى او نه به روان شي او هغه، هغسې کوي،چې خوښه يې وي او که د خداى پېغمبرانو ماڼۍ درلودې،چې پکې يې خاني کولاى او يا يې خدمت ته يې مريان درلودل،چې پرې غره ول؛نو په دې چارو له خلکو لرې کېدل او دې کار به د نبوت مقام بې ګټې کړى و اى او د خلکو لارښوونه به سمه نه ترسره کېداى ؟! او ستا دا خبره، چې که ته پېغمبر وې؛ نو پرښته به هم درسره وه،چې ستا پر نبوت يې شاهدي ويلې واى،چې ستاسې دا خبره ډېره هېښنده ده ؛ځکه پرښته په سترګو نه ليدل کېږي او که ويې وينئ؛نو بيا به ووياست،چې دا خو پرښته نه ؛بلکې بشر دى؛ځکه که پرښته هم ځان دروښيي؛نو د بشر په بڼه یې ښيي،چې وکړاى شئ ، ورسره خبرې وکړاى شي او پر نبوت مې درته شاهدي درکړي؛نو که داسې وکړي بيا به هم باور نه کوئ او وايئ به،چې دا پرښته نه ده او بشر دى،چې ستا په ګټه شاهدي ورکوي او داچې پر ما د کوډو تور لګوئ او وايئ،چې پر تا جادو شوى؛نو دا بې بنسټه خبره ده،څنګه ماته داسې خبره کوئ،حال دا چې په عقل او پوهه کې تر تاسې غوره او پوخ يم. آيا له هماغه پيله تاسې له ماکومه تېروتنه ليدلې او يا له ما مو دروغ اورېدلي او يا مو له ما داسې کار ليدلى،چې پر عقل سم نه وي؛نو تاسې خپله ووايئ، چې داسې انسان له داسې کړنو سره پر خپل ځان ډاډامن دى او که پر الهي او معنوي ځواک ؟! او يا داچې وايئ: قرآن ولې د دوو ښارونو پر دوو سترو خلکو نازل نه شو او د دې خبرې ځواب مو هم روښانه دى؛ځکه خداى عظمت او انساني کمال په شتمنۍ کې نه ويني؛لکه چې تاسې يې وينئ، هغه د دنيا شتمنۍ ته ډېر لږ ارزښت هم نه ورکوي؛لکه چې ورته ګورئ او هغه له چا نه ډارېږي؛ لکه چې تاسې له زورورو ډارېږئ او په درنه سترګه ورته ګورئ او دغه ډول کسان هر ډول مقام ان نبوت ته هم وړبولئ او داچې وايئ هله به درباندې ايمان راوړو، چې چينې وبهوې؛نو دا خبره د عقل،تفکر او منطق پر بنسټ نه ده ؛ځکه داسې معجزې غواړئ،چې د عملي کېدو وړ نه دي او که يوه برخه يې هم تر سره شي؛نو پر پېغمبرۍ دليل کېداى نشي (؛ لکه د باغونو او ويالو درلودل) “محمدرسول الله” تردې غوره دى،چې د خلکو له ناپوهۍ ناوړه ګټه واخلي او په څه چې نبوت تصديقېداى نشي،خپله مشري پرې ثابته کړي او يو لړ داسې معجزې غواړئ،چې که ترسره شي؛ تاسې به په خپله هلاک شئ،حال دا چې پېغمبر خو معجزه د حقيقت د جوتېدو لپاره کوي،نه د خلکو د هلاکېدو لپاره،چې په دې غوښتنه خپل هلاکت غواړئ او خداى هغه نه کوي، چې خپل بنده پرې هلاک کړي او ستاسې يو لړ داسې معجزې او غوښتنې،چې د کېدو وړ نه دي (؛لکه د خداى او پرښتو ليدل او د خداى له لوري د ليک راوړل) لنډه دا چې ستاسې دا ټولې خبرې پلمې دي،چې اوس د ټولو ځوابو ته غوږ شئ.

دا چې ته وايي: ته بايد باغونه ولرې،چې اوبه پکې روانې وي او چينې راوبهوې،چې ستا ددې غوښتنو سرچينه ناپوهي ده؛ځکه ته د معجزو له رازه بې خبره يې او که زه دا هر څه وکړم، چې ته يې وايي؛ نو آياستا په ګومان به پېغمبر يم؟ ستا دا غوښتنې هم دې ته ورته دي، چې که ووايې که پاڅېږې او روان شې؛نو درسره به ومنم،چې پېغمبر يې؟ آيا ته او ياران دې په “طایف” کې باغونه نه لرئ؟ او آيا په هغو باغونو کې اوبه روانې نه دي؛نو آيا د هغو په درلودو پېغمبران شوي ياست،چې زه يې هم په درلودو پېغمبر شم؟ او دا چې ته وايې اسمان ټوټې کړه او راګوزار يې کړه؛نو په دې حال کې به هرو مرو هلاکېږئ. په دې غوښتنو غواړئ،د خداى استازى تاسې هلاک کړي؟خو څه چې انګېرئ، هغه ترې خورا مهربان دى، هغه مو نه هلاکوي؛بلکې د خداى له لوري ﻻرښوونې ته مو دﻻيل درښيي؛خو دې حقيقت ته مو پام وي،چې د پالونکي دﻻيل د خپلو بندګانو په خوښه نه دي ،چې هرڅه وغواړي،ترسره يې کړي؛ځکه انسان ښايي په دې اړه خپل خير او شر و نه پېژني او داسې څه وغواړي،چې په خير يې نه وي . عبدالله! تر اوسه دې داسې طبيب ليدلى،چې د ناروغ په خوښه ورته درمل ورکړي او ايا داسې قاضي دې ليدلى،چې د دعوا د لوري په خوښه له مدعي او شاکي دليل وغواړي؟ او ته چې وايې: موږ ته خداى او پرښتې راوړه،چې پر نبوت دې راته شاهدي ورکړي؛نو دا کار هم ځکه نه کېدونکى دى، چې خداى خو څه د انسان په څېر نه دى،چې وليدل شي،روان شي او تاسې يې ووينئ او د سرو زرو د کور درلودل خو څه زما پر نبوت دليل کېداى نه شي او آيا تا اورېدلي،چې د “مصر” باچايان د سروزرو کورونه لري؟

عبدالله : هو!

رسول الله : آياهغوى د سروزرو د کورونو په درلودو د نبوت د مقام خاوندان شول؟

عبدالله :نه!

رسول الله: نو د سروزرو کور درلودل هم نشي کړای “محمد” د نبوت مقام ته ورسوي او ته،چې وايې، اسمان ته والوځه او له هغه ځايه راته له خدايه ليک راوړه ؛نو دا کارهم نه کېدونکى دى او دا يوازې پلمه ده؛ځکه اسمان ته ختل تر راکوزېدو سخت دي؛نو ته چې په خپله وايې : اسمان ته په ختو به درباندې ايمان را نه وړو؛بلکې له اسمانه، چې راکوزشوې او له ځان سره دې ليک راوړ؛نوايمان به راوړو؛نو اسمان ته پرختو، چې راباندې ايمان رانه وړئ؛نو له اسمانه په راکوزېدو به راباندې څنګه ايمان راوړئ او بيا ته په وروستيو خبروکې په خپله هم منې،چې که دا ټوې چارې وکړې؛نو بيا هم معلومه نه ده، چې ايمان به درباندې راوړو او که نه؛نو ته دداسې حجت پر وړاندې ځېل کوې؛نو ځواب موهماغه دى، چې خداى وايي :

((ورته ووايه، محمده! خداى (له هغه) پاک او سپېڅلى دى (چې تاسې يې فکرکوئ ) او زه هم يوازې يو بشر پېغمبر يم؛ نو له ماسره نه ښايي چې خداى ته حکم وکړم او په خپله خوښه ترې معجزې وغواړم.))

د ا د افتراحي معجزو د آيتونو د راتلو د شان په اړه يو روايت و، چې نور روايتونه هم شته او “طبري” په خپل تفسير کې تر همدې آيتونو لاندې راوړي دي.

څه مو چې وويل، لنډ مطلب يې دادى چې :

١- قرآني آيتونه نه يوازې د نورو معجزو نفې نه کوي؛بلکې يو شمېرآيتونه د نورو معجزو د شتون پخلى هم کوي، چې مخالفينو منلې ده .

٢- د معجزې راوړل د پېغمبر اکرم په واک کې نه؛بلکې د خداى په واک کې ده .

٣- څوک، چې د نبوت ادعا کوي؛نو د نبوت جوتېدو ته بايد معجزه راوړي.

٤ – اسلامي امت ته هغه معجزې نه دې ورکړل شوې،چې د نه منلو په ترڅ کې د هلاکت او عذاب لامل ګرځي،که څه خلک دغسې معجزې وغواړي .

٥- د پېغمبراکرم په معجزه کې قرآن يوازېنۍ معجزه ده،چې د قيامت تر ورځې به پاتې وي او نړيوال يې ورسره مبارزې ته رابللي دي.

٦ – پر تواتر ثابت شويو معجزو سربېره،چې د حضرت محمد (ص) نبوت ثابتوي،په تورات او انجيل کې هم د اسلام د پېغمبر د راتګ زېرى شوى دى .

د پېغمبر اکرم نورې ډېرى معجزې هم شته؛خو هغوى ټولو د پېغمبر په زمانې پورې تړاو درلود او يوه يې هم همېشنۍ نه وه او دا ډول معجزې د نورو پېغمبرانو له معجزو سره يو شانته او برابرې وې .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!