تبلیغات
|

منى د لوى اختر ټوله شپه مو په مشعرالحرام کې تېره کړه ،پر سبا ورځ له لمر راختو سره له مشعرالحرام څخه دمنى پرلوري خوځوو. منى د مکې په څنګ کې پرته ده . د لغت په کتابونوکې ددې ویی- کلمې معنا ته يې ډول ډول معناوې ليکلي ((آزمېښت، تقدير ،اندازه نيول ، دوينې تويول […]

منى

د لوى اختر ټوله شپه مو په مشعرالحرام کې تېره کړه ،پر سبا ورځ له لمر راختو سره له مشعرالحرام څخه دمنى پرلوري خوځوو. منى د مکې په څنګ کې پرته ده . د لغت په کتابونوکې ددې ویی- کلمې معنا ته يې ډول ډول معناوې ليکلي ((آزمېښت، تقدير ،اندازه نيول ، دوينې تويول )) .

پر دې ځمکه هم خلکو ازمېل کېږي اوهم قرباني؛نوځکه ورته منى ويل وايي [ مصباح المنير،مقاييس اللغة، المنجد،دهخدا] . ممکن ددې ځاى نوم (( مُنى )) وي ،چې د مُينه جمع ده او د هيلو په معنا ده . په يو روايت کې راغلي: “جبرائيل پردې ځمکه حضرت ابراهيم ته وويل : تمن ، خپله هيله دې ووايه ؛نوځکه يې نوم منى شو” [ بحارالانوار ٩٦\ ٢٧١ دبيروت چاپ ].

پرون په عرفات کې د حاجې په لاس کې کتاب و، دعاګانې يې کولې او اوښکې يې تويولې؛خو نن بايد په تيګو ايشتل وکړي او وينه توي کړي. پرون دعا وکتاب و اونن توره او چاړه ده،پرون د اوښکو او ارامتيا ورځ وه ،نن ديرغل اوغوسې ورځ ده. آفرين دې وي پر داسې دين ،چې يوه ورځ خپلو لارويانو ته د دعا کولو حکم کوي او پر بله ورځ ورته د وينې توييدنې!

د حج په کړنو کې دوه ستر لاريونونه ترسترګو کېږي،که په دې لاريونو کې د دښمن ماتونې سترشعارونه هم وي ؛نوڅومره به ښه وي . لومړى لاريون د لوى اختر په سهار کې له مشعرالحرام نه د منى پرلوري دى او بل د دويمې ورځې تر ماسپښين وروسته دى. په منى کې چې اعمال پاى ته رسېږي او خلک د کعبې پرلوري روان وي. په دې دواړو سترو لاريونوکې داسې د غندنې او ځپنې خوځښتو نه تر سترګو کېږي،چې بوتان پکې مات شي او د تاريخ په شان ((ابرهه)) پکې وځپل شي. د خواشينۍ ځاى دى چې له دې ستر انساني لاريونو مناسبه ګټنه نه کېږي .د عرفات او مشعرالحرام په پرتله په منى کې ډېروخت ته پاتې کېږو،څو شپې بايد دلته پاتې شو او دهمغه لوى اختر پر ورځ بايد درې مهمې چارى وکړو چې دا دي :

١- هغه کوچني کاڼي ،چې تېره شپه مو د مشعرالحرام پر ځمکه راټول کړي وو؛بايد شيطانان پرې وولئ.

٢- د قربانۍ ځاى ته ولاړشئ ، پسه ،غوا او يا اوښ حلال کړئ .

٣- د سر ويښتان وخروئ .

 

[ سرچینه: حج، شیخ محسن قرآیتی]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!