تبلیغات

  يو سړى رسول اکرم ته راغى،له پاک نبي (ص) نه يې نصيحت وغوښت.رسول اکرم وويل: “مه غوسه کېږه.” هغه سړي هم پر همدومره نصيحت قناعت وکړ او خپل ټبر ته ستون شو.يو وخت ددې سړي د ټبر او بل ټبر ترمنځ شخړه شوه او دواړه پر يو بل د يرغل په تکل کې ول […]

 

يو سړى رسول اکرم ته راغى،له پاک نبي (ص) نه يې نصيحت وغوښت.رسول اکرم وويل: “مه غوسه کېږه.” هغه سړي هم پر همدومره نصيحت قناعت وکړ او خپل ټبر ته ستون شو.يو وخت ددې سړي د ټبر او بل ټبر ترمنځ شخړه شوه او دواړه پر يو بل د يرغل په تکل کې ول .دې سړي هم د خپل روږد له مخې،له خپل ټبره د ملاتړ په پار وسله وال شو؛خو په همدې مهال د رسول اکرم خبره ورياده شوه،چې مه غوسه کېږه. غوسه يې سړه کړه او په فکر کې شو،سول يې راويښ شو،له ځان سره يې وويل: ولې دې دا دوې ډلې انسانان يو بل ووژني؟ د دښمن ليکې ته ورنږدې شو او هغه څه يې پر ځان ومنله،چې مقابل لوري د تاوان په توګه غوښتل . مقابل ټبر هم،چې ددې سړي سړيتوب او پت وليد؛نو د تاوان له غوښتو پر شا شول او هغه لانجه په سول او عقل پاى ته ورسېده،چې احساساتو راولاړه کړې وه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!