تبلیغات
|

  مکه او د حج کړنې د عمرې کړنې ميقات مکې ته پر لار روان يو او لا ډېرمزل پاتې دى. ناڅاپه به غږ وشي، راکوز شئ او خپلې جامې اوباسئ دا ځاى ميقات دى .دلته بايد خپلې پخوانۍ جامې وباسئ او له دې ځايه په زړو جامو کې د تېرېدو حق نه لرئ او […]

 

مکه او د حج کړنې

د عمرې کړنې

ميقات

مکې ته پر لار روان يو او لا ډېرمزل پاتې دى. ناڅاپه به غږ وشي، راکوز شئ او خپلې جامې اوباسئ دا ځاى ميقات دى .دلته بايد خپلې پخوانۍ جامې وباسئ او له دې ځايه په زړو جامو کې د تېرېدو حق نه لرئ او که تېروتئ او سر دې وغړاوه؛نو بايد راستون شي او جامې دې وباسې په دې ځاى کې خپلې جامې،خولۍ،واسکټ،چپنه اوڅپلۍ بايد وباسئ. حضرت موسى ته وويل شو:

((إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى(طه/۱۲)= په رښتيا چې زه ستا پالونكى يم؛ نو پڼې دې وباسه،چې تۀ د ” طوى ” په سپېڅلې ناو كې يې .))

؛خو دلته لا تر اوسه سپېڅلى قدس نه دى را رسېدلى او مکې ته ډېر مزل پاتې دى.دلته سپېڅلې قدس مکه ده او ورته تر رسېدو مخکې بايد خپلې پخوانۍ جامې اوڅپلۍ وباسو.

په ميقات کې څه کوو؟

په ميقات کې نيت تړو له پاک او حلال ماله سپين ناګنډل شوى احرام اغوندو،له خوبه راوېښېږو او وايو: خدايه ! راغلم (( لبيک اللهم لبيک )).

څو انسان په خپله حج ته ولاړ نشي او په ميقات کې د امامانو چلن او کړو وړو ته پاملرنه و نه کړي او چې خداى پرې ونه لورېږي ‏؛نو ددې کړنو پر راز او ژورتيا به پوه نشي لکه څرنګه چې موږ په لمانځه کې نيت تړو او ((الله اکبر)) وايو؛نو ټولو هغو کړنو ته شا کوو،چې لمونځ باطلوي همداراز،چې احرام اغوندو؛نو ډېرڅېزونه هم پرځان حراموو. د احرام جامې د يووالي جامې دي؛ځکه په اغوستو يې د هرې ژبې او خېل خلک يو رنګ کېږي.هو ! څوک چې غواړي د حرم پولوته ورنږدې شي بايد محرم اوسي ( وسايل ٩\ ٣) .

د راتلونکي مهدي اخر زمان په هکله هم خبره همدا شان ده څوک،چې سمونپال ‏ته سترګې پرلار وي خپله هم بايد سمونپال ‏وي .

د احرام جامې ، حرم ته درناوى دى.

د احرام جامې له چټياتو ،زر او ګاڼو ډډه کول دي ( وسايل \٣ ) .

د احرام جامې د کعبې پر لوري حرکت لاپسې ګړندى کوي او په انسان کې د کعبې د مينې شوق ډېروي . د احرام جامې د خداى پر وړاندې د سرټېټونې جامې دي.د احرام جامې راته وايي: تر دې وروسته بدل شوى يې،دنيا ته دې شاکړه. بايد مړينه ، معاد،آخرت او د خداى پر وړاندې حاضرېدل ووينې . حاجې ته د احرام جامې اغوستل يوه بريا ده ددې جامو تر اغوستو وروسته که مړهم شي؛نوبښل شوى به وي. [من لايحضر٢\٢٢٩)

احرام مو،چې واغوسته ؛نومکې ته په لار کې تل بايد لبيک ووايو لبيک ؛يعنې دا څه چې زه وايم د پوهې او اختيار له مخې يې پرجيګ اوعشقي غږ وايم . د لبيک په څنګ کې ((لا شريک لک))هم وايم؛ يعنې دا چې خداى ته لبيک ووايه ؛نو طاغوتانو ،ابليسانو ،هوسونو،ننني او پروني ټولو بوتانو ته لبيک ونه وايي ((لاشريک لک لبيک )) . دا شعار بايد سم ووايو ،له مخکې يې له ځان سره تمرين کړو؛ځکه چې دا يو ډول تړون او ژمنه ده .او په تړون کې بايد د انسان سترګې خلاصې وي . په روايتونو کې راغلي امام صادق د احرام جامې واغوستې ،غوښتل يې ،چې لبيک ووايي؛خو ژړا يې مرۍ بنده کړه . ډېر کوښښ يې وکړ؛خو ويې نشو ويل،يو تن ورته وويل :ولې دې ځنډ وکړ لبيک ووايه .ويې وويل : “زه وېرېږم چې ووايم لبيک .خدايه!راغلم ،اوځواب راشي ،چې زه ستا راتګ نه منم . ”

موږ د ژوند په کړاوونو او ترخو شېبو کې له خداى سره ژمنه کړې وه ،چې تر دې وروسته به ځان سموم او پرسمه لار به روانېږم ؛خو چې ترخه دې پر خوږو بدل شول ؛نو خپلې ژمنې ته دې شا کړه. انسان حج ته ژمنې او تړون ته ځي . دلته انسان بايد د ژبې او تړون پرمهال ويښ وي او ووايي : ((لبيک اللهم لبيک )) دلته بايد انسان خپل سرپه ګرېوان کې ښکته کړي او ځان وپوښتي ؛ښځه، بچي ، کور، شتمې اومال څه شول ؟ هرڅه مې پرېښي د احرام جامې مې اغوستي ،او د لبيک په ويلو په تش لاس کعبې ته روان يم،چې د حضرت ابراهيم ، حضرت اسماعيل او د پېغمبر اکرم عليهم السلام سرښندنې له نږدې ووينم او پرخپلو سرغړونو د شرم اوښکې توى کړم د صفا غونډۍ ته خېژم ،چې خپله چټلي او ناپاکې له نږدې ووينم .

مکې ته د ورتګ په لار کې ډول ډول ميقاتونه وي؛يعنې دا چې مدار او کړۍ ته د ورننوتو لارې پرانستې دي . د خداى کړۍ ته د ورننوتو لار تنګه ،نرۍ اوتړلې نه ده، انسان ورته له هرې خوا ورننوتلاى شي ؛خو نيتونه،موخې،عبادتونه، کړنې،جامې،رنګونه،زړونه او قالبونه يې بايد يوشان وي او د کړۍ خلاصوالى،د ميقاتونو او د ورونو ډېروالې د پېغمبر اکرم (ص) د خوښې پربنسټ ايښوول شوي دي . په حديث کې راغلي: دا ميقاتونه پخپله پېغمبراکرم (ص) ټاکلي دي .( من لايحضر ٢ \ ٣٠٢)

دلته په زړه پورې ټکى دا دى ،چې يواځې په ميقات کې بايد جامې بدلې شي او موخو ته پاملرنه وشي او لبيک وويل شي تر ميقات مخکې او وروسته دا هر څه نه ترسره کېږي .

غوره دا ده چې ميقات ته تر رسېدو مخکې انسان بايد ځان پاک او سوتره کړى. نوکان او د بدن اضافه وېښتان له ځانه لرې کړي ( من لايخضرالفقيه ٢\ ٣٠٧) او که وکړاى شي ؛نو غسل دې هم وکړي چې د لبيک ويلو پرمهال پاک وي .( من لايحضرالفقيه ٢\٣٠٧) پاتې دې نه وي هغوى،چې په حرامو مالونو حج ته راغلي وي ؛نوهمدلته به ورته غږ وشي (( لالبيک )) راتګ دې نه منم. (من لايحضر الفقيۀ ٢ \٣١٧)

 

[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!