تبلیغات

د میراث مسئاله پخوانۍ نړۍ به ښځې ته بیخې میراث نه ورکاوه او که ورکاوه یې هم؛نو د کوچني په څېر یې ورسره چلن کاوه؛یعنې حقوقي شخصیت او خپلواکي یې نه ورکوله . د نړۍ په پخوانیو قوانینو کې که انجلۍ ته یې ميراث ورکاوه؛خو د هغې اولادو ته يې نه ورکاوه، د هلک پر […]

د میراث مسئاله

پخوانۍ نړۍ به ښځې ته بیخې میراث نه ورکاوه او که ورکاوه یې هم؛نو د کوچني په څېر یې ورسره چلن کاوه؛یعنې حقوقي شخصیت او خپلواکي یې نه ورکوله . د نړۍ په پخوانیو قوانینو کې که انجلۍ ته یې ميراث ورکاوه؛خو د هغې اولادو ته يې نه ورکاوه، د هلک پر خلاف،چې هم یې خپله میراث وړای شو او هم یې اولادو کړای شول، چې د نیکه د مال وارثان شي او د نړۍ په ځينو قوانینو کې یې که ښځې ته د سړي په څېر میراث ورکاوه؛نو د غوڅې برخې په بڼه و د قرآن په تعبیر”نصیباَ مفروضاَ” و ؛بلکې په دې صورت و،چې مورث ته یې حق ورکاوه،چې د خپلې لور په اړه هم وصیت کړای شي .

د ښځې د میراث تاریخ اوږد دی،څېړونکیو په دې اړه خورا ویینې کړي او ډېری لیکنې یې پرېښي دي،چې غورچاڼ مې یې پورته ووایه .

 

 له میراثه د ښځې بې برخیتوب

له میراثه د ښځو د بې برخیتوب اصلي لامل له یوې کورنۍ بلې ته د شتمنۍ له لېږد مخنیوی و.د پخوانیو ګروهو له مخې د اولاد په زېږنه کې د مور ونډه کمزورې ده،میندې یوازې لوښي دي،چې پکې د سړي د تومنې رزونه کېږي او ماشوم رامنځ ته کېږي . ګروهمن ول،چې که د سړی هلکان به وشول؛نو ددې کورنۍ به وه او زامن به یې ګڼلېدل او که انجلۍ به وه؛نو د کورنۍ غړې به وه؛خو اولاد به نه ګڼل کېده،له دې امله که انجلۍ به ميراث وړه او بیا یې ميراث اولادو ته ولاړ شي؛نو شتمني به له یوې کورنۍ پردۍ کورنۍ ته ولېږل شي.

ښاغلی ډاکتر “موسی عمید” پخپل کتاب کې لیکي : “ په پخوانیو پېرو کې طبیعې علقې نه؛بلکې دین د کورنیو بنسټ جوړاوه .کورنيز اديان په نارينه وو پورې ځانګړي ول او ښځو په مذهبي چارو کې شاملې نه وې… او داچې په مذهبي مراسمو کې برخوالې نه وې؛نو هرومرو له نورو کورنيزو ګټو بې برخې وې؛لکه چې وروسته وراثت راپيدا شو،ښځې له دې حقه بې برخې شوې .”

له میراثه د ښځو بې برخیتوب نور لاملونه هم درلودل،چې یو یې په عسکرۍ کې د ښځې د ځواک کمزورتیا ده . داچې ارزښتونه د اتلولۍ او بولندویۍ له مخې تلل کېدل او یو جنګي سړی به یې له سلو زرو کمزوريو سړیو سره برابر ګاڼه؛ځکه یې ښځه له میراثه بې برخې کړه،چې په دفاعي او سرتېریزو عملیاتو کې يې وس نه درلوده .

عربي جاهلیت هم له همدې مخې ښځه له میراثه بې برخې کړې وه . د میراث آیت،چې نازل شو.” لِلْرِجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلْنِسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيباً مَفْرُوضاً(نساء/۷) = مور و پلار او خپلوان ،چې هرڅه پرېږدي،د نارينه وو پكې برخه ده او څه چې مور وپلار او خپلوان پرېږدي، ښځو ته هم   پكې برخه ده،كه دا مال ډېر وي،يا لږ د هر چا برخه ټا كل شوې او د وركړې ده .”

ددې آيت په راتګ اعراب هک پک شول .

په دې وخت کې د عربو نامتو شاعر او د “حسان بن ثابت” ورور ومړ او ښځه او څو لوڼې ترې پاتې شوې . د تره زامنو یې پر ټوله شتمنۍ ګېډه واچوله او ښځې او لوڼو ته یې څه هم ورنه کړل . ښځې پېغمبر اکرم(ص) ته ګیله وکړه او آنحضرت هغوی ټول راوغوښتل، دوی وویل : ښځه خو وسله نشي اخستای او د دښمن پر وړاندې نشي درېدای او دا موږ یو، چې د دښمن پر وړاندې له دوی او ځانه دفاع وکړو؛نو شتمني یې هم باید په سړیو پورې اړه ولري؛خو آنحضرت ورته د خدای حکم ووایه .

 

د زوى ویلي میراث

کوم جاهلي عرب به ،چې چا ته زوی وایه ؛نو په پایله کې به یې د حقیقي زوی په څېر د مړي د میراث خاوندېده. د “زوى ویلي” دود په نورو ملتو او په پخوانی ایران او روم کې هم و،ددې دود له مخې به زوى ويلي په دې دليل،چې هلک دې له ګټو برخمنېده،چې ان نسلي انجلۍ به ترې نه برخمنېدې،یو له دې ګټو د میراث وړل و او همداشان د “زوی ویلي” له ښځې سره د سړى د واده کول هم یو له دې ګټو ځنې و،قرآن دا دود منسوخ کړ.

 

د هم ژمني میراث

عربو په میراث کې بل دود هم درلوده،چې قرآن کریم منسوخ کړ او هغه د هم ژمنۍ میراث و. دوه پردیو به يو له بل سره تړون وکړ،چې زما وینه ستا وینه ده او پر ما تېری پر تا تېری دی او ته له ما میراث وړې او زه له تا؛نو ددې تړون له مخې دې کسانو به په ژوند کې یو له بله ملاتړ کاوه او،چې هر یو به ژر مړ کېده ميراث یې بل ته رسېده.

ښځه په میراث کې برخمنه ده (سهم الارث)

عربو به د مړ ښځه هم د هغه په مال او شتمنۍ کې حسابوله او د سهم الارث په بڼه یې د ځان کوله .که مړي له بلې ښځې زوی درلود؛نو کړای یې شول،چې دا ښځه د ځان مال وګڼي؛نو دا د زوی خپله خوښه وه، چې واده یې ورسره کاوه اوکه بل ته یې ورکوله او له مهره یې ګټنه کوله. دا دود قرآن منسوخ کړ.

د ایران،هند،جاپان، روم او یونان په پخوانیو قوانینو کې د میراث په اړه ډېره ناروا تبعیضونه ول،چې دلته یې د راسپړلو وخت نشته .

‏د حقوقو د تساوۍ‏ پلویان،چې د اسلام په قوانینو‏کومه نیوکه کوي، دا ده،چې په اسلام کې د سړي په پرتله د ښځې د میراث برخه نیمه ده،د اسلام له نظره زوی د لور دوه ګرایه او ورور د خور دوه ګرایه او مېړه د ښځې دوه ګرایه میراث وړي .یوازې د موروپلار په هکله دي،که مړی اولاد ولري او موروپلار یې ژوندي وي؛نو د مړي له ماله د موروپلار په شپږو کې یوه برخه رسي .

دا چې اسلام د ښځې برخه نیمه ټاکلې؛نو لامل یې هغه ځانګړې وضع ده،چې ښځه یې د مهر،نفقې،سرتېرۍ او ځینې نورو جزايي قوانینو په هکله لري؛یعنې د ښځې ځانګړى میراثي حالت ‏د هغې ځانګړي حالت معلول (زېږنده) دى،چې ښځه یې د مهر او نفقې له پلوه ‏لري .

مخکې مو وویل : مهر او نفقه د ګډ ژوند او کورني سوکالۍ او د ښځې او سړي په یووالی کې د پام وړ ټکى دی . د اسلام له نظره د مهر او نفقې له منځه وړل په تېره بیا د نفقې،د کورنۍ د ړنګېدو او فحشاء ته د ښځې د نه ورماتېدو لامل ګرځي ،دا چې مهر او نفقه اړینه ګڼي؛نو د ښځې د ژوند له بودجې یې کمه کړې او له دې اړخه پر سړي تپل شوې ده او اسلام غواړي دا تحمیل- تپونه د میراث له لارې جبران کړي؛ځکه یې سړي ته د ښځې دوه ګرایه ميراث ورکړی دی؛نو دا مهر او نفقه ده،چې د ښځې د میراث برخه یې راکمه کړې ده.

 

د لویدیځپالو نیوکه

ځینې لویدیځپال،چې په دې اړه خولې راوسپړي او د ښځې د میراث نیمه برخه د اسلام پر ضد د ډنډورې وسیله کړي؛نو د مهر او نفقې خبره رامخې ته کوي، وايي : په میراث کې ولې د ښځې برخه نیمه ورکړو او بیا یې دا نیمګړتیا د مهر او نفقې له لارې جبران کړو؟ کپ ولې نېغ خولې ته نه وړو،چې لاس د سټ تر شا راتېر کړو او بیا یې خولې ته کړو؟ په میراث کې به هم د ښځې برخه له سړي سره برابره ورکړو،چې دې ته اړ نشو،چې مهر او نفقه یې جبران کړو.

لومړی دا،چې دوی علت د معلول پر ځای او معلول یې د علت پر ځای نیولی دی،انګېري،چې مهر او نفقه د ښځې د ځانګړي میراثي حالت معلول دى، له دې ناخبره دي،چې د ښځې ځانګړى میراثي حالت د مهر او نفقې معلول دى،دویم دا چې انګېري څه چې دلته دي،یوازې مالي او اقتصادي اړخ لري . څرګنده ده که یوازې مالي او اقتصادي اړخ یې درلودای؛ نو دلیل نه پیدا کېده،چې مهر او نفقې دې هم وای یا د ښځې د میراث برخه له سړي سره برابره وي؛لکه چې مخکې مو وویل اسلام ډیرۍ اړخونه په پام کې نېولي،چې ځینې یې طبیعي او ځینې یې اروايي دي . یو خوا د ماشوم په زېږونه کې ښځه ډېر کړاونه او اړتیاوې لري، چې سړی یې نه لري،بل خوا ښځه د شتمنې په لاس ته راوړو کې تر سړی کم ځواکه ده او د شتمنۍ په لګښت او استهلاک کې تر سړي مخکې ده . د ښځې او سړي ځانګړې ارواپوهنه او دا چې سړى دې تل پر ښځه پيسې ولګوي او په پای کې دقیق اروايي او ټولنیز ملاحظات، چې د کورنۍ د مضبوطېدو لامل ګرځي،اسلام دې ټولو ته پاملرنه کړې او مهر او نفقه یې له همدې مخې اړینه ګڼلې ده . دا ضروري چارې په غیر مستقیم ډول ددې لامل شوي،چې د سړي پر بودجه دباو راشي؛نو اسلام حکم کړى،چې ددې دباو له کبله،چې پر سړي راغلې،سړى دې په ميراث کې دوه ګرايه برخه یوسي،چې دا یوازې مالي او اقتصادي اړخ نه دی،چې وویل شي په یو ځاې کې دې د ښځې برخه کمه او په بل ځاې کې دې ډېره شي .

پر ميراث د زنديقانو نيوکه :

“ابن ابي العوجاء” يو زنديق و او پر اسلام يې يوه نيوکه دا وه،چې کمزورې ښځې ته په ميراث کې يوه برخه او غښتلي نارينه ته دوه برخې؟ چې دا د عدل او انصاف پر خلاف چار نه دى .

امام صادق ورته وويل : دا ځکه په اسلام کې پر ښځه عسکري نه ده ايښي او هم د مهر نفقه يې پر مېړه او په تېرو کې د قاتل خپلوان،چې بايد “ديه” ورکړي؛ښځه ترې معاف شوې؛نو ځکه برخه يې له نارينه کمه ده. دلته امام صادق د ښځې ځانګړى ميراثي حالت،په مهر،نفقې،له عسکرۍ او ديه معافيت ګڼلى دى .

 

سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، لیکوال مرتضی مطهري

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!