تبلیغات

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ د لوراند او لورین الله په نامه نبوي احادیث مشري او چارواکي ðکوم سړى،چې دا درې ځانګړنې ولري،چارواکي ورته روا ده: (١) داسې پرهېزګاري ولري،چې له ګناه يې وژغوري(٢)صبرناک وي، چې پر خپلې غوسې لاسبر شي (٣) او له خپل چاپېريال سره د لوراند پلار په څېر چلن وکړي[1] . ðد […]

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نبوي احادیث

مشري او چارواکي

ðکوم سړى،چې دا درې ځانګړنې ولري،چارواکي ورته روا ده: (١) داسې پرهېزګاري ولري،چې له ګناه يې وژغوري(٢)صبرناک وي، چې پر خپلې غوسې لاسبر شي (٣) او له خپل چاپېريال سره د لوراند پلار په څېر چلن وکړي[1] .

ðد نیاومن – عادل واکمن يو ساعت لاروي تر اويا کالو عبادته غوره ده[2] .

ðڅوک چې ومري؛خو د خپلې (زمانې) امام يې نه وي پېژندلى؛نو په جاهليت کې به مړ شوى وي[3] .

ðڅوک چې ومري؛ خو مشر پرې مشري ونکړي؛ نو په جاهليت کې به مړ شوى وي[4] .

ðڅوک چې ومري؛خو له مشر سره د بيعت پازوالي ورترغاړې نه وي؛ نو په جاهليت کې مړ شوى[5] .

ðڅوک چې ومري؛خو د مشر د اطاعت پازوالی يې پر غاړه نه وي اخستى؛نو په جاهليت کې به مړ شوى وي[6]

ð حضرت جابر بن سمرة وايي: يوه ورځ رسول اکرم ( ص) وويل : روزګار پاى ته نه رسي؛خو دا چې “دولس خلفا” حکومت وکړي بيا يې څه وويل: زه پرې پوه نشوم. پلار مې وپوښت؛ ويې ویل: دا ټول به له قريشو وي[7]

پرنېکيو امر و له بديو منع

ðامت مې، چې”پر نېکو د امر او له بديو د منع” په باب ناغېړي وکړي؛ نو له خداى سره به يې د جګړې شپېلۍ غږولې وي[8] .

ðډېر ناوړه قومونه هغه دي،چې د نېکيو پر کوونکيو او د بديو پر منع کوونکيو تورونه تپي[9] .

ðد خپل امت يو څوک مې په خوب کې وليد،چې د عذاب پرښتې پرې له هرې لورې راټولې وې بيا يې ورپسې پر نېکيو امر او له بديو منع راغلل او د عذاب له پرښتو يې وژغوره او له پرښتو سره يې ملګری کړ[10] .

ðرسول الله (ص) ته وويل شول: موږ تر هغه پر نېکيو امر نه کوو، څو مو پخپله ټولې نېکۍ پر ځان عملي کړې نه وي او تر هغه له بديو منع نه کوم، څو مو تر ټولو بديو لاس نه وي وينځلى. رسول الله (ص) ورته وويل: داسې مه کوئ، ان که پر ټولو نېکيو مو عمل نه وي کړى؛خو پر نېکيو امر وکړئ او که تر ټولو بديو مو لاس نه وي اخستى؛ خو بيا هم له بديو منع وکړئ[11] .

ðتر ما وروسته چې”زنا” راښکاره شي؛ نو ناڅاپي مړينې به ډېرېږي او چې ډنډۍ وهل ډېر شي؛ نو خداى هغوى په سوکړې او زيان اخته کوي او چې د زکات ورکړه منع شي؛ نو ځمکه د کرنې، مېوو او کانو له پلوه له خپل برکته لاس اخلي او چې د خداى احکام واړول شي: له ظلم او دښمن سره لاسنيوى ډېرېږي او چې ژمنې ماتې شي؛ خدای پرې دښمن لاسبروي او چې زړه سوى له منځه ولاړ شي؛ نو شتمني د بدانو په لاس کې لوېږي؛نو غوره خلک چې دعا ګانې کوي؛نه به قبلېږي[12] .

ðيو سړي پېغمبراکرم وپوښت: په اسلام کې څه غوره دي؟ ورته يې وويل: پر خداى تعالى ايمان. بيا يې وپوښت: تر ده څه غوره دي؟ ورته يې وويل: زړه سوى. ورپسې ويې پوښت: تر زړه سوي څه غوره دي؟ ورته يې وويل: پر نېکيو امر او له بديو منع. سړي بيا وپوښت: خداى پر کومې کړنې غوسه کېږي؟ ورته يې وويل: د خپلوۍ د اړيکو په شلولو. بيا يې وپوښت: تردې ډېر بد څه دي؟ ورته يې وويل: پر بديو امر او له نېکيو منع کول[13] .

ðدا به څرنګه وي،هغه وخت چې ښځې مو فاسدې او ځوانان مو فاسقان شي او (حال دا چې ) پر نېکيو امر او له بديو منع به نه کوئ؟وپوښتل شو: داسې ورځ به راشي؟ آنحضرت ورته وويل: هو او تر دې ډېر بد به څرنګه وي، هغه وخت چې پر بديو امر او له نېکيو منع کوئ؟ وپوښتل شو: رسول الله (ص)! داسې ورځ به هم راشي؟ آنحضرت ورته وويل : هو! او تردې به ډېر بد څرنګه وي ،هغه وخت چې ووينئ (ښه = معرفو)) به (( بد= منکر)) او بد به ښه شوي وي[14] .

امنيت

ðامنيت او روغتيا دوې (داسې ) لورنې دي،چې ناشکري يې کېږي[15] .

ðامنيت او روغتيا ناپېژندل شوي نعمتونه دي[16] .

نهيلى

ðخداى تعالى له هغه بنده په تعجب کې دى،چې د خپل پالونکي پراخه رحمت ويني؛خو له رحمت او بښنې يې نهيلېږي[17].

انتظار

ðپه جومات کې نمانځه ته انتطار اېستل عبادت دى؛ خو دا چې غيبت پکې ونکړي[18] .

ðتر نمانځه وروسته ورپسې نمانځه ته انتظار اېستل،د جنت يوه زېرمه ده[19] .

ðزما د امت ډېر غوره کړه، د خداى له لوري پراخۍ ته سترګې پر لارېدل دي[20] .

ðپراخۍ ته سترګې پر لارېدل غوره عبادت دى[21] .

زغم

ðزغم او تېرېدنه تر غچ اخستنې ډېره خوندوره ده[22] .

پند

ðمړينه غوره پند ورکونه ده.عقل غوره لارښود دى. پرهېزګاري غوره توښه ده.عبادت غوره بوختيا ده. خداى غوره ملګرى دى او قرآن غوره وينا ده[23] .

ðکېڅونو – قبرونو ته ورشئ او اخرت درياد کړئ او مړيو ته غسل ورکړئ؛ ځکه لمبول يې ثواب لري او ښکاره پند دى او پر جنازو نمونځونه وکړئ،چې غمګين مو کړي؛ځکه غمګين د خداى د رحمت تر سيورې لاندې دى[24] .

ðرسول اکرم جبرئيل ته وويل: ما ته نصيحت وکړه. جبرئيل ورته وويل: محمده ! څنګه چې غواړې هماغسې ژوند وکړه ؛خو په پاى کې مرې او څه چې غواړې،خوښ دې وي؛ خو په پاى کې بايد ترې بېل شې او هر کار چې غواړې و يې کړه؛ خو په پاى کې به دې له خداى سره ليده کاته وشي او پوه شه، چې نمونځ د مؤمن شرف دى او عزت يې دادى،چې ځان د خلکو د پت او ابرو له تويولو وژغوري[25] .

فکر

ðاندل ناتکی عبادت دی – فکر کول بېسارى عبادت دى[26] .

ðپه جنازې پسې چې ځې؛ نو په اندنه او له خدايه په وېرې بوخت وسه او پوه شه ،چې ته به هم ورسره يو ځاى شې[27] .

ðپه اندنه دوه رکعته لنډ نمونځ د ټولې شپې تر نمانځه غوره دى[28] .

ðکورونه مو جوماتونه کړئ او زړونه مو مهربان کړئ او ډېر فکر وکړئ او د خداى له وېرې ډېر وژاړئ او په نړۍ کې د مېلمه په څېر وسئ او خداى ډېر ياد کړئ [29].

بنده او بندګي

ðخداى تعالى وايي: کوم بنده، چې غواړم جنت ته يې ورننباسم؛ نو پر بدني کړاوونو يې اخته کوم؛ ځکه دا کار يې د ګناهونو کفاره ده او که نه مرګ يې سختوم، چې ما ته په راتګ کې له ګناه پاک وي (؛نو) بيا يې جنت ته ننباسم[30] .

ðخداى تعالى وايي: کوم بنده چې دوزخ ته ننباسم؛نو بدني روغتيا يې ور پر برخه کوم؛ البته که دا ټولې غوښتنې يې له ما څخه وي او که داسې نه وي (؛نو) هغه د خپلې زمانې د واکمن له ډاره خوندي ساتم (که دا غوښتنې يې له ما وي) او که داسې نه وي؛ نو روزي يې پراخوم (که دا غوښتنې يې له ما وي) او که داسې نه وي (؛نو) مړينه يې اسانوم،چې ما ته راځي،چې هيڅ ښه کار مې پر وړاندې نلري (؛نو) بيا يې دوزخ ته ننباسم[31] .

ðکوم بنده،چې په پټه مؤمنو نارينه وو او ښځو ته دعا وکړي؛نو پرښته وايي: څه دعا يې، چې وکړه، هماغه تا ته هم ده او کوم بنده،چې په پټه مؤمنو نارينه وو او ښځو ته دعا وکړي؛ نو خداى تعالى، چې د پنځون له پيله تر قيامته مؤمنو نارينه وو او ښځو ته څه ورکړي، ده ته يې هم ورکوي[32] .

ðکوم بنده، چې د “کوچني اختر” په شپه شپږ رکعته نمونځ وکړي (؛نو) دا يې د ټولې کورنۍ د شفاعت لاملېږي، که څه جهنم پرې واجب وي[33] .

ðڅوک چې د يوې کورنۍ زړه خوشحاله کړي؛نو خداى له دې خوښۍ يو موجود راپنځوي، چې د قيامت پر ورځ يې مخې ته راځي او هر ځل چې کومه سختي ويني (؛نو) ورته وايي: ته څوک يې؟ پر تا خو دې د خداى رحمت وي، که ټوله دنيا راته واى؛ نو ستا په څېر مې پکې څه نه ليدل، بيا وايي:((زه هماغه ښادي يم، چې په پلاني زړه کې دې اچولې وم .[34]))

ðخداى تعالى وايي: هغه مې غوره بندګان دي،چې د خداى لپاره يو د بل دوستان وي او زړونه يې په جوماتونو پورې تړلي وي او ګهيځ مهال استغفار وايي؛ دوى داسې کسان دي، چې کله وغواړم، ټول ځمکمېشتي مجازات کړم؛نو هغوى رايادوم او سزا نه ورکوم. ابوذره! په جومات کې هره ناسته بې ګټې ده؛ خو له دې درېیو کارونو پرته: د لمونځ کوونکي د قرآن لوستل،د خداى ياد او د پوهې زده کړه[35] .

جنت او دوزخ

ðجنت د مېندو تر پښو لاندې دى[36] .

ð تاسې راسره د شپږوڅيزونو ضمانت وکړئ؛ زه به درته د جنت ضمانت وکړم: ١- تل په خبرو کې رښتيا وايئ. ٢- خپلې کړې ژمنې پوره کړئ.٣- درسپارل شوى امانت بېرته په ښه توګه ورکړئ .٤- عورت مو له حرامو وساتئ.٥- د څه له ليدو،چې منع شوي ياست،سترګې ترې پټې کړئ.٦- او لاسونه مو هغو ځايو ته مه ورغځوئ،چې ترې منع شوي ياست (په ناحقه چاته زيان مه رسوئ او د چا پر مال تېرى مه کوئ او…[37])

ð جنت (ته تلل) له سختيو سره اغږل شوي او همداراز دوزخ ( ته تلل ) له هوسونو سره[38] .

ð جنت د سخيانو کور دى[39] .

ð د مجاهدينو تورې د جنت کونجيانې دي[40] .

ð څوک چې د جنت تلو ته کازمن – لېوال وي (؛نو) د ښو چارو په کولوکې دې بيړه وکړي[41] .

ðچلي، بخيل او پاسلونی – منت اېښووونکى جنت ته نه ځي[42] .

ðپه جهنم کې يو ځاى دى،چې يوازې د”حسين بن علي” او “يحيي بن زکريا” ( عليهم السلام ) وژونکي به پکې پراته وي[43] .

ðجنت په کړاوونو او جهنم په شهوتونو پوښل شوى دى[44] .

ðدنيا پالي، ځانپالي، نسپالي او شهوتپالي څلورځانګړنې دي، چې که امتي مې ترې ځان وژغوري؛نو جنت پرې لازمېږي[45] .

ðجنت (د خداى په لار کې) د تورو تر سيوريو لاندې دى[46].

ðپالونکي چې مې جنت ته بوتلم (؛نو) جبرئيل راته وويل :جنت او دوزخ ته لاربني – لارښوونه وکړه،چې ځان دروښيي. آنحضرت وويل: په جنت کې چې څه نعمتونه وو او همداراز دوزخ او د هغه عذاب مې هم وليد. جنت اته ورونه درلودل او پر هر يو څلور کلمې کښل شوې وې،که څوک پوه شي او عمل پرې وکړي ؛نو تر دنيا او څه چې پکې دي، ورته غوره دي او جهنم اوه ورونه درلودل او په هر يوه درې کلمې کښل شوې وې، که څوک پوه شي او عمل پرې وکړي؛نو تر دنيا او څه چې پکې دي،ورته غوره دي، بيا جبرئيل راوښوول: محمده! پر ورونو چې څه کښل شوي ولوله؛ نو ما ولوستل. پر لومړي ور کښل شوي ول: بې له “الله” بل خداى او معبود نشته،محمد د خداى استازى او علي يې ولي دى. هر څه ته يوه چاره شته او د ژوند چاره په څلورو ځانګړنو کې ده: قناعت، د حق لورنه، د کينې پرېښوول او د نېکانو ملګرتيا. پر دويم ور کښل شوي ول: هر څه ته چاره شته او د آخرت د خوشحالۍ لپاره څلور ځانګړنې دي: پر پلار مړيو د خواخوږۍ لاسونه راکاږل، پر کونډو زړه سوى، د مؤمنانو ستونزاواري ته هڅه او بېوزليو او خوارانو سره ليده کاته. پر درېیم ور يې کښلي ول: هر څه ته يو چاره شته او په نړۍ کې د روغتيا لپاره څلور ځانګړنې دي: لږې خبرې کول، لږ وېدېدل، پر لارې لږ تګ او لږ خوړل . پر څلورم وره يې کښلي وو: څوک چې پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان لري؛نو بايد د خپل مېلمه درناوى وکړي. څوک چې پر خدای او د قیامت پر ورځ ایمان لري، بايد د خپل ګاونډي درناوى وکړي. څوک چې پر خدای او د قیامت پر ورځ ایمان لري، بايد د خپل موروپلار درناوى وکړي او څوک چې پر خدای او د قیامت پر ورځ ایمان لري،بايد يا ښې خبرې وکړي يا چوپ وي. پر پينځم وره يې کښلي ول: څوک چې غواړي ظلم پرې ونشي؛ نو پر نورو دې ظلم نه کوي او څوک چې غواړي ونه کنځل شي؛ نو نورو دې نه کنځي او څوک چې غواړي ځارځپلی – خوار او ذليل نشي؛ نو نور دې نه خواروي او څوک چې غواړي په دنيا او اخرت کې د خداى پر رسۍ منګولې ښخې کړي؛ نو و دې وايي چې : ((یوازې “الله” حق او وړ معبود دی، محمد يې استازی او علي يې ولي دی)) پر شپږم وره يې کښلي ول: که څوک پراخ کېڅ – قبر غواړي؛ نو جوماتونه دې جوړ کړي او که څوک غواړي د ځمکې چينجي يې و نه خوري؛ د جوماتونو مينوال دې وي او د چاچې دا ښه ايسي،چې تنه يې تازه پاتې شي؛نو جوماتونه دې جارو کړي او که څوک غواړي په جنت کې خپل هستوګنځى وويني؛ نو جوماتونه دې فرش کړي. پر اوم وره يې کښلي ول: زړه په څلور ځانګړنو رڼا کېږي: د ناروغ پوښتنه کول، په جنازه کې ګډون کول، د کفن اخستل او د پور ورکړه. پر اتم وره يې کښلي وو: که څوک غواړي په دې وره ننوځي، بايد څلور ځانګړنې ولري : سخاوت،ښه خوى،د صدقې ورکړه او د خداى د بندګانو نه ځورل. د جهنم پر لومړي وره يې کښلي وو: خداى ته هيلمن نېکمرغه شول، له خدايه وېرېدونکي خوندي شول او څوک چې بې له خدايه له بل چا ووېرېدل او د “غيرالله” په هيله پېسمن – مغرور شول (؛نو) پوپنا شول. د جهنم پر دويم وره کښل شوي وو: که څوک غواړي د قيامت پر ورځ لوڅ او بربنډ نه وي؛ نو په نړۍ کې دې بربنډ او لوڅ پټ کړي او که څوک غواړي د قيامت پر ورځ تږى نه وي؛ نو په نړۍ کې دې تږي په اوبو ماړه کړي او که څوک غواړي د قيامت پر ورځ وږى نه وي؛ نو په نړۍ کې دې وږې ګېډې مړې کړي. د جهنم پر درېیم وره کښل شوي وو: پر دروغجنو دې د خداى لعنت وي. پر کنجوسو دې د خداى لعنت وي. پر ظالمانو دې د خدای لعنت وي. د جهنم پر څلورم وره يې کښلي وو: څوک چې اسلام سپک وګڼي؛ نو خداى يې خواروي او څوک چې زما کورنۍ سپکه وګڼي؛ نو خداى يې خواروي او خداى د ظالمانو ملاتړي خواروي. پر پينځم وره يې کښلي وو: په ځاني غوښتنو پسې مه ځئ؛ ځکه له ايمان سره اړخ نه لګوي او څه چې درپورې اړه نلري، خبرې پرې مه کوه، چې د خداى له رحمته به بې برخې کېږي او د ظالمانو مرستندوى کېږه مه. د جهنم پر شپږم وره يې کښلي وو: زه پر مجتهدينو (او هڅاندو) حرام يم. پر صدقه ورکوونکيو حرام يم. پر اوم وره يې کښلي وو: مخکې تر دې،چې حساب درسره وشي، له ځان سره حساب وکړئ. مخکې تر دې، چې ورټل شئ؛ ځان ورټئ. خداى تعالى ته تر ورتلو مخکې، هغه وبلئ؛ ځکه هلته يې بيا بللاى نشئ [47] .

ð د چا په زړه کې چې د بڅري هومره کبر وي (؛نو) جنت ته نشي تلاى[48] .

ð څوک چې پر درېیو څيزونو ګروهن وي، جنت ته ننوځي: الله پاک خپل پالونکى، اسلام خپل دين،محمد (ص) خپل پېغمبر وګڼي او څلورمه ځانګړنه يې د خداى په لار کې جهاد دى، چې د ځمکې او اسمان هومره لويه ده .

ð بنده چې لمونځ کوي او له خدايه جنت نه غواړي او د جهنم له اوره ورته پناه نه وړي،پرښتې وايي: له دوو مهمو څيزونو (؛يعنې) جنت او دوزخ يې غفلت وکړ[49] .

ð درې تنه جنت ته نه ځي: شرابخور او پر کوډو ګروهن او له خپلوانو سره اړيکه پرې کوونکى[50].

ð په جنت کې يو مقام دى،چې يوازې د نیاومن واکمن ،زړه سواندي او زغمناک اولادوال په برخه کېږي[51] .

ð د قرآن حافظان او پوهان د جنتيانو عارفان دي،مجتهدين يې لاربني – لارښوونکي دي او استازي د جنتيانو ښاغلي دي[52] .

ðد چا په زړه کې،چې د ږدن دانې هومره “ايمان” وي؛نو دوزخ ته به ولاړ نشي[53] .

ðد جنت زېرمې دا څلور څيزونه دي: د اړتيا پټول،د صدقې پټول، د ناروغۍ پټول او د کړاو پټول[54] .

ðڅوک چې د شپې د تهجدو لپاره پاڅي؛ نو بې حساب و کتابه جنت ته ننوځي[55] .

ðدرې تنه جنت ته نشي تلاى: (١) شرابخور .(٢) کوډګر.(٣) او سخت زړى ( پر چا نه زړه سوى [56]) .

ðنېکان لومړى جنت ته ننوځي[57] .

ðڅوک چې جنت ته د رسېدو لپاره وژاړي،جنت ته ننوځي او څوک چې د دنيا لپاره وژاړي ؛نو دوزخي کېږي[58] .

ðد اوداسه پر مهال مو سترګې پرانځئ، په دې هيله ،چې د دوزخ اور و نه وينئ[59] .

ðعلي! د مرګ پرښته ،چې له فاجره ساه اخلي؛نو د اور سيخونه ورسره وي، چې له ډېر عذابه يې جهنم هم چغې وهي.علي له ځايه راولاړ شو او ويې پوښتل: رسول الله (ص) ! ايا په امت كې به دې څوك پردې بلا اخته كېږي؟ ورته يې وويل :هو ! ظالم واكمن، د پلار مړي د مال خوړونكى او پر دروغو د شهادت ويونكي (به پرې اخته كېږي[60]).

ðډېرى دوزخيان پېسمن – كبرجن دي . [61]

ðكه څوك غواړي د جهنم له اوره وژغورل شي؛نو چا ته يې،چې پور وركړى،ورته دې مهلت وركړي يا دې بېخي ورته له خپل حقه تېر شي[62] .

ðڅوك چې”سود”وخوري؛نو خداى تعالى يې ګېډه د خوړلي سود هومره له اوره ډكوي[63] .

ð درې تنه جنت ته نه ننوځي: شرابخور، پالي او اړيکه شلوونکى . [64]

ðعلي! پر هغه مهال به څرنګه يې،چې د جهنم پر غاړه به ولاړ يې او د “صراط” پر لوري به ځې او خلكو ته ويل كېږي،چې تېر شئ او ته به جهنم ته وايې،چې دا زما دى او دا ستا دی؟ علي وويل: رسول الله (ص) ! هغه څوك دي؟ حضرت ورته وويل: هغوى ستا پلیوني دي او چې چېرې يې،هغوى درسره دي[65] .

ðڅوك چې،علي وكنځي؛ نو ما ته يې كړي او چا چې زه وكنځلم؛ نو خداى ته به يې كنځلی وي او خداى ته كنځلې كوونكى د دوزخ اور ته ننوځي او ستر عذاب ورته سترګې پر لار دى[66] .

ðټول سوداګر فاجر دي او د فاجرو ځاى جهنم دى؛خو څوك چې يې په حق وپېري او په حق يې وپلوري[67] .

ðد ښه خوى خاوندان واست؛ ځكه جنت د ښه خوى پايله ده او له ناوړه اخلاقو ډډه وكړئ؛ ځكه پايله يې جهنم دى[68] .

ðسخاوت د جنتي ونو يوه ونه ده، چې ښاخونه يې په دنيا كې راځوړند دي؛ نو څوك چې يې پر يوه ښاخ ونښتل؛ نو دا ښاخ يې جنت ته بوځي او بخل په دوزخ كې يوه ونه ده،چې ښاخونه يې په دنيا كې راځوړند دي؛نو چا چې یې په دنيا كې په يوه ښاخ پورې ځان راځوړند كړ؛ نو دا ښاخ يې دوزخ ته بوځي[69] .

خپلسري

ðغيرتمندي د ايمان نښه ده او خپلسري او بې غيرتي د نفاق نښه ده[70] .

ناروغ او پوښتنه يې

ð که کړاى شئ؛نو يوه ورځ ترمنځ يا په هرو څلورو ورځو کې يو ځل د ناروغ پوښتنې ته ورشئ[71] .

ð د بني هاشمو پوښتنه کول لازم او ليده کاته ورسره (نبوي) سنت دي[72] .

ðڅوک چې د ناروغ پوښتنې ته ولاړ شي؛ نو له اسمانه پرې په نامه ورته غږ کېږي: پلانکيه! ښه کار دې وکړ او ښه راغلاست، چې بدله دې جنت دى[73] .

ð څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورشي او څه ساعت ورسره کېنې؛ نو خداى ورته د داسې زرو کالو د عبادت او عمل بدله ورکوي، چې د سترګو د رپ هومره يې پکې له خداى سرغړوى نه وي کړي[74] .

ð څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورشي؛نو په رښتینه کې خداى يې په خپل رحمت کې رانغاړي[75] .

ðبلنه ومنئ،د ناروغ پوښتنې ته ولاړ شئ، ډالۍ ومنئ او پر مسلمېنو تېرى ونکړئ[76] .

ð د ناروغ څلور ځانګړنې :١) قلم ترې پورته کېږي. ٢) خداى پرښتو ته امرکوي: د روغتيا په حال کې چې ورته هره نېکي ليکل کېده ،هماغه ورته وليکئ.٣ ) ناروغي يې د بدن هر غړي ته غځېږي او ګناه يې څنډل کېږي.٤) نو که (د ناروغۍ په حال کې ) ومړ؛ هم بښل شوى او که ژوندی پاتې شو؛نو هم بښل شوى دی[77] .

ðڅوک چې د ناروغ پوښتنې ته ځي (؛نو) خپل کور ته تر راستنېدو پورې د جنت په لار کې قدمونه ږدي [78].

ð د ناروغ پوښتنه وکړه،که څه يو ميل (څه کم دوه کيلومتره)لار وي[79]

ðد ناروغانو پوښتنې ته ورشئ او په جنازو پسې ولاړ شئ،چې آخرت دريادوي[80] .

ðد ناروغ پوښتونکى د جنت په لارو کې قدمونه اخلي[81] .

ðکه په بنيادم کې دا درې څيزونه نه واى؛نو هيڅ څيز ته يې سر نه ټيټاوه : ناروغي،بېوزلي او مړينه. دا درې واړه پکې دي؛ خو بيا هم ګستاخ دى[82] .

ðله هغه مؤمنه په تعجب کې يم،چې د خپلې ناروغۍ په باب اندېښمن دى؛ځکه که پوهېداى،چې د ناروغۍ له امله يې څومره ثوابونه کېږي؛نو ښه به يې ايسېداى،چې له خداى سره د ليده کتو تر وخته ناروغ واى[83]

ðناروغي ګناهونه پاکوي[84] .

ðد ناروغۍ ساعتونه د ګناهونو د بښنې ساعتونه دي[85] .

ðد خپګان او ناروغۍ ساعتونه د ګناهونو کفاره ده[86] .

ðمؤمن تل ناروغ او خپه وي او چې کله روغ شي؛نو کومه ګناه به يې ورترغاړې نه وي[87] .

ðد سترګو د درد په څېر بل درد نشته[88] .

ðوالګى(زکام) د خداى له سرتېرو یو سرتېرى دى، چې د ناروغۍ لوري ته يې ورلېږي ،چې له منځه يې يوسي[89]

ðدرملنه وکړئ؛ځکه چاچې درد رالېږلى؛نو درمل يې هم رالېږلي دي[90] .

ðهېښنده ده، چې د ناروغۍ له امله له خوړو پرهېز(او ډډه) کوي ؛خو د جهنم له ډاره له ګناه ځان نه ساتي[91] .

ð د قرآن سپارښتنه درته کوم؛ځکه چې ګټوره شفا او برکتي دوا ده[92] .

ðد سپېلنو بېخ او لښتې دارو(او د عفونت ضد) دي، په دانو کې يې د دوه اويا ناروغيو شفا ده؛ نو په “سپېلنو” او “کندر” د ځان درمل وکړئ[93].

بدله او اجر

ðڅوک چې وخوري او شکر وکاږي؛نو بدله يې داسې ده؛لکه د الهي بدلې په هيله،چې روژه نيسي[94] .

ðد ښه خوى د خاوند بدله داسې ده؛ لکه روژتي،چې پر عبادت بوخت وي[95] .

ðبېوزلي په خلکو کې د خداى يو امانت دى؛نو چاچې پټه وساتله؛ نو خداى ورته د روژتي د عبادت هومره اجر ورکوي[96] .

ðڅوک چې په سلامتيا او روغتيا کې شکر وکاږي؛ نو خداى ورته د هغه چا بدله ورکوي،چې په کړاوونو کې صبر کوي[97] .

ð اذان او اقامې ترمنځ د مؤذن ثواب د هغه شهيد هومره دى،چې د خداى په لار کې پر خپلو وينو ککړ دى [98].

 تقوى او پرهېزګاري

ðاسلام لوڅ او بربنډ دى او حيا يې جامه ده،مړانه يې ښکلا ده ، صالح کړه يې ځوانمردي ده او ستنه يې پرهېزګاري ده او د هر څه لپاره يو بنسټ وي،چې د اسلام بنسټ زموږ له کورنۍ سره مينه ده[99] .

ðڅوک چې واکمن تر خداى غوره وبولي؛ نو خداى ترې پرهېزګاري لرې کوي[100] .

ðپه دين کې مو غوره څيز پرهېزګاري ده[101].

ðد دين کمال د پرهېزګارۍ په درلودو کې دى[102] .

ðابوذره! د دين بنسټ پرهېزګاري او سر يې اطاعت دى. ابوذره! که غواړې ډېر نمنځچاری – عابد وسې؛ نو پرهېزګار وسه؛ ځکه پرهېزګاري غوره دينپالي ده[103] .

ðيوه پرهېزګاري هم د خداى له حرامو ځان ژغورنې ته نشي رسېداى[104] .

ðپرهېزګاري ډېره ښه توښه ده[105] .

ðامت به مې په پرهېزګارۍ او ښه خوى جنت ته ننوځي[106] .

ðکه څوک غواړي عزتمن وي؛نو له خدايه دې ووېرېږي[107] .

ðاوچته خبره د تقوى کلمه ده[108] .

ðاسلام بر بنډ دى او جامې يې پرهېزګاري ده[109] .

ðفرايض عملي کړه، چې ډېر پرهېزګار وسې او د خداى پر درکړې برخې خوښ وسه، چې ډېر غني وسې. ځان دې د خداى له حرامو وژغوره، چې ډېر پرهېزګار وسې،له ګاونډي سره دې ښه چلن کوه،چې مؤمن وسې او له دوست سره دې ښه ملګرتوب کوه،چې مسلمان وسې[110] .

ðپرهېزګاران ښاغلي دي او فقهاء مشران دي او ورسره ملګرتوب عبادت دى [111] .

ðيوازې پرهېزګاران د علي پر ولايت ټينګ او ثابت پاتې کېږي[112] .

ðڅوک چې له الهي پولو وا نه وړي ؛نو ژوند به يې ځواکمن وي او د خپلو دښمنانو په سيمو کې به په امنيت کې وي[113] .

پاکي

ðهر څه په اوبو پاکېږي؛خو اوبه په هيڅ څيز نه پاکېږي[114] .

ð حضرت “اسما‌ء د عميس لور” رسول اکرم وپوښت: ما د حسن (رض) د زوکړې پر وخت د فاطمې بي بي نه وينه وليده ،نه حيض او نه نفاس؟ آنحضرت ورته وويل: نه پوهېږې، چې فاطمه سپېڅلې ده او د حيض او زوکړې وينه يې نه ليدل کېږي[115] .

ðد قرآن لار پاکه کړئ. رسول اکرم وپوښتل شو: د قرآن لار کومه ده؟ ورته يې وويل : ستاسې خولې. بيا وپوښتل شو: څرنګه؟ ورته يې وويل: په مسواک[116] .

د خداى او پېغمبر ترمنځ يوه پرده

ð (د معراج په شپه) پر براق (يو ډول اس) سپور شوم او داسې پردې ته ورسېدم،چې هاخوا ترې خداى و[117].

ð(د معراج پر شپه) خداى مې د زړه په سترګو وکوت او زما او د هغه ترمنځ يوازې الهي جلال واټن و[118].

ðپېغمبراکرم وويل:(د معراج پر شپه)،چې اووم اسمان ته ورسېدم؛ نو راسره ټولې پرښتې او جبرئيل ودرېدل او پاتې شوې او زه هم د خداى حجاب ته ورورسېدم؛ اويا حجابو ته ورننووتم،چې له يو حجابه تر بل حجابه د عزت، قدرت، بها، کرامت، کبريا، عظمت، نور، ظلمت او وقار نور حجابونه ول‏ څو د جلال حجاب ته ورورسېدم ؛نو‏ خداى ته مې عبادت وکړ او ودرېدم[119].

د خداى او پېغمبراکرم ټاکلى وخت

ðزه له خداى سره يو وخت لرم،چې هيڅ پرښته او پېغمبر،چې خداى يې زړه پر ايمان ازميېلى،دهغه د تحمل قدرت نلري.[120]

پېغمبراکرم ته د خداى ډالۍ

ðداسې ورځ يا شپه ‏نه وه،چې پکې د خداى له اړخه راته ډالۍ نه راتله[121] .

د پوهانو فضيلت

ð پر خلکو د پوهانو فضيلت داسې دى؛لکه زه يې، چې پر تاسې پر ډېر ټيټ لرم. [122]

اسلام

د خداى استازی وايي: (( خداى هغوى عزتمن کړل،چې اسلام يې ومانه؛حال دا چې تر اسلامه مخکې خوار وو او په اسلام يې ډېرې پاړکیز – طبقاتي او توکمېزې دبدبې له منځه يووړې او اسلام وويل :” که سپين دي که تور، عرب وي که عجم، ټول د “آدم” اولاده ده او خداى “آدم” له خاورې پیدا کړى، چې د قيامت پر ورځ به تر ټولو هغه پر خداى ګران وي،چې تر ټولو يې تقوا زياته وي”. [123]))

د پېغمبراکرم مناظره

ðد “برهان” په تفسير کې روايت شوى،چې رسول الله(ص) د کعبې په څنګ کې ناست و، يوه ډله، چې”وليد د مغېره مخزومي زوى”،”ابوبختري د هشام زوى”، “ابوجهل د هشام زوى”،”عاصم د وائل سهمي زوى”،”عبدالله د بني اميه مخزومي زوى” او نور پکې هم ول، له پېغمبراکرمه راتاو شول. رسول الله (ص) خپل يو يار ته د خداى کتاب لوسته او د خداى حکم يې ورته څرګنداوه. هغوى يو بل ته وويل: (( د “محمد” دين ‌ډېر پر مخ روان دى او خبرو يې خورا پلويان پیدا کړي؛ نو راځئ تنګ يې کړو او پر وړاندې يې دلايل راوړو او خبرې يې رد کړو، چې د يارانو په مخ کې مقام يې راټيټ شي او خبرې يې له ارزښته ولوېږي،له خپلې بېلارۍ لاس واخلي او لیپخور – پښېمانه شي او که له دې لارې مو وکړاى شول مخه يې ونيسو؛نو ښه ترښه که نه؛نو په توره به ورسره مبارزه وکړو.)) خبره چې تردې راورسېده؛ابوجهل وويل:(( څوک به دا کار پر غاړه واخلي او له “محمد” سره به خبرې واړوي راواړوي او مات يې کړي .)) “عبدالله بن ابي اميه” وويل : (( دا کار ماته راوسپارئ، چې اصيل او شريف يم او پخې خبرې کوم.))

“ابوجهل” وويل: (( درسره منو يې ،ټول پېغمبر ته ولاړ شئ.)) “عبدالله” خپلې خبرې پيل کړى : (( محمده ! غټې غټې خبرې کوې او وايې،چې د خداى پېغمبر يې؛خو موږ دا وايو،چې د هستۍ له خداى سره نه ښايي ستا په څېر استازى او پېغمبر ولري؛ ځکه ته خو زموږ په څېر عادي بشر يې او پر موږ هیڅ امتياز نلرې، زموږ په څېر خورې،څښې او په بازار او کوڅو کې روان يې. دا د “روم” او “فارس” پاچايان دي ،چې خورا زياتې شتمنۍ لري؛ غټې غټې ماڼۍ لري او ډېر مريان لري؛نو نړۍ پال،چې تر ټولو پاچايانو ستر دى او ټول يې بندګان دي؛ نو ښايي استازى يې له هغوى غوره وي؟؛نو که وغواړي پېغمبر راولېږي؛نو شتمن رالېږي،نه بېوزلی او فقير، چې وايي دا قرآن د خداى له لوري دى؛ نو ولې د دوو سترو ښارونو پر سترو خلکو نازل نشو؟ او ولې په مکه کې پر شتمنو؛ “وليدبن مغېره” او يا په “طايف” کې پر “عروة بن مسعود ثقفي” نازل نشو؟!)) د “عبدالله” خبره، چې تردې ځايه راورسېده؛نو د خداى استازي ورته وويل: (( د خدای بنده ! خبرې دې پاى ته ورسېدې؟)) عبدالله : ((هو! ؛خو دا مې هم واوره،چې پر تا به ايمان را نه وړو؛خو داچې د مکې په سيمه کې چينې راوخوټوې؛ځکه مکه یوه دره ده ، چې هواره يې کړې او پکې چينې راوخوټوې،چې موږ ورته اړين يو او د کجورو او انګورو باغونه ولرې،چې هم ترې په خپله ګټه واخلې او هم ترې نورو ته ګټه ورسوې او هم اسمان ټوټې ټوټې کړې او پر موږ يې راګوذارکړې؛لکه څنګه چې ته په خپله وايي :”که د اسمان ټوټې پرې راکوزې شي؛نو هغوى به وايي،چې يوازې راغونډې شوې وريځې دي” او کېداى شي موږ هم هماغه خبره ورته وکړو. که دا ټول کارونه وکړې؛نو بيا به هم پر تا ايمان را نه وړو؛خو دا چې خداى او پرښتې يې راوړې او زموږ پر وړاندې يې ودروې، چې له نږدې يې ووينو او د سرو زرو کور ولري او موږ ته هم پکې برخه راکړې او موږ غني کړې؛ځکه ته په خپله وايې :”انسان، چې ځان غني وليد؛نو سرغړنه کوي” او يا دا چې اسمان ته والوزې او يوازې اسمان ته د الوتو له امله هم درباندې ايمان نه راوړو؛بلکې د خداى له لوري بايد موږ ته ليک راوړې،چې پکې يې ليکلې وي :” دا ليک د خداى له لوري “عبدالله بن اميه مخزومي” او يارانو ته يې دى، چې پر “محمد بن عبدالله” ايمان راوړئ؛ ځکه هغه زما پېغمبر دى او ويناوې يې رښتينې وګڼئ ؛ځکه خبرې يې زما ويناوې دي “.محمده ! څه مو، چې وويل،که و دې کړل؛ نو بيا هم نه پوهېږم، چې ايمان به درباندې راوړو او که نه او که اسمانو ته مو هم يوسې؛نو کېداى شي ووايو جادو دې راباندې کړى دى.))

رسول الله صلی الله علیه و اله وويل: (( خدايه ! ته د هرې خبرې اورېدونکى يې او له هر څه خبر يې!! بيا يې وويل: ((را به شو ستاسې خبرې ته چې ودې ويل: د “روم” او “فارس” پاچايان خپل استازي له شتمنو او زورورو ټاکي، چې کار يې په خپل ځاى کې سم دى؛ خو کار يې د خداى له کار سره توپير لري او خداى په خپل کار کې ځانګړى تدبیر لري او هغه خو څه ستاسې پر لار روان نه دى او نه به روان شي او هغه، هغسې کوي،چې خوښه يې وي او که د خداى پېغمبرانو ماڼۍ درلودې،چې پکې يې خاني کوله او يا خدمت ته يې مريان درلودل،چې پرې غره ول؛نو پر دې کارونو له خلکو لرې کېدل او دې کار به د نبوت مقام بې ګټې کړى و او د خلکو لارښوونه به سمه نه ترسره کېده ؟! او ستا دا خبره، چې که ته پېغمبر وې؛ نو پرښته به هم درسره وه،چې ستا پر نبوت يې شاهدي ويلې واى،چې ستاسې دا خبره ډېره هېښتیاوړ ده ؛ځکه پرښته په سترګو نه ليدل کېږي او که ويې وينئ؛نو بيا به ووياست،چې دا خو پرښته نه؛ بلکې بشر دى؛ ځکه که پرښته هم ځان دروښيي؛نو د بشر په بڼه يې ښيي،چې وکړاى شئ ، ورسره خبرې وکړئ او پر نبوت مې درته لېینه – شاهدي درکړي؛ نو که داسې وکړي بيا به هم باور نه کوئ او وياست به چې دا پرښته نه ده او بشر دى،چې ستا په ګټه لېینه ورکوي او دا چې پر ما د کوډو تور لګوئ او وايئ،چې پر تا جادو شوى؛نو دا بې بنسټه خبره ده،څنګه راته داسې خبره کوئ، حال دا چې په عقل او پوهه کې تر تاسې غوره او پوخ يم. آيا له هماغه پيله تاسې له ما کومه تېروتنه ليدلې او يا له ما مو دروغ اورېدلي او يا مو له ما داسې کار ليدلى، چې پر عقل سم نه وي؛ نو تاسې خپله ووايئ، چې داسې انسان له داسې کړنو سره ځان بسیا دى او که پر الهي او مانیز واک؟! او يا دا چې وايئ: قرآن ولې د دوو ښارونو پر دوو سترو خلکو نازل نشو او د دې خبرې ځواب مو هم روښانه دى؛ځکه خداى ستریا او انساني کمال په شتمنۍ کې نه ويني؛لکه چې تاسې يې وينئ، هغه د دنيا شتمنۍ ته لږ شانته ارزښت هم نه ورکوي؛لکه څنګه چې تاسې ورته قايل ياست او هغه له چا نه ډارېږي؛ لکه چې تاسې له زورورو ډارېږئ او په درنه سترګه ورته ګورئ او دغه ډول کسان هر ډول مقام ان نبوت ته هم وړ بولئ او دا چې وياست هله به درباندې ايمان راوړو، چې چينې وبهوې؛ نو دا خبره د عقل، اند او سول – منطق پر بنسټ نه ده ؛ځکه داسې معجزې غواړئ،چې د عملي کېدو وړ نه دي او که يوه برخه يې هم ترسره شي؛ نو پر پېغمبرۍ دليل کېداى نشي (؛لکه د باغونو او ويالو درلودل) “محمد رسول الله” تردې غوره دى، چې د خلکو له ناپوهۍ ناوړه ګټه واخلي او په څه چې نبوت تصديقېداى نشي،خپله مشري پرې ثابته کړي او يو لړ داسې معجزې غواړئ،چې که ترسره شي؛ تاسې به په خپله هلاک شئ،حال دا چې پېغمبر خو معجزه د حقيقت د جوتېدو لپاره کوي،نه د خلکو د هلاکېدو لپاره،چې پردې غوښتنه خپل هلاکت غواړئ او خداى هغه نه کوي، چې خپل بنده پرې هلاک کړي او ستاسې يو لړ داسې معجزې او غوښتنې،چې د کېدو وړ نه دي (؛لکه د خداى او پرښتو ليدل او د خداى له لوري د ليک راوړل) لنډه دا چې ستاسې دا ټولې خبرې پلمې دي،چې اوس د ټولو ځوابو ته غوږ شئ.

دا چې ته وايي: ته بايد باغونه ولرې،چې اوبه پکې روانې وي او چينې راوبهوې،چې ستا ددې غوښتنو سرچينه ناپوهي ده؛ځکه ته د معجزو له رازه بې خبره يې او که زه دا هر څه وکړم، چې ته يې وايي؛ نو آيا ستا په ګومان به پېغمبر يم؟ ستا دا غوښتنې هم دې ته ورته دي، چې که ووايې که پاڅېږې او روان شې؛نو درسره به ومنم،چې پېغمبر يې؟ آيا ته او ياران دې په “طایف” کې باغونه نه لرئ؟ او آيا په هغو باغونو کې اوبه روانې نه دي؛ نو آيا د هغو په درلودو پېغمبران شوي ياست،چې زه هم په درلودو يې پېغمبر شم؟ او دا چې ته وايې اسمان ټوټې کړه او راګوذار يې کړه؛نو په دې حال کې به هرو مرو هلاکېږئ. په دې غوښتنو غواړئ،رسول الله(ص) تاسې هلاک کړي؟خو څه چې انګېرئ، هغه ترې خورا لوراند دى، هغه مو نه هلاکوي؛بلکې د خداى له لوري ﻻرښوونې ته مو دﻻيل درښيي؛ خو دې حقيقت ته مو پام وي، چې د پالونکي دﻻيل د خپلو بندګانو په خوښه نه دي، چې هرڅه وغواړي،ترسره يې کړي؛ځکه انسان ښايي په دې اړه خپل خير او شر و نه پېژني او داسې څه وغواړي،چې په خير يې نه وي. عبدالله! تر اوسه دې داسې طبيب ليدلى، چې د ناروغ په خوښه ورته درمل ورکړي او ايا داسې ورمندګر – قاضي دې ليدلى،چې د دعوا د لوري په خوښه له مدعي او شاکي دليل وغواړي؟ او ته چې وايې: موږ ته خداى او پرښتې راوړه،چې پر نبوت دې راته لېینه – شاهدي ورکړي؛نو دا کار هم ځکه نه کېدونکى دى، چې خداى خو څه د انسان په څېر نه دى،چې وليدل شي،روان شي او تاسې يې ووينئ او د سرو زرو د کور درلودل خو څه زما پر نبوت دليل کېداى نشي او آيا تا اورېدلي، چې د “مصر” باچايان د سروزرو کورونه لري؟ عبدالله: هو! رسول الله (ص): آياهغوى د سروزرو د کورونو په درلودو د نبوت د مقام خاوندان شول؟ عبدالله: نه! رسول الله (ص): نو د سروزرو کور درلودل هم نشي کړای “محمد” د نبوت مقام ته ورسوي او ته چې وايې، اسمان ته والوزه او له هغه ځايه راته له خدايه ليک راوړه؛ نو دا کارهم نه کېدونکى دى او دا يوازې پلمه ده؛ ځکه اسمان ته ختل تر راکوزېدو سخت دي؛ نو ته، چې په خپله وايې: اسمان ته پر ختو به درباندې ايمان را نه وړو؛ بلکې له اسمانه، چې راکوز شوې او له ځان سره دې ليک راوړ؛ نو ايمان به راوړو؛ نو اسمان ته پرختو، چې راباندې ايمان رانه وړئ؛نو له اسمانه پر راکوزېدو به راباندې څنګه ايمان راوړئ او بيا ته په وروستيو خبرو کې په خپله هم منښته کوې،چې که دا ټول کارونه وکړې؛نو بيا هم معلومه نه ده، چې ايمان به درباندې راوړو او که نه؛ نو ته دداسې حجت پر وړاندې اينډه او ځېل کوې؛نو ځواب موهماغه دى، چې خداى وايي: ((ورته ووايه، محمده! خداى (له هغه) پاک او سپېڅلى دى (چې تاسې يې فکر کوئ ) او زه هم يوازې يو بشر پېغمبر يم؛ نو راسره نه ښايي چې خداى ته حکم وکړم او په خپله خوښه ترې معجزې وغواړم.[124]))

د تېرو کانې به وکړئ

ð رسول الله (ص) “خيبر” ته د تګ پر مهال،چې د “ذات انواط” نومي ونې ته ورسېد، چې د مشرکانو ونه وه او خپلې وسلې يې پکې راځوړندولې. د پېغمبر يارانو وويل: د خداى استازيه! موږ ته هم يوه “ذات انواط” وټاکه؛ لکه چې مشرکان يې لري. رسول اکرم وويل: سبحان الله ! دا غوښتنه مو د موسى د قوم په څېر ده،چې ويې ويل: موږ ته هم يو داسې خداى وټاکه، چې د ليدو وړ وي؛ لکه هغوى چې خدايان لري بيا پېغمبراکرم وويل: پر خداى قسم،چې له تېرو به لاروي وکړئ[125].

ðد خداى استازي وويل:(( یوازې احسان او نیکي د انسان عمر ډېرولاى شي او یوازې ښيرا او ناوړه کړه الهي تقدیر اړوي او ګناهونه انسان له الهي نعمتونو بې برخې کوي .[126]))

د ايران پاچا ته ليک

ð ((د لوراند او لورين څښتن په نامه. له ((محمدرسول الله)) نه د “ايران” پاچا “خسرو پرويز” ته؛ سلام دې پر هغه وي،چې پر خداى او استازي يې ايمان راوړي او ګواهي ورکړي،چې بې له خدايه بل خداى نه شته او “محمد” بنده يې او خلکو ته استازى يې دى،چې هغوى ،چې ژوندي زړونه لري،له خداى او قيامته ووېروي او پر کافرانو د خداى د عذاب ژمنه پرېکنده کړي؛ نو اسلام راوړه، چې په امن کې شې او که سرغړونه دې وکړه؛ نو د “مجوس” قوم ګناه به دې پر غاړه وي[127]))

“نجاشي” د حبشې پاچا ته ليک

ð ((د لوراند او لورين څښتن په نامه . د ((محمدرسول الله)) له لوري د حبشې ستر پاچا”نجاشي”ته؛ سلام دې پر تا وي؛پر ډاډ ورکوونکي او ساتونکي خداى درود وايم او ګواهي ورکوم “عيسى” د “مريمې” زوى،د خداى روح او کلمه ده،چې پاکلمنې پېغلې مريمې ته يې ورکړ او خداى “عيسى” له خپل روح پيدا کړ؛لکه څرنګه چې “آدم” يې په خپل لاس جوړ کړ. زه تا غني خداى او لاروۍ ته يې رابولم او له تا غواړم زما لاروى شې او پر هغه خداى ايمان راوړې،چې زه يې را لېږلى يم،چې زه پېغمبر يم. د خپل تره زوى؛”جعفر” او يو شمېر مسلمانان مې در لېږلي،چې درشي؛نو و يې منه او ښاڅمني – تکبر مه کوه،چې زه تا او لښکر دې خداى ته رابولم.د خداى له پيغامه مې خبر کړې او نصيحت مې درته وکړ،نصيحت مې ومنه او درود دې پر هغه وي، چې د هدايت لاروى شي[128] .))

په مدينه کې د پېغمبراکرم منشور

ðد لوراند او لورين خداى په نامه. دا تړون دى د “محمدرسول الله” له لوري،له مؤمنانو،قريشو او د يثرب مسلمانانو سره او څوک چې لاروي يې وي او ورسره يو ځاى شي او په جګړه کې ورسره برخه اخلي. دوى له نورو بيل واحد امت دي. مؤمنان بايد په خپلو منځو کې هيڅ بيوزلى ونلري او په ورين تندي له خپلې شتمنۍ مسلمان ته څه ورکړي او پور يا د ويني تاوان يې ورکړي،يا په اندیزه مرسته ستونزاوارۍ ته یې وتلار پيدا کړي. يو مؤمن دې هم، د بل مؤمن له همژمني سره بې د هغه له هوکړې، تړون نه کوي. پرهيزګار مؤمنان دې د هغو پر خلاف يو لاس شي، چې سرغړونه وکړي، پر نا حقه باج غواړي او يا فساد کوي،ان که دا فساد کوونکى مو زوى وي . هېڅ مسلمان دې بل مسلمان د کافر د غچ له امله نه وژني او له کافر سره دې د مسلمان پر خلاف مرسته نه کوي. الهي امان يو دى او له ټولو بېوزله مسلمان کړاى شي،په نوم يې پناه ورکړي او مؤمنان له نورو خلکو بيل،په يو بل پورې تړاو لري.هغه يهود،چې له موږه لاروي کوي، په حقوقو کې مساوي دي او بايد تېرى پرې ونشي او ملاتړ يې وشي.هېڅ مشرک قرشي ته د مال او ځان پناه مه ورکوئ او له مؤمنه يې مه خلاصوئ. هر مسلمان،چې ددې تړون مادې منلې وي او پر خداى او قيامت ايمان لري؛ نو هېڅ قاتل ته به پناه نه ورکوي او مرسته يې نه کوي. د شخړو د حل مرجعيت خداى او استازى يې دى. د جګړې پر مهال يهودان له مسلمانانو سره د جګړې په لګښت کې شريک دي. يهود پر خپل دين او مسلمانان او خپلوان يې پر خپل دين دي او چا، چې تېرى يا ګناه وکړه؛ نو يوازې ځان او کورنۍ به يې هلاکه کړې وي او يهودان دې بې د”محمد” له اجازې نه وځي او د غچ جريمه دې نه پرېږدي. يهودان دې خپل لګښت کوي او مسلمانان دې خپل او له يو بل سره دې د هغو پر ضد مرسته نه کوي، چې له دې تړونوالو سره په جګړه کې وي او ترمنځ دې يې يو بل ته زړه پاک او نيت ښه وي.څوک دې له خپل همژمني سره ناوړه چار نه کوي.د هغه ملاتړي شئ،چې تېرى پرې کېږي او د “يثرب” ښار تړونوالو ته حرام دى.هره شخړه او يا وژنه،چې ددې تړون په همژمنو کې وشي او فساد ترې راولاړېږي؛نو د شخړې د حل مرجعيت خداى او استازى يې “محمد” دى. قرشيانو او هغو ته پناه ورنکړئ، چې ورسره يې مرسته کړې وي. که پر “يثرب” يرغل وشو؛ نو بايد ټول ترې دفاع وکړي. که مسلمانان او يهود سولې ته راوبلل شول؛نو په ورين تندي دې ورسره ومني؛خو نه له هغه سره،چې د خداى له دين سره جګړه کوي. ددې تړون همژمني ظالمان او بدچاري نه دي. څوک چې له مدينې ووت؛په امان کې دى او څوک چې راننوت هم په امان کې دى؛خو هغه چې تېرى و او يا بدچار وکړي[129].

د دين آفت

ðد هر څيز لپاره آفت وي،چې تباه کوي يې او د دين آفت، نالايقه او ناوړه مشران دي[130] .

 د ښېګڼو سرچينه

رسول الله (ص) وايي : پوهه او پراخه سينه د ټولو ښېګڼو سرچينه ده[131].

امانت ساتنه

ðد چا ډېرو لمونځونو،روژې،حج ،زكات،مستحباتو او شپې زمزمو ته مه ګورئ؛بلکې رښتيا ويلو او امانت ساتنې ته يې و ګورئ[132] .

چې نه کار هلته څه کار

ðد يو چا د اسلام له نښو (يوه) داده،څه چې ورپورې اړه نلري، خبرې پکې نه كوي[133] .

مور و پلار

ð د مور و پلار بې احترامي او ترې سرغړوى، عمر لنډوي[134].

ð مور و پلار ته په مينه کتل عبادت دى[135] .

ðپه عبادت کې شمېرل کېږي: عالم ته ليدل،نیاومن واکمن ته ليدل،په مينه مور و پلار ته کتل او هغه ورور ته کتل، چې د خداى لپاره يې ښه ګڼې[136] .

ð له مور و پلار سره نېکي او زړه سوى د قيامت د ورځې حساب اسانوي[137] .

ðدرې سترې ګناوې دا دي: (١) له خداى سره شرک. (٢) له مور و پلار سرغړونه. (٣ ) پر ناحقه لېینه – شاهدي ورکول[138]

ðله مور و پلار سره ښه وکړه،چې جنت ته ولاړ شې او که هغوى عاق کړى يې او جفا کار يې؛نو له اور سره جوړ جاړى وکړه[139] .

ð مور و پلار مو ستاسې جنت اودوزخ دي[140] .

ðد مور و پلار له عاق او نفرته ځان وژغورئ؛ځکه د جنت بوى،چې تر زر کاله واټن وروسته پوزې ته رسي؛نو د مور و پلارعاق شوى،سخت زړى، بوډا زنا کار او هغه ګاونډي ته نه رسي،چې وياړمني او کبرجنې جامې اغوندي؛ ځکه ستريا او ښاڅمني – کبر يوازې له نړۍ پال خداى سره ښايي[141] .

ð حضرت ابن مسعود (رض) وايي: رسول اکرم مې وپوښت: د خداى کوم يو عمل ډېر ښه خوښېږي؟ ويې ویل: په خپل وخت لمونځ. بيا مې وپوښت: تر دې وروسته بيا بل څه عمل؟ ويې ویل: له مور وپلار سره نېکي کول. ومې پوښت: چې بيا څه ؟ و يې ویل : د خداى په لار کې جهاد کول[142] .

ðعلي! مور و پلار ته په مينه، قرآن او کعبې ته کتل عبادت دي[143].

ðدرې ګناهونه د چټک عذاب لامل دي،چې عذاب يې بېخي نه ځنډېږي : عاقول،پر خلکو تېرى او د نېکۍ ناشکري (ښه هېرونه [144]) .

ðګناهونه نعمتونه اړوي.کينه د ليپخورۍ – پښېمانۍ لاملېږي. وژنه خپګان راولي. ظلم پردې څيري. شرابخوري روزي کموي. زنا پوپنا کېدنه او نابودي ګړندۍ کوي. سخت زړي او زړه سوى نه کول، د دعا د منل کېدو مخه نيسي. عاقول عمر لنډوي او لمونح نه کول د خوارۍ لاملېږي[145] .

ðد خداى رضا د مور و پلار په خوښۍ او غوسه يې د هغوى په غوسه کې نغښتل شوې ده[146] .

ðيو سړى رسول اکرم ته راغى او د مور و پلار د نېکۍ په اړه يې وپوښت: حضرت ورته درې وارې وويل: له مور سره دې نېکي وکړه او درې ځل يې وويل: له پلار سره دې هم نېکي وکړه (او له موره يې پيل کړه [147]) .

ðد خداى په لار کې ډېر غوره لګښت پر موروپلار لګول دي[148].

ðله مور و پلار سره ښه کول او زړه سوى د قيامت حساب اسانوي[149] .

ðله خداى سره شرک کول،(د مور و پلار) عاقېدل او دروغ ستر ګناهونه دي[150] .

ðله خلکو سره ښه چلن کول،له کړاو ځپليو سره ملګري،له مور و پلار سره مينه کول او تر لاسلاندې سره احسان کول، هغه ځانګړنې دي، چې که څوک يې ولري؛ نو د قيامت پر ورځ به يې خداى د خپل رحمت تر سيوري لاندې راولي او جنت ته به يې ننباسي[151].

ðيو سړى رسول اکرم ته راغى او و يې پوښت: مړو شويو مور و پلار ته څه خېر ښېګڼه رسي؟ ورته يې وويل: هو! پر هغوى درود ويل (ورته لمونځونه کول) بښنه ورته غوښتل پر ژمنو يې وفا کول، د دوستانو يې عزت کول او زړه سوى[152] .

ðيوسړى رسول اکرم ته راغى او ويې پوښت : تکړه ځوان يم او د خداى په لار کې مې جهاد خوښېږي؛خو مور مې نه پرېږدي. رسول الله (ص) ورته وويل :مور ته دې ولاړ شه. پر هغه قسم، چې زه يې پېغمبر کړى يم، له تا سره دې د مور يو شپه مينه،د خداى په لار کې تر يوه کال جهاد غوره ده[153] .

ð مور و پلار ته په مينه کتل عبادت دى[154] .

ð خداى له خپل مور و پلارسره د نېکۍ کوونکيو عمر زياتوي[155] .

ð څوک چې د خپلې مور تندى ښکل کړي (؛نو) ځان به يې له اوره ژغورلى وي[156] .

ð له مور و پلارسره د ښه چلن او نېکۍ له امله،خداى د انسان عمر زياتوي[157] .

ð د مور و پلار تر مړينې وروسته ورته د بښنې دعا وکړئ،له چا سره يې چې ژمنه کړې وي؛ پوره يې کړئ او د خپلوانو عزت يې وکړئ او حقوق يې ورکړئ[158] .

ð له خداى سره شرک، د موروپلار ځورونه،ناحقه وژنه او د دروغو لېینه – شاهدي ستر ګناهونه دي[159] .

ðخوښ دې هغه وي،چې له موروپلارسره نېکي کوي او خداى يې عمر زياتوي[160] .

ðد پالونکي خوښي د مور و پلار په خوښۍ کې نغښتې ده[161] .

ðله خپلو پلرونو سره نېکي وکړئ، چې اولادونه مو درسره نېکي وکړي[162].

ð پر پلار د اولاد يو حق دا هم دى،چې ښه نوم پرې کېږدي او ښه يې وروزي[163] .

ðد قيامت پر ورځ هغه د نېکانو ښاغلى دى،چې له خپل موروپلار سره تر مړينې وروسته نېکي وکړي[164] .

ðومې ليدل،چې د جنت پر “وره” ليکل شوي وو، چې : ته پر هر بخيل ، رياکار،عاق او چغلګرحرام يې[165].

ðچا چې خپل مور و پلار خپه کړل؛نو سرغړونه يې ترې کړې ده[166] .

ðخداى دې پر هغه موروپلار ورحمېږي، چې خپل اولادونه هڅوي، چې ورسره مرسته وکړي[167] .

ðپر هغه موروپلار دې د خداى لعنت وي،چې خپل اولادونه هڅوي ، چې سرغړونه ترې وکړي[168] .

ðخداى د هغه عمر زياتوي،چې له خپل موروپلار سره نېکي کوي[169] .

ðپه مينه مورو پلار ته کتل عبادت دى[170] .

ð د خداى پوره خوشحالي د مور و پلارپه خوشحالۍ کې او غوسه يې د هغوى په خپګان کې ده[171] .

ðيوسړي رسول اکرم ته وويل: له چا سره نېکي وکړم؟ ورته يې وويل : له خپلې مورسره دې. بيا له چا سره؟ ورته يې وويل: له خپلې مورسره. بيا له چا سره. ورته يې وويل: له خپلې مور سره،(څلورم ځل يې) وپوښتل چې له چا سره نېکي وکړم؟ ورته يې وويل: له خپل پلار سره[172] .

ðرسول اکرم (ص ) له مور سره پر نېکۍ کولو درې ځل سپارښتنه کړې او له پلارسره يو ځل[173] .

ðيو سړي له رسول اکرم (ص) وپوښتل، چې پر اولاد د پلارڅه حق دى ؟ ورته يې وويل: په نامه دې يې نه يادوي. مخکې دې ترې نه ځي او نه دې ترې مخکې کېني او ورته دې د کنځلو لامل نشي [له خلکو سره دې داسې چلن ونکړي،چې پلار يې وکنځي[174]]

ðپر پلار د اولاد درې حقه دي :(١) ښه نوم دې پرې کېږدي. (٢) لوست دې ورته وښيي. (٣) چې بالغ شو؛ نو ښځه دې ورته وکړي[175] .

ðاولاد چې د مور و پلار حقوق پوره نکړي؛ نو ترې عاقېږي، دغسې که هغوى هم د صالح اولاد حقوق پوره نکړي؛ نو له اولاده عاقېږي[176] .

 پوښتنه

ðله خلکو سره دوستي او مينه کول نيم عقل دى. ښه پوښتل نيم علم دى اوپه لګښت کې منځلاري نيم ژوند دى[177]

ðعلم خزانې لري،چې پوښتنه کول يې کونجي ده؛ نو وپوښتئ، چې خداى درباندې ولورېږي؛ځکه په پوښتنه څلور تنه د ثواب خاوندانېږي: پوښتونکى، ښووند اورېدونکى او د دوی مينوال[178].

ð ښه پوښتنه،نيم علم دى[179] .

ð د علم په زده کړه کې د پوښتنې د اهميت په اړه وايي:((که پوښتنه نه واى (؛نو) پوهه له منځه تله.[180]))

طبابت

ðايا داسې دعا دروښيم ،چې جبرائیل راښوولې ده،چې طبيب او درملو ته مو اړتيا پيدا نشي؟ اصحابو وويل: هو رسول الله (ص)! آنحضرت وويل : د باران اوبه راواخلئ او ورباندې ((فاتحة الکتاب= د حمد سورت))،قل اعوذ برب الناس او بيا اويا ځل تسبيح د(سبحان الله) ووايئ او بيا له دې اوبو پرله پسې اوه ورځې هرګهيځ اوماښام وڅښئ[181] .

پستي

ðعلي! له کوز فطرۍ لرې وسه؛ځکه دا کار کفر دى او د کفر پايله دوزخ دى او نېکي، راز ساتنه او ستريا خپله کړه؛ځکه دا درې چارې ګناهونه داسې اوبه کوي؛لکه لمر،چې واوره اوبه کوي. خداى تعالى وايي : زه “الله” يم، چې بې له ما بل خداى او معبود نشته، پر عزت او جلال مې قسم،چې کوز فطرته جنت ته نه ننباسم[182] .

ðمؤمن اسان نيوونى او عزتمن دى او منافق محتاط او کوز فطرته دى.[183]

[1] (الکافي ١\٤٠٧)

[2] (الکافي ٧\١٥٧)

[3] ( الکافي ١\٣٧٧)

[4] ( دامام احمد مسند ٤\ ٩٦)

[5] ( صحيح مسلم ٦\٢٢)

[6] (د امام احمد حنبل مسند٣\ ٤٤٦)

[7] ( صحيح بخاري ٨\١٢٨)

[8] (الکافي ٥\٥٩)

[9] ( مستدرک الوسايل ١١\ ٣٧٠)

[10] (مشکاة الانوار : ٤٨ مخ )

[11] ( ارشادالقلوب ١\١٤ )

[12] (علل الشرايع ٢\٥٦٤)

[13] ( الکافي ٥\٥٨)

[14] (تهذيب الاحکام : ٦\ ١٧٧)

[15] (بحارالانوار ٧٨\١٧٠)

[16] (روضة الواعظين ٢\٤٧٢)

[17] (ارشادالقلوب ١\ ١٠٩)

[18] ( الکافي ٢\٣٥٦)

[19] (تهذيب الاحکام ٢\ ٢٣٧)

[20] (عيون اخبار الرضا ٢\٣٦)

[21] (بحارالانوار: ٥٢\١٢٥٩)

[22] (مستدرک الوسايل : ١١\٢٩٠)

[23] ( مصباح الشريعة : ١١٣مخ)

[24] (مجموعة ورام ١\٢٨٨)

[25] (الخصال ١\٧)

[26] (من يحضره الفقيه ٤\٣٧١)

[27] (پورته منع )

[28] (ثواب الاعمال : ٤٤مخ )

[29] (ارشادالقلوب ١\٩٤)

[30] ( الکافي ٢\٤٤٦)

[31] ( الکافي : ٢\٤٤٦)

[32] ( وسايل ٧\١١٥)

[33] (وسايل ٨\٨٦)

[34] ( وسايل ١٦\٣٥٥ )

[35] (بحارالانوار ٧٤ \ ٨٨)

[36] ( کنز: ٤٥٤٣٩ ح )

[37] (احمد –بيهقي)

[38] ( کنز ٣/ ٣٣٢)

[39] ( کنز ٤/٢٠٨)

[40] ( کنز ٤/٢٩٨ )

[41]  ( کنز ١٥/٨٦٤)

[42] (ترمذي)

[43] (ثواب الاعمال : ٢١٦)

[44] (د نهج البلاغې شرحه ١٠ \ ١٦)

[45] (مستدرک الوسايل ١٢\١١٠)

[46] ( د نهج البلاغې شرحه ٨\٦)

[47] ( بحارلانوار ٨\١٤٥)

[48] (بخاري – مسلم )

[49] (الجعفريات :٤٢ )

[50] ( بحار ٧١ / ٩٠ )

[51] (الخصال ١/ ٩٣ )

[52] (الکافي ٢/ ٦٨٥)

[53] ( وسايل ١٦\٧)

[54] ( الامالي للمفيد: ٨مخ )

[55] ( بيهقي )

[56] ( پورته ١٧ \١٤٨)

[57] ( الکافي٤\٢٨)

[58] ( الجعفريات : ١٩٢)

[59] ( من لايحضره افقيه ۱\ ۵۰ )

[60] ( بحار ۳۹ \ ۱۹۷ )

[61] ( وسايل الشیعة ۱۵\ ۳۷۸)

[62] (وسايل الشیعة ۱۸ \ ۳۶۷)

[63] ( بحار ۷۳\ ۳۶۴)

[64] (وسايل ٢٥/ ٣٠٤ )

[65] ( بحارالانوار ۳۹\ ۱۹۷ )

[66] (بحارانوار ۲۷\ ۲۲۷ )

[67] (من لا يحضره الفقيه۳ \ ۱۹۴)

[68] ( وسايل الشيعة ۱۲\ ۱۵۳)

[69] ( قرب الاسناد: ۵۵مخ )

[70] (السنن الکبرى ،البيهقي ١٠\ ٢٢٦)

[71] (الامالي للطوسي: ٦٣٩)

[72] (بحارالانوار ٩٣/  ٢٣٤)

[73] ( الکافي ٣/ ١٢١ )

[74] (پورته)

[75] ( بحارالانوار ٦٦/ ٣٨٢)

[76] (مستدرک الوسايل ٢/ ٧٤ )

[77] (جامع الاخبار:١٩١ مخ)

[78] ( کنز ٩/٩٥ )

[79] ( بحار ٧٧/٥٢ )

[80] ( مستدرک ١/١١٩ )

[81] (محازات النبويه:١١٣ مخ )

[82] (الخصال ١\١١٣)

[83] ( التوحيد : ٤٠٠ مخ )

[84] ( مستدرک الوسايل ٢\ ٦٥ )

[85] (الجعفريات ٢٤٥)

[86] ( بحارلانوار ٦٤\٢٤٤)

[87] ( بحارالانوار ٦٤\ ٢٤٤)

[88] (وسايل ١٨\٣١٨)

[89] ( الکافي ٨\٣٨٢)

[90] (مستدرک الوسايل ١٦\٤٤٠)

[91] ( مکارم الاخلاق ١٤٧)

[92] (تفسير الامام العسکري : ١٣مخ )

[93]  ( طب الائمه : ٦٧ )

[94] ( الکافي ٢\ ٩٤)

[95] ( الکافي ٢\ ١٠٠)

[96] (الکافي ٢\٢٦٠)

[97] ( الکافي ٢\٩٥)

[98] ( روضة الواعظين ٢\٣١٣)

[99] (الکافي ٢\٤٦)

[100] ( وسايل ١٧\١٨١)

[101] ( وسايل ٢٠ \ ٣٥٧)

[102] (مستدرک الوسايل : ١١\٢٦٨)

[103] ( مستدرک الوسايل ١١\٢٧٠)

[104] (من لايحضرالفقيه ٤\٣٧١)

[105] ( وسايل ١٥\٢٤١)

[106] (مستدرک الوسايل ٨\٤٤١)

[107] (مستدرک الوسايل ١١\ ١٦٧)

[108] (بحارالانوار ٢١\ ٢١٠)

[109] (بحارالانوار ٢٧\٨٢)

[110] (الامالي للمفيد : ٣٥مخ )

[111] ( الامالي للطوسي : ٢٢٥)

[112] (تفسير العياشي ١\ ١٠٠)

[113] (بحارلانوار ٦٧\٢٨٣)

[114] (الکافي ٣\١٠ )

[115] (صحيفة الرضا: ٩٠مخ . ذخاير العقبى : ٤٤مخ . نورالابصار: ١٨١مخ )

[116] ( الدعوات : ١٦١)

[117] (سنن النبي)

[118] (سنن النبي)

[119] (سنن النبي)

[120] (سنن النبي)

[121] (سنن النبي)

[122] (وګورئ: الجامع الصغیر، د منادي له شرح سره ۴۳۲/۴)

[123] (فروغ کافي ۲/ ۲۱)

[124] (د برهان تفسير )

[125] (صحيح ترمذي ٦/ ٢٩ )

[126] (ابن ماجه۱/ ۲۴)،(حاکم؛ مستدرک ۱/ ۹۳ ) او احمد حنبل؛ مسند ۵/ ۲۷۷ او ۲۸۰، ۲۸۲ ) حاکم په مستدرک کې ددې روايت سموالى تاييدوي او ذهبي هم پرې نيوکه نه ده کړې .

[127] ( تاريخ يعقوبي2/77 )

[128] (تاريخ طبري2/294 )

[129] ( سيره ابن هشام :138_134 مخونه)

[130] (نهج الفصاحه ٤٧٨)

[131] ( سفينه البحار : حلم )

[132] ( الاختصاص : ۲۲۹ )

[133] ( مستدرك الوسايل : ۹ \ ۳۴ )

[134] (مستدرک الوسايل: ١٢/ ٣٣٤)

[135] ( الجعفريات : ١٨٧)

[136] ( الامالي للطوسى)

[137] (بحارالانوار ٧١/ ١٢٧)

[138] (بخاري : ٢٦٥٤ حديث )

[139] (الکافي ٢\٣٤٨)

[140] ( ابن ماجه )

[141] (الکافي ٢\٣٤٩)

[142] ( الخصال ١\ ١٦٣)

[143] (وسايل ٦\٢٠٥)

[144] (الامالي للطوسي :١٣مخ )

[145] (مستدرک الوسايل ١٢\ ٣٣٤)

[146] ( مستدرک الوسايل ١٥\ ١٧٤)

[147] ( مشکاة الانوار : ١٥٩)

[148] (مستدرک الوسايل ١٥\٢٠٤)

[149] (تفسيرالعياشي ٢\ ٢٠٨)

[150] ( ارشادالقلوب ١\ ١٨٥)

[151] ( بحارالانوار ٦٦\٣٨٦)

[152] (مستدرک الوسايل ٢\ ١١٤)

[153] ( الکافي ٢\ ١٦٣)

[154] ( تحف العقول : ٤٦)

[155] ( کنز ١٦/٤٦٥)

[156] ( کنز ١٦/٤٦٢ )

[157] ( ابن منيع- ابن عدى )

[158] ( ابن حبان )

[159] ( بخاري )

[160] ( کنز :٤٥٤٨٣ح )

[161] ( کنز ٤٥٥٥١ح )

[162] ( کنز ١٦/٤٦٦)

[163] (بيهقي)

[164] ( سفينة البحار/٢ /٦٨٧)

[165] (جامع الاخبار: ٩٨ مخ )

[166] (بحارالانوار٧٧/٥٨)

[167] (جامع الاخبار: ٩٨ مخ )

[168] (جامع الاخبار: ٩٨ مخ )

[169] (روضة الواعظين: ٣٦٨ مخ )

[170] (تحف العقول : مواعظ النبي)

[171] (جامع الاخبار: ٩٨ مخ )

[172] ( جامع الاخبار ٩٨ مخ )

[173] ( جامع الاخبار:٩٨ مخ )

[174] (اصول کافي ٣ټوک – باب البر باالوالدين ، ٥ او٩ احاديث )

[175] (روضة الواعظين : ٣٦٩ مخ )

[176] (خصال صدوق : باب الاثنين -٦٧ – حديث .)

[177] ( بحارالانوار : \٢٢٤)

[178] (صحيفة الرضا : ٤٢مخ )

[179] ( تحف : مخ ٥٦ )

[180] (المعجم : ٢\ ٣٨٢)

[181] ( بحارالانوار : ٥٩ \٢٦٩)

[182] ( الجعفريات : ١٥١)

[183] ( وسايل : ١٢\ ١٨)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!