تبلیغات

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ د لوراند او لورین الله په نامه نبوي احادیث لیپخوري – پښېماني د قيامت د ورځې ليپخوري ډېره ناوړه ليپخوري ده[1] . لیپخوري توبه ده[2] . ظلم د لیپخورۍ لاملېږي[3] . پناه وړل ðباد مه کنځئ؛ ځکه هغه زېرى ګر، ګواښنګر او بلاربوونکى دى. له خدايه يې ښه والى وغواړئ او […]

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نبوي احادیث

لیپخوري – پښېماني

د قيامت د ورځې ليپخوري ډېره ناوړه ليپخوري ده[1] .

لیپخوري توبه ده[2] .

ظلم د لیپخورۍ لاملېږي[3] .

پناه وړل

ðباد مه کنځئ؛ ځکه هغه زېرى ګر، ګواښنګر او بلاربوونکى دى. له خدايه يې ښه والى وغواړئ او له بديو يې خداى ته پناه يوسئ[4] .

له رټل شوي شيطانه خداى ته پناه يوسئ؛ځکه څوک چې خداى ته پناه يوسي،هغه ورته پناه ورکوي؛نو د شيطان له وسوسو او تورونو خداى ته پناه يوسئ[5] .

له خدايه له ناوړه ګاونډي پناه غواړم؛ځکه د اوسېدانې په ځاى کې مخامخ یاست او رعایت يې په پام کې نیسې؛نو که تا په ښو وويني بد يې راځې او که په بدو کې دې ووينې؛نو خوشحالېږي[6] .

ðخدايه ! له تا له بېوزلۍ او خپرو ورو چارو پناه غواړم[7] .

ðخدايه! له تا له هغې ښځې پناه غواړم،چې تر زړښت مخکې مې زوړ کړي[8] .

ðخدايه ! له تا له دې څلورو څيزونو پناه غواړم : هغه پوهه،چې ګټوره نه وي. هغه زړه، چې عاجز نه وي. هغه نفس،چې نه مړېږي اوهغه دعا چې نه قبلېږي[9] .

جامې

ðڅوک چې ځان ښکلولاى شي؛خو د خداى لپاره د تواضع له مخې، ښکلا ته شا کړي؛ نو خداى به ورته د ستريا جامې واغوندي. ابوذره! پېړې جامې اغونده؛ ځکه چې وياړنه او پیسمنی – کبر درکې لار پيدا نه کړي[10] .

ðجامې چې اغوندم؛نو وايم: د خداى شکر،چې پر داسې جامو يې پټ کړم، چې په خلکو کې د ښکلا لامل دى. پالونکيه! دا جامې مې برکتي کړې، چې پکې ستا رضا او د جوماتونو آبادي ولټوم[11].

ðله دنيا خوراک څښاک او سپکې جامې غوره کړه[12] .

ðڅوک چې وياړمنې جامې اغوندي؛نو خداى يې د جهنم تل ته غورځوي او د “قارون” ملګرى کوى يې؛ځکه قارون لومړى تن و،چې ښاڅمن – مغرور شو او خداى تعالى هغه او کور يې په ځمکه کې ډوب کړ او څوک چې ښاڅمن شي؛ نو د خداى له مطلق ځواک سره به يې په جګړې لاس پورې کړى وي[13] .

ðڅوک چې وياړمنې جامې واغوندي؛نو بېخي کبرجنېږي او د کبرجن سزا هرومرو جهنم دى[14] .

ðڅوک چې په دنيا کې د شهرت جامې واغوندي؛نو خداى په آخرت کې ورته د خوراۍ جامې اغوندي[15] .

ðدوه نارينه او دوه ښځې هيڅ حق نلري، چې بربنډ له يو بل سره راشه درشه ولري او یو ځای وي[16] .

پېغمبران

ðخداى ګرد انبياء(ع) او رسولان په بشپړو عقلونو استولي دي او عقلونه يې د خپلو امتونو تر ټولو عقلونو غوره دي[17] .

ðموږ د انبياوو (ع) ټولي ته لارښوونه شوې،چې له خلکو سره يې د پوهې هومره خبرې اترې وکړو[18].

ðزموږ د انبياوو (ع) د ټولي سترګې بېدېږي؛ خو زړونه مو نه او لکه څرنګه، چې خپله مخه ګورو، دغسې خپله شا هم وينو[19].

ðموږ د انبياوو (ع) ټولي ته؛لکه څنګه چې د فرايضو د ترسره کولو لپاره لارښوونه شوې،دغسې له خلکو سره د ښه چلن لارښوونه هم شوې ده[20] .

تړون،ژمنه

ðڅوک چې امانت ساتى نه وي،ايمان نلري او څوک چې پر ژمنه وفا نه کوي (؛نو) دين نلري[21] .

ðبېشکه چې خداى له هر څاروي او بوټي زموږ د دوستۍ ژمنه اخستې؛ نو چا چې ومنله سپېڅلى شو او چاچې و نه منله ؛نو تريو او تريخ شو[22].

ð ژمنه يو ډول پور دى (چې بايد پوره يې کړئ[23]) .

ðڅوک چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ايمان لري؛نو بايد پر خپلې ژمنې وفا وکړي[24] .

ðد منافق درې نښې دي:(١) په خبرو کې دروغ وايي (٢) پر ژمنه وفا نه کوي (٣) او چې اعتماد پرې کېږي؛نو خيانت کوي[25] .

ðڅوک چې پر خپله ژمنه ولاړ نه وي؛ نو بېخي دين نلري[26] .

ðڅوک چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ايمان لري؛نو خپله ژمنه دې ترسره کړي[27] .

ðژمنه يو ډول پور دى (،چې بايد ور يې کړئ) (؛نو) جنت ته نشي تلاى[28] .

ðکه څوک لمونځ کوي،روژه نيسي او خيال کوي،چې مسلمان دى؛ خو چې درې ځانګړنې ولري؛نو منافق دى: (١) په امانت کې خيانت (٢) په خبرو کې دروغ ( ٣) او پر ژمنه وفا نه کول[29] .

بريا

ðپوه شه،چې بريا له زغم، پراخۍ او سختۍ سره اغږل شوې ده[30] .

ðبريا په پرېکنده هوډ او په لر اندۍ کې نغښتې ده[31] .

ð”بريا” تل له “زغم” سره ده[32] .

سپکاوى

ðپاک خداى وايي: څوک چې زما مؤمن بنده سپک کړي؛ نو په دښمنۍ به یې راسره لاس پورې کړى وي[33] .

ðد معراج پر شپه راسره خداى د پردې تر شا خبرې وکړې ويې ويل: محمده ! څوک چې د خداى ولي سپک کړي؛نو زه به يې جګړې ته رابللى يم او زه هم ورسره جنګېږم[34] .

ðڅوک چې مؤمن خوار او سپک کړي ؛نو خداى به يې سپک کړي[35] .

ðزه، خداى او هر پېغمبر،چې دعا يې قبوله شوې،پر دې څلورو تنو لعنت وايو: څوک چې د خداى پر کتاب څه ورزيات کړي. څوک چې د خداى تقدير دروغ وګڼي. څوک چې د خدای درندو کړيو د سپکولو هڅه کوي او د خداى سپک کړيو د درنولو لپاره هڅه کوي او څه چې خدای زما اهل بیتو ته حرام کړي،هغه ورته حلالوي[36] .

ðڅوک چې مؤمن سپک کړي او يا ورته د بېوزلۍ او تنګلاسۍ له امله ټيټ وګوري؛نو خداى به يې د قيامت پر ورځ د پله له سره دوزخ ته راوغورځوي[37] .

ðد چا په مخکې چې څوک يو مؤمن سپک کړي او هغه يې د ملاتړ وس لري او دا کار ونکړي؛نو خداى به يې د قيامت پر ورځ د ټولو مخلوقاتو په مخ کې خوار کړي[38] .

علي (ک) ته د پېغمبراکرم سپارښتنې

ðعلي! د يقين له آثارو دا دي، چې د چا خوشحالولو ته څښتن له ځانه خپه نکړې او د چا ستاېنه د هغه نعمت لپاره ونکړي،چې څښتن دركړې او څوک هغه څه ته و نه رټې،چې خداى ترې ژغورلى يې؛ځكه روزي نه د حريصانو حرص راماتوي او نه د چا ناخوښي د انسان روزي پر شا تمبوي. خداى په خپل حكمت او درښتن – فضل هوسا او خوشحالي،په يقين او رضا (قضا او قدر) كې اېښې او غم او خپګان يې په شك او نارضايتۍ كې[39] .

ðهېڅ فقر تر ناپوهۍ ناوړه نه دى[40] .

ðهېڅ مال تر عقله ګټور نه دى[41] .

ðهېڅ يوازېتوب تر ځان خوښۍ وېروونكى نه دى[42] .

ðهېڅ مرسته تر سلا مشورې غوره نه ده[43].

ðهېڅ عقل د عاقبت انديشۍ په څېر نه دى[44] .

ðهېڅ حسب او نسب د ورين تندي په څېر نه دى او هېڅ عبادت د اندنې په څېر نه دى[45] .

ðعلي! د وينا آفت دروغ، د پوهې آفت هېره، د عبادت آفت سستي، د سخاوت آفت منت، د مړانې آفت تېرى، د ښكلا آفت ښاڅمني – كبر او ځانخوښي ده او د حسب او نسب آفت وياړ پلورنه يا وياړنه ده[46].

ðعلي ! تل رښتين وسه. هېڅكله له خولې دروغ مه راباسه. هېڅكله خيانت مه کوه، له خداى داسې وېرېږه، چې ګواكې په سترګو يې وينې. مال او ځان له دينه ځار كړه، ځان پر ښو اخلاقو سمبال او له بديو يې وژغوره[47].

ðعلي ! درې ځانګړنې څښتن ته خورا ارزښت لري :

1_ د فرضو ترسره كول: د الهي واجباتو ترسره كوونکي تر ټولو ستر عابدان دي .

2_ګناه نه کول: له ګناه ځان ژغورونکي تر ټولو ستر پرهېزګاران دي.

3 _قناعت: د څښتن پر وركړه قناعت كوونکي تر ټولو بې اړې انسانان دي[48] .

ðعلي!درې اخلاقه ستايل شوي: له هغوى سره تګ راتګ او مړى ژوندى کول،چې درسره يې پرېښې وي. هغه ته ورکړه،چې ته يې بې برخې كړى او هغه څوک بښل،چې تېرى يې درباندې كړى وي[49] .

ðعلي!درې كارونه غوره دي :خلكو ته په خپله انصاف وركول، له ديني ورور سره مساوات او په هر حال كې څښتن يادول .[50]

ðعلي ! درې كسان د څښتن مېلمانه دي: هغه چې د څښتن لپاره د مؤمن كتنې ته ځي. هغه چې تر لمانځه وروسته دعا كوي او د بل لمانځه د راتګ په تمه وي او هغه چې د حج او يا عمرې لپاره كعبې ته راځي؛ نو پر څښتن دي،چې د خپل مېلمه پالنه وكړي او اړتياوې يې ورپوره كړي[51].

ðعلي! د درېیو كارونو اجر هم په دنيا او هم په اخرت كې وركول كېږي: حج؛ بېوزلي له منځه وړي. صدقه بلا پر شا تمبوي او پيوستون يا زړه سوی عمر زياتوي[52] .

ðعلي ! درې ځانګړنې دي،چې که څوك يې ونلري؛ نو يو عمل يې هم نه قبلېږي: تقوا؛ چې له ګناه يې وساتي. پوهه او عقل، چې له خلكو سره پرې جوړجاړى وكړي[53] .

ðعلي! درې كسان د قيامت پر ورځ د څښتن د عرش تر سيوري لاندې دي: څه چې ځان ته خوښوي، بل ته يې هم خوښ كړي. چې د يو كار ترسره كولو ته تر هغه ګام وا نه خلي، څو ورته معلوم شوی نه وي، چې په دې كار كې د څښتن رضا شته كه نه. چې د خلکو هغه نيمګړتياوو ته ګوته و نه نيسي،چې په خپله پکې وي او تل د خپل عيب په سمونې پسې وي او په نورو كې د خبرو رااېستو وخت ونلري[54].

ðعلي! درې څيزه د خير ورونه دي: سخاوت، پسته ژبه او په غم كې زغم[55] .

ðعلي! په تورات كې څلور څيزه له څلورو سره اوږه پر اوږه دي : هغه چې د دنيا حريص وي؛ نو څښتن ته به غوسه وي. چا چې له مصيبته ګيله وكړه؛ نو له څښتنه به يې كړې وي او چاچې د شتمن درناوى د شتمنۍ لپاره وكړ؛ نو په درېیو كې دوه برخې دين به يې له منځه تللى وي او څوك چې له دې امته دوزخ ته ولاړ؛ نو هغه به وي، چې د څښتن پر آيتونو يې ملنډې وهلې وي[56] .

او همداسي څلور څيزه د څلورو څيزونو په څنګ كې راغلي دي:

د واک خاوند له مشورې پرته مستبدېږي؛ نو پښېمانه به شي[57] .

هر عمل مكافات لري : بېوزلي ستر مرګ دى. پوښتنه وشوه :د درهم او دينار لوږه؟ ويې ويل: نه ! د دين فقر[58].

ð علي ! د قيامت پر ورځ بې له درې سترګو ټولې ژړنې دي: هغه چې څښتن ته ويښې وي. په حرامه نه وي پرانستل شوې او د څښتن له وېرې يې ژړلې وي[59] .

ðعلي! هغه څومره بختور دى، چې څښتن يې وويني، چې د داسې ګناه لپاره ژاړي،چې بې له څښتنه ترې هېڅ څوك هم نه وي خبر[60].

ðعلي! درې څيزونه د هلاكت او درې څيزونه د خلاصون لامل دي : هوس، کنجوسي او ځانخوښي، چې لاروي يې وشي او د خلاصون لاملونه: په هوساېنه او غضب کې عدالت. په بېوزلۍ او شتمنۍ کې منځلاري. په پټه او ښكاره له څښتنه داسې وېره؛لکه چې وينې يې[61] .

ðعلي! په درېیو ځايونو كې دروغ ښه دي: د جګړې په ډګر كې، ښځې ته د ژمنې پر مهال او د خلكو د سمونې لپاره[62].

ðعلي! په درېیو ځايونو كې رښتيا ښه نه دي: مېړه ته يې د مېرمن د بدو ويلو پر مهال. چغلي او د هغه چا تكذيب ته چې ښه عمل پر دروغو رانقلوي[63] .

ðعلي! څلور چارې سر نه نيسي: په مړه ګېډه خوراک،په رڼا كې څراغ ، په تروه ځمكه كې كښت او له نا اهل سره احسان[64] .

ðعلي! څلورو كسانو ته تر ټولو مخکې د عمل سزا وركول كېږي: هغه چې د نېكۍ ځواب په بدۍ وركوي. هغه چې ته ورسره بد نه كوې؛ خو تېرى كوي.هغه همژمنى،چې تړون ماتی وي او هغه خپلوان، چې ته ورسره په ورين تندي چلېږې او هغه په تريو تندي [65].

ðعلي! د راستۍ، شكر،حيا او ورين تندي د خاوند اسلام پوره دى[66].

ðعلي! له خلكو لږه تمه درلودل،نقده بې اړي او له خلكو ډېره تمه،ذلت او حاضر فقر دى[67] .

ðعلي ! روژه ، لمونځ او زكات د مؤمن درې نښې دي[68].

ðمخامخ غوړه مالي، تر شا غيبت او په مصيبت كې شماتت،د ځان ښودنې درې نښې دي[69] .

ðتر لاسلانديو سره جبارانه چلن،له پورتني سرغړونه او له ظالمانو سره مرسته،د ظالم درې نښې دي[70] .

ðريا كار درې نښې لري: په ډله كې خوښ، ځان ته ځاى كې سست او په هر كار د ډېرې ستاېنې تمه[71] .

ðمنافق درې نښې لري: په چارو كې د ناغېړۍ تر پولې سستي، ناغېړي د تباهۍ تر پولې او تباهي د ګناه تر پولې[72] .

ðمسافرت عاقل ته غوره نه دى؛خو كه درې موخو ته وي: د معاش لاس راوړو ته، د معاد په چارو كې سمونې ته او حلال خوند ته[73] .

ðعلي ! د نوې مياشت د ليدو پر مهال درې ځل “الله اكبر” ووايه او بيا ووايه: شكر د هغه څښتن چې زه او ته يې پېدا كړو او ستا د وهلو لپاره يې منزلونه وټاكل او نړيوالو ته يې د خپل برمیالۍ – عظمت او واک نښې كړې[74].

ðعلي! ځان چې په هېنداره كې ګورې؛نو درې ځل تكبير ووايه او بيا دا دعا ووايه: خدايه! لكه څنګه چې دې ښكلې څېره راكړې، ښكلى سيرت او خوى هم راكړه[75].

ðعلي! له سخت كار سره،چې مخ شوې؛ نو ووايه: خدايه ! د محمد او آل په پار يې اسان كړې.علي وايي: رسول الله (ص) مې وپوښت: هغه خبرې څه وې،چې پالونکي آدم ته ور و ښودې (بقره-37) و يې ویل: علي! په رښتيا چې څښتن آدم په “هندوستان” او “حوا” په “جده” كې راكوزه كړه او هغه په “اصفهان” كې و او ابليس د “ميسان” په سيمه كې . په جنت كې هم تر “مار” او “تاووس” غوره څه نه وو؛ مار د څاروي په څېر څلور بول و، چې شيطان پکې ورننووت او آدم يې تېر ايست؛ څښتن هم پر “مار” پر قهر شو او پښې يې ترې واخستې ويې ويل:”ستا خواړه مې خاورې كړې او په ګېډه به ګرځې او پر هغه به څښتن و نه رحمېږي،چې پر تا ورحمېږي او “تاووس” ته ددې لپاره پر قهر شو،چې “ابليس” ته يې د هغې ونې لار ښوولې وه؛ نو د”تاووس” پښې او غږ يې خراب كړ. آدم سل كاله په “هند” كې و او تل يې ژړل. څښتن، جبرئيل ورولېږه ويې ويل: آدمه! لوى څښتن درباندې تر سلامونو وروسته وايي: آدمه! مګر په خپلو لاسونو مې جوړ نکړې؟ خپل روح مې در پو نکړ؟ خپلې پرښتې مې درته سجده نکړې؟ آيا حوا مې ستا مېرمنه نکړه؟ آيا ته مې په جنت كې مېشت نکړې؟ آدمه! دا دومره ژړا ګانې د څه دي؟ دا ټكي پر خوله راوله،چې خداى دې وبښي: ووايه چې پاك يې ته، بې له تا بل د عبادت وړ نه دى، بد مې كړي او پر ځان مې تېرى كړى، توبه مې ومنه، چې ډېر توبه منونكى او لورين يې[76] .

ðعلي! كه په خپل سامان كې دې مار وليد؛نو مه يې وژنه،چې درې ځل ورننوځي او كه په څلورم ځل ورننووت؛ نو ويې وژنه،چې كافر دى[77].

ðعلي ! كه د لارې پر سر دې مار وليد ؛نو ويې وژنه؛ ځكه له پېري سره مې تړون كړى،چې د مار په بڼه راښكاره نشي[78].

ðعلي! بدمرغي څلور ځانګړنې لري: پوچې سترګې، دروند زړه، اوږدې هيلې او له دنيا سره مينه[79].

ðعلي! مخامخ چې دې ستاېنه وشوه ؛ نو ووايه: خدايه ! ما تر دې غوره كړې؛لكه څنګه چې دوى زما په باب فكر كوي. هغه ګناهونه مې وبښې،چې دوى ترې خبر نه دي او ما د دوى په خبرو و نه نيسي[80].

ðعلي! د كوروالي پر مهال ووايه: خدايه موږ او اولاد مو له شيطانه وساتې او که څښتن اولاد دركړ؛نو تر پايه به له شيطانه په امان كې وي[81] .

ðعلي! بدن د زيتونو په تيلو غوړوه،چې 40 شپې به له شيطانه خوندي يې.

ðعلي! د مياشتې په سر او نيمايي كې كوروالى مه کوه؛ پخپله ګورې،چې ډېرى په دې شپو کې پر مېرګيو اخته کېږي[82] .

ðعلي! چې څښتن اولاد دركړ؛ نو په ښي غوږ كې يې اذان او په کيڼ غوږ كې يې اقامه ووايه،چې شيطان هېڅكله تاوان ور و نه رسوي[83].

ðعلي! غواړې تر ټولو ناوړه خلك دروښيم؟ ورته مې وويل: هو! را ته يې وويل: څوك چې ګناه نه بښي او د خلكو له تېروتنو نه تېريږي.آيا غواړې تر دوى هم ناوړه دروښيم؟ ورته مې وويل: هو! ويې ويل: هغه چې نه يې خلك له شره خوندي وي او نه يې د خېر په تمه وي[84] .

ðحمام ته لغړ مه ننوځه،چې لعنت پرې ويل شوى او هم يې پر ورکتونکي[85].

ðګوتمه پر كټه او منځنۍ ګوته مه په ګوته كوه،چې د “لوط” د قوم دود دى؛خو کچه ګوته مه بې ګوتې کوه[86].

ðڅښتن خوښېږي،چې بنده يې ووايي: خدايه! ګناوې مې وبښې،چې بې له تا بل بښاند نشته؛ نو د څښتن له لوري خطاب راځي: زما پرښتو! بنده مې پوه شوى،چې بې له ما بل بښاند نشته؛نو ګواه وسىء، چې ګناوې مې وروبښلې[87].

ðګوره چې دروغ ونه وايې؛ځکه دروغ د مختورۍ او رښتيا د مخروڼۍ لامل دي؛رښتيا مبارك او دروغ شوم دي[88] .

ðله غيبت او چغلۍ ځان وساتئ؛غيبت روژه ماتوي او چغلي د کېڅ – قبر د عذاب لامل دى[89] .

ðله اړتيا پرته پر څښتن قسم مه خوره او په رښتيا يا په دروغو د څښتن پر نوم قسم مه خوره؛ځكه څښتن پر هغه نه رحمېږي،چې پر نوم يې قسم خوري[90] .

ðد روزۍ غم مه خوره،د هرې سبا روزي به راورسي[91] .

ðله ځېل تېښته کوه،چې پېل يې ناپوهي او پاى يې ليپخوري – پښېماني ده[92].

ðمسواك وهل مه هېروه،چې د خولې د پاكۍ،د څښتن د رضا او د سترګو د روښانۍ لامل دى[93] .

ðخلال كول د پرښتو مينه راماتوي. هغوى چې تر خوړو وروسته خلال نه کوي؛ نو د خولې بوى يې پرښتې خپه كوي[94] .

ðغوسه مه کوه او چې غوسه شوې؛نو کېنه او له ځان سره سوچ وكړه، سره له دې،چې څښتن پر بندګانو واک لري؛خو ورسره حلم كوي او په تېروتنو يې نه نيسي[95] .

ðهغه چې ځان ته لګوې؛ نو د څښتن لپاره يې ولګوه؛نو له څښتن سره به يې ومومې[96].

ðله كورنۍ،ګاونډيانو او ټولو سره پر ورين تندي چلن كوه،چې د څښتن په نزد لوړو درجو ته ورسې[97] .

ðهغه چې ځان ته يې نه خوښوې؛نورو ته يې هم مه خوښوه.هغه چې ځان ته غواړې؛نورو ته يې هم غواړه، چې نیاومن شئ او پر اسمانوالو او ځمكنيو ګران شئ[98] .

 حكمتونه[99]

په يوه اوږد حديث كې راغلي دي: مشهور راهب “شمعون بن لاوي بن يهودا”(نېکه يې د حضرت عيسى (ع) له حواريونو و )، رسول الله (ص) ته راغى او پوښتنې يې وكړې،چې د ټولو ځواب يې واورېد، ايمان يې راووړ او د رسول الله (ص) رسالت يې تصديق كړ.ددې حديث يوه برخه :

شمعون وويل:عقل څه دى؟ څرنګه دى؟ څه چې ترې راولاړېږي او څه چې ترې نه راولاړېږي؟ او ډولونه يې بيان كړئ ؟

رسول الله (ص) ورته وويل: عقل د ناپوهۍ عقال (زنګونبند) دى،چې د اوښ له زنګونبند سره تشبيه شوى دى. نفس هماغه تر ټولو چټل ځناور دى، كه زنګونبند ور وا نه چول شي؛ نو خپلسرى به شي. څښتن عقل پېدا كړ او حكم يې ورته وكړ: راشه. راغى. بيا يې ورته حكم وكړ: ولاړ شه او عقل ولاړ.څښتن وويل: پر عزت او جلال مې قسم،چې تر تا مې مطيع او ستر مخلوق پېدا كړى نه دى. بيا له عقله، حلم راولاړ شو،(ورپسې) له حلمه، علم او له علمه وده، له ودې عفاف(عفت نفس)،له عفافه،ځان ژغورنه او له ځان ژغورنې، حيا، له حيا وقار او له وقاره پر خېر ټينګار او له شره كركه او د ورماند – ناصح لاروي را ولاړ شوي. دا لس عنوانه (چې له عقله راولاړ شوي) له هر يوه لس نور هم راولاړېږي .

د حلم آثار او څانګې

1- ښايسته چلن 2_له نېکانو سره ناسته 3_ له پستۍ سرغړونه4_ ذلت ته غاړه نه اېښوول 5_له نېكۍ سره مينه 6_لوړو درجو ته ورنږدېدل 7_ګذشت يا تېرېدنه 8_ ګوزاره 9_احسان 10_ چوپتيا .

دا هغه ځانګړنې دي ،چې عاقل يې د حلم له لارې لاس ته راوړي .

د علم څانګې

1_په نېستۍ كې بسياېنه2_په بخل كې بښنه (كېداى شي انسان طبعاً بخيل وي؛خو د علم له مخې سخاوت وكړي) 3_ په خوارۍ كې پرتم(د علم وقار به ورسره وي،سره له دې د خلكو سترګه به ترې نه سوځي) 4_ په ناروغۍ كې روغتيا 5_ په لرې كې نږدې 6_ په سماجت كې حيا 7_ په ټيټوالي كې رفعت يا لوړوالى 8_ په ټيټال كې شرف 9- حكمت 10_ ګټه او مقام .

دا هغه ګټې دي،چې عاقل يې د علم له لارې لاس ته راوړي او څومره بختور دى هغه ،چې هوښيار وي او هم پوه.

د ودې څانګې

1_زغم 2_ هدايت يا لارښوونه3_ نېك چلن 4_ تقوا 5_ منال 6_ تعادل 7_ منځلاري 8- ثواب 9_ كرم 10_ د څښتن د دين پېژندل .

دا هغه ګټې دي ،چې د ودې له لارې د عاقل لاس ته راځي او څومره بختور دى هغه ،چې له روښانې لارې لاس نه اخلي .

د عفاف څانګې

1_څه چې لري،ورباندې راضي وي 2_ ځان وړوكى ګڼل 3_ ګټه 4_ هوساېنه5_ تر لاسلاندې سره زړه سوی6- ځان ټيټ شمېرل 7_ يادونه 8_ فكر 9_ بښنه 10_ سخاوت .

د مړه خواينې يا ځان ساتنې څانګې

1_ صلاح 2 _ تواضع 3_ تقوا 4_توبه 5_فهم 6_ ادب 7_ احسان 8_مينه ناكېدل 9-خېر رسول 10_ له شره ځان ساتل .

د حيا څانګې

1_نرمي 2_لورنې 3 او 4_ په پټه او ښكاره دواړو كې څښتن ته پام 5_ روغتيا 6_ له شره ګوښه كېدل 7_روڼ مخي يا د ورين تندي درلودل 8_ پراخ لاسي 9_ برى 10_ نېکنومي يا د ښه نوم درلودل .

د وقار څانګې

1-پېرزوېنه 2_ لرليد يا د پراخ فکر درلودل3_ امانت ساتنه 4_ خيانت نه کول5_ رښتيا ويل 6_ پاكلمني 7_د مال اصلاح 8- له دښمن سره مقابلې ته چمتوالى 9_ له بديو منع 10_ د بې عقله كارونو پرېښوول .

پر خير د ټينګار څانګې

1_ د بدو چارو پرېښوول 2_ له حماقته لرېوالى3_له ګناه لاس اخستل 4_ يقين 5_ له خلاصون سره علاقه6_ د رحمان څښتن لاروي 7_ د دليل او برهان درناوى8_ له شيطانه لرېوالى 9_د عدل منل 10_ حق ويل .

له شره د كركې څانګې

1_وقار 2_صبر 3_ په كړنلار كې زغم 4_ د هدايت يا لارښوونې دوام 5_ پر څښتن ايمان 6_ د خلكو درناوى 7_ اخلاص 8_ د بې ځايه چارو پرېښوول 9_نصرت 10_پر ګټورو چارو لاس پورې كول .

د ناصحانو د لاروۍ څانګې

1_ د عقل ډېروالى 2_د عقل تكامل يا بشپړتيا 3_ ښه پاى 4_ له ملامتيا خلاصون 5_ منل 6_دوستي 7-ورين تندى 8_په چارو كې مخكښي 9_انصاف 10_ د څښتنه د لاروۍ ځواک .

د ناپوهه نښې

شمعون وويل : د ناپوهه نښې هم راته ووايئ .

رسول الله (ص) ورته وويل : که ورسره ملګرى شى؛نو و به دې كړوي. كه ترې ځان راټول كړې؛و به دې كنځي. كه څه درسره وکړي؛نو د كړنو منت به درباندې كوي او كه څه وركړې؛نو نامننه كوي. كه راز ورته ووايې؛رابرسېروي يې او كه راز درته ووايي؛نو پر رابرسېرنې به دې تورن كړي. كه كوم ځاى ته ورسي؛نو ځان ترې وركېږي.كه بينوا شي؛ نو د څښتن له نعمتونو نټه كوي او د ګناه پروا نکوي. په ښادۍ كې پړي شلوي، په غم كې نهيلېږي. خندا يې پر کټ کټ وي او ژړا يې پر سورو. پر نېكانو ملنډې وهي.څښتن پرې ګران نه وي او په پام كې يې نه نيسي،له څښتنه حيا نه کوي او نه يې رايادوي. كه ويې ستايې؛نو درنه خوشحاله وي او له دروغو به درته فضايل جوړ كړي. كه خپه دې كړ؛نو ټولې نېكۍ به دې ورسره په سيند لاهو وي او څه چې يې پر خوله راځي، درته يې وايي .

د اسلام نښې

وويې ويل : د اسلام نښې را ته ووايئ .

رسول اکرم وويل : ايمان،علم او عمل.

ويې پو ښت : د ايمان ،علم او عمل نښې راته ووايه .

د ايمان نښې

رسول الله (ص) وويل: ايمان څلور نښې لري: د څښتن پر يووالي منښته. پر څښتن، كتابونو او پېغمبرانو يې د زړه له كومې ګروهه.

 د علم نښې

علم څلور نښې لري: پر څښتن علم ، پر دوستان علم ،پر الهي واجباتو علم او ورته پام او څرنګه ،چې پكار وي، هماغسې تر سره شي .

عمل دادى : لمونځ ،روژه ،زكات او اخلاص .

ويې پوښت: رښتين، مؤمن، د پراخې سينې خاوند، توبه ګار، شكر اېستونكي، خاشع، صالح، ناصح، باوري، خلص، زاهد، نېک، پرهېزګار، د متكلف،ظالم،رياكار،منافق،حسود،اسراف كوونكي، غافل ،خاين ،تمبل ، دروغجن او فاسق نښې څه دي ؟

د رښتين نښې

رسول الله (ص) وويل: رښتين څلور نښې لري: خبره يې له واقعيت سره سمون خوري. د څښتن زيرى او ژمنه تصديقوي. پر ژمنه ولاړ وي او تړون نه ماتوي .

د مؤمن نښې

د مؤمن نښې: لورنه،فهم او حيا.

د پراخې سينې خاوند نښې

د پراخې سينې خاوند څلور نښې دي: په سختيو كې زغم، د نېكو چارو هوډ، خاکساري او صبر .

د توبه ګار نښې

توبه ګار څلور نښې لري: يوازې څښتن ته كار كوي. باطل ته شا اړول. له حقه لاس نه اخستل او د خير په چارو كې بيړه او حرص.

د شكر كوونكي نښې

شكر كوونكى څلور نښې لري: په نعمت كې شكر، په غم كې صبر، پر قسمت قناعت او بې له څښتنه د بل ستاېنه نه کوي.

د خاشع نښـې

خاشع څلور نښې لري: په پټه او ښكاره دواړو كې څښتن ته پام، نېك كارونه کوي او له څښتن سره د زړه خبرې كول .

د صالح نښې

صالح هم څلور نښې لري: پاك زړه، د عمل سمونه، سم كسب او خپل ټول كارونه اصلاح ساتي .

د ورماند – ناصح نښې

ورماند څلور نښې لري: ورمندون – قضاوت يې پر حقه وي او مخكې له دې،چې حق ترې وغوښتل شي،حق حقدار ته وركوي. څه چې ځان ته غواړي، نورو ته يې هم غواړي او پر هېچا تېرى نه کوي .

د يقين لرونکي نښې

يقين لرونکي شپږ نښې لري: د څښتن پر وجود يقين وكړي او پرې ايمان راوړي. يقين ولري،چې مرګ حق دى او ترې ووېرېږي. يقين ولري،چې قيامت حق دى او د هغه ورځ له رسوايۍ وډار شي. يقين ولري، چې جنت حق دى او ورته پر تمه وي. يقين ولري،چې دوزخ حق دى او ترې د خلاصون لپاره څرګند كارونه وكړي او يقين ولري، چې حساب حق دى او له ځان سره حساب وكړي .

د مخلص نښې

مخلص څلور نښې لري: زړه يې روغ رمټ وي (د شرك،كف، كينې او….له ناپاكيو پاك وي) غړي يې روغ وي (بې ازاره وي او ګناه يې پرېښې وي ) خير رسول او شر نه رسول.

د زاهد نښې

زاهد لس نښې لري: حرام يې ښه نه ايسي. له شهوته ځان ساتي. واجبات ترسره كوي.كه مريى وي؛نو لاروي كوي او كه بادار وي؛ نو ظالم نه وي. په زړه كې يې كينه نه وي. چا چې ورسره بدي كړي وي،دى ورسره ښه كوي. چا ته يې چې تاوان رسولى وي، ګټه ور رسوي او له ظالمه تېر شي او څښتن ته تواضع وكړي .

د نېک انسان نښې

نېك انسان لس نښې لري:دوستي، دښمني، بېلتون، خوشحالي، عمل، رغبت، وېره، پاكي، اخلاص او حيا يې د څښتن لپاره وي .

د تقوا لرونکي نښې

ساهو او تقوا لرونكى شپږ نښې لري: له څښتنه ووېرېږي. د څښتن له نيوكې ووېرېږي. شپه و ورځ داسې سبا كوي؛ لکه څښتن پر سترګو ويني. دنيا ورته ارزښت ونلري او د ورين تندي له امله د دنيا څه هم ورته ستر نه وي.

د متکلف نښې

متكلف څلور نښې لري: په خوشې او بې ګټو خبرو خوله خوځوي. له خپل ځانه له پورته سره په شخړه كې وي. د هغه څه تمه لري،چې هېڅكله به نه وررسي او خپل وخت پر هغه څيزونو تېروي،چې ورته ګټه نلري.

د ظالم نښې

ظالم څلور نښې لري: پر مافوق د ناحکمۍ له لارې ظلم كوي. تر لاسلاندې ځوروي .د حق دښمن دى او پر ښكاره تېرې كوي .

د رياکار نښې

رياكار څلور نښې لري: د خلكو په مخ كې په الهي كار كې بيړه او په خلوت كې لټي. په ټولو چارو كې تمه لري،چې خلك يې وستايي او ټولې چارې يې نامه ګټنې ته وي.

د منافق نښې

منافق څلور نښې لري: باطن يې فاجر، ژبه يې له زړه، وينا يې له كړو او باطن يې له ظاهر سره سمون نه خوري.

د کينه کښ نښې

کينه کښ(حسود) څلور نښې لري: د هغه چا غيبت كوي، چې دى ورسره حسد كوي.غوړه مالي، په مصيبت كې شماتت (څلورم كېداى شي د راوي له قلمه غورځېدلاى وي)

د اسراف کوونکي نښې

اسراف كوونكى څلور نښې لري: پر باطل وياړنه، د هغه څه خوړل،چې په لاس كې يې نه وي. د خېر له چارو سره مينه نلري او پر هغو چارو نيوكې كوي،چې ګټه يې پکې نه وي.

د غافل نښې

غافل څلور نښې لري: پر زړو ړوند، سرګرمي يا بوختياوې ،هېرول او تېروتنه.

د لټ نښې

لټ څلور نښې لري: د لټۍ تر پولې په كار كې سستي. د تباهۍ او د كار د خرابېدو تر پولې لټي، د ګناه تر پولې تباهي او ملالت.

د دروغجن نښې

دروغجن څلور نښې لري: په خپله رښتيا نه وايي. نور هم رښتين نه بولي. چغلي كوي او تور لګوي .

د فاسق نښې

فاسق څلور نښې لري: سرګرمي يا بوختياوې،لغو،دښمني او بهتان (تول لګونه).

د خاين نښې

خاين څلور نښې لري: د څښتن سرغړونه، د ګاونډي ځورول، له خپلوانو سره كينه او له سرغړونې سره مينه .

شمعون وويل : شفا دې راكړه او له ړندېدو دې وژغورلم اوس راته لارښوونه وکړه.

رسول الله (ص) ورته وويل: شمعونه! ته په پيريانو او انسانانو كې دښمنان لرې، چې در پسې دي او درسره په جګړه كې دي،چې دين درنه پټ كړي. د “انس” له ډلې دښمنان هغه دي، چې په اخرت كې درته ګټه نلري، د څښتن له ثواب سره علاقه نلري او ټوله هڅه يې دا وې ،چې پر خلكو نيوكې وكړي او هېڅكله ځان نه ملامتوي. په پېريانوكې دى دښمنان شيطان او لښكرې يې دي. كه د اولاد د مړينې پر مهال د صبر غلا كولو ته درپسې راغى؛ نو ورته وايه: البته ژوندي مرګ ته ژوندي دي، زما د وجود ټوټه جنت ته ځي او زه پر دې كار خوښ يم. او كه درته يې وويل : مال دې له لاسه ولاړ؛نو ورته ووايه: د هغه څښتن شكر،چې را يې كړ او وا يې خست او زكات يې يووړ او نور د زكات پوروړې نه يم. كه درته يې وويل: خلك پر تا تېرې كوي او ته ورته هېڅ هم نه وايې؛نو ورته ووايه: د قيامت پر ورځ به ورسره ګورم. كه درته ووايي: نېكۍ دې څومره زياتې دي، چې تا ځان ليدى كړي؛ نو ورته ووايه: بدۍ مې تر نېكيو ډېرې دي. كه درته يې وويل: ولې مال دې خلكو ته وركوې؟ ورته ووايه: هغه چې له خلكو اخلم، ډېر دی. كه درته يې وويل: څومره ډېر لمونځ كوې. ورته ووايه: تر لمانځه مې غفلتونه ډېر دي. كه درته يې وويل: خلك درباندې څومره تېرى كوي؟ ورته ووايه: هغوى ډېر زيات دي، چې ما پرې ظلمونه کړي. كه درته ووايي: څومره د عمل خاوند يې؟ ورته ووايه: ډېرې ګناوې مې كړې دي.

شمعونه ! له نېکانو سره ناسته پاسته كوه او د يعقوب، يوسف او داوود په څېر د پېغمبرانو لاروي كوه. څښتن، چې لاندېنی پوړ پېدا كړ؛ نو پر ځان ونازېد او ويې ويل: څه كړاى شي پر ما لاسبر شي؟ څښتن ځمكه پېدا كړه او بيا يې هواره كړه،چې ارامه شوه بيا ځمكې وياړ وكړ او ويې ويل : څه به پر ما لاسبر شي؟ څښتن غرونه پېدا كړل او د ميخونو په څېر يې د ځمكې پر ملا ور وټومبل، چې ميشته يې وخو زاول. ځمكه رام شوه او ارامه. بيا غرونو پر ځمكه ځان پورته وګاڼه او غره وويل: څوك به پر ما لاسبرى شي؟ خداى اوسپنه پېدا كړه او غرونه يې څېرې كړل. اوسپنې پر غرونو كبر وكړ او ويې ويل: څوك به پر ما لاسبرى شي؟ څښتن اور پېدا كړ، چې اوسپنه يې ويلې كړه او اوبه يې كړه. اور غره شو او هغه هم وويل: پر ما به څوك لاسبرى شي؟ څښتن اوبه پېدا كړې او اور يې پرې مړ كړ. اوبه غره شوې او ويې ويل :څوك به پر ما لاسبرى شي؟ څښتن باد پېدا كړ او د اوبو څپې يې په حركت كړې. باد غره شو او ويې ويل : څوك به پر ما لاسبرى شي؟ څښتن انسان پېدا كړ او انسان هم هغسې ځايونه جوړ كړل، چې نه پرې باد اغېز لري او نه نور څه. باد رام شو؛ خو انسان سرغړونه پيل كړه او ويې ويل: له ما بل ځواکمن څوك دى؟ څښتن مرګ پېدا كړ او انسان يې پرې رام كړ. مرګ ځان ته غره شو. د څښتن له اړخه خطاب راغى: پر ځان مه نازېږه، چې په دوزخيانو او جنتيانو كې به در نه سر پرې كړم او نور به دې ژوندى پرېنږدم.

بيا رسول الله (ص) وويل: حلم پر غضب لاسبرېږي، مينه پر كينه او صدقه پر ګناه.

د يمن د والي کولو پر مهال

حضرت معاذ بن جبل ته د رسول الله (ص) سپارښتنې[100]

ðمعاذه ! د هغه سيمې خلكو ته قرآن وښيه، پر ښاېسته او نېكو اخلاقو يې وروزه. نېك او بد هر يو په خپل ځاى كې وټاكه (ښو او بدو ته په يوه سترګه مه ګوره). د څښتن حكم پرې پلى كړه. د څښتن په كار او مال كې له هېچا مه وېرېږه؛ ځكه نه ولايت ستا دى او نه مال (چې هغه په خپله خوښه مصرف كړې)امانتونه يې بېرته وركړه،كه لږ وي او كه ډېر. د مدارا او ګذشت كړنلار له لاسه مه وركوه؛خو د چا حق و نه لتاړې او هغه ناپوهه دى،چې وايي : د څښتن له حقه تېر شوم. كه په كوم كار كې له نيوكې وېره وي؛ نو مخكې له مخكې د هغه كار مصلحت او حكمت خلكو ته بيان كړه. چې بې ځايه نيوكې درباندې نه کوي. د جاهليت ټول دودونه له منځه يوسه، بې له هغوى چې اسلام تاييد كړي وي. اسلام ټكى ټكى خلكو ته وښيه. خپل ځان ډېر پر لمانځه بوخت كړه،چې د دين د آرونو تر منلو وروسته تر ټولو غوره ركن دى. خلكو ته د څښتن او اخرت يادونه وكړه،د وعظ او ورم لاروي كوه، چې د څښتن خوښو كارونو ته لا پسې نور هم غړیالى شى. د اسلامي ښوونو خپرولو ته هرې لورې ته ښووند ولېږه. د هغه څښتن عبادت وكړه،چې ورستنېدل دې يې پر لور دي او د څښتن په كار كې د هېچا له رټنې مه وېرېږه. تا ته له څښتن د وېرې، رښتيا ويلو، پر ژمنه او تړون درېدنه، امانت ساتنه، خيانت نه كول، پسته ژبه، سلام كول، د ګاونډي خيال ساتل، پر پلار مړيو زړه سوی، نېک عمل، د هيلو لنډوالی، له اخرت سره مينه، له حسابه وېره، د ايمان لاروي، په قرآن كې تدبر، پر غوسه سړې اوبه اړول او د تواضع سپارښتنې كوم. ګوره ،چې كوم مسلمان و نه كنځې او د ګناهكار لاروي ونکړې. د نیاومن امام سرغړونه ونکړې. رښتين مه تكذيبوه. دروغجن مه دروغجنوه او په هر ځاى كې چې يې،څښتن مه هېروه. د هرې پټې او ښكاره ګناه په خاطر توبه وباسه معاذه! كه داسې نه واى،چې كاته مو د قيامت له ورځې مخكې واى؛ نو خپل وصيت به مې درته لنډ كړى واى؛ خو داسې وينم،چې نور به يو بل ونه وينو. معاذه! ځان پوه كړه، چې په تاسې كې به تر ټولو هغه پر ما ګران وي، چې څنګه چې رانه بېل شوى وي، راسره وويني[101].

د رسول الله (ص) غوره ويناوې[102]

ðهر څه پت لري او د غونډې پت مخ پر قبل ناسته ده.

ðڅوك چې غواړي تر ټولو پر څښتن ګران وي؛نو له څښتن دې ووېرېږي .

ðڅوك كه غواړي په خلكو كې تر ټولو پياوړى وي؛نو پر خداى دې توكل كوي .

ðڅوك چې غواړي تر ټولو مړه خوا ووسي؛ نو څه چې د څښتن په لاس كې دي،د خپلو لاسونو په پرتله دې پرې ډېر اعتماد وکړي .

ðبيا رسول الله (ص) وويل: آيا غواړئ تر ټولو بد خلك در وښيم؟

ورته وويل شول: هو را و يې ښيه !

هغوى،چې له خلكو بېل اوسي، له خلكو سره مرسته نکوي او خپل مريى په كوړو (دورو) وهي.

رسول الله (ص) وويل : تر دوى نه بد هم در وښيم ؟

ورته وويل شول : هو را و يې ښيه !

هغوى،چې د نورو له تېروتنو نه تېريږي او د خلكو عذر نه مني.

رسول الله (ص) وويل: تر دوى دوى بد هم در وښيم ؟

ورته وويل شول : هو را و يې ښيه .

هغه چې نه يې خلك خير ته په تمه وي او نه يې له شره په امان كې وي .

رسول الله (ص) وويل : تر دوى بد هم در وښيم ؟

ورته وويل شول : هو را و يې ښيه .

هغه چې له خلكو سره دښمن وي او خلك له هغه سره دښمن.

ðحضرت عيسى (ع) د بني اسرايلو په يوه غونډه كې د يوې وينا په ترڅ كې وويل: د يعقوب پرګې!حكميانه خبرې بې عقلو ته مه كوئ، چې پر خبره ظلم دى؛ خو كه حكميانه خبره مو يې اهل ته ونکړې؛نو پرهغوى مو ظلم كړى دى .

ðخلكو! تاسې د نېكمرغۍ پر لار يو لړ نښې لرئ؛ورته پام وكړي،تاسې يو نهايي موخه لرئ ،ورته ځان ورورسوئ .

ðمؤمن تل دوې وېرې لري: له تېر شوي وخته وېره، چې خداى به په هغې كې څه كوي او له ګاندې – راتلونكي ويره ،چې الهي قضا او قدر به پکې څرنګه وي؛نو بنده بايد له خپل وجوده خپل ځان ته، له دنيا څخه د اخرت لپاره،له ځوانۍ څخه بوډاتوب ته او له ژونده د مرګ لپاره ګته واخلي. قسم پر هغه څښتن، چې ژوند مې يې په لاس كې دى، تر مرګ وروسته د بښنې او رضايت غوښتو وخت نه دى او تر دې دنيا وروسته يوازې دوزخ دى او جنت .

پوهه، ناپوهي او عقل[103]

ðد پوهې زده كړې ته ملا وتړئ،چې زده كړه يې حسنه، وينا يې تسبيح، څېړنه پکې جهاد، ناپوه ته يې ورښوول صدقه او خپرول يې پر څښتن د ګرانېدو لامل دى؛ ځكه پوهه د حلال او حرام لاربه – لارښوونكې، زده كوونكي يې جنت ته بوځي، په يوازېتوب كې مل، په غربت كې ملګرې، په سخته كې لاربه،د دښمن پر وړاندې وسله او دوستانو ته سينګار او ښكلا ده. خداى په پوهه قومونو ته ترقي وركوي ،د خېر په چارو كې يې مخكښوي، په چارو كې بركت راځي، د ټولو په سترګو كې وي او ټول خلك به يې تقليد كوي، پرښتې ورسره دوستي كول غواړي او بله دا چې علم د سترګو رڼا او د زړونو قوت دى.

خداى به عالم د خپلو دوستانو په منزل كې مېشت کړي او په اخرت كې به يې د نېكانو ناسته په برخه كړي .

ðعلم د څښتن ښاندې – پېژندنې، لاروۍ او عبادت وزله ده. په علم د څښتن يووالي ته رسېداى شو. له خپلوانو سره نېكي كولاى شو، حلال له حرامو بېلولاى شو او په پای کې علم د عقل څراغ دى.

ðڅښتن نېكمرغو ته پوهه وركوي او بدمرغه به هغه وي،چې څښتن علم وركړى نه وي.

ðهوښيارهغه دى،چې ناپوهه ته يې وربښي،له ظالمه تېر شي، تر لاسلاندې کسانو باندې لورين وي، په نېكۍ كې تر چا مخكښ وي، خبرې ته پام كوي او بيا يي له خولې راوباسي،د فتنې پر مهال څښتن ته پناه وړي او خوله او لاس ساتي او چې فضيلت وويني؛ غنيمت يې ګڼي او هېڅكله حيا له لاسه نه وركوي .

ðجاهل هغه دى،چې خپل ملګرى ځوروي،تر لاسلاندې کسانو باندې لورين نه وي، خبرې ته پام نه کوي او له خولې يې راباسي، خبره يې بېځايه او چوپتيا يې غفلت وي او چې فتنه راشي؛ نو ځان به پکې ډوب كړي او چې فضيلت راشي؛ نو لټ به شي. نه له پخوانۍ ګناه لیپخور – پښيمانه وي او نه په ګانده – راتلونكې كې له ګناه كولو پروا لري. په نېکو چارو كې لټ وي،چې يې له لاسه وركړي وي،چورت نه خرابوي .

د رسول الله (ص) موعظې[104]

ðولې وينم،چې د دنيا مينه د ځينو پر زړونو لاسبرې شوې،چې ګوندې مرګ په دنيا كې نورو ته ليكل شوى او د حق مراعاتول پر نورو واجب شوي او د مړو كيسې،چې اوري؛نو ورته تللي مسافر ښكاري،چې يو څو ورځې وروسته به بېرته دې دنيا ته راستانه شي. مړي خاورو ته سپارئ، ميراث يې خورئ، تاسې ژوندي ياست؛خو له تېرو پانیات – عبرت نه اخلئ؟ د څښتن د كتاب هره موعظه مو شاته اچولې او هېره كړې مو ده (او داسي د غفلت پر خوب ويده ياست،چې ته وا) د هر بد عاقبت له شره په امان كې ياست .

له هغه ناوړو پېښو وېرېږئ، چې په لار كې دي او څومره بختور دى هغه چې له څښتن وېره يې د خلكو له وېرې وژغوري

بختور[105]

ðڅومره بختور دى هغه چې ورهڼه – كسب يې پاكه، باطن يې ښايسته او ظاهر او اخلاق يې نېك وي .

ðڅومره بختور دى هغه چې د زيات مال بښنه او د اضافه خبرې ساتنه کوي .

ðڅومره بختور دى هغه چې د څښتن پر وړاندې تواضع ولري او بې له دې،چې زما له سنته سروغړوي، له حلالو تېر شي او له مباحو خوندونو تېر شي او زما له سنته له سرغړونې پرته د دنيا له زر او زېوره سترګې پټې كړي او تر ما وروسته زما د كورنۍ د نېكانو لاروي وكړي او له فقهاوو او حكيمانو سره ناسته پاسته ولري او پر بېوزليو ورلورېږي .

ðڅومره بختور دى هغه چې پر حلاله يې وګټي او پر حلاله يې ولګوي او پر مسكينانو رحم او ورته بښنه وكړي او له ښاڅمنو – متكبرانو، وياړپلوريو، پر دنيا له مينانو، زما په دين او په سنت كې له بدعت اېښوونكيو ځان لرې وساتي.

ðڅومره بختور دى هغه، چې له خلكو سره پر ښه اخلاقو چلن كوي، په ستونزو كې يې لاس نيوى وكړي او خپل شر ترې راواړوي.

په حجة الوداع كې د رسول الله (ص) خطبه[106]

د څښتن پاسلنه او ستاېنه يې كوم،مرسته ترې غواړم،د بښنې يې غوښتونكى يم،درشل ته يې توبه كوم. له اماره نفس او له ناوړه چارو ترې پناه غواړم. چا ته چې څښتن ښیون او لاربه وكړه؛ نو بل به بېلارې نه کړي او څوک چې د خپلو ناوړه چارو له امله څښتن بېلارى كړ؛نو لارښووان به ونلري .

د څښتن بندګانو! تاسې ته له خدايه د پروا سپارښتنه كوم او له هغه نه مو لاروۍ ته رابلم او په هغه كې مو، چې سلا وي له څښتنه پكې برى غواړم. هغه څه چې درته وايم ښه ورته غوږ شئ؛ ځكه نه پوهېږم، چې بل كال ته به مو دلته په همدې ځاى كې بيا وينم كه نه !

خلكو! لكه څنګه چې دا ورځ (حج) او د مکې ښار درناو وړ دى ستاسې وينه او پت هم محترم دى. د بل د وينې او د پت د تويېدو حق تر هغه نه لرئ،څو د څښتن ليدو ته راشئ .

خلكو ! درته مې وويل او خدايه ! ته مې لووی – شاهد وسه .

له چا سره، چې د چا امانت وي،هغه دې بېرته وركړي. د جاهليت د وخت ټول سودونه له اعتباره غورځوم او تر ټولو لومړى د خپل تره “عباس بن عبدالمطلب” ربا له اعتباره غورځوم. څوك د جاهليت د وخت د وينې غوښتنه نشي كړاى او د هغه وخت لومړى وينه،چې بښم، د خپل د تره د زوى “عامر بن ربيعه بن حارث بن عبدالمطلب” ده. د كعبې د خدمت کوونې او د حاجيانو له خړوبولو پرته، د جاهليت د وخت نور ټول منسبونه له اعتباره غورځېدلي دي. په لوی لاس قتل قصاص لري او لوی لاس ته ورته وژنه سل اوښان ديه لري او تردې ډېر غوښتل د جاهليت د وخت دود دى .

خلكو! شيطان له دې نهيلى شوى،چې نور يې په دې سيمه كې د څښتن په نامه عبادت وشي او يوازې هيله يې داده ،چې د هغو ګناهونو له امله پر تاسې خپل عبادت وكړي،چې تاسې يې وړې شمېرئ. خلكو! نسی كفر دى (له خپل وخته بل وخت ته د حرامو مياشتو ځنډول) كافران له دې لارې خپلې بېلارۍ زياتوي. يو كال حرامې مياشتې حراموي او بل كال يې حلالوي ،چې له الهي حرامو مياشتو سره يې تطبيق كړي. ( إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُحِلِّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِّيُوَاطِؤُواْ عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّهُ فَيُحِلُّواْ مَا حَرَّمَ اللّهُ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ[107]= رښتيا خبره همدا ده،چې نسى [= د حرامو مياشتو بېځاى او ځنډول] د (مشركانو) په كفر كې زياتوالى دى،چې کافران پرې بېلارې كېږي،هغه په يو كال كې حلالوي او(بل ) كال يې حراموي،چې د خداى د حرامو شويو مياشتو شمېر پوره كړي او په پايله كې څه چې خداى حرام كړي،(پر ځان) حلا ل كړي،د هغو ناوړه كړه ورته ښايسته كړاى شوي دي او خداى د كافرانو ټولي ته سمه لار نه ښيي .

څښتن په قران كې وايي : إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَات وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلاَ تَظْلِمُواْ فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ وَقَاتِلُواْ الْمُشْرِكِينَ كَآفَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَآفَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ = په حقيقت كې د مياشتو شمېر له هماغه ورځې،چې خداى اسمانونه او ځمكه پيدا كړي،په الهي كتاب كې دولس دي؛څلور مياشتې يې حرامې دي (،چې جنګ جګړه پکې منع ده) دا سم ثابت (الهي) قانون دى؛ نو ځكه په دې مياشتو كې پر ځان ظلم مه کوئ (او له هر ډول وينې تويونې ډډه وكړئ ) او (د جګړى پر وخت) ټول له مشركانو سره وجنګېږئ؛لكه څنګه چې هغوى ټول له تاسې سره جنګېږي او پوه شئ، چې خداى د پرهېزګارانو مل دى[108]. چې څلور مياشتى يې حرامى دي : ذوالقعده ،ذوالحجه او محرم پرله پسى او رجب ترې بېله ده .

خلكو! درته مې وويل . خدايه ته مې لووی – شاهد وسه .

خلكو ! ښځې پر تاسې او تاسې پر هغوى حقونه لرئ او هغه دا چې څوك خپلې بسترې ته رانننباسي، پر خپله لمنه داغ و نه لګوي او ستاسې له اجازې پرته څوك كور ته رانننباسي او كه عفت يې له لاسه وركړ؛نو څښتن حق دركړى،چې سختي ورسره وكړئ او په خپله بستره كې ځاى ورنکړئ (او كه نرمۍ ځواب ورنکړ؛ نو) ويې وهئ؛خو نه ډېر دردناك؛ نو كه درسره يې ومنله؛ نو خوراك او څښاك يې پر تاسې دى؛ ښځې له تاسې سره د څښتن امانتونه دي او د قرآن د حكم له مخې ورسره كوروالى درته حلال شوى؛ نو د هغوى په هکله له څښتنه ووېرېږئ او ورسره نېكي زما سپارښتنه ده.

خلكو! مؤمنان سره ورونه دي او د ورور مال بل ته حلال نه دى؛ خو د هغه په خپله خوښه .

خدايه ! ته لووی وسه ،چې خلكو ته مې وويل .

خلكو! ګورئ چې تر ما وروسته بېرته پخواني كفر ته ستانه نشئ، سره لاس و ګريوان نشئ او یو د بل وينه تويه نکړئ. ما تاسې ته يادګار پرېښى دى؛نو كه منګولې مو پرې ولګولې؛ نو هېڅكله به بېلارې نشئ : د څښتن كتاب او زما كورنۍ.

خدايه! ته لووی وسه،چې خلكو ته مې وويل .

خلكو! ستاسې څښتن يو، پلار مو يو، ټول د آدم اولاده او له خاورې پېدا شوي ياست. په تاسې كې به هغه پر څښتن ګران وي، چې تر ټولو يې تقوا ډېره وي.عرب پر عجم غوراوى نلري؛ خو چې تقوا يې ډېره وي.

خدايه ! لووی وسه ،چې خلكو ته مې وويل.

هغوى چې دلته دي؛دا خبرې دې هغو ته وكړي،چې نه دي راغلي.

خلكو! څښتن هر پاتوړي – وارث ته په ارث کې برخه ټاكلې ده؛ پاتوړی ته تر درېیمې برخې وصيت كول نه دي په كار .

د كورنۍ ماشوم د كور په خاوند پورې اړه لري او د زنا كوونكي په برخه کې د ډبرو ګوذارونه دي .

هر اولاد،چې له خپل پلاره نټه وكړي او مريي، چې له خپل بادار پرته بل وټاکي؛ نو څښتن، ټولې پرښتې او ټول خلك به پرې لعنت وايي او څښتن به يې يوه غوښتنه هم نه مني[109] .

د رسول الله (ص) لنډې خبرې[110]

ðمړينه غوره واعظ، تقوا غوره بې نيازي، عبادت غوره مشغله ، قيامت غوره د ستنېدنې ځاى او څښتن غوره ثواب وركوونكى دى .

ðدوه نېكې ځانګړنې دي،چې ترې غوره نشته: پر څښتن ايمان او د څښتن بندګانو ته ګټه رسول .

ðدوه بدې ځانګړنې دي، چې هېڅ هم ترې بد نشته: شرك او د څښتن د بندګانو ته خېر نه رسول .

ðيو سړي رسول اکرم (ص) ته وويل: رسول الله (ص)! داسې نصيحت راته وكړه،چې خدای مې پرې ګټه را ورسوي. رسول الله (ص): مرګ ډېر يادوه، چې د دنيا مينه دې له زړه وباسي، د څښتن شكر كوه، چې نعمت دې زيات كړي او دعا ډېره كوه؛ ځكه د دعا د قبلېدو له وخته خو خبر نه يې.ظلم مه کوه؛ ځكه خداى په قرآن كې وايي: خداى هغوى ته برى وركوي، چې پرې ظلم شوى وي. خلكو! ستاسې ظلم يوازې ستاسې په تاوان دى.( فَلَمَّا أَنجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ يَا أَيُّهَا النَّاس إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنفُسِكُم مَّتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَينَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ=( نو) چې خداى هغوى وژغوري (؛نو بيا) په ناحقه پر ځمكه سرغړونه كوي. خلكو! دا سرغړونه ستاسې په خپل زيان ده،د دنيا له ژونده خوندونه (اخلئ؛ خو) بيا مو ستنېدل يوازې زموږ لوري ته دي؛نو څه چې تاسې تل كول،له هغو به مو خبر كړو .(يونس 23) له مكر او دوكې ځان ژغوره ؛ځكه په قرآن كې راغلي: مكر او ناروا دسيسه يوازې د خاوند په نصيب كېږي. (فاطر43)

ðډېر ژر به د واكمنۍ حرص واخلئ؛ خو ډېر ژر به مو د لیپخورۍ – پښېمانۍ لامل شي. واكمني هغه مور ده،چې اولاد ته ښې شېدې وركوي؛ خو ډېر بد يې له تي غوڅوي.

ðهغه قوم،چې خپل واك ښځو ته وركوي؛نو د نېكمرغۍ څېره به و نه ويني.

ðوپوښتل شول: كوم ملګرى تر ټولو غوره دى؟ هغه چې د څښتن په ياد كې وې، ملګرى دې وي او چې درنه څښتن هېر شو در په ياد يې كړي.

ðوپوښتل شول: تر ټولو بد خلك كوم دي؟ فاسد عالمان .

ðڅښتن مې راته د نهو څيزونو سپارښتنه کړې: اخلاص؛ په پټه او ښكاره. عدالت؛ په هوسايۍ او غضب كې. منځلاري؛ په فقر او غنا كې . وبښم هغه، چې پر ما يې ظلم كړى وي. تګ راتګ له هغه سره، چې ځان يې رانه شلولى وي. د سكوت پر مهال اندل، په وينا كې ذكر او په كتو كې پانیاتي – عبرت .

ðعلم په ليكلو اېل كړئ .

ðپه تېزه تګ د مؤمن وقار له منځه وړي .

ðد مال خاوند بې ګناهان کله داسې تورنوي، چې د هغه جرم تر غله زياتېږي .

ðپه ځاى سخي پر څښتن ګران دى .

ðچې واكمنان مو نېك سيرته، شتمن مو بښونكي او چار مو په مشوره وي؛ نو د ځمكى سر درته د ځمكې تر تله غوره وي؛ خو چې واكمنان مو بد سيرته، شتمن مو بخيلان او چارې مو د ښځو په لاس كى وي؛ نو د نس خاورې به درته د ځمكې تر سره غوره وي .

ðڅوك چې تل دا درې نعمتونه ولري؛ نو د دنيا نعمتونه پرې پاى ته رسېدلي دي: روغتيا، د دښمن له شره امان او د يوې شپې ورځې رزق او كه څلورم نعمت؛ يعنې ايمان هم ورسره شي؛ نو د دنيا او آخرت نعمتونه پرې پاى ته رسېدلي دي .

ðپر هغه عزيز، چې اوس ذليل شوى، هغه شتمن، چې اوس بېوزله شوى او هغه عالم،چې په ناپوهو كې راښکېل شوى وي،ورحمېږئ.

دوه ځانګړنې ډېرو ته د فتنې لامل دي: روغتيا او بېكاري (يا هوسايي).

ðد انسان په خټه كې اغږل شوي، چې هغه يې ښه راځي، چې ورسره نېكي كوي او هغه يې بد ايسي،چې ورسره بدي كوي .

ðموږ پېغمبرانو ته دنده راكړل شوې،چې له هر چا سره د هغه د عقل هومره خبرى وكړو.

ðپر هغوى لعنت ويل شوى،چې د خپلو دندو پېټي پر بل وراچوي.

ðعبادت اوه برخې لري،چې تر ټولو غوره يې د حلال رزق ګټل دي .

ðبنده نه په عبادت كې مجبور او بې اراده دى او نه په ګناه كولو كې. څښتن خپل بندګان سرايله نه دي پريښي، پر هر هغه قدرت لاسبرى دى،چې بنده ته يې وركړى او په خپله د هر هغه څه خاوند دى،چى بنده ته يې وركړى دى او خداى ته هر څه اسان دي.

ð رسول الله (ص) د خپل زوى “ابراهيم” په وير كې وويل: (( زه ستا پر مړينه ډېر زيات خپه يم؛ خو هېڅكله به داسې څه و نه وايم،چې پالونکى مې پرې رانه خپه شي.))

ðښكلا په ژبه كې ده.

ð ( د علم د ناشكرۍ او د الهي قهر د راتګ پر مهال) علم له خلكو نه اخلي؛ بلكې عالم ترې اخلي، چې پرې د عالمانو په څېر (عالمان نه وي) واكمنان شي او معارف او ديني مسايل له هغوى پوښتي او هغوى هم پرې نه پوهېږي؛خو ځواب وركوي،په خپله بېلارې دي او نور هم بېلارې كوي .

ðزما د امت تر ټولو ستر جهاد د “مهدي آخرالزمان” راتګ ته تمه ده.

ðزما په امت كې تر ټولو هغه بختور دى،چې: د دنيا متاع يې لږه وي، لمونځ كوي، په خلوت كې عبادت كوي، وركنومى ژوند كوي، د اړتيا هومره يې روزي وي او په همدى حال د عمر تر پاى پورى وي او ډېر ميراث ترې پاتې نشي .

ðپر مؤمن غم،خپګان او درد د هغه د ګناه د كفارې لپاره راځي .

ðڅوك چې غواړي هر خواړه وخوري؛ودې خوري او هره جامه،چې اغوستل غواړي؛وا دې يې غوندي او په هره سپرلۍ كې،چې سپرېدل غواړي؛سپور دې شي؛نو څښتن دې ورته د رحمت په سترګه نه ويني(څو له دې هوسپالنې لاس واخلي)

ðوپوښتل شو: په دنيا كې تر ټولو د چا کړاو ډېر دى. ويې ويل: د پېغمبرانو او څوك چې په دې لار كې ثابت قدمه وي. پر مؤمن د ايمان هومره بلاوې راځي، د چا چې ايمان كامل او عمل يې نېك وي؛ نو کړاوونه او سختۍ يې هم ډېرې وي او د هغه چې ايمان لږ وي؛کړختونه يې هم لږ وي .

ðكه دنيا خداى ته د مچ د وزر هومره ارزښت هم درلود؛نو كافر او منافق ته به يې په دنيا كې پيڅاڼى هم نه و وركړى.

ð هېڅ عمل به نه وي،چې اور ته د ورنږدېدو لامل ګرځي او تاسې مې ترې خبر كړي نه ياست او ژغورلي مې ترې نه ياست او داسې عمل به نه وي، چې جنت ته د ورننووتو لامل وي او تاسې ته مې نه وي ښوولى او يا مې ورته رابللي نه ياست. روح الامين راغى او زما زړه ته يې الهام وكړ،چې هېڅ بنده تر هغې مخكې مړ نشي،څو يې خپله روزي بشپړه نه وي خوړلي؛ نو د روزۍ لاس ته راوړو ته نېكلاري وسئ (په ناوړه چارو يې لاس ته مه راوړئ) پام مو وي،چې د روزۍ ځنډ د دې لامل نشي،چې خدايي قسمت له حرامو لاس ته راوړئ،چې حلاله روزي يوازې په حلاله ګټل كېږي.

ðڅښتن د دوو غږونو دښمن دى: په مصيبت كې چغې او سورې او په نعمت كې شپيلي.

ð له بندګانو د څښتن د خوښۍ نښې دوې دي: د نرخونو ارزاني او د واكمن عدالت او له بندګانو د څښتن د ناخوښۍ نښې د نرخونو ګراني او د واكمن ظلم دى.

ðڅوك چې دا څلور ځانګړنې ولري؛نو د څښتن په ستر نور كې به وي: له ګناهونو ژغورونکى يې، د څښتن د يووالي شهادت او زما رسالت وي. په مصيبت كې يې پر خوله انا لله و انا اليه راجعون وي. پر نعمت كې يې الحمدالله پر خوله وي. په ګناه كې يې پر خوله استغفرالله واتوب اليه وي.

ðڅوك چې څلور خويونه ولري؛نو له څلورو نعمتونو به بې برخې نشي : څوك چې استغفار كوي؛نو له بښنې به بې برخې نشي. څوك چې شكر ايستونكې طبع ولري؛ نو د نعمت له ډېروالي بې برخې نشي. څوك چې توبه ګار وي؛ نو د توبې له قبلېدو به بې برخې نشي او څوك چې دعا كوي؛ نو د حاجت له پوره كېدو به بې برخې نشي .

ðعلم په داسې خزانه كې دى ،چې كونجي يې پوښتنه ده.

ðپر تاسې دې څښتن ورحمېږي؛ وپوښتئ،چې په تاسې كې به څلور كسان د پوښتنې اجر وړي: پوښتونكى، ويونكى، اورېدونكى او هغه، چې له دوى سره مينه لري.

ðعلماء وپوښتئ! له حكيمانو سره خبرې وكړئ او له بېوزليو سره ناسته پاسته وكړئ.

ð له ما سره د علم فضيلت د عبادت تر فضيلته ډېر دى.

ð تقوا غوره لار ده.

ðڅوك چې نه پوهېږي او فتوا وركړي؛نو د ځمكې او اسمان پرښتې پرې لعنت وايي .

ðستر غمونه ستر ثوابونه لري. پر څښتن چې هر بنده ګران وي؛ نو راګېروي يې او څوك چې پر كړخت راضي وي؛ نو څښتن به ترې راضي وي او څوك ،چې ترې ناراضي وي؛ نو څښتن به ترې ناراضي وي.

ðيو سړي له رسول الله (ص) د نصيحت غوښتنه وكړه. ورته يې وويل: كه وكړول شې او په اور كې هم واچول شې؛نو شرك ونکړې؛ خو دا چې د ځان د خلاصون لپاره داسې خبره وكړې، چې له زړه دې نه وي. د مور و پلار حكم منه. مړه وي او كه ژوندي،ورسره نېكي كوه او كه در نه يې وغوښتل، چې له مال او عياله لاس واخله؛ نو و يې وكړه، چې دا د ايمان يوه برخه ده.

ðپه لوى لاس واجب لمانځه ته مه شا کوه او چا چې داسې وکړل؛نو له الهي ژمنې او امانه وځي .

ðله شراب او هر مستونكي ځان وژغوره،چې د هر شر كونجي ده.

ðد “بني تميم” له ټبره “ابواميه” رسول الله (ص) ته وويل: ((خلک څه ته رابلئ؟)) رسول الله (ص): زه او پلیوني مې په لیدانه – بصيرت او بشپړه پوهه خلك څښتن ته رابلو، هغه چا ته رابلو يې، چې كه د سختۍ په وخت كې ترې مرسته وغواړې؛نو سختي به دې اسانه کړي،كه په غم او خپګان كې ترې مرسته وغواړې؛نو ملګرتيا به دې وكړي او كه په تنګ لاسۍ كې ترې وغواړې؛نو بې اړې به دې كړي. سړي ورته يې وويل: محمده! ما ته ورم وكړه. پېغمبراکرم: غوسه مه کوه. سړى : نور ورم هم راته و كړه. رسول الله (ص): چې ځان ته يې خوښوې؛ نورو ته هم يې خوښوه. سړى: نور ورم هم راته وكړه. رسول الله (ص): كنځلې مه کوه، چې درته ونشي. سړى: نور نصيحت هم راته وكړه. رسول الله (ص): د هغوى له اهل سره په احسان او نېكۍ مه ستړى كېږه، چې له دنيا به وروسته پاتې شې. سړى: نور ورم هم راته وكړه. رسول الله (ص): له خلكو سره مينه وكړه، چې مينه درسره وشي. له كورنۍ او خلكو سره پر ورين تندي چله، سينه پراخه كړه او په لار په ښاڅمنۍ – كبر مه ګرځه.

ðبوډا زناکار، ظالم شتمن، ځېلي سوالګر(چې د مچۍ په څېر نښتى وي) د څښتن دښمنان دي .

ðڅوك چې د فقر تظاهر كوي؛نو فقير به شي. له خلكو سره په سړه سينه چلن نيم ايمان دى او له خلكو سره ګوزاره نيم ژوند دى. پر څښتن تر ايمان وروسته، څه چې ډېر ارزښت لري،له خلكو سره ګوزاره ده.

ðتر بوت نمانځنې وروسته له څه چې ډېر په سخته ژغورل شوى يم، له خلكو سره خوله وهل دي.

ðهغه له موږه نه دی،چې له مسلمان سره درغلي كوي او تاوان ورسوي. ð رسول الله (ص) د “خيف” په جومات كې (په “منى” كې يوه سيمه ده) پاڅېد او ويې ويل: خداى دې هغه خوشحاله لري،چې زما خبرې واوري او هغوى ته يې ور واوروي،چې نه يې وي اورېدلي. داسې عالمان شته چې تر خپل ځانه ښه عالم ته څه وروښيئ او داسې عالمان شته، چې تر ځانه ناپوهو ته علم ور ورسوي .

ðدرې څيزه دي،چې د مؤمن زړه به يې په هكله خيانت ته چمتو نشي: څښتن ته په عمل كې اخلاص،د مسلمانانو امامانو ته خېر غوښتنه او د جماعت ملازمت يې .

ðمسلمانان سره وروڼه دي، وينې يې سره يوشان دي، ټول د دښمن پر وړاندې يو مټ دي، په هغوى کې تر ټولو وړوكى، چې تړون وتړي؛ نو ټول بايد پرې ولاړ وي.

ðهمدا چې مسلمان له “ذمي كافر” (هغه اهل كتاب،چې د اسلام د حكومت تر سيورى لاندې ژوند كوي)سره معامله وكړي؛نو و دې وايي : خدايه! ما ته پکې خېر راكړې او كه مسلمان له مسلمان سره معامله وكړي؛ نو و دې وايي: خدايه! ما او هغه ته پکې خېر راكړې.

ð پر څښتن هغه بنده ګران دى،چې خوله يې تل خېر ته خلاصېږي .

ðدرې حالته دي،چې څوك ولري؛نو د ايمان ټولې ځانګړنې به لري: په خوشحالۍ كې پر باطل لاس پورې نکړي،غوسه كې د حق له پولې پښه وا نه ړوي او د قدرت پر مهال له خپل حقه زياته غوښتنه ونکړي.

ðڅوك چې په ناحقه كوم مقام ته ورسېد؛نو ظالم دى.

ðپه لمانځه كې د قرآن ويلو ثواب تر نورو حالتونو ډېر دى. ذكر تر صدقې غوره او صدقه تر روژې؛خو روژه حسنه او نېک كار دى .

ðبې عمله خبره ښه نه راځي او كړه وړه بې تر نيته ګټور نه وي او كړه وړه او نيت بې تر سنت او دينې لارې ګټه نلري.

ðهوساېنه او ارامتيا د څښتن كار دى او بيړه د شيطان .

ðهغه دې د دوزخ تيارى نيسي،چې علم د زده كړې موخه يې دا وي، چې له بې عقلو سره پرې خوله ووهي،پر علماوو ځان دروند وتلي، خلك وغولوي او خلك يې درناوى وكړي.

ð هغه چې خلك ځان ته رابلي او په ناروا د يوه رياست دعوا وكړي؛ نو تر هغې به څښتن ورته د رحمت په سترګه نه ګوري، چې له دې كاره يې لاس نه وي اخستى او توبه يې نه وي کړي.

ðحضرت “عيسى بن مريم” خلكو ته وويل: ځان پر څښتن ګران كړئ . پوښتنه وشوه: څرنګه؟ ويې ويل: د څښتن له حكمه له سرغړوونكيو سره د جګړې له لارې. چې مو خپه کړل؛ نو څښتن مو خوشحاله کړ. پوښتنه وشوه: روح الله! له چا سره ناسته پاسته ولرو؟ ويې ويل: له هغه سره،چې په ليدو يې څښتن در ياد شي،خبرې يې ستاسې عمل ډېر كړي او كړه وړه يې تاسې اخرت ته وهڅوي .

ðپه تاسې كې بخيل او هغه چې ورانه خوله خوځوي،بېخي ماته ورته نه دى .

ðبد اخلاقي شوم عمل دى.

ðد چا چې پر هغه څه چرت نه وي خراب، چې خلكو ته يې وايي او يا خلك يې ورته وايي؛ نو يا ارمونى دى او يا له شيطانه زوکړى دى .

څښتن پر “بد ژبي بې حياء” جنت حرام كړى دى. وپوښتل شو: مګر په خلكو كې هم شيطان شته؟ ويې ويل: هو! مګر قرآن مو نه دى لوستى،چې څښتن شيطان ته وايي: له هغوى سره؛ يعنې له لارويانو سره دې په مال او اولاد كې ګډون وكړه[111].

ðكه ګټه دې ورسوله؛نو ګټه به درورسي، چا چې د پېښو لپاره زغم او صبر نه و چمتو كړى؛نو پاتې به وي. كه وكنځئ؛ نو وبه كنځل شی. چا چې پريښوول؛ نو پرې به ښوول شي. يو وپوښتل :نو څه وكړو؟ (چې په امان كې شو) ويې ويل: عرض او پت دې د قيامت تر ورځى هغوى ته پور وركړه (؛يعنې كنځلې مه کوه او كه چېرې ستا پت په ناحقه تويې شو؛ نو د قيامت پر ورځ به دې زېرمه شي؛البته دا حديث نور تفسيرونه هم لري؛خو تر ټولو مناسب يې همدا و.)

ð آيا نه غواړئ د دنيا او اخرت تر ټولو غوره اخلاق دروښيم؟ له هغوى سره تګ راتګ کوه،چې درسره يې پرېښي وي. وركړه ورته كوه،چې ته يې بې برخې كړى يې او هغه وبښه،چې پر تا يې تېرى كړى دى.

ðيوه ورځ رسول الله (ص) له يو ځايه تېرېده،چې ځينو د زور ازميېلو ته تيږه ګوزاروله،چې رسول الله (ص) ورته وويل: په تاسې كې تر ټولو ستر مېړنى هغه دى،چې په قدرت كې بښنه وكړي.

ðد هغه به ايمان بشپړ وي ،چې اخلاق يې غوره وي.

ðښه اخلاق، انسان د “روژه تي لمونځ كوونكي” مقام ته رسوي.

ðوپوښتل شول: تر ټولوغوره نعمت،چې څښتن ته وركول شوى، څه دى ؟ويي ويل: ښه اخلاق.

ðنېک اخلاق د ملګرتيا بنسټونه غښتلي كوي.

ðورين تندى كينه له منځه وړي.

ðپه تاسې كى تر ټولو هغه غوره دى،چې تر ټولو يې اخلاق ښه وي ،چې خلك له هغه او هغه له خلكو سره ملګرى وي.

ðلاسونه درې ډلې دي: اخستونكي، وركوونكي او ساتونكي، چې تر ټولو غوره يې وركوونكي لاسونه دي .

ðحياء دوه ډوله ده: يوه د عقل له مخې وي او بله د حماقت له مخې، چې د عقل له مخې حياء د علم نښه ده او د حماقت له رويه حياء د ناپوهۍ نښه ده.

ðهغه غيبت نلري، چې حياء نلري.

هغه چې پر خداى او قيامت ايمان لري؛ نو پر كړې ژمنه به عمل كوي.

* امانت ساتنه روزي راوړي او خيانت فقر او تنګلاسي.

ðموروپلارته په مينه كتل هم عبادت دى .

ðسخته بلا(چې ترې څښتن ته پناه وړل پكار دى) دا ده: انسان بې له دې، چې د دفاع قدرت ولري،راوړي يې او ورمېږ ترې غوڅ كړاى شي يا د دښمن په لاس كې بندي شي او يا كوم فاسق پر خپله مېرمن وويني.

ðد مؤمن لپاره؛علم ملګرى،حلم وزير،عقل لارښووان، صبر د خلكو بولندوی، سازش پلار، احسان ورور، نسب حضرت آدم، حسب تقوا او ځواني د مال اصلاح ده.

ðيو سړي رسول الله (ص) ته شيدې او شات راوړل،چې ويې څښي. پېغمبراکرم ورته وويل: دواړه د څښلو دي،چې پر يو قناعت كېداى شي دواړه نه څښم؛ خو تحريموم يې هم نه؛ بلكې د څښتن لپاره خاکساري كوم او څوك چې د څښتن لپاره تواضع وكړي؛ نو څښتن به يې درجه لوړه كړي او چا چې پیسمني – تكبر وكړه؛ نو څښتن به يې را وغورځوي . څوك چې په ژوند كې منځلاري كوي؛نو څښتن به ورته روزي وركړي او چا چې بې ځايه بدخرڅي كوله؛ نو بې برخې به يې كړي او څوك چې ډېر د څښتن په ياد كې وي؛نو ثواب به وركړي. (تحف العقول)

ðد قيامت پر ورځ به هغه تر ټولو پر ما ګران وي،چې تر ټولو رښتين، امانت ساتى،تړون نه ماتونكى،د ښو اخلاقو خاوند او خلكو ته نږدې وي.

ðچې د ناكاره ستاېنه پيل شي؛نو عرش په لړزېدو شي او څښتن غوسه شي .

ðيو سړي وپوښتل: پېرديشي او محكم كاري څه ده؟ پېغمبراکرم : د نظر له خاوند سره مشوره او مشورې ته يې غاړه ايښوول.

ð رسول الله (ص) وويل: رقوب خلك څوك دي؟ ورته وويل شول: هغه ، چې مړ شي او ولاد ترې پاتې نشي. رسول الله (ص) وويل: نه! حقيقي رقوب هغه دى، چې مړ شي او اولاد ترې مخكې تللى وي او هغه يي د څښتن په حساب پريښى وي ، كه څه هم زيات اولاد ترې پاتې وي.

ð رسول الله (ص) وپوښتل: صعلوك څوك دى ؟ ورته وويل شول: هغه چې مال نلري. رسول الله (ص) وويل: واقعي صعلوك هغه دى،چې تر ځانه يې مخكې د خداى لپاره مال نه وي لېږلى،كه څه هم ډېره شتمتي يې پاتې وي.

ð رسول الله (ص) وپوښتل: صرعه څوك دى؟ ورته وويل شول: هغه پیلتنی – پهلوان،چې څوك يې را پرځولى نشي. رسول الله (ص) وويل: نه ! رښتیني پیلتنی هغه دى ،چې شيطان يې په سوك پر سينه ووهي، چې غوسه يې كړي؛خو هغه څښتن ياد كړي او د حلم په زور خپله غوسه راوپرځوي.

ðهغه چې بې علمه كار كوي؛ نو تر رغونې به يې خرابول ډېر وي.

ðپه جومات كې لمانځه ته په تمه ناسته تر هغه پورې عبادت دى، چې غيبت يې نه وي کړى.

ðپه بستره كې د روژه تي ملاسته هم عبادت دى ترهغې، چې غيبت يې نه وي کړى.

ðهغه چې ناوړه كار (ګناه) خپروي؛نو ګناه به يې د كولو هومره وي او چا،چې مؤمن يو كار ته ورټه؛ نو تر هغه به نه مري،چې هغه كار ترې نه وي شوى.

ðدرې ډوله خلك دي،كه و يې نه هم ځوروې؛نو و به دې ځوروي : ښځه،نوكر اوبې ارزښته(؛يعنى دوى پر خپل حق نه راضي كېږي)

ðدرې څيزه د بدمرغۍ نښې دي : د سترګو وچوالى،د زړه دروندوالى ، مال ته ډېر حرص او پر ګناه ټينګار.

ðيو سړي وويل: ما ته ورم وكړه. رسول الله (ص) وويل:غوسه مه کوه. سړى:نور ورم هم راته وكړه. رسول الله (ص) وويل: راڅملوونکي ته پیلتنی – پهلوان نه وايي؛ بلكې پیلتنی هغه دى،چى په خپله غوسه لاسبرى شي .

ðد هغه چا ايمان كامل دى، چې اخلاق يې تر ټولو ښه وي.

ðګوزاره چې په هر كار كې وي؛نو كار ته ښكلا وركوي او بدچلن د هر كار ښكلا له منځه وړي .

ðما ته له خلكو سره د ګوزارې دنده راكړل شوې؛لكه د رسالت د تبليغ دنده،چې راكړل شوې.

ðكارونه مو پټ ترسره كوئ،چې خلك د هر نعمت له خاوند سره حسد كوي.

ðايمان دوې برخې دى: صبر او شكر .

ðپر ژمنه وفا ايمان دى.

ðپه بازار كى خوراك پستي ده.

ðد چاچې د تل لپاره تر ټولو ستر همت اخرت وي؛ نو څښتن به يې مړه خوا كړي، كارونه به يې اسان كړي او تر هغه به له دنيا نه ځي، څو يې خپله ټوله روزي نه وي خوړلې او د چاچې د تل لپاره تر ټولو ستر همت دنيا وي؛ نو څښتن به ورته فقر سترګو ته رامخې ته كړي،چارې به يې نه ترسره كېږي او د خپلى روزۍ تر خلاصېدو مخكې به له دې دنيا ولاړ شي .

ðڅښتن چې چا ته د ثواب ژمنه وركړه؛ نو هرومرو به يې وركړي؛خو هغوى ته يې،چې د عذاب ژمنه وركړې؛نو مختار دى،چې پر خپله ژمنه وفا وكړي كه نه .

ð آيا هغه دروښيم،چې په اخلاقو كې تر ټولو زيات ما ته وي؟ ورته وويل شول: هو! رسول الله (ص): هغه چې اخلاق يې تر ټولو ښه، علم يې تر ټولو زيات، له خپلوانو سره تر ټولو ښه وي او غوسه او هوساېنه كې انصاف ولري.

ðهغه به افضل وي، چې تر خوړو وروسته شكر وباسي، روژه نيسي او چوپ وي .

ðله مؤمن سره د خداى لپاره دوستي، د ايمان تر ټولو لوړه درجه ده . هغه چې دوستي، دښمني او راكړه وركړه يې د څښتن لپاره وي؛ نو غوره ټاكل شوى به وي .

ðپر څښتن تر ټولو هغه ګران دى،چې د بندګانو لپاره يې ګټور وي؛ هغوى چې څښتن يې په زړه كې له نېکۍ او نېکانو سره مينه اچولي وي.

ðله هغوى سره احسان وکړئ، چې احسان يې درسره كړى وي كه نه يې شئ كړاى؛نو مننه ترې وكړئ ،چې مننه هم احسان دى .

ðهغه چې له ګوزارې بې برخې وي؛نو له هر ډول خيراته به هم بې برخې وي .

ðله ورور سره مو بې ځايه ټوكې مه کوه او پر کړې ژمنه عمل وکړه.

ðد دين، ادب او خوړو،هغه حرمتونه دي، چې هر مؤمن يې بايد رعايت كړي .

ðمؤمن به تل موسكى وي او ټوكمار او منافق به تل بړوس وي .

ðډالۍ درې ډوله ده : د انعام، ملګري او خداى لپاره .

ðبختور هغه دى،چې د آخرت په پار ددې دنيا له خوندونو لاس واخلي.

ðڅوك چې سبا د خپل عمر برخه ګڼي؛نو له مرګ سره يې بد چلن كړى دى.

ð رسول الله (ص) وويل: څنګه به ياست،چې ښځې مو فاسدې او ځوانان مو فاسق شي؟ او پر نېکيو امر او له بديو منع پرېږدئ؟ وويل شو: رسول الله (ص)! آيا داسې ورځ به راځي؟ رسول الله (ص) : هو! تردې به بده ورځ هم راځي او هغه به داسې وي، چې له نېكو چارو به منع كوئ او بديو ته به رابلئ؛ نو هله به څه كوى؟ وويل شو: رسول الله (ص)! آيا داسې ورځ به راځي؟ رسول الله(ص) : هو! تردې به بده ورځ هم راځي او هغه به داسي وي ،چې ښو ته به بد او بدو ته به ښه واست؛نو هله به څه كوئ؟

ðچې فال دې بد راوخوت؛ نو اعتنا پرې مه کوه،چې ګومان دې بد شو؛ نو ورمندون – قضاوت مه کوه او چې حسد دې وكړ؛ نو ورپسې مه ځه.

ðكه خوب ليدل درنه واخستل شول؛ نو مه وارخطا كېږه؛ ځكه په علم كې له راسخانو د خوب ليدل اخستل كېږي .

ðزما په امت كې كه دوې ډلې سمې شوې؛نو ټول به سم شي او كه فاسد شول؛نو ټول به فاسد شي. وپوښتل شو: دا څوك دي؟ پېغمبراکرم: فقهاء او واكمنان .

ð تر ټولو هوښيار هغه دی، چې تر ټولو زيات له څښتنه ووېريږي او تر ټولو زيات يې لاروي وي.

ðتر ټولو بې عقله هغه دى، چې له سلطانه ډېر ووېرېږي او تر ټولو زيات يې لاروي وكړي.

ðدرې څيزه زړه وژني: له بدچلنو سره ناسته پاسته او ښځو سره مجلس او خبرې او له زورورو سره تګ را تګ .

ðيو قوم ته چې څښتن په قهر شي او عذاب پرې رالېږي؛نو نرخونه يې ګران،عمرونه يې لنډ، سوداګر يې زيانمن شي، مېوې يې چنجي نيسي، د کاټیالو – نهرونو اوبه يې لږې شي، باران پرې نه ورېږي او اشرار پرې لاسبري شي .

ðتر ما وروسته چې زنا ډېره شي؛نو ناڅاپه به مرګونه هم زيات شي، چې كم پلورنه وكړي؛ نو وچکالي به راشي او چې زكات ورنكړي؛ نو ځمكه به ترې خپل بركتونه؛ يعنې كښت او معدنونه واخلي او چې په ورمندون – قضاوت كې بې عدالتي وكړي؛نو له تېري او ظلم سره به يې لاس يو كړى وي او چې تړونونه مات كړي؛ نو څښتن به پرې دښمن واكمن كړي او چې له خپلوانو سره يې اړيکې پرې کړې؛نو شتمني به يې اشرار لوټ كړي او چې پر نېکيو امر او له بديو منع ونکړي او زما د كورنۍ د نېکانو لاروي ونکړي؛ نو څښتن به پرې تر ټولو بد خلك لاسبري كړي؛ نو بيا به يې دعاګانې هم نه قبلېږي .

ðسترګې دې د دنيا هغه متاع ته مه وراړوه ،چې ځينو ته مې وركړې ده چې دا آيت نازل شو؛ نو رسول الله (ص) وويل: د چا زړه،چې د څښتن په تسل ارام نشي؛ نو څښتن به يې په دنيا پسې ړوند كړي او څوك چې د بل مال ته سترګې خړې كړي؛نو خپګان به يې اوږد شي او د څښتن پر قسمت به غوسه وي او د څښتن نعمتونه به ورته په خوراك و څښاك كې راغونډ شي؛ ځکه به ناپوهي كوي او د الهي نعمتونو كفران به كوي، هڅه او هلې ځلې يې بې ځايه ځي او عذاب به يې رانږدې شي.

ðجنت ته به نه ننوځي؛ خو دا چې مسلمان وي .

ðحضرت ابوذر وپوښتل: اسلام څه دى؟ رسول الله (ص) : اسلام بربنډ دى، چې جامه يې تقوا، ستر يي هدايت، كړنلار يې ژوند، خټه يې پارسايي، كمال يې ګروهه او مېوه يې صالح عمل دى.

ðهر څه ستنه (بنياد) لري او د اسلام ستنه له اهل بيتو سره مينه ده .

ðڅوک چې د كوم مخلوق د رضا لپاره څښتن خپه كړي؛ نو څښتن به پرې هماغه مخلوق واكمن كړي .

ðڅښتن ځينې خلك د نورو خلكو د اړتياوو پوره كولو ته پېدا كړي دي، چې د خير په چارو وياړي، سخاوت ورته ځواني ښكاري او څښتن ته نېک اخلاق ګران دي .

ðيوه ورځ به راشي،چې كه د خلكو دنيا ښه وي؛نو د دين تباهۍ ته به ارزښت نه وركوي.

ðپېغمبراکرم: زما امت،چې دا پينځلس كړنلارې خپلې كړې؛نو عذاب به پرې راشي. وپوښتل شو: هغه كومې دي؟ ويې ويل: هغه مهال،چې شتمني او غنيمت مستحق ته ورنکړل شي. امانت ورته غنيمت ښكاره شي. زكات ورته جريمه ښكاره شي. سړى د ښځې د خولې مني او مور وځوروي. له ملګري سره وفا او له پلار سره جفا وكړي. په جوماتو كې چغې شي. د خلكو د شر له وېرې يې درناوى وشي. د قوم مشر د قوم تر ټولو رذيل وي ورېښمنې جامى واغوندي. شراب وڅښي. ډمې پکې راپېدا شي. د امت وروستني د امت ړومبي وكنځي؛ نو د درېیو بلاوو په تمه دې شي: سور باد، مسخ (د خلقت په چپه كېدل) او فسخ ( په ځمكه كې ننووتل).

ðدنيا د مؤمن زندان او د كافر جنت دى .

ðداسې ورځ به راشي، چې خلك به داړونكي لېوان شي او كه څوك داسې نشي؛نو داړونكي لېوان به يې وداړي .

ðپه آخره زمانه كى به ډاډمن ورور او حلال درهم تر ټولو لږ وي

ðپر بدګومانۍ ځان د خلكو له شره وساتئ (پر بدو خلكو اعتماد مه كوئ).

ðټول خيرونه په عقل لاس ته راوړئ او هغه چې عقل نلري، دين هم نلري.

ðپه يوه ډله كې د يو سړي ستاېنه وشوه،ټولې ځانګړنې يې بيان شوې، چې رسول الله (ص) وپوښتل: په عقل کې څرنګه دى؟ ورته وويل شول : رسول الله (ص)! موږ يې د ډېرو عبادتو او نېکيو ستاېنه كوو او ته يې عقل پوښتې؟ پېغمبراکرم: احمق د خپل حماقت له امله ځان ته ستونزې جوړوي، ان دا ستونزې د فاجر تر فسقه هم غټې وي. خلك د عقل له امله لوړو درجو ته رسي او يا د څښتن درګاه ته رسي.

ðڅښتن عقل درې برخى پېدا كړ؛نو څوك يې چې ټولې برخې لري؛ نو عقل به يې پوره وي او څوك يې،چې يوه برخه هم نلري؛ له عقله به پلى وي: خداى ښه پېژندل،ښه لاروي يې کول او د حكم په پلي كولو كې يې صبر.

ð د نجران يو پتمن او خوږ ژبى انصاري مدينې ته راغى. ويې ويل: رسول الله(ص)! دا نصراني څومره هوښيار دى؟ رسول الله (ص) غوسه شو او ويې ويل: چوپ شه!هوښيار هغه دى،چى څښتن ښه وپېژني او حكم ته يې غاړه كېږدي .

ðيو بل ته لاس وركړئ،چې روغبړ كينه او دښمني توږي .

ðمؤمن بې له دروغو او خيانته هره ځانګړنه درلوداى شي.

ðځينى شعرونه له حكمته ډك وي او ځينې تلپاتې وي.

ðپېغمبراکرم حضرت ابوذر وپوښته: د ايمان كومه كړۍ تر ټولو كلكه ده؟ ابوذر (رض) : څښتن او استازى يې ښه پوهېږي. رسول الله(ص): د څښتن لپاره دوستي، دښمني او كينه .

ðد بنيادم له نېکمرغيو: په چارو كې له خدايه خيرغوښتل او قضا ته يې غاړه ايښوول دي .

ðد بنيادم له بدمرغيو: له څښتنه د خير د غوښتو پرېښوول او پر تقدير يې ناخوښي ده .

ðپر ګناه لیپخوري – پښېماني په خپله توبه ده.

ðهغه چې د قرآن حرام حلالوي؛نو پر قرآن ايمان نلري.

ðيو سړي رسول الله (ص) ته وويل: ما ته ورم وكړه. رسول الله (ص): ژبه دې كابو ساته. سړى: نور ورم هم راته وكړه. رسول الله (ص) : خو بې له ژبې بل څه هم څوك جنت يا دوزخ ته ورننباسي؟

ðنېک كارونه د بدو مرګونو مخنيوى كوي.

ðصدقه د څښتن د عذاب مخه نيسي .

ðزړه سوی عمر زياتوي.

ðد خير هر كار صدقه ده .

ðد دنيا نېکان د آخرت نېکان دي او د دنيا بد د آخرت بد دي او لومړى به نېکان جنت ته ننوځي .

ðڅښتن،چې خپل بنده ته کوم نعمت وركوي،خوښېږي او اغېز يې پكې وويني او هغوى چې د فقر تظاهر كوي، د څښتن تر ټولو بد ايسي.

ðښه پوښتنه نيم علم دى او ګوزاره نيم ژوند.

ðانسان چې زوړ شي؛ نو دوې ځانګړنې پكې ځوانې شي: حرص او هيله.

ðحياء د ايمان برخه ده.

ðد قيامت پر ورځ به څوك له خپل ځايه ونه خوځېږي څو ترې ددې څلورو څيزونو پوښتنه نه وي شوې: عمر، چې په كومه لار كې دې تېر كړى. ځواني، چې څرنګه دې تېره كړې او زموږ د اهلو بيتو د مينې په باب .

ðهغه چې په معامله كى پر خلكو ظلم نه کوي،په وينا كى يې دروغ نه وي، ژمنماتی نه وي؛ نو سړيتوب يې پوره،عدالت يې ښكاره، اجر يې ثابت اوغيبت يې حرام دى.

ðد مؤمن هر څه درناو وړ دي .

ðزړه سوی وكړئ ان كه په يو سلام وي.

ð ايمان؛ پر ژبه منښته، پر زړه ګروهه او پر غړيو عمل ته وايي .

ðشتمني د مال زياتوالي ته نه؛ بلكى حقيقي شتمني د روح بې اړۍ ته وايي.

ð له شره ځان ساتنه صدقه ده.

ðزما د امت د عاقل لپاره څلور څيزه په كار دي: علم ته غوږ ايښوول،په مغزو كې يې ساتل او خپرول يې .

ðځينې ويناوې جادويي دي،ځينى علمونه جهل وي او ځينې ويناوې د ژبې بېوسي وي.

ðسنت دوه ډوله دى : واجب سنت، چې تر ما وروسته پرې عمل لازم او پرېښوول يې بېلاري ده او بل مستحب سنت،چې عمل پرې ثواب لري او پرېښوول يې عذاب نلري .

ðچا چې د سلطان خوشحالولو ته څښتن خپه كړ؛نو له دينه وتلى دى.

ð نېک چلن تر نېكۍ غوره دى او تر بدو بد د بد چلن خاوند دى .

ðهغه چې څښتن يې د ګناه له ذلته د لاروۍ عزت ته راواړوي؛ نو بې له شتمنۍ به يې شتمن كړي،بې ټبره به يې عزيز كړي،بې ملګري به يې ارام كړي. څوك چې له څښتنه ووېرېد؛ نو څښتن به ترې ټول ووېروي او څوك چې له څښتنه نه وېرېږي؛ نو څښتن به يې له هر څه ووېروي. څوك چې د څښتن په لږه روزي راضي شي؛ نو څښتن به ترې په وړوكي عمل راضي شي. څوك ،چې د حلالې روزۍ له ګټلو شرم ونکړي؛ نو خرڅ به يې سپك، خيال به يې ارام او اولاد به يې پر هوسا وي. څوك چې له دنيا زړه وشلوي؛ نو څښتن به يې په زړه كې د حكمت چينې روانې كړي.

ðپه دنيا كى زهد او پارسايي: د هيلو لنډول، د هر نعمت شكر او له هغه څه چې څښتن حرام كړي دي ځان ساتل

ð د خير هېڅ كار د ريا لپاره مه کوه او له شرم او حياء پښه مه اړوه .

ðامت ته مې له درېیو څيزونو وېرېږم: بخل چې ورته لاس پر سينه ودرېږي. هغه هوس،چې لاروي يې وشي. مشر،چې په خپله بېلارې وي.

ðد چاچې غوسه ډېره وي، بدن به يې ډېر ناروغ وي .څوك چې پخپله بد وي؛نو پخپله به په عذاب كې وي او څوك چې له خلكو سره په جګړه كې وي؛ نو پت او ستروالى به يې پر سيند لاهو وي .

ðهغه زما د امت تر ټولو بد دى،چې له وېرې يې درناوى وشي او هغوى له ما څخه نه دي، چې له وېرې يې درناوى كېږي .

ðزما امتي نه دى،چې تل يې ټول اند و ذكر بې له څښتنه وي؛نو له څښتنه بېل دى. مسلمان نه دى،چې د مسلمانانو چارو ته ملا نه تړي او هغه، چې ذلت ته ځان سپاري، زما له كورنۍ څخه نه دى .

ðد حضرت معاذ زوى،چې مړ شو؛نو رسول الله(ص) ورته دا ليك وليكه: له محمد رسول الله نه معاذ بن جبل ته! سلام دې پر تا وي، ستاېنه د هغه خداى كوم، چې بې له هغه بل څښتن نشته! اما بعد: اورېدلي مې دي،چې د خپل زوى په وير كې، چې د څښتن په حكم مړ شوى،بې صبري كوې، زوى دې د څښتن له نعمتو او امانت يې و، چې تا ته يې درسپارلى و، يوې مودې ته يې دركړى و او چې اجل يې راورسيد؛ نو درنه يې واخست. إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ. پام دې وسه، چې ډېره بې صبري دې اجر تباه نه کړي. هله چې د خپګان ثواب ته ورسې؛ نو پوه به شې،چې دا ثواب تر هغه خپګانه ډېر زيات دى، چې څښتن د مصيبت پر مهال خپل بنده ته ټاکلى و. پوه شه، چې چغې او سورې مړى نه را ژوندى كوي او نه تقدير بدلولاى شي؛نو صبر وكړه او الهي ژمنې ته په تمه شه. معاذه! پر داسې خبره خواشينى يې،چې د ټولو ګرېوان ته به لاس وراچوي. د څښتن درود او رحمتونه دې پر تا وي.

ðد قيامت له نښو د قرآن د قاريانو ډېروالى،د فقهاوو كموالى،د اميرانو ډېروالى،د رښتينو لږوالى،د بارن ډېروالى او د بوټو كموالى دى.

ðد هغوى حاجتونه ماته راورسوئ،چې ماته نشي رارسېداى؛ څوك چې د هغه نيازمند حاجت، واكمن ته ورسوي، چې واکمن ته نشي رسيداى؛ نو څښتن به يې د قيامت پر ورځ پر صراط پښى و نه خويوي.

ðدوې خبرې غريبې دي: له بې عقله حكيمانه خبره؛نو مه يې منئ او له حكيمه بې ځايه خبره ؛نو ترې تېر شئ.

ðله منافقانه فروتنۍ ځان لرې ساتئ،چې يوازې تن پکې متواضع وي؛ نه زړه.

ðډالۍ قبوله كړئ او عطر تر ټولو غوره ډالۍ ده .

ðاحسان يوازې له دين پال او له كورنۍ سره يې روا دى.

ðد بېوسو جهاد حج دى .

ðد ښځې جهاد له مېړه سره په مينه چلن دى .

ðلورنه نيم دين دى.

ðمنځلارى به هېڅكله فقير نشي .

ðصدقه روزي زياتوي .

[1] (الکافي ٨\ ٨١)

[2] ( وسايل١٦\٦٢)

[3] (مستدرک الوسايل ١٢ \ ١٠٣)

[4] ( العياشي تفسير ٢\٢٣٩)

[5] ( دالامام العسکرى تفسير ٥٨٤ مخ )

[6] (مشکاة الانوار : ٢١٤مخ )

[7] (الکافي ٤\٤٦٤)

[8] ( الکافي ٥\٣٢٦)

[9] (مستدرک الوسايل ٥\٦٩)

[10] (وسايل ٥\ ٥٤)

[11] ( الجعفريات : ٢٢٤)

[12] (مستدرک الوسايل   ١٢\ ٤٨)

[13] ( من لا يحضره الفقيه ٤\١٣)

[14] (مستدرک الوسايل ١٢\٣٠ )

[15] (رجال الکشى : ٣٩٢)

[16] ( وسايل ٢\ ٣٤٢)

[17] ( الکافي ١\ ١٢ )

[18] ( الکافي ١\ ٢٣)

[19] (بحارالانوار ١١\ ٥٥)

[20] (بحارالانوار ٧٢\ ٥٣)

[21] ( النوادر للراوندي : ٥مخ )

[22] (وسايل ٢٥\ ١٧٨)

[23] (طبراني)

[24] ( الکافي ٢\٣٦٣)

[25] (مستدرک الوسايل ١٤ \١٣)

[26] ( النوادر للراوندي :٥)

[27] ( الکافي: ٣٦٤)

[28] ( بخاري – مسلم )

[29] ( الکافي ٢\٢٩٠ )

[30] (من لا يحضره الفقيه ٤\٤١٢)

[31] ( بحار ٧٧/١٦٥)

[32] ( کنز ٣/٢٧٥)

[33] ( الکافي ٢\٣٥١)

[34] ( الکافي ٢\ ٣٥٣)

[35] (بحارالانوار ٦٦\٣٨٢)

[36] ( بحارلانوار ٢٧\ ٢٢٥ )

[37] ( عيون الرضا ٢\ ٧٠)

[38] (د نهج البلاغې شرحه ٩\٦٩)

[39] (تحف العقول)

[40] (تحف العقول).

[41] هماغه سرچینه

[42] هماغه سرچینه

[43] هماغه سرچینه

[44] هماغه سرچینه

[45] هماغه سرچینه

[46] هماغه سرچینه

[47] (تحف العقول)

[48] هماغه سرچینه

[49] (تحف العقول)

[50] (تحف العقول)

[51] هماغه سرچینه

[52] هماغه سرچینه

[53] هماغه سرچینه

[54] هماغه سرچینه

[55] هماغه سرچینه

[56] هماغه سرچینه

[57] هماغه سرچینه

[58] (پورته منبع)

[59] (پورته منبع)

[60] (پورته منبع)

[61] تحف العقول

[62] (پورته منبع)

[63] هماغه

[64] (پورته منبع)

[65] هماغه

[66] هماغه

[67] هماغه

[68] . (پورته منبع)

[69] (پورته منبع)

[70] (پورته منبع)

[71] (پورته منبع)

[72] (پورته منبع)

[73] (پورته منبع)

[74] (پورته منبع)

[75] (پورته منبع)

[76] .تحف العقول

[77] .تحف العقول

[78] (پورته منبع)

[79] (پورته منبع)

[80] (پورته منبع)

[81] (پورته منبع)

[82] (پورته منبع)

[83] (پورته منبع)

[84] .تحف العقول

[85] (پورته منبع)

[86] (پورته منبع)

[87] (پورته منبع)

[88] (پورته منبع)

[89] (پورته منبع)

[90] (پورته منبع)

[91] (پورته منبع)

[92] (پورته منبع)

[93] (پورته منبع)

[94] (پورته منبع)

[95] (پورته منبع)

[96] .تحف العقول

[97] (پورته منبع)

[98] (پورته منبع)

[99] ددې برخې سرچینه هم د تحف العقول کتاب د پېغمبراکرم د یناوو برخه ده

[100] دا برخه د تحف العقول کتاب د پېغمبر اکرم د ویناوو برخې اخستل شوې ده

[101] (پورته منبع)

[102] .دا برخه د تحف العقول کتاب د پېغمبر اکرم د ویناوو برخې اخستل شوې ده

[103] دا برخه د تحف العقول کتاب د پېغمبر اکرم د ویناوو برخې اخستل شوې ده

[104] دا برخه د تحف العقول کتاب د پېغمبر اکرم د ویناوو برخې اخستل شوې ده

[105] . دا برخه د تحف العقول کتاب د پېغمبر اکرم د ویناوو برخې اخستل شوې ده

[106] دا برخه د تحف العقول کتاب د پېغمبر اکرم د ویناوو برخې اخستل شوې ده

[107] (توبه _37)

[108] (توبه/36)

[109] (تحف العقول)

[110] دا برخه د تحف العقول کتاب د پېغمبر اکرم د ویناوو برخې اخستل شوې ده

[111] ( اسراء 64) (تحف العقول)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!