تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث فيزيولوژيکي انګېزې ð بنيادم يوازې په درې څيزونو کې حق لري : (١)کور،چې پکې اوسېږي . ( ٢) جامې،چې وايې غوندي . ( ٣) اوبه او ډودۍ [1]. ð مسلمانان په دريو څيزونو کې برخوال دي :” اوبه ، واښه، اور” [2]. ð که څوک موږ ته کار کوي؛نو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي احادیث

فيزيولوژيکي انګېزې

ð بنيادم يوازې په درې څيزونو کې حق لري : (١)کور،چې پکې اوسېږي . ( ٢) جامې،چې وايې غوندي . ( ٣) اوبه او ډودۍ [1].

ð مسلمانان په دريو څيزونو کې برخوال دي :” اوبه ، واښه، اور” [2].

ð که څوک موږ ته کار کوي؛نو ښځه دې وکړي،که خادم نه لري، خادم دې ونيسي،که کور نه لري،جوړ دې يې کړي [3].

ð که ناروغ مو څه ته لوهه – اشتها درلوده؛نو وريې کړئ[4] .

ð تر اودسماتي وروسته دعا: د خداى شکر دى، چې دا رنځ يې رانه لرې کړ او ارام يې کړم [5].

ð که له تاسې هر يو خپله ورځ په ډاډه زړه او روغه سټه او ورځنيو خوړو پيل کړئ(؛نو)داسې ده،چې لکه ټوله دنيا ورکړ شوې وي [6].

ð بنيادم تر خپلې ګېډې بدتر لوښى نه دى ډک کړى، بنيادم ته همدومره خواړه بس دي، چې ملا يې پرې سمه شي (انرژي واخلي) او که خوله يې و نه نيواى شوه ؛نو د معدې له څلورو برخو دې درې برخې خوړو اوبو او سا اېستو ته پرېږدى . (او يوه برخه دې مړوي.[7])

 

د بشري نوعي پايښت

ð واده کول زما له سنتو دي؛نو څوک مې چې پر سنتو عمل ونکړي، له ما ځنې نه دى. واده وکړئ؛ ځکه زه پر امتونو ستاسې پر ډېرښت وياړم،د چاچې له وسې پوره وي؛ واده دې وکړي او چې بېوسى وي روژه دې ونيسي؛ځکه روژه د شهوت مخه نيسي [8].

ð له مهربانې او زېږندونکې ښځې سره واده وکړئ؛ځکه زه پر ملتونو ستاسې پر ډېرښت وياړم [9].

ð له تاسې چې هر يو کوروالى کوئ؛نو صدقه ده[10].

ð له حضرت “جابر بن عبدالله” روايت دى،چې : رسول الله (ص) تر ګوتو وهلو او ملاعبې مخکې کوروالى منع کړى دى[11] .

ð د رسول الله (ص) په يوه ځاى کې دمه شوه،يو صحابي کونج ته ولاړ او د يو مارغه هګۍ يې راوړه. مارغه د پېغمبراکرم او اصحابو پر سر په الوتو شو. آنحضرت ويل : تاسې کوم يو دا مارغه ځورولى دى؟ يوه ويل : ما يې هګۍ راوړې . آنحضرت ورته وويل: بېرته يې يوسه او په بل روايت کې راغلي،چې پرې ولورېږه او هګۍ يې بېرته يوسه [12].

 

اروايي او روحي انګېزې

ðهر زوکړي پر “فطرت” زېږوي او دا مور و پلار يې دي،چې هغه يهودي، مسيحي او مجوسي کوي؛لکه څنګه چې څاروي،پوره څاروي زيږوي، ايا پکې نيم پوزې ګورئ؟ حضرت ابوهريره وويل : که غواړئ، ويې لولئ: فطرة الله التى فطر الناس عليها [13].

ð هر انسان په فطرت زېږي،تر هغه چې خولى يې پرې وازېږي؛نو په دې وخت کې يې مورو پلار يهودي او نصراني کوي[14]

ð له حضرت “حذيفه بن يمان” روايت دى،چې رسول الله (ص) موږ ته دوه حديثونه وويل،چې د يو عملي کول مو وليدل او د بل عملي کېدو ته سترګې پر لار يو. موږ ته يې وويل : امانت د خلکو د زړونو په تل کې کېناست بيا قرآن نازل شو او له قرآنه يې زده کړل او له سنتو يې زده کړل [15].

ð پالونکي مې راته امر وکړ، نن يې چې راته څه وښوول،تاسې ته يې(هم) دروښيم، چې نه پوهېږئ:”بنده ته مې،چې څه شتمني بښلې (ورته) حلاله ده او ما خپل ټول بندګان حنيف (مؤحد او پر دين ولاړ) پيدا کړي دي؛خو شيطانان ورته ورغلل او له خپل دينه يې بې لارې کړل او څه چې مې ورته رواکړي ول،پرې يې حرام کړل و يې ويل داسې څه د خداى سيالان کړئ،چې په اړه يې ما کوم دليل نه دى نازل کړى .[16])

 

د سيالۍ د انګېزې په اړه

ð زه تر تاسې مخکې ځم او زه درباندې ګواه يم،پر خدای قسم،چې همدا اوس خپل (د کوثر) حوض وينم،د ځمکې د زېرمو کونجيانې راکړل شوې . پر خداى قسم،ستاسې په باب مې له دې وېره نه ده، چې تر ما وروسته به مشرکان شئ؛بلکې له دې مې وېره ده، چې د دنيا په اړه به په سيالۍ کې اخته شئ [17].

ð پر خدای قسم،زه پر تاسې له فقره نه ډارېږم؛بلکې له دې ډارېږم،چې دنيا درباندې پراخه شي؛لکه چې پر ړومبنيو مو پراخه شوې وه او د هغوى په څېر پکې په سيالۍ اخته شئ او د هغوى په څېر مو پوپنا کړي[18].

ð يوازې په دوو څيزونو کې سيالي وکړئ : چا ته چې خداى قرآن وربښلى وي او شپه و ورځ پرې لګيا وي، لارښوونې يې عملي کوي؛نو يو څوک ووايي،چې کاشکې د پلاني په څېر ما ته هم راکړل شوي واى، چې د هغه په څېر مې عمل کولاى او بل هغه چې خداى ورته شتمني ورکړي وي او انفاق او صدقه ترې ورکوي؛نو يو بل ووايي چې: کاشکې د هغه په څېر ماته هم راکړ شوې واى،چې ما هم صدقه ورکولاى[19] .

ð له حضرت “عبدالله بن عمر” نه روايت دى چې:پېغمبر به اس د سيالۍ لپاره چمتو کاوه [20].

 

د مالکيت انګېزه

ð که بنيادم د سرو دوه سيندونه درلوداى بيا يې هم ښه اېسېدل،چې درېم هم ولري،يوازې خاوره ده،چې بنيادم مړولاى شي(او بس) او خداى د توبه ګار توبه قبلوي [21].

ð زوړ زړه له دوو څيزونو سره په مينه کې ځوان وي : اوږد ژوند او ډېره شتمني [22].

 

د انګېزې او عاطفې تر منځ اړيکه

ð خدايه! له لوږې پناه دروړم؛ځکه ناوړه ملګرې ده[23] .

ð خداى تعالى وايي : روژه زما لپاره ده او زه يې په خپله بدله ورکوم، روژه تي ته دوه خوشحالۍ دي،يو د روژه ماتي پر وخت او بل له خپل پالونکي سره د ليدو پر مهال . [24]

ðمسلمان ورور ته روژه ماتى ورکول او زړه يې خوښول تر (ثوابي ) روژې نيولو ورته ډېرثواب لري[25] .

 

د انګېزو تر منځ شخړه

ð زما مثال د هغه سړي په څېر دى،چې اور بل کړي او همداچې شاو خوا يې رڼا شي؛نو پتنګان او حشرات پکې ځانونه غورځوي،دى يې شړي؛خو هغوى بيا هم ځان اور ته غورځوي،دا دى زما او ستاسې مثال. زه تاسې د ملا له بنده نيسم او له اوره مو لرې کوم او وايم : پام! پام،چې اور دى!؛ خو تاسې مې ټېل وهئ او ځانونه پکې اچوئ [26].

ð هغه ځيرک دى،چې خپل نفس کابو کړي او تر مرګ وروسته نړۍ ته کار وکړي او هغه بېوسه دى،چې خپل نفس د خپلو هوسونو او غوښتنو تابع کړي او له خدايه هيلې غواړي[27] .

ð دنيا ښه او خوږه ده او تاسې پکې د خداى ځايناستي ياست،چې وويني،څرنګه چلن کوئ؛نو له دنيا او ښځو ډډه وکړئ؛ځکه د بني اسرائيلو لومړۍ فتنه (او ازمېښت) له ښځو وه.[28]

ð زما تر مړينې ورسته ښځې نارينه و ته ډېره زيانمنه فتنه ده [29].

ð پر تاسې له دې څيزونو ډېر ډارېږم : شهوت،پيسې،ګېډه،عورت او بې لارې کوونکې فتنې[30] .

ð له دنيا مې ښځه او عطر خوښېږي او لمونځ مې د سترګو رڼا ده[31].

ð د حضرت عثمان بن مظعون(رض) ښځه په جړو وېښتانو حضرت عايشې بي بي ته راغله. عايشې بي بي ورته وويل: ولې داسې يې؟ ښځې ورته وويل :مېړه مې د ورځې روژه وي او د شپې پر عبادت بوخت وي . رسول الله (ص) چې راغى(؛نو) عايشې بي بي ورته دا کيسه وکړه : رسول اکرم چې حضرت عثمان وليد، ورته يې وويل : عثمانه! رهابنيت راباندې فرض شوى نه دى؛خو ايا زه درته بېلګه نه يم؟ پر خداى قسم! زه تر تاسې ټولو له خدايه ډېر ډارن يم او تر هر چا يې ډېر پولې او حدود په پام کې نيسم اوعملي کوم[32] .

ð درې تنه د رسول الله (ص) د ښځو کورونو ته ورغلل،چې د پېغمبر د عبادت په اړه وپوښتي؛نو چې خبر شول،هغه يې ډېر لږ وګاڼه؛نو ويې ويل : موږ له پېغمبر سره توپير لرو، د هغه وړاندې وروسته ګناهونه بښل شوي دي،وروسته يې يو وويل :بيا زه ټوله شپه پر لمانځه او عبادت تېروم . بل وويل : زه مدام روژه يم . درېمني يې وويل: زه هم له خپلې ښځې ګوښه کېږم او کله به هم ورسره کوروالى ونه کړم . په دې ترڅ کې پېغمبراکرم راغى او ويې ويل : دا ستاسې خبرې وې؟ پر خداى قسم زه تر تاسې ټولو له خدايه ډېر ډارن او پرهېزګار يم؛خو کله روژه يم او کله نه،لمونځ کوم او د شپې چې ويده کېږم،له ښځو سره کوروالى هم کوم؛نو چاچې زما له سنتو مخ واړاوه؛نو له ما ځنې نه دى [33].

ð عبدالله! ځينې ورځې روژه نيسه او ځينې ورځې يې خوره، د شپې په يوه برخه کې عبادت کوه او په يوه کې يې ويده کېږه؛ځکه بدن دې هم درباندې حق لري،سترګې دې هم درباندې حق لري او ښځه دې هم درباندې حق لري [34].

ð رسول الله (ص) د دنيا پرېښوول منع کړي دي[35] .

ð دين اسان دى او کله هم څوک له دين سره ځان نه اړموي ؛خو دا چې مغلوب شي؛نو منځلاري خپله کړئ او نږدې شئ او خوشحاله وسئ او له ګهيځ ،مازيګر او لږ څه له شپې مرسته وغواړئ . او په بل روايت کې راغلي چې : او نږدې شئ او ګهيځ او مازيګر او لږه شپه( په عبادت کې تېره کړئ)منځلاري،خپله کړئ،چې (موخې ته) ورسئ[36] .

ð پېغمبراکرم جومات ته راننووت،ويې ليدل،چې د دوو تنو تر منځ يوه رسۍ غځول شوې وه. ويې ويل : دا د څه لپاره؟ورته وويل شو،چې دا کار زينب کړى دى،چې کله بې حاله شي؛نو هغه به نيسي . پېغمبر وويل : رسۍ ايله کړئ او لمونځ مو په سم حال او ښېرازۍ کې وکړئ او چې ستړي شئ؛استراحت وکړئ [37].

د انګېزو کابو کول

( الف) د حلالو له لارې کابو کول

خلکو! ستر يوازې الله دى او يوازې پاک قبلوي، ستر خدای مؤمنانو ته هماغه ويلي،چې استازيو ته يې ويلي دي . ويلي يې دي :” استازيو! له پاکو څيزونو وخورئ او نېکې چارې وکړئ” او ويلي يې دي : “مؤمنانو! له پاکو څيزونو مو چې روزي درکړې،وخورئ”.بيا آنحضرت د يوه سړي مثال راوړ،چې اوږده لار يې وهلې،ستړي او په دوړو خيرن لاسونه اسمان ته پورته کوي او پالونکيه! پالونکيه! وايي . حال داچې خواړه، څښاک او اغوستن يې حرام دي او په حرامو موړ شوى دى؛نو ددغسې وګړيو دعا خو نه قبلېږى؟[38]

ðاو ځينې وګړي په ناحقه د خداى مال ته لاس ورغځوي او د قيامت پر ورځ يې برخه اور دى [39].

ð حلال څرګند دي،حرام هم څرګند دي او د دوى ترمنځ شکمنې چارې دي،چې ډېرى خلک د هغوى (په حلالو او حرامو) نه پوهېږي؛نو څوک چې له شبهاتو ځان وساتي؛خپل دين او پت يې ساتلى دى او څوک چې په شبهاتو کې ولوېد؛په حرامو کې لوېږي؛لکه د هغه شپانه په څېر،چې (خپله رمه) د پاڼ پر غاړې څروي او نږدې وي،چې ولوېږي . پوه شئ،چې هر پاچا څر ځاى لري او د خداى څر ځاى د هغه حرام دي[40] .

ð زنا کار د زنا پر مهال مؤمن نه دى . غل د غلا پر مهال مؤمن نه دى. شرابخور د شراب څښلو پر مهال مؤمن نه دى او د هغه قيمتي څيز لوټونکى د لوټلو پر مهال مؤمن نه دى،چې د خلکو سترګې وراوړي[41].

(ب ) په منځلارۍ د اړتياوو د پوره کولو دود

ð وخورئ،وڅښئ او واغوندئ؛خو له پولو مه اوړئ (اسراف مه کوئ) او کبرجن مه وسئ[42].

ð د دوو تنو خواړه،درېو ته (او په بل روايت کې څلورو تنو) ته بس دي او د درېو تنو خواړه څلورو ته بس دي او په بل روايت کې د څلورو تنو خواړه اتو تنو ته بس دي [43].

(ج) د جنسي انګېزې کابو کونه

ðد ځوانانو ټوليه! د هر يو،چې له وسې پوره وي؛نو واده وکړئ؛ځکه واده له حرامو د ژغورنې لامل دى،چې (انسان) پاکلمنى کوي او چې څوک وس نه لري،روژه دې ونيسي؛ځکه روژه شهوت لرې کوي[44] .

ð رسول الله (ص) : عکافه! مېرمن دې شته؟ ورته يې وويل : نه . ((وينځه دې شته؟)) ورته يې وويل: نه . ورته يې وويل: شتمني دې شته ؟ ورته يې وويل : هو! پېغمبر وويل : ((نو ته د شيطان له وروڼو يې، که نصراني وې؛ نو د هغوى يو راهب به وې؛خو زما سنت واده دى . په تاسې کې ډېر ناوړه “بې واده” دي او دا ډېر ناوړه،مړى مو (هم) بې واده دی . ايا له شيطان سره لوبې کوئ،ښځې صالحانو ته د شيطان تېرې تورې دي؛خو واده والا له چټليو خوندي دي .”عکافه” افسوس درباندې! “ايوب”،”داوود”،”يوسف” او “کرسف” مېرمنې درلودې ))وپوښتل شو: کرسف څوک و؟ آنحضرت ورته وويل: (( يو سړى و، چې د سمندر پر غاړې يې درې سوه کاله عبادت کاوه،د ورځې روژه او شپه يې پر لمانځه تېروله بيا پر يوې ښځې مين شو او د خداى عبادت يې پرېښود او پر ستر خداى کافر شو بيا يې خداى له تېرو تېر شو او د هغه توبه يې ومنله .”عکافه”! پر تادې افسوس وي،واده وکړه او که نه له مذبذبانو به يې[45].

ð که د چا دين او خوى مو ښه ايسېده او (د خور لور) غوښتنې (او مرکې) ته مو راغى؛نو وريې کړئ،که داسې ونه کړئ؛نو پر ځمکه به ګډوډي او فساد خپور شي[46].

ð د نجلۍ چې مياشتنى (عادت) راغى؛نو سمه نه ده (چې داسې جامې واغوندي،چې) بدن يې ترې معلوم شي؛خو بې له مخ او لاسونو يې[47] .

ðعلي!پرله پسې مه ګوره؛ځکه لومړى کتل دې حق دي؛ خو دويم ځل نه[48]!

ð که کومه ښځه مو خوښه شوه او په زړه کې مو کېناسته؛نو ولاړ شئ او له خپلې مېرمن سره کوروالى وکړئ ؛ځکه دا چار په زړه کې راپيدا شوى اغېز له منځه وړي[49] .

(د) د غوسې د انګېزې کابو کول

ð يوه مسلمان ته هم روا نه ده،چې بل مسلمان وډاروي[50] .

ðڅوک چې مؤمن ته زيان ورسوي،خداى به هغه ته زيان ورسوي او څوک چې له مؤمن سره دښمني وکړي،خداى به له هغه سره دښمني وکړي [51].

ðملعون دى هغه چې مؤمن ته زيان ورسوي يا ورسره چل وکړي [52].

ð هغه مسلمان دى،چې مسلمانان يې له لاس او ژبې خوندي وي [53].

ð د قيامت پر ورځ د مؤمن په تله کې بې تر ښه خوى بل دروند څيز نشته، د خداى تعالى د سپکو سپورو ويونکى نه خوښېږي[54].

ð مسلمان د مسلمان ورور دى،خيانت ورسره نه کوي،دروغ ورته نه وايي او يوازې يې نه پرېږدي،پر مسلمان د مسلمان ټول څيزونه حرام دي؛پت او آبرو يې،شتمني يې او وينه يې . تقوا دلته ده، د يو چا بدۍ ته دومره بس دى،چې خپل مسلمان ورور سپک وګڼي[55].

ð مفلس پېژنئ! ورته يې وويل : هغه چې پيسې او شتمني ونه لري. آنحضرت ورته وويل : هغه مې د امت مفلس دى،چې د قيامت پر ورځ له لمونځ،روژې او زکات سره راشي او بلخوا يوه ته يې کنځلې کړې وي، په بل پسې يې تور تړلى وي،د يو يې مال خوړلى وي او د يوه بل يې وينه تويه کړې وي او بل يې وهلى وي؛نو دوى هر يو ته د هغه نېک کارونه ورکول کېږي او که په اړه يې له پرېکړې کولو وړاندې نېکې چارې پاى ته ورسي؛نو له هغوى ګناهونه را اخستل کېږي او پرده وربارېږي؛نو بيا يې په اور کې غورځوي [56].

ð پوهېږئ،چې غيبت څه ته وايي؟ ورته يې وويل :خداى او پېغمبر يې ښه پوهېږي . آنحضرت ورته وويل : دا چې ورور يې داسې څه ووايي، چې ښه يې نه ايسي . يو وپوښتل : ان که داسې څه (هم) وي،چې په هغه کې وي؟آنحضرت ورته وويل : که څه ستا ويلي پکې وي؛نو د هغه دې غيبت کړى او که ستا ويلي پکې نه وي؛نو تور دې ور پورې تړلى دى [57].

ðهغوى چې ايمان مو راوړى او ايمان مو د زړه تل ته نه دى رسېدلى،مسلمان مه ازاروئ،مه يې رټئ او عيبونه يې مه راسپړئ؛ ځکه څوک چې د مسلمان ورورعيبونه راوسپړي،خداى تعالى به يې عيبونه راوسپړي او خداى، چې د چا عيبونه راوسپړي؛نو رسوا به يې کړي،که څه په خپل کور کې وي [58].

ðد خبرې وړونکى راوړونکی (چغلګر) جنت ته نشي تلاى [59].

ðکه دوه مسلمانان یو د بل پر وړاندې توره راوکاږي؛نو قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي . آنحضرت وپوښتل شو: قاتل خو سمه ده؛نو مقتول ولې؟ ورته يې وويل : هغه هم هڅه کوله،چې هغه بل ووژني او په بل روايت کې راغلي دي چې : د هغه بل هم نيت و،چې دا بل ووژني[60].

ð له حضرت”عبدالله بن مسعود”(رض) نه روايت دى،چې پېغمبراکرم ويلي دي : مسلمان ته کنځلې کول فسق او جګړه کول ورسره کفر دى [61].

ð تر ما وروسته کفر ته وا نه وړئ او یو د بل څټونه غوڅ نه کړئ [62].

ð او که د اسمان او ځمکې اوسېدونکي د مؤمن په وينه تويولو کې برخه اخلي؛نو خداى ټول په اور کې غورځوي[63].

ð د مسلمان تر وژنې خداى ته د دنيا له منځه وړل ډېراسان دي [64].

ð د قيامت پر ورځ تر هر څه وړاندې د وينې د مسئالې په اړه پرېکړه کېږي [65].

ð له ما سره به په دې شرط بيعت کوئ چې له خداى سره به شرک نه کوئ،غلا مه کوئ،زنا مه کوئ او کوم نفس،چې خداى حرام کړى وي، په ناحقه مه وژنئ[66].

ð له اوو پوپنا کوونکيو ځان وژغورئ : ( ١) له خدای سره له شرکه (٢) کوډې کول (٣) په ناحقه د حرام کړي هغه نفس وژنه . ( ٤) سود خوړل ( ٥) د يتيم د مال خوړل ( ٦) له جهاده تېښته ( ٧) پر پاکلمنو ښځو تور [67].

ð څوک چې “اهل ذمه ووژني”؛نو د جنت بوى به بوى نه کړي[68].

(ه) د ملکيت د انګېزې کابو کول

ðمړښت د ډېرې شتمنۍ په درلودو کې نه؛بلکې (واقعي) مړښت د نفس په غنا کې دى .

ð له ظلم ډډه وکړئ؛ځکه ظلم د قيامت د ورځې تيارې دي. له سختې کنجوسۍ ځان وژغورئ؛ځکه ستاسې ړومبني يې پوپنا کړي دي، هغوى يې اړ کړل،چې یو د بل وينه تويه کړي او یو د بل حرام حلال کړي [69].

ð بدمرغه هغه دى،چې د پيسو او جامو بنده وي،که دا ورته ورکړل شي؛نو خوښېږي او که ور نه کړل شي؛نو خوشحاله نه وي [70].

ð د ډېر جايداد د لاس ته راوړو هڅه مه کوئ،چې دنيا ته لېوالېږئ [71].

ð د صدقې ورکول شتمني نه کموي [72].

ð خداى تعالى ويلي دي : د آدم اولادې!انفاق وکړه،چې انفاق درسره وشي [73].

ð هره ورځ پر بندګانو دوې پرښتې راکېوځي،يوه يې وايي : خدايه! نفقه ورکوونکي ته بدله ورکړه او بله يې وايي: خدايه ممسک زيانمن کړه[74].

ðمسلمان،چې بربنډ مسلمان په جامو پټ کړي؛نو خدای به شنې جنتي جامې ورواغوندي او هر مسلمان،چې وږی مسلمان موړ کړي؛نو خدای به پرې جنتي مېوې وخوري او هر مسلمان،چې تږى مسلمان خړوب کړي؛نو خدای به پرې جنتي سرپوښ شراب وڅښي[75].

 

د غريزې بېلاري

ðپر امت مې د “لوط” د قوم له کانې ډېر ډارېږم [76].

ðخداى دې هغه په لعنت کړي،چې له کوم څاروي سره کوروالى کوي، خداى دې هغه په لعنت کړي،چې د “لوط” د قوم چارې کوي .( دا يې درې ځل وويله) [77].

ðڅوک چې له محرمې سره کوروالى وکړي (؛نو) و يې وژنئ [78].

ð نارينه چې ځان د ښځو په څېر کوي او ښځې،چې ځان د نارينه وو په څېر کوي؛نو رسول الله (ص) پرې لعنت ويلى دى[79].

مور

ð يو سړي د خپلې مور د بدخويۍ په اړه رسول الله (ص) ته شکايت وکړ؛ خو په ځواب کې يې ورته وويل: چې نهه مياشتې يې پر ګېده وې؛نو بدخويه نه وه! سړي وويل: هغه بدخويه ده. آنحضرت ورته وويل: او چې دوه کاله شيدې يې درکړې؛نو داسې نه وه! سړي وويل: هغه بدخويه ده. هغه وخت چې ستا لپاره د شپې نه ويدېده او د ورځې يې تنده تېروله؛نو داسې نه وه. سړي وويل: بدله مې يې ور پوره کړه. رسول الله (ص) وويل: څه دې ورته ورکړل؟ويې ويل: پر شا مې حج ته بوتله. ورته يې وويل:ان د لنګوال د يو درد بدله دې هم نه ده ورکړې [80].

ðمور ته دې پام وسه! مورته دې پام اوسه! مورته دې پام اوسه! بيا دې پلار ته او ورپسې څوک چې درته نږدې وي [81].

 

مينه

(الف) له خداى تعالى سره مينه

ð له خداى سره ځکه مينه کوئ،چې پېرزوينې درباندې کوي..،او له ما سره له دې امله مينه ولرئ،چې له خداى سره يې لرئ او له اهلبيتو سره مې له ما سره د دوستۍ له امله مينه ولرئ [82].

ð ستا مينه او له هغه سره مينه مې روزي کړه،چې ستا پر وړاندې د مينې وړ وي [83].

ðله تا مينه غواړم او هم له هغه سره مينه غواړم،چې له تا سره مينه لري او ( همداراز له هغو کړنو سره مينه،چې ستا له مينې سره مې نږدې کوي.[84])

ð داود (عليه السلام) پخپلو دعاګانو کې ويل : خدايه! له تا غواړم،چې درسره مينه ولرم،له هغه سره مينه ولرم،چې له تاسره مينه لري او داسې کړه وړه،چې مينې ته مې در رسوي .

ð خدايه! داسې مې کړې،چې تر ځان، کورنۍ او سړو اوبو راته ګران اوسې [85].

ð د هغه به ايمان پوره شوى وي،چې دوستي هم د خداى لپاره وکړي او دښمني هم د خداى لپاره او نفقه هم د خداى لپاره ورکړي [86].

ð د خداى لپاره دوستي او دښمني کول،ډېر غوره کړه وړه دي [87].

 ( ب ) له رسول الله (ص) سره مينه

له تاسې يو هم ايمان نه لري؛خو داچې زه ورته تر پلاراولاد او ټول خلکو ګران يم [88].

ð که په چا کې دا درې څيزونه وي؛نو د ايمان خواږه به يې څکلي وي.

( ١) تر هر څه ورته خداى او پېغمبر يې ډېر ګران وي .

( ٢) له چا سره مينه يې يوازې د خداى لپاره وي .

( ٣) لکه چې نه يې خوښېږي په اور کې وغورځول شي (دغسې يې) ښه نه ايسي،چې کفر ته واوړي [89].

ð له چا سره،چې زما مينه وى؛نو په جنت کې به راسره وي [90].

 

( ج) له خلکو سره مينه

ð مؤمن مينه ناک دى او چې داسې نه وي (؛نو) خير پکې نشته[91].

ð له يو څيز سره مينه انسان ړوند و کوڼ کړي [92].

ð پر هغه خداى قسم،چې ساه مې يې په واک کې ده،جنت ته به ولاړ نشئ؛ خو داچې مؤمنان شئ او هله به مؤمنان شئ،چې يو له بل سره مينه ولرئ،ايا د خپلمنځي مينې د پيدا کولو لاره چاره دروښيم؟پر سلام اچولو مو ترمنځ مينه پيدا کېږي [93].

ð خلکو!واورئ،خبر اوسئ او پوه شئ،چې د خداى داسې بندګان هم شته چې نه پېغمبران دي او نه شهيدان؛خو دوى ته سيالي ورځي،چې څنګه هغوى له خداى سره د نږدې مقام خاوندان دي . يو بېدياني وپوښتل : هغه څوک دي؟ آنحضرت ورته وويل: هغوى چې يو له بل سره د خپلوۍ اړيکې نه لري؛خو د خدای لپاره يو له بل سره مينه او اخلاص لري،خداى هغوى د قيامت پر ورځ د رڼا پر منبرونو کېنوي،څېرې او جامې به يې له رڼاګانو وي،د قيامت پر ورځ،چې خلک ډارېږي،هغوى هيڅ ډار نه لري،هغوى “اوليا الله” (د خداى دوستان) دي،چې نه ډار لري او نه خپګان [94].

ð له هغو اوو ډلو،چې په قيامت کې د خداى (د رحمت) تر سيوري لاندې وي، يوه يې دا هم ده چې : دوه تنه،چې د خداى لپاره يو له بل سره دوستي ولري او پردې دوستۍ يو له بل سره ملګري وي او پر همدې يو بله له بېل شي[95].

ð يو سړى د خپل ورور کتو ته بلې سيمې ته روان شو،خداى ورته په لار کې يوه پرښته کېنوله،سړى چې ورورسېد؛نو پرښتې وپوښت: چېرې ځې؟ سړي وويل: د خپل وررو ليدو ته ځم. پرښتې وپوښت: څه حق دې ورباندې دى،چې ترې اخلې يې ؟سړي وويل: نه بلکې د خداى لپاره مې دوست دى،پرښتې وويل: نو پوه شه،چې زه درته د خداى استازې يم . درته ووايم،چې د خداى لپاره دې ور سره دوستي ده؛نو ته هم د خداى دوست يې[96].

ð هله به مؤمن شې،چې څه ځان ته خوښوې،خپل ورورته يې هم خوښ کړې[97].

ð څه چې ځان ته خوښوې؛نو خلکو ته يې هم خوښ کړه،چې مسلمان شې[98].

ðمؤمنان په دوستۍ کې داسې يوه تنه ده،چې يو غړى يې دردمن شو؛ نو نور غړي هم ورسره ناکراره وي [99].

ð څوک چې ښې چارې وکړي او خلک يې وستايي؛نو مؤمن ته بېړنى زېرى دى [100].

ð مؤمنان يو بل ته د هغه ماڼۍ په څېر دي،چې اجزاوو يې يو بل تينګ کړي وي [101].

ð حضرت “سعد بن ربيع انصاري” له حضرت “عبدالرحمن بن عوف” سره ورور شو. “سعد” ورته وويل : زه ډېر شتمن انصاري يم او شتمني درسره نيموم،دوې ښځې لرم،کومه چې دې خوښېږي راته ووايه،چې طلاقه يې کړم او چې عدت يې پوره شو، درواده يې کړم. حضرت”عبدالرحمن”ورته وويل : خداى دې ستا پر اولاد او شتمنۍ برکت کېږدي، بازار مو چېرته دى؟ “عبدالرحمن” په بازار کې په راکړه ورکړه لګيا شو،ښځه يې وکړه او د مديني له شتمنو شو.[102]

ðيو بل ته لاسونه ورکړئ،چې کينې مو له منځه ولاړې شي،يو بل ته ډالۍ ورکړئ،چې مينه مو پيدا شي او دښمنۍ مو لرې شي[103] .

ðخلک د خدای عيال دى او خداى ته هغه ډېر ګران دى،چې له عيال سره يې نېکي وکړي[104].

ðدنيا ته بې پروا وسه،چې د خدای ښه ايسې او څه چې خلک لري، ورته بې پروا وسه،چې د خلکو ښه ايسي[105].

ðد خداى چې کوم بنده خوښېږي؛نو “جبرئيل” راوغواړي او ورته وايي: پلانى مې خوښېږي؛نو ته يې هم خوښ کړه او “جبرئيل” دې يې هم خوښ کړي او په اسمان کې غږ کړي :”پلانى د خداى خوښېږي؛نو تاسې يې هم خوښ کړئ”؛نو اسمانوال يې هم خوښ کړي، ورپسې يې پر ځمکه محبوبيت او ګرانښت خپرېږي او د خداى،چې کوم بنده ښه نه ايسي؛نو “جبرئيل” راغواړي او ورته وايي: پلانى مې دښمن دى؛نو ته يې هم دښمن وګڼه او “جبرئيل” يې دښمن وګڼي او اسمانوالو ته غږ کړي، چې” پلانى د خداى ښه نه ايسي؛نو تاسې يې هم دښمن وګڼئ” او اسمانوال يې دښمن ګني؛نو بيا يې په اړه پر ځمکه کرکه او نفرت خپرېږي [106].

 

( د) د خداى له پنځوليو سره مينه

ð مسلمان چې نيالګى کېنوي يا دانه وکري او الوتونکي،انسانان او څاروي يې ترې وخوري،دا ورته صدقه شمېرل کېږي[107].

ðيو سړى روان و او سخت تږى شو،يوې څاه ته ورسېد؛ورکوز شو، اوبه يې وڅښلې او ترې راووت،و يې ليدل، چې يو سپي له ډېرې تندې ژبه را اېستلې او لمده خټه څټي،سړي له ځانه سره وويل:”دا سپى زما هومره تږى دى”؛نو(بيا) څاه ته کوز شو او خپله پڼه يې له اوبو ډکه کړه او په خوله کې يې ونيوه او راپورته شو او سپى يې خړوب کړ. خداى تعالى يې د کار منندوى شو او ويې باښه. اصحابو وويل: ايا د څارويو د خدمت لپاره موږ ته هم اجر راکول کېږي. آنحضرت وويل : د هر تږي ځيګر د خړوبولو لپاره بدله شته[108].

 

( ه) له اولاد سره مينه

ð رسول اکرم حضرت “حسن بن علي” ښکل کړ. “ازع بن حابس تيمي” هلته ناست و؛ ويې ويل :زه لس اولادونه لرم او يو مې هم نه دى ښکل کړى. رسول اکرم ورته وويل: څوک چې ونه لورېږي،لورنه به پرې ونشي[109].

ð يو بېديانى رسول الله (ص) ته راغى ويې ويل: تاسې کوچنيان ښکلوئ! موږ خو يې نه ښکلوو. رسول الله (ص) ورته وويل: زه څه وکړم،چې خداى ستا له زړه مينه او لورنه اېستې ده[110].

ð حضرت “براء” وايي : رسول الله (ص) مې وليد،چې “حسن” يې پر اوږو کړی دى او وايي: خدايه! دى راته ګران دى، تا ته دې هم ګران وي [111].

ð د پېغمبر سترګې پر “حسن” او “حسين” ولګېدې . ويې ويل: خدايه! دا دواړه راته ګران دي،تا ته دې هم ګران وي [112].

ðحضرت “بُريره” وايي : رسول الله (ص) راته وينا کوله او”حسن” او “حسين”،چې دواړه سرې اجامې اغوستې وې، په تګ کې پر ځمکه هم لوېدل؛راغلل : رسول الله (ص) له منبره راکوز شو او دواړه يې په څنګ کې ونيول او پر زنګانه يې کېنول،بيا يې ورته وويل : خداى رښتيا ويلي چې : شتمني او اولاد مو فتنه (او ازمېينه) ده،سترګې مې پر دوى ولګېدې، چې روان دي او لوېږي،طاقت مې ونه شو، داسې چې خبرې مې پرېښووې او په څنګ کې مې ونيول[113] .

ð څوک چې لور ولري او ژوندى يې ښخه نکړي او سپکه يې نکړي او و يې نه رټي او خپل زوى ترې غوره ونه بولي؛نو خداى تعالى يې جنت ته ننباسي[114].

ð انسان چې خپل اولاد وروزي،تر يو من صدقه ورکولو ورته غوره ده[115].

ðاولاد ته د خپل پلار ډېره غوره ډالۍ داده،چې ښه ادبناکه يې وروزي[116].

ð”ادب” زوى ته د پلار غوره ميراث دى [117].

 

( و ) جنسي مينه

ð عاشقانو ته مې د واده په څېر لار نه ده ليدلې[118].

( ز) له شتمنۍ سره مينه

ð زوړ زړه له دوو څيزونو سره په مينه کې ځوان دى : اوږد عمر او ډېره شتمني[119].

ð مال او شتمني زما د امت ازمېښت وزله ده [120].

ð له شتمنۍ او مقام سره مينه ،د انسان دين ويجاړوي [121].

ð هر امت يوه فتنه لري او زما د امت فتنه شتمني ده[122].

ð که بنيادم د پيسو دوه درې سيندونه درلوداى؛نو د درېمې په لټه کې به هم و.يوازې خاوره د انسان نس ډکولاى شي او خداى د توبه ګار توبه قبلوي[123].

کينه

ð د وړاندنيو امتونو په درد؛يعنې کينه اخته شوي ياست[124].

ð حضرت معاذ بن جبل (رض) وايي : له رسول الله (ص) سره د “ابو ايوب انصاري” په کور کې ناست وم،ومې پوښت: [ يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا [125]= پر هغه ورځ چې [د قيامت] په “شپېلۍ” كې پوكى وشي؛ نو تاسې به ډله ډله (محشر ته) راځئ. له دې آيته موخه څه ده؟ رسول الله (ص) وويل:((زما په امت کې به لس ډلې وي، چې تر نورو به ځانګړي مخونه لري او راروان به وي( او دا دي: ) بيزو،خنزير(څېرې يې) اړول شوي، ړوند، ګونګ او کوڼ، خپلې ژبې به ژوي او له خولې به يې مردار بوي روان وي او ټول به ترې کرکه کوي . تر مرداراو سخا شوي څيز به بدبوي کوي.د اور تنګې جامې به يې اغوستې وي .لاسونه او پښې به يې غوڅې وي او د اور پر دارونو به راځوړندوي.لومړۍ ډله چغلګر دي،دويمه ډله حرامه خواره دي،درېمه ډله سود خواره دي،څلورمه ډله په قضاوت کې تېري کوونکي دي،پينځمه ډله له ځانه راضي او ځانمني دي،شپږمه ډله بې عمله قاضيان اوعلماء دي او اومه ډله د ګاونډيانو ځوروونکي دي،اتمه ډله ظالم ته جاسوسي کوونکي دي،نهمه ډله شهوتپال او هغه دي،چې په خپلو مالونو کې يې د خداى حق نه ورکاوه او لسمه ډله کبرجن دي[126] .

ðڅوک چې د لسو کسانو څارنه پرغاړه واخلي او ورسره عادلانه چلن ونکړي، د قيامت پر ورځ به داسې راروان وي، چې لاس، پښې او سر به يې ((د تبرى)) په سوري کې وي.[127]

ðزنا چې ښکاره شي؛نو ناڅاپي مړينې زياتېږي.په تله کې چې څيزونه له اصلي وزنه کم تول او وپلورل شي؛نو خداى پر خلکو سوکړه راولي . خلک چې د خپلو مالونو زکات نه ورکوي؛نو خداى له ځمکې برکتونه اخلي او کرنې،مېوې او کانونه نه رابرسېره کوي .د خپلوۍ اړيکې، چې پرې شي او دا خوى دود شي؛ نو شتمني د اشرارو لاس ته ورځي او پر نېکيو امر او له بديو منع ته چې شا شي؛نو خداى به پر داسې قوم اشرار واکمن کړي او نېکان يې،چې څومره دعاګانې کوي؛نو نه به قبلېږي[128].

ðخداى ته بې له توبه ګارې ښځې او سړي بل محبوب نه شته.[129]

ðتوبه ګار د خداى محبوب او دوست دى.[130]

ðچېرې،چې ياست، له خدايه وېرېږه او له خلکو سره په ورين تندي چلن کوه؛ګناه چې دې وکړه؛نو نېک کار وکړه، چې ګناه له منځه وړي.[131]

ð رسول الله (ص) وپوښتل شو:د غيبت د ګناه کفاره څه ده ؟ورته يې وويل: د چاغيبت، چې دې کړى وي، له خدايه ورته بښنه وغواړه[132].

ðڅوک رسول الله (ص) ته راغى او ويې ويل: (ګناهونه مې ډېر او نېکې کړنې مې لږې دي.) ورته يې وويل: ((ډېرې سجدې کوه؛ځکه سجدې ګناهونه د ونو د پاڼوغوندې څنډي.[133]))

ðيو څوک پېغمبراکرم ته راغى،و يې ويل: د جاهليت په پېر کې مې لور وشوه؛ ومې روزله او سينګار مې کړه او په څاه کې مې واچوله؛وروستۍ خبره يې دا وه:((پلارجانه!))؛خو اوس ډېر لېپخوره – پېښمانه يم،ددې ګناه کفاره څرنګه ورکړم؟ رسول الله (ص) ورته وويل:(( مور دې ژوندۍ ده.)) ويې ويل: نه. پېغمبراکرم ورته وويل:(( ترور دې شته؟)) ويې ويل:هو. پېغمبراکرم وويل:((نېکي ورسره وکړه؛ځکه ترور د مور په شان وي او ورسره نېکي به ستا د ګناه کفاره شي.[134]))

ð رسول الله (ص) اصحابو کراموته وويل: ((آيا تاسې ته تر ټولو ناوړه انسانان در وپېژنم ؟)) ومو ويل: رسول الله (ص)! خبر مو کړه! ويې وويل:((تر ټولو ناوړه هغه دى، چې تورونه لګوي،پوچه خوله خوځوي، ځان ته خواړه خوري او بښنه نه کوي،خپل مريى وهي،د چا ښځه چې نورو ته پناه يوسي (؛يعنې لګښت يې ورنه کړي او ښځه يې اړه شي،چې نورو ته پناه يوسي[135] .

ðکه په چا کې درې ځانګړنې وي؛نو منافق به وي، که څه روژه ونيسي، لمونځ وکړي او ګومان کوي،چې مسلمان دى: په امانت کې به خيانت کوي، په خبرو کې به دروغ وايي او پر خپله ژمنه په وفا نه کوي[136].

ð رسول الله (ص) وپوښتل شو: (تر تو بې وروسته ) به څه زما ګناهونه له منځه يوسي؟ورته يې وويل:((اوښکې،خضوع او ناروغي.[137]))

ðپېغمبراکرم حضرت ابوذر ته وويل:د ګناه کوچنيوالي ته مه ګوره، وګوره چې له چا سرغړوې[138].

ðڅوک چې د ګناه کولو پر مهال له خندا شين وي؛نو دوزخ ته په ننووتو کې به په کړيکو ژاړي[139].

ðکه د دين عالمان فاسد شول؛نو خلک هم فاسدېږي.[140]

ðزما د امت عوام به سم او اصلاح نشي؛ خو دا چې د امت مخور سم او اصلاح شي. وپوښتل شو،څوک د امت مخور (خواص) دي؟ ويې ويل: څلور ډلې دي: چارواکي، پوهان، عابدان او سوادګر. پوښتنه وشوه دا څرنګه کېداى شي؟ ويې ويل: واکمن د خلکو شپون وي، شپون چې لېوه شي؛نو رمه به څرنګه څروي؟ عالمان د خلکو طبيبان او رنځپوهان دي. طبيب چې ناروغ شي؛ نو څوک به د ناروغانو درملنه کوي.د خداى عابدين خلکو ته لارښوونه کوي،که لارښوونکي بېلارې وي؛نو څوک به پر لارويو ته لارښوونه کوي ؟ سوادګر د خلکو امينان دي، چې کله امين خيانت وکړي؛ نو پر چا اطمينان وکړو؟[141]))

ðد قيامت پر ورځ به خداى له درېو کسانو سره، نه خبرې کوي او نه ورته پاملرنه او پاک به يې هم نه کړي او دردوونکى عذاب به ورته چمتو شوى وي؛زوړ او بوډا زناکار،ظالم واکمن او ښاڅمن – مغرور نشتمن.[142]

ðد مؤمن نيت تر کړنې يې غوره دى او د کافر نيت تر کړنې يې ډېر ناوړه دى او انسان د خپل نيت له مخې چارې ترسره کوي[143] .

ðپه کوم عمل کې چې لږه ريا هم وي؛نو خداى يې نه مني.[144]

ðهر بدعت بېلاري ده او هر بېلاری به د دوزخ د اور پر لوري وردرومي.[145]

ð که يوه پوه وپوښتل شي او په ځواب يې پوهېږي او وريې نه کړي ؛نو په قيامت کې به يې پر خوله د اور ټاپه ووهل شي.[146]

ðبدمرغه انسان د مور په ګېده کې هم بدمرغه دي او نېکمرغه د مور په ګېده کې هم نېکمرغه وي[147].

ðخلکو!له هغو شنو بوټو ډډه وکړئ،چې په چټلو ځايو کې راټوکېږي. وپوښتل شو: دا شنه بوټي څه دي؟ ويې ويل: ښکلې ښځه، چې په ناوړه کورنۍ کې پيدا شوي وي.[148]

ðيو تن پېغمبرا کرم(ص) ته راغى او د خپل واده په هکله يې ورسره سلا مشوره وکړه. رسول الله (ص) ورته وويل: واده وکړه؛خو له متدينې ښځې سره[149].

ðماشوم،چې وزېږي؛نو په خټه کې يې اسلام اغږل شوى او تر زوکړې وروسته ډول ډول رنګونه؛لکه يهوديت،نصرانيت او بېلاري پرې د موروپلار لخوا ورتپل کېږي[150].

ðخداى دې پر هغه بنده ولورېږي،چې په نېکمرغۍ او سوکالۍ کې له خپل اولاد سره لاسنيوى او مينه کوي او په روزنه او پالنه کې يې له هيڅ څيزه دريغ نه کوي.[151]

ðخداى دې پرهغه مور وپلار ولورېږي،چې له اولادونو سره يې په نېکمرغۍ کې لاسنيوى کوي.[152]

ð غوره هغه دى،چې له خپلې کورنۍ سره غوره چلن ولري او زه هم همداسې يم.[153]

ð دروغجن د خپل نفس د خوارېدو له امله دروغ وايي.[154]

ð رسول الله (ص) د ماسپښين د لمانځه په جمع کې وروستي دوه رکعته په بيړه وکړل. خلکو تر نمانځه وروسته وپوښت: کومه پېښه شوې،چې دومره په بيړه مو نمونځ خلاص کړ.؟ رسول الله (ص) وويل : آيا تاسې د ماشوم ژړا وانه ورېده[155]!

ðخداى دې پر بډيخور، بډي ورکوونکي او پر منځګړي يې لعنت وکړي.[156]

ðتر ځان وروسته په درې څيزونو پر خپل امت وېرېږم؛تر پوهې وروسته بېلاري، د فتنو بېلاري او تر نامه لاندې (د ناسمو غوښتنو) شهوت.[157]

ðيو تن رسول الله (ص) ته راغى، ويې ويل:غواړم دعا مې قبوله شي. ورته يې وويل:خپل خواړه دې پاک کړه او ګېډې ته حرام خواړه مه اچوه، څوک چې غواړي دعا يې قبوله شي ؛نو بايد له حلالې لارې روزي لاس ته راوړي.[158]

ðد نامشروع شتمنيو راټولول،د حق له ورکړې ډډه کول او په زېرمو کې يې کېښوول،په مالونو کې تکاثر (ډېرښت) دى[159].

ðد حلالې روزۍ ګټل پر هر مسلمان سړي او ښځې فرض دي.[160]

ðڅوک چې د خپل ژوند زحمت پر نورو پېټى کړي؛نو ملعون به وي.

ðخدايه ! په ډوډۍ کې برکت راکړې او زموږ او د ډوډۍ ترمنځ بېلتون مه راولې،که ډوډۍ نه وي؛نو لمونځ به مو نه وي کړى، روژه به مو نه وي نيولې او خپل فرايض به مو نه وي ادا کړى.[161]

ðڅوک چې د خپل دين ساتنې ته له يوې ځمکې بلې ځمکې ته د يو څپک هومره سفر وکړي؛نو د جنت وړ به وي (او په جنت کې به) د محمد او ابراهيم عليهما السلام يار وي.[162]

ðڅوک چې ناوړه کار خپروي؛نولکه په خپله،چې يې کوي .[163]

ðڅوک چې په پټه نېک کار کوي؛نو اويا ځل ثواب به وګټي. څوک چې ګناه خپروي،رټل شوى به وي او څوک، چې ګناه پټه کړي؛نوخداى به يې وبښي.[164]

ðخدايه! له ټګ انډيواله پناه دروړم؛ ځکه نېک کار، چې ګوري،پټوي يې او که بدکار وويني؛نو په ډاګه کوي يې.[165]

ðله خدايه بشپړه حياء وکړئ[166].

ð رسول الله (ص) د شراب په جوړولو کې دغه لعنت کړي دي: ((د انګورو بڼوال (باغوان)،د شرابو جوړونکي، وړونکي، پلورونکي، پېرونکي ، سوادګر، منځګړي، شراب ورکوونکي او شرابخور[167].

ðګناهګار،چې وستايل شي؛نو د خداى عرش په لړزېدو شي او خداى غوسه کېږي.[168]

ðڅوک چې ګناهګار وي،ښايي پر مخ يې خاورې وشيندئ.[169]

ðپه خپل امت کې له درېو څيزونو وېرېږم: د بخل لاروي،د ځاني هوسونو منل، په بېلارې مشر پسې تلل.[170]

ðد نیاومن مشر يو ساعت مشري تر اويا کالو عبادته غوره ده او کوم حد او قانون، چې د خداى لپاره اجرا کړي؛ د څلوېښت ورځو تر باران اورېدلو غوره دى.[171]

ðدروغجن دروغ نه وايي؛خو دا چې په ځان کې ټيټوالى ننګېري.[172]

ðڅوک چې پراخه ژوند لري؛خو پرخپلې کورنۍ تنګسه راولي؛نو له موږ به نه وي.[173]

ðد هر څيز لپاره آفت وي،چې تباه کوي يې او د دين آفت، نالايقه او ناوړه مشران دي.[174]

ðيوه ورځ رسول الله(ص) د مدينې په بازارکې ګرځېده؛ يو سړى يې وليد، چې مېوې او کجورې پلوري. رسول الله (ص) وويل: څومره ښې مېوې دي! وحې ورته وشوه : ترمال لاندې يې وګوره ! رسول الله (ص) لاس ورلاندې کړ؛نو ډېرې مردارې مېوې يې راووېستې او پلورونکي ته يې وويل : له مسلمانانو سره د خيانت لپاره دې هر څه راټول کړي دي.[175]

ðخداى زه د “رهبانيت” دين ته نه يم رالېږلى؛بلکې زه يې يو اسان عبادت ته رالېږلى يم؛ روژه نيسم، نمونځ کوم او له ښځې سره کوروالى هم کوم؛ نو د چا چې زما لار خوښه وي؛هرومرو به پرې روان وي.[176]

ðمرګ ډېر يادوئ؛ځکه ګناهونه څنډي.[177]

ðمؤمن خپله ګناه د يوې سترې تيږې په شان ګڼې او وېرېږي چې پر سر يې راونه لوېږي او کافر خپله ګناه د ماشي هومره ويني، چې له پوزې يې تېر شي.[178]

ðنمونځ د روانو اوبو په شان دى. انسان،چې نمونځ کوي؛ نو د دوو نمونځونو په وخت کې يې کړي ګناهونه له منځه وړي.[179]

ðڅوک چې په نمانځه کې لټي وکړي او ورته سپک ګوري؛ نوخداى به يې پر پينځلسو ګناهونو اخته کړي، چې دا دي: د عمرلنډوالى. د روزۍ کمېدل. له څېرې يې د صالحانو د رڼا لرې کېدل. کړنو ته يې د اجر نشتوالى. د دعا نه قبلېدل يې. د صالحانو له دعا ګټه اخستاى نشي. په ذلت به مري. په تنده او لوږه کې به مري. د خداى له لوري به ورته پرښته وټاکل شي،چې په کېڅ – قبر کې يې په عذاب کړي. کېڅ به يې تنګ وي. په کېڅ کې به يې تپه تياره وي.د خداى له لوري به ورته پرښته وټاکل شي، چې د خلکو په مخ کې يې له مخه راکاږي.په قيامت کې به ورسره سخت حساب وشي. خداى به ورته پام نه کوي او پر سخت عذاب به ککړ شي.[180]

ðهغه مشر او امام وړ دى،چې درې ځانګړنې ولري: تقوا، چې له ګناه يې وساتي. حلم، چې پر غوسه يې يخې اوبه واړوي او مهرباني، چې تر لاس لانديو سره د پلار په څېر مهربانه وي.[181]

ð رسول الله (ص) وايي:((پوهه او پراخه سينه د ټولو ښېګڼو سرچينه ده))[182].

ð رسول الله(ص) خلکو ته حکم ورکړ:(( که په تاسې کې څوک له خدايه څه وغواړي؛ نو تر ټولو خلکو دې خپله هيله وشلوي او بې له خدایه دې بل ته هيله ونلري، څو يې خداى غوښتنه ورکړي.[183]))

ð د اعمالو ارزښت،د کوونکي په نيت پورې اړه لري.

ð رسول الله (ص) احتکار حرام او پر محتکر يې لعنت ووايه او ويې ويل:هغه ملحد دى،چې د مسلمانانو په بازار کې احتکار کوي.

ðڅوک چې مال د ګرانېدو لپاره 40 ورځې احتکار کړي؛خداى ترې بې زاره دى .

ðسوداګرو! سر مو جګ کړئ !لار مو روښانه ده، تاسې ټول به د قيامت پر ورځ فاسق او خيانت کوونکي راپاڅېږئ؛خو هغوى، چې ريښتينولي يې په تجارت کې جامه کړې وي.

ðخداى تعالى بندګان لري،چې نعمت یې وربښلى او تر هغه چې بښنه لري؛ نو نعمت به يې په لاسو کې وي او هغه مهال، چې بخيلان شي؛ نو نعمت به ترې واخستل شي او نورو ته به ورکړل شي.(

ðڅوک چې سود وخوري؛نو خداى به يې د خوړلې سود هومره ګېډه د دوزخ له اوره ډکه کړي او که چېرته شتمني ترې وساتي؛نو خداى به يې يو عمل هم قبول نکړي او تر هغه چې يو پوټى سود ورسره وي؛ نو خداى او پرښتې پرې لعنت وايي.))

ðزما د لارښوونې او روزنې مثال د هغه باران دى،چې پر بېلابېلو سيمو ورېږي؛ځينې ځمکې پاکې او چمتو وي،چې اوبه په ځان کې ساتي او ډول ډول کښتونه پکې کېږي؛خو ځينې ځمکې سختې وي،چې اوبه نه زغمي؛ بلکې اوبه پرې د پاسه ډنډېږي او خلک له هغو اوبو د خپلو پټو د خړوبولو او يا څښاک ګټه اخلي؛خو ځينې ځمکې وچې کلکې او شګلنې دي،چې نه په ځان کې اوبه ساتي او نه د کښت وړ دي،چې دا خبره د هغو په هکله ده،چې زما د لارښوونې تر اورښت لاندې دي،چې په ګټه اخستو کې له يو بل سره توپير لري[184] .

ðخداى د څوبمن – لېواله زړه د ليدو کازمن – لېوال دى[185].

ðعالمان دوې ډلې دي: يوه هغه ډله ده،چې پر خپل علم عمل کوي، چې دا ډول عالمان د قيامت پر ورځ له ناوړو پېښو خوندي دي. بله ډله پر علم عمل نه کوي،چې دا ډله پوپنا شوې ده او د قيامت پر ورځ به داسې راپاڅېږي، چې د بدن وروست بوي يې دوزخيان هم کړوي.د قيامت پر ورځ به هغه تر ټولو لېپخوره – پښېمانه او عذاب يې سخت وي،چې خلک يې دين او خداى ته رابلي او دا بلنه يې اغېزمنه هم وي او هغوى جنت ته ولاړ شي،چې همده ورته سمه لار ښوولې؛خو په خپله ځکه دوزخ ته ولاړ شي،چې پر خپل شته علم يې، چې نورو ته ښوولى،عمل نه وي کړى؛ ځکه د ځاني غوښتنو لاروي مې کړې او اوږدې هيلې يې اخرت ته له پام،معنوياتو او حق ته له رسېدو ژغوري[186].

ðخداى وايي: مؤمن بنده مې،چې ناروغ او په بستره کې کړ او که څوک يې پوښتنې ته راغلل او پر سپکو سپورو او ګيلو يې لاس پورې نه کړ؛نو غوښه او وينه به يې ښه او غوره کړم او که خوښه مې شوه؛نو ساه به ترې واخلم او خپل رحمت ته يې راوبولم او که خوښه مې شوه؛روغتيا به ورکړم او تر ټولو ګناهونو به يې تېر شم. وپوښتل شو: د خداى استازيه! غوره او ښـه غوښه؛ يعنې څه ؟ د خداى استازي وويل: هغه وينه او غوښه،چې په ګناه ککړه نه وي. [187]))

ðرسول اکرم ته وويل شول: ((پلانۍ ښځه نمونځ کوي او روژه نيسي؛ خو ګاونډيان ترې پوزې ته راغلي.)) د خداى استازي ورته وويل:((ځاى يې د دوزخ په اور کې دى. هغه ايمان راوړى نه دى،چې ګاونډى يې ترې تنګ وي. څوک چې ګاونډى وځوروي؛ خداى به پرې د جنت بوى حرام کړي او دوزخي به يې کړي، چې دوزخ ډېر بد ځاى دى.[188]))

ðکه د ګاونډي نيمګړتيا مو وليده؛ نو کوښښ وکړئ پرده پرې واچوئ او پوه شئ، چې د ښکلا او ښېګڼو څرګندول او پر بدو پرده اچول، الهي ځانګړنه ده او د بديو بربنډول د شيطان کار دى.[189]

ðچا چې د اړتيا پر مهال ګاونډي ته خپل لوښي ورنکړل؛خداى به د قيامت پر ورځ خپل خير ورنکړي .))

[1] ( شيباني ٤/ ١٤٢)

[2] (ابوداود،کتاب البيوع ٤٧٧ ٣ ګڼه حديث)

[3] (ابوداود،کتاب الخراج والادراه ٢٩٤٩ ح)

[4] (ابن ماجه لومړى ټوک، ١٤٣٩ حديث)

[5] ( ابن ماجه لومړى ټوک، ٣٠١ حديث)

[6] ( ترمذي، کتاب الزهد ٩ / ٢٠٨ )

[7] (ترمذي ٢/ ٢٢٤)

[8] ( ابن ماجه لومړى ټوک ١٨٤٦ حديث)

[9] ( ابو داود ٢ټ / ٢٠٥٠ ح)

[10] ( مسلم ٧/ ٩١ او ٩٢ مخونه)

[11] ( ابن قيم الجوزيه: الطب السبوي ٢٣٤ مخ)

[12] (احمد ١/ ٤٠٤ )

[13] (بخاري – مسلم، ابوداود او ترمذي (شيخ منصورعلي ناصف، التاج الجامع في احاديث الرسول ٥ / ١٩٦)

[14] (احمد ٣/ ٤٣٥ )

[15] (بخاري – مسلم او نووي: ١/ ٢٢٢)

[16] (مسلم او شيباني ٤/ ٣٢)

[17] ( بخاري او مسلم ( شيباني ٤ / ١٨٣)

[18] (بخاري،کتاب، فرض الخمس باب الجزية والموادعة)

[19] ( د امام احمد حنبل مسند ٤/ ١٠٥ )

[20] ( بخاري، مسلم، ابوداود،ترمذي، نسايي شيباني ٢/ ١٦٣ )

[21] ( ترمذي، ابواب الزهد ٩/ ٢٠٥ )

[22] ( پورته سرچينه )

[23] (ابوداود، نووي ، ٢/ ١٠١٣ مخ)

[24] (نسايي ٤/ ١٥٩ )

[25] (الجعفريات : ٦٠ مخ )

[26] (مسلم ١٥/ ٤٩ )

[27] ( ترمذي،احمد او ابن ماجه (شيباني ٤/ ١٨٤ )

[28] مسلم،نووي ١/ ١٠٣، ١٠٤ )

[29] بخاري، مسلم ( نووي ١/ ٢٩٠)

[30] ( شيباني: ٤ / ٣٠٩)

[31] (نسائي،احمد او حاکم ( ناصف التاج الجامعه ٢ / ٢٧٩)

[32] (احمد ٦ / ٢٦٤)

[33] (بخاري،مسلم او نسايي ( ناصف ٢ / ٢٧٨)

[34] ( بخاري : ١٩ ټ / ٥١٩٩ ح، مسلم (منذري ٦٢٨ ح)

[35] (نسايي،کتاب النکاح باب النهي عن التبتل (٦/٥٩)

[36] (بخاري (نووي ١ / ١٦٨) امام نووي ( ١/ ١٦٨) ددې حديث په تفسېر کې وايي : د دې حديث مانا داده،چې د خداى عبادت پر داسې مهال وکړئ،چې بدن مو روغ رمټ او طبيعت مو جوړ وي،چې خوند ترې واخلئ او ستړي نشئ؛لکه څنګه چې مسافر په ګهيځ،مازيګر او د شپې په يوې برخه کې لار وهي او نور وخت استراحت کوي،چې بې ستړيا خپلې موخې ته ورسي. د نږدې شئ مانا داده،چې که يو کار پوره نشئ کولاى؛نو ورته خو نږدې يې کړئ.

[37] (بخاري او مسلم ( نووي ١ / ١٦٩)

[38] (“مسلم” او “ترمذي” (شيباني ٢/ ١٣٧ – ١٣٨) “احمد” او “دارمي”.)

[39] ( “بخاري” او “ترمذي” (شيباني ٤/ ١٣٨)

[40] (بخاري، مسلم ، ابوداود، “ترمذي” او نسايي (شيباني ٤/ ١٣٨)

[41] (بخاري،مسلم،ابوداود، ترمذي،نسايي ( شيباني ٤/ ٣٠٩ – ٣١٠)

[42] [بخاري ( ناصف ، ٣ / ١٦٣)]

[43] (شيباني ٢/ ١٣٠)

[44] (بخاري ١٩/ ١٢٩ – احمد ١/ ٤٤٧)

[45] ( احمد ٥ / ١٦٣ – ١٦٤)

[46] (ترمذي٥ / ٣١٥ ابن ماجه ، باب النکاح)

[47] (ابوداود،کتاب اللباس ٤/ ١٤٠٤ حديث)

[48] [ ابوداوود،ترمذي” ( شيباني ٣/ ٤١ – ٤٢) ]

[49] [مسلم،ابوداوود،ترمذي او نسايي ( ناصف ٢/ ٣٣١)]

[50] (شيباني ٤/ ٩١، ناصف ٥/ ١٨ )

[51] (پورته سرچينه)

[52] ( پورته سرچينه)

[53] ( ناصف ١/ ٢٧)

[54] ( شيباني ٤/ ١٧٨ ناصف ٥/ ٦٢)

[55]  (نووي١/٢٥٠)

[56] (نووي ١/٤١)

[57] ( شيباني ٣/ ٢٤٨)

[58] ( شيباني ٣/ ٤١)

[59] (شيباني ٣/ ٢٤٩ نووي، ٢/ ١٠٥٢)

[60] (شيباني ٤/ ٢٨ او ٢٩ )

[61] ( پورته سرچينه )

[62] (شيباني: ٤/ ٢٩)

[63] ( ناصف ٢/ ٤ )

[64] ( پورته سرچينه)

[65] (پورته سرچينه)

[66] ( شيباني ١/ ٢١)

[67] (ناصف ٤/ ٩٣)

[68] (ابوداود)

[69] ( شيباني ٤/ ٣١٠)

[70] ( نووي ١/ ٤١٧)

[71] (نووي ١/ ٤٢٥)

[72] ( نووي ١/ ٤٧٨)

[73] ( نووي ١/ ٤٧٤)

[74] ( ناصف ٢/ ٥٠٤)

[75] ( ناصف ٢/ ٤١ او ٤٢ مخونه)

[76] (ترمذي،الحدود ٦/ ٢٤١)

[77] (احمد ١/ ٣١٧ –بيهقي٨/ ٢٢٤)

[78] ( بيهقي: ٨ / ٢٣٧)

[79] ( نووي٢/ ١١٢١)

[80] ( زمخشري،کشاف تفسير: ٢/ ٤٤٥)

[81] (نهج الفصاحه : ١٠٩ مخ)

[82] (ترمذي،ابواب المناقب: ١٣/ ٢٠١،ناصف3/249،شيباني3/294)

[83] (ترمذي، ابواب الدعا: ١٣/ ٢٧)

[84] ( ناصف ١/ ٢٤٧ او ٢٤٩)

[85] (ترمذي، ابواب الدعاء ١٣/٢٧)

[86] ( ناصف ٥/٧٨)

[87] ( ناصف ٥/٧٨)

[88] (بخاري ١ / ١١٤ مسلم ٢/ ١٥ )

[89] ( ناصف ٥/ ٧٨)

[90] ( ناصف ١/ ٤٧)

[91] (احمد ٢ / ٤٠   ٥/ ٣٣٥)

[92] (ناصف ٥ / ٨٤ )

[93] (شيباني ٢/ ٢٣)

[94] ( احمد ٥/ ٣٤٣ )

[95] (ناصف ١/ ٢٣١ – ٢٣٢ ،نووي ١/ ٥٤٧ او ٦٥٩ مخونه)

[96] (ناصف ٥ /٨٢)

[97] ( ناصف ١١/ ٢٦)

[98] ( ناصف ٥/ ١٦٦ او ١٦٧ مخونه)

[99] (نووي ١/ ١٣٨ ، ٢/ ٦٣٢)

[100] ( مسلم )

[101] ( احمد ٤ / ٤٠٤)

[102] ناصف(٣/ ٤٠١ – ٤٠٢ )

[103] ( امام مالک؛ موطا: ١٦٤٢ حديث)

[104] (بيهقي،شعب الايمان:مشکاة المصابيح ٣/ ١٣٩، ٤٩٩٨ حديث)

[105] ( نووي ١/ ٤٢٠)

[106] ( ناصف ٥/ ٧٩)

[107] (ناصف ٢/ ٢٣٠ )

[108] (بخاري:الادب،٢٢ح، ٢٢٢ مخ، ابوداوود، الجهاد ٣ټ، ٢٥٥٠ح)

[109] ( ناصف ٥/ ٧)

[110] (ناصف ٥ /٧ )

[111] (ناصف ٣/ ٣٥٧)

[112] ( ناصف ٣/ ٣٥٨)

[113] ( ناصف ٣/ ٣٥٨)

[114] ( ناصف ٣/ ٣٥٨)

[115] (ناصف ٥/ ٨)

[116] (ناصف ٥/ ٨)

[117] (پورته سرچينه)

[118] ( ابن ماجه ١ / ١٨٤٧ حديث)

[119] (ناصف : ٥/ ١٦٣)

[120] (ترمذي)

[121] (ترمذي)

[122] (ناصف ٥/ ١٦٣)

[123] ( ناصف ٥/ ١٦٢)

[124] (تخريج زين الدين ابى الفضل العراقى الاحاديث احياء العلوم الدين للغزالى ٣ / ١٧)

[125] (النباء\١٨ )

[126] [ مجمع البيان ١\ ٤٢٣) .

[127] (صدوق،عقاب الاعمال ،٥٩٢مخ ).

[128] (وسايل ١١\٥١٣).

[129] (سفينة البحار١\١٢٧ ) ( اخبارالرضا٢\٢٩).

[130] ( جامع السعادات ٣\٥١)

[131] (بحار : ٧١\٢٤٢وسايل : ٢٢\٣٨٤) .

[132] (وسائل ١٥/٥٨٣).

[133] (بحار ٨٥\ ١٦٢ ،ميزان الحکمه ٣\٤٧٧) .

[134] (کافي ٢\١٦٢)

[135] (بحار ٧٢\١١٥).

[136] [کافي ٢\٢٩].

[137] (ميزان الحکمه ٣\٤٧٤)

[138] (مجموعه ورام ٢ \ ٥٣)

[139] مشکاة الانوار : \٣٦٤- وسايل: ١١\١٦٤].

[140] [بحار:بيروت چاپ ٧٤ \ ١٥٤] .

[141] [المواعظ العدديه].

[142] [کافى ٢\ ٣)]

[143] (کافي ٢\ ٨٤)

[144] ( بحار٧٢\ ٣٠٤)

[145] (وسايل ١١\٥١١)

[146]  (مجمع البيان ١\ ٢٤) (سفينه البحار ٢\ ٤٧٥).

[147] نهج الفصاحه \ ٣٧٥\ -بحار ٣\ ٤٤)

[148] (وسايل ١٤\٢٩)

[149] (وسايل ١٤\٣٠)

[150] (نورا لثقلين ٤\ ١٨٤)

[151] (مستدرک الوسايل ٢\ ٦٢٦)

[152] (فروع کافي ٢\٤٨)

[153] (وسايل ١٤\ ١٢٢)

[154] (بحار ٧٢ټ)

[155] (فروع کافي ٦\ ٤٨).

[156] (وسايل ١٢باب ) .

[157] [عيون الاخبار ٢\ ٢٦].

[158] (سفينة البحار ١/ ٤٤٦).

[159] (نور الثقلين ٥\٦٦٢ )

[160] (بحار ١٠٣\٩)

[161] (فروع کافي ٥\ ٧٣) .

[162] (نور الثقلين ٢\ ٥٤١)

[163] (کافي ٢\٣٥٦) .

[164] (کافي ٢\ ٣٥٦) .

[165] (نهج الفصاحه \ ١٠١)

[166] ( مصباح الشريعة \ ٨٦)

[167] (وسايل ١٢ \٦٥)

[168] (سفينة البحار ٢ \ ٥٢٨)

[169] ( وسايل ١٢\ ١٣٢)

[170] (سفينة البحار ٢/ ٧٤)

[171] ( فروع کافي ٧ / ١٧٥ )

[172] (بحار ٧٢\٢٤٩ )

[173] (وسايل ٥\ ١٣٥)

[174] (نهج الفصاحه ٤٧٨)

[175] ( وسايل ١٢ / ٢٠٩ ) .

[176] (وسايل ١٤\ ٧٤)

[177] (نهج الفصاحه \٤٤٤)

[178] ( غررالحکم؛ ميزان الحکمه ٣\ ١٨٢) .

[179] (وسايل ٣\٧)

[180] ( سفينة البحار٢\ ٤٤ )

[181] (کافي :1 ټوک،407 مخ)

[182] ( سفينه البحار : حلم )

[183] (اصول کافي :2 ټوک)

[184] ( المحجة البيضاء : ١٩ مخ )

[185] (نهج الفصاحه:٥٩٦ مخ،٢٩١٣ ګڼه)

[186] (اصول کافي؛لومړى ټوک،٥٥ مخ )

[187] (بحار؛٨١ ټوک،٢٠٧ مخ )

[188] (بحار الانوار؛٧٤ مخ،١٥٠)

[189] (بحار الانوار؛٧٤ ټوک،١٥ مخ )

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!