تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث خواله ساتنه د خپل ورور د راز رابرسېرول خيانت دى؛نوله دې کاره لاس واخلئ .[1] د خپلو چارو سر ته رسولو ته له راز والۍ مرسته وغواړئ .[2] د نېکۍ څلور خزانې دي : (۱) د اړتيا پټول (۲) په پټه صدقه وركول (۳) د ناروغۍ پټول (۴) او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي احادیث

خواله ساتنه

د خپل ورور د راز رابرسېرول خيانت دى؛نوله دې کاره لاس واخلئ .[1]

د خپلو چارو سر ته رسولو ته له راز والۍ مرسته وغواړئ .[2]

د نېکۍ څلور خزانې دي :

(۱) د اړتيا پټول (۲) په پټه صدقه وركول (۳) د ناروغۍ پټول (۴) او د كړاو پټول [3].

څوک چې په دنيا کې پر خپل ورور پرده واچوي (؛نو) خداى به په قيامت کې پرې پرده واچوي [4].

حق

ډېر پرهېزګار هغه دى،چې “حق”ووايي،په ګټه يې وي که په زيان [5].

حق ووايه او د خداى لپاره د پړې اچوونکيو له پړې مه ډارېږه[6]

د خداى په لارکې د ګرموونکيو له پړې مه وېرېږئ[7] .

حق ووايه،که څه تريخ وي [8].

“حق” دروند او تريخ دى او”باطل” سپک او خوږ [9].

ته چې د چا حق په پام کې نيسې؛خو هغه يې نه نيسي؛نو د دوستۍ وړ نه دى[10] .

شهید

شهيد تر ټولو ړومبى جنت ته ننوځي [11].

څوک چې د خپل مال په ساتنه کې ومري؛نو شهيد دى [12].

څوک چې په اوداسه ويده شي اوپه هماغه شپه ومري؛نو د خداى په نزد شهيد دى [13].

امن او روغتیا

امن او روغتیا دوه نعمتونه دي،چې شکر يې نه پرېښوول کېږي [14].

امین

څوک چې “امين” نه وي ؛نو ايمان نلري[15] .

مجاهدین

د خداى د لارې مجاهدين د جنتيانو مشران دي[16] .

څوک چې له خپل ورور سره مرسته وکړي او ګټه ورورسوي؛نو د خداى د لارې د مجاهدينو هومره ثواب وړي[17] .

غوره وګړي

خلکو ته ګټور ډېر غوره دى[18] .

غوره هغه دى،چې تاسې ښه کار ته راوبلي [19].

خداى دې پر هغه ولورېږي،چې خپله ژبه وساتي،خپله زمانه او وخت وپېژني او پر سمه لار ګام کېږدي[20] .

خداى ته هغه بنده ډېر ګران دى،چې بندګانو ته يې ډېر ګټور وي .[21]

څوک چې خپل پېټى په خپله يوسي؛ نو په حقيقت کې له کبره لرې کېږي[22] .

لاروی

بېشکه هغه مې لاروى دى،چې په ما پسې ولاړ شي او زما په پله پل کېږدي او زموږ کړه وړه عملي کړي[23] .

ډار اچول

يو مسلمان هم مه ډاروئ ؛ځکه ډارول يې ستر ظلم دى[24] .

زړښت

“بوډا زناکار”،”ظالم واکمن” او”نشتمن کبرجن” هغه ډلې دي،چې خداى ورسره خبرې نه کوي او د قيامت پر ورځ پرې رحم نه کوي او دردناک عذاب ورته سترګې پر ﻻر دی [25].

څوک چې د بوډا پر فضيلت ځان پوه کړي او د عمر له امله يې درناوی وکړي،پاک خداى(ج)به هغه د قيامت د ورځې له ډاره خوندي کړي [26].

د مؤمن بوډا درناوى د الهي ﻻرښوونو درناوى دى[27].

په يقين،چې خداى(ج)ته تر کنجوس عابد بوډا، په ګناهونو کې ډوب سخي ځوان ډېرګران دي[28] .

زما ناپوهه، شتمن،ظالم بوډا او نشتمن کبرجن ښه نه ايسي[29].

له بوډاګانو سره مو تل برکت مل وي[30] .

د بوډا د دنيا غوښتنې حس ځوان دى .[31]

انسا ن بوډا کېږي؛خو له شتمنۍ او د عمر له زياتوالي سره يې حرص ډېرېږي [32].

د بوډا زړه له دنيا سره په مينه او په اوږدو هيلو ځوان وي[33] .

د بوډا مسلمان درناوى د خداى له درناويو دى [34].

عزت

له خلکو سره له شخړې ډډه وکړئ،چې غفلت رابرسېروي او عزت له منځه وړي [35].

تواضع د عزت لامل ده؛ نو تواضع وکړئ، چې خداى مو لوړ پوړي کړي او صدقه د شتمنۍ د زياتوالي لامل ده؛ نو صدقه ورکړئ،چې خداى درباندې ولورېږي او بښنه د انسان د عزت لامل ده؛ نو له خلکو تېر شئ، چې خداى مو عزتمن کړي[36] .

د چا چې خداى مل او ملګرى وي؛نو نه ډارېږي او څوک چې خداى عزتمن کړي؛نو نه خوارېږي[37] .

ډېر عزتمن هغه دى،چې څه ورته ګټور نه وي پرېږدي يې[38].

د خلکو عزت وکړئ،چې عزت مو وکړي[39] .

څوک چې عزت غواړي؛نوله ګناه دې ځان لرې ساتي[40] .

د قوم مشر،چې درته راغى؛نو عزت يې وکړئ [41].

درکړ شوې ډالۍ ومنئ ؛ځکه يوازې “خر” ډالۍ بېرته ستنوي .(په دې روايت کې د کرامت ظاهري مفهوم ډالۍ ورکول برېښي ) [42].

مسلمان چې خپل غمځپلي مسلمان ورورته تسلي او ډاډ ورکړي ؛ نو خداى يې د احترام په جامو پوښي[43] .

څوک چې خپل مسلمان ورور په کومه خبره خوشحاله او کړاو يې لرې کړي؛نو تل به د خداى تر پراخه سيورې لاندې وي او تر هغه چې پر دې چار بوخت وي؛د خداى رحمت به پرې وي[44] .

څوک چې د خوار مسلمان عزت وکړي؛نو د قيامت پر ورځ،چې يې له خداى سره ليده کاته وي؛خداى به ترې خوښ وي[45]

خداى تعالى وايي: څوک چې زما مؤمن بنده ازاروى؛ نو له ماسره جګړه کوي او څوک چې يې عزت وکړي؛نو له غوسې به مې خوندي وي [46].

پاسوالي

ðد خداى په لار کې يوه ورځ پاسوالي،تر يوې مياشتې د ويښې شپې تېرونې او روژه نيونې غوره ده[47].

ځاني غوښتنې

ðزه خپل امت ته له دوو څيزونو ډېر وېرېږم ؛ځاني غوښتنې او اوږدې هيلې[48] .

ðله ځاني غوښتنو سره مبارزه وکړئ،چې زړونه مو حکمت زده کړي[49] .

ðڅوک چې د ځاني غوښتنوپه لار کې ډېرې هلې ځلې کوي؛نو له زړه يې د ايمان خواږه اخستل کېږي[50] .

ðد خپل امت په اړه تر ټولو بلاوو ډېر په “هوى” [د نفساني غوښتتې [ او “طول امل” [ د ډېرو هيلو خيال پلونه ] ډارېږم[51]

ð د خپل امت په اړه تر ټولو بلاوو ډېر په “هوى”[ځاني غوښتنو] او”طولا مل” [خيال پلوونو] ډارېږم[52] .

ð د خپل امت په اړه تر ټولو بلاوو ډېر په “هوى”[ځاني غوښتنو] او”طولا مل” [خيال پلوونو] ډارېږم [53].

ðهغه د خداى د لارې مجاهد دى،چې د الهي اطاعت په لار کې له ځان سره مبارزه وکړي[54] .

ðغوره جهاد دادى،چې انسان له خپل دننني نفس سره مبارزې ته راپورته شي[55] .

ð نفس دې ناوړه دښمن دى. (چې خپل نفس دې کابو کړ؛ نو ستر دښمن دې کابو کړى[56])

ناپوهي

ðدا ناپوهي ده، چې خپله پوهه ټوله رابرسېره کړې [57].

نشتمني

ðڅوک چې ځان فقير او نشتمن ښيي ( ؛نو) نشتمنېږي[58] .

ðد خلکو شتو ته له تمې ډډه وکړئ،چې دا يو ډول نيستي او فقر دى [59].

ایمان

ðغوره ايمان دا دى،چې پوه شې خداى درسره په هر ځاى کې دى[60] .

ðايمان د کميس په څېر دى،چې کله يې څوک اغوندي اوکله يې وباسي[61] .

ðد خداى لپاره دوستي او دښمني،ژبه د “الله” په ذکر بوختول،څه چې ځان ته خوښوې،نورو ته يې هم خوښ کړې او څه چې ځان ته نه خوښوې؛نورو ته يې هم خوښ نه کړې؛نو دا د ايمان غوره مرتبې دي[62] .

٩٤٥-د زنا،غلا،شرابخورۍ،لوټ،وژنې او خيانت پرمهال په وګړي کې “ايمان” نه وي؛نو ځکه مؤمنانو! له دې ځانګړنو ځان وساتئ [63].

ð د اسلام بنسټ پر پينځو ستنو درول شوى دى :

(١)پردې حقيقت شاهدي ورکول،چې بې له “الله”بل خداى او معبود نشته، محمد (ص) يې بنده او استازى يې دى.(٢) نمونځ کول (٣) د زکات ورکول (٤ ) د خداى د کور حج کول (٥) د رمضان د مياشتې روژه نيول[64] .

ð ايمان څه له پاسه اويا څانګې لري،چې تر ټولو غوره يې د “لا اله – الا الله”ويل او ټيته يې له لارې د خڼدونو لرې کول دي او”حيا” د “ايمان” يوه څانګه ده[65] .

ðپېغمبراکرم (ص) د ايمان په اړه وپوښتل شو؟ويې ويل : هله مؤمن يې،چې په خپلو ښو کړنو درته خوشحالي اوپه ناوړو درته رنځ او خپګان پيدا شي [66].

ناشکري

ðتر ټولو ګناهونو د نعمت د ناشکرۍ سزا ډېر ژر وي[67] .

ðد نعمت له ناشکرۍ ځان وساتئ،چې ناشکري د بدمرغۍ لامل دى [68].

ځوان

ðبېشکه د خداى هغه ځوان ښه ايسي،چې ځواني يې د الهي لارښوونو په عملي کولو کې تېره کړ ې وي[69] .

ناوړه چارې

ðله هغه چار ډډه وکړه،چې د عذر غوښتو لاملېږي[70] .

د پت دفاع

ðڅوک چې د مؤمن ورور د پت دفاع وکړي؛نودا به يې د دوزخ د اور ډال شي[71] .

ðڅوک چې واوري،چې يو تن نارې سورې وهي: مسلمانانو! زما چاره وکړئ؛خو ستونزاواری يې ونکړي؛نو مسلمان نه دى [72].

ðڅوک چې د غيبت او بدوينۍ پر وړاندې د خپل ورور دفاع وکړي؛نو پر خداى يې حق دى،چې له اوره يې ازاد کړي [73].

خوار او ذلیل

ðهيڅ مسلمان ته روا نه ده،چې ځان خوار او ذليل کړي [74].

نوم بدي

ðله نوم بدو سره ناسته ولاړه د انسان د نوم بدۍ لامل دى[75] .

سفر

ðلومړى د سفر ملګرى ومومئ او بيا سفر وكړئ[76] .

ðسفر د عذاب يوه برخه ده؛نو په سفر كې،چې مو چارې پاى ته ورسېدې؛ نو بايد په بيړه خپلې كورنۍ ته راستانه شئ [77].

ðسفر وکړئ،که په سفر کې موشته لاس ته رانه وړل؛نو(تجربي)عقل خو به مو زيات شي [78].

ðسفر وکړئ،چې روغتيا ومومئ او روزي ترلاسه کړئ [79].

ðدرې ناوړه خلك دادي 🙁 ۱) چې ځان ته سفر كوي (۲) ډالۍ نه مني ( ۳) او خپل مريى وهي[80] .

ðدا د سفر د ملګري حق دى،كه ناروغ شو؛نو ملګري دې يې ورته تر درېو ورځو سفر وځنډوي[81] .

ðاواز او شعر د مسافر توښه ده؛خو چې ناسزا پکې نه وي[82] .

په سفر کى د نورو حق ته پاملرنه

ðانصارو له وريجو ډکه کاسه رسول الله (ص) ته ډالۍ راوړه، پېغمبر (ص) حضرت سلمان، مقداد او ابوذر هم راوغوښتل،هغوى ډېر ژر له خوړو لاس واخست او بښنه يې وغوښته،رسول الله (ص) ورته وويل : ((تاسې خو څه ونه خوړل؟! په تاسې کې،چې زه پر هر چا ګران يم ؛نو ډېره دې وخوري .))

 

له څارویو سره نېکي

ðد معراج پر شپه جنت ته ولاړم، هلته مې د هغه سپي خاوند وليد،چې خپل سپي ته يې اوبه ورکړې وې[83] .

ðڅاروي مه مثله کوئ،څوک يې چې مثله کړي،خداى پرې لعنت وايي [84].

ðزړه سوى وکړئ، ان که د چوغکې د حلالو په باب هم وي (؛نو) خداى به درباندې د قيامت پر ورځ ورحمېږي.[85]

ðکه څوک يوه چوغکه خوشې او بې ګټې[اخستو]ووژنې(؛نو) د قيامت پر ورځ به همدا چوغکه خداى(ج) ته عرض وکړي : پالونکيه! زه پلاني خوشې ووژلم،زه يې ګټنې ته نه يم وژلې[86].

ðمېږي يو پېغمبر وچيچه او په امر يې د مېږيو ځاله وسوځول شوه. خداى ورته وحې ولېږله،چې ته خو يوازې يومېږي وچيچلې؛خو تا يو تسبيح ويونکى امت وسېځه[87] .

رښتین

ðله تاسې رښتينى به مو په قيامت کې راته ډېر نږدې وي [88].

ðرښتيا پر ځان لازم کړئ او تل رښتين وسئ؛ځکه رښتيا ويل (انسان ته) سمه او ښه لار ورښيي او سمه لار يې جنت ته رسوي او دا چې انسان تل رښتيا ووايي او رښتيا ويل يې خوى وي؛ نو د “صديقيت” او “رښتينولۍ” مقام ته رسي او د “الله” پر وړاندې د رښتينو په ډله کې شمېرل کېږي. تل له دروغو ځان وساتئ؛ځکه په دروغو روږدېدل، (انسان) بدې لارې ته راکاږي او بده لار دوزخ ته تللې او انسان،چې په دروغو روږد شي او دروغ ويل يې خوى شي؛نو د خداى پر وړاندې په دروغجنو کې ليکل کېږي[89] .

ðتل رښتين وسئ،چې خداى مو د رښتنيو په ډله کې وشمېري او دروغجن مه واست،چې خداى مو په دروغجنو کې ونه ليکي[90] .

ðيوه ورځ رسول اکرم (ص) اودس کاوه او اصحابو،چې د اودس اوبه پر خپلو مخونو او تنو اچولې؛آنحضرت ورته وويل: دا کار ولې کوئ؟ هغوى ورته وويل: ((د خداى او له استازي سره يې د مينې له امله.)) آنحضرت ورته په ځواب کې وويل : څوک چې په دې خوشحالېږي،چې له “الله” او رسول سره يې حقيقي مينه لري؛نو پرې لازمه ده،چې تل رښتيا ووايي،په ورسپارلي امانت کې خيانت ونکړي او له ګاونډيانوسره ښه چلن وکړي[91] .

ð تل رښتين وسئ،چې خداى مو د رښتيو په ډله کې وشمېري او دروغجن مه وسئ،چې خداى مو په دروغجنو کې ونه ليکي .[92]

ð رښتين او امين سوداګر(په قيامت کې) له پېغمبرانو، رښتينو او شهيدانو سره دى [93].

دښمن

ð حضرت جبرائيل په هيڅ څيز كې ماته له خلكو سره په دښمنۍ كې د نه زیاتي هومره سپارښتنه كړې نه ده (له خلكو سره په دښمنۍ كې به زیاتی نه كوئ)[94] .

ðزما د دښمن دوست ،زما دښمن ګنل کېږي[95] .

ðد هر چا خپل عقل ملګرى او ناپوهي يې دښمنه ده[96].

بېځایه رټنه

ðخپل ورور دې هغه ته د ورپېښو ستونزو له امله مه رټه؛ځکه شونې ده، چې خداى پرې ولورېږي او وژغورل شي او ته په خپله پر هماغه کړاو اخته شې [97].

خپلمنځي جوړجاړى

ðتر فرضو پر ځاى کولو وروسته د خلکو ترمنځ جوړجاړى غوره چار دى [98].

ðد خلکو ترمنځ جوړجاړى تر ټولو لمونځونو او روژو غوره دى [99].

ðپر مصلح دروغ نشته [100].

ðڅوک چې د دوو تنو ترمنځ جوړجاړى کوي؛نو که ښه خبره وکړي يا د ښو نسبت وکړي (که څه واقعيت ونلري؛نو) دروغحن نه دى[101].

روغتيايي احاديث

ðهوږه وخورئ،چې درملنه مو وشي؛ځکه د اويا دردونو شفا ده[102] .

ðانګور دانه دانه وخورئ،چې دا خوندور خوراک دى [103].

ðپه سباناري کې کجورې وخورئ،چې د ګېډې چينجي وژني[104].

ð کدو ډېر پخوئ؛ځکه خپه زړه خوشحالوي[105] .

ðانار وخورئ؛ ځکه هره دانه يې په معده کې زړه خوشحالوي او شيطان تر څلوېښتو ورځو پورې لرې کوي [106].

ðوڅکې(مميز) وخورئ ؛ځکه : ١) صفرا لرې کوي ٢ ) بلغم له منځه وړي . ٣ ) رګونه ټينګوي . ٤ ) ذهني کمزوري له منځه وړي. ٥ ) خوى ښه کوي . ٦ ) خوله پاکوي.٧ ) اوغم له منځه وړي[107] .

ð ناروغ ته پرنجى د روغتيا او د بدن د راحت نښه ده[108].

ðفراغت او روغتيا دوه نعمتونه دي،چې ډېرى خلك پرې ازميېل کېږي[109] .

ðتر څلورو څيزنو مخكې له څلورو څيزو مه غافلېږه : ( ۱) ځواني دې تر زړښت مخكې ( ۲) روغتيا دې تر ناروغۍ مخكې (۳) شتمني دې تر نشتمنۍ مخكې ( ۴) او ژوند دې ترمړينې مخكې[110].

ðامنيت او روغتيا هغه نعمتونه دي،چې شكر يې(معمولا) نه اېستل كېږي [111].

بسم الله

ð “بسم الله الرحمن الرحيم”د هرې ليکنې کونجي ده.[112]

خويونه

ðپه مؤمنانو کې هغه تر ټولوغوره دى،چې خوى يې تر نورو ښه وي . [113]

ðمؤمن په ښه خوى د شپې د تهجد کوونکيو او همېشنيو روژه تيانو مقام ته رسي[114] .

ð څوک چې امانت ساتى نه وي ،مؤمن نه دى او څوک چې پر خپله ژمنه وﻻړ نه وي؛نو دين نه لري [115].

بدخویه

ðڅوک چې بدخويه وي (؛نو) ځان يې په عذاب کړى دى [116].

ناوړه وګړي

ðزما په امت کې ډېر ناوړه(ناخوښه) هغه دى،چې خلک يې د زيان رسونې له وېرې درناوى کوي .[117]

ðهغه ډېر ناوړه دى،چې خپل آخرت په دنيا پلوري [118].

ðڅوک چې مسلمان وغولوي، يا ورته زيان ورسوي يا ورته دسيسه جوړکړي ( ؛نو) له ما څخه نه دى [119].

ðد خداى ډېر غوره بندګان هغه دي،چې په ليدو يې انسان ته خداى ور يادېږي او ډېر ناوړه يې هغه دي، چې چغلي کوي او دوستان سره بېلوي اوپه دې لټه کې وي،چې د خداى د بندګانو پاکې لمنې په يو ډول ګناه ککړې کړي او يا يې په کړاو او پرېشانۍ اخته کړي [120].

ðاى چې پر ژبه مو ايمان راوړى؛خو لا مو زړه ته ننووتى نه دى! د مسلمانانو غيبت مه کوئ او پټ عيبونه يې مه راسپړئ ؛ځکه که داسې وکړئ؛ نو خداى به هم درسره همدغسې وکړي،چې د رسوايۍ او سپکاوى لامل به مو شي[121] .

کنجوس

ð بخيل له “خداى” او خلکو لرې او “اور” ته نږدې دى .[122]

ðډېر بخيل هغه دى،چې په “سلام” اچولوکې بخل کوي [123].

کشران او مشران

ð هغه له ما څخه نه دى، چې پر کوچنيانو و نه لورېږي او د مشرانو حق ونه پېژني[124] .

ðڅوک چې له کوچنيو سره په مينه او له لويانو سره په درناوي چلن و نه کړي؛نو له موږ ځېنې نه دى .[125]

ðهر ځوان، چې د بوډا عزت او درناوى وکړي؛نو خداى به ورته په بوډاتوب کې داسې څوک وګوماري،چې عزت يې وکړي .[126]

الهي لارښوونې

ð الهي لارښوونې پر ځاى کړئ،چې “الله”درباندې ولورېږي[127] .

ټلوالي

ð د چا چې له هرې ډلې سره مينه وي (؛نو) خداى به يې د قيامت پر ورځ له هماغې سره راپاڅوي[128] .

ð (په قيامت کې به) له هغه سره يې،چې ښه دې ايسي[129] .

الهي تقوا

ð څوک چې غواړي په خلکو کې عزتمن وي ؛نو”الهي تقوا” دې غوره کړي .[130]

ځورول

ðچا چې مؤمن وځوراوه؛ نو زه يې ځورولى يم [131].

ð د خداى بندګان مه ځوروئ[132] .

ð غوره انسان هغه دى، چې مسلمانان يې د لاس او ژبې له ازاره خوندي وي[133] .

 

مړېستون – هديره

ð هديرو ته ولاړشئ،چې آخرت دريادوي[134] .

ګهيځ

ð ګهيځ ژر په خپلې روزۍ او نورو اړتياوو پسې ولاړ شئ، چې ګهيځ له وخته پاڅېدل برکتي او له بريا سره مل دي[135] .

ð د سهار خوب روزي کموي .[136]

حرص

ðهغه ډېر شتمن دى،چې د حرص په لومه کې نه وي نښتى[137].

نېکمرغه

ðډېر نېکمرغه هغه دى،چې له عزتمنو سره ناسته ولاړه لري [138].

ð هغه نېکمرغه دى،چې د خپلو عيبونو کره کتنه ولري او کړه وړه يې د نورو له عيب لټولو منع کړي[139] .

کار

ðد خداى عزتمن او ستر کارونه ښه ايسي او سپک او کوچني يې نه [140].

ð همېشنى او پرله پسې کار د خداى ښه ايسي،که څه لږ وي .[141]

ð د کار سم پاى ته رسول،د هر کار کچه ده[142] .

ð د ښه کار کول تر پيلولو يې ښه دى[143].

ð پر ښه کار ګومارنه، د کوونکي هومره ثواب لري[144] .

ð که کوم کار چې دې کاوه؛ نو لومړى يې پاى وسنجوه او ګانده – راتلونکى يې وګوره [145].

ð هر کار،چې دې زړه غواړي، ويې کړه؛ خو بېشکه چې بدله او سزا به يې ګورې .[146]

ðبېشکه هغه د خداى تعالى ښه ايسي،چې کوم کار کوي او ښه يې پاى ته ورسوي[147] .

ð څوک چې ناوړه کار وکړي (؛نو پر اخرت سربېره ) په دې نړۍ کې هم سزا ويني[148].

ðهغه دې خوښ وي،چې ورهڼه – کار و کسب يې له حرامو پاک وي[149] .

ðڅوک چې بې له پوهې کوم کار کوي؛نو زيان يې تر سمونې ډېر دى[150] .

ښه چلن

ðڅوک چې نرم طبيعته نه وي ؛نو تر ټولو ښو به بې برخې وي[151] .

ðپه حقيقت کې زه د ښو کارونو او خويونو بشپړولو ته مبعوث شوى يم[152].

ðله خلکو سره نرم چلن نه کول، په حقيقت کې تر ټولو نېکيو بې برخي ده [153].

ðڅوک چې مؤمن خوشحاله کړي؛ نو په حقيقت کې زه يې خوشحاله کړى يم[154] .

ðپه ورين تندي له خپل ورور سره مخامخ شه .[155]

ðخلکو سره ښه چلن کول نيم دين دى او ورسره دوستي او نرمي کول نيم ژوند دى[156] .

ðډېر عاقل هغه دى،چې له خلکو سره خورا ښه چلن کوي[157] .

ðدرې ځانګړنې دي، چې که په چا کې نه وي،کړنې يې نه پوره کېږي :(۱) داسې تقوا،چې له ګناه يې منع نه کړي (٢) داسې خوى،چې له خلکو سره پرې ښه چلن وکړي (٣) او داسې زغم،چې د ناپوهانو ناپوهي پرې وزغمي[158] .

ðماته مې پالونکي له خلکو سره د ښه چلن په اړه دغسې امر کړى؛ لکه د فرايضو يې،چې کړى دى[159] .

ðله ښځوسره ښه چلن وکړئ [160].

نېک چارى زوى

ð بېشکه نېک چارى زوى د جنت يو ګل دى [161].

لاس

ð پاسنى لاس (بخشش ورکونکى) تر کوزني لاس (بخشش اخستونکي) غوره دى [162].

ðكه څوك غواړي شتمن وي؛نو پر هغه دې ډېر ډاډه وي،چې د خداى په لاس كې وي،نه پر هغوچې له نورو سره وي [163].

ðيو بل ته لاس وركړئ؛ځكه دا كار دوستي زياتوي[164] .

قناعت

ð قناعت ناپایه پانګه ده[165] .

ðقناعت د برکت لامل دى[166] .

ðلږه غوښتنه، د قناعت ښکلا ده [167].

ðقناعت ناپايه زېرمه ده[168] .

ðد خداى پر ورکړې روزۍ قناعت کول،د انسان سترګې يخوي[169] .

ðابوذره! هغه غني دى، چې د خداى پر ورکړې روزۍ یې قناعت کړى دى[170] .

توکل

ð د چا چې غښتلتيا ښه ايسي؛نو پر خداى دې توکل وکړي[171] .

ټوکې

ð زه په ټوکو کې يوازې حق وايم (؛يعنې باطلې او ناسمې خبرې به پکې نه وي[172])

ð له (بېځايه) ټوکو ډډه وکړئ؛ځکه د نورو پر وړاندې مو سپکوي[173] .

ð حضرت انس روايت کوي: چا له رسول اکرم (ص) سپرلۍ ته اوښ وغوښت. آنحضرت ورته وويل :زه درته يو جونګى درکوم. سړي وويل : جونګى به څه کړم؟ آنحضرت ورته وويل : اوښ خو له اوښه وي (؛يعنې هر جونګى اوښ وي؛نو هر اوښ،چې درکړ شي ؛نو جونګى به وي .[174])

سخي

ð علي! سخي وسه [175].

ðسخي يې خداى او بندګانو ته نږدې وي او بخيل يې له خداى او بندګانو او(همداراز) له جنته لرې او دوزخ ته نږدې وي، بېشکه خداى ته “ناپوهه” سخي تر”عابد” بخيله ډېر ګران دى[176] .

ورین تندی

ð ورين تندى کينه له منځه وړي[177] .

ملګري

ð انسان له خپل ملګري اغېزمنېږي [178] .

ð له ناوړه ملګري سره تر ناستې يوازېتوب ښه دى[179] .

ð له احمق سره له دوستۍ ډډه وکړئ؛ځکه د ګټې پر ځاى زيان درسوي.[180]

ðيوازېتوب تر ناوړه ملګري غوره دى [181].

ðښه ملګرى د عطار په څېر دى، که له خپلو عطرو څه در نه کړي (؛نو) له بويه خو يې ګټه دررسي[182] .

ð له ناوړه ملګري ځان وژغوره،چې ته پرې پېژندل کېږې [183].

لیده کاته

ð له نورو سره ليده کاته مينه او دوستي ټينګوي[184] .

ð ورځ ترمنځ ليده کاته کوئ،چې مينه مو زياته شي[185].

ðله خپلوانو سره ليده کاته، د قيامت د ورځې حساب اسانوي او د ناوړه مړيني مخه نيسي [186].

پاکوالى

ð پاکوالى د ايمان نښه ده [187].

استغفار

ð استغفار ګناهونه له منځه وړي .[188]

عاجزي

ðعاجزي د لمانځه ښکلا ده [189].

ð څوک چې خداى ته عاجزي او تواضع وکړي (؛نو) خداى يې مرتبې لوړوي [190].

نسپالي

ð له نسپالۍ سخت زړي راولاړېږي[191] .

پلور پېر

ð پلورونکى،چې د پښېمان پېرودونکي له معاملې تېر شي ( پلورل شوى مال بېرته واخلي) (؛نو) خداى به يې د قيامت پر ورځ له ښويېدنې تېرشي [192].

د خدای وېره

ð څوک چې له خدايه ډارېږي(؛نو) خداى به يې وېره په ټولو څيزونو کې واچوي[193] .

ښکلا

ð بېشکه چې خداى ښکلى دى او”ښکلا” يې ښه ايسي[194] .

ðځان ساتنه د بلا ښکلا ده. تواضع د نسب د اصيلولۍ ښکلاه ده. ژبورتیا – فصاحت د خبرې ښکلا ده.عدالت د ايمان ښکلا ده. ډاډ د عبادت ښکلا ده. ياد او ساتنه د روايت ښکلا ده. ياد د پوهې ښکلا ده. ښه ادب د عقل ښکلا ده. پراخه تندى د زغم ښکلا ده. سرښندنه او ایثار د زهد ښکلا ده. د منت پرېښوول د نېکۍ ښکلا ده او عاجزي د لمانځه ښکلا ده [195].

ð د يو چا د اسلام ښکلا او کمال په دې کې دى،چې د چټي او بې مانا ويناوو او چارو يې لاس اخستى وي[196] .

زغمناک

ð زغمناک د “دنيا او اخرت” ښاغلى دى [197].

ریا

ðبېشکه چې “الله تعالى” پر ټولو رياکارانو جنت حرام کړى دى[198] .

ðښه کار په ريا مه کوه اوهېڅ کار د حيا له امله مه پرېږده[199].

ðريا (د ځانښوونې لپاره د ښه کار ترسره کول ) “وړوکى شر ک” دى[200] .

ðڅوک چې د ځان مشهورولو لپاره کوم کار کوي؛نو خداى يې مشهوروي او څوک چې نورو ته د ځانښوونې لپاره څه کوي؛ نو خداى هغه نورو ته ښه ښيي [201].

ðستر عابدان يا قرآن لوستونکي، چې نورو ته د ځانښوونې لپاره ښې کړنې کوي؛نو په دوزخ کې به دغم او خپګان په څاه کې ولوېږي،چې په خپله دوزخ ترې د ورځې څلور سوه وارې پناه غواړي[202] .

ðڅوک چې ښې چارې وکړي او خلک يې وستايي؛نو دې مؤمن ته بېړنى زېرى دى[203] .

ð څوک چې ځانښوونې ته لمونځ کوي،روژه نيسي او صدقه ورکوي؛ نو شرک دى[204] .

ðڅوک چې خپل لمونځ دومره اوږدوي، چې خلک ورته وګوري،چې څومره اوږد لمونځ کوي؛نو “خفي شرک” دى[205] .

ښه بوی

ðښه بوی زړه قوي کوي[206] .

سوداګر

ðمسلمان رښتينى امانت ساتى سوداګر په قيامت کې له شهيدانو سره دى[207] .

ðد قيامت پر ورځ رښتينى سوداګر د عرش تر سيورې لاندې دى[208] .

ðڅوک چې د مسلمانانو په بازارو کې [روغه او رښتينې] راکړه ورکړه کوي،د خداى په لار کې د مجاهد په څېر دى او زموږ په بازارو کې محتکر د خداۍ له کتابه د منکر په څېر دى.[209]

ðرښتين او امين سوداګر(په قيامت کې) له پېغمبرانو،رښتينو او شهيد انو سره دى[210] .

 

چغلي ( د خبرې وړل راوړل )

ð په تاسې كې هغه ډېر ناوړه دى،چې چغلي كوي،ډنډورې خپروي، دوستان يو له بله بېلوي او په بې ګناهو كې عیبونه او ټكې پيدا كوي [211].

ðابوذره! چغلګر په اخرت كې ان يوه شېبه هم له الهي عذابه نه خلاصېږي[212] .

ðله پينځو څيزونو ډډه وكړئ : (۱) كينه (۲) پال نيونه (۳) ظلم (۴) بدګوماني ( ۵) او چغلي[213] .

ðهغوى د خداى ډېر غوره بندګان دي، چې په ليدو يې انسان ته خداى وريادېږي او ډېر ناوړه يې هغوى دي، چې چغلي کوي او دوستان سره بېلوي او په دې لټه کې دي،چې د خداى د بندګانو پاکلمنۍ په يو ډول ګناه ککړې کړي او يا يې په کړاو او پرېشانۍ اخته کړي[214] .

ðچغلګر به جنت ته ولاړ نشي [215].

اسراف

ðڅوک چې اسراف کوي ،خداى به يې نشتمن کړي [216].

 

 

یووالی

ðله ټولنې سره وسئ؛ځکه لېوه له رمې لرې پسه خوري[217] .

ðاختلاف مه کوئ؛ځکه ړومبنيو مو اختلاف وکړ؛نو هلاک شول[218] .

مسواک

ðخولې مو د قرآن لارې دي؛نو په مسواک يې پاکې کړئ[219] .

ð مسواک وکاروئ! مسواک وکاروئ [220].

ðپه مسواک کارولو خوله پاکېږي او خداى خوشحالېږي[221] .

ðد خپلوغاښونو منځونه پاک کړئ [222].

ð د مسواک وهلو (١٢) ځانګړنې دي:

١) خوله پاکوي.٢) خداى خوشحالېږي.٣ ) غاښونه سپينوي .٤ ) خيرى له منځه وړي. ٥ ) بلغم کموي. ٦ ) خوراک ته لوهه – اشتها پيداکوي. ٧ ) نېکي ډېروي . ٨ ) له سنتو سره اړخ لګوي . ٩ ) پرښتي پرې شاهدې وي . ١٠ ) ورۍ ټينګوي. ١١) د قرآن د لوستو لار وينځي. ١٢ ) دوه رکعته لمونځ،چې مسواک ورته وهل شوى وي تر هغو اويا رکعتو لمانځه غوره دى،چې مسواک ورته وهل شوى نه وي[223] .

ð ( قرآن چې لولئ؛نو)خولې مو د قرآن لارې دي؛نو په مسواک کارولو يې خوږ بويه کړئ (او پوه شئ،چې) خداى ته تر مسواک وهلو وروسته دوه رکعته لمونځ تر اويا رکعتو بې مسواکه لمانځه غوره دى (همداراز) مسواک غاښونه سپينوي او د خرابۍ مخه يې نيسي او ورۍ ټينګوي،د خولې لاړې کموي،خوړو ته لوهه – اشتها زياتوي، د عبادت بدله زياتوي، په سنتو عمل کول دي او له پرښتو سره ملګرتوب دى او(پردې سربېره)د پالونکي د خوشحالۍ لامل ګرځي[224] .

ðڅلور څيزونه د الهي استازيو له سنتو دي:(١) عطر (٢) له خپلې مېرمن سره مينه (٣) مسواک ( ٤) نکريزې[225].

ðکه پر امت مې نه سختېداى؛ نو امر مې کاوه، چې په هر لمانځه کې مسواک وکاروي[226] .

ðخوله مو په خلالولو پاکه کړئ [227].

سلام اچول

ðلومړى سلام واچوئ او بيا خبرې وکړئ؛خو چا چې تر سلام اچولو مخکې خبرې پيل کړې؛نو ځواب يې مه ورکوئ[228] .

ðسلام د خداى تعالى يو نوم دى او پخپلو کې يې دود کړئ . مسلمان،چې پر يو قوم تېرېږي او سلام پرې واچوي؛ نو که د سلام ځواب يې ورنه کړي؛ نو تر هغه ډېر غوره او سپېڅلى به يې ځواب ورکړي [229].

ð ډېر بخيل هغه دى،چې په سلام اچولوکې بخل کوي[230] .

ðسلام اچول او نېکې خبرې د بښنې له لاملونو څخه دي[231] .

ð يو له بل سره په سلام او روغبړ ملاقات وکړئ اوپه دعا بېل شئ[232] . ðهغوى خداى او استازي(ص) ته يې ډېره نږدې دي،چې خپلې خبرې په سلام ويلو پيلوي[233] .

ðړومبى سلام اچوونکى له کبره لرې دى [234].

ðڅوک چې تر نورو ړومبى سلام پيل کړي؛نوله کبره به خلاص وي[235] .

ð مؤمن خپلې خبرې په سلام پېلوي [236].

ðخداى او استازي ته يې هغه ډېر وړ دی،چې لومړى سلام واچوي[237] .

ðلومړى سلام بيا كلام؛نو چا چې تر سلام مخكې خبرې پيل كړې؛نو ځواب يې مه وركوئ [238].

ðهغه ډېر بېوسې دى،چې دعا نه كوي او هغه ډېر كنجوس دى،چې سلام نه اچوي[239] .

ðوړ ده،چې سپور پر (پلي) سلام واچوي [240].

ðڅوك چې له غونډې پاڅېد؛نو نور دې په سلام ورسره خداى پاماني وكړي .[241]

ðپه دنيا كې زړه سوى وكړئ،كه څه هم په يو سلام اچولو وي [242].

ðسلام اچول مستحب او ځواب يې فرض دى [243].

ðسلام د پاک خداى له نومونو دى؛ نو پخپلو كې يې ښكاره كړئ.(په لوړغږ سلام اچوئ ) [244] .

ðپه جنت كې داسې ځايونه دي،چې ظاهر يې له باطنه او باطن يې له ظاهره ليدل كېږي او زما هغه امتيان به پکې اوسېږي،چې ښه خبرې كوي، وږي مړوي،په لوړ غږ سلام اچوي او د شپې،چې خلك ويده وي؛نو لمونځ كوي بيا يې وويل: كله هم پر مسلمانانو له سلام اچولو ډډه مه كوئ[245] .

د ګاونډي حق

ðهغه به زما پر”نبوت” ايمان راوړى نه وي، چې په مړه خېټه شپه تېره کړي او ګاونډى يې وږى وي [246].

ð د ګاونډيانو په باب سپارښتنه درته کوم [247].

ðپر خداى قسم!مؤمن نه دى (درې ځل يې وويل)،چې ګاونډى ځوروي[248].

ðمؤمن نه دى،چې په مړه خېټه وېده شي او ترڅنګ ګاونډى يې وږى وي [249].

ðتر کور اخستو لومړى يې ګاونډ وګوره بيا کور او تر سفر مخکې د خپل سفر ملګرى پيدا کړه[250] .

ð څوک چې پر خداى او قيامت ايمان لري؛نو د خپل ګاونډي عزت دې کوي[251] .

ðد ګاونډي ځوروونکى به جنت ته نه ننوځي[252] .

ðجبرئيل تل ماته دګاونډي په باب سپارښتنه کوله(ان تردې)،چې ګومان مې وکړ،دوى به په خپلو کې له يو بله ميراث يوسي[253].

ðد ګاونډي درناوى؛لکه د مور درناوى دى [254].

ðګاونډيان درې ډوله دي: ځېنې درې حقه لري؛(١) د اسلام حق (٢) د ګاونډيتوب حق (٣) د خپلوۍ حق. ځينې يې دوه حقه لري ؛(١) اسلام (٢) د ګاونډيتوب حق. ځينې يې يو حق لري او هغه کافر دى،چې (يوازې) د ګاونډيتوب حق لري [255].

ðڅوک چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ايمان لري؛نو د خپل ګاونډي عزت دې وکړي[256] .

ðله څلورو خواوو تر څلوېښتو کورونو پورې ګاونډيان شمېرل کېږي[257] .

اولاد

ðخپلو کوچنيانو ته د “لااله الاالله” کلمه ورزده کړئ او د مړينې پر وخت يې هم ورتلقين او په خوله کې ورکړئ[258].

ð د خپلو اولادونو درناوى وکړئ او ښه په ادب يې وروزئ[259] .

ðپر خپلو اولادونو مو د پېغمبرانو نومونه کېږدئ؛”عبدالله” او”عبدالرحمن” ډېر غوره نومونه دي .

ðله اولادونوسره مو په عدالت چلن وکړئ؛که دا مو ښه ايسي، چې درسره په نېکۍ او لطف چلن وکړي [260].

ð صالح اولاد خو د خداى له لوري يو ګل دى، چې په خپلو بندګانو کې يې ويشي [261].

ð د صالح اولاد درلودل د سړي په نېکمرغيو کې ګڼل کېږي [262].

ð مهربانې لوڼې غوره اولاد دى، چې تل د مور و پلار په چوپړ کې وي، مينه ناکې،برکتي او پاکې وي[263] .

ð غوره اولاد مو لوڼې دي [264].

ð پر دې امت د “علي” حق؛ لکه پر اولاد د پلار حق دى [265].

ð اولادونو ته مو لامبو او غشى ويشتنه زده کړئ[266] .

ð پر پلار د اولاد حق دا دى : که زوى و؛ نو له مور سره دې په ورين تندي چلن کول او درناوى دې يې کوي،ښه نوم دې پرې کېږدي،قرآن دې وروښيي، پاک دې کړي او لامبو دې ورزده کړي او که نجلۍ وه؛ نو له مور سره دې په ورين تندى چلن کوي او درناوى دې يې کوي . ښه نوم دې پرې کېږدي،د “نور سورت” دې ورياد کړي او د “يوسف” سورت دې نه ورښيي او (په عمومې ځايونو کې) دې يې د خلکو کتو ته نه راښکاره کوي او ژر دې ورته مېړه وکړي او که نوم يې ورباندې “فاطمه” ايښې وه؛نو کنځلې دې ورته نه کوي،لعنت دې پرې نه وايي او نه دې يې وهي[267] .

 اخر وخت او قیامت

ðزما دې پر هغه ذات قسم وي،چې زما ساه يې په لاس کې ده؛قيامت تر هغه نه راځي،څو خپل مشر ووژنئ او په خپلو کې په جګړه شئ او دنيا مو ډېرو ناوړو ته مېراث شي[268] .

ðيو په بل پسې د اسلام لارښوونې څنډې ته کېږي او مشران بې لارې کوونکي کېږي او ورپسې درې دجاله راښکاره کېږي[269].

ðکه چارې نا اهلوته وسپارل شي (؛نو) قيامت ته سترګې پر لار وسئ[270] .

ðتر هغه چې پر ځمکه د”الله”نوم يادېږي (؛نو) قيامت نه راځي[271].

ðپر تاسې به داسې وخت راشي، چې نه به له چا سره حلالې پيسې وي او نه به ديني ورور وي،چې څو شېبې کېنې او مينه ورسره وکړي او نه به کوم (نبوي) سنت عملي کېږي[272] .

ðپر خلکو به داسې وخت راشي،چې که څوک پر خپل دين ټينګ ولاړ وي؛ نو لکه د اورسکروټه يې، چې په لاس کې نيولې وي [273].

ðپر خلکو به داسې وخت راشي،چې څوک به د”بېوسۍ” او”بدکارۍ” ترمنځ اختيارمن وي؛نو پر داسې مهال بايد”بېوسي” پر “بدکارۍ” غوره وګڼې[274] .

ðتر ما وروسته به داسې مشران وي،چې واکمنۍ ته به جنګېږي او يو بل به وژني[275] .

ðداسې وخت به راشي، چې رښتين به دروغجن او دروغجن به رښتين، امين به خائن او خائن به امين ګڼل کېږي .ژر به فتنې راپېښې شي،چې “ناست”وګړي به پکې تر “ولاړ”غوره وي او “ولاړ” به تر “روان” غوره وي او تلونکي به تر ځغاستونکي غوره وي [څوک چې په فتنو کې ډېره لږه برخه لري،ورته غوره ده] او څوک چې په فتنو پسې ولاړ شي؛نو هلاک به يې کړي؛نوځکه چا چې پټنځى وموند؛پکې دې پټ شي[276].

ðپر خلکو به داسې وخت راشي،چې ورته به بې توپېره وي،چې مال يې له کومه لاس ته راوړى،حلال دى که حرام ؟قيامت ته نږدې دا ډېر لږ پېښېږي،چې د مؤمن خوب سم ونه خېژي؛ځکه د مؤمن خوب د نبوت له ( ٤٦) برخو يوه برخه دى او څه چې د نبوت په باب وي،بېخي پکې دروغ نه وي[277] .

د جمعې د ورځې خطبه

ðڅوک چې د جمعې پر ورځ د امام په خطبه کې خبرې کوي،د هغه خره په شان دى،چې څو کتابونه پرې بار وي [278].

شمع

ðڅوک چې نورو ته د ښېګڼو ښوونه کوي او خپل ځان هېروي،د شمعې په څېر دى،چې ځان سوځوي او نور رڼا کوي [279].

اذان

ðاذان،چې اورئ[؛نو په خپل زړه کې يې] داسې يې ووياست؛لکه چې مؤذن يې وايي[280] .

ðد اذان او اقامت ترمنځ دعا نه ردېږي [281].

ð [د لمانځه په جماعت کې دې]ستاسې تر ټولو ښه قاري امامت وکړي او ډېر ښه مو يې اذان ووايي [282].

ðاذان مو چې تر غوږ شو؛نو د مؤذن په څېر يې ووايئ[283].

بډې

ðخداى لعنت کړي:بډې ورکونکى او بډيخور او منځګړى يې[284].

وصیت

ðشتمن مسلمان دې د خپلې شتمنۍ په باب وصيت وکړي او روا نه ده، چې دوه شپې پرې تېرې شي او وصيت يې نه وي ليکلى [285].

انګېرنې

ðانګېرنې په درېو څيزونو کې دي:اس،ښځه او کور[286].

لارښود

ðتر هغه د لارښود د خبرو اورېدل او د لارښوونو منل لازمي دي، چې پر ګناه يې امر نه وي کړې؛نوکه امر يې وکړ(؛نو) نه ښايي خبرې يې واورېدل شي او لارښوونې يې ومنل شي[287].

 جهاد

ðيوسړى رسول الله (ص) ته راغى او جهاد ته د تلو اجازه يې وغوښته. آنحضرت ( ص) ورته وويل: موروپلار دې ژوندي دي ؟ ويې ويل: هو! رسول الله (ص) ورته وويل : ستا جهاد د هغوى خدمت کول دي[288] .

ðخلکو! “جهاد” د جنت له ورونو يو “ور”دى،چې خداى تعالى يې خپلو ځانګړو بندګانو ته پرانځي [289].

ðجهاد وکړئ،چې اولادونو ته مو سر لوړي پرېښې وي[290] .

ðډېر کنجوس هغه دى،چې په سلام اچولو کې کنجوسي کوي او ډېر بښاند هغه دى،چې خپل ځان او شتمني د خداى په لار کې وبښي[291] .

ðامت ته مې د پينځو څيزونو سپارښتنه کوم : (١) اورېدل .( ٢) اطاعت کول. (٣) مهاجرت کول .(٤) جهاد. (٥) او ډله ييزکارونه کول. څوک چې بل د جاهليت د زمانې دود ته راوبلي؛نو خداى د جهنم په يوه کېڅ – قبر کې يې ننباسي[292] .

قریش

ðحضرت “انس” (رض) وايي: نبي اکرم (ص) وويل: زه د قريشو د زړونو د لاس ته راوړنې لپاره ورکړه کوم؛ځکه چې جاهليت ته نږدې دي [293].

واکمني

ðتاسې واکمنۍ ته د رسېدولپاره هڅه کوئ؛ خو د قيامت پر ورځ به پښېمانه شئ. واکمني شيدوره ده(زيات خوندونه لري)؛خو پرېکون (مړينه) يې خورا ناوړه د‌ى [294].

(الف) نو خداى چې کوم بنده ته د اولس پازوالي – مسؤوليت ورترغاړې کړي؛ خو په نصيحت او خيرغوښتنې کې يې لنډون او تقصير وکړي؛نو جنت به بوى نه کړي .

(ب) واکمن ته چې د مسلمانانو د ټولي پازوالي ورترغاړې شي او د خيانت په حال کې ومري؛نو خداى پرې جنت حراموي .[295]

ðحضرت “جابربن سمرة” (رض ) وايي: پېغمبراکرم (ص) وويل : دولس تنه به اميران شي بيا يې څه وويل؛خو ما وا نه ورېدل پلار مې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : هغو‌ى ټول به له قريشو وي[296] .

ðکه څوک واکمن په داسې څيز خوښوي،چې خداى پرې خپه کېږي؛نو د خداى له دينه وتلى دى .

 

[1] ( بحار ٦٨/ ١٥٤)

[2] ( د نهج البلاغې شرح ۱۱\ ۲۲۱)

[3] ( الامالي للمفيد : ۸مخ )

[4] ( ترغيب وترهيب ٢/ ٢٣٩)

[5] ( امالي صدوق : مخ ٢٧)

[6] (کنز: ٤٣٥٥٥ح)

[7] ( معاني الاخبار: مخ ٣٣٥)

[8] ( الخصال : مخ ٥٢٦)

[9] ( مکارم الاخلاق: مخ ٤٦٥)

[10] (يعقوبى تاريخ : مخ ٦٦)

[11] ( ميزان الحکمة: ٢٦٣٥)

[12] (دعائم الاسلام: ١/ ٣٩٨)

[13] ( بحار ٧٦/ ١٨٣)

[14] ( الخصال: مخ ٣٤)

[15] (بحار ٧٢/ ١٩٨)

[16] ( بحار ٨ / ١٩٩)

[17] ( ثواب الاعمال: مخ ٢٨٨)

[18] ( بحار ٧٥/ ٢٣)

[19] ( الخيروالبرکة: ١٣٥مخ)

[20] ( کنز: ٦٨٩٤ح )

[21] ( تحف العقول: ٤٩ ح )

[22] ( مکارم الاخلاق: مخ ١١٠ )

[23] ( بحار ٦٨ / ١٥٤)

[24] (کنز ٤٣٧٠٩ ح)

[25] (الکافي ٢\٣١١)

[26] (ثواب اﻻعمال:١٨٩)

[27] (وسايل ١٢\٩٩)

[28] (جامع اﻻخبار ١١٢)

[29] (مستدرک الوسايل ١٢\٣٢)

[30] ( بحار ٧٥/ ١٣٧)

[31] ( ورام ١/ ٢٧٨)

[32] ( بخاري – مسلم )

[33] ( بخاري-مسلم)

[34] (الکافي ٥\١٦٥)

[35] (بحارالانوار ٧٢/ ٢١٠)

[36] (مستدرک الوسايل ٧/ ١٦٠)

[37] ( مشکاه الانوار :١٢٥)

[38] ( الامالي صدوق : مخ ٧٣)

[39] ( مشکاة الانوار: مخ ١١٤)

[40] ( بحار ١٧/ ٤٨)

[41] ( الکافي ٨\٢١٩)

[42] ( وسايل ١٢\١٠٣)

[43] ( مستدرک الوسايل ٢\٣٥١)

[44] (ثواب الاعمال : ١٤٨ )

[45] (من لايحضره الفقيه٤\ ١٣ )

[46] (عدة الااعي : ١٦٥مخ )

[47] ( عوالي اللآ لي ١/ ٨٧)

[48] ( سفينة البحار ٢/٧٢٨)

[49] (ميزان : ٢٧٦٧ح )

[50] ( تنبيه الخواطر ٢ / ١١٦)

[51] (بيهقي )

[52] (بيهقي)

[53] (بيهقي)

[54] (اعلام الدين : ٢٦٥مخ )

[55] ( معاني الاخبار : ١٦٠مخ )

[56] ( بحار ٧٠/٣٦)

[57] ( تنبيح الخواطر ٢/ ١٢٢)

[58] (تحف : ٤٢ )

[59] (بحار ٦٩/ ٤٠٨)

[60] ( کنز : مخ ٦٦)

[61] (دسيوطي جامع الصغير)

[62] (مسند احمد)

[63]  ( صحيح بخاري- مسلم )

[64] ( بخاري – مسلم )

[65] ( بخاري – مسلم )

[66] ( احمد)

[67] ( وسائل ١١/٥٤١)

[68] (تفسيرالامام العسکري : ٤٤٧)

[69] ( ميزان ٥/ ٩)

[70] (الدعوات: مخ ١٠ )

[71] ( الامالي طوسي: مخ ١١٥)

[72] ( کافي ٢/ ١٦٢)

[73] (بيهقي)

[74] (يعقوبى تاريخ : مخ ٦٧)

[75] (مستدرک ٢/ ٦٥)

[76] ( الكافي ۴\ ۲۸۶)

[77] (بحار الانوار ۷۳\ ۲۲۲)

[78] ( مکارم الاخلاق : مخ ٢٤٠)

[79] ( بحار ٨١/ ١٧٣)

[80] ( الامان : ۵۳)

[81] ( الكافي ۲\ ۶۷)

[82] ( من لايحضره الفقيه ۲\۲۸۰)

[83] ( بحار ٦٢/ ٦٥)

[84] (اصول کافي)

[85] (صحيح بخاري)

[86] (صحيح بخاري)

[87] [ بخاري : ٣٠١٩ح]

[88] ( بحار ٧٧/ ٦٧)

[89] ( بخاري – مسلم )

[90] ( بخاري – مسلم )

[91] (بيهقي)

[92] ( بخاري – مسلم)

[93]  (ترمذي،الدارمي، الدارقطني)

[94] ( الكافي ۲\ ۳۰۲)

[95] ( بحار ٧٧/١٧٤)

[96] ( بحار ٧٧/ ١٧٤)

[97] ( وسائل ٢/ ٩١٠)

[98] (سفينة البحار٢/٤٠ )

[99] (سفينة البحار ٢ /٤٠)

[100] (اصول کافي: ٤ ټ ،باب اکذب ،٢٤ حديث)

[101] (عشريه : ١٨ مخ .)

[102] (سفينة البحار ١ / ١٣٩ )

[103] (سفينة البحار ١/ ٥٣٥ )

[104] (صحيفة الرضا : ٤٩ او٥٨ احاديث)

[105] (عيون اخبارالرضا:٣٠باب)

[106] ( اخبار الرضا: ٣٠ باب )

[107] (روضة الواعظين : ٣١٠مخ )

[108] ( الکافي ٢/ ٦٥٦)

[109] ( بحارالانوار ۷۸\۱۷۰)

[110] ( الخصال ۱\۲۳۸)

[111] ( بحارالانوار ۷۸ \ ۱۷۰)

 

[112] (کنز : ٢٤٩٠ حديث)

[113] (ابوداوود – الدارمي )

[114] ( ابو داوود)

[115] (بيهقي)

[116] (بحار ٧٣/ ٢٩٨)

[117] ( تحف العقول : مخ ٥٨ )

[118] ( مکارم الاخلاق: مخ ٤٣٣)

[119] ( تحف العقول : مخ ٤٢)

[120] ( بيهقي )

[121] ( ابوداوود)

[122] (بحار٧٣/ ٣٠٨)

[123] ( کنز ٢ / ٦٤ )

[124] ( کنز: ٥٩٧٠ مخ)

[125] ( “ترمذي” – “ابوداود”)

[126] (ترمذي)

[127] (ميزان: ٧٠٠٩ مخ)

[128] ( کنز: مخ ١٠ )

[129] ( امالى مفيد، مخ ١٥٢ )

[130] (بحار ٧٠ / ٢٩١)

[131] ( بحار ٦٧/ ٧٢٩ )

[132] ( کنز: ٤٣٧٤٠ ح )

[133] ( وسائل/٨ ٥٩٨ )

[134] ( کنز ١٥/٦٤٦ )

[135] ( کنز ٤/ ٤٨ )

[136] ( کنز ٦ / ٤٧٣ )

[137] ( مستدرک ١٢/ ٥٩ )

[138] ( بحار ٧٤/١٨٥)

[139] ( کنز ١٦/ ١٤٢)

[140] ( المعجم الکبير ٣/ مخ ١٣١)

[141] (کنز ٣ / ٥٧ )

[142] ( کنز ١٥ / ٦٩٤ )

[143] ( بحار ٦٩ / ٤٠٥ )

[144] (کنز ٦/ ٣٦٠)

[145] ( کنز ٣/ ٩٩)

[146] ( حلية الاولياء ٣/ ٢٥٣)

[147] ( ميزان الحکمه: ١٤٣٧١ح )

[148] ( کنز: ٤٣٧١٣ح )

[149] ( يعقوبي تاريخ ٢/ ٥٩ )

[150] (تحف العقول: مخ ٤٧ )

[151] ( صحيح مسلم )

[152]  ( بحار ١٦/ ٢١٠ )

[153] ( وسائل ١١/ ٢١٤ )

[154] ( کافي ٢/ ١٨٨)

[155] ( بحار ٧٤/ ١٧١)

[156] ( الکافي ٢\١١٧)

[157] (من لايحضره الفقيه ٤\٣٩٤)

[158] ( الکافي ٢\١١٦)

[159] ( الکافي ٢\١١٧)

[160] (نهج الفصاحه)

[161] ( کافي ٦ /٣ )

[162] ( کنز ٦ / ٣٦٣ )

[163] ( الكافي ۲\ ۱۳۹ )

[164] (مستدرك الوسايل ۹\ ۵۷)

[165] ( وسائل ١١/ ٢٢٠ )

[166] ( الجعفريات : ١٢٢)

[167] (جامع الاخبار: ١٢٢)

[168] ( ارشادالقلوب ١\١١٨)

[169] ( مستدرک الوسايل ١٥\ ٢٢٤)

[170] ( يوت ١٥\٢٢٧)

[171] ( بحار ٧١/١٥١ )

[172] (ترمذي)

[173] ( وسائل ٨/ ٤٧٨)

[174]  ( “ترمذي” – “ابوداوود”)

[175] ( مشکاة الانوار: مخ ٤٠٥ )

[176] (ترمذي)

[177] ( بحار ٧٤/ ١٧٢)

[178] ( مستدرک: مخ ٦٢)

[179] ( مواعظ عدديه :٥٠ مخ)

[180] ( کنز ١٦/ ٢٦٧)

[181] ( بحار ٧٧/ ١٧٣)

[182] (سنن ابي داوود )

[183] ( کنز ٩/ ٤٣)

[184] (ميزان ٧٩٣٩ ح )

[185] ( کنز ٩/ ٣٠ )

[186] ( بحار ٧٤/ ٩٤)

[187] ( بحار ٦٢/ ٢٩١)

[188] ( کنز ١/ ٤٧٦)

[189] (بحار ٧٧/ ١٣١)

[190] ( کنز ٣/ ٥٠ )

[191] ( کنز ٣/ ١٨٢)

[192] ( کنز ٤/ ٩٠)

[193] ( ترغيب ٤ /٢٦٧)

[194] (صحيح مسلم ١/ ٦٥)

[195] (بحارالانوار ٧٤\١٣٣ )

[196] (“ابن ماجه” او”بيهقي”)

[197] ( کنز ٣/ ١٢٩ )

[198] ( کنز ٣ / ٤٧٣)

[199] ( بحار ٦٨ / ١٥٤)

[200] ( مسند احمد )

[201] ( بخاري – مسلم )

[202] (ترمذي)

[203] ( مسلم )

[204] ( مسند احمد)

[205]  (ابن ماجه)

[206] ( فروع ٦/ ٥١٠ )

[207] ( کنز: ٩٢١٦)

[208] ( کنز: مخ ٩٢١٨)

[209] دسيوطي جامع الصغير٣٢٧ )

[210] (ترمذي، الدارمي، الدارقطني )

[211] ( الكافي ۲\ ۲۶۹)

[212] ( وسايل ۱۲\۳۰۷)

[213] ( عوالي الاللي ۱\ ۲۸۹ )

[214] (بيهقي)

[215] ( الترغيب ٣/ ٤٩٥)

[216] ( الحياة ٤/٢٠ )

[217] ( مسنداحمد ٦/ ٤٤٦)

[218] ( کنز: ٨٩٤ح )

[219] ( محجة : ١/٢٩٦ )

[220] ( کنز: ٢٦١٧٠ ح )

[221] (کنز:٢٦١٥٦ح)

[222] ( بحار ٦٢/ ٢٩١)

[223] (خصال: باب الواحد الى اثنى اعشر ٦ مخ )

[224] ( الدعوات : ١٦٠)

[225] ( اخصال : ١\٢٤٢)

[226] ( الکافي : ٣\٢٢)

[227] (الوسايل ١٦\٣١٧)

[228] (اصول کافي/٤ټوک باب تسليم ١ او٢ حديثونه )

[229] (روضة الواعظين : ٤٥٩ مخ )

[230] (روضة الواعظين : ٤٥٩ مخ )

[231] ( جامع الا خبار:١٠٤ مخ )

[232] ( طرايف الحکم: لومړى /٢١٧)

[233] ( اصول کافي/ ٤ټوک، باب التسليم،٣ حديث ) .

[234] (ميزان الحکمه: ٨٨٤٨ح )

[235] (بيهقي)

[236] ( ميزان: ١٤٣٨ )

[237] ( الكافي ۲\ ۶۴۴)

[238] ( وسايل الشيعة ۱۲\۵۶)

[239] ( الا مالى للطوسي : ۸۸)

[240] (مستدرك الوسايل ۸\ ۳۷۲)

[241] ( الجعفريات : ۲۲۹ )

[242] (جامع الاخبار : ۸۸مخ )

[243] ( الكافي ۲\ ۶۴۴)

[244] ( روضة الوا عظين ۲\۴۵۹)

[245] ( الواغظين ۲\ ۳۷۱)

[246] (اصول کافي٤ټوک،باب الحوار،١٤ حديث)

[247] ( کنز ٩/٤٩ )

[248] ( صحيح بخاري)

[249] (بيهقي)

[250] ( سنن ابي داود ٢/ ١٤٧ )

[251] ( مسند احمد ٤/ ٣١)

[252] ( اثنى عشريه : ١٥ مخ )

[253] ( صدوق:مجلس ٦٦ ،لومړى حديث .)

[254] (کافي :٤ټوک،باب حق الجوار ،٢حديث .)

[255] (روِضة الواعظين :٣٨٩ مخ )

[256] (ا ثنى عشريه: ١١ مخ )

[257] (اصول کافي: ٤ټوک،باب حدالجوار،لومړى حديث )

[258] (بيهقي)

[259] (ابن ماجه)

[260] ( سفينة البحار:٢ / ٦٨٤ )

[261] ( الکافي ٦ / ٢ )

[262] (الکافي٦/ ٣)

[263] ( الکافي ٦/ ٥)

[264] (مکارم الاخلاق: ٢١٩)

[265] (تاريخ مدينه دمشق ٤٢/ ٣٠٨ – ميزان لاعتدال ٣/ ٣١٦ )

[266] ( الکافي ٦/ ٤٧ )

[267] ( الکافي ٦/ ٤٨ )

[268] (سنن ابي داود)

[269] (د حاکم مستدرک)

[270] ( صحيح بخاري )

[271] (صحيح مسلم )

[272] ( سيوطي:جامع الصغير)

[273] (سنن ترمذي)

[274]  ( سيوطي : جامع الصغير)

[275] (دسيوطي جامع الصغير)

[276] [ بخاري : ٧٠٨١ ح]

[277] [ بخاري : ٧٠٧١ ح]

[278] (دامام احمدحنبل مسند)

[279] (دسيوطي جامع الصغير)

[280] ( صحيح بخاري )

[281] (سنن ابي داود)

[282] (من لايحضره الفقيه )

[283] (بخاري : ٦١١ح )

[284] ( مستدرک الوسايل ١٧\ ٣٥٥)

[285] [بخاري :٢٧٣٨ح ]

[286] (بخاري : ٢٨٥٨ح)

[287] ( بخاري : ٢٩٥٥ح)

[288]  [ بخاري : ٣٠٠٥ح]

[289] (عوالي الاللي :٢\٩٨)

[290] (الکافي : ٥\٨)

[291] (الجعفريات : ٧٦مخ )

[292] ( مستدرک الوسايل ١١\٩)

[293] ( بخاري: ٣١٤٦ ح)

[294]  [ بخاري : ٧١٤٨ح]

[295] [بخاري : ٧١٥٠او٧١٥١احاديث ]

[296] [بخاري : ٧٢٢٢- ٧٢٢٣ احاديث ]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!