تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث یقین او زهد ðد امت لومړنى خير او نېکي مې “يقين” او”زهد” دى او لومړنۍ ويجاړي يې بخل او د دنيا حرص دى[1] . ðزهد دې ته نه وايي،چې حلال څيزونه پر ځان حرام کړې او خپله شتمني ضايع کړې؛ بلکې د زهد اصلي کچه داده، چې پر […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي احادیث

یقین او زهد

ðد امت لومړنى خير او نېکي مې “يقين” او”زهد” دى او لومړنۍ ويجاړي يې بخل او د دنيا حرص دى[1] .

ðزهد دې ته نه وايي،چې حلال څيزونه پر ځان حرام کړې او خپله شتمني ضايع کړې؛ بلکې د زهد اصلي کچه داده، چې پر هغه څه دې يقين ډېر وي،چې له الله تعالى سره دي،نه له تا سره او بل دا چې له کړاوونو سره د مخامخېدو پرمهال يې درته په اړه د اخروي ثواب کازمني – لېوالتيا پيدا شي [2].

ð د امت لومړنى خير او نېکي “يقين” او “زهد” دى او لومړنى ويجاړي يې بخل او د دنيا حرص دى [3].

 مسکین

ðخدايه ! مسکين مې وساته، مسکين مې مړ کړه او په قيامت کې مې د مسکينانو په ډله کې پاڅوه(حشر کړه)[4] .

ðخدايه! آل محمد(نبوي کورنۍ) ته د کفايت او بسيايني هومره رزق په برخه کړه [5].

احسان

ðنورو ته نفقه ورکړئ،چې خداى يې تاسې ته درکړي[6].

ðپه خير او نېکو چارو کې نورو ته مه ګورئ،که درسره احسان وکړي، تاسې به يې هم ورسره وکړئ او که تېرى او بدي درسره وکړي ؛نو تاسې هم ورسره هماغسې وکړئ؛بلکې هوډ وکړئ، که نورو درسره احسان وکړ، تاسې يې هم ورسره وکړئ که تېرى او بدي هم درسره وکړه،بيا به هم ورسره احسان او نېکي کوو او د بديو لار به نه نيسو [7].

ð څوک چې زما د يو امتي اړتياوې لرې کړي او نيت يې خوشحالول وي؛ نو زه به يې خوشحاله کړى يم او څوک چې ما خوشحاله کړي؛نو خداى يې خوشحاله کړى دى او څوک چې خداى خوشحاله کړي؛ نو جنت ته يې ننباسي[8].

ðهېڅ ډول نېکي سپکه مه ګڼئ؛ نو که څه نلرئ، چې مسلمان ورور ته يې ورډالۍ کړئ؛ نو په خندا او ورين تندي ورسره مخ شه او چې غوښه دې پخوله؛ نو اوبه پکې ډېرې کړه، چې ښوروا يې ګاونډي ته هم ډالۍ کړې [9].

غوره کړنې

ðخداى ته تر ټولوغوره کړنې دادي،چې د بنده دوستي او دښمنى يوازې د خداى لپاه وي [10].

ðخداى تعالى ته غوره کړنې دادي: (١) هغه ايمان، چې شک ورته لار کړې نه وي (٢) هغه جهاد، چې کينه ورننوتې نه وي (٣) او قبول شوى حج [11].

ðد تږي خړوبول غوره چار دى[12] .

ðالهي فرايض عملي کړئ،چې ډېر پرهېزګاران شئ[13].

ðيوه ډله چې راغونډه شي او خداى ياد کړي؛ نو شيطان او دنيا ترې تښتي. شيطان دنيا ته وايي : ګورې چې څه کوي؟ دنيا ورته په ځواب کې وايي: پرېږده يې، که بېل شول،(د دنيا غوښتنې کړئ) په غاړه کې وراچوم.[14]

ð ډېر غوره هغه دي، چې خلكو ته ګټور وي او ډېر ناوړه هغه دي،چې خلك وځوروي او تر دې بدتر هغه دى،چې د شر له ډاره يې خلك درناوی كوي او تردې خو لا ډېر بدتر هغه دى،چې خپل دين د بل په دنيا وپلوري [15].

ناوړه کړنې

ðپه هغه ټولي كې رحمت نه راكوزېږي،چې پر خپلوانو يې زړه سوى پرې كړی وي[16] .

ðڅوک چې ناوړه کار خپروي؛ نو لکه په خپله،چې يې کوي[17] .

ð د قيامت پر ورځ ډېر ناوړه هغه دي، چې خلك يې د شر له وېرې درناوی کوي[18] .

ð زما د امت ډېر ناوړه هغه وګړي دي، چې خلك يې د شر له وېرې درناوی كوي، هغه به زما (له امته) نه وي،چې د شرله ډاره يې خلك درناوى كوي[19] .

ðکنجوسي او بد اخلاقي د مسلمان ځانګړنې نه دي [20].

ðد خداى پر وړاندې دا درې چارې خورا ناوړه دي،چې بني آدم يې هېڅکله نه کوي :(١) که څوک کوم پېغمبر ووژني (٢) کعبه ويجاړه کړي،چې خداى د خلکو قبله کړې ده (٣) او په حرامو له ښځې سره زنا وکړي[21] .

ðګناهونه، نعمتونه اړوي، تېرى د لېپخورۍ – پښېمانۍ لامل دى، وژنه د بدمرغۍ د راكېوتو لامل دى، ظلم پردې څېروي او شرابخوري د روزۍ مانع كېږي، زنا مړينه رانږدې كوي او زړه سوى نه كول د دعا د نه قبلېدو لامل ګرځي، د موروپلار (له خوا) عاقېدل عمر لنډوي او نمونځ نه كول د خوارۍ لامل ګرځي .[22]

ðرسول اکرم وويل: ايا ډېر ناوړه خلک دروښيم ؟ اصحابو وويل: هو! آنحضرت (ص) وويل: څوک چې د لاسنيوي او مرستې مخه نيسي، خپل مريى (تر لاسلاندې) وهي؛نو اصحابو ګومان وکړ،چې خداى له دې هم ناوړه موجود پیدا کړی نه دى. بيا آنحضرت(ص) وويل: ايا تردې ناوړه درته وښيم: اصحابو وويل: هو! آنحضرت(ص) وويل: هغه چې د خير هيله ترې نه کېږي او له شره يې هم خوندي نه يې. بيا اصحابو ګومان وکړ، چې خداى خو به تردې بل ناوړه موجود پيدا کړى نه وي. آنحضرت(ص) وويل: تردې ناوړه مو خبر کړم: اصحابو وويل: هو! آنحضرت (ص) وويل: د هغه په مخکې، چې د مؤمنانو نوم واخستل شي؛ نو کنځي یې او لعنت پرې وايي او چې مؤمنان يې ياد کړي؛نو کنځي يې او لعنت پرې وايي [23].

خپلمنځي اړیکې

ðمسلمانان د لورنې،مينې او نرمۍ له پلوه په خپلو کې د يوې تنې په څېر دي،که يو غړى يې په درد شي ؛نو نور هم ورسره دردېږي [24].

تله

ðتېر امتونه د دوو ځانګړنو په درلودو پوپناه شوي، چې يو يې پيمانه (کنډه) او بل يې تله وه [25].

 

ډار

ðعلي! له ډارن سره مشوره مه کوه؛ ځکه د چارې لار درباندې تنګوي [26].

ðعلي! پوه شه چې ډار،کنجوسي او حرص يوه غريزه ده،چې په ټولو کې د بدګومانۍ لامل دى[27] .

ðنشپاتي وخورئ؛ ځکه زړه غښتلى کوي او ډارن زړه وروي[28].

ðرسول الله (ص) ته تردې بل هيڅ څيزهم ګران نه دى،چې څوک د خداى په لارکې “وږي ډارځپلي” ته پناه ورکړي[29] .

ðمؤمن د”تېر” او ګاندې – “راتلونکې” دوو ډارو ترمنځ پروت دى[30] .

ðمؤمن تل له ناوړه عاقبته ډارېږي او د خداى د رضا په باب تر هغه يقين نلري، څو يې روح له تنه وتلى او د مرګ پرښته يې ليدلې نه وي .[31]

حرام اوحلال

ðخلکو! حلال مې تر قيامته حلال دي [32].

ðعبادت اويا ډوله دى،چې ډېر غوره يې د حلالۍ روزۍ لاس ته راوړل دي[33] .

ðعبادت اويا ډوله دى، چې غوره يې د حلال مال لاس ته راوړل دي [34].

ðچا چې د حلال مال لاس ته راوړو لپاره ځان ستړى کړى وي او بيا ويده شي؛ نو خداى بښلى به ويده شوى وي[35] .

ðخداى تعالى د معراج پر شپه وويل: احمده ! عبادت لس ډوله دى، چې نهه يې د حلال مال لاس ته راوړل دي [36].

ðامت به مې ژر پر څو اويا ډلو وېشل کېږي، په دوې کې به ډېره ناوړه ډله هغه وي،چې په چارو کې د خپل نظر له مخې قياس کوي او په دې کار حلال،حراموي او حرام ،حلالوي [37].

ðخداى خپل بندګان پيدا کړل او ترمنځ يې حلاله روزي ووېشله او حرام يې وروړاندې کړل؛ نو چا چې له حرامو څه وخوړل؛نو هومره يې له حلال ماله کمېږي او څوک چې حرامخور وي؛ نو په قيامت کې ورسره حساب کېږي [38].

ðد حلال خور پر سر پرښته درېږي او تر هغه ورته بښنه غواړي،څو له دې کاره لاس واخلي او همداراز ويې ويل: کوم بنده،چې حرامه مړۍ وخوري؛نو څو يې په ګېډه کې وي،په اسمانو او ځمکې کې پرښتې پرې لعنت وايي او خداى هم ورته نه ګوري او څوک چې حرامه مړۍ وخوري؛ نو خداى پرې غوسه کېږي؛نو که توبه وباسي،خداى يې توبه قبلوي او که تر توبې مخکې ومري؛نو د جهنم وړ دى [39].

ðموږ ټول (اهلبيت) په چارو پوهېدنو،حلال او حرامو کې یو د بل په څېر يو[40].

حساب

ðمخکې له دې،چې حساب درسره وشي؛له ځان سره حساب وکړئ [41].

ðله بنده چې د قيامت پر ورځ د لومړي څيز حساب اخستل کېږي،دا دى،چې ورته وويل شي: ايا بدن دې روغ رمټ و؟[42]

ðرسول الله (ص) وويل: د چا چې کړنې حساب شي (؛نو) په عذابېږي. وپوښتل شو: د خداى تعالى دا خبره “چې د هغوى حساب به اسان وي”په څه مفهوم ده؟ ورته يې وويل: د خبرې مفهوم دا دى،چې خداى له خپلو بندګانو تېرېږي [43].

حسرت

ðپه قيامت کې به هغه تر ټولو ډېر افسوس کوي،چې خپل اودس د بل پر پوټکي وويني [44].

حق اوحقيقت

ðحق او رښتيا ووايه که څه تريخ وي (او د خلکو) ښه نه ايسي [45].

ð حقيقي مؤمن هغه دى،چې له خپلې شتمنۍ بېوزليو ته (څه) وبښي يا له خلکو سره په انصاف چلن کوي[46].

ðرسول الله (ص) د بدر پر وژل شويو ودرېد او په يوه څاه کې يې واچول ويې ويل: په څاه کې لوېدليو! پالونکي مو چې راسره ژمنه کړې، ترسره شوه، ايا له تاسې سره د خداى ژمنه پوره شوه ؟ ورته وويل شو: رسول الله (ص) له مړيو سره خبرې کوئ؟ حضرت ورته وويل: که هغوى د خبرو اجازه درلوداى (؛نو) ويل يې: هو! پرهېزګاري ډېره غوره توښه ده [47].

ðبېشکه پر هر څه حقيقت او پر هر ښه کار رڼا پرته وي؛ نو څه چې له قرآن سره اړخ لګوي، ويې منئ او څه چې ورسره ناباندی- مخالف وي، پرې يې ږدئ [48] .

ðڅوک چې خپله ژبه وساتي؛نو د ايمان پر حقيقت به پوه شي[49].

ðد هر حق لپاره يو حقيقت وي او يو بنده هم د اخلاص حقيقت ته رسېداى نشي؛خو دا چې کوم کار وکړي او نه يې خوښېږي،چې وستايل شي[50] .

ðظالم واکمن ته د حق خبرې ويل غوره جهاد دى[51] .

حقوق

ðمؤمنان په خپلمنځي حقوقو کې د ږومنځې د غاښو په څېر يو له بل سره برابر دي؛ خو په کړنو کې يو له بل سره توپير لري او هر سړى د خپل ملګري پر دين وي؛ نو ځير دې شي، چې له چا سره ملګرتوب کوي [52].

ðلکه څنګه چې پلار پر اولاد حق لري؛ دغسې “علي” پر مسلمانانو حق لري [53].

شفاعت

ðرسول اکرم حضرت “اسامه” ته وايي: د قضاوت په غونډه کې، چې کېناستې؛نو له ما څه مه غواړه؛ځکه د حق په اجرا کې شفاعت کارسازى نه دى [54].

د مؤمن حقوق

ðمؤمن ته روا نه ده،چې تر درېیو ورځو زيات له خپل مؤمن ورور سره اړيکې پرې کړي .[55]

ðخداى تعالى له مؤمن سره تر هغه مرسته کوي،چې له بل مؤمن سره د لاسنيوي په فکر کې وي او څوک چې په دنيا کې د خپل مؤمن ورور ستونزاواری وکړي؛ نو خداى به يې په آخرت کې اويا ستونزې هوارې کړي [56].

ðکله هم خپل کمزوري وروڼه ټيټ مه ګڼئ؛ځکه څوک چې مؤمن ورور ټيټ وګڼي؛ نو خداى دى او هغه مؤمن په جنت کې نه راغونډوي؛خو دا چې توبه وکاږي [57].

ðمؤمن پر مؤمن اوه واجب حقوق لري،چې دادي :

(١) په درنه سترګه وروګوري. (٢) له زړه ورسره مينه ولري. (٣) په خپله شتمنۍ کې يې شريک وبولي. (٤) غيبت يې ونکړي. (٥) چې ناروغ شو، پوښتنې ته يې ورشي. (٦) په جنازه کې يې ګډون وکړي. (٧) او تر مړينې وروسته يې په ښو ياد کړي [58].

پر مسلمان د مسلمان حقوق

ðمسلمان پر بل مسلمان ورور (٣٠) حقوق لري، چې ددې حقوقو بار ترې نه سپه کېږي؛خو دا چې پوره يې کړي يا وبښل شي (او هغه دادي): (١) له ښويېدنې يې تېر شي. (٢) پر اوښکو يې زړه وسوځوي. (٣) له ګناهونو يې تېر شي. (٤) عذر يې ومني.(٥) پرېنږدي،چې غيبت يې وکړي. (٦) تل ورته نصيحت کوي. (٧) پر بديو يې پرده اچوي.(٨) خپله دوستي ورسره وساتي. (١٠) په ناروغۍ کې يې پوښتنه وکړي. (١١) پر مړي يې شاهدي ووايي. (١٢) بلنه يې ومني.(١٣) ډالۍ يې ومني. (١٤) ليدو ته يې ورشي. (١٥) له ډالۍ يې مننه وکړي. (١٦) مرسته يې ښه وګڼي. (١٧) مېرمن يې وپالي. (١٨) اړتياوې يې لرې کړي.(١٩) غوښتنې يې ومني. (٢٠) د پرنجي پر وخت ورته روغتيا وغواړي.(٢١) چې بېلارې شو؛نو سمه لار وروښيي. (٢٢) د سلام ځواب يې ورکړي. (٢٣) ښه خبرې ورسره وکړي. (٢٤) له اخلاصه ورسره ښه وکړي.( ٢٥) قسم يې ومني. (٢٦)دوست یې خپل دوست او دښمن يې خپل دښمن وګڼي. (٢٧) په ظلم او مظلوميت دواړو کې ورسره مرسته وکړي؛يعنې د ظلم پر وخت ورسره مرسته وکړي،چې له ظلمه يې منع کړي او چې مظلوم شي؛ نو د حق په اخستو کې ورسره لاسنيوى وکړي .(٢٨) ځان ته يې نه پرېږدي او ځارځپلی – ذليل يې نکړي . ( ٢٩) هر ښه،چې يې ښه ايسي؛نو هغه ته دې يې هم ښه وګڼي.(٣٠) او څه چې ځان ته نه خوښوي؛هغه ته دې يې هم نه خوښوي[59] .

ðپر مسلمان واجب دي،چې کله پر سفر وځي؛نو خپل وروڼه دې خبر کړي او چې راستون شي،پر دوستانو يې لازم دي،چې کتو ته يې ورشي[60].

حکمت

ðخداى تعالى زما د اهلبيتو پر ژبه د حکمت څراغونه جاري کړي دي[61].

ðله خداى تعالى څخه وېره د حکمت بنسټ دى [62].

ðزه د حکمت “ښار”يم او علي يې “ور”دى؛ که څوک غواړي، دې ښار ته راننوځي؛ نو له “وره” دې يې راننوځي[63].

ðابوذره! چې و دې ليدل، ورور دې دنيا ته شا کړې؛ نو خبرې ته يې غوږ کېږده؛ ځکه پر ژبه يې حکمت جاري کېږي[64].

ðپوهان وپوښتئ، له حکيمانو سره راشه درشه ولرئ او له بېوزليو سره ملګرتوب کوئ [65].

ðحکمت د مؤمن ورکه ده؛ نو چېرې يې،چې ومومي؛نو اخلي يې[66] .

ðخلکو! حکمت، د حکمت نااهلو ته مه ورکوئ ،چې تېرى به مو پرې کړى وي او هم حکمت له اهلو يې مه منع کوئ،چې تېرى به مو پرې کړى وي .[67]

ðپر هغه دې خوښي وي،مخکې تردې چې د بل پر عيبو او نيمګرتياوو پسې ګرځي،د ځان په سمون بوخت وي او خپله شتمني د ګناه په لار کې نه لګوي او پر کمزوريو او بېوزليو يې زړه سوځي او له فقهاوو او حکيمانو سره يې ملګرتوب وي .[68]

ðنرمي د حکمت بنسټ دى. پالونکيه! څوک چې زما د امت له چارو څه پر ذمه واخلي او نرمي ورسره وکړي؛ نو ته (هم) ورسره نرمي وکړه او څوک چې ورسره سختي کوي؛ نو ته هم ورسره سختي وکړه.[69]

ðحکمت زما د اهلبيتو پر ژبه جاري شوى دى.[70]

حماقت

ðله احمق سره له واده ډډه وکړئ؛ ځکه ناسته يې بلا ده او اولادونه يې ضايع کېږي [71].

ðعياشي او مزې چړچې کول ډېر ناوړه حماقت دى . [72]

ðڅوک چې له چا سره ملګرتوب کوي؛نو د هغه پلار، ټبر او نبيره دې وپوښتي؛ ځکه دا چار له رښتينې دوستۍ او واجبو حقوقو څخه دى او بې له دې ملګرتوب يې احمقانه دى . [73]

ðابوذره! هله به د ايمان حقيقت ته ورسې،چې ګرد خلک په ديني چارو کې احمق او په دنيوي چارو کې عاقل وويني[74].

څاروي

ðپسه غوره څاروى دى[75] .

ðد شرابو بيه، د ظلم مهر او د کوټه سپي (ناښکاري) بيه حرامه ده .[76]

ðخداى تعالى له موږه د هر څاروي او بوټي په باب ژمنه اخستې؛نو چا چې دا ژمنه ومنله؛نو پاک او سپېڅلى شو او چا چې و نه منله؛ نو تريو تريخ شو[77].

ðد پسونو پنډغالى پاک کړئ، پر پوزو يې لاس راکاږئ، چې جنتي څاروي دي [78].

ðد روزۍ له لسو برخو،نهه يې په سوداګرۍ او پاتې يوه يې په پسه کې ده.

کورنۍ

ðکورنۍ جوړه کړه؛ځکه روزي زياتوي[79] .

ðزړه سوى د شتمنۍ لاملېږي او په کورنۍ کې مينه مړينه تمبوي [80].

ðعلي! د کورنۍ د غم خوړل د جهنم د اور مانع ګرځي، د خالق اطاعت له عذابه خونديتوب دى او د خداى په اطاعت کې صبر، جهاد کول دي، چې تر شپېتو کالو عبادته غوره دى او د مړينې غم د ګناهونو کفاره ده [81].

ðپه جنت کې داسې يو مقام دى،چې يوازې نیاومن واکمن، زړه سواند او زغمناک عيالوار وررسېداى شي [82].

ð بندګان ټول د خداى کورنۍ ده؛نو هغه پکې ورته ډېر غوره دى،چې کورنۍ ته يې ډېر ګټور وي [83].

ðعلي! پوه شه،چې خداى تعالى بندګانو ته روزي ورکوي او (په اړه يې) غم تا ته کوم زيان نلري او همداراز د بندګانو روزۍ ته هم کومه ګټه نلري؛ خو(د غم) له امله يې تا ته ثواب درکوي او بېشکه تر ټولو ښه غم، د کورنۍ لپاره غم دى [84].

ðعلي! څوک چې د خپلې کورنۍ په چوپړ کې وي؛ نو متعال خداى يې له واره د شهيدانو په شمېر کې ليکي او هره شپه و ورځ ورته د زرو شهيدانو ثواب ورکوي او همداراز يې هر قدم ته د حج او عمرې ثواب وربښي او د بدن هر رګ ته يې په جنت کې ښار ورکوي [85].

ðعلي! د کورنۍ خادم يا صديق دى يا شهيد دى او يا داسې سړی دى،چې خداى ورته د دنيا او اخرت خير غوښتى دى [86].

خبر

ðښه سړى،ښه خبر راوړي او بد سړى بد خبر راوړي [87].

ðعلي! ته د خداى حجت، باب الله، خداى ته د رسېدو لار، ستر خبر، نېغه لار او غوره بېلګه يې [88].

 خداى

ðتر متعال خداى هېڅوک هم ډېر غيور نه دى [89].

ðخدا ى پاک وايي :”ستريا” مې څادر دى؛ نو څوک چې په ښاڅمنۍ – کبر زما په “ستريا” کې راننوځي ،په اور کې يې سوځوم[90] .

ðتوحيد نيم دين دى [91].

زړه وژونکي

ð (١) له کنجوسو سره ناسته (٢) له (نامحرمو) ښځو سره خبرې او (٣) له شتمنو سره ملګرتوب زړه وژني [92].

تاوتريخوالى

ðد پاک خداى او استازي يې پر خداى ايمان او له بندګانو سره يې په نرمۍ چلن ډېر ښه ايسي او له خداى سره شرک او له بندګانو سره يې تاوتريخوالى د خداى د غوسې لامل ګرځي[93] .

ðنرمي د ښه انګېرنې لامل دى او تاوتريخوالى د شومۍ لامل دى [94].

ðکه بد اخلاقي او تاوتريخوالى په انساني بڼه پيدا شوى واى؛نو ناوړه څيز به ترې نه و [95].

ðنرمي هر څه ښکلي کوي او حماقت هر څه ناوړه انځوروي؛نو څوک چې د نرمۍ له نعمته برخمن وي؛نو د دنيا او اخرت ښه ورکړ شوي دي او څوک چې ترې بې برخې شي؛نو د دنيا او اخرت له ښو بې برخې شوى دى[96].

خوشحالي

ðڅوک چې د خداى د غوسې په بيه خلک خوشحالوي؛نو پاک خداى به يې ستايونکى پر ملامتګر واړوي [97].

ðله بندګانو نه د خداى د خوشحالۍ نښه داده،چې واکمن يې نیاومن او د نرخونو ارزاني وي او پر بندګانو د خداى د غوسې نښه دا ده، چې واکمن يې ظالم او نرخونه ګران وي [98].

ðله چاچې خداى راضي وي او څه ترې وغواړي؛نو تر مړينې مخکې يې ورکوي[99] .

ðڅوک چې په لږې روزۍ خوشحاله وي؛نو پاک خداى ترې په لږو کړو راضي کېږي [100].

ðڅوک چې د خداى په ورکړې روزي خوشحاله وي؛نو سترګې يې روښانېږي[101] .

ðڅوک چې د خداى د غوسې په بيه واکمن خوشحاله کړي(؛نو) د خداى له دينه وتلى دى [102].

ðڅوک چې خلک د خداى د غوسې په بيه خوشحالوي(؛نو) پاک خداى هغه خلکو ته ورپرېږدي او څوک چې خدای د خلکو د غوسې په بيه خوشحالوي؛نو خداى هغه د خلکو له شره ژغوري [103].

 

ژغورنه

ðهر بنده،چې د نمانځه وخت مهم بولي؛ نو زه يې تضمينوم، چې ساه يې په اسانه ووځي، اندېښنه او کړاوونه يې لرې کېږي او د جهنم له اوره به ژغورل کېږي [104].

ðد مؤمن ژغورنه د ژبې په ساتنه کې نغښتل شوې ده[105] .

ðکه غواړې په نېکمرغۍ کې ژوند وکړې او مړينه دې شهادت وي او د قيامت پر ورځ وژغورل شې او د قيامت په سوځنده بېدیا کې تر سيورې لاندې او د بېلارۍ پر ورځ سمه لاربه – لارښوونه غواړې (؛نو) قرآن زده کړه؛ ځکه هغه د رحمن (خداى) کلام دى، له شيطانه خوندي دى او په تله کې د دروندوالي لامل دى[106] .

ðکه څوک غواړي، د ژغورنې په بېړۍ کې سپور شي او پر ټينګه کړۍ منګولې ښخې کړي او د خداى په رسۍ پورې ځوړند شي؛نو تر ما وروسته دې “علي” ښه وګڼي له دښمنانو سره دې يې دښمني وکړي او د اولاد په لارښوونو پسې دې يې ولاړ شي .

ðابوذره!څوک چې چوپ شي؛نو ژغورلېږي؛ نو چوپ وسه او هڅه کوه،چې بېخي دروغ ونه وياست [107].

ðحلال اوحرام بېخي څرګند دي؛خو د دوى تر منځ شبهات شته؛نو که چا ترې ډډه وکړه،له حرامو ژغورلېږي؛ خو که څوک په شبهاتو کې ورګډ شو؛ نو په حرامو به ککړشوى وي [108].

ðڅوک چې پوهه د پوهې له اهله واخلي او عمل پرې وکړي؛نو ژغورلېږي او څوک چې په پوهې دنيوي ګټې ترلاسه کوي؛نو يوازې همدا برخمنېدل به يې وي[109] .

ðپه رښتيا، ژغورنه په دې کې ده،چې خداى و نه غولوئ ،چې ( ددې په غبرګون کې)هغه هم تاسې تېرباسي؛ نو ځکه څوک چې خداى تېرباسي؛ نو خداى هم هغه تېرباسي او ايمان ترې اخلي او که پوه شي؛نو ځان تېرباسي. وپوښتل شو: خداى څنګه تېرباسي؟ آنحضرت ورته وويل: د کوم کار،چې خداى ورته ويلي،بل ته يې کوي؛نو د ريا لپاره له خدايه ووېرېږئ؛ ځکه ريا له خداى سره شرک دى او د قيامت پر ورځ ريا کار ته په څلورو نومونوغږ کوي: کافره! فاجره! ژمنماتیه! او زيانکاره! کړه وړه دې له منځه ولاړل او بدلې دې پوپناه شوې،نن درته بېخي د ژغورنې لار نشته ؛نو ثواب دې له هغه وغواړه، چې ريا دې ورته کوله [110].

خندا

ðله ډېرې خندا ډډه وکړئ ؛ځکه زړه وژني[111] .

ðخپل زړونه په لږې خندا او لږو خوړو ژوندي وساتئ[112].

ðډېره خندا د ورکاوي لامل دى[113] .

ðله ډېرې خندا ډډه وکړئ ؛ځکه زړه وژني او د مخ رڼا له منځه وړي[114] .

ðڅوک چې په خندا ګناه کوي؛نو په ژړا به جهنم ته ننوځي[115].

ðډېرې ټوکې؛پت،ډېره خندا؛ايمان او ډېر دروغ د انسان ارزښت له منځه وړي [116].

ðخندا زړه وژني او د ښځو کړس کړس خندا د خدای ښه نه ايسي[117] .

ðپاک خداى ماته شپږ څيزونه ناوړه ګڼلي،چې زه دا څيزونه خپلو وصي اولادونو ته او (همداراز) پلیونو – لارويانو ته مکروه ګڼم : (۱) په لمانځه کې چټي کارونه (٢) په روژه کې کوروالى (٣) تر صدقې وروسته منت ايښوونه (٤) په جنابت کې جومات ته ننووتل (٥) په مستراح کې خبرې کول.(٦) او په مړېستون – هديره کې خندا[118].

 خوب

ðد حضرت “سليمان” عليه السلام مور ،سليمان ته وويل : زويه ! ځان د شپې له ډېرخوبۍ وژغوره؛ ځکه دا چار د قيامت پر ورځ د تشلاسۍ لامل دى [119].

ðځمکه درې څيزونو ته چغې وهي،چې په څېر يې نورو ته نه وهي : هغه وينه،چې تويول يې حرام دي او پر ځمکه تويه شي،د زناکار د غسل اوبه چې پر ځمکه تويې شي او څوک چې تر لمرخاته مخکې پر ځمکه ويده شي[120] .

ðد خوب پرمهال د ((الهکم التکاثر)) دسورت لوستل د کېڅ – قبر له عذابه د ژغورنې لامل دى[121] .

ðد ورځې په سر کې خوب د بد اخلاقۍ لامل دى. قيلوله ( غرمه مهال) خوب يو نعمت دى. تر ماسپښين وروسته خوب حماقت دى او د ماښام او ماسخوتن ترمنځ خوب له روزۍ د بې برخې کېدو لامل دى[122] .

ðد روژه تي خوب عبادت او ساه راکښل يې د خداى تسبيح ده[123].

ðکه د کوچنيانو او کمزوريو خوب نه واى؛نو د ماسخوتن د نفل لمونځونو وخت مې د شپې تر درېمې ځنډاوه[124].

ðعلي! پوهېږې چې ځمکه تر لمر خاته مخکې د عالم له خوبه سختې چغې وهي او خداى ته شکايت کوي [125]؟

ðغوره مو “اولى النهى” دي. وپوښتل شو:څوک دي؟ ويې وويل : هغوى چې د رښتياوو خوبونه ويني، ښه خوى لري،خواړه ورکوي،په لوړغږ سلام اچوي، خلک د شپې ويده وي؛خو دى عبادت کوي [126].

ðله خوبه چې راوېښ شوئ ؛نو تر هغه لوښي ته لاس مه وړئ،څو مو مينځلى نه وي (يا مو اودس نه وي کړى[127])

ðکه په خوب کې شيطان تېر اېستئ؛نو چاته يې مه وايئ[128].

خواري

ðڅوک چې زما مؤمن بنده سپک کړي؛نو په جګړې به یې راسره لاس پورې کړى وي[129] .

ðډېر هوښيار هغه دى،چې له خلکو سره ښه چلن وکړي او( خلکو ته درانه وګوري) او ډېر خوار هغه دى،چې خلک سپک وګڼي[130].

ðچاچې مؤمن ته د بېوزلۍ او تنګلاسۍ له امله يې ټيټ وکتل؛نو خداى به يې د جهنم له پله اور ته ورګوزار کړي [131].

ðد چا په مخ کې،چې يو مؤمن سپک (او ورټل) شي او دى يې د ننګې له وس سره سره دفاع ونکړي؛نو خداى به يې د قيامت پر ورځ د ټولو بندګانو په مخ کې سپک او خوار کړي[132] .

غوښتل

ðکه څوک غواړي ډېر غني وي؛ نو څه چې د خداى په لاس کې وي، ورته ډېرهيلمن وي،نه هغه چې له نورو سره وي[133] .

ðد مسعود زويه! هيلې دې لنډې کړه؛ داسې چې ګهيځ ووايې،چې تر مازيګره به نه يم او مازيګر ووايې،چې تر سهاره به نه يم او هوډ وکړه، چې ځان له دنيا بېل کړې[134].

ðکه څوک د آدم (ع) علم او د “نوح” (ع) فهم (او پوهېدنې) ته ګوري ؛نو علي ته دې وګوري [135].

ðخداى تعالى يو څيز ځان ته خوښوى؛خو خپلو مخلوقاتو ته يې نه خوښوي؛د خپلو بندګانو ګدايي نه خوښوي؛خو له ځانه غوښتل خوښوې او د خداى دا ډېر ښه ايسي،چې بنده ترې يو څيز وغواړي؛ نو له خدايه د هغه د فضل په غوښتنه كې حيا مه كوئ ان كه د څپلۍ پياړمه وي [136].

ðله خلكو غوښتنه د انسان له خپلې ابرو او پت سره معامله ده؛ نو سړى بايد ځير شي،چې ابرو يې پاتېږي او که ځي[137] .

نېکي

ð “نېکي” عمر زياتوي او “دعا” قضا وقدر بدلوي[138] .

ðد نېکۍ درې زېرمې دادي :د رنځونو پټول،ناروغي او صدقه ورکول[139] .

ð يوازې “نېکي” د انسان عمر زياتولاى شي[140] .

ðبشپړه نېکي هغه ده،چې څه په ښکاره کوې،په پټه يې هم وکړې[141] .

ð هغه دې خوښ وي ،چې خداى ورته په لاسونو کې د نېکۍ کونجيانې اېښي وي[142] .

ðپه نړۍ کى د خداى د احکامو لاروي وکړه (متقي وسه) او په هرې بدۍ پسې نېکي وکړه، چې پرې له منځه ولاړه شي او د خداى له بندګانو سره ښه چلن وکړه[143].

ðهيڅ ډول نېکي سپکه مه ګڼئ؛ نو که څه نلرئ،چې مسلمان ورور ته يې ورډالۍ کړئ؛ نو په خندا او ورين تندي ورسره مخامخ شه او چې غوښه دې پخوله؛نو اوبه پکې ډېرې کړه،چې ښوروا يې ګاونډي ته هم ډالۍ کړې[144] .

ðڅوک چې د نېکۍ وړتيا لري که نلري، نېکي ورسره وکړه؛ ځکه که وړتيا نلري؛نو ته خو د کرامت او لورنې وړتيا لرې[145] .

ðنېکي د ناوړو پېښو د مخنيوۍ لاملېږي او صدقه د پالونکي غوسه سړوي[146] .

ðد ښه کار پاى ته رسول تر پيلېدو يې ډېر مهم دي [147].

خواړه

ðپه مړښت او د جنابت په حال کې خوراک د برګي (پيس) د ناروغۍ لاملېږي[148] .

ðپه کيڼ لاس خوراک جفا ده[149] .

ðد عدسو(شاکلولوخوراک) مبارک او سپېڅلي خواړه دي،چې زړه نرموي، اوښکې زياتوي او خداى اويا پېغمبرانو ته مبارک کړي،چې وروستى يې “عيسی د مريمې” زوى و .[150]

ðڅوک چې خاورې وخوري او مړ شي؛نو “ځان وژنى” به وي .[151]

ðڅوک چې “هوږه” او “پياز” وخورى؛نو زموږ جومات ته دې نه رانږدېږي .[152]

ðڅوک چې “انار” وخوري (؛نو) زړه يې نوراني کېږي او تر څلوېښتو ورځو ترې شيطان لرې کېږي[153] .

ðڅوک چې بې له بلنې خواړه وخوري؛نو خواړه يې په ګېډه کې د اور په لمبه اوړي او کومو خوړو ته چې بلل شوي ياست،بې له اجازې يې نورو ته مه ورکوئ [154].

ðخواړه مو چې وخوړل؛ نو خپلې ګوتې وڅټئ؛ځکه برکت پکې دى [155].

ðڅوک چې هره ورځ (٢١) دانې مميز وخوري؛نو بې له مرګونې ناروغۍ؛په نورو به اخته نشي[156].

ðڅوک چې غټه مړۍ په خوله کوي؛نو پاک خداى به يې په همدومره غټې ناروغۍ اخته کړي . د “غوا” غوښه د ناروغۍ لامل دى؛خو غوړي او شيدې يې دوا ده [157].

ðڅوک چې د خوب پر مهال اوه کجورې وخوري؛ نو د کولنجو (بادو) له ناروغۍ به خوندي وي او د ګېډې چينجي يې له منځه وړي .[158]

ðڅوک چې کومه مېوه وخوري او”بسم الله” ووايي؛نو زيان نه ور رسوي . [159]

ðڅوک چې خاوره وخوري ؛نو ملعون دى .[160]

ðغوښه وخورئ؛ځکه په بدن کې د غوښې د راټوکېدو لامل دى؛څوک چې څلوېښت ورځې غوښه و نه خوري؛نو بدخويه کېږي او څوک چې “وازده” يا “لم” وخوري؛نو په هومره ناروغۍ اخته کېږي[161] .

ðڅوک چې له “عدسو” (شاکلول) سره د “کدو حلوا” وخوري؛نو د خداى د يادولو پر مهال يې زړه نرمېږي او د کوراوالي قوت يې زياتېږي.

ðڅوک چې سود وخوري ؛نو پاک خداى يې په هماغه اندازه په ګېډه کې اور ننباسي او څوک چې له دې ماله څه لاس ته راوړي؛نو خداى يې يو عمل هم نه قبلوي او تر هغه چې ددې مال يو ذره هم ورسره وي؛ نو خداى او پرښتې پرې لعنت وايي[162] .

ð خواړه ګډ وخورئ او مه خپرېږئ ؛ځکه په ګډ خوراک کې برکت دى [163].

ð له ډېرخورۍ ډډه وکړئ [164].

ðچې وږى شوې (؛نو) خواړه وخوره او لا،چې موړ شوى نه يې؛نو پرې يې ږده [165].

لمر

ðکومې اوبه چې په لمر تودې شوې وي،نه پرې اودس وکړئ او نه غسل او نه يې مينځلو ته وکاروئ ؛ځکه د برګي (پيس) د ناروغۍ لاملېږي [166].

ðلمر څلور ځانګړنې لري: (١) رنګ اړوي (٢) بوى بدوي .(٣) جامې خرابوي او (٤) دناروغۍ لاملېږي [167].

خطاطي

ðښه ليک،د روزيو له کونجيانو دى[168] .

ðمشواڼۍ دې ډکه کړه، قلم کوږ نيسه،”ب” اوږده ليکه ، د سين غاښونه بېل ليکه، د ميم منځ مه ډکوه،”الله” په ښه ليک کښه او “رحمن” اوږد او “رحيم” په ظرافت وليکه او قلم دې پر کيڼ غوږ کېده، چې ورک يې نه کړې [169] .

په ژوند کې بسياېنه

ðپر هغه دې خوشحالي وي،چې مسلمان وي او روزي يې هم بسیا وي [170].

خپلوان

ðکه کوم خپلوان دې اړ وي ؛نو د صدقې ورکړه بل چا ته روا نه ده[171] .

ðپه جنت کې يو مقام دى،چې يوازې نیاومن واکمن، پر خپلوانو زړه سواند او زغمناک عيالوار وررسېداى شي[172] .

ðزړه سوى د لوراند خداى له لوري يوه څانګه ده؛نو څوک چې پر خپلوانو زړه وسوځوي؛ نو خداى ورسره اړيکه ټينګوي او څوک چې يې و نه سوځوي؛خداى هم ورسره اړيکه پرېکوي[173] .

ðله خپلوانو سره اړيکې ټينګې کړئ،که څه په يو ځل سلام اچولو وي[174].

ð له خپلوانو سره دې “ليده کاته” کوه، که څه يو کال مسافرت ته اړ شوې[175] .

ð خپلوانو ته مو پام وسه،خپلوانو ته مو پام وسه [176].

ð څوک چې له خپلوانو سره اړيکې پرې کړي؛ نوجنت ته تلاى نشي[177].

خياطي – ګنډل

ðخياطي مؤمنې ته ښه بوختيا ده[178] .

ðخياطي صالح ښځې ته ښه تفريح ده[179] .

ðخياطي د نېکانو نارينه وو کار دی[180] .

خيانت

ðامانت ساتنه روزي زياتوي او خيانت د بېوزلۍ لاملېږي[181] .

ðدسيسه، چل او خيانت انسان جهنم ته راکاږي[182] .

ðخاين او خاينې ته د لېینې – شاهدۍ ورکولو اجازه نشته[183] .

ðله مسلمان سره خيانتګر له موږه نه دى[184] .

ðڅلور څيزونه دي،چې که کوم کور ته لار پيدا کړي؛نو ويجاړوي يې او برکت يې له منځه وړي: (١) خيانت (٢) غلا (٣) شرابخوري.(٤) زنا.[185]

ðکه څوک په کومه معامله کې له خيانته خبر وي؛ نو په معامله کې د خيانتکار په څېر دى او څوک چې حق ته په رسېدو کې د مسلمان ورور مخه ونيسي؛نو روزي پرې حرامېږي؛خو هله چې توبه وباسي[186] .

ðابوذره! څه چې په غونډه کې وينې او واورې ؛نو دا درسره امانت دى او د مسلمان ورور د خوالې رابرسېرول ورسره خيانت دى[187] .

ðپه پوهه او علم کې یو د بل “خيرغواړي” او ورماند – ناصح وسئ؛ ځکه په علم کې خيانت،په مال کې تر خيانت سخت عذاب لري او د قيامت پر ورځ يې خداى په اړه تاسې پوښتي[188] .

ð خپل باوري اعتمادي هېڅکله مه تورنوه او پر يو ځل ازمېيل شوي خاين هم هېڅکله باور مه کوه[189] .

ðڅوک چې د خپل مؤمن ورور د اړتيا د لرې کولو لپاره هڅه کوى؛خو د هغه “خيرغواړى” او ورماند نه وي؛نو په حقيقت کې د خداې او د هغه له استازي سره يې خيانت کړی[190] .

ðڅوک چې د خپل ګاونډي ان يوه لوېشت ځمکه لاندې کړي؛نو پاک خداى به د ځمکې د کړۍ هومره غاړه کۍ ورپرغاړې کړي[191] .

ðکه څوک په دنيا کې کوم امانت خيانت کړي او تر مړينې وړاندې يې بېرته ورنکړي؛نو بې له اسلامه به پر بل دين مړ شوى وي او خداى به په غوسه ورسره وويني[192] .

ðڅوک چې امانت ته سپک ګوري؛داسې چې د بېرته ورسپارلو تر وخته يې ولګوي؛ نو له موږه نه دى او همداراز څوک چې د مسلمان په مال او کورنۍ کې خيانت وکړي؛نو له موږه نه دى [193].

ð که چا درسره خيانت(هم) کړى وي ،ته يې ورسره مه کوه[194] .

ðڅوک چې د نورو په امانت کې خيانت کوي له ما ځينې نه دى[195] .

ðدا خيانت دى،چې ملګرى دې تا په هر خبره کې رښتونى وګڼې؛خو ته ورته دروغ وايې[196] .

خير

ðڅوک چې انګېري،چې “خير و شر” بې د خداى له ارادې کېږي؛نو د پاک خداى واکمني به يې تر پوښتنې لاندې نيولې وي[197] .

ðد “زړه سوي” بدله تر ټولو ښو کارونو ډېر ژر رسي[198].

ðد ښو چارو ګومارونکى؛لکه پخپله کوونکى داسې دى[199] .

ðعلي!خبره يوازې په عمل ارزښت مومي او همداراز ظاهر په باطن، شتمني په بخشش، رښتيا ويل په وفا، فقه په پرهېزګارۍ، صدقه په نيت، ژوند په روغتيا او هېواد په امنيت او ښادۍ ارزښت مومي[200] .

ð ډېرغوره هغه دى،چې تر ټولو مخکې جومات ته ننوځي او تر ټولو وروسته راووځي[201] .

ð ډېر غوره هغه دى،چې خلک ترې ګټور شي او ډېر ناوړه هغه دى،چې خلک وځوروي او هغه تردې لا ډېر ناوړه دى،چې خلک يې د شر له امله درناوی کوي او تر دې هغه خورا ناوړه دى،چې خپل دين د بل په دنيا وپلوري [202].

ðبدعت ډېر ناوړه چار دى او هغه ډېر غوره چار ده،چې د خداى د رضا لپاره وشي[203] .

ðډېره غوره چار،پرېکنده هوډ کول دى [204].

ðڅوک چې (قرآن) تر نورو ډېر سم لوستاى شي؛نو د جماعت امام دې شي او په حاضرو کې دې ډېر غوره اذان ووايي[205] .

شتمني

ðد کومې شتمنۍ،چې زکات ورنکړل شي؛نو ملعونه ده[206] .

ðد خپلې شتمنۍ سمونه د مړانې يوه نښه ده[207] .

ðد مړي له شتمنۍ يې لومړى کفن وپېرئ بيا يې پورونه ورکړئ، ورپسې يې وصيت عملي کړئ او بياچې څه پاتې شول؛نو هغه يې ميراث شو[208] .

ðڅوک چې په ناحقه د مؤمن شتمني غصب او لاندې کړي او ځان ته يې ځانګړې کړي؛نو پاک خداى ترې مخ اړوي او له کړنو ان په ښو چارو يې هم غوسه وي او په کړنليک کې يې ورته نه ليکي؛خو هله چې توبه وکاږي او غصب کړاى شوې شتمني بېرته خپل خاوند ته وسپاري[209] .

ðعلي د مؤمنينو مشر دى او شتمني د منافقينو مشره ده [210].

ðشتمني زما د امت فتنه ده[211] .

ðد آدم اولاد زړېږي؛خو دا خويونه پکې ځوانېږي:(۱) د شتمنۍ حرص (٢) او د عمر حرص[212] .

ðڅوک چې ددې باک نلري،چې خپله شتمني له کومه لاس ته راوړي ؛ نو خداى هم پروا نلري،چې له کومه ځايه يې جهنم ته ورننباسي[213] .

ð شتمني د الهي تقوا د تر لاسي غوره مرستندوى ده [214].

ðمال او شتمني زما د امت ازمېښت وزله ده[215] .

ðله شتمنۍ او مقام سره مينه،د انسان دين ويجاړوي [216].

ðد وزلو ډېرښت شتمني نه؛بلکې اصلي شتمني د زړه غنا ده [217].

ðبې عدالته واکمن ،د شتمنۍ د حق نه ورکوونکى شتمن او ښاڅمن – کبرجن بېوزلى، لومړني دوزخ ته ورننووتونکي دي[218]

ðتر ځان وروسته مې امت ته د درې څيزونو په اړه وېرېږم: دا چې قرآن څنګه چې دى، بې له هغه يې تاويل کړي،عالم په “خوګانو” لټولو پسې شي او داچې مال يې ډېر شي،سرغړونه او بې پروايي وکړي او ددې کړنو چاره داده : د قرآن په اړه يې پر “محکماتو” عمل وکړئ او پر “متشابهاتو” يې ايمان راوړئ. د عالم راستنېدو ته سترګې پر لار وسئ او په خوګانو پسې يې مه ګرځئ او همداراز د شتمنۍ لپاره يې شکر وباسئ او لازم حق يې پوره کړئ[219] .

ðخداى ته غوره کړنې دادي: (١) هغه ايمان،چې شک پکې نه وي. (٢) ناستومان جهاد او مبارزه.(٣) او حج، چې سوچه (د خداى لپاره) وشي او هغوى چې لومړى جنت ته ورننوځي دادي :(١) شهيد(٢) هغه مريى ، چې د خداى ښه عبادت کوي او د خپل پالندوى ورماند – ناصح او خيرغواړى وي .

 

 

[1] (بيهقي)

[2] (ترمذي– ابن ماجه)

[3] (بيهقي)

[4] (ترمذي– بيهقي – ابن ماجه )

[5] ( بخاري – مسلم )

[6] (بخاري – مسلم )

[7] (ترمذي)

[8] (بيهقي)

[9] (ترمذي)

[10] (ابوداود)

[11] ( الامالي للمفيد: ٩٩ )

[12] ( الکافي : ٢\٢٦٠)

[13] (الکافي ٢\٨٢)

[14] ( مستدرک الوسايل : ٥\٢٨٩)

[15] ( الاختصال : ۲۴۳)

[16] ( مشكاة الانوار : ۱۶۶)

[17] (کافي ٢\٣٥٦)

[18] (بحار : ۷۲\۲۸۳)

[19] ( الحضال :۱\۱۴)

[20] (الخصال: ١\ ٧٥)

[21] ( من لايحضره الفقيه ٤\٢٠ )

[22] ( مستدرك : ۱۲\ ۳۳۴)

[23] ( الکافي ٢\ ٢٩٠ )

[24] ( بخاري – مسلم )

[25] (مستدرک الوسايل ١٣\٢٣٣)

[26] (من لايحضره الفقيه ٤\ ٤٠٩ )

[27] (علل الشرايع ٢\ ٥٥٩ )

[28] ( الکافي ٦ \ ٣٥٧)

[29] ( الکافي ٨ \١٢٩ )

[30] (مستدرک الوسايل ١١\٢٢٦)

[31] ( تاويل الايات الظاهره : ٥٢٤ مخ )

[32] (مستدرک الوسايل١٢ \٢١٧)

[33] ( الکافي : ٥\ ٧٨)

[34] (الکافي ٥\ ٧٨ )

[35] (لامالي للصدوق : ٢٨٩ )

[36] ( مستدرک الوسائل ١٣ /٢٠ )

[37] ( بحارالانوار ٢\٣١٢)

[38] ( بحارالانوار ٥\ ١٤٦)

[39] ( بحارالانوار ٦٣\٣١٤)

[40] ( الاختصاص : ٢٦٧مخ )

[41] (الفضايل : ١٥٢)

[42] ( مجموعة ورام ١\٤٤)

[43] (معاني الاخبار :٢٦٢مخ )

[44] ( من لايحضره الفقيه ١\ ٤٨)

[45] (بيهقي)

[46] ( الکافي ٢\ ١٤٧)

[47] ( من لايحضره الفقيه : ١\١٨٠)

[48] ( الکافي ١\٦٩)

[49] (الکافي ٢\١١٤)

[50] ( مستدرک الوسايل ١\ ١٠١)

[51] (عوالي الاللي ١\٤٣٢)

[52] (مستدک الوسايل : ١\١٠١)

[53] ( بشارة المصطفى : ٢٦٩ مخ )

[54] ( مستدرک الوسايل ١٧ \٣٥٨)

[55] ( بحارالانوار ٧٢\ ١٨٩)

[56] ( بحارالانوار : ٧١\٣١٢)

[57] (مستدرک الوسايل ٩\١٠٤)

[58] (من لايحضرالفقيه ٤\٣٩٨)

[59] ( وسايل الشيعه ١٢\ ٢١٢)

[60] ( الکافي ٢\١٧٤)

[61] (مستدرک الوسايل ٦ \ ١٩٧)

[62] (وسايل الشيعه: ١٥ \٢٢١)

[63] (الامالي للصدوق: ٢٦٩)

[64] (الامالي للطوسي : ٥٣١مخ )

[65] ( مشکاة الانوار : ١٣٤)

[66] ( بحارالانوار ٢\٩٩)

[67] ( اعلام الدين : ٣٣٦)

[68] ( بحارالانوار ١\ ٢٠٥)

[69] (مستدرک الوسايل ١١\٢٩٥)

[70] ( من لايحضره الفقيه ١\ ٥٣٥)

[71] ( الجعفريات : ٩٢مخ )

[72] ( الکافي ٨\٨١)

[73] ( مصادقة الاخوان : ٧٢مخ )

[74] (بحارالانوار ٧٤\٨٤)

[75] ( الکافي ٦\٥٤٤)

[76] (وسايل ١٧\٩٤)

[77] ( وسايل ٢٥\١٧٨)

[78] ( المحاسن ٢\٦٤١)

[79] ( قرب الاسناد : ١١مخ )

[80] (عوالي الاللي ٣\٢٨٢)

[81] (جامع الاخبار: ٩١مخ )

[82] ( الخصال ١\٩٣)

[83] ( قرب الاسناد : ٥٦مخ )

[84] ( جامع الاخبار: ٩١مخ )

[85] (بحارالانوار ١٠١\١٣٢)

[86] (جامع الاخبار: ١٠٢مخ )

[87] (مشکاة الانوار : ٣٢٤)

[88] ( عيون اخبارالرضاء ٢\٦)

[89] (بحار ٦\١١٠)

[90] (منية المريد : ٣٣٠ مخ )

[91] ( التوحيد : ٦٨مخ )

[92] ( مشکاة الانوار : ٢٠٥مخ )

[93] ( بحارالانوار ٧٢\٥٤)

[94] (الکافي ٢\١١٩ )

[95] ( الکافي ٢\٣٢١)

[96] ( الجعفريات : ١٤٩)

[97] ( الکافي ٢\٣٧٢)

[98] ( الکافي ١\١٦٢)

[99] (وسايل ١\٥٤)

[100] ( تحف العقول : ١٠٧)

[101] ( التمحيص : ٥٣)

[102] (عيون اخبارالرضا ٢\٦٩)

[103] ( اعلام الدين : ٣٣٤)

[104] ( الامالي للمفيد: ١٣٦مخ )

[105] ( الکافي ٢\١١٤)

[106] (مستدرک الوسايل ٤\٢٣٢)

[107] ( سايل ١٢\٢٥١)

[108] ( الکافي ١\٦٧)

[109] (تهذيب الاحکام٦\٣٢٨)

[110] (تفسير العياشي ١\ ٢٨٣)

[111] (ميزان الحکمه : ١٠٦٨٥ح)

[112] (محجة البيضاء: ٥/١٥٤)

[113] (مستدرک الوسايل ٨\٤١٧ )

[114] (معاني الاخبار: ٣٣٥ )

[115] (ثواب الاعمال :٢٢٣ )

[116] ( الامالي للصدوق : ٢٧مخ )

[117] (وسايل ٧\٧٦)

[118] (فضائل الاشهرالثلاثة : ٧٦مخ )

[119] ( من لايحضره الفقيه ٣\٥٥٦)

[120] ( الخصال ١\١٤١)

[121] ( الکافي ٢\٦٢٣)

[122] (الجعفريات : ١٥٧)

[123] (روضة الواعظين ٢\٣٥٠ )

[124] (علل الشرايع ٢\٣٦٧)

[125] (دعائم الاسلام ١ \١٥٣)

[126] (مستدرک الوسايل ٦\٣٣٤)

[127] ( دنهج البلاغې شرح ٢٠ \٢٧)

[128] ( بحارالانوار ٥٨\ ١٧٤)

[129] ( الکافي ٢\٣٥١)

[130] (بحارالانوار ٧٢\٥٢)

[131] (عيون اخبارالرضا ٢\٧٠)

[132] ( دنهج البلاغې شرح \ ٦٩)

[133] ( الکافي :٢\١٣٩)

[134] ( مستدرک الوسايل ٢\١٠٨)

[135] ( بحارالانوار ٣٩\٣١)

[136] ( الكافي ۴\ ۲۰ )

[137] ( الجعفريات : ۵۶)

[138] (بحارالانوار ٩٠\ ٢٩٦)

[139] ( بحار ٨٢/١٠٣)

[140] ( بحار ٧٧ /١٦٦)

[141] (کنز: ٥٢٦٥ح )

[142] ( کنز ١٥/٧٦٩)

[143] ( احمد-ترمذي– الدارمي)

[144] (ترمذي)

[145] (وسايل ١٦\٢٩٥)

[146] ( قرب الاسناد : ٣٧مخ )

[147] (مستدرک الوسايل ٧\٢٣٧)

[148] ( روضة الواعظين٢\ ٣٠٨- الامالي للصدوق : ٥٤٣)

[149] ( الجعفريات : ١٦٢)

[150] ( الدعوات : ٤٨\)

[151] ( الکافي ٦\٢٦٦)

[152] ( عوالي الاللي ١\ ١٠٣)

[153] ( سايل ٢٥\١٥٣)

[154] ( دعائم الاسلام ٢\١٠٨ )

[155] (مستدرک الوسائل ١٦\٢٨٦)

[156] (دعائم الاسلام ٢\١٤٨)

[157] (عائم الاسلام ٢\ ١١١)

[158] (مستدرک الوسايل ١٦ \٤٦١)

[159] ( مستدرک الوسايل ١٦ \ ٤٦١)

[160] ( بحارالانوار ٥٧ \ ١٥٣)

[161] ( المحاسن ٢\ ٤٦٥)

[162] ( ثواب الاعمال : ٢٨٥)

[163] (بحار ٦٢/٢٦١ )

[164] ( الحياة ٤/٢٠٦)

[165] ( بحار ٦٢/٢٩٠)

[166] ( الکافي ٣\١٥)

[167] ( وسايل ١٢\ ١١٠ )

[168] ( بحارالانوار ٧٣\٣١٨)

[169] ( منية المريد: ٣٤٩)

[170] ( الکافي ٢\١٤٠)

[171] ( من لايحضره الفقيه ٤\٣٦٨)

[172] ( الحضال ١\ ٩٣)

[173] (کشف الغمه ١\ ٥٥٣)

[174] (تحف العقول : مخ ٥٧)

[175] (بحار ٧٤/١٠٣)

[176] ( کنز: ٦٩١٣ ح )

[177] (عوالى اللئالى ١/ ٢٧٠ )

[178] ( الجعفريات : ٩٨مخ )

[179] ( وسايل الشيعه ١٧ \ ٢٣٧)

[180] ( مستدرک الوسايل ١٣\٢٢٦)

[181] (الکافي ٥\١٣٣)

[182] (مستدرک الوسايل ٩\٨٠)

[183] (مستدرک ٧١\٤٣٤)

[184] (ثواب الاعمال : ٢٨٦مخ )

[185] ( الامالي للطوسي : ٤٣٩)

[186] (من لايحضره الفقيه ٤\١٥)

[187] ( وسايل الشيعه : ١٢\ ٣٠٧)

[188] ( الامالي للطوسي : ١٢٦)

[189] ( قرب الاسناد: ٤١مخ )

[190] ( الکافي ٢\ ٣٦٢)

[191] (الامالي للصدوق : ٤٢٧)

[192] ( من لايحضره الفقيه ٤\ ١٥)

[193] ( الاختصاص : ٢٤٨)

[194] ( وسائل ١٢/ ٢٠٢)

[195] ( بحار ٧٥/١٧٢)

[196] (هماغه)

[197] (الکافي ٢\ ١٤٢)

[198] (الکافي ٢\١٥٢)

[199] (الکافي ٤\٢٧)

[200] (من لايحضره الفقيه ٤\ ٣٦٨)

[201] ( مستدرک الوسايل٣\٣٦٢)

[202] ( مستدرک الوسايل ١٢\ ٧٧)

[203] ( بحارالانوار ١٠ \ ١١٠ )

[204] ( بحار ٢١\٢١٠ )

[205] (من لايحضره الفقيه ١\ ٢٨٥)

[206] (الکافي ٢\٢٥٨)

[207] (من لايحضره الفقيه٣\ ١٦٦)

[208] ( تهذيب الاحکام ٦\١٨٨)

[209] (ثواب الاعمال ٢٧٣)

[210] (الامالي للطوسي : ٣٥٥)

[211] ( روضة الواعظين ٢\ ٤٢٩)

[212] ( روضة الواعظين ٢\ ٤٢٧)

[213] ( عدة الداعي : ٨٢مخ )

[214] تحف العقول :٤٩)

[215] (ترمذي)

[216] (ترمذي– الدارمي)

[217] (صحيح بخاري )

[218] (عيون اخبارالرضا ٢\٢٨)

[219] ( الخصال ١\١٦٤)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!