تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه تقوا رسول اکرم صلی الله علیه واله ویلي: په هر ځای کې چې یاست، ځان ساتی ( پرهېزګار) وسه، په کړې ګناه پسې نیکي وکړه، چې ګناه دې محوه او لرې کړي . یو له خلکو سره ښه چلېږه ( چې په نېکۍ دې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

تقوا

رسول اکرم صلی الله علیه واله ویلي: په هر ځای کې چې یاست، ځان ساتی ( پرهېزګار) وسه، په کړې ګناه پسې نیکي وکړه، چې ګناه دې محوه او لرې کړي . یو له خلکو سره ښه چلېږه ( چې په نېکۍ دې یاد کړي.) رواه احمد فی المسندو الترمذی عن ابوذر(رض)

اوږدې جامې مه اغوندئ

۲- رسول اکرم (ص) ویلي: ځان ساتی وسه، کوچنۍ نېکه چاره هم ناڅیزه مه بوله، که څه هم له خپل منګي، تږي ته یو کټورۍ اوبه ورکړې له دیني رور سره په ورین تندې و چلېږې. د اوږدو جامو له اغوستو ډډه وکړئ چې د غرور او تکبر لامل دی( او هر ډول جامې چې د کبر لاملېږي) مه یې اغوندئ. هر ډول جامې چې د غرور لامل شي د خدای نه خوښېږي. که څوک دې وکنځي او دهغه ناوړ چار پېغور درکړي چې په تا کې نشته؛ نو ته یې پرهغه عیب، مه ټپسوری کوه، چې پکې دی. پر خپل حال یې پرېږده، چې و ځورېږي؛ ځکه ثواب به یې ستاوي، څوک مه کنځئ؛ ځکه کنځل له مسلمان سره نه ښایي. رواه الطیالسي و احمدوالبخاري فی الادب المفرد

د مؤمن ذکاوت

۳- پېغمبر (ص)  وایي: د مؤمن له ځیرکۍ او ذکاوته ډډه وکړئ( د مؤمن ځیرکي جدي وګڼئ) په حقیقت کې، مؤمن یې په الهي رڼا ویني ( چې په کې ده او واقعي مؤمن د نورو له دننه خبر دی). بخاري او ترمذي له ابی سعید خدري روایت کړی دی.

د مظلوم ښېرا

۴- د مظلوم له ښېرا ډډه وکړئ ځکه دده د ښېرا او خدای تر منځ څه پرده نشته ( ښېرایې خدای قبلوي). بخاري او ترمذي له ابن عباس رضی ا لله عنهما روایت کړی دی.

زکات

ځان ساتي وسئ، پینځګوني لمونځونه وکړئ، د رمضان میاشتې روژه ونیسئ، په اخلاص د خپلو شتمنیو زکات ورکړئ. ځانونه مو د زکات په ورکړې، پاک کړئ. د اولوالامر ومنئ، (چې په پایله) کې د خدای جنت ته ورننوځئ. رواه احمد فی امسند و الحاکم عن ابی امامه

د مظلوم ښېرا

د مظلوم له ښېرا ځان وساتئ، په واقع کې ښېرا یې له ورېځې لوړ ده. خدای وایي: په خپل عزت او جلال مې ( چې له مظلومه د ظالم حق اخلم) مظلومه! مرسته دې کوم که څه هم وخت تېر شي او حق ځند شي( د مظلوم ښېرا له ورېځې تېر ېږي او پورته خېژي او خدای یې قبلوي). رواه الطبراني عن خزیمه بن ثابت

اختلاف عذاب دی

د خدای په نعمتونو منښته شکر دی، او د نعمت د منښتې پرېښوول کفر دی. چې څوک د لږ نعمت شکر  ونه کاږي؛ نو د ډېر نعمت شکر به ونه کاږي. چې څوک د خلکو له نېکۍ مننه ونه کړي؛ نو د خدای شکر به هم ونه کاږي . یو والی او یو زړه توب لورنه ده او اړپېچ او تفرقه عذاب دی. رواه احمد و البیهقی عن النعمان بن بشیر

د بنیادم ارواپوهنه

د بنیادم له دوو څېزونو بد ایسي؛ یو مرګ؛ حال دا چې مړینه ورته تر بې لارېتوب او دیني فتنې غوره ده. بل د شتمنۍ لږوالی، حال دا چې لږه شتمني لږ حساب لري. رواه احمد عن محمود بن لبید.

زغم

زغم د خدای دی او په چارو کې بیړه د شیطان ده. رواه ابویعلی والبیهقي عن انس(رض)

دوه مهمې چارې

خدای په بیړه دوو څیزونو ته سزا ورکوي: یو دخدای له امره سرغړونه کول او بل د مور و پلار دخبرې نه منل، ځورول یې او ورسره د لورونې پرې کول. رواه الطبراني عن ابي بکرة

خدای ته غوره

خدای ته هغه کړنه خورا غوره ده، چې تل یې کوئ که څه هم لږه وي. رواه البخاري و مسلم عن عایشه رضی الله عنها

غوره وینا

خدای ته غوره خبره داده چې بنده ووایي: سبحان الله وبحمده. رواه الترمذي عن ابي ذر (رض)

پلورل

د خدای هغه بنده ښه ایسي چې د پلور پېر پر مهال سختګیر نه وي که پور ورکوي؛ نو په ورین تندي يې ورکړي او په نرمۍ یې ترې واخلي. رواه البیهقي عن ابی هریرة (رض)

خواړه

خدای ته هغه ډېر ګران دی، چې لږ خواړه خوري او بدن یې سپک وي. رواه الدیلمي عن ابن عباس ( رض)

د دوستۍ او دښمنۍ کچه

له خپل دوست سره دې په یوې کچې دوستي وکړه؛ ځکه ښایي یوه ورځ دې د ښمن شي( او هر څه دې پرمخ راوباسي) او خپل دښمن دې هم ډېر مه ځوروه، ښایي یوه ورځ دې دوست شي( په دوستۍ او دښمنۍ کې منځلاری وسه). رواه الترمذی عن ابی هریرة(رض)

د اولاد روزنه

اولادونه مو په درېیو خویونو وروزئ: لومړی له پېغمبر سره مینه، دوهم د پېغمبر له اهل بیتو سره مینه او درېم د قرآن لوستل؛ ځکه پر هغه ورځ چې بې د خدای له سیوري بل سیوری نه وي د قرآن حاملان د خدای تر سیوري لاندې وي.

چې څوک دا درۍ خویونه ولري د قیامت پر ورځ به له انبیاوو او غوره کړای شویو سره وي. رواه الدیلمی عن علی (رض)

د شتمنۍ اثر

چې خدای شتمني درکړې؛ نو پرېږده چې د خدای د نعمت اثر درکې ښکاره شي( خپلې کورنۍ ته نفقه ورکړه او له خلکو سره نیکي وکړه). رواه احمد والحاکم

د خوب ادب

چې وېده کېدئ؛ نو کله چې لمانځه ته اودس کوئ، اودس وکړئ، په ښي ډډه وېده شئ او ووایئ: خدایه، ځان مې دروسپاره او خپل چار مې درپرېښود، پر تا مې ډډه ووهله، هوډ مې ستا پر لور دی ( پناه راکړه) بې له تا بله ډډه او پناه نشته، ((خدایه! ستا پر کتاب او رالېږلي پېغمبر دې ایمان لرم)). رواه البخاري و مسلم عن البراء بن عازب (رض)

که بد خوب مو ولید؛ نو کیڼ لوري ته مو تف وکړئ او خدای ته دشیطان له شره درې ځل پناه یوسئ او پر بل اړخ سملئ. رواه احمد و مسلم عن جابر(رض)

که ښه خوب مو ولید او پرې خوشحاله وئ؛ نو خدای وستایئ او نورو ته یې ووایئ او که بد خوب مو ولید؛ نو له شیطانه یې وبولئ او خدای ته پناه یوسئ او چاته یې مه وایئ او زیان درته نه رسوي ( دمؤمن خوب دخدای له لوري دی). رواه احمد والبخاري عن ابی سعید الخدري (رض)

د دیني پوهې ځانګړنه

خدای چې د خپل بنده خیر  وغواړي، نو په دین کې یې فقیه او پوهوي، له زړه یې د دنیا مینه اخلي او پر عیبو یې خبر وي. رواه البیهقي و الدیلمي عن انس (رض)

د ښه بنده ځانګړنې

خدای چې د خپل بنده خیر وغواړي، د زړه قلف یې پرانزي او یقین او صدق پکې ږدي، زړه یې د خپلوکړو وړو پاسوال او څارن ګرځوي، سالم زړه، رښتوني ژبه، ښه خوی سم چلن، اورېدونکي غوږونه او سترګورې سترګې ورکوي . رواه ابوالشیخ ابن حبان فی الثواب عن ابي ذر (رض)

د مړه خوا ځانګړنې

خدای چې کوم بنده ته خیر غواړي؛ نو مړ خوا کوي یې او په زړه کې یې تقوا او ځان ساتنه ور پنځوي او چې بدي یې وغواړي په سترګو کې یې نیستي او تنګلاسي ور انځوروي ( چې د خدای په لار کې یوه ټنګه هم ونه لګوي). رواه الحیکم الترمذي فی نوادر الاصول عن ابی هریرة (رض)

پر کړنو د پښېمانۍ ارواپوهنه

چې خدای خپله قضا او قدر تر سره کوي، له خاونده یې (سالم) عقل اخلي، چې قضا او قدر یې تر سره شي او چې امر یې تر سره شو ( سالم) عقل ورستنوي او پښېمانېږي. رواه الدیلمي عن انس و علي (رض)

د حل لار

چارې په تدبیر او عقل کارونې وکړئ، چې خدای د حل لار در وښیي. رواه البخاری فی الادب المفرد

ځان ته پام

که بل ته مو ګوته نیوه؛ نو خپلې نیمګړتیاوې رایادې کړئ. رواه ارافعي فی التدوین والبخاري فی الادب المفرد.

د خدای او خلکو دخوښې لار

له دنیا سره له مینې ډډه کول لاملېږي، چې د خدای خوښ شې او خلکو ته  له خپلې اړتیا څخه، د ور زیاتې شتمنی په ورکړه په خلکو کې محبوبېږې. رواه الخطیب فی تاریخ بغداد

د درد لرې کولو لار

چې د بدن کوم ځای مو دردکاوه، نو لاس پرې کېږدئ او ووایئ: (( د خدای په نامه، او په عزت او ځواکمنی یې چې ددې درد له شره پناه در وړم.)) لاس دې راپورته کړه او دا چار ۳، ۵ او ۷ ځله وکړه.

د مېرمن خیرات

که مېرمن د خپل مېړه له کوره په مشروع لار خیرات ورکړي؛ نو دواړوته یو رنګ اجر ورکول کېږي او همدا راز زېرموال هم دی، چې د مشروع لارې، چاته خیرات ورکړي؛ نو په ثواب کې یې له خاوند سره یو رنګ دی. رواه البخاري و مسلم عن عایشه (رضی الله عنها)

د خوله وازۍ ادب

د خوله وازۍ پر مهال، پر خوله مو لاس کېږدئ، چې غږ مو پورته نشي په حقیقت کې، شیطان مو پر خوله وازۍ خاندي( شیطان له ستومانۍ او ستړیا خوشحالېږي).رواه ابن ماجه عن ابی هریرة (رض)

روزي مو مه کموئ

چې څوک خپل مور و پلار ته دعا پرېږدي؛ نو په رښتیا یې روزي کمېږي. رواه الدیلمي فی مسند الفردوس

د کور والي ادب

چې له مېرمن سره مو  سملاستۍ، نو د دواړو د اړتیا وو تر لرې کولو روسته بېل شئ. رواه ابن عدی عن طلق (رض)

واده ته بلنه

واده ته چې وبلل شوئ؛ نو ورشئ (چې بدعت پکې نه وي او د شرعې په تول برابر وي). رواه الشیخان عن ابن عمر (رض)

د جومات ادب

چې جومات ته ور ننوتئ؛ نو تر کېناستو له مخه دوه رکعته لمونځ وکړئ. رواه الجماعة عن ابی قتادة الانصاري (رض)

په جومات کې خندا، په قبر کې د تیارې لامل دی. رواه الدیلمي عن انس(رض)

د دعا کولو دود

چې له خدایه مو څه غوښتل؛ نو لاسونه مو مخې ته ونیسئ؛ نه سرچپه؛ تر دعا روسته لاسونه مو پر مخ و موښئ، چې خدای پکې برکت ایښي دی. رواه ابو داود عن ابن عباس (رض)

د مؤمن نښه

که ښو چارو خوشحاله او بدو خپه کړې؛ نو (پوه شه چې) مؤمن یې. رواه احمد و الفیآ عن ابی امامه (رض)

د اوبو څښلو ادب

اوبه په یوې ساه، مه څښئ چې د ځیګر د ناروغۍ لاملېږي؛ بلکې غړپ غړپ یې و څښئ. رواه الدیلمي عن علي(رض)

لمونځ

چې کله لمونځ کوئ، نو ګڼئ چې دا مې روستی او د خدای پامانۍ لمونځ دی ( په خورا مینه یې وکړئ). رواه الدیلمي فی سندالفردوس عن ام سلمة (رض)

جنتي مېرمن

که مېرمن پنځګوني لمونځونه وکړي، په روژې میاشت کې روژه ونیسي، خپل ناموس وساتي او د مېړه ومني؛ نو جنت ته ځي. رواه احمد عن عبدالرحمان بن عوف (رض)

د ځوړتیا لاملونه

لومړی: چې په امت کې مې، دنیا ستره او با دبدبه وبرېښي؛ نو اسلام به یې له زړونو لرې شي او چې په خلکو کې(( پر نېکیو امر او له بدیو منع)) پرېښوول شي؛ نو د وحې برکت پکې نه پاتېږي. رواه ترمذي عن ابی هریره (رض)

 دویم: په اخره زمانه کې دوه څېزونه ډېر لږ موندل کېږي:

۱- حلالې پیسې.

۲- ډاډمن ملګری. رواه ابن عدی و ابن عساکر عن ابن عمر (رض)

اور په تکبیر مړ کړئ

اور لګېدلی ځای چې مو ولید؛ نو تکبیر ووایئ، چې په حقیقت کې تکبیر یې مړ کوي.  رواه ابن السنی فی عمل الیوم واللیلة

د اخرالزمان نښې

په اخره زمانه کې دخلکو د دین او دنیا پایښت په پیسو او شتمنۍ پورې تړاو لري. رواه الطبراني عن المقدام بن معدی کرب (رض)

د منفي سیالۍ مخنیوی

چې څوک مو ولید، د شتمنۍ او څېرې له مخې درنه غوراوی لري؛ نو تر ځان کښته دې و ګوري ( چې خپه نشي) رواه الشیخان عن ابی هریره (رض)

د استخارې لمونځ

د کوم چار هوډ مو چې ونیو؛ نو داستخارې دوه رکعته نفل لمونځ وکړئ ( په لومړي رکعت کې (( قل یاایهاالکافرون)) او په دویم کې (( قل هوالله احد)) ووایئ) ورپسې دا دعا ووایئ: ((خدایه! ستا په علم استخاره کوم او ستا په مټ وس غواړم او له لورنې دې مرسته غواړم. ښه او بد تقدیرات ستا په لاس کې دي، ته پوهېږي او موږ نه پوهېږو او یوازې ته په پټو چارو خبر  یاست. خدایه! که دا چار مې د دنیا، دین او آخرت په ګټه وي راته یې اسان کړه او که پوهېږې چې پایلې یې ناوړه وي؛ نو رانه یې لرې کړه، ښه مې پر برخه کړه اوله شره یې ما وساته، بیامې پرې خوښ کړه)) پېغمبر وویل: بیا دې خپله اړتیا ووایه. رواه البخاري عن جابر بن عبدالله (رض)

عبرت واخلئ

که یوه جنازه کېښوول شي او خلکو په اوږه کړه؛ نو که مړی مؤمن او صالح وي؛ نو وایي: چې ژر مې یو سئ او که نا صالح وي؛ نو وایي: چېرې مې وړئ؛ بې له انسانه یې هر څیز غږ اوري؛ خو که انسان یې واوري نومري. رواه البخاري عن ابی سعید الخدري(رض)

د خلکو د پاڅون نښه

که ( ددین او دنیا) چارې نا اهلو ته وسپارل شوې ( چې وس او وړتیا یې نه لري؛ نو ددې هېواد د خلکو بدلون او) پاڅون( ساعت) ته سترګې پر لار وسئ. رواه البخاري عن ابی هریره (رض)

ښې ځانګړنې

څوک چې څلور څانګړنې ولري؛ د دنیا او آخرت ښه یې پر برخه شوي دي:

۱- خدای یادوونکې ژبه.

۲- شکر ایستونکی زړه.

۳- پرکړاوونو زغمناک زړه.

۴- هغه مېرمن چې خپل ناموس ساتي او د مېړه شتمني نه ضایع کوي . رواه الطبراني عن ابن عباس (رض)

د نېکمرغۍ لاملونه

څلور څېزونه د انسان د نېکمرغۍ لاملونه دي:

۱- صالح مېرمن.

۲- نیک اولاد.

۳- صالح ملګري.

۴- روزي یې په خپل ښار کې وي. رواه الدیلمی و ابن عساکر عن علي(رض)

دوزخیان

پر خدای حق دی، چې څلور ډلې جنت ته بونه ځي او جنتي نعمتونه پرې ونه څکي:

۱-  شرابخور  ۲- سودخور  ۳-  په ناحق د پلار مړي مال خور  ۴- د خپل مور و پلار ځورونکی.

رواه الحاکم و البیهقي عن ابی هرېره (رض)

 د خدای ښه نه ایسي

خدای څلور ډلو ته ښه نه ویني:

۱- قسم خور پلورونکی.  ۲- کبرجن نېستمن.  ۳- بوډا زناکار . ۴- ظالم چارواکی.  رواه النسایي في السنن عن ابی هرېره (رض)

پایښتی ثواب

څلور کړنې تر مړینې روسته پایښتی ثواب لري:

۱- چې څوک د اسلام د پولو په ساتنه کې ومري.

۲- هغه عالم، چې علم نورو ته ور زده کړي او عمل پرې وشي.

۳- هغه جاري صدقه چې اثار یې پاتې شي.

۴- له چا چې صالح اولاد پاتې شي او مور و پلار ته دعاوې کوي. رواه احمد والطبراني عن ابی امامة (رض)

د جنت زېرمې

څلور څېزونه د جنت زېرمې دي:

۱- په پټه  خیرات ورکول.  ۲- د مصیبت او کړاو پټول.  ۳- زړه سوی.  ۴- د ((لاحول ولا قوة الابالله)) ویل.  رواه الخطیب فی تاریخ بغداد عن علی (رض)

پر  درېیو  ډلو و لورېږئ:

۱- د یوې ډلې مشر، چې خوار او ذلیل شي.  ۲- شتمن، چې نېستمن شي.  ۳- په ناپوهانو کې پر پوه ( چې څومره نصحیت ورته کوي نه یې اوري)  رواه ابن حبان والخطیب عن انس (رض)

له کینې، د ځان ژغورنې لار

که غواړئ چې دخپلو اړتیاوو په لاس ته راوړو کې بریالي شئ؛ نو د زړه رازونه مو وساتئ؛ ځکه د د هر نعمت له خاوند سره کینه کېږي. رواه ابن عدی و ابو نعیم عن معاذبن جبل(رض)

د ښځو ارواپوهنه

ښځې مو په ساده جامو روږدې کړئ، که په ښکلیو او ښو جامو وپسولل شي؛ نو یې اړباسي چې له کوره ووځي( چې ګاونډ، خپلوانو  او نورو ته ځان وښیي). رواه ابن عدی فی الکامل فی ضعفا الرجال عن انس (رض)

خپګان

(( لاحول ولاقوة الابالله)) ډېر وویاست چې له انسان نه ۹۹ ډوله زیانونه او خپګانونه لرې کوي، چې خورا کوچنی یې غم او وهم دی. رواه العقیلی عن جابر (رض)

د خدای غوسه

د خدای غوسه پر هغه ظالم زیاتېږي چې پر داسې چا ظلم کوي، چې یې له خدایه بل ملاتړ نه لري. رواه الدیلمي عن علي (رض)

حسرتخور

د قیامت پر ورځ به هغه خورا حسرت خوري، چې په دنیا کې د علم لاس ته راوړو شرایط ورته چمتوشي؛ خو تر لاسه یې نه کړي او بل هغه چې پوهه یې تر لاسه کړې وي او خلکو ترې برخمن شوي هم وي؛ خو پخپله ترې بې برخې وي. رواه ابن عساکر عن انس (رض)

د دنیوي او اخروي ژوند انډول

الف: دنیوي چارې موسمې کړئ، آخرت ته داسې کړنې وکړئ، لکه چې سبا به مرئ. رواه الدیلمی عن انس (رض)

ب: دنیا ته داسې هڅه وکړه لکه چې تل ژوندی پاتېږې او آخرت ته داسې هڅه وکړه لکه چې سبا به مرې. رواه ابن عساکر فی تاریخ دمشق

د اړتیا غوښتنې دود

په عزت نفس خپلې اړتیاوې وغواړئ؛ ځکه [دنیوي] چارې په الهي تقدیر تر سره کېږي. رواه ابن عساکر عن عبدالله بن عمر(رض)

کانونه را وسپړئ

روزي د ځمکې په ژورو کې ولټوئ (د غلو او ونو کرنه او دکانونو راسپړل). رواه ابو یعلی والبیهقی عن عایشه (رض)

له هر چا نیکي مه غواړه

د امت له لورېنو مې نیکي وغواړئ او ورسره و وسېږئ، له تور زړیو او سرغړاندو د نېکۍ تمه مه لره، ډاډمن وسه چې د خدای لعنت پرې ورنازلېږي، علي! خدای نیکي و پنځوله او اهل یې ورته پنځولی، نیکي یې په زړه کې ورته ایښې او د ښو چارو کونه یې ورته ښه ایسولې ده او د نېکیو غوښتونکی یې د دوی ته ور متوجه کړي لکه چې اوبه شاړو ځمکو ته لېږي، چې په باران، ځمکوال ژوندي پاتې شي د دنیا نېکان هماغه د آخرت نېکان دي. رواه الحاکم عن علي (رض)

د نکاح او مارکې اړیکه

نکاح ښکاره کړئ او مارکه پټه وکړئ. رواه الدیلمي عن ام سلمة (رض)

په قرآن کې اندنه

له عبادته، د خپلو سترګو برخه ډالۍ کړئ؛ د قران ښکلي لیک ته و ګورئ او تفکر ( اندنه) پکې وکړئ او له هېښنده او مانا ډکو ویناوو یې پند واخلئ. رواه البیهقی والترمذي عن ابی سعید الخدري

غمخور

خورا غمخور هغه دی، چې د نیوي او اخروي چارو ته اهمیت ورکوي.

د حقوقو انډول

پر ښځو د نارینه و خورا ستر حق، پر مېرمن د مېړه حق دی او پر نارینه و د ښځو خورا ستر حق، پر زوی د مور حق دی. رواه انسایي والحاکم عن عایشه (رض)

د برکت او ښه والي له پلوه هغوی ښې ښځې دي، چې لګښت یې لږ وي.

د آیتونو ځانګړنې

آیت الکرسي د قرآن اوږد آیت دی، هغه آیت چې پر عدالت امر کوي ( ان الله یامر بالعدل….) آیت دی. هغه آیت چې انسان له آخرته ډاروي: ((‎فمن یعمل مثقال ذرة…..) آيت دی، هیلمنونکی آيت دادی ( قل یا عبادی الذین اسرفوا…..) دی. رواه الشیرازی فی الاالقاب و ابن مردویه عن ابن مسعود (رض)

د زنا مخنیوی

جامې مو ومینځئ، د بدن ویښتان مو واخلئ او لنډ کړئ، مسواک ووهئ او ځانونه ښکلي کړئ، بني اسرائیلو دا چارې نه کولې؛ نو ځکه د پاکوالي د نه مراعاتولو له امله یې ښځو زنا کوله. رواه ابن عساکر عن علی (رض)

د هلاکت مخنیوی

ګهیځ چې ویښ شوې  ۱- یا عالم وسه.  ۲- یا متعلم.  ۳- یا اورېدونکی.  ۴- او یا دوی ښه ګڼه او پینځمی مه اوسه چې هلاک نشې.

غوره ایمان

د ایمان خورا لوړه درجه داده، په هر ځای کې چې یاست، پوه شې چې خدای راسره دی. رواه الطبرانی عن عبادة بن صامت (رض)

د وږي مړول

ستر خیرات، د وږي مړول دي. رواه البیهقی عن انس (رض)

مړیو ته ډالۍ

مړیو ته مو، یاسین سورت ولولئ. رواه احمد و ابو داوود.

د عالمانو درناوی

د عالمانو درناوی وکړئ؛ ځکه د انبیاوو وارثان دي، چا یې چې درناوی وکړ؛ نو د خدای او استازی یې درناوی کړی دی. رواه الخطیب عن جابېر (رض)

سلا مشوره

عقل هغه دی، چې له عقلمن سره سلا مشوره وکړي او له منلو روسته یې عملي کړي. رواه ابوداود

مشر رور

مشر رور، د پلار پر ځای دی. رواه ابن عدي و البیهقي.

د امانت او خیانت ځانګړنې

امانت د روزۍ جلبولو لامل دی. خیانت نیستي او ګدایي راولي. رواه الدیلمي

د خلکو د لارې پر سر پراته خنډونه لرې کړه، چې دا به دې خیرات وي. رواه البخاري ومسلم

نبوي دعا

الف: خدایه! منندوی او زغمناک مې کړه، په خپلو سترګو کې مې کوچنی او د نورو په سترګو کې مې ستر کړه.

ب: خدایه! له بېوسۍ،تنبلۍ، ډالر، کنجوسۍ، زړښت، دقبر له عذابه، دوزخ د اور له عذابه، د ژوند له فتنې( اړ و دوړ) او د مرګ له فتنې پناه در وړم. رواه البخاري و مسلم عن انس (رض)

ج: خدایه! په پوهې مې مړه خوا کړې، په زغم مې ښکلی کړې، په تقوا او ځان ساتنه مې دروند وګڼې او په عافیت مې نېکنام کړې. رواه ابن النجار عن ابن عمر (رض)

د: خدایه! له ټګیجن ملګرې پناه در وړم، چې سترګې یې ما ویني او زړه یې زما حالات څاري، نیکي مې پټوي او بد یې مې په ډاګه کوي. رواه ابن النجار عن سعد بن سعید المقبری مرسلآ

امت ته اساني

خدای هر مشر او پالندوی پوښتي، چې څرنګه پالنه او مشري یې کړې ده، ایا د هغوی حق یې پر ځای یا ضایع کړی دی، ان د کورنۍ مشر پوښتي( چې څرنګه ورسره چلېده). رواه ابن حبان عن انس (رض)

زړه سوی

خدای تعالی د اسمانونو او ځمکې تر پیدایښت مخکې په ام الکتاب کې کښلي: په واقع کې زه لوراندیم، لورونه مې پنځولې او له خپلو نومونو مې، یو نوم، لورنې ته ور ځانګړی کړی،  چې څوک زړه سواندی وي راسره به و نښلول شي او چې زړه سوی پرې کړي؛ نو له لورونې به مې لرې شوی وي. رواه الطبراني عن جریر بن عبدالله (رض)

شرعي شریکباڼي

خدای تعالی وایي، چې په نیوي چارو کې، د دوو شریکباڼو، زه درېیم شریک باڼی یم، په دې شرط چې یو له بل سره خیانت ونه کړي، که یو ورسره خیانت وکړي، زه ترې وځم. رواه ابو داود عن ابی هرېرة(رض)

روغ رمټ شتمن به حج ته ځي

خدای تعالی وایي، چې چاته مې بدني روغتیا، شتمني او سو کالي ورکړي وي او پنځه کاله پرې تېر شي او د کعبې طواف ته ولانړ؛ نو ( له لورونې مې) بې برخې دی. رواه ابو یعلي و ابن حبان عن ابی سعید الخدري(رض)

اوږد عمر

د خدای په اطاعت کې اوږ د عمر تېرول خورا ښه نېکمرغي ده. رواه الخطیب

د کور او قبر د ځورونې اړیکه

رښتیا، څه دې چې پر ژوندونې په کور کې ځوروي؛ نو په قبر کې به دې هم ځوروي. رواه الدیلمي

ځانونه وقایه کړئ

پټ خیرات ورکول د خدای غوسه سړوي، زړه سوی عمر زیاتوي، ښه چارې له انسانه نا دودې او بد کړاوونه لرې کوي، د (( لااله الاالله)) ویل نهه نوي (۹۹) بلاګانې لرې کوي چې وړه یې غم دی. رواه ابن عساکر عن ابن عباس (رض)

شتمني مو په زکات خوندي کړئ، ناروغي مو د خیرات په ورکړې ورغوئ او په دعا د بلاګانو مخه ونیسئ. رواه الطبراني عن ابن مسعود(رض)

له غذابه بچ

خدای تعالی دخلکو د اړتیاوو د لوره کولو لپاره ځینې بندګان ځانګړي کړي، چې خلک ورځي، چې دا ځانګړي بندګان د خدای له عذابه بچ دي. رواه الطبراني عن ابن عمر (رض)

د خدای لوښی

خدای له ځمکوالو د ځان لپاره یو لوښی لري، چې دا د صالحو بندګانو زړه دی چې په دوی کې خدای ته خورا ګران نرم او مهربان زړه دی. رواه الطبراني

خپل مور و پلار مه کنځئ

د بل چا مور و پلار ته کنځل په واقع کې دخپل مور و پلار کنځل دي، چې دا خورا ستره ګناه ده. رواه البخاري و مسلم عن عایشه(رض)

د کنځل مار مقام

د قیامت پر ورځ د خدای پر وړاندې هغه ډېر ټیټ مقامی دی، چې خلکو ورسره له دې امله اړیکه پرې کړې وي چې بد ژبی او کنځل مار دي. رواه البخاري ومسلم عن عایشه (رض)

د رښتیا او دروغو پایلې

په رښتیا، صدافت  انسان د نېکۍ پر لور ورسېخوي او نیکي انسان جنت ته بوځي. ځینې هومره رښتین دي چې د خدای پر وړاندې رښتین کښل کېږي. دروغ ، انسان فسق ته ور کاږي او فسق بنیادم دوزخ ته ور کاږي او په واقع کې ځینې په دروغو کې هومره زیاتی کوي چې نوم یې د خدای پر وړاندې په دروغجنو کې کښل کېږي. رواه البخاري و مسلم عن ابن مسعود (رض)

په ښه چارو کې اطاعت

یوازې په ښه( شرعي) چارو کې د اولوالامر اطاعت واجب دی. رواه لبخاری ومسلم عن علي(رض)

د شعر او وینا اغېز

په واقع کې ځینې ویناوې د کوډو په څېر وي ( انسان تر اغېز لاندې راولي) او په ځینو اشعارو کې ( معنوي) حکمت را نغښتل شوی دی. رواه بجاري فی الاداب المفرد عن ابن عباس (رض)

مستجاب الدعا

په حقیقت کې ځینې بندګان شته، چې که له خدایه څه و غواړي خدای هماغسې کوي( او دعا یې قبلېږي)

حیا یو لرغونی دود دی

په واقع کې له هغو خبرو، چې خلکو د تېرو پېعمبرانو له ویناوو، درک کړي، یوه یې داده(( چې حیا ونه کړې؛ نو څه دې چې خو ښه وي هماغسې وکړه)) رواه البخاري عن ابی مسعود

حرام پېر پلور

خدای د شرابوو مردارې غوښې،خوک او بوت پېروپلور حرام کړی دی. رواه البخاري و مسلم عن جابر (رض)

ناپوه مفتي

خدای له خپلو بندګانو یو مخې پوهه او علم نه اخلي، چې بیخي یې ترې یوې خواته کړي؛ خو د عالمانو په مړینه یې ترې اخلي، چې په خلکو کې ځان ساتی او ( لارښود) عالم پاتې نشي. (بیا) خلک نابوهان خپل مشران کوي او ترې پوښتي او دوی هم بې عمه فتواوې ورکوي؛ نو پخپله هم بې لارې دي او خلک هم بې لارې کوي. رواه البخاري و مسلم

پراخۍ ته انتظار

د خدای له لوري په چارو کې پراخۍ ته انتظار عبادت دی.، چې څوک په لږې روزۍ راضي او قانع شي؛ نو خدای به په لږ عمل هم ترې راضي شي. رواه ابن ابی الدنیا والبیهقی عن علي (رض)

د ظلم مخنیوی

له خپل ظالم او مظلوم رور سره مرسته وکړئ، و پوښتل شو چې له ظالم سره څنګه مرسته وکړو؟ ویې ویل: ظالم له ظلمه منع کول ورسره مرسته ده. رواه البخاري عن انس (رض)

د ناحقه وینې پوښتنه

د قیامت پر ورځ لومړی څیز چې په خلکو کې پوښتل کېږي؛ هغه وینه ده چې په ناحقه تویه شوې وي (یعنی د قیامت پر ورځ تر ټولو ړومبی، په ناحقه تویه شوې وینه پوښتل کېږي). رواه الخاري و مسلم عن ابن مسعود (رض)

ظالمانو ته خبرتیا

خدای تعالی داوود (ع) ته وحې وکړه چې ظالمانو ته وویاست: مه مې یادوئ؛ ځکه، چې څوک مې یاد کړي، زه یې هم یادوم خو ظالمانو ته زما یاد، پر دوی زما لعنت دی. رواه ابن عساکر و البیهقي عن ابن عباس (رض)

جوماتونه

د ځمکې پر مخ لومړی(( مسجدالحرام)) او بیا(( مسجدالاقصی)) جوړ شوي دي. رواه البخاري و مسلم عن ابی ذر(رض)

د خلکو د جوړ جاړي ارزښت

آیا داسې یو څیز در وښیم چې ثواب یې تر (نفلي) روژې او (نفلي) لمانځه او خیراته لوړ وي؟ وویل شو: هو.

ویې ویل: د دوو ټبرونو تر منځ جوړ جاړی راوستل ( د ټولنې سمونه) او په رښتیا چې اړپېچ، کینه او فساد، دین له منځه وړي. رواه ابو داود و الترمذي عن ابی الدرداء(رض)

ځانونه وساتئ

له کبره ډډه وکړئ، په حقیقت کې تکبر ابلیس اړ کړ چې آدم ته سجده ونه کړي. له حرص او تمې ځان وساتئ؛ ځکه حرص آدم اړ کړ چې له ونې وخوري. له کینې ډډه وکړئ؛ ځکه کینه لامل شوه، چې د آدم زامن یو ووژني؛ کبر، حرص او کینه د ټولو ګناهونو ریښه ده. رواه ابن عساکر عن ابن مسعود(رض)

د پوهې د پټوونکی عذاب

خدای چې چاته پوهه ورکړې وي او پټه یې کړي د قیامت پر ورځ به یې اورینه قبضه ور تر غاړې وي. رواه الطبراني عن ابن مسعود(رض)

د ایمان تعریف

ایمان؛ په زړه پېژندنه، په خوله منښته او په غړیو عمل کول دي. رواه ابن ماجه عن علي(رض)

د چا د پایله سنجول

هوښیار  وسئ، داسې چار مه کوئ، چې بیا یې معافي او بښنه و غواړئ. رواه الطبراني عن جابر(رض)

د مؤمن له ځیرکتیا ځان وساتئ؛ ځکه هغه یې په الهي رڼا ویني. رواه البخاري فی التاریخ والترمذي عن ابی سعید الخدري

له ګهیځه پر کار بوخت شئ

ګهیځ ژر د خپلو اړتیاوو او رزق تر لاسه کولو لپاره ووځئ؛ ځکه په ګهیځ کې برکت او بریا ده. رواه ابن عدي عن عایشه (رض)

د کړنو غبرګون

له پلرونو سره مو نیکي وکړئ چې اولادونه مو در سره ښه وکړي، د نا محرمو ښځو په باب پاکلمني وسئ، چې ښځې مو پاکلمنې وي، چې څوک معذرت ونه مني د کوثر حوض ته به رانشي. راوه الحاکم عن جابر

ثوابي چارې

له خپل رور سره په خندا مخامخېدل، بر نېکیو امر اوله بدیو منع، لارورکي ته لارښوونه، د لارې له سره د ډبرې، اغزي یا هډوکي لرې کول هر یو ته ثواب کښل کېږي.

ناروغۍ مو ورغوئ

د خدای بندګانو! د دردونو مو علاج وکړئ، په واقع کې خدای هر درد ته درمل پیدا کړي دي؛ خو بې له زړښته(چې دوا نه لري). رواه احمد والحاکم عن اسامه بن شریک.

بریا په زغم ده

د روغتیا په حالت کې خدای ومومئ او یاد کړئ، چې په سختیو او خپګان کې مو، خدای و مومي او یاد کړي. پوه شه چې څه مو له لاسه ورکړي،  شونې نه ده چې بېرته یې تر لاسه کړئ او چې څه دې په برخه کسږي ناشوني ده، چې درنه تېره شي. په واقع کې بریاله زغم سره ده اوله هرې سختۍ سره اساني ده. رواه الترمذي و احمد عن ابن عباس(رض)

د فکر پولې

د خدای په مخلوقاتو کې فکر او غور وکړئ، د خدای په ذات کې فکر مه کوئ چې هلاک به شئ. رواه ابوالشیخ فی العظمة عن ابی ذر(رض)

سوداګر

امین او رښتین سوداګر له پېغمبرانو، صدیقانو، شهیدانو او صالحینو سره محشور ېږي. رواه الترمذي و الحاکم عن ابي سعید(رض)

د نېکمرغۍ وزلې

مسلمان د نېکمرغۍ درې ځانګړنې دادي: ۱- ښه ګاونډی. ۲- پراخ کور. ۳- د سپرلۍ ښه وسیله.

رواه احمد والحاکم عن نافع بن عبدالحارث

د مینې زیانونه

د خپل رور مینه دې درسره په درېیو څېزونو زیاتېږي: ۱- په مخامخېدوکې، مخکې پرې سلام واچوه. ۲- چې غونډې ته راننووت، ځای ورکړه. ۳-  په ښه نوم یې بوله. رواه الحاکم و البیهقی عن عثمان بن طلحه(رض)

د کونډې خوښه

کونډه له خپلې لورې او نیغ په نیغه خبرې کړای او اجازه ورکولای شي او د نجلۍ چوپتیا یې د خوښۍ نښه ده. رواه الحاکم والبیهقي عن عثمان بن طلحه(رض)

سپارښتنې

له مشرانو سره کېنئ، پوهان و پوشتئ، له حکیمانو او تجروبووالو سره ملګرتوب وکړئ. رواه الطبراني عن ابي جحفة(رض)

د زړه راماتولو لار

زړونه د هغه پر لور ورکږیږي چې نیکي یې ورسره کړې وي او له هغه تښتي چې بدي یې ترې لیدلې وي. رواه ابونعیم في حلیة الاولیاء عن ابن مسعود.

د لکړې کارونه

د لکړې کارونه د مؤمن نښه او دپېغمبرانو سنت دی. رواه الدیلمي عن حدیث انس بن مالک(رض)

برکت مه ورکوئ

په راکړه  ورکړه کې، په قسم خوړو، څیزونه پلورل کېږي؛ خو برکت یې ورکېږي. رواه البخاري و مسلم عن ابي هریره(رض)

د چارو سنجونه

هر چار په تدبیر وکړئ، ویې سنجوئ که یې پایله ښه وه، ویې کړئ او که وډار شوئ، چې پکې زیان دی؛ نو مه یې کوئ. رواه عبدالرازق عن انس(رض)

د نیکچاري نښه

په تاسې کې خورا نیکچاری هغه دی، چې لیدنه یې، خدای در یاد کړي، په خبرو یې ستا پوهه زیاته شي او کړه وړه یې، تا د آخرت چارو ته و هڅوي. رواه الترمذي عن ابن عباس (رض)

توړۍ (خاله)

د مور د خور مقام د مور په څېر دی، کوم درناوی چې مور ته لرئ، باید دې ته یې هم ولرئ. رواه البخاري عن البرأ بن عازب(رض)

په شک مخ ته مه ځئ

چې څه مو شکمنوي ورشا کړئ او چې مو نه شکمنوي؛ نو ورمخ کړئ. رښتیا، د ډاډمنۍ لامل دی او دروغ د شک او خپګان. رواه الترمذي والنسایي عن الحسن بن علي (رض)

درې څېزونه پرېږدئ

دا پرېږدئ چې پلاني داسې او هاغسې وویل. ډېرمه پوښتئ او مال مه ضایع کوئ. رواه الطبراني عن ابن مسعود(رض)

د آذان او اقامې تر منځ د وخت اهمیت

د آذان او اقامې تر منځ دعا نه ردېږي. رواه ابو داود والترمذي عن انس(رض)

ښو چارو ته بلنه

چې څوک نورو ته د ښو چارو لار ورښیي؛ نو داسې دی چې پخپله یې هغه چاره کړې ده. د بېوزلیو لاسنیوی دخدای ښه ایسي. رواه تمام الرازي في الفوائد و ابن عدي في الکامل عن بریدة (رض)

آخرت پالي  وسئ

دنیا د خوندونو وسیله، ظاهره، حاضره، او ژر تېرېدونې ده، ښه او بد ترې ګټنه کوي. آخرت رښتونې وعده ده. عادل پاچا پرې واکمن دی، حق عملي کوي او باطل له منځه وړي؛ نو د آخرت له اولادونو وسئ نه د دنیا؛ ځکه هره مور خپل اولاد په ځان پسې راکاږي. رواه البخاري عن علي (رض)

سود مه خورئ

سره په سرو، سپین په سپینو، غنم په غنمو، وربشې په  وربشو، کجورې په کجورو او مالګه په مالګې باید برابر او مساوي لاس په لاس او بدل شي، چې څوک څه زیات کړي یا زیات و غواړي؛ نو سود خور دی. د ورکوونکي او اخستونکي ګناه یوه ده (او پر غذاب به اخته شي). رواه مسلم عن ابی سعید الخدري (رض)

ګناه سپېره ده

ګناه هغه ته سپېره ده، چې یې کړې نه وي؛ ځکه که ګناهکار ټپسوری کړي، پخپله پرې اخته کېږي او که غیبت یې وکړي ګناهکار به شي او که پر ګناه یې خوښي وښیي؛ نو شریکباڼی به یې وي. رواه الدیلمي عن انس (رض)

له خدایه ډار

د حکمت بنسټ، له خدایه ډار دي. رواه الحکیم الترمذي عن ابن مسعود(رض)

د نبي کريم بختوره زوکړه

زه په سمې شرعي نکاح دنیا ته راغلی یم؛ نه د شرع پر خلاف، له آدم (ع) څخه نیولي، تر دې چې مور و پلار مې وزیږولم، د جاهلیت پېر کوم نا مشروع څیز را سره لګېدلی نه دی. رواه الطبراني عن

علی بن ابی طالب (رض)

چې مور مې وزېږولم؛ نو یوه رڼا ترې وځلېده، چې (په شام کې) د ((قصری)) ماڼې ورته شکاره شوه. رواه ابن سعد فی الطبقات الکبری واحمد والطبراني عن ابی امامه ( رض)

ډډه وکړئ

ډېری عابدان ناپوهه دي او ډېری علمان فاجر دي، له ناپوهو عابدانو او فاجرو عالمانو ډډه وکړئ. رواه ابن عدی و الدیلمي عن ابی امامة (رض)

د قرآن لوستو ګټه

ډېری د شرع حاملان ناپوهه او غیر فقیه دي، چاته یې چې پوهه ګټه ونه رسوي؛ نو ناپوهي یې زیان  ور  رسوي. قرآن ولولئ، چې له بد چارو مو لرې وساتي او که لرې یې نه کړې؛ نو قرآن دې لوستی نه دی. رواه الطبراني

زهد

په  دنیا کې حلالو ته شا او د مال ضایع کول زهد نه دی؛ بلکې چې څه دې په واک کې وي، پر هغه څه یې غوره ونه ګڼې، چې دخدای په واک کې دي. او چې کړاو در ورسي، پرې خوشحاله شي، چې په ثواب کې یې شریک شې، که څه هم کړاو دې اوږد شي، چې ډېر ثواب و ګټې( د دنیوي کړاوونو پر وړاندې مه ورخطا کېږئ). رواه الترمذي و ابن ماجه عن ابی ذر(رض)

مېلمه

دا انسان ته بې عقلي ده، چې په مېلمه کار وکړي. رواه الدیلمي عن ابن عباس (رض)

مېلمه ته د خپلې وسې هومره تیاری ونیسئ. رواه الحاکم والبیهقي عن سلمان الفارسي

د ښځو خپلمنځي زنا

د ښځو  خپلمنځي همجنس بازي د دوی زنا شمېرل کېږي. رواه الطبراني عن وائله بن الاسقع(رض)

د پوروړي عذاب

پور وړی په قبر کې تړل شوی او یوازې د پور ورکونه یې پرانستای شي. رواه الدیلمي عن ابی سعید الخدري(رض)

لیکوالې پرښتې

د ښي اوږې پرښته د کیڼې اوږې پر پرښتې امیره ده، چې څوک یو ښه چار وکړي دوه ګرایه ثواب ورته لیکي او چې بد چارو وکړي دکیڼ لاس پرښتې ته وایي چې شپږ ساعته صبر وکړه، څه مه لیکه چې بښنه و غواړي؛ نو که بښنه یې وغوښته په کړنلیک کې یې څه نه  کښل کېږي او که بښنه یې ونه غوښته او پښېمانه نشو؛ نو یوه ګناه ورته لیکي. رواه الطبراني و البیهقي عن ابی امامة الباهلي.

د حق وینا

زړه سوی وکړه، چې چا درسره بدي کړې وي، نیکي ورسره وکړه حق ووایه که څه هم په زیان دې وي. رواه ابن النجار عن علي(رض)

پر نېکمرغۍ د بد مرغۍ اړونه

که خیرات په واقعي توګه ورکړای شي، نېکې چارې، له مور و پلار سره نیکي او زړه سوی وشي؛ نو د ا څېزونه بد مرغي پر نېکمرغۍ اړوي، عمر زیاتوي او انسان له ناوړو ګوذارونو ساتي. رواه احمد و الطبراني والحاکم عن عبدالله بن عمرو عاص(رض)

د جومات ادب

فقها(او دین پوهان) د رسولانو امینان دي؛ خو تر هغې چې دنیا ته ورنه ننوځي او په (ظالمو) چارواکیو پسې ولاړ نشي؛ نو که دنیا ته ور ننوتل او په ظالمو واکمنو پسې ولاړل؛ نو ځانونه ترې وساتئ. رواه العسکري في الامثال عن علي (رض)

د سترګو وهلو مخنیوی

کوچنی شی د سترګو وهل حقیقت لري، ځان ترې بچ کړئ. رواه البخاري ومسلم عن ابي هریرة (رض)

له بدو سترګو د ساتلو لپاره په قرآن مجید کې آته آیتونه دي: فاتحة الکتاب( یعنې الحمد) او آیت الکرسي. ( د الحمد اوه آیتونه او ایت الکرسي یو آیت چې ولوستل شي له بدو سترګو به خوندي یې). رواه الدیلمي عن عمران بن حصین(رض)

په کوم کور کې چې فاتحة الکتاب او ایت الکرسي وویل شي؛ نو پر هغه ورځ به د کور وسېدونکي د انس و جن له بدو سترګو خوندي وي. رواه الدیلمي

بې غیرتي

غیرت د ایمان نۍه ده او له حیثیته د فاع نه کول؛ بې غیرتي او د نفاق نښه ده. رواه البزار والبیهقي عن ابي سعید الخدري

پر جهاد دعلم د زده کړې غوراوی

ګهیځ او ماښام د علم زده کړه خدای ته تر في سبیل الله جهاده غوره ده. رواه ابن البخار والدیلمي عن ابن عباس(رض)

پوهه

:علم په دوه ډوله دي: یو هغه چې په زړه کې دی، چې د انسان دننه ته ګټور دی . بل هغه چې پر ژبه دی چې  دا پر بنیادم [دخدای] حجت او دلیل دی. رواه الخطیب عن جابر(رض)

:د عالم چې له خپل علمه مطلب  او نیت دخدای رضا وي؛ نو ټول څېزونه ترې ډارېږي او که مطلب یې د پیسو را ټولول او د شتمنۍ ډېرول وي؛ نو له هر څه به ډارېږي. رواه الدیلمي عن انس(رض)

:عالم (پوه) او متعلم( زده کړیال) په هر خیر کار کې، شریک وي. په نورو خلکو کې دغسې خیر نه موندل کېږي. رواه الطبراني والقفاعي عن ابي الدردأ(رض)

:علم د اسلام روح او د ایمان ستن ده، چا چې علم زده کړ، خدای ورته پوره اجر ورکوي. څوک چې علم زده کړي او عمل پرې وکړي؛ نو چې پر څه نه پو هېږي خدای یې ور زده  کوي. رواه ابو الشیخ عن ابن عباس(رض)

د بشر حقوق

د خدای پر وړاندې د مؤمن وژنه د دنیا تر ورکېدو خورا سرته ده. رواه النسایي عن عبدالله(رض)

د بوډاتوب ځانګړنې

: خدای تعالی وایي: بنده مې چې څلوېښت کلن شو د لېونتوب، جزام او پیس له ناروغیو یې ساتم. چې پنځوس کلن شو، په حساب کې ورسره اساني کوم، چې شپېته کلن شو، توبه ورته ګرانوم، چې اویا کلن شي د پرښتو ښه ایسي، چې اتیا کلن شي نېکۍ یې لیکل کېږي او ګناهونه یې پاتېږي او چې نوي کلن شي پرښتې وایي چې دا پر ځمکه دخدای بندي دی، خدای یې لومړی او روستي ګناهونه بښي او د خپلې کورنۍ شفاعت هم کړای شي. رواه الحکیم في نوادر الاصول عن عثمان بن عفان(رض)

له بنده سره دخدای چلېدل

خدای وایي: زه ستا د نیت له مخې درسره چلېږم او چې په هر ځای کې مې یاد کړې درسره یم . رواه احمد الحاکم عن انس(رض)

د چارو وېش

خدای تعالی وایي: بنیادمه! درې څيزونه دي، چې یو یې په ما پورې تړاو لري، دویم په تا پورې او درېیم زما او ستا  تر منځ شریک دی: چې په ما پورې اړه لري، دادی:  ما ولمانځې او سیال راسره ونه نیسې، چې په تا پورې اړه لري، دادي: چې څه کوې جزا یې مومې او زه بښونکی یم او لورین پښونکی یم؛ نو چې څه را نه غواړې او دعا کوې، قبلول او ورکړه یې پر ماده. رواه البزار عن سلمان(رض)

سپینلمنتوب

خدای چې ځمکې ته پېغمبران او ځایناستي رالېږل؛ نو دوه پټې قواوې یې پکې ایښې دي: یوه قوه یې، نیکۍ او پر نېکو امر ته هڅوي او بله یې بد چارۍ ته. معصوم  او سپین لمنی هغه دی، چې خدای یې د نفس له شره خوندي وساتي. رواه البخاري واحمد عن ابي سعید الخدري(رض)

د کور د مشر خیرات

د کور پالندوی، چې د کورنۍ غړیو او چوپړپالانو ته څه لګوي، په قیامت کې ورته خیرات شمېرل کېږي .  رواه الطبراني عن ابي امامة(رض)

پوهه او زغم

د پوهې او زغم ملګرتوب؛ خورا ارزښتمن چار دی. رواه الطبراني عن علي(رض)

پام!

چې دې ښه نه ایسي، څوک درنه ناوړه چار وویني؛ نو چې ځانته یې، هم یې مه کوه. رواه ابن حبان عن اسامه بن شریک(رض)

بې عدله چارواکی

د دې امت چارواکی چې پر عدالت ونه چلېږي؛ نو عذاب به یې د جهنم اور وي . رواه الحاکم عن معقل بن یسار(رض)

د دوه مخۍ پایله

په دنیا کې دوه مخی، د قیامت پر ورځ دوه اورینې ژبې لري. رواه ابو داود عن عمار(رض)

د وصیت ارزښت

چې څوک  وصیت ونه کړي، اجازه نه ورکول کېږي، چې له مړیو سره خبرې وکړي. رواه ابوالشیخ في الوصایا، عن قیس بن قبیصة(رض)

د لواطت پایله

زما په امت کې چې چا لواطت کړی وي او ومري؛ نو خدای یې د لوط قوم ته وړي، چې ورسره حشر شي. رواه خطیب عن انس(رض)

د دروغجن راوي برخلیک

چې څوک زما یوه خبره  روایت کړي او ما ویلې نه وي؛ نو ځانته یې په جهنم کې خای جوړ کړی دی . رواه احمد عن سلمة بن الاکوع(رض)

نیم زړښت

خپګان نیم زړښت دی . رواه دیلمي عن عبدالله(رض)

د خیالي هیلو برخلیک

کومې هیلې چې د انسان په خیال کې تېرېږي، چې عملي کړي یې نه وي یا یې په خوله راوړې نه وي ورته بښل کېږي. رواه ابو نعیم و الخطیب عن حذیفة بن الیمان(رض)

د اودس ارزښت

تر خوړو مخکې  روسته اودس کولو نیستي له منځه وړي، دا چار د پېغمبرانو سنت دی. رواه طبراني، عن ابن عباس(رض)

اولاد

اولاد د زړه میوه او د جنت ګلونه دي. رواه الترمذي عن خوله بنت الحکیم(رض)

د نورو سوکالۍ ته ځان دوزخي کول

جهنم او ګردې بدۍ یې، د هغه لپاره دی، چې اولاد یې په خورا سوکالۍ کې ژوند تېر کړي او پخپله د خدای پر لور په خورا بدمرغۍ ګام کېږدي. ( یعنې کورنۍ یې په خورا سو کالۍ کې ژوند تېروي او پخپله داسې له دنیا ولاړ شی، چې نه یې زکات ورکړی وي او نه یې د نېستمنو حق پوره کړی وي . رواه القضاعي في مسند الشهاب عن ابي عمر(رض)

د لوڼو درناوی

لوڼې مو مهء ځوروۍ او مه یې خپه کوئ؛ ځکه ارزښتمنې ملګرې دي. رواه احمد والطبراني عن عقبة بن عامر

د ښځې د مسافرت شرط

یوه ښځه هم دا حق نه لري، چې د دوه ورځو واټن هومره مسافرت وکړي، چې نه ورسره خپل مېړه وي او نه کوم محرم. رواه  البخاري عن ابي سعید الخدري

د مسلمان ډارول ستر ظلم دی

مسلمان مه ترهوئ، چې د مسلمان ترهول خورا ستر ظلم دی. رواه طبراني عن عامربن ربیعة(رض)

له مؤمن او متقي سره اړیکه

یوازې مؤمن سره ملګرتوب کوه او یوازې په ځان ساتي او متقي خواړه خوره. رواه ابوداود و الترمذي عن ابي سعید الخدري(رض)

د ملګرتوب نښې

له هغه سره ملګرتوب مه کوه، چې په تا کې څه غوراوی او هنر نه ویني لکه چې یې په پکې وینې(یعنې له داسې چا سره دوستي مه کوه، چې هغه ځان ستر بولي او تاته سپک ویني) رواه ابو نعیم عن سهل بن سعد الساعدي (رض)

دکور ښځې مو د لوښو ماتولو له امله مه وهئ؛ ځکه هر لوښی ته ټاکلی وخت دی لکه چې انسان ته هم اجل او مړینه ده. رواه ابو نعیم عن کعب بن عجرة(رض)

د قضاوت شرط

قاضي دې  غوسې پر مهال د دووتنو تر منځ ورمندون نه کوي( ځکه غوسه عقل له منځه وړي.) رواه البخاري و مسلم عن ابی بکرة الثقفي(رض)

د وسې هومره عزت

مېلمه ته د خپل وس هومره تیاری ونیسئ. رواه الحاکم والبیهقي عن سلمان الفارسي(رض)

ښه چاری کارګر

: د خدای هغه کارګر ښه ایسي، چې خپل چار ښه تر سره کړي. رواه الطبراني والبیهقي عن کیب بن شهاب الجرمي مرسلأ

: اساني کوئ، سختګیره مه  وسئ، خلکو ته(په نېکۍ) زېری ورکړئ او د خدای له لورنې یې  مه نهیلوئ داسې چار ونه کړئ چې خلک له دینه کرکه پیداکړي. رواه البخاري ومسلم عن انس(رض)

ناوړه راتلونکې

پر خلکو به داسې وخت راشي، چې مؤمن به تر پسه یې خورا ذلیل او خوار وي. رواه ابن عساکر عن علي(رض)

د چارو پای ته ګورئ

د هر عامل عمل ته تعجب مه کوئ، عواقبو او پایلو ته یې سترګې پر لار وسئ، چې څرنګه پای مو مي ( پای ښه ده که بده). رواه احمد عن انس والطبراني عن ابي امامة(رض)

د ګناه پر وړاندې واقعي ډال

یوه کړنه هم د (( لااله الالله)) پر کلمې ور مخکې کېدای نشي؛ ( که څوک یې په رښتیا ووایي؛ نو) دا کلمه ګناه نه پرېږدي، چې پر انسان ور تېره شي). رواه  ابن ماجه عن ام هاني(رض)

د کوروالي شرایط

رسول اکرم تر ملاعبې مخکې کوروالی منع کړی دی. رواه  الخطیب عن جابر(رض)

آګاهانه خوب

کوم خوب چې پر پوهې اوعلم تر سره شي، تر هغه لمانځه غوره دی چې په ناپوهۍ کېږي. رواه  ابو نعیم عن سلمان الفارسي(رض)

غوره وسله

زغم او دعا د مؤمن غوره وسله ده. رواه الدیلمي عن ابن عباس(رض)

د مینې کتو پایله

: چې څوک خپل رور ته په مینه ګوري، پدې جومات کې تر یوه کال (( سنت اعتکافه)) غوره دي. رواه الحکیم فی نوادر الاصول عن عبدالله(رض)

د ملګرتوب پایله

: هر انسان له هغه سره وي، چې ورسره مینه لري. (یعنې له یوبل سره مینوال په قیامت کې یو ځای محشورېږي). رواه البخاري و مسلم عن ابن مسعود(رض)

: چې څوک د خدای لپاره له یوه بل سره مینه ولري، د عرش تر څنګ به د یاقوتو پر چوکیو ناست وي. رواه طبراني عن ابی ایوب الانصاري(رض)

: مؤمن د مؤمن رور دی او په هر حال کې ورته نصیحت ورته کوي. رواه ابن النجارعن جابر(رض)

تمت باالخیر

سرچینه : مختار الاحادیث النبوته والحکم المحمدیه (نبوي انتخاب شوي احادیث او محمدي حکمتونه)

مصری عالم سید احمد هاشمی

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست