تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د آذان او اقامې تر منځ د وخت اهمیت د آذان او اقامې تر منځ دعا نه ردېږي. رواه ابو داود والترمذي عن انس(رض) ښو چارو ته بلنه چې څوک نورو ته د ښو چارو لار ورښیي؛ نو داسې دی چې پخپله یې هغه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د آذان او اقامې تر منځ د وخت اهمیت

د آذان او اقامې تر منځ دعا نه ردېږي. رواه ابو داود والترمذي عن انس(رض)

ښو چارو ته بلنه

چې څوک نورو ته د ښو چارو لار ورښیي؛ نو داسې دی چې پخپله یې هغه چاره کړې ده. د بېوزلیو لاسنیوی دخدای ښه ایسي. رواه تمام الرازي في الفوائد و ابن عدي في الکامل عن بریدة (رض)

آخرت پالي وسئ

دنیا د خوندونو وسیله، ظاهره، حاضره، او ژر تېرېدونې ده، ښه او بد ترې ګټنه کوي. آخرت رښتونې وعده ده. عادل پاچا پرې واکمن دی، حق عملي کوي او باطل له منځه وړي؛ نو د آخرت له اولادونو وسئ نه د دنیا؛ ځکه هره مور خپل اولاد په ځان پسې راکاږي. رواه البخاري عن علي (رض)

سود مه خورئ

سره په سرو، سپین په سپینو، غنم په غنمو، وربشې په وربشو، کجورې په کجورو او مالګه په مالګې باید برابر او مساوي لاس په لاس او بدل شي، چې څوک څه زیات کړي یا زیات و غواړي؛ نو سود خور دی. د ورکوونکي او اخستونکي ګناه یوه ده (او پر غذاب به اخته شي). رواه مسلم عن ابی سعید الخدري (رض)

ګناه سپېره ده

ګناه هغه ته سپېره ده، چې یې کړې نه وي؛ ځکه که ګناهکار ټپسوری کړي، پخپله پرې اخته کېږي او که غیبت یې وکړي ګناهکار به شي او که پر ګناه یې خوښي وښیي؛ نو شریکباڼی به یې وي. رواه الدیلمي عن انس (رض)

له خدایه ډار

د حکمت بنسټ، له خدایه ډار دي. رواه الحکیم الترمذي عن ابن مسعود(رض)

د نبي کريم بختوره زوکړه

زه په سمې شرعي نکاح دنیا ته راغلی یم؛ نه د شرع پر خلاف، له آدم (ع) څخه نیولي، تر دې چې مور و پلار مې وزیږولم، د جاهلیت پېر کوم نا مشروع څیز را سره لګېدلی نه دی. رواه الطبراني عن

علی بن ابی طالب (رض)

چې مور مې وزېږولم؛ نو یوه رڼا ترې وځلېده، چې (په شام کې) د ((قصری)) ماڼې ورته شکاره شوه. رواه ابن سعد فی الطبقات الکبری واحمد والطبراني عن ابی امامه ( رض)

ډډه وکړئ

ډېری عابدان ناپوهه دي او ډېری علمان فاجر دي، له ناپوهو عابدانو او فاجرو عالمانو ډډه وکړئ. رواه ابن عدی و الدیلمي عن ابی امامة (رض)

د قرآن لوستو ګټه

ډېری د شرع حاملان ناپوهه او غیر فقیه دي، چاته یې چې پوهه ګټه ونه رسوي؛ نو ناپوهي یې زیان ور رسوي. قرآن ولولئ، چې له بد چارو مو لرې وساتي او که لرې یې نه کړې؛ نو قرآن دې لوستی نه دی. رواه الطبراني

زهد

په دنیا کې حلالو ته شا او د مال ضایع کول زهد نه دی؛ بلکې چې څه دې په واک کې وي، پر هغه څه یې غوره ونه ګڼې، چې دخدای په واک کې دي. او چې کړاو در ورسي، پرې خوشحاله شي، چې په ثواب کې یې شریک شې، که څه هم کړاو دې اوږد شي، چې ډېر ثواب و ګټې( د دنیوي کړاوونو پر وړاندې مه ورخطا کېږئ). رواه الترمذي و ابن ماجه عن ابی ذر(رض)

مېلمه

دا انسان ته بې عقلي ده، چې په مېلمه کار وکړي. رواه الدیلمي عن ابن عباس (رض)

مېلمه ته د خپلې وسې هومره تیاری ونیسئ. رواه الحاکم والبیهقي عن سلمان الفارسي

د ښځو خپلمنځي زنا

د ښځو خپلمنځي همجنس بازي د دوی زنا شمېرل کېږي. رواه الطبراني عن وائله بن الاسقع(رض)

د پوروړي عذاب

پور وړی په قبر کې تړل شوی او یوازې د پور ورکونه یې پرانستای شي. رواه الدیلمي عن ابی سعید الخدري(رض)

لیکوالې پرښتې

د ښي اوږې پرښته د کیڼې اوږې پر پرښتې امیره ده، چې څوک یو ښه چار وکړي دوه ګرایه ثواب ورته لیکي او چې بد چارو وکړي دکیڼ لاس پرښتې ته وایي چې شپږ ساعته صبر وکړه، څه مه لیکه چې بښنه و غواړي؛ نو که بښنه یې وغوښته په کړنلیک کې یې څه نه کښل کېږي او که بښنه یې ونه غوښته او پښېمانه نشو؛ نو یوه ګناه ورته لیکي. رواه الطبراني و البیهقي عن ابی امامة الباهلي.

د حق وینا

زړه سوی وکړه، چې چا درسره بدي کړې وي، نیکي ورسره وکړه حق ووایه که څه هم په زیان دې وي. رواه ابن النجار عن علي(رض)

پرنېکمرغۍ د بد مرغۍ اړونه

که خیرات په واقعي توګه ورکړای شي، نېکې چارې، له مور و پلار سره نیکي او زړه سوی وشي؛ نو د ا څېزونه بد مرغي پر نېکمرغۍ اړوي، عمر زیاتوي او انسان له ناوړو ګوذارونو ساتي. رواه احمد و الطبراني والحاکم عن عبدالله بن عمرو عاص(رض)

د جومات ادب

فقها(او دین پوهان) د رسولانو امینان دي؛ خو تر هغې چې دنیا ته ورنه ننوځي او په (ظالمو) چارواکیو پسې ولاړ نشي؛ نو که دنیا ته ور ننوتل او په ظالمو واکمنو پسې ولاړل؛ نو ځانونه ترې وساتئ. رواه العسکري في الامثال عن علي (رض)

د سترګو وهلو مخنیوی

کوچنی شی د سترګو وهل حقیقت لري، ځان ترې بچ کړئ. رواه البخاري ومسلم عن ابي هریرة (رض)

له بدو سترګو د ساتلو لپاره په قرآن مجید کې آته آیتونه دي: فاتحة الکتاب( یعنې الحمد) او آیت الکرسي. ( د الحمد اوه آیتونه او ایت الکرسي یو آیت چې ولوستل شي له بدو سترګو به خوندي یې). رواه الدیلمي عن عمران بن حصین(رض)

په کوم کور کې چې فاتحة الکتاب او ایت الکرسي وویل شي؛ نو پر هغه ورځ به د کور وسېدونکي د انس و جن له بدو سترګو خوندي وي. رواه الدیلمي

بې غیرتي

غیرت د ایمان نښه ده او له حیثیته د فاع نه کول؛ بې غیرتي او د نفاق نښه ده. رواه البزار والبیهقي عن ابي سعید الخدري

پر جها دعلم د زده کړې غوراوی

ګهیځ او ماښام د علم زده کړه خدای ته تر في سبیل الله جهاده غوره ده. رواه ابن البخار والدیلمي عن ابن عباس(رض)

پوهه

:علم په دوه ډوله دي: یو هغه چې په زړه کې دی، چې د انسان دننه ته ګټور دی . بل هغه چې پر ژبه دی چې دا پر بنیادم [دخدای] حجت او دلیل دی. رواه الخطیب عن جابر(رض)

:د عالم چې له خپل علمه مطلب او نیت دخدای رضا وي؛ نو ټول څېزونه ترې ډارېږي او که مطلب یې د پیسو را ټولول او د شتمنۍ ډېرول وي؛ نو له هر څه به ډارېږي. رواه الدیلمي عن انس(رض)

:عالم (پوه) او متعلم( زده کړیال) په هر خیر کار کې، شریک وي. په نورو خلکو کې دغسې خیر نه موندل کېږي. رواه الطبراني والقفاعي عن ابي الدردأ(رض)

:علم د اسلام روح او د ایمان ستن ده، چا چې علم زده کړ، خدای ورته پوره اجر ورکوي. څوک چې علم زده کړي او عمل پرې وکړي؛ نو چې پر څه نه پو هېږي خدای یې ور زده کوي. رواه ابو الشیخ عن ابن عباس(رض)

د بشر حقوق

د خدای پر وړاندې د مؤمن وژنه د دنیا تر ورکېدو خورا سرته ده. رواه النسایي عن عبدالله(رض)

د بوډاتوب ځانګړنې

: خدای تعالی وایي: بنده مې چې څلوېښت کلن شو د لېونتوب، جزام او پیس له ناروغیو یې ساتم. چې پنځوس کلن شو، په حساب کې ورسره اساني کوم، چې شپېته کلن شو، توبه ورته ګرانوم، چې اویا کلن شي د پرښتو ښه ایسي، چې اتیا کلن شي نېکۍ یې لیکل کېږي او ګناهونه یې پاتېږي او چې نوي کلن شي پرښتې وایي چې دا پر ځمکه دخدای بندي دی، خدای یې لومړی او روستي ګناهونه بښي او د خپلې کورنۍ شفاعت هم کړای شي. رواه الحکیم في نوادر الاصول عن عثمان بن عفان(رض)

له بنده سره د خدای چلېدل

خدای وایي: زه ستا د نیت له مخې درسره چلېږم او چې په هر ځای کې مې یاد کړې درسره یم . رواه احمد الحاکم عن انس(رض)

د چارو وېش

خدای تعالی وایي: بنیادمه! درې څيزونه دي، چې یو یې په ما پورې تړاو لري، دویم په تا پورې او درېیم زما او ستا تر منځ شریک دی: چې په ما پورې اړه لري، دادی: ما ولمانځې او سیال راسره ونه نیسې، چې په تا پورې اړه لري، دادي: چې څه کوې جزا یې مومې او زه بښونکی یم او لورین پښونکی یم؛ نو چې څه را نه غواړې او دعا کوې، قبلول او ورکړه یې پر ماده. رواه البزار عن سلمان(رض)

سپینلمنتوب

خدای چې ځمکې ته پېغمبران او ځایناستي رالېږل؛ نو دوه پټې قواوې یې پکې ایښې دي: یوه قوه یې، نیکۍ او پر نېکو امر ته هڅوي او بله یې بد چارۍ ته. معصوم او سپین لمنی هغه دی، چې خدای یې د نفس له شره خوندي وساتي. رواه البخاري واحمد عن ابي سعید الخدري(رض)

د کور د مشر خیرات

د کور پالندوی، چې د کورنۍ غړیو او چوپړپالانو ته څه لګوي، په قیامت کې ورته خیرات شمېرل کېږي . رواه الطبراني عن ابي امامة(رض)

پوهه او زغم

د پوهې او زغم ملګرتوب؛ خورا ارزښتمن چار دی. رواه الطبراني عن علي(رض)

پام!

چې دې ښه نه ایسي، څوک درنه ناوړه چار وویني؛ نو چې ځانته یې، هم یې مه کوه. رواه ابن حبان عن اسامه بن شریک(رض)

بې عدله چارواکی

د دې امت چارواکی چې پر عدالت ونه چلېږي؛ نو عذاب به یې د جهنم اور وي . رواه الحاکم عن معقل بن یسار(رض)

د دوه مخۍ پایله

په دنیا کې دوه مخی، د قیامت پر ورځ دوه اورینې ژبې لري. رواه ابو داود عن عمار(رض)

د وصیت ارزښت

چې څوک وصیت ونه کړي، اجازه نه ورکول کېږي، چې له مړیو سره خبرې وکړي. رواه ابوالشیخ في الوصایا، عن قیس بن قبیصة(رض)

د لواطت پایله

زما په امت کې چې چا لواطت کړی وي او ومري؛ نو خدای یې د لوط قوم ته وړي، چې ورسره حشر شي. رواه خطیب عن انس(رض)

د دروغجن راوي برخلیک

چې څوک زما یوه خبره روایت کړي او ما ویلې نه وي؛ نو ځانته یې په جهنم کې خای جوړ کړی دی . رواه احمد عن سلمة بن الاکوع(رض)

نیم زړښت

خپګان نیم زړښت دی . رواه دیلمي عن عبدالله(رض)

د خیالي هیلو برخلیک

کومې هیلې چې د انسان په خیال کې تېرېږي، چې عملي کړي یې نه وي یا یې په خوله راوړې نه وي ورته بښل کېږي. رواه ابو نعیم و الخطیب عن حذیفة بن الیمان(رض)

د اودس ارزښت

تر خوړو مخکې روسته اودس کولو نیستي له منځه وړي، دا چار د پېغمبرانو سنت دی. رواه طبراني، عن ابن عباس(رض)

اولاد

اولاد د زړه میوه او د جنت ګلونه دي. رواه الترمذي عن خوله بنت الحکیم(رض)

د نورو سوکالۍ ته ځان دوزخي کول

جهنم او ګردې بدۍ یې، د هغه لپاره دی، چې اولاد یې په خورا سوکالۍ کې ژوند تېر کړي او پخپله دخدای پر لور په خورا بدمرغۍ ګام کېږدي. ( یعنې کورنۍ یې په خورا سو کالۍ کې ژوند تېروي او پخپله داسې له دنیا ولاړ شی، چې نه یې زکات ورکړی وي او نه یې د نېستمنو حق پوره کړی وي . رواه القضاعي في مسند الشهاب عن ابي عمر(رض)

د لوڼو درناوی

لوڼې مو مهء ځوروۍ او مه یې خپه کوئ؛ ځکه ارزښتمنې ملګرې دي. رواه احمد والطبراني عن عقبة بن عامر

د ښځې د مسافرت شرط

یوه ښځه هم دا حق نه لري، چې د دوه ورځو واټن هومره مسافرت وکړي، چې نه ورسره خپل مېړه وي او نه کوم محرم. رواه البخاري عن ابي سعید الخدري

د مسلمان ډارول ستر ظلم دی

مسلمان مه ترهوئ، چې د مسلمان ترهول خورا ستر ظلم دی. رواه طبراني عن عامربن ربیعة(رض)

له مؤمن او متقي سره اړیکه

یوازې مؤمن سره ملګرتوب کوه او یوازې په ځان ساتي او متقي خواړه خوره. رواه ابوداود و الترمذي عن ابي سعید الخدري(رض)

د ملګرتوب نښې

له هغه سره ملګرتوب مه کوه، چې په تا کې څه غوراوی او هنر نه ویني لکه چې یې په پکې وینې(یعنې له داسې چا سره دوستي مه کوه، چې هغه ځان ستر بولي او تاته سپک ویني) رواه ابو نعیم عن سهل بن سعد الساعدي (رض)

دکور ښځې مو د لوښو ماتولو له امله مه وهئ؛ ځکه هر لوښی ته ټاکلی وخت دی لکه چې انسان ته هم اجل او مړینه ده. رواه ابو نعیم عن کعب بن عجرة(رض)

د قضاوت شرط

قاضي دې غوسې پر مهال د دووتنو تر منځ ورمندون نه کوي( ځکه غوسه عقل له منځه وړي.) رواه البخاري و مسلم عن ابی بکرة الثقفي(رض)

د وسې هومره عزت

مېلمه ته د خپل وس هومره تیاری ونیسئ. رواه الحاکم والبیهقي عن سلمان الفارسي(رض)

ښه چاری کارګر

: د خدای هغه کارګر ښه ایسي، چې خپل چار ښه تر سره کړي. رواه الطبراني والبیهقي عن کیب بن شهاب الجرمي مرسلأ

: اساني کوئ، سختګیره مه وسئ، خلکو ته(په نېکۍ) زېری ورکړئ او د خدای له لورنې یې مه نهیلوئ داسې چار ونه کړئ چې خلک له دینه کرکه پیداکړي. رواه البخاري ومسلم عن انس(رض)

ناوړه راتلونکې

پر خلکو به داسې وخت راشي، چې مؤمن به تر پسه یې خورا ذلیل او خوار وي. رواه ابن عساکر عن علي(رض)

د چارو پای ته ګورئ

د هر عامل عمل ته تعجب مه کوئ، عواقبو او پایلو ته یې سترګې پر لار وسئ، چې څرنګه پای مو مي ( پای ښه ده که بده). رواه احمد عن انس والطبراني عن ابي امامة(رض)

د ګناه پر وړاندې واقعي ډال

یوه کړنه هم د (( لااله الالله)) پر کلمې ور مخکې کېدای نشي؛ ( که څوک یې په رښتیا ووایي؛ نو) دا کلمه ګناه نه پرېږدي، چې پر انسان ور تېره شي). رواه ابن ماجه عن ام هاني(رض)

د کوروالي شرایط

رسول اکرم تر ملاعبې مخکې کوروالی منع کړی دی. رواه الخطیب عن جابر(رض)

آګاهانه خوب

کوم خوب چې پر پوهې اوعلم تر سره شي، تر هغه لمانځه غوره دی چې په ناپوهۍ کېږي. رواه ابو نعیم عن سلمان الفارسي(رض)

غوره وسله

زغم او دعا د مؤمن غوره وسله ده. رواه الدیلمي عن ابن عباس(رض)

د مینې کتو پایله

: چې څوک خپل رور ته په مینه ګوري، پدې جومات کې تر یوه کال (( سنت اعتکافه)) غوره دي. رواه الحکیم فی نوادر الاصول عن عبدالله(رض)

د ملګرتوب پایله

: هر انسان له هغه سره وي، چې ورسره مینه لري. (یعنې له یوبل سره مینوال په قیامت کې یو ځای محشورېږي). رواه البخاري و مسلم عن ابن مسعود(رض)

: چې څوک د خدای لپاره له یوه بل سره مینه ولري، د عرش تر څنګ به د یاقوتو پر چوکیو ناست وي. رواه طبراني عن ابی ایوب الانصاري(رض)

: مؤمن د مؤمن رور دی او په هر حال کې ورته نصیحت ورته کوي. رواه ابن النجارعن جابر(رض)

سرچینه : نبوي انتخاب شوي احادیث او محمدي حکمتونه

مختار الاحادیث النبوته والحکم المحمدیه

لیکوال : مصری عالم سید احمد هاشمی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!