تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   نبوي انتخاب شوي احادیث او محمدي حکمتونه مختار الاحادیث النبوته والحکم المحمدیه   امت ته اساني خدای هر مشر او پالندوی پوښتي، چې څرنګه پالنه او مشري یې کړې ده، ایا د هغوی حق یې پر ځای یا ضایع کړی دی، ان د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

نبوي انتخاب شوي احادیث او محمدي حکمتونه

مختار الاحادیث النبوته والحکم المحمدیه

 

امت ته اساني

خدای هر مشر او پالندوی پوښتي، چې څرنګه پالنه او مشري یې کړې ده، ایا د هغوی حق یې پر ځای یا ضایع کړی دی، ان د کورنۍ مشر پوښتي( چې څرنګه ورسره چلېده). رواه ابن حبان عن انس (رض)

زړه سوی

خدای تعالی د اسمانونو او ځمکې تر پیدایښت مخکې په ام الکتاب کې کښلي: په واقع کې زه لوراندیم، لورونه مې پنځولې او له خپلو نومونو مې، یو نوم، لورنې ته ور ځانګړی کړی،  چې څوک زړه سواندی وي راسره به و نښلول شي او چې زړه سوی پرې کړي؛ نو له لورونې به مې لرې شوی وي. رواه الطبراني عن جریر بن عبدالله (رض)

 

شرعي شریکباڼي

خدای تعالی وایي، چې په نیوي چارو کې، د دوو شریکباڼو، زه درېیم شریک باڼی یم، په دې شرط چې یو له بل سره خیانت ونه کړي، که یو ورسره خیانت وکړي، زه ترې وځم. رواه ابو داود عن ابی هرېرة(رض)

روغ رمټ شتمن به حج ته ځي

خدای تعالی وایي، چې چاته مې بدني روغتیا، شتمني او سو کالي ورکړي وي او پنځه کاله پرې تېر شي او د کعبې طواف ته ولانړ؛ نو ( له لورونې مې) بې برخې دی. رواه ابو یعلي و ابن حبان عن ابی سعید الخدري(رض)

اوږد عمر

د خدای په اطاعت کې اوږد عمر تېرول خورا ښه نېکمرغي ده. رواه الخطیب

د کور او قبر د ځورونې اړیکه

رښتیا، څه دې چې پر ژوندونې په کور کې ځوروي؛ نو په قبر کې به دې هم ځوروي. رواه الدیلمي

ځانونه وقایه کړئ

پټ خیرات ورکول د خدای غوسه سړوي، زړه سوی عمر زیاتوي، ښه چارې له انسانه نا دودې او بد کړاوونه لرې کوي، د (( لااله الاالله)) ویل نهه نوي (۹۹) بلاګانې لرې کوي چې وړه یې غم دی. رواه ابن عساکر عن ابن عباس (رض)

شتمني مو په زکات خوندي کړئ، ناروغي مو د خیرات په ورکړې ورغوئ او په دعا د بلاګانو مخه ونیسئ. رواه الطبراني عن ابن مسعود(رض)

له غذابه بچ

خدای تعالی دخلکو د اړتیاوو د لوره کولو لپاره ځینې بندګان ځانګړي کړي، چې خلک ورځي، چې دا ځانګړي بندګان د خدای له عذابه بچ دي. رواه الطبراني عن ابن عمر (رض)

د خدای لوښی

خدای له ځمکوالو د ځان لپاره یو لوښی لري، چې دا د صالحو بندګانو زړه دی چې په دوی کې خدای ته خورا ګران نرم او مهربان زړه دی. رواه الطبراني

خپل مور و پلار مه کنځئ

د بل چا مور و پلار ته کنځل په واقع کې دخپل مور و پلار کنځل دي، چې دا خورا ستره ګناه ده. رواه البخاري و مسلم عن عایشه(رض)

 

د کنځل مار مقام

د قیامت پر ورځ د خدای پر وړاندې هغه ډېر ټیټ مقامی دی، چې خلکو ورسره له دې امله اړیکه پرې کړې وي چې بد ژبی او کنځل مار دي. رواه البخاري ومسلم عن عایشه (رض)

د رښتیا او دروغو پایلې

په رښتیا، صدافت  انسان د نېکۍ پر لور ورسېخوي او نیکي انسان جنت ته بوځي. ځینې هومره رښتین دي چې د خدای پر وړاندې رښتین کښل کېږي. دروغ ، انسان فسق ته ور کاږي او فسق بنیادم دوزخ ته ور کاږي او په واقع کې ځینې په دروغو کې هومره زیاتی کوي چې نوم یې د خدای پر وړاندې په دروغجنو کې کښل کېږي. رواه البخاري و مسلم عن ابن مسعود (رض)

په ښه چارو کې اطاعت

یوازې په ښه( شرعي) چارو کې د اولوالامر اطاعت واجب دی. رواه لبخاری ومسلم عن علي(رض)

د شعر او وینا اغېز

په واقع کې ځینې ویناوې د کوډو په څېر وي ( انسان تر اغېز لاندې راولي) او په ځینو اشعارو کې ( معنوي) حکمت را نغښتل شوی دی. رواه بجاري فی الاداب المفرد عن ابن عباس (رض)

مستجاب الدعا

په حقیقت کې ځینې بندګان شته، چې که له خدایه څه و غواړي خدای هماغسې کوي( او دعا یې قبلېږي)

حیا یو لرغونی دود دی

په واقع کې له هغو خبرو، چې خلکو د تېرو پېعمبرانو له ویناوو، درک کړي، یوه یې داده(( چې حیا ونه کړې؛ نو څه دې چې خو ښه وي هماغسې وکړه)) رواه البخاري عن ابی مسعود

حرام پېر پلور

خدای د شرابوو مردارې غوښې،خوک او بوت پېروپلور حرام کړی دی. رواه البخاري و مسلم عن جابر (رض)

 

ناپوه مفتي

خدای له خپلو بندګانو یو مخې پوهه او علم نه اخلي، چې بیخي یې ترې یوې خواته کړي؛ خو د عالمانو په مړینه یې ترې اخلي، چې په خلکو کې ځان ساتی او ( لارښود) عالم پاتې نشي. (بیا) خلک نابوهان خپل مشران کوي او ترې پوښتي او دوی هم بې عمه فتواوې ورکوي؛ نو پخپله هم بې لارې دي او خلک هم بې لارې کوي. رواه البخاري و مسلم

پراخۍ ته انتظار

د خدای له لوري په چارو کې پراخۍ ته انتظار عبادت دی.، چې څوک په لږې روزۍ راضي او قانع شي؛ نو خدای به په لږ عمل هم ترې راضي شي. رواه ابن ابی الدنیا والبیهقی عن علي (رض)

د ظلم مخنیوی

له خپل ظالم او مظلوم رور سره مرسته وکړئ، و پوښتل شو چې له ظالم سره څنګه مرسته وکړو؟ ویې ویل: ظالم له ظلمه منع کول ورسره مرسته ده. رواه البخاري عن انس (رض)

د ناحقه وینې پوښتنه

د قیامت پر ورځ لومړی څیز چې په خلکو کې پوښتل کېږي؛ هغه وینه ده چې په ناحقه تویه شوې وي (یعنی د قیامت پر ورځ تر ټولو ړومبی، په ناحقه تویه شوې وینه پوښتل کېږي). رواه الخاري و مسلم عن ابن مسعود (رض)

ظالمانو ته خبرتیا

خدای تعالی داوود (ع) ته وحې وکړه چې ظالمانو ته وویاست: مه مې یادوئ؛ ځکه، چې څوک مې یاد کړي، زه یې هم یادوم خو ظالمانو ته زما یاد، پر دوی زما لعنت دی. رواه ابن عساکر و البیهقي عن ابن عباس (رض)

جوماتونه

د ځمکې پر مخ لومړی(( مسجدالحرام)) او بیا(( مسجدالاقصی)) جوړ شوي دي. رواه البخاري و مسلم عن ابی ذر(رض)

 

 

د خلکو د جوړ جاړي ارزښت

آیا داسې یو څیز در وښیم چې ثواب یې تر (نفلي) روژې او (نفلي) لمانځه او خیراته لوړ وي؟ وویل شو: هو.

ویې ویل: د دوو ټبرونو تر منځ جوړ جاړی راوستل ( د ټولنې سمونه) او په رښتیا چې اړپېچ، کینه او فساد، دین له منځه وړي. رواه ابو داود و الترمذي عن ابی الدرداء(رض)

ځانونه وساتئ

له کبره ډډه وکړئ، په حقیقت کې تکبر ابلیس اړ کړ چې آدم ته سجده ونه کړي. له حرص او تمې ځان وساتئ؛ ځکه حرص آدم اړ کړ چې له ونې وخوري. له کینې ډډه وکړئ؛ ځکه کینه لامل شوه، چې د آدم زامن یو ووژني؛ کبر، حرص او کینه د ټولو ګناهونو ریښه ده. رواه ابن عساکر عن ابن مسعود(رض)

د پوهې د پټوونکی عذاب

خدای چې چاته پوهه ورکړې وي او پټه یې کړي د قیامت پر ورځ به یې اورینه قبضه ور تر غاړې وي. رواه الطبراني عن ابن مسعود(رض)

د ایمان تعریف

ایمان؛ په زړه پېژندنه، په خوله منښته او په غړیو عمل کول دي. رواه ابن ماجه عن علي(رض)

د چا د پایله سنجول

هوښیار  وسئ، داسې چار مه کوئ، چې بیا یې معافي او بښنه و غواړئ. رواه الطبراني عن جابر(رض)

د مؤمن له ځیرکتیا ځان وساتئ؛ ځکه هغه یې په الهي رڼا ویني. رواه البخاري فی التاریخ والترمذي عن ابی سعید الخدري

له ګهیځه پر کار بوخت شئ

ګهیځ ژر د خپلو اړتیاوو او رزق تر لاسه کولو لپاره ووځئ؛ ځکه په ګهیځ کې برکت او بریا ده. رواه ابن عدي عن عایشه (رض)

 

 

 

د کړنو غبرګون

له پلرونو سره مو نیکي وکړئ چې اولادونه مو در سره ښه وکړي، د نا محرمو ښځو په باب پاکلمني وسئ، چې ښځې مو پاکلمنې وي، چې څوک معذرت ونه مني د کوثر حوض ته به رانشي. راوه الحاکم عن جابر

ثوابي چارې

له خپل رور سره په خندا مخامخېدل، بر نېکیو امر اوله بدیو منع، لارورکي ته لارښوونه، د لارې له سره د ډبرې، اغزي یا هډوکي لرې کول هر یو ته ثواب کښل کېږي.

ناروغۍ مو ورغوئ

د خدای بندګانو! د دردونو مو علاج وکړئ، په واقع کې خدای هر درد ته درمل پیدا کړي دي؛ خو بې له زړښته(چې دوا نه لري). رواه احمد والحاکم عن اسامه بن شریک.

بریا په زغم ده

د روغتیا په حالت کې خدای ومومئ او یاد کړئ، چې په سختیو او خپګان کې مو، خدای و مومي او یاد کړي. پوه شه چې څه مو له لاسه ورکړي،  شونې نه ده چې بېرته یې تر لاسه کړئ او چې څه دې په برخه کسږي ناشوني ده، چې درنه تېره شي. په واقع کې بریاله زغم سره ده اوله هرې سختۍ سره اساني ده. رواه الترمذي و احمد عن ابن عباس(رض)

د فکر پولې

د خدای په مخلوقاتو کې فکر او غور وکړئ، د خدای په ذات کې فکر مه کوئ چې هلاک به شئ. رواه ابوالشیخ فی العظمة عن ابی ذر(رض)

سوداګر

امین او رښتین سوداګر له پېغمبرانو، صدیقانو، شهیدانو او صالحینو سره محشور ېږي. رواه الترمذي و الحاکم عن ابي سعید(رض)

د نېکمرغۍ وزلې

مسلمان د نېکمرغۍ درې ځانګړنې دادي: ۱- ښه ګاونډی. ۲- پراخ کور. ۳- د سپرلۍ ښه وسیله.

رواه احمد والحاکم عن نافع بن عبدالحارث

دمینې زیانونه

د خپل رور مینه دې درسره په درېیو څېزونو زیاتېږي: ۱- په مخامخېدوکې، مخکې پرې سلام واچوه. ۲- چې غونډې ته راننووت، ځای ورکړه. ۳-  په ښه نوم یې بوله. رواه الحاکم و البیهقی عن عثمان بن طلحه(رض)

دکونډې خوښه

کونډه له خپلې لورې او نیغ په نیغه خبرې کړای او اجازه ورکولای شي او د نجلۍ چوپتیا یې د خوښۍ نښه ده. رواه الحاکم والبیهقي عن عثمان بن طلحه(رض)

سپارښتنې

له مشرانو سره کېنئ، پوهان و پوشتئ، له حکیمانو او تجروبووالو سره ملګرتوب وکړئ. رواه الطبراني عن ابي جحفة(رض)

د زړه راماتولو لار

زړونه د هغه پر لور ورکږیږي چې نیکي یې ورسره کړې وي او له هغه تښتي چې بدي یې ترې لیدلې وي. رواه ابونعیم في حلیة الاولیاء عن ابن مسعود.

د لکړې کارونه

د لکړې کارونه د مؤمن نښه او دپېغمبرانو سنت دی. رواه الدیلمي عن حدیث انس بن مالک(رض)

برکت مه ورکوئ

په راکړه  ورکړه کې، په قسم خوړو، څیزونه پلورل کېږي؛ خو برکت یې ورکېږي. رواه البخاري و مسلم عن ابي هریره(رض)

د چارو سنجونه

هر چار په تدبیر وکړئ، ویې سنجوئ که یې پایله ښه وه، ویې کړئ او که وډار شوئ، چې پکې زیان دی؛ نو مه یې کوئ. رواه عبدالرازق عن انس(رض)

د نیکچاري نښه

په تاسې کې خورا نیکچاری هغه دی، چې لیدنه یې، خدای در یاد کړي، په خبرو یې ستا پوهه زیاته شي او کړه وړه یې، تا د آخرت چارو ته و هڅوي. رواه الترمذي عن ابن عباس (رض)

توړۍ (خاله)

د مور د خور مقام د مور په څېر دی، کوم درناوی چې مور ته لرئ، باید دې ته یې هم ولرئ. رواه البخاري عن البرأ بن عازب(رض)

په شک مخ ته مه ځئ

چې څه مو شکمنوي ورشا کړئ او چې مو نه شکمنوي؛ نو ورمخ کړئ. رښتیا، د ډاډمنۍ لامل دی او دروغ د شک او خپګان. رواه الترمذي والنسایي عن الحسن بن علي (رض)

درې څېزونه پرېږدئ

دا پرېږدئ چې پلاني داسې او هاغسې وویل. ډېرمه پوښتئ او مال مه ضایع کوئ. رواه الطبراني عن ابن مسعود(رض)

 نبوي دعا

خدایه! په پوهې مې مړه خوا کړې، په زغم مې ښکلی کړې، په تقوا او ځان ساتنه مې دروند وګڼې او په عافیت مې نېکنام کړې. رواه ابن النجار عن ابن عمر (رض)

خدایه! له ټګیجن ملګرې پناه در وړم، چې سترګې یې ما ویني او زړه یې زما حالات څاري، نیکي مې پټوي او بد یې مې په ډاګه کوي. رواه ابن النجار عن سعد بن سعید المقبری مرسلآ

 

نبوي انتخاب شوي احادیث او محمدي حکمتونه

مختار الاحادیث النبوته والحکم المحمدیه

لیکوال : مصری عالم، سید احمد هاشمي

 

 

 

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!