تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر نجم سورت دا سورت دوه شپېته آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی او له هغه سورتونو ځنې دی چې واجبې سجدې لري. د سورت نامه له لومړي آیته اخستل شوی چې الله تعالی په ستورو قسم خوري. په دې سورت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

نجم سورت

دا سورت دوه شپېته آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی او له هغه سورتونو ځنې دی چې واجبې سجدې لري.

د سورت نامه له لومړي آیته اخستل شوی چې الله تعالی په ستورو قسم خوري.

په دې سورت کې د وحې مقام او د پېغمبر پر زړه باندې یې د نزول طریقې ته اشاره شوې او د اسراء سورت په شان، اسمانونو ته د پېغمبر معراج هم پکې مطرح شوی دی. د سورت بله برخه د بوتانو په اړه د مشرکانو خرافاتي دودونو او د پرښتو لمانځنې ته اشاره شوې او دا ټول یې غندلي دي.

خو پر سورت واکمن روح، قیامت ته پاملرنه او د نېکانو او بدانو حالات دي چې د الله تعالی د اجر او سزا معیار واقع کېږي.

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه

وَ النَّجْمِ إِذا هَوی«1» ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ وَ ما غَوی«2»=قسم پر ستوري، چې پرېوځي! چې ستاسې ملګرى [=محمد(صلی الله عليه و آله و سلم)] نه بېلارې شوى او نه يې مقصد ورك كړى دى؛

وَ ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی«3» إِنْ هُوَ إِلاّ وحې یُوحې«4»=  او نه د ځاني غوښتنو له مخې غږېږي (؛بلکې) خبرې يې يوازې وحې ده، چې ورته وحې كېږي.

 

ټکي:

* «هَوی» نسکورېدنې ته د لېوالتیا په مانا دی او هوای نفس یا ځاني غوښتنې هغه غوښتنې دي چې انسان سقوط یا نسکورېدنې ته ورکاږي. «ضَلَّ» له نېغې لارې څخه د کږېدنې په مانا دی او «غَوی» اعتقادي یا ګروهیز انحراف ته ویل کېږي چې له باطلې عقیدې راپورته شوی وي ‏.

* «صاحب» د دوست او ملګري په مانا دی. دا کلمه په قرآن کې د اسلام د پېغمبر (ص) په اړه څو ځلې راغلې[1]،ځکه پېغمبر له خلکو سره زړه سواندی، صمیمی او دوستانه چلن درلود.

* په تېر سورت (طور) کې روستۍ کلمه، «نجوم» و او په دې سورت کې لومړۍ کلمه،«نجم» دی.

* له «وَ النَّجْمِ إِذا هَوی» څخه مراد په هر سهار کې د لمر راختنه ده چې د ستورو رڼا تتېږي او یا قیامت دی چې ستوري رانسکورېږي او ورک کېږي‏.

* د توحید په مدار کې الله تعالی او پېغمبران یې یو د بل د تایید په مقام کې دي. الله تعالی، پېغمبر له هر ډول انحراف څخه پاک ګڼي، «ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ وَ ما غَوی» او پېغمبر هم  الله تعالی تنزیه کوي.

* خدای د قرآن په معرفۍ کې وویل: «ذلِکَ الْکِتابُ لا رَیْبَ فِیهِ» [2] او د پېغمبر په معرفۍ کې یې وویل:

«ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی» چې پر خلکو غاړه خلاصه کړي او د شک او تردید هېڅ ځای پاتې نشي.

* قرآن، منحرفانو ته په خطاب کې وايي: تاسې تر ډېرې مودې له پېغمبر سره ناسته ولاړه درلوده او خبرې مو ورسره کولې او ښه پوهېږئ چې هغه انحراف نلري. «ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ وَ ما غَوی»

* د بشري مشرانو په پرتله الهي مشران دا امتیازات لري:

  1. د فکري انحراف مخینه نه لري. «ما ضَلَّ»

2.د ګناه او په عمل کې د فسق مخیینه نه لري. «ما غَوی»

  1. پر خلکو زړه سواندي دي. «صاحِبُکُمْ»
  2. د خپلو او نورو د هوسونو تر اغېز لاندې نه دي. «ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی»

* داچې د ټولو خلکو خوښه او رضایت نشي ترلاسه کېدای او د خلکو خولې هم د کنټرول وړ نه دي؛ نو په دې اړه ارواښاد صدوق په امالي کې وايي: ځینو خو ان رسول اکرم صلی الله علیه و آله هم په نفساني غوښتنو تورناوه او الله (ج) یې په دفاع کې ویل: «وَ ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی»[3]

* په یوه حدیث کې راغلي چې حضرت حمزه (رض)، رسول اکرم صلی الله علیه و آله وپوښت: ولې مو ټول هغه ورونه وتړل چې مسجد ته پرانستل کېدل او یوازې د علي ور مو ورته پرانستې پرېښود؟ انحضرت (ص) د سورت نجم لومړی آیت تلاوت کړ: «إِنْ هُوَ إِلاّ وحې یُوحې»،یعنی ما د الهي حکم پر بنسټ داسې وکړل. [4] همداراز کله چې په خم غدیر کې حضرت علي د رسول الله (ص) له خوا پر امامت او وصایت باندې وټاکل شو؛ نو رسول الله (ص) تر نیوکې لاندې راغی ؛ خو انحضرت (ص) دا آیت تلاوت کړ: «إِنْ هُوَ إِلاّ وحې یُوحې» [5]

* کفارو ویل: «إِنْ هذا إِلاّ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ» = دا (كتاب) يوازې د پخوانيو نقلونه دي.  [6] الله تعالی یې په ځواب کې په پرېکنده توګه وايي: «إِنْ هُوَ إِلاّ وحې یُوحې» خبرې يې يوازې وحې ده، چې ورته وحې كېږي ‏.

* که څه قرآن د شعر کتاب نه دی او آیتونه یې د شعر د بیتونو حکم نه لري ؛ خو په کلماتو او عباراتو کې له ځانګړي نظم څخه برخمن دی او قرائت یې ښکلې او موزون دی‏. «هَوی – غَوی – اَلْهَوی – یُوحې»

 

پېغامونه:

  • د طبعیت پر ښکارندو او مظاهرو قسم خوړلای شو؛ ځکه د الله تعالی نښه ده. «وَ النَّجْمِ»، «وَ الشَّمْسَ»،«وَ الْقَمَرَ»

2- د ستورو حرکت د ورکېدنې او چاودېدنې پر لور دی او په راتلونکي کې به دړې وړې شي ‏.

«وَ النَّجْمِ إِذا هَوی»

3- د دین د تبلیع په لار کې تورونه او تهمتونه ډېر دي؛ خو الله تعالی دفاع کوي‏. «ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ وَ ما غَوی»

4- سره له دې چې انبیا، یو عمر په منحرفانو کې وه؛ خو بیا هم انبیا منحرف نشول او دا پخپله د ستریا – عظمت یوه نښه ده. «ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ»

5- د آسمان سترې کورې چاودېدونکي دي؛ خو پېغمبر او خبرې هماغسې ټینګې او ثابتې دي ‏. «وَ النَّجْمِ إِذا هَوی. ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ وَ ما غَوی. وَ ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی»

6- د پېغمبر حکم او خبره، حجّت او لازم الاجرا ده. «وَ ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی»

7- پیامبر اکرم صلی الله علیه و آله نه په تېر کې کږلیچ درلوده، «ما ضَلَّ» او نه به یې په راتلونکي کې ولري. «وَ ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی»

8- چې مقام او مسولیت څومره لوړ وي؛ نو د مسول د سلامتۍ لپاره لا ډېر تضمین ته اړتیا ده. ‏ «ما ضَلَّ – ما غَوی – ما یَنْطِقُ»

9- په مدیریت یا سنبالښت کې باید له پاکو کسانو څخه دفاع وشي او لمنه یې باید له تور او تهمته پاکه شي. ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ…

10- هم پېغمبر په حقه دی او هم یې خبرې‏. « ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ…- إِنْ هُوَ إِلاّ وحې یُوحې»

11- د پېغمبر خبرې له شخصي لېوالتیاوو او ټولنیز چاپېریاله نه دي راولاړې شوي. «إِنْ هُوَ إِلاّ وحې یُوحې»

12- په منځپانګه، زمان، مکان، او مقدار کې د وحې د نزول اختیار له الله تعالی سره دی. «یُوحې»

13- ځاني غوښتنې یا هوی و هوس، له وحې سره اړخ نه لګوي.«وَ ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی إِنْ هُوَ إِلاّ وحې یُوحې»

 

عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی«5» ذُو مِرَّهٍ فَاسْتَوی«6»=پياوړي ځواکمن ورښوولي دي؛  تېز هوشه او غښتلی، چې د پېغمبر (پر وړاندې) ښه جوخت ودرېد،

 وَ هُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلی«7» ثُمَّ دَنا فَتَدَلّی«8»=  او هغه  په لوړه څنډه كې و. بيا نژدې شو او راكېووت،

فَکانَ قابَ قَوْسَیْنِ أَوْ أَدْنی«9» فَأَوحې إِلی عَبْدِهِ ما أَوحې«10»=تردې چې (له پېغمبر سره يې) واټن د دوو لينديو هومره يا لږ و؛ نو (دلته الله) چې څه وحې كول، خپل بنده ته يې وحې كړل.

ما کَذَبَ الْفُؤادُ ما رَأی«11»= څه چې (د پېغمبر پاک) زړه وليدل، ترې منکر نشو.

 

 ټکي:

* «مِرَّهٍ» د غړلي او کلک په مانا دی او په واک او ځواک کې کارېږي لکه څرنګه چې رسول خدا صلی الله علیه و آله وویل: صدقه پر «مرّه» او«سویّ» حلاله نه ده،یعنی وسمنو ته د صدقې ورکړه روا نه ده. [7]

* «دَنی» یعنی نږدې شو؛ خو «تدلی» یعنې ډېر نږدې شو تردې چې له ډېر نږدېوالي سره جوخت شول.

* «قابَ» د مقدار د کلمې معادل او«قوس» د کمان په مانا دی. پر «قابَ قَوْسَیْنِ» تعبیر د وحې د نزول پر مهال له الله تعالی سره د پېغمبر سخت نږدېوالی او تقرب دی‏.

* داچې له ‏«شَدِیدُ الْقُوی» څخه مراد الله تعالی دی او که جبرائیل؛ نو په دې اړه ویینه یا بحث شته؛ خو دا عنوان په نورو ځایونو کې یوازې د الله تعالی لپاره راغلی دی. د مثال په توګه په ندبې دعا کې وایو:«و أره سیده یا شدید القوی» خدایه! امام زمان راوښایه،یا د ظالم د شر په دفع کې له امام حسن څخه په راغلې دعا کې وایو‏:«یا شدید القوی یا شدید المحال» [8]

پردې سربېره، په نورو آیتونو کې الله تعالی ، د قرآن ښوونکی معرفی شوی دی، چې له دې جملې ځنې:

«الرَّحْمنُ عَلَّمَ الْقُرْآنَ»[9]

د قرآن ښوونکی، لوراند الله دی ‏.

«عَلَّمَکَ ما لَمْ تَکُنْ تَعْلَمُ»[10]

او پر څه چې نه پوهېدې، در و يې ښوول

البتّه په تکویر سورت کې د ‏جبرائیل په اړه لولو: «ذِی قُوَّهٍ» [11] د «ذِی قُوَّهٍ» او «شَدِیدُ الْقُوی» ترمنځ ډېر زیاد توپیر دی. نو له دې مخې له ‏«شَدِیدُ الْقُوی» څخه مراد الله تعالی دی.

* په دې آیتونو کې د پېغمبر صلی الله علیه و آله معراج ته اشاره شوې، چې د نور تفسیر په اووم ټوک کې مو د اسراء سورت د لومړي آیت په مناسب د معراج انځور هلته بیان کړی دی‏.

* په روح المعاني تفسیر کې راغلي: چې په جاهلیت کې به دوه کسان سره هم قسمه کېدل؛ نو خپل د غشیو لیندۍ به یې یو له بل سره نیولې او دواړو به یوځای غشي ویشتل، او دا د دې کنایه وه چې دوی دواړه سره یو دي‏.

* پرښته، په افق ‏اعلی کې نه؛ بلکې په افق مبین کې ده او پېغمبر یې لیدلای ‏شي. «وَ لَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِینِ» [12]

* الله تعالی مکان نه لري او له افق اعلی (غوره ځای) څخه مراد ځانګړی ځای نه؛ بلکې مراد ترې د لوړې مرتبې هسکوالی او د الله تعالی د هر اړخیزې احاطې او تسلط کنایه ده.

* وحې په ځمکه کې له واسطې سره ده‏، «نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِینُ عَلی قَلْبِکَ» [13]،جبرائیل، قرآن ستا پر زړه نازل کړل؛ خو دلته چې د پېغمبر د معراج خبره ده ؛ نو وايي‏: «فَأَوحې إِلی عَبْدِهِ ما أَوحې» یعنې په اسمانونو کې د واسطې خبره نشته (د قرب په مقام کې واسطه نشته او مقربه پرښته هم هلته نشي تلای‏.)

* امام سجاد یې وپوښت ‏: د پېغمبر د معراج علت څه و؛ ایا الله څه مکان لري؟ امام ځواب ورکړ: معراج ددې لپاره و، چې الله خپل پېغمبر ته د اسمانونو ملکوت او په دوی کې د صنعت، نوون او ابتکار عجایب  او هېښتیاوې وروښيي.[14]

* هغه ټولګی چې پېغمبر صلی الله علیه و آله په معراج کې ولید، ځانګړی ټولګی وه:

د ټولګي ځای: ‏تر ټولو غوره ځای. «وَ هُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلی»

ښوونکی : ( الله) تر ټولو پیاوړی ښوونکی. «عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

د لوست منځپانګه : (وحې) تر ټولو پیاوړې خبره ‏. «إِنْ هُوَ إِلاّ وحې یُوحې»

* امام یې وپوښت‏:«هل رأی رسول الله ربه» آیا پېغمبر په معراج کې خپل پالونکی ولید؟ امام وویل ‏:«نعم بقلبه رآه» هو الله یې د زړه په سترګو ولید. بیا یې دا آیت تلاوت کړ: «ما کَذَبَ الْفُؤادُ ما رَأی»[15]

* امام رضا (رح) وايي: «لَقَدْ رَأی مِنْ آیاتِ رَبِّهِ الْکُبْری»[16] آیت، «ما کَذَبَ الْفُؤادُ ما رَأی» آیت تفسیروي، یعنی په آیت کې له لیدنې څخه مراد، د الهي آیاتونو لیدل وه، نه د الله تعالی ذات‏.

 

پېغامونه:

  • دین دومره ارزښت لري چې ښوونکی یې باید الله تعالی وي چې د ناپایه واک درلودونکی دی،«عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی» او زده کوونکی یې باید معصوم او نه ښوېیدونکی پېغمبر وي. «ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ»

2- د الهي علومو ترلاسه کونه، ځانګړې وړتیا یا ظرفیت ته اړتیا لري. «ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ وَ ما غَوی…

عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

3- د وګړیو د پېژندنې یوه لار، د ښوونکي پېژندل دي‏. «ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ… عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

4- وحې، الهي ښوونې دي ‏. «یُوحې… عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

5- ناروا شننې او تهمتونو ته ځواب ورکړئ‏. ځینو ویل: دا قرآن نورو خلکو، پېغمبر ته ورښوولی دی، «یُعَلِّمُهُ بَشَرٌ»[17]، په ځواب کې الله تعالی فرمايي:«عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

6- د پېغمبر پوهه د الله تعالی له لوری ده. «عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

7- الهی پوهه یې له واک څخه بېله نه ده. «عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

8-یوازې الله ځواکمن دی، غیرې الهي واکونه، سست دي…. «شَدِیدُ الْقُوی»

9- ښوونکی باید په خپل کار کې وسمن وي. «عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

10- د الله تعالی په ښوونه، یو امي د ټول بشریت ښوونکی کېدلای شي. «عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

11- ټول بشر د الله تعالی زده کړیالان دي، «عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ» [18] خو پېغمبر یې ځانګړی زده کړیال دی. «عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

12- بشر ته الهي کړلارې، خورا ټینګې او بشپړې دي. « عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی ذُو مِرَّهٍ…»

13- الله تعالی ته تقرّب، پړاو په پړاو او قدم په قدم دی. «دَنا فَتَدَلّی»

14- د ښوونکي او زده کړیال اړیکه باید نږدې او خوږه وي. «دَنا فَتَدَلّی»

15- په خبرو کې، د مخاطب له ادبیاتو او کلمو ګټنه وکړو او د قوم په ژبه خبرې وکړو. «قابَ قَوْسَیْنِ» (د عربو په فرهنګ د دوه لیندیو نږدېوالی، د خاوندانو یې د نږدیوالي نښه وه)‏

16- بندګانو ته د الله تعالی قرب محدودیت نه لري‏. «أَوْ أَدْنی».

17- د الله تعالی مېړني چې په ځمکه کې وي یا په آسمان کې، د الله تعالی عبد او بنده وي. «أَسْری بِعَبْدِهِ» [19]، «فَأَوحې إِلی عَبْدِهِ»

18- بندگي، د وحې او الهي عنایاتو د تر لاسه کونې لاره چاره ده. «فَأَوحې إِلی عَبْدِهِ»

19- پیغمبر صلی الله علیه و آله هم د وحې په ترلاسه کونه کې معصوم دی او هم یې په ابلاغ کې‏.« ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی… ما کَذَبَ الْفُؤادُ ما رَأی »

20- هغه باطني شهود حجت دي چې د الله تعالی د تایید وړ وي. «ما کَذَبَ الْفُؤادُ ما رَأی»

 

أَ فَتُمارُونَهُ عَلی ما یَری«12» وَ لَقَدْ رَآهُ نَزْلَهً أُخْری«13»=  ايا څه يې چې ليدلي، په باب يې شخړه ورسره كوئ؟! او په يقين، هغه يې په بل ځل راكېووتو كې وليد،

عِنْدَ سِدْرَهِ الْمُنْتَهی«14» عِنْدَها جَنَّهُ الْمَأْوی«15»=  له سدرة المنتهى (کوزنۍ ډېرې برکتي ونې) سره، چې څېرمه ورته جنت الماوى (د جنتي ګلبڼ روستى دمه ځاى) دى.

ټکي:

* «فَتُمارُونَهُ» له «مراء» څخه دهغه جدال یا شخړې پر مانا دی چې له شک او تردید سره وي او «نَزْلَهً» د یوه ځل نازلېدو پر مانا دی. «سِدْرَهِ الْمُنْتَهی» له موعود جنت سره نږدې د یوه ځای نامه ده چې له الهي پېرزوینو او الطافو څخه ډک دی او د روایاتو له مخې، بې له پېغمبر (ص) بل ترې پورته نه دی تللی.[20]

* په حدیث کې راغلي: هغه ځای چې د پرښتو د الوتنې روستی پړاو یا د اعمالو د پورته تلنې روستی پړاو وي؛ نو دې ته «سِدْرَهِ الْمُنْتَهی» وايي او په روایاتو کې لولو:«سدره المنتهی» دهغه ونې نامه ده چې له هرې پاڼې سره یې یوه پرښته د تسبیح په حال کې ده‏.[21]

* داچې د معراج په پېښه کې ناباوري او تردید ډېر دی؛ نو الله تعالی یو ځل په اسراء سورت کې وویل ‏:

«سُبْحانَ الَّذِی» یعنی هغه له چټي کارونو پاک دی او معراج یوه ستره موخه لري او یو ځل یې په دې سورت کې وویل: ولې په دې اړه شخړه کوئ ؟ «أَ فَتُمارُونَهُ…»

* که څه ټول خلک د الله تعالی تر نظر لاندې دي؛ خو کله نا کله الله تعالی ځینو ته ځانګړې نظر کوي‏. «وَ لَقَدْ رَآهُ نَزْلَهً أُخْری» یعنې الله تعالی په معراج کې خپل پېغمبر ته یو ځل بیا ځانګړی نظر وکړ. لکه څرنګه چې الله تعالی له ټولو خلکو سره دی، «وَ هُوَ مَعَکُمْ»  [22] خو له متقیانو سره بل ډول دی ‏. «إِنَّ اللّهَ مَعَ الَّذِینَ اتَّقَوْا»[23]

هو، د الله تعالی لورنه کله عامه وي او کله خاصه. هغه خپل پېغمبر په آسمانونو کې مېلمه کړ سدره المنتهی او موعود جنت ته جوخت یې ځانګړې پاملرنه پرې وکړه.

دا مانا د اطیب البیان په تفسیر کې ویل شوی؛ خو په نورو تفاسیرو کې په بل ډول:

پېغمبر یو ځل بیا جبرائیل په خپله اصلي څېره کې ولید او یا داچې الله تعالی یې په باطني دید ولید‏.

د اطیب البیان د وینا په ټاکنه کې زموږ دلیل دادی چې دا آیتونه د پېغمبر او د ده له معراج څخه د نمانځنې او تجلیل په مقام کې دي او د پېغمبر لپاره د جبرائیل لیدل، چې مقام یې تر جبرائیل پورته دی، څه امتیاز او تجلیل نه دی او د آیتونو له سیاق سره دومره تناسب او تړاو نه لري او همدارنګه د الله تعالی باطنی لیدنه د پېغمبر لپاره همیشه وه، نه یو ځلې او دوه ځلې؛ خو په معراج کې د الله تعالی ځانګړې لورنه د پاموړ وه دا ځکه چې الله تعالی خپل پېغمبر له یوه ځانګړي موخې سره آسمانونو ته بوت؛ نو له دې مخې یې ځانګړې پاملرنه ورته درلوده‏.«رَآهُ نَزْلَهً أُخْری»

* په حدیث کې لولو چې رسول الله صلی الله علیه و آله وویل: جبرائیل مې له سدره المنتهی سره ولید‏.

جبرائیل، پېغمبر ته وویل: الله همدا روستی برید راته ټاکلی ، که تردې هخوا ولاړ شم، وزرې به مې وسوځي [24]

 

پېغامونه:

  • بې ایمانه کسان، د الله تعالی د اولیاوو د مکاشافاتو او ترلاسه کوونې د باورولو زغم نه لري او په شک او بدوینۍ ورسره په شخړې لاس پورې کوي‏. «أَ فَتُمارُونَهُ»

2- په نظري او فکري مسایلو کې ویینې او تردید ځای لري؛ خو په محسوساتو او لیدنو کې ځای نه لري. «أَ فَتُمارُونَهُ عَلی ما یَری»

3- د تبلیغ شرط، ټولمنلتوب یا داچې ټول به یې ومني، نه دی، ځینې یې نټه، تردید او په شخړې لاس پورې کوي‏.«أَ فَتُمارُونَهُ»

4- د پوښتنې او دلیل غوښتنې تل سپارښتنه کېږي، «فَسْئَلُوا أَهْلَ الذِّکْرِ»[25] خو شخړه او لانجه د رټنې ده ‏. «أَ فَتُمارُونَهُ»

5- تر جنت پورته هم شتون لري ‏. «عِنْدَ سِدْرَهِ الْمُنْتَهی عِنْدَها جَنَّهُ الْمَأْوی»

6- سدره المنتهی دومره مهم دی چې جنت له دې دومره ستریا سره په څنګ کې یې پروت دی.

 

إِذْ یَغْشَی السِّدْرَهَ ما یَغْشی«16»=په هغه وخت کې، چې سدرة المنتهى يو څه [= تتې رڼا] پوښلې وه،

ما زاغَ الْبَصَرُ وَ ما طَغی«17» لَقَدْ رَأی مِنْ آیاتِ رَبِّهِ الْکُبْری«18»=  نظر (يې بلې خوا ته) وا نه ړاوه او و نه ښويېد (څه يې، چې وليدل واقعيت و). په يقين، د خپل پالونكي (ځينې) سترې نښې يې وليدې.

 

ټکي:

* د اسراء سورت په لومړي آیت کې مو ولوستل چې الله تعالی، خپل پېغمبر د شپې بوت چې خپل آیتونه وروښيي: «لِنُرِیَهُ مِنْ آیاتِنا»، په دې سورت کې وايي: الله تعالی خپل آیتونه وروښودل، «لَقَدْ رَأی مِنْ آیاتِ رَبِّهِ الْکُبْری»

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله له هر اړخ معصوم دی:

الف) افکار او کردار: «ما ضَلَّ صاحِبُکُمْ»

ب)ژبه او وینا: «ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی»

ج)علم و پوهه‏: «عَلَّمَهُ شَدِیدُ الْقُوی»

د)زړه ‏: «ما کَذَبَ الْفُؤادُ ما رَأی»

ه)سترګې او ليد ‏: «ما زاغَ الْبَصَرُ وَ ما طَغی»

 

پېغامونه:

  • حقّ سترګه هغه ده چې نه کږلیچ وګوري او نه تیری وکړي. «ما زاغَ الْبَصَرُ وَ ما طَغی»

2- هغه سترګې د ستر الهي آیتونو د لیدنې وس لري چې واقع وینې او حق وینې وي‏. «ما زاغَ الْبَصَرُ وَ ما طَغی لَقَدْ رَأی مِنْ آیاتِ رَبِّهِ الْکُبْری»

3- الهي آیات دومره پراخه دي، چې ان اشرف مخلوقات یې یوازې یوه څنډه ویني‏. «مِنْ آیاتِ رَبِّهِ»

 

أَ فَرَأَیْتُمُ اللاّتَ وَ الْعُزّی«19» وَ مَناهَ الثّالِثَهَ الْأُخْری«20»= (مشركانو!) ما له لات او عزى خبر كړئ،  او بل درېیم منات (چې د خداى لوڼې يې بولئ).

أَ لَکُمُ الذَّکَرُ وَ لَهُ الْأُنْثی«21» تِلْکَ إِذاً قِسْمَهٌ ضِیزی«22»=  ايا (په ګومان مو) ستاسې برخه به زامن وي او د الله برخه به لوڼې وي؟!(تاسې خو لوڼې بې ارزښته ګڼئ!) چې په دې توګه دا(خو) ناسمه ويشنه ده.

 

ټکي:

* چېرته هغه وسمن الله چې بشر یې هسکو اسمانونو ته بوت او خپل آیات یې وروښودل او چېرته دا د ډبرو بې خاصیته بوتان ‏.

* په ‏ قرآن کې د نهو بوتانو نامې راغلي ‏:«لات»،«عُزّی»،«مناه» په دې سورت کې،«بعل» په صافّات کې «ودّ»، «سواع»، «یَعوق»، «یغوث» او«نسر» په نوح سورت کې ‏.

 

پېغامونه:

  • لید باید موخن یا ‏هدفداره وي ‏. أَ فَرَأَیْتُمُ اللاّتَ…

2- مبلّغ باید د کږلیچ له عواملو او وسایلو باخبره وي‏.« اَللاّتَ وَ الْعُزّی وَ مَناهَ…»

3- باید کله نا کله څیزونه، وګړي او انحرافي عوامل معرفي، اشوا او وغندو چې نور ترې عبرت واخلي او هدایت شي ‏. «اَللاّتَ وَ الْعُزّی وَ مَناهَ…»

4- په سمونه یا اصلاح کې، لومړی باید په سرچینو پسې یې ولاړ شو. په بوت ماتونه کې هم باید لومړی په سترو بوتانو پسې ولاړ شو..( لکه ددې آیت په شان «فَقاتِلُوا أَئِمَّهَ الْکُفْرِ»[26]) اَللاّتَ وَ الْعُزّی وَ مَناهَ…

5- څه چې ځان ته نه خوښوئ؛ نورو ته یې هم مه خوښوئ ‏. «أَ لَکُمُ الذَّکَرُ وَ لَهُ الْأُنْثی» (مشرکانو چې لور شرم ګاڼه،نو پرښتې یې د الله تعالی لوڼې ګڼلې.)

6- په ارشاد کې، د پوښتنې د اوڅارولو له طریقي هم ګټنه کېدلای شي. «أَ لَکُمُ الذَّکَرُ وَ لَهُ الْأُنْثی»

7- د هلک او نجلۍ ترمنځ تبعیض یو ډول بې عدالتي ده ‏. «أَ لَکُمُ الذَّکَرُ وَ لَهُ الْأُنْثی. تِلْکَ إِذاً قِسْمَهٌ ضِیزی»

 

إِنْ هِیَ إِلاّ أَسْماءٌ سَمَّیْتُمُوها أَنْتُمْ وَ آباؤُکُمْ ما أَنْزَلَ اللّهُ بِها مِنْ سُلْطانٍ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَ ما تَهْوَی الْأَنْفُسُ وَ لَقَدْ جاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدی«23»= دا خو يوازې یو څو نامې دي، چې تاسې او پلرونو مو نومولي (بې منځپانګې نامې او بې مسما اسمونه دي او) الله یې (حقانيت) ته كوم دليل رالېږلى نه دى؛ دوى يوازې د خپلو (بې بنسټو) ګومانونو او ځاني غوښتنو لارويان دي، حال دا په رښتيا د خپل پالونكي له لوري ښیون ورغلی دی.

 

ټکي:

* په قرآن کې له «سُلْطانٍ» څخه موخه، دلیل و برهان دی چې د علمي لاسبرۍ وزله ده ‏.

* بوتپالو هر یو بوت د یوه چار ښکارندوی ګاڼه، یو یې د واک ښکارندوی، بل یې د پوهې، بل یې د مینې، او بل یې د غوسې…….. قرآن وايي: دا عناوین او القاب هېڅ خاصیت نه لري او او بې مسما اسمونه دي‏.

 

پېغامونه:

  • باید هر ‏شعار، عنوان او لقب ته پاملرنه ونکړو. «أَسْماءٌ سَمَّیْتُمُوها»

2- پلرونه، تر ځان روسته د کهول فرهنګ سازان دي. «سَمَّیْتُمُوها أَنْتُمْ وَ آباؤُکُمْ»

3- د پټو سترګو پېښې یا تقلید منع دی که څه له خپلو پلرونو او نېکونو څخه وي‏. «أَنْتُمْ وَ آباؤُکُمْ»

4- شرک له خیال پلوۍ او موهوم پالۍ څخه راولاړ شوی او هېڅ ډول منطقي ملاتړ نه لري. « سَمَّیْتُمُوها… ما أَنْزَلَ اللّهُ بِها مِنْ سُلْطانٍ »

5- ګروهې یا عقاید،باید د برهان پر بنسټ وي او حدس، ګومان او تقلید بسیا نه دي. «ما أَنْزَلَ اللّهُ بِها مِنْ سُلْطانٍ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ»

6- هدایت د الله تعالی له لوري دی‏، «جاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدی» او بېلاریتوب د ځاني غوښتنو له خوا دی. «تَهْوَی الْأَنْفُسُ»

7- ځاني غوښتنې غندل شوي. «یَتَّبِعُونَ… ما تَهْوَی الْأَنْفُسُ»

8-الله تعالی پر ټولو غاړه خلاصه کړې او د وحې تر راتګ روسته، انسان ته کوم عذر او پلمه نه پاتېږي. «وَ لَقَدْ جاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدی»

9- ارشاد او هدایت، د ربوبیت له شئونو ځنې دي‏. «مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدی»

10- چې کله یوه لاره محکوموئ؛ نو د حق لار وړاندئ کړئ. «جاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدی»

11- د علم لار او د وحې لار حق ده ‏. « سُلْطانٍ… مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدی» ،خو شخصي سلیقې ‏«أَنْتُمْ» او نېکونه «آباؤُکُمْ» او د ظنّ او گومان لار «إِلاَّ الظَّنَّ» او د ځاني غوښتنو لارې «تَهْوَی الْأَنْفُسُ» ټولې باطلې دي ‏.

 

أَمْ لِلْإِنْسانِ ما تَمَنّی«24» فَلِلّهِ الْآخِرَهُ وَ الْأُولی«25»=  ايا د انسان ټولې هيلې پوره کېږي؟!هو پاى او پيل يوازې الله ته دى

وَ کَمْ مِنْ مَلَکٍ فِی السَّماواتِ لا تُغْنِی شَفاعَتُهُمْ شَیْئاً إِلاّ مِنْ بَعْدِ أَنْ یَأْذَنَ اللّهُ لِمَنْ یَشاءُ وَ یَرْضی«26»= او په اسمانونو كې ډېرې پرښتې دي، چې سپارښت يې ګټور نه دى؛ خو الله د هغه چا لپاره (د سپارښت) اجازه وركوي، چې (وړ يې وبولي او) و يې غواړي او ترې خوښ وي.

 

ټکي:

* «تَمَنّی» د هیلې په مانا ده، که شونې یا محال چار وي یا هم منطقي یا بې بنسټه.[27] خو «رجا» د کېدونکیو هیلو، ‏«طمع» هغه هیلې چې حصول یې نږدې دی او«أمل» دهغو هیلو په اړه کارېږي چې لاس ته راوړنه یې ستونزمنه وي ‏.[28]

* اسلام د چلن د سمونې لپاره د افکارو د سرچینې سمونه کوي. داچې د عزت او واک د ترلاسه کونې په هیله په ده او هغه پسې ولاړ نشو؛ نو وایي: ‏«فَإِنَّ الْعِزَّهَ لِلّهِ جَمِیعاً»[29] ټول عزت خو يوازې له الله تعالی ‏سره دى. «أَنَّ الْقُوَّهَ لِلّهِ جَمِیعاً»[30] ټول زورځواک خو يوازې له الله تعالی سره دى.

په دې آیت کې هم وایی ‏:آخرت او دنیا یوازې د الله تعالی ده ؛ نو ولې په ده او هغه پسې ځئ ؟!

* هستي د الله تعالی په اراده چورلي، نه زموږ په هیلو. حضرت علي (ک) وايي: «عرفت الله بفسخ العزائم و نقض العهود – خداى مې په دې وپېژانده، چې پياوړې ارادې سستوي، سختې غوټې پرانيزي او هوډونه ماتوي »[31] یعنې هستې د الله تعالی په اراده چورلي نه زموږ په هوډونو.

* امام صادق (رح) وايي: د الهي قهر پر وړاندې، پرښته او پېغمبر یو هم تاسې نشي ژغورلی، څوک چې د شفاعت تمه لري، د الله تعالی د رضا په لټه کې دې شي‏.[32]

پوښتنه: آیا شفاعت یو ډول واسطه نه ده ؟

ځواب:کله هم نه ؛ ځکه ‏:

الف) دهغه شفاعت کېږي چې په فکر او عمل یې ځان ته د شفاعت استحقاق او وړتیا پیدا کړې وي؛ نو ځکه د ګوند مارۍ او ډلې ټپلتوب پرخلاف، شفاعت قانون او کچه لري.

ب) په شفاعت کې کوم حق له منځه نه ځي؛ خو په واسطو کې د نورو حقوق لتاړل کېږي یا له منځه ځي.

ج)شفاعت کوونکی له شفاعت کېدونکي کومه تمه نه لري، د واسطې پر خلاف،چا چې څه کړي؛ نو په مقابل کې څه تمه هم لري.

د) د شفاعت کوونکي موخه د شفاعت کېدونکي بریا ده؛ خو په واسطه کې یوازې دنیوي بریا وي.

ه)شفاعت د روزنې او ودې وزله ده ؛ ځکه شفاعت کېدونکی د الله تعالی له ولیانو سره چې شفاعت کوونکي دي، معنوي اړیکه ټینګوي‏.

* «لِمَنْ یَشاءُ» په دوه ډوله مانا کولای شو:

الف) د الله تعالی چې هر چاته خوښه شي د شفاعت کولو اجازه ورکوي.

ب)د الله تعالی چې چاته خوښه شي، د شفاعت کېدنې اجازه ورکوي.

* پوښتنه: آیا شفاعت انسان ګناه کولو ته نه هڅوي‏؟

ځواب ‏: هيڅ کله هم نه؛ ځکه لومړی خو معلومه نه ده چې د چا به شفاعت کېږي، دویم داچې د مسمومیت د لرې کونې لپاره، د یوه درمل جوړول به انسانان، مسمومونې او زهر خوړولو ته وهڅوي؟!

 

په روایاتو او آیتونو کې هیلې ته کتنه ‏

د هیلې ارزښت:

هیله د حرکت او ودې عامل او انګېزه ده. ‏رسول اکرم صلی الله علیه و آله وايي:«لو لا الامل ما رضعت و الده ولدها و لا غرس غارس شجرها» [33] که هیله نه وای؛ نو نه به کومې مور خپل زوۍ ته تی ورکړی وای او نه به هم کوم بزګر ونه کرلې وای‏.

عیسی علیه السلام، یو سپین ږیری ولید چې په یوم ځمکه اړوي،ورته یې وویل ‏:

خدایه! له دې سړي هیله واخله. ویې لیدل چې سپین ږیري یوم کېښود او ویده شو. شېبه روسته حضرت عیسی له خدایه وغوښتل چې هیله بېرته ورستنه کړه، ویې لیدل چې سپین ږیری راپورته شو او پر کار یې پیل وکړ [34]

د هیلو کابو کول :

هیلې باید د امکاناتو، استعدادونو، شرایطو او وړتیاوو له مخې وي، که نه پر موهوماتو به سر شي. حضرت علي (ک) وايي: ډېره وېره مې ستاسې د ځاني غوښتنو او اوږدو هيلو په اړه ده. [35]

منفي هیلې:

په قرآن کې پر ځینو هیلو نیوکه شوې او منع شوي دي. د هغو کسانو په شان چې هیله یې درلوده د قارون په شان شتمني ولري او ویل به یې: «یا لَیْتَ لَنا مِثْلَ ما أُوتِیَ قارُونُ»[36]

یا هیله لري چې بېځایه ستاینه یې وشي: «یُحِبُّونَ أَنْ یُحْمَدُوا بِما لَمْ یَفْعَلُوا»[37]

یا هیله لري چې تر نورو غوروای ولري. «تِلْکَ الدّارُ الْآخِرَهُ نَجْعَلُها لِلَّذِینَ لا یُرِیدُونَ عُلُوًّا فِی الْأَرْضِ»[38]

الله تعالی څو ځل په دې جملو ‏: «فَلا تُعْجِبْکَ أَمْوالُهُمْ»[39] «لا تَمُدَّنَّ عَیْنېک»[40] مؤمنان، شتمنو او مړو ته د هیلمنۍ په لید له کتو منع کړي‏.

هغه هیلې چې نشې ورسېدلای:

په قیامت کې مجرمان څو ځل ‏«یا لَیْتَنِی» (کاشکې!) وايي؛ خو څه ګټه ورته نه کوي؛ ځکه اوبه له ورخه تېرې شوي او له دې جملې ځنې:

«یا لَیْتَنِی کُنْتُ تُراباً»[41]

كاشكې خاورې واى ‏( خاوره یوه دانه اخلي او پوره وږی ورکوي، خاوره چټلې اوبه اخلي او پاکې اوبه ورکوي؛ خو ځینې انسانان یوازې فسادکاري کوي)

«یا لَیْتَنِی اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِیلاً»[42]

كاشكې (د الله) له استازي سره مې لار نیولې واى.

«یا لَیْتَنِی لَمْ أُوتَ کِتابِیَهْ»[43]

او له خپل حسابه خبر شوى نه واى!

«یا لَیْتَنِی قَدَّمْتُ لِحَیاتِی»[44]

كاشكې ما خپل [دغه] ژوندون ته له مخكې (څه) رالېږلي واى!

«یا لَیْتَنا نُرَدُّ وَ لا نُکَذِّبَ»[45]

كاشكې (دنيا ته) وګرځول شو او د خپل پالونكي آيتونه دروغ ونه ګڼو

 

پېغامونه:

  • د نورو د شفاعت او داچې نور به درته لار اواره کړي؛ نو په دې هیله د خدای لار مه پرېږدئ، چې دې هیلې ته به ونه رسېږئ. «أَمْ لِلْإِنْسانِ ما تَمَنّی»

2- الهي هدایت پرېښودل «مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدی» او په خیالي هیلو پسې تلل د غندلو دي. «أَمْ لِلْإِنْسانِ ما تَمَنّی»

3- په دنیا و آخرت کې مطلقه حاکمیت یوازې د الله تعالی دی، بې له الله (ج) بل ته مخه نه کړو. «فَلِلّهِ الْآخِرَهُ وَ الْأُولی»

4- بې له الله تعالی چې هر څوک او هر څه وي، ژرتېري دي او تلپاتې نه دي‏. «فَلِلّهِ الْآخِرَهُ وَ الْأُولی»

5-، داچې هیلې مو ورسره همسازه وي، که نه وي‏؛ خو اصل او آر، د الله تعالی حکیمانه اراده ده. «أَمْ لِلْإِنْسانِ ما تَمَنّی فَلِلّهِ الْآخِرَهُ وَ الْأُولی»

6- په قیامت کې د الله تعالی د مالکیت پلوشه ډېره وي‏. «الْآخِرَهُ وَ الْأُولی» (د آخرت نامه تر دنیا مخکې راغلې ده)

7- ان د الله تعالی مقربې پرښتې، بې د الله (ج) له اجازې د شفاعت واک نه لري، بوتان خو لا پر ځای پرېږده. « إِلاّ أَسْماءٌ سَمَّیْتُمُوها… وَ کَمْ مِنْ مَلَکٍ»

8- داچې آخرت و دنیا یوازې د الله تعالی دي؛ نو په شفاعت کې یې اجازه او خوښه اړینه ده. «فَلِلّهِ الْآخِرَهُ وَ الْأُولی… إِلاّ مِنْ بَعْدِ أَنْ یَأْذَنَ اللّهُ »

9- نه هر موجود د شفاعت حق لري او نه د هر سرغړونکي شفاعت کېږي؛ بلکې شفاعت د هغه چا لپاره دی چې الله تعالی یې وغواړي او شک نشته چې د خدای غوښتنه هم حکیمانه او هم د اصولو او ضوابطو له مخې ده «…. لِمَنْ یَشاءُ »

 

إِنَّ الَّذِینَ لا یُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَهِ لَیُسَمُّونَ الْمَلائِکَهَ تَسْمِیَهَ الْأُنْثی«27»=په حقيقت کې پر آخرت بې ايمانان، پرښتې په ښځېنه نامو نوموي.

وَ ما لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَ إِنَّ الظَّنَّ لا یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئاً«28»=دوى په دې (خبره) نه پوهېږي، يوازې په (بې بنسټو) ګومانونو پسې روان دي او په رښتینه كې، ګومان پرحقيقت د پوهېدو لپاره بس نه دى.

 

ټکي:

 

* هر چار چې واقعاً علمي وي،حق دی او هر حقّ، د واقعي علم له مخې وي او دواړه یو د بل پر ځای کارېږي. قرآن ددې پر ځای چې ووايي: ګومان، انسان له علمه نه مړه خوا کوي؛ نو وايي: ګومان، انسان له حقه نه مړه خوا کوي؛ نو علم او حق یو دی. «إِنَّ الظَّنَّ لا یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئاً»

* پرښتې د نجونو پر نامو یادول، دهغه باطل باور پر بنسټ و، چې پرښتې یې د الله تعالی لوڼې ګڼلې.

* هغه انځورګر چې پرښتې د نجونو په بڼه کاږي؛ نو د جاهلي دودونو جرړې لري، که څه ناځانخبری (ناخوداګاه) وي.

 

پېغامونه:

  • څوک چې د قیامت د محکمې په اړه مسولیت احساسوي؛ نو هره خبره نه کوي او پر هر ګومان ګروهه نه پیدا کوي. «لا یُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَهِ لَیُسَمُّونَ الْمَلائِکَهَ»

2- نومونه، ساده مه انګېرئ، څوک چې پر نورو ناروا نامې ږدي، د غندنې وړ دي ‏. «لَیُسَمُّونَ الْمَلائِکَهَ تَسْمِیَهَ الْأُنْثی»

3- چې پوهه نه لري؛ نو چوپ دې پاتې شي. « لَیُسَمُّونَ الْمَلائِکَهَ… ما لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ»

4- چېرته چې پوهه نه وي، حدس او ګومان واکمن وي. «ما لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ»

5-په ګروهیزو چارو کې ګومان بسیا نه دی ‏. «إِنَّ الظَّنَّ لا یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئاً»

 

 

فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلّی عَنْ ذِکْرِنا وَ لَمْ یُرِدْ إِلاَّ الْحَیاهَ الدُّنْیا«29»=نو له هغه مخ واړوه، چې زما له ياده يې مخ اړولى او يوازې د دنيا توکیز ژوند غواړي.

ذلِکَ مَبْلَغُهُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّ رَبَّکَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدی«30»=پوهه يې همدومره ده. په رښتيا پالونكى دې هغه ښه پېژني، چې له لارې يې اوښتی او (همداراز) هغه هم ښه پېژني، چې سمه لار يې موندلې ده.

 

ټکي:

* په قرآن کې له:کفّارو [46]،مشرکانو [47]،منافقانو [48]،جاهلانو [49] له سنګره د تښتېدونکیو کسانو [50] او له هغو کسانو څخه د اعراض او مخ اړونې حکم راغلی چې د ملنډو او نیوکو په موخه په الهي ایتونو کې پلټنې کوي [51].

 

په قرآن کې د دنیا انځور

قرآن په ګڼو آیتونو کې د دنیا او دنیوي ژوند انځور ترسیم کړی دی:

  1. د دنيوي ژوند پانګه ناڅيزه ده. «مَتاعُ الدُّنْیا قَلِیلٌ»[52]

2.دنیا فاني او ژرتېری ده، د تېرېدنې ځای دی، نه تمځای. «ما عِنْدَکُمْ یَنْفَدُ»[53]

  1. او د دنيا ژوند يوازې ساتېري او لوبې دي. «وَ ما هذِهِ الْحَیاهُ الدُّنْیا إِلاّ لَهْوٌ وَ لَعِبٌ» [54]

4.دنیا د فریب وزله ده. «مَا الْحَیاهُ الدُّنْیا إِلاّ مَتاعُ الْغُرُورِ» [55]

5.دنیا پالي د آخرت خنډ دی. «أَ رَضِیتُمْ بِالْحَیاهِ الدُّنْیا مِنَ الْآخِرَهِ»[56]

6.دنیا، زړه راکښونکی ده. «یا لَیْتَ لَنا مِثْلَ ما أُوتِیَ قارُونُ»[57]

7.د حدید سورت په ۲۰ ام آیت کې دنیا ته پنځه ځانګړنې یادې شوي چې د انسان د عمر له پنځګونو پړاونو سره اړخ لګوي: «و اِعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَیاهُ الدُّنْیا لَعِبٌ وَ لَهْوٌ وَ زِینَهٌ وَ تَفاخُرٌ بَیْنَکُمْ وَ تَکاثُرٌ…»

الف) لوبې. (ماشومتوب)

ب) ساتیري. (هلکتوب)

ج) سینګار. (ځواني)

د) ویاړنه. (پوخمنګي یا پوخ عمر)

ه) تکاثر او په شتمنيو او اولادونو كې یو پر بل ورډېروالي. (بوډاتوب ‏)

هو، دنیا، موخه نه؛ بلکې وزله ده؛ لکه د شعبان میاشتې په دعا کې چې لولو:«و لا تجعل الدنیا اکبر همنا» خدایه! دنیا مو غوره موخه نه کړې.

 

پېغامونه:

  • له هغو سره ګوذاره او نرمي مه کوئ چې دنیا ته یې مخه او الله تعالی ته یې شا وي.

«فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلّی عَنْ ذِکْرِنا»

2- هغه کسان چې د خدای دین ته یې شا کړی وي او د الله تعالی د نامې او دهغه احکامو اورېدنې ته چمتو نه وي؛ نو مخ ترې واړوئ ( په اسلام کې د دښمنانو او مخالفینو بایکوت جایز دی) «فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلّی عَنْ ذِکْرِنا»

3- د اسلام له دښمانو کرکه او بېزارېدنه یو آر یا اصل دی. «فَأَعْرِضْ»

4- د دین په تبلیغ کې په بې ګټو شیانو وخت او فرصت مه ضایعه کوئ‏.« فَأَعْرِضْ…»

5-کله نا کله ورته مقابله هم لازم ده او له هغه مخ واړوئ چې له الله تعالی یې مخ اړولی وي. «فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلّی عَنْ ذِکْرِنا»

6- دنیا ته مخ کول او د الله تعالی له یاده مخ اړونه، یو د بل ملازم دي. «تَوَلّی عَنْ ذِکْرِنا وَ لَمْ یُرِدْ إِلاَّ الْحَیاهَ الدُّنْیا»

7- څه چې رټل شوي؛ دنیا ته د رسېدنې په لار کې یو مخې د فکر او عمل بوختیا ده، که نه طبیعي علاقه، لېوالتیا او هڅه یو ښه چار دی. «وَ لَمْ یُرِدْ إِلاَّ الْحَیاهَ…»

8- دنیا پالي د پوهې او درک د ټیټې کچې نښه ده. «لَمْ یُرِدْ إِلاَّ الْحَیاهَ الدُّنْیا… ذلِکَ مَبْلَغُهُمْ مِنَ الْعِلْمِ»

9- هغوی بېلاري دي چې بې له دنیوي ژونده ورسره د بل څه فکر نشته. «لَمْ یُرِدْ إِلاَّ الْحَیاهَ الدُّنْیا…

ضَلَّ… »

10- پر دې ایمان درلودل چې د انسان پر کړنو الله تعالی څارنه لري او ترې خبر دی؛ نو دا چار د مؤمنانو د ډاډګېرنې او دلدارۍ لامل دی ‏. «هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیلِهِ»

11- له الله تعالی څخه مخ اړونه او دنیا پالي د انحراف تر ټولو څرګنده نښه ده. « تَوَلّی عَنْ ذِکْرِنا وَ لَمْ یُرِدْ إِلاَّ الْحَیاهَ الدُّنْیا… أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ »

12- الله تعالی د هر یوه بنده له اعمالو او نیتونو خبر دی ‏. « هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ… هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدی»

 

 

 

وَ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ لِیَجْزِیَ الَّذِینَ أَساؤُا بِما عَمِلُوا وَ یَجْزِیَ الَّذِینَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَی«31»=او په اسمانونو او ځمكه كې، چې هر څه دي، يوازې د الله دي (او د خلكو د كړنو پرېكړه الله كوي) چې بدكارانو ته يې د بدو كړنو له مخې سزا وركړي او نېكانو ته يې د نېكو كړنو له مخې بدله وركړي.

 

ټکي:

* په تېر آیت کې مو ولوستل چې ځینې د الله تعالی له یاده مخ اړوي او بې له دنیا د بل څه په اړه فکر نه کوي. دا آیت وايي: دا خو خورا بې عقلي ده چې له هغه چا مخ اړوئ چې هر څه د هغه دي او سزا او بدله یې هم په لاس کې ده، که دنیا هم غواړي؛ نو باید مخ ترې وا نه ړوئ؛ ځکه دنیا هم دهغه ده.

* د آسمانونو عظمت او ستریا تر ځمکې ډېره ده؛ ځکه په قرآن کې تل «السَّماواتِ» تر «الْأَرْضِ» مخکې راغلی.

 

پېغامونه:

  • عادلانه سزا او بدله، پوهې او ځواک ته اړتیا لري. « لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ… لِیَجْزِیَ»

2- هستي، هدفداره ده. « لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ… لِیَجْزِیَ…»

3- الهي بدله د انسان تر نېک عمله غوره ده ؛ خو سزا تر بدې کړنې ډېره نه ده ‏. « اَلَّذِینَ أَساؤُا بِما عَمِلُوا… اَلَّذِینَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَی »

4- د انسان برخلیک، د ده پخپل لاس کې دی. « بِما عَمِلُوا… اَلَّذِینَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَی»

 

اَلَّذِینَ یَجْتَنِبُونَ کَبائِرَ الْإِثْمِ وَ الْفَواحِشَ إِلاَّ اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّکَ واسِعُ الْمَغْفِرَهِ هُوَ أَعْلَمُ بِکُمْ إِذْ أَنْشَأَکُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَ إِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّهٌ فِی بُطُونِ أُمَّهاتِکُمْ فَلا تُزَکُّوا أَنْفُسَکُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقی«32»=هغوى چې له سترو ګناهونو او ناوړو (كارونو) ډډه كوي؛ خو بې له كوچنيو ګناهونو (چې کله پرې ككړېږي)؛نو شك نشته،چې ستا د پالونكي بښنه پراخه ده،هغه تاسې له هغه وخته ښه پېژني،چې له ځمكې يې راپيدا كړئ او چې لا د خپلو ميندو په ګېډو كې ((پټ)) وئ؛ نو خپل ځانونه پاك مه ګڼئ (او ځانونه مه ستايئ) او هغه ښه پوهېږي،چې پاک څوک دى.

 

ټکي:

* «فواحش» د «فاحشه» جمع هغې ګناه ته ویل کېږي چې بدي یې ټولو ته څرګنده وي ؛ لکه زنا ‏.

* د «لمم» د کلمې لپاره په روایاتو [58] او‏ د لغت و تفسیر په کتابونو کې بېلابېلې ماناوې نقل شوي چې له دې جملې ځنې ‏:

  1. هغه ګناه چې په ناغوښتلې بڼه او بې ټینګاره وي ‏.
  2. هغه ګناه چې په اړه یې تصمیم نیول شوی وي؛ خو عملي نشي.
  3. هغه ګناه چې روسته ترې بښنه او توبه شوی وي.

4.هغه ګناه چې د عذاب ژمنه ورته نه وي ورکړ شوي‏.

5.هغه ګناه چې د ترسره کونې لپاره یې حد او سزا نه وي ټاکل شوی.

* د ګناه د کوشنیوالي او لوی والي مسله څو ځل په قرآن کې مطرح شوې ده، [59] او دا چې د انسان ټول اعمال لیکل کېږي‏، «کُلُّ صَغِیرٍ وَ کَبِیرٍ مُسْتَطَرٌ» [60] او په قیامت کې د انسان د عمل دوسیه پرانستل کېږي، «وَ نُخْرِجُ لَهُ یَوْمَ الْقِیامَهِ کِتاباً یَلْقاهُ مَنْشُوراً»[61] او پر دې مهال یې چغه راپورته کېږي ‏: «یا وَیْلَتَنا ما لِهذَا الْکِتابِ لا یُغادِرُ صَغِیرَهً وَ لا کَبِیرَهً إِلاّ أَحْصاها» [62] دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوشنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده.

* امام رضا (رح) کبیره گناهونه لړلیک کړي دي‏: د نفس وژنه، زنا، غلا، د شرابو څښل، د موروپلار ناخوښي او عاق، د جګړې له ډګره تېښته، د پلارمړي یا یتیم په مال کې ظالمانه تصرف، مرداره غوښه خوړل، د وینې څښل، د سرکوزي یا خنځیر د غوښې خوړل، هغه غوښه چې د الله تعالی له نامې څخه پرته ذبح شوې وي، ربا، بډې یا رشوت، جواري، ډنډۍ وهل، پر پاک لمنو ښځو تور، لواطت، په ناحقه ګواهي ورکول، د الله تعالی له رحمته نهیلي، د الله تعالی له عذابه ځان خوندي ګڼل، پر ظالمانو تکیه کول، د دروغو قسم خوړل، د نورو د حق نه ورکول، دروغ ویل، تکبر، اسراف، تبذیر، خیانت، د حج په ترسره کونه کې لنډون، د الله تعالی له ولیانو سره دښمني، پر چټي چارو بوختیا، پر ګناه ټینګار.[63]

* امام باقر (رح) ‏د «فَلا تُزَکُّوا أَنْفُسَکُمْ» په اړه وايي: پخپل لمونځ، زکات، روژه او عباداتو ویاړ او افتخار مه کوئ؛ ځکه الله تعالی متقیان ښه پېژني.[64]

* امام صادق (رح) یې وپوښت ‏: آیا دا جایز دي چې څوک د خپل ځان تعریف او ستاینه وکړي؟ ویې ویل: که بیړنی حالت یا اضطرار رامنځته شو؛ نو کوم باک نه لري، آيا اورېدلي مو نه دي چې یوسف (ع) د مصر د واکمن پر وړاندې د ځان ستاینه وکړه او ویې ویل:: «اجْعَلْنِی عَلی خَزائِنِ الْأَرْضِ إِنِّی حَفِیظٌ عَلِیمٌ»[65] ما د دې هېواد (د مصر) پر (اقتصادي) سرچينو وګوماره، چې کارپوه ساتونكى يم.

* یوې ډلې وویل، موږ بېګا تر سهار پورې لمونځونه کول د ورځې هم روژه وه؛ نو علي (ک) یې پر وړاندې وویل: زه بېګاه ویده وم، او پرون هم روژه نه وم.

نو له دې مخې، د نورو یا د خپل غرور د مخنیوي لپاره باید داسې خبرې وشي.

* یو یهودی راغی او د رسول الله صلی الله علیه و آله په مخ کې یې د موسی (ع) معجزې بیان کړې، انحضرت (ص) وویل: ناروا ده چې انسان، ځان ستاینه وکړي؛ خو ستا د روښانولو لپاره وایم:

حضرت آدم د خپلې توبې لپاره، حضرت نوح له غرق کېدنې څخه د ژغورنې لپاره، حضرت ابراهیم له اوره د ژغورنې لپاره او حضرت موسی له ویرې څخه د ژغورنې لپاره خدای ته یې محمد و آل محمد  قسم ورکړ، ای یهوديه! که موسی زه لیدلای وای، پر ما یې ایمان راووړ، حضرت مهدې مې له نسل څخه دی چې حضرت عیسی به یې د ملګرتوب لپاره له آسمان څخه راکوزېږي او ورپسې به لمونځ کوي.

 

ګناه ته یوه کتنه

 

د مسألې اهمیت

* د الله تعالی له حکم څخه سرغړونه چې هر څه وي، ستره ده؛ خو بیا هم ټول ګناهونه په یوه کچه کې نه دي، ځینې ګناهونه لکه دروغ او غیبت ډېر ناوړتوب او سخته سزا لري. پردې سربېره د ګناه وخت، د ګناه ځای، د ګناهګار نیت، پر ګناه یې پوهه او ناپوهي او پر ګناه نه ټینګار پر انسان اغېز لري.

* د هر انسان ارزښت همغومره دی چې د یوې ګناه پر وړاندې مقاومت کوي. که یو مثقال طلا ته مو ګناه وکړه؛ نو ارزښت مو د یوې مثقال طلا هومره دی او که د سل مثقالو لپاره مو ګناه وکړه؛ نو ارزښت مو سل مثقاله دی‏.

‏علي (ک) وویل ‏: په خدای قسم که د ځمکې کوره (اقالیم سبعه) راکړي چې د مېږي له خولې څخه د غنمو د پوستکي د را اخستنې هومره ګناه وکړم؛ نو دا کار به و نه کړم.[66]

علي (ک) وویل ‏: تر ټولو بده ګناه هغه ده چې انسان یې کوشنۍ وګڼي ‏.

«اشد الذنوب ما استخف به صاحبه»[67]

له ګناه ځان ساتنه د اړیکې کچه ده

په روایاتو کې لولو: د پېغمبر دوست هغه دی چې د الله تعالی مطیع وي، که څه له رسول الله (ص) سره کومه اړیکه ونه لري او د رسول الله دښمن هغه دی چې له الله تعالی څخه سرغړونه وکړي، که څه د انحضرت له نږدې خپلوانو وي‏.«ان و لی محمد من اطاع الله و ان بعدت لحمته و ان عدو محمد من عصی الله و ان قربت قرابته»[68]

پر کبیره ګناه د صغیره ګناه اوړېدنه

ځینې لاملونه او شرایط، صغیره ګناه پر کبیره باندې اړوي، چې له دې ځنې ‏:

پر صغیره ګناه ټینګار، د ګناه کوشنۍ ګڼل، د ګناه پر مهال خوشحالي کول، د طغیان له مخې ګناه کول، پر الهي مهلت باندې غره کېدل، په ښکاره ګناه کول، د سترو او برجسته خلکو ګناه ‏.

د ګناه نښې او آثار

سخت زړي، د نعمت بېرته اخستل، د دعا نه قبلېدل، د رزق بدلون، د تهجدو په څېر له عباداتو څخه بې برخې کېدل، د ناڅاپي بلاګونو راتګ، د کور ورانېدل، رسوايي او خوارېدل، د عمر لنډون، زلزلې، فقر، نشتمني، د باران نه ورښت، خپګان او ناروغي، د اشرارو واکمني، چې د دې هرې نښې او آثارو لپاره آیتونه او روایتونه راغلي دي.

 

د ګناه جبرانولو لارې

  1. لمونځ. «أَقِمِ الصَّلاهَ… إِنَّ الْحَسَناتِ یُذْهِبْنَ السَّیِّئاتِ»[69]

2.د ځان او نورو لپاره استغفار (شفاعت). «فَاسْتَغْفَرُوا اللّهَ وَ اسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ»[70]

3.انفاق.«صدقه السر تکفر الخطیئه» [71]

4.د خلکو ستونزاواری ‏.«من کفارات الذنوب العظام اغاثه الملهوف» [72]

5.ایمان او نېک کارونه ‏. «وَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ لَنُکَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَیِّئاتِهِمْ» [73]

  1. له کبیره ګناهونو څخه ډډه کول ‏. « إِنْ تَجْتَنِبُوا کَبائِرَ… نُکَفِّرْ عَنْکُمْ» [74]

7.توبه او د بدیو جبرانول‏. «إِلاّ مَنْ تابَ وَ آمَنَ وَ عَمِلَ عَمَلاً صالِحاً فَأُوْلئِکَ یُبَدِّلُ اللّهُ سَیِّئاتِهِمْ حَسَناتٍ»[75]

  1. په جګړه او جهاد کې ګډون او شهادت. «وَ قاتَلُوا وَ قُتِلُوا لَأُکَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَیِّئاتِهِمْ»[76]

9.سلام اچول، د خوړو ورکول او د تهجد لمونځ ‏.«ثلاث کفارات:افشاء السلام و اطعام الطعام و الصلاه باللیل و الناس نیام»[77]

  1. صلوات او درود ویل ‏.«من لم یقدر علی ما یکفر به ذنوبه فلیکثر من الصلوات علی محمد و آل محمد فانها تهدم الذنوب ذنبا»[78]

* د نفس تزکیه او ځان ستاینه د الهي نعمتونو له ویلو سره توپیر لري. الله تعالی په دې آیت کې وايي: ځان ستاینه مه کوئ، «فَلا تُزَکُّوا أَنْفُسَکُمْ» خو په بل ځای کې وايي:

«وَ أَمّا بِنِعْمَهِ رَبِّکَ فَحَدِّثْ»[79]

د الله تعالی نعمتونه او پېرزوینې بیان کړه.

 

پېغامونه:

  • د نښو په ویلو سره؛ خوبان یا ښه خلک معرفي کړو‏. « اَلَّذِینَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَی… اَلَّذِینَ یَجْتَنِبُونَ»

2- د ښو کارونو ترسره کول هغه مهال ارزښتمن وي، چې له تقوا او ګناه لرې والي سره مل وي‏. « أَحْسَنُوا… یَجْتَنِبُونَ کَبائِرَ »

3- له ګناه څخه لرېوالی باید د انسان سیره او ملکه وي. «یَجْتَنِبُونَ» (مضارع فعل د استمرار او دوام نښه ده‏)

4- د نېکچارو تر ټولو روښانه نښه، له کبیره ګناه او هغو ګناهونو لری والی دی چې ډېره رسوايي او بدي ولري‏. « اَلَّذِینَ أَحْسَنُوا… اَلَّذِینَ یَجْتَنِبُونَ کَبائِرَ الْإِثْمِ وَ الْفَواحِشَ»

5-ګناه ته نږدې کېدنه، انسان ګناه ته ورکاږي ‏.( ځکه قرآن، له ګناه څخه د ډډې او لرې والي کلمه کارولې ده.) «یَجْتَنِبُونَ کَبائِرَ»

6- په ځمکه کې په پرښتو پسې مه ګرځئ، انسان،جایزالخطا دی، ان نېکچاري هم له ښوېدنې او سرغړونې سره مخ دي. «اَلَّذِینَ أَحْسَنُوا… اَلَّذِینَ یَجْتَنِبُونَ… إِلاَّ اللَّمَمَ»

7- مربّی یا روزنپوهاند باید پر تېروتنه برغولی کېږدي او باید له یو لړ ښوېیدنو تېر شي ‏. «إِلاَّ اللَّمَمَ»

8- باید له هغو ګناهونو تېر شو چې یو دمي کېږي او ټینګار پرې نه کېږي‏. «إِلاَّ اللَّمَمَ»

9- انگیزه پر عمل اغېز لري. هغه ګناهونه چې د سرغړونې په انګیزه نه ترسره کېږي، بښنوړ دي ‏. «إِلاَّ اللَّمَمَ»

10- الهي مغفرت د ګناه د کولو لپاره مخونه نه ده، په هر حال کې باید له ګناه څخه ډډه وکړو‏. « یَجْتَنِبُونَ… واسِعُ الْمَغْفِرَهِ »

11- ان د کبیره ګناه ترسره کوونکی هم باید له الهي رحمته نهیلي نشي. «إِنَّ رَبَّکَ واسِعُ الْمَغْفِرَهِ»

12- الله تعالی هم پوهه لري او هم ځواک؛ خو په عین حال کې د تېروتنو پټوونکی هم دی ‏. «واسِعُ الْمَغْفِرَهِ هُوَ أَعْلَمُ بِکُمْ إِذْ أَنْشَأَکُمْ مِنَ الْأَرْضِ»

13- الله تعالی نه یوازې زموږ له ننني حالته ؛ بلکې زموږ له پرېوتي جنیني حالته هم خبر دی؛ نو باید ویاړنه ونکړو. «إِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّهٌ فِی بُطُونِ أُمَّهاتِکُمْ»

14- هغوی چې له ګناه څخه ډډه کوي، پر ځان ستاینه دې ځان نه بوختوي. «یَجْتَنِبُونَ کَبائِرَ… فَلا تُزَکُّوا أَنْفُسَکُمْ »

15- تېر ذلت او کمزورۍ ته پاملرنه، انسان له ځان ستاینې ژغوري. «إِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّهٌ فِی بُطُونِ أُمَّهاتِکُمْ فَلا تُزَکُّوا أَنْفُسَکُمْ»

16- د خلکو د چلن سمونه، باید د ګروهو د سمونې په مټ وي. پر الهي پوهې او څارنې عقیده، انسان له ځان ستاینې ژغوري. ‏« هُوَ أَعْلَمُ… فَلا تُزَکُّوا أَنْفُسَکُمْ»

17- که څه یو کمال هم لرو؛ نو ټول دهغه دی، ولې پر ځان وویاړو‎.« أَنْشَأَکُمْ مِنَ الْأَرْضِ… فَلا تُزَکُّوا أَنْفُسَکُمْ»

18- ځان ستای، متقي نه دی. « فَلا تُزَکُّوا أَنْفُسَکُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقی » 

19- په تقوا ځانښودنه، انسان نه متقي کوي. «هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقی»

 

أَ فَرَأَیْتَ الَّذِی تَوَلّی«33» وَ أَعْطی قَلِیلاً وَ أَکْدی«34»=  ايا هغه دې وليد، چې (له اسلام يا نفقې وركولو) يې مخ واړاوه؟!  او په لږ څه وركړه (نور له نفقې وركولو) لاس پر سر شو!

أَ عِنْدَهُ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَری«35»=ايا پر غيبو پوهېږي، چې (د هغې نړۍ حالات) وينې (چې نور يې د ګناهونو پېټى وړاى شي) ؟!

أَمْ لَمْ یُنَبَّأْ بِما فِی صُحُفِ مُوسی«36» وَ إِبْراهِیمَ الَّذِی وَفّی«37»=  آيا څه چې د موسى په صحيفو كې دي، ترې ناخبره دى؟! او (همداراز) د هغه ابراهيم (له ليكنو خبر شوى نه دى)، چې (په خپلې ژمنې يې) وفا وكړه،

 

 

 

ټکي:

* «أَکْدی» له «کدیه» څخه یعنې بخل او له انفاق څخه لاس اخستل، چې په اصل کې د سختې ځمکې پر مانا دی.‏ «وَفّی» یعنې حضرت ابراهیم په ټولو ځایونو کې پر خپلې ژمنې وفا وکړه.

* د لومړي آیت په شأن نزول کې یې ویلي: دا آیتونه دهغه کس په اړه دي چې انفاق کوونکی و او له خلکو سره یې مرسته کوله؛ نورو ورته وویل: چې په ګانده کې به اړمن شې، ده هم له انفاق څخه لاس واخیست او پر بخل اخته شو‏.

* الله تعالی، ‏حضرت ابراهیم په قرآن کې پر بېلابېلو ځانګړنو ستایلی، چې له دې جملې ځنې: ‏اوّاه، حلیم، بصیر، مخلص، قانت، شاکر، صدّیق، مؤمن، محسن، وفیّ، خلیل، امام، اسوه، امّه، عابد، حنیف او مسلم.

* په قرآن کې دوه ځل “‏صحف ابراهیم و موسی” یو د بل په څنګ کې راغلي: یو ځل په دې سورت کې او بل ځل د اعلی سورت په ۱۹ ام آیت کې ‏. «صُحُفِ إِبْراهِیمَ وَ مُوسی»

* ښايي له دې لامله وي چې حضرت موسی ټولو کتابیانو منه او حضرت ابراهیم هم د مکې ټولو مشرکینو ته د منلو وړ و؛ ځکه د دې دواړو بزرګانو نامې یو د بل په څنګ کې ویل شوي دي‏‏.

* د بخل پر وړاندې د حضرت ابراهیم د وفا او سرښندنې خبره مطرح شوې، هغه هر څه د الله تعالی په لار کې ورکړل‏:«بذل نفسه للنیران و قلبه للرحمن و ولده للقربان و ماله للاخوان» ځان یې اور ته ورکړ، زړه یې الله (ج) ته وسپاره، خپل زوی یې قربانۍ او شتمني یې خپلو ایماني روڼو ته ورکړه.

 

پېغامونه:

  • په روزنه کې لاسرسې بیلګې وکاروئ. «أَ فَرَأَیْتَ…»

2- هم د زړه لېوالتیا او مینه اړینه ده او هم ډېر کار او همیشه والی یې، او د دې هر یو نشتون یو ډول نېمګړتیا ده. ( «تَوَلّی»، د لېوالتیا نه درلودنې نښه ده ‏، «أَعْطی قَلِیلاً» پر کم کارۍ نیوکه او «أَکْدی» نه تلتیا ده)

3- په روزنه کې د وګړیو نامې مهمې نه؛ بلکې د دوی د روحېاتو او ځانګړنو ویل مهم دي ‏. « اَلَّذِی تَوَلّی… أَعْطی… أَکْدی »

4- د انسان هره یوه لوړتیا او پرېوتنه (عروج او سقوط) پړاونه لري، چې په پیل کې ګروهیزه او بیا عملي وي. « تَوَلّی… أَعْطی قَلِیلاً»

5- هغه چې نشتمن دی او لږ انفاق کوي، ستاینوړ دی، «لا یَجِدُونَ إِلاّ جُهْدَهُمْ»[80] خو که شتمن او په کافي مقدار مرسته ونه کړي؛ نو د غندنې وړ دی. «أَعْطی قَلِیلاً»

6- لږ انفاق کله حکیمانه وي؛ لکه کوشني ته د لږو خوړو ورکول او که ډېر شي؛ نو زیان وررسوي؛ خو کله یې جرړه په بخل کې وي، چې د نیوکې وړ ده. «أَعْطی قَلِیلاً وَ أَکْدی»

7- د بخل درملنې لار، د سرښندونکیو او سخیانو یادونه ده ‏. « أَعْطی قَلِیلاً وَ أَکْدی… إِبْراهِیمَ الَّذِی وَفّی»

8- له کومه خبر یې چې په ګانده کې به نشتمن شې او له اوسه بخل کوئ‏. «أَعْطی قَلِیلاً وَ أَکْدی أَ عِنْدَهُ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَری»

9- که څه په آسماني کتابونو کې اړونې یا تحریفات شوي؛ خو بیا هم ځینې ځایونه یې د استناد وړ دي‏. «أَمْ لَمْ یُنَبَّأْ بِما فِی صُحُفِ مُوسی»

10- آسماني ادیان، ګډ اصول لري. «أَمْ لَمْ یُنَبَّأْ بِما فِی صُحُفِ مُوسی وَ إِبْراهِیمَ»

11- د نورو د کمالاتو او خدماتو په یادونې، باید د دوی درناوی وشي ‏. «مُوسی وَ إِبْراهِیمَ»

12- باید په تبلیغ و ارشاد کې د منلو وړ بېلګې وکارول شي‏. «مُوسی وَ إِبْراهِیمَ» (دا دوه پېغمبران د بعثت په پېر کې، پېژندل شوي او نومیالي وه.)

13- په روزنه کې، مثبت او منفي اړخونه دواړه باید وړاندې شي. أَعْطی قَلِیلاً…إِبْراهِیمَ الَّذِی وَفّی

14- په حق لار کې وفاداري، له سترو کمالاتو څخه ده. «وَفّی»

 

أَلاّ تَزِرُ وازِرَهٌ وِزْرَ أُخْری«38» وَ أَنْ لَیْسَ لِلْإِنْسانِ إِلاّ ما سَعی«39»= چې هېڅوک د بل د ګناه پیټی نه وړي،  او داچې انسان ته يې يوازې هڅه ده.

وَ أَنَّ سَعْیَهُ سَوْفَ یُری«40» ثُمَّ یُجْزاهُ الْجَزاءَ الْأَوْفی«41»=  او په حقيقت کې زيار يې په ګانده كې ليدل كېږي. بيا پوره پوره بدله وركول كېږي.

 

ټکي:

* له ۳۸ څخه تر ۵۴ آیتونو پورې د حضرت ابراهیم او حضرت موسی د کتابونو ښوونې دي، چې اسلام یې هم مني.

* «وِزْرَ» د دروند پیټي په مانا دی او ګناه هم په حقیقت کې یو دروند پیټی دی. ویل کېږي «وزیر» هغه دی چې د هېواد د اداره کونې دروند پیټي یې پر اوږو وي‏.

* الله تعالی د نېکو کارونو له لارې بدۍ له منځه وړي او یا یې په توبه او استغفار بښي او یا بدۍ پر نېکیو اړوي؛ خو د یو چا د ګناه پیټي په ناحقه د بل پر اوږو نه ږدي.

* یوه دوه ځانې یا حامله ښځې زنا کړې وه، حضرت عمر غوښتل چې سنګسار یې کړي، په دې وخت کې حضرت علي وویل: هغه پر ګېډه ماشوم یې څه ګناه کړې او ددې آیت پر بنسټ «أَلاّ تَزِرُ وازِرَهٌ وِزْرَ أُخْری» یې وویل: صبر وکړئ چې تر زېږون روسته حکم پلي شي.[81]

* رسول الله صلی الله علیه و آله وویل‏: د زناکار موروپلار ګناه دهغه اولاد پر غاړه نه وي چې د زنا له کبله زېږېدلی وي او بیا یې د (أَلاّ تَزِرُ وازِرَهٌ…) آیت تلاوت کړ ‏. [82]

* پوښتنه : د «وَ أَنْ لَیْسَ لِلْإِنْسانِ إِلاّ ما سَعی» وايي: انسان ته یې یوازې هڅه ده؛ خو په نورو آیتونو او روایتونو کې وایو چې انسان کله د شفاعت له لارې هم جنت ته ځي.

ځواب : لومړی خو داچې دا آیت دهغه جاهلي اند په رد کې دی چې یو بل ته به یې ویل: که دومره پیسې راکړې؛ نو ستا د ګناه پېټې پر غاړه اخلم. قرآن وویل: څوک هم د چا د ګناه پیټي پر غاړه نه اخلي او هر انسان ته یې یوازې خپله هڅه ثبتېږي.

دویم داچې دا آیت، الهي عدل ته نظر لري، نه الهي فضل ته؛ یعنې د عدل له مخې هر چا ته یې باید د خپلې هڅې له مخې بدله ورکړه شي؛ خو الله تعالی د خپل فضل له مخې لورنه کړای شي او ډېره بدله ورکولی او سزا راکمولی شي. «وَ یَزِیدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ» [83]

درېیم داچې : که په روایتونو کې لولو که څوک په ټولنه کې د ښه یا بد سنتو بنسټ کېږدي؛ نو کوم کسان چې پر دې لار تللي ؛ نو په سزا او بدله کې ورسره شریک دی؛ نو دا مانا له دې آیت «لَیْسَ لِلْإِنْسانِ إِلاّ ما سَعی» سره هېڅ منافات نه لري؛ ځکه د حق و باطل د لارې پیدا کوونکی د لارښوونې له لارې یا د مقدماتو، امکاناتو، تبلیغاتو، هڅونو یا نورو مادي او معنوي ملاتړ د راپیدا کونې له لارې ناسیده هڅه کړې او له دې بدلې څخه ګټه پورته کونه بې پاره نه ده؛ ځکه که څوک په سمه لیکه کې نه وه، په شفاعت کې نه نغاړېده.

* په روایاتو کې لولو چې انسان تر مړینې روسته د صالح اولاد له نېکو کارونو، کتاب یا له هغه موقوفاتو څخه برخمنېږي چې تر ځان روسته یې پرېښي دي. [84] او یا په جنت کې د انسان نېک نسل ورسره یوځای کېږي. [85] یا له هغه خیر کار څخه ګټه پورته کوي چې ده یې وصیت یا سپارښتنه کړې وه. [86]

په دې ټولو ځایونو کې، که څه انسان نېغ په نېغه هڅه نه ده کړې؛ خو ناسیده د نېک اولاد د روزنې، وقف، وصیت یا ښه کتاب چې ترې یادګار پاتې دی، ونډه درلودلې ده.

 

پېغامونه:

  • الهي سزا او بدله، عادلانه ده ‏. «أَلاّ تَزِرُ وازِرَهٌ وِزْرَ أُخْری»

2- پر نورو باندې د ډډه وهنې له لارې، ځان پر سرغړونه مه ککړوئ؛ ځکه چې دوی به مو پيټې پر اوږو نه کړي‏. «أَلاّ تَزِرُ وازِرَهٌ وِزْرَ أُخْری»

3- په ګومارنو او لرې کونه کې د خپلوانو او نږدې کسانو انحرافات، د خلکو پر اوږو مه وراچوئ‏.

«أَلاّ تَزِرُ وازِرَهٌ وِزْرَ أُخْری»

4- هستي، د هڅې، کار او پایلې اخستنې ډګر دی. «وَ أَنْ لَیْسَ لِلْإِنْسانِ إِلاّ ما سَعی»

5- موږ د دندې پر ترسره کونه مکلف یو، نه د پایلې ترلاسه کونه، هاندوهڅه زموږ دنده ده‏. «إِلاّ ما سَعی»

6- د عمل پر پایښت او د سزا او بدلې پر عادلانه نظام ایمان درلودل، انسان د خپل چلن پر وړاندې هڅوي او ډاډګېرنه ورکوي او هم یې محتاط او مسولوي. «وَ أَنَّ سَعْیَهُ سَوْفَ یُری»

7- په هستۍ کې یو عمل هم له منځه نه ځي. «سَعْیَهُ سَوْفَ یُری»

8- نېکچاري دې د خپل کار د بدلې په ترلاسه کونه کې بیړه نه کوي. «سَوْفَ یُری»

9- دنیا، د پوره بدلې ورکونې وړتیا نه لري، باید قیامت وي چې د مطلب حق ادا شي.«ثُمَّ یُجْزاهُ الْجَزاءَ الْأَوْفی»

10- د انسان اقدام ته په غوره بدلو ځواب ورکول کېږي. «وَفّی… اَلْأَوْفی»

11- که څه په دنیا کې هم سزاوې شته؛ خو پوره سزاوې په قیامت کې دي.«الْجَزاءَ الْأَوْفی»

12- قیامت ګڼ پړاونه، تمځایونه او مواقف لري ‏.(د «سَوْفَ» او «ثُمَّ» له کلمو څخه ګټنه کېږي چې د عمل د شهود پړاو د عمل د جزا له پړاو سره توپیر لري‏.)

 

وَ أَنَّ إِلی رَبِّکَ الْمُنْتَهی«42» وَ أَنَّهُ هُوَ أَضْحَکَ وَ أَبْکی«43» وَ أَنَّهُ هُوَ أَماتَ وَ أَحْیا«44»  او داچې (د كار) پاى يوازې ستا د پالونكي پر لوري ده.  او داچې هماغه خندول کوي او هم ژړول، او داچې هماغه مړه کول كوي او هم ژوندي کول كوي.

 

ټکي:

*  که څه  الهي کارونه د یوې واسطې له لارې وي؛ خو په حقیقت کې هر کاره خپله الله تعالی دی. د «هُوَ» د ضمیر تکرار ددې نښه ده چې هر کاره یوازې الله (ج) دی‏.

* د ژوند و مرګ، خندا او ژړا ترمنځ تضاد، د بشر په نظر کې دی؛ خو له الله (ج) سره دا ټول خیر دی، او هېڅ تضاد پکې نشته.

پېغامونه:

  • نه دې مؤمنان ستړي کېږي او نه دې هم کافران مغرورېږي،، د هر څه او هر چا پای دهغه په لاس کې ده او الله تعالی به له ټولو سره حساب وکړي. ‏ «إِلی رَبِّکَ الْمُنْتَهی»

2- هستي د الله تعالی پر لور په حرکت کې ده ‏. «إِلی رَبِّکَ الْمُنْتَهی»

3- په غم و ښادۍ کې، د کار د پای په اړه سوچ وکړئ . « وَ أَنَّ إِلی رَبِّکَ الْمُنْتَهی »

4- هم یې جزا او بدله په لاس کې ده، «سَوْفَ یُری» او هم یې حالات، روحیات، خپګان او خوشحالي په لاس کې ده ‏. «أَضْحَکَ وَ أَبْکی»

5- خندا او ژړا دواړه اړین دي او په عاطفي حالاتو کې باید د خندا او ژړا ممانعت ونشي. «أَضْحَکَ وَ أَبْکی»

6- ژوند، باید انډول وي، نه افراط او نه تفریط . «أَضْحَکَ وَ أَبْکی»

7- د متضاد کار پر وړاندې د الله تعالی ځواک یو شان دی‏. «أَضْحَکَ وَ أَبْکی، أَماتَ وَ أَحْیا»

8- قیامت، د یوې ډلې د خندا او د بلې د ژړا ورځ ده ‏. « ثُمَّ یُجْزاهُ الْجَزاءَ الْأَوْفی… أَنَّهُ هُوَ أَضْحَکَ وَ أَبْکی»

9- مړینه او ژوند د الهي ربوبیت یوه پلوشه ده ‏. « رَبِّکَ الْمُنْتَهی… هُوَ أَماتَ وَ أَحْیا »

10- د قرآن د روزنې طریقه داسې ده چې په متضادو مسایلو کې په توحیدي لوري پسې ځي‏. « هُوَ أَضْحَکَ وَ أَبْکی… هُوَ أَماتَ وَ أَحْیا »

 

وَ أَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّکَرَ وَ الْأُنْثی«45» مِنْ نُطْفَهٍ إِذا تُمْنی«46» وَ أَنَّ عَلَیْهِ النَّشْأَهَ الْأُخْری«47»=  او داچې ده نر او ښځه جوړه جوړه پيدا كړي دي، له يوه څاڅكي، چې (په زيلانځ كې) وڅڅول شي.  او داچې (عدالت پلي کولو ته) بيا ژوندي كول پر هغه دي،

وَ أَنَّهُ هُوَ أَغْنی وَ أَقْنی«48» وَ أَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشِّعْری«49»= او داچې هغه [انسان] شتمنوي او هم د مړه خواتوب طبع ورکوي.=  او داچې هغه د”شعرا” ستوري پالونكى دى (چې ناپوهانو به لمانځه).

 

ټکي:

* «أَغْنی» له ‏«غنی» څخه د مړه خوا توب او بې نیازۍ په مانا او ‏«أَقْنی» له «قنیه» څخه د شتمنۍ د زېرمولو په مانا دی ‏. [87]

البتّه ځینو د نشتمنولو یا فقیر کونې په مانا اخستی دی‏[88]

* حضرت علي (ک) د ‏«أَغْنی وَ أَقْنی» د آیت په تفسیر کې وویل: ‏الله تعالی، انسان هم بې نیازه یا مړه خوا کوي او هم انسان په هماغه عایداتو او ګټې وټې خوشحالوي‏.[89]

* « شِّعْری » د یوه ستوري نامه ده چې یوې ډلې به یې لمانځنه کوله او دوی به انګېرله چې دا ستوری یې پر فقر او غنا کې اغېزمن دی. قرآن وايي: هغه ستوری د الله تعالی مربوب او تر امر لاندې دی او ستاسې په ژوند کې اغېزمن نه دی.

البتّه ځینو شِّعْری د یوه بوت نامه ګڼله.[90]  

* زوجیّت او جوړه توب، د هستۍ د پایښت رمز دی، که زوجیت له منځه وباسو؛ نو ژوند به پیکه او بې رنګه شي او له ډپ او خنډ سره به مخ شي.

 

پېغامونه:

  • د زوجیت قانون، الله تعالی د پنځونې په نظام کې ایښی او د بشري وګړیو ترمنځ تش یو تړون چار ‏نه دی‏. «أَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّکَرَ وَ الْأُنْثی»

2- پر یوه مادي عنصر د متضادو طرحو پلي کونه د الله تعالی د ربوبیت او ځواک نښه ده‏. «أَضْحَکَ وَ أَبْکی، أَماتَ وَ أَحْیا، اَلذَّکَرَ وَ الْأُنْثی»

3- د نر او ښځې پنځونه، هم له عجایبو او هم د ژوند له اړتیاوو ځنې ده‏.«الذَّکَرَ وَ الْأُنْثی»

4- ښځه او سړی د پنځون په لومړني عنصر کې یو شان دي‏. «مِنْ نُطْفَهٍ»

5-الله تعالی، چې د اوبو له څاڅکي ساکښ ژوي جوړوي ؛ نو د خاورو له مړو ذراتو یې بیا ژوندي کولای شي ‏. «مِنْ نُطْفَهٍ إِذا تُمْنی وَ أَنَّ عَلَیْهِ النَّشْأَهَ الْأُخْری»

6- د مړو ژوندي کول او د قیامت جوړېدل، پر الله تعالی لازم دي. «أَنَّ عَلَیْهِ النَّشْأَهَ الْأُخْری»

7- هم د خلقت اصل له هغه ځنې دی‏، «خَلَقَ» او هم د خلقت تنوّع او رنګارنګي ‏. «الزَّوْجَیْنِ» هم یې د خلقت تومله پیدا کړه‏، «نُطْفَهٍ» هم یې پنځون یا خلقت تکرار او استمرار لري ‏. «النَّشْأَهَ الْأُخْری» او هم یې د نننیو او سبانیو ښکارندو تدبیر په لاس کې دی‏. «أَغْنی وَ أَقْنی»

8- مړه خواتوب له هغه وغواړو، نه له نورو‏. «هُوَ أَغْنی»

9- اوس چې مړه خواتوب دهغه په لاس کې دی؛ نو بخل ولې وشي‏؟ «هُوَ أَغْنی وَ أَقْنی»

10- د الله تعالی تدبیر، هم په رحم یا زیلانځ کې پر څاڅکي دی او هم یې په اسمان کې پر ستوري دی. «نُطْفَهٍ… رَبُّ الشِّعْری »

 

 

وَ أَنَّهُ أَهْلَکَ عاداً الْأُولی«50» وَ ثَمُودَ فَما أَبْقی«51»= او داچې (ايا انسان پوهېدلى نه دى، چې د مخكېنيو پېغمبرانو په كتابونو كې راغلي، چې) الله “ړومبني عاديان” هلاك كړل؟!  او (همداراز د)” ثمود”(قوم يې هلاك كړ)؛ نو (څوك) يې ترې پرېنښوول.

وَ قَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ إِنَّهُمْ کانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَ أَطْغی«52»=او (همداراز) تر (دوى) مخكې يې د نوح قوم (هلاك كړ؛ ځكه) ډېر سخت ظالم او سرغړاندي وو!

وَ الْمُؤْتَفِکَهَ أَهْوی«53» فَغَشّاها ما غَشّی«54»= او (همداراز د لوط قوم) بل مخ نسکور کړي کلي (= عموره او سدوم) یې لاندې راوغورځول، نو په درانه عذاب کې یې راونغاړل!

فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکَ تَتَماری«55» هذا نَذِیرٌ مِنَ النُّذُرِ الْأُولی«56»=  (ووايه) نو د خپل پالونكي پر كوم يو نعمت شکمن يې؟!  دا (پېغمبر) له مخكېنيو ګواښګرندو یو ګواښګرندی دی.

 

ټکي:

* «مؤتفکه» له «ائتفاک» ځنې، پر بل مخې اړونې، لاندې باندې کېدنې او بدلېدنې پر مانا دی. داچې د عذاب له کبله د عاد قوم هستوګنځی لاندې باندې او نسکور شو؛ نو دا عنوان یې په اړه کارول شوی دی‏.

«أَهْوی» نسکورېدل او «تَتَماری» له شک او تردید سره یوځای د مجادلې پر مانا دی‏.

* د «إِنَّهُمْ کانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَ أَطْغی» جمله ممکن د نوح په قوم پورې اړوند وي، چې تر عاد او ثمود ډېر ظالمان وه او ممکن د عاد، ثمود او نوح په قوم پورې اړوند وي ؛ یعنې دا قومونه تر نورو هلاک کړای شویو قومونو، لا ډېر ظالمان او سرکښان وه ‏.

 

پېغامونه:

  • سزاوې یوازې په قیامت پورې تړلې نه دي، الله تعالی ځینې قومونه په همدې دنیا هم هلاک کوي‏. «أَهْلَکَ عاداً الْأُولی»

2- د تېرو له هلاکته عبرت واخلو. « أَهْلَکَ عاداً… وَ ثَمُودَ… وَ قَوْمَ نُوحٍ»

3- ظلم او سرکښي، په تېره، استمرار یې، د پوپناه کېدو لامل دی ‏. « أَهْلَکَ… کانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَ أَطْغی »

4- د تاریخ، پېښو او تحولاتو په څېړنه کې، باید علت او فلسفې ته یې پاملرنه وشي ‏. «کانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَ أَطْغی»

5- د ظالمانو هلاکېدنه، له الهي نعمتونو او لورنو څخه ده‏. «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکَ»

6- د ټولو الهي پېغمبرانو او آسماني کتابونو آریزه دنده، ګواښګرندي او زیرګرندي ده ‏. «هذا نَذِیرٌ مِنَ النُّذُرِ الْأُولی»

 

أَزِفَتِ الْآزِفَهُ«57» لَیْسَ لَها مِنْ دُونِ اللّهِ کاشِفَهٌ«58»=راتلونکی (قيامت) را نژدې شو. (؛خو) يوازې الله د قيامت باوري وخت ښکاره (او سختي يې لرې) کولاى شي.

أَ فَمِنْ هذَا الْحَدِیثِ تَعْجَبُونَ«59» وَ تَضْحَکُونَ وَ لا تَبْکُونَ«60»=  نو ايا له دې خبرې تعجب كوئ، او خاندئ او ژاړئ نه،

وَ أَنْتُمْ سامِدُونَ«61» فَاسْجُدُوا لِلّهِ وَ اعْبُدُوا«62»=  او تل په ناخبرۍ او ساتېريو کې بوخت ياست؟! ( که نه غواړئ، چې د تېرې زمانې د کافرانو پر برخليک اخته شئ)؛ نو ټول الله ته سجده وكړئ او و يې لمانځئ.

 

ټکي:

* «آزفه» د نږدې کېدونکي او ‏«سامد» د تېروتنې، غفلت او تکبر په مانا دی.

* په فرقان تفسیر کې په یوه حدیث کې لولو چې د دې آیتونو تر نزول روسته، رسول الله ‏ صلی الله علیه و آله د عمر تر پايه، خندنی نشو او یوازې موسکا یې کوله‏. روستی آیت واجبه سجده لري.

* ښایي له «هذَا الْحَدِیثِ» څخه مراد، قرآن وي؛ لکه څرنګه چې د زمر سورت په ۲۳ آم آيت کې هم قرآن په ‏«حدیث» تعبیر شوی دی ‏. «اللّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِیثِ»

 

پېغامونه:

  • قیامت لرې و نه ګڼو ‏. «أَزِفَتِ الْآزِفَهُ»

2- ټول اسباب او وسایل د قیامت له کړښتونو ځنې یوه ذره او بڅری هم نشي راکمولای‏. «لَیْسَ لَها مِنْ دُونِ اللّهِ کاشِفَهٌ»

3- داچې ځینې د قیامت په اړه اریان دي؛ نو ددې اریانتیا په اړه انسان هک اریان شي‏. «تَعْجَبُونَ»

4- څوک چې پر قیامت باور لري، خپله خندا کموي او د قیامت په یاد کې ژاړي‏. «وَ تَضْحَکُونَ وَ لا تَبْکُونَ»

5- کله نا کله خندا، د تکبر او سرمرستۍ نښه وي‏. « تَضْحَکُونَ… وَ أَنْتُمْ سامِدُونَ»

6- د غرور او سرمستۍ د درملنې لار، سجده او عبادت دی‏. «فَاسْجُدُوا… وَ اعْبُدُوا»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر ، لیکوال شیخ محسن قرآئتی

[1]  سباء، ۴۶، اعراف، ۱۸۴، تکویر ، ۲۲

[2] – بقره،2

 

[3] – کنزالدقائق تفسیر.

[4] تفسیر درالمنثور

[5] – نورالثقلین تفسیر.

[6] انعام،25.

[7] – تفسیر روح المعانی.

[8] – مستدرک،5ټ،260 مخ

[9] – الرّحمن،1

[10] – نساء،113

[11] – تکویر،20.

[12] – تکویر،23

[13] شعراء،193

[14] – کنزالدقائق تفسیر.

[15] – کنزالدقائق تفسیر

[16] -.نجم،18

[17] – نحل،103

[18] – علق،5.

[19] – اسراء،1.

[20] – کنزالدقائق تفسیر

[21] – تفاسیر نمونه و مجمع البیان

[22] – حدید،4.

[23] – نحل،128.

[24] – تفسیر هدایت.

[25] -.نحل،43.

[26] – توبه،12.

[27] – مفردات راغب.

[28] – فروق اللغات

[29] – نساء،139

[30] – بقره،165

[31] – نهج البلاغه،حکمت 250.

[32] – بحار، ۸ټ، ۵۳ مخ.

[33] – بحار، 77 ټ، 137 مخ

[34] – بحار، 14 ټ، 329 مخ

[35] -.نهج البلاغه، ۲۸ مه خطبه

[36] – قصص،79.

[37] – آل عمران،188

[38] – قصص،83

[39] – توبه،55 و 85.

[40] – حجر،88 و طه،131

[41] – نباء،40.

[42] -.فرقان،27

[43] – حاقّه،26

[44] -.فجر،25

[45] – انعام،27.

[46] – سجده،30

[47] – انعام،106

[48] -.منافقون،4.

[49] – اعراف،199.

[50] توبه،95.

[51] – انعام،68.

[52] – نساء،77.

[53] – نحل،96.

[54] – عنکبوت،64.

[55] – حدید،20.

[56] -.توبه،38.

[57] -.قصص،79.

[58] – کافي،ج2،ص422

[59] – نساء،31؛کهف،49؛شوری،37؛قمر،53.

[60] – قمر،53

[61] – اسراء،13

[62] – کهف،49.

[63] – نورالثقلین تفسیر.

[64] -.تفسیر کنز الدقائق.

[65] یوسف،55.

[66] – نهج البلاغه،خطبه 224.

[67] – نهج البلاغه،حکمت 477

[68] -.وسائل،15 ټ، 238 مخ

[69] – هود،114.

[70] – نساء،64

[71] – غررالحکم

[72] – وسائل، 16ټ، 373 مخ

[73] – عنکبوت،7.

[74] – نساء،31.

[75] – فرقان،70

[76] – آل عمران،195

[77] – وسائل، 12 ټ،59 مخ

[78] – بحار،91 ټ،47 مخ

[79] – ضحی،11.

[80] توبه،79.

[81] – بحار، 76 ټ، 49 مخ

[82] – تفاسیر : راهنما و درّالمنثور.

[83] – نساء،173.

[84] – خصال، 151 مخ

[85] طور،21

[86] – کافي، 4 ټ، 315 مخ

[87] – مفردات راغب.

[88] – قاموس قرآن.

[89] – قمي تفسیر

[90] – نمونه تفسیر.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!