تبلیغات

نرښځى يو سړي له “نرښځي” سره،چې هم يې د ښځې او هم يې د سړي عورت درلود، واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې ورسره يې کوروالى وکړ؛نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وزېږېد او پخپله هغه نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ،چې مهر […]

نرښځى

يو سړي له “نرښځي” سره،چې هم يې د ښځې او هم يې د سړي عورت درلود، واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې ورسره يې کوروالى وکړ؛نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وزېږېد او پخپله هغه نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ،چې مهر يې و او هغه وينځه هم دوه ځانې-حامله شوه او زوى يې وزېږېد .ددې سړي او نرښځي خبره ډنډوره شوه او د حضرت علي بن ابيطالب غوږونو ته هم ورسېده. حضرت علي د نرښځي له حاله خبر شو،چې هم حيض کېږي،هم وطى کوي او هم وطى کېږي؛ خلاصه دا چې له دوو اړخو يې مني راوزي،حامله کېږي او حامله کول هم کوي .

ټول خلک يې له خلقته حيران وو او هېڅ څوک نه وو،چې د هغه او مېړه په منځ کې يې قضاوت کړى واى .

حضرت علي وويل :هغه دوه هلکان راوړئ؛نو هغه دوو ته يې حکم وکړ : ولاړ شئ او د نرښځي د سينې ښۍ او کيڼې پښتۍ وشمېرئ؛نو که د ښي لور او کيڼ لور پښتۍ يې سره برابرې وې؛نو ښځه ده او که د کيڼ لور يوه پښتۍ يې تر ښي کمه وه؛ نو سړى دى، دوه هلکان ولاړل او د حضرت حکم يې پلي کړ او خبر يې راوړ،چې د کيڼ لور پښتۍ يې تر ښي اړخه کمې دي او پردې مانا يې شهادت ورکړ او حضرت علي حکم وکړ،چې دا نرښځى سړى دى او له مېړه يې بېل کړ . (فضايل الخمسه)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست